1
ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ دﺳﻮﻟﯥ دﭘﺎﻳښﺖ ﭘﻪ اړه
زﻣﻮﻧږ آﻧﺪ
دﻗﺮﻳﺐ اﻟﺮﺣﻤﻦ ﺳﻌﻴﺪ ﻟﻴﻜﻨﻪ ﻟﻤړۍ ټﻮك
2
ډاﻟۍ : ټﻮﻟﻮ ﻫﻐﻮﻫﻴﻮادواﻟﻮ ﺗﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ازاد او ﺧﭙﻠﻮاك ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د ﻳﻮه ﻣﻨﺘﺨﺐ اﺳﻼﻣﻰ وﻟﺴﻮاﻛﻪ ﻧﻈﺎم د ﺟﻮړوﻟﻮ ﻫڅﯥ او ﻫﺎﻧﺪ ﻛﻮي . ﻗﺮﻳﺐ اﻟﺮﺣﻤﻦ ﺳﻌﻴﺪ دروژې دﻣﺒﺎرﻛﯥ ﻣﻴﺎﺷﺘﯥ 18ﻣﻪ ورځ داګﺴﺖ دﻣﻴﺎﺷﺘﯥ 28ﻣﻪ 2010 ،زﻛﺎل
3
ﺑﺴﻢ اﷲ اﻟﺮﺣﻤﻦ اﻟﺮﺣﻴﻢ ﺳﺮﻟﻴﻚ:
ﻏﻮاړم ددې ﻟﻴﻜﻨﯥ ﺳﺮﻟﻴﻚ ﻫﻐﻪ ﭘﻮښﺘﻨﻪ وګﺮځﻮم ﭼﯥ ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ دوﺳﺘﺎﻧﻮ ﺗﻪ را ﭘﻴﺪا ﺷﻮې وه .ﭘﻮښﺘﻪ دا وه ﭼﯥ ﺗﺎﺳﯥ د څﻪ ﻟﻪ ﭘﺎره او وﻟﯥ د ﻛﺮزي او اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ درﺑﺎر ﺗﻪ دﺧﺒﺮو ﻟﻪ ﭘﺎره ورﻏﻠﻲ واﺳﺖ ؟
ﭘﻪ دې ﺧﺎﻃﺮ ﭘﺎﻳﺪ ډاګﻴﺰه ﻛړم ﭼﯥ :ﻣﻮﻧږ ﻧﻪ د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي درﺑﺎر ﺗﻪ او ﻧﻪ ﻫﻢ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﯥ ﻧﻴﻮاﻛګﺮو ﺗﻪ د څﻪ اﻣﺘﻴﺎز د ﺧﭙﻠﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ورﻏﻠﻲ و او ﻧﻪ ﻣﻮ ﭘﻪ ﻛﯥ د ﻫﻐﻮى څﺨﻪ د ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﻪ اﻣﻮرو ﻛﯥ د ګډون ﻛﻮﻣﻪ
ﻏﻮښﺘﻨﻪ درﻟﻮده ،او ﻧﻪ ﻣﻮ ﺗﺮې څﻪ ﻧﻮر ﻣﺎدي اﻣﺘﻴﺎزات ﻏﻮښﺘﻞ ،ﺑﻠﻜﻪ دﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د اﻣﻴﺮ
ﻣﺠﺎﻫﺪورور ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر د ځﺎﻧګړي اوﻓﻮق اﻟﻌﺎده ﭘﻼوي ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﻣﻮ ﺧﭙﻞ وﻟﺲ ﺗﻪ د ﺳﻮﻟﯥ ﻳﻮ داﺳﯥ ﭘﻼن او ﻃﺮﺣﻪ ﻟﻪ ځﺎن ﺳﺮه درﻟﻮده ﭼﯥ دﺧﭙﻞ اﺳﻼﻣﻲ ګﻮﻧﺪ او اﺳﻼﻣﻲ ﺗﺤﺮﻳﻚ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻣﻮ ﭘﻪ ﻛﯥ د ﻫﻴڅ ډول
اﻣﺘﻴﺎز ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻧﻪ وه ﻛړې ،ﺑﻠﻜﻪ ﻏﻮښﺘﻞ ﻣﻮ ﺧﭙﻞ دﻏﻪ ﭘﻼن د ﺧﭙﻞ وﻟﺲ ﺳﺮه ﻫﻤﻠﺘﻪ ﺷﺮﻳﻚ ﻛړو ،ﺧﭙﻞ
وﻟﺲ د ﺣﻘﺎﻳﻘﻮ څﺨﻪ ﺧﺒﺮ او د ﻫﻴﻮاد د اﺳﺘﻘﻼل او ازادۍ د ﻏږ ﺳﺮه ﻫﻐﻮې را ﻫﻤﻐږي ﻛړو.او ﻛﻪ ﭼﻴﺮې
ﻟﻪ ﭼﺎ ﺳﺮه د ﺣﺰب د ﭘﺎﻟﻴﺴﻮ ﭘﻪ اړه څﻪ ﺷﻚ ﺷﺘﻮن وﻟﺮي د ﻫﻐﻮى د ﺷﻚ د ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ وړﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻫڅﻪ او
ﻫﺎﻧﺪ وﻛړو او د ﭘټﻮ ﻣﻮاﻣﺮو او ﺳﺎزﺷﻮﻧﻮ ﭘﺮ ځﺎى ﭘﻪ څﺮګﻨﺪه ﺗﻮګﻪ ﺧﭙﻞ درﻳځ اﻋﻼن ﻛړو ،ﻣﻮﻧږ ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ
ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﻣﺴﺆﻟﻴﻦ ﻫﻢ دې ﻧﻘﻄﯥ ﺗﻪ ﭘﻪ زﻏﺮده ﻣﺘﻮﺟﻪ ﻛړي او ﺑﻴﺮوﻧﻴﻮ اړﺧﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﻣﻮ ﻫﻢ ﺳﭙﻴﻨﻪ ﺧﺒﺮه
ﻛړې ،ﭼﯥ ﭘﻪ دې اړه ﻛﻮرﻧۍ او ﻧړۍ واﻟﯥ ﺧﭙﺮوﻧﯥ ټﻮﻟﯥ ګﻮاه دي .څﺮګﻨﺪه ده ﭼﯥ دا دﻧﺪه ﻣﻮﻧږ د ﺑﻬﺮ څﺨﻪ ﭘﻪ دوﻣﺮه ښﻪ او ﭼټﻜﻪ ﺗﻮګﻪ ﻧﻪ ﺷﻮاى ﺗﺮ ﺳﺮه ﻛﻮﻟﯥ ﻟﻜﻪ څﻮﻣﺮه ﻣﻮ ﭼﯥ ﻫﻠﺘﻪ ﺗﺮ ﺳﺮه ﻛړه .
زﻣﻮﻧږ د ﻫﻴﻮاد دﻏﻪ ﻏﻤﻴﺰه ﭼﯥ د دﻳﺮﺷﻮ ﻛﺎﻟﻮ څﺨﻪ زﻳﺎﺗﻪ ﻣﻮده ﻛﻴږي ﭘﻴﻞ ﺷﻮې او ﭘﻪ ﻳﻮه ﻧﻪ ﻳﻮه ﺑڼﻪ ،د
ﺷﻜﻞ او وﺧﺖ ﭘﻪ ﺑﺪﻟﻮن ﺳﺮه ﻧﻮى ﺣﺎﻟﺖ ځﺎﻧﺘﻪ ﺧﭙﻠﻮي ،د ﻳﻮه ﻧﺎورﻳﻦ څﺨﻪ ﺧﻼص ﺷﻮي ﻧﻪ ﻳﻮ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺑﻞ
ﻛﯥ ور ﻧښﺘﯥ وي .د روﺳﺎﻧﻮ اﺷﻐﺎل ،د ﻛﻤﻮﻧﺴﺘﺎﻧﻮدرژﻳﻢ ﺗﻴﺮې اوﻧﺎدودې ،د ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې ﻳﻮ
ﺗﻮر او ﭘﻪ ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﺗﻮګﻪ ﻛﺮﻏﻴړن ﻧﻈﺎم ،ﺑﻴﺎ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﻪ دوﻟﺘﻲ اﻣﻮرو د ﻧﺎ اﺷﻨﺎﻳﯥ او دﺧﻠﻜﻮ درټﻠﻮ دوران
ﻣﻨځﺘﻪ راﻏﻰ او د ﻫﻐﯥ وروﺳﺘﻪ دا دى د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د زور ،وﺣﺸﺖ ،ﺑﺮﺑﺮﻳﺖ ،ﻋﺎم وژﻧﯥ او زور زﻳﺎﺗﻲ
وﺧﺖ ﻧﮋدې ﻧﻬﻪ ﻛﺎل ﻫﻢ ﭘﻮره ﻛړل او ﭘﻪ ﻟﺴﻢ ﻛﺎل ﻛﯥ ورﻧﻨﻮت .
دا ﭼﯥ ﭘﺨﻮا څﻪ ﺗﻴﺮﺷﻮي د ﺗﺎرﻳﺦ ﭘﺎڼﯥ ﭘﺮې ډﻛﯥ دي ،ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ددې ﺗﺎرﻳﺦ زﻳﺎﺗﻪ ﺑﺮﺧﻪ ﻳﺎ ﺧﻮ ﭘﺮدﻳﻮ د ﻳﻮ
ﺷﻤﻴﺮ دښﻤﻨﺎﻧﻪ اﻏﺮاﺿﻮ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ او ﻳﺎ ﭘﺨﭙﻠﻪ ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮاﻓﻐﺎﻧﻲ ﻛړﻳﻮ د ﺧﭙﻠﻮ ذاﺗﻲ ﻓﻜﺮوﻧﻮ،ﻗﻮﻣﻲ او ژﺑﻨﻲ ﻋﺼﺒﻴﺘﻮﻧﻮ دﻏﻴﺰ ﻻﻧﺪې ﻟﻴﻜﻠﯥ او ﭘﻪ ﻳﻮه ﺑڼﻪ ﻧﻪ ﻳﻮه ﺑڼﻪ ﻳﻲ د ﻳﻮه اړخ ﺳﺮه ﺧﭙﻠﻪ ﻧﺎروا ﺧﻮاﺧﻮږي
ښﻮوﻟﯥ ،او ﺑﻞ اړخ ﻳﻰ دﺧﭙﻞ ﻫﻤﺪې ﻗﻀﺎوت ﻟﻪ ﻣﺨﯥ ﻣﺤﻜﻮم ﻛړې ،ﭘﻪ ﻫﺮ ﺻﻮرت دا ﻳﻮ ﺗﺎرﻳﺦ دى ﭼﯥ
زﻣﻮﻧږ را ﺗﻠﻮﻧﻜﯥ ﺑﻪ ﭘﺮې ﻗﻀﺎوت ﻛﻮي .
ﭘﻪ اوﺳﻨۍ ﻣﺮﺣﻠﻪ ﻛﯥ ﻳﻌﻨﯥ د 2001زﻳږدﻳﺰ ﻛﺎل را ﭘﻪ دﻳﺨﻮا ،ﻳﻌﻨﯥ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﭼﯥ ﻫﻴﻮاد ،ﭘﺮﺗﻪ ﻟﻪ ﻛﻮم
ﺑﻨﺴټﻴﺰ ﻋﻠﺖ ﻧﻪ ،د ﺑﻦ د ﻧﺎروا او ﻏﺎﺻﺒﺎﻧﻪ ﺗړون ﻻﻧﺪې ،د ﻳﻮﺷﻤﻴﺮ ﭘﻪ واﻛﻤﻨۍ ﻛﯥ د ﻣﺴﺘﻮ ﻋﻨﺎﺻﺮو ﭘﻪ
ﺑﺴﭙﻨﻪ ،د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﯥ زﺑﺮځﻮاك د ﻗﻬﺮ او ﻏﻀﺐ د ﺳړوﻟﻮ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ،د ﻫﻐﻮى د ﻣﺴﺘﻘﻴﻢ ﭘﻮځﻲ ﻳﺮﻏﻞ ﻻﻧﺪې راﻏﻰ او ﺑﻴﺎ دﻏﻪ ﭘﻮځﻲ زﺑﺮځﻮاك ددې ﻫﻴﻮاد د ﺗﻞ ﭘﺎﺗﯥ اﺷﻐﺎل او ﻧﻴﻮاك ﻟﻪ ﭘﺎره د ﻧﺎټﻮ د ﻏړو ﻫﻴﻮادوﻧﻮ
ﺗﺮ څﻨګ د ﻧﻮرې ﻧړۍ ﻫﻴﻮادوﻧﻪ ﻫﻢ ﺧﭙﻠﯥ ﺑﺴﭙﻨﯥ ﺗﻪ را وﺑﻠﻞ ،ﻧﻮ ﺣﺎﻻت ډﻳﺮ څﻪ ﺗﺒﺪﻳﻞ ﺷﻮل .
4
ﻟﻜﻪ څﻨګﻪ ﭼﯥ ﺑﻪ د روﺳﺎﻧﻮ د اﺷﻐﺎل ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ وﻳﻞ ﻛﻴﺪل ﭼﯥ د روﺳﻲ زﺑﺮځﻮاك ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﻗﻴﺎم
ﺷﻮﻧﻰ ﻧﻪ دى ځﻜﻪ ﻫﺮ ﭼﻴﺮې ﭼﯥ روﺳﺎن ﺗﻠﻠﻲ د ﻫﻐﻪ ځﺎﻳﻪ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﭘﻪ ﺷﺎ ﺷﻮي ﻧﻪ دي ﭼﯥ ﻧﻤﻮﻧﻪ او ﻣﺜﺎل ﻳﯥ د
ﻣﺮﻛﺰي اﺳﻴﺎ ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻫﻴﻮادوﻧﻪ ﻟﻜﻪ ﺧﻴﻮه او ﺑﺨﺎرا ....ورﻛﻮل ﻛﻴﺪل ،ﭘﻪ ﻫﻤﺪې ډول د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د
اﺷﻐﺎل ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﻫﻢ ﻫﻤﺪا دﻻﻳﻞ د ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻛړﻳﻮ ﻟﻪ ﺧﻮا وړاﻧﺪې ﻛﻴﺪل ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ او ﻧﺎټﻮ ﻣﻘﺎﺑﻠﻪ د ټﻮﻟﯥ ﻧړۍ ﺳﺮه ﻣﻘﺎﺑﻠﻪ ده اود اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﯥ وزﻟﻰ ﻫﻴﻮاد ﭼﯥ ﻫﻤﺪا اوس اوس د روﺳﺎﻧﻮ د وﻟﻜﯥ ﻧﻪ ﺧﻼص
ﺷﻮى اوﺑﻴﺎ دﺧﭙﻠﻤﻨځﻲ ﺟﻨګﻮﻧﻮ ﭘﻪ واﺳﻄﻪ وران وﻳﺠﺎړ ﺷﻮى او ﺑﻴﺎ ﭘﺮې د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ځﻮاك ﻳﻮ دور ﺗﻴﺮ
ﺷﻮ ،اودﻫﻤﺪې ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﻪ دوره ﻛﯥ د وﻟﺲ څﺨﻪ د ﻫﻐﻮى د دﻓﺎع وﺳﺎﻳﻞ ټﻮل را ټﻮل او دﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ
ﺟﺎﺳﻮﺳﻲ ﻛړﻳﻮ ﻟﺨﻮا ﭘﻪ ډﻳﭙﻮ ګﺎﻧﻮ ﻛﯥ ذﺧﻴﺮه او ﺑﻴﺎ ﭘﻪ ﺑﺎروﺗﻮ اﻟﻮزول ﺷﻮل او ﻣﻠﺖ ﺧﻠﻊ ﺳﻼح ﺷﻮ ﻧﻮﭘﻪ
دې اﺳﺎس ﻣﻠﺖ اوس ددې ﺗﻮان ﻧﻪ ﻟﺮي ﭼﯥ ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ د ﺧﭙﻠﯥ ازادۍ او اﺳﺘﻘﻼل ﻟﻪ ﭘﺎره ددې ﻧړﻳﻮاﻟﻮ
ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف و درﻳږې ،د ﺑﻠﻪ اړﺧﻪ دا ﻫﻢ وﻳﻞ ﻛﻴﺪه ﭼﯥ د اوﺳﻨﻲ وﺧﺖ ﭘﻪ ﺷﺮاﻳﻄﻮ ﻛﯥ ﻫﻢ زﻳﺎت
ﺑﺪﻟﻮن راﻏﻠﯥ دې ،ﭘﺨﻮا د روﺳﺎﻧﻮ دﻳﺮﻏﻞ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ ټﻮﻟﻪ ﻧړۍ د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﺗﺮ څﻨګ وﻻړه وه ،ګﺎوﻧډﻳﺎن
وول او د اﺳﻼﻣﻲ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﻣﺮﺳﺘﻪ او ﻛﻮﻣﻚ ،ﺧﻮ اوس د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د ﻳﺮﻏﻞ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ دا ﻫﺮ څﻪ
درﻳﺪﻟﻰ ،ګﺎوﻧډﻳﺎن ﻧﻪ ﻳﻮازې ﺑﺴﭙﻨﻪ او ﻛﻮﻣﻚ ﻧﻪ ﻛﻮي ﺑﻠﻜﻪ ﺑﺮﻋﻜﺲ ﺑﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﺪﻣﺖ ﻛﯥ
دﻫﻴﻮاد دازادۍ د ﻏﻮرځﻨګ ﭘﻪ ﺧﻼف درﻳږې ﭼﯥ ﻫﻤﺪاﺳﯥ ﻫﻢ وﺷﻮل .ﺑﻠﻜﻪ دﻫﻐﻪ څﻪ ﻧﻪ زﻳﺎت ﭼﯥ ﺧﻠﻜﻮ
ورﺗﻪ ﺗﺒﻠﻴﻐﺎت ﻛﻮل .زﻣﻮﻧږ ګﺎوﻧډﻳﻮ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﭼﯥ څﻪ وﻛړل ﻫﻐﻪ دﻫﻐﻮى د ﺗﺎرﻳﺦ ﻳﻮه ﺑﺮﺧﻪ ده ﭼﯥ د ټﻮﻟﻮ ﺗﺮ ﻣﺨﻪ دي !!!
ﺧﻮ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ زﺑﺮځﻮاك د ﻧﻴﻮاك او اﺷﻐﺎل څﺨﻪ را ﭘﺪﻳﺨﻮا ﺷﺮاﻳﻄﻮ او ﺣﺎﻻﺗﻮ د دﻏﻮ ﻛړﻳﻮ ﺗﺒﻠﻴﻐﺎت
ﺑﻠﻤﻨګﻪ ﺛﺎﺑﺖ ﻛړل .اوس دادى د 2010م ﻛﺎل ﻧﻴﻤﺎﻳﻲ روان دى .ﻫﻐﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ژڼﻲ )ﻧﺠﻮﻧﻲ او ﻫﻠﻜﺎن ( ﭼﯥ د
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﭘﻮره ﻧﻴﻮاك ﻟﻪ ﭘﺎره راﻏﻠﻲ وول او ﻫﻐﻮى ﭼﯥ د څﻮ ورځﻨۍ واﻛﻤﻨۍ د ﺗﺮﻻﺳﻪ ﻛﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ
ﻳﯥ د ﻫﻤﺪې اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻰ ژڼﻮ د ﭘﻴﺎده ﭘﻮځ رول ﻟﻮﺑﻮﻟﻰ و او ﺑﺴﭙﻨﻪ ﻳﯥ ورﺳﺮه ﻛړې وه اوس دې ﭘﺎﻳﻠﻮ ﺗﻪ رﺳﻴﺪﻟﻲ ﭼﯥ ﻧﻪ ﺧﻮ داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن داﻳﻤﻲ ﻧﻴﻮاك ﺷﻮﻧﻰ دى او ﻧﻪ ﺑﻪ ددوى ﺳﻠګﻮﻧﻮ زره ﭘﻪ وﺳﻠﻮ ﺳﻨﺒﺎل
ﭘﻮځﻮﻧﻪ ﭘﻪ دې ﻗﺎدر ﺷﻲ ﭼﯥ ددې ﻫﻴﻮاد وﻟﺲ د ﺧﭙﻠﯥ ﻏﻼﻣۍ ﭘﻪ ﻛړﻳﻮ ﻛﯥ ﺳﺮه را و ﻧښﻠﻮي .ﻃﺒﻴﻌﯥ ده
ﭼﯥ ﻫﻐﻮى دې ﭘﺎﻳﻠﻮ ﺗﻪ ﻫﺴﯥ ﭘﻪ ﻫﺴﯥ ﻧﻪ دي رﺳﻴﺪﻟﻰ ،ﺑﻠﻜﯥ د ﻫﻐﻮى ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ د ﺟﻬﺎد او ازادۍ ﻳﻮ ﺳﺘﺮ ﻏﻮرځﻨګ روان دى ﭼﯥ ﭘﻪ ﻟﻮﻣړﻳﻮ ﻛﯥ ﭘﺮې ﻫﺴﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﺎر وول ﺑﺎور ﻧﻪ ﻛﻴﺪه ،ﺑﻠﻜﻪ اوس ﻳﯥ
ﭘﺨﭙﻠﻪ ﻧﻴﻮاﻛګﺮان او ﭘﻪ ﻫﻐﻮى ﭘﻮرې اړوﻧﺪه اﻓﻐﺎﻧﻲ ﻛړۍ دا ﻣﻨﻲ او ﭘﻪ ډاګﻪ واﻳﻲ ﭼﯥ د ﻫﻴﻮاد اﻣﻨﻴﺘﻲ
ﺣﺎﻻت ډﻳﺮ ﺧﺮاب دي او ورځ ﭘﻪ ورځ د ښﻪ ﻛﻴﺪو ﭘﻪ ځﺎې او د ﭘﻮځﻮﻧﻮ د ډﻳﺮښﺖ ﭘﻪ ځﺎې د ﺧﺮاﺑﻴﺪو ﻟﻮري ﺗﻪ روان دي .ﻫﻤﺪا ﻧﻦ )دﻣﯥ ﻳﻮﻟﺴﻤﻪ ( ﻣﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭘﻮځﻮﻧﻮ د ﺟﻨﺮال ﻣﻚ ﻛﺮﺳټﻞ ﻫﻐﻪ وﻳﻨﺎ ﻟﻮﺳﺘﻠﻪ
ﭼﯥ د ﻛﺮزي د ورﺗګ ﺗﺮ ﻣﺨﻪ ﻳﻲ ﭘﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻳﻮه ﻣﻄﺒﻮﻋﺎﺗﻲ ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ ﻛﯥ اوروﻟﻪ ،ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ډا ګﻪ
ووﻳﻞ ﭼﯥ داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن اﻣﻨﻴﺘﻲ ﺣﺎﻻت ﺑﻪ د زﻳﺎﺗﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د ورﻟﻴږﻟﻮ ﺳﺮه ﻧﻮر ﻫﻢ ﻛړﻛﻴﭽﻦ ﺷﻲ .....دا ددې
ﻣﻌﻨﯥ ورﻛﻮي ﭼﯥ دا ﻧﻴﻮاﻛګﺮ ﻧﻮر ددې ﻣﻼ ﻣﺎﺗﻮﻧﻜﻲ ﺟﻨګ ﺗﻮان ﻧﻪ ﻟﺮي .ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ ددې ﻧﻴﻮاﻛګﺮو اﻓﻐﺎﻧﻲ ﻣﻼﺗړي ﻫﻢ اوس د ﻧﻴﻮاك ﻧﻪ ﺳﺘړي او ﺳﺘﻮﻣﺎﻧﻪ ﻣﻌﻠﻮﻣﻴږي ،دا ﭘﻪ دې ﺧﺎﻃﺮ ﻧﻪ ﭼﯥ ﻫﻐﻮى ﺗﻪ د
ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد د ازادۍ ﺳﺮه ﻛﻮﻣﻪ ﻣﻴﻨﻪ ﭘﻴﺪا ﺷﻮې ﺑﻠﻜﻪ ﭘﻪ دې ﺧﺎﻃﺮ ﭼﯥ ﻧﻮر ﻧﻮ ﻫﻐﻮى ﺧﭙﻞ ارزښﺖ ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ورﻛړې .ﻣﺎﺗﻪ ،ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ زﻣﺎ دﺳﻔﺮ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ،ﻳﻮه ډﻳﺮ ﻟﻮړﭘﻮړي ﭼﺎرواﻛﻲ ووﻳﻞ ﭼﯥ ) ﻣﻮﻧږ ﻧﻮر ددوى
5
ﺳﺮه ﺳﺘړى ﻳﻮ ،دوى اوس زﻣﻮﻧږ )دﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ!!( ﭘﻪ اړه واﻳﻲ ﭼﯥ »ﻣﻮﻧږ د دوې څﺨﻪ داﺳﯥ ﻛﺎر واﺧﺴﺖ
ﻟﻜﻪ څﻮك ﻳﻲ ﭼﯥ د ﭘﻴﭙﺴﻲ د ﻗﻮﻃﻲ څﺨﻪ اﺧﻠﻲ ،ﭘﻴﭙﺴﻲ ﻣﻮ ﺗﺮې و څښﻠﻪ او ﺗﺸﻪ ﻗﻮﻃۍ ﻳﻲ ﭘﺎﺗﻪ ده،
ﻫﺮه ﻟﺤﻈﻪ ﭼﯥ و ﻏﻮاړو اﻳﺴﺘﻪ ﻳﯥ ﺧﻄﺎ ﻛﻮﻟﯥ ﺷﻮ «.........دﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ دې ﺧﺒﺮه ﺑﺎﻧﺪې د اوښﻜﻮ
څﺎڅﻜﻲ را ﭘﻴﺪا ﺷﻮل ...
اوس ﺑﻪ زﻣﻮﻧږ روڼ اﻧﺪي ،ﻟﻴﻜﻮاﻻن او ﺳﻴﺎﺳﻲ څﻴړوﻧﻜﻲ د ﻫﻴﻮاد وﺿﻌﻪ ددرﻳﻮ څﺨﻪ ﭘﻪ ﻳﻮه ﺣﺎﻟﺖ ﻛﯥ
ﺗﺮ څﻴړﻧﯥ ﻻﻧﺪې ﻧﻴﺴﻲ .
ﻟﻮﻣړى دا ﭼﯥ :ﻫﻴﻮاد ﻫﻤﺪا اوس د ﺳﺨﺖ اﻣﻨﻴﺘﻲ ﺑﺤﺮان ﺳﺮه ﻣﺦ دى ،ﻧﮋدې ﭘﺮ ټﻮل ﻫﻴﻮاد ﺟﻨګ ﻣﺴﻠﻂ
دى ،ﻫﺮه ورځ ﭘﻪ ﻟﺴګﻮﻧﻮ ﻛﺴﺎن ﭘﻪ ﻳﻮه او ﺑﻞ ﻧﻮم وژل ﻛﻴږي ،د ﭘښﺘﻮن ﺗﻮﻛﻢ ﻧﺴﻞ وژﻧﻪ رواﻧﻪ ده ،ﻫﺮ
ﭼﻴﺮې ﭼﯥ ﻳﯥ ﭘﻴﺪا ﻛﻮي د ﻃﺎﻟﺐ ،ﺣﺰﺑﻲ او اﻟﻘﺎﻋﺪې ﭘﻪ ﻧﻮم ﻳﯥ ﭘﺮﺗﻪ ﻟﻪ ﭘﻮښﺘﻨﯥ ﻧﻴﺴﻲ ،وژﻧﻲ ﻳﯥ،
ښځﯥ ﻳﯥ ﺑﯥ آﺑﺮو ﻛﻮي ،ﻛﻮﭼﻨﻴﺎن ﻳﯥ ﭘﻪ ﺷﻬﺎدت رﺳﻮي ،ﻛﻠﻲ ﻳﯥ ﺑﻤﺒﺎري ﻛﻮي ،زراﻋﺖ ﻳﯥ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ وړي .ﺗﺮڅﻨګ ﻳﻰ ﻳﻮﺷﻤﻴﺮ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻰ ﺟﻨګﯥ ﻗﻮﻣﻨﺪان دا ﻫﻢ واﻳﻰ ﭼﯥ داﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ وژل ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ دﺗﻔﺮﻳﺢ ﭘﻪ
څﻴﺮ دﺧﻮﺷﺤﺎﻟۍ ﺳﺒﺐ ګﺮځﻲ .
ددې ﺗﻮﻛﻢ ﻛﻮﭼﻨﻴﺎن او ښځﯥ د ﻫﺮ ډول روزﻧﻴﺰو ﻣﺸﻐﻠﻴﺘﻮﻧﻮ څﺨﻪ ﺑﯥ ﺑﺮﺧﯥ دي ،ﻣﻜﺘﺐ او ﻛﻠﻴﻨﻴﻚ ﻧﻪ
ﻟﺮي او ﻛﻪ ﭘﻴﺪا ﻳﯥ ﻫﻢ ﻛړي د ځﻴﻨﻮ ﻛړﻳﻮ )ﭼﯥ وﻳﻞ ﻛﻴږي د دوﻟﺘﻲ اﻣﻨﻴﺘﻲ ادارو او ﻳﺎ ﻏﻴﺮ دوﻟﺘﻲ ﻣﺆﺳﺴﻮ
ﻟﻪ اړﺧﻪ( ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ وړل ﻛﻴږي ،ﻛﻪ دا ﻛﺎر ﭘﻪ ﺟﻨﻮب ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﺑﯥ ﺑﺎﻛﻪ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﻟﻪ اړﺧﻪ روان دى،
ﻧﻮ ﭘﻪ ﺷﻤﺎل ﻛﯥ ﻫﻢ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د اﻓﻐﺎﻧﻲ ﻛړﻳﻮ ﻟﻪ اړﺧﻪ ﭘﻪ ﭘﻮره ځﻮاك ﺳﺮه روان دى .ﭘﻪ ﺟﻨﻮب
ﻛﯥ د اوﺳﻴﺪوﻧﻜﻮ وژل ﺷﻮو ﻗﻮﻣﻮﻧﻮ ﻳﻮازې دﻗﻮﻣﻲ ﻣﺸﺮاﻧﻮ ﺷﻤﻴﺮه ﺗﺮ څﻠﻮرو ﺳﻮو زﻳﺎﺗﻪ ده ،ﭘﻪ ﺷﻤﺎل
ﻛﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د ﺷﻬﻴﺪ ﻛړل ﺷﻮو ﻗﻮﻣﻨﺪاﻧﻮاو ارﻛﺎﻧﻮ ﺷﻤﻴﺮه څﻮﻛﺎﻟﻪ ﭘﺨﻮا ﺗﺮ ﭘﻨځﻪ ﺳﻮه ﭘﻮرې ښﻮول
ﻛﻴﺪه ﭼﯥ ﺗﻴﺮ ﻛﺎل ﭘﻪ ﺷﻤﺎل ﻛﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د وګړو ﻟﺨﻮا ﭘﻪ دې اړه ﻣﻈﺎﻫﺮ ې ﻫﻢ وﺷﻮې او اوس ﺧﻮ ﻳﯥ ﺷﻤﻴﺮه ﺗﺮ دې ﻫﻢ زﻳﺎﺗﻪ ده .ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﺷﻤﺎل ﻛﯥ واﻛﻤﻨﺎن د ﺣﺰب ﻗﻮﻣﻨﺪاﻧﺎن ﭘﻪ دې ﺧﺎﻃﺮ ﺗﺮور ﻛﻮي ﭼﯥ
ﭘﻪ راﺗﻠﻮﻧﻜﻮ ټﻮﻟټﺎﻛﻨﻮﻛﯥ ورﺗﻪ ﺣﺮﻳﻒ ﻧﻪ وي ﭘﺎﺗﻪ ،او ټﻮل ﻫﺮ څﻪ ددوى وي .دوى د ﻫﻐﻪ ﻓﺎرﻣﻮل ﭘﺮ ﺧﻼف
ﻛﺎر ﻛﻮي ﭼﯥ واﻳﻲ »ﺳﻞ دې وﻣﺮه ﺧﻮ د ﺳﻠﻮ ﺳﺮ دې ﻣﻪ ﻣﺮه « ،ځﻜﻪ دوى دﺳﻠﻮ ﺳﺮ وژﻧﻲ ﺗﺮ څﻮ ﭘﺎﺗﻪ ﺳﻞ ﻳﯥ ﺑﯥ ﻟﻪ ﺳﺘﻮﻧﺰو را ﺧﭙﻞ ﻛړي وي .
ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ ټﻮل ﻫﻴﻮاد ﭘﺨﭙﻠﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺳﺘﺮ زﻧﺪان ګﺮځﻴﺪﻟﻰ ،د ﻫﻴﻮاد ﺧﭙﻠﻮاﻛﻲ ،اﺳﺘﻘﻼل او ځﻤﻜﻨۍ ﺑﺸﭙړﺗﻴﺎ ﺗﺮ ﭘﻮښﺘﻨﯥ ﻻﻧﺪې راﻏﻠﯥ ،او د ﻫﻴﻮاد اﺻﻠﻲ واﻛﻤﻨﺎن ،ﭼﯥ د ﻫﻴﻮاد د ﻣﻠﻜﻴﺖ اﺳﻨﺎد
ﻳﯥ ﭘﻪ ﺑﻦ ﻛﯥ اﺧﻴﺴﺘﻲ ،اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن او د اﻳﺴﺎف ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې د ﻧﻈﺎﻣﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﻗﻮﻣﺎﻧﺪاﻧﺎن دي .ان
ﺗﺮدې ﭼﯥ د ﻫﻴﻮاد داوﺳﻨﻲ ﻣﺸﺮﺗﺎﺑﻪ ﻏړي ﻫﻢ ددې ﺟﺮﺋﺖ ﻧﻪ ﻟﺮي ﭼﯥ د ﻫﻐﻮى ﭘﻪ ﺧﻼف ﻳﻮه ﺧﺒﺮه ﻫﻢ وﻛړي .
د ﻫﻴﻮاد دﭘﺨﻮاﻧﻴﻮ ﺟﻬﺎدي ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﻣﺸﺮاﻧﻮ ﻫﻢ د ﭘښﺘﻮ د ﻫﻐﻪ ﻣﺘﻞ ﻻر ﺧﭙﻠﻪ ﻛړې ﭼﯥ واﻳﯥ » ﻓﺮﻳﺪه
ﺧﻮﻟﻪ ﭘټﻪ ﺑﻬﺘﺮي ده « ،دټﻮﻟﻮ ﺧﻮﻟﻮ ﺗﻪ ﻗﻔﻠﻮﻧﻪ ﭘﺮاﺗﻪ دي ،اوددې ﻣﻌﻨﻰ داده ﭼﯥ دوى ﭘﻪ دې اﺷﻐﺎل او
ﻧﻴﻮاك ﺑﺎﻧﺪې راﺿﻲ او ﻗﺎﻧﻊ دي ،ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ددوى ټﻮل ﺣﻴﺜﻴﺖ ﻳﯥ د ﺻﻔﺮ ،ﺑﻠﻜﯥ د ﻣﻨﻔﻲ ﺳﺮه ﺿﺮب
ﻛړى دى .ﻛﺎﺷﻜﻲ ﻫﻐﻮى ﻛﻪ ﭘﻪ ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺗﻮګﻪ د ﻣﻘﺎﺑﻠﯥ ﺗﻮان ﭘﻪ ځﺎن ﻛﯥ ﻧﻪ ﻛﻮت ،ﻧﻮ ﭘﻪ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺗﻮګﻪ ﺧﻮ
ﻳﯥ د ﻫﻴﻮاد د ﺳﻴﺎﺳﻲ اﺳﺘﻘﻼل او ځﻤﻜﻨۍ ﺑﺸﭙړﺗﻴﺎ ﭘﻪ اړه څﻪ ﺧﺒﺮه ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻮې ،ﻧﻮ وﻟﺲ ﺗﻪ ﺑﻪ ﻳﻮڅﻪ ډاډ
6
ور ﭘﻪ ﺑﺮﺧﻪ ﻛﻴﺪو .ﺧﻮ ﺑﺪﺑﺨﺘﺎﻧﻪ ﭼﯥ د ﻫﻐﻮى دﻏﻪ ﭼﻮﭘﺘﻴﺎ او د ﭘﺮدﻳﻮ ﺗﺮ وزروﻧﻮ ﻻﻧﺪې ﭘﻪ دراﻧﻪ ﺧﻮب وﻳﺪه ﻛﻴﺪو د ﻫﻐﻮى ﺟﻬﺎدي ﺻﻔﺖ ﺗﻪ زﻳﺎن رﺳﻮﻟﯥ او ﺗﺮ ﭘﻮښﺘﻨﯥ ﻻﻧﺪې ﻳﯥ راوﺳﺘﻰ دى .
اوس ﺑﻪ د وﻟﺲ د ﻣﺆﻣﻨﻮ او ﭘﻪ ازادۍ او اﺳﺘﻘﻼل ﻣﻴﻨﻮ وګړو دﻧﺪه دا وي ﭼﯥ ﭘﻪ دې وﺿﻌﻪ او ﺣﺎﻻﺗﻮ ﻛﯥ د
ﺑﺪﻟﻮن ﻟﻪ ﭘﺎره ﻻﺳﻮﻧﻪ را و ﻧﻐﺎړي او د ﻗﺮان ﻛﺮﻳﻢ ددې ﺣﻜﻢ ﭘﻪ اﺳﺎس ﭼﯥ واﻳﻲ )وﻟﺘﻜﻦ ﻣﻨﻜﻢ اﻣﺔ ﻳﺪﻋﻮن اﻟﯥ اﻟﺨﻴﺮ] (.....ﺳﺘﺎﺳﯥ څﺨﻪ ﺑﻪ ﻳﻮه ډﻟﻪ ﺧﺎﻣﺨﺎ وي ﭼﯥ ﺧﻠﻚ د ﺧﻴﺮ ﻟﻪ ﭘﺎره را وﺑﻠﻲ[ ﭘﻪ ﺣﻜﻢ ﺑﻪ ﻋﻤﻞ
ﻛﻮي .ځﻜﻪ ﭘﻪ ﻫﻴڅ ځﺎى ﻛﯥ دا ﻛﺎر ټﻮل وﻟﺲ ﭘﻪ ﻳﻮځﻞ او ﻳﻮ وﺧﺖ ﻧﻪ ﺷﻲ ﺗﺮ ﺳﺮه ﻛﻮﻟﯥ ﺗﺮ څﻮ ﭘﻪ وﻟﺲ ﻛﯥ
د دې ﻛﺎر ﻟﻪ ﭘﺎره ﺷﺮاﯦﻂ ﺑﺮاﺑﺮ ﻧﻪ ﻛړل ﺷﻲ او دا ﻛﺎر ﭘﻪ رښﺘﻴﺎ ﺳﺮه ﭼﯥ ﺳﺘﺮې ځﺎن ځﺎرﻧﯥ ﺗﻪ اړﺗﻴﺎ ﻟﺮي .
ددې ﺗﺮ څﻨګ ﺑﻪ ددې ﻛﺎر ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﻮ ﻗﻴﺎدت ﺗﻪ اړﺗﻴﺎ وي ،ځﻜﻪ د ﻗﻴﺎدت د ﻧﻪ ﻣﻮﺟﻮدﻳﺖ ﭘﻪ اﺳﺎس ﻳﻮ
اﻧﻘﻼﺑﻲ ﻛﺎر ﺗﻜﻤﻴﻞ ﺗﻪ ﻧﻪ رﺳﻴږي .ﻛﻴﺪاى ﺷﻲ ټﻮل وګړي دداﺳﯥ ﻗﻴﺎدت ﺳﺮه ﺳﻞ ﭘﻪ ﺳﻠﻮ ﻛﯥ ﺗﻮاﻓﻖ و ﻧﻪ
ﻟﺮي ﺧﻮ ﻛﻪ د ﻫﻐﻪ ﻧﻪ ﺑﻞ ښﻪ او وړ ﻗﻴﺎدت ﻣﻴﺴﺮ ﻧﻪ وي ،ﻧﻮ ﻣﺠﺒﻮراُ ﺑﻪ ﻫﻤﺪﻏﻪ ﻗﻴﺎدت د اﻧﻘﻼب د رﻫﺒﺮۍ او ﻻرښﻮوﻧﯥ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﻣﻨﻞ ﻛﻴږي .
دوﻳﻢ ﺣﺎﻟﺖ دادى ﭼﯥ :د ﻫﻴﻮاد د ﺟﻬﺎد او آزادۍ د ﻏﻮرځﻨګ ﻧﻨګﻴﺎﻟﻮ ﺗﻪ ووﻳﻞ ﺷﻲ ﭼﯥ د وﺳﻠﻪ واﻟﯥ
ﻣﺒﺎرزې څﺨﻪ ﻻس واﺧﻠﻲ ،اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﺗﺴﻠﻴﻢ ﺷﻲ ،دﻫﻴﻮاد ﻫﺮ څﻪ ﭼﯥ د ﭘﺨﻮا څﺨﻪ ،د ﺑﻦ د ﺗړون ﻟﻪ ﻣﺨﯥ ،د ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻋﻨﺎﺻﺮو ﻟﻪ اړﺧﻪ دوى ﺗﻪ ﭘﻪ دواړو ﻻﺳﻮ ﺗﺴﻠﻴﻢ ﺷﻮي ،ﻫﻤﻐﺴﯥ ﺗﺴﻠﻴﻢ ﭘﺮﻳږدي ،د
ﺻﻠﻴﺐ ﺷﻌﺎر ﺧﭙﻞ ﻛړي ،ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻏﺎړو ﻛﯥ ﺻﻠﻴﺐ را ځﻮړﻧﺪ ﻛړي او د ﺻﻠﻴﺒﻲ ﺟﻨګ ﭘﻴﻠﻮﻧﻜﻲ ﺑﺶ روح
ﺗﻪ ﭘﺮې ﺧﻮښﻲ ور ﭘﻪ ﺑﺮﺧﻪ ﻛړي .ځﻜﻪ دا ﺟﻨګ ﺑﺶ د ﺻﻠﻴﺐ د ﭘﺮاﺧﺘﻴﺎ ﻟﻪ ﭘﺎره ﭘﻴﻞ ﻛړى ،ﻫﻤﺪا اوس د ﻫﻴﻮاد ډﻳﺮه ﺑﺮﺧﻪ ځﻮاﻧﺎن دې ﻟﻮرې ﺗﻪ را ﻛﺸﻮل ﻛﻴږي ،ددوى د ﻋﺴﻜﺮو ﻳﻮه دﻧﺪه داده ﭼﯥ د ﺻﻠﻴﺐ ﭘﻪ
ﻟﻮر ﺑﻠﻨﻪ ورﻛړي ،دﺑﺎﻳﺒﻞ ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻪ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ او دري ژﺑﻮ و ژﺑﺎړي او زﻣﻮﻧږ ځﻮاﻧﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﻳﯥ ﻣﻔﺖ او ﭘﺮﺗﻪ ﻟﻪ ﻛﻮم ﻗﻴﻤﺘﻪ ډاﻟۍ ﻛړي ،ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ د ﭘﻴﺴﻮ او ډاﻟﺮو ﺑﺎران ﻫﻢ ﭘﺮې وﻛړي او ﭘﻪ دې ﺗﺮ ﺗﻴﺐ دا ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﻪ ټﻮﻟﻨﻪ د ﺻﻠﻴﺒﻴﺎﻧﻮ ﻣﺮﻛﺰ وګﺮځﻮي ]ﺧﺪاى ﻣﻪ ﻛړه[.
ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﺗﻪ ﺑﻪ ﺟﻮﺗﻪ وي ﭼﯥ ﻧﻦ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ځﻮاﻧﺎن ﭘﻪ ﻛﻮﻣﻮ رواﻧﻲ او ﻓﺰﻳﻜﻲ ﻧﺎروﻏﺘﻴﺎو ﻛﻜړ ﺷﻮي
دي ،ﻫﺮ څﻮك ﭼﯥ ﻏﻮاړي ﺷﺘﻤﻦ ﺷﻲ ﺑﺎﻳﺪ ،ﻧﻮﻛﺮ واوﺳﻲ ،او د دې ﻧﻮﻛﺮۍ ﭘﻪ ﺑﺪل ﻛﯥ ﺑﺎﻳﺪ د اﻣﺮﻳﻜﺎ د )ﻳﻮ اس اﻳډ( ﺑﺴﭙﻨﻪ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛړي ،ﻧﻦ ﺧﻠﻚ د ﻫﻴﺮوﻳﻨﻮ د ﻋﺎدت ﻛﻴﺪو ﺧﺒﺮه ﻛﻮي او واﻳﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻫﻴﻮاد
ﻛﯥ ﺗﺮ ﻳﻮ ﻧﻴﻢ ﻣﻠﻴﻮن زﻳﺎت ځﻮاﻧﺎن ﭘﻪ ﻫﻴﺮوﻳﻨﻮ او اﻓﻴﻨﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﻋﺎدت ﺷﻮي دي او دا ﭘﺨﭙﻠﻪ ﻫﻤﺪا اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ او ﻏﺮﺑﻲ ﻛړۍ دي ﭼﯥ زﻣﻮﻧږ د وﻟﺲ ځﻮاﻧﺎن دې ﺑﯥ ﻻرﻳﻮ ﺗﻪ راﻛﺎږي ،ﺧﻮ ﭘﻪ ډاﻟﺮو ﺑﺎﻧﺪې د ﻋﺎدي )( Edictﻛﻴﺪو د ﻋﺎدت ﭘﻪ اړه څﻮك څﻪ ﻧﻪ واﻳﻲ ،ﺑﺪﺑﺨﺘﺎﻧﻪ ﭼﯥ ﻧﻦ د ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ ټﻮﻟﻮ دوﻟﺘﻲ ادارو
ﻛﯥ دا ﻋﺎدت د ﻫﻤﺪې ﻛړﻳﻮ ﻟﺨﻮا روان دې ،ان ﺗﺮدې ﭼﯥ د واﻟﻴﺎﻧﻮ ﻣﺸﺎورﻳﻨﻮ ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې ﭘﻪ ﺳﻠګﻮﻧﻮ ﻛﺴﺎﻧﻮ ﺗﻪ ددوﻟﺘﻲ ﻣﻌﺎش ﺗﺮ څﻨګ د ﻫﻤﺪې اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﻛړﻳﻮ ﻟﻪ اړﺧﻪ ﻣﻴﺎﺷﺘﻨﻰ ډاﻟﺮﻳﺰ ﻣﻌﺎش ﻫﻢ ورﻛﻮل ﻛﻴږي .او دا ﻫﻐﻪ اﻳډﻳﻜﺸﻦ دى ﭼﯥ ﻧﻦ ﻳﯥ زﻣﻮﻧږ د ټﻮﻟﻨﯥ ﻧﻪ ﻳﻮازې ځﻮان ﻧﺴﻞ ،ﺑﻠﻜﯥ ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ ﻣﻼ
او ﻣﺆذن ،ﻗﻮﻣﻲ ﻣﺸﺮ او ﻗﻮﻣﻨﺪان او دﻗﻮﻣﻨﺪاﻧﺎﻧﻮ ﺳﺎﺗﻮﻧﻜﯥ ډﻟﯥ ﻣﺸﺮان ﻫﻢ را ﻧﻐښﻲ دي ،ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ
ﺑﻪ ﺣﻴﺮان ﺷﻲ ﭼﯥ ﻳﻮ اﻓﻐﺎن ﭼﯥ د ﻳﻮه ﺑﻬﺮﻧﻲ ﻫﻴﻮاد دﺳﻔﺎرت ﻟﻪ ﭘﺎره ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﻛﺎر ﻛﻮي واﻳﻲ ﭼﯥ
ﭘﻨځﻪ وﻳﺸﺖ زره » اﻳﺮو« ﻣﺎﻳﺸﺘﻨۍ ﺗﻨﺨﻮا ﻟﺮي او دا د ﻫﻐﻮ اﻣﺘﻴﺎزاﺗﻮ ﻧﻪ اﺧﻮا دي ﭼﯥ د اړوﻧﺪ ﻫﻴﻮاد ﻟﻪ
اړﺧﻪ ورﺗﻪ ﺗﻬﻴﻪ ﻛﻴږي .دا او داﺳﯥ ﻧﻮر .....
7
درﯦﻴﻤﻪ ﻻر داده ﭼﯥ د ﺟﻬﺎدي ﻣﻤﺘﺎزو ډﻟﻮ د ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺧﻮځښﺘﻮﻧﻮﺗﺮ څﻨګ د ﻫﻴﻮاد د اوﺳﻨﻲ ﺑﺤﺮان د ﭘﺎى ﺗﻪ
رﺳﻴﺪو ﻟﻪ ﭘﺎره د ﺣﻞ داﺳﯥ ﻳﻮه ﻻره وﻣﻮﻧﺪل ﺷﻲ ﭼﯥ زﻣﻮﻧږ ﻫﻴﻮاد وال ﻫﻢ ﺗﺮې ﭘﻪ ﭘﻮره ﻋﺰﺗﻤﻨﺪه ﺗﻮګﻪ
ﺧﻼﺻﻮن وﻣﻮﻣﻲ او ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن او د ﻧﺎټﻮ او اﻳﺴﺎف ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﻫﻢ .ځﻜﻪ ﭼﯥ اوس ﻫﻐﻮې ﭘﺨﭙﻠﻪ
واﻳﻲ) د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺑﺤﺮان څﺨﻪ وﺗﻞ ﻳﻮازې د ﻧﻈﺎﻣﻲ ﻻرې ﺷﻮﻧﻲ ﻧﻪ دي ،ﻧﻮ ﭘﻪ دې اﺳﺎس ﻳﯥ ﺑﺎﻳﺪ دﺣﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻻرې ﭼﺎرې و ﻟټﻮل ﺷﻲ( .ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ د ﻫﻐﻮى ﭘﻪ اﻧﺪ د ﺑﺤﺮان د ﺣﻞ دﻻرې ﭘﻪ ﭘﻴﺪا
ﻛﻴﺪو ﻛﯥ او د ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﭘﻪ اﻧﺪ ﻛﯥ ډﻳﺮ زﻳﺎت ﺗﻮﭘﻴﺮ ﺷﺘﻪ ،ځﻜﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن دادي ﻟګﻴﺎ دي ﻏﻮاړي زﻣﻮﻧږ
ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ﺧﭙﻞ دﻳﭙﻠﻮﻣﺎﺗﻴﻚ ﭘﺮﺳﻮﻧﻞ زﻳﺎت ﻛړي ،او ﺷﻤﻴﺮه ﻳﯥ د ﭘﻨځﻪ ﺳﻮو ﻧﻪ ﺗﺮ زرو ﻛﺴﺎﻧﻮ ﭘﻮرې
ورﺳﻮي ،ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ څﻴﺮ ﭘﻪ ﻳﻮه ﻏﺮﻳﺐ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ددوﻣﺮه ﭘﺮﺳﻮﻧﻞ ﺳﺎﺗﻞ ،ﻛﻪ د ﻫﻴﻮاد د ﺗﻠﭙﺎﺗﯥ اﺷﻐﺎل ﻣﻮﺿﻮع ﻧﻪ وي ،ﻧﻮ ﺑﯥ ﻣﻌﻨﻰ ﻣﻌﻠﻮﻣﻴږي ،ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎن ﻏﻮاړي د ﺳﻮﻟﯥ د
ﻓﺎرﻣﻮل ﻟﻪ ﻻرې د ﺧﭙﻠﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻮ د ﺷﺘﻮن ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﻮ ﻣﺠﻮز ﭘﻴﺪا ﻛړي ،ﻏﻮاړې ﭼﯥ ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ څﻮ وﻻﻳﺘﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﻟﻜﻪ ﻗﻨﺪﻫﺎر ،ﻫﻠﻤﻨﺪ ،ﻧﻨګﺮﻫﺎر ،ﻣﺰار او ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﻧﻈﺎﻣﻲ ځﻮا ﻛﻤﻨﯥ اډى وﻟﺮي ،او ﭘﻪ دې ﺗﺮﺗﻴﺐ ﺧﭙﻠﻪ
واﻛﻤﻨﻲ ﺗﻠﭙﺎﺗﯥ و ګڼﻲ .ﻃﺒﻴﻌﻲ ده ﭼﯥ ﻫﻴڅ آزادۍ ﻏﻮښﺘﻮﻧﻜﻰ اﻓﻐﺎن ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ﺷﻌﻮر او اﻳﻤﺎن ﻳﯥ ﭘﻪ
ﭘﺮدﻳﻮ ﻧﻪ وي ﭘﻠﻮرﻟﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ دې ﻏﻮښﺘﻨﯥ ﺗﻪ ﺳﺮ ﻧﻪ ﺷﻲ ټﻴټﻮﻟﻰ .ﺗﺮڅﻨګ ﻳﯥ د ﭘﺮدﻳﻮ د ﻧﻈﺎﻣﻲ
ﺗﻤځﺎﻳﻮ ﺷﺘﻮن زﻣﻮﻧږ د ﻫﻴﻮاد ﺳﻮﻟﻪ او اﻣﻨﻴﺖ د ﺛﺒﺎت ﭘﺮ ځﺎى د ﻧﻮرو ﻛﺸﻤﻜﺸﻮﻧﻮ ﻟﻮري ﺗﻪ ﻛﺎږي ،ځﻜﻪ
زﻣﻮﻧږ ګﺎوﻧډﻳﺎن ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ اوس د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﭼﻮﭘړ ﻛﯥ دي ﺧﻮ ﺑﻴﺎ ﻫﻢ ﻧﻪ ﻏﻮاړي د ﻫﻐﻮى ﺗﺮ څﻨګ د
اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ څﻴﺮ ﻳﻮ اﺳﺘﻌﻤﺎري ځﻮاك ﻫﻠﺘﻪ ځﻮاﻛﻤﻦ ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺷﺘﻮن وﻟﺮي ،ﻫﻐﻮى ﺑﻪ ﺧﺎﻣﺨﺎ د ﻫﻴﻮاد د
ﺣﺎﻻﺗﻮ ﻧﻪ ﭘﻪ ګټﯥ اﺧﺴﺘﻮ ﺳﺮه د ﻫﻐﻮى د ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺷﺘﻮن ﻣﺰاﺣﻤﺖ ﻛﻮي ،او دا ﻛﺎر ﺑﻪ ﭘﺨﭙﻠﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن
ﺟﻨګ ﺗﻪ را ﻛﺎږي.
ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ددې ټﻮﻟﻮ اړﺧﻮﻧﻮ د ﭘﻪ ﻧﻈﺮ ﻛﯥ ﻧﻴﻮﻟﻮ ﺳﺮه ،ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ ﻳﻮازې او ﻳﻮازې د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف ﺧﭙﻞ ﻧﻈﺎﻣﻲ او ﺟﻬﺎدي ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﺗﻪ دوام ورﻛﻮي د ﻳﻮه ﺳﺘﺮ ﺳﻴﺎﺳﻲ ځﻮاك ﭘﻪ څﻴﺮ او د
ډﻳﺮو وړ ﻋﻠﻤﻲ ﻛﺪروﻧﻮ ﭘﻪ درﻟﻮدﻟﻮ ﺳﺮه ﭘﺮﻳﻜړه وﻛړه ﭼﯥ ددې ﺑﺤﺮان د ﺣﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺑﺎﻳﺪ د ټﻮل وﻟﺲ د
ﻳﻮځﺎى ﻛﻴﺪو ﻫڅﻪ او ﻫﺎﻧﺪ وﺷﻲ .ﺗﺮڅﻮ د ﻫﻴﻮاد د اﺳﺘﻘﻼل او آزادۍ دﻏﻪ ﺷﻌﺎر ﭼﯥ اوس ﻳﯥ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن او د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ اﺳﻼﻣﻲ ﻏﻮرځﻨګ ﭘﻪ ﭘﻮره ﻣﻴړاﻧﻪ او ﺟﺮﺋﺖ ﺳﺮه ﺑﺪرګﻪ ﻛﻮي ،د ټﻮﻟﻮ
آزادۍ ﻏﻮښﺘﻮﻧﻜﻮ ﻫﻴﻮاد واﻟﻮ ﺷﻌﺎر و ګﺮځﻲ .ﻃﺒﻴﻌﻲ ده ﭼﯥ دا ﺷﻌﺎر ﻣﻮﻧږ ﻟﻪ ﺑﻬﺮ ﻧﻪ ﺧﭙﻠﻮ وﻟﺴﻮﻧﻮ ﺗﻪ ﻧﻪ ﺷﻮ رﺳﻮﻟﯥ ﺑﻠﻜﯥ ددې ﻟﻪ ﭘﺎره ﺑﺎﻳﺪ ﻳﻮ دروﻧﺪ ﻫﻴﺌﺖ ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ ﺗﻠﻠﻰ وى او د ﻫﻐﻪ ځﺎﻳﻪ د ﺧﭙﻞ وﻟﺲ د ټﻮﻟﻮ
ﭘﺮګﻨﻮﺳﺮه او ﻫﻢ ﻟﻪ ﺑﻴﺮوﻧﻲ اړوﻧﺪو اړﺧﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﭘﻪ ﺗﻤﺎس ﻛﯥ ﺷﻲ او د ﺣﻞ ﻻره ورﺗﻪ ﺗﺮ ﻣﺦ ﻛﻴږدي .
ﺗﺮڅﻨګ ﻳﯥ ﺑﺎﻳﺪ ﻋﺮض ﻛړم ﭼﯥ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ،ﭼﯥ اوس د ﺧﭙﻠﯥ ﻣﺒﺎرزې ﻧﮋدې 41ﻛﺎﻟﻪ ﺗﻴﺮوي ،د ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ ډﻳﺮو ﺑﺤﺮاﻧﻲ ﺣﺎﻻﺗﻮ ﻛﯥ ﻳﯥ ﻫﻢ د ﺑﺤﺮان څﺨﻪ د وﺗﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻻرې ﭼﺎرې ﻟټﻮﻟﯥ،
ﻃﺮﺣﯥ او ﭘﻼﻧﻮﻧﻪ ﻳﯥ ﺟﻮړ ﻛړي او ﻫﻐﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻳﻮه ﻣﻌﻘﻮل ﺷﻜﻞ ﺳﺮه د ﺧﭙﻞ وﻟﺲ او ﭘﻪ ﺟﻨګ ﻛﯥ د
راښﻜﻴﻠﻮ ډﻟﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ د ﺳﻮﻟﯥ د ﭘﻼن او ﻃﺮﺣﯥ ﭘﻪ څﻴﺮ وړاﻧﺪې ﻛړى دي .د روﺳﺎﻧﻮ د ﺳﺮو ﻟښﻜﺮو د
ﺗﺠﺎوز او ﺗﻴﺮي ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﻫﻢ او د ﻫﻐﻪ وروﺳﺘﻪ د ﭘﻪ اﺻﻄﻼح د ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ دﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ د
ﺧﭙﻞ ﻣﻨځﻲ ﻛﺸﻤﻜﺶ څﺨﻪ د ﺧﻼﺻﻮن ﻟﻪ ﭘﺎره ﻫﻢ .ﺧﻮ ﺑﺪﺑﺨﺘﺎﻧﻪ ﭼﯥ زﻣﻮﻧږ د ﻫﻴﻮاد داﺧﻠﻲ او ﺑﻬﺮﻧﻲ
دښﻤﻨﺎن ﻧﻪ ﭘﺮﻳږدي اﻓﻐﺎن وﻳﺎړﻟﻰ وﻟﺲ د ﺧﭙﻞ اﺳﺘﻘﻼل او آزادۍ ﭘﻪ ﭘﺎﻛﻪ ﻫﻮا ﻛﯥ ﺧﭙﻠﻮاك ﻧﻈﺎم وﻟﺮي.
8
څﺮﻧګﻪ ﭼﯥ ﺟګړې ﺗﻞ ﭘﻪ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﺗﭙﻞ ﺷﻮي ،ﻧﻮ ﭘﻪ ﻫﻤﺪې ﺧﺎﻃﺮ ﻳﯥ ﺗﻞ ﭘﻪ ﺟګړو ﻛﯥ راښﻜﻴﻠﻮ اړﺧﻮﻧﻮ ﺗﻪ د ﺳﻮﻟﯥ او ﺗﻔﺎﻫﻢ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺧﭙﻠﻪ ﻃﺮﺣﻪ وړاﻧﺪې ﻛړې ،ﺧﻮ د وﻟﺲ د ﻗﻴﺎدت ﻣﺴﺌﻠﻪ ﻳﯥ ﺗﻞ د وﻟﺲ
ﺧﻮښﯥ ﺗﻪ ﭘﺮې اﻳښﯥ .ځﻜﻪ ﺣﺰب ﭘﻪ دې ﺑﺎور ﻟﺮي ﭼﯥ د ﻗﻴﺎدت د ټﺎﻛﻠﻮ ﻳﻮازﻧۍ ﻣﻌﻘﻮﻟﻪ ﻻر د وﻟﺲ د ﺧﻮښﯥ ﻻر ده .
ﭘﻪ 2001م ﻛﺎل ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﺑﺮﺑﻨډ ﺗﻴﺮي ﭘﻪ ﭘﺎﻳﻠﻮ ﻛﯥ ﭼﯥ ﻛﻮم ﺣﺎﻻت را ﻣﻨځﺘﻪ ﺷﻮل او ﻫﻴﻮدا ﻧﻴﻎ ﭘﻪ ﻧﻴﻐﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﺗﺮ وﻟﻜﯥ ﻻﻧﺪې راﻏﻰ او د ﻫﻴﻮاد ﺧﭙﻠﻮاﻛﻲ او ځﻤﻜﻨﻰ
ﺗﻤﺎﻣﻴﺖ د ﺑﻬﺮﻧﻴﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻻس ﻛﯥ وﻟﻮﻳﺪ ،ﻧﻮ ﭘﻪ ﻫﻤﺎﻏﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ د ﺣﺰب ﻗﻴﺎدت د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ د وﻟﻜﯥ ﭘﻪ ﺧﻼف
ﻗﻴﺎم وﻛړ او د ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد د اﺳﺘﻘﻼل د ﺑﻴﺮﺗﻪ اﺧﺴﺘﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻫﻢ ﭘﻪ ګﺮم ﺳﻨګﺮ ﻛﯥ ،ﻟﻜﻪ د روﺳﺎﻧﻮ د
ﺗﺠﺎوز ﭘﻪ ﺧﻼف ،و درﻳﺪ او ﻫﻢ ﻳﯥ د دې وﻟﻜﯥ او اﺷﻐﺎل د ﭘﺎى ﺗﻪ رﺳﻴﺪو ﻟﻪ ﭘﺎره ﺧﭙﻠﻪ ﻃﺮﺣﻪ وړاﻧﺪې
ﻛړه او اﻋﻼن ﻳﯥ وﻛړ ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﻟﻪ وﻟﻜﯥ څﺨﻪ د ﻫﻴﻮاد د ﺧﻼﺻﻮن ﻟﻪ ﭘﺎره دوه ﻻرې ﻟﺮو:
ﻟﻮﻣړۍ دا ﭼﯥ ﺑﻬﺮﻧﻴﺎن د ﻳﻮه ﻣﻌﻘﻮل ﻣﻬﺎل وﻳﺶ ﻟﻪ ﻻرې ﭼﯥ د دواړو اړﺧﻮﻧﻮ ﻟﻪ اړﺧﻪ ﭘﺮې ﺗﻮاﻓﻖ ﺷﻮى
وي زﻣﻮﻧږ ﻫﻴﻮاد ﭘﺮﻳږدي اوﺑﻴﺎ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د ټﻮﻟټﺎﻛﻨﻮ ﻟﻪ ﻻرې د ﭘﺮدﻳﻮ د ﻻﺳﻮﻫﻨﻮ ﭘﺮﺗﻪ ،ﺧﭙﻠﻮاك
ﻧﻈﺎم ﺟﻮړ ﺷﻲ ،ﺧﻮ ﻛﻪ داﺳﯥ وﻧﻪ ﺷﻲ ،ﻧﻮ د ﻫﻴﻮاد د ﺧﭙﻠﻮاﻛۍ او اﺳﺘﻘﻼل د ﺑﻴﺮﺗﻪ اﺧﺴﺘﻠﻮ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﺑﻪ د
ﺧﭙﻠﯥ ځﺎن ځﺎرﻧﯥ ﺳﻨګﺮوﻧﻪ ګﺮم وﺳﺎﺗﻲ .
دادى د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ اﺷﻐﺎل ﻧﻬﻢ ﻛﺎل ﭘﺎې ﺗﻪ رﺳﻴﺪﻟﯥ ،ﭘﻪ دې وﺧﺖ ﻛﯥ د 80000زﻳﺎﺗﻮ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ،ﭼﯥ ډﻳﺮى ﻳﯥ ﭘښﺘﺎﻧﻪ دي د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ اﺷﻐﺎﻟګﺮاﻧﻮ ﭘﻪ ﻻﺳﻮﻧﻮ ﺧﭙﻞ ژوﻧﺪ ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ورﻛړى ،د ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ
ټﻮﻟﻨﻮ د ﭘﻠټﻨﻮ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ ،د ﻫﻴﻮاد د وﻻﻳﺘﻮﻧﻮ اﻣﻨﻴﺖ ،ﻧﮋدې 75ﺳﻠﻤﻪ دﺑﻬﺮﻧﻲ ﻳﺮﻏﻞ او وﻟﻜﯥ ﭘﻪ ﺧﻼف
د راوﻻړ ﺷﻮي ﻣﻘﺎوﻣﺖ او ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ ﭘﻪ ﻻس ﻛﯥ دى .اوس ﭘﺨﭙﻠﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ،ﭼﯥ د اﺷﻐﺎل ﭘﻪ ﻟﻮﻣړﻳﻮ
وﺧﺘﻮ ﻛﯥ ﻳﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺧﭙﻠﻪ ﺧﺎوره او ﺧﭙﻠﻪ ﺷﺘﻤﻨﻲ ګڼﻠﻪ ﭘﻪ دې اﻗﺮار ﻛﻮي او واﻳﻲ ﭼﯥ د ﺟﻨګ او زور ﻟﻪ ﻻرې ﭘﺪې ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ﺳﻮﺑﻪ ﺷﻮﻧﻲ ﻧﻪ ده .... .
ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ددې ﻏﻤﻴﺰې دﭘﺎې ﺗﻪ رﺳﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ د»ﻧﺠﺎت دﻣﻠﻲ ﻣﻴﺜﺎق« ﺗﺮﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې ﻳﻮه 15
ﻣﺎده ې ﻃﺮﺣﻪ وړاﻧﺪې ﻛړې ﭼﯥ ﭘﻪ وروﺳﺘﻴﻮ ﻟﻴﻜﻨﻮ ﻛﯥ ﺑﻪ ﻳﻰ وﻟﻮﻟﺊ .ﺧﻮ زه وړاﻧﺪﻳﺰ ﻛﻮم ﭼﯥ دراﻧﻪ
ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ دﻏﻪ ﻣﻴﺜﺎق ﭘﻪ ﻏﻮر وﻟﻮﻟﻲ او ﺧﭙﻞ ﻏږ د ﻣﻴﺜﺎق د ﻏږ ﺳﺮه ﻳﻮ ﻛړ ي .
ددې ﻣﻴﺜﺎق د ﻟﻮﺳﺖ ﻧﻪ وروﺳﺘﻪ ﺑﻪ ټﻮﻟﻮ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﺗﻪ دا ډاګﻴﺰه ﺷﻲ ﭼﯥ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ
دې ﻣﻴﺜﺎق ﻛﯥ دﺧﭙﻞ ځﺎن ﻟﻪ ﭘﺎره ﻫﻴڅ ډول اﻣﺘﻴﺎز ﻫﻢ ﻧﻪ دى ﻏﻮښﺘﯥ ﺑﻠﻜﯥ دا د وﻟﺲ د راټﻮﻟﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره
ﻳﻮ ﻏږ دى او ﻣﻮﻧږ دا ﻏږ ټﻮﻟﻮ ﻣﻨﻮرﻳﻨﻮ ﺗﻪ ،او ﻫﻐﻮى ﺗﻪ ﭼﯥ د ﻫﻴﻮاد د اﺳﺘﻘﻼل ﺳﺮه ﻣﻴﻨﻪ ﻟﺮي ،رﺳﻮﻟﯥ ،
ﺗﺮ څﻮ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺧﺒﺮو ،ﻟﻴﻜﻨﻮ او ﺧﭙﺮوﻧﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ ﭘﻮره ﺷﻬﺎﻣﺖ ﺳﺮه ددې ﻏږ ﻣﻼﺗړ وﻛړي .
ﺑﺎﻳﺪ ډاګﻴﺰه وي ﭼﯥ ددې رﺳﻤﻲ ﻫﻴﺌﺖ د ﺗﻠﻠﻮ څﺨﻪ ﻣﺨﺘﻪ ،ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻫﻴڅ ﻛﻠﻪ او ﻫﻴڅ وﺧﺖ ﻫﻢ ﭘﻪ ﭘټﻪ اوﻳﺎ ﭘﻪ ښﻜﺎره ﺗﻮګﻪ د ﻛﺎﺑﻞ د ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺳﺮه ،د ﻳﻮﺷﻤﻴﺮ وګړو د ﺷﺨﺼﯥ ﻛﺘﻨﻮ ﭘﺮﺗﻪ ،ﭘﻪ
ﺧﺒﺮو اﺗﺮو ﻛﯥ ګډون ﻧﻪ دې ﻛړې او ﻧﻪ ﭘﻪ ﭘټﻮ ﺧﺒﺮو ﺑﺎور ﻟﺮي .د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﺗګﻼر ه څﺮګﻨﺪه او ډاګﻴﺰه ده .ﺣﺰب ﻫﺮ وﺧﺖ او ﭘﻪ ﻫﺮ ډول ﺷﺮاﻳﻄﻮ ﻛﯥ د ﻫﻴﻮاد د ﻻﻧﺠﯥ او ﻏﻤﻴﺰې د ﺣﻞ ﻟﭙﺎره ﻣﻌﻘﻮﻟﯥ ﻃﺮﺣﯥ
وړاﻧﺪې ﻛړي ،ﭘﺨﻮا ﺗﺮ دې ﻫﻢ ﻣﻮﻧږ ﭘﻪ ﻫﻤﺪﻏﻪ ډول ﻳﻮه ﻃﺮﺣﻪ ﺑﺎﻧﺪې ﻛﺎر ﻛړى و اوﻫﻐﻪ ﻣﻮ د اروﭘﺎﻳﻲ ﻫﻴﻮادو او اﻧګﻠﺴﺘﺎن د ﭘﺎرﻟﻤﺎﻧﻮﻧﻮ ﻏړو ،د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭼﺎرو وزارﺗﻮﻧﻮ او ان د ﻧﺎﺗﻮ ﺳﺮ ﻣﻨﺸﻲ ﭘﻮرې رﺳﻮﻟﯥ
9
او د ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﺳﻴﺎﺳﺘﭙﻮﻫﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﻣﻮ ﭘﻪ دې اړه ﻟﻴﺪﻧﯥ ﻛړې ،ﺧﻮ دا ټﻮﻟﯥ ﻟﻴﺪﻧﯥ د ﺣﺰب د رﺳﻤﻲ ﻫﻴﺌﺖ
ﭘﻪ څﻴﺮ ﻧﻪ ﺑﻠﻜﯥ ﭘﻪ وګړﻳﺰه ﺗﻮګﻪ ﺗﺮ ﺳﺮه ﺷﻮې .
ﻗﺮﻳﺐ اﻟﺮﺣﻤﻦ ﺳﻌﻴﺪ
د 2010م ﻛﺎل د اګﺴﺖ 24ﻣﻪ
ﻫﻮاﷲ
ﻟﻤړې ﻓﺼﻞ
ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ ﺳﻔﺮ
د)2010م (ﻛﺎل د ﺟﻨﻮري ﻣﻴﺎﺷﺖ وه ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺳﺮه د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻰ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺳﻴﺎﺳﻲ
اړﻳﻜﻮ ﻣﺴﺆل ﻣﺤﻤﺪ داود ﻋﺎﺑﺪي ﺧﺒﺮ راﻛړ ﭼﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻰ د اﻣﻴﺮ ﻟﺨﻮا ﻳﻮ ﻫﻴﺌﺖ ټﺎﻛﻞ ﺷﻮى ﺗﺮ څﻮ
د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻰ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ) 15ﻣﺎده ي( ﻃﺮﺣﻪ ﭼﯥ څﻪ ﻣﻮده ﻣﺨﺘﻪ د ﺣﺰب داﻣﻴﺮ ﻟﺨﻮا ﻣﻄﺮح او د ﺣﺰب
اﺳﻼﻣﻰ د اﺟﺮاﻳﻴﻪ ﺷﻮرا ﻟﺨﻮا ﺗﺼﻮﻳﺐ ﺷﻮى ،د ﻧﻮر زﻳﺎت ﺑﺤﺚ ﻟﻪ ﭘﺎره ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﺗﻪ ﺳﻔﺮ وﻛړم .ﻣﺎ ﺗﻪ
دا ﻃﺮﺣﻪ د ﻋﺎﺑﺪي ﺻﻴﺐ ﻟﻪ اړﺧﻪ د ﺑﺮﻳښﻨﺎ ﻟﻴﻚ ﭘﻪ ذرﻳﻌﻪ را وﻟﻴږل ﺷﻮه ،او ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ ﻣﺎﺗﻪ د ﺣﺰب د
ﻣﺮﻛﺰي دﻓﺘﺮ ﻟﻪ ﻻرې ﻻر ښﻮوﻧﻪ ﺷﻮې وه ﭼﯥ دا ﻃﺮﺣﻪ ﭘﻪ اروﭘﺎﻳﻲ ﻫﻴﻮادو ﻛﯥ دﺣﺰب اﺳﻼﻣﻰ ټﻮﻟﻮ
ﻣﺴﺆﻟﻴﻨﻮ ﺗﻪ وﻟﻴږم اودﻫﻐﻮى اﻧﺪاو ﺷﻨﻨﯥ ﭘﺮې راﻏﻮﻧډې ﻛړم ﺗﺮ څﻮ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﭘﻪ اﺟﺮاﻳﯧﻪ ﺷﻮرا ﻛﯥ د
ﻳﻮځﻞ ﺑﻴﺎ ﺑﺤﺚ اوڅﻴړﻧﯥ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﺗﺮې ګټﻪ واﺧﺴﺘﻞ ﺷﻲ او د ﺑﻠﻪ اړﺧﻪ ﭘﻪ اروﭘﺎ او اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻛﯥ ﭘﻪ
ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﭘﻮرې اړوﻧﺪ ټﻮل ﺳﻴﺎﺳﻰ ﻣﺴﺆﻟﻴﻦ ددې ) 15ﻣﺎده ﻳﯥ( ﻃﺮﺣﯥ څﺨﻪ ﭼﯥ )د ژﻏﻮرﻧﯥ د ﻣﻠﻲ
ﻣﻴﺜﺎق ( ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ ﻧﻮﻣﻮل ﺷﻮﯦﺪه ،ﺧﺒﺮ او ﭘﻪ ﺟﺮﻳﺎن ﻛﯥ ﺷﻲ.
ﻣﺎ ﻫﻢ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ وار دﻏﻪ ﻃﺮﺣﻪ د اﻧګﻠﺴﺘﺎن او ﺳﻜﺎټﻠﻨډﭘﻪ ګډون ﭘﻪ اروﭘﺎﻳﻰ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﻛﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻣﺴﺆﻟﻴﻨﻮ ﺗﻪ د ﻳﻮې ﻛﻮﭼﻨۍ ﺗﺒﺼﺮې ﺳﺮه ﻳﻮځﺎې ور وﻟﻴږﻟﻪ .ﭘﻪ دې ﺗﺒﺼﺮه ﻛﯥ راﻏﻠﻲ
وﭼﯥ :
»ﭘﻪ اﺳﻼﻣﻲ ﺗﺤﺮﻳﻚ ﭘﻮرې اړوﻧﺪ ټﻮﻟﻮ ﻣﺴﺆﻟﻮ وروڼﻮ !
اﻟﺴﻼم ﻋﻠﻴﻜﻢ ورﺣﻤﺔ اﷲ!
د اﷲ ﻟﻪ درﺑﺎره ﻣﻮ دروغ اوﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻪ ژوﻧﺪ ﻫﻴﻠﻪ ﻟﺮم .
دﻏﻪ ﻻﻧﺪې ﻟﻴﻜﻨﻪ د )ژﻏﻮرﻧﯥ د ﻣﻠﻲ ﻣﻴﺜﺎق ( ﺗﺮ ﻋﻨﻮان ﻻﻧﺪې د دﻟﻮې ﭘﻪ ) 15ﻣﻪ( را رﺳﻴﺪﻟﯥ ،ﺗﺮ څﻮ د
ﻏﻮر او ﺑﺤﺚ ﻟﻪ ﭘﺎره ټﻮﻟﻮ ﻣﺴﺆﻟﻴﻨﻮ ﺗﻪ و ﻟﻴږل ﺷﻲ .ﻣﺎ دادى دﻏﻪ ﻟﻴﻜﻨﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻓﺎﻛﺲ را اﺳﺘﻮل ﺷﻮې وه
دوﺑﺎره ﻛټ ﻣټ دﻟﺘﻪ را ﻧﻘﻞ ﻛړې او ﺳﺘﺎﺳﯥ ﻣﺤﺘﺮﻣﻴﻨﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﯥ در اﺳﺘﻮم ،ﺗﺮ څﻮ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺷﻮرا
ګﺎﻧﻮ ﻛﯥ ﺗﺮ ﻏﻮر ﻻﻧﺪې راوړئ او ﺑﻴﺎ ﻳﯥ ﻟﻪ ټﻮﻟﻮ روڼ اﻧﺪو اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﺷﺮﻳﻜﻪ ﻛړئ ،او د ﭘﺎﻳﻠﻮ ﭘﻪ اړه ﻳﯥ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ وﻟﻴﻜﺊ«.
)اﷲ ﺗﻌﺎﻟﯥ ﻣﻮ ﺑﺮﻳﺎﻟﻲ او ﻣﻮﻓﻖ وﻟﺮه (.
10
ﭘﻪ درﻧښﺖ
ددﻟﻮې 17ﻣﻪ
د ژﻏﻮرﻧﯥ دﻣﻠﻲ ﻣﻴﺜﺎق دﻏﻪ ﻃﺮﺣﻪ ﭼﯥ ﻣﺎﺗﻪ را ﺳﺘﻮل ﺷﻮې وه ﭘﻪ ﻛﯥ راﻏﻠﻲ دي : ﺑﺴﻢ اﷲ اﻟﺮﺣﻤﻦ اﻟﺮﺣﻴﻢ د ژﻏﻮرﻧﯥ ﻣﻠﻲ ﻣﻴﺜﺎق
ﻣﻮﻧږ د اﷲ ﺗﻌﺎﻟﻰ ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ ژﻣﻨﻪ ﻛﻮو ﭼﯥ د روان دردﻧﺎك ﺣﺎﻟﺖ ﻧﻪ دﻫﻴﻮاد د ژﻏﻮرﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﻮ ﺑﻞ ﺗﻪ ﻻس
ورﻛﻮو ،ﭼﯥ ﺟګړه د ﺗﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره ﭘﺎى ﺗﻪ ورﺳﻮو ،ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ډاډﻣﻦ اﻣﻨﻴﺖ ﺗﺄﻣﻴﻦ ﻛړو .ﻟﻪ ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﻧﻪ ﻓﺎرغ او د ﭘﺮدﻳﻮ ﻟﻪ ﻻﺳﻮﻫﻨﻮ ﻧﻪ ﺧﻮﻧﺪي اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺟﻮړ ﻛړو ،ﺧﭙﻞ ﻣﻠﻲ وﺣﺪت ﻻ زﻳﺎت
ﻣﻀﻮط ﻛړو او ﻣﻠﺖ ﺗﻪ دا ﻣﻮﻗﻊ ﺑﺮاﺑﺮه ﻛړو ﭼﯥ د ﺧﭙﻠﯥ ﺧﻮښﯥ زﻋﺎﻣﺖ ﻏﻮره او د ﺧﭙﻠﯥ ﻋﻘﻴﺪې او ﺑﺎور ﻣﻄﺎﺑﻖ ﻧﻈﺎم ﺟﻮړ ﻛړي ،دﻏﻮ ﻟﻮړو او ﺳﭙﻴڅﻠﻮ اﻫﺪاﻓﻮ ﺗﻪ د رﺳﻴﺪ و ﻟﻪ ﭘﺎره ﻣﻮ ﭘﻪ ﻻﻧﺪې ﻃﺮﺣﯥ ﺗﻮاﻓﻖ ﻛړى :
.1ﺑﻬﺮﻧﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ دې د روان ﻣﻴﻼدي ﻛﺎل د ﺟﻮﻻې ﭘﻪ ﻣﻴﺎﺷﺖ ﻛﯥ ﻟﻪ ﻫﻴﻮاده وﺗﻞ ﭘﻴﻞ ﻛړي او د ﺷﭙږو ﻣﻴﺎﺷﺘﻮ ﭘﻪ ﺗﺮڅ ﻛﯥ دې ﻫﻐﻪ ﺑﺸﭙړ ﻛړي .
.2ﭘﻪ دې ﻣﻮدې ﻛﯥ دې ﻟﻪ ښﺎروﻧﻮ او ګڼ ﻣﻴﺸﺘﻮ ﺳﻴﻤﻮ ﻧﻪ ووځﻲ او ﭘﻪ ﻋﺴﻜﺮي ﻣﺮاﻛﺰو ﻛﯥ دې ځﺎى ﭘﻪ ځﺎى ﺷﻲ .
.3د اﻣﻨﻴﺖ ﭼﺎرې دې ﭘﻪ ﺑﺸﭙړه ﺗﻮګﻪ ﻣﻠﻲ اردو او ﭘﻮﻟﻴﺴﻮ ﺗﻪ وﺳﭙﺎرل ﺷﻲ ،ﺑﻬﺮﻧﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﺑﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﻫﻴڅ ګﻮټ ﻛﯥ او ﭘﻪ ﻫﻴڅ ﺣﺎﻟﺖ ﻛﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﺳﺮ د ﻧﻈﺎﻣﻲ ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ ،د ﻛﻮروﻧﻮ
ﺗﻼﺷﻲ او ﻧﻴﻮﻟﻮ ﺣﻖ ﻧﻪ ﻟﺮي .
.4اوﺳﻨﻰ ﺣﻜﻮﻣﺖ او ﭘﺎرﻟﻤﺎن دې ﺗﺮ ﻫﻐﻪ ﺧﭙﻞ ﻛﺎر ﺗﻪ اداﻣﻪ ورﻛړي ﭼﯥ ددې ﻣﻌﺎﻫﺪې ﻣﻄﺎﺑﻖ
اﻧﺘﺨﺎﺑﺎت ﺗﺮ ﺳﺮه ﻛﻴږي او ﻧﻮې ﻣﻨﺘﺨﺒﻪ ﺷﻮرى او ﻣﻨﺘﺨﺐ ﺣﻜﻮﻣﺖ را ﻣﻨځﺘﻪ ﻛﻴږي .ﺧﻮ ﭘﻪ دې ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻛﯥ ﺑﻪ ﻣﺘﻨﺎزع ﻓﻴﻪ څﻴﺮې او ﭘﻪ ﻓﺴﺎد ،ﻣﻠﻲ ﺧﻴﺎﻧﺖ ،ﺑﯥ دﻳﻨۍ او ﺟﻨګﻲ ﺟﻨﺎﻳﺎﺗﻮ ﺗﻮرن ﻛﺴﺎن ﻧﻪ وي ،ﻫﻤﺪا راز د ﺣﻜﻮﻣﺖ د درې ګﻮﻧﻮ اﻣﻨﻴﺘﻲ ﻗﻮاوو ﭘﻪ ﻣﺸﺮ ﺗﺎﺑﻪ ﻛﯥ ﺑﻪ داﺳﯥ ﻛﺴﺎن
ﻧﻪ وي ﭼﯥ د ﻳﻮې ډﻟﯥ ﭘﻪ ﭘﻠﻮۍ او د ﺑﻠﯥ ډﻟﯥ ﭘﻪ ﺿﺪ ﺟﻨګﻴﺪﻟﻲ وي .
.5د ټﻮﻟﻮ اﻓﻐﺎﻧﻲ ﻟﻮرو ﭘﻪ اﺗﻔﺎق ﺑﻪ د ﻣﻠﻲ اﻣﻨﻴﺖ ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ ﻳﻮه داﺳﯥ اوه ﻛﺴﻴﺰه ﺷﻮرى ﺟﻮړﻳږي ﭼﯥ ﭘﻪ ﻣﻬﻤﻮ ﻣﻠﻲ ﻣﺴﺎﻳﻠﻮ ﻛﯥ ﺑﻪ د وروﺳﺘۍ ﭘﺮﻳﻜړې واك ورﺳﺮه وي ،ددې ﺷﻮرى ﻣﻘﺮ ﺑﻪ ﭘﻪ داﺳﯥ
وﻻﻳﺖ ﻛﯥ وي ﭼﯥ اﻣﻨﻴﺖ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺑﺸﭙړه ﺗﻮګﻪ د اﻓﻐﺎﻧﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻻﺳﻮ ﻛﯥ وي او ﻫﻴڅ ﺑﻬﺮﻧﻰ ځﻮاك ﭘﻪ ﻛﯥ ﻧﻪ وي .
.6د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﻟﻪ وﺗﻠﻮ وروﺳﺘﻪ ﺑﻪ د 1390ﻟﻤﺮﻳﺰ ﻛﺎل ﭘﻪ ﭘﺴﺮﻟﻲ ﻛﯥ د ﻣﺘﻨﺎﺳﺐ ﺗﻤﺜﻴﻞ ﭘﺮ ﺑﻨﺴټ د ﺟﻤﻬﻮري رﻳﺎﺳﺖ ،وﻟﺴﻲ ﺟﺮګﯥ او وﻻﻳﺘﻲ ﺷﻮراګﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﻮ ځﺎى ،ﻳﻮ ځﻞ او ﻫﻤﻤﻬﺎل اﻧﺘﺨﺎﺑﺎت ﺗﺮ ﺳﺮه ﺷﻲ .
.7دې اﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺗﻮ ﻛﯥ د ﺣﻜﻮﻣﺖ د ﻛﺎﺑﻴﻨﯥ ﻏړي او واﻟﻴﺎن ﻳﻮازې ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﺻﻮرت ﻛﯥ د ﺑﺮﺧﯥ اﺧﻴﺴﺘﻮ ﺣﻖ ﻟﺮي ﭼﯥ د اﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺗﻮ ﺗﺮ ﻧﻴټﯥ درې ﻣﻴﺎﺷﺘﯥ ﻣﺨﻜﯥ ﻟﻪ ﺧﭙﻠﯥ دﻧﺪې اﺳﺘﻌﻔﺎ ورﻛړي .
11
.8ﭘﻪ ﻟﻮﻣړي ﻣﻨﺘﺨﺐ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻛﯥ ﺑﻪ د ﻫﺮ ﻟﻮري ﺑﺮﺧﻪ د ﻫﻐﻪ د اراوو ﭘﻪ ﺗﻨﺎﺳﺐ وي او ﻟﻪ ﺷﻮرى ﻧﻪ ﺑﻪ د اﻋﺘﻤﺎد راﻳﻪ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛﻮي ﺧﻮ ﺗﺮ دې وروﺳﺘﻪ ﺑﻪ ﺑﺮﻳﻤﻦ ﻟﻮرى ﭘﻪ دې ﻣﻜﻠﻒ ﻧﻪ وي ﭼﯥ اﺋﺘﻼﻓﻲ
ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺟﻮړ ﻛړي .
.9ﻫﻐﻪ ﺣﺰب ﻳﺎ اﻧﺘﺨﺎﺑﻲ ﻣﺠﻤﻮع ﺑﻪ ﭘﻪ ﺑﻌﺪي اﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺗﻮ ﻛﯥ د ﺑﺮﺧﯥ اﺧﺴﺘﻮ ﺣﻖ ﻟﺮي ﭼﯥ ﭘﻪ ﻟﻮﻣړﻳﻮ اﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺗﻮ ﻛﯥ ﻳﯥ ﻟﺲ ﺳﻠﻤﻪ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛړې وي .
.10ﭘﻪ دې ﻣﻮدې ﻛﯥ ﺑﻪ ﭘﻪ ﺟګړو ﻛﯥ د ښﻜﻴﻠﻮ ﻟﻮرو ﺗﺮ ﻣﻨځ ﺑﺸﭙړ اورﺑﻨﺪ ﺗﺄﻣﻴﻦ وي ،ټﻮل ﺳﻴﺎﺳﻲ
ﺑﻨﺪﻳﺎن ﺑﻪ ﺧﻮﺷﻲ ﻛﻴږي ،ټﻮل ﻟﻮري ﺑﻪ ژﻣﻨﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ ﻟﻪ دې وروﺳﺘﻪ ﺑﻪ ﻧﻪ ﻗﺪرت ﺗﻪ د رﺳﻴﺪو ﻟﻪ ﭘﺎره ﻧﺎروا ﻻرې ﻟټﻮي او ﻧﻪ ﺑﻪ د ﺧﭙﻞ ﺣﺮﻳﻒ او رﻗﻴﺐ د ځﭙﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره وﺳﻠﻪ ﻛﺎروي .
.11ﻟﻮﻣړۍ ﻣﻨﺘﺨﺒﻪ ﺷﻮرى ﺑﻪ داﺣﻖ ﻟﺮي ﭼﯥ ددرﻳﻮ ﻟﻮرو ﻟﻪ ﺧﻮا اﻋﻼن ﺷﻮي اﺳﺎﺳﻲ ﻗﻮاﻧﻴﻦ وڅﻴړي او د ﻫﻴﻮاد د اﺳﺎﺳﻲ ﻗﺎﻧﻮن ﭘﻪ اړه وروﺳﺘۍ ﭘﺮﻳﻜړه وﻛړي .
.12ﻫﻴڅ ﺑﻬﺮﻧﻰ ﻫﻴﻮاد ﺑﻪ دا ﺣﻖ ﻧﻪ ﻟﺮي ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ زﻧﺪان وﻟﺮي ،ﻛﻮم اﻓﻐﺎن ﻣﺤﺎﻛﻤﻪ او
ﻣﺠﺎزات ﻛړي ،ﻳﺎ ﻳﯥ د ﻣﺤﺎﻛﻤﯥ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺑﻬﺮ ﺗﻪ اﻧﺘﻘﺎل او ﺑﻪ ﺑﻞ ځﺎى ﻛﯥ ﻳﯥ ﻣﺤﺒﻮس او ﻣﺤﺎﻛﻤﻪ ﻛړي.
.13ﭘﻪ اﺧﺘﻼس ،د ﻣﺨﺪره ﻣﻮادو ﻗﺎﭼﺎق ،د ﻣﻠﻲ ﺷﺘﻤﻨﻴﻮ ﭘﻪ ﻏﺼﺐ او ﭘﻪ ﺟﻨګﻲ ﺟﻨﺎﻳﺎﺗﻮ ﺗﻮرن ﻛﺴﺎن ﺑﻪ ﺷﺮﻋﻲ ﻣﺤﻜﻤﯥ ﺗﻪ ﺳﭙﺎرل ﻛﻴږي او ﻫﻴڅ ﻟﻮرى ﺑﻪ ﻟﻪ ﻫﻐﻮى ﻧﻪ ﭘﻪ څﺮګﻨﺪه ﻳﺎ ﭘټﻪ ﺗﻮګﻪ دﻓﺎع ﻧﻪ ﻛﻮي .
.14د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﻟﻪ وﺗﻠﻮ وروﺳﺘﻪ ﺑﻪ ﺑﻬﺮﻧﻲ ﺟﻨګﻴﺎﻟﻲ ﻫﻢ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻧﻪ وي .
.15ﻛﻮم ﻛﻮرﻧﻲ او ﺑﻬﺮﻧﻲ ﻟﻮري ﭼﯥ د روﻏﯥ ﺟﻮړې ﻟﻪ دې ﻣﻴﺜﺎق ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻟﻔﺖ او د ﺟګړې ﭘﺮ دوام
ټﻴﻨګﺎر وﻛړي ﻣﻮﻧږ ټﻮل ﺑﻪ ﭘﻪ ګډه او ﺗﺮ ﻫﻐﻪ د ﺟﻨګ ﻏﻮښﺘﻮﻧﻜﻮ ﻣﻘﺎﺑﻠﻪ ﻛﻮو ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد او
وﻟﺲ د ﻫﻐﻮې ﻟﻪ ﺷﺮ ﻧﻪ و ژﻏﻮرو.
و اﷲ ﻋﻠﻰ ﻣﺎ ﻧﻘﻮل وﻛﻴﻞ .
د ﺧﭙﻞ ﻟﻴﻚ د ځﻮاب او د دې ﻃﺮﺣﯥ ﭘﻪ اړه د ﺷﻨﻨﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره څﻮ ورځﯥ ﭘﺮ ﻟﭙﺴﯥ ﻣﻨﺘﻈﺮ ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻮم ،ﭘﻪ
ځﻮاب ﻛﯥ ﻳﯥ ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻣﺴﺆﻟﻴﻨﻮ د ﻃﺮﺣﯥ ﭘﻪ اړه ﻣﺜﺒﺖ آﻧﺪوﻧﻪ درﻟﻮدل ﺧﻮ د ﻛﻮم ﺗﻐﻴﻴﺮ او ﺗﺒﺪﻳﻞ ﭘﺮ ځﺎى
ﻳﯥ د ﻫﻐﯥ د ﭘﻠﻲ ﻛﻴﺪو ﭘﻪ اړه اﻧﺪﻳښﻨﯥ درﻟﻮدې .
اﻣﺎ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻰ د ﻣﺮﻛﺰي دﻓﺘﺮ د ﻣﺴﺆل ﻗﺎﺿﻲ ﻣﺤﻤﺪﺣﻜﻴﻢ ﺣﻜﻴﻢ ،ﭼﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻰ د اﻣﻴﺮ ﭘﻪ
ﻏﻴﺎب ﻛﯥ د ﺣﺰب ﭼﺎرې ﭘﻪ ﻣﺦ ﺑﻴﺎﻳﻲ ،ﻟﻪ اړﺧﻪ ﭘﻴﻐﺎم راﻏﻰ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻐﯥ ﻛﻰ ﻳﯥ ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻛړې وه ﭼﯥ د ﻫﻴﺌﺖ ګډون ﻛﻮوﻧﻜﻲ وروڼﻪ ﺑﺎﻳﺪدﺣﺰب ﭘﻪ ﻣﺮﻛﺰى دﻓﺘﺮ ﻛﯥ ﺳﺮه راټﻮل ﺷﻲ اوﺑﻴﺎ د ﻣﺸﻮرو وروﺳﺘﻪ ﭘﻪ
دې ﻃﺮﺣﯥ ﺑﺎﻧﺪې د اړوﻧﺪه اړﺧﻮﻧﻮ ﺳﺮه دﺑﺤﺚ او ﻣﺬاﻛﺮې ﻟﻪ ﭘﺎره ﺳﻔﺮ وﻛړي .
ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﻟﻴﻚ ﻛﯥ ﭼﯥ د ﺣﺰب اﻣﻴﺮ د ﺣﺰب د ﻣﺮﻛﺰي دﻓﺘﺮوﻧﻮ د ﻣﺴﺆل ﭘﻪ ﻧﻮم اﺳﺘﻮﻟﻰ و ،ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﻛﯥ دﺣﺰب اﻣﻴﺮ داﺳﯥ ﻫﺪاﻳﺖ ﻛړې و :
»ﻣﺤﺘﺮم ورور .......اﻟﺴﻼم ﻋﻠﻴﻜﻢ ورﺣﻤﺔ اﷲ وﺑﺮﻛﺎﺗﻪ .
اﷲ ﺗﻌﺎﻟﻰ ﻣﻮروغ ،ﺧﻮﺷﺤﺎل اوﻣﻮﻓﻖ ﻟﺮه او د ﺧﭙﻠﻮ اﻳﻤﺎﻧﻰ ﻣﺴﺆﻟﻴﺘﻮﻧﻮ د ادا ﻛﻮﻟﻮ ﺗﻮﻓﻴﻖ ﻣﻮ ﺗﻞ ﭘﻪ ﺑﺮﺧﻪ
وه.
12
زه دا ﻣﻨﺎﺳﺐ ګڼﻢ ﭼﯥ ﻳﻮ دروﻧﺪ ﻫﻴﺌﺖ د څﻮ ورځﻮ ﺣﺘﻰ د څﻮ اوﻧﻴﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ وﻻړ ﺷﻲ ،ﻟﻪ اروﭘﺎ
اواﻣﺮﻳﻜﺎ ﻧﻪ ﻫﻢ اﺳﺘﺎد ﺳﻌﻴﺪ ،اﻣﻴﻦ ﻛﺮﻳﻢ او ﻋﺎﺑﺪي درﺳﺮه وﻧﻴﺴﺊ ،ﻟﻪ ټﻮﻟﻮ اړوﻧﺪه داﺧﻠﻲ او ﺧﺎرﺟﻲ
ﻟﻮرﻳﻮ ﺳﺮه وګﻮرئ ،ﺧﭙﻠﻪ ﻃﺮﺣﻪ ورﺗﻪ ﺗﻮﺿﻴﺢ ﻛړئ ،ددوى ﻧﻈﺮ ﻣﻌﻠﻮم ﻛړئ.... ،ﭘﻪ درﻧښﺖ ).ﻻﺳﻠﻴﻚ(«
د ﻟﻴﻚ ﭘﻪ اﺧﺮ ﻛﯥ د ﻗﺎﺿﻲ ﻣﺤﻤﺪﺣﻜﻴﻢ ﺣﻜﻴﻢ د زﻳﺎﺗﻮ ﻣﺼﺮوﻓﻴﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ اﺳﺎس ،ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺑﺎﻳﺪ ددې ﻫﻴﺌﺖ د رﺋﻴﺲ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ د ﻫﻴﺌﺖ ﺳﺮه ﻳﻮ ځﺎى ﺷﻮى واى ،د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﺟﺮاﻳﻴﻪ ﺷﻮرا داﺳﯥ ښﻜﻠﻲ و :
»ﻟﻪ ﭘﺸﺎور ﻧﻪ ﻣﺤﺘﺮم ﻫﺮﻳﻮ ﻫﻼل ﺻﻴﺐ ،ﺑﻬﻴﺮ ﺻﻴﺐ او ﻋﻠﻲ اﻧﺼﺎري و ټﺎﻛﻞ ﺷﻮ ﺗﺮ څﻮ ﭘﻪ ﻟﻴﻚ ﻛﯥ د
ﻳﺎدو ﺷﻮو وروڼﻮ ﺳﺮه ﻳﻮ ځﺎى ورﺳﭙﺎرل ﺷﻮى ﻣﺎﻣﻮرﻳﺖ ﺳﺮﺗﻪ ورﺳﻮي«........ ،
دا ﭼﯥ ﭘﻪ اروﭘﺎ اواﻣﺮﻳﻜﺎ ﻛﯥ زﻣﻮﻧږ د ﻫﻴﺌﺖ ﻏړو ﺗﻪ ﺳﭙﺎرښﺘﻨﻪ ﺷﻮې وه ﭼﯥ ﺑﺎﻳﺪ د ﺣﺰب ﻣﺮﻛﺰي دﻓﺘﺮ
ﺗﻪ وﻻړﺷﻲ او د ﻫﻐﻪ ځﺎﻳﻪ ﺑﻴﺎ د ﭘﻼن ﻣﻄﺎﺑﻖ ﺧﭙﻞ ﻛﺎر ﭘﻴﻞ ﻛړي ،ډﻳﺮه ﻣﻮزوﻧﻪ او ﺳﻬﻲ ﭘﺮﻳﻜړه وه .ځﻜﻪ ددې ﻏﻮﻧډې څﺨﻪ د ﻫﻴﺌﺖ د ﻏړو او د اﺟﺮاﻳﯥ ﺷﻮرا ﺗﺮ ﻣﻨځ د ﻧﻈﺮ ﻳﻮ واﻟﻰ راﺗﻪ او ﻫﻢ ﺑﻪ ﻫﻴﺌﺖ ﺗﻪ دا
ډاګﻴﺰه ﺷﻮې وه ﭼﯥ دوى څﻮﻣﺮه ﺻﻼﺣﻴﺖ ﻟﺮي اوﺗﺮڅﻨګ ﻳﯥ ﭘﻪ دې ﻫﻢ ﺧﺒﺮ ﺷﻲ ﭼﯥ ددې ) 15ﻣﺎده ﻳﯥ(
ﻃﺮﺣﯥ ﭘﻪ ﻛﻮﻣﻮﻣﻮادو ﻛﯥ د ﺗﻐﻴﻴﺮ او ﺗﺒﺪﻳﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره او ﻳﺎ دا ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻐﯥ ﻛﯥ د ﻧﻮرو ذﻳﺪﺧﻠﻮ اړﺧﻮﻧﻮ د راﻳﯥ او اﻧﺪ د را ﻳﻮځﺎى ﻛﻴﺪو ځﺎى ﺷﺘﻮن ﻟﺮي !؟ .
ﺧﻮ ﻫﻠﺘﻪ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﺗﻪ ﺳﻔﺮﻛﻮل ﻫﻢ د ﺳﺘﻮﻧﺰو ډك و .ځﻜﻪ د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن او اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﺮ ﻣﻨځ د اړﻳﻜﻮ ﻧﺎﺑﺮاﺑﺮي او ﺧﺮاﺑﺘﻴﺎ ﭘﻪ اروﭘﺎﻳﻲ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﻛﯥ د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﭘﺮ ﺳﻔﺎرﺗﻮﻧﻮ ډﻳﺮ ﻣﻨﻔﻲ اﻏﻴﺰ ﺷﻴﻨﺪﻟﻰ ،او
ﺷﻮﻧﯥ ده ﭼﯥ د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭼﺎرو د وزارت ﻟﻪ اړﺧﻪ ﺑﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺳﻔﺎرﺗﻮﻧﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻛﻠﻜﻪ ﻻرښﻮوﻧﻪ ﺷﻮې
وه ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﺗﻪ دې د وﻳﺰې ﭘﻪ اﺟﺮا ﻛﻮﻟﻮ ﻛﯥ د اﺣﺘﻴﺎط ﻧﻪ ﻛﺎر واﺧﻠﻲ .ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﺗﺮ اوﺳﻪ ﭘﻮرې زﻳﺎت ﺷﻤﻴﺮ اﻓﻐﺎﻧﺎن د ﺳﻔﺮ ي اﺳﻨﺎدو د ﻛﻤښﺖ ﭘﻪ اﺳﺎس د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﻟﻪ ﻻرې اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ ﺳﻔﺮ ﻛﻮي او د
ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﻫﻮاﻳﻲ ﻛﺮښﯥ او ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ دﻳﭙﻠﻮﻣﺎﺗﻴﻜﯥ ﺳﺮﭼﻴﻨﯥ ددې ﻻرې ډﻳﺮ زﻳﺎت ﻋﺎﻳﺪات ﺗﺮﻻﺳﻪ ﻛﻮي ،ﺧﻮ ﺑﻴﺎ ﻫﻢ ﭘﻪ دﻳﭙﻠﻮﻣﺎﺗﻴﻜﻪ ﺗﻮګﻪ د ا ﺳﺘﻮﻧﺰې ﻫﻐﻪ وﺧﺖ را ﻣﻨځﺘﻪ ﺷﻮې ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د
ﺷﻤﺎل د ټﻠﻮاﻟﯥ ﻏړى ﻋﺒﺪاﷲ د ﻫﻴﻮاد د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭼﺎرو د وزﻳﺮ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ﭘﻪ ﻟﻮﻣړۍ ﻛﺎﺑﻴﻨﻪ
ﻛﯥ ور ﻧﻨﻮت او ان ﺗﺮ څﻠﻮر ﻛﻠﻮﻧﻮ ﭘﻮرې ﻳﯥ ﺧﭙﻠﯥ دﻧﺪې ﺗﻪ دوام ورﻛړ .د ﻋﺒﺪاﷲ او د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎﻧﻴﺎﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ
اړﻳﻜﯥ ﻻ د ﭘﺨﻮا څﺨﻪ ﺗﺮﻳﻨګﻠﯥ وې ،ځﻜﻪ ﭼﯥ ﻋﺒﺪاﷲ د ﺷﻤﺎل ټﻠﻮاﻟﯥ ﻫﻐﻪ ﻏړى و ﭼﯥ د ﻫﻨﺪ ،اﻳﺮان او
روﺳﺎﻧﻮ دﺧﻮښۍ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ،او ﻫﻢ د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﺳﺮه د ﭘﺨﻮاﻧۍ ﺗﺮﺑګﻨۍ دﭘﺎﻟﻠﻮ ﭘﻪ اﺳﺎس ﻳﯥ ددې ګﺎوﻧډي ﻫﻴﻮاد ﺳﺮه ښﯥ اړﻳﻜﯥ ﻧﻪ ﺷﻮى ﭘﺎﻟﻠﻰ او د ﻫﻐﻪ ﻫﻤﺪﻏﻪ ﺿﺪ او ﻧﺎﭘﻮﻫﻲ وه ﭼﯥ ﭘﻪ ټﻮﻟﻪ ﻧړۍ ﻛﯥ ﻳﯥ د
اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﻟﭙﺎره د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن د وﻳﺰې ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛﻮل ﺳﺘﻮﻧﺰﻣﻦ و ګﺮځﻮل ،ﻃﺒﻴﻌﻲ ده ﭼﯥ دﻏﻪ ډول ﻛﺮﻏﻴړن ﻋﻤﻞ
ﭘﺮ ټﻮﻟﻮ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ډﻳﺮ ﻣﻨﻔﻲ اﻏﻴﺰ درﻟﻮد ،او ددې اﻏﻴﺰ ﭘﺎﻳﻠﯥ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ ﻫﻢ را ورﺳﻴﺪې .ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﻣﺎ
ﭘﺨﭙﻠﻪ د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن څﺨﻪ ،د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﻛﻮرﻧﻴﻮ ﭼﺎرو ﻛﯥ د ﻻﺳﻮﻫﻨﯥ او زﻣﻮﻧږ د ﻫﻴﻮاد او وﻟﺲ ﻟﻪ ﭘﺎره
د ښﻪ ﻧﻴﺖ د ﻧﻪ درﻟﻮدو ﭘﻪ اﺳﺎس ،ښﻪ ﺧﺎﻃﺮه ﻧﻪ درﻟﻮده او ددې ﺳﺮه ﺳﺮه ﭼﯥ زﻳﺎت ﺷﻤﻴﺮ دوﺳﺘﺎن ﻣﯥ ﺗﺮ
اوﺳﻪ ﻫﻢ ،ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د اﻣﻨﻴﺘﻲ ﺳﺘﻮﻧﺰو د ﺷﺘﻮن ﭘﻪ اﺳﺎس ،ﭘﻪ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﻛﯥ اوﺳﻴږي ،ډﻳﺮه ﻣﻮده
ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﺗﻪ ﺳﻔﺮ ﻧﻪ و ﻛړى ،ﺧﻮ اوس ﻣﺠﺒﻮر وم ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ﭘﺎﺳﭙﻮرت دﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﺳﻔﺎرت ﺗﻪ د وﻳﺰې د ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره وﻟﻴږم .دا ﻛﺎر ﻣﯥ وﻛړ ﺧﻮ ﻣﺘﺎﺳﻔﺎﻧﻪ ﭼﯥ زﻣﺎ ﭘﺎﺳﭙﻮرت ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﺳﻔﺎرت ﻛﯥ ﻧﮋدې ﺷﻞ
ورځﯥ ورك و ،او ﺑﻴﺎ ﻣﯥ ﭘﻪ ډﻳﺮ زﺣﻤﺖ د وﻳﺰې د اﺧﺴﺘﻠﻮ ﭘﺮﺗﻪ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛړ .ﻧﻮﭘﻪ دې اﺳﺎس ﭘﻪ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ
13
ﻛﯥ زه ﭘﻪ دې ﻗﺎدر ﻧﻪ ﺷﻮم ﭼﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻰ د اﺟﺮاﻳﯧﻪ ﺷﻮرا ﭘﻪ ﻏﻮﻧډو ﻛﯥ ګډون وﻛړم او ﭘﻪ دې
ﻃﺮﺣﯥ ﺑﺎﻧﺪې د ﺑﺤﺚ وروﺳﺘﻪ د ﺧﭙﻠﯥ راﺳﭙﺎرل ﺷﻮې دﻧﺪې د اﺟﺮا ﻟﻪ ﭘﺎره ،ﭼﯥ ﻣﺎﺗﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ د ﺳﺘﺮ ﺧﻴﺮ
ﻛﺎر ښﻜﺎرﻳﺪه ،د ﭘﻼن ﻣﻄﺎﺑﻖ ﻋﻤﻞ وﻛړم .
زه ﻻ ﭘﻪ ﻫﻤﺪې ﻛﺸﻤﻜﺶ ﻛﯥ وم ﭼﯥ ﺑﻠﻪ ورځ د ﻋﺎﺑﺪي ﺻﻴﺐ ﻟﻪ اړﺧﻪ ﺧﺒﺮ راﻛړل ﺷﻮ ﭼﯥ »:ﻫﻴﺌﺖ ﺑﺎﻳﺪ
ﭘﻪ ﻋﺎﺟﻠﻪ ﺗﻮګﻪ ﺗﺮﻛﻴﯥ ﺗﻪ د ﺗﺮﻛﻴﯥ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭼﺎرو د وزارت د ﻣﺎﻣﻮرﻳﻨﻮ ﭘﻪ ګډون د ﺗﺮﻛﻴﯥ د اﺳﻼﻣﻲ
ﻧﻬﻀﺖ د ﻣﺸﺮ اﺳﺘﺎد ارﺑﻜﺎن ﺳﺮه د ﺧﺒﺮو ﻟﻪ ﭘﺎره ﻫﻠﺘﻪ ورﺷﻲ .دا ﭘﺮوګﺮام د 2010ز ﻛﺎل د اﭘﺮﻳﻞ د
ﻣﻴﺎﺷﺘﯥ ﭘﻪ 22ﻣﻪ ورځ ﺟﻮړﺷﻮى دى .ﻫﻴﺌﺖ د ﭘﺨﻮا ﭘﻪ څﻴﺮ ﭘﻪ ﻫﻤﻐﻮ ﻛﺴﺎﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪې ،ﭼﯥ ﭘﻪ ﻣﺨﻜﻴﻨﻲ
ﻟﻴﻚ ﻛﯥ راﻏﻠﻲ دي ،ﻣﺸﺘﻤﻞ دى ،ﺧﻮ اوس د اروﭘﺎ او اﻣﺮﻳﻜﺎ څﺨﻪ ټﺎﻛﻞ ﺷﻮي د ﻫﻴﺌﺖ ﻏړي ﺑﺎﻳﺪ دې ﻏﻮﻧډى ﺗﻪ وﻻړﺷﻲ «.ﺧﻮﺑﻴﺎ وروﺳﺘﻪ راﺗﻪ ﺟﻮﺗﻪ ﺷﻮه ﭼﯥ دا ﺳﻔﺮ ﭘﺨﭙﻠﻪ د ﻋﺎﺑﺪي ﺻﻴﺐ او د ﺗﺮﻛﻴﻰ
داﺳﻼﻣﻲ ﻏﻮرزﻧګ ﺗﺮ ﻣﻨځ د اړﻳﻜﻮ ﭘﻪ ﭘﺎﻳﻠﻮ ﻛﯥ ﻣﻨﻈﻢ ﺷﻮې و او دﺣﺰب اﺳﻼﻣﻰ د ﻣﺮﻛﺰي دﻓﺘﺮ ﺳﺮه د
ﻣﻮاﻓﻘﯥ وروﺳﺘﻪ ﻳﻰ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ ﺑﻠﻨﻪ راﻛړه .ﺧﻮ ددې ﺳﻔﺮ ټﻮل ﻟږښﺘﻮﻧﻪ ﭘﺨﭙﻠﻪ د ﻫﻴﺌﺖ د ﻏړو ﭘﻪ ﻏﺎړه و .
دا ﺧﺒﺮ ﻣﺎﺗﻪ داﺳﯥ وﺧﺖ ﻛﯥ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﺷﻮ ﭼﯥ زه د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺳﻔﺎرت ﻛﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ورك ﺷﻮي ﭘﺎﺳﭙﻮرت
ﭘﺴﯥ ګﺮزﻳﺪم .ﺑﺎﻻﺧﺮه د ﭘﻮﺳﺘﯥ د رﺳﻴﺪوﻧﻮ او ﭘﻮﺳﺘﯥ ﻣﺎﻣﻮرﻳﻨﻮ دﻫﻠﻮ ځﻠﻮ ﭘﻪ واﺳﻄﻪ ﭘﺎﺳﭙﻮرت ﻫﻤﻠﺘﻪ
ﭘﻪ ﺳﻔﺎرت ﻛﯥ ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ را ﭘﻴﺪا ﺷﻮ ﭼﯥ د ﺳﻔﺎرت د ﻳﻮې ﺳﻜﺮﺗﺮې د ﻣﻴﺰ ﻻﻧﺪې ﭘﺮوت و .ﻣﺎ د
ﺧﭙﻞ ﻫﻴﺌﺖ دواړو ﻏړو ﻫﺮ ﻳﻮ ﻣﺤﻤﺪداود ﻋﺎﺑﺪي او اﻧﺠﻨﻴﺮ اﻣﻴﻦ ﻛﺮﻳﻢ ﺗﻪ ووﻳﻞ ﭼﯥ ﺗﺎﺳﯥ ﺧﭙﻞ ﭘﺮوګﺮام
ﺗﻪ دوام ورﻛړئ ،ځﻜﻪ زﻣﺎ ﺳﻔﺮي ﻛﺎروﻧﻪ ﻻ ﺗﺮ اوﺳﻪ ﻧﺪي ﺗﻜﻤﻴﻞ ﺷﻮي .اﻣﺎ ﻫﻠﺘﻪ د ﻫﻴﺌﺖ ﻏړو دا اﺻﺮار
ﻛﺎوه ﭼﯥ زه ﻫﻢ ﺑﺎﻳﺪ ﭘﻪ دې ﻏﻮﻧډو ﻛﯥ ﻣﻮﺟﻮد و اوﺳﻢ .ﺑﺎﻻﺧﺮه ،د ﭘﺎﺳﭙﻮرت د ﭘﻴﺪاﻛﻴﺪو وروﺳﺘﻪ د ﺗﺮﻛﻴﯥ ﭘﻪ ﻟﻮر روان ﺷﻮم ،ﺧﻮ زﻣﺎ د ﺗګ ﻧﻪ ﻣﺨﺘﻪ ﻫﻠﺘﻪ دﻫﻴﺌﺖ دې دوو ﻏړو د ﭘﺨﻮا څﺨﻪ د ﺟﻮړ ﺷﻮي
ﭘﺮوګﺮام ﭘﻪ ﻣﻄﺎﺑﻖ ﺧﭙﻞ ﻛﺎروﻧﻪ ﺗﺮ ډﻳﺮه ﭘﻮرې ﺳﺮ ﺗﻪ رﺳﻮﻟﻰ وو ،او ﺑﻴﺎ ﻳﯥ زﻣﺎ د ورﺳﻴﺪو ﺳﺮه ﺳﻢ ټﻮل
ﺟﺮﻳﺎﻧﺎت را ﺗﻪ ووﻳﻞ .ﺗﺮﻛﻴﻪ اوس د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻏﻤﻴﺰې ﭘﻪ اړه ﻏﻮاړي ﻳﻮ ﻣﻨځګړى رول وﻟﻮﺑﻮي ﻧﻮ ددې
ﻟﻪ ﭘﺎره ﭼﯥ د ﺗﺮﻛﻴﯥ ﭘﻪ ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﺗﺎرﻳﺦ او د اوﺳﻨﻲ ﻧﻈﺎم ﭘﻪ اړه ﻣﻌﻠﻮﻣﺎت ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛړو ،ﻻﻧﺪې ﻟﻴﻜﻨﯥ ﺗﻪ ﻣﻮ ﺗﻮﺟﻪ را اړوم :
٭٭٭٭٭ ﺗﺮﻛﻴﻪ د ﻧﺎټﻮ ﭘﻪ ﻏړو ﻫﻴﻮادوﻧﻮﻛﯥ ﻳﻮازﻧﯥ اﺳﻼﻣﻰ ﻏړى ﻫﻴﻮاد دې ،او د ﻧﺎټﻮ د ﻫﻤﺪې ﻏړﻳﺘﻮب ﭘﻪ اﺳﺎس ﻳﯥ ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻧﻈﺎﻣﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ اﺳﺘﻮﻟﻲ دي ،ﺧﻮ واﻳﻲ ﭼﯥ ﻧﻈﺎﻣﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ
ﻧﻈﺎﻣﻲ ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ ﻛﯥ ګډون ﻧﻪ ﻟﺮي .
ﺗﺮﻛﻴﻪ ﻳﻮاﺳﻼﻣﻲ ﻫﻴﻮاد دى ﭼﯥ ﺗﺮ دې ﻧﮋدې ﻣﻮدې ﭘﻮرې د ﺗﺮﻛﺎﻧﻮ د ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﻣﺸﺮ ﻛﻤﺎل اﺗﺎﺗﺮك ﻟﻪ اړﺧﻪ
ﻳﻮ ﺳﻴﻜﻮﻟﺮ او ددﻳﻦ اوﻣﺬﻫﺐ څﺨﻪ ازاد ﻣﻤﻠﻜﺖ اﻋﻼن ﺷﻮې و .د ﺗﺮﻛﺎﻧﻮ د ﻋﺜﻤﺎﻧﻲ اﻣﭙﺮاﻃﻮرۍ د ړﻧګﻴﺪو وروﺳﺘﻪ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﭼﯥ ﺗﺮﻛﻲ ﭘﻮځ د ټﻮﭘﻚ ﭘﻪ زور ﻛﻤﺎل اﺗﺎﺗﺮك ځﻮاك ﺗﻪ ورﺳﺎوه ،ﻧﻮ ﻫﻐﻪ
ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ ﻟﻮﻣړې د ﺗﺮﻛﻴﯥ د اﺳﻼﻣﻲ ﻫﻮﻳﺖ د ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ وړﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﻮ داﺳﯥ اﺳﺎﺳﻲ ﻗﺎﻧﻮن ﺟﻮړ ﻛړ ﭼﯥ
ﺗﺮ ﺷﺎ ﻳﯥ د ﺗﺮﻛﻴﯥ ځﻮاﻛﻤﻦ ﭘﻮځ و درﻳﺪ ،ﻫﻐﻪ د دې ﻗﺎﻧﻮن د ﺳﺎﺗﻨﯥ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﺗﺮﻛﻴﯥ ﭘﻮځ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻗﺎﻧﻮن
ﻛﯥ ﺧﺎص ځﺎى ورﻛړ .داﺳﯥ ﺳﻴﻜﻮﻟﺮﻳﺰم ﻳﯥ ﭘﻪ ﺗﺮﻛﻴﯥ ﻛﯥ رواج ﻛړ ﭼﯥ ان ﻏﺮﺑﻲ ﺳﻴﻜﻮﻟﺮ ﻫﻴﻮادوﻧﻪ ﻳﯥ
ﭼﯥ د ﺳﻴﻜﻮﻟﺮﻳﺰم ﺑﻨﺴټ اﻳښﻮدوﻧﻜﻰ وو ځﺎﻧﺘﻪ ﺣﻴﺮان ﻛړل .ځﻜﻪ د ﺳﻴﻜﻮﻟﺮﻳﺰم ﻣﻌﻨﻰ ﭘﺮ ﻣﺬﻫﺐ ﻧﻪ وﻻړ
14
ﺣﻜﻮﻣﺖ دى ،ﭘﻪ داﺳﯥ ﻧﻈﺎﻣﻮﻧﻮ ﻛﯥ د اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ ازادي او داﺳﯥ ﺧﭙﻠﻪ ﺧﻮښﻪ ﭼﯥ ﻧﻮرو ﺗﻪ د ﺿﺮر د
رﺳﻮﻟﻮ ﺳﺒﺐ ﻧﻪ ګﺮځﻲ ﺗﻀﻤﻴﻦ ﺷﻮې وي .ﻫﻤﺪا ﻋﻠﺖ دى ﭼﯥ ﭘﻪ ټﻮﻟﻮ ﻏﺮﺑﻲ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﻛﯥ ﭼﯥ د
ﺟﻤﻬﻮرﻳﺖ ﺷﺎﺗﻪ ﻳﯥ دﺳﻴﻜﻮﻟﺮﻳﺰم ﻓﻜﺮ او اﻳډﻳﺎﻟﻮژي ﺣﺎﻛﻤﻪ ده ،د ﺧﻠﻜﻮ ﭘﻪ ﻣﺬﻫﺐ او دﻫﻐﻮى ﭘﻪ رواج او ﻛﻠﺘﻮر ﺑﺎﻧﺪې ﺑﻨﺪﻳﺰ ﻧﻪ دى ﻟګﻴﺪﻟﯥ .ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ دې آﻧﺪ ﻛﯥ اوس ډﻳﺮ څﻪ ﺑﺪﻟﻮن ﺗﺮ ﺳﺘﺮګﻮ ﻛﻴږي ،ځﻜﻪ د ﻓﺮاﻧﺴﯥ ،ﺳﻮﻳﺴﺰرﻟﻴﻨډ ،ﺟﺮﻣﻨﻲ ،ﻫﺎﻟﻴﻨډ او ﭘﻪ ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﺳﻜﻨﺪﻧﻮي ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ اﺳﻼﻣﻲ ﺣﺠﺎب، اﺳﻼﻣﻲ ﻟﺒﺎس ،د ﻣﺴﺠﺪوﻧﻮ د ﻣﻨﺎروﻧﻮ ﭘﻪ ﺟﻮړوﻟﻮ ،او د ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﻮ ښځﻮ د ﻧﻘﺎب ﭘﻪ اﻏﻮﺳﺘﻮ ﺑﺎﻧﺪې ،ﭘﻪ
اروﭘﺎ ﻛﯥ د اﺳﻼم د ﺧﭙﺮاوي او دې ﻟﻮري ﺗﻪ د ﺧﻠﻜﻮ د رﺟﺤﺎن د ﺑﻨﺪﻳﺪو ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﻳﻮ ﻟړ ﻧﺎروا ﺑﻨﺪﻳﺰوﻧﻪ
ﻟګﻴﺪﻟﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ددې ټﻮﻟﻨﻮ د اﻧﺴﺎﻧﻲ ﺣﻘﻮﻗﻮ ﺧﻮاﺧﻮږي ﻳﯥ ﻫﻢ ﻣﺨﺎﻟﻒ دي اوددې ﻫﻴﻮادو ﭘﺮ
وﻟﺴﻮﻧﻮ ﻳﯥ ﻫﻢ ﻣﻨﻔﻲ اﻏﻴﺰ ﺷﻴﻨﺪﻟﯥ دى ،ﺧﻮ د ﺗﺮﻛﻴﯥ د ﻛﻤﺎل اﺗﺎﺗﺮك او د ﻫﻐﻪ ﻧﻪ ﭘﻪ ﻣﻴﺮاث را ﭘﺎﺗﻪ ﺷﻮي ﭘﻮځ د ﺳﻴﻜﻮﻟﺮﻳﺰم ﻟﻪ ﭘﺎره داﺳﯥ ﺑﻨﺴټﻮﻧﻪ ﺟﻮړ ﻛړل ﭼﯥ ﺗﺮ ﻣﺨﻪ ﻳﯥ د ﺗﺮﻛﻲ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﻮ ښځﻮ ﺗﻪ ددې ﻣﺠﺎل ﻧﻪ
ورﻛﻮل ﻛﻴﺪه او اوس ﻫﻢ ﻧﻪ ورﻛﻮل ﻛﻴږي ﭼﯥ دﺧﭙﻠﯥ ﺧﻮښﯥ اﺳﻼﻣﻲ ﻟﺒﺎس واﻏﻮﻧﺪي ،زﻳﺎﺗﯥ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﯥ
ﻧﺠﻮﻧﯥ د ﺣﺠﺎب د اﻏﻮﺳﺘﻮ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ د ﻋﻠﻤﻲ ﻣﺆﺳﺴﻮ او ﭘﻮﻫﻨﺘﻮﻧﻮﻧﻮ څﺨﻪ وﺷړل ﺷﻮې ،ان ﺗﺮ دې ﭼﯥ د ﺗﺮﻛﻴﯥ ﭘﺎرﻟﻤﺎن ﺗﻪ د ﺧﻠﻜﻮ دراﻳﻮ ﭘﻪ اﺳﺎس ټﺎﻛﻞ ﺷﻮې ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﻪ ښځﻪ د ﺧﭙﻞ ﺳﺮ څﺨﻪ د ﺣﺠﺎب د
ﭘړوﻧﯥ د ﻧﻪ ﻟﺮې ﻛﻮﻟﻮ ﭘﻪ اﺳﺎس د ﻫﻐﻪ ﻫﻴﻮاد د ﭘﺎرﻟﻤﺎن څﺨﻪ وﺷړل ﺷﻮه .
»اﺳﻼم ﭘﻪ ﺗﺮﻛﻴﻪ ﻛﯥ داﺳﯥ ﺗﻌﺮﻳﻒ ﺷﻮى ،اﺳﻼم ﺗﺮﻛﻲ دى ﻳﻌﻨﯥ د ﺗﺮﻛﻴﯥ دﻛﻠﺘﻮر ﻳﻮه ﺑﺮﺧﻪ ده.
ﭘﻪ ﺗﺮﻛﻴﻪ ﻛﯥ ﻟﻴڅﻴﺰم ﻳﺎ د دوﻟﺖ اوﻣﺬﻫﺐ ﺗﺮﻣﻨځ د ﺑﻴﻠﺘﻮن ﺳﻴﺎﺳﺖ داﺳﯥ ﻧﻪ ﻋﻤﻠﯥ ﻛﻴږي ﻟﻜﻪ ﻓﺮاﻧﺴﻮي اﻧﻘﻼب ﭼﯥ د د وﻟﺖ او ﻣﺬﻫﺐ ﺑﻴﻞ واﻟﻰ ﺗﻌﺮﻳﻔﻮي .ﭘﻪ ﺗﺮﻛﻴﻪ ﻛﯥ ﻟﻴڅﻴﮋم ﭘﻪ دې ﻣﺎﻧﺎ دى ﭼﯥ دوﻟﺖ ﻣﺬﻫﺐ
ﻟﻪ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻓﻌﺎﻟﻴﺘﻮ څﺨﻪ ﻣﻨﻊ ﻛړي او ﻫﻐﻪ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻓﻌﺎﻟﻴﺘﻮﻧﻪ ﭼﯥ د دوﻟﺖ ﭘﻪ وړاﻧﺪې او ﻳﺎ دوﻟﺖ ﻛﻤﺰورى ﻛﻮي ﻟﻪ ﻳﻮې ﻣﺨﻪ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ وړي،ﭘﻪ ﺳﯧﻜﻮﻟﺮﻳﺰم ﻛﯥ د دوﻟﺖ او ﻣﺬﻫﺐ ﺗﺮﻣﻨځﻪ اړﻳﻜﯥ ﻳﻮ ډول رﺳﻤﻲ ﺑڼﻪ ﻟﺮي .ﻣﺬﻫﺐ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻛﻨټﺮول ﻛﻴږي ﺗﺮ څﻮ ﭼﯥ ﻣﺬﻫﺐ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻧﻪ ﺷﻲ .
ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ ﺗﺮﻛﻴﻪ ﻳﻮ ﻻﻣﺬﻫﺒﻪ ﻳﺎ ﺳﯧﻜﻮﻟﺮ دوﻟﺖ ﻟﺮي .ﺧﻮټﻮل ﺗﺮﻛﺎن ﻻﻣﺬﻫﺒﻪ ﺧﻠﻚ ﻧﻪ دي .ﻳﻮه
ﺑﺮﺧﻪ
ﺑﻨﺴټﭙﺎل
ﺳﻴﻜﻮﻟﺮ
او
ﺑﻠﻪ
ﺑﺮﺧﻪ
ﺑﻨﺴټﭙﺎل
اﺳﻼﻣﭙﺎﻟﻪ
دي.
د ﺗﺮﻛﻴﯥ د ﻣﺬﻫﺒﻲ ﭼﺎرو)ﭘﺨﻮاﻧﻰ( وزﻳﺮ ﻣﺤﻤﺪ اﻳﺪﻳﻦ ﻳﻮه ﻧﻮې ﺧﺒﺮه ﻛﻮي ﭼﯥ د وﻟﺴﻮاﻛۍ ﺑﻨﺴټﻴﺰه ارزښﺘﻮﻧﻪ ﺑﺎﻳﺪ ﻣﺬﻫﺒﻲ ﺑﻨﺴټﻮﻧﻪ وﻟﺮي .وﻟﺴﻮاﻛﻲ ﺑﺎﻳﺪ ﭘﻪ اﺳﻼﻣﻲ ﻫﻴﻮادو ﻛﯥ اﺳﻼﻣﻲ رﻳښﯥ وﻟﺮي . د ﻣﺬﻫﺒﻲ ﭼﺎرو)دﻏﻪ ﭘﺨﻮاﻧﻲ( وزﻳﺮ ووﻳﻞ ،ﭘﻪ ﺗﺮﻛﻴﻪ ﻛﯥ دﻫﻐﯥ ﭘﯧﺮ ﭘﺎى را رﺳﻴﺪﻟﻰ دى ﭼﯥ ﻣﺬﻫﺐ دوﻟﺖ
ﺗﻪ اړ و .ﻟﻪ ﻫﻤﺪې ﺳﺮه د ﻣﺬﻫﺐ او دوﻟﺖ ﺗﺮﻣﻨځ د ﺑﻴﻠﺘﻮن ﺳﻴﺎﺳﺖ ﺗﻪ دﻧﻮي ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻛﻠﺘﻮر ﭘﻪ ﺧﭙﺮوﻟﻮ ﺳﺮه دﭘﺎى
ټﻜﻰ
اﻳښﻮدل
ﻛﻴږي
.
ﭘﺮ ﻣﺬﻫﺐ ﻧﻪ وﻻړ دوﻟﺖ ﻛﯥ ﻣﺬﻫﺒﻲ ﻣﻠﻲ ګﻮﻧﺪوﻧﻪ راﻣﻨځﺘﻪ ﺷﻮل .ﭘﻪ) 1970ﻛﺎل( ﻛﯥ ﻧﺠﻢ اﻟﺪﻳﻦ ارﺑﻜﺎن د
ﻣﻠﻲ ﺳﻼﻣﺘۍ ګﻮﻧﺪ ﺑﻨﺴټ ﻛﻴښﻮد .دوى ،د دﻏﻪ ﻧﺎ اﺳﻼﻣﻲ ﺗﺮﻛﻲ ﺳﻴﺴﺘﻢ ﭘﺮ ځﺎې ﻳﻮ ډول اﺳﻼﻣﻲ دوﻟﺘﻲ ﻣﻮډل ﻏﻮښﺘﻪ .ﭘﻪ ) 1990ﻛﺎل( ﻛﯥ ﺑﻴﺎ د رﻓﺎ ګﻮﻧﺪ دﺧﭙﻞ ﺷﻌﺎر ﻟﻪ ﻣﺨﯥ ،ټﻮﻟﻮ ﺗﻪ دﻋﺪل ﻧﻈﺎم اوﻧﻈﻢ
ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې ﺑﺮي ﺗﻪ ﻻره وﻣﻮﻧﺪه او د) 1996ﻛﺎل( وﻟﺴﻲ ﺟﺮګﯥ ټﺎﻛﻨﯥ ﻳﯥ وګټﻠﯥ .دﻏﻪ ګﻮﻧﺪ د ﻋﺪل ﻧﻈﺎم
ﭘﻪ اﺳﻼﻣﻲ دوﻟﺖ ﻛﯥ ﻟټﻮي او ﻧﻮرو ﺑﻴﺎوﻳﻞ ،ﭼﯥ ﻟﻪ دې ﺳﺮه ﻛﻤﺎﻟﻴﺴﺘﻲ دوﻟﺘﻲ ﭘﺮﻧﺴﻴﭙﻮﻧﻪ ﺗﺮ ﭘﻮښﺘﻨﯥ
ﻻﻧﺪې را ځﻲ .ﻟﻮﻣړي وزﻳﺮ ارﺑﻜﺎن ﺧﭙﻞ ﻟﻮﻣړي ﺳﻔﺮوﻧﻪ ﻟﻴﺒﻴﺎ ،اﻳﺮان ﺗﻪ ﺗﺮﺳﺮه ﻛړل او داﺧﻮان اﻟﻤﺴﻠﻤﻴﻦ د
15
ګﻮﻧﺪ ﻟﻪ ﻏړو ﺳﺮه ﻳﯥ وﻛﺘﻞ .دټﺎﻛﻨﻮد ﻛﻤﭙﺎﻳﻦ ﭘﺮ ﻣﻬﺎل زرﻏﻮن ﺑﻴﺮﻏﻮﻧﻪ ښﻮرﻳﺪل او د ﺳﻴﻜﻮﻟﺮﻳﺰم د ﭘﺎى ﺷﻌﺎروﻧﻪ ورﻛﻮل ﻛﻴﺪل.
ﭘﻪ) 1997ﻛﺎل( ﻛﯥ د ﻓﺒﺮوري ﭘﻪ) 28ﻣﻪ( ﭘﻮځ ﭘﻪ واﺿﺢ ډول د رﻓﺎه ګﻮﻧﺪ ﭘﻪ ﺳﻴﺎﺳﺖ ﻛﯥ ﻣﺪاﺧﻠﻪ وﻛړه او
اﻋﻼن ﻳﯥ وﻛړ ﭼﯥ اﺳﻼﻣﻴﺰم ﻫﻴﻮاد ﺗﻪ ﻳﻮ ﻟﻮى ګﻮاښ دى .د ﻫﻤﺪې ګﻮﻧﺪ څﺨﻪ ﺑﻴﺎ د ا.ك .پ .د ﻋﺪاﻟﺖ او ﺣﺎﻛﻢ
ﭘﺮﻣﺨﺘګ
ګﻮﻧﺪ
د
ﭘﻴﻞ
وﻛړ
ﻃﻴﺐ
رﺟﺐ
اردوګﺎن
ﭘﻪ
ﻣﺸﺮۍ
راﻣﻨځﺘﻪ
ﺷﻮ.
ﭘﻪ) 1996ﻛﺎل( د ﺟﻮﻻې ﭘﻪ ﻣﻴﺎﺷﺖ د ﻛﻤﺎﻟﻴﺴﺘﻲ ﺗﺮﻛﻴﯥ ﭘﻪ ﺗﺎرﻳﺦ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻟﻮﻣړى ځﻞ ﻳﻮاﺳﻼﻣﻲ ﺑﻨﺴټﭙﺎﻟﻪ
ﺧﻮځښﺖ
ﭼﯥ
ددﻏﯥ
ﻫﻴﻮاد
ﺗﺎرﻳﺦ
وټﺎﻛﯥ.
ﭘﻪ ) 2002ﻛﺎل( د ﻧﻮاﻣﺒﺮ ﻣﻴﺎﺷﺘﯥ ﭘﻪ درﻳﻤﻪ ﻧﯧټﻪ ا.ك .پ .د ﻧﻮي اﺳﻼﻣﻲ ﺳﻴﺎﺳﺖ ﻟﻪ ﻻرې د وﻟﺴﻲ ﺟﺮګﯥ
ټﺎﻛﻨﯥ ﭘﻪ ﺣﻴﺮاﻧﻮوﻧﻜﯥ ډول وګټﻠﯥ او واك ﻳﯥ ﺗﺮﻻﺳﻪ ﻛړ .رﺟﺐ ﻃﻴﺐ اردوګﺎن او ﻋﺒﺪاﷲ ګﻞ د ګﻮﻧﺪ
ﺑﻨﺴټ اﻳښﻮدوﻧﻜﻲ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ) دﻳﻮﻟړ ﺧﺎﺻﻮ ﻣﺠﺒﻮرﻳﺘﻮﻧﻮ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ ( ﻛﻤﺎﻟﻴﺴﺘﻲ اﻳډﻳﺎﻟﻮژۍ ﺗﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﺳﻴﺎﺳﺖ ﻛﯥ ځﺎى ورﻛړ .د ﺷﻌﺎري ﺣﺮﻛﺘﻮﻧﻮ ﻣﺨﻪ ﻳﯥ وﻧﻴﻮه .دا ګﻮﻧﺪ اوس ځﺎن وﻟﺴﻲ ﻣﺤﺎ ﻓﻈﻪ ﻛﺎرګﻮﻧﺪ
ﻣﻌﺮﻓﻲ
ﻛﻮي
ﻟﻜﻪ
ﭘﻪ
اﻟﻤﺎن
ﻛﯥ
واﻛﻤﻦ
ﻣﺴﻴﺤﻲ
دﻣﻮﻛﺮات
اﺗﺤﺎد
ګﻮﻧﺪ.
رﺟﺐ ﻃﻴﺐ اردوګﺎن ﭘﺨﻮا د ﺷﭙﺎړس ﻣﻴﻠﻴﻮﻧﻲ ښﺎر اﺳﺘﺎﻧﺒﻮل ښﺎروال ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ اﺳﻼﻣﻲ ﺳﻤﺒﻮﻟﻴﻜﯥ ﭘﺮوژې او ﭘﻼﻧﻮﻧﻪ ﻃﺮﺣﻪ او ﭘﻠﻲ ﻛړي وو ،ﻟﻜﻪ ﻳﻮ ﺳﺘﺮﺟﻮﻣﺎت د ﺗﻘﺴﻴﻢ ﭘﻪ ﺳﻴﻤﻪ ﻛﯥ،د ﻳﻮ ﻟﻮﻳﺪﻳځ ډوﻟﻪ ﻛﻠﺘﻮري
ژوﻧﺪ
ﻣﺮﻛﺰ ﺟﻮړول ،ﭘﺮ ﺷﺮاﺑﻮ ﺧﺮڅﻮﻟﻮ ﻟږ څﻪ ﺑﻨﺪﻳﺰ او
داﺳﯥ ﻧﻮرې ﭘﺮوژې
.
ﭘﻪ) 2009ﻛﺎل( ﻛﯥ د ﻓﺎرن ﭘﺎﻟﻴﺴۍ اﺧﺒﺎر ښﺎﻏﻠﻰ اردوګﺎن د روان ﻛﺎل د ﺳﻴﻤﯥ او ﻣﻨځﻨﻲ ﺧﺘﻴځ د ښﻮ او
ﻣﺨﻮرو ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻣﺸﺮاﻧﻮ ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ وټﺎﻛﻪ .د ﻓﺎرن ﭘﺎﻟﻴﺴﻰ رﺳﻨۍ ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﺑﻬﺮﻧﻲ ﺳﻴﺎﺳﺖ ﭘﻪ اړه
ﺧﭙﺮﻳږي ،د ﺗﺮﻛﻴﯥ ﻟﻮﻣړى وزﻳﺮ ﻳﯥ د ﻧړﻳﻮاﻟﯥ دﻳﭙﻠﻮﻣﺎﺳۍ او ﺳﺘﺮاﺗﯧﮋۍ ﻳﻮ ﻟﻮى ﻟﻮﺑﻐﺎړى وﺑﺎﻟﻪ .اﺧﺒﺎر د اردوګﺎن ﭘﻪ اړه داﺳﯥ ﻟﻴﻜﻲ » :اردوګﺎن ﻛﻮم ﻧﻮى ﺳﻴﺎﺳﻲ ﭼﺎرواﻛﻰ ﻧﻪ دى ،دى اوس د ﻣﻨځﻨﻲ ﺧﺘﻴځ د
ﺳﻴﺎﺳﺖ او ډﻳﭙﻠﻮﻣﺎﺳۍ اﺻﻠﻲ ﻟﻮﺑﻐﺎړى دى .ﺗﺮﻛﻴﻪ ﻋﻤﻼًد اﺳﺮاﻳﻴﻠﻮ ﺳﺮه ﻟﻪ ﭘﺨﻮا څﺨﻪ ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋﻳﻚ
ﻣﻠګﺮﺗﻮب ﻟﺮي .دااړﻳﻜﯥ د ﺳﺎړه ﺟﻨګ ﭘﻪ ﻣﻬﺎل ﺟﻮړې ﺷﻮﻳﺪي .ﺗﺮﻛﻴﻪ او اﺳﺮاﻳﻴﻞ دواړه د اﻣﺮﻳﻜﯥ ﺳﺮه د
ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﺷﻮروي اﺗﺤﺎد ﭘﻪ وړاﻧﺪې ﻣﺘﺤﺪ وو« .ﺧﻮ د ﺗﺮﻛﻴﯥ ﭘﺮ ﻫﻐﻪ ﻛﻮﻣﻜﻲ ﺑﻴړۍ ،ﭼﯥ د ﻏﺰې ﺗړاﻧﺪى ﺗﻪ
ﻳﯥ د ژوﻧﺪ د ﺿﺮوري ﺷﻴﺎﻧﻮ ﻛﻮﻣﻜﻮﻧﻪ ﺑﺎرﻛړي وو ،د اﺳﺮاﺋﻴﻠﻮﺣﻤﻠﯥ اوﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﺑﻴړۍ ﻛﯥ د ﻧﻬﻮ ﻛﺴﻪ ﺗﺮﻛﺎﻧﻮ د وژﻟﻮ وروﺳﺘﻪ د اﺳﺮاﺋﻴﻠﻮ او ﺗﺮﻛﻴﯥ ﺗﺮ ﻣﻨځ اړﻳﻜﯥ ډﻳﺮې ﺧړ ې ﭘړ ې ﺷﻮې او ﺷﻮﻧﯥ ده ﭼﯥ دﻳﭙﻠﻮﻣﺎﺗﻴﻚ اړﻳﻜﯥ ﻳﯥ ﻫﻢ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ وﻻړﺷﻲ .
اردوګﺎن ﻣﺠﺒﻮر ﺷﻮ ﭘﻪ ﻫﻤﺪې ﺳﺨﺘﻮ ﺷﺮاﻳﻄﻮ ﻛﯥ ﺧﭙﻞ ﻣﺨﺎﻟﻔﺖ د اﺳﺮاﻳﻴﻠﻮ ﺳﻴﺎﺳﺖ د ﻏﺰې ﭘﻪ اړه د
ﻣﻨځﻼرو ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﻨځ ﻛﯥ وښﻴﻲ .د ﺑﯧﻠګﯥ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ د ﺳﻮﻳﺲ د داووس ښﺎر ﭘﻪ ﻏﻮﻧډه ﻛﯥ اردوګﺎن د اﺳﺮاﻳﻴﻠﻮﭘﺮ وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺷﻴﻤﻮن ﭘﻴﺮز د ﻧړﻳﻮاﻟﻮ رﺳﻨﻴﻮ ﻣﺦ ﺗﻪ دﻏﺰې د 22ورځﻨۍ ﺟګړې څﺨﻪ ورﺳﺘﻪ ﭘﻪ
ﺷﺪﻳﺪه ﺗﻮګﻪ ﻟﻔﻈﻲ ګﻮزاروﻧﻪ وﻛړل ) .ﭼﯥ دﻫﻐﻪ دا ﻋﻤﻞ ( ﭘﻪ ﺳﻴﻤﻪ ﻛﯥ د ده د ﻣﺤﺒﻮﺑﻴﺖ ﻟﻪ ﻻﻣﻠﻮﻧﻮ څﺨﻪ
ګڼﻞ ﻛﻴږي.
د ا.ك .پ .ﺣﺎﻛﻢ ګﻮﻧﺪ اروﭘﺎﻳﻲ ﺳﻴﺎﺳﺖ ﭘﺮﻛﻮرﻧﻲ ﺳﻴﺎﺳﺖ او دوﻟﺘﻲ ارزښﺘﻮﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪې اﻏﻴﺰه ﻛړﻳﺪه .ﭼﯥ ﻧﻪ
دودﻳﺰه اﺳﻼﻣﻲ ګﻮﻧﺪ رﻓﺎه او ﻧﻪ ﻛﻼﺳﻴﻚ ﻛﻤﺎﻟﻴﺴﺘﻲ ﺳﻴﺎﺳﺖ ﺗﻪ ورﺗﻪ واﻟﻰ ﻟﺮي .ا .ك .پ .ګﻮﻧﺪ او
ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﻪ دې وروﺳﺘﻲ ﻳﻮ ﻛﺎل ﻛﯥ دﺗﺮﻛﻴﯥ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺳﻴﺴﺘﻢ ﻟﻪ ﺑﻞ ﻫﺮ وﺧﺘﻪ اروﭘﺎﻳﻲ ﺷﻮي دى .ﭘﺮ ﻧړﻳﻮاﻟﻮ
16
ﻻﺳﻠﻴﻚ ﺷﻮﻳﻮ ﺗړوﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﻋﻤﻞ ﻛﻴږي ،ﻗﻀﺎﻳﻲ ﺳﻴﺴﺘﻢ رﻳﻔﻮرم ﺗﺮﺳﺮه ﺷﻮ ،د ﺷﻜﻨﺠﯥ ﻣﺨﻪ ﻧﻴﻮل ﺷﻮﻳﺪه،
ټﻮﻟﻨﻴﺰ ﺑﺪﻟﻮﻧﻮﻧﻪ راﻣﻨځﺘﻪ ﺷﻮﻳﺪي .د ا.ك.پ .ﺳﻴﺎﺳﺖ د ﭘﻮځ ﭘﻪ اړه داﺳﯥ دى ﭼﯥ دوى ﺻﺒﺮ ﻛﻮي ﺗﺮڅﻮ ﭘﻪ
ﭘﻮځ ﻛﯥ دﻛﻤﺎﻟﻴﺴﺘﻲ ﭘﺮﻧﺴﻴﺒﻮﻧﻮ ﺳﺎﺗﻮﻧﻜﻮ ﺟﻨﺮاﻻﻧﻮ د ﻣﺘﻘﺎﻋﺪ ﻛﻴﺪو ﺳﺮه ﺧﭙﻞ ﺧﻠﻚ ورو ورو ﭘﻪ ﭘﻮځ ﻛﯥ ځﺎى ﭘﻪ ځﺎى ﻛړي .د ﺗﺮﻛﻴﯥ ﭘﻪ ﺳﻴﺎﺳﺖ ﻛﯥ د ﻛﻤﺎﻟﻴﺴﺘﻲ ﻧﯧﺸﻨﻠﻴﺰم ﭘﻮﻫﺎوي او د ﺗﺮﻛﯥ ژﺑﯥ ﻛﻠﺘﻮري
ﻫﮋﻣﻮﻧﻴﺰم ﭼﯥ دﻫﻴﻮاد ﻣﻠﻲ ﻳﻮواﻟﻲ ﺳﻤﺒﻮل دى ﻟﻪ ﺳﺮه ﭘﺮې ﺑﻴﺎ ﻛﺘﻨﻪ ﺷﻮﻳﺪه .ﭘﻪ دوﻟﺘﻲ ﺗﻠﻮﻳﺰﻳﻮن ﻛﯥ ﻛﺮدي
ﺧﭙﺮوﻧﯥ ﭘﻴﻞ ﺷﻮﻳﺪي .ﻛﺮدي ژﺑﯥ ﺗﻪ اوس ﭘﻪ ښﻮوﻧځﻴﻮ ﻛﯥ اﺟﺎزه ﺷﺘﻪ او ﭘﻪ ﻛﺮدي ژﺑﻪ ځﺎﻳﻮﻧﻮ ﺗﻪ ﻧﻮﻣﻮﻧﻪ
ورﻛﻮل ﻫﻢ ﭘﻴﻞ ﺷﻮﻳﺪي.
د ﺗﺮﻛﻴﯥ ﭘﻪ ﺳﻴﺎﺳﺖ ﻛﯥ اوس ډﻳﺮه ﺳﺨﺘﻪ ﻣﺒﺎرزه د ﻧﻮي ﻋﺜﻤﺎﻧﻲ ﭘﺎن ﺗﺮﻛﻴﺰم اﺳﻼﻣﻲ ﻏﻮرزﻧګ او
ﻛﻤﺎﻟﻴﺴﺘﻲ ﺳﯧﻜﻮﻻرﻳﺴﺘﺎﻧﻮ ﺗﺮﻣﻨځ ﭘﻴﻞ ﺷﻮې .دا ﺑﻪ ﺗﺎرﻳﺦ ﺛﺎﺑﺘﻪ ﻛړي ﭼﯥ ﭘﻪ ﺗﺮﻛﻴﻪ ﻛﯥ ﺑﻪ ﻛﻮﻣﻪ ﻳﻮه ﺧﻮا ﭘﻪ
ﻳﻮوﻳﺸﺘﻤﻪ ﭘﻴړۍ ﻛﯥ ﺑﺮﻻﺳﯥ ﺷﻲ.
د اﻣﺮﻳﻜﯥ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮﭼﺎرو ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﻳﻮ وزﻳﺮ دﺗﺮﻛﻴﻪ ﭘﻪ اړه ﭘﻪ ﻣﺜﺒﺖ اﻧﺪ واﻳﻲ :ﺗﺮﻛﻴﻪ ﻳﻮ ډﻳﺮ ښﻪ ﭘﺮﻣﺦ ﺗﻠﻠﯥ
اﺳﻼﻣﻲ ﻫﻴﻮاد دى .د ﺗﺮﻛﻴﯥ وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺳﻴﺰار ﭼﯥ څﻪ ﻣﻮده ﻣﺨﻜﯥ ﻟﻪ دﻧﺪې ګﻮښﻪ ﺷﻮى و،ﭘﻪ ﻏﺒﺮګﻮن ﻛﯥ
ﭘﻪ ﺳﺨﺘﻮ ټﻜﻮﻛﯥ ووﻳﻞ ،ﺗﺮﻛﻴﻪ ﻳﻮ اﺳﻼﻣﻲ ﻫﻴﻮاد ﻧﻪ دى ،ﺑﻠﻜﯥ ﺗﺮﻛﻴﻪ ﭘﺮ ﻣﺬﻫﺐ ﻧﻪ وﻻړ ﻳﻮ ﻫﻴﻮاد دى. ﺗﺮﻛﻴﻪ د اروﭘﺎ ﻟﭙﺎره ﻧﻪ ،د اﻣﺮﻳﻜﯥ ﻟﭙﺎره ﻣﻬﻤﻪ ده .ﻛﻪ ﺗﺮﻛﻴﻪ د اروﭘﺎﻳﻲ ټﻮﻟﻨﯥ څﺨﻪ وﺷړل ﺷﻲ ،ﻳﻮه
اﺳﻼﻣﻲ ﺗﺮﻛﻴﻪ ﺑﻪ ﺗﺮې ﺟﻮړه ﺷﻲ .اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻟﻪ ﻫﻤﺪې اﻣﻠﻪ ﭘﺮ اروﭘﺎﻳﻲ ټﻮﻟﻨﯥ ﻟﻪ ﺧﭙﻠﯥ اﻏﻴﺰې څﺨﻪ ﻛﺎر اﺧﻠﻲ،
ﺗﺮ څﻮ ﺗﺮﻛﻴﻪ ﭘﻪ اروﭘﺎﻳﻲ ټﻮﻟﻨﻪ ﻛﯥ ﺑﺮاﺑﺮه وﻣﻨﻞ ﺷﻲ او د ﻳﻮ اروﭘﺎﻳﻲ ﻏړي ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ څﻴﺮ ورﺳﺮه ﭼﻠﻨﺪ وﺷﻲ. ﺗﺮﻛﻴﻪ اﻣﺮﻳﻜﯥ ﺗﻪ ﻳﻮه ﻧﻪ ډوﺑﻴﺪوﻧﻜﯥ د ﺟﻨګﯥ اﻟﻮﺗﻜﻮ وړوﻧﻜﯥ ﺑﯧړۍ ده .ﺗﺮﻛﻴﯥ د) 1945ﻛﺎل( څﺨﻪ
راﭘﺪﻳﺨﻮا ﭘﻪ ﻧﺎټﻮ ﻛﯥ د ﺳﺎړه ﺟﻨګ ﭘﻪ ﭘﯧﺮﻛﯥ ﻟﻪ) ( 600000ﻣﯧړه ﭘﻪ ﻣډرﻧﻮ وﺳﻠﻮ ﺳﻤﺒﺎل ﭘﻮځ ﺳﺮه ﻣﻬﻢ رول
ﻟﻮﺑﻮﻟﻰ دى .ﭘﻪ اﻗﺘﺼﺎدي ﻛﭽﻪ د ﻛﺴﭙﻴﻦ ﭘﻪ ﺳﻤﻨﺪرګﻲ ﻛﯥ اټﻜﻞ) ( 150ﻣﻴﻠﻴﺎرده ﺑﻴﺮﻟﻪ اوﻣﻪ ﺗﻴﻞ ﺷﺘﻮن
ﻟﺮي ،ﭼﯥ د ﻧړۍ ﻟﻪ ﺳﺘﺮو زﻳﺮﻣﻮ څﺨﻪ ګڼﻞ ﻛﻴږي .دا اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﻛﻤﭙﻨﻴﻮ ﺗﻪ ډﻳﺮې ﻣﻬﻤﯥ زﻳﺮﻣﯥ دي .د ﺗﻴﻠﻮ
ﭘﺎﻳﭗ ﻻﻳﻦ ﻟﻪ ﺑﺎﻛﻮ څﺨﻪ دﻛﺴﭙﻴﻦ ﺑﺤﻴﺮې ﺗﻪ ورڅﻴﺮﻣﻪ د ﺗﺮﻛﻴﯥ ﺗﺮ ﻛﻴﻬﺎن ﺑﻨﺪره ﭘﻮرې ﭘﻪ ﺗﺮﻛﻴﻪ ﻛﯥ ﻟﻪ ﻧﻮرو
ﭘﺎﻳﭗ ﻻﻳﻨﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﺑﻬﻴږي.
ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې د اﻣﺮﻳﻜﯥ ﻫﻮاﻳﻲ ﺑﺮﻳﺪوﻧﻮ ﭘﻪ ﭘﻨځﻮﻳﺸﺘﻤﻪ ورځ ،اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺧﭙﻠﻮ ﻫﻮاﻳﻲ ﺑﻤﺒﺎرﻳﻮ
ﺗﻪ ﻧﻮر ﻫﻢ زور ورﻛړ .ورﺳﺮه ډﻳﺮو ډﻟﻴﺰورﺳﻨﻴﻮ ﺧﺒﺮ ورﻛړ ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﯥ ﭘﻪ اﻧﻘﺮه ﻛﯥ ﻟﻪ ﺗﺮﻛﻲ ﺣﻜﻮﻣﺖ څﺨﻪ
وﻏﻮښﺘﻞ ﭼﯥ ﺗﺮﻛﻲ ﺳﺮﺗﻴﺮي او اﻓﺴﺮان د ﺷﻤﺎﻟﻲ ټﻠﻮاﻟﯥ دﺗﻘﻮﻳﯥ ﻟﭙﺎره د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﻪ وړاﻧﺪې ورواﺳﺘﻮي . د) ( NTVټﻠﻮﻳﺰﻳﻮن ﺧﺒﺮ ورﻛړو ﭼﯥ د ﻫﻐﻪ ﻣﻬﺎل ﻟﻮﻣړۍ وزﻳﺮ ﺑﻮﻟﻨﺖ ﻫﻴﻮﻳﺖ ﺧﭙﻠﻪ ﻛﺎﺑﻴﻨﻪ د ﻣﺸﻮرې ﻟﭙﺎره
راوﻏﻮښﺘﻠﻪ ،ﺗﺮڅﻮ د اﻣﺮﻳﻜﯥ ﻏﻮښﺘﻨﻪ وڅﻴړي .د) ( CNNټﻠﻮﻳﺰﻳﻮن ﺑﻴﺎ ﺧﺒﺮ ورﻛړ ﭼﯥ ﻟﻪ اﻧﻘﺮې څﺨﻪ د ﻣﺜﺒﺖ ځﻮاب زﻳګﻨﺎل راﻏﻠﻰ دى .ﺗﺮﻛﻴﻪ ﻟﻪ ډﻳﺮې ﻣﻮدې څﺨﻪ د ﺷﻤﺎﻟﻲ ټﻠﻮاﻟﯥ ﺳﺮه ﭘﻪ ﺗﻴﺮه ﺑﻴﺎ ﻟﻪ ﻣﻠﻴﺸﺎﻳﻲ
ﺟﻨﺮال
دوﺳﺘﻢ
ﺳﺮه
ﭼﯥ
ﭘﻪ
ﺟﻨګﻲ
ﺟﺮﻣﻮﻧﻮ
ﺗﻮرن
دى
ﻧږدې
اړﻳﻜﯥ
ﻟﺮي
.
ﺗﺮﻛﻴﻪ ﭘﻪ اﺳﻼﻣﻲ ﻧړۍ ﻛﯥ د دوﻟﺖ ﻳﻮ ﺧﺎص ﻓﻮرم راﻣﻨځﻪ ﺗﻪ ﻛړﻳﺪى .ﻟﻮدﻳځﻪ ﻧړۍ ﺗﺮﻛﻴﻪ ﭘﻪ ﺑﻞ ډول ګﻮري، ﻫﻐﺴﯥ ﻧﻪ ورﺗﻪ ګﻮري ﻟﻜﻪ ګﺎوﻧډي ﻫﻴﻮادوﻧﻪ ﺳﻮرﻳﻪ ،ﻋﺮاق اواﺳﻼﻣﻲ ﻧړۍ ﭼﯥ ورﺗﻪ ګﻮري .
ﺗﺮﻛﻴﯥ ﭘﺨﻮاد ﻧﺎټﻮ ﺳﻮﻳﻠﯥ ﺟﺒﻬﻪ ﺟﻮړه وﻟﻪ ،د ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﺷﻮروي اﺗﺤﺎد ﭘﻪ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ﺗﻠﻠﻮ ﺳﺮه دﻏﻪ ﺟﺒﻬﻪ ﻧﻮره
ﻧﺸﺘﻪ .ﺗﺮﻛﻴﻪ ﻟﻪ ﻫﻤﺪې وﺟﻬﯥ اوس ﭘﻪ ﻳﻮ ﺳﻴﻤﻴﺰه ځﻮاك ﺑﺪﻟﻴږي .ځﻜﻪ د ﻣﺮﻛﺰي اﺳﻴﺎ ﭘﻪ ﺷﭙږ ﺟﻤﻬﻮرﻳﺘﻮﻧﻮ
17
او ﭘﻪ ﻧﻮرو ﻫﻴﻮادو ﻛﯥ ﻟږه ﻛﻲ ﺗﺮﻛﻲ وﻟﺴﻮﻧﻪ اوﺳﻴږي .ځﻨﯥ ﺗﺮﻛﻲ ﻟږه ﻛﻲ ﭘﻪ ﺳﻮرﻳﻪ،ﻋﺮاق،اﻳﺮان او ﻟﻪ
ﺳﻠګﻮﻧﻮ ﻛﻠﻮﻧﻮ څﺨﻪ ﻟږ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﺷﺘﻮن ﻟﺮي .
د ﺗﺮﻛﻴﯥ دﻏﻪ ﺟﻴﻮﭘﻮﻟﻴﺘﻚ ﻣﻮﻗﻌﻴﺖ او ﺗﺮﻛﻲ ﻗﻮﻣﻮﻧﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻛﺘﻮﺳﺮه ﻟﻜﻪ ﻋﺮﺑﻲ ټﻮﻟﻨﻪ ﻳﺎ ﻧړۍ او ﭘﺎن
ﻋﺮﺑﻴﺰم ډول ځﺎن ﺗﻪ ﻏﻮره ﻛﻮي ،ﻟﻪ ﻫﻤﺪې ﻻﻣﻠﻪ ﻣﻮږ ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻮ د ﺗﺮﻛﻲ ﻧړۍ څﺨﻪ ﺧﺒﺮې وﻛړو .دﻏﻪ ﺳﻴﻤﻪ د
ﺑﻠﻘﺎن څﺨﻪ ﻧﻴﻮﻟﯥ ﺗﺮ ﭼﻴﻦ ﺟﻤﻬﻮرﻳﺖ ﺷﻤﺎل ﻟﻮﻳﺪﻳځ ﭘﻮرې رﺳﻴږي .د ﺗﺮﻛﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﺧﻮا ورﺗﻪ ﺧﺘﻴځ ﺗﺮﻛﺴﺘﺎن وﻳﻞ ﻛﻴږي .د ﭼﻴﻦ ﭘﻪ ﻛﺴﻨﻴﻨګ وﻻﻳﺖ ﻛﯥ اټﻜﻞ اﺗﻪ ﻣﻴﻠﻴﻮﻧﻪ ﻣﺴﻠﻤﺎن ﺗﺮﻛﺎن ژوﻧﺪ ﻛﻮي .دﻏﯥ ﻧړۍ ﺗﻪ اټﻜﻞ ) ( 160ﻣﻴﻠﻴﻮﻧﻪ ﺗﺮﻛﻲ وﻟﺴﻮﻧﻪ ورګﺪﻳږي .د ﻳﻮﻧﺴﻜﻮ ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ دوى د ﻧړۍ ﭘﻪ ﭘﻨځﻤﻪ ژﺑﻪ ﺑﺎﻧﺪې ﺧﺒﺮي ﻛﻮي.
د ﺗﺮﻛﻴﯥ د ﭘﺎن ﺗﺮﻛﻴﺰم اﻳډﻳﺎ ﺳﺮه د دوى اروﭘﺎﻳﻲ ﭘﻠﻮه ﺳﻴﺎﺳﺖ ﻻ ژوﻧﺪى دى ،ﺗﺮڅﻮ ﭼﯥ اروﭘﺎﻳﻲ ټﻮﻟﻨﻪ ﺗﺮﻛﻲ دوﻟﺖ ﺗﻪ ﭘﻪ ګټﻪ ﺗﻤﺎﻣﻴږي دوى ﺑﻪ اروﭘﺎﻳﻲ ﭘﻠﻮه ﺳﻴﺎﺳﺖ ﺗﻪ دوام ورﻛړي .ځﻜﻪ ﻻﺗﺮ اوﺳﻪ د ﺗﺮﻛﻲ دوﻟﺘﻮﻧﻮ
ﺗﺮﻣﻨځﻪ دﻏﯥ ﻣﻔﻜﻮرې ﺗﻪ ﺟﻮړﺟﺎړي راﻣﻨځﺘﻪ ﺷﻮي ﻧﺪى .دﭘﺎن ﺗﺮﻛﻴﺰم ﺗﺮﻛﻲ دوﻟﺘﻮﻧﻪ ازرﺑﻴﺠﺎن، ﻗﺰاﻗﺴﺘﺎن ،ﺗﺮﻛﻴﻪ ،ﻛﺮﻏﻴﺴﺘﺎن ،ﺗﺮﻛﻤﻨﺴﺘﺎن ،او زﺑﻜﺴﺘﺎن او ﺷﻤﺎﻟﻲ ﻗﺒﺮص ﻫﻴﻮادوﻧﻪ دي
د ﺗﺮﻛﺎﻧﻮ ﻫﻤﺪا ﺗﻮﻛﻤﻴﺰه ،ﻛﻠﺘﻮري اړﻳﻜﯥ ﭘﻪ ﻣﺮﻛﺰي اﺳﻴﺎ ﻛﯥ د ﻳﻮ ﻧﻮي ﺟﻴﻮﭘﻮﻟﻴﺘﻚ راﺗﻠﻮﻧﻜﻲ ﺳﺮه
ﺗﻨﻈﻴﻤﻮي .ﻛﻤﺎﻟﻴﺴﺘﻲ ﺗﺮﻛﻴﻪ ورو ورو د ﻟﻮﻳﺪﻳځﯥ ﻧړۍ څﺨﻪ ﺑﻴﻠﻮي
ﺑﺎﻳﺪ ﻫﻴﺮه ﻧﻪ ﺷﻲ ﭼﯥ ﺗﺮﻛﻴﻪ اوس د روس ﺳﺮه ﭘﻪ ﻣﺮﻛﺰي اﺳﻴﺎ ﻛﯥ ﭘﻪ رﻗﺎﺑﺖ ﺑﻮﺧﺘﻪ ده .د روس او ﺗﺮﻛﻴﯥ
ﺗﺮﻣﻨځ ﺳﻴﺎﺳﺖ د ﺑﻮﺳﻨﻴﺎﭘﻪ ﺟګړه ﻛﯥ ﻳﻮه ﺑﯧﻠګﻪ وه .ﻛﺘﻮﻧﻜﻲ ﭘﻪ دې ﺑﺎوردي ﭼﯥ ﺗﺮﻛﻴﻪ د ﺑﻠﻘﺎن څﺨﻪ ﻣﺮﻛﺰي اﺳﻴﺎ ﺗﻪ ډﻳﺮ ﭘﺎم ﻛﻮي .ﻋﺜﻤﺎﻧﻲ ﻣﻴﺮاث اوس ﭘﻪ ﻧﻮي اﺳﻼﻣﻲ آﻧﺪه ﻋﺜﻤﺎﻧﻴﺰم ﺑﺪﻟﻴږي ،دﻏﯥ ﻣﻮﺧﯥ ﺗﻪ
اﺳﻼﻣﻲ او ﻛﻤﺎﻟﻴﺴﺘﻲ وﺗﻠﻲ روڼ اﻧﺪي ﻛﺎر ﻛﻮي .دوى ﻫﻤﻐﻪ ﭘﺨﻮاﻧۍ ﻋﺜﻤﺎﻧﻲ اﻣﭙﺮاﺗﻮري د ﺗﺮﻛﻲ وﻟﺴﻮﻧﻮ
څﺨﻪ راﻣﻨځ ﺗﻪ ﻛﻮل ﻏﻮاړي .ﻟﻪ دﻏﯥ ﭘﺎن ﺗﺮﻛﻴﺰم څﺨﻪ اﻳﺮان او ﻋﺮﺑﻲ ﻫﻴﻮادوﻧﻪ ﭘﻪ وﻳﺮه ﻛﯥ دي.
ﭘﻪ ﻟﻨډه ﺗﻮګﻪ ﺑﺎﻳﺪ وواﻳﻮ ﭼﯥ :ﺗﺮﻛﻴﻪ ﻧﻦ ﻳﻮ ﻫﻴﻮاد دى ﭼﯥ د دوو ﻛﻠﺘﻮري ﻛړﻳﻮ ﻟﻪ ﺧﻮا وﻟﻜﻪ ﺷﻮﻳﺪى .ﻟﻪ
ﻳﻮې ﺧﻮا اروﭘﺎ ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ﺳﻴﺎﺳﻲ ،اﻗﺘﺼﺎدي ځﻮاك ﺳﺮه او ﻟﻪ ﺑﻠﯥ ﺧﻮا د ﻋﺮﺑﻲ ﻫﻴﻮادو د اﻏﻴﺰ ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ
ده .ﺗﺮﻛﻴﻪ د اﺗﺎﺗﻮرك ﺗﺮ ﻣﺸﺮۍ ﻻﻧﺪې ﻟﻪ ﻋﺮﺑﻲ او اﺳﻼﻣﻲ ﻫﻴﻮادو څﺨﻪ ﺑﻴﻠﻪ ﺷﻮى اواروﭘﺎ ﺗﻪ ﻳﯥ ﻣﺨﻪ ﻛړې .
دﻏﻪ ﻻره اوس ﺗﺮﻛﺎﻧﻮ ﺗﻪ ډﻳﺮه ګﺮاﻧﻪ ﺷﻮﻳﺪه .
د اروﭘﺎﻳﻲ ټﻮﻟﻨﯥ ﻣﺸﺮان داروﭘﺎﻳﻲ ټﻮﻟﻨﯥ ﭘﻪ اړه ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻛﯥ ﻻﺗﺮ اوﺳﻪ ﭘﻪ ﻳﻮه ﺧﻮﻟﻪ ﺷﻮې ﻧﻪ دي .ښﻲ اړﺧﻪ
ګﻮﻧﺪوﻧﻪ اروﭘﺎﻳﻲ ټﻮﻟﻨﻪ د ﻋﻴﺴﻮﻳﺖ د ارزښﺘﻮﻧﻮ ﻳﻮه ټﻮﻟﻨﻪ ﻳﺎ دﻣﺴﻴﺤﻴﺖ ﻛﻠﻮپ ﺗﻌﺮﻳﻔﻮي .ﻛﻴڼ اړﺧﻪ
ګﻮﻧﺪوﻧﻪ اروﭘﺎﻳﻲ ټﻮﻟﻨﻪ ﻳﻮه ﺳﻴﺎﺳﻲ اﻗﺘﺼﺎدي ټﻮﻟﻨﯥ ﭘﻪ ډول ﭘﻴﮋﻧﻲ .داروﭘﺎﻳﻲ ښﻲ اړﺧﻪ ګﻮﻧﺪوﻧﻮ ﭘﻪ
ﭘﺮﺗﻠﻪ ﻛﻴڼ اړﺧﻪ ګﻮﻧﺪوﻧﻪ ﺗﺮﻛﻴﻪ ﺗﻪ ﻟږ ﺧڼﺪوﻧﻪ ﻣﺦ ﺗﻪ ﻛﻮي .دﺑﯧﻠګﯥ ﭘﻪ ډول ﭘﻪ ﺳﻮﻳﺰرﻟﻴﻨډ ﻛﯥ ښﻲ اړﺧﻪ
ګﻮﻧﺪد ﺟﻮﻣﺎﺗﻮ ﭘﺮ ﻣﻨﺎرو ﺑﻨﺪﻳﺰ ﻟګﻮل ،ﭼﯥ دوى ادﻋﺎ ﻛﻮي ﭘﻪ اروﭘﺎ ﻛﯥ ﻣﻨﺎرې د اﺳﻼﻣﻲ ځﻮاك ﻧښﯥ دي .
ښﻲ اړﺧﻪ ﻣﺴﻴﺤﻴﺎن ﭘﻪ اروﭘﺎ ﻛﯥ د ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﺗﻮﭘﻴﺮي ﭼﻠﻦ ﻫﻢ ﻛﻮي .
ﻧﻨﻨۍ ﺗﺮﻛﻴﻪ د 1980ﻛﺎﻟﻮ ﺗﺮﻛﻴﻪ ﻧﻪ ده .ﭘﻪ ﺗﺮﻛﻴﻪ ﻛﯥ ﺳﺘﺮ ﺳﺘﺮ رﻳﻔﻮرﻣﻮﻧﻪ داداري ﻓﺴﺎد ﭘﻪ وړاﻧﺪې ﭘﻠﻲ ﺷﻮﻳﺪي .ﺗﺮﻛﻴﻪ اوس دﻳﻮ ﺑﺪﻟﻮن ﭘﻪ څﻠﻮر ﻻرې ﻛﯥ وﻻړه ده .ﻣﺴﻠﻤﺎن ﻫﻴﻮاد ﺗﺮﻛﻴﻪ دﻧﻮى ﻋﺜﻤﺎﻧﻲ اﺳﻼﻣﻲ
ﭘﺎن ﺗﺮﻛﻴﺰم اوﻛﻤﺎﻟﻴﺴﺘﻲ ﺳﻴﻜﻮﻻرﻳﺰم ﺗﺮﻣﻨځ ،ﺗﺮﻛﻴﻪ د اﺳﻼﻣﻲ ﻏﻮزﻧګ او دودﻳﺰه اﺳﻼﻣﻲ ﻣﻨځﻼرو
ﺗﺮﻣﻨځ ،ﺗﺮﻛﻴﻪ د اﺳﻼم او ﻟﻮﻳﺪﻳځ ﺗﺮﻣﻨځ ،ﺗﺮﻛﻴﻪ د اروﭘﺎ او اﻣﺮﻳﻜﯥ ﺗﺮﻣﻨځ وﻻړه ده .ﭘﻪ ﺗﺮﻛﻴﻪ ﻛﯥ د
دﻏﻮﺑﺮﺧﻠﻴﻚ ټﺎﻛﻮﻧﻜﻮ اړﺧﻮﻧﻮ ﺗﺮﻣﻨځﻪ ﺗﻮده ﻣﺒﺎرزه رواﻧﻪ ده .ﺗﺮﻛﻲ دوﻟﺖ ﻣﺸﺮان او ﺳﻴﺎﺳﺖ ﭘﻮﻫﺎن ﭘﻪ ډﻳﺮ
18
اﺣﺘﻴﺎط ﺳﺮه ﻟﻪ دﻏﯥ ﺣﺴﺎﺳﻰ څﻠﻮرﻻرې څﺨﻪ د ﺗﻴﺮﻳﺪو ﭘﻪ ﺣﺎل ﻛﯥ ﺑﺮﻳښﻲ .ﺗﺮﻛﺎن دﻛﻤﺎﻟﻴﺰم اﻳډﻳﺎﻟﻮژۍ
ﺳﺮه ورو ورو ﺧﺪاى ﭘﻪ اﻣﺎﻧﻲ ﻛﻮي.
د دﻏﯥ څﻴړﻧﯥ ﭘﻪ ﭘﺎى ﻛﯥ دﻫﻨګټﻮن ﺗﻴﻮري ﭘﻪ ﻏﺒﺮګﻮن ﻛﯥ ﺑﺎﻳﺪ ووﻳﻠﯥ ﺷﻲ ،ﭼﯥ ﺗﺮﻛﻴﻪ ﻧﺸﻲ ﻛﻮﻟﯥ ﭼﯥ د
اﺳﻼﻣﻲ ﻧړۍ ﻣﻨځﺰړى ﻫﻴﻮاد ﺷﻲ ﻟﻜﻪ اﻟﻤﺎن او ﻓﺮاﻧﺴﻪ ﭼﯥ د اروﭘﺎﻳﻲ ټﻮﻟﻨﯥ ﻣﺎﺷﻴﻦ ﻳﺎ ﻣﻨځﺰړى او ﻣﻮډل
ﻫﻴﻮادوﻧﻪ دي .ځﻜﻪ ﭘﻪ اوﺳﻨﻴﻮ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺣﺎﻻﺗﻮ ﻛﯥ ﻋﺮﺑﻲ او ﻧﻪ ﻋﺮﺑﻲ اﺳﻼﻣﻲ ﻫﻴﻮادوﻧﻪ ﺑﻪ د ﺗﺮﻛﻴﯥ دﻏﻪ رول ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻟﻔﺖ وﻛړي .ﺧﻮ ﺗﺮﻛﻴﻪ ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻲ ﭼﯥ د ﺗﺮﻛﻲ وﻟﺴﻮﻧﻮ ﻣﻨځﺰړى ﻫﻴﻮاد وګﺮځﻲ.
ﺗﺮﻛﻴﻪ ﻟﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺳﺮه اوږدې ﺗﺎرﻳﺨﻲ اړﻳﻜﯥ ﻟﺮي .ﺳﯧﻜﻮﻟﺮﻳﺰم د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن اوﺳﻨﻲ ﺣﺎﻻﺗﻮ ﻟﭙﺎره ﻟﻜﻪ د ﻛﻤﻮﻧﻴﺴﺘﻲ زﻫﺮﺟﻨﻮ،ﺗﺮﺧﻮ ﺗﺠﺮﺑﻮ ﺗﻜﺮار ﺑﻪ وي .ﻣﻮږ اﻓﻐﺎﻧﺎن ﺑﺎﻳﺪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻧﻮر د ﻧﻮﻳﻮ ﭘﺮدﻳﻮ
اﻳډﻳﺎﻟﻮﺟﻴﻮ،ﺳﻴﺎﻟﻴﻮ واردوﻟﻮ ډګﺮ وﻧﻪ ګﺮځﻮ .ﺑﯥ ﻟﻪ ﺷﻜﻪ ﻣﻮږ د ﺗﺮﻛﻲ ﺗﺎرﻳﺦ او ﺳﻮﻟﻴﺰه ﺑﻠﻬﺎرﻳﻮ څﺨﻪ ډﻳﺮ څﻪ زده ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻮ.
اﻣﺎ ﭘﻪ ډﻳﺮه ﺧﻮاﺷﻴﻨۍ ﺳﺮه ﺑﺎﻳﺪ ووﻳﻞ ﺷﻲ ،ﭼﯥ اﺳﻼﻣﻲ ﻧړۍ او ﻧړﻳﻮال ﻛﻠﻲ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻛﺘﻮ ﺳﺮه د ﻳﻮ ﻣﺨﻜښ،
ﻣﻨځﻼري ،وﻟﺴﻮاك او داﺳﻼﻣﻲ ﻗﺎﻧﻮن دوﻟﺖ ټﻮﻟﻮ ﺗﻪ دﻣﻨﻠﻮ وړ اﺳﻼﻣﻲ ﻣﻮډل دوﻟﺖ ځﺎى ﻻ ﺗﺶ دى(1) . ٭٭٭٭٭ د ﺗﺮﻛﻴﯥ او اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﺮ ﻣﻨځ د ﭘﺨﻮا څﺨﻪ ډﻳﺮې ﻧﮋدې اړﻳﻜﯥ ﺷﺘﻪ ،ان ﺗﺮ دې ﭼﯥ د ﭘﺨﻮاﻧﻴﻮ
ﺣﻜﻮﻣﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ دوران ﻛﯥ ددې ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ د وﻳﺰې ﺳﺘﻮﻧﺰه ﻫﻢ ﻧﻪ وه ،ددواړو ﻫﻴﻮادو ﺧﻠﻜﻮ ﺑﯥ ﻟﻪ ﻛﻮﻣﻮ ﺳﺘﻮﻧﺰو ﻳﻮ د ﺑﻞ ﻫﻴﻮاد ﺗﻪ ﺳﻔﺮ ﻛﺎوه .دد ې دواړو ﻫﻴﻮادو ﭘﻪ ﻣﺬﻫﺐ ،ﻛﻠﺘﻮر ،رﺳﻢ ورواج ،د
ژوﻧﺪاﻧﻪ ﭘﻪ ﺗګﻼرو او د ژوﻧﺪ ﭘﻪ ﻓﻠﺴﻔﯥ ﻛﯥ دوﻣﺮه ﻳﻮ ﺷﺎﻧﺘﻪ واﻟﻰ ﺷﺘﻮن ﻟﺮي ﭼﯥ ددې دواړو ﻫﻴﻮادوﻧﻮ
ﺟﻼ ﻛﻮل ﺳﺘﻮﻧﺰﻣﻨﻮي ،اوﻫﻤﺪا ښﻴﻲ ﭼﯥ ددوى ﺗﺮ ﻣﻨځ ﻣﺸﺘﺮك ﺗﺎرﻳﺦ ﻫﻢ وﺟﻮد ﻟﺮى .ﻟﻜﻪ ﭼﯥ د ﻣﻮﻻﻧﺎ
ﺟﻼل اﻟﺪﻳﻦ ﺑﻠﺨﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺑﻠﺦ ﻛﯥ ﭘﻴﺪا ﺷﻮى و او ﺑﻴﺎ ﻳﯥ د ﻫﻐﻪ ځﺎﻳﻪ ﻗﻮﻧﻴﻪ ﺗﻪ ﻫﺠﺮت وﻛړ .ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ د ﻏﺰﻧﻮﻳﺎﻧﻮ د ﻛﻮرﻧۍ ﻟړۍ او د ﺳﻠﺠﻮﻗﻴﺎﻧﻮ ﻟړۍ ﻫﻢ د ﻫﻤﺪې ﺗﺎرﻳﺨﻲ واﻗﻌﻴﺘﻮﻧﻮ څﺨﻪ دي ﭼﯥ ددې دواړو ﻫﻴﻮادو ﭘﺮ وﻟﺴﻮﻧﻮ ﻳﯥ ځﺎﻧګړې اﻏﻴﺰ ﻛړﯦﺪې .ﻫﻤﺪا راز ﭘﻪ ﻳﻮه ﻣﺮﺣﻠﻪ ﻛﯥ ددې دواړو ﻫﻴﻮادو
ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﻣﻘﺪرات ﻫﻢ ﺳﺮه را ﻧﻐښﺘﻲ و.
څﺮﻧګﻪ ﭼﯥ ﺗﺮﻛﻴﻪ ﻟﻪ ﻳﻮه اړﺧﻪ د ﻧﺎټﻮ د ټﻠﻮاﻟﯥ د ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﭘﻮځﻲ ﻏړﻳﺘﻮب ﻟﺮي او د ﺑﻠﻪ اړﺧﻪ ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ دې ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د ډﻳﺮ ﭘﺨﻮا څﺨﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻮځﻲ ﻫډې ﺷﺘﻮن ﻟﺮي ،ﻧﻮ ﭘﻪ دې اﺳﺎس ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د ﺑﺮﺑﻨډ ﻳﺮﻏﻞ او ﺑﻴﺎ ﻫﻠﺘﻪ د ﻧﺎټﻮ د ټﻠﻮاﻟﯥ د ﭘﻮځﻲ اﺷﻐﺎل ﺳﺮه ﺳﻢ ﻳﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ ﺧﭙﻞ
ﻋﺴﻜﺮ واﺳﺘﻮل .او اوس ﻫﻠﺘﻪ د ﻧﺎټﻮ دﻏړو ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ ﭘﻪ ډاﻧګ ﭘﻴﯧﻠﻰ ﭘﻮځﻲ ﺷﺘﻮن ﻟﺮي .
ﺧﻮ ﺗﺮﻛﻴﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ دې ﻏﻮښﺘﻨﯥ ﺗﻪ ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ دې ﻧﻮر ﺟﻨګﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ و اﺳﺘﻮي ﺳﻮړ ځﻮاب
ورﻛړى ،دﺗﺮﻛﻴﯥ ﻣﺴﺆﻟﻴﻦ واﻳﻲ ﭼﯥ دوى ﻏﻮاړي ﺧﭙﻞ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ د ﭘﻮځﻲ ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ د ﺳﺎﺣﯥ څﺨﻪ ﺑﻴﺮون
وﺳﺎﺗﻲ .ﺗﺮﻛﻴﯥ ﻫﻤﺪا اوس ﻫﻢ د ﺧﭙﻠﻮ اﺿﺎﻓﻰ ﭘﻮځﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻟﻴږﻟﻮ ﺳﺮه ﻧﮋدې ) ( 1600ﻧﻈﺎﻣﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﻟﺮي،
ﺧﻮ ﺗﺮﻛﺎن واﻳﻲ ﭼﯥ دوى ﻳﻮازې ﻧﻪ ﺟﻨګﻴﺪوﻧﻜﻰ ﭘﻮځ ﻫﻠﺘﻪ اﺳﺘﻮﻟﻰ ﺗﺮڅﻮ ﭘﻪ وران وﻳﺠﺎړ او ﺟﻨګ
ځﭙﻠﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﺳﻮﻟﯥ او ﺛﺒﺎت او ﺑﻴﺎرﻏﻮﻧﯥ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻛﺎر وﻛړى او ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د
اﻣﻴﻨﺘﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ روزﻟﻮ ﻛﯥ ﻣﺮﺳﺘﻪ وﻛړي .
19
ﺗﺮﻛﺎﻧﻮ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻛﻠﻜﻪ وﻳﻠﻲ ﭼﯥ ددوى ﭘﻮځﻮﻧﻪ ﺑﻪ ﻫﻴڅﻜﻠﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ ﺟﻨګﻲ ﻣﻮﺧﻮ ﻛﯥ ﺑﺮﺧﻪ
واﻧﺨﻠﻲ ،د ﺗﺮﻛﻴﯥ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭼﺎرو وزﻳﺮ اﺣﻤﺪ داؤد اوﻏﻠﻮ ﻫﻴﻠﻪ څﺮګﻨﺪه ﻛړې ده ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ وﻟﺴﻤﺸﺮ اوﺑﺎﻣﺎ اوﺳﻨۍ ﺳټﺮاﺗﻴﮋي ﺑﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ ﺳﻮﻟﻪ او ﺛﺒﺎت راوړي .ﻫﻐﻪ ژﻣﻨﻪ وﻛړه ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺑﻪ د
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺑﻴﺎ وداﻧۍ اوﻫﻢ ﻫﻠﺘﻪ د اﻣﻨﻴﺘﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د روزﻧﯥ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻛﺎر وﻛړي .ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ وﻟﺴﻤﺸﺮ اوﺑﺎﻣﺎ د ﺗﺮﻛﻴﯥ څﺨﻪ ﭘﻪ ﻛﻠﻜﻪ و ﻏﻮښﺘﻞ ﭼﯥ د ﻫﻐﻮى ﻧﻪ ﺟﻨګﻴﺪوﻧﻜﻲ ﭘﻮځﻮﻧﻪ ﺑﺎﻳﺪ ﭘﻪ ﺟﻨګﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﺑﺮﺧﻪ واﺧﻠﻲ ﺧﻮ ﺗﺮ ﻛﺎﻧﻮ ورﺗﻪ ډاګﻴﺰه ﻛړه ﭼﯥ » :ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ دا ﻓﺮﺻﺖ ﻧﻪ دى ﻣﻴﺴﺮ « .
ﺗﺮﻛﻴﻪ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﻧﺎټﻮ دټﻠﻮاﻟﯥ د ﻏړي ﭘﻪ ﺻﻔﺖ او د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺳﺮه د ښﻪ ﻣﻠګﺮﺗﻮب ﻟﻪ ﻻرې ﻛﻪ د
ﻳﻮې ﺧﻮا ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﭘﻮځﻲ ﺷﺘﻮن ﻟﺮي ﺧﻮ د ﺑﻠﻪ اړﺧﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اوﺳﻨﻲ ﺑﺤﺮان دﺣﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻧﻪ
ﺳﺘړﻳﻜﻴﺪوﻧﻜﯥ ﻫﻠﯥ ځﻠﯥ ﻫﻢ ﻛﻮي .دا ﻫﻠﯥ ځﻠﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ رﺳﻤﻲ ﭼﻮﻛﺎټ ﻛﯥ ددوﻟﺖ ﻟﺨﻮا ﺗﺮ ﺳﺮه ﻛﻴږي اوﻫﻢ
ﭘﻪ ﻏﻴﺮ رﺳﻤﻲ ﺗﻮګﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اوﺳﻨﻲ ﻧﻈﺎم او ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﺑﻴﺮوﻧﻲ اﺷﻐﺎل ﭘﻪ ﺧﻼف د را
وﻻړ ﺷﻮي ﺟﻬﺎدي ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﺳﺮه د ﺗﻤﺎس او اړﻳﻜﻮ ﭘﻪ ﻧﻴﻮﻟﻮ او ﺗﺮﻛﻴﯥ ﺗﻪ د ﺧﺒﺮو ﻟﻪ ﭘﺎره د ﻫﻐﻮى د راﺑﻠﻠﻮ
ﻟﻪ ﭘﺎره ﺗﺮ ﺳﺮه ﻛﻴږي.
د) 2010ز ﻛﺎل ( د ﺟﻨﻮري ﭘﻪ ﻣﻴﺎﺷﺖ ﻛﯥ د ﺗﺮﻛﻴﯥ ﺧﺎرﺟﻪ وزﻳﺮ اﺣﻤﺪ داؤد اوﻏﻠﻮ ووﺋﻞ دﻏﻪ ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻟﻪ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺑﻬﻴﺮ ﺳﺮه د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻳﻮ ځﺎى ﻛﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎره اﺳﺎﺳﻲ رول ﻟﻮﺑﻮﻟﻰ ﺷﻲ .ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ
ﺧﺒﺮو ﻛﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن او ﺗﺮﻛﻴﯥ ﺗﺮﻣﻴﻨځ ﭘﺮ ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﭘﻴﻮﻧﺪوﻧﻮ ﭘﻪ ټﻴﻨګﺎر ﺳﺮه ووﻳﻞ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻟﻪ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺑﻬﻴﺮ ﺳﺮه د ﻳﻮځﺎى ﻛﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎره د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ راﺿﻲ ﻛﻮل دﻏﻪ ﻫﻴﻮاد ﺗﻪ د ځﻮاك ﻟﻪ ﻟﻴږﻟﻮ ﻻ ﻣﻬﻤﻪ ده(2) .
ﻫﻤﺪا راز دﻏﻪ راﭘﻮر ښﻴﻲ ﺗﺮﻛﻴﯥ د درې اړﺧﻴﺰې ﻏﻮﻧډې ﻟﭙﺎره د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن او ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﻣﺸﺮاﻧﻮ ﺗﻪ ﺑﻠﻨﻪ
ورﻛړې وه او ﺑﻴﺎ د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن او ﺗﺮﻛﻴﯥ د وﻟﺴﻤﺸﺮاﻧﻮ ﻏﻮﻧډه د ﺟﻨﻮرۍ ﭘﻪ) 25ﻣﻪ( ﭘﻪ ﺗﺮﻛﻴﯥ ﻛﯥ ﺟﻮړه ﺷﻮه .دﻏﻪ درې اړﺧﻴﺰه ﻏﻮﻧډه دﻟﻨﺪن د ﻛﺎﻧﻔﺮاﻧﺲ څﺨﻪ ﺗﺮ ﻣﺨﻪ ،ﭼﯥ د ﺟﻨﻮري ﭘﻪ ) 28ﻣﻪ ( ﺟﻮړﻳﺪه،
ځّﻜﻪ ﺟﻮړه ﺷﻮه ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻏﻮﻧډه ﻛﯥ ﺗﺮﻛﺎﻧﻮ ﻫڅﻪ ﻛﻮﻟﻪ ﺗﺮڅﻮ داﺳﯥ ﻳﻮ ﭼﻮﻛﺎټ ﻣﻨځﺘﻪ راوړي ﭼﯥ د ﻫﻐﯥ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن اوﺳﻨﻰ ﻧﻈﺎم ددې ﺟﻮګﻪ ﺷﻲ ﭼﯥ د ﻫﻴﻮاد اﻣﻨﻴﺘﻲ ﻣﺴﺆﻟﻴﺘﻮﻧﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ اوږو
واﺧﻠﻲ .
٭٭٭٭٭ د 2001ز ﻛﺎل داﻛﺘﻮﺑﺮ داوﻣﯥ څﺨﻪ د راﭘﻴﺪا ﺷﻮي ﺣﺎﻻﺗﻮ او د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻻﺳﻮ د ﻫﻴﻮاد د اﺷﻐﺎل ﭘﻪ ﭘﺎﻳﻠﻮ ﻛﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اﺳﻼﻣﻲ ﻧﻬﻀﺖ ﭘﻮرې ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ اړوﻧﺪو ﻫﻐﻪ ﻛړﻳﻮ ﺗﻪ ﭼﯥ د ﻧﻈﺎﻣﻰ ﺧﻮزښﺖ ﺗﻮان اوﺣﻮﺻﻠﻪ ﻳﻰ ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ورﻛړې ،دا آﻧﺪ را ﭘﻴﺪاﺷﻮې دې ﭼﯥ د ﻧﺎټﻮ او اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﻓﻮځﻰ زﺑﺮځﻮاك ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﻗﻴﺎم او دﻫﻐﻮې د وﻟﻜﯥ څﺨﻪ د ﻫﻴﻮاد وﻳﺴﺘﻠﻮ ﻻر وﺳﻠﻪ وال ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﻧﻪ ﺑﻠﻜﻪ د ﺗﺮﻛﻴﻰ د رول او ﻣﺎډل څﺨﻪ ګټﻪ اﺧﺴﺘﻞ دي .دا ډول وګړي د اﺳﺘﺎد ارﺑﻜﺎن ﺗﺮ ﻣﺸﺮۍ ﻻﻧﺪې د اﺳﻼﻣﻰ ﻏﻮرزﻧګ د راﭘﻴﺪاﻳښﺖ او ددې اﺳﻼﻣﻲ ﻏﻮرزﻧګ او د ﺗﺮﻛﻴﻰ د ﺳﻴﻜﻮﻻر ﻳﺎﻏﻴﺮﻣﺬﻫﺒﻲ ﻓﻮځ ﺗﺮ ﻣﻨځ د اﺧﺘﻼﻓﺎﺗﻮ ﻧﻪ را ټﻮﻛﻴﺪﻟﯥ ﻧﻮې اﺳﻼﻣﻲ ﻏﻮرزﻧګ »رﻓﺎه « ﻳﻮه ﻧﻤﻮﻧﻪ ګڼﻲ ﭼﯥ ﻏﻮاړي ﺗﺮﻛﻴﻪ د ﻛﻤﺎل اﺗﺎﺗﺮك دﺳﻴﻜﻮﻟﺮﻳﺰم د وﻟﻜﯥ څﺨﻪ و ﻛﺎږي اوﺑﻴﺮﺗﻪ ﻳﻰ ﻫﻐﻪ ﭘﺨﻮاﻧﻲ اﺳﻼﻣﻰ ﻫﻮﻳﺖ او ﻋﻈﻤﺖ ﭘﻪ ځﺎې ﻛړي .
20
د»رﻓﺎه « ګﻮﻧﺪ دا دې اوس د ﺣﻜﻮﻣﺖ درﻳﻤﯥ ﻣﺮﺣﻠﯥ ﻛﯥ داﺧﻠﻴږى ،ﻧﮋدې اﺗﻪ ﻛﺎﻟﻪ ﻳﻰ ﭘﻪ ﺗﺮﻛﻴﻪ ﺣﻜﻮﻣﺖ وﻛړ ،د ﻓﻮځ ﺳﺮه ﻳﻰ د ﻣﻨځﻼري ﺳﻴﺎﺳﺖ څﺨﻪ ﻛﺎر واﺧﺴﺖ ،اوس ﻳﻰ ځﻮاﻛﻤﻨﻲ دې ﻣﺮﺣﻠﯥ ﺗﻪ رﺳﻴﺪﻟﯥ ﭼﯥ ګﻤﺎن ﻧﻪ ﻛﻴږى ﺑﻴﺎ ﻏﻴﺮﻣﺬﻫﺒﻰ ډﻟﻮ ټﭙﻠﻮ ﺗﻪ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﻪ ﻻس ورﺷﻲ . دﻫﻤﺪې آﻧﺪ ﭘﻪ اﺳﺎس داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن داﺳﻼﻣﻰ ﻏﻮرزﻧګ ﻳﻮﺷﻤﻴﺮ ﻋﻨﺎﺻﺮ ﭘﻪ دې ﺗﻜﻞ ﻛﯥ دي ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻳﻮ ﻧﻮې »اردګﺎن «را ﭘﻴﺪا ﻛړي ﺗﺮ څﻮ دﻏﻪ ﻫﻴﻮاد د اوﺳﻨۍ ﻏﻤﻴﺰې څﺨﻪ ﺑﻴﺮون ﻛړي . ﺧﻮ داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن او ﺗﺮﻛﻴﻰ ﺟﻴﻮﭘﻮﻟﻴﺘﻴﻜﻲ ﺷﺮاﻳﻂ ﻳﻮ دﺑﻞ ﺳﺮه ډﻳﺮ ﺗﻮﭘﻴﺮ ﻟﺮى .ﻫﻐﻪ څﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺗﺮﻛﻴﻪ ﻛﯥ داﺳﻼﻣﻲ ﺧﻮزښﺖ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ را ﭘﻴﺪا ﺷﻮل اوﺑﻴﺎ دﻫﻐﯥ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ د رﻓﺎه ګﻮﻧﺪ را وټﻮﻛﻴﺪ ،د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن اﺳﻼﻣﻲ ﻧﻬﻀﺖ ﺳﺮه ډﻳﺮ ﺗﻮﭘﻴﺮ ﻟﺮي او ﻫﻐﻪ دا ﭼﯥ : ﭘﻪ ﺗﺮﻛﻴﻪ ﻛﯥ ﺳﻴﺎﺳﻲ ګﻮﻧﺪوﻧﻪ ازاد دي ،ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ اﺳﻼم ﺑﻨﺪﻳﺰ ﻧﻪ و ﺧﻮﭘﻪ اﺳﻼﻣﻰ ارزښﺘﻮﻧﻮ ﺑﻨﺪﻳﺰ ﻟګﻮل ﺷﻮى اودا ﺑﻨﺪﻳﺰ ﭘﺨﭙﻠﻪ د ﺗﺮﻛﻴﻰ د ﺳﻴﻜﻮﻟﺮ ﻣﺸﺮ اﺗﺎﺗﺮك ﻟﻪ اړﺧﻪ ﭘﻪ ﻗﺎﻧﻮﻧﻲ ﺗﻮګﻪ ﻧﺎﻓﺬ ﺷﻮى و ﭼﯥ ﺗﺮ ﺷﺎ ﻳﻰ د ﺗﺮﻛﻴﻰ ﺳﻴﻜﻮﻟﺮ ﻳﺎﭘﻪ ﻣﺬﻫﺐ ﻧﻪ وﻻړ ﻓﻮځ او ﺗﺮڅﻨګ ﻳﻰ ﭘﻪ ﻣﺬﻫﺐ ﻧﻪ وﻻړه ﻗﻀﺎﻳﻰ ﻗﻮه ﭘﺮﺗﻪ وه .ﻳﻌﻨﯥ د ﺗﺮﻛﻴﻰ د اﺳﻼﻣﻲ ګﻮﻧﺪ ﺳﺘﻮﻧﺰه ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﭘﻪ ﺗﺮﻛﻴﻪ ﻛﯥ وه او ﻛﻪ ﭘﻪ څﺮګﻨﺪه ووﻳﻞ ﺷﻲ ﻧﻮ دﻫﻐﻮې ﺳﺘﻮﻧﺰه ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ د ﺗﺮﻛﻴﻰ د وﻟﺲ او دﺗﺮﻛﻴﻰ دﺳﻴﻜﻮﻟﺮ ﻧﻈﺎم ﺗﺮ ﻣﻨځ وه ،ﻫﻠﺘﻪ ﺑﻴﺮوﻧﻴﻮ ﻛړﻳﻮ دوﻣﺮه ﺳﺘﺮ اﻏﻴﺰ ﻧﻪ درﻟﻮد، ځﻜﻪ ﺑﻬﺮﻧﻴﺎن ﭘﻪ دې ډاډﻣﻦ و ﭼﯥ د ﺗﺮﻛﻴﻰ ﻓﻮځ اوﻗﻀﺎﻳﻪ ﻗﻮه ددې وړﺗﻴﺎ ﻟﺮي ﭼﯥ د اﺳﻼم اواﺳﻼﻣﻲ ﺧﻮزښﺘﻮﻧﻮ ﻣﺨﻪ و ﻧﻴﺴﻲ .ﻫﻤﺪا ﻋﻠﺖ و ﭼﯥ ﻛﻠﻪ ﭼﯥ د ﺗﺮﻛﻴﻰ اﺳﻼﻣﻲ ﻏﻮرزﻧګ داﺳﺘﺎد ارﺑﻜﺎن ﺗﺮ ﻣﺸﺮۍ ﻻﻧﺪې دﺣﻜﻮﻣﺖ واګﯥ ﭘﻪ ﻻس ﻛﯥ واﺧﺴﺘﻰ ﻧﻮ دﻫﻐﯥ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﻓﻮځ ﻗﺪم واﺧﺴﺖ او ﻫﻐﻪ ﻧﻈﺎم ﻳﻰ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ﻳﻮړ ،اوﺑﻴﺎ اﺳﺘﺎد ارﺑﻜﺎن ﺑﻨﺪي ﻛړل ﺷﻮ .د اﺳﺘﺎد ارﺑﻜﺎن د ﺑﻨﺪي ﻛﻴﺪو وروﺳﺘﻪ دﻫﻐﻪ ځﺎې اﺳﻼﻣﻲ ګﻮﻧﺪ څﻪ ﻧﻮښﺘﻮﻧﻪ وﻛړل او د رﻓﺎه د ګﻮﻧﺪ ﺗﺮ ﺷﻌﺎر ﻻﻧﺪې ﻳﻰ اوس دﻧﻮې ﺗﺮﻛﻴﻰ د ﺟﻮړوﻟﻮ ﻫﻮډ ﻛړې دې. اﻣﺎ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﺟﻴﻮﭘﻮﻟﻴﺘﻴﻜﯥ ﺷﺮاﻳﻂ ﺑﻞ ﻣﻨګﻪ دي ،ﻧﻪ ﺧﻮ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ دا ﻏﻤﻴﺰه د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻣﻠﻲ اردو او وﻟﺲ ﺗﺮ ﻣﻨځ ده او ﻧﻪ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ داﺗﺎﺗﺮك ﭘﻪ څﻴﺮ ﻛﻮم ﺟﻮړ ﺷﻮې ﻗﺎﻧﻮن وﺟﻮد ﻟﺮى ،د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻓﻮځ او ﭘﻮﻟﻴﺲ دﻫﻤﺪې ﻣﺴﻠﻤﺎن وﻟﺲ ﻳﻮه ﺑﺮﺧﻪ ده او ﻫﻴڅﻜﻠﻪ ﺑﻪ ﻫﻢ د ﺧﭙﻞ وﻟﺲ ګټﯥ د ﻧﻮرو ﻟﻪ ﭘﺎره ځﺎر ﻧﻪ ﻛړي .اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻞ د ﭘﺮدﻳﻮ د ﻳﺮﻏﻞ ښﻜﺎر ﺷﻮې دې .ﻛﻪ ﻫﻐﻪ د اﻧګﻠﻴﺲ ﻳﺮﻏﻞ و ،او ﻛﻪ دروﺳﺎﻧﻮ ﻳﺮﻏﻞ او ﻳﺎ اوس د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او ﻧﺎټﻮ ﻳﺮﻏﻞ دې .دﻫﺮ ﻳﺮﻏﻞ او اﺷﻐﺎل ﻃﺒﻴﻌﯥ ﭘﺎﻳﻠﯥ دا وې ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻳﻮ ﻻﺳﭙﻮڅﯥ ﻧﻈﺎم ﻛﻴﻨﻮي اوﭘﺨﭙﻠﻪ ﻳﻰ ﭘﺎﻟﻨﻪ او ﺳﺎﺗﻨﻪ ﻛﻮي .دﻟﺘﻪ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ واﻛﻤﻨﻲ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺣﺎﻛﻢ ﻧﻈﺎم ﭘﻪ ﻻﺳﻮ ﻛﯥ ﻧﻪ ﺷﺘﻪ ﺑﻠﻜﻪ د واﻛﻤﻨۍ اﺻﻠﻲ څښﺘﻨﺎن ﭘﺮدې اوﻳﺮﻏﻠګﺮ دي .دﻟﺘﻪ ﺑﻪ ﻫﻴڅ ﻧﻈﺎم د ﭘﺮدﻳﻮ دﺧﻮښﯥ ﭘﺮﺗﻪ ﻣﻨځﺘﻪ را ﻧﺸﻲ ،دﻟﺘﻪ ﻛﻪ دﭘﺎرﻟﻤﺎن ﻏړى ټﺎﻛﻞ ﻛﻴږي ،ﻛﻪ دﻗﻀﺎﻳﻴﻪ ﻏړي اوﻳﺎ د ﻛﺎﺑﻴﻨﻲ ﻏړي ،ان ﺗﺮدې ﭼﯥ د واﻟﻴﺎﻧﻮ او رﺋﻴﺴﺎﻧﻮ او ﻧﻮرو ﻋﺎﻟﻲ رﺗﺒﻪ ﻣﺎﻣﻮرﻳﻨﻮ د ټﺎﻛﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻫﻢ د اﺷﻐﺎﻟګﺮو
21
ﻣﻮاﻓﻘﻪ اړﻳﻨﻪ ده .ﺗﺮﻛﻴﻪ دﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد دﺳﻴﺎﺳﯥ او ﺟﻐﺮاﻓﻴﺎﻳﻰ ﭘﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻣﺴﺆﻟﻪ وه ﺧﻮد اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺳﻴﺎﺳﺖ او ﺟﻐﺮاﻓﻴﺎﻳﻰ ﺣﺪود د ﭘﺮدﻳﻮ ﭘﻪ ﻻﺳﻮ ﻛﯥ دي .ﭘﻪ ﺗﺮﻛﻴﻪ ﻛﯥ ﺑﺪﻟﻮن د ﺗﺮﻛﻴﻰ د وﻟﺲ ﻟﻪ ﺧﻮا را ﻣﻨځﺘﻪ ﻛﻴږي ،ﺧﻮﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د وﻟﺲ ﻟﺨﻮا دا ﻛﺎر ﺷﻮﻧﯥ ﻧﻪ دې ،وﻟﺲ ﻏﻮﻟﻮل ﻛﻴږي ،د ټﺎﻛﻨﻮ ﺻﻨﺪوق ﺗﻪ ورﻛﺸﻮل ﻛﻴږي ﺧﻮ ﭘﺎﻳﻠﻰ ﻳﻰ ﻫﻤﻐﺴﯥ ﭼﯥ د اﺷﻐﺎﻟګﺮاﻧﻮ ﺧﻮښﻪ وي اﻋﻼﻧﻴږي ،ﭼﯥ دا ﺗﻴﺮې وﻟﺴﻤﺸﺮﻳﺰې ټﺎﻛﻨﯥ اوﻳﺎ دا اوﺳﻨۍ ﭘﺎرﻟﻤﺎﻧﻲ ټﺎﻛﻨﯥ ﻳﻰ ښﻪ ﺑﻴﻠګﯥ دي .ﭘﻪ دې اﺳﺎس ﭘﻪ ﻫﻴڅ ﺗﻮګﻪ ﺷﻮﻧﯥ ﻧﻪ ده ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ دې د ﺗﺮﻛﻴﻰ د» ارد ګﺎن « ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻟﻮﺑﻪ وﻟﻮﺑﻮل ﺷﻲ . ٭٭٭٭٭ اﻧﻘﺮې ﺗﻪ د رﺳﻴﺪو ﻧﻪ وروﺳﺘﻪ ﻛﻠﻪ ﭼﯥ د اوﺳﻴﺪو ځﺎى ﺗﻪ ورﺳﻴﺪم ﻧﻮ ﻫﻠﺘﻪ ﺧﺒﺮ ﺷﻮم ﭼﯥ ﻫﻼل ﺻﻴﺐ ﻫﻢ د ور ر ﺳﻴﺪﻟﯥ ﻧﺎروﻏﺘﻴﺎﻟﻪ اﻣﻠﻪ اﻧﻘﺮې ﺗﻪ د ﻋﻼج ﻟﻪ ﭘﺎره راﻏﻠﻰ .ﻫﻐﻪ ﻫﻢ ﻫﻤﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﻫﻤﻐﻪ ځﺎى ﻛﯥ
ﻣﻴﺸﺖ و ﭼﯥ زه ﭘﻪ ﻛﯥ وم .څﺮﻧګﻪ ﭼﯥ د ﺷﭙﯥ ﻧﺎ وﺧﺘﻪ و ﻧﻮ وﻣﯥ ﻧﻪ ﻏﻮښﺘﻞ د ﻫﻴﺌﺖ د ﻏړو ﻣﺰاﺣﻢ ﺷﻢ ،ﻧﻮ
د ﺳﻬﺎر د ﺳﺒﺎﻧﺎري ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﻣﯥ ﻫﻤﻠﺘﻪ د ﻫﻮټﻞ ﭘﻪ رﺳټﻮراﻧټ ﻛﯥ دﻫﻴﺌﺖ د ﻧﻮرو ﻏړو ﭘﻪ ګډون د ﻫﻼل
ﺻﻴﺐ ﺳﺮه ﻫﻢ وﻛﺘﻞ ،او ﭘﻪ دﻏﯥ اړوﻧﺪې ﻣﻮﺿﻮع ﻣﻮ ورﺳﺮه ﺗﻔﺼﻴﻠﻲ ﺧﺒﺮې وﻛړې .ﻧﮋدې ﻧﻴﻤﻪ ورځ د
ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ رواﻧﻮ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺣﺎﻻﺗﻮ او ﻫﻤﺪا راز د ﺳﻮﻟﯥ ﭘﻪ اړوﻧﺪ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﭘﻪ ﻧﻮښﺘﻮﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪې او ﺗﺮ
څﻨګ ﻳﯥ ﭘﻪ دې اوﺳﻨۍ) 15ﻣﺎده ى( ﻃﺮﺣﻪ ﺑﺎﻧﺪې ﺧﺒﺮې وﺷﻮې .څﺮﻧګﻪ ﭼﯥ ﻫﻼل ﺻﻴﺐ د ﻛﺎﺑﻞ ﻧﻪ
راﻏﻠﯥ و ﻧﻮ ﻫﻠﺘﻪ ﻣﻮ ﺗﺮې د اﻣﻨﻴﺘﻲ وﺿﻌﯥ اودا ﭼﯥ ﻛﻪ ﭼﻴﺮې زﻣﻮﻧږ دا ﻫﻴﺌﺖ ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ وﻻړ ﺷﻲ د ﻛﻮﻣﻮ
ﺳﺘﻮﻧﺰو ﺳﺮه ﺑﻪ ﻣﺦ ﺷﻲ ﻫﻢ ﻫﺮ اړﺧﻴﺰه ﺧﺒﺮې وﺷﻮې .اﻧﻘﺮې ﺗﻪ د ﻫﻼل ﺻﻴﺐ د راﺗﻠﻮ ﺗﺮ ﻣﺨﻪ ،ﻛﻠﻪ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻫﻤﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ و ،د ﻫﻴﺌﺖ ﻟﻪ اړﺧﻪ ﺧﺒﺮ ورﻛړل ﺷﻮ ﭼﯥ ﻛﻪ ﭼﯧﺮى څﻮ ورځﯥ ﻧﻮر ﻫﻢ ﻫﻤﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ
ځﻨډ ﺷﻲ ﻧﻮ دﻫﻴﺌﺖ ﻏړي ﺑﻪ ورﺳﺮه ﻫﻤﻠﺘﻪ ﻳﻮ ځﺎى ﺷﻲ ﺗﺮ څﻮ د ﺳﻮﻟﯥ ﭘﻪ دﻏﻪ ﻣﻴﺜﺎق ﺑﺎﻧﺪې د اړوﻧﺪو
اړﺧﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﺧﺒﺮې وﻛړل ﺷﻲ ،ﺧﻮ د ﭘﺨﻮا څﺨﻪ د ﭘﻼن ﺷﻮې ﭘﺮواګﺮام ﭘﻪ اﺳﺎس ،ﻫﻐﻪ ﻧﻪ و ﺗﻮاﻧﻴﺪﻟﻰ ﺧﭙﻞ
ﭘﺮواګﺮام ﺷﺎﺗﻪ و ﻏﻮرځﻮي ،ﻧﻮ ﭘﻪ دې اﺳﺎس ﻫﻐﻪ د ﻫﻴﺌﺖ ﻏړو ﺗﻪ ﻣﺸﻮره ورﻛړه ﭼﯥ د ﻫﻐﻪ د ﻣﻌﺎﻳﻨﺎﺗﻮ ﺗﺮ
ﺧﻼﺻﻮن ﭘﻮرې ﻫﻤﺪﻟﺘﻪ واوﺳﻴږي .دﻫﻐﻪ ﺳﻼ ﻫﻢ ډﻳﺮه ﻣﻮزوﻧﻪ وه ﺧﻮ ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ زﻣﻮﻧږ د اړﻳﻜﻮ ﻣﺴﺆل ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ زﻣﻮﻧږ د ژر ورﺗګ ﻟﻪ ﭘﺎره اﺻﺮار ﻛﺎوه.
ﭘﻪ اﻧﻘﺮه ﻛﯥ د ﻫﻴﺌﺖ ﺗﺮ ﻣﻨځ دا ﺧﺒﺮه ﻫﻢ ﻣﻄﺮح ﺷﻮه ﭼﯥ ﻛﻪ ﭼﻴﺮې د ﻳﻮې ﺳﺘﺮې ﺟﺒﻬﯥ ﭘﻪ ﺟﻮړښﺖ ﻛﺎر
ﭘﻴﻞ ﺷﻲ او ددې ﻟﻪ ﭘﺎره ټﻮل ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﺟﻬﺎدي ﺗﻨﻈﻴﻤﻮﻧﻪ د څﻪ ﻧﻮرو ﺷﺨﺼﻴﺘﻮﻧﻮ ﺳﺮه را ﻳﻮځﺎى ﻛړل ﺷﻲ او ﺑﻴﺎ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف ﻳﻮه ګډه ﺟﺒﻬﻪ ﺟﻮړه او ﻳﻮګډ اواز ﭘﻮرﺗﻪ ﻛړل ﺷﻲ ! دا ﻛﺎر ﺑﻪ څﻮﻣﺮه ﻣﻮزون
وي او ﭘﺎﻳﻠﯥ ﺑﻪ ﻳﯥ څﻪ ډول وي ؟ ﺧﻮ د ﻫﻴﺌﺖ ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻏړو ﺗﻪ ﭘﻪ اوﺳﻨﻲ وﺧﺖ ﻛﯥ دا ﻣﺴﺌﻠﻪ ﺑﺎﻟﻜﻞ ﺷﻮﻧﯥ ﻧﻪ ښﻜﺎرﻳﺪه ،ځﻜﻪ ﭼﯥ ﻟﻪ ﻳﻮه اړﺧﻪ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﻧﺎﺳﺖ د ﺟﻬﺎدي ﺗﻨﻈﻴﻤﻮﻧﻮ ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې
ﺷﺨﺼﻴﺘﻮﻧﻪ دې ﺗﻪ ﺣﺎﺿﺮ ﻧﻪ وو د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او ﻧﺎټﻮ د اﺷﻐﺎل ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﻳﻮ څﺮګﻨﺪ او واﺿﺢ ﻣﻮﻗﻒ وﻧﻴﺴﻲ .ﻫﻤﺪا اوس د ﻫﻐﻮى ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ وګړو ﺗﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ اوﻳﺎ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ ﻟﻪ اړﺧﻪ ډﻳﺮ زﻳﺎت
اﻣﺘﻴﺎزات ورﻛﻮل ﻛﻴږي ،او د ﺑﻠﻪ اړﺧﻪ د ﻫﻐﻮى ﻫﻐﻪ ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﺣﻴﺜﻴﺖ ﻫﻢ ﭘﻪ ځﺎى ﻧﻪ دى ﭘﺎﺗﻪ .ځﻜﻪ د
ﻫﻐﻮى د ﺗﻨﻈﻴﻤﻮﻧﻮ ډﻳﺮه ﻛﻲ ﻏړي د دوﻟﺖ ﭘﻪ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ دﻓﺘﺮوﻧﻮ ﻛﯥ دﺳﺘﺮو ﺳﺘﺮو ﻧﻮﻣﻮﻧﻮ او ﻣﻨﺼﺒﻮﻧﻮ
ﺧﺎوﻧﺪان ګﺮزﻳﺪﻟﻲ ،ﭘﻪ دې اﺳﺎس د ﻫﻐﻮى اړﻳﻜﯥ دﺧﭙﻠﻮ دﻏﻮ ﺗﻨﻈﻴﻤﻲ ﻣﺸﺮاﻧﻮ ﺳﺮه ﻳﻮازې د ﻣﺘﻘﺎﺑﻞ
22
ﺿﺮورت ﭘﻪ ﺑﻨﺴټ اﺳﺘﻮار ﺷﻮﻳﺪې .ﺗﺮ څﻨګﻪ ﻳﯥ د ﻫﻤﺪوى زﻳﺎت ﺷﻤﻴﺮ ﻛﺴﺎﻧﻮ د ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ ﭘﺎﻳﺘﺨﺖ
ﻛﺎﺑﻞ او ﻫﻤﺪا راز ﭘﻪ وﻻﻳﺎﺗﻮ ﻛﯥ ډﻳﺮې ﺷﺘﻤﻨۍ ځﺎى ﭘﻪ ځﺎى ﻛړې دي او ﻫﻐﻮى ﺑﻪ ددې ﺷﺘﻤﻨﯧﻮ دﺧﻮﻧﺪي ﺳﺎﺗﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻫﺮ ډول ﻣﻌﺎﻣﻠﯥ او ﻣﺆاﻣﺮې ﻟﻪ ﭘﺎره ﺳﺮ ږدي .
د ﺑﻠﻪ اړﺧﻪ ﻫﻤﺪا اوس د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي د ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ د ﺷﻤﺎل د ټﻠﻮاﻟﯥ څﻪ ﻋﻨﺎﺻﺮ ﺳﺮه را ټﻮل
ﺷﻮي او د ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺧﻼف ﻳﯥ ﭘﻪ اﺻﻄﻼح ﻳﻮ اﭘﻮزﻳﺴﻴﻮن ﺟﻮړ ﻛړى ،ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ دې اﭘﻮزﻳﺴﻴﻮن ﻛﯥ څﻪ
روح اوﻣﻌﻨﺎ ﻧﻪ ﺷﺘﻪ ځﻜﻪ د ﻫﻐﻮى ﻣﺴﺆﻟﻴﻦ ﻫﻢ د ﻫﻤﺪې ﺣﻜﻮﻣﺖ ،ﻧﻈﺎم او د ﻫﻤﺪې اﺷﻐﺎل ﻣﻼﺗړي ﻏړي دي ،ﺧﻮﺑﻴﺎ ﻫﻢ ﻏﺮب او ﻏﺮﺑﻲ ﻣﻴډﻳﺎ ورﺗﻪ ﭘﻪ دې ﺧﺎﻃﺮ زﻳﺎت اﻫﻤﻴﺖ ورﻛﻮي ،ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ
اﭘﻮزﻳﺴﻴﻮن ﻫﻢ د ﻫﻐﻮى د ﻻس اﻟﻪ او ګﻮډاګﻰ وي .ﻟﻜﻪ ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ﭘﻪ دې وروﺳﺘﻴﻮ ﻛﯥ وﻛﺘﻞ ﭼﯥ ﻛﻠﻪ د ﻫﻴﻮاد وﻟﺴﻤﺸﺮ د ټﻮﻟټﺎﻛﻨﻮ ﭘﻪ ﻛﻤﻴﺴﻴﻮن ﻛﯥ وﻳﻨﺎ وﻛړه او ﺑﻬﺮﻧﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﻳﯥ د ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ ټﻮﻟﻮ اﻣﻮرو
ﻛﯥ ﭘﻪ ﻣﺴﻘﻴﻤﯥ ﻣﺪاﺧﻠﯥ ﺑﺎﻧﺪې ﺗﻮرن ﻛړل ،ﻧﻮ د اﭘﻮزﻳﺴﻴﻮن ﻳﻮ ﻣﺸﺮ ﺳﻤﺪﺳﺘﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﭘﻪ دې ﺑﺎﻧﺪې ﺗﻮرن ﻛړل ﭼﯥ دده ﭘﺮځﺎى ﻳﯥ د ﺟﻤﻬﻮري رﻳﺎﺳﺖ ﭘﻪ ټﻮﻟټﺎﻛﻨﻮ ﻛﯥ د ﻏﻠﻂ ﺳړي ﻣﺮﺳﺘﻪ او ﺗﺎﻳﯧﺪ ﻛړﯦﺪى .
ﻫﻤﺪا راز د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ اﺳﻼﻣﻲ ﻏﻮرځﻨګ ﻫﻢ ﺣﺎﺿﺮ ﻧﻪ دى ﭼﯥ ﭘﻪ داﺳﯥ ﻳﻮې ﺟﺒﻬﯥ ﻛﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻐﯥ ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﻧﻈﺎﻣﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره وﺳﻠﻪ وال ﺟﺪوﺟﻬﺪ ﺷﺎﻣﻞ ﻧﻪ وي او ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ د ﻫﻐﻮى د ﻏﻮرځﻨګ د
ﻣﺸﺮ ﺳﺮه ﺑﻴﻌﺖ ﻧﻪ وى ﺗﺮ ﺳﺮه ﺷﻮې د ﭼﺎﺳﺮه ﺷﺮ ﻳﻚ ﺷﻲ .او ﻫﺮ ﻫﻐﻪ ﺟﺒﻬﻪ ﭼﯥ د ﻫﻐﻮى ﭘﻪ ﻧﻪ ﻣﻮﺟﻮدﻳﺖ
ﻛﯥ ﺟﻮړﻳږي ،ﻫﻐﻪ ﺑﻪ ﻧﻪ ﻳﻮازې دا ﭼﯥ ګټﻮره ﺑﻪ ﻧﻪ وي ﺑﻠﻜﯥ ﻃﺎﻟﺒﺎن ﺑﻪ ﻳﯥ دﺧﭙﻞ ﻏﻮرځﻨګ ﭘﻪ ﺧﻼف
ﻳﻮه ﻧﻮې ﻣﺆاﻣﺮه و ګڼﻲ .
ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭼﯥ ﻫﻤﺪا اوس د ﻧﻈﺎﻣﻲ ګﺮﻣﻮ ﺳﻨګﺮوﻧﻮ ﺗﺮ څﻨګ ﭘﻪ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺟﺒﻬﻪ ﻛﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ
ټﻮل ﺗﻮان ﺳﺮه ﻣﺼﺮوف دى ،ﻫﻢ ددې ډول ﺟﺒﻬﯥ د ﺟﻮړښﺖ څﺨﻪ ﻛﻮﻣﻪ ځﺎﻧګړې ګټﻪ ﻧﻪ ﺷﻲ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛﻮﻟﻰ ،ځﻜﻪ ﭼﯥ دداﺳﯥ ﺟﺒﻬﯥ ﭘﻪ ﺟﻮړﻳﺪو ﺳﺮه ﻛﻪ ﺷﻮﻧﻰ ﻫﻢ ﺷﻲ ،ﺑﺎﻳﺪ د ﺟﺒﻬﯥ ﻣﻮﺧﯥ اواﻫﺪاف
ﻣﺸﺨﺺ ﻛړل ﺷﻲ اوټﻮﻟﯥ ﺧﻮاوې د ﻫﻤﺪې اﻫﺪاﻓﻮ او ﻣﻮﺧﻮ ﭘﻪ ﺷﺎوﺧﻮا ﺑﺎﻧﺪې را وڅﺮﺧﻴږي اوددې
اﻫﺪاﻓﻮ د ﺗﺮﻻﺳﻪ ﻛﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺳﺮه ﻻس ﻳﻮ ﻛړي .ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ ﺑﺎﻳﺪ دا ﺟﺒﻬﻪ ﻳﻮ ﻣﺸﺘﺮ ك ﻗﻴﺎدت اوﻳﻮه
ﻣﺸﺘﺮﻛﻪ ﺷﻮرا وﻟﺮي .او دا دواړه د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ او ﻫﻢ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻣﻮﺧﻮ ﺳﺮ ه ﻣﺘﻨﺎﻗﺾ دي .ځﻜﻪ د
ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ داﺧﻞ ﻛﯥ دداﺳﯥ ﻳﻮې ﺟﺒﻬﯥ ﺟﻮړول ﺑﻪ دداﺳﯥ ﺷﺮاﺋﻄﻮ ﺳﺮه ﺗړﻟﯥ وي ﭼﯥ د اﺷﻐﺎل ﭘﻪ ﺧﻼف
ټﻮل ﻧﻈﺎﻣﻲ ﻓﻌﺎﻟﻴﺘﻮﻧﻪ ﺳﻤﺪﺳﺘﻲ ﻣﺘﻮﻗﻒ ﺷﻲ .اودا ﻫﻐﻪ څﻪ دي ﭼﯥ اﺷﻐﺎﻟګﺮان ﻳﯥ ارزو ﻟﺮي ،ﺗﺮ
څﻨګ ﻳﯥ د ﺟﺒﻬﯥ ﻗﻴﺎدت او د ﻫﻐﯥ ﭘﺮﻳﻜړې ﺑﺎﻳﺪ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ وﻣﻨﻲ ،ﻧﻮ ﻛﻪ ﭼﻴﺮې داﺳﯥ څﻪ
ﭘﻴښﻴږى ﻧﻮ ﺑﻴﺎ ﺧﻮ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ او ﻳﺎ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻫﻴڅ ﻣﺠﻮز ﻧﻪ ﭘﻴﺪا ﻛﻴږي ﭼﯥ ﻳﺎ ﺧﻮ د اﺷﻐﺎﻟګﺮاﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺳﻨګﺮوﻧﻪ ګﺮم وﺳﺎﺗﯥ او ﻳﺎ ﭘﻪ ﭘټﻨځﺎﻳﻮ ﻛﯥ د ﺧﭙﻠﻮ ﻣﺸﺮاﻧﻮ ﺳﺮه ﻳﻮ ځﺎى و
اوﺳﻴږى او ﻳﺎ د ﻫﺠﺮت او ﻟﻴږد د ﺳﺘﻮﻧﺰو ډﻛﯥ ﺷﭙﯥ ﺳﺒﺎ ﻛړي .ﻧﻮ ﭘﻪ دې اﺳﺎس ددﻏﻪ ډول ﻳﻮې ﺟﺒﻬﯥ
ﺟﻮړﻳﺪل ﺑﺎﻟﻜﻞ ﻣﻨﺘﻔﻲ ﺧﺒﺮه ده .ﻫﻮ ﻛﻪ ﭼﻴﺮې دﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﭘﻪ ګډون د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ او د اﺷﻐﺎل ﭘﻪ ﺧﻼف د را
وﻻړﺷﻮي ﻣﻘﺎوﻣﺖ د ﻧﻮرو ﺧﻮاو ﺳﺮه ﺧﺒﺮه ﻛﻴﺪى ﺷﻲ او دوى د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د راﺗﻠﻮﻧﻜﻮ ﭘﺮوګﺮاﻣﻮﻧﻮ ﻟﻪ
ﭘﺎره ﭘﻪ ﻳﻮه ﺻﻒ ﻛﯥ ﺳﺮه را ټﻮﻟﻴﺪى ﺷﻲ ﻧﻮ دا ﺑﻪ ﻣﺜﺒﺖ ﺑﺪﻟﻮن وي .ﭘﻪ دې اﺳﺎس ﭘﻪ دﻏﻪ ﺑﻞ ﻟﻮري ﻛﯥ ﻛﻪ څﻮﻣﺮه ﻛﺎر ﺷﻮﻧﻰ وي ﺑﺎﻳﺪ ﺗﺮ ﺳﺮه ﻛړل ﺷﻲ .ﺧﻮ ﭘﻪ اوﺳﻨﻲ وﺧﺖ ﻛﯥ ﻛﻪ ﻣﻮﻧږ ﻏﻮاړو د ﺑﺤﺮان د ﺣﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻗﻮم اووﻟﺲ راټﻮل ﻛړو ﻧﻮ ﻫﻐﻪ ﻣﺸﺘﺮﻛﻪ ﺟﺒﻬﻪ ﻧﻪ ،ﺑﻠﻜﯥ دﻏﺴﯥ ﻳﻮ ﻣﻴﺜﺎق ﺗﻪ اړﺗﻴﺎ ده او دا ﻣﻴﺜﺎق اوس
23
زﻣﻮﻧږ ﭘﻪ ﻻﺳﻮ ﻛﯥ دى ،راځﺊ ﺧﭙﻞ وﻟﺲ او د وﻟﺲ ټﻮل ﻣﺴﺆﻟﻴﻦ ﻛﻪ ﻫﻐﻪ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻣﺸﺮان دي ،ﻛﻪ
دﭘﺎرﻟﻤﺎن ﻏړي ،ﻣﺪﻧﻲ ټﻮﻟﻨﯥ دي ،ﻛﻪ د ﻋﻠﻤﺎو اوروﺣﺎﻧﻴﻨﻮ ﺷﻮرا ګﺎﻧﯥ دي ،ﻛﻪ ﻗﻮﻣﻲ ﻣﺸﺮان دي او ﻛﻪ د وﻻﻳﺘﻲ ﺷﻮراګﺎﻧﻮ ﻏړي او ﻧﻮر روڼ اﻧﺪي دي ،ټﻮل دﻏﻪ ﻣﻴﺜﺎق ﺗﻪ را وﺑﻠﻮ ،ﻛﻪ ﻣﻮﻧږ ﭘﻪ دې ﻣﻮﻓﻖ ﺷﻮ
ﭼﯥ دا ﻣﻴﺜﺎق د ﺧﭙﻞ وﻟﺲ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﻳﻮې ﻣﻠﻲ وﺛﻴﻘﯥ ﭘﻪ څﻴﺮ ﺧﭙﻞ ﻛړو او ټﻮل ﭘﻪ دې ﻣﻠﻲ ﻣﻴﺜﺎق راټﻮل ﺷﻮ او ددې ﻣﻴﺜﺎق ﭘﻪ ټﻮﻟﻮ اړﺧﻮﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﺗﻮاﻓﻖ وﻛړو ﻧﻮﺑﻴﺎ ﺧﻮ ﺑﻪ ﻣﺴﺌﻠﻪ ﭘﻪ ډﻳﺮه ښﻪ ﺗﻮګﻪ ﻫﻮاره ﺷﻲ .
ﻫﻤﺪا راز د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻣﻴﺮ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻳﻮ ﻟﻴﻚ ﻛﯥ ﭼﯥ د) 2008زﻳږدﻳﺰ ﻛﺎل د ﻧﻮاﻣﺒﺮ ﭘﻪ 23ﻣﻪ( ﻳﯥ را
اﺳﺘﻮﻟﻰ ﭘﻪ څﺮګﻨﺪه ﺗﻮګﻪ ښﻜﻠﻲ ﭼﯥ » :ﻟﻪ ﻛﺮزي ﻳﺎﻛﻮﻣﯥ ډﻟﯥ ﺳﺮه د ﺟﺒﻬﯥ د ﺟﻮړوﻟﻮ او دﻛﺎﺑﻞ ﭘﻪ
ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻛﯥ د ﺷﺎﻣﻠﻴﺪو ﻃﺮﺣﻪ ﻧﻪ ﻟﺮو ،او ﻧﻪ دد ې ﻣﻮﺧﯥ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ د ﻫﻴﺌﺖ د ﻟﻴږﻟﻮ اراده ﻟﺮو .ﺑﻠﻜﯥ
ﻏﻮاړو دﺣﺰب ﻃﺮﺣﻪ ﻟﻪ ټﻮﻟﻮ ﻟﻮرو ﺳﺮه ﺑﺤﺚ ﻛړل ﺷﻲ (3) «....
ددې ﺧﺒﺮو ﻧﻪ وروﺳﺘﻪ ﭘﻪ دې ﻣﻮاﻓﻘﻪ وﺷﻮه ﭼﯥ د ﻫﻴﺌﺖ دﻏﻪ درې ﻛﺴﻪ ﻏړى ﭼﯥ ﻫﻤﺪا اوس ﭘﻪ اﻧﻘﺮه ﻛﯥ ﺳﺮه را ټﻮل ﺷﻮي د ﭘﻼن او ﭘﺮوګﺮام ﭘﻪ ﻣﻄﺎﺑﻖ ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ ﺳﻔﺮ وﻛړي ،ﭘﺎﺗﻪ ﻏړي ﺑﻪ ﻳﯥ ﺑﻴﺎ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﺳﺮه
را ﻳﻮځﺎى ﺷﻲ او ﭘﻪ دې ﺗﻮګﻪ ﺑﻪ ﺧﭙﻞ ﻛﺎر ﺗﻪ دوام ورﻛړي .
٭٭٭٭٭ ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ د ﺗﻠﻠﻮ ﭘﺮوګﺮام ﻫﻢ ﭘﻪ ډﻳﺮه ﻋﺠﻴﺒﻪ ﺗﻮګﻪ ﺗﻬﻴﻪ ﺷﻮى و .زﻣﻮﻧږ د ﻫﻴﺌﺖ ﻏړو ﻏﻮښﺘﻞ ﭘﻪ ﻫﺮ ﺻﻮرت
د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د اﻣﻴﺮ د ﺣﻜﻢ ﭘﻪ ﻣﻄﺎﺑﻖ د ژﻏﻮرﻧﯥ د ﻣﻠﻲ ﻣﻴﺜﺎق دﻏﻪ) 15ﻣﺎده ى ( ﻃﺮﺣﻪ ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ
ﻛﯥ د ﻛﻮرﻧﻴﻮ او ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ اړوﻧﺪو اړﺧﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﻣﻄﺮح ﻛړي او ﭘﺎﻳﻠﯥ ﻳﯥ ﺑﻴﺮﺗﻪ د ﺣﺰب اﻣﻴﺮﺗﻪ ﭘﻪ ﻛﺘﺒﻲ ﺗﻮګﻪ ور وﻟﻴږي .ﺧﻮ ﻟﻜﻪ څﻨګﻪ ﭼﯥ ﻣﺨﻜﯥ ووﻳﻞ ﺷﻮل ،د ﻫﻴﺌﺖ ﻏړي ﺑﺎﻳﺪ د ﺣﺰب ﭘﻪ ﻣﺮﻛﺰ ﻛﯥ ﺳﺮه راټﻮل
ﺷﻮي واى او ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻣﻨځﻮ ﻛﯥ د ﺑﺤﺚ ﻧﻪ وروﺳﺘﻪ ټﻮل ﭘﻪ ﻳﻮه وار ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ ﺗﻠﻠﻲ وى .ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﺑﺎﻳﺪ د
دوﻟﺖ د ﻣﺸﺮﺗﺎﺑﻪ دﻫﻴﺌﺖ او ﻫﻤﺪا راز د ﻫﻴﻮاد د اﻣﻨﻴﺘﻲ ﺳﺮﭼﻴﻨﻮ ﺳﺮه ﭘﺮې ﺧﺒﺮې ﺷﻮې واى .او دا ﻛﺎر د
ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ ﭼﻴﻨﻠﻮﻧﻮ ﻟﻪ ﻻرې ﺷﻮﻧﻰ و .اﻣﺎ اوس ﺣﺎﻻت داﺳﯥ راﻏﻠﻞ ﭼﯥ ،د ﻫﻴﺌﺖ ﻏړي د ﻣﺮﻛﺰ ﭘﺮ ځﺎى ﺑﺎﻳﺪ ﻧﻴﻎ ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ ﺗﻠﻠﻲ واى.
ﭘﺮوګﺮام داﺳﯥ راﻏﯥ ﭼﯥ زﻣﻮﻧږ د ﻫﻴﺌﺖ ﻳﻮ ﻏړى او ﭘﻪ ﻓﺮاﻧﺴﻪ ﻛﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د اﻣﻮرو ﻣﺴﺆل
اﻧﺠﻨﻴﺮ ﻣﺤﻤﺪ اﻣﻴﻦ ﻛﺮﻳﻢ ) (4ﭼﯥ ﭘﻪ ﻋﻴﻦ وﺧﺖ ﻛﯥ ﭘﻪ اروﭘﺎ ﻛﯥ د ﺳﻮﻟﯥ او ازادۍ دﻛﻤﻴﺴﻴﻮن ﻏړى ﻫﻢ
دى ،ﻏﻮښﺘﻞ د ډاﻛﺘﺮ ﺳﺎﭘﻲ ﺳﺮه ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ داروﭘﺎﻧﻲ ﻫﻴﻮادو د روﻏﺘﻴﺎﻳﻲ اﻣﻮرو ﻟﻪ ﭘﺎره ﻣﺴﺆﻟﻴﺖ
ﭘﺮ ﻏﺎړه ﻟﺮي ،ﺗﻤﺎس و ﻧﻴﺴﻲ ،او د ﺳﻮﻟﯥ اوﺗﻔﺎﻫﻢ ﺷﻮرا ﺗﻪ ﻳﯥ را وﺑﻠﻲ .ددوى ﺗﺮ ﻣﻨځ د ﭘﺨﻮا څﺨﻪ ښﻪ
اړﻳﻜﯥ ﻣﻮﺟﻮد دي او ﻳﻮ ﺑﻞ ﺳﺮه ښﻪ ﭘﻴﮋﻧﻲ او ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻣﻨځﻮ ﻛﯥ ښﻪ دوﺳﺘﺎن ﻫﻢ دي .د ﺗﻴﻠﻔﻮﻧﻲ ﺧﺒﺮو ﭘﻪ
وﺧﺖ ﻛﯥ اﻧﺠﻨﻴﺮ ﻣﺤﻤﺪ اﻣﻴﻦ ﻛﺮﻳﻢ د ډاﻛټﺮ ﺳﺎﭘﻲ ﺳﺮه د ﺣﺰب د ﻧﻮې ﻃﺮﺣﯥ ﻳﺎدوﻧﻪ ﻫﻢ وﻛړه او ورﺗﻪ ﻳﯥ د ﻫﻐﯥ څﻮ ﻛﺮښﯥ وﻳﻠﯥ وې او دا ﻳﯥ ﻫﻢ ورﺗﻪ وﻳﻠﻲ و ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ ﻫﺪاﻳﺖ ﺷﻮى ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ﻫﻠﺘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ
وﻻړﺷﻮ او ددې ﻃﺮﺣﯥ ﭘﻪ ﻣﻮادو د ﻛﺎﺑﻞ د ﻣﺸﺮﺗﺎﺑﻪ ﻫﻴﺌﺖ ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ ﺧﺒﺮې وﻛړو .د اﻧﺠﻨﻴﺮ ﻣﺤﻤﺪاﻣﻴﻦ ﻛﺮﻳﻢ او ډاﻛﺘﺮ ﺳﺎﭘﻲ ﺗﺮ ﻣﻨځ د ﻫﻴﺌﺖ ﭘﻪ ﺷﻤﻮل ﭘﻪ ډﻳﺮو ﻣﻮﺿﻮﻋﺎﺗﻮ ﺑﺤﺚ ﺷﻮې و ،ډاﻛټﺮ ﺳﺎﭘﻲ دا ﺧﺒﺮه
ډاﻛټﺮ ﻧﺠﻴﺐ اﷲ ﻣﺠﺪدي ﺗﻪ ﭼﯥ ﻳﻮ د ﺑﻞ ﻧﮋدې دوﺳﺘﺎن ﻫﻢ دې ﻳﺎده ﻛړې وه .ډاﻛټﺮ ﻧﺠﻴﺐ اﷲ ﻣﺠﺪدي
)(5دا ﺧﺒﺮه د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي د دﻓﺘﺮ د رﺋﻴﺲ ﻣﺤﻤﺪ ﻋﻤﺮ داودزي ﺳﺮه او ﺑﻴﺎ ښﺎﻏﻠﻲ داودزي د وﻟﺴﻤﺸﺮ
ﻛﺮزي ﺳﺮه ﻳﺎده ﻛړې وه .وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ﻛﻠﻪ ﭼﯥ دﻫﻴﺌﺖ د ګډون ﻛﻮﻧﻜﻮ ﻏړو او د ﻫﻐﻮى د ﻣﻮﺧﻮ څﺨﻪ
24
ﺧﺒﺮ ﺷﻮ ﻧﻮ ﭘﺮﺗﻪ ﻟﻪ ځﻨډه ﻳﯥ ﻫﻐﻮى ﺗﻪ ووﻳﻞ ﭼﯥ ﻫﻴﺌﺖ دې ﻫﻤﺪﻟﺘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ راﺷﻲ ﺗﺮ څﻮ د ﻧﮋدې ورﺳﺮه ﺧﺒﺮې وﺷﻲ .
دا ﭼﯥ وﻟﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻣﻴﺮ او اﺟﺮاﺋﻴﻪ ﺷﻮرا ﻫﻮډ وﻛړ ﭼﯥ دﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻳﻮ ﻟﻮړ رﺗﺒﻪ ﻫﻴﺌﺖ ﻛﺎﺑﻞ
ﺗﻪ د ﻫﻐﻪ ځﺎى د اړوﻧﺪو ﻛﻮرﻧﻴﻮ اوﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﻣﺴﺆﻟﻴﻨﻮ ﺳﺮه دﺧﺒﺮو ﻟﻪ ﭘﺎره وﻟﻴږي ،ﭘﺨﭙﻠﻪ دﭘﻮښﺘﻨﯥ وړ ﺧﺒﺮه
وه ،ځﻜﻪ ﭼﯥ ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ دﻫﻴﺌﺖ ﻟﻴږل اوﺑﻴﺎ ﭘﻪ داﺳﯥ ﻓﻀﺎ ﻛﯥ ﭼﯥ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻋﻤﻼ د ﺑﻬﺮﻧﻴﺎﻧﻮ ﭘﻪ
ﺧﻼف د ﺟﻬﺎد ﺳﻨګﺮوﻧﻪ ﺗﺎوده ﺳﺎﺗﻠﻲ دي او د ﺑﻠﻪ اړﺧﻪ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﺳﻴﺎﺳﻲ درﻳځﻮﻧﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ داﺳﯥ
ﺣﺪ ﻛﯥ دي ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻴڅ ﺻﻮرت د ﻛﺎﺑﻞ د اوﺳﻨۍ وﺿﻌﯥ ﺳﺮه ﺳﻤﻮن ﻧﻪ ﺧﻮري ،او ﭘﻪ ﺗﻴﺮه ﺑﻴﺎ ﭘﻪ ﻫﻴﺌﺖ ﻛﯥ د ﺣﺰب دداﺳﯥ وګړ و ګډون ﭼﯥ ﻫﻐﻮى د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ددرﻳځ ﭘﻪ څﺮګﻨﺪوﻟﻮ ﻛﯥ ﻫﻴڅﻜﻠﻪ ﻫﻢ
ﻛﻤښﺖ ﻧﻪ دى ﻛړى ﺑﻠﻜﯥ ﭘﻪ ﻛﻠﻜﻮ ټﻜﻮ ﻳﯥ ﻫﻢ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ درﻳځ د وﻟﺲ او ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ ټﻮﻟﻨﯥ ﺗﺮ ﻣﺦ
وړاﻧﺪې ﻛړى اوﻫﻢ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ﺑﻴﺮوﻧﻰ اﺷﻐﺎل ﭘﻪ ډﻳﺮو ﻛﻠﻜﻮ ټﻜﻮ ﺳﺮه ټﻜﻮﻟﻰ دى ،ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻳﻮې ﻣﺠﻬﻮﻟﯥ او ﻧﺎﻣﺎﻟﻮﻣﯥ ﻓﻀﺎ ﻛﯥ ور ﻟﻴږل ﭘﺨﭙﻠﻪ د ﭘﻮښﺘﻨﯥ وړ و .ﺧﻮ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻗﻴﺎدت ﻏﻮښﺘﻞ ﻟﻪ ﻳﻮه
اړﺧﻪ دا رﻛﻮد ﻣﺎت ﻛړي اود ﻫﻴﻮاد دﻏﻤﻴﺰې دﺳﻴﺎﺳﻲ ﺣﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره دﺧﺒﺮو ﺑﻬﻴﺮ د ﺑﻴﺮوﻧﻴﻮ ﻫﻴﻮادو ﭘﺮ ځﺎى
ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ﭘﻴﻞ ﻛړي ،او دﺑﻠﻪ اړﺧﻪ ﻫﻐﻪ ﺗﺒﻠﻴﻐﺎت ﺷﻨډ ﻛړي ﭼﯥ د ﺣﺰب ﻳﻮﺷﻤﻴﺮ وګړو دﺧﭙﻠﻮ
ﺷﺨﺼﻲ ګټﻮ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ د ﺳﻮﻟﯥ دﻏﻮﻧډو ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې دﻟﺘﻪ اوﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﻛﺎر اﭼﻮﻟﻲ و .د ﺣﺰب ﻗﻴﺎدت ﻏﻮښﺘﻞ دا ﺑﻬﻴﺮ ﻧﻴﻎ ﭘﻪ ﻧﻴﻐﻪ اوﭘﻪ ﻣﺴﺘﻘﻴﻤﻪ ﺗﻮګﻪ ﺗﺮ ﺳﺮه ﺷﻲ ،ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ ﭘﻪ دې ﺑﻬﻴﺮ ﻛﯥ ﺑﺎﻳﺪ درﻳﻢ ﻻس وﺟﻮد
و ﻧﻪ ﻟﺮي او ﻧﻪ د ﺑﻴﺮوﻧﻴﻮ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ د اﺳﺘﺨﺒﺎراﺗﻲ ادارو د ﻻس وﻫﻨﯥ ﺳﺒﺐ وګﺮځﻲ .ځﻜﻪ ددې ﻧﻪ ﻣﺨﺘﻪ
ﻳﻮ ځﻞ دوه ﭘﻪ ﺳﻌﻮدي ﻋﺮﺑﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﻛﺎﺑﻞ د ﺣﻜﻮﻣﺖ او ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ دﺧﺒﺮو د ﺑﻬﻴﺮ ﺧﺒﺮ ورﻛړل ﺷﻮ
او ﭘﻪ ډﻳﺮه ﭘﺮاﺧﻪ ﭘﻴﻤﺎﻧﻪ ﭘﻪ ﻧړﻳﻮاﻟﻮ ﺧﭙﺮوﻧﻮ ﻛﯥ را ﻏﺒﺮګ ﺷﻮ .ﭘﻪ ﻫﻐﯥ ﻛﯥ وﻳﻞ ﺷﻮي و ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻫﻴﺌﺖ
ﻛﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ او دﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د اﺳﻼﻣﻲ ﻏﻮرځﻨګ ﻏړو ګډون ﻛړى و او دا ﭼﯥ ددوى ﺗﺮ ﻣﻨځ د ﺳﻌﻮدي ﻋﺮﺑﺴﺘﺎن ﺣﻜﻮﻣﺖ دﻣﻴﻨځګړي رول ادا ﻛړى و .دا ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ ﻫﻢ دﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻟﻪ
اړﺧﻪ اوﻫﻢ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻟﻪ اړﺧﻪ دا ﻣﺴﺌﻠﻪ ﭘﻪ ﻣﻜﻤﻠﻪ ﺗﻮګﻪ رد ﻛړل ﺷﻮه ،او دواړو اړﺧﻮﻧﻮ ووﻳﻞ ﭼﯥ ﻧﻪ ﺧﻮ
ﭘﻪ دې ډول ﺧﺒﺮو ﻛﯥ ﺑﺮﺧﻪ ﻟﺮي او ﻧﻪ ﺗﺮې ﺧﺒﺮ دي .ﺧﻮ ددې ډول ﺧﺒﺮو ډراﻣﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﺣﻴﺮاﻧﻮﻧﻜﯥ وه، ځﻜﻪ د ﻫﻐﻮ ﻃﺎﻟﺐ ﻣﺸﺮاﻧﻮ ﻧﻮﻣﻮﻧﻪ ﭼﯥ ددې ﺧﺒﺮو ﻟﻪ ﭘﺎره اﺧﺴﺘﻞ ﻛﻴﺪل ﻫﻐﻮى ټﻮل ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ اوﺳﻴږي،
او دﻛﺎﺑﻞ د دوﻟﺖ ﻣﺴﺆﻟﻴﻦ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ دي ،ﻧﻮ ددوى ﺧﻠﻜﻮ ﻟﻪ دې ځﺎﻳﻪ اﺧﺴﺘﻞ اوﺑﻴﺎ ﭘﻪ ﺳﻌﻮدي ﻋﺮﺑﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﭘﺮې ﺧﺒﺮې ﻛﻮل ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻳﻮ ﻟړ ﭘﻮښﺘﻨﯥ را وﻻړوي ،ﺧﻮ اﺻﻞ ﺧﺒﺮه دا وه او اوس ﻫﻢ ده ﭼﯥ
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن اوﻏﺮﺑﻴﺎن ﻏﻮاړي دﻏﺴﯥ اوازې ﺧﭙﺮې ﻛړي ﺗﺮ څﻮ د ﻫﻴﻮاد د اﺷﻐﺎل ﭘﻪ ﺧﻼف د را وﻻړ ﺷﻮي
ﺗﺤﺮﻳﻚ ﭼﯥ اوس ورځ ﭘﻪ ورځ ﻏښﺘﻠﻰ ﻛﻴږي ،ﺗﺮ ﻣﻨځ ﻳﻮ ډول زړه ﺑﺪاوى را ﭘﻴﺪا ﻛړي .ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ
ﭘﻪ ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻧﻮرو ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﻛﯥ ﻫﻢ دﻏﺴﯥ ډراﻣﯥ رواﻧﯥ دي ﭼﯥ وﻳﻞ ﻛﻴږي د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د اﻣﻴﺮ دﻛﻮرﻧۍ ﻛﻮم ﻏړي ﭘﻪ ﻛﯥ ګډون ﻛړى ،ﺣﺎل دا ﭼﯥ دﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د ﻣﺸﺮﺗﺎﺑﻪ ﻫﻴﺌﺖ او اﻣﻴﺮ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ
ﺑﻴﺎﻧﻮﻧﻮ ﻛﯥ دا څﺮګﻨﺪه ﻛړې ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ﭘﻪ ﻫﻴڅ داﺳﯥ ﺧﺒﺮو ﻛﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ اﺟﻨډا ﻳﯥ و ﻧﻪ ﭘﻮﻫﻴږو او زﻣﻮﻧږ
ﻣﻘﺎﺻﺪ ﭘﻪ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻧﻈﺮ ﻛﯥ و ﻧﻪ ﻧﻴﻮل ﺷﻲ ګډون ﻧﻪ ﻛﻮو اوﻧﻪ ﻣﻮ ﭘﻪ ﻛﯥ ګډون ﻛړى ) ﭘﻪ دې اړه ﺑﻪ ﺗﻔﺼﻴﻞ
وروﺳﺘﻪ راﺷﻲ ( .ﭘﻪ دې اﺳﺎس ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻏﻮښﺘﻞ ،ﻟﻜﻪ د ﭘﺨﻮا ﭘﻪ څﻴﺮ ،دا ﺧﺒﺮه را ﻣﻨځﺘﻪ ﻛړي ﭼﯥ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د ﻟﻮﻣړي ځﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره دﻏﻪ ډول ﻳﻮ ﻟﻮړ رﺗﺒﻪ رﺳﻤﻲ ﻫﻴﺌﺖ ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ و اﺳﺘﺎوه
25
ﺗﺮ څﻮ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ او ټﻮﻟﻮ ﻧﻮرو اړوﻧﺪو اړﺧﻮﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ دﺧﺒﺮو ﺑﻬﻴﺮ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ﺗﺮ ﺳﺮه ﻛړي .او ﻫﻢ د ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد د ﺧﭙﺮوﻧﻮ او رﺳﻨﻴﻮ ﻟﻪ ﻻرې ﺧﭙﻞ اواز ﺧﭙﻞ وﻟﺲ ﺗﻪ ورﺳﻮي .
د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د ﻫﻤﺪې ﺗﺼﻤﻴﻢ ﭘﻪ اﺳﺎس د ﻫﻴﺌﺖ ﻏړو د ټﻮﻟﻮ اﻣﻨﻴﺘﻲ ﺳﺘﻮﻧﺰو د ﭘﻪ ﻧﻈﺮ ﻛﯥ ﻧﻴﻮﻟﻮ ﺳﺮه
ﺳﺮه ﭘﺮﻳﻜړه وﻛړه ﭼﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د اﻣﻴﺮ د ﺣﻜﻢ ﺳﺮه ﺳﻢ ﺑﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ ځﻲ او ﻫﻠﺘﻪ ﺑﻪ ﭘﻪ ﻫﺮ ډول
ﺷﺮاﻳﻄﻮ ﻛﯥ ﭼﯥ ﺷﻮﻧﻲ وې دﻏﻪ د ﺳﻮﻟﯥ او اﻣﻦ ﻃﺮﺣﻪ د ﻣﺴﺆﻟﻴﻨﻮ ﺳﺮه ﺗﺮ ﺑﺤﺚ ﻻﻧﺪې راوړي .
د ﺟﻤﻌﯥ ﭘﻪ ورځ د ﻣﺎرچ د ﻣﻴﺎﺷﺘﯥ ﭘﻪ ﭘﻨځﻤﻪ دﻛﺎﺑﻠﻪ څﺨﻪ زﻣﻮﻧږ د اړﻳﻜﻮال ﻟﺨﻮا ﺧﺒﺮ راﻏﻰ ﭼﯥ
وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزى ﻏﻮاړي ﺳﺘﺎﺳﻮ د ﻫﻴﺌﺖ ﺳﺮه د راﺗﻠﻮﻧﻜﯥ ﻳﻜﺸﻨﺒﯥ ﭘﻪ ورځ ﭼﯥ د ﻣﺎرچ د اﺗﻤﯥ ﺳﺮه ﺳﻤﻮن
ﺧﻮري ووﻳﻨﻲ .ددې ﺧﺒﺮ د راﺗﻠﻮ ﭘﻪ اﺳﺎس ﻣﻮﻧږ ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ ﻛﻴﻨﺎﺳﺘﻮ او د ﺧﭙﻞ دې ﺳﻔﺮ ﭘﻪ ټﻮﻟﻮ اړﺧﻮﻧﻮ ﻣﻮ
ﺧﺒﺮې وﻛړې ،دا ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ﺑﻪ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﭼﻴﺮې اوﺳﻴږو ،د ﻫﻮاﻳﻲ ډګﺮ څﺨﻪ ﺑﻪ ﻣﻮﻧږ څﻮك اﺧﻠﻲ او
ﭼﻴﺮې ﺑﻪ ځﻮ ،ﻫﻠﺘﻪ ﺑﻪ زﻣﻮﻧږ اﻣﻨﻴﺘﻲ ﻣﺴﺎﻳﻞ څﻪ ډول ډاډﻣﻦ ﺷﻲ ،او دا ﭼﯥ ﻛﻪ ﭼﻴﺮې ﻣﻮﻧږ د اﻣﻨﻴﺘﻲ
ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻻﺳﻮ ﻛﯥ وﻟﻮﻳﺪو اوﻳﺎ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ا ود ﻫﻐﻮى د ﺑﻠﻴﻚ واټﺮ د ﻛﻤﭙﻨۍ ﻻﺳﻮ ﺗﻪ ورﻏﻠﻮ ﻧﻮ ﺑﺮﺧﻠﻴﻚ ﺑﻪ ﻣﻮ څﻪ ډول وي ؟ اﻳﺎ زﻣﻮﻧږ اړﻳﻜﻮال ﭘﻪ دې اړه څﻪ ډاډ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛړى او ﻛﻪ ﻧﻪ ؟ ﻛﻪ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ
ﻛړې ﻳﯥ وي ،ﻧﻮ څﻮﻣﺮه ﺑﺎور ﭘﺮې ﻛﻴﺪى ﺷﻲ ،دا او داﺳﯥ ﻧﻮرې اﻧﺪﻳښﻨﯥ ﭼﯥ ﺗﺮﻣﺨﻪ وې ټﻮﻟﯥ ﺗﺮ ﺑﺤﺚ او څﻴړﻧﯥ ﻻﻧﺪې راﻏﻠﯥ ،ﺑﺎﻻﺧﺮه ﭘﻪ »اﷲ ﺗﻮﻛﻞ « زﻣﻮﻧږ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻏﻮره ذرﻳﻌﻪ وګﺮځﻴﺪه اوﻫﻤﻠﺘﻪ ﭘﻪ اﻧﻘﺮه
ﻛﯥ د )ارﻳﺎﻧﺎ اﻓﻐﺎن ﻫﻮاى ﺷﺮﻛﺖ ( دﻓﺘﺮ ﺗﻪ وﻻړو او ﺗﺮ ﻛﺎﺑﻞ ﭘﻮرې د ﺗﻠﻮ راﺗﻠﻮ درې ټﻜټﻮﻧﻪ ﻣﻮ
واﺧﺴﺘﻞ ،د ټﻜټ د اﺧﺴﺘﻠﻮ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﻣﺤﺘﺮم ﻫﻼل ﺻﻴﺐ ﻫﻢ راﺳﺮه ﻣﻞ و ،د ﻫﻼل ﺻﻴﺐ ﺳﺮه ﺧﺒﺮه ﻫﻤﺪاﺳﯥ ﻏﻮټﻪ ﺷﻮه ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ﺑﻪ وﻻړ ﺷﻮ اود ﻳﻜﺸﻨﺒﯥ د ورځﯥ ﻛﺘﻨﻪ ﭼﯥ د ﻣﺨﻪ ﺗﻴﺎره ﺷﻮې ده ،ﺑﻪ
ﺗﺮﺳﺮه ﻛړو اوﺑﻴﺎ ﺑﻪ ﺳﺘﺎﺳﯥ او د ﻫﻴﺌﺖ د ﻧﻮرو ﻏړو د راﺗګ اﻧﺘﻈﺎر ﻛﺎږو ،ﺗﺮ څﻮ ﻧﻮر ﻛﺎروﻧﻪ ﭘﻪ ګډه ﻣﺨﺘﻪ ﻳﻮﺳﻮ .دﻫﻤﺪې ﺗﺼﻤﻴﻢ ﭘﻪ اﺳﺎس زﻣﻮﻧږ د ﻫﻴﺌﺖ درې ﻛﺴﻪ ﻏړي ،زﻣﺎ ﭘﻪ ګډون ﻫﺮ ﻳﻮ ﻣﺤﻤﺪ داود ﻋﺎﺑﺪي او اﻧﺠﻨﻴﺮ ﻣﺤﻤﺪ اﻣﻴﻦ ﻛﺮﻳﻢ
د ﺷﭙﯥ ﭘﻪ) 12ﺑﺠﻮ( د ﻛﺎﺑﻞ ﭘﻪ ﻟﻮر اﻟﻮت ﺗﻪ ﺗﻴﺎر ﺷﻮ .زړه ﻧﺎ زړه
اﻟﻮﺗﻜﯥ ﺗﻪ ورﻏﻠﻮ ،ﺧﻮ ﭘﻪ اﻟﻮﺗﻜﻪ ﻛﯥ د ﺧﺘﻮ ﺗﺮ ﻣﺨﻪ ﻣﻮ ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ دﻏﻪ ﻧﺎﻟﻴﺪﻟﻲ ﺳﻔﺮ ﺑﺎﻧﺪې
ﻏﻮر وﻛړ او ﻳﻮځﻞ ﺑﻴﺎ ﻣﻮ ﭘﻪ اﷲ ﺗﻮﻛﻞ وﻛړ او وﻣﻮ وﻳﻞ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د ﺳﻮﻟﯥ او اﻣﻦ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻛﻪ
ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ ﻫﺮ څﻪ راﭘﻴښ ﺷﻲ ،راﭘﻴښ ﺷﻮې ﺑﻪ وي ،ﺧﻮ ﻣﻮﻧږ ﺑﻪ ﻟږ ﺗﺮ ﻟږه د ﺧﭙﻞ ﺧﺪاى اوﺧﭙﻞ وﻟﺲ ﭘﻪ
ﻣﺨﻜﯥ ﺧﭙﻞ ﻣﺴﺆﻟﻴﺖ ادا ﻛړى وي .
٭٭٭٭٭ د ارﻳﺎﻧﺎ اﻓﻐﺎن ﻫﻮاﻳﻲ ﺷﺮﻛﺖ د ﭘﺮوازوﻧﻮ د ځﻨډ اوﺑﯥ وﺧﺘﻪ ﻛﻴﺪو ﻟﻪ ﻻﻣﻠﻪ ،د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ ،ښﻪ ﻧﻮم
ﻧﻪ ﻟﺮي ،ﭘﻪ ﻫﻤﺪې اﺳﺎس ورﺗﻪ زﻳﺎت ﺷﻤﻴﺮ اﻓﻐﺎﻧﺎن د » ان ﺷﺎءاﷲ « ﺷﺮﻛﺖ واﻳﻲ .دا ﻳﻮازﻧﻰ دوﻟﺘﻲ
ﺷﺮﻛﺖ دى ﺧﻮ ﭘﻪ دې ﻫﻮاﯦﻲ ﺷﺮﻛﺖ ﻛﯥ د اداري ﻓﺴﺎد او ﺧﭙﻞ ﭘﺎﻟﻨﯥ ﭘﺎﻟﻴﺴﻮ ﻧﮋدې دا ﺳﺘﺮه ﻣﻠﻲ ﺷﺘﻤﻨﻲ د رﻛﻮد ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ ﻛړې ده ،ﻣﻮﻧږ ﺳﺮه ﻳﻮ څﻮ ﻛﺴﻪ ځﻮان اﻓﻐﺎن ﺗﺠﺎران ﻫﻢ ﭘﻪ دې ﺳﻔﺮﻛﯥ
ﻣﻠګﺮي وو ،ﻫﻐﻪ ﻳﻮه راﺗﻪ ﻗﺼﻪ ﻛﻮﻟﻪ ﭼﯥ ﻛﻠﻪ دارﻳﺎﻧﺎ ﺷﺮﻛﺖ ﻛﻮم دﻓﺘﺮ ﺗﻪ د ټﻜټ د ﭘﻴﺮﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ورﺷﯥ
ﻧﻮ درﺗﻪ واﻳﻲ ټﻜټ ﻧﻪ ﺷﺘﻪ ،ﻛﻪ ﻟږ څﻪ ورﺗﻪ وﻣﻨﯥ ﻧﻮ ﺑﻴﺎ ﻳﯥ درﺗﻪ ﭘﻴﺪا ﻛﻮي او ﻛﻪ ﻧﻪ واﻳﯥ ﻫﻮاﻳﻲ ﺟﻬﺎز ډك
دى ،ﺧﻮﻛﻠﻪ ﭼﯥ دﺳﻔﺮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻫﻮاﯦﻲ ﺟﻬﺎز ﺗﻪ ور ﻧﻨﻮځﯥ ﻧﻮ ﺗﺮ ﻧﻴﻤﺎﻳﻲ ﻫﻢ ﻛﻤﯥ ﺳﻮرﻟۍ ﭘﻪ ﻛﯥ وي .ﻫﻐﻪ څﻪ
ډﻳﺮ داﺳﯥ ﻧﻮر ﺷﻜﺎﻳﺘﻮﻧﻪ اوګﻴﻠﯥ ﻫﻢ وﻛړې ،ﺧﻮ د ﻫﻐﻪ دا ﺧﺒﺮې ﺳﻤﺪﺳﺘﻲ رښﺘﻴﺎ ﺛﺎﺑﺖ ﺷﻮې .ډﻳﺮ ﻛﺴﺎن
26
ﻫﻠﺘﻪ د ټﻜټ د اﺧﺴﺘﻠﻮ ﭘﻪ دﻓﺘﺮ ﻛﯥ وو ﭼﯥ ټﻜټ ورﺗﻪ د ﺟﻬﺎز د ﺳﻮرﻟﻴﻮ د ﭘﻮره ﻛﻴﺪو ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ور ﻧﻪ ﻛړل
ﺷﻮ ﺧﻮﻛﻠﻪ ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ اﻟﻮﺗﻜﯥ ﺗﻪ وﺧﺘﻠﻮ ﻧﻮ و ﻣﻮ ﻛﺘﻞ ﭼﯥ ﺗﺮ ﻧﻴﻤﺎﻳﻲ ﻫﻢ ﻛﻢ ﻛﺴﺎن ﭘﻪ ﻫﻮاﻳﻲ ﺟﻬﺎز ﻛﯥ ﺷﺘﻪ
او ﭘﺎﺗﻪ ﻃﻴﺎره ﻫﺴﯥ ﺧﺎﻟﻲ رواﻧﻪ ده ،ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ د ﻃﻴﺎرې ﭘﺮواز ﭼﯥ ﭘﻪ ) ( 12ﺑﺠﻮ او څﻮ دﻗﻴﻘﻮ ښﻮول
ﺷﻮې و ان ﺗﺮ ﻳﻮې ﻧﻴﻤﯥ ﺑﺠﯥ ﭘﻮرې و ځﻨډﻳﺪ او ﻫﻐﻪ ﺧﻠﻚ ﭼﯥ د ﻛﺎﺑﻞ ﭘﻪ ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ ﻫﻮاﻳﯥ ډګﺮ ﻛﯥ د
ﺧﭙﻠﻮ دوﺳﺘﺎﻧﻮ د راﺧﺴﺘﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره د اﻟﻮﺗﻜﯥ د ور رﺳﻴﺪو د اوو ﺑﺠﻮ د ﭘﺮوګﺮام ﻟﻪ ﭘﺎره راﻏﻠﻲ وو ان ﺗﺮ
ﻧﻬﻮ ﺑﺠﻮ ﻳﯥ ﻫﻠﺘﻪ اﻧﺘﻈﺎر ﻛړى و .ﺧﺪاى ﺷﺘﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻧﺎﺧﻮاﻟﻮ ﻣﯥ زړه ډﻳﺮ ﺑﺪ ﺷﻮ ،ځﻜﻪ ﻣﺎ ﺗﻪ د ﺧﭙﻠﯥ ﻣﻠﻲ ﺷﺘﻤﻨۍ د ﺿﻴﺎع ﻳﻮه ﻋﻤﻠﻲ ﻧﻤﻮﻧﻪ ﭘﻪ ﻣﺦ ﻛﯥ ﭘﺮﺗﻪ وه ،اوﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻮ ﻣﯥ ﻛﺘﻠﻪ.
ﻫﻮاﯦﻲ ﺟﻬﺎز ﺗﻪ د ورﺧﺘﻠﻮ وروﺳﺘﻪ زﻣﺎ اﺣﺴﺎس ډﻳﺮ ﺑﺪل ﺷﻮ ،ﻣﺎ ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ژﺑﻪ ﺧﺒﺮې واورﻳﺪې ،ﻫﻠﺘﻪ
ﺧﺪﻣﺘګﺎران ټﻮل اﻓﻐﺎﻧﺎن وو ،ﻛﻪ ﻧﺠﻮﻧﯥ وې ﻛﻪ ﻫﻠﻜﺎن ،ټﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ اودري ژﺑﻮ ﺧﺒﺮې ﻛﻮﻟﯥ ،دﭼﺎى او ډوډۍ وﺧﺖ ﻛﯥ ﻳﯥ ﻫﻤﻐﻪ اﻓﻐﺎﻧﻲ دود او رواج ژوﻧﺪى ﺳﺎﺗﻠﻰ و ،ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﻲ ګﻴﻼﺳﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﻳﯥ ﭼﺎى
را ووړ ،ﭘﻪ رښﺘﻴﺎ ﭼﯥ ﻳﻮ ﻋﺠﻴﺐ ﻛﻴﻔﻴﺖ ﻳﯥ درﻟﻮد ،اوﻣﺎ ﻫﻢ ﻧﮋدې ) 16ﻳﺎ 17ﻛﺎﻟﻪ ( وروﺳﺘﻪ د ارﻳﺎﻧﺎ ﭘﻪ
ﻫﻮاﻳﻲ ﻟﻴﻜﻪ ﻛﯥ ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ ﭘﺮواز ﻛړې و .ﻣﺎ ددې ﻧﻪ ﻣﺨﺘﻪ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﭼﯥ اﺳﺘﺎد ﺑﺮﻫﺎن اﻟﺪﻳﻦ رﺑﺎﻧﻲ
د ﻫﻴﻮاد د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ دﻧﺪه اﺟﺮا ﻛﻮﻟﻪ د ﻫﻐﻪ ﺳﺮه ﻳﻮ ځﺎى د )اﻳﻜﻮ( ﭘﻪ ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ ﻛﯥ دﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د ﻧﻤﺎﻳﻨﺪه ﭘﻪ څﻴﺮ د ګډون ﻟﻪ ﭘﺎره ﺗﺮﻛﻴﯥ ﺗﻪ ﻳﻮ اوه ورځﻨﯥ ﺳﻔﺮ ﻛړى و .ﻫﻐﻪ ﻫﻢ ﻫﻤﺪاﺳﯥ ﺳﺘﺮه اﻟﻮﺗﻜﻪ
وه ،ﭘﻪ ﻫﻐﯥ اﻟﻮﺗﻜﻪ ﻛﯥ ﻫﻢ ﻣﻮﻧږ ټﻮل ﻧﮋدې ﺷﻞ ﻛﺴﺎن ﻧﺎﺳﺖ و ،ﺧﻮ دا ﻛﺴﺎن ټﻮل ﭘﻪ ﻟﻮﻣړي ﻛﻼس ﻛﯥ وو ،ﻧﻮره ټﻮﻟﻪ اﻟﻮﺗﻜﻪ ﺧﺎﻟﻲ وه ،ﺑﻴﺎ ددرې ورځﻨﻲ ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ د ﭘﺎى ﺗﻪ درﺳﻴﺪو وروﺳﺘﻪ ﻫﻐﻪ اﻟﻮﺗﻜﻪ ﻧﮋدې
اوه ورځﯥ زﻣﻮﻧږ ﺳﺮه ﭘﻪ ښﺎروﻧﻮ ګﺮزﻳﺪه ،ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ ﻛﯥ دﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﺻﺪراﻋﻈﻢ او د اﻳﺮان
وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻫﻢ راﻏﻠﻲ ووة ﺧﻮ دﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﺻﺪراﻋﻈﻢ ﻳﻮازې ﻳﻮه ﺷﭙﻪ او د اﻳﺮان وﻟﺴﻤﺸﺮ دوه ﺷﭙﯥ ﭘﺎﺗﻪ ﺷﻮل او ﺑﻴﺮﺗﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﺗﻪ راﻏﻠﻞ ،ﺧﻮ زﻣﻮﻧږ دﻫﻴﺌﺖ ﻣﺴﺆﻟﻴﻦ ﻫﻠﺘﻪ د څﻪ ﻧﺎﻣﺎﻟﻮﻣﻪ ﻣﺼﺮوﻓﻴﺘﻮﻧﻮ ﻟﻪ
ﭘﺎره و ځﻨډﻳﺪل .دﻫﻐﯥ ﺳﻔﺮ ﭘﻪ ﭘﺎى ﻛﯥ ﻛﻠﻪ ﭼﯥ اﻟﻮﺗﻜﻪ د ﻛﺎﺑﻞ ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ ﻫﻮاﻳﻲ ډاګﺮ ﺗﻪ را ﻛﻮزه ﺷﻮه،
ﻧﻮ د ټﻮﻟﻮ ﻣﺴﺆﻟﻴﻨﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﭘﻪ ﻟﺴګﻮﻧﻮ ګﺎډي راﻏﻠﻲ وو ،د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭼﺎرو د وزارت ﻣﻮټﺮې ﻫﻢ ﻫﻠﺘﻪ وﻻړې
وې ،ﺧﻮ زﻣﺎ ﻫﻴڅﻮ ك ﻧﻪ و اوﻧﻪ ﻛﻮم ﻣﻮټﺮوان زه ﻟﻪ ځﺎﻧﻪ ﺳﺮه واﺧﺴﺘﻠﻢ ،دا داﺳﯥ وﺧﺖ و ﭼﯥ ﻫﻮاﻳﻲ ډګﺮ د دوﺳﺘﻢ د ګﻴﻠﻢ ﺟﻤﻮ ﻣﻠﻴﺸﻮ ﭘﻪ ﻻس ﻛﯥ و اود ګﻴﻠﻢ ﺟﻤﻮ او ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﺗﺮﻣﻨځ ﺗﺮ ﺑګﻨﻲ ډﻳﺮه زﻳﺎﺗﻪ
وه ،او ﺑﻴﺎ زﻣﺎ ورځﻨﻴﻮ ﻣﺮﻛﻮ اوﺧﺒﺮو ﺧﻮ زه ﭘﻮره د ﻣﺮګ ﻛﻮﻣﻲ ﺗﻪ ور ﻛﻴﻮﺳﺘﻰ وم .ﻧﻮ ﻛﻪ ﭼﻴﺮې ﭘﻪ ﻫﻐﻪ
وﺧﺖ ﻛﯥ دﺣﺰب اﺳﻼﻣﻰ د ﻣﺎﻟﻲ ﭼﺎرو ﭘﺨﻮاﻧﯥ رﺋﻴﺲ ﻣﻨﺸﻲ ﻋﺒﺪاﻟﻤﺠﻴﺪ ﭼﯥ اوس د ﻛﻮرﻧﻴﻮ ﭼﺎرو د
وزارت ﻣﻌﺎون و ،زﻣﺎ څﻨګ ﺗﻪ ﻧﻪ وى را رﺳﻴﺪﻟﻰ ،ﻧﻮ زﻣﺎ ﺑﺮﺧﻪ ﻟﻴﻚ ﺑﻪ ﻣﺎﻟﻮم ﻧﻪ و ﭼﯥ څﻪ ﺑﻪ ﻛﻴﺪه ؟ ﻣﺎﺗﻪ وروﺳﺘﻪ ﺑﻴﺎ ﻣﻨﺸﻲ ﺻﻴﺐ ووﻳﻞ ﭼﯥ ﻣﺎ وﻛﺘﻠﯥ ﭼﯥ ﺗﻪ ﭘﺎﺗﻪ ﺷﻮې ﻧﻮ ډرﻳﻮر ﺗﻪ ﻣﯥ ووﻳﻞ ﭼﯥ ﻛﻪ دا ﺳړى
ﭘﺎﺗﻪ ﺷﻮ او دې ﺧﻠﻜﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ ګﻮﺗﻮ ورﻏﻰ ﻧﻮ ژوﻧﺪ ﻳﯥ ﺧﻮﻧﺪي ﻧﻪ ﭘﺎﺗﻪ ﻛﻴږي ،ﻧﻮﺑﻴﺮﺗﻪ را وګﺮځﻴﺪو ﺗﺮ څﻮ ﺗﺎ ﻟﻪ
ځﺎﻧﻪ ﺳﺮه واﺧﻠﻮ ،څﺮﻧګﻪ ﭼﯥ ﻣﺎ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﻛﻮم ﺧﺎص ځﺎى ﻧﻪ درﻟﻮد ،او ﻫﻠﺘﻪ د ﺣﺰب ﭘﻪ ﻣﺮﻛﺰ ﭼﺎر اﺳﻴﺎب ﻛﯥ اوﺳﻴﺪم ،ﻧﻮ ﭘﻪ دې ﺧﺎﻃﺮ ﻳﯥ زه دﻫﻐﻪ ځﺎﻳﻪ دﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ دﭘﺨﻮاﻧﻲ ﻣﻌﺎون ﻗﺎﺿﻲ
ﻣﺤﻤﺪاﻣﻴﻦ وﻗﺎد ﺣﻮﻳﻠۍ ﺗﻪ ﻳﻮړم .
دا ځﻞ اﻧﻘﺮې ﻧﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ د ﺗﻠﻠﻮ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﻣﺎﺗﻪ ﻫﻤﻐﻪ ﺻﺤﻨﻪ ﺗﺮ ﺳﺘﺮګﻮ وه .ځﻜﻪ ﺧﻮ ﻣﯥ ﻣﻠګﺮو ﺗﻪ ووﻳﻞ
ﭼﯥ ﺧﭙﻞ دوﺳﺘﺎن را وﻏﻮاړي ،ﺗﺮ څﻮ د ﻫﻮاﻳﻲ ډګﺮ څﺨﻪ ﻣﻮ واﺧﻠﻲ ،ﺧﻮ ﻣﺎﺗﻪ ﻋﺎﺑﺪي ﺻﻴﺐ ډاډ راﻛړ
27
ﭼﯥ ﻫﻐﻪ څﻮ ﻛﺴﺎن راﻏﻮښﺘﯥ دي او ﺗﺮڅﻨګ ﻳﯥ ﭘﻪ وزﻳﺮ اﻛﺒﺮ ﺧﺎن ﻣﻴﻨﻪ ﻛﯥ ﺧﭙﻞ ﻳﻮ ﻛﻮر د ﻫﻤﺪې ﻟﻪ ﭘﺎره ﺧﺎﻟﻲ ﭘﺮى اﻳښﻰ دى اوﻫﻐﻪ ځﺎى زﻣﻮﻧږ د ورﺗﻠﻮ او اوﺳﻴﺪو ﻟﻪ ﭘﺎره اﻣﺎده دى .
ﭘﻪ ﻫﻮا ﻛﯥ د اﻟﻮﺗﻜﯥ ﺧﺪﻣﺘګﺎراﻧﻮ د ﺧﭙﻠﻮ ﻣﺴﺎﻓﺮﻳﻨﻮ ﭘﻮره ﺧﻴﺎل ﺳﺎﺗﻪ ،او ﭘﻪ ډﻳﺮه ﻣﻴﻨﻪ او ښﻪ ﻟﻬﺠﻪ ﻳﯥ
ورﺳﺮه ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ژﺑﻪ ﺧﺒﺮې ﻛﻮﻟﯥ ،ﭼﯥ دې ﻛﺎر زﻣﺎ ﭘﻪ اﺣﺴﺎﺳﺎﺗﻮ ﻳﻮځﺎﻧګړى اﻏﻴﺰ ﻛړى و ،ﻛﻠﻪ ﭼﯥ ﺳﻬﺎر ﻧﮋدې اوو ﺑﺠﻮ ﺷﺎوﺧﻮا ﻛﯥ اﻟﻮﺗﻜﻪ د ﻫﻴﻮاد ﭘﻮﻟﻮ ﺗﻪ ور ﻧﻨﻮﺗﻠﻪ ﻧﻮ ﺗﻠﻮﺳﻪ ﻣﻮ وه ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد د ﻧﮋدې څﺨﻪ ووﻳﻨﻮ ،ﻣﻮﻧږ ددې ﻧﻪ ﻣﺨﺘﻪ ډﻳﺮ ﺳﻔﺮ د اﻳﺮان ﭘﻪ ﻓﻀﺎ ﻛﯥ ﺗﺮ ﺳﺮه ﻛړې و ،ﺧﻮ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻮﻟﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ
ور ﻧﻨﻮﺗﻠﻮ ﺳﺮه ﻣﻮ ﻫﺮې ﻟﻮري ﺗﻪ ﭼﯥ ﻛﺘﻞ ټﻮل ﺳﭙﻴﺮه ﻏﺮوﻧﻪ ﺗﺮ ﺳﺘﺮګﻮ ﻛﻴﺪه ،ﻛﻪ د ﺳﻬﺎر ﭘﻪ رڼﺎ ﻛﯥ ﺑﻪ
ﻛﻮﻣﻪ اﺑﺎدي ﻫﻢ ﺗﺮ ﺳﺘﺮګﻮ ﺷﻮه ﻧﻮ ﻫﻐﻪ ﺑﻪ ﻟﻜﻪ د ﻳﻮه ټﺎﭘﻮ ﭘﻪ څﻴﺮ د ﻳﻮې ﭼﻴﻨﻰ ﻳﺎ ﻛﺎرﻳﺰ ﺷﺎوﺧﻮا ﺗﻪ ﺟﻮړ ﺷﻮي ﻛﻮروﻧﻪ او د ﻛﺮﻛﻴﻠﯥ ځﻤﻜﯥ وې .ﭘﻪ زﻳﺎﺗﻮ ځﺎﻳﻮ ﻛﯥ ځﻨګﻠﻮﻧﻪ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ﺗﻠﻠﻲ و او د ﻏﺮوﻧﻮ ﺷﻨﻪ
ﻓﻀﺎ د وﻧﻮ او ﺑﻮټﻮ د ﻧﺸﺘﻮاﻟﻲ ﭘﻪ اﺳﺎس ﺧړه ﭘړه ﺷﻮې وه .ﺑﺎﻻﺧﺮه زﻣﻮﻧږ د ﺳﭙﺮﻟۍ اﻟﻮﺗﻜﻪ دﻛﺎﺑﻞ
ﻫﻮاﻳﻲ ډګﺮ ﺗﻪ ورﺳﻴﺪه او ﻛﻠﻪ ﭼﯥ د ځﻐﺎﺳﺘﻲ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻛﻴﻨﺎﺳﺘﻪ ﻧﻮ ﺷﺎوﺧﻮا ﻣﻮ وﻛﺘﻞ ﭼﯥ زﻳﺎت ﺷﻤﻴﺮ
ﻛﻮﭼﻨۍ اﻟﻮﺗﻜﯥ او څﺮﺧﻲ ﺟﻬﺎزوﻧﻪ وﻻړ وو ،ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻮ ﻫﻠﺘﻪ ﺗګ راﺗګ ﻛﺎوه ،ﻣﻮﻧږ د اﻟﻮﺗﻜﯥ د
ﻛړﻛﻴﻮ څﺨﻪ دا ﻧﻨﺪاره ﻛﺘﻠﻪ او د ﺧﭙﻞ ﻣﺨﺘﻪ ﻧﺎﻣﺎﻟﻮﻣﻪ ﺑﺮﺧﻠﻴﻚ ﭘﻪ ﻟﻮر ور روان وو .
ﻛﻠﻪ ﭼﯥ اﻟﻮﺗﻜﻪ د ﺗﺮﻣﻴﻨﻞ ﺗﺮ څﻨګ و درﻳﺪه ،ﻧﻮ ﻣﻮﻧږ ﻫﻢ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻧﻮﺑﺖ ﺧﭙﻞ ﻛﻮﭼﻨﻲ ﻻﺳﻲ ﺑﻜﺴﻮﻧﻪ را
واﺧﺴﺘﻞ او د ﻣﺴﺎﻓﺮﻳﻨﻮ ﭘﻪ ﻗﻄﺎر ﻛﯥ د راوﺗﻠﻮ دروازې ﺗﻪ راﻏﻠﻮ .دﻟﺘﻪ ﭘﻪ دروازه ﻛﯥ څﻮ ﻛﺴﺎن وﻻړ و،
ﻣﺎ ﭼﯥ وﻛﺘﻞ ﭘﻪ ﻫﻐﻮى ﻛﯥ ﻳﻮ ﻫﻢ ډاﻛﺘﺮ ﻓﻴﺾ اﷲ ﻛﺎﻛړ و .ﻫﻐﻪ د ډﻳﺮ اﻧﺘﻈﺎر او ﺳﺘﻮﻣﺎﻧﺘﻴﺎ څﺨﻪ ﺳﺘړى ﻣﺎﻟﻮﻣﻴﺪه ،ﻧﻮ ﺳﺮ ﻳﯥ ﻛښﺘﻪ او ﭘﻪ ﻛﻮم ﻓﻜﺮ ﻛﯥ ډوب وﻻړ و .ﻣﺎ ورﻏږ ﻛړ ﭼﯥ ډاﻛټﺮ ﺻﻴﺐ ﺳﻼم ﻋﻠﻴﻜﻢ
.ﻫﻐﻪ زﻣﺎ او زﻣﺎ د ﻣﻠګﺮو ﭘﻪ ﻛﺘﻠﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﺧﺪاى ﺷﺘﻪ ﭼﯥ ډﻳﺮ ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻪ ﺷﻮ .د روﻏﺒړ ﻧﻪ وروﺳﺘﻪ ﻳﯥ ﻣﻮﻧږ
ﺗﻪ ﻻرښﻮوﻧﻪ وﻛړه ﭼﯥ د ﺗﺮﻣﻴﻨﻞ د ﻫﻐﻪ ﺧﺎﺻﯥ دروازې څﺨﻪ ښﻜﺘﻪ ﺷﻮ او د ﻫﻐﻪ ځﺎﻳﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻳﻮ ﻣﻮټﺮ ﻛﯥ
ﺗﺮ ﺗﺮﻣﻴﻨﻠﻪ ورﺳﻮﻟﻮ اوﺑﻴﺎ ﻫﻠﺘﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﭘﻮره درﻧښﺖ زﻣﻮﻧږ اﺳﺘﻘﺒﺎل وﻛړ او ﺗﺮ ﻟږه ځﻨډه ﭘﻮرې ﻫﻤﻠﺘﻪ ﺗﻢ ﺷﻮ.
ډاﻛټﺮ ﻓﻴﺾ اﷲ ﻛﺎﻛړ ﭼﯥ د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ﭘﻪ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻛﯥ دروﻏﺘﻴﺎﻳﻲ ﭼﺎرو د وزارت ﻣﻌﺎون و او اوس
ﭘﻪ روﻏﺘﻴﺎﻳﻲ اﻣﻮرو ﻛﯥ د وﻟﺴﻤﺸﺮ د ځﺎﻧګړﻳﻮ ﻣﺸﺎورﻳﻨﻮ ﻟﻪ ډﻟﯥ څﺨﻪ دى ،ﭘﻪ وﻗﺎﻳﻮي ﻃﺐ ﻛﯥ دوﻛﺘﻮرا
ﻟﺮي ،ﺧﭙﻠﻪ دوﻛﺘﻮرا اوﻧﻮر ﻋﺎﻟﻲ ﺗﺤﺼﻴﻼت ﻳﯥ ﭘﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻛﯥ ﺳﺮﺗﻪ رﺳﻮﻟﻲ اوﺑﻴﺎ د ﺟﻬﺎد ﭘﻪ وﺧﺘﻮ ﻛﯥ
ﻳﯥ زﻳﺎت وﺧﺖ د ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ ﭘﻪ ﺧﺪﻣﺖ ﻛﯥ ﺗﻴﺮ ﻛړى ،ﻫﻐﻪ د ډﻳﺮې ﻣﻮدې ﻟﻪ ﭘﺎره د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن
د ﭘﻮﻫﻨﺘﻮن رﺋﻴﺲ ﻫﻢ و .ډﻳﺮ ﺧﺎﻛﺴﺎره او ﺣﻠﻴﻢ اﻧﺴﺎن دى ﭼﯥ ﻣﺎﻳﯥ ﻛﻠﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ ټﻨډه ﺗﺮوه ﻟﻴﻜﻪ ﻧﻪ ده
ﻛﺘﻠﯥ .ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ډاﻛټﺮ ﻛﺎﻛړ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ ووﻳﻞ ﭼﯥ ﻧﮋدې د اوو ﺑﺠﻮ راﻫﻴﺴﯥ ددې اﻟﻮﺗﻜﯥ اﻧﺘﻈﺎر ﻛﻮي ،ﻫﻐﻪ
دا ﻫﻢ ووﻳﻞ ﭼﯥ ډاﻛټﺮ ﻧﺠﻴﺐ اﷲ ﻣﺠﺪدي ﻫﻢ دﻟﺘﻪ ﺳﺘﺎﺳﯥ اﻧﺘﻈﺎر ﻛﺎوه ﺧﻮ ددې ﻧﻪ ﻣﺨﺘﻪ اﻟﻮﺗﻜﻪ ﻛﻰ د ﻫﻐﻪ څﻪ ﻧﻮر ﻣﻴﻠﻤﺎﻧﻪ راﻏﻠﻞ ﻧﻮ ﻫﻐﻪ د ﻫﻐﻮى ﺳﺮه وﻻړ .
ﭘﻪ ﻫﻮاﻳﻲ ډګﺮ ﻛﯥ د څﻪ رﺳﻤﻲ ﺗﻌﺎﻣﻞ ﻧﻪ وروﺳﺘﻪ ﻣﻮﻧږ د ډاﻛټﺮ ﻛﺎﻛړ ﭘﻪ ﻣﻠﺘﻴﺎ و ﺧﻮځﻴﺪو ،ﺧﻮ ډاﻛټﺮ
ﺻﻴﺐ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻻره ﻛﯥ ووﻳﻞ ﭼﯥ زه ﻳﯥ ددې ﻟﻪ ﭘﺎره ﺗﻮﻇﻴﻒ ﻛړى ﻳﻢ ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ او ﺗﺎﺳﯥ د ﻳﻮه ﺗﻨﻈﻴﻢ
ﻏړي ﻫﻢ ﻳﻮ او ﻳﻮ د ﺑﻞ ﺳﺮه ﭘﺨﻮاﻧۍ ﭘﻴﮋﻧﺪګﻠﻮي ﻫﻢ ﻟﺮو .اوس ﻣﻮ ﺗﺎﺳﯥ ﺗﻪ ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﻫﻮټﻞ ﻛﯥ ځﺎى ﻧﻴﻮﻟﯥ
دې ﺗﺎﺳﯥ ﺑﻪ ﻫﻤﻠﺘﻪ اوﺳﻴږئ ،ﭘﺎﺗﻪ ﭘﺮوګﺮاﻣﻮﻧﻪ ﺑﻪ ﻫﻤﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﻫﻮټﻞ ﻛﯥ ﺗﺮ ﺑﺤﺚ اوڅﻴړﻧﯥ ﻻﻧﺪې ﻧﻴﺴﻮ .ﭘﻪ
28
دې ﺗﺮﺗﻴﺐ ﻫﻐﻪ اﻧﺪﻳښﻨﯥ ﭼﯥ زﻣﻮﻧږ ﭘﻪ ﻓﻜﺮوﻧﻮ ﻛﯥ ﺗﺎوﻳﺪې را ﺗﺎوﻳﺪې ﺗﺮ ﻳﻮه ﺣﺪه ﭘﻮرې ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ وﻻړې اوﻣﻮﻧږ د اوﺳﻴﺪوټﺎﻛﻞ ﺷﻮى ځﺎى ﺗﻪ ورﺳﻴﺪو .
دﻫﻮاﻳﻰ ډګﺮ او ښﺎر ﺗﺮ ﻣﻨځ ﺳړﻛﻮﻧﻪ اوس ﻏﺒﺮګ ﺟﻮړ ﺷﻮي دى ،ﺧﻮ د ﻻرو ﺧﺮاﺑﻮاﻟﻲ او ﭘﻪ ځﺎې ځﺎې ﻛﯥ
اﻣﻨﻴﺘﻲ ﺑﻨﺪﻳﺰوﻧﻮ د ﻣﻮټﺮوګڼﻪ ګﻮڼﻪ ډﻳﺮه ﻛړې وه ،ﻫﻴﭽﺎ د ﺗﺮاﻓﻴﻜﻲ اﺻﻮﻟﻮ ﻓﻜﺮ ﻧﻪ ﻛﺎوه ،ﻫﺮ ﭼﺎ ﭼﯥ ﭘﻪ څﻪ
ډول ﺧﻮښﻪ وه ﺧﭙﻞ ﻣﻮټﺮ ﻳﻰ ځﻐﻼوه ،ﺗﺮڅﻨګ ﻳﻰ د ﻻرې ګﺮدوﻧﻮ او وﭼﯥ ﻫﻮا ددې ﺳړﻛﻮﻧﻮ وﺿﻌﻪ ﻧﻮره ﻫﻢ
ﺧﺮاﺑﻪ ﻛړې وه .ﺷﺎوﺧﻮا ﺳﺘﺮ ﺳﺘﺮ ﻣﻨﺰﻟﻮﻧﻪ ﺗﺮ ﺳﺘﺮګﻮ ﻛﻴﺪل ،ﭼﯥ ټﻮل ﻳﻰ ﭘﻪ اروﭘﺎﻳﻰ ﺳﻴﺴﺘﻢ ﺟﻮړ ﻛړل ﺷﻮي
و اﻣﺎ دﺑﺎدوﻧﻮ او ﺧﺎورو ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ﺧړ ﭘړ وﻻړ و .ﭘﻪ ﻟﻮﻳﻮ ﺳﺮﻛﻮﻧﻮ د ﺧﻠﻜﻮ د ﺗګ راﺗګ ﻟړۍ او دډرﻳﻮراﻧﻮ ﺑﯥ
ﺑﺎﻛﻲ وﻳﺮوﻧﻜﯥ وه .ﻫﺮه ﻟﺤﻈﻪ او ﻫﺮه ﺛﺎﻧﻴﻪ د ﻣﺮګ وﻳﺮه وه .دﻣﻮټﺮ د درﻳﺪو ﺳﺮه ﺳﻢ د ﺳﻮال ﻛﻮﻧﻜﻮ ډﻟﻮ ﻟﻪ اړﺧﻪ ﻣﻮټﺮ ﻣﺤﺎﺻﺮه ﻛﻴﺪه ....
٭٭٭٭٭٭ دﻛﺎﺑﻞ دا ﭘﻨځﻪ ﺳﺘﻮرﻳﺰ ﻫﻮټﻞ ﻣﺎﺗﻪ ﻧﺎ اﺷﻨﺎ ﻧﻪ و ،ځﻜﻪ زه د اﺳﺘﺎد رﺑﺎﻧﯥ د ﺟﻤﻬﻮري رﻳﺎﺳﺖ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ،
ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﭼﯥ اﺳﺘﺎد ﻋﺒﺪاﻟﺼﺒﻮر ﻓﺮﻳﺪ د ﻫﻴﻮاد ﺻﺪراﻋﻈﻢ و ،ﭘﻪ دې ﻫﻮټﻞ ﻛﯥ ﻧﮋدې درې ﻣﻴﺎﺷﺘﯥ
اوﺳﻴﺪم .ﭘﻪ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﻳﯥ ﻣﺎﺗﻪ ډﻳﺮ ښﻪ ځﺎى راﻛړى و ،ﻳﻮه ﻟﻮﻳﻪ ﺧﻮﻧﻪ وه ﭼﯥ د ﻛﻴﻨﺎﺳﺘﻠﻮ ځﺎى ﻳﯥ ﺑﻴﻞ
او د ﺧﻮب ﺧﻮﻧﻪ ﻳﯥ ﺑﻴﻠﻪ وه .ﭘﻪ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ د ﻫﻮټﻞ د ﻣﺴﺌﻮﻟﻴﻨﻮ څﺨﻪ ﻳﻮ ﻛﺲ راﻏﻰ ،ﻣﺎ ﻧﻪ ﭘﻴﮋاﻧﺪه ،ﻣﺎﺗﻪ
ﻳﯥ ووﻳﻞ ﭼﯥ زه ددې ﻫﻮټﻞ ﻳﻮ ﻛﺎرﻛﻮﻧﻜﻰ ﻳﻢ ،ﺗﻪ ﺑﻪ ﻣﺎ ﻧﻪ ﭘﻴﮋﻧﯥ ،ﺧﻮ زه ﺗﺎ ډﻳﺮ ښﻪ ﭘﻴﮋﻧﻢ ،زه ﻓﻘﻂ ﻳﻮازې
ﻳﻮې ﺧﺒﺮې ﺗﻪ راﻏﻠﯥ ﻳﻢ ﭼﯥ درﺗﻪ وواﻳﻢ ﭼﯥ دا ﻛﻮټﯥ ﭼﯥ اوس ﻣﻮ ﺗﺎﺗﻪ درﻛړې ټﻮﻟﯥ څﺎروﻧﻜﻲ اﻻت ﻟﺮي ،ﺳﺘﺎﺳﯥ ټﻮﻟﯥ ﺧﺒﺮې ﻛﻪ ﭘټﯥ وي او ﻛﻪ ښﻜﺎره ﺛﺒﺘﻴږي ،ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ ﺳﺘﺎ دې ﺧﻮﻧﯥ ﺗﻪ ﻣﺨﺎﻣﺦ ﺧﻮﻧﻪ
او ﺗﺮ څﻨګ ﺧﻮﻧﻪ د دوﻟﺘﻲ ﻛﺴﺎﻧﻮ او د ﻧﻈﺎر د ﺷﻮرا د ﻛﺴﺎﻧﻮ ﺳﺮه دي ......ﻣﺎ ﺗﺎ ﺗﻪ داﺧﺒﺮې ﭘﻪ دې ﺧﺎﻃﺮ
وﻛړې ﭼﯥ زه د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د ﻏړو څﺨﻪ ﻳﻢ ا و ﭘﻪ دې ﻫﻮټﻞ ﻛﯥ د ډﻳﺮې ﻣﻮدې راﻫﻴﺴﯥ ﻛﺎر ﻛﻮم ،ﻧﻮر دې ﭘﻪ ﺧﺪاى ﺳﭙﺎرم .ددې ﺧﺒﺮو ﺳﺮه ﺳﻢ ﻫﻐﻪ وګړى ووت .اوﻣﻮﻧږ ﻳﯥ ﺧﭙﻞ ټﻮل ﻛﺎر ﺗﻪ ﻣﺘﻮﺟﻪ ﻛړو .
دا ځﻞ ﻫﻢ ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﻫﻮټﻞ ﻛﯥ د اوﺳﻴﺪو ځﺎﻳﻮ ﺗﻪ د ورﺗﻠﻮ وروﺳﺘﻪ د اﻣﻨﻴﺖ ﭘﻮرې اړوﻧﺪ څﻮ ﻛﺴﺎن راﻏﻠﻞ، او ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ ﻳﯥ څﻪ ﻻرښﻮوﻧﯥ وﻛړې ،او د اﻣﻨﻴﺘﻲ ﻛﺴﺎﻧﻮ د ﺷﺘﻮن ،د ﻫﻐﻮى دﻛﺎر دود څﺨﻪ ﻳﯥ ﺧﺒﺮ ﻛړو ......
ﻛﻠﻪ ﭼﯥ زه ﭘﻪ ﻫﻤﻐﻪ ﻟﻮﻣړۍ ﺷﭙﻪ د ﻫﻮټﻞ ﻧﻪ ﺑﻴﺮون ﺳﺘﺮې ﻏﻮﻧډۍ ﺗﻪ ور ﻏﻠﻢ ،ﻧﻮټﻮل ښﺎر ﺗﻪ ﻣﯥ وﻛﺘﻞ،
ډﻳﺮ ښﻜﻠﯥ ښﻜﺎرﻳﺪه ،ﺧﻮ ﻛﻠﻪ ﭼﯥ د ﭘﻮﻟﻴﺘﺨﻨﻴﻚ ﭘﻪ ﻟﻮر ﻣﺘﻮﺟﻪ ﺷﻮم ﻧﻮ ﻫﻠﺘﻪ ﻣﻰ ﻫﻐﻪ ﻣﺴﺠﺪ ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ
ﭘﻪ ﻛﯥ دﺧﭙﻠﻮ ﻣﻠګﺮو ﺳﺮه ﻟﻮﻣړﻧۍ ژﻣﻨﻪ ﻛړې وه ﺗﺮ ﺳﺘﺮګﻮ ﺷﻮ اوﺑﻴﺎ ﻣﯥ د ﭘﻮﻟﻴﺘﺨﻨﻴﻚ ﭘﺨﻠﻨځﻰ او د ډوډۍ ﺧﻮړﻟﻮ ځﺎى ﺗﺮ ﺳﺘﺮګﻮ ﺷﻮ ﻧﻮ زه ﻳﯥ ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ ﻫﻐﻪ د) 1349ل ( ﻛﺎل ﻟﻮﻣړﻳﻮ ﺷﭙﻮﺗﻪ ﻳﻮړم .
زه ﭘﻪ) 1348ل ﻛﺎل( د ﻧﻨګﺮﻫﺎر د ﻟﻴﺴﯥ څﺨﻪ ﻓﺎرغ ﺷﻮم اوﺑﻴﺎ ﭘﻪ ) 49ل ﻛﺎل( د ﻛﺎﺑﻞ ﭘﻮﻫﻨﺘﻮن دﺳﺎﻳﻨﺲ ﭘﻪ
ﭘﻮﻫﻨځﻲ ﻛﯥ ﺷﺎﻣﻞ ﺷﻮم ،ﭘﻪ ﻣﺮﻛﺰى ﻟﻴﻠﻴﻪ ﻛﯥ د ﻣﺤﺼﻠﻴﻨﻮ د زﻳﺎدښﺖ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ زﻣﻮﻧږ د ﻟﻮﻣړي ﻛﺎل
ﺷﭙﻴځﺎى ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﭘﻮﻟﻴﺘﺨﻨﻴﻚ ﻛﯥ و ټﺎﻛﻞ ﺷﻮ .د ﭘﻮﻟﻴﺘﺨﻨﻴﻚ د ﺷﭙﯥ ځﺎى ﺗﺮ څﻨګ ﻳﻮ ډﻳﺮ ښﻜﻠﻰ
ﻛﻮﭼﻨﻰ ﺷﺎﻧﺘﻪ ﺟﻮﻣﺎت ﺟﻮړ ﺷﻮې و ،دﺟﻮﻣﺎت اﻣﺎم ﻫﻤﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﻛﻮﻣﻪ ﻟﻴﺴﻪ ﻛﯥ ﻣﻌﻠﻢ ﻫﻢ و ،ډﻳﺮ ﻣﺘﻘﻲ او
ﭘﺮﻫﻴﺰګﺎر اﻧﺴﺎن و ،ﭼﯥ وروﺳﺘﻪ ﺑﻴﺎ د ﻛﻤﻮﻧﺴﺘﺎﻧﻮ ﻟﻪ اړﺧﻪ ﭘﻪ ﺷﻬﺎدت ورﺳﻴﺪ .ﻣﻮﻧږ ﺑﻪ دﺧﭙﻠﻮ ﻟﻤﻮﻧځﻮﻧﻮ د
ادا ﻛﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﻫﻤﺪې ﻣﺴﺠﺪ ﺗﻪ راﺗﻠﻮ .ﭘﻪ ﻫﻐﻮ وﺧﺘﻮ ﻛﯥ ﻛﻤﻮﻧﺴﺘﻲ ﺧﻮځښﺘﻮﻧﻪ ﻧﻮي ﻧﻮي را ټﻮﻛﻴﺪﻟﻲ وو ،دﭘﻮﻫﻨﺘﻮن ﺻﺤﻨﯥ ﺗﻪ د راﺗﻠﻮ ﺳﺮه ﺳﻢ ﺑﻪ ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻣﺤﺼﻠﻴﻨﻮ ﺧﭙﻞ دﻳﻦ او ﻣﺬﻫﺐ ﻳﻮه ﻟﻮرې ﺗﻪ
29
ﻛﻴښﻮده ،او ﻓﻜﺮ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻛﺎوه ﭼﯥ ﻧﻮر ﻧﻮ د دﻳﻦ څﺨﻪ د ﺧﻼﺻﻮن وﺧﺖ راﻏﻠﻰ ،ﻛﻤﻮﻧﺴﺘﺎﻧﻮ ﺑﻪ دې ﻟﻮري ﺗﻪ
ډﻳﺮ ﺗﺒﻠﻴﻐﺎت ﻛﻮل .د ﻟﻤﻮﻧځ ﻛﻮل ډﻳﺮ ګﺮان ﻛﺎر و ،ﻣﻮﻧږ ﺑﻪ ﭼﯥ ﻛﻠﻪ د ﻟﻤﺎﻧځﻪ ﭘﻪ ﻟﻮر ﺗﻠﻠﻮ ﻧﻮ د ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻧﺎ
اﻫﻠﻮ او ﺟﺎﻫﻠﻮ اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ ﻟﻪ اړﺧﻪ ﺑﻪ د ﻫﻐﻮى د ﺧﻮﻧﻮ څﺨﻪ ﭘﻪ ﻛﺎڼﻮ اوﻳﺎ ﭘﻪ وﭼﻪ ډوډۍ وﻳﺸﺘﻞ ﻛﻴﺪو ،او ﺗﺮ
څﻨګ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺳﭙﻚ او د ذﻟﺖ ﻧﻪ ډك اوازوﻧﻪ ﻫﻢ ﻛﻮل .
ﻳﻮه ﺷﭙﻪ ﭘﻪ ﻫﻤﺪې ﻣﺴﺠﺪ ﻛﯥ د ﭘﻮﻫﻨﺘﻮن د ﻣﺮﻛﺰى ﺷﭙﻴځﺎى څﺨﻪ ﻫﻢ ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻣﺴﻠﻤﺎن ﻣﺤﺼﻠﻴﻦ راﻏﻠﻲ وو ،ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﻫﻐﻮى دځﻮاﻧﺎﻧﻮ د اﺳﻼﻣﻲ ﺗﻨﻈﻴﻢ ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې ﭘﻪ) 1348ل ﻛﺎل( ﻛﯥ ﻳﻮه ﻫﺴﺘﻪ ﺟﻮړه ﻛړې
وه ،ﺧﻮ اوس د ﻳﻮ ﻛﺎل ﭘﻪ ﺗﻴﺮﻳﺪو ﺳﺮه د ﻣﺤﺼﻠﻴﻨﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ د ﻫﻐﯥ د ډاګﻴﺰه ﻛﻴﺪو او د ﺣﻠﻘﯥ د ﻏړو د ﺑﻴﺎ ټﺎﻛﻨﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﻣﺎﺳﺨﺘﻦ د ﻟﻤﺎﻧځﻪ وروﺳﺘﻪ ﻳﻮه ﻧﺎﺳﺘﻪ وﺷﻮه ،اوس را ﻧﻪ ﻫﻴﺮ دي ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻧﺎﺳﺘﻪ ﻛﯥ ﺑﻪ څﻮﻣﺮه ﻛﺴﺎﻧﻮ ګډون ﻛړى و ،ﺧﻮ دﻏﻪ ﻛﻮﭼﻨﻰ ﺟﻮﻣﺎت ﺗﺮ ﺧﻮﻟﯥ ﭘﻮرې ډك و .ﺑﻴﺎ ووټﻮﻧﻪ واﭼﻮل ﺷﻮل او
ددې ﻫﺴﺘﯥ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ ﻫﻤﺎﻏﻪ ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﻛﺴﺎن ﻫﺮ ﻳﻮ اﻧﺠﻨﻴﺮ ﺣﺒﻴﺐ اﻟﺮﺣﻤﻦ ،اﻧﺠﻨﻴﺮ ګﻠﺐ اﻟﺪﻳﻦ
ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر ،اﻧﺠﻨﻴﺮ ﺳﻴﻒ اﻟﺪﻳﻦ ﻧﺼﺮﺗﻴﺎر ،اﺳﺘﺎد ﻋﺒﺪاﻟﺮﺣﻴﻢ ﻧﻴﺎزى ،اﺳﺘﺎد رﺑﺎﻧﻲ ﻋﻄﻴﺶ .....و ټﺎﻛﻞ
ﺷﻮل .زه ﻫﻢ ددې ﻟﻮﻣړى ﻫﺴﺘﯥ د ټﺎﻛﻠﻮ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ د ﺧﭙﻞ ووټ د ورﻛﻮﻟﻮ وﻳﺎړ ﻟﺮم ،او دا وﻳﺎړ ﻣﯥ د
ژوﻧﺪ دډﻳﺮو ﻏﻮره ﺷﻴﺒﻮ څﺨﻪ دى ﭼﯥ ﺗﺮ اوﺳﻪ ﭘﻮرې ﻣﯥ ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ ﺗﺎزه دى .
ددې ﺗﺮڅﻨګ راﺗﻪ د ﭘﻮﻟﻴﺘﺨﻨﻴﻚ ډوډۍ ځﺎى ﻫﻢ د ډﻳﺮو ﺳﺘﺮو ﺳﺘﺮ و ﻳﺎدوﻧﻮ د راﺗﺎزه ﻛﻮﻟﻮ ﺳﺒﺐ ګﺮځﻴﺪه ،ﭼﯥ ﻟﻴﻜﻨﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺟﺪا ﺗﻮګﻪ زﻣﺎ د» ﺳﻴﺎﺳﻲ ژوﻧﺪ « ﭘﻪ ﻛﺘﺎب ﻛﯥ ﭘﻪ ﺗﻔﺼﻴﻠﻰ ﺗﻮګﻪ راﺷﻲ .
د ﺷﭙﯥ د ﺧﭙﻠﻮ ﻣﻠګﺮو ﺳﺮه ﻫﻤﺪﻟﺘﻪ ددې ﻏﻮﻧډۍ ﭘﻪ ﺳﺮ ګﺮزﻳﺪﻟﻮ ،ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﭘﺮوګﺮاﻣﻮﻧﻮ ﻣﻮ ﺧﺒﺮې ﻛﻮﻟﯥ ، او ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﻳﺎدداښﺘﻮﻧﻪ ﻣﻮ را ﺗﺎزه ﻛﻮل .
ﭘﻪ دې ﻣﻮ ﻫﻢ ﺧﺒﺮې را و څﺮﺧﻮﻟﯥ ﭼﯥ دروﺳﻲ زﺑﺮځﻮاك د وﺗﻠﻮ او ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د ﻛﻤﻮﻧﺴﺘﻲ رژﻳﻢ د زوال
ﻧﻪ وروﺳﺘﻪ ﻛﻪ ﭼﻴﺮې د ﻛﺎﺑﻞ ګﻴﺮك او ﻳﺎ د ﺧﭙﻠﻮ ځﺎﻧﻮ د ﻋﻠﻮﻳﺖ اوﭘﻮرﺗﻪ واﻟﻲ ﭘﺮ ځﺎى دﻫﻴﻮاد د ﺧﻠﻜﻮ ﺧﻮښﯥ ﺗﻪ رﺟﻮع ﺷﻮې واى ﻧﻮ ﻧﻦ ﺑﻪ دا ﻣﻨﻠﻰ او ﻣﻴړﻧﻰ ﻫﻴﻮاد د ﭘﺮدﻳﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ وﻟﻜﻪ ﻛﯥ ﻧﻪ ﭘﺮﻳﻮت ،
او ﻧﻪ ﺑﻪ ﻣﻮﻧږ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ دﻏﻪ ټﺎټﻮﺑﻲ ﻛﯥ ،ﭼﯥ دﻋﻤﺮ ډﻳﺮه ﺑﺮﺧﻪ ﻣﻮ دﻫﻐﯥ دازادۍ او ﺧﭙﻠﻮاﻛۍ ﭘﻪ ﻻره ﻛﯥ ﭘﻪ
ﻣﺒﺎرزه اوﺟﻬﺎد ﻛﯥ ﺗﻴﺮه ﻛړې ،ﻣﻴﻠﻤﺎﻧﻪ وو .
ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﭼﯥ زه دﻟﺘﻪ ﭘﻪ دې ﻫﻮټﻞ ﻛﯥ اوﺳﻴﺪم ،زﻣﺎ ﺳﺮه د ﭘﻐﻤﺎن اوﺳﻴﺪوﻧﻜﻰ ﺻﻔﻲ اﷲ ﻫﻢ ﻣﻮﺟﻮد و. ﻧﻮﻣﻮړې ډﻳﺮ ښﻪ ډرﻳﻮراو زﻳﺮﻛﻪ وګړې و .ﻫﻐﻪ ﺑﻪ ډﻳﺮ وﺧﺖ ﻫﻤﻠﺘﻪ د ﻫﻮټﻞ ﺗﺮ ﻣﺨﻪ د ﭘﻮﺳﺘﻮ د ﻣﺆﻇﻔﻴﻨﻮ
ﺳﺮه ﻧﺎﺳﺘﻪ ﻛﻮﻟﻪ ،ﻳﻮه ورځ ﻳﯥ راﺗﻪ ووﻳﻞ ﭼﯥ » :دﻟﺘﻪ ﺳﺘﺎ ﭘﻪ راﺗګ دا ﺧﻠﻚ ﺳﺨﺖ ﺧﻮاﺑﺪي دي ،دوى واﻳﻲ ﭼﯥ ﻛﺎﺑﻞ ﻣﻮﻧږ ﻧﻴﻮﻟﻰ اوس ﭘﻪ ﻛﯥ دوى وﻟﯥ ګﺮځﻲ ،ﻫﻐﻪ دا ﻫﻢ ووﻳﻞ ﭼﯥ د ﭘﻮﺳﺘﯥ ﻣﺎﻣﻮرﻳﻦ واﻳﻲ ﭼﯥ ﭘښﺘﻨﻮ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻧﮋدې درې ﺳﻮه ﻛﺎﻟﻪ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻛړى او اوس زﻣﻮﻧږ ﻧﻮﺑﺖ دى «......
دا ﺧﺒﺮې ټﻮﻟﯥ ﭘﺎروﻧﻜﯥ وې ،او ﻣﺎ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﻫﻢ د ﺳﻮﻟﯥ ﭘﻪ ﺧﺒﺮو ﻛﯥ ﺑﺮﺧﻪ اﺧﺴﺘﻪ ،دا ﺧﺒﺮې ﻣﯥ
داﺳﯥ اﻧګﻴﺮﻟﯥ ﭼﯥ اﺻﻼ ﭘﻪ ﺣﻜﻮﻣﺖ واﻛﻤﻦ وګړي دې ﺗﻪ ﺣﺎﺿﺮ ﻧﻪ دي ﭼﯥ ﺧﭙﻠﻪ واﻛﻤﻨﻲ د ﻧﻮرو ﺳﺮه
ﺷﺮﻳﻜﻪ ﻛړي .د ﻫﻐﻮى اﻧﺪ دا و ﭼﯥ ﻫﺮ څﻮك ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ وﻟﻜﻪ وﻛړي ،ﻧﻮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﻴﺎ د ﻫﻤﻐﻮى دى،
ﻧﻮ ﭘﻪ دې اﺳﺎس ﻳﯥ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ د ژﻣﻨﻮ او وﻋﺪو ﺳﺮه ﺳﺮه ﻫﻢ ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﺗﻪ د ورﻧﻨﻮﺗﻠﻮ اﺟﺎزه ﻧﻪ ورﻛﻮﻟﻪ . .....او ﭘﻪ ﺳﻠګﻮﻧﻮ ﻧﻮر ﻳﺎد داښﺘﻮﻧﻪ ﭼﯥ دا ځﺎى ﻳﯥ د ﻟﻴﻜﻠﻮ ﺟﻮګﻪ ﻧﻪ دى . ٭٭٭٭٭
30
ﻫﻮټﻞ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻟﻮﻣړﻧۍ ﺷﭙﻪ د ﭘﻜﺘﻴﺎ واﻟﻲ ﺟﻤﻌﻪ ﺧﺎن ﻫﻤﺪرد د ﺧﭙﻞ وﻳﺎﻧﺪ روح اﷲ ﺳﻤﻮن ﺳﺮه ﻳﻮ ځﺎى
راﻏﻰ ښﺎﻏﻠﻰ ﻫﻤﺪرد ﭘﻪ ﺷﻤﺎل ﻛﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د ځﻮاﻛﻮﻧﻮﻳﻮ ﻏښﺘﻠﻰ ﻗﻮﻣﻨﺪان ﭘﺎﺗﻪ ﺷﻮې او ﺑﻴﺎ ﻳﯥ د
ګﻠﻴﻢ ﺟﻢ دﻣﻠﻴﺸﻮ د ﻣﺸﺮ ﺟﻨﺮال دوﺳﺘﻢ او ﺗﺮڅﻨګ ﻳﯥ د ﺷﻤﺎﻟﻲ ټﻠﻮاﻟﯥ ﺳﺮه ډﻳﺮه ﺑﺪه ﺗﺮﺑګﻨﻲ ﺗﻴﺮه ﻛړې ده .
د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺗﺮ وﺧﺘﻪ ﭘﻮرې د ﭘﻮره ځﻮاك ﺧﺎوﻧﺪ و ،ﺧﻮ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ څﭙﯥ دوﻣﺮه ګﺮﻣﯥ وې ﭼﯥ دوى ﻫﻢ و ﻧﻪ
ﺗﻮاﻧﻴﺪل ددې څﭙﻮ ﻣﺨﻪ و ﻧﻴﺴﻲ ،ﺑﻴﺎ ﻳﯥ اﻳﺮان ﺗﻪ ﻫﺠﺮت وﻛړ او ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې داﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ دوﻟﻜﯥ
ﺳﻤﺪﺳﺘﻲ وروﺳﺘﻪ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد ﺗﻪ را ﺳﺘﻮن ﺷﻮ .ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ﻳﯥ ﻳﻮځﻞ ﺑﻴﺎ دﭘﺨﻮا ﭘﻪ څﻴﺮ د ډﻳﺮو
ﻧﺎوړه ﺣﺎﻻﺗﻮ ﺳﺮه ﻣﺦ ﺷﻮ ،ځﻜﻪ ﻧﻪ ﺧﻮ د ﺷﻤﺎل ټﻠﻮاﻟﯥ او ﻧﻪ د دوﺳﺘﻢ ﻣﻠﻴﺸﻮ ﻏﻮښﺘﻞ د ﺟﻤﻌﻪ ﺧﺎن ﻫﻤﺪرد
ﭘﻪ څﻴﺮ ﻳﻮ ﻧﻮﻣﻮړى وګړى دې د ﻫﻐﻮى ﺗﺮ څﻨګ ﺑﻴﺮﺗﻪ را و ټﻮﻛﻜﻴږي ،ﻧﻮ ﭘﻪ دې اﺳﺎس ﻳﯥ ﻫﺮه ﺷﻴﺒﻪ او
ﻫﺮه ګړۍ ﻫڅﻪ ﻛﻮﻟﻪ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ اﺷﻐﺎﻟګﺮاﻧﻮ ﻏﻮږوﻧﻪ ور ډك ﻛړى او دده ﭘﻪ ﺧﻼف ﻛﻮﻣﻪ دﺳﻴﺴﻪ ﺟﻮړه او
ﻧﻮﻣﻮړى ﭘﺮې د ځﻮاك څﺨﻪ ﺧﻼص ﻛړي ،ﺧﻮ ﻫﻤﺪرد ددې ټﻮﻟﻮ ﺣﺎﻻﺗﻮﺳﺮه ډﻳﺮه ښﻪ ﻣﻘﺎﺑﻠﻪ وﻛړه او ﭘﻪ دې
وﺗﻮاﻧﻴﺪ ﭼﯥ ځﺎن ژوﻧﺪې وﺳﺎﺗﻲ .ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻟﻮﻣړﻳﻮ وﺧﺘﻮ ﻛﯥ د ﺑﻐﻼن ﭘﻪ ګډون ﭘﻪ ﺷﻤﺎل ﻛﯥ د ﻳﻮ ﻳﺎ دوه ﻧﻮرو
وﻻﻳﺘﻮﻧﻮ واﻟﻲ ﻫﻢ ﭘﺎﺗﻪ ﺷﻮى ﺧﻮ ﭘﻪ ﻫﻴڅ ځﺎى ﻛﯥ د ﺷﻤﺎل ټﻠﻮاﻟﯥ ﺗﻪ د ﻫﻀﻢ وړ ﻧﻪ و ،ﻧﻮ ﭘﻪ دې اﺳﺎس ﻳﯥ
ورﺗﻪ ﺧﻠﻚ را ﭘﺎرول ،ﭼﯥ ﺑﺎﻻﺧﺮه دﭘﻜﺘﻴﺎ د واﻟﻲ ﭘﻪ ﺣﻴﺚ و ټﺎﻛﻞ ﺷﻮ ،ﻫﻤﺪرد ﺗﺮ اوﺳﻪ ﭘﻮرې د څﻮ ځﺎن ﻣﺮګﻲ وژوﻧﻜﻮ ﺑﺮﻳﺪوﻧﻮ څﺨﻪ ژوﻧﺪى را وﺗﻠﻰ او ﭘﻪ ﭘﻮره ﻣﻴړاﻧﻪ ﻛﺎروﻧﻪ ﭘﻪ ﻣﺦ وړي .
څﺮﻧګﻪ ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ډﻳﺮه ﻣﻮده وروﺳﺘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ ﺗﻠﻠﻲ وو او د ﺑﻠﻪ اړﺧﻪ ﻫﻠﺘﻪ د ﻳﻮ ﻧﻮي ﻧﻈﺎم ﺗﺮ څﻨګ د اﺷﻐﺎﻟګﺮو
ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻟﺴګﻮﻧﻪ زره ﭘﻮځﻮﻧﻪ ﻫﻢ ﻣﻴﺸﺖ ول ﻧﻮ ﭘﻪ دې اﺳﺎس ﻣﻮ د ﺣﺎﻻﺗﻮ ﭘﻪ اړه ﭘﻮره ﻣﻌﻠﻮﻣﺎت ﻧﻪ درﻟﻮدل ،ﻣﻮﻧږ ﻫﻠﺘﻪ د ﻫﻤﺪاﺳﯥ دوﺳﺘﺎﻧﻮ ﺳﻼ او ﻣﺸﻮرو ﺗﻪ اړﺗﻴﺎ درﻟﻮده ،د ﻫﻐﻪ ﺳﺮه ﻣﻮ د ﻫﻐﻪ ځﺎى ﭘﻪ
ﺣﺎﻻﺗﻮ ،او ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ د ﺳﻮﻟﯥ د ﭘﺮوﺳﯥ د ﭘﺮ ﻣﺦ ﺑﻴﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﭘﻮره ﺑﺤﺚ وﻛړ .ﻫﻤﺪا راز اﻧﺠﻨﻴﺮ
وﺣﻴﺪاﷲ ﺳﺒﺎوون ﭼﯥ د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ﺳﻼﻛﺎر وزﻳﺮ دى او زﻣﻮﻧږ د ورﺗﻠﻮ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﺷﻴﻨﻮارو ﻛﯥ د زﻣﻜﯥ ﭘﻪ ﺳﺮ د دوو ﻗﻮﻣﻮﻧﻮ د ﻻﻧﺠﯥ د ﭘﺮې ﻛﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺗﻠﻠﯥ و ،ﭘﻪ ﭘﺮﻟﭙﺴﯥ ﺗﻮګﻪ ﻟﻪ
ﻣﻮﻧږه ﺳﺮه ﭘﻪ ﺗﻤﺎس ﻛﯥ و ،ﻫﻐﻪ ﺑﻴﺎ ډﻳﺮ ژر د ﻫﻐﻪ ځﺎﻳﻪ راوګﺮزﻳﺪ او زﻣﻮﻧږ ﺳﺮه د ﺧﺒﺮو ﻟﻪ ﭘﺎره ﻫﻤﻠﺘﻪ زﻣﻮﻧږ ﻫﺴﺘﻮګﻨځﻲ ﺗﻪ راﻏﻰ ،د ﻫﻐﻪ ﺳﺮه ﻣﻮ ﭘﺮﻟﭙﺴﯥ ﻏﻮﻧډې او ﻣﺠﺎﻟﺲ درﻟﻮدل ،دﻫﻐﻪ ﻣﺸﻮرې اوﺳﻼوې
ډﻳﺮې ارزښﺘﻨﺎﻛﻪ ﻫﻢ وې او د ﺗﺠﺮﺑﯥ ﻟﻪ اړﺧﻪ ﻋﻤﻠﻲ ﻫﻢ .
اﻧﺠﻨﻴﺮ وﺣﻴﺪاﷲ ﺳﺒﺎوون د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د اﺟﺮاﻳﻴﻪ ﺷﻮرا ﭘﺨﻮاﻧﻰ ﻏړى او د ﺟﻬﺎد د ﺳﺮﻟﻮړي ﻣﺠﺎﻫﺪ
ﺣﺎﺟﯥ ﻛﺸﻤﻴﺮ ﺧﺎن د ﺻﻒ ﻟﻮﻣړى ﻣﻠګﺮى دى .ﻫﻐﻪ د ﻛﻤﻮﻧﺴﺘﺎﻧﻮ د ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﻪ ﻫﻤﺎﻏﻪ ﻟﻮﻣړﻳﻮ ﺷﭙﻮ ﻛﯥ د ﺣﺎﺟﻲ ﻛﺸﻤﻴﺮﺧﺎن ﺳﺮه ﻳﻮ ځﺎى ﭘﻪ ﻛﻨړ ﻛﯥ ﺧﭙﻠﻪ وﺳﻠﻪ واﻟﻪ ﻣﺒﺎرزه ﭘﻴﻞ ﻛړې او ﺑﻴﺎ ﻳﯥ ﭘﻪ دې ﻻره ﻛﯥ ډﻳﺮې
ﺗﻮدې ﺳړې ﻛﺘﻠﯥ .ﺧﻮ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﭼﯥ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد وﻟﻜﻪ وﻛړه ﻧﻮ اﻧﺠﻨﻴﺮ ﺳﺒﺎون د ﺣﺰب د اﻣﻴﺮ ﻣﺤﺘﺮم
ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر ﺳﺮه ﻳﻮځﺎى اﻳﺮان ﺗﻪ ﻟﻴږد وﻛړ ،اﻣﺎ ﺑﻴﺎ وروﺳﺘﻪ د ﻳﻮ څﻮ ﻧﻮرو ﺣﺰﺑﻴﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﻳﻮ ځﺎى د اﺳﺘﺎد رﺑﺎﻧﻲ د ﻣﻬﺎﺟﺮ ﺳﻴﺎر ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺳﺮه ﻣﻠګﺮى ﺷﻮ ،ﺧﭙﻞ ګﻮﻧﺪ ﻳﯥ ﺟﻮړ ﻛړ او اوس ﻫﻢ د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ﭘﻪ
ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻛﯥ د ﻗﻮﻣﻮﻧﻮ د ﺟﻮړ ﺟﺎړي او د ﻫﻐﻮى ﺗﺮ ﻣﻨځ د ﺷﺨړو ﭘﻪ ﻫﻮاروﻟﻮ ﻛﯥ ﭘﻮره ﭘﻮره ﻻس ﻛﻮي .
31
ﻫﻐﻪ ﭘﺨﻮاﻧﻰ ﺟﺮګﻪ ﻣﺎر او د ښﯥ وړﺗﻴﺎو او اﺳﺘﻌﺪاد ﺧﺎوﻧﺪ دى ،ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ زﻣﻮﻧږ ﺳﺮه اﺧﻼص
ﻫﻤﻐﺴﯥ او ﻳﺎ ﻛﻪ وواﻳﻢ د ﭘﺨﻮا څﺨﻪ زﻳﺎت و او زﻣﻮﻧږد ﺳﻔﺮ ﺗﺮ اﺧﺮي ورځﻮ ﭘﻮرې زﻣﻮﻧږ ﻣﺮﺳﺘﻨﺪوﻳﻪ او
ﻣﻼﺗړى و .
ﭘﺮ وﺣﻴﺪاﷲ ﺳﺒﺎوون ﺑﺎﻧﺪې د اګﺴﺖ د ﻣﻴﺎﺷﺘﯥ ﭘﻪ ﻟﻮﻣړﻳﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ ﺟﻼل اﺑﺎد ﻛﯥ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﺑﻤﯥ ﺑﺮﻳﺪ وﺷﻮ،
ﭼﯥ ﻧﻮﻣﻮړى د ﺷﻴﻨﻮارو د ﻗﻮﻣﻮﻧﻮ د ﺟﻮړ ﺟﺎړې د ﺟﺮګﯥ څﺨﻪ ﺑﻴﺮﺗﻪ راﺳﺘﻮن ﺷﻮى و .ﻧﻮﻣﻮړى ﭘﻪ دې
ﺑﺮﻳﺪﻛﯥ ﺳﺨﺖ ټﭙﻲ ﺷﻮې .
ددوى ﺗﺮ څﻨګ ښﺎﻏﻠﻰ ﻣﺤﻤﺪ ﻋﺎرف ﻧﻮرزى ﭼﯥ د ﺣﺎﺟﻲ وزﻳﺮ ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ ﻳﯥ ﺷﻬﺮت ﻣﻮﻧﺪﻟﻰ ﻫﻢ څﻮ ځﻠﯥ
ﻫﻤﻠﺘﻪ زﻣﻮﻧږ ﻫﺴﺘﻮګﻨځﻲ ﺗﻪ راﻏﻰ او ﭘﻪ ﭘﻮره اﺧﻼص او ﻗﻮي ﻣټ ﺳﺮه ﻳﯥ زﻣﻮﻧږه ﻣﻠﺘﻴﺎ وﻛړه .دوه درې
ځﻠﯥ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻛﻮر ﻛﯥ ﻣﻴﻠﻤﺴﺘﻴﺎ وﻛړه او زﻣﻮﻧږ ﺳﺮه د ﻛﺘﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﯥ د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ورور وﻟﻲ ﻣﺤﻤﺪ
ﻛﺮزى ﭼﯥ د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ﭘﻪ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻛﯥ ډﻳﺮ ځﻮاﻛﻤﻦ ﺷﺨﺼﻴﺖ ګڼﻞ ﻛﻴږي او دﻗﻨﺪﻫﺎر د وﻻﻳﺘﻲ
ﺷﻮرا د رﻳﺎﺳﺖ ﺗﺮ څﻨګ ﭘﻪ ﻗﻮﻣﻲ اﻣﻮرو ﻛﯥ د ﺧﭙﻞ ورور وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ﺗﻜړه ﻣﻼﺗړى دى ،ﻫﻢ را وﻏﻮښﺖ .
ﺣﺎﺟﻲ وزﻳﺮ د ﺳﻮﻟﯥ ﭘﻪ ﭘﺮوﺳﻪ ﻛﯥ ډﻳﺮه ﻓﻌﺎﻟﻪ وﻧډه ﻟﺮي او څﻮ ځﻠﯥ ﻳﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻛﺎﺑﻞ ﻣﻴﺸﺖ ﻣﺸﺮاﻧﻮ
ﺳﺮه ﭘﻪ دوﺑۍ ،ﺳﻌﻮدي ﻋﺮﺑﺴﺘﺎن او څﻮ ﻧﻮرو ځﺎﻳﻮ ﻛﯥ ﺧﺒﺮې اﺗﺮې ﻛړې دي .ﻫﻐﻪ د ﺧﭙﻠﯥ ﭘﺨﻮاﻧۍ
ﺟﻬﺎدي ﺳﺎﺑﻘﯥ ﻟﻪ اړﺧﻪ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﺳﺮه ﻫﻢ ډﻳﺮې ﻧﮋدې اړﻳﻜﯥ ﻟﺮي او د ﺳﻮﻟﯥ د ﭘﺮوﺳﯥ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﻳﯥ څﻮ ځﻠﻪ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د دﻓﺎﺗﺮو ﺳﺮه اړﻳﻜﯥ ﻛﻠﻜﯥ ﻛړې .او ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﭼﯥ د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ﻟﻪ اړﺧﻪ
ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﺗﻪ د ﺧﺒﺮو ﻛﻮﻟﻮ وړاﻧﺪﻳﺰ وﺷﻮاو ﭘﻪ دې ﻣﻮاﻓﻘﻪ وﺷﻮه ﭼﯥ ﺧﺒﺮې ﺑﻪ ﭘﻪ اﻟﻤﺎن ﻛﯥ ﺗﺮﺳﺮه
ﻛﻴږي ﻧﻮ ددوﻟﺖ ﻟﻪ اړﺧﻪ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﻫﻴﺌﺖ ﻛﯥ ﻧﻮﻣﻮړى دﻫﻴﺌﺖ درﺋﻴﺲ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﺷﺎﻣﻞ و .اﻣﺎ د ﺧﺒﺮو ﻫﻐﻪ
ﭘﺮوﺳﻪ د ﭘﻴﻞ د ﻣﺨﻪ داﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ اﺷﺎره د اﻟﻤﺎﻧﻴﺎﻧﻮ ﻟﻪ اړﺧﻪ ﺷﻨډه ﺷﻮه .
ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي او زﻣﻮﻧږ د ﻫﻴﺌﺖ ﺗﺮﻣﻨځ دﻛﻴﻨﺎﺳﺘﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﻣﺎرچ دﻣﻴﺎﺷﺘﯥ اووﻣﻪ ټﺎﻛﻞ
ﺷﻮې وه ،ﺧﻮ زﻣﻮﻧږ د ورﺳﻴﺪو ﺳﺮه ﺳﻢ ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ د ﻧﺎڅﺎﭘﻲ ﻣﻴﻠﻤﻨﻮ ﻳﻮ ﺑﻬﻴﺮ راﺳﺮ ﺷﻮ .ﭘﺎﺗﻪ دې ﻧﻪ
وي ﭼﯥ څﺮﻧګﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ) (47ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﻧﻈﺎﻣﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﺷﺘﻮن ﻟﺮي ﻧﻮ ددې ﻫﻴﻮادو ټﻮل
ﻟﻮړ ﭘﻮړي ﭼﺎرواﻛﻲ دﻣﺨﻜﻴﻨﻲ ﭘﻼن ﭘﺮﺗﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ ﺳﻔﺮ ﻛﻮي اوﺑﻴﺎ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺗﻪ دﺧﭙﻠﻮ
راﺗﻠﻮ او د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺳﺮه د ﺧﺒﺮو ﻟﻪ ﭘﺎره ﺧﺒﺮ ورﻛﻮي .
د اﻳﺮان وﻟﺴﻤﺸﺮ اﺣﻤﺪي ﻧﮋاد ﻫﻢ اﻋﻼن وﻛړ ﭼﯥ ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ دوه ورځﻨﻰ ﺳﻔﺮﻟﺮي ،ﺧﻮ د ﻫﻐﻪ داﻋﻼن ﺳﺮه ﺳﻢ
د اﻣﺮﻳﻜﺎ ددﻓﺎع وزﻳﺮ ر اﺑﺮټ ګﻴټ او د اﻧګﻠﺴﺘﺎن د دﻓﺎع وزﻳﺮ ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ را ورﺳﻴﺪل ،او ﭘﻪ دې ﺗﺮﺗﻴﺐ
زﻣﻮﻧږ ﻟﻴﺪﻧﻪ ﻳﻮه اوﻧۍ ﭘﻪ ﻧﻦ اوﺳﺒﺎ ﻛﯥ و ځﻨډﻳﺪه ،ﻧﻪ ﻳﻮازې زﻣﻮﻧږ ﻟﻴﺪﻧﻪ ﻣﻌﻄﻞ ﺷﻮه ،ﺑﻠﻜﯥ د اﻳﺮان د وﻟﺴﻤﺸﺮ اﺣﻤﺪي ﻧﮋاد راﺗګ ﻫﻢ و ځﻨډول ﺷﻮ .
ﭘﻪ دې اوﻧۍ ﻛﯥ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ د زﻳﺎﺗﻮ ﻟﻴﺪﻧﻮ ﻛﺘﻨﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره زﻣﻴﻨﻪ ﺑﺮاﺑﺮه ﺷﻮه ،د ښﻮوﻧﯥ او روزﻧﯥ وزﻳﺮ ښﺎﻏﻠﻰ ﻏﻼم ﻓﺎروق وردګ دﺧﭙﻠﻮ زﻳﺎﺗﻮ ﻣﺼﺮ وﻓﻴﺎﺗﻮ ﺳﺮه ﻫﻠﺘﻪ زﻣﻮﻧږ ﻫﺴﺘﻮګﻨځﻲ ﺗﻪ راﻏﻰ ﭘﻪ ډﻳﺮه ﻣﻴﻨﻪ ﻳﯥ ﻟﻪ
ﻣﻮﻧږه ﺳﺮه ﻧﮋدې ﻳﻮ ﺳﺎﻋﺖ ﭘﻪ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ ﻣﺴﺎﻳﻠﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﺧﺒﺮې وﻛړې .ښﺎﻏﻠﻰ وردګ ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ ﺧﭙﻞ وﺧﺖ ووﻳﺴﺖ او ﻫﻤﻠﺘﻪ ﻳﯥ زﻣﻮﻧږ ﻟﻪ ﭘﺎره درﻧﻪ ﻣﻴﻠﻤﺴﺘﻴﺎ ﺟﻮړه ﻛړه ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ زﻣﻮﻧږ ددرې ﻛﺴﻴﺰ ﻫﻴﺌﺖ ﻧﻪ ﻋﻼوه
اﻧﺠﻨﻴﺮ وﺣﻴﺪاﷲ ﺳﺒﺎوون ،ﺟﻤﻌﻪ ﺧﺎن ﻫﻤﺪرد ،ارﺳﻼ ﺟﻤﺎل او ....ﻫﻢ ګډون ﻛړى و .ﭘﻪ دې ﻣﻴﻠﻤﺴﺘﻴﺎ ﻛﯥ
32
ﻫﻢ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د ﺳﻮﻟﯥ ﭘﻪ دﻏﻪ ﻃﺮﺣﯥ ﺑﺎﻧﺪې ﺗﻔﺼﻴﻠﻲ ﺑﺤﺚ او څﻴړﻧﻪ وﺷﻮه او د ﻫﻐﯥ د ﭘﻠﯥ ﻛﻴﺪو
اﻣﻜﺎﻧﺎت ﻳﯥ ﻫﻢ ﺗﺮ ﺑﺤﺚ ﻻﻧﺪې راﻏﻠﻞ .
ډاﻛټﺮ ﻓﺎورق وردګ ﻫﻢ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د ﻣﺘﻌﻬﺪﻳﻨﻮ څﺨﻪ دى ،ﻣﺎ ورﺳﺮه ﭘﺨﻮا ﻧﮋدې ﭘﻴﮋﻧﺪګﻠﻮى ﻧﻪ درﻟﻮده ،ځﻜﻪ ښﺎﻏﻠﻰ ډاﻛﺘﺮ وردګ ﭘﻪ ﻏﻴﺮ دوﻟﺘﻲ ﻣﺆﺳﺴﻮ ﻛﯥ ﻛﺎر ﻛﺎوه او د دﻓﺘﺮوﻧﻮ ﺳﺮه ﻳﯥ ﺗﻤﺎس ﻛﻢ
و ،ﺧﻮ ﻛﻠﻪ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ د ﻟﻮﻣړي ځﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ﭘﻪ اﻧﺘﻘﺎﻟﻲ دوره ﻛﯥ د ﭘﺎرﻟﻤﺎﻧﻲ ﭼﺎرو وزﻳﺮو
ټﺎﻛﻞ ﺷﻮ او ﺑﻴﺎ د ﺳﻮﻟﯥ د ﺟﺮګﯥ ﻣﺸﺮﻫﻢ ﺷﻮ ﻧﻮ ﻟﻪ ﻣﺎ څﺨﻪ دﻛﻤﻮﻧﺴﺘﺎﻧﻮ د وﺧﺖ ﻳﻮه ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﻟﻮړ ﭘﻮړې
ﭼﺎرواﻛﯥ ﭘﻮښﺘﻨﻪ وﻛړه ﭼﯥ ﻓﺎروق وردګ ﭘﻪ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻛﯥ څﻪ دﻧﺪه درﻟﻮده ،ﻧﻮ ﻣﺎ ورﺗﻪ ﭘﻪ ﺣﻴﺮاﻧﺘﻴﺎ
ﺳﺮه ووﻳﻞ ﭼﯥ زه د ډاګټﺮ وردګ د ﻧﻮم ﺳﺮه ﺗﺎزه ﺗﺎزه اﺷﻨﺎ ﺷﻮې ﻳﻢ ،ﺧﻮ اﻟﺤﻤﺪﷲ ﭘﻪ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻛﯥ
داﺳﯥ وړﺗﻴﺎوې او اﺳﺘﻌﺪادوﻧﻪ ﺷﺘﻪ ﭼﯥ وزارت ﺧﻮ څﻪ ﻛﻮې ﭼﯥ ﻫﺮ ﻳﻮﻳﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اﻣﻮرو د
ادارې ﻟﻪ ﭘﺎره ﺑﺴﻨﻪ ﻛﻮي .ﭘﻪ ﻛﺎروﻧﻮ ﻛﯥ ﻣﺨﻠﺺ دي ،وړﺗﻴﺎوې ﻟﺮي ،د رﺷﻮت او اداري ﻓﺴﺎد ﺗﻮروﻧﻪ
ﭘﺮې ﻧﻪ ﺷﺘﻪ او د ﺧﻠﻜﻮ ﺳﺮه دﻟﻴﺪﻟﻮ ﻛﺘﻠﻮ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ درﺳﻤﻲ ﻛړﭼﺎر څﺨﻪ ځﺎن ﻟﺮې ﺳﺎﺗﻲ .
ﺗﺮڅﻨګ ﻳﯥ ښﺎﻏﻠﻰ ارﺳﻼ ﺟﻤﺎل ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ د ﺳﺮﺣﺪوﻧﻮ دﭼﺎرو د وزﻳﺮ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﻧﻮﻣﻮل ﺷﻮې و ﻫﻢ دﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د ﺗﻜړه ﻛﺎر ﻛﻮوﻧﻜﻮ څﺨﻪ ﺷﻤﻴﺮل ﻛﻴﺪه .
زﻣﻮﻧږ اړﻳﻜﻮال ښﺎﻏﻠﻰ ډاﻛټﺮ ﺻﺎﻓﻰ ﻫﻢ زﻣﻮﻧږ دﻛﺘﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻫﻠﺘﻪ زﻣﻮﻧږ ﻫﺴﺘﻮګﻨځﻲ ﺗﻪ راﻏﻰ ،ﻣﺎ دﻫﻐﻪ
ﺳﺮه د ﻟﻮﻣړي ځﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره وﻛﺘﻞ ،د اﺧﻼص ﻧﻪ ﻳﯥ ﻣﻌﻠﻮﻣﻴﺪه ﭼﯥ دﺳﻮﻟﯥ د ﭘﺮوﺳﯥ د ﭘﺮﻣﺦ ﺑﻮﺗﻠﻮ ﺳﺮه
څﻮﻣﺮه ژﻣﻦ دى .ﺑﻴﺎد ﻫﻤﺪې اړﻳﻜﻮال ﭘﻪ واﺳﻄﻪ ښﺎﻏﻠﻰ ډاﻛټﺮ ﻧﺠﻴﺐ اﷲ ﻣﺠﺪدي ﻫﻢ راﻏﻰ ،دﻫﻐﻪ ﺳﺮه د
څﻪ ﺧﺒﺮو وروﺳﺘﻪ ﻣﻮ ﭘﺮوګﺮام ﺟﻮړ ﻛړ ﺗﺮ څﻮ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺳﻨﺎ دﻣﺠﻠﺲ او د ﺳﻮﻟﯥ دﻛﻤﻴﺴﻴﻮن د رﺋﻴﺲ ﻣﺤﺘﺮم ﺻﺒﻐﺖ اﷲ ﻣﺠﺪدي ﺳﺮه ووﻳﻨﻮ ،د ﻫﻐﻪ ﺳﺮه دﻛﺘﻠﻮ وﺧﺖ و ټﺎﻛﻞ ﺷﻮ او ﭘﺨﭙﻠﻪ ډاګټﺮ ﻧﺠﻴﺐ اﷲ ﻣﺠﺪدي زﻣﻮﻧږ د ﺑﻮﺗﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره راﻏﻰ او ﻣﻮﻧږ ﻳﯥ د ﻣﺤﺘﺮم ﺣﻀﺮت ﺻﻴﺐ ﺳﺮه دﻛﺘﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﻮړو .
زﻣﺎ او دﻣﺤﺘﺮم ﺣﻀﺮت ﺻﻴﺐ ﻣﺠﺪدي ﺗﺮ ﻣﻨځ اړﻳﻜﯥ ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﭘﺨﻮا ډﻳﺮې ګﺮﻣﯥ ﻧﻪ وې ﺧﻮ»
دﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ د اووه ګﻮﻧﻲ اﺗﺤﺎد« اﺗﺤﺎد اﺳﻼﻣﻲ د ﺟﻮړښﺖ ﻧﻪ وروﺳﺘﻪ او ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﭼﯥ زه د اﻓﻐﺎن ﺧﺒﺮي
اژاﻧﺲ د رﺋﻴﺲ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ و ټﺎﻛﻞ ﺷﻮم ،زﻣﺎ ددﻧﺪې ﻏﻮښﺘﻪ داوه ﭼﯥ زه ﻫڅﻪ او ﻫﺎﻧﺪ وﻛړم ﺗﺮڅﻮ د ﺟﻬﺎد د رﻫﺒﺮۍ د ﻫﻴﺌﺖ د ټﻮﻟﻮ ﻏړو ﺳﺮه ﻧﻴﻜﯥ او ښﯥ اړﻳﻜﯥ وﻟﺮم ،ﭘﻪ دې اﺳﺎس زﻣﺎ اړﻳﻜﯥ د ښﺎﻏﻠﻰ ﺣﻀﺮت
ﺻﻴﺐ ﻣﺠﺪدي ﺳﺮه ﻧﻴﻜﯥ ﭘﺎﺗﻪ ﺷﻮى .ﭘﺨﭙﻠﻪ ﺣﻀﺮت ﺻﻴﺐ د ډﻳﺮ ﻧﻴﻚ ،اوښﻪ اﺣﺴﺎس ﺧﺎوﻧﺪ دى،
ﺳﭙﻴﻨﯥ ﺧﺒﺮې ﻛﻮي ،ﻣﻮﻧږ ﭼﯥ د ﺧﭙﻠﯥ دﻧﺪې ﭘﻪ اړه ﻛﻠﻪ ﻫﻢ ﺗﺮې وﺧﺖ ﻏﻮښﺘﯥ ﻧﻮ ﭘﻪ ﭘﺮاﺧﻪ ټﻨډه ﻳﯥ
اﺳﺘﻘﺒﺎل ﻛړې ﻳﻮ .ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﭼﯥ زﻣﺎ واﻟﺪ )ﻣﻮﻟﻮي ګﻞ رﺣﻤﻦ دﻳﻮﺑﻨﺪي( دﺳﺨﺘﯥ ﻧﺎروﻏﺘﻴﺎ
ﻟﻪ ﻻﻣﻠﻪ ﭘﻪ ﭘﻴښﻮر ﻛﯥ ﭘﻪ ﻳﻮه روﻏﺘﻮن ﻛﯥ ﺑﺴﺘﺮ ﺷﻮى و ﻧﻮ ﺣﻀﺮت ﺻﻴﺐ ﻣﺠﺪدي دوه ځﻠﯥ ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻳﯥ ﻫﻢ د ﻧﺎروﻏﺘﻴﺎ ﻧﻪ ﺷﻜﺎﻳﺖ ﻛﺎوه دﻫﻐﻪ ﭘﻮښﺘﻨﯥ ﺗﻪ راﻏﻠﻰ و ،او ﺑﻴﺎ ﭼﯥ ﻛﻠﻪ زﻣﺎ واﻟﺪ
وﻓﺎت ﺷﻮ ﻧﻮ ﺟﻨﺎب ﻣﺠﺪدي ﺻﻴﺐ ﻳﯥ دﻋﺎ ﺗﻪ ﻫﻠﺘﻪ ﻛﻮرﺗﻪ راﻏﻰ او ﺗﺮ ډﻳﺮه ﭘﻮرې ﻳﯥ ﻣﺎﺗﻪ ﺗﺴﻠﻲ راﻛﻮﻟﻪ .
ﺧﻮ ﻛﻠﻪ ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻻﺳﻮ ﺗﻪ ورﻏﯥ ﻧﻮ ﻣﺠﺪدي ﺻﻴﺐ ﻫﻢ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﻣﻬﺎﺟﺮ ﺷﻮ او ﺗﺮڅﻨګ ﻳﯥ زه
ﻫﻢ ﻧﺎروي ﺗﻪ راﻏﻠﻢ اوﻫﻤﺪﻟﺘﻪ ﭘﺎﺗﻪ ﺷﻮم .ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ دﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻣﻴﺮ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﭘﻪ ﺗﻬﺮان ﻛﯥ و
ﻣﺎﺗﻪ د ﺗﻴﻠﻔﻮن ﻟﻪ ﻻرې ووﻳﻞ ﭼﯥ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﺳﺘﻮن ﺷﻢ ،ﺧﻮ زﻣﺎ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﭘﻴښﻮر ﺷﺮاﯦﻂ ډﻳﺮ ﺧﺮاب ﺷﻮي و
او ﻧﻪ ﺷﻮم ﺗﻮاﻧﻴﺪﻟﯥ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﺳﺘﻮن ﺷﻢ .
33
ﺧﻮ ﻛﻠﻪ ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ځﻤﻜﻪ واﻛﻤﻦ ﺷﻮل ،ﻧﻮ ﻣﺠﺪدي ﺻﻴﺐ ﻫﻢ ﻫﻤﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﭘﺎﺗﻪ ﺷﻮ .ﻳﻮځﻞ ﭘﻪ) 2004ز ﻛﺎل ( ښﺎﻏﻠﯥ ﻣﺠﺪدي ﺻﻴﺐ د ﺧﭙﻠﯥ ﻧﺎروﻏﺘﻴﺎ ﻟﻪ ﻻﻣﻠﻪ ډﻧﻤﺎرك ﺗﻪ راﻏﻠﻰ و ﻧﻮ
ﻫڅﻪ ﻣﻮ وﻛړه ﭼﯥ ﻫﻤﻠﺘﻪ ورﺳﺮه ووﻳﻨﻢ ،ﻧﻮ زه دﺧﭙﻠﻮ څﻮ ﻛﺴﻮ ﻧﻮرو ﻣﻠګﺮو ﺳﺮه ﻫﻠﺘﻪ ډﻧﻤﺎرك ﺗﻪ ورﻏﻠﻢ او د ﻣﺎزدﻳګﺮ ﻟﻤﻮﻧځ ﻣﻮ ورﺳﺮه وﻛړ .دﻟﻤﺎﻧځﻪ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﻳﯥ ﺧﭙﻠﻪ ﭘګړۍ زﻣﺎ ﭘﻪ ﺳﺮ ﻛﻴښﻮده اوراﺗﻪ ﻳﯥ
ووﻳﻞ ﭼﯥ ډﻳﺮه ښﻪ درﺳﺮه ښﻜﺎرې ،ﻧﻮ ﻣﺎورﻧﻪ وﻏﻮښﺘﻞ ﭼﯥ دا ﭘګړۍ ﺑﻪ اوس ﻣﺎﺗﻪ را ﺑښﺊ ،ﻫﻐﻪ ووﻳﻞ
ﭼﯥ دﻟﺘﻪ ﺑﻠﻪ ﻧﻪ ﻟﺮم ﻛﻪ ﻛﻠﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ راﻏﻠﯥ ﻧﻮ ﺑﻠﻪ ﺑﻪ درﻛړم .
ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ ډﻧﻤﺎرك ﻛﯥ زﻣﻮﻧږ ﺳﺮه د ﻛﺘﻠﻮ ﻧﻪ ﻳﻮه ورځ وروﺳﺘﻪ ﺣﻀﺮت ﺻﻴﺐ ﻣﺠﺪدي ﺑﻴﺮﺗﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ ﺳﺘﻨﻴﺪه ،ﻧﻮ ﻣﺎ ورڅﺨﻪ وﭘﻮښﺘﻞ ﭼﯥ ﻫﻠﺘﻪ ﺧﻮ ﻫﻐﻪ ﺣﺎﻻت ﭼﯥ ﺗﺎﺳﯥ ﻫﻤﺪا اوس ﺑﻴﺎن ﻛړل ﺳﺘﺎﺳﯥ د
ورﺗګ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺑﺮاﺑﺮ ﻧﻪ ﺑﺮﻳښﻲ ﻧﻮ ﺑﻴﺎ وﻟﯥ ورځﺊ ؟ وﻳﯥ وﻳﻞ :ﭼﯥ څﻪ وﻛړم اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﻣﻮ ﻧﻪ ﭘﺮﻳږدي .ﺧﻮ
ﺑﻴﺎ وروﺳﺘﻪ ښﺎﻏﻠﻲ ﻣﺠﺪدي ﺻﻴﺐ د ﺳﻨﺎ ﭘﻪ ﻏﻮﻧډه ﻛﯥ دوه ځﻠﯥ ﭘﻪ ډاګﻪ اﻋﻼن وﻛړ ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻧﻴﻤﻪ ﻣﺴﺘﻌﻤﺮه ﻫﻴﻮاد ګﺮزﻳﺪﻟﻰ دى (6) .
ﭘﻪ ﻫﺮ ﺻﻮرت ﻛﻠﻪ ﭼﯥ زﻣﻮﻧږ ﻫﻴﺌﺖ د ښﺎﻏﻠﻰ ﺣﻀﺮت ﺻﻴﺐ ﻣﺠﺪدي دﻛﺘﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره دﻫﻐﻪ دﻓﺘﺮ ﺗﻪ ورﻏﻰ ﻧﻮ ﻫﻐﻪ ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﺧﻮﻧﻪ ﻛﯥ ﭘﺮ ﻳﻮې ﭼﻮﻛۍ ﻧﺎﺳﺖ و ،ﻛﻤﺰورې ﻣﻌﻠﻮﻣﻴﺪه ،زه ﻳﯥ ﭼﯥ وﻛﺘﻠﻢ ﻧﻮ وﻳﯥ وﻳﻞ
ﭼﯥ » ښﻪ ﺷﻮه ﭼﯥ ﺗﻪ ﺧﻮ ﻣﯥ ﺳﭙﻴﻦ ږﻳﺮى وﻛﺘﻠﯥ « ،ﺑﻴﺎ د ﺧﭙﻠﯥ ﭼﻮﻛۍ څﺨﻪ را ﭘﻮرﺗﻪ ﺷﻮ او ﭘﻪ ډﻳﺮ ﻣﻴﻨﻪ ﻳﯥ روﻏﺒړ وﻛړ او د ﻫﻐﯥ وروﺳﺘﻪ ور ﺳﺮه ﻛﻴﻨﺎﺳﺘﻮ ،د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د ) دژﻏﻮرﻧﯥ ﻣﻠﻲ ﻣﻴﺜﺎق ( ﭘﻪ اړه
ﺧﺒﺮې وﺷﻮې ،اوﻫﻐﻪ ﻣﻴﻜﺎﻧﻴﺰم ﭼﯥ ددې ﻃﺮﺣﯥ د ﭘﻠﻲ ﻛﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻟﻪ ﻣﻮﻧږ ﺳﺮه ﭘﻪ ﻧﺎﻟﻴﻜﻠﯥ ﺗﻮګﻪ ﻣﻮﺟﻮد
و ﻫﻐﻪ ﻣﻮ ورﺗﻪ ﺗﺸﺮﻳﺢ ﻛړ .ﻧﮋدې ﻳﻮ ﺳﺎﻋﺖ ﺧﺒﺮو دوام وﻛړ ،ﭘﻪ دې ﺧﺒﺮو ﻛﯥ زﻣﻮﻧږ د ﻫﻴﺌﺖ ﺗﺮ څﻨګ
ﭘﺨﭙﻠﻪ ﻣﺤﺘﺮم ډاﻛﺘﺮ ﻧﺠﻴﺐ اﷲ ﻣﺠﺪدي ﻫﻢ ګډون درﻟﻮد .ﺑﻴﺎ ﻣﻮ ورﺳﺮه څﻪ ﻳﺎدګﺎرى ﻋﻜﺴﻮﻧﻪ واﺧﺴﺘﻞ
او ﺗﺮې را رﺧﺼﺖ ﺷﻮ او دډاﻛټﺮ ﻧﺠﻴﺐ اﷲ ﻣﺠﺪدي ﭘﻪ ﻣﻠﺘﻴﺎ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﺧﭙﻞ ﺗﻤځﺎى ﺗﻪ راﻏﻠﻮ ).دﺧﺒﺮو اوﺑﺤﺚ
د ﺗﻔﺼﻴﻞ دﻟﻴﻜﻠﻮ څﺨﻪ ﭘﻪ دې ﺧﺎﻃﺮ ﭼﯥ دﺳﻮﻟﯥ دې ﭘﺮوﺳﯥ ﺗﻪ ﻛﻮم زﻳﺎن و ﻧﻪ رﺳﻮي ﻣﻌﺬور ﻳﻢ (.
ﻟﻜﻪ ﻣﺨﺘﻪ ﻣﻮ ﭼﯥ ﻳﺎدوﻧﻪ وﻛړه د ﻣﺨﻜﯥ څﺨﻪ د ﺟﻮړ ﺷﻮي ﭘﺮوګﺮام ﻟﻪ ﻣﺨﯥ ﻣﻮﻧږ ﺑﺎﻳﺪ د ﻣﺎرچ ﭘﻪ اوﻣﻪ د ﻫﻴﻮاد د ﻣﺸﺮﺗﺎﺑﻪ د ﻫﻴﺌﺖ اوﭘﻪ ځﺎﻧګړې ﺗﻮګﻪ د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ﺻﻴﺐ ﺳﺮه د ﻫﻐﻮ ﻣﻮﺧﻮ اوﻫﻐﻪ ) 15ﻓﻘﺮهء
ې( ﭘﺮوګﺮام د ﺑﺤﺚ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﭼﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﯥ د اﺟﺮاﺋﻴﻪ ﺷﻮرا او د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د ﻣﺤﺘﺮم اﻣﻴﺮ
اﻧﺠﻴﺮ ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر ﻟﻪ اړﺧﻪ را ﺳﭙﺎرل ﺷﻮى و ،ﺧﺒﺮې وﻛړو .ﺧﻮ دا ﭘﺮوګﺮام د وﻟﺴﻤﺸﺮ د څﻮ ﻧﺎڅﺎﭘﻲ
ﻣﺼﺮوﻓﻴﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ اﺳﺎس ﻟږ څﻪ ﺷﺎﺗﻪ و ﻏﻮرزﻳﺪ .ﭘﻪ دې ﺧﺎﻃﺮ ﻣﻮﻧږ د ﭘﺮوګﺮام ﭘﻪ ﻣﻄﺎﺑﻖ ﺗﺮ ﻫﺮ څﻪ ﻟﻮﻣړى د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي د دﻓﺘﺮ د رﺋﻴﺲ ﻣﺤﺘﺮم ﻋﻤﺮ داودزي ﺳﺮه وﻛﺘﻞ .
ﻣﺤﺘﺮم داودزى دﺣﺰب اﺳﻼﻣﻰ دﭘﺨﻮاﻧﻴﻮ ﻏړو څﺨﻪ دې ،ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﺑﺎﻧﺪې د روﺳﺎﻧﻮ د ﻟښﻜﺮ ﻛﺸۍ
ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﺗﻪ ﻫﺠﺮت ﻛړې و او ﺑﻴﺎ ﻳﻰ ﻫﻠﺘﻪ ﻟﻪ ﻣﻮﻧږ ﺳﺮه ﭘﻪ دﻓﺘﺮي اﻣﻮرو ﻛﯥ ډﻳﺮ ﻧﮋدې ﻛﺎر ﻛﺎوه .ﺧﻮ وروﺳﺘﻪ ﻳﻰ ﺑﻴﺎ ﭘﻪ دﺧﭙﻠﻮ وړﺗﻴﺎو ﭘﻪ اﺳﺎس ﭘﻪ ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ ﻣﺆﺳﺴﻮ ﻛﯥ ﻛﺎر ﭘﻴﻞ ﻛړ .څﺮﻧګﻪ ﭼﯥ ﻣﺎ ﻫﻐﻪ ډﻳﺮه ﻣﻮده ﻧﻪ وﻛﺘﻠﯥ ﻧﻮ ﻣﺎﺗﻪ دﻫﻐﻪ ﻫﻤﺎﻏﻪ ﭘﺨﻮاﻧﯥ دځﻮاﻧۍ اﻧځﻮر ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻮ ﻛﯥ و .ﺧﻮﻛﻠﻪ ﻣﯥ ﭼﯥ د
ﺟﻤﻬﻮرې رﻳﺎﺳﺖ ﭘﻪ ﻣﺎڼۍ ﻛﯥ وﻛﻮت ﻧﻮ ﻫﻐﻪ ﻫﻢ ﻟﻜﻪ زﻣﻮﻧږ ﭘﻪ څﻴﺮ ﺳﭙﻴﻦ ږﻳﺮى ﺷﻮى و .
34
ﻛﻠﻪ ﭼﯥ زﻣﻮﻧږ ﻫﻴﺌﺖ دﻣﺤﺘﺮم داودزئ ﺳﺮه دﻛﺘﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ورﻏﯥ ﻧﻮﻫﻐﻪ زﻣﻮﻧږ ﺳﺮه د ﻛﻴﻨﺎﺳﺘﻠﻮ ﺳﺮه ﺳﻢ ،د
ﺧﭙﻞ ﻣﻨﺼﺐ او ﻣﻘﺎم څﺨﻪ اﺧﻮا ﭘﻪ ﺧﻨﺪاﻧﻪ ﺧﻮﻟﻪ ووﻳﻞ ﭼﯥ » ﻧﮋدې ﺷﻞ ﻛﺎﻟﻪ ﻣﺨﺘﻪ ﻣﯥ د اﺳﺘﺎد ﺳﻌﻴﺪ ﺳﺮه ﻳﻮ ځﺎى ﻣﺎﻣﻮرﻳﺖ ﻛړﯦﺪى « .
دوﻟﺴﻤﺸﺮ ددﻓﺘﺮ رﺋﻴﺲ ،داودزي ،ﺳﺮه ﻣﻮﻧږ ﻧﮋدې ﻳﻮﺳﺎﻋﺖ ﻟﻴﺪﻧﻪ درﻟﻮده ،ﭘﻪ دې ﻟﻴﺪﻧﻪ ﻛﯥ ﻣﻮ ورﺗﻪ
دﺧﭙﻞ ﺳﻔﺮ ﻣﻮﺧﯥ ،او ﺗﺮ څﻨګ ﻣﻮ ورﺳﺮه ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﭘﻼن ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ﻟﻪ ځﺎﻧﻪ ﺳﺮه درﻟﻮده ﺗﻔﺼﻴﻠﻰ ﺧﺒﺮې وﻛړې،
ﺗﺮ څﻮد وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزې ﺳﺮه زﻣﻮﻧږ دﻟﻴﺪﻧﯥ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻫﻐﻪ دﺟﺮﻳﺎﻧﺎﺗﻮ څﺨﻪ ﺧﺒﺮ اوﺳﻲ ،ﻫﻐﻪ ﺗﻪ ﻣﻮ د دې ﭘﻼن ﻳﻮﻧﻘﻞ ﻫﻢ ﺗﺴﻠﻴﻢ ﻛړ .
د ﻣﺎرچ 14ﻣﻪ وه زﻣﻮﻧږ ﻫﻴﺌﺖ ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﺟﻤﻬﻮري رﻳﺎﺳﺖ ﻛﯥ د ﺟﻤﻬﻮر رﺋﻴﺲ وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ﺳﺮه دﻛﺘﻠﻮ ﻟﻪ
ﭘﺎره د ﺳﻬﺎر ﭘﻪ اﺗﻮ ﺑﺠﻮ ور ﺑﻠﻞ ﺷﻮي وو .ﻣﻮﻧږ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺧﻮﻧﻮ ﻛﯥ د دوﻋﺪې ﺳﺮه ﺳﻢ د ﺳﻬﺎر ﭘﻪ اوه ﻧﻴﻤﻮ
ﺑﺠﻮ ﺗﻴﺎر ﻧﺎﺳﺖ و ﺗﺮ څﻮ زﻣﻮﻧږ د ﻟﻴږدوﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره د وﻟﻤﺴﺸﺮۍ د ﻣﺎڼۍ څﺨﻪ د ﻟﻴږد وﺳﻴﻠﻪ را ورﺳﻴږي .
ﻛﻠﻪ ﭼﯥ وﺳﺎﻳﻞ راﻏﻠﻞ ،ﻣﻮﻧږ ﻳﯥ د ﺟﻤﻬﻮري رﻳﺎﺳﺖ ﭘﻪ ﻟﻮر وﻟﻴږدوﻟﻮ .د ﻟﻴږد ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﻫﻠﺘﻪ ﺟﻤﻬﻮري رﻳﺎﺳﺖ ﻣﺎڼۍ ﺗﻪ د ورﺳﻴﺪو ﺗﺮ ﻣﺨﻪ ډﻳﺮې زﻳﺎﺗﯥ د ﺗﺎﻻﺷۍ او ﭘﻠټﻨﯥ ﭘﻮﺳﺘﯥ وې .ﭘﻪ ﻫﺮې ﭘﻮﺳﺘﯥ ﻛﯥ ﺑﻪ
زﻣﻮﻧږ د ﻟﻴږد وﺳﺎﻳﻞ درول ﻛﻴﺪه او ﺑﻴﺎ ﺑﻪ ﻟﺴﺖ را اﺧﺴﺘﻞ ﻛﻴﺪه او د ﻫﻐﯥ وروﺳﺘﻪ ﺑﻪ ﻧﻮﻣﻮﻧﻪ ﺗﻄﺒﻴﻖ اوﺑﻴﺎ ﺑﻪ د ﻣﺨﺘﻪ ﺗﻠﻠﻮ اﺟﺎزه راﻛﻮل ﻛﻴﺪه .
ﻣﺎ د ﻣﺤﺘﺮم ﺣﻀﺮت ﺻﺒﻐﺖ اﷲ ﻣﺠﺪدي ﺻﻴﺐ د اﻧﺘﻘﺎﻟﻲ دورې دﺟﻤﻬﻮري رﻳﺎﺳﺖ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﻫﻢ او
د اﺳﺘﺎد رﺑﺎﻧﻲ د رﻳﺎﺳﺖ ﭘﻪ دوران ﻛﯥ ﻫﻢ ارګ څﻮ ځﻠﯥ ﻛﺘﻠﯥ و ،ﻫﻠﺘﻪ ﻣﯥ ﭘﻪ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ ﻏﻮﻧډو او
ﻣﻴﻠﻤﺴﺘﻴﺎو ﻛﯥ ګډون ﻛړى و ،ﺧﻮ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ډﻳﺮه اﻧﺎرﺷﻲ وه ﺧﻮ ارګ ﺗﻪ د ورﺳﻴﺪو او ﻧﻨﻮﺗﻠﻮ
ﻟﻪ ﭘﺎره دوﻣﺮه زﻳﺎﺗﯥ ﭘﻮﺳﺘﯥ او ﭘﻠټﻨځﺎﻳﻮﻧﻪ ﻧﻪ ﺗﺮ ﺳﺘﺮګﻮ ﻛﻴﺪل ،ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﺑﻪ زﻣﻮﻧږ د ﻟﻴږد وﺳﻴﻠﻪ ﭘﺮﺗﻪ ﻟﻪ ﺗﺎﻻﺷۍ او ﭘﻠټﻨﯥ ﺗﻴﺮﻳﺪه او د ګﻞ ﺧﺎﻧﯥ ﻣﺎڼۍ ﺗﺮ ﻣﺦ ﺑﻪ ﻳﯥ زﻣﻮﻧږ د ﻛﻴﯧﺴﺘﻠﻮ وروﺳﺘﻪ د ﭘﺎرك ﻛﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺑﻴﺮﺗﻪ ﺑﻴﺮون ﺗﻪ وﻳﺴﺘﻞ ﻛﻴﺪه ،ﺧﻮ دا ځﻞ د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ﭘﻪ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻛﯥ داﺳﯥ ﻧﻪ و .ﺷﻮﻧﻰ ده
ﭼﯥ دا ﺑﻪ دﻫﻐﻮ ځﺎﻧﻤﺮګﻮ ﺑﺮﻳﺪوﻧﻮ د وﻳﺮې ﭘﻪ اﺳﺎس وه ﭼﯥ د ﺑﻬﺮﻧﯧﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د اﺷﻐﺎل ﭘﻪ ﺧﻼف ﺻﻮرت
ﻧﻴﺴﻲ او څﻮ ځﻠﯥ ﻫﻤﻠﺘﻪ د ﺟﻤﻬﻮري رﻳﺎﺳﺖ د ﻣﺎڼۍ ﺗﺮ څﻨګ د ﻫﻨﺪ ﭘﻪ ﺳﻔﺎرت اوﻳﺎ ﻧﻮرو ﻟﺮې ﻧﮋدې ځﺎﻳﻮ ﻛﯥ داﺳﯥ ﺑﺮﻳﺪوﻧﻪ ﺗﺮ ﺳﺮه ﺷﻮي دي .
ﭘﻪ ﻫﺮﺻﻮرت ،ددې ﻟﻪ ﭘﺎره ﭼﯥ ﻣﻮﺿﻮع را څﺨﻪ ﺑﻞ ﻟﻮري ﺗﻪ ﻻړه ﻧﻪ ﺷﻲ ،ﻣﻮﻧږ ﻳﻰ ﻫﻠﺘﻪ د ﻧﻨﻮﺗﻠﻮ ﭘﻪ دروازه
ﻛﯥ و دروﻟﻮ ،وﻳﻰ ﭘﻠټﻮﻟﻮ ،ﺗﻴﻠﻔﻮﻧﻮﻧﻪ ،ﻗﻠﻤﻮﻧﻪ اوﻧﻮر دﻟﻴﻚ وﺳﺎﻳﻞ ﻳﻰ راڅﺨﻪ ﻫﻤﻠﺘﻪ واﺧﺴﺘﻞ او ﺗﺶ ﺗﻮر ﻳﻰ ﭘﺮﻳښﻮدو ﺗﺮ څﻮ ﻣﺨﺘﻪ وﻻړ ﺷﻮ .د ﭘﻠټﻨﻮ او ﺗﺎﻻﺷﻴﻮ وروﺳﺘﻪ د ګﻠﺨﺎﻧﯥ ﻣﺎڼۍ ﻛﯥ د اﻧﺘﻈﺎر ﺧﻮﻧﯥ ﺗﻪ ﻳﻮړل ﺷﻮ .اوﻫﻠﺘﻪ را ﺗﻪ د ﻛﻴﻨﺎﺳﺘﻮ او اﻧﺘﻈﺎر ﻛﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ووﻳﻞ ﺷﻮل.
ﻻ ﺗﺮ اوﺳﻪ اﺗﻮ ﺑﺠﻮ ﺗﻪ څﻮ دﻗﻴﻘﯥ ﭘﺎﺗﻪ وې ﭼﯥ زﻣﻮﻧږ د ﻫﻴﻠﻮ ﺳﺮه ﺳﻢ وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزى ﭘﻪ ډﻳﺮه ﺧﻨﺪاﻧﻪ او
ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻪ ﺗﻮګﻪ زﻣﻮﻧږ د ښﻪ راﻏﻼﺳﺖ ﻟﻪ ﭘﺎره راﻏﻰ ،ﻻﺳﻮﻧﻪ ﻳﯥ د وراﻳﻪ ﭘﺮاﻧﺴﺘﻲ او ﭘﻪ ډﻳﺮه ﻣﻴﻨﻪ ﻳﯥ ﻟﻪ
ﻣﻮﻧږﺳﺮه روﻏﺒړ وﻛړ .ﻣﺎ ورﺗﻪ د ﺧﭙﻞ ﻫﻴﺌﺖ ﻧﻮر ﻣﻠګﺮي ور وﭘﻴﮋﻧﺪل .ﭘﻪ دې وﺧﺖ ﻛﯥ د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺳﺮه د ﻫﻐﻪ د دﻓﺘﺮ د رﻳﺎﺳﺖ ﻣﺸﺮ ﻣﺤﺘﺮم ﻋﻤﺮ داودزئ او د اﻣﻨﻴﺖ ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻛﺴﺎن ﻫﻢ ﻣﻠګﺮي ول.
ﺑﺎﻳﺪ ﻳﺎده ﻛړم ﭼﯥ د ﻣﺤﺘﺮم ﺣﺎﻣﺪ ﻛﺮزي ﺳﺮه زﻣﺎ ﭘﻴﮋﻧﺪګﻠﻮي ډﻳﺮه ﺳﺎﺑﻘﻪ درﻟﻮده ،ﻫﻐﻪ ﻫﻢ د روﺳﺎﻧﻮ د
ﺳﺮو ﻟښﻜﺮو د اﺷﻐﺎل ﭘﻪ ﺧﻼف د ﺟﻬﺎد ﭘﻪ ډګﺮ ﻛﯥ د ﺟﺒﻬﻪ ء ﻧﺠﺎت ﻣﻠﻲ د ﻣﺸﺮ ﻣﺤﺘﺮم ﺣﻀﺮت ﺻﺒﻌﺖ
35
اﷲ ﻣﺠﺪدي دﺧﺎﺻﻮ ﻛﺴﺎﻧﻮ څﺨﻪ و ﭼﯥ ﭘﻪ ﻣﻄﺒﻮﻋﺎﺗﻲ او ﺳﻴﺎﺳﻲ اﻣﻮرو ﻛﯥ ﺑﻪ ﺗﻞ د ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ ﭘﻪ
ﻏﻮﻧډو ﻛﯥ ﺳﺮه ﻳﻮ ځﺎى ﻛﻴﺪو .ددې ﺗﺮ څﻨګ د ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ د اوه ګﻮﻧﻲ اﺗﺤﺎد ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ،ﻳﻌﻨﯥ ﻫﻐﻪ
وﺧﺖ ﭼﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻣﺸﺮ ﻣﺤﺘﺮم اﻧﺠﻨﻴﺮ ګﻠﺒﺪﻳﻦ ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر د اﺗﺤﺎد دوراﻧﻲ رﺋﻴﺲ و ﻧﻮ زه ﻳﯥ د
اﺗﺤﺎد د ﺳﻜﺮﺗﺮ ﭘﻪ څﻴﺮ ﻫﻠﺘﻪ و ګﻮﻣﺎرﻟﻢ .ﻣﺎ د ﺧﭙﻠﻮ ﻣﻄﺒﻮﻋﺎﺗﻲ ﻛﺎروﻧﻮ ﺗﺮ څﻨګ د اﺗﺤﺎد دﺳﻜﺮﺗﺮﻳﺖ دﻧﺪه ﻫﻢ ﭘﻪ ﻣﺦ ﺑﻮﺗﻠﻠﻪ ،ﻧﻮ ﻣﺤﺘﺮم ﺣﺎﻣﺪ ﻛﺮزي
ﻫﻢ د اﺗﺤﺎد د ﺳﻜﺮﺗﺮﻳﺖ ﺳﺮه د ﺧﭙﻞ ګﻮﻧﺪ ﻟﻪ اړﺧﻪ
ﻣﺮﺳﺘﻨﺪوﻳﻪ و .ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﭼﯥ ﻣﺤﺘﺮ م ﺣﺎﻣﺪ ﻛﺮزى د ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ ﭘﻪ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻛﯥ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ
ﭼﺎرو ﭘﻪ وزارت ﻛﯥ د ﻣﻌﺎون ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ و ټﺎﻛﻞ ﺷﻮ ،ﻧﻮ زه ﭘﻪ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ د ﻋﻈﻤﻰ ﺻﺪارت د ﻣﻄﺒﻮﻋﺎﺗﻮ
د دﻓﺘﺮ رﺋﻴﺲ او ﻫﻢ د ﻋﻈﻤﻰ ﺻﺪارت وﻳﺎﻧﺪ وم ،او د ﺷﭙﯥ ﻫﻢ ﻫﻤﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﻋﻈﻤﻰ ﺻﺪارت ﻛﯥ ﭘﺎﺗﻪ ﻛﻴﺪم.
ﻧﻮ د ﻣﺎزدﻳګﺮ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ ﺑﻪ ﻫﻢ ﻣﺤﺘﺮم ﻛﺮزى وﺧﺖ ﻧﺎ وﺧﺖ ﻫﻠﺘﻪ راﺗﻪ او ډﻳﺮ وﺧﺖ ﺑﻪ ﻣﻮ د ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ روان ﺣﺎﻟﺖ او ﭘﻪ ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮﻧﻮرو ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ ﻣﻮﺿﻮﻋﺎﺗﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﺧﺒﺮې ﻛﻮﻟﯥ......
.....ﻫﻤﺪا راز دﻣﺤﺘﺮم وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ﭘﻼر ﺷﻬﻴﺪ ﺳﻨﺎﺗﻮر ﻋﺒﺪاﻻﺣﺪ ﻛﺮزي ،ﭼﯥ وروﺳﺘﻪ ﭘﻪ ﻛﻮﻳټﻪ ﻛﯥ د
ﻧﺎﻣﻌﻠﻮﻣﻮ ﻛﺴﺎﻧﻮ ﻟﺨﻮا ﭘﻪ ډﻳﺮه ﺑﯥ رﺣﻤﺎﻧﻪ ﺗﻮګﻪ ﭘﻪ ﺷﻬﺎدت ورﺳﻴﺪ ،زﻣﻮﻧږ ﺳﺮه ﭘﻪ ﻳﻮﺷﻤﻴﺮ ﻣﻬﻤﻮ ﻣﻠﻲ
ﻣﻮﺿﻮﻋﺎﺗﻮ ﻛﯥ را ګډ و ،او ﻏﻮښﺘﻞ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻫﻤﺪې ﻣﻠﻲ ﻣﻮﺿﻮﻋﺎﺗﻮ ﻛﯥ ﻟﻪ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﺳﺮه ﻳﻮ ځﺎى ﻛﺎر وﻛړي ،ﺧﻮ ﺗﻘﺪﻳﺮ ﺗﻪ ﺑﻪ داﺳﯥ ﻣﻨﺎﺳﺒﻪ ﻧﻪ ﺑﺮﻳښﻴﺪه اوﻫﻐﻪ ﻳﯥ د ﺧﭙﻠﻮ ﻛﺎرو د ﺗﻜﻤﻴﻞ دﻣﺨﻪ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ
ووﻳﺴﺖ .......
د ښﻪ راﻏﻼﺳﺖ او روﻏﺒړ او ﭘﻪ وﻻړه د ﺳﺘړى ﻣﺸﻲ ﺧﻮاره ﻣﺸﻲ ﻧﻪ وروﺳﺘﻪ
وﻟﺴﻤﺸﺮ ،ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ د ﻳﻮې
ﺑﻠﯥ ﺧﺎﺻﯥ ﺧﻮﻧﯥ ﭘﻪ ﻟﻮر د ﺗﻠﻠﻮ ﺑﻠﻨﻪ راﻛړه ،ﻫﻐﻪ ﻣﺨﻜﯥ او ﻣﻮﻧږ ﻳﯥ ﺗﺮ څﻨګ ﻫﻐﻪ ﺧﻮﻧﯥ ﺗﻪ وﻻړو ،ﻳﻮ
ﻟﻮى او ﺳﺘﺮ ﻣﻴﺰ ﭘﺮوت و ﭼﯥ ﻛﻴﺪى ﺷﻲ ﭘﻨځﻮس ﻳﺎ ﺷﭙﻴﺘﻪ ﻛﺴﺎن ﭘﺮې ﭘﻪ ﻳﻮه وﺧﺖ ﻛﯥ ځﺎى ﺷﻲ ،ﻣﻮﻧږ
ددې ﻣﻴﺰ ﭘﻪ ﻳﻮه ﺳﺮ ﻛﯥ ﻛﻴﻨﺎﺳﺘﻮ ،زﻣﻮﻧږ ﺳﺮه ﭘﻪ دې ﻧﺎﺳﺘﻪ ﻛﯥ د ﻫﻴﺌﺖ ﻧﻪ ﻋﻼوه زﻣﻮﻧږ ﻳﻮﺷﻤﻴﺮ
ﻣﻴﺰﺑﺎﻧﺎﻧﻮ ﻫﺮ ﻳﻮ ډاﻛټﺮ ﻧﺠﻴﺐ اﷲ ﻣﺠﺪدي او ډاﻛﺘﺮ ﺳﺎﭘﻲ ﻫﻢ ﺷﺘﻮن درﻟﻮد .
د ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ ﺧﭙﻞ ﻣﻨځﻴﻲ ﭘﻴﮋﻧﺪګﻠﻮﻳﻮ وروﺳﺘﻪ ،ﻣﻮ ﭘﻪ اړوﻧﺪو ﻣﻮﺿﻮﻋﺎﺗﻮ ﺑﺎﻧﺪې ،دﺳﻬﺎر دﭼﺎى او
ﻧﺎﺷﺘﯥ ﭘﻪ ﺳﺮ ،ﭼﯥ د ﭘﺨﻮا څﺨﻪ ﻫﻤﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﻣﻴﺰ ﺑﺎﻧﺪې ﺗﻬﻴﻪ ﺷﻮې وه ،ﭘﻪ ﺧﺒﺮو ﭘﻴﻞ وﻛړ.
د ﺳﻬﺎر ﻧﺎﺷﺘﻪ ډﻳﺮه ﺳﺎده او ﻣﻌﻤﻮﻟﻲ وه ،ﭘﻪ دې ﻧﺎﺷﺘﻪ ﻛﯥ ،د ﺗﻮر اوﺷﻴﻦ ﭼﺎى ﻧﻪ ﻋﻼوه ،ﻟږ څﻪ ﺷﻬﺪ،
ﭘﻪ ډﻳﺮو ﻛﻮﭼﻨﻴﻮ ګﻴﻼﺳﻮﻧﻮ ﻛﯥ د ﻣﻴﻮې دوه ډوﻟﻪ اوﺑﻪ ،او څﻮ ټﻮټﯥ وﭼﻪ ډوډۍ او ...ﻣﻮﺟﻮده وه .
څﺮﻧګﻪ ﭼﯥ دا ﻏﻮﻧډه ﻛﺎري ﻏﻮﻧډه وه ﻧﻮ ﭘﻪ دې اﺳﺎس ﭘﺨﭙﻠﻪ وﻟﺴﻤﺸﺮ او د ﻏﻮﻧډې څﻮ ﻧﻮرو ﻛﺴﺎﻧﻮ د
ﭼﺎﻳﻮ ﭘﻪ ﭘﻴﺎﻟﻮ ﻻس واﻫﻪ او زﻣﻮﻧږ د ﻫﻴﺌﺖ ﻣﻠګﺮو ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻧﻮﺑﺖ ﺧﺒﺮې ﻛﻮﻟﯥ ،ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭼﺎى را ﻧﻪ ﻫﻢ څﻮ
ځﻠﻪ ﺳﻮړ ﺷﻮ .وروﺳﺘﻪ ﻣﻮ ﺑﻴﺎ د ﻫﻐﯥ ﻧﺎﺷﺘﯥ ﻧﻪ ﻟږ څﻪ ګټﻪ ﭘﻮرﺗﻪ ﻛړه ﺧﻮ ﺑﺎور وﻛړئ ﭼﯥ زﻣﻮﻧږ د ﻓﻘﻴﺮ ﻫﻴﻮاد د ﺟﻤﻬﻮري رﻳﺎﺳﺖ دا ﺳﻬﺎرﻧﻰ ﻣﺎﺗﻪ د ﻫﺮ ﻫﻐﻪ څﺮﺑﻦ ﺧﻮراك څﺨﻪ ډﻳﺮ ﻏﻮره ښﻜﺎره ﺷﻮ ﭼﯥ ډﻳﺮه
ﻛﻤﻪ ﺳﻠﻤﻪ ﺑډاﻳﺎن ﺗﺮې ګټﻪ اﺧﻠﻲ او زﻳﺎت ﺷﻤﻴﺮ وګړي ﻳﯥ د ﻧﻪ درﻟﻮدﻟﻮ ﻟﻪ ﻻﻣﻠﻪ د ﻟﻮږې ﻣﺮي .
ﻣﺎ دوﻟﺴﻤﺸﺮ د څﻨګ د ﻳﻮه ﻣﻠګﺮې څﺨﻪ ﻫﻤﻠﺘﻪ وﭘﻮښﺘﻞ ﭼﯥ دا زﻣﻮﻧږ ﻗﺴﻤﺖ داﺳﯥ دې ﻛﻪ ﺗﺎﺳﯥ ﺗﻞ ﻫﻤﺪا ډول ډوډۍ ﺧﻮرئ ،ﻫﻐﻪ راﺗﻪ ووﻳﻞ ﭼﯥ اﺳﺘﺎد :دا ﺧﻮ ﺳﺘﺎﺳﯥ ﻟﻪ ﺑﺮﻛﺘﻪ ﻣﻮ ﭘﻪ ﻛﯥ ﻳﻮ دوه ﻗﻠﻤﻪ
اﺿﺎﻓﻪ ﻛړل او ﻛﻪ ﻧﻪ زﻣﻮﻧږ ﭼﺎى ډﻳﺮ ﺳﺎده وي ،ﻣﺎ وﻳﻞ ﻛﻪ ﭼﻴﺮې رﻳښﺘﻴﺎ ﻫﻢ ﻫﻤﺪاﺳﯥ ﺳﺎدګﻲ د ﻫﻴﻮاد
ټﻮل ﻣﺴﺆﻟﻴﻦ او ﺷﺘﻤﻦ ﺧﭙﻠﻪ ﻛړي ،او ﭘﻪ ټﻮﻟﻮ اﻣﻮرو ﻛﯥ ﺧﭙﻠﻪ ﻛړل ﺷﻲ او اﺿﺎﻓﻲ ﻣﺼﺎرف ﺧﭙﻠﻮ
36
ﻣﺤﺘﺎﺟﻮ ﺑﺎﻧﺪې ووﻳﺸﻞ ﺷﻲ ،ﻧﻮ ﭘﻪ دې ﻛﯥ ﺷﻚ ﻧﻪ ﺷﺘﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ﺑﻪ دا اوﺳﻨﯥ ﻛﺮﻏﻴړن ﻏﺮﺑﺖ ﻛﻪ
ﭘﻮره ﻧﻪ وي ﻧﻮ ﻟږ ﺗﺮﻟږه ﺧﻮ ﺑﻪ راﻛﻢ ﻛړل ﺷﻲ .
٭٭٭٭٭ ﻟﻜﻪ څﻨګﻪ ﭼﯥ ﻣﺨﺘﻪ ووﻳﻞ ﺷﻮل ،ﭘﻪ دې ورځ د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي او زﻣﻮﻧږ ﺳﺮه د ورﻏﻠﻲ ﻫﻴﺌﺖ ﺗﺮ ﻣﻨځ ﭘﻪ ﺧﺒﺮو ﻛﯥ زﻣﻮﻧږد ﻫﻴﺌﺖ ﺗﺮڅﻨګ ﻣﺤﺘﺮم ډاګﺘﺮ ﻧﺠﻴﺐ اﷲ ﻣﺠﺪدي او ﻣﺤﺘﺮم ډاګﺘﺮ ﺳﺎﭘﻰ ﻫﻢ ﻧﺎﺳﺖ وو .
د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي د ټﻴﻢ څﺨﻪ دﻫﻐﻪ د دﻓﺘﺮ رﺋﻴﺲ ﻣﺤﺘﺮم ﻋﻤﺮ داودزى او د ﺟﻤﻬﻮري رﻳﺎﺳﺖ د اﻣﻨﻴﺖ د
رﻳﺎﺳﺖ ﻣﻌﺎون ﻣﺤﺘﺮم اﻧﺠﻨﻴﺮ اﺑﺮاﻫﻴﻢ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻏﻮﻧډه ﻛﯥ ګډون درﻟﻮد.
د ﺧﺒﺮو ﭘﻪ ﭘﻴﻼﻣﻪ ﻛﯥ د ﻳﻮې ﻟﻨډې او ﻣﺨﺘﺼﺮې ﻣﻘﺪﻣﯥ وروﺳﺘﻪ ﻣﻮﻧږ ﻫﻐﻪ ) 15ﻣﺎده ې( ﭘﺮوګﺮام ﭼﯥ د
ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د اﻣﻴﺮ ﻣﺤﺘﺮ م ﺣﻜﻤﺘﻴﺎرﺻﻴﺐ ﻟﻪ اړﺧﻪ او د ﺣﺰب د اﺟﺮاﺋﻴﻪ ﺷﻮرى د ﺗﺼﻮﻳﺐ وروﺳﺘﻪ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ راﻛړل ﺷﻮى و د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ﺗﺮ ﻣﺦ ﻛﻴښﻮد او د ﻫﻐﯥ ﭘﺮوګﺮام ﭘﻪ اړه ﻣﻮ ﭘﻪ ﻟﻨډه ﺗﻮګﻪ ﻣﻌﻠﻮﻣﺎت
ورﻛړل .ﻟﻜﻪ څﻨګﻪ ﭼﯥ د ﻫﻐﻪ ﭘﺮوګﺮام ﭘﻪ اړه ﻣﺨﺘﻪ څﺮګﻨﺪوﻧﻪ ﺷﻮې ده ،وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ﺗﻪ ﻣﻮ ډاډ ورﻛړ
ﭼﯥ ﻛﻪ ﭼﻴﺮې زﻣﻮﻧږ ﺳﺮه ﭘﻪ دﻏﻮ ﻧﻘﺎﻃﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﭼﯥ د ژﻏﻮرﻧﯥ د ﻣﻠﻲ ﻣﻴﺜﺎق ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې ﻟﻴﻜﻞ ﺷﻮي ژﻣﻨﻪ وﺷﻲ او ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ د ﻣﺨﻪ ﭘﻪ ﻛﯥ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻮ د وﺗﻠﻮ ﭘﻪ ﻳﻮ ﻣﻌﻘﻮل ﻣﻬﺎل وﻳﺶ ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻣﻴﺜﺎق
ﻛﯥ ﻳﯥ ﻳﺎدوﻧﻪ ﺷﻮې ﺗﻮاﻓﻖ ﺻﻮرت و ﻧﻴﺴﻲ ،ﻧﻮ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﯥ ﺣﺎﺿﺮ دى ﭼﯥ ﭘﻪ اوﺳﻨﻲ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻛﯥ د
ګډون ﭘﺮځﺎى د ﻫﻤﺪې ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺳﺮه د ﺧﭙﻠﻮ ژﻣﻨﻮ ﭘﻪ رڼﺎ ﻛﯥ ﻛﺎر وﻛړي او د ﻫﻤﺪې ﻣﻮاﻓﻘﺘﻨﺎﻣﯥ ﻟﻪ ﻻرې
ﭘﻪ ټﺎﻛﻞ ﺷﻮي وﺧﺖ ﭘﻪ ټﻮل ټﺎﻛﻨﻮ ﻛﯥ ﺑﺮﺧﻪ واﺧﻠﻲ .ﻫﻐﻪ ﺗﻪ ﻣﻮ ﭘﻪ ﻫﻤﻐﻪ ﻣﻘﺪﻣﻪ ﻛﯥ څﺮګﻨﺪه ﻛړه ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ
د اﻗﺘﺪار او واك د ګډون ﻟﻪ ﭘﺎره او ﻳﺎ ﻟﻪ ﺗﺎﺳﯥ څﺨﻪ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ دﻛﻮم ﻣﻘﺎم اوځﺎى د
ﻏﻮښﺘﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻧﻪ ﻳﻮ راﻏﻠﻲ ﺑﻠﻜﯥ ﻏﻮاړو ټﻮل وﻟﺲ ﭘﻪ دﻏﺴﯥ ﻳﻮې ژﻣﻨﯥ ﻛﯥ ﺳﺮه را و ﻧﻐﺎړو ،او دا ﺑﻪ ﺳﺘﺎﺳﯥ ﻟﻪ ﭘﺎره ،ﭼﯥ ﻫﻤﺪا اوس د وﻟﺲ ﻣﺴﺆﻟﻴﺘﻮﻧﻪ ﭘﺮ ﻏﺎړه ﻟﺮئ د وﻳﺎړ وړ وګﺮځﻲ ﭼﯥ ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ داﺳﯥ
ﺗﻮګﻪ د ﭘﺮدﻳﻮ د ﻻﺳﻮ څﺨﻪ ووﻳﺴﺘﻞ ﺷﻲ ﭼﯥ دﻏﻪ اوﺳﻨﻲ ﺟﻮړ ﺷﻮي ﺑﻨﺴټﻮﻧﻪ ﻫﻢ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ وﻻړ ﻧﻪ ﺷﻲ او
واﻛﻤﻨﻲ ﻫﻢ ﺑﻴﺮﺗﻪ وﻟﺲ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻻس ورﺷﻲ ،ﻫﻐﻪ ﺗﻪ ﻣﻮ دا ﻫﻢ ووﻳﻞ ﭼﯥ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﺑﻪ د ټﻮﻟټﺎﻛﻨﻮ ﭘﺮﺗﻪ
ﭘﻪ ﻫﻴڅ ﻧﻈﺎم ﻛﯥ ګډون و ﻧﻪ ﻛړي ،ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﭘﻪ اﺋﺘﻼﻓﻲ ﻧﻈﺎم ﺑﺎور ﻧﻪ ﻟﺮي او اﺋﺘﻼﻓﻲ ﻧﻈﺎﻣﻮﻧﻪ ﺗﻞ د ﺷﺨړو ﺳﺒﺐ ګﺮځﻴﺪﻟﻰ دى .ﺣﺰب ﭘﺨﻮا ﻫﻢ او اوس ﻫﻢ ﻏﻮاړي د وﻟﺲ ﻗﻴﺎدت د وﻟﺲ د راﻳﯥ او ووټ
ﺗﻪ د درﻧښﺖ ﭘﻪ اﺳﺎس و ټﺎﻛﻞ ﺷﻲ .
وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ﭘﻪ ﭘﻮره اﺧﻼص ﺳﺮه د ﻃﺮﺣﯥ د ﺗﻔﺼﻴﻞ ورﻛﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ زﻣﺎﺧﺒﺮو ﺗﻪ ﻏﻮږ ﻧﻴﻮﻟﯥ و ،ددې
وروﺳﺘﻪ ﻳﯥ زﻣﻮﻧږ ﻧﻮرو ﻣﻠګﺮو ﺗﻪ ﻣﺦ ﻛړ ﭼﯥ ﻛﻪ ﻫﻐﻮى څﻪ وﻳﻞ ﻏﻮاړي ،ﻧﻮ ﭘﻪ دې وﺧﺖ ﻛﯥ ورﺗﻪ ﻣﺤﻤﺪ
داود ﻋﺎﺑﺪي ﭘﺮﺗﻪ ﻟﻪ ځﻨډه ووﻳﻞ ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ﻳﻮازې او ﻳﻮازې اﺳﺘﻘﻼل ﻏﻮاړو ...ﻫﻐﻪ ﻧﻮره ﺧﺒﺮه اوږده ﻧﻪ
ﻛړه،ﺧﻮ ﻏﻮښﺘﻞ ﻳﻰ دﻏﻮﻧډې دﺧﺒﺮو ﻟﻨډﻳﺰ وﻟﻴﻜﻲ ،ﻗﻠﻢ ﻳﻰ وﻏﻮښﺖ او وﻳﻰ وﻳﻞ ﭼﯥ زﻣﻮﻧږ ﻗﻠﻤﻮﻧﻪ ﻫﻠﺘﻪ د
اﻣﻨﻴﺖ ﻛﺴﺎﻧﻮ اﺧﺴﺘﻲ دي ،وﻟﺴﻤﺸﺮﻛﺮزې ددې ﺧﺒﺮې ﭘﻪ اورﻳﺪو ﺳﺮه ﻟږڅﻪ ﺧﻮاﺑﺪې ﺷﻮ او دﺧﭙﻠﻮ
ﻣﺴﺆﻟﻴﻨﻮ ﻟﻮرې ﺗﻪ ﻳﻰ وﻛﺘﻞ ﭼﯥ وﻟﯥ داﺳﯥ ﭘﻴښ ﺷﻮي ،ﺧﻮﺑﻴﺎ ﻳﻰ ﺧﺒﺮه ﺗﺮﻣﻴﻢ ﻛړه او وﻳﻰ وﻳﻞ ﭼﯥ اﻣﻨﻴﺘﯥ ﺳﺘﻮﻧﺰې ډﻳﺮې دې او دا ﻛﺎر ﻛﻠﻪ ﻛﻠﻪ د ﻣﻴﻠﻤﻨﻮﺳﺮه ﻫﻢ ﻛﻴږي .ﺑﻴﺎ اﻧﺠﻨﻴﺮ ﻣﺤﻤﺪ ﻛﺮﻳﻢ اﻣﻴﻦ د ﻫﻴﺌﺖ د
37
راﺗﻠﻠﻮ او دا ﭼﯥ څﻪ ډول ﻳﯥ د ډاﻛﺘﺮ ﺳﺎﭘﻲ ﺳﺮه اړﻳﻜﯥ وﻧﻴﻮﻟﯥ ﺗﺮ څﻮ ددې ﻟﻴﺪﻧﯥ ﻛﺘﻨﯥ ﻟﻪ ﭘﺎره زﻣﻴﻨﻪ ﺑﺮاﺑﺮه ﻛړي ،ﭘﻪ ﻟﻨډه ﺗﻮګﻪ څﺮګﻨﺪوﻧﻪ وﻛړه .
ﺑﻴﺎ وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ووﻳﻞ :ﻣﺎ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻟﻪ اړﺧﻪ راﻟﻴږل ﺷﻮې دﻏﻪ ) 15ﻓﻘﺮه ﻳﻰ ( ﻃﺮﺣﻪ ﻛﺘﻠﯥ ،او
ﻫﻤﺪا راز را ﺗﻪ زﻣﺎ ددﻓﺘﺮ رﺋﻴﺲ ﻣﺤﻤﺪ ﻋﻤﺮ داودزي ﺳﺘﺎﺳﯥ ﺳﺮه د ﻛﺘﻠﻮ او د ﻫﻐﯥ ﻛﺘﻨﻮ ﻟﻨډﻳﺰ ﺑﻴﺎن ﻛړى دى .ﻣﻮﻧږ د ﻃﺮﺣﯥ د ډﻳﺮو ﻣﻮادو ﺳﺮه ﺳﺘﻮﻧﺰه ﻧﻪ ﻟﺮو ،ﻳﻮ څﻮ ﻣﺎدې دي ﭼﯥ ﺑﺎﻳﺪ ﺑﺤﺚ ﭘﺮې وﺷﻲ .
وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ،د ﺧﭙﻞ درﻧښﺖ ﭘﻪ اﺳﺎس ﻟﻪ ﻣﻮﻧږ وﻏﻮښﺘﻞ ﭼﯥ ﻛﻪ اﺟﺎزه ورﻛړو دا ﺧﺒﺮه د ﺧﭙﻠﻮ ﻳﻮڅﻮ
ﻛﺴﻮ ﻣﻠګﺮو ﺳﺮه ﻫﻢ را ګډه ﻛړي .ﻣﻮﻧږ ورﺳﺮه ﭘﻪ دې ﺧﺒﺮه ﺗﻮاﻓﻖ وﻛړ ،ﺧﻮ ورﺗﻪ ﻣﻮ ووﻳﻞ ﭼﯥ دداﺳﯥ ﺧﻠﻜﻮ څﺨﻪ دې ﭘﻪ ﻟﻮﻣړﻳﻮ ﻛﯥ ډه ډه وﺷﻲ ﭼﯥ ددې ﻃﺮﺣﯥ د ﺗﺨﺮﻳﺒﻮﻟﻮ ﻫڅﯥ ﻛﻮي .ﻫﻐﻪ ﻫﻢ داﺧﺒﺮه ډﻳﺮه و
ﻧﻪ څﻴړﻟﻪ اوﻧﻪ ﻳﯥ ﭘﻮښﺘﻨﻪ وﻛړه ﭼﯥ زﻣﻮﻧږ ﻫﺪف ﺑﻪ ددې ډول ﺧﻠﻜﻮ څﺨﻪ څﻮك وي ،ﺧﻮ داﺳﯥ ﻣﻌﻠﻮﻣﻴﺪه
ﭼﯥ ﻫﻐﻪ زﻣﻮﻧږ ﭘﻪ ﻣﻄﻠﺐ ښﻪ ﭘﻮه ﺷﻮى و .
د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي د ﺧﺒﺮو ﺗﺮ ﻣﺨﻪ ډاګﺘﺮ ﻧﺠﻴﺐ اﷲ ﻣﺠﺪدي او ډاﻛﺘﺮ ﺳﺎﭘﻲ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻟﻨډه ﺗﻮګﻪ د ﺳﻮﻟﯥ او
اﻣﻦ د راوﺳﺘﻠﻮ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﺧﺒﺮې وﻛړې.
ﺑﻴﺎ وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي زﻣﻮﻧږ څﺨﻪ ﻫﻴﻠﻪ وﻛړه ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ﻫﻤﺪﻟﺘﻪ د څﻪ وﺧﺖ ﻟﻪ ﭘﺎره ﭘﺎﺗﻪ ﺷﻮ ﺗﺮ څﻮ ﭘﻪ دې
ﻣﻮﺿﻮﻋﺎﺗﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﺗﻔﺼﻴﻠﻲ ﺑﺤﺚ اوڅﻴړﻧﻪ ﺷﻲ .ﻣﻮﻧږ ﻫﻢ ورﺳﺮه ﻣﻮاﻓﻘﻪ وﻛړه ،او ﺧﭙﻞ د اوﺳﻴﺪو د ځﺎى او ﻫﻢ د ﺧﭙﻞ ځﺎن او د ﻫﻴﺌﺖ د اﻣﻨﻴﺖ د ﺧﻮﻧﺪي ﺳﺎﺗﻠﻮ ﺧﺒﺮه ﻣﻮ ورﺳﺮه را ﻳﺎده ﻛړه .ﻫﻐﻪ ﺳﻤﺪﺳﺘﻲ دﺧﭙﻞ
دﻓﺘﺮ رﺋﻴﺲ ﺗﻪ ﭘﻪ دې اړه ﻻرښﻮوﻧﻪ وﻛړه .ﺑﻴﺎ ﻣﻮ ﭘﻪ دې ﺧﺒﺮه وﻛړه ﭼﯥ ﻛﻪ ﻣﻮﻧږ و ﺗﻮاﻧﻴږو او زﻣﻴﻨﻪ راﺗﻪ
ﺑﺮاﺑﺮه ﺷﻲ ﺗﺮ څﻮ د ﻫﻴﻮاد د ﻣﻬﻤﻮ ﺳﻴﺎﺳﻲ او ﻣﺪﻧﻲ ټﻮﻟﻨﻮ د ﻣﺴﺆﻟﻴﻨﻮ او ﻛﺎرﻛﻮﻧﻜﻮﺳﺮه ﻟﻴﺪﻧﯥ ﻛﺘﻨﯥ وﻛړو .
ښﺎﻏﻠﻲ ﻛﺮزي ﭘﻪ دې اړه ﻧﻪ ﻳﻮازې ﻣﻮاﻓﻘﻪ وﻛړه ﺑﻠﻜﯥ دﻟﭽﺴﭙﻲ ﻳﯥ ﻫﻢ وښﻮدﻟﻪ او ﻣﺴﺆﻟﻴﻨﻮ ﺗﻪ ﻳﯥ
ووﻳﻞ ﺗﺮ څﻮ ﭘﻪ دې ﻻره ﻛﯥ ﻟﻪ ﻣﻮﻧږه ﺳﺮه ﻣﺮﺳﺘﻪ وﻛړي .
دا ﻏﻮﻧډه ﭘﻪ ډﻳﺮه ښﻪ او ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻪ ﺗﻮګﻪ ﭘﺎى ﺗﻪ ورﺳﻴﺪه ،او ﺑﻴﺎ ټﻮل د ﻏﻮﻧډې د ځﺎﻳﻪ ﺑﻴﺮون را ووﺗﻠﻮ .
ﺧﻮ د ﻏﻮﻧډې د ځﺎﻳﻪ د راوﺗﻠﻮ ﺳﺮه ﺳﻢ ،داﺳﯥ ﺑﺮﻳښﻴﺪﻟﻪ ﭼﯥ د وزﻳﺮاﻧﻮ د ﺷﻮرا د ﻏﻮﻧډې وﺧﺖ و ،ﻧﻮ ﻫﻠﺘﻪ
ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ وزﻳﺮان وﻻړ و ،د ټﻮﻟﻮ وﻻړو ﻛﺴﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﻣﻮ روﻏﺒړ وﻛړ ،ﺧﻮ زه ﭘﻪ دې وﺧﺖ ﻛﯥ ﻣﺘﻮﺟﻪ ﻧﻪ وم ﭼﯥ
ﺗﺮ ﺷﺎ ﻣﯥ د ﻛﻮرﻧﻴﻮ ﭼﺎرو وزﻳﺮ ښﺎﻏﻠﻰ اﺗﻤﺮ وﻻړ دى (7) ،ﻫﻐﻪ زﻣﺎ ﭘﺮ اوږه ﻻس ﻛﻴښﻮد ،ﻣﺎ ور وﻛﺘﻞ
ﭼﯥ اﻣﺴﺎ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻻس ﻛﯥ ده او ﺧﺎﻧﺪي ،راﺗﻪ واﻳﻲ ﭼﯥ زه دې ﻟﻜﻪ ﭼﯥ و ﻧﻪ ﭘﻴﮋﻧﺪﻟﻢ ،ﻣﺎ اوﺗﺎ ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﭘﻴښﻮر ﻛﯥ ډﻳﺮ ﻟﻴﺪﻟﻲ ﻛﺘﻠﻲ و .ﻣﺎ ﺧﻮ ښﺎﻏﻠﻰ اﺗﻤﺮ ﭘﻪ ﺗﻠﻮﻳﺰون ډﻳﺮ ﻛﺘﻠﯥ و ،ﻧﻮ ﭘﻪ دې اﺳﺎس ﻣﯥ ورﺳﺮه
د روﻏﺒړ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻻس ور واږود ﻛړ .ﻫﻐﻪ راﺗﻪ ﭘﺮﺗﻪ ﻟﻪ ﻣﻘﺪﻣﯥ ووﻳﻞ ﭼﯥ :اﺳﺘﺎده :ﻫﺮ څﻪ ﻣﻮ ﭼﯥ راوړي دي ،ﺗﺮ څﻨګ ﻣﻮ وﻻړ ﻳﻢ .ﻣﺎ ﺗﺮې ډﻳﺮه زﻳﺎﺗﻪ ﻣﻨﻨﻪ وﻛړه ،ﻛﻠﻪ ﭼﯥ وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزى او زﻣﻮﻧږ د ﻫﻴﺌﺖ
ﻣﻠګﺮي ټﻮل ﺑﻴﺮون را ووﺗﻮ ﻧﻮ ښﺎﻏﻠﻰ ﻛﺮزى د وزﻳﺮاﻧﻮ د ﺷﻮرا ﻏﻮﻧډې ﺗﻪ وﻻړ اوﻣﻮﻧږ ﺑﻴﺮون راووﺗﻮ او ﻫﻠﺘﻪ د ﻳﻮﺷﻤﻴﺮ دوﺳﺘﺎﻧﻮ ﺳﺮه د ﭼﻤﻦ ﭘﺮ ﻏﺎړه و درﻳﺪو .
ﻫﻤﻠﺘﻪ وﻻړ و او ﭘﻪ څﻪ ﺧﺒﺮه ﻣﻮ ﺧﺒﺮې ﻛﻮﻟﯥ ﭼﯥ د وﻟﺴﻤﺸﺮ دوﻳﻢ ﻣﻌﺎون ښﺎﻏﻠﻰ ﻛﺮﻳﻢ ﺧﻠﻴﻠﻲ راﻏﻰ .
د ښﺎﻏﻠﻲ ﻛﺮﻳﻢ ﺧﻠﻴﻠﻲ ﺳﺮه زﻣﺎ ﭘﻴﮋﻧﺪګﻠﻮي ان د ﺟﻬﺎد د ﭘﻴﻼﻣﯥ څﺨﻪ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ وﺷﻮه ﭼﯥ ﻫﻐﻪ د ﻣﺮﺣﻮم
ﻣﺰاري ﺳﺮه ﻳﻮ ځﺎى دﻛﺎﺑﻠﻪ راﻏﻰ او ﺑﻴﺎ ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﭘﻴښﻮرﻛﯥ ﭘﻪ ﻻﻫﻮرۍ دروازې ﻛﯥ دﺣﺰب ﭘﻪ ﻣﻴﻠﻤﺴﺘﻮن
ﻛﯥ زﻣﻮﻧږ ﻣﻴﻠﻤﻪ و .دوې دواړه ﻧﮋدې ﻳﻮه ﻣﻴﺎﺷﺖ ﻫﻠﺘﻪ ﭘﺎﺗﻪ ﺷﻮل او ﺑﻴﺎ اﻳﺮان ﺗﻪ وﻻړل .دﻫﻐﯥ وروﺳﺘﻪ ﺑﻴﺎ
38
ﻛﻠﻪ ﭼﯥ داﺳﺘﺎد رﺑﺎﻧﻲ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺟﻮړ ﺷﻮ او ﭘﻪ ) 1992وﻣﻮ( ﻛﻠﻨﻮ ﻛﯥ د ﺣﺰب وﺣﺪت ،ﺷﻮراى ﻧﻈﺎر او
اﺗﺤﺎد اﺳﻼﻣﻲ ﺗﺮ ﻣﻨځ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﺟﻨګﻮﻧﻪ و ﻧښﺘﻞ او ﺑﻴﺎ ﺣﺰب وﺣﺪت ﺧﭙﻞ ﻟﻮرى ﺑﺪل ﻛړ او د ﺣﺰب
اﺳﻼﻣﻲ ﺳﺮه د ﻫﻤﺎﻫﻨګۍ د ﺷﻮرا ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې ﻣﺘﺤﺪ ﺷﻮ ،ﻧﻮ ﭘﻪ ﻫﺎﻏﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﺑﻪ ﻣﻮﻧږ ښﺎﻏﻠﻰ ﺧﻠﻴﻠﻲ
ﻛﻠﻪ ﻛﻠﻪ د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن څﺨﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ د ﺗﻮرﺧﻢ ﻟﻪ ﻻرې رﺳﺎوه ،ﭘﻪ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ دښﺎﻏﻠﻲ ﺧﻠﻴﻠﻲ او د ﻫﻐﻪ د
ډﻟﯥ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﻧﻨګﺮﻫﺎره او ﻟﻐﻤﺎﻧﻪ ﺗﻴﺮﻳﺪل ډﻳﺮ ﺳﺘﻮﻧﺰﻣﻦ و .ﻧﻮ ځﻜﻪ ﺑﻪ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ د ﺣﺰب د اﻣﻴﺮ ﻟﻪ اړﺧﻪ
ﺳﭙﺎرښﺘﻨﻪ ﻛﻴﺪه ﭼﯥ ښﺎﻏﻠﻰ ﺧﻠﻴﻠﻲ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﺑﺪرګﻪ ﻛړم اوﻫﻠﺘﻪ ﻳﯥ ور رﺳﻮم .زﻣﺎ ﺳﺮه ﭘﻪ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ
زﻣﺎ ډرﻳﻮر د ﭘﻐﻤﺎن اوﺳﻴﺪوﻧﻜﻰ او ډﻳﺮ ﺗﻜړه او ﻣﺠﺎﻫﺪ ﺷﺨﺼﻴﺖ و ،ﻫﻐﻪ ﺑﻪ ﻫڅﻪ ﻛﻮﻟﻪ ﭼﯥ ﺧﻠﻴﻠﻲ ﺻﻴﺐ ﺗﻪ ﻛﻮم زﻳﺎن و ﻧﻪ رﺳﻴږي او ﺧﻠﻴﻠﻲ ﺻﻴﺐ ﺑﻪ ﻫﻢ ورﺗﻪ وﻳﻞ ﭼﯥ ګﻮره ﺻﻔﻲ اﷲ ﺟﺎﻧﻪ ﭼﯥ ﻣﻮټﺮ ﺑﯥ
ځﺎﻳﻪ و ﻧﻪ دروې .
د وﻟﺴﻤﺸﺮ دوﻳﻢ ﻣﻌﺎون ﻛﺮﻳﻢ ﺧﻠﻴﻠﻲ زﻣﻮﻧږ ﭘﻪ ﻛﺘﻠﻮ ﺳﺮه ﺳﻢ ﻫﻠﺘﻪ را وګﺮزﻳﺪ ،ﻣﺨﺘﻪ راﻏﻰ ډﻳﺮ ښﻪ روﻏﺒړ
ﻳﯥ وﻛړ اوﺑﻴﺎ دوﻟﺘﻲ ﻣﺴﺆﻟﻴﻨﻮ ﺗﻪ ووﻳﻞ ﭼﯥ د اﺳﺘﺎد او ﻣﻠګﺮي ﻫﻴﺌﺖ ﺳﺮه ﻳﯥ ورﺗﻪ د ﻛﺘﻠﻮ وﺧﺖ ﺑﺮاﺑﺮ ﻛړي .ﺧﻮ ﺑﻴﺎ ﻣﻮﻧږ د ښﺎﻏﻠﻲ ﺧﻠﻴﻠﻲ ﺳﺮه ﭘﻪ دې ﺧﺎﻃﺮ وﻧﻪ ﺷﻮ ﻛﺘﻼى ﭼﯥ ﻫﻐﻪ د ﻧﺎروﻏۍ ﻟﻪ ﻻﻣﻠﻪ ﻟﻨﺪن ﺗﻪ ﺗﻠﻠﻰ و .
د ﻗﺼﺮ ﻧﻪ د راوﺗﻠﻮ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﺣﺎﻣﺪ ﻋﻠﻤﻲ ﭼﯥ د وﻟﺴﻤﺸﺮ د ﻣﻄﺒﻮﻋﺎﺗﻲ دﻓﺘﺮ ﻛﺎرﻛﻮﻧﻜﻰ دې ،راﻏﻰ او د ﺳﻼم ﻋﻠﻴﻚ ﻧﻪ وروﺳﺘﻪ ﻳﯥ د ﻟﻴﺪﻧﯥ ﭘﻪ اړه و ﭘﻮښﺘﻞ ،ﺧﻮ څﺮﻧګﻪ ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ ﺗﺮ ﻫﻐﻪ وﺧﺘﻪ ﭘﻮرې اﺟﺎزه
ﻧﻪ وه ﭼﯥ ﭘﻪ دې اړه ﺧﺒﺮې وﻛړو ،ﻧﻮ ﭘﻪ دې اﺳﺎس ﻣﻮ ورﺗﻪ ووﻳﻞ ﭼﯥ ښﻪ ﺑﻪ دا وي ﭼﯥ د ﺧﭙﻞ دﻓﺘﺮه ﭘﻪ دې اړه وﭘﻮښﺘﯥ .
د ﻟﻴﺪﻟﻮ ﻛﺘﻠﻮ وروﺳﺘﻪ زﻣﻮﻧږ ﻫﻴﺌﺖ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﻫﻮټﻞ ﺗﻪ راﺳﺘﻮن ﺷﻮ او ﺑﻴﺎ ﻣﻮ ﻫﻠﺘﻪ د ﺧﭙﻠﻮ ﺧﺒﺮو او د ﻫﻐﯥ د ﭘﺎﻳﻠﻮ ﭘﻪ اړه ارزﻳﺎﺑﻲ ﭘﻴﻞ ﻛړه .او د راﺗﻠﻮﻧﻜﻮ ﭘﺮوګﺮاﻣﻮﻧﻮ ﭘﻪ اړه ﻣﻮ ﺗﻔﺼﻴﻠﻲ ﺑﺤﺚ وﻛړ.
٭٭٭٭٭ د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ﺳﺮه دﺑﺤﺚ وروﺳﺘﻪ ،ﭘﺨﭙﻠﻪ د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻟﻪ اړﺧﻪ وړاﻧﺪﻳﺰ وﺷﻮ ﭼﯥ دا ﻫﻴﺌﺖ دې د څﻪ
وﺧﺖ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻫﻤﺪﻟﺘﻪ واوﺳﻲ ،ﺗﺮ څﻮ ﻣﻮﻧږ ﭘﻪ دې اړه د ﺧﭙﻠﻮ ﻣﻠګﺮو ﺳﺮه ﺧﺒﺮې وﻛړو اوﺑﻴﺎ ﻳﯥ دﻫﻴﺌﺖ
ﺳﺮه ﺑﺤﺚ ﻛړو ،ﻫﻐﻪ د ﻫﻴﺌﺖ ﻏړو ﺗﻪ دا ﻫﻢ ووﻳﻞ ﭼﯥ دوى دې ﭘﻪ دﻏﻪ ﻓﺎرﻏﻪ وﺧﺘﻮﻧﻮ ﻛﯥ د ﻧﻮرو اړوﻧﺪو
ﺧﻮاو ﺳﺮه ﻫﻢ ﻟﻴﺪه ﻛﺎﺗﻪ وﻛړي .
د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ﺳﺮه ﻣﻮﻧږ دوه ځﻠﻪ وﻛﺘﻞ ،ﭘﻪ دوﻳﻢ ځﻞ ﻛﺘﻨﻪ ﻛﯥ داﺳﺘﺎد ﻋﻠﻲ اﻧﺼﺎري څﺨﻪ ﭘﺮﺗﻪ ،زﻣﻮﻧږ د ﻫﻴﺌﺖ ﻧﻮرو ټﻮﻟﻮ ﻏړو ګډون درﻟﻮد .ښﺎﻏﻠﯥ ﻗﻄﺐ اﻟﺪﻳﻦ ﻫﻼل او ښﺎﻏﻠﯥ ﻏﻴﺮت ﺑﻬﻴﺮ ﻫﻢ د ﻫﻴﺌﺖ ﺳﺮه را
ﻳﻮځﺎى ﺷﻮي وو .دا ځﻞ ﻛﺘﻨﻪ ﻣﻮ ﻫﻢ ﻫﻤﻠﺘﻪ د ﺟﻤﻬﻮري رﻳﺎﺳﺖ ﭘﻪ ﻣﺎڼۍ ﻛﯥ وه ،ﺧﻮ دا ځﻞ دا ﻛﺘﻨﻪ د ﻏﺮﻣﯥ د
ډوډۍ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﺗﺮ ﺗﻴﺐ ﺷﻮې وه .ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ ﺧﺒﺮ راﻛړل ﺷﻮې و ﭼﯥ ﺑﺎﻳﺪ د ﻣﺎﺳﭙﻴښﻴﻦ ﭘﻪ ﻳﻮه ﺑﺠﻪ ﻫﻠﺘﻪ
ﻣﺎڼۍ ﺗﻪ د ﺗﻠﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺗﻴﺎر اوﺳﻮ ،د ﻣﺎﺳﭙﻴښﻴﻦ ﭘﺎو ﻛﻢ ﻳﻮه وه ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ﻫﻠﺘﻪ د ﺟﻤﻬﻮري رﻳﺎﺳﺖ د ﻗﺼﺮ ﻣﺴﺠﺪ ﺗﻪ ور ورﺳﻴﺪو ،ﭘﻪ ﻳﻮه ﺑﺠﻪ د ﻣﺎﺳﭙﻴښﻴﻦ ﻟﻤﻮﻧځ ﻛﻴﺪه ،ﻣﻮﻧږ ﺳﻨﺖ وﻛړل ،ﻣﻨﺘﻈﺮ ﺷﻮو ﺗﺮ څﻮ ﻳﻮه
ﺑﺠﻪ ﺷﻲ ،ﭘﻪ ﻫﻤﺪې وﺧﺖ ﻛﯥ وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزى ﻫﻢ ﺟﻮﻣﺎت ﺗﻪ راﻏﻰ ،ﺳﻨﺖ ﻳﯥ ادا ﻛړل ،ﺑﻴﺎ ﻳﯥ زﻣﻮﻧږ ﺳﺮه
ﭘﻪ ډﻳﺮه ﻣﻴﻨﻪ روﻏﺒړ وﻛړ او ﺑﻴﺎ د ﺟﻤﻌﯥ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺗﻜﺒﻴﺮ ووﻳﻞ ﺷﻮ ،ﻣﻮﻧږ ﻳﯥ ﻫﻢ ﺗﺮ څﻨګ و درﻳﺪو او ﻟﻤﻮﻧځ
ﻣﻮ ﺳﺮه ﭘﻪ ګډه ادا ﻛړ .د ﻟﻤﺎﻧځﻪ وروﺳﺘﻪ ﻳﯥ ﻟﻪ ځﺎﻧﻪ ﺳﺮه ﻳﻮ ځﺎى دﻛﺘﻠﻮ ﺧﻮﻧﯥ ﺗﻪ ﻳﻮړو ،ﻫﻠﺘﻪ د رﺳﻴﺪو ﺳﺮه
39
ﺳﻢ د ﻣﺆﻇﻔﻴﻨﻮ ﻟﻪ اړﺧﻪ د ﻏﺮﻣﯥ ډوډۍ ﭘﻪ ﻣﻴﺰ ﻛﻴښﻮول ﺷﻮه ،ﺧﻮ زﻣﻮﻧږ دا ډوډۍ ﻫﻢ ﻛﺎري وه ،ﻣﻮﻧږ ﺑﺎﻳﺪ
ﻫﻢ ډوډۍ ﺧﻮړﻟﯥ وى اوﻫﻢ ﻣﻮد وﺧﺖ ﻧﻪ ﭘﻪ ګټﯥ اﺧﺴﺘﻮ ﺳﺮه ﺧﭙﻠﻪ ﺧﺒﺮه ﻛړې واى ،د ﻏﺮﻣﯥ ډوډۍ ﻟﻜﻪ د
ﻫﻤﺎﻏﻪ ﺳﺒﺎﻧﺎري ﭘﻪ څﻴﺮ ډﻳﺮه ﺳﺎده وه ،د وﭼﯥ ډوډۍ ﺗﺮ څﻨګ ﻟږ څﻪ ﺗﺮﻛﺎري ،ورﻳﺠﯥ اوﺳﻼت وو،
وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي د ﺧﭙﻠﻮ ﻛﺎرﻛﻮﻧﻜﻮ څﺨﻪ د ﻏﻮښﯥ ﭘﻪ اړه و ﭘﻮښﺘﻞ ،ﻛﺎرﻛﻮوﻧﻜﻮ ورﺗﻪ ووﻳﻞ ﭼﯥ ﺑﻠﯥ ﭘﻪ
ﻧﻨﯥ ﭘﺮوګﺮام ﻛﯥ ﻏﻮښﻪ ﺷﺘﻪ ،ﺑﻴﺎ وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ ﻣﺦ ﻛړ او وﻳﯥ وﻳﻞ ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ﭘﻪ اوﻧۍ ﻛﯥ دوه ورځﯥ ﻏﻮښﻪ ﻧﻪ ﻟﺮو ،ﺧﻮ ښﻪ و ﭼﯥ ﻧﻦ ﭘﺮوګﺮام ﻛﯥ ﻏﻮښﻪ ﻫﻢ ﺷﺘﻪ ،ټﻮﻟﻮ ډوډۍ وﺧﻮړه ،ﻳﻮ ﻳﻮ ﺑﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻧﻮﺑﺖ
ﺧﺒﺮې ﻛﻮﻟﯥ .ﺧﻮﻧﻪ ﭘﻮﻫﻴږم ﭼﯥ دا ډول ﻏﺬا ﺑﻪ ﻳﻮازې ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ د ښﻮوﻟﻮ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﺗﻴﺎرﻳﺪه او ﻛﻪ رښﺘﻴﺎ ﺑﻪ ﻫﻢ ﻫﻤﺪاﺳﯥ ﻋﺎدي ﭘﺮوګﺮام وو.
د ﻏﺮﻣﯥ د ډوډۍ او ﺑﻴﺎ ﻳﻮې ﭘﻴﺎﻟﯥ ﭼﺎى ﻧﻪ وروﺳﺘﻪ ﺧﺒﺮې ان ﺗﺮ درې ﺑﺠﻮ ﭘﻮرې و ﻏﺰﻳﺪې ،د ژﻏﻮرﻧﯥ د
ﻣﻠﻲ ﻣﻴﺜﺎق ﭘﻪ ﻳﻮه ﻳﻮه ﺑﻨﺪ ﺗﻔﺼﻴﻠﻲ ﺧﺒﺮې وﺷﻮې ،ﺑﺤﺚ ﭘﺮې وﺷﻮ ،ددې ﻣﻴﺜﺎق ﭘﻪ ﻛﻮﻣﻮ ﺑﺮﺧﻮ ﭼﯥ ﺗﻮاﻓﻖ
ﻣﻮﺟﻮد و ﻫﻐﻪ را ووﻳﺴﺘﻞ ﺷﻮې ﭘﻪ ﻛﻮﻣﻮ ﻛﯥ ﭼﯥ اﺧﺘﻼف و او ﻳﺎ ﭘﻪ ﻛﯥ د ﻫﻐﻮى ﻟﻪ اړﺧﻪ ﺗﺮﻣﻴﻢ او
زﻳﺎدښﺖ ﺗﻪ اړﺗﻴﺎ ﻛﺘﻞ ﻛﻴﺪه ﻫﻐﻪ ﻫﻢ را ووﻳﺴﺘﻞ ﺷﻮې.
دﺑﺤﺚ ﭘﻪ ﺟﺮﻳﺎن ﻛﯥ ﻣﻮ د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي څﺨﻪ د وﺧﺖ ﭘﻪ اړه و ﭘﻮښﺘﻞ ،وﻳﯥ ووﻳﻞ ﭼﯥ ﻟﻪ ﺗﺎﺳﯥ ﺳﺮه
ﻛﻴﻨﻢ ،ﺑﻴﺎ ﺑﻪ وروﺳﺘﻪ ﻧﻮرو ﻟﻴﺪﻧﻮ ﺗﻪ دوام ورﻛﻮم .ﭘﻪ ﻫﺮﺻﻮرت دا ﻏﻮﻧډه ﭘﻪ ډﻳﺮه ښﻪ ﺗﻮګﻪ ﭘﺎى ﺗﻪ ورﺳﻴﺪه،
دوﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي وړاﻧﺪﻳﺰ دا و ﭼﯥ د دوﻟﺖ ﻟﻪ اړﺧﻪ ﺑﻪ ﭘﻪ دې ﻃﺮﺣﻪ ﺑﺎﻧﺪې د ﺑﺤﺚ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﻮ ﻛﻤﻴﺴﻴﻮن و
ټﺂﻛﻞ ﺷﻲ ،او ﺳﺘﺎﺳﯥ ﻫﻴﺌﺖ ﺑﺎﻳﺪ ﻫﻤﺪﻟﺘﻪ و اوﺳﻴږي ،ﺧﻮ د ﻫﻴﺌﺖ ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻏړو ﻧﻪ ﻏﻮښﺘﻞ ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ
ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ ددې ﻧﻪ زﻳﺎت و ځﻨډﻳږي ،ﻧﻮ ﭘﻪ دې اﺳﺎس د ﺧﺒﺮو ﻟﻮﻣړى دور ﻫﻤﺪﻟﺘﻪ ﭘﺎى ﺗﻪ ورﺳﻴﺪ ،ﺑﻴﺎ
وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي او د ﻫﻐﻪ د دﻓﺘﺮ ﻣﺴﺆل د ﻫﻴﺌﺖ ﺳﺮه ﻳﻮ ځﺎى ﺑﻴﺮون را ووﺗﻞ ،د دروازې ﺗﺮ ﻣﺨﻪ ﻣﻮ د ﻳﺎد
ګﺎر ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ څﻮ ﻋﻜﺴﻮﻧﻪ ﭘﻪ ګډه واﺧﺴﺘﻞ ،او ﭘﻪ دې ﺗﻮګﻪ د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ﺳﺮه د دوﻳﻢ ځﻠﻰ اواﺧﺮي ﺧﺒﺮو وروﺳﺘﻪ د ﺟﻤﻬﻮري رﻳﺎﺳﺖ ﻟﻪ ﻣﺎڼۍ څﺨﻪ ووﺗﻮ.
دﺑﺤﺚ ﭘﻪ ﭘﺎﻳﻠﻮﻛﯥ دا څﺮګﻨﺪه ﺷﻮه ﭼﯥ ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ ډﻳﺮه ﺳﺘﺮه اﺧﺘﻼﻓﻲ ﻣﻮﺿﻮع د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﻓﻮځﻮﻧﻮدوﺗﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره دﻳﻮه ﻣﻌﻘﻮل ﻣﻬﺎل وﻳﺶ ﻣﺎده وه ،دا ﻫﻐﻪ څﻪ و ﭼﯥ دوﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ﺳﺮه ﻳﻰ د ﺗﻮاﻓﻖ ﻟﻪ ﭘﺎره واك ﻧﻪ و .ځﻜﻪ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ زﻏﺮده ووﻳﻞ ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﻏﻮاړي ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻣﺴﺘﻘﻞ ﻧﻈﺎﻣﻲ ﻣﻮﺟﻮدﻳﺖ وﻟﺮي .ﻫﻐﻪ ﻫﻐﻪ
ځﺎﻳﻮﻧﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ ګﻮﺗﻪ ﻛړل ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﭘﻪ ﻛﯥ ﺧﭙﻠﻮ ځﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﻓﻮځﻰ ﺗﻤځﺎﻳﻮﻧﻪ ﺟﻮړول ﻏﻮاړي ،ﺧﻮ دا ﻫﻐﻪ
ﺧﺒﺮه وه ﭼﯥ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻰ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ورﺳﺮه ﭘﻪ ﻫﻴڅ ﺗﻮګﻪ ﺗﻮاﻓﻖ ﻧﻪ ﺷﻮ ﻛﻮﻟﯥ .دﻣﻠﯥ ﻧﺠﺎت د ﻣﻴﺜﺎق ﻧﻮرې
ﻣﺎدې د ﻛﻮرﻧﻲ ﻧﻈﻢ د ﺟﻮړښﺖ ﻟﻪ ﭘﺎره وې اوﭘﻪ ﻫﻐﯥ ﻛﯥ دﻟږ څﻪ ﺗﺮﻣﻴﻢ او ﺗﻌﺪﻳﻞ وروﺳﺘﻪ ﺗﻮاﻓﻖ ﻛﻴﺪاې ﺷﻮ.
ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ زﻣﻮﻧږ دﻧﮋدې ﻳﻮې ﻣﻴﺎﺷﺘﯥ ﻣﻮﺟﻮدﻳﺖ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﻣﻮﻧږ د زﻳﺎت ﺷﻤﻴﺮ ﺳﻴﺎﺳﻲ او ﻋﻠﻤﻲ ﻛړﻳﻮ
ﺳﺮه ﻟﻴﺪﻧﯥ ﻛﺘﻨﯥ درﻟﻮدې .ﭘﻪ دې ﻟړ ﻛﯥ ،د اﺗﺤﺎداﺳﻼﻣﻲ د ﻣﺸﺮ ﻣﺤﺘﺮم اﺳﺘﺎد ﺳﻴﺎف ،د ﺟﻤﻌﻴﺖ
اﺳﻼﻣﻲ د ﻣﺸﺮ ﻣﺤﺘﺮم اﺳﺘﺎد رﺑﺎﻧﻲ ،د وﺣﺪت د ﻣﺤﻘﻖ د ډﻟﯥ د ﻣﺸﺮ ﻣﺤﻘﻖ ،د ﭘﻮﻫﻨﺘﻮن ﭘﺨﻮاﻧﻲ رﺋﻴﺲ
ﻣﺤﺘﺮم ډاﻛټﺮ اﺷﺮف ﻏﻨﻲ اﺣﻤﺪزي ،د ﻣﻠﻲ ﻣﺤﺎذ د ګﻮﻧﺪ د ﻣﺸﺮ ﻣﺤﺘﺮم ﭘﻴﺮﺳﻴﺪاﺣﻤﺪ ګﻴﻼﻧﻲ ،د وﻟﺴﻲ
ﺟﺮګﯥ د رﺋﻴﺲ ﻣﺤﺘﺮم ﻣﺤﻤﺪﻳﻮﻧﺲ ﻗﺎﻧﻮﻧﻲ ،د ﺟﻤﻬﻮري رﻳﺎﺳﺖ دﻟﻮﻣړي ﻣﺮﺳﺘﻴﺎل ﻣﺤﺘﺮم ﻗﺴﻴﻢ ﻓﻬﻴﻢ ،د
ﭘﺎرﻟﻤﺎن د ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ښځﻴﻨﻪ او ﻧﺎرﻳﻨﻪ ﻏړو ،د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﭘﻮرې اړوﻧﺪو ﻏﻴﺮدوﻟﺘﻲ ﻏړو ،د وﻻﻳﺘﻮﻧﻮ د
40
ﺷﻮراګﺎﻧﻮ د ﻏړو ،د ﭘﻮﻫﻨﺘﻮﻧﻮ د اﺳﺘﺎداﻧﻮ او د ﻣﺪﻧﻲ او ټﻮﻟﻨﻴﺰو ﺣﻠﻘﻮ د ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻏړو ﺳﺮه د ﻳﺎدوﻟﻮ وړ دي.
ددې ټﻮﻟﻮ دوﺳﺘﺎﻧﻮ ﺳﺮه د ﺧﺒﺮو ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ دا ډاګﻴﺰه ﺷﻮه ﭼﯥ ټﻮل ﻳﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اوﺳﻨﻲ
ﺣﺎﻟﺖ ﻧﻪ ﺳﺨﺖ ﻧﺎﺧﻮاﻟﻲ اوﻧﺎﺧﻮښﻪ دي ،او ﻏﻮاړي دا ﻏﻤﻴﺰه ﭘﺎى ﺗﻪ ورﺳﻴږي اوﭘﻪ ﻫﺮ ﻗﻴﻤﺖ ﭼﯥ ﺷﻮﻧﻲ
وي د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﭘﻪ څﻴﺮ ﻳﻮ ﺳﺘﺮ ﺳﻴﺎﺳﻲ او ټﻮﻟﻨﻴﺰ ځﻮاك ډګﺮ ﺗﻪ را وداﻧګﻲ ،ﺧﻮ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﭘﻪ
اوﺳﻨۍ ﻃﺮﺣﻪ او د دوى ﭘﻪ آﻧﺪوﻧﻮﻛﯥ ﻟږ څﻪ ﺗﻮﭘﻴﺮ ﺗﺮ ﺳﺘﺮګﻮ ﻛﻴﺪه .او ﻫﻐﻪ ﺗﻮﭘﻴﺮ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ
ﻓﻮځﻮﻧﻮ د ﺷﺘﻮن او دﻫﻴﻮاد د اﺳﺘﻘﻼل ﭘﻪ اړه د ﻫﻐﻮې ګﻮﻧګ درﻳځ و.
د ﭘﺎرﻟﻤﺎن رﺋﻴﺲ ﻣﺤﺘﺮم ﻗﺎﻧﻮﻧﻲ ﻏﻮښﺘﻞ ﭘﻪ دې ﻃﺮﺣﻪ ﻛﯥ ﻟږ څﻪ ﺗﻐﻴﻴﺮات راﺷﻲ ،او ﺑﻴﺎ دا ﻃﺮﺣﻪ د ﭘﺎرﻟﻤﺎن
ﭘﻪ ﻏﻮﻧډه ﻛﯥ ﻣﻄﺮح ﻛړي او د ﻳﻮې ﻣﻠﻲ وﺛﻴﻘﯥ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﻳﯥ ﺗﺎﺋﻴﺪ او ﺗﺼﻮﻳﺐ ﻛړي ،ﻫﻐﻪ ﭘﻪ دې ﻻره ﻛﯥ
ﻣﺨﻠﺺ ښﻜﺎرﻳﺪه ،او دا ﻃﺮﺣﻪ ﻳﯥ د ﭘﺎرﻟﻤﺎن ﭘﻪ ﻏﻮﻧډه ﻛﯥ ﻳﺎده ﻛړه .ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﭘﺎرﻟﻤﺎن ﻛﯥ ﻳﻮﺷﻤﻴﺮ وﻛﻴﻼن داﺳﯥ وو ﭼﯥ ﻫﻐﻮى ﻏﻮښﺘﻞ ﭘﻪ دې وﭘﻮﻫﻴږې ﭼﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د ﻫﻴﺌﺖ او د دوﻟﺘﻲ ﻛړﻳﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ څﻪ
روان دي ؟ ﭘﻪ دې اﺳﺎس ﻳﻮه وﻛﻴﻞ ﭘﻪ دې اړه ﭘﻮښﺘﻨﯥ ﻫﻢ وﻛړې ﭼﯥ د ﭘﺎرﻟﻤﺎن رﺋﻴﺲ ﻣﺤﺘﺮم ﻳﻮﻧﺲ ﻗﺎﻧﻮﻧﻲ ورﺗﻪ ځﻮاب وواﻳﻪ .
اﺳﺘﺎدان دواړه ﻫﻢ ﭘﻪ دې اﻧﺪ و ﭼﯥ ﺣﺎﻻت ﻫﻐﺴﯥ ﭼﯥ اﻧګﻴﺮل ﻛﻴﺪه ﭘﻪ ﻣﺦ ﻧﻪ ځﻲ ،ﻫﻐﻮى وﻳﻞ ﭼﯥ دې
ﺗﻪ اړﺗﻴﺎ ده ﭼﯥ اﺳﻼﻣﻲ ﻧﻬﻀﺖ ﺑﻴﺮﺗﻪ اﺣﻴﺎ ﺷﻲ او دا ﻛﺎر ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﺷﻮﻧﻰ دى ﭼﯥ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ او د دې
ګﻮﻧﺪ ﻣﺸﺮ اﻧﺠﻨﻴﺮ ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر ډګﺮ ﺗﻪ راوداﻧګﻲ .زﻣﺎ ﭘﻪ اﻧﺪ ﭼﯥ ﻧﻪ ﻳﻮازې دې اﺳﺘﺎداﻧﻮ ،ﺑﻠﻜﯥ د اﺳﻼﻣﻲ ﻏﻮرځﻨګ د ﻛړﻳﻮ ﭘﻮرې اړوﻧﺪو ټﻮﻟﻮ ﺧﻮاو ﺧﭙﻞ ځﺎﻧﻮﻧﻪ ﻣﺤﺼﻮر ګڼﻞ ،واﻛﻤﻨۍ ﻳﯥ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ﺗﻠﻠﯥ وې،
واك او اﺧﺘﻴﺎرات ﻳﯥ د ﺑﻞ ﺳﺮه وو ،ﻣﺠﺒﻮر و ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﺮه ﻏﻮﻧډه ﻛﯥ اﺷﻐﺎﻟګﺮاﻧﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ درﻧښﺖ ﻗﺎﻳﻞ ﺷﻲ.
ﺧﻮ ﭘﻪ ځﺎﻧګړو ﻏﻮﻧډو ﻛﯥ ﻳﯥ د زړه ﻧﻪ ﺧﺪاى ﺧﺒﺮ و ،ﭘﻪ ﻫﻴڅ ﺗﻮګﻪ ﻗﺎﻧﻊ ﻧﻪ و ،وﺿﻌﯥ دردوﻟﻲ وو ،ﺧﻮ ددې ﺟﻮګﻪ ﻫﻢ ﻧﻪ وو ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ځﺎﻧﻮﻧﻪ د اﺷﻐﺎﻟګﺮاﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ واﻗﻊ ﻛړي .د ﻧﻤﻮﻧﯥ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ د ﺣﺰب
وﺣﺪت ﻣﺸﺮ ښﺎﻏﻠﻲ ﻣﺤﻘﻖ د ﺧﭙﻠﻮ ﺧﺒﺮو ﭘﻪ ﻳﻮه ځﺎى ﻛﯥ ووﻳﻞ ﭼﯥ ،ﻣﻮﻧږ ﻧﻪ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﺳﺮه دښﻤﻨﻲ ﻟﺮو او ﻧﻪ ﻣﻮ ورﺳﺮه دښﻤﻨﻲ ﻛړې ده ،ﭘﻪ دې اﺳﺎس د ﺳﻮﻟﯥ ﺧﺒﺮو ﺗﻪ اړﺗﻴﺎ ﻫﻢ ﻧﻪ ﺷﺘﻪ ،ﻣﻮﻧږ ﭘﻪ دې ﭘﺮوﺳﻪ ﻛﯥ ﺳﺘﺎﺳﯥ ﺗﺮ څﻨګ وﻻړ ﻳﻮ ،ﺧﻮ دا ﺳﺘﻮﻧﺰﻣﻨﻪ ده ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ددې ژوﻧﺪ څﺨﻪ ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ ﻏﺮوﻧﻮ ﺗﻪ ﺷﻮ ،دا
ﺷﻮﻧﯥ ﻧﻪ ده .ﻫﻐﻪ ﻳﻮ ﻣﺜﺎل ورﻛړ او وﻳﯥ وﻳﻞ ﭼﯥ :ﻳﻮه ورځﯥ د ﺑﯥ ﺳﻴﻢ ﺗﻴﻠﻔﻮن ﻟﻪ ﻻرې راﺗﻪ ﻳﻮ ﭼﺎ زﻧګ
وواﻫﻪ ،ځﺎن ﻳﯥ را و ﻧﻪ ﭘﻴﮋاﻧﺪ ،ﻣﺎورڅﺨﻪ وﭘﻮښﺘﻞ ﺧﻮ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻟﻮري درﻧﻪ ﺷﺎﻧﺘﻪ ﺧﻨﺪا وﻛړه ،ﻣﺎ وﭘﻴﮋاﻧﺪ
ﭼﯥ ﻫﻐﻪ د ﺣﺰب اﻣﻴﺮ ﻣﺤﺘﺮم ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر دى ،ﻧﮋدې څﻠﻮﻳښﺖ دﻗﻴﻘﯥ ﺧﺒﺮې ﻳﯥ راﺳﺮه وﻛړې ،ﻣﺎ د ﻫﻐﻪ ﺳﺮه د ﺧﺒﺮو وروﺳﺘﻪ دا ﻣﻮﺿﻮع ﺳﻤﺪﺳﺘﻲ وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ﺗﻪ ووﻳﻠﻪ ،ﻫﻐﻪ ﻫﻢ ﺣﻴﺮان و ﭼﯥ ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر ده ﺗﻪ
ﺗﻴﻠﻔﻮن ﻛړى و .ﻫﻐﻪ ووﻳﻞ ﭼﯥ زه وﻳﺮﻳﺪم ﭼﯥ ﺳﺒﺎ ﺑﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن زﻣﺎ دﻛﻮر دړې را ﻣﺎﺗﯥ ﻛړي ﭼﯥ ﺗﻪ د
ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر ﺳﺮه ﻻر ﻟﺮې .ﺳﺒﺎ ﺑﻴﺎ ﻫﻤﻐﻪ ﻛﺲ زﻧګ را وواﻫﻪ ﺧﻮ ﻣﺎ ﻳﯥ ﺗﻴﻠﻔﻮن واﻧﻪ ﺧﺴﺖ .
ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ داﺳﯥ ﻣﻌﻠﻮﻣﻴﺪه ﭼﯥ ﻣﺤﺘﺮم ﻣﺤﻘﻖ ﺳﺮه ﭼﺎ ټﻮﻛﯥ ﻛړې دي ځﻜﻪ ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر ﻧﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﺗﻴﻠﻔﻮن اﺳﺘﻌﻤﺎﻟﻮي او ﻧﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﭼﺮﻳﻜﻲ ګﺮوﭘﻮﻧﻮ ﺗﻪ د ﺗﻴﻔﻠﻮن د اﺳﺘﻌﻤﺎل اﺟﺎزه ورﻛﻮي ،ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻳﻮه ﻟﻴﻚ ﺧﭙﻠﻮ
ټﻮﻟﻮ ﻛﺴﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﻻر ښﻮوﻧﻪ ﻛړې ﭼﯥ د ﺗﻴﻠﻔﻮن د اﺳﺘﻌﻤﺎل څﺨﻪ ځﺎﻧﻮﻧﻪ و ﺳﺎﺗﻲ .ﺧﻮ د ښﺎﻏﻠﻲ ﻣﺤﻘﻖ ﺧﺒﺮه
41
ﻫﻢ ددﻗﺖ وړ وه .ﭘﻪ دې اﺳﺎس ښﺎﻏﻠﻲ ﻣﺤﻘﻖ ووﻳﻞ ﭼﯥ ﺣﺎﺿﺮ ﻧﻪ دى ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ د ﻏﺮوﻧﻮ ﭘﻪ ﻟﻤﻨﻮ ﻛﯥ
ﺳﺮګﺮداﻧﻪ ﺷﭙﯥ ﺳﺒﺎ ﻛړي .
د اﺳﺘﺎد ﺳﻴﺎف اﻧﺪ ﻫﻤﺎﻏﻪ د ﻛﺮزي د اﻧﺪ ﺳﺮه ﻳﻮ ﺷﺎﻧﺘﻪ واﻟﻰ درﻟﻮد ،ﻫﻐﻪ دا ووﻳﻞ ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ ﻟږ وﺧﺖ
راﻛړئ ﺗﺮ څﻮ د ﻛﺮزي ،اﺳﺘﺎد رﺑﺎﻧﻲ ،ﻳﻮﻧﺲ ﻗﺎﻧﻮﻧﻲ ،ﺟﻨﺮال ﻓﻬﻴﻢ او ....ﺳﺮه وګﻮرم او ﻣﻮﻧږ ټﻮل ﭘﻪ ګډه ددې ﻃﺮﺣﯥ د ﺑﺤﺚ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﻮ ﻟﻮړ ﭘﻮړى ﻫﻴﺌﺖ و ټﺎﻛﻮ اوﺑﻴﺎ ﭘﺮې ﺧﺒﺮې وﻛړو .
ﺧﻮ د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ﺳﺮه داﺧﺮي ﺧﺒﺮو او د ژﻏﻮرﻧﯥ ﭘﻪ ﻣﻠﻲ ﻣﻴﺜﺎق د ﻫﻐﻪ د اﻧﺪ د اﺧﺴﺘﻠﻮ وروﺳﺘﻪ دﺣﺰب
اﺳﻼﻣﻲ ﻫﻴﺌﺖ ﭘﻪ ګډه ﭘﺮﻳﻜړه وﻛړه ﭼﯥ دا ټﻮل اﻧﺪوﻧﻪ او ﻧﻈﺮﻳﺎت ﺑﻪ د ﺣﺰب اﻣﻴﺮ ﺗﻪ ور اﺳﺘﻮي ،ﺗﺮ څﻮ د
ﻫﻐﻪ د ﭘﺮﻳﻜړې وروﺳﺘﻪ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د اﺟﺮاﺋﻴﻪ ﺷﻮرا د ﻻرښﻮوﻧﻮ ﺳﺮه ﺳﻢ راﺗﻠﻮﻧﻜﻰ ﻗﺪم واﺧﺴﺘﻞ ﺷﻲ.
ﻫﻴﺌﺖ د ﺧﭙﻞ ﺳﻔﺮ ﭘﻪ دوران ﻛﯥ دﻛﻮرﻧﻴﻮ اړﺧﻮﻧﻮ ﺗﺮ څﻨګ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ اړﺧﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﻫﻢ ﺗﻔﺼﻴﻠﻲ ﻛﺘﻨﻪ درﻟﻮده،
ﭘﻪ دې اړه دﻫﻴﺌﺖ ﻏړوﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ دﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ د ﻧﻤﺎﻳﻨﺪه ،د اروﭘﺎﻧﻲ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ د ﻧﻤﺎﻳﻨﺪه او ﻫﻤﺪا راز د ﻓﺮاﻧﺴﯥ د ﺳﻔﻴﺮ ﺳﺮه د ﻫﻐﻮى ﭘﻪ دﻓﺘﺮوﻧﻮ ﻛﯥ رﺳﻤﻲ ﻟﻴﺪه ﻛﺎﺗﻪ درﻟﻮدل ،او د ﻣﻴﺜﺎق د ټﻮﻟﻮ ﻣﻄﺮح ﺷﻮو
ﻣﺎدو ﭘﻪ اړه ﻳﯥ ورﺗﻪ وﺿﺎﺣﺖ او څﺮګﻨﺪوﻧﯥ وﻛړې . د ﺳﻔﺮ ﭘﺎﻳﻠﯥ:
ﻣﻮﻧږ ددې ﺳﻔﺮ څﺨﻪ ډﻳﺮې ښﯥ ﭘﺎﻳﻠﯥ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛړي ﭼﯥ دﻟﺘﻪ ﻳﻲ د ﺧﭙﻠﻮ ﻳﺎ د داﺷﺘﻮﻧﻮ څﺨﻪ ﭘﻪ ﻟﻨډه ﺗﻮګﻪ
ﻳﻮ څﻮﻛﺮښﯥ ﻟﻴﻜﻢ :
-1ﭘﻪ ﺳﻴﺎﺳﻲ او ټﻮﻟﻨﻴﺰه ﺑﺮﺧﻪ ﻛﯥ : -
د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ دﻏﻪ ﻫﻴﺌﺖ د زﻳﺎت ﺷﻤﻴﺮ ﻛﻮرﻧﻴﻮ ﺳﻴﺎﺳﻲ او ﻣﺪﻧﻲ ﻛړﻳﻮ د ﺗﺎوده ﻫﺮﻛﻠﻲ ﺳﺮه ﻣﺦ ﺷﻮ .ﻫﺮ ﭼﺎﺗﻪ ﻣﻮ ﭼﯥ د ﻛﺘﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره وﻳﻠﻲ ﭘﻪ ﭘﺮاﺧﻪ ټﻨډه ﻳﯥ ﻣﻨﻠﻲ ﻳﻮ ،او
ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻧﻮرو ﺑﻴﺎ ﭘﻪ ډﻳﺮه ﻋﻼﻗﻪ ﻟﻪ ﻣﻮﻧږه ﺳﺮه د ﻛﺘﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره و ﺧﺖ ﻏﻮښﺘﻰ او دﻛﺘﻠﻮ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﻣﻮ د ﻣﻴﺜﺎق ﭘﻪ اړه ورﺳﺮه ﺑﺤﺚ ﻛړى او دا ﺑﺤﺚ ﻳﯥ ډﻳﺮ ښﻪ اﺧﺴﺘﯥ .د
-
ﭘﺎرﻟﻤﺎن ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻏړو ﻫﻢ ﻟﻪ ﻣﻮﻧږه ﺳﺮه ﭘﻪ دې ﺑﺤﺜﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﺑﺮﺧﻪ اﺧﺴﺘﻰ.
ﭘﻪ دوﻟﺘﻲ ﻛړﻳﻮ ﻛﯥ د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻧﻪ ﻧﻴﻮﻟﯥ دﻫﻐﻪ د ﻟﻮﻣړي ﻣﻌﺎون ﻣﺎرﺷﺎل ﻣﺤﻤﺪ ﻗﺴﻴﻢ ﻓﻬﻴﻢ ،د وﻟﺴﻲ ﺟﺮګﯥ د رﺋﻴﺲ ﻣﺤﻤﺪﻳﻮﻧﺲ ﻗﺎﻧﻮﻧﻲ ،او د ﻣﺸﺮاﻧﻮ د ﺟﺮګﯥ درﺋﻴﺲ
ﺣﻀﺮت ﺻﻴﺐ ﺻﺒﻐﺖ اﷲ ﻣﺠﺪدي ﭘﻮرې ټﻮﻟﻮ ﻧﻪ ﻳﻮازې ﭘﻪ ﭘﺮاﺧﻪ ټﻨډه ﻟﻪ ﻣﻮﻧږ ﺳﺮه
ﺧﺒﺮې ﻛړې ﺑﻠﻜﯥ ټﻮل رﺳﻤﻲ ﭼﻮﻛﺎټﻮﻧﻪ ﻳﻲ ﻫﻢ ﻟﻪ ﻳﻮه ﺳﺮه ﻟﺮې ﻛړي او د ﺧﭙﻠﻮ زړوﻧﻮ
ﺧﻮاﻟﻪ ﻳﻲ ﻟﻪ ﻣﻮﻧږه ﺳﺮه ﻛړې .او ان ﺗﺮ دې ﭼﯥ ﻣﺤﻤﺪ ﻳﻮﻧﺲ ﻗﺎﻧﻮﻧﻲ دا ﻣﺴﺌﻠﻪ ﭘﻪ -
ﭘﺎرﻟﻤﺎن ﻛﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ رﺳﻤﻲ ﺗﻮګﻪ ﻣﻄﺮح ﻛړه .
د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ د دﻳﭙﻠﻮﻣﺎﺗﺎﻧﻮ دﻟﭽﺴﭙﻲ ﻫﻢ ډﻳﺮه زﻳﺎﺗﻪ وه .ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ ﻟﻮﻣړى اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ
ﻏﻮښﺘﻞ دې ﻫﻴﺌﺖ ﺳﺮه ووﻳﻨﻲ ،ﺧﻮ د ﭘﻨﺘﺎګﻮن د ﻣﺸﺮ راﺑﺮګﻴټ ﺑﻴﺎن د ﻫﻐﻮى ﻟﻴﺪﻧﻪ ﺷﺎﺗﻪ و ﻏﻮرزوﻟﻪ .د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ دﻳﭙﻠﻮﻣﺎﺗﺎﻧﻮ ډﻳﺮ ﻣﻬﻢ ﻛﺴﺎن ﻟﻜﻪ د اروﭘﺎ د اﺗﺤﺎدﻳﯥ ﻣﺸﺮ ،د
ﻳﻮﻧﺎﻣﺎ ﻣﺸﺮ ،د ﻓﺮاﻧﺴﯥ ﺳﻔﻴﺮد ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﺳﻔﻴﺮ او ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻫﻐﻮى ﭼﯥ ﭘﻪ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ
42
ﻧﻮﻣﻮﻧﻮ راﻏﻠﻲ او د ﻫﻴﺌﺖ ﺳﺮه ﻳﯥ ددې ﻣﻴﺜﺎق ﭘﻪ اړه ﺧﺒﺮې ﻛړې او دې ﻣﻴﺜﺎق ﺗﻪ د ﻋﻤﻠﻲ ﺑڼﯥ د ورﻛﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﻣﻴﻜﺎﻧﻴﺰم ﻳﯥ د ﻫﻴﺌﺖ ﺳﺮه ﺗﻔﺼﻴﻠﻲ ﻣﺮﻛﯥ ﻛړې دي .
-2ﭘﻪ ﻣﻄﺒﻮﻋﺎﺗﻲ ﺑﺮﺧﻪ ﻛﯥ : -
ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﻫﻴﺌﺖ ﭘﻪ ﻟﻮﻣړﻳﻮ ورځﻮ ﻛﯥ د اﻣﻨﻴﺘﻲ ﺳﺘﻮﻧﺰو او د ځﻴﻨﻮ دوﺳﺘﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﺸﻮرو ﭘﻪ اﺳﺎس ﺧﭙﻞ ځﺎن ،د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ﺳﺮه د ﻟﻴﺪﻟﻮ ﺗﺮ ﻣﺨﻪ ،د ﻣﻄﺒﻮﻋﺎﺗﻮ څﺨﻪ ﻟﺮې
ﺳﺎﺗﻪ ،ﺧﻮ ﺑﻴﺎ ﻛﻠﻪ ﭼﯥ د ښﺎﻏﻠﻲ ﻛﺮزي ﺳﺮه د ﻫﻴﺌﺖ ﻟﻴﺪﻧﻪ وﺷﻮه او ﭘﻪ دې اړه ﻣﻮ ﺗﺮې
ﭘﻮښﺘﻨﻪ وﻛړه ﻧﻮ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ډﻳﺮ اﺧﻼص ﺳﺮه ووﻳﻞ ﭼﯥ ﺗﺎﺳﯥ ﻛﻮﻻى ﺷﺊ دا ﻣﻴﺜﺎق د
ﻣﻄﺒﻮﻋﺎﺗﻮ ﺳﺮه ﻣﻄﺮح ﻛړئ .ﻛﻠﻪ ﭼﯥ ټﻮﻟﻨﻴﺰو رﺳﻨﻴﻮ ﻟﻪ ﻣﻮﻧږه ﺳﺮه اړﻳﻜﯥ و ﻧﻴﻮﻟﯥ ﻧﻮ
ﭘﻪ ﻟﻮﻣړﻳﻮ وﺧﺘﻮ ﻛﯥ ﻣﻮ)د اﻣﻨﻴﺘﻲ ﺳﺘﻮﻧﺰو د ﭘﻪ ﻧﻈﺮ ﻛﯥ ﻧﻴﻮﻟﻮ ﭘﻪ اﺳﺎس ( ﭘﻪ ﺑﯥ ﻧﻮﻣﻪ
ﺗﻮګﻪ ﺧﭙﻞ اﻫﺪاف ﺗﺸﺮﻳﺢ ﻛﻮل ،ﺧﻮ وروﺳﺘﻪ ﺑﻴﺎ ﭘﻪ زﻏﺮده ډګﺮ ﺗﻪ را ووﺗﻠﻮ .د ﻫﻴﻮاد -
ټﻮﻟﻮ ﻣﻄﺒﻮﻋﺎﺗﻮ ﻟﻪ ﻣﻮﻧږه ﺳﺮه اوږه ﭘﻪ اوږه دا ﭘﺮوﺳﻪ ﻣﺨﺘﻪ ﺑﻮﺗﻠﻪ .
د ﻏﺮﺑﻲ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﻣﻄﺒﻮﻋﺎﺗﻮ ﻫﻢ دا ﻣﺴﺌﻠﻪ ﭘﻪ ډﻳﺮه دﻟﭽﺴﭙۍ ﺳﺮه ﺗﻌﻘﻴﺒﻮﻟﻪ ،ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ
ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻏﺮﺑﻲ ﻟﻴﻜﻮاﻻﻧﻮ ﺑﻪ څﻪ ﻣﻨﻔﻲ ﻧﻘﺎط ﻫﻢ ﻟﻴﻜﻞ .د ﻫﻤﺪې ﻟﻴﻜﻨﻮ ﭘﻪ اﺳﺎس د ﺣﺰب
اﺳﻼﻣﻲ ﻟﻪ اړﺧﻪ دﻏﻪ ﻃﺮ ﺣﻪ ﺷﻮي ﻣﻴﺜﺎق ﻳﻮ ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ ﺑڼﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻛړه او ټﻮﻟﻪ ﻧړۍ ﻳﯥ
داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻣﺴﺌﻠﯥ دﺳﻴﺎﺳﯥ ﺣﻞ ﭘﻪ ﻟﻮر ﻣﺘﻮﺟﻪ ﻛړه .
-3ﭘﻪ وﻟﺲ ﻛﯥ : -
د ﻫﻐﻮ ﺗﻴﻠﻔﻮﻧﻲ اړﻳﻜﻮ او ﻳﺎ د ﺧﻠﻜﻮ د ﺗګ راﺗګ څﺨﻪ ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ ﻛﻮم ﺧﺒﺮوﻧﻪ را
رﺳﻴﺪل ،او ﻳﺎ د ﻟﺮې وﻻﻳﺎﺗﻮ څﺨﻪ ﭼﯥ ﻛﻮﻣﻮ وروڼﻮ اړﻳﻜﯥ ﻧﻴﻮﻟﯥ ټﻮﻟﻮ ددې ﺧﺒﺮ را
ﻛﺎوه ﭼﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻫﻴﺌﺖ ﻧﻪ ﻳﻮازې دﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﭘﻪ ﻛړﻳﻮ ﻛﯥ ﺑﻠﻜﯥ د وﻟﺲ ﭘﻪ
ټﻮﻟﻮ ﭘﺮګﻨﻮ ﻛﯥ ﻳﻮ ﻧﻮې روح را ﭘﺎروﻟﯥ دې .ﭘﺨﭙﻠﻪ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ د ﺟﻮﻣﺎﺗﻮﻧﻮ اﻣﺎﻣﺎﻧﻮ ﭘﻪ
ﺧﭙﻠﻮ ﺧﻄﺒﻮ ﻛﯥ دا ﻣﺴﺌﻠﻪ ﻣﻄﺮح ﻛړې ،دوى ﭘﻪ ﻫﻐﻮ وﻳﻨﺎوﻛﯥ ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ﺑﻴﺮﺗﻪ د ﺗﻠﻮﻳﺰﻳﻮﻧﻲ څﭙﻮ ﻟﻪ ﻻرې اورﻳﺪې ،ﭘﻪ ﻛﻠﻜﻪ ددوﻟﺖ ﻧﻪ ﻏﻮښﺘﻞ ﭼﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ دا
ﻃﺮﺣﻪ وﻣﻨﻲ او د ﺑﻬﺮﻧﻲ اﺷﻐﺎل ﻧﻪ د ځﺎن د ﺧﻼﺻﻴﺪو ﻟﻪ ﭘﺎره ﻫﻤﺪا اﺻﻮﻟﻲ ﻻر ﺧﭙﻠﻪ ﻛړي .
ﭘﻪ وﻻﻳﺎﺗﻮ او ﻳﺎ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﭼﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اړوﻧﺪ ﻏﻴﺮدوﻟﺘﻲ ﻏړي ﭘﻪ ﻳﻮه
ﺑﻬﺎﻧﻪ او ﻳﺎ ﺑﻠﻪ ﺑﻬﺎﻧﻪ ﭼﭙﻪ ﺧﻮﻟﻪ ﭘﺮاﺗﻪ وو ﻫﻐﻮى ﻫﻢ ﻣﺘﺤﺮك ﺷﻮل او ﭘﻪ ډﻳﺮه ﺧﻮښۍ ﺳﺮه ﺑﻪ ﻳﯥ وﻳﻞ ﭼﯥ » اوس ﻣﻮﻧږ ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ اﻓﺘﺨﺎر ﻛﻮو ﭼﯥ وواﻳﻮ ﻣﻮﻧږ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻏړى ﻳﻮ « ،ﺧﻮ ﭘﻪ ډﻳﺮﻧﺎﺧﻮاﻟۍ ﺳﺮه ﺑﺎﻳﺪ وواﻳﻢ ﭼﯥ دﺣﺰب ډﻳﺮ ﻏښﺘﻠﯥ اوﭘﺨﻮاﻧﯥ ﻓﻌﺎل
ﻏړې اﺳﺘﺎد ﻋﺒﺪاﻟﺮﺣﻤﻦ ﭼﯥ دﻫﻠﻤﻨﺪ څﺨﻪ ﻳﻰ ﻟﻪ ﻣﻮﻧږ ه ﺳﺮه ﭘﻪ ﺗﻴﻠﻔﻮن ﺧﺒﺮې وﻛړې اودﺧﭙﻠﻮ راﺗﻠﻮ وﻋﺪه ﻳﻰ وﻛړه ﭘﻪ ﻫﻤﺎﻏﻪ ﺳﺒﺎ د ﻧﺎﻣﻌﻠﻮﻣﻮ ﻛﺴﺎﻧﻮ ﻟﺨﻮا ﭘﻪ ﺷﻬﺎدت ورﺳﻴﺪ.
د ا ﺑﺎﻳﺪډاګﻴﺰه ﻛړم ﭼﯥ د ﻫﻴﺌﺖ د ﺷﺘﻮن ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ اﻧټﺮ ﻛﺎﻧټﻨﻨټﺎل ﻫﻮټﻞ ﻛﯥ د
وﻻﻳﺘﻲ ﻧﻮو ټﺎﻛﻞ!! ﺷﻮراګﺎﻧﻮ درې ورځﻨﻲ ﺳﻴﻤﻨﺎر ﺟﺮﻳﺎن درﻟﻮد .ﭘﻪ دوى ﻛﯥ ډﻳﺮﻛﻲ
داﺳﯥ ﻏړي وو ﭼﯥ ﻫﻐﻮى د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻏړﻳﺘﻮب درﻟﻮد ،ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ زﻣﻮﻧږ
ﭘﻴﮋﻧﺪګﻠﻮي ورﺳﺮه ﻛﻤﻪ وه ﺧﻮ ﻫﻐﻮى ﻣﻮﻧږ د ﻟﺮې څﺨﻪ ﭘﻴﮋﻧﺪﻟﻮ ،ﻫﻐﻮى ﺑﻪ ډﻳﺮ وﺧﺖ ﻟﻪ
43
ﻣﻮﻧږه ﺳﺮه ﭘﻪ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ ﻣﺴﺎﻳﻠﻮ ﺧﺒﺮې ﻛﻮﻟﯥ او ددې ﻃﺮﺣﯥ ﭘﻪ اړه ﻳﯥ اوﻫﻢ د ﻫﻴﺌﺖ د ﺷﺘﻮن ﭘﻪ اړه ﻳﯥ ﺧﭙﻠﻪ ﺧﻮښﻲ ښﻮوﻟﻪ ،ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ ﻳﯥ ډاډ راﻛﺎوه ﺑﻠﻜﯥ ﺑﻠﻨﻪ ﻳﯥ راﻛﻮﻟﻪ ﭼﯥ
ﻛﻪ وﻻﻳﺎﺗﻮ ﺗﻪ ﺳﻔﺮ وﻛړو او ﻫﻠﺘﻪ د ﻫﻐﻮى د ﺷﻮراګﺎﻧﻮ ،ﻋﻠﻤﺎوو او ﻣﺨﻮرو ﺳﺮه ﭘﻪ دې ﻃﺮﺣﻪ ﺑﺎﻧﺪې ﺑﺤﺚ وﻛړو ...
اﻟﺤﻤﺪﷲ ،زﻣﻮﻧږ د ﻫﻴﺌﺖ ﺷﺘﻮن ،ﭘﻪ زﻏﺮده او ﺑﯥ ﻟﻪ ﻛﻮﻣﯥ وﻳﺮې ﺧﭙﻞ درﻳځ اﻋﻼﻧﺎوه،
ﭘﻪ ﺗﻠﻮﻳﺰﻳﻮﻧﻲ او رادﻳﻮﻳﻲ ﺑﺤﺜﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ ﭘﻮره ﺟﺮﺋﺖ ﺳﺮه ورګډﻳﺪل.....،ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد
او وﻟﺲ ﻛﯥ ﻳﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ درﻳځ ﻧﻮر ﻫﻢ ﭘﻮرﺗﻪ ﻛړى ،او...د ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﺳﻴﺎﺳﺖ
ﭘﻮﻫﺎﻧﻮ او ﻟﻴﻜﻮاﻻﻧﻮ ﭘﻪ آﻧﺪ ﻛﻪ ﭼﻴﺮې ﭘﻪ دې وﺧﺖ ﻛﯥ ﭘﻪ ټﻮﻟټﺎﻛﻨﻮ ﻛﯥ ﺣﺰب ګډون درﻟﻮداى او ﺑﺮﺧﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ اﺧﺴﺘﻠﻰ ﻧﻮ ﺷﻮﻧﯥ وه ﭼﯥ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﺑﻪ ﺗﺮ ﻫﺮ ﺑﻞ ﭼﺎ او
-
ﺑﻞ ګﻮﻧﺪ ډﻳﺮې راﻳﯥ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛړې واى...، ﭘﻪ اﻗﺘﺼﺎدي ﺑﺮﺧﻪ ﻛﯥ :
د ﻫﻐﻮ راﭘﻮروڼﻮ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ ﭼﯥ د ﻳﻮﺷﻤﻴﺮ ﺗﺠﺎراﻧﻮ او ﻣﺎرﻛﻴټﻮﻧﻮ ﻟﻪ ﺧﻮا ﻫﻴﺌﺖ ﺗﻪ را
رﺳﻴﺪل ،ﭘﻪ ﻛﯥ وﻳﻞ ﻛﻴﺪه ﭼﯥ ددې ﻫﻴﺌﺖ ﭘﻪ را ﺗﻠﻮ ﺳﺮه د اﻓﻐﺎﻧﻴﻮ ارزښﺖ زﻳﺎت ﺷﻮى،
ﭘﻮﻟﯥ ﻗﻴﻤﺘﻮﻧﻮ اﺳﺘﺤﻜﺎم ﻣﻮﻧﺪﻟﻰ ،د ځﻤﻜﻮ او ﻛﻮروڼﻮ ﻗﻴﻤﺘﻮﻧﻪ ﭘﻮرﺗﻪ ﺗﻠﻠﻲ او د ﭘﺎﻧګﻪ
اﭼﻮﻧﻜﻮ ﺣﻮﺻﻠﯥ زﻳﺎﺗﯥ ﺷﻮى ،ټﻮل ﭘﻪ دې ﻓﻜﺮ ﻛﯥ دي ﭼﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د ﺳﻮﻟﯥ د
ﭘﻴﺎم ﻣﻌﻨﻰ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د ﺳﻮﻟﯥ د ﺑﻴﺮﺗﻪ را ﺳﺘﻨﻴﺪو ﻟﻪ ﭘﺎره ﻻره ﻫﻮارول دي ......
ﻳﺎدوﻧﻪ :ﻣﺎ دﻟﺘﻪ د ﻫﻐﻮ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺑﺤﺜﻮﻧﻮ ﻳﺎدوﻧﻪ ﭼﯥ زﻣﻮﻧږ د ﻫﻴﺌﺖ او د ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ اړﺧﻮﻧﻮ
ﺗﺮ ﻣﻨځ ﺷﻮې ،ﭘﻪ دې ﺧﺎﻃﺮ ﻧﻪ ده ﻛړې ﭼﯥ ﭘﻪ راﺗﻠﻮﻧﻜﯥ ﻛﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ دﻫﻴﺌﺖ او د
ﻧﻮرو اړوﻧﺪو اړﺧﻮﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ دﺧﺒﺮو د ﭘﻴﻼﻣﻰ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺳﺘﻮﻧﺰې را و ﻧﻪ ټﻮﻛﻮي .
د ﺳﻮﻟﯥ او اﻣﻦ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻫﻠﯥ ځﻠﯥ:
دوﻳﻢ ﻓﺼﻞ
د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ وﻟﺴﻤﺸﺮ ،ﺟﻮرج ډﺑﻠﻴﻮ ﺑﻮش ،درژﻳﻢ د ﭘﺎى ﺗﻪ رﺳﻴﺪو او ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻛﯥ د دﻳﻤﻮﻛﺮات
ګﻮﻧﺪ د ﻧﻮي وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺑﺎرك ﺣﺴﻴﻦ اوﺑﺎﻣﺎ د ﺑﺮﻳﺎو اود ﻫﻐﻪ د څﺮګﻨﺪو ﺷﻌﺎروﻧﻮ او ﭘﻪ ﻧړۍ ﻛﯥ د ﺳﻮﻟﯥ او اﻣﻦ د اﺳﺘﺤﻜﺎم ﻟﻪ ﭘﺎره د ﻫﻐﻪ د ﻟﻮﻣړﻧﻴﻮ وﻳﻨﺎو څﺨﻪ زﻳﺎﺗﻮ ﺷﻨﻨﻮﻧﻜﻮ داﺳﯥ و اﻧګﻴﺮﻟﻪ ﭼﯥ ﻧﻮﻣﻮړى ﺑﻪ
د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن اوﻋﺮاق ﭘﻪ څﻴﺮ د ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﭘﻪ اړه ،ﭼﯥ ﻫﻤﺪا اوس ﺗﺮ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭘﻮځﻲ اﺷﻐﺎل ﻻﻧﺪې دي او
ددې ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﺑﯥ ګﻨﺎه او ﻣﻈﻠﻮم ښﺎرﻳﺎن ﻫﺮه ورځ ددوى د) ﺑﻲ ( 52ﺑﻤﺎرد اﻟﻮﺗﻜﻮ او ړﻧﺪو ﻣﻴﺰاﻳﻠﻮ
ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﻛﻴږي او ﭘﻪ ﻟﺴګﻮﻧﻮ زره ﻛﻮﭼﻨﻴﺎﻧﻮ ،ښځﻮ او ﻧﺮو ﭘﻪ ﻛﯥ ﺗﺮ اوﺳﻪ ﭘﻮرې ﺧﭙﻞ ژوﻧﺪ ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ورﻛړى،
ﺧﭙﻠﻪ ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋي ﺗﺒﺪﻳﻠﻪ ﻛړي ،ﺗﺮ څﻮ دﻏﻮ ﻋﺎم وژﻧﻮ ﺗﻪ د ﭘﺎى ټﻜﯥ ﻛﻴښﻮدل ﺷﻲ . اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ وﻟﺴﻤﺸﺮ اوﺑﺎﻣﺎ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ اﻋﻼن ﻛړې ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋۍ ﻛﯥ وﻳﻠﻲ و ﭼﯥ :
44
» دا ﭼﯥ د ﻧړۍ ﻟﻪ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﺑﻪ د ﺑﺮاﺑﺮۍ او ﻣﺘﻘﺎﺑﻞ اﺣﺘﺮام ﭘﺮ ﺑﻨﻴﺎد ﻧﻮي او ﺗﺎزه رواﺑﻂ ﺟﻮړوم.
دا ﭼﯥ د 2009ﻛﺎل ﺗﺮ ﭘﺎى ﺑﻪ د ﮔﻮاﻧﺘﺎﻧﺎﻣﻮ زﻧﺪان ﺑﻨﺪوم.د ﻧړﻳﻮال اﻣﻦ ﻟﭙﺎره ﺑﻪ ﺑﺸﭙړ ﻛﻮښښ ﻛﻮم.
ﻟﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن او ﻋﺮاق څﺨﻪ ﺑﻪ ﺧﭙﻞ ﻋﺴﻜﺮي ﻗﻄﻌﺎت ﺑﺎﺳﻢ«.
ﺧﻮﻟﻪ دﻏﻪ وﻋﺪو څﺨﻪ ﻻ ﺗﺮاوﺳﻪ ﻳﯥ ﻳﻮه ﻫﻢ ﻧﺪه ﻋﻤﻠﻲ ﺷﻮې .د ﻏﺮﺑﻲ ﺷﻨﻮﻧﻜﻮ ﭘﻪ اﻧﺪ اوﺑﺎﻣﺎ د ﺧﭙﻠﻮ ﭘﻮځﻲ او اﺳﺘﺨﺒﺎراﺗﻲ ﻛړﻳﻮ ﻟﺨﻮا ﺗﺮ ﺳﺨﺖ ﻓﺸﺎر ﻻﻧﺪې وه او دى ،ﭘﻪ ﻫﻤﺪې اﺳﺎس و ﻧﻪ ﺗﻮاﻧﻴﺪ ﺧﭙﻠﯥ ﻛړې وﻋﺪې ﭘﻮره ﻛړي(8) « .
دﺑﺎرك اوﺑﺎﻣﺎ دﻫﻤﺪې ﭘﺎﻟﻴﺴﻮ د اﻋﻼن ﭘﺎﻳﻠﯥ وې ﭼﯥ د ﻧﺎروې ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻫﻢ ،ﭘﻪ ﻧړۍ ﻛﯥ د اﻣﻦ و اﻣﺎن د
ټﻴﻨګښﺖ ﻟﻪ ﭘﺎره ،دﻫﻐﻪ ﭘﺎﻟﻴﺴﻲ وﺳﺘﺎﻳﻠﻪ او ﭘﺮﺗﻪ ﻟﻪ ځﻨډه ﻳﯥ د ﻧﻮﺑﻞ د ﺳﻮﻟﯥ ﺟﺎﻳﺰه ورﻛړه .
د ﺑﻮش د ﺣﻜﻮﻣﺖ وژوﻧﻜﻮ او اﺳﺘﻌﻤﺎري ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋﻳﻮ د اﺳﻼﻣﻲ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ ډﻳﺮ زړه ﺑﺪاوى
راﭘﻴﺪا ﻛړې و ،ټﻮﻟﻮ ﻫﻐﻮ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﭼﯥ ﺗﺎزه ﺗﺎزه ﻳﯥ د اروﭘﺎﻳﻲ اﺳﺘﻌﻤﺎر څﺨﻪ ﺧﻼﺻﻮن ﻣﻮﻧﺪﻟﻰ و،ﻛﻪ
څﻪ ﻫﻢ ددې ﻫﻴﻮادوﻧﻮ وﻟﺴﻮﻧﻪ د ﻫﻤﺪې اﺳﺘﻌﻤﺎري ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﭘﻪ ﻻﺳﻮد ﻧﺼﺐ ﻛړل ﺷﻮو ﭘﺎدﺷﺎﻫﻲ ﻳﺎ
ﺟﻤﻬﻮري دﻳﻜﺘﺎﺗﻮري رژﻳﻤﻮﻧﻮ ﺗﺮ ﺳﻴﻮرې ﻻﻧﺪې ﺷﭙﯥ ﺳﺒﺎ ﻛﻮ ي ،ﺑﻴﺎ ﻫﻢ د ﺧﭙﻠﯥ دﻏﯥ ﻧﺴﺒﻲ ازادۍ ﭘﻪ
اړه ﭘﻪ وﻳﺮه ﻛﯥ وﻟﻮﻳﺪل .ځﻜﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻏﻮښﺘﻞ او ﻏﻮاړي دﺧﭙﻞ ﻧﻮي ﻧﻈﺎم ) ( New World Orderﭘﻪ
اﺳﺎس دﻏﻪ اﺳﺘﻌﻤﺎر ﺗﻪ ﭘﻪ ﻧﻮې ﺑڼﻪ دوام ورﻛړي او ﭘﺮﯦﻨږدي ﭼﯥ د دﻏﻮ اﺳﻼﻣﻲ ﻫﻴﻮادوﻧﻮوﻟﺴﻮﻧﻪ ﺧﭙﻠﻪ
ﺳﺎه د ازادۍ ﭘﻪ ﺧﻮږه ﻫﻮا ﻛﯥ واﺧﻠﻲ .
اﺳﻼﻣﻲ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻧړۍ ﻛﯥ ﻳﻮ ډﻳﺮ ﺳﺘﺮ اﻣﺘﻴﺎز ور ﭘﻪ ﺑﺮﺧﻪ دى اوﻫﻐﻪ دا ﭼﯥ د ﻧړۍ ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ
ارزښﺘﻨﺎﻛﻪ اوﺳﺘﺮه ﺷﺘﻤﻨﻲ د ځﻤﻜﻨﻴﻮ زﻳﺮﻣﻮ ﭘﻪ ﺑڼﻪ ﻛﯥ ﭘﺪې ﻫﻴﻮادو ﻛﯥ ﭘﺮﺗﻪ ده ،او ﻏﺮﺑﻲ ﻧړۍ ﭼﯥ
ټﻮﻟﯥ ﺳﺘﺮګﯥ ﻳﯥ دﻫﻤﺪې ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﭘﻪ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﻣﺴﺘﻌﻤﺮه ﻛﻮﻟﻮ ﻛﯥ ټﻮﻣﺒﻠﯥ ،ﻏﻮاړي دﻏﻪ ﺳﺘﺮې زﻳﺮﻣﯥ
ﺑﻴﺮﺗﻪ ﭘﻪ ﻳﻮ ډول ﻧﻪ ﻳﻮ ډول ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ وﻟﻜﻪ ﻛﯥ راوړي .داﻣﺮﻳﻜﺎ ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋي او ﭘﺎﻟﻴﺴﻲ ﻫﻤﺪاډول ﻣﻮﺧﯥ ﻟﺮي ﭼﯥ ﺗﺮ ﻫﺮ څﻪ ﻟﻮﻣړى ﻳﯥ ﭘﻪ ﻋﺮاق ﻛﯥ دﻫﻐﻪ رژﻳﻢ وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺻﺪام ﺣﺴﻴﻦ ﺗﻪ ﺷﻴﻦ ﺑﻴﺮغ و رﭘﺎوه او ﻫﻐﻪ ﻳﯥ دې ﺗﻪ اړ ﻛړ ﭼﯥ ﭘﺮ ﻛﻮﻳټ ﻳﺮﻏﻞ وﻛړي او ﺗﺮ ﺧﭙﻠﯥ وﻟﻜﯥ ﻻﻧﺪې ﻳﯥ راوړي ،د ﻫﻐﯥ ﺗﺮ ﻣﺨﻪ ﻳﯥ د اﻳﺮان د ﻧﻮي رژﻳﻢ ﭘﻪ ﺧﻼف ﻫﻤﺪاﺳﯥ ﻗﺪم ﭘﻮرﺗﻪ ﻛړ او د ﻋﺮاق ﺳﺮه ﻳﯥ ﭘﻪ داﺧﻠﻲ ﻧښﺘﻮ ﻛﯥ را وﻧﻐﺎړه ،ﭼﯥ ﭘﻪ
ﻟﻜﻮﻧﻮ اﻧﺴﺎﻧﺎن ﻳﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ د اور ﭘﻪ ﻟﻤﺒﻮ ﻛﯥ ورﻳﺘﻪ ﻛړل .د ﻫﻤﺪﻏﻮ دﺳﻴﺴﻮ ﭘﻪ ﭘﺎﻳﻠﻮ ﻛﯥ ﻋﺮاق ﺧﭙﻠﻪ
ﺧﭙﻠﻮاﻛﻲ ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ورﻛړه او ﻧﻴﻎ ﭘﻪ ﻧﻴﻐﻪ ﺗﺮ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ اﺳﺘﻌﻤﺎر ﻻﻧﺪې راﻏﻰ ،ﭘﺨﭙﻠﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎ دﻛﺎﻧګﺮس
ﻳﻮه ﻏړې ) ران ﭘﺎول ( واﻳﻲ ﭼﯥ »:ﻣﻮږ د 1991ز ﻛﺎل ﭘﻪ ﺟﻨﻮري ﻛﻰ ﭘﻪ ﻣﻨځﻨﻲ ﺧﺘﻴځ ﻛﻰ د ﻋﺮاﻗﻲ دﻳﻜﺘﺎﺗﻮر ﺻﺪام ﺣﺴﻴﻦ ﭘﺮ ﺿﺪ ،ﭼﯥ د ﻋﺮاق ـ اﻳﺮان د ﺟګړې ﭘﺮ ﻣﻬﺎل زﻣﻮږ ﻣﻠګﺮى و ،ﺟګړې ﺗﻪ ورﻏﻠﻮ .د ﻛﻮﻳټ او
ﻋﺮاق ﺗﺮ ﻣﻨځ ﺳﺮﺣﺪي ﻛړﻛﻴﭻ ﻫﻐﻪ ﻣﻬﺎل ﭘﻴښ ﺷﻮ ﭼﻰ زﻣﻮږ ﺧﺎرﺟﻪ وزارت د ﺻﺪام ﻧﻮﻣﻮړي ﻳﺮﻏﻞ ﺗﻪ ﺷﻴﻦ څﺮاغ وﻟګﺎوه (9) « ....
ﻫﻤﺪا راز دﻛﻮﻳټ د ﺟګړې ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﭘﺮ ﺳﻌﻮدي ﻋﺮﺑﺴﺘﺎن ﻳﺮﻏﻞ وﻛړ اوﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ
ﻳﯥ ،ﭘﻪ دې ﻧﻮم ﭼﯥ ﺳﻌﻮدي ﻋﺮ ﺑﺴﺘﺎن ﻫﻤﺪا اوس دﻋﺮاق ﺗﺮ ګﻮاښ ﻻﻧﺪې دى ،ﭘﻪ زور ﺧﭙﻞ ﭘﻮځﻮﻧﻪ ځﺎى ﭘﻪ ځﺎى ﻛړل ،ددې ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻟﻪ ﺣﺴﺎﺳﻮ ﺷﺮاﻳﻄﻮ څﺨﻪ ﭘﻪ ګټﯥ اﺧﺴﺘﻠﻮ ﺳﺮه ﭘﻪ دﻏﻪ ﺟﻨګ
ځﭙﻠﯥ ﻫﻴﻮاد ﺑﺎﻧﺪې ﻫﻢ د وﻟﻜﯥ ﻛﻮﻟﻮ ﻫڅﻪ او ﻫﺎﻧﺪ ﭘﻴﻞ ﻛړ ،ﺗﺮ څﻮ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ځﻤﻜﻨﻴﻮ زﻳﺮﻣﻮ ﺑﺎﻧﺪې د وﻟﻜﯥ ﺗﺮ څﻨګ د ﻣﺮﻛﺰي اﺳﻴﺎ د ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﭘﻪ ﺷﺘﻤﻨﻴﻮ ﻫﻢ ﻟﺪې ﻻرې ﺧﭙﻠﻪ وﻟﻜﻪ ﻛﻠﻜﻪ ﻛړي .د
45
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اﺷﻐﺎل ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﯥ ﻧﻘﺸﻪ ﺗﻴﺎره ﻛړه او ﺑﺎﻻﺧﺮه د 2001ز ﻛﺎل د اﻛﺘﻮﺑﺮ ﭘﻪ اووﻣﻪ ﻳﯥ ،د ﻫﻤﺪې
ﻛﺎل ﭘﻪ ﻧﻴﻮﻳﺎرك د ﺳﭙﺘﻤﺒﺮ د ﻳﻮﻟﺴﻤﯥ د ﺑﺮﻳﺪوﻧﻮ ﭘﻪ ﺑﻬﺎﻧﻪ ،ﭘﻪ دﻏﻪ ﻫﻴﻮاد ﺧﭙﻞ زور ازﻣﻴښﺖ ﻛړ.
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ دا ﭘﺘﻴﯧﻠﯥ وه ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﻪ دﭘښﻮ ﻻﻧﺪې ﻛﻮي ،او ددې ﻣﻮﺧﻮ د ﺗﺮﻻﺳﻪ ﻛﻮﻟﻮ ﻟﻪ
ﭘﺎره ﻳﯥ ﭘﻪ څﺮګﻨﺪه ﺗﻮګﻪ ډﻳﺮ ﺳﺘﺮ ﺗﺒﻠﻴﻐﺎت ﭘﻴﻞ ﻛړي و .
د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻣﻴﺮ اﻧﺠﻨﻴﺮ ګﻠﺒﺪﻳﻦ ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر ،ﭼﯥ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﭘﻪ اﻳﺮان ﻛﯥ اﺳﺘﻮګﻦ و،د اﻣﺮﻳﻜﺎ د
ﻧﻈﺎﻣﻲ ﻣﺪاﺧﻠﯥ ﻧﻪ ﻣﺨﺘﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎى ﺗﻠﻮﻳﺰﻳﻮﻧﯥ ﺷﺒﻜﯥ )ﺳﻲ ان ان( ﺳﺮه ﭘﻪ ﻳﻮه ﻣﺮﻛﻪ ﻛﯥ ووﻳﻞ ﭼﯥ :
» زه اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﺗﻮﺻﻴﻪ ﻛﻮم ﭼﯥ دداﺳﯥ اﺷﺘﺒﺎه ﻣﺮﺗﻜﺐ ﻧﻪ ﺷﻲ .اوﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﭘﺨﻮاﻧﻲ
ﺷﻮروي اﺗﺤﺎد ﻧﺎﻛﺎﻣﻪ ﺗﺠﺮﺑﻪ ﺗﻜﺮار ﻧﻪ ﻛړي ،او ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دې دﺣﻤﻠﯥ څﺨﻪ ډه ډه وﻛړي .ﺧﻮ ﻛﻪ ﭼﻴﺮې
ﻫﻐﻮى ﻏﻮاړي ﺧﺎﻣﺨﺎ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺣﻤﻠﻪ وﻛړي ﻧﻮ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﺻﻮرت ﻛﯥ ﺑﻪ اﻓﻐﺎﻧﺎن د ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد د
ﻟﻮﻳﺸﺖ ﻟﻮﻳﺸﺖ ددﻓﺎع څﺨﻪ ﺑﻠﻪ ﻻر و ﻧﻪ ﻟﺮي .اﻓﻐﺎﻧﺎن ﺑﻪ ﻣﺠﺒﻮر وي د ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد دﻓﺎع وﻛړي او زه ﺑﻪ ﻫﻢ د ﺧﭙﻠﻮ ﺧﻠﻜﻮ ﺗﺮ څﻨګ و درﻳږم او د ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد دﻓﺎع ﺑﻪ وﻛړم «.
ﻫﻐﻪ ددې ﭘﻮښﺘﻨﯥ ﭘﻪ ځﻮاب ﻛﯥ ﭼﯥ :اﻳﺎ ﻓﻜﺮ ﻛﻮئ ﭼﯥ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﺑﻪ ﭘﻪ ﺟﻨګ ﻛﯥ ورګډ ﺷﻲ ؟
ووﻳﻞ » :ﻣﻮﻧږ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﺮ ﺧﻼف ﺟﻨګ ﺗﻪ ﻧﻪ ځﻮ ،د ﺟﻨګ ﭘﻮښﺘﻨﻪ ﻣﻄﺮح ﻧﻪ ده ،د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻧﻪ ددﻓﺎع
ﭘﻮښﺘﻨﻪ ﻣﻄﺮح ده .ﻣﻮﻧږ ﺑﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻫﺮ وګړي ﺗﺮ څﻨګ ودرﻳږو او د ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد د ﻟﻮﻳﺸﺖ ﻟﻮﻳﺸﺖ ﻧﻪ
ﺑﻪ دﻓﺎع وﻛړو .اوﭘﺮﺗﻪ ﻟﻪ ﺷﻜﻪ ﺑﻪ د ﺧﭙﻠﯥ ﺧﺎورې ﻧﻪ دﻓﺎع وﻛړو او ﭘﻪ دې ﻛﯥ ﻫﻴڅ د ﺷﻚ ځﺎى ﻧﻪ ﺷﺘﻪ ،او
ددې ﭘﺮﺗﻪ ﺑﻠﻪ ﭼﺎره ﻫﻢ ﻧﻪ ﻟﺮو .ﻫﻴڅﻮك دې دا ګﻮﻣﺎن ﻧﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺎن ﺑﻪ د ﺑﻴﺮوﻧﻲ ﺗﺠﺎوز ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ
د ﺧﭙﻞ دﻏﻪ ټﻮل وﻳﺎړﻟﻲ ﺗﺎرﻳﺦ ﺳﺮه ﺑﯥ ﺗﻔﺎوﺗﻪ ﭘﺎﺗﻪ ﺷﻲ ،اوﻳﺎ ﺑﻪ د ﻫﻐﻪ ﭼﺎ ﻣﻼﺗړ وﻛړي ﭼﯥ ﭘﺮﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد
ﺑﻴﺮوﻧﻲ ﺗﺠﺎوز ﺗﻪ ﻟﺒﻴﻚ واﻳﻲ« ....
د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻣﺸﺮ ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې داﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د ﻳﺮﻏﻞ ﺗﺮ ﻣﺨﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻳﻮ ﺑﻞ ﺑﻴﺎن ﻛﯥ
داﺳﯥ ووﻳﻞ:
» اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭼﺎرواﻛﻮ ﺗﻪ ﺗﻮﺻﻴﻪ ﻛﻮم ﭼﻲ د ﺷﻮروي ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﻧﺎﻛﺎﻣﻪ ﺗﺠﺮﺑﻪ ﻣﻪ ﺗﻜﺮاروئ .اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ
ﻧﻨﻮﺗﻞ آﺳﺎن دي ﺧﻮ وﺗﻞ ﺗﺮې ګﺮان .دﻟﺘﻪ ډﯦﺮو ﺧﭙﻞ ﺳﺮوﻧﻪ ﺧﻮړﻟﻲ ،ډﯦﺮ ﭘﻪ ﻫﺴﻚ ﺳﺮ راﻏﻠﻲ ﺧﻮ ﭘﻪ ټﻴټﻮ ﺳﺘﺮګﻮ وﺗﻠﻲ ،ﻛﻪ ﻟﻪ ﺧﭙﻞ دښﻤﻦ ﻧﻪ ﻏﭻ اﺧﻠﺊ ﻟﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻧﻪ ﺑﻬﺮ ﺋﯥ واﺧﻠﺊ«.
ﻫﻤﺪا راز د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻣﻴﺮ ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د ﻣﺪاﺧﻠﯥ ﺗﺮ ﻣﺨﻪ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ
د ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﺳﺮﻣﻨﺸﻲ ﻛﻮﻓﻲ اﻧﺎن ﺗﻪ ﻳﻮ اوږود ﻣﻜﺘﻮب ﻟﻴﻜﻠﻰ ﭼﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ددرﻳځ د څﺮګﻨﺪوﻟﻮ ﭘﻪ
ﺧﺎﻃﺮ ﻳﯥ ﻣﻮﻧږ دﻟﺘﻪ ﻳﻮه ﺑﺮﺧﻪ را اﺧﻠﻮ :
د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ د ﺳﺮﻣﻨﺸﻲ ﻛﻮﻓﻲ اﻧﺎن ﭘﻪ ﻧﻮم ﻟﻴﻚ :
د ﻣﻠګﺮوﻣﻠﺘﻮﻧﻮ ﺳﺮﻣﻨﺸﻲ ﻣﺤﺘﺮم ﻛﻮﻓﻲ اﻧﺎن ! زﻣﻮﻧږ ﺻﻤﻴﻤﺎﻧﻪ اﺣﺘﺮاﻣﺎ ت و ﻣﻨﺊ.
د ﺳﻴﻤﯥ اواﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺣﺴﺎﺳﻮ ﺣﺎﻻﺗﻮ ﭘﻪ اړه ﻳﻮﻟړ ﻣﻄﺎﻟﺐ ﻟﺮم ﭼﯥ ﻟﻪ ﺗﺎﺳﯥ ﺳﺮه ﻳﯥ ﻣﻄﺮح ﻛﻮل اړﻳﻦ
او ګټﻮر ګڼﻢ .
اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻫﻮډ ﻛړى ﭼﯥ زﻣﺎ ﭘﺮ ﻫﻴﻮاد
ﺣﻤﻠﻪ وﻛړي ،او د ﻧړﻳﻮاﻟﯥ ټﻮﻟﻨﯥ ﻏﻮښﺘﻨﯥ ﺗﻪ ﭼﯥ ،د ﺑﻞ ﺟﻨګ د
اور ﭘﻪ ﻧﻪ ﺑﻠﻴﺪو ﺗﺎﻛﻴﺪ ﻛﻮي ،ﻫﻴڅ اﻋﺘﻨﺎ ﻧﻪ ﻛﻮي) .ﻫﻤﺪا راز( د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻳﺎﻧﻮ اوﭘﻪ ځﺎﻧګړې ﺗﻮګﻪ د ﻧﻴﻮﻳﺎرك
د اوﺳﻴﺪوﻧﻜﻮ ﻏﻮښﺘﻨﯥ ﺗﻪ ﭼﯥ ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې دﺣﻤﻠﯥ او ددې ﻫﻴﻮاد د ﻣﻈﻠﻮﻣﻮ ﺧﻠﻜﻮ څﺨﻪ د
46
ﺑﺪﻟﯥ د اﺧﺴﺘﻠﻮ ﺳﺮه ﻣﻮاﻓﻖ ﻧﻪ دي ﻫﻢ ﻫﻴڅ ډول اﻟﺘﻔﺎت ﻧﻪ ﻟﺮي او ﺣﺎﺿﺮ ﻧﻪ دي ﭼﯥ زﻣﻮﻧږ ﭘﺮ ﻫﻴﻮاد د ﺣﻤﻠﯥ څﺨﻪ ډه ډه وﻛړي .
د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ زﻣﺎﻣﺪاراﻧﻮ د څﺮګﻨﺪوﻧﻮ څﺨﻪ ډاګﻴﺰه ﻛﻴږي ﭼﯥ دا ﻳﻮازې د ﻧﻴﻮﻳﺎرك او واﺷﻨګﻨﺘﻦ د وﻳﺮﺟﻨﯥ
ﭘﻴښﯥ دﻣﺴﺆﻟﻴﻨﻮ څﺨﻪ ﻳﻮ ﺗﻼﻓﻲ ﻛﻮﻧﻜﻰ او ﺑﺪﻟﻪ اﺧﺴﺘﻮﻧﻜﻰ اﻗﺪام ﻧﻪ دې ،ﺑﻠﻜﯥ ددې اﻗﺪام څﺨﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې وﻟﻜﻪ ،دﻳﻮه ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻟﺮې ﻛﻮل او )دﺧﭙﻠﯥ ﺧﻮښﯥ( دﺑﻞ ﻧﺴﺒﻮل دي .او دا ټﻮل ﻫﻐﻪ څﻪ دي ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ورﺗﻪ د ډﻳﺮې ﻣﻮدې راﻫﻴﺴﯥ ﭘﻼﻧﻮﻧﻪ ﺟﻮړول ،او ﺳﺮﻣﺎﻳﻪ ګﺬاري ﻳﯥ ﭘﺮې ﻛړې،
ﻫﻐﻮى ﭘﻪ ﺗﻜﺮار ﺳﺮه وﻳﻞ ﭼﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺣﻜﻮﻣﺖ د ﺳﻘﻮط او د ﻫﻐﯥ ﭘﺮ ځﺎى دداﺳﯥ ﻳﻮ رژﻳﻢ ﻣﻨځﺘﻪ
راوړل ﭼﯥ ﭘﺨﻮاﻧﻰ ﻣﺨﻠﻮع ﭘﺎدﺷﺎه ﻳﯥ ﭘﻪ راس ﻛﯥ وي ﻣﻼﺗړ ﻛﻮي .او دا د ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﺷﻮروي اﺗﺤﺎد د ﺗﺠﺮﺑﻰ ﺗﻜﺮار دى ،ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﻳﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ را وﻟﻴږل ،ﭘﺎﻳﺘﺨﺖ ﻳﯥ و ﻧﻴﻮ ،د ﻫﻐﯥ رﺋﻴﺲ
ﺟﻤﻬﻮر ﻳﯥ وواژه ،او ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﻳﯥ ﻳﻮ ﺑﻞ ﻻس ﭘﻮڅﻰ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺟﻮړ او د ﻫﻐﯥ ﭘﻪ راس ﻛﻰ ﻳﯥ ﺑﺒﺮك
ﻛﺎرﻣﻞ ﻧﺼﺐ ﻛړ .ﭼﯥ د ډﻳﺮو اوږدو ﻣﻬﻴﺒﻮ او وﺧﻴﻤﻮ ﺟﻨګﻮﻧﻮ د راﻣﻨځﺘﻪ ﻛﻴﺪو ﺳﺒﺐ وګﺮځﻴﺪ .د
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د ﺣﻤﻠﯥ ﭘﺎﻳﻠﯥ ﻫﻢ ﻫﻤﺪاﺳﯥ ﺗﺮ ﺳﺘﺮګﻮ ﻛﻴږي ،ﻳﻮه ﺑﻠﻪ وﻳﻨﻪ ﺗﻮﻳﻮﻧﻜﯥ ﻓﺎﺟﻌﻪ ،ﻳﻮ اوږود ﺟﻨګ،
ﺗﺒﺎﻫﻲ او ﺑﺮﺑﺎدي ،ﻫﺠﺮﺗﻮﻧﻪ ،وﻳﻨﯥ ﺗﻮﻳﯧﺪل او ﻗﺘﻞ ﻗﺘﺎل.
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﺣﻖ ﻧﻪ ﻟﺮي زﻣﻮﻧږ ﭘﺮ ﻫﻴﻮاد ﺑﺎﻧﺪې ﺣﻤﻠﻪ وﻛړي او اﻓﻐﺎﻧﺎن د ﺧﭙﻞ دﻏﻪ ﺗﻼﻓﻲ ﻛﻮوﻧﻜﻲ ﻋﻤﻞ
ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﻛړي .ﻛﻪ ﭼﻴﺮې اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن اراده ﻟﺮي ﭼﯥ د ﻧﻴﻮﻳﺎرك اوواﺷﻨګﺘﻦ د ﻏﻤﺠﻨﯥ ﭘﻴښﯥ د ﻣﺴﺆﻟﻴﻨﻮ ﻧﻪ
ﺑﺪل واﺧﻠﻲ ﻧﻮ زﻣﻮﻧږ د ﻫﻴﻮاده دې ﻳﯥ ﺑﻴﺮون واﺧﻠﻲ ،اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﺗﺮ اوﺳﻪ ﭘﻮرې ﻧﻪ دې ﺗﻮاﻧﻴﺪﻟﻲ ﭼﯥ د
ﻧﻴﻮﻳﺎرك او واﺷﻨګﺘﻦ ﭘﻪ ﭘﻴښﻮ ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺣﻜﻮﻣﺖ او ﻳﺎ ﻫﻢ د اﺳﺎﻣﻪ ﺑﻦ ﻻدن ﭘﻪ ﺧﻼف ﻻﺳﻮﻧﺪوﻧﻪ او
ﺷﻮاﻫﺪ ﻧړﻳﻮاﻟﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ ډاګﻪ ﻛړي ،ﻧﻮ ﻛﻪ ﭼﻴﺮې اﻣﺮﻳﻜﺎ رښﺘﻴﺎ ﻫﻢ ﻏﻮاړي ددې ﭘﻴښﻮ د اﺻﻠﻲ ﻋﺎﻣﻠﻴﻨﻮ د
را ﺑﺮ ﺑﻨډوﻟﻮ او د ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ ﺗﺮورﻳﺰم ﭘﻪ ﺧﻼف د ﻣﺒﺎرزې ﻏﻮښﺘﻮﻧﻜﯥ وي ﻧﻮاﺟﺎزه دې ورﻛړي ﭼﯥ ﻳﻮ ﺑﯥ ﻃﺮﻓﻪ ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ ﻫﻴﺌﺖ دا ﻗﻀﻴﻪ و ﭘﻠټﻲ .....
.......ﻛﻪ ﭼﻴﺮې ﻣﻠګﺮي ﻣﻠﺘﻮﻧﻪ دﻳﻮې ﻧړﻳﻮاﻟﯥ ﺑﺎوري ټﻮﻟﻨﯥ ﭘﻪ څﻴﺮ داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺑﺤﺮان دﺣﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﻳﻮه
ﻣﺜﺒﺖ رول ﻟﻮﺑﻮﻧﻜﻰ وي ﻧﻮ د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﻣﺎﺟﺮا ﺟﻮﻳﺎﻧﻪ ﺳﻴﺎﺳﺘﻮﻧﻮ د ﻣﻼﺗړ ﭘﺮ ځﺎى دې ،د ﻳﻮه ﻣﺴﺘﻘﻞ ﻣﻠﻲ
ﻣﺤﻮر څﺨﻪ ﭼﯥ د ټﻮﻟﻮ ﺟﻨګ ﻣﺨﺎﻟﻒ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ ګډون ،د ﺳﻮﻟﯥ د اﻋﺎدې او د ﻳﻮه ټﺎﻛﻠﻲ اوﻣﻨﺘﺨﺐ
ﺣﻜﻮﻣﺖ د ﺟﻮړښﺖ ﻧﻪ ﻣﻼﺗړ وﻛړي او ﻫﺮ ﻫﻐﻪ ﺗﺼﻤﻴﻢ ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺑﺤﺮان دﺣﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره او ددې
ﻫﻴﻮاد د راﺗﻠﻮﻧﻜﻲ ﺑﺮﺧﻠﻴﻚ ﻟﻪ ﭘﺎره) دﻫﻤﺪې ﻣﺤﻮر د ﭘﺮﻳﻜړو ﭘﻪ اﺳﺎس( وﻧﻴﻮل ﺷﻮ ،ﭘﻪ ټﻮل ځﻮاك دې د
ﻫﻐﯥ څﺨﻪ د ﻓﺎع او د ﻫﻐﯥ ﺑﺴﭙﻨﻪ وﻛړي او د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ګﺎوﻧډﻳﺎﻧﻮ او ﺗﺮ څﻨګ دې ﻳﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ او
روﺳﻴﯥ څﺨﻪ وﻏﻮاړي ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﻛﻮرﻧﻴﻮ ﭼﺎرو ﻛﯥ د ﻣﺪاﺧﻠﯥ ،ﻫﻠﺘﻪ د وﺳﻠﯥ او ﺟﻨګﻲ ﻣﻬﻤﺎﺗﻮ د اﺳﺘﻮﻟﻮ او ﭘﻪ ﺟﻨګ ﻛﯥ د راښﻜﻴﻠﻮ ډﻟﻮ د ﻣﻼﺗړ څﺨﻪ ﻻس واﺧﻠﻲ .اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﺗﻪ دې ﻣﻮﻗﻊ ورﻛړي ﭼﯥ
ﺧﭙﻞ ﺑﺮﺧﻠﻴﻚ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻻﺳﻮ ،د ﺑﻴﺮوﻧﻲ ﻓﺸﺎر ﭘﺮﺗﻪ و ټﺎﻛﻲ .
ﻫﻴﻠﻪ ﻣﻦ ﻳﻢ ﭼﯥ ﻣﻠګﺮي ﻣﻠﺘﻮﻧﻪ ﺑﻪ ﺳﺘﺎﺳﯥ ﺗﺮ ﻣﺸﺮۍ ﻻﻧﺪې ﻳﻮ ﻋﺎﺟﻞ او ﺳﻨﺠﻮل ﺷﻮى داﺳﯥ ﻗﺪم ﭘﻮرﺗﻪ
ﻛړي ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﺑﻠﯥ ﻓﺎﺟﻌﯥ د زﻳږﻳﺪو او ﭘﻪ دﻏﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د ﻳﻮﺑﻞ اوږود ﺟﻨګ د ﭘﻴﻼﻣﯥ ﻧﻪ
ﻣﺨﻨﻴﻮى وﻛړي(10) «.
47
د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺟﻮرج ډﺑﻠﻴﻮ ﺑﺶ د ادارې ﻧﻈﺎﻣﻲ او ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻣﺴﺆﻟﻴﻨﻮ ﻫﻮډ ﻛړى و ﭼﯥ ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن
ﺑﺎﻧﺪې د ﺧﭙﻞ ﻳﺮﻏﻞ ﭘﻼن ﺗﻪ ﻋﻤﻠﻲ ﺑڼﻪ ورﻛړي .دوى ددې ﭘﺮوګﺮام ﻟﻪ ﭘﺎره ان د ﺳﭙﺘﻤﺒﺮ د ﻳﻮﻟﺴﻤﯥ دﭘﻴښﻮ
د ﻣﺨﻪ ﭘﺮوګﺮام درﻟﻮد .........اﻣﺎ ددوى دا ﭘﺮوګﺮام د ﺳﭙﺘﻤﺒﺮ د ﻳﻮﻟﺴﻤﯥ ﻫﻐﻮ ﭘﻴښﻮ ﭼﯥ ﻻ ﺗﺮ اوﺳﻪ ﻳﯥ
ﻋﺎﻣﻠﻴﻦ څﺮګﻨﺪ ﺷﻮي ﻧﻪ دي ،را ﻣﺨﺘﻪ ﻛړ ،او د ﭘﻠټﻨﻮ ګﺮوﻳﺰﻧﻮ ﭘﺮﺗﻪ ﻳﯥ ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې د ﻳﺮﻏﻞ ﭘﻪ اړه
ﺗﺼﻤﻴﻢ و ﻧﻴﻮ .ﭘﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻛﯥ د ﺟﻮرج ډﺑﻠﻴﻮ ﺑﺶ رژﻳﻢ ﭼﯥ ﻻ د ﭘﺨﻮا څﺨﻪ ﻳﯥ د ﻣﺮﻛﺰي اﺳﻴﺎد ﺗﻴﻠﻮ دﺳﺮﭼﻴﻨﻮ
د ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻻس و ﭘښﯥ وﻫﻠﯥ ،ﭘﻪ ﻧﻴﻮﻳﺎرك او واﺷﻨګﺘﻦ ﻛﯥ ددې ﺑﺮﻳﺪوﻧﻮ وروﺳﺘﻪ دﻧړﻳﻮاﻟﻮ
د اﺣﺴﺎﺳﺎﺗﻮ څﺨﻪ ﭘﻮره ګټﻪ ﭘﻮرﺗﻪ ﻛړه او ﭘﻪ ﺧﭙﻞ دﻏﻪ ﻧﺎﭘﺎﻛﻪ ﺟﻨګ ﻛﯥ ﻳﯥ ﻧړۍ ﻫﻢ دﺧﭙﻞ ځﺎن ﺗﺮ ﺷﺎ
ودروﻟﻪ .
ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د ﺣﻤﻠﯥ او ﻳﺮﻏﻞ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﻫﻠﺘﻪ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د اﺳﻼﻣﻲ ﻏﻮرځﻨګ ﻧﻈﺎم
ﺣﺎﻛﻢ و ،او ﻧﮋدې ټﻮﻟﻪ ﺧﺎوره ﻳﯥ ﺗﺮ وﻟﻜﯥ ﻻﻧﺪې وه ،د ﻏﻪ ﻏﻮرځﻨګ د ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ ﺳﺮه ﻫﻴڅ ډول اړﻳﻜﯥ
ټﻴﻨګﻮل ﻧﻪ ﻏﻮښﺘﻞ ،ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ دې وﺧﺖ ﻛﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ او ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ د ﻣﻴﻨځګړو ﭘﻪ ﻫڅﻮ څﻪ
ﻧﺎڅﻪ ﺧﺒﺮې رواﻧﯥ وې ﺧﻮ دا ﺧﺒﺮې ﭘﺮﺗﻪ دﻛﻮﻣﻮ ﭘﺎﻳﻠﻮ ﭘﺎى ﺗﻪ و رﺳﻴﺪې .او ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ داﻳﺮان ﭘﻪ
ﻣﻨځګړﺗﻮب ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ داﺳﺘﺎد ﺑﺮﻫﺎن اﻟﺪﻳﻦ رﺑﺎﻧﻲ د داﺳﯥ ﻧﻈﺎم ﺳﺮه ﭘﻪ داﺳﯥ وﺧﺖ ﻛﯥ ﻳﻮ ځﺎى ﺷﻮ
ﭼﯥ د ﺧﭙﻞ ﺣﺎﻛﻤﻴﺖ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﯥ اﺧﺮي ﺳﺎه اﺧﺴﺘﻪ .ﭘﻪ ﻣﺎﻫﻴﭙﺮ ﻛﯥ دﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻣﻴﺮ د ﻗﻮﻣﺎﻧﺪان
ﻣﺴﻌﻮد ﺳﺮه د ﺧﺒﺮو ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﭘﻪ څﺮګﻨﺪه ﺗﻮګﻪ ووﻳﻞ :
»ﻣﻮږ ﭘﻪ ﻣﺎﺗﯥ ﻛښﺘۍ ﻛﻲ درﺳﺮه ﺳﭙﺮﯦږو ،ﻟﻪ ﺧﻄﺮﺳﺮه د ﮔډي ﻣﻘﺎﺑﻠﯥ ﻟﭙﺎره ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ دروﻣﻮ ،ﻧﻪ د څﻪ
اﻣﺘﻴﺎزاﺗﻮ ﻻس ﺗﻪ راوړو ﻟﭙﺎره ،ﻛﻪ ﭘﺪې ﻃﺮﺣﯥ ﻗﺎﻧﻊ ﻧﻪ ﻳﺎﺳﺖ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺋﯥ ﺳﺘﺎﺳﻮ ،راﺷﺊ ﭘﻪ ﮔډې ﺟﺒﻬﯥ او ﺷﭙږ ﻣﻴﺎﺷﺘﯥ وروﺳﺘﻪ اﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺗﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﺗﻮاﻓﻖ وﻛړو(11) «.
ﺧﻮ ﻫﻐﻪ ﺗړون ﭼﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ او داﺳﺘﺎد ﺑﺮﻫﺎن اﻟﺪﻳﻦ رﺑﺎﻧﻲ د ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺗﺮ ﻣﻨځ د 1375ل ﻛﺎل د ﺟﻮزا
د ﻣﻴﺎﺷﺘﯥ ﭘﻪ څﻠﻮرﻣﻪ ﭘﻪ ﻣﺎﻫﻴﭙﺮﻛﯥ ﻻﺳﻠﻴﻚ ﺷﻮى و او د ﻫﻤﻐﯥ ﺗړون ﻟﻪ ﻣﺨﯥ دﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻣﻴﺮ
ﻣﺤﺘﺮم ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر د ﻫﻤﺪې ﻛﺎل د ﺳﺮﻃﺎن ﭘﻪ ﺷﭙږﻣﻪ د ﭼﻬﺎرﺷﻨﺒﯥ ﭘﻪ ورځ ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ وﻻړ ،ﭘﻪ ﻫﻴڅ ځﺎى ﻛﯥ ﻳﯥ
د ﺑﺮﻫﺎن اﻟﺪﻳﻦ رﺑﺎﻧﻲ د ﺣﻜﻮﻣﺖ د ﻣﺴﺆﻟﻴﻨﻮ ﻟﺨﻮا ﻋﻤﻠﻲ ﻛړﻧﻼره ﭘﻴﺪا ﻧﻪ ﻛړه ،ان ﺗﺮ دې ﭼﯥ د وزﻳﺮاﻧﻮ د
ﺷﻮرا ﭘﺮﻳﻜړې ﺑﻪ ﺟﻤﻬﻮر رﺋﻴﺲ ﺗﻪ د ورﺳﻴﺪو د ﻣﺨﻪ د ﻫﻐﻪ د وﻳﺎﻧﺪ ﻟﻪ اړﺧﻪ ﻣﺴﺘﺮدﻳﺪې .ﻫڅﻪ او ﻫﺎﻧﺪ
ﻳﯥ دا و ﭼﯥ د ﻫﻴﻮاد ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻳﻮ ﺑﯥ وﺳﻪ او د ﺟﻤﻬﻮري رﻳﺎﺳﺖ ﭘﻪ ﻟﻮﻣﻮ ﻛﯥ راګﻴﺮ ﺣﻜﻮﻣﺖ و ښﻴﻲ ،او
ﭘﻪ دې ﺗﺮﺗﻴﺐ ﻫﻐﻪ ﺗړون ﻟﻪ ﻳﻮه ﻣﺨﯥ ﻧﺎﻟﻴﺪﻟﻰ و ﻧﻴﺴﻲ.ﭼﯥ ﭘﺎﻳﻠﯥ ﻳﯥ دادي د ټﻮﻟﻮ ﺗﺮ ﻣﺨﻪ دي .
ﺧﻮ د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﻧﻈﺎﻣﻲ زﺑﺮ ځﻮاك د ﻳﺮﻏﻞ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻗﻴﺎدت د ﺧﭙﻠﯥ ﺧﺎورې او ﺧﭙﻞ
وﻟﺲ ﻧﻪ ددﻓﺎع او د ﻫﻴﻮاد د ازادۍ اواﺳﺘﻘﻼل ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﺑﻴﺮﺗﻪ د ﻣﺒﺎرزي او ﺟﻬﺎد ﺳﻨګﺮ ﺗﻪ را وداﻧګﻞ .
ﻫﻐﻪ ﻟﻮﻣړﻧۍ اﻋﻼﻣﻴﻪ ﭼﯥ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن داﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ زﺑﺮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د ﻧﺎﺗﺎړ ﭘﻪ اړه ﺧﭙﺮه ﻛړه
ﭘﻪ ﻫﻐﯥ ﻛﯥ راﻏﻠﻲ وو .
» ﻣﻮﻧږ اﻓﻐﺎﻧﺎن ﭘﺮ ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد ،اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن،
د اﻣﺮﻳﻜﺎ او ﺑﺮﻃﺎﻧﻴﯥ د ﻧﻈﺎﻣﻲ ﻗﻮاو وﺣﺸﻴﺎﻧﻪ ﺣﻤﻠﯥ ﭘﻪ
ﻛﻠﻜﻪ ﻣﺤﻜﻮﻣﻮو .او دا د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او د ﻫﻐﻮى د ﻣﺘﺤﺪﻳﻨﻮ ﻟﻪ اړﺧﻪ ﭘﺮ ﺧﭙﻞ ﻓﻘﻴﺮ او ﺟﻨګ ځﭙﻠﯥ وﻟﺲ
ﻳﻮ ﺑﯥ رﺣﻤﺎﻧﻪ ﺗﺠﺎوز او ﺗﻴﺮى ګڼﻮ .دﻏﻪ ﻏﻠﻨۍ ﺣﻤﻠﯥ ﭼﯥ د ﺑﯥ دﻓﺎع اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ څﺨﻪ ﻳﯥ ﻧﻮر ﻫﻢ ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﻛړل ، ﻧﻪ ﻳﻮازې د واﺷﻨګﺘﻦ او ﻟﻨﺪن د ﻣﻐﺮورو واﻛﻤﻨﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره وﻳﺎړ ﻧﻪ ګڼﻞ ﻛﻴږي ﺑﻠﻜﯥ دﻫﻐﻮ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﻟﻪ
48
ﭘﺎره د ﺷﺮم او ﻧﻨګ ځﺎى دى ﭼﯥ د ﺧﭙﻠﻮ ﻣډرن او ﭘﺮﻣﺨﺘﻠﻠﻮ وﺳﺎﻳﻠﻮ ﭘﻪ واﺳﻄﻪ ،زﻣﻮﻧږ د ﻣﻈﻠﻮم او ﺑﯥ دﻓﺎع وﻟﺲ ﭘﻪ وژﻟﻮ او د ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ ﻧﻮرو زﻳﺎﺗﻮ وراﻧﻮﻟﻮ اووﻳﺠﺎړوﻟﻮ ﻛﯥ ﺑﺮﺧﻤﻦ و ګﺮځﻴﺪل .
اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﯥ دﻏﯥ ﻏﻠﻨۍ ﺣﻤﻠﻪ ﻛﯥ ﭼﯥ د ﻳﻜﺸﻨﺒﯥ ﭘﻪ ﺷﭙﻪ د اﻛﺘﻮﺑﺮ ﭘﻪ اوﻣﻪ ﻳﯥ ﺗﺮﺳﺮه ﻛړه ،د ﺧﭙﻠﻮ
ﺑﻤﺒﺎر اﻟﻮﺗﻜﻮ د څﻮ ځﻠﻮ ﭘﺮﻟﭙﺴﯥ ﺑﻤﺒﺎرﻳﻮ او راﻛټﻲ ﺑﺮﻳﺪوﻧﻮ ﭘﻪ واﺳﻄﻪ زﻣﻮﻧږ د ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ ﺗﺎﺳﻴﺴﺎﺗﻮ، ﻫﻮاﻳﻲ ډګﺮوﻧﻮ او ﻧﻮرو ﻣﻠﻜﻲ او ﻧﻈﺎﻣﻲ ځﺎﻳﻮ ﺑﺎﻧﺪې
ﻳﺮﻏﻞ ﻛړى ،ﭘﻪ دې ﻳﺮﻏﻞ ﻛﯥ ﻳﯥ زﻣﻮﻧږ د وﻟﺲ
ﭘﻨځﻮس ﻛﺴﻪ ﺑﻴګﻨﺎه او ﻏﻴﺮ ﻧﻈﺎﻣﻲ وګړي ﭘﻪ وﻳﻨﻮ او ﺧﺎورو ﻛﯥ ﻟﺖ ﭘﺖ ﻛړي ،ﺧﻮ ﻫﻐﻮى ﭘﻪ ﺧﭙﻠﯥ دﻏﯥ ﺣﻤﻠﯥ ﻛﯥ د ﻫﻐﻮ ﻛﺴﺎﻧﻮ څﺨﻪ ﭼﯥ ﻧﻮﻣﻮﻧﻪ ﻳﯥ ددوى ﻟﻪ ﺧﻮا ﭘﻪ ﺗﺮورﻳﺴﺘﻲ ﻟﺴﺖ ﻛﯥ ﺷﺎﻣﻞ ﺷﻮي ،ﻳﻮ ﻫﻢ
ﻧﻪ دى وژﻟﻰ ،ﺑﺮﻋﻜﺲ ﻳﯥ د ﻛﺎﺑﻞ او ﻗﻨﺪﻫﺎر ښﺎرﻳﺎن ﭼﯥ د ﺷﭙﯥ ﭘﻪ ﺧﻮاږه ﺧﻮب وﻳﺪه و د ﺧﭙﻠﯥ ﺑﺪﻟﯥ او
اﻧﺘﻘﺎم ﭘﻪ اور ﻛﯥ ﭘﻪ وﻳﺮه او وﺣﺸﺖ ﻛﯥ واﭼﻮل ،او د ﻫﻐﻮى ﺧټﻴﻦ ﻛﻮروﻧﻪ ﻳﯥ د رﻫﺒﺮي ﺷﻮﻳﻮ راﻛﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ واﺳﻄﻪ د ﻫﻐﻮى ﭘﻪ ﺳﺮوﻧﻮ راﭘﺮﻳﻮﺳﺘﻞ .ﻣړه دې وي اﻣﺮﻳﻜﺎ او ﻣړه دې وي ﺑﺮﻳﺘﺎﻧﻴﺎ«(12) .
٭٭٭٭٭ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻣﺸﺮ او اﻣﻴﺮ ښﺎﻏﻠﻲ ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر ﻳﻮازې ﭘﻪ دې ﻫﻢ ﺑﺴﻨﻪ و ﻧﻪ ﻛړه ﺑﻠﻜﯥ ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ ﭘﺮ
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ زﺑﺮځﻮاك د ﺣﻤﻠﯥ ﻧﻪ دﻣﺨﻨﻴﻮي ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﺧﻠﻜﻮ د راﯦﻮ د راګﺮځﻮﻟﻮ ﻟﻪ
ﭘﺎره د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﻛﺎﻧګﺮس ﭘﻪ ﻧﻮم ﻳﻮ ﺗﻔﺼﻴﻠﯥ ﭘﺮاﻧﺴﺘﻰ ﻟﻴﻚ و ﻟﻴﻜﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻐﯥ ﻛﯥ راﻏﻠﻲ دي : »د اﻣﺮﻳﻜﺎ د دﻳﻤﻮﻛﺮات ګﻮﻧﺪ ﻣﺸﺮ او ﭘﻪ ﻛﺎﻧګﺮس ﻛﻲ د دې ګﻮﻧﺪ ﻏړو ﺗﻪ:
دا ﻟﻴﻚ د اﻓﻐﺎن ﻣﻈﻠﻮم او ځﻮرﻳﺪﻟﻲ وﻟﺲ ﭘﻪ اﺳﺘﺎزﻳﺘﻮب او د اﻣﺮﻳﻜﺎ د اوﺳﻨﻲ ﺟﻤﻬﻮر رﺋﻴﺲ ﺟﻮرج ډﺑﻠﻴﻮ
ﺑﺶ د ﻫﻐﻪ ﻣﺎﺟﺮاﻏﻮښﺘﻮﻧﻜﻲ او ﺟﻨګ زﯦږووﻧﻜﻲ ﺳﻴﺎﺳﺖ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﺗﺎﺳﻮ ﺗﻪ ﻟﻴﻜﻢ ﭼﻲ ﻛﻪ ﻣﺨﻨﻴﻮى ﺋﯥ وﻧﺸﻲ ﻧﻮ ﻧړۍ او ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺑﻪ ﻟﻪ داﺳﯥ ﺧﻄﺮﻧﺎﻛﻮ ﭘﺎﻳﻠﻮ ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ ﻛړي ﭼﻲ ﺟﺒﺮان ﺑﻪ ﺋﯥ ﻫﻴﭽﺎﺗﻪ ﻣﻤﻜﻦ ﻧﻪ وي .د دې ﺟﻨﮓ ﻏﻮښﺘﻮﻧﻜﻲ ﺳﻴﺎﺳﺖ څﻮ اړوﻧﺪه اړﺧﻮﻧﻮ ﺗﻪ ﺳﺘﺎﺳﻮ ﺗﻮﺟﻪ را اړوو: •
ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﻇﺎﻟﻤﺎﻧﻪ او ﻧﺎروا ﺑﺮﻳﺪ ،د ﻏﻴﺮﻧﻈﺎﻣﻴﺎﻧﻮ ﺑﯥ رﺣﻤﺎﻧﻪ وژﻧﯥ ،ﭘﺮ
ښﺎروﻧﻮ ،ﻛﻠﻴﻮ ،او ﺟﻮﻣﺎﺗﻮﻧﻮ ﺑﻤﺒﺎرۍ ،ﭘﺮ اﻓﻐﺎن وﻟﺲ د ﻳﻮه داﺳﯥ ﻣﻨﻔﻮر او رټﻞ ﺷﻮي ﻣﻔﺴﺪ اﻗﻠﻴﺖ ﺗﭙﻞ ﭼﻲ د ﺟﻨﮓ او د ﻫﯧﻮاد د وراﻧﻮﻟﻮ ﻋﺎﻣﻞ دى ،او ...دا ﻋﻮاﻣﻞ ﺑﺎﻋﺚ ﺷﻮو ﭼﻲ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﻛﻲ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻣﺘﺤﺪه
اﻳﺎﻻﺗﻮ ﭘﻪ ﺿﺪ ژوره ﻛﺮﻛﻪ او ﻧﻔﺮت راوﻻړ ﺷﻲ.دى ژورى ﻛﺮﻛﻲ ورو ورو د ﻣﺴﻠﺤﺎﻧﻪ ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﺑڼﻪ ﻏﻮره ﻛړه،
ﺧﻠﻜﻮ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺳﺘﺮګﻮ ﻟﻴﺪل ﭼﻲ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﻳﻮازې ﻟﻪ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ او اﻟﻘﺎﻋﺪې ﺳﺮه ﺿﺪﻳﺖ او ﻋﺪاوت ﻧﻠﺮي ﺑﻠﻜﻪ
د ﻫﺮ ﻣﺴﻠﻤﺎن او ﻣﺠﺎﻫﺪ ﺳﺮه دښﻤﻨﻲ ﻟﺮي ،اﻓﻐﺎﻧﺎن ﺳﭙﻜﻮي،ﻛﻮروڼﻪ ﺋﯥ ﻟټﻮي،وﺳﻠﯥ ورﻧﻪ اﺧﻠﻲ ،ﻫﻐﻪ ډﻟﯥ ﺣﻤﺎﻳﻪ ﻛﻮي ﭼﻲ ﻟﺪوى ﻧﻪ د ﻣﺨﻪ د روﺳﺎﻧﻮ ﻣﻠګﺮي وو ،د دﻏﻮ ډﻟﻮ رﻗﻴﺒﺎن ﻟﻪ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺳﺮه د ﻣﻠګﺮﺗﻴﺎ ﭘﻪ اﺗﻬﺎم
ﻧﻴﺴﻲ ،د ﺧﭙﻠﻮ اډو ﭘﻪ ﻣﺤﺒﺴﻮﻧﻮ ﻛﻲ ﺋﯥ ﺳﺎﺗﻲ ،او ګﻮاﻧﺘﻨﺎﻣﻮ ﺗﻪ ﺋﯥ اﻧﺘﻘﺎﻟﻮي .د اﻣﺮﻳﻜﺎﺋﻲ ﭘﻮځﻴﺎﻧﻮ ﭼﻠﻨﺪ ﺋﯥ
داﺳﯥ ﻟﻴﺪو ﭼﻲ ځﺎن د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻓﺎﺗﺤﺎن ﮔڼﻲ او ﭘﻪ دې ﻫﯧﻮاد د ﻛﺎﻣﻠﯥ ﺳﻠﻄﯥ او واﻛﻤﻨۍ ﻫڅﻪ ﻛﻮي ،او د
ټﻮﻟﻮ ﻫﻐﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ او ﺷﺨﺼﻴﺘﻮﻧﻮ ﻧﻴﻮل ،وژل او ﻟﻪ ﻫﯧﻮاد ﻧﻪ ﺷړل ﻏﻮاړي ﭼﻲ د ﺧﯧﻞ ﻫﯧﻮاد ﭘﻪ آزادۍ او
ﺧﭙﻠﻮاﻛۍ ﺑﺎور ﻟﺮي او ﭘﺮ دې ټﻴﻨګﺎر ﻛﻮي ﭼﻲ ﺑﻬﺮﻧﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ دې د ﻫﯧﻮاد ﭘﻪ ﻛﻮرﻧﻴﻮ ﭼﺎرو ﻛﻲ ﻟﻪ ﻣﺪاﺧﻠﯥ
ﻧﻪ ډډه وﻛړي او اﻓﻐﺎﻧﺎن دي ﭘﺮﯦږدي ﭼﻲ ﺧﭙﻞ ﺑﺮﺧﻠﻴﻚ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ وټﺎﻛﻲ او ﺧﭙﻠﯥ ﺳﺘﻮﻧﺰي ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﺣﻞ ﻛړي .ﻟﻪ
اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﺳﺮه د اﻣﺮﻳﻜﺎﺋﻲ ﭘﻮځﻴﺎﻧﻮ دا د ﺗﺤﻘﻴﺮ ،ﺳﭙﻜﺎوي او ﺗﺬﻟﻴﻞ ﭼﻠﻨﺪ ﻛﻪ ﺑﻞ ﻫﺮ ﻗﻮم او وﻟﺲ ﺗﻪ د زﻏﻤﻠﻮ
وي ،ﺧﻮ ﺳﺮﻟﻮړي او ﺑﺎﻋﺰﺗﻪ اﻓﻐﺎﻧﺎن ﺋﯥ ﻧﺸﻲ زﻏﻤﻠﻰ ،دوى د ﻋﺰت ﻣﺮګ د ذﻟﺖ او ﺳﭙﻜﺎوي ﺗﺮ ژوﻧﺪ ﻧﻪ ﺳﻞ
49
ځﻠﻪ ﻏﻮره ګڼﻲ ،ﻫﺮ ﺣﺎﻟﺖ ﻣﻨﻠﻰ ﺷﻲ ﺧﻮ د ﭘﺮدﻳﻮ واﻛﻤﻨۍ ﺗﻪ ﻏﺎړه ﻧﺸﻲ اﻳښﻮدى .ﺷﺎﻳﺪ د ﻫﻐﯥ ﻏﻴﺮﺗﻲ او ﺑﺎ ﻫﻤﺘﻪ ﭘښﺘﻨﯥ ﻣﯧﺮﻣﻨﯥ ﻗﺼﻪ ﺑﻪ ﻣﻮ اورﻳﺪﻟﯥ وي ﭼﻲ اﻣﺮﻳﻜﺎﺋﻲ ﻛﻮﻣﺎﻧﺪوګﺎن ﺋﯥ د ﻛﻮر دړې ﺗﻪ ودرﯦﺪل او
ﻏﻮښﺘﻞ ﺋﯥ د ﺗﻼﺷۍ ﻟﭙﺎره ﻟﻪ اﺟﺎزې ﻧﻪ ﭘﺮﺗﻪ ﻛﻮر ﺗﻪ ﻧﻨﻮځﻲ ،ﻫﻐﯥ ورﺑﺎﻧﺪي ﻏږ ﻛړ ﭼﻲ ﻛﻮر ﺗﻪ ﻣﻪ راﻧﻨﻮځﻰ،
ﻧﺎرﻳﻨﻪ ﻧﺸﺘﻪ ،ﺧﻮ ﻣﻐﺮورو ﻛﻤﺎﻧﺪوﻳﺎﻧﻮ د ﭘښﺘﻨﯥ ﻣﯧﺮﻣﻨﻲ د ګﻮاښ ﭘﺮوا وﻧﻜړه ،دړه ﺋﯥ ﻣﺎﺗﻪ او ﻛﻮر ﺗﻪ ﻧﻨﻮﺗﻞ، د اﻓﻐﺎﻧﻲ ﻣﯧﺮﻣﻨﯥ ﻏﻴﺮت او ﻫﻤﺖ راوﭘﺎرﯦﺪو ،دا ﺳﭙﻜﺎوى او ﺗﺤﻘﻴﺮ ﺋﯥ وﻧﺸﻮ زﻏﻤﻠﻰ ،ﭘﺪوى ﺋﯥ ﭘﺮﻟﻪ ﭘﺴﯥ
ډزى ﭘﻴﻞ ﻛړې ،دوه ﺋﯥ ووژل او ګڼ ﺷﻤﯧﺮ ﺋﯥ ژوﺑﻞ ﻛړل ،ﻧﻮر ﭘﻪ ﺗﻴښﺘﻪ ﺷﻮل ،ﻛﻠﻰ ﺋﯥ ﻣﺤﺎﺻﺮه ﻛړ ،ﻟﻪ ﻣﺮﻛﺰ
ﻧﻪ ﺋﯥ ﻣﺮﺳﺘﻪ وﻏﻮښﺘﻪ ،ﭼﻲ ﭘﻪ ﻧﺘﻴﺠﻪ ﻛﻲ ﻟﻮﻣړى اﻳﻒ 16او ورﭘﺴﯥ ﺑﻰ 52ﻃﻴﺎرى ﺳﻴﻤﯥ ﭘﻪ ﺳﺮ راڅﺮګﻨﺪى ﺷﻮې!! د اﻣﺮﻳﻜﺎﺋﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﻗﻮﻣﻨﺪان د ﻛﻠﻲ ﺧﻠﻜﻮ ﺗﻪ ووﻳﻞ :دا ﻣﯧﺮﻣﻦ ﺑﻪ ﺣﺘﻤﺎً ﻣﻮږ ﺗﻪ ﺳﭙﺎري ﻛﻪ ﻧﻪ ﻧﻮ
ﺑﻤﺒﺎرۍ ﺗﻪ ﭼﻤﺘﻮ ﺷﺊ!! ﺧﻮ ﺧﻠﻜﻮ ﭘﻪ ځﻮاب ﻛﻲ ورﺗﻪ ووﻳﻞ :ﺗﺎﺳﻮ د ﺑﻤﺒﺎرۍ ﺷﻮق ﭘﻮره ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻰ ﺧﻮ ﻣﻮږ ﭘﺮدﻳﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﺗﻪ د ﻳﻮې اﻓﻐﺎﻧﻲ ﻣﻴﺮﻣﻨﯥ د ﺳﭙﺎرﻟﻮ ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﭘﻴﻐﻮر ﻧﺸﻮ ﻣﻨﻠﻰ!! زﻣﻮږ د دود دﺳﺘﻮر ﻟﻪ ﻣﺨﯥ ﺗﺎﺳﻮ ﻣﻼﻣﺖ ﻳﺎﺳﺖ ﭼﻲ د دې ﻣﻴﺮﻣﻨﯥ ﻛﻮر ﺗﻪ ﻟﻪ اﺟﺎزې ﭘﺮﺗﻪ او د ﻧﺎرﻳﻨﻪ ﭘﻪ ﻏﻴﺎب ﻛﻲ ﻧﻨﻮﺗﻰ ﻳﺎﺳﺖ !!
ﺧﻴﺮ دى ﻛﻪ ﻟﻪ ﺧﭙﻞ دﻳﻦ او ﻧﺎﻣﻮس ﻧﻪ د دﻓﺎع ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ زﻣﻮږ ﻛﻠﻰ د ارزګﺎن د اوو 7ﻛﻠﻴﻮ ﭘﻪ څﯧﺮ ﺑﻤﺒﺎرد ﺷﻲ!! آﻳﺎ دا اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺗﻪ د ﺷﺮم او ﭘﻴﻐﻮر ﺧﺒﺮه ﻧﺪه ﭼﻲ د ﻳﻮې اﻓﻐﺎﻧﻲ ﻣﻴﺮﻣﻨﯥ ﭘﻪ ﺧﻼف ﻟﻪ اﻳﻒ 16او ﺑﻰ 52ﻧﻪ
اﺳﺘﻔﺎده ﻛﻮي؟!! ﺑﺎور وﻛړى ﭼﻲ ﭘﻪ ټﻮل اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﻲ ﺳﺘﺎﺳﻮ د ﺟﻨګ ﻫﻤﺪا ﻛﻴﻔﻴﺖ دى ،ﺳﺘﺎﺳﻮ ﭘﻪ ﺿﺪ
ﺟﻨګﯧﺪوﻧﻜﻲ د ﻫﻤﺪې اﻓﻐﺎﻧﻲ ﻣﻴﺮﻣﻨﯥ ﭘﻪ څﯧﺮ دي ،ﻧﻪ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻏړي دي او ﻧﻪ د اﻟﻘﺎﻋﺪې ﻣﻠګﺮي ،ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ﻋﺰت ،ﺧﭙﻠﻮاﻛۍ ،دﻳﻦ او ﻧﺎﻣﻮس ﻧﻪ د دﻓﺎع ﻟﭙﺎره ﺳﺘﺎﺳﻮ ﭘﻪ ﺿﺪ ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﺗﻪ ﻣﺠﺒﻮر ﺷﻮي ،ﻛﻪ دوى ﺳﺘﺎﺳﻮ د اﻳﻒ 16او ﺑﻰ 52ﻃﻴﺎرو ﻣﻘﺎﺑﻠﻪ ﻧﺸﻲ ﻛﻮﻟﻰ ﻧﻮ دوﻣﺮه ﺧﻮ ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻲ ﭼﻲ دﻏﯥ ﭘښﺘﻨﯥ ﻣﻴﺮﻣﻨﯥ وﻛړل .د
دﻏﯥ ﭘښﺘﻨﯥ ﻗﺼﯥ او دې ﺗﻪ ورﺗﻪ ﭘﻪ ﺳﻠګﻮﻧﻮ ﻧﻮرو ﺗﻠﭙﺎﺗﯥ ﻗﺼﻮ ﺑﻪ ﺗﺎﺳﻮ ﺗﻪ ﺛﺎﺑﺘﻪ ﻛړې وي ﭼﻲ ﭘﺮ
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻛﻮل او د دې ﻫﯧﻮاد داﺋﻤﻲ اﺷﻐﺎل ﻫﻴﭽﺎ ﺗﻪ ﻛﻪ ﻫﺮڅﻮﻣﺮه زورور او ﭘﻪ آﺧﺮﻳﻦ ﻣﺎډل
وژوﻧﻜﻮ وﺳﻠﻮ ﺳﻤﺒﺎل وي ﻣﻤﻜﻦ ﻧﺪى!! ﻣﺘﺄﺳﻔﺎﻧﻪ د ﺟﻮرج ډﺑﻠﻴﻮ ﺑﺶ د ادارې ﻣﺴﺌﻮﻟﻴﻦ او ﻫﻐﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﺋﻲ اﻓﺴﺮان ﭼﻲ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د رواﻧﯥ ﺟګړې ﻣﺴﺌﻮﻟﻴﺖ ﭘﺮ ﻏﺎړه ﻟﺮي ،ﺧﭙﻞ ﻣﻠﺖ ﺗﻪ د ﺣﻘﺎﻳﻘﻮ ﻟﻪ وﻳﻠﻮ ﻧﻪ ډډه
ﻛﻮي ،دروغ واﻳﻰ ،ﺧﭙﻞ وﻟﺲ ﻏﻮﻟﻮي او د ﺣﻘﻴﻘﺖ ﺧﻼف داﺳﯥ راﭘﻮروﻧﻪ ورﻛﻮي ﭼﻲ ﻟﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﺋﻲ وﻟﺲ ﺳﺮه دا ګﻮﻣﺎن راﭘﻴﺪا ﻛﯧږي ﭼﻲ ګﻮاﻛﻲ اﻓﻐﺎﻧﺎن اﻣﺮﻳﻜﺎﺋﻲ ﭘﻮځﻴﺎﻧﻮ ﺗﻪ ښﻪ راﻏﻼﺳﺖ واﻳﻲ ،او دوى ﺗﻪ ﻗﺪم
ﭘﻪ ﻗﺪم د ګﻼﻧﻮ ګﻴډۍ وړاﻧﺪې ﻛﻮي .ﻣﺘﺄﺳﻔﺎﻧﻪ ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻛﻲ ﻫﻢ د داﺳﯥ ﻛﺴﺎﻧﻮ ﺷﻤﯧﺮ ډﯦﺮ ﻛﻢ دى ﭼﻲ
دوى ﺗﻪ وواﻳﻲ :دا ﺑﻪ څﻨګﻪ وﻣﻨﻮ ﭼﻲ زﻣﻮږ د ﭘﻮځﻲ ﻳﺮﻏﻞ او وﺣﺸﻴﺎﻧﻪ ﺑﻤﺒﺎرﻳﻮ ﭘﻪ ﻧﺘﻴﺠﻪ ﻛﻲ دې د ﻳﻮه ﻣﻈﻠﻮم
ﻣﻠﺖ 25000ﺑﯥ دﻓﺎع او ﻏﻴﺮﻧﻈﺎﻣﻲ وګړي ﭘﻪ ﻗﺘﻞ ورﺳﯧږي ،او ﻫﻐﻮى دې د ﺧﭙﻠﻮ زاﻣﻨﻮ ﻗﺎﺗﻼﻧﻮ ﻧﻪ د اﻧﺘﻘﺎم ﭘﺮ ځﺎى ﻫﻐﻮى ﺗﻪ ښﻪ راﻏﻼﺳﺖ وواﻳﻲ ،او ﭘﺮ ﺳﺮ ﻣﺦ دې د ګﻼﻧﻮ ﭘﺎڼﯥ وﺷﻴﻨﺪي!! •
ﻣﻮږ ګﻮﻣﺎن ﻛﻮو ﭼﻲ ﺟﻮرج ډﺑﻠﻴﻮ ﺑﺶ ﻏﻮاړي د ټﻮﻟﯥ ﻧړۍ د ﻓﺎﺗﺢ ﻟﻘﺐ وګټﻲ ،د دې ﻛﺎذب ﺷﻬﺮت د
ګټﻠﻮ ﻟﭙﺎره ﻫﻢ د ﻣﻈﻠﻮﻣﻮ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﻟﻪ وﻳﻨﻮ ﺳﺮه ﻟﻮﺑﯥ ﻛﻮي او ﻫﻢ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻟﻪ راﺗﻠﻮﻧﻜﻲ ﺳﺮه ،د ﺧﭙﻞ ﺷﻮق ﭘﻮره ﻛﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎره ﺋﯥ د ﻫټﻠﺮ او ﺑﺮﻳﮋﻧﻒ ﭘﺮ ﭘﻞ ګﺎم اﻳښﻰ ،د ﻫﻐﻮى ﺳﻴﺎﺳﺘﻮﻧﻪ او ﺗګﻼرې ﺋﯥ ﻏﻮره ﻛړې ،ﺧﻮ
ﺷﺎﻳﺪ ﺗﺎرﻳﺦ ﺗﻜﺮار ﺷﻲ او دى اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻟﻪ ﻫﻤﻐﻮ ﭘﺎﻳﻠﻮ ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ ﻛړي ﭼﻲ ﻫﻴټﻠﺮ ﺟﺮﻣﻨﻲ ورﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ ﻛړ او ﺑﺮﻳﮋﻧﻒ اﺗﺤﺎد ﺷﻮروي .ﻛﻪ ﺑﺶ او ﻣﻠګﺮي ﺋﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻟﻪ ﻓﺘﺢ ﻛﻮﻟﻮ ﻧﻪ ﻋﺎﺟﺰ وي ﻧﻮ ټﻮﻟﻪ ﻧړۍ ﺑﻪ څﻨګﻪ
ﻓﺘﺢ ﻛړي؟! اﻣﺮﻳﻜﺎﺋﻲ ﭘﻮځ ﭘﻪ ﺷﭙږو ﻟﻮﻣړﻧﻴﻮ ﻣﻴﺎﺷﺘﻮ ﻛﻲ 72000ﺑﻤﻮﻧﻪ او راﻛټﻮﻧﻪ ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ وورول،
50
25000ﺑﯥ ګﻨﺎه اﻓﻐﺎﻧﺎن ﺋﯥ ووژل 17،ﻣﻠﻴﺎرد ډاﻟﺮ ﺋﯥ ﭘﻪ ﺟګړي ﻣﺼﺮف ﻛړل ،ﺧﻮ ﻟﻪ دې ټﻮﻟﻮ ﻧﻪ د دوى
ﺣﺎﺻﻞ دا وو:
ﻗﺪرت ﺋﯥ ﻟﻪ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻧﻪ د روس ﺗﺮ ﺣﻤﺎﻳﯥ ﻻﻧﺪې ﺷﻤﺎﻟﻲ ټﻠﻮاﻟﯥ ﺗﻪ اﻧﺘﻘﺎل ﻛړ .دا ﻫﻐﻪ ﻛﺎر وو ﭼﻲ روﺳﺎﻧﻮ او د دوى ﺳﻴﻤﻴﻴﺰو اﻧډﻳﻮاﻻﻧﻮ ﭘﻪ ډﯦﺮو ﻣﺼﺎرﻓﻮ وﻧﺸﻮ ﻛړى ،ﺧﻮ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ورﺗﻪ وﻛړ .د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻓﺎﺗﺢ ﭘﻪ
ﺣﻘﻴﻘﺖ ﻛﻲ ﭘﻮﺗﻴﻦ دى ﻧﻪ ﺑﺶ .اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻧﻦ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻠﻮه ډﻟﻮ ﭘﻪ ﻻس ﻛﻲ ﻧﻪ ﺑﻠﻜﻲ د روس ﭘﻠﻮه ډﻟﻮ ﭘﻪ ﻻس ﻛﻲ دى .اﻣﺮﻳﻜﺎ داﺳﯥ ډﻟﻪ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﻲ ﻧﻠﺮي ﭼﻲ ﭘﻪ دې ﻫﯧﻮاد د ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻛﻮﻟﻮ ﺗﻮان او ﻛﻔﺎﻳﺖ وﻟﺮي،
ﻟﻪ ﻛﺎﺑﺎرو او ﻧﺎټ ﻛﻠﭙﻮﻧﻮ ﻧﻪ راﻏﻮﻧډ ﺷﻮي ﻛﺴﺎن د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ څﯧﺮ ﻫﯧﻮاد ﺑﺎﻧﺪې ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻧﺸﻲ ﻛﻮﻟﻰ .ﭘﺮ
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې د ﺑﺮﻳﺪ ﭘﻪ ﻧﺘﻴﺠﻪ ﻛﻲ اﻣﺮﻳﻜﺎﺋﻲ ﭼﺎرواﻛﻮ د ﻫﻐﻮ ﻫﯧﻮادوﻧﻮ ﭘﻪ ګټﻪ ﻛﺎر ﻛړى ﭼﻲ :ﻃﺎﻟﺒﺎن ﺗﺮ
ﻧﻮرو ﻫﯧﻮادوﻧﻮ دوى ﺗﻪ ﺧﻄﺮﻧﺎك ﺑﺮﯦښﻴﺪل او ﭘﻪ ﺗﯧﺮو ﻛﻠﻮﻧﻮ ﻛﻲ ﺋﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺧﺘﻤﻮﻟﻮ ډﯦﺮې ﻫڅﯥ ﻛړې او
ﺷﻤﺎﻟﻲ ټﻠﻮاﻟﯥ ﺗﻪ ﺋﯥ ﭘﻴﺴﯥ او وﺳﻠﯥ ورﻛﻮﻟﯥ .ﻫﻐﻪ ﻫﯧﻮادوﻧﻪ ﭼﻲ واﻳﻲ :ﻛﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻟﻪ ﻣﻮږ ﻧﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ څﯧﺮ ﻣﺮﺳﺘﻪ او ﻣﻠګﺮﺗﻴﺎ وﻏﻮاړي ﻧﻮ داﺳﯥ ﻣﻠګﺮﺗﻴﺎ ﺗﻪ د دﻧﻴﺎ ﭘﻪ ﻫﺮ ګﻮټ ﻛﻲ ﭼﻤﺘﻮ ﻳﻮ ،ﻫﻐﻪ ﭼﻲ واﻳﻲ :ﻛﻪ
ﻣﻮږ او زﻣﻮږ ﺗﺮ ﺣﻤﺎﻳﯥ ﻻﻧﺪې د ﺷﻤﺎﻟﻲ ټﻠﻮاﻟﯥ ﻣﺮﺳﺘﻪ ﻧﻪ وى ﻧﻮ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻫﻴڅﻜﻠﻪ ﭘﻪ دې ﻧﺘﻮاﻧﯧﺪه ﭼﻲ د
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺟګړي ﻛﻲ ﭘﻪ دوﻣﺮه آﺳﺎﻧﻰ او ﺳﺮﻋﺖ ﺳﺮه دوﻣﺮه ﺑﺮﻳﺎوې ﺗﺮﻻﺳﻪ ﻛړي!! ﻫﻤﻐﻪ ﭼﻲ ﭘﻪ اﻧﺘﻘﺎﻟﻲ
ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻛﻲ د ﺧﭙﻠﻮ ﭘﻠﻮﻳﺎﻧﻮ ﺑﺮﺧﻪ ﺗﺮ ﺧﭙﻞ اﻧﺘﻈﺎر ﻧﻪ زﻳﺎﺗﻪ ﮔڼﻲ!! •
دوى ﺗﺮ اوﺳﻪ ﺷﭙږ ﺳﻮه ﻛﺴﺎن ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﻲ ﻧﻴﻮﻟﻲ او ګﻮاﻧﺘﻨﺎﻣﻮ ﺗﻪ ﺋﯥ اﻧﺘﻘﺎل ﻛړي ،ﻟﻪ دې
ﺷﭙږو ﺳﻮو ﻛﺴﺎﻧﻮ ﻧﻪ ﺷﭙﻴﺘﻪ ﺋﯥ ﻫﻢ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ او اﻟﻘﺎﻋﺪې ﻏړي ﻧﺪي .راﻣﺰ ﻓﻴﻠډ د ﺷﻤﯧﺮ ﭘﻪ زﻳﺎﺗﻮﻟﻮ ﺳﺮه ﺧﭙﻠﯥ
ﻧﻮﻣﺮې زﻳﺎﺗﻮﻟﻰ ،او ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻧﺎﻛﺎﻣﻴﻮ د ﺑﺮﻏﻮﻟﻲ اﻳښﻮدو او ﻧﺎﻛﺎﻣۍ ﺗﻪ د ﺑﺮﻳﺎ رﻧګ ورﻛﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎره ﺋﯥ دا ﻛﺴﺎن ﻧﻴﻮﻟﻲ .دوى ﻧﻪ ﻃﺎﻟﺒﺎن او اﻟﻘﺎﻋﺪه ﺧﺘﻢ ﻛړي او ﻧﻪ ﺋﯥ ﭘﻪ داﺳﯥ ﻧﺎﻛﺎﻣﻮ ﺳﻴﺎﺳﺘﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﺧﺘﻤﻮﻟﻰ ﺷﻲ. څﻮك ﭼﻲ د دﻏﻮ ډﻟﻮ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ډﯦﺮ ﻛﻢ ﻣﻌﻠﻮﻣﺎت ﻫﻢ وﻟﺮي ﭘﻪ دې ﭘﻮﻫﯧږي ﭼﻲ دا ډﻟﯥ د ﺧﺎﺻﻮ ټﻮﻟﻨﻴﺰو ﺣﺎﻻﺗﻮ
زﯦږﻧﺪه دي .د دوى د ﻣﺸﺮاﻧﻮ ﻣﺨﺼﻮﺻﺎً د دوﻫﻤﯥ او درﯦﻴﻤﯥ درﺟﯥ د څﻮ ﻛﺴﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻧﻴﻮﻟﻮ ،ﺑﻨﺪي ﻛﻮﻟﻮ او
وژﻟﻮ ﺳﺮه ﻧﺸﻲ ﺧﺘﻤﻴﺪى. •
دوى د ﺑﺮﻳﺘﺎﻧﻴﺎ د ټﻴﻨګﺎر ﭘﻪ وﺟﻪ ،ﻣﺨﻠﻮع ﭘﺎﭼﺎ ،ﭼﻲ ﻫﻢ زوړ دى ،ﻫﻢ ﺑﻴﻤﺎر ،ﻫﻢ ﭘﻪ ﻫﯧﻮاد ﻟﻪ
ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻛﻮﻟﻮ ﻧﻪ ﻋﺎﺟﺰ او ﻫﻢ ﻟﻪ ﻣﻨﺎﺳﺐ او ﺿﺮوري ﻣﻠﻲ ﺣﻤﺎﻳﺖ ﻧﻪ ﻣﺤﺮوم ،د ﺧﭙﻠﻮ ﻣټﻮ ،وﺳﻠﻮ او ﭘﻴﺴﻮ ﭘﻪ
زور اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ را اﻧﺘﻘﺎل او ﭘﻪ ارګ ﻛﻲ ﺋﯥ ځﺎى ﭘﻪ ځﺎى ﻛړ ،ﺧﻮ ﭘﻪ دې وﻧﺘﻮاﻧﯧﺪل ﭼﻲ ﺷﺎﻫﻲ ﺗﺎج ﭘﺮ ﺳﺮ ورﻛﯧږدي او ﭘﻪ ﺗﺨﺖ ﺋﯥ ﻛښﻴﻨﻮي او ﭘﻪ دې ﺳﺮه د ﻣﻠﻜﻪ اﻟﻴﺰاﺑﺖ روح ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻪ ﻛړي ﭼﻲ دا دئ د ﻣﻠﻜﯥ ﭘﻪ
ﺳﻴﺎﻻﻧﻮ ﻛﻲ ﻳﻮ ﺑﻞ ﻧﻮم ﻫﻢ ﻋﻼوه ﺷﻮ ،ﻫﻴڅﻮك ﺑﺎﻳﺪ وﻧﻪ واﻳﻰ ﭼﻲ ﺷﺎﻫﻰ رژﻳﻤﻮﻧﻪ ﭘﻪ ﺧﺘﻤﯧﺪو دي او ﺧﭙﻞ
ځﺎى ﺟﻤﻬﻮري ﻧﻈﺎﻣﻮﻧﻮ ﺗﻪ ﭘﺮﯦږدي!! •
ﻛﻪ ﺟﻮرج ډﺑﻠﻴﻮ ﺑﺶ د ﺧﭙﻠﻮ ﺑﺮﻳﺎوو د ﺷﻤﯧﺮﻟﻮ ﭘﻪ ﺗﺮڅ ﻛﻲ واﻳﻲ :ﭘﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻛﻲ د اﻓﻌﺎﻧﺴﺘﺎن اوﺳﻨﻰ
ﺳﻔﻴﺮ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺗﺎﺑﻌﻴﺖ ﻟﺮي" ﻳﻌﻨﻰ ﻳﻮ اﻣﺮﻳﻜﺎﺋﻲ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺳﻔﻴﺮ دى" ،زﻟﻤﻰ ﺧﻠﻴﻠﺰاد اﻓﻐﺎﻧﻲ اﻻﺻﻠﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﺋﻰ او زﻣﻮږ د ﻣﻠﻲ اﻣﻨﻴﺖ ﻏړى اوس ﭘﻪ دې ﻫﯧﻮاد ﻛﻲ زﻣﺎ ﺧﺎص اﺳﺘﺎزى دى!! ﺣﺎﻣﺪ ﻛﺮزى زﻣﻮږ د
ﺗﻴﻠﻮ د ﻛﻤﭙﻨﻰ ﻳﻮ ﻣﺄﻣﻮر اوس د دې ﻫﯧﻮاد ﺟﻤﻬﻮر رﺋﻴﺲ دى او ...ﺧﻮ زه ﻫﻐﻪ ﺗﻪ واﻳﻢ :داﺳﯥ ﺧﺒﺮې ﻳﻮ وﺧﺖ
ﺑﺮﻳﮋﻧﻒ ﻫﻢ ﻛﻮﻟﯥ! ﭘﻪ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﻛﻲ ﭼﻲ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﺮ ځﻤﻜﻪ او ﻓﻀﺎء د ﺷﻮروي ځﻮاﻛﻮﻧﻮ واﻛﻤﻨﻲ وه ،ﻧﻮ د KGBډﯦﺮ رﺳﻤﻲ ﻏړي د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن واﻛﻤﻨﺎن ګڼﻞ ﻛﯧﺪل ،ﺧﻮ دې ﻛﺎر ﻧﻪ ﺑﺮﻳﮋﻧﻒ ﺗﻪ ګټﻪ ورﺳﻮﻟﻪ او ﻧﻪ ﺋﯥ
51
اﺗﺤﺎد ﺷﻮروي ﺗﻪ .ﭘﺪاﺳﯥ ﺑﻮږﻧﻮﻧﻜﻮ ﺧﺒﺮو ﺧﻮ ﺑﺎﻳﺪ ﺟﻮرج ډﺑﻠﻴﻮ ﺑﺶ د ﺧﺠﺎﻟﺖ اﺣﺴﺎس ﻛﻮﻟﻰ ﻧﻪ د اﻓﺘﺨﺎر او
ﻏﺮور اﺣﺴﺎس!!ﭘﻪ ﻧﻮرو ﻫﯧﻮادوﻧﻮ ﺗﯧﺮى او ﺧﭙﻞ ﺟﺎﺳﻮﺳﺎن ورﺑﺎﻧﺪې ﻣﺴﻠﻂ ﻛﻮل د ﺷﺮم ﻛﺎر دى ﻧﻪ د ﻓﺨﺮ او
ﻣﺒﺎﻫﺎت ﻛﺎر .ﺑﺶ ﺑﺎﻳﺪ دې ﺗﻪ ﻫﻢ ﻣﺘﻮﺟﻪ وي ﭼﻲ دا ﻛﺴﺎن ﻳﻮازې ﺳﺘﺎﺳﻮ د ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺣﻀﻮر ﺗﺮ ﭼﺘﺮ ﻻﻧﺪې او
ﺳﺘﺎﺳﻮ د ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺣﻀﻮر ﺗﺮ وروﺳﺘۍ ورځﯥ ﺷﺎﻳﺪ د ﻫﻐﻮ ﺣﻠﻘﻮ ﻟﻪ ﻧﻈﺮه د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن واﻛﻤﻨﺎن وګڼﻠﻰ ﺷﻲ ﭼﻲ
ﺳﺘﺎ ﭘﻪ څﯧﺮ ﻓﻜﺮ ﻛﻮي .ﻧﻪ ﭘﻮﻫﯧږو ﻛﻮم ﺑﺎﻋﻘﻠﻪ او ﺑﺎﺿﻤﻴﺮه اﻧﺴﺎن ﺑﻪ ﻫﻐﻪ څﻮك د ﻳﻮه ﻫﯧﻮاد واﻛﻤﻦ وګڼﻲ ﭼﻲ
ﺷﺨﺼﻲ اﻣﻨﻴﺖ ﺋﯥ ﻫﻢ ﭘﺮدي ﺳﺎﺗﻲ ،ﭘﻪ ټﻮل ﻫﯧﻮاد ﻛﻲ ﭘﻪ ﻫﻴڅ ﻫﯧﻮادوال اﻋﺘﻤﺎد ﻧﺸﻲ ﻛﻮﻟﻰ ،او داﺳﯥ
داﺧﻠﻲ ځﻮاك ﭘﻪ ﻧﻈﺮ ﻧﻪ ورځﻲ ﭼﻲ د دوى اﻣﻨﻴﺖ ﭘﻪ ارګ ﻛﻲ ﺗﺄﻣﻴﻦ ﻛړى ﺷﻲ!! او ﭼﻲ ﻛﻠﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﺋﻲ
ﻛﻤﺎﻧﺪوﮔﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺣﻤﺎﻳﺖ ﻛﻲ ﺧﭙﻞ وﻻﻳﺖ او ﺧﭙﻞ ﻗﻮم ﺗﻪ دروﻣﻲ ﻧﻮ ورﺑﺎﻧﺪې ﺑﺮﻳﺪ ﻛﯧږي!! ﻛﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﺋﻲ
ﭘﻮځﻮﻧﻪ د ﭘﻮره ﻳﻮه ﻛﺎل ﻣﺴﻠﺴﻞ ﺟګړې ﭘﻪ ﻧﺘﻴﺠﻪ ﻛﻲ ﭘﻪ دې وﻧﺘﻮاﻧﯧﺪل ﭼﻲ ﻳﺎ ﺧﭙﻞ اﻣﻨﻴﺖ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﻲ
ﺗﺄﻣﻴﻦ ﻛړي او ﻳﺎ د ﻫﻐﻪ ﻛﺴﺎﻧﻮ ﭼﻲ دوى ﭘﺮ دې ﻫﯧﻮاد ﻣﺴﻠﻂ ﻛړي ،ﻫﻢ د دوى ﭘﻪ ﺑﺎرﻛﻮﻧﻮ او ګﺰﻣﻮ ﺑﺮﻳﺪوﻧﻪ
ﻛﯧږي او ﻫﻢ د دوى ﺗﺮ ﺣﻤﺎﻳﯥ ﻻﻧﺪې ﺷﺨﺼﻴﺘﻮﻧﻪ ،او وزﻳﺮان ﺗﺮور ﻛﯧږي او ﭘﻪ ﺟﻤﻬﻮر رﺋﻴﺲ ﺋﯥ ﺑﺮﻳﺪ ﻛﯧږي!! آﻳﺎ ﻫﻤﺪا ﺧﺒﺮه ﺟﻮرج ډﺑﻠﻴﻮ ﺑﺶ او د ده ﻣﻠګﺮو ﺗﻪ ﻛﻔﺎﻳﺖ ﻧﻜﻮي ﭼﻲ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ارﺗﺒﺎط ﺧﭙﻞ
ﺳﻴﺎﺳﺖ ﻏﻠﻂ وګڼﻲ او ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﻛﻲ ﺗﺠﺪﻳﺪ ﻧﻈﺮ وﻛړي؟!! •
د ﺟﻮرج ډﺑﻠﻴﻮ ﺑﺶ ﻣﻠګﺮو د اﻣﺮﻳﻜﺎﺋﻲ وﻟﺲ د ﻏﻮﻟﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎره وﻳﻞ :ﻇﺎﻫﺮ ﺧﺎن ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﻲ ټﻮﻟﻨﻰ ﻛﻲ
ﻣﺤﺒﻮﺑﻴﺖ ﻟﺮي ،او ﻫﻐﻪ ﻳﻮازﻳﻨﻰ ﻏﻴﺮﻣﺘﻨﺎزع ﻓﻴﻪ ﺷﺨﺼﻴﺖ دى ﭼﻲ د اﻓﻐﺎﻧﻲ ﺑﯧﻠﻲ ﺑﯧﻠﻲ ﭘﺮګﻨﯥ ورﺑﺎﻧﺪې راﻏﻮﻧډﻳﺪى ﺷﻲ!! ﺣﺎل دا ﭼﻲ دى ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ زﻳﺎت ﻣﺘﻨﺎزع ﻓﻴﻪ ﻛﺲ دى ،اﻓﻐﺎﻧﺎن ﺷﺎﻳﺪ ﭘﻪ ﺑﻞ ﻫﺮ ﺷﺨﺼﻴﺖ
راﻏﻮﻧډﻳﺪﻟﻰ ﺷﻲ ﺧﻮ ﭘﻪ ﻇﺎﻫﺮﺧﺎن ﻧﻪ .اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ د ده د راﺳﺘﻨﻮﻟﻮ ﻫﻤﺪا ﻳﻮه ﻻر وه ﭼﻲ ﺑﺶ ﻏﻮره ﻛړه :د
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن اﺷﻐﺎل ،ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﻲ د 20000ﺑﻬﺮﻧﻲ ﭘﻮځ اﺳﺘﻘﺮار ،د ﭘﻼزﻣﻴﻨﯥ ﭘﻪ ﺷﻤﻮل ټﻮل ﻣﻬﻢ
ښﺎروﻧﻪ ،ﻫﻮاﺋﻲ ﻣﻴﺪاﻧﻮﻧﻪ ،او ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋﻳﻚ ﻧﻘﺎط ﻧﻴﻮل او ﺑﻴﺎ دى ﭘﻪ ﻧﻈﺎﻣﻲ ﻃﻴﺎرې ﻛﻲ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﻣﺴﻠﺢ
ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﺗﺮ ﺣﻤﺎﻳﯥ ﻻﻧﺪې ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ اﻧﺘﻘﺎﻟﻮل!! اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﭘﻪ دې وﻧﺘﻮاﻧﯧﺪل ﭼﻲ ﻟﻪ ﻫﻐﯥ ﻟﻮﻳﯥ ﺟﺮګﯥ ﻧﻪ ده ﺗﻪ
رأﻳﻪ ﺗﺮﻻﺳﻪ ﻛړي ﭼﻲ د ﻫﻤﺪې ﻣﻘﺼﺪ ﻟﭙﺎره ﺟﻮړه ﺷﻮې وه ،ﭘﺪاﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﻲ د دې ﻗﻼﺑﻲ ﻟﻮﻳﯥ ﺟﺮګﯥ ﻏړي د
اﻓﻐﺎن وﻟﺲ ﻟﻪ ﻟﻮري ﻧﻪ ﺑﻠﻜﯥ د ﻫﻐﻪ ﻛﻤﻴﺴﻴﻮن ﻟﻪ ﻟﻮري ﻏﻮره ﺷﻮي وو ﭼﻲ اﻣﺮﻳﻜﺎﺋﻲ ﭼﺎرواﻛﻮ ﺟﻮړ ﻛړى
وو!! ﻣﺨﻠﻮع ﭘﺎﭼﺎ د رﻳﺎﺳﺖ ﻟﭙﺎره ﻛﺎﻧﺪﻳﺪ وو او ﻳﻮه ورځ د ﻣﺨﻪ ﺋﯥ رﺳﻤﺎً اﻋﻼن ﻛړى وو ﭼﻲ ﻫﺮ ﺧﺪﻣﺖ ﺗﻪ
ﭼﻤﺘﻮ دى!! ﺧﻮ د ﺑﺶ ﺧﺎص اﺳﺘﺎزى زﻟﻤﻰ ﺧﻠﻴﻠﺰاد د ﻫﻤﺪې ﻓﺮﻣﺎﻳﺸﻲ ﻟﻮﻳﯥ ﺟﺮګﯥ د ﻏړو اﺣﺴﺎﺳﺎت او ﺗﻤﺎﻳﻼت داﺳﯥ وﻣﻮﻧﺪل ﭼﻲ د ﻇﺎﻫﺮ ﺧﺎن ﻛﺎﻧﺪﻳﺪﻳﺪل ﺑﻪ د ده او اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻟﭙﺎره د ﻟﻮى ﺧﺠﺎﻟﺖ ﺑﺎﻋﺚ ﺷﻲ ،ﻧﻮ
ځﻜﻪ ﺋﯥ د ده د ﻛﺎﻧﺪﻳﺪﯦﺪو ﻣﺨﻪ وﻧﻴﻮﻟﻪ او دا ﺑﻴﺎن ﺋﯥ ورﻛړ ﭼﻲ ﭘﺎﭼﺎ ﻫﻴڅﻜﻠﻪ د ﻛﺎﻧﺪﻳﺪﯦﺪو ﺷﻮق ﻧﺪى ﻛړى!! ﭘﻪ دې ﻟﻮﻳﻲ ﺟﺮګﯥ ﻛﻲ ټﻮﻟﻮ ﻫﻐﻮ ﻛﺴﺎﻧﻮ ﭼﻲ ﺣﺎﻣﺪ ﻛﺮزى ﺗﻪ ﺋﯥ رأى ورﻛړې ﭘﻪ ﺣﻘﻴﻘﺖ ﻛﻲ ﺋﯥ د
ﻇﺎﻫﺮﺧﺎن ﺧﻼف رأى ورﻛړې.
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭼﺎرواﻛﻲ د ﺟګړو د روان وﺿﻌﻴﺖ او ﭘﺎﻳﻠﻮ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﻫﻢ داﺳﯥ ﺧﺒﺮوﻧﻪ ورﻛﻮي ﭼﯥ ﺣﻘﺎﻳﻖ د
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ وﻟﺲ او ﻧړﻳﻮاﻟﻮ ﻧﻪ ﭘټ وﺳﺎﺗﻲ او ﻫﻐﻮى وﻏﻮﻟﻮي ،دوى ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻣﺮﻛﺰوﻧﻮ او ګﺰﻣﻮ ﺑﺎﻧﺪې د ټﻮﻟﻮ
راﻛټﻲ ﺣﻤﻠﻮ او ﺑﺮﻳﺪوﻧﻮ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﭘﻪ ورﺗﻪ اﻟﻔﺎﻇﻮ واﻳﻲ :راﻛټﻮﻧﻪ ﻟﻪ ﻫﺪف ﻧﻪ څﻮ ﺳﻮه ﻣﺘﺮه ﻟﺮې وﻟګﻴﺪل،
ﻣﺎﻟﻲ او ځﺎﻧﻲ ﺗﻠﻔﺎت ﻳﯥ ﻧﻪ درﻟﻮدل ،ﺑﺮﻳﺪ د اﻟﻘﺎﻋﺪې او ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻮﻧﻮ ﻟﻪ ﺧﻮا ﺷﻮى ،ﻳﻮ ﻛﺲ دوه
ﻛﺴﻪ ﺳﻄﺤﻲ زﺧﻤﻴﺎن ﺷﻮي ﭼﯥ ځﻨﯥ ﻳﯥ ﻟﻪ ﻣﻌﻤﻮﻟﻲ ﻣﻌﺎﻟﺠﯥ وروﺳﺘﻪ ﺧﭙﻠﻮ دﻧﺪو ﺗﻪ ګﺮځﻴﺪﻟﻲ ،او دې ﺗﻪ
52
ورﺗﻪ ﺧﻨﺪوﻧﻜﯥ ﺧﺒﺮې!! ﺧﻮ اﻓﻐﺎﻧﺎن ﭘﺪﻏﻮ ﺧﺒﺮو ﺗﻤﺴﺨﺮ ﻛﻮي او واﻳﻲ دې ﺗﻪ ورﺗﻪ ﺧﺒﺮې ﻣﻮ څﻮ ﻛﺎﻟﻪ د ﻣﺨﻪ
ﻟﻪ روﺳﺎﻧﻮ اورﻳﺪﻟﯥ او اوس ﻳﯥ ﻟﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﻧﻪ اورو .اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭼﺎرواﻛﻲ دوﻣﺮه دروغ واﻳﻲ ﭼﯥ د
روﺳﺎﻧﻮ ﻣﺦ ﻳﯥ ﺳﭙﻴﻦ ﻛړ ،د روﺳﺎﻧﻮ د ﻣﺮګ ژوﺑﻠﯥ ﺷﻤﯧﺮ ﻫﻠﺘﻪ اﻋﻼن ﺷﻮ ﭼﯥ دوى ﻟﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻧﻪ ووﺗﻞ او
ﺷﺎﻳﺪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د ﻣړو ﺣﻘﻴﻘﻲ ﺷﻤﯧﺮ ﺑﻪ ﻫﻢ ﻫﻠﺘﻪ اﻋﻼن ﺷﻲ ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ راﺗﻠﻮﻧﻜﻰ ﺣﻜﻮﻣﺖ د ﺑﺶ د
ﺣﺮﻳﻔﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻻس ﻛﯥ ﭘﺮﻳﻮځﻲ .اﻓﻐﺎﻧﺎن واﻳﻲ :ﺷﺎﻳﺪ د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﺧﺎﺻﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﻏړي ﻫﻐﻪ ﺣﺮاﻣﻴﺎن وي ﭼﯥ
ﻣﻮر او ﭘﻼر ﻧﻠﺮي او اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭼﺎرواﻛﻲ دې ﺗﻪ ﻧﻪ اړ ﻛﯧږي ﭼﯥ د دوى ﻣﺮګ ژوﺑﻠﻪ اﻋﻼن ﻛړي ﻛﻪ ﻧﻪ ﻧﻮ ﻣﻮږ
ﺧﻮ ﻫﺮه ورځ د دوى ﺗﻠﯥ ﺷﻮې وﻳﻨﯥ ګﻮرو ،د دوى ﺗﺨﺮﻳﺐ ﺷﻮي ګﺎډي ګﻮرو ،زﺧﻤﻴﺎن او ﻣړي ﻳﯥ ګﻮرو ،ﭘﺮ
دوى د ﺑﺮﻳﺪوﻧﻮ ﺷﺎﻫﺪ ﻳﻮ ،د دوى ﭘﻪ اډو د راﻛټﻮﻧﻮ ﺑﺎراﻧﻮﻧﻪ روان دي ،د دوى ﭘﺮ ګﺰﻣﻮ ﺑﺮﻳﺪوﻧﻪ ﻛﯧږي ،د ﻫﺮ
ﺑﺮﻳﺪ ﻧﻪ وروﺳﺘﻪ ګﻮرو ﭼﯥ د ﭘﯧښﯥ ځﺎى ﻣﺤﺎﺻﺮه ﺷﻲ ،د اﻳﻒ 16ﻃﻴﺎرې ﻳﯥ ﭘﺮ ﺳﺮ دوري ﻛﻮي، ﻫﻠﻴﻜﻮﭘﺘﺮې راورﺳﯧږي ،ﻣړي او زﺧﻤﻴﺎن ﭘﻮرﺗﻪ ﻛړي ،ﺧﻮ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭼﺎرواﻛﻲ ﻧﻪ ﭘﻪ ﺑﺮﻳﺪ اﻋﺘﺮاف ﻛﻮي او
ﻧﻪ د ﻣړو او زﺧﻤﻴﺎﻧﻮ ﺷﻤﯧﺮ اﻋﻼﻧﻮي .ﺧﻮ زه ﺗﺎﺳﻮ ﺗﻪ واﻳﻢ :درې ﻣﻴﺎﺷﺘﯥ ﻛﯧږي ﭼﯥ ﭘﺮ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ
ﺑﺮﻳﺪوﻧﻪ ﭘﻴﻞ ﺷﻮي ،دا ﺑﺮﻳﺪوﻧﻪ ﻧﻪ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻮﻧﻮ ﻟﻪ ﺧﻮا دي او ﻧﻪ د اﻟﻘﺎﻋﺪې ،دا د ﻫﻐﻮ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﻟﻪ
ﺧﻮا ﭘﻴﻞ ﺷﻮي ﭼﯥ ﺧﭙﻠﻮان ﻳﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻻس وژل ﺷﻮي ،ﻛﻮروﻧﻪ ﻳﯥ وران ﺷﻮي ،ﭘﻪ ﻛﻠﻴﻮ او ﺟﻤﺎﻋﺘﻮﻧﻮ ﻳﯥ ﺑﻤﻮﻧﻪ ورﻳﺪﻟﻲ ،ﻛﻮروﻧﻪ ﻳﯥ ﺗﻼﺷﻲ ﺷﻮي ،دوى او ﻛﻮرﻧﻴﻮ ﺗﻪ ﻳﯥ ﺳﭙﻜﺎوى ﺷﻮى ،ﺷﺨﺼﻲ وﺳﻠﯥ ﻳﯥ ورﻧﻪ اﺧﻴﺴﺘﻞ ﺷﻮې ،دا ﻫﻤﺎﻏﻪ اﻓﻐﺎﻧﺎن دي ﭼﯥ ﻟﻪ روﺳﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﻫﻢ ﭘﻪ ﻫﻤﺪې ﺧﺎﻃﺮ وﺟﻨګﯧﺪل .دا
ﺑﺮﻳﺪوﻧﻪ ﭘﻪ ﻫﻤﺪﻏﻮ درﻳﻮ ﻣﻴﺎﺷﺘﻮ ﻛﯥ ﻫﻐﻪ ﺣﺪ ﺗﻪ رﺳﯧﺪﻟﻲ ﭼﯥ د روﺳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺿﺪ د ﻟﻮﻣړﻳﻮ درﻳﻮ ﻣﻴﺎﺷﺘﻮ ﺗﺮ ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﻧﻪ ﻳﯥ ﻫﻢ ﺷﺪت زﻳﺎت دى ،ﻫﻢ ﭘﺮاﺧﻮاﻟﻰ او ﻫﻢ د دښﻤﻦ ﺗﻠﻔﺎت .دا اوس ﻫﺮه ورځ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ
ﭘﻮځﻴﺎﻧﻮ د ﺗﻠﻔﺎﺗﻮ ﺗﺨﻤﻴﻨﻲ ﺷﻤﯧﺮ ﺗﺮ ﭘﻨځﻮ ﻧﻪ زﻳﺎت دى او ورځ ﭘﻪ ورځ د زﻳﺎﺗﯧﺪو ﭘﻪ ﺣﺎل ﻛﯥ دى .د ﻛﻨﺪﻫﺎر،
ﺧﻮﺳﺖ اوﻛﻨړ ﭘﻪ ﻫﺮ وﻻﻳﺖ ﻛﯥ ﺗﺮ اوﺳﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د ﻣړو ﺷﻤﯧﺮ ﻛﻢ ﻟﻪ ﻛﻤﻪ د ﻛﻮﻳټ ﭘﻪ ﺟګړې ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭘﻮځﻴﺎﻧﻮ د ﻣﺮګ د ﺷﻤﯧﺮ دوه ﺑﺮاﺑﺮه دى ،ﭘﻪ دې ﻫﺮ وﻻﻳﺖ ﻛﯥ د څﻠﻮﻳښﺘﻮ ﻧﻪ زﻳﺎت اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﭘﻪ
ﻗﺘﻞ رﺳﯧﺪﻟﻲ ،ﻫﻤﺪاراز ﭘﻪ ﭘﻜﺘﻴﻜﺎ او ﭘﻜﺘﻴﺎ ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د ﻣړو ﺷﻤﯧﺮ ﻣﺦ ﭘﻪ زﻳﺎﺗﯧﺪو دى ،ﺗﺮ اوﺳﻪ
ﺳﺘﺎﺳﻮ د ﻣﺮګ ژوﺑﻠﯥ ﺷﻤﯧﺮ ﺗﺮ 620ﻧﻪ زﻳﺎت دى ،ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻛﯥ 190ﻣړي او ﭘﺎﺗﯥ زﺧﻤﻴﺎن دي .ډﯦﺮ ژر ﺑﻪ
وګﻮري ﭼﯥ د دي ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﻟﻤﻦ ﻧﻮرو وﻻﻳﺎﺗﻮ ﺗﻪ ﻫﻢ ﺧﻮره ﺷﻲ .ﭘﻪ ﻧﻮرو وﻻﻳﺎﺗﻮ ﻛﯥ د ﻣﻘﺎوﻣﺖ د ﻛﻤﻮاﻟﻲ وﺟﻪ
د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭘﻮځﻮﻧﻮ د ﺣﻀﻮر ﻛﻤﻮاﻟﻰ دى ﻧﻪ دا ﭼﯥ د ﻫﻐﻮ ﺳﻴﻤﻮ ﺧﻠﻜﻮ ﻛﯥ د ﺧﭙﻠﻮاﻛۍ د ﻏﻮښﺘﻨﯥ ﺟﺬﺑﻪ
ﻣړاوې ﺷﻮې او ﻳﺎ ﻳﯥ د ﭘﺮدﻳﻮ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﺣﺴﺎﺳﻴﺖ ﺧﺘﻢ ﺷﻮى.
ﺗﺎﺳﻮ د ﺑﺶ ﻟﻪ ادارې ﻧﻪ ﺗﭙﻮس وﻛړى ﭼﯥ دا د څﻪ ﻟﭙﺎره او د ﻛﻮم ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻣﺼﻠﺤﺖ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ
ﭘﻮځﻮﻧﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﭘښﺘﻨﻮ ﭘﻪ ﺿﺪ ﭼﯥ د وﻟﺲ %65ﻧﻔﻮس ﺗﺸﻜﻴﻠﻮي ﭘﻪ ﺟګړي ﻛﯥ ښﻜﯧﻞ ﺷﻮي او وﻟﯥ د
ﭘښﺘﻨﻮ ﭘﻪ ﺿﺪ ﻟﻪ اﻗﻠﻴﺘﻮﻧﻮ او ﻫﻐﻮ ډﻟﻮ ﻧﻪ اﺳﺘﻔﺎده ﻛﻮي ﭼﯥ ﻟﻪ ﺗﺎﺳﻮﻧﻪ د ﻣﺨﻪ د روﺳﻴﻰ ﺗﺮ ﻣﺸﺮۍ ﻻﻧﺪې ﺳﻴﻤﻴﻴﺰ اﻳﺘﻼف ﻟﺪوى ﻧﻪ اﺳﺘﻔﺎده ﻛﻮﻟﻪ؟ دا وﻟﯥ ټﻮﻟﯥ ﺟګړي ﭘﻪ ﺷﺮق او ﺟﻨﻮب ﻛﯥ او ﭘښﺘﻮن ﻣﻴﺸﺘﻪ ﺳﻴﻤﻮ
ﻛﯥ دي؟ وﻟﯥ ﺳﺘﺎﺳﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﻳﻮازې ﭘﺪﻏﻮ ﺳﻴﻤﻮ ﻛﯥ ځﺎى ﭘﻪ ځﺎى او ﭘﻪ ﺟګړه ﺑﻮﺧﺖ دي؟ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺧﻮ ﭘﻪ
ﺷﻤﺎل ﻫﻢ واﻛﻤﻨﻲ ﻛړې ،ﻫﻠﺘﻪ ﻳﯥ ﻫﻢ ډﯦﺮ ﻏړي او ﺧﻮاﺧﻮږي درﻟﻮدل ،د څﻪ ﻟﭙﺎره ﻫﻠﺘﻪ ﻧﻪ ﺳﺘﺎﺳﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻪ ځﺎى ﭘﻪ ځﺎى ﺷﻮي ،ﻧﻪ ﭘﻪ ﺟګړه ﺑﻮﺧﺖ دي ،ﻧﻪ ﻛﻮروﻧﻪ ﺗﻼﺷﻲ ﻛﻮي او ﻧﻪ وﺳﻠﯥ راټﻮﻟﻮي؟ دا د څﻪ ﻟﭙﺎره ﺗﺎﺳﻮ د
ﺷﻤﺎﻟﻲ ټﻠﻮاﻟﯥ ﻣﺴﻠﺢ ﻗﻄﻌﺎت ﺟﻨﻮب او ﺷﺮق ﺗﻪ د ﭘښﺘﻨﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف د ﺟګړو ﻟﭙﺎره ﻟﻪ ځﺎن ﺳﺮه ﺑﻴﺎﻳﻰ او د دوى
53
ﻛﻮروﻧﻪ ورﺑﺎﻧﺪې ﭘﻠټﻰ او وﺳﻠﯥ ورﻧﻪ ﻏﻮﻧډوى؟ دا وﻟﯥ ﺗﺎﺳﻮﻛﻤﻮﻧﻴﺴﺖ ﺟﻨﺮاﻻن او د دوى ﭘﻪ ﺧﺪﻣﺖ ﻛﯥ
ﻣﺼﺮوف د ﻣﻠﻴﺸﻮ ﻫﻐﻪ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ اﺳﺘﺨﺪام ﻛړي ﭼﯥ ﻻﺳﻮﻧﻪ ﻳﯥ ﺗﺮڅﻨګﻠﻮ د ﻣﻈﻠﻮﻣﻮ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ وﻳﻨﻮ ﺳﺮه دي؟ د روﺳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﺪﻣﺖ ﻛﯥ اﻳﺘﻼف وﻟﯥ ﻧﻦ ﺳﺘﺎﺳﻮ ﭘﻪ ﺧﺪﻣﺖ ﻛﯥ دى او روﺳﺎن ﭼﯥ ﻟﻪ ﭼﺎ ﺳﺮه ﺟﻨګﯧﺪل ﻧﻦ
ﺗﺎﺳﻮ ورﺳﺮه ﺟﻨګﯧږي؟ ځﻮاب ﻳﯥ څﺮګﻨﺪ دى ،څﻮك ﭼﯥ ﻏﻼﻣۍ ﺗﻪ ﺳﺮ ﻧﻪ ټﻴټﻮي ﭘﻪ آزادۍ او ﺧﭙﻠﻮاﻛۍ
ﺑﺎور ﻟﺮي ،ﺳﺘﺎﺳﻮ ﻟﻪ ﻧﻈﺮه ﻫﻤﺪوﻣﺮه ﺑﺪ دي ﻟﻜﻪ د روﺳﻲ ښﻜﯧﻼك ګﺮو ﻟﻪ ﻧﻈﺮه او د دوى ﻣﻌﻼﻣﻠﻪ ﺑﻪ ﻟﻪ ﺗﺎﺳﻮ ﺳﺮه ﻫﻤﻐﺴﯥ وي ﻟﻜﻪ ﻟﻪ روﺳﺎﻧﻮ ﺳﺮه.
اﻓﻐﺎﻧﺎن ﭼﯥ ﻛﻠﻪ ﻟﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻏږ رادﻳﻮ ،آزادي ﻳﺎ ﺑﻰ ﺑﻰ ﺳﻲ ﻧﻪ دا ﺗﺒﻠﻴﻐﺎت اوري ﭼﯥ ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن
ﺑﺎﻧﺪې د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻟﻪ ﺣﻤﻠﯥ ﻧﻪ وروﺳﺘﻪ د دﻳﻤﻮﻛﺮاﺳۍ ﭘﻪ ﻟﻮري ﻟﻮﻣړى ګﺎم اﺧﻴﺴﺘﻞ ﺷﻮى ،د ﻧﺠﻮﻧﻮ ښﻮوﻧځﻲ
ﭘﺮاﻧﺴﺘﻞ ﺷﻮي ،ﻣﻮﺳﻴﻘﻲ آزاده ﺷﻮې ،د وﻳﺪﻳﻮ ﻛﺴﺘﻮﻧﻮ دوﻛﺎﻧﻮﻧﻪ ﭘﺮاﻧﺴﺘﻞ ﺷﻮي او د ﻫﻨﺪي ﻓﻠﻤﻮﻧﻮ
ﻧﻨﺪارې ﺑﻴﺎ ﭘﻴﻞ ﺷﻮې ،د ﭼﺎدري ﭘﻪ ﺳﺮﻛﻮﻟﻮ او د ږﻳﺮي ﭘﺮﯦښﻮدو ﺟﺒﺮي اﺣﻜﺎم ﻟﻐﻮ ﺷﻮي… ﻧﻮ اﻓﻐﺎﻧﺎن ﺧﭙﻠﻮ
ﻣﻨځﻮﻧﻮ ﻛﯥ واﻳﻲ :ﻣﻮږ ﺧﻮ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ دﻳﻤﻮﻛﺮاﺳۍ او روﺳﻲ دﻳﻤﻮﻛﺮاﺳۍ ﺗﺮﻣﻨځ ﭘﻪ ﻓﺮق ﭘﻮه ﻧﻪ ﺷﻮ،
ﻫﻐﻮى ﻫﻢ ﺧﭙﻞ ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺗﯧﺮى د ارﺗﺠﺎع او اﻣﭙﺮﻳﺎﻟﻴﺰم ﭘﻪ ﺧﻼف د دﻳﻤﻮﻛﺮاﺗﻴﻜﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ او دﻳﻤﻮﻛﺮاﺳۍ
ﭘﻠﻮه ډﻟﻮ د ﺣﻤﺎﻳﯥ ﺣﺮﻛﺖ ګڼﻠﻮ او د واﻗﻌﻲ او وﻟﺴﻲ دﻳﻤﻮﻛﺮاﺳۍ ﭘﻪ ﻟﻮر ﻳﯥ ﻟﻮﻣړى ګﺎم ﺷﻤﯧﺮﻟﻮ او ﺗﺎﺳﻮ د
دوى ﭘﻪ ﭘﻞ ګﺎم ږدى ،ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺗﺠﺎوز ﺗﻪ د دﻳﻤﻮﻛﺮاﺳۍ ﭘﻪ ﻟﻮري د ﻟﻮﻣړي ګﺎم ﻧﻮم ورﻛﻮى ،د ﻫﻐﻮى ﻟﻮﻣړى
ﻛﺎر ﻫﻢ ﻫﻤﺪا وو ﭼﯥ ښځﯥ ﭼﺎدري ﻟﻪ ﺳﺮه ﻟﺮې ﻛړي او ﺳړي ﺧﭙﻠﯥ ﭘګړۍ ،ﻣﻮﺳﻴﻘﻲ ،د ښځﻮ ﺳﻨﺪرې ،ﻧڅﺎ،
ﻧﺎﻳټ ﻛﻠﭙﻮﻧﻪ ﻋﺎم ﺷﻲ او ږﻳﺮه ﭘﺮﯦښﻮدل ،ﺗﺴﺒﻴﺢ ګﺮځﻮل،او د ﺳﭙﻴﻨﻮ ﺟﺎﻣﻮ اﻏﻮﺳﺘﻞ ﺟﺮم وګﻨﻠﻰ ﺷﻲ او د ﺣﺒﺲ او ﻣﺮګ ﺳﺰا ورﺑﺎﻧﺪې ﻣﺮﺗﺒﻪ ﺷﻲ ،ﻫﺮ ﺷﻴﺦ ،ﻣﻼ ،ﺣﺎﺟﻲ ،ﭘﻴﺮ او ﺻﻮﻓﻲ او ﻫﺮ د ږﻳﺮې ﺧﺎوﻧﺪ ،اﻧﻘﻼب
ﺿﺪ او ﻣﺒﺎح اﻟﺪم وګﻨﻠﻰ ﺷﻲ ،ﺗﺎﺳﻮ ﻫﻢ ﻫﻤﺪا ﻛﺎر ﻛﻮى ،ﺳﺘﺎﺳﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﻮم ﻛﻠﻲ ﺑﺮﻳﺪ ﻛﻮي ﻧﻮ
ﻟﻮﻣړى ﻫﺪف ﻳﯥ د ﻣﻼ ﻧﻴﻮل وي ،د ﻫﺮ ﻣﺴﻠﻤﺎن او ﻣﺠﺎﻫﺪ ﻧﻮم د دوى ﭘﻪ ﺗﻮرﻟﺴﺖ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻞ ﺷﻮى!! ﻛﻪ ﻫﻐﻮى د ﻛﻮر ،ﻛﺎﻟﻲ او ډوډۍ ﺷﻌﺎروﻧﻪ ورﻛﻮل او ﭘﻪ ﻋﻤﻞ ﻛﯥ ﻳﯥ ﻛﻮر ورﺗﻪ ګﻮر او ﻛﺎﻟﻲ ورﺗﻪ ﻛﻔﻦ ﻛړ ،ﺗﺎﺳﻮ
ﻫﻢ ډﯦﺮ ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻫﺪﻳﺮو ﺑﺪل ﻛړل ،ډﯦﺮ ﺟﻮﻣﺎﺗﻮﻧﻪ ﻣﻮ ﻟﻪ ﺧﺎورو ﺳﺮه ﺑﺮاﺑﺮ ﻛړ ل ،د ﻗﻠﻌﻪ ﺟﻨګﻲ ډﻟﻪ اﻳﺰ ﻗﺘﻞ او
ﻫﻠﺘﻪ د 700اﺳﻴﺮاﻧﻮ وژل ،د ﻛﻨﺪز د اﺳﻴﺮاﻧﻮ ﺑﻴﺮﺣﻤﺎﻧﻪ وژﻧﻪ او ﭘﻪ زرګﻮﻧﻮ ﻛﺴﺎن ﭘﻪ ډﻟﻪ اﻳﺰو ﻗﺒﺮوﻧﻮ ﻛﯥ
ښﺨﻮل ...،ﺳﺘﺎﺳﻮ ﭘﻪ اﻣﺮ ﺗﺮ ﺳﺮه ﺷﻮي او دا ﻫﻐﻪ څﻪ دي ﭼﯥ روﺳﻲ اﻓﺴﺮاﻧﻮ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ وﻛړل ،ﻣﻮږ اﻓﻐﺎﻧﺎن ﭘﻪ ﻫﻐﯥ دﻳﻤﻮﻛﺮاﺳۍ ﻟﻌﻨﺖ واﻳﻮ ﭼﯥ :د ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺗﯧﺮي او اﺷﻐﺎل زﯦږﻧﺪه وي ،د ﭘﺮدﻳﻮ د ﺧﻮښﯥ
واﻛﻤﻨﺎن ﭘﺮ ټﻮﻟﻨﯥ ﺗﺤﻤﻴﻞ ﻛړي ،ﻗﺪرت وﻃﻦ ﭘﻠﻮروﻧﻜﻮ ﺗﻪ وﺳﭙﺎري ،دروﺳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻻس روزل ﺷﻮي د ﺧﺎد
ﺟﻬﻨﻤﻲ ﺷﺒﻜﻪ ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ واك ﺗﻪ ورﺳﻮي او د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ د ﺑﻴﺎ ﻧﻴﻮﻟﻮ ،ځﻮروﻟﻮ او وژﻟﻮ ﻣﻮﻗﻊ ورﻛړي ،ﺟﻨګﻲ
ﺟﻨﺎﻳﺖ ﻛﺎران ،ﻏﻠﻪ او داړه ﻣﺎران ﭘﺮ وﻟﺲ ﻣﺴﻠﻂ ﻛړي.
اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺧﻮ ﺣﺘﻰ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻫﻐﻪ ﺷﺘﻤﻨۍ ﻫﻢ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ﻳﻮوړې ﭼﯥ ﭘﻪ ﺗﯧﺮو دروﻳﺸﺖ ﻛﻠﻮﻧﻮ ﺟګړو ﻛﯥ
ﻧﻪ وي ﺗﺨﺮﻳﺐ ﺷﻮې .ﻳﻮ ﻣﺜﺎل ﻳﯥ د آرﻳﺎﻧﺎ ﻫﻮاﺋﻲ ﺷﺮﻛﺖ ﻫﻐﻪ ﻃﻴﺎرې دي ،ﭼﯥ ﭘﻪ ټﻮﻟﻮ ﺗﯧﺮو ﺟﻨګﻮﻧﻮ ﻛﯥ
ﺧﻮﻧﺪي ﭘﺎﺗﻰ ﺷﻮى ،ﺧﻮ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ټﻮﻟﻮ ﻧﻈﺎﻣﻲ او ﻣﻠﻜﻲ ﻣﻴﺪاﻧﻮﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪې د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﻃﻴﺎرو د
ﺑﻤﺒﺎرﻳﻮ ﭘﻪ ﻧﺘﻴﺠﻪ ﻛﯥ وﺳﻮځﻴﺪې .اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د دې ﺧﺴﺎرې د ﺟﺒﺮان ﻟﭙﺎره ﺣﺘﻰ د ﻫﻨﺪ ﭘﻪ اﻧﺪازه ﻫﻢ ﻣﺮﺳﺘﻪ وﻧﻪ ﻛړه ،دﻫﻠﻲ ﺧﻮ ﻟﻪ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﺳﺮه د رﻗﺎﺑﺖ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﻳﻮه زړه ﻃﻴﺎره آرﻳﺎﻧﺎ ﻫﻮاﺋﻲ ﺷﺮﻛﺖ ﺗﻪ ورﻛړه ،ﺧﻮ
اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﻫﻴڅ ﻣﺮﺳﺘﻪ وﻧﻜړه ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د وراﻧﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎره ﻳﯥ ﺗﺮ ﻧﻨﻪ 17ﻣﻠﻴﺎرده ډاﻟﺮ
54
ﻣﺼﺮف ﻛړي او ﺗﺮ دﻳﻨﻪ زﻳﺎت ﻣﺼﺮف ﺗﻪ ﻳﯥ ﻣﻼﺗړﻟﯥ!! ﻣﻮږ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ او ﻫﻴڅ ﺑﺎﻋﻘﻠﻪ اﻧﺴﺎن ﺗﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭼﺎرواﻛﻮ دا ﺗګﻼره د ﻓﻬﻢ وړ ﻧﺪه ،دوى وﻟﯥ ﻟﻪ ﺑﯥ وزﻟﻮ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﺧﭙﻞ زور آزﻣﻮﻳﻲ! وﻟﯥ د وران او
ﺟﻨګ ځﭙﻠﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻣﺰﻳﺪ وراﻧﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎره ﺧﭙﻠﯥ آﺧﺮﻳﻦ ﻣﺎډل وژوﻧﻜﯥ او ﺗﺨﺮﻳﺒﻮﻧﻜﯥ وﺳﻠﯥ
اﺳﺘﻌﻤﺎﻟﻮي؟ دا وﻟﯥ د دوى اﻗﺘﺼﺎدي او ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺑﺮﻻﺳﻲ او د ﺑﻞ ﻓﻘﺮ ،ﻟﻮږه ،ﺿﻌﻒ او ﻧﺎﺗﻮاﻧﻲ د دې ﭘﺮ ځﺎى
ﭼﯥ ﭘﺪﻏﻮ ﺳﺨﺖ زړو ﻛﯥ د ﺗﺮﺣﻢ او ﻋﺎﻃﻔﯥ اﺣﺴﺎس راوﭘﺎروي ،ﺑﺮﻋﻜﺲ ﭘﺪوى ﻛﯥ ﺗﻜﺒﺮ ،ﻏﺮوراو ﻣﺴﺘﻲ
راوﻻړوي!! او د ﺧﭙﻞ رﻋﺐ او ﻫﻴﺒﺖ ﺗﺮ اﻏﻴﺰې ﻻﻧﺪې د ﺧﻠﻜﻮ ﻟﻪ راوﺳﺘﻮ او د دوى ﻟﻪ ځﻮروﻟﻮ ﻧﻪ ﻟﺬت اﺧﻠﻲ؟! دوى دې وواﻳﻲ ﭼﻲ ﭘﻪ دې اوږدې ﻣﻮدې ﻛﯥ ﻟﻪ ﻣﺮګ ،ژوﺑﻠﯥ ،ﺧﻮف ،وﻳﺮې او ﺑﯥ اﻣﻨﻴﺘۍ ﻧﻪ ﭘﺮﺗﻪ
ﺋﯥ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﺗﻪ څﻪ راوړي؟! ﺗﺎﺳﻮ ﺑﻪ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د اﻗﺘﺪار ﭘﻪ ﻟﻮﻣړﻳﻮ ﺷﭙﻮ ورځﻮ ﻛﻲ وﻳﻞ :د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺗﯧﺮ
ﺗﺎرﻳﺦ ﻛﯥ ﻫﻴڅﻜﻠﻪ دوﻣﺮه اﻣﻨﻴﺖ ﻧﻪ وو ﺗﺄﻣﻴﻦ ﺷﻮى ﻟﻜﻪ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﻪ دورﻛﯥ ﭼﯥ د دوى ﺗﺮ واﻛﻤﻨۍ ﻻﻧﺪې ﺳﻴﻤﻮ ﻛﯥ ﺗﺄﻣﻴﻦ ﺷﻮ!! دوى ﭘﻪ دې وﺗﻮاﻧﯧﺪل ﭼﯥ د ﻳﻮه ﻓﺮﻣﺎن ﭘﻪ ﺻﺎدروﻟﻮ ﺳﺮه ﭘﻪ ټﻮﻟﻮ دﻏﻮ ﺳﻴﻤﻮ ﻛﯥ د
ﻛﻮﻛﻨﺎرو د ﻛﺮ ﻣﺨﻪ وﻧﻴﺴﻲ ،ﺧﻮ ﺗﺎﺳﻮ او ﺳﺘﺎﺳﻮ ﺗﺮﺣﻤﺎﻳﯥ ﻻﻧﺪې اﻧﺘﻘﺎﻟﻲ اداره ﻧﻪ د اﻣﻨﻴﺖ ﭘﻪ ﺗﺎﻣﻴﻨﻮﻟﻮ
ﻣﻮﻓﻖ ﺷﻮې او ﻧﻪ د ﻛﻮﻛﻨﺎرو د ﻛﺮ ﭘﻪ ﻣﺨﻨﻴﻮي ﻛﯥ ،ﻧﻦ ﻧﻪ ﭘﻪ ﻟﻮﻳﻮ ﻻرو ﻛﯥ اﻣﻨﻴﺖ ﺷﺘﻪ ،ﻧﻪ ﭘﻪ ﻟﻮﻳﻮ ښﺎروﻧﻮ ﻛﯥ
او ﻧﻪ ﭘﻪ اﻧﺘﻘﺎﻟﻲ ادارې ﻛﯥ د ﺷﺎﻣﻠﻮ ډﻟﻮ ﺗﺮ ﺗﺴﻠﻂ ﻻﻧﺪې ﺳﻴﻤﻮ ﻛﯥ ،ﻋﺎم اﻓﻐﺎﻧﺎن ﺧﻮ ﭘﺮﯦږدى ،د دوى ډﻟﻪ
اﻳﺰې وژﻧﻂ ،ﭘﻪ ﻣﺎل ،ځﺎن او ﻧﺎﻣﻮس ﺑﺎﻧﺪې ﺗﯧﺮي ﺧﻮ ﭘﺮﯦږدى ،ﺣﺘﻰ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ د اړوﻧﺪه ادارو
ﻣﺎﻣﻮرﻳﻦ ﻫﻢ ﺧﻮﻧﺪي ﻧﻪ دي .ﻣګﺮ د اﺧﻀﺮ اﺑﺮاﻫﻴﻤﻲ ﻫﻐﻪ وﻳﻨﺎ ﺳﺘﺎﺳﻮ ﻟﭙﺎره د ﺷﺮم او ﭘﻴﻐﻮر ﺧﺒﺮه ﻧﻪ ده ﭼﯥ واﻳﻲ :د دوى د ادارې ﭘﻪ ﻳﻮه ښځﻴﻨﻪ ﻣﺎﻣﻮرط څﻮڅﻮ ځﻠﻪ ﭘﻪ ډﻟﻪ اﻳﺰه ﺗﻮګﻪ ﺟﻨﺴﻲ ﺗﯧﺮى ﺷﻮى ،دا ﺗﯧﺮى د ده ﭘﻪ
وﻳﻨﺎ د ﻫﻐﯥ ډﻟﯥ ﻟﻪ ﺧﻮا ﺷﻮى ﭼﯥ ﺗﺎﺳﻮ ﺗﻪ ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ زﻳﺎﺗﻪ ﻧږدې ده او ﺗﺎﺳﻮ ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ زﻳﺎت ﭘﻪ ﻫﻐﯥ اﻋﺘﻤﺎد او
ﺣﺴﺎب ﻛﻮى او ﻫﻤﻐﻪ ډﻟﻪ ﭼﯥ د روﻧﺎﻟﺪ رﻣﺰﻓﻴﻠﺪ ﭘﻪ اﻣﺮ ﻳﯥ ﺗﺎﺳﻮﺗﻪ دا ﺷﺮاﻳﻂ ﺑﺮاﺑﺮ ﻛړل ﭼﯥ 700ﻛﺴﺎن ﭘﻪ
ﻗﻠﻌﻪ ﺟﻨګﻲ ﻛﯥ ووژﻧﻰ او ﺗﺮ 1000ﻧﻪ زﻳﺎت ﻳﯥ ﭘﺨﭙﻠﻪ ووژل او د ﺷﺒﺮﻏﺎن ﭘﻪ ډﻟﻪ اﻳﺰو ﻗﺒﺮوﻧﻮ ﻛﯥ ﻳﯥ ښﺦ
ﻛړل!!
د اﻧﺘﻘﺎﻟﻲ ادارې د ﺟﻮړﯦﺪو ﻧﻪ وروﺳﺘﻪ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻫﻮﻣﺮه ﻛﻮﻛﻨﺎر ﻛﺮل ﺷﻮي ﭼﯥ د ﻫﯧﻮاد ﭘﻪ
اوږده ﺗﺎرﻳﺦ ﻛﯥ ﺳﺎﺑﻘﻪ ﻧﻠﺮي ،ﺗﺎﺳﻮ ﭼﯥ د ﻛﻮﻛﻨﺎرو د ﻓﺼﻠﻮﻧﻮ د ړﻧګﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎره ﻛﻮﻣﯥ ﭘﻴﺴﯥ دې ادارې ﺗﻪ
ورﻛړې ﻫﻐﻪ ﭼﺎرواﻛﻮ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻣﻨځﻮﻧﻮ ﻛﯥ ووﻳﺸﻠﯥ او د ﻧړۍ د ﻏﻮﻟﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎره ﻳﯥ ﻫﻐﻪ ﻓﺼﻠﻮﻧﻪ وران ﻛړل ﭼﯥ
څﻠﻮر ځﻠﻪ ورﻧﻪ اﭘﻴﻢ ټﻮل ﺷﻮي وو.
ﺑﺶ زﻣﻮږ ګﺎوﻧډي ﻫﯧﻮادوﻧﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺿﺪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﻧﺎروا ﺟګړې ﻛﯥ راښﻜﯧﻞ ﻛړل او ﭘﻪ دې ﺳﺮه
ﻳﯥ د ټﻮﻟﯥ ﺳﻴﻤﯥ د ﻫﯧﻮادوﻧﻮ ﺗﺮﻣﻨځ د دښﻤﻨۍ ﺗﺨﻢ وﻛﺮﻟﻮ او دﻏﻮ ﻫﯧﻮادوﻧﻮ ﺗﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ داﺧﻞ ﻛﯥ ﻧﻪ ﺣﻞ ﻛﯧﺪوﻧﻜﻲ ﺳﺘﻮﻧﺰې راوﻻړې ﻛړې .څﻮك ﭼﯥ د ﻧړۍ د ﻣﺸﺮﺗﺎﺑﻪ اﻫﻠﻴﺖ وﻟﺮي ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻫﯧﻮادوﻧﻮ ﻛﯥ ﻓﺘﻨﯥ ﻧﻪ
راوﻻړوي ،ﺑﺮﻋﻜﺲ ﻟﻪ ﺧﭙﻞ رﺳﻮخ ﻧﻪ د ﻓﺘﻨﻮ ﭘﻪ ﺧﺘﻤﻮﻟﻮ ﻛﯥ اﺳﺘﻔﺎده ﻛﻮي ،څﻮك ﭼﯥ د ﻓﺘﻨﻮ اوروﻧﻪ ﺑﻠﻮي،
دا ګﻮﻣﺎن دي ﻧﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ د دې اور ﻟﻪ ﺑڅﺮﻛﻮ ﻧﻪ ﺑﻪ د ده ﻟﻤﻦ ﺧﻮﻧﺪي ﭘﺎﺗﻪ ﺷﻲ ،څﻮك ﭼﯥ ﺑﻞ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻛﻮرﻛﯥ
آراﻣﻲ ورځﯥ ﺗﻪ ﻧﻪ ﭘﺮﯦږدي دا ګﻮﻣﺎن دې ﻧﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ دى ﺑﻪ د ﺑﻞ ﭘﻪ ﻛﻮر ﻛﯥ آراﻣﻪ ﺷﭙﻪ ﺗﯧﺮه ﻛړي .د
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺧﻴﺮ ﭘﻪ دې ﻛﯥ دى ﭼﯥ ﻟﻪ ﻗﻴﺪ ،ﺷﺮط او ځﻨډ ﻧﻪ ﭘﺮﺗﻪ ﻟﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻧﻪ ووځﻲ ،د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ د ﻣﺰﻳﺪ
وژﻟﻮ ،ﻛړوﻟﻮ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻟﻪ ﺗﻞ ﭘﺎﺗﯥ ﻛﯧﺪﻟﻮ او ﭘﻪ دې ﻫﯧﻮاد ﻛﯥ د ﻳﻮه ﻻس ﭘﻮڅﻲ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻟﻪ ﺗﭙﻠﻮ ﻧﻪ
ﻻس واﺧﻠﻲ .ﭘﻪ دې ﻛﯥ ﻫﻴڅ ﺷﻚ ﻣﻜﻮى ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﺑﻪ ﺳﺘﺎﺳﻮ د ﭘﺎﺗﻪ ﻛﯧﺪو ﻫﻤﻐﻪ ﭘﺎﻳﻠﯥ وي ﭼﯥ
55
ﺷﻮروي اﺗﺤﺎد ورﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ ﺷﻮ .ﺷﺎﻳﺪ ﻣﺴﻜﻮ د ﻫﻤﺪې ﻟﭙﺎره ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﺑﺮﻳﺪ ﻣﻼﺗړ
وﻛړ او ﺷﻤﺎﻟﻲ ټﻠﻮاﻟﯥ ﺗﻪ ﻳﯥ وﻇﻴﻔﻪ ورﻛړه ﭼﯥ ﺳﺘﺎﺳﻮ ﺧﻮا ﺗﻪ ودرﯦږي او ﺳﺘﺎﺳﻮ ﺗﺮ ﻗﻮﻣﻨﺪې ﻻﻧﺪې د ﺧﭙﻞ
وﻟﺲ ﭘﻪ ﺧﻼف وﺟﻨګﯧږي .دا ﻳﻮ داﺳﯥ ﺧﻄﺮﻧﺎك دام وګڼﻰ ﭼﯥ روﺳﺎﻧﻮ د ﻏﭻ اﺧﻴﺴﺘﻮ ﻟﭙﺎره ﺳﺘﺎﺳﻮ د ﭘښﻮ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ ﻏﻮړوﻟﯥ.
ﺟﻮرج ډﺑﻠﻴﻮ ﺑﺶ ﭘﺮ ﻋﺮاق د ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺑﺮﻳﺪ ﭘﻪ ګﻮاښ ﺳﺮه ﻟﻪ ﻳﻮې ﺧﻮا ﻏﻮاړي ﭼﯥ دا ﺛﺎﺑﺘﻪ ﻛړي ﭼﯥ ﭘﺮ
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې د ده ﺣﻤﻠﻪ ﻳﻮه ﻛﺎﻣﻴﺎﺑﻪ ﺗﺠﺮﺑﻪ وه ﭼﯥ ﺑﺎﻳﺪ ﭘﻪ ﻧﻮرو ﻫﯧﻮادوﻧﻮ ﻛﯥ ﻫﻢ ﺗﻜﺮار ﺷﻲ ،ﻟﻪ ﺑﻠﯥ ﺧﻮا
ﻏﻮاړي وښﻴﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﺟﻨګ ﻏﻮښﺘﻮﻧﻜﻲ ﺳﻴﺎﺳﺖ ﺳﺮه ﻫﻐﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ګټﯥ ﺗﺄﻣﻴﻨﻮي او ﻟﻪ اﺣﺘﻤﺎﻟﻲ ﺧﻄﺮ
ﻧﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ژﻏﻮرﻟﻮ ﻟﭙﺎره ﭘﺮ ﻋﺮاق ﺣﻤﻠﻪ ﻛﻮي .ﺧﻮ ﺣﻘﻴﻘﺖ دا دئ ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ
ﺑﺮﻳﺪ ﻳﻮه ﻧﺎﻛﺎﻣﻪ ﺗﺠﺮﺑﻪ وه ،ﭘﻪ دې ﺑﺮﻳﺪ ﺳﺮه اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﻫﻴڅ ﻧﺪي ﺗﺮﻻﺳﻪ ﻛړي ،ﻧﻪ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ او اﻟﻘﺎﻋﺪې د
ﻣﺸﺮاﻧﻮ ﭘﻪ ﻧﻴﻮﻟﻮ او وژﻟﻮ ﻛﯥ ﻣﻮﻓﻖ ﺷﻮل ،ﻧﻪ ﻳﯥ داﺳﯥ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺟﻮړ ﻛړى ﺷﻮ ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ګټﯥ ﺗﺄﻣﻴﻦ ﻛړي
ﺷﻲ ،ﻧﻪ ﻳﯥ ﺟګړه ﭘﺎى ﺗﻪ ورﺳﻮﻟﯥ ﺷﻮه او ﻧﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ دې ﻫﯧﻮاد ﻛﯥ د ﺧﭙﻠﯥ ﺧﻮښﯥ ﺳﻮﻟﻪ او اﻣﻨﻴﺖ ﺗﺄﻣﻴﻦ ﻛړى ﺷﻮ .د ﺑﺶ ادارې ﭘﻪ دې ﺟګړو ﺳﺮه اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺗﻪ د ﺧﭙﻠﻮ زاﻣﻨﻮ ﻟﻪ ﻣﺮګ ژوﺑﻠﯥ او د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ ﺿﺪ د
اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ او ټﻮﻟﯥ ﻧړۍ ﻟﻪ ژوررې ﻛﺮﻛﯥ او ﻧﻔﺮت ﻧﻪ ﭘﺮﺗﻪ ﺑﻞ څﻪ ﻧﺪي ﺗﺮﻻﺳﻪ ﻛړي .ﻟﻪ ﺟﻨﺎب ﺑﺶ ﺳﺮه ﻛﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د ﻣﺴﺘﻘﺒﻞ اﻧﺪﻳښﻨﻪ وي ﻧﻮ ﻫﻐﻮى ﺗﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ رښﺘﻴﺎ وﻳﻠﻲ وو او ﭘﻪ دې ﺑﻪ ﻳﯥ اﻋﺘﺮاف ﻛړى وو ﭼﯥ
ﭘﺮ ﻋﺮاق ﺑﺎﻧﺪې د ﺣﻤﻠﯥ ﻣﻘﺼﺪ ﻳﯥ دا دى ﭼﯥ د دي ﻫﯧﻮاد د ﺗﻴﻠﻮ ﻏﻨﻲ زﻳﺮﻣﯥ ﺗﺼﺮف ﻛړي ،ﻧﻪ دا ﭼﯥ واﻳﻲ :ﻟﻪ
ﻋﺮاق ﻧﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺗﻪ ﺧﻄﺮ ﻣﺘﻮﺟﻪ دى ،ﻛﻪ ﭘﻪ دې ﻫﯧﻮاد ﺑﺮﻳﺪ وﻧﺸﻲ ﻧﻮ اﺗﻮﻣﻲ او ﻛﻴﻤﻴﺎوي وﺳﺎﻳﻞ ﺑﻪ ﺟﻮړ او د
اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ ﺿﺪ ﺑﻪ ﻳﯥ اﺳﺘﻌﻤﺎل ﻛړي!! ﺧﻮﻧړﻳﻮال واﻳﻲ :دا څﻨګﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻟﻪ ﻫﻐﻮ ﻫﯧﻮادوﻧﻮ ﻧﻪ وﻳﺮه ﻧﻠﺮي ﭼﯥ
ﻣﺨﻜﻲ ﺗﻠﻠﻲ اﺗﻮﻣﻲ ،ﻛﻴﻤﻴﺎوي او ﺑﻴﻮﻟﻮژﻳﻜﻲ وﺳﺎﻳﻞ ﻟﺮي ،ﻧﻪ ﻟﻪ روس ﻧﻪ وﻳﺮه ﻟﺮي او ﻧﻪ ﻟﻪ ﭼﻴﻦ ﻧﻪ ،او ﻧﻪ ﭘﻪ
اﺳﺮاﺋﻴﻠﻮ اﻋﺘﺮاض ﻛﻮي ﭼﯥ ﻛﺎﻓﻲ اﺗﻮﻣﻲ ﻛﻴﻤﻴﺎوي او ﺑﻴﻮﻟﻮژﻳﻜﻲ وﺳﻠﯥ ﺟﻮړوي!! دا ﭘﺪاﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ
ﻋﺮاق د ﺟﻨګ او اوږدې ﻣﺤﺎﺻﺮې ﭘﻪ وﺟﻪ ﻧﻪ د داﺳﯥ وﺳﻠﻮ د ﺟﻮړوﻟﻮ ﻣﺎﻟﻲ ﺗﻮان ﻟﺮي او ﻧﻪ ﻓﻨﻲ ،ﻫﻐﻪ ﭘﺮ ﺧﭙﻠﯥ ﺧﺎورې د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﻃﻴﺎرو د ﭘﺮﻟﻪ ﭘﺴﯥ ﺑﻤﺒﺎرﻳﻮ ﻣﺨﻪ ﻫﻢ ﻧﺸﻲ ﻧﻴﻮﻟﯥ ،اﺗﻮﻣﻲ ﺑﻢ ﺑﻪ څﻨګﻪ ﺟﻮړ ﻛړى ﺷﻲ!!؟ ﻣﻮږ ګﻮﻣﺎن ﻧﻪ ﻛﻮو ﭼﯥ ﻫﻴڅ ﻫﻮﺷﻴﺎر او ﭘﻪ ﺣﻘﺎﻳﻘﻮ ﭘﻮه اﻧﺴﺎن ﺑﻪ دا ﺟﺮأت وﻛړي ﭼﯥ ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د
ﺣﻤﻠﯥ ﺗﺠﺮﺑﻪ ﻳﻮه ﻛﺎﻣﻴﺎﺑﻪ ﺗﺠﺮﺑﻪ وګڼﻲ او ﭘﻪ ﺑﻞ ځﺎى ﻛﯥ د ﻫﻐﯥ د ﺗﻜﺮار ﺗﻮﺻﻴﻪ وﻛړي.
ﭘﻪ آﺧﺮ ﻛﻲ ﺑﺎﻳﺪ ﺗﺎﺳﻮ ﺗﻪ وواﻳﻢ :ﭘﻪ ﻛﻨﺪﻫﺎر ﻛﻲ ﭘﻪ ﻛﺎﻧﺎډاﺋﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪې د دوو اﻣﺮﻳﻜﺎﺋﻲ ﭘﻴﻠﻮټﺎﻧﻮ ﻟﻪ
ﺑﻤﺒﺎرۍ او د ﺧﭙﻠﻮ څﻠﻮرو ﻛﺎﻧﺎډاﺋﻲ ﻣﻠګﺮو ﻟﻪ وژﻟﻮ ﺑﺎﻳﺪ ﺣﺪس ووﻫﻰ ﭼﻲ ﻧﻮرو اﻣﺮﻳﻜﺎﺋﻲ ﭘﻴﻠﻮټﺎﻧﻮ ﺑﻪ د ﺧﭙﻠﻮ ﺑﺪﻣﻌﺎﺷﻴﻮ ﭘﻪ ﻧﺘﻴﺠﻪ ﻛﻲ څﻮﻣﺮه ﺑﯥ دﻓﺎع اﻓﻐﺎﻧﺎن ﭘﻪ ﻗﺘﻞ رﺳﻮﻟﯥ وي؟«)دﻟﻴﻚ ﭘﺎى(
٭٭٭٭٭ ﺧﻮ ﭘﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻛﯥ د رژﻳﻢ د ﺑﺪﻟﻴﺪو او د اوﺑﺎﻣﺎ د ﻧﻮي ﺳﻔﺮ د ﭘﻴﻼﻣﯥ او د ﻫﻐﻪ د ﺳﻮﻟﯥ د ﻏږ د راﭘﻮرﺗﻪ ﻛﻴﺪو ﺳﺮه ﺳﻢ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د وﻟﺲ ددې ﻏﻤﻴﺰې د ﭘﺎى ﺗﻪ د رﺳﻴﺪو ﻟﻪ ﭘﺎره د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻣﻴﺮ ﻣﺤﺘﺮم
ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﻧﻮي وﻟﺴﻤﺸﺮ ﭘﻪ ﻧﻮم ﻳﻮ ﭘﺮاﻧﺴﺘﯥ ﻟﻴﻚ وﻟﻴﻜﻪ ،ﭼﯥ دا ﻟﻴﻚ ﭘﻪ اروﭘﺎ ﻛﯥ دﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د ﻣﺴﺆﻟﻴﻨﻮ ﻟﻪ اړﺧﻪ ﭘﻪ ډﻳﺮه ﭘﺮاﺧﻪ ﭘﻴﻤﺎﻧﻪ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﻲ او ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ ﺑﺮﻳښﻨﺎﻳﻲ ﭘﺎڼﻮ ﻛﯥ ﻣﻨﻌﻜﺲ
ﺷﻮ او د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﻛﺎﻧګﺮس ﻏړو ﺗﻪ ﻫﻤﻠﺘﻪ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د ﻓﻌﺎﻟﻴﻨﻮ ﭘﻪ ﻻس ور ورﺳﻴﺪ .ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ دا
ﻟﻴﻚ ﭘﻪ اﻧګﻠﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻫﻢ د ﭘﺎرﻟﻤﺎن ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻏړو او د ﺟﻨګ ﻣﺨﺎﻟﻔﻮ ﻛړﻳﻮ) Stop the war
56
(organistionﻣﺴﺆﻟﻴﻨﻮ ﺗﻪ ﻻس ﭘﻪ ﻻس ورﻛړل ﺷﻮ .ﭘﻪ دې ﻟﻴﻚ ﻛﯥ راﻏﻠﻲ دي ﭼﯥ :
»دا ﻟﻴﻚ د ﻫﻐﻪ ﻣﻈﻠﻮم او ځﻮرﻳﺪﻟﻲ اﻓﻐﺎن وﻟﺲ ﭘﻪ اﺳﺘﺎزﻳﺘﻮب ﺗﺎﺳﻮ ﺗﻪ ﻟﻴږم ﭼﯥ ﭘﻪ ﺗﻴﺮو ﭘﻨځﻪ وﻳﺸﺘﻮ
ﻛﻠﻮﻧﻮ ﻛﯥ د دوو ﺳﺘﺮو ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﺗﺮ ﺑﺮﻳﺪ ﻻﻧﺪې راﻏﻠﻰ او ﺗﺮ ﻧﻦ ﭘﻮري ﭘﻪ ﻫﻐﻪ اور ﻛﻲ ﺳﻮزي ﭼﯥ د ﻛﺮﻳﻤﻠﻴﻦ ﻣﻐﺮور واﻛﺪاراﻧﻮ ﺑﻞ ﻛړ او اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭼﺎرواﻛﻮ ﺗﻪ ﺋﻲ ﭘﻪ ﻣﻴﺮاث ﭘﺮﻳښﻮد ،ﻻﺋﻲ د ﺷﻮروي ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻻس
د ټﭙﻲ ټﭙﻲ ﺑﺪن ﭘﺮﻫﺎروﻧﻪ ﻧﻪ وو روغ ﺷﻮي ﭼﯥ ﭘﻪ آﺧﺮﻳﻦ ﻣﺎډل و ژوﻧﻜﻮ وﺳﻠﻮ ﺳﻤﺒﺎل اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭘﻮځﻮﻧﻪ د دوى د وژﻟﻮ او د دوى د وران ﻫﻴﻮاد د ﻣﺰﻳﺪ وراﻧﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎره را څﺮﮔﻨﺪﺷﻮل او دادئ اوه ﻛﺎﻟﻪ ﻛﻴږي ﭼﯥ ﻫﺮ ورځ
ﺋﻲ ﭘﻪ ﻟﺴﮕﻮﻧﻮ ﻣﻈﻠﻮم او ﺑﯥ وزﻟﻲ ﺑﭽﻴﺎن ﭘﻪ وﻳﻨﻮ ﻛﯥ رﻏړي او ﭘﻪ ﻛﻠﻴﻮ ،ﻛﻮروڼﻮ ،ښﺎروﻧﻮ ،ﻣﺪرﺳﻮ او
ﺟﻮﻣﺎﺗﻮﻧﻮ ﺋﻲ ﺑﻤﻮﻧﻪ ورﻳږي .ﻏﻮاړم ﭘﻪ دې ﻟﻴﻚ ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﻣﺨﻜﻨﻲ ﺟﻤﻬﻮر رﺋﻴﺲ ﺟﻮرج ډﺑﻠﻴﻮﺑﻮش د ﺟﻨﮕﻲ ټﻴﻢ او د ﺳﭙﻴﻨﯥ ﻣﺎڼۍ د ﻫﻐﻪ ﻣﺎﺟﺮاﻏﻮښﺘﻮﻧﻜﻲ او ﺟﻨﮓ زﻳږووﻧﻜﻲ ﺳﻴﺎﺳﺖ ﭘﻪ اړه ﺗﺎﺳﻮ ﺗﻪ څﻮ ﺗﺮﺧﻪ ﺣﻘﺎﻳﻖ وﻟﯧﻜﻢ ﭼﯥ ﻧړۍ او ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺋﻲ ﻟﻪ د ﻏﻮ ﺑﺪو ورځﻮ ،ﺑﺤﺮاﻧﻮﻧﻮ ،ﺑﯥ اﻣﻨﻴﻮ او ﺟﮕړوﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ
ﻛړى .ﭘﻪ دې ﻛﻲ ﻫﻴڅ ﺷﻚ ﻧﺸﺘﻪ ﭼﻲ ﻛﻪ ﭘﻪ دې ﺳﻴﺎﺳﺘﻮﻧﻮ ﻛﯥ ژور ﺑﺪﻟﻮن راﻧﺸﻲ ﻧﻮ ﺗﺮ دې ﻻزﻳﺎﺗﻮ ﺧﻄﺮﻧﺎﻛﻮ ﭘﺎﻳﻠﻮ ﺗﻪ ﺑﺎﻳﺪ ﻣﻨﺘﻈﺮ وو .ﺗﺎﺳﻮ ﺗﻪ د اﻓﻐﺎن وﻟﺲ د ﭘﻴﻐﺎم اﺳﺎﺳﻲ ټﻜﻲ دادي : •
اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ،ﻧړۍ واﻟﻮ او ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎ وﻟﺲ دا اﻧﺘﻈﺎر درﻟﻮ د ﭼﯥ د ﺟﻮرج ﺑﻮش ﭘﻪ ﺗﻠﻮ او د ﻧﻮي
ﺟﻤﻬﻮر رﺋﻴﺲ ﭘﻪ راﺗﻠﻮ ﺳﺮه ﺑﻪ د ﺳﭙﻴﻨﯥ ﻣﺎڼۍ ﭘﻪ ﻫﻐﻮ ﻏﻠﻄﻮ ﺳﻴﺎﺳﺘﻮ ﻧﻮ ﻛﻲ ژوره ﺗﺒﺪﻳﻠﻲ راﺷﻲ ﭼﯥ
ﻧړۍ ﺋﻲ ﻟﻪ ﺟﮕړو ،ﺑﯥ اﻣﻨﻴﻮ او ﺑﺤﺮاﻧﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ ﻛړې ،دﻏﻪ ﻫﻴﻠﯥ ﻫﻐﻪ ﻣﻬﺎل ﻻزﻳﺎﺗﯥ ﺷﻮې ﭼﯥ د اﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺗﻲ ﻣﺒﺎرازاﺗﻮ ﭘﻪ دوران ﻛﻲ ﺋﯥ ﻟﻪ ﺗﺎﺳﻮ ﻧﻪ ﭘﻪ ﺗﺎﻛﻴﺪ ﺳﺮه او ﭘﻪ ﻣﻜﺮره ﺗﻮﮔﻪ د ) ﺗﺒﺪﻳﻠۍ :
( Changeﺷﻌﺎر اورﻳﺪو ،ﭘﻪ ځﺎﻧﮕړې ﺗﻮﮔﻪ ﻛﻠﻪ ﭼﻲ ﺗﺎﺳﻮ ﻟﻪ ﻋﺮاق ﻧﻪ د ﭘﻮځﻮﻧﻮ د اﻳﺴﺘﻠﻮ او د
ﮔﻮاﻧﺘﺎﻧﺎﻣﻮ زﻧﺪان ﺑﻨﺪوﻟﻮ ﺧﺒﺮه وﻛړه ،د اﻣﺮﻳﻜﺎ وﻟﺲ ﭼﻲ ﻟﻪ ﺟﮕړو ﺳﺘﻮﻣﺎﻧﻪ ﺷﻮى اوﻧﻪ ﺋﻲ ﻏﻮښﺘﻞ
ﭼﯥ ﺗﺮ دې زﻳﺎت د ﺧﭙﻠﻮ زاﻣﻨﻮ ﺗﺎﺑﻮﺗﻮﻧﻪ اﺳﺘﻘﺒﺎل ﻛړي ،د دﻏﯥ ﺗﺒﺪﻳﻠۍ ﭘﻪ ﻫﻴﻠﻪ ﺗﺎﺳﻮ ﺗﻪ راﻳﻪ در •
ﻛړه ،ﭘﻪ اﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺗﻮ ﻛﻲ ﺳﺘﺎﺳﻮ او ﺳﺘﺎﺳﻮ د ﮔﻮﻧﺪ ﻗﺎﻃﻊ ﺑﺮﻳﺎداﻫﻴﻠﯥ ﻻزﻳﺎﺗﯥ ﻛړې .
دا ﺑﻪ د ﺣﻴﺮاﻧﺘﻴﺎ ﺧﺒﺮه وي ﭼﻲ ﺳﭙﻴﻨﻪ ﻣﺎڼۍ د ﺟﻮرج ﺑﻮش ﻟﻪ ﺗﻠﻮ وروﺳﺘﻪ ﻫﻢ د ﻫﻐﻪ ﻧﺎﻛﺎم ﺳﻴﺎﺳﺘﻮﻧﻪ
ﺗﻜﺮار او د ﺟﻨﮓ ﭘﺮ دوام ټﻴﻨﮕﺎر وﻛړي او د دې ﭘﻪ ځﺎى ﭼﯥ ﻟﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن او ﻋﺮاق ﻧﻪ ﺧﭙﻞ ﭘﻮځﻮﻧﻪ ﭘﻪ ﻋﺎﺟﻠﻪ او ﺑﺸﭙړه ﺗﻮﮔﻪ وﺑﺎﺳﻲ او وواﻳﻲ ﭼﯥ ﻟﻪ دې وروﺳﺘﻪ ﺑﻪ ﭘﺮ ﻧﻮرو ﻫﻴﻮادو د ﺗﻴﺮي او ﻳﺮﻏﻞ
ﻏﻠﻄﻲ ﻧﻪ ﺗﻜﺮاروي ﺑﺮ ﻋﻜﺲ د ﻧﻮرو ﭘﻮځﻮﻧﻮ ﻟﻴږل وﻏﻮاړي !! د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺤﺮان د ﻧﻮرو ﭘﻮځﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻟﻴږﻟﻮ او ﭘﺮﺑﯥ ﮔﻨﺎه او ﻣﻈﻠﻮﻣﻮ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ د ﺑﻤﻮﻧﻮ د وروﻟﻮ ﻟﻪ ﻻرې ﻧﺸﻲ ﺣﻞ ﻛﻴﺪي ،دا ﺑﺤﺮان ﻟﻪ
دې ﭘﺮﺗﻪ ﺑﻠﻪ د ﺣﻞ ﻻرﻧﻪ ﻟﺮي ﭼﻲ ټﻮل ﺑﻬﺮﻧﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﺗﺮې ووځﻲ ،د ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ ﻛﻮرﻧﻴﻮ ﭼﺎرو ﻛﻲ د
•
ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﻻﺳﻮﻫﻨﯥ ﺑﻨﺪې ﺷﻲ او اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﺗﻪ د ﺧﭙﻞ ﺑﺮﺧﻴﻠﻚ ټﺎﻛﻠﻮ ﻣﻮﻗﻊ ورﻛړى ﺷﻲ .
اﻓﻐﺎﻧﺎن اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺗﻪ واﻳﻲ :آﻳﺎ د ﻧﻴﻮﯦﺎرك ﭘﻪ ﭘﻴښﯥ ﻛﻲ د وژل ﺷﻮو اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د اﻧﺘﻘﺎم ﻟﭙﺎره د
ﻧږدې اﺗﻪ ﻟﻜﻮ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ او ﻋﺮاﻗﻴﺎﻧﻮ وژل ﻛﺎﻓﻲ ﻧﻪ دي؟ ﺗﺎﺳﻮ د ﻫﺮ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﻲ ﻧږدې دوه
ﻧﻴﻢ ﺳﻮه اﻓﻐﺎﻧﺎن او ﻋﺮاﻗﻴﺎن وژﻟﻲ او ﭘﻪ ﺳﻠﮕﻮﻧﻮ ﻧﻮر ﻣﻮ ژوﺑﻞ ﻛړي او ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ﻛﻮر ﻛﻠﻲ ﻣﻮ ﻫﺠﺮت
ﺗﻪ اړ ﻛړي ،آﻳﺎ ﭘﻪ دوﻣﺮه ﺑﯥ رﺣﻤﺎﻧﻪ ﻣﺮگ ژوﺑﻠﯥ او وراﻧۍ ﻣﻮ زړوﻧﻪ ﻧﻪ دي ﺳﺎړه ﺷﻮي ؟ څﻮﻣﺮه ﻧﻮر
ﺑﻤﻮﻧﻪ ورول ﻏﻮاړى او څﻮﻣﺮه ﻧﻮرې وﻳﻨﯥ ﺗﻮﻳﻮل ؟ !! آﻳﺎ ﺳﺘﺎﺳﻮ ﺗﻤﺪن ،ﺑﺸﺮي ﺣﻘﻮق ،ﻣﺴﺎوات او دﻳﻤﻮﻛﺮاﺳﻲ ﻫﻤﺪا دي ؟ آﻳﺎ ﻣﺴﻴﺢ ﻋﻠﻴﻪ اﻟﺴﻼم ﺗﺎﺳﻮ ﺗﻪ ﻫﻤﺪا درس درﻛړ ى ؟
57
•
ﻛﻪ ﺳﺘﺎﺳﻮ ﭘﻮځﻴﺎن ﭘﻪ ﻳﻮې اوﻧۍ ﻛﻲ درې ځﻠﯥ د ﺧﭙﻞ ﻻس ﭘﻮڅﻲ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﺮ اﻣﻨﻴﺘﻲ ﻗﻄﻌﺎﺗﻮ
ﺑﻤﻮﻧﻪ وروي او ﭘﻪ ﻟﺴﮕﻮﻧﻮ ﻛﺴﺎن ﭘﻪ وﻳﻨﻮ ﻛﯥ رﻏړوي ؛ ﻧﻮ ﻟﻪ ﻋﺎم وﻟﺲ ﺳﺮه ﺑﻪ د دوى ﻣﻌﻼﻣﻠﻪ
څﻨﮕﻪ وي ؟ ! آﻳﺎ اﻃﻼع ﻟﺮئ ﭼﯥ ﺳﺘﺎﺳﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻳﻮې ﻣﻴﺎﺷﺖ ﻛﯥ ﺗﺮ ﭘﻨځﻮ ﺳﻮو زﻳﺎت ﻏﻴﺮ
ﻧﻈﺎﻣﻴﺎن ووژل ؟ !! ﻛﻪ دوى ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ زﻧﺪاﻧﻮﻧﻮ ﻛﯥ ،ﭘﻪ ﮔﻮاﻧﺘﺎﻧﺎﻣﻮ ،اﺑﻮﻏﺮﻳﺐ ،ﻛﻨﺪﻫﺎر او ﺑﮕﺮام
ﻛﻲ ﻫﻐﻪ ﺟﻨﺎﻳﺎت ﻛﻮي ﭼﯥ ﭘﻪ ﺗﺎرﻳﺦ ﻛﻲ ﺋﯥ ﻟږ ﺑﻴﻠﮕﻪ او ﻣﺜﺎل ﻣﻮﻧﺪﻟﻰ ﺷﻮ ؛ ﭘﻪ ﻧﻮرو ځﺎﻳﻮﻧﻮ ﻛﻲ ﺑﻪ ﺋﯥ ﻟﻪ ﺧﻠﻜﻮ ﺳﺮه څﻪ ﻛړي وي ؟ !! ﺳﺘﺎﺳﻮ د اﺋﺘﻼﻓﻰ ﻣﻠﮕﺮو ﻣﻌﻼﻣﻠﻪ ﻫﻢ ﻟﻪ اﻓﻐﺎن وﻟﺲ ﺳﺮه دې ﺗﻪ ورﺗﻪ ده ،ﻓﺮاﻧﺴﻮﻳﺎن ﻧﻮي ﻣﻴﺪان ﺗﻪ راﻏﻠﻲ ،ﻣﻐﺮور دي ،ﺳﺘﺎﺳﻮ د ﭘﻮځﻴﺎﻧﻮ د ﻟﻮﻣړﻳﻮ ورځﻮ
ﺑﺪﻣﺴﺘﻲ ﻛﻮي ،ﭘﻪ اﻟﺠﺰاﻳﺮ ﻛﻲ ﭼﯥ د دوي ﭘﻠﺮوﻧﻮ ﻛﻮم ﺟﻨﺎﻳﺎت ﻛړي ﻫﻤﻐﻪ ﺑﻴﺎ ﺗﻜﺮار وي ،ﭘﻪ دې ﺗﻔﺎوت ﺳﺮه ﭼﻲ ﻫﻐﻪ ﻣﻬﺎل ﺋﯥ ﻛﻴﻤﻴﺎوي وﺳﺎﻳﻞ ﻧﻪ درﻟﻮدل ﭼﻲ وﺋﯥ ﻛﺎروي اوس دا ﻫﻢ ﻛﺎروي ،د
دوي ﭘﻪ اړه ﺑﺎﻳﺪ وواﻳﻮ :ﻛﻪ د ﻳﻮه ﻫﻴﻮاد ﺧﻠﻚ داﺳﯥ وي ﭼﻲ د ﺟﻤﻬﻮر رﺋﻴﺲ ﻟﻪ ﺑﺎﻧﻜﻲ ﺣﺴﺎب ﻧﻪ
ﭘﻴﺴﯥ ﻏﻼ ﻛﻮي ؛ ﻛﻪ د دي ﻫﻴﻮاد ﺑﺪﻣﺴﺘﻮ ﭘﻮځﻴﺎﻧﻮ ﺗﻪ ټﻮﭘﻚ ورﻛړى ﺷﻲ او ﭘﺮدﻳﻮ ﻣﻠﻜﻮﻧﻮ ﺗﻪ
وﻟﯧږل ﺷﻲ او ﭘﻪ دې ﻫﻢ ﭘﻮه ﻛړى ﺷﻲ ﭼﻲ ﻫﻠﺘﻪ ﺋﯥ ﻧﻪ څﻮك ﻣﺤﺎﻛﻤﻪ ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻲ ،ﻧﻪ ﭘﻮښﺘﻨﻪ ﺗﺮې
ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻲ او ﻧﻪ ﺳﺰا ورﻛﻮﻟﻰ ﺷﻲ ،ﻧﻮ ﻣﻌﻠﻮﻣﻪ ده ﭼﻲ د ﻫﻐﻪ ځﺎى ﻟﻪ ﺑﯥ وزﻟﻮ او ﺑﯥ دﻓﺎع ﺧﻠﻜﻮ ﺳﺮه
•
ﺑﻪ څﻪ ﻛﻮي ؟
ډﻳﺮه ﺑﻪ ﻋﺠﻴﺒﻪ وي ﻛﻪ څﻮك اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ د ﻧﻮر ﭘﻮځ ﻟﻪ ﻟﻴږﻟﻮ ﻧﻪ ﻛﻮﻣﻪ ﻃﻤﻌﻪ وﻟﺮي ؛ ﻛﻪ د ﻋﺮاق ﭘﻪ
آوارې ځﻤﻜﯥ ﭼﻲ ﻧﻪ ﻟﻮړ ﻟﻮړ ﻏﺮوﻧﻪ ﻟﺮي او ﻧﻪ ﮔڼ ﮔڼ ځﻨﮕﻠﻮﻧﻪ ؛ﻳﻮﻟﻚ اﺗﻴﺎ زره ﺑﻬﺮﻧﻰ ﭘﻮځ او
ﺷﭙږﻟﻜﻪ ﻋﺮاﻗﻲ ﭘﻮځ ،ﭘﻮﻟﯧﺲ او ﻣﻠﻴﺸﯥ ﻧﺘﻴﺠﻪ ورﻧﻪ ﻛړه او ﺟﮕړه ﺋﯥ ﭘﺎى ﺗﻪ وﻧﻪ رﺳﻮﻟﻪ ﻧﻮ ﭘﻪ
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺳﻠﻮ ﻛﻲ اﺗﻴﺎ ﺧﺎوره ﺋﯥ ﭘﻪ دﻧﮕﻮ دﻧﮕﻮ ﻏﺮوﻧﻮ او ځﻨﮕﻠﻮﻧﻮ ﭘﻮښﻠﯥ ده څﻨﮕﻪ
ﺑﻪ وﻛﻮﻟﻰ ﺷﻲ ﭼﯥ ﺟﻨﮓ وﮔټﻲ ؟ ! دﻟﺘﻪ ﺧﻮ ﻳﻘﻴﻨﺎً ﺗﺮ دې زﻳﺎت ﭘﻮځ ﻫﻢ څﻪ ﻧﺸﻲ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛﻮﻟﻰ ،د
ﺷﻮروي اﺗﺤﺎد او ﺗﺮ ﻫﻐﻪ ﻧﻪ ﻣﺨﻜﯥ د ﺑﺮﻳﺘﺎﻧﻴﺎﻧﺎﻛﺎﻣﯥ ﺗﺠﺮﺑﯥ زﻣﻮږ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ ﭘﺮﺗﯥ دي ،ﺷﻮروي
اﺗﺤﺎد ﻳﻮ ﻣﻠﻴﻮن ﭘﻮځﻴﺎن اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ وﻟﯧږل ﻳﻮﻟﻚ ﺷﻞ زره ﺗﻞ ﭘﻪ ﺟﮕړو ﺑﻮﺧﺖ ول ،دﻛﻤﻮﻧﻴﺴﺖ
ﺣﻜﻮﻣﺖ څﻠﻮر ﻟﻜﻪ ﭘﻮځ ،ﻣﻠﻴﺸﯥ او ﺣﺰﺑﯥ ﻣﺴﻠﺢ ﻏړي د دوى ﭘﻪ ﺧﺪﻣﺖ ﻛﻲ او ﻟﻪ وﻟﺲ ﺳﺮه
ﺟﻨﮕﻴﺪل ﺧﻮ ﻟﻪ ﻣﺎﺗﯥ او رﺳﻮاﻳۍ ﭘﺮﺗﻪ ﺋﯥ ﺑﻞ څﻪ ﭘﻪ ﺑﺮﺧﻪ ﻧﻪ ﺷﻮل ،د ﻫﻤﺪې ﺟﻨﮓ ﻣﺎﺗﯥ او ﻣﺎﻟﻲ او
•
ځﺎﻧﻲ ﺗﻠﻔﺎﺗﻮ ﺋﯥ ﺷﻮروي اﺗﺤﺎد ﻟﻪ زوال ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ ﻛړ .
اورو ﭼﻲ ﺳﭙﻴﻨﻪ ﻣﺎڼۍ ﻏﻮاړي د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ اړه ﻟﻪ اﻳﺮان ﺳﺮه ﺗﻔﺎﻫﻢ وﻛړي ،ﻳﻘﻴﻨﺎً ﭼﻲ دا
دﻣﺨﻜﻨۍ ﻏﻠﻄﯥ ﺗﺠﺮﺑﯥ ﺗﻜﺮار دى ،د ﺑﻮش ﺟﻨﮕﻲ ټﻴﻢ ﻫﻢ ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن اوﺑﻴﺎ ﭘﺮ ﻋﺮاق د ﺑﺮﻳﺪ ﭘﻪ
دوران ﻛﻲ د اﻳﺮان ﻣﻠﮕﺮﺗﻴﺎ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛړه ،د ﺑﻦ ﭘﻪ ﻏﻮﻧډه ﻛﻲ ﭼﻲ د ﻛﺎﺑﻞ ﻟﭙﺎره ﺋﯥ ﺧﭙﻞ ﻻس ﭘﻮڅﻰ
ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﻪ ﻛﻲ ﺟﻮړ ﻛړ ،اﻳﺮان ﺗﻪ ﺋﯥ د ﺑﺮﺧﯥ اﺧﻴﺴﺘﻮ ﺑﻠﻨﻪ ورﻛړه ،او اﻳﺮان ﭘﻠﻮه ډﻟﻮ ﺗﻪ ﺋﯥ دوﻣﺮه ﻟﻮﻳﻪ ﺑﺮﺧﻪ ورﻛړه ﭼﻲ د ﺣﻜﻮ ﻣﺖ ټﻮل ﻣﻬﻢ ﻣﻨﺎﺻﺐ ﻟﻜﻪ د دﻓﺎع وزارت ،داﺧﻠﻪ وزارت ،ﺧﺎرﺟﻪ
وزارت ،د اﻣﻨﻴﺖ رﻳﺎﺳﺖ ،د ﺟﻤﻬﻮري رﻳﺎﺳﺖ ﻣﻌﺎوﻧﻴﺘﻮﻧﻪ ،ﺳﻔﺎرﺗﻮﻧﻪ او وﻻﻳﺎت دﻏﻮ ډﻟﻮ ﺗﻪ
وﺳﭙﺎرل ﺷﻮ ،ﺗﻬﺮان ﺗﻪ ﻫﻮﻣﺮه اﻣﺘﻴﺎزات ورﻛړى ﺷﻮل ﭼﻲ ﻧﻪ ﺋﯥ اﻳﺮاﻧﻴﺎﻧﻮ ﺗﺼﻮر ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻮ اوﻧﻪ ﺑﻞ ﭼﺎ ،دوﻣﺮه اﻣﺘﻴﺎزات ﭼﻲ د اﻳﺮان د ﻫﻐﻪ ﻣﻬﺎل ﺟﻤﻬﻮر رﺋﻴﺲ ﺧﺎﺗﻤﻲ اوﻣﺨﻜﻨﻲ ﺟﻤﻬﻮر رﺋﻴﺲ ﺋﯥ رﻓﺴﺠﺎﻧﻲ ووﻳﻞ :ﻣﻮږ ﻟﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺳﺮه داﺳﯥ ﻣﻠﮕﺮﺗﻴﺎ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻫﺮ ځﺎى ﻛﻲ ﭼﻤﺘﻮ ﻳﻮ !! د ﻫﻤﺪې
58
ﻟﭙﺎره اﻳﺮاﻧﻲ ﭼﺎرواﻛﻮ ﭘﻪ ﺧﻼص ﻻس ﺳﺘﺎﺳﻮ ﻣﺮﺳﺘﻪ وﻛړه ،اﻳﺮان ﭘﻠﻮه ډﻟﻮ ﺗﻪ ﺋﯥ ووﻳﻞ ﭼﯥ ﺳﺘﺎﺳﯥ ﺗﺮ ﭼﺘﺮ ﻻﻧﺪې او ﺳﺘﺎﺳﻮ د ﻣټﻮ ،وﺳﻠﻮ او ﭘﻴﺴﻮ ﭘﻪ زور ﺧﭙﻞ ﻫﻐﻪ رﻗﻴﺒﺎن وځﭙﻲ ﭼﻲ ﻧﻪ ﺋﯥ
اﻳﺮان د ﻣﻘﺎﺑﻠﯥ ﺗﻮان درﻟﻮد اوﻧﻪ ﭘﻪ اﻳﺮان ﭘﻮرې ﺗړﻟﻮ ډﻟﻮ !! ﺧﻮ دا ﻛﺎر ﺋﯥ ﺳﺘﺎﺳﻮ ﻟﭙﺎره ﻧﻪ دئ ﻛړى،
د ﺧﭙﻠﻮ ﮔټﻮ ﻟﭙﺎره ﺋﯥ ﻛړى ،ﭘﻪ ﺣﻘﻴﻘﺖ ﻛﻲ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﻛﺎﺑﻞ د اﻳﺮان او روﺳﻴﯥ ﻟﭙﺎره او ﺑﻐﺪاد د
ﺗﻬﺮان او د ﻣﺸﻖ ﻟﭙﺎره ﻓﺘﺤﻪ ﻛړى ،د دوى ﻟﭙﺎره ﺋﯥ ﭘﻪ دې دواړو ﻫﻴﻮادو ﻛﯥ ﻫﻐﻪ څﻪ وﻛړل ﭼﯥ ﭘﻪ
•
ﺗﻴﺮو ﻛﻠﻮﻧﻮ اوﭘﻪ ډﻳﺮو ډﻳﺮو ﻟﮕښﺘﻮﻧﻮ ﺋﯥ وﻧﻪ ﺷﻮ ﻛړى .
اﻳﺮان ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﻲ د ﺟﻨﮓ دوام ﻏﻮاړي ،ﺧﭙﻠﯥ ﻣﻠﻲ ﮔټﯥ د دې ﺟﻨﮓ ﭘﻪ دوام ﻛﻲ ﻟټﻮي ،د
ﻫﻤﺪې ﻟﭙﺎره ﻫﻢ ﺷﻤﺎﻟﻲ ټﻠﻮاﻟﯥ ﺗﻪ وﺳﻠﯥ او ﭘﻴﺴﯥ ورﻛﻮي او ﻫﻢ د ﺣﻜﻮﻣﺖ ځﻴﻨﻮ ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﺗﻪ ؛ او
ﭘﻪ ﻫﻤﺪې ﺣﺎل ﻛﻲ ﻫﺮه ﻣﻴﺎﺷﺖ څﻮﻟﻜﻪ ډاﻟﺮ ﻛﺮزي ﺗﻪ دارگ د ﻣﺼﺎرﻓﻮ ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ ورﻛﻮي !! داد دې
ﻟﭙﺎره ﭼﯥ د ﻣﺮﻛﺰي آﺳﻴﺎ ﻫﻴﻮادوﻧﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻟﻪ ﻻرې ﻟﻪ ﻧړۍ ﺳﺮه وﺻﻞ ﻧﺸﻲ او ددې ﺳﻴﻤﯥ ﻣﺎرﻛﻴټﻮﻧﻪ او زﻳﺮﻣﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻟﻪ ﻻرې د ﻧﻮرو ﭘﻪ ﻻس ﻛﻲ ﭘﺮې ﻧﻪ وځﻲ ،د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ
ﺗﺮ ﺗﺴﻠﻂ ﻻﻧﺪې اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﻲ د اﻳﺮان ژور ﻧﻔﻮذ ﻟﻪ دې ﻣﻌﻠﻮﻣﻴﺪﻟﻰ ﺷﺊ ﭼﻲ ﭘﻪ ﻧﻴﻮﯦﺎرك ﻛﯥ د
ﻣﺬاﻫﺒﻮ ﺗﺮﻣﻨځ د ﺗﻘﺎرب ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ ﭘﻪ ﺿﺪ اﻳﺮان دې ﺗﻪ ورﺗﻪ ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﻲ ﺟﻮړ ﻛړ ،ﻋﺠﻴﺒﻪ ده ﭼﻲ ځﻴﻨﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن داﺳﯥ ﮔﻮﻣﺎن ﻛﻮي ﭼﻲ ﭘﻪ ﻫﻤﺪي ﺣﺎﻟﺖ ﻛﻲ ﺑﻪ ﭘﻪ دې وﺗﻮاﻧﻴږي
ﭼﻲ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻟﻪ ﻻري د ﻣﺮﻛﺰي آﺳﻴﺎ زﻳﺮ ﻣﻮ ﺗﻪ ځﺎن ورﺳﻮي ،د ﻛﺎﺑﻞ ﭘﻪ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻛﻲ داﻳﺮان د •
دوﻣﺮه ژور ﻧﻔﻮذ ﺳﺮه ﺳﺮه دې ﻣﻮﺧﯥ ﺗﻪ رﺳﻴﺪل ﺧﻮب و ﺧﻴﺎل دئ .
د ﺟﻮرج ﺑﻮش دﻓﺎع وزارت اوﺳﻲ آى اې ﭼﯥ داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ اړه د اﻣﺮﻳﻜﺎ وﻟﺲ ﺗﻪ څﻪ واﻳﻲ ﻫﻤﻐﺴﯥ
دروغ او د ﺣﻘﻴﻘﺖ ﺧﻼف دي ﻟﻜﻪ ﭼﻲ د ﻋﺮاق د اﺗﻮﻣﻲ او ﮔڼ وژﻧﻮ وﺳﻠﻮ ﭘﻪ اړه ﺋﯥ وﻳﻞ ،دوى
څﻮﻛﺎﻟﻪ د ﻣﺨﻪ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن او ﻋﺮاق ﻛﻲ د ﺟﮕړې ﺧﺎﺗﻤﻪ او د ﻣﻘﺎوﻣﺖ د ﺧﺘﻤﻴﺪو اﻋﻼن وﻛړ ﺧﻮ دادى ﮔﻮرئ ﭼﻲ ﻧﻪ ﻳﻮازې ﺟﮕړه ﭘﺎى ﺗﻪ وﻧﻪ رﺳﻴﺪه ﺑﻠﻜﯥ اوه ﻛﺎﻟﻪ وروﺳﺘﻪ ﺟﮕړه ﺗﺮ ﺑﻞ ﻫﺮ ﻛﺎل
ﭘﺮاﺧﻪ او ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﺗﺮ ﺑﻞ ﻫﺮ وﺧﺖ زﻳﺎت ﻣﻀﺒﻮط او ﭘﻴﺎوړى دئ ،د دوى د دروﻏﺠﻨﻮ ادﻋﺎوو ﭘﻪ
ﺧﻼف دﻟﺘﻪ ﻧﻪ اﻣﻨﻴﺖ ﺗﺎﻣﻴﻦ ﺷﻮى ،ﻧﻪ دﻳﻤﻮﻛﺮاﺳﻲ راﻏﻠﯥ ﻧﻪ د ﻣﺨﺪره ﻣﻮادو د ﻛﺮ ،ﺗﻮﻟﯧﺪ او ﺗﺠﺎرت ﻣﺨﻪ ﻧﻴﻮل ﺷﻮې اوﻧﻪ ﻗﺪرت د ﺧﻠﻜﻮ د ﺧﻮښﯥ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺗﻪ ﺳﭙﺎرل ﺷﻮى ،دﻟﺘﻪ د ﺑﻮش
دﻣﻠﮕﺮو د ادﻋﺎ ﺑﺮﻋﻜﺲ ﻫﻐﻪ ﺟﻨﮕﻲ ﺟﻨﺎﻳﺘﻜﺎران ﭘﺮ اﻓﻐﺎن وﻟﺲ ﺗﺤﻤﻴﻞ ﺷﻮي ﭼﯥ د ﺷﻮروي اﺗﺤﺎد
ﻟﻪ ﻟﻮﻣړۍ ورځﯥ ﺗﺮ ﻧﻦ ﭘﻮرې د ﭘﺮدﻳﻮ ﻟﭙﺎره د ﺧﭙﻞ وﻟﺲ ﭘﻪ ﺿﺪ د اﺟﻴﺮو او ﻛﺮاﻳﻲ ﺟﻨﮕﻴﺎﻟﻮ ﭘﻪ څﻴﺮ ﺟﻨﮕﻴﺪﻟﻲ ،دﻏﻮ ﺟﻨﮕﻲ ﺟﻨﺎﻳﺘﻜﺎراﻧﻮ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭘﻮځﻴﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺣﻤﺎﻳﺖ ﻛﻲ داﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺿﺪ ﻫﻮﻣﺮه
ﺟﻨﺎﻳﺎت ﻛړي ﭼﻲ دروﺳﺎﻧﻮ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﻲ ﺋﯥ ﻧﻪ ووﻛړي ،اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﻫﻤﻐﻪ ﻛﺴﺎن ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﻴﺎ
ﻣﺴﻠﻂ ﻛړل ﭼﻲ د روﺳﺎﻧﻮ او د دوى ﻣﺤﻠﻲ اﻧډﻳﻮاﻻن ﭘﻪ ﺗﻴﺮو ﻛﻠﻮﻧﻮ ﻛﻲ ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻣﺴﻠﻂ ﻛﻮل
ﻏﻮښﺘﻞ ،ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﺑﺮﻳﺪ اﺻﻠﻲ ﻓﺎﺗﺤﻴﻦ د ﻣﺴﻜﻮ او ﺗﻬﺮان ﭼﺎرواﻛﻲ دي ﻧﻪ ﺟﻮرج
ﺑﻮش او د ده ﺟﻨﮕﻲ ټﻴﻢ ،ﻧﻦ ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺗﻬﺮان اوﻣﺴﻜﻮ ﻣﻠﮕﺮي ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻛﻮي ،دﺑﻮش ﻣﻠﮕﺮي ﺧﻮ ﻫﻮﻣﺮه ﻧﺎﺗﻮاﻧﻪ او ﺿﻌﻴﻒ دي ﭼﻲ ﭘﻪ ارگ ﻛﻲ ﺋﯥ اﻣﻨﻴﺖ ﻫﻢ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﻛﻤﺎﻧډو ﺳﺎﺗﻲ ،ﭘﻪ ټﻮل
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﻲ دوﻣﺮه څﻮك ﻧﻪ ﻟﺮي ﭼﻲ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﺣﺘﻰ ﭘﻪ ارگ ﻛﻲ د دوى ﺷﺨﺼﻲ اﻣﻨﻴﺖ وﺳﺎﺗﻲ!!
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻧﻦ داﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻠﻮه ډﻟﻮ ﭘﻪ ﻻس ﻛﻲ ﻧﻪ ﺑﻠﻜﯥ د روس ﭘﻠﻮه ډﻟﻮ ﭘﻪ ﻻس ﻛﻲ دئ ،اﻣﺮﻳﻜﺎ
59
داﺳﯥ ډﻟﻪ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﻲ ﻧﻠﺮي ﭼﻲ ﭘﺮ دې ﻫﻴﻮاد د ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻛﻮﻟﻮ ﺗﻮان او ﻛﻔﺎﻳﺖ وﻟﺮي ،ﻟﻪ
ﻛﺎﺑﺎرو او ﻧﺎﻳټ ﻛﻠﺒﻮﻧﻮ ﻧﻪ راﻏﻮﻧډ ﺷﻮي ﻛﺴﺎن د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ څﻴﺮ ﻫﻴﻮاد ﺑﺎﻧﺪې ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻧﺸﻲ •
ﻛﻮﻟﻰ .
د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﻣﺨﻜﻨﻲ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭼﺎرواﻛﻮ او ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﻲ د دوى ﭘﻮځﻲ اﻓﺴﺮاﻧﻮ ﺗﻞ ﺧﭙﻞ ﻣﻠﺖ ﺗﻪ
د ﺣﻘﺎﻳﻘﻮﻟﻪ وﻳﻠﻮ ډډه ﻛړې ،دروغ ﻳﯥ وﻳﻠﻲ ،ﺧﭙﻞ وﻟﺲ ﺋﯥ ﻏﻮﻟﻮﻟﻰ او د ﺣﻘﻴﻘﺖ ﺧﻼف داﺳﯥ
راﭘﻮروﻧﻪ ﺋﯥ ورﻛړي ﭼﻲ ﻟﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ وﻟﺲ ﺳﺮه دا ﮔﻮﻣﺎن او ﻫﻴﻠﻪ راﭘﻴﺪا ﺷﻲ ﭼﻲ ﮔﻮاﻛﻲ ﺟﻨﮓ ﺑﻪ
وﮔټﻲ ،ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن او ﻋﺮاق ﺑﻪ ﻣﺴﻠﻂ ﺷﻲ ،د ﻋﺮاق ،اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن او ﻣﺮﻛﺰي آﺳﻴﺎ ﻏﻨﻲ زﻳﺮﻣﯥ ﺑﻪ
د دوى ﭘﻪ ﻻس ﻛﻲ ﭘﺮﻳﻮځﻲ !!! او داﭼﻲ د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ او ﻋﺮاﻗﻴﺎﻧﻮ اﻛﺜﺮﻳﺖ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭘﻮځﻴﺎﻧﻮ ﺗﻪ ښﻪ
راﻏﻼﺳﺖ واﻳﻰ او دوى ﺗﻪ ﻗﺪم ﭘﻪ ﻗﺪم د ﮔﻼﻧﻮ ﮔﻴډۍ وړاﻧﺪې ﻛﻮي ،ﻳﻮازې ﻳﻮﻣﺤﺪود اﻗﻠﻴﺖ د دوى ﻣﻘﺎﺑﻠﻪ ﻛﻮي !! ﻣﺘﺎﺳﻔﺎﻧﻪ ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻛﻲ ﻫﻢ د داﺳﯥ ﻛﺴﺎﻧﻮ ﺷﻤﻴﺮ ډﯦﺮ ﻟږ دى ﭼﻲ د دﻏﻮ
دروﻏﺠﻨﻮ ﺗﺒﻠﻴﻐﺎﺗﻮ ﺗﺮ اﻏﻴﺰ ﻻﻧﺪې ﻧﻪ ځﻲ او دوى ﺗﻪ وواﻳﻲ :دا ﺑﻪ څﻨﮕﻪ وﻣﻨﻮ ﭼﻲ زﻣﻮﻧږ د ﭘﻮځﻲ
ﻳﺮﻏﻞ او وﺣﺸﻴﺎﻧﻪ ﺑﻤﺒﺎرﻳﻮ ﭘﻪ ﻧﺘﻴﺠﻪ ﻛﻲ دې داﻓﻐﺎن وﻟﺲ 70000او د ﻋﺮاق اﺗﻪ ﻟﻜﻪ ﺑﯥ دﻓﺎع او ﻏﻴﺮ ﻧﻈﺎﻣﻲ وﮔړي ووژل ﺷﻲ ،ﭘﻪ ﺳﻠﮕﻮﻧﻮ زره دې ﻣﻬﺎﺟﺮ ﺷﻲ ،ﺧﻮ ﺳﺮه ﻟﻪ دې دې اﻓﻐﺎﻧﺎن او ﻋﺮاﻗﻴﺎن د
ﺧﭙﻠﻮ زاﻣﻨﻮ ﻟﻪ ﻗﺎﺗﻼﻧﻮ ﻧﻪ د اﻧﺘﻘﺎم ﭘﺮ ځﺎى ﻫﻐﻮى ﺗﻪ ښﻪ راﻏﻼﺳﺖ وواﻳﻲ ،او ﭘﺮ ﺳﺮﻣﺦ دې د ﮔﻼﻧﻮ •
ﭘﺎڼﯥ وﺷﻴﻨﺪي !!!
ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﻇﺎﻟﻤﺎﻧﻪ او ﻧﺎروا ﺑﺮﻳﺪ ،د ﻏﻴﺮ ﻧﻈﺎﻣﻴﺎﻧﻮ ﺑﯥ رﺣﻤﺎﻧﻪ وژﻧﯥ ،ﭘﺮ
ښﺎروﻧﻮ ،ﻛﻠﻴﻮ ،ﻣﺪرﺳﻮ او ﺟﻮﻣﺎﺗﻮﻧﻮ ﺑﻤﺒﺎرۍ ،ﭘﻪ اﻓﻐﺎن وﻟﺲ دﻳﻮه داﺳﯥ ﻣﻨﻔﻮر او رټﻞ ﺷﻮي
ﻣﻔﺴﺪ اﻗﻠﻴﺖ ﺗﭙﻞ ﭼﻲ د ﺟﻨﮓ او د ﻫﻴﻮاد د وراﻧﻮﻟﻮ ﻋﺎﻣﻠﻴﻦ دي ،دا ﻋﻮاﻣﻞ ﺑﺎﻋﺚ ﺷﻮل ﭼﻲ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﻛﻲ د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﻣﺘﺤﺪه اﻳﺎﻻﺗﻮ ﭘﻪ ﺿﺪ ژوره ﻛﺮﻛﻪ او ﻧﻔﺮت راوﻻړ ﺷﻲ .دې ژوررې ﻛﺮﻛﯥ
ورو ورو د ﭘﺮاخ ﻣﺴﻠﺤﺎﻧﻪ ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﺑڼﻪ ﻏﻮره ﻛړه ،ﺧﻠﻜﻮﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺳﺘﺮﮔﻮﻟﯧﺪل ﭼﻲ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﻳﻮازې ﻟﻪ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ او اﻟﻘﺎﻋﺪې ﺳﺮه ﺿﺪﻳﺖ او ﻋﺪاوت ﻧﻠﺮي ﺑﻠﻜﯥ ﻟﻪ ﻫﺮ ﻣﺴﻠﻤﺎن ،وﻃﻨﭙﺎل او آزادي
ﻏﻮښﺘﻮﻧﻜﻲ ﻣﺠﺎﻫﺪ ﺳﺮه دښﻤﻨﻲ ﻟﺮي ،اﻓﻐﺎﻧﺎن ﺳﭙﻜﻮي ،ﻛﻮروﻧﻪ ﺋﯥ ﻟټﻮي ،وﺳﻠﯥ ﺗﺮې اﺧﻠﻲ ﻫﻐﻪ ډﻟﯥ ﺣﻤﺎﻳﻪ ﻛﻮي ﭼﻲ ﻟﻪ دوى ﻧﻪ ﻣﺨﻜﻰ د ﻣﺴﻜﻮ ﻣﻠﮕﺮي ول ،د دﻏﻮ ډﻟﻮ رﻗﻴﺒﺎن ﻟﻪ ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﺳﺮه د
ﻣﻠﮕﺮﺗﻴﺎ ﭘﻪ اﺗﻬﺎم ﻧﻴﺴﻲ ،د ﺧﭙﻠﻮ اډو ﭘﻪ ﻣﺤﺒﺴﻮﻧﻮ ﻛﻲ ﺋﯥ ﺳﺎﺗﻲ او ﮔﻮاﻧﺘﺎﻧﺎﻣﻮ ﺗﻪ ﺋﯥ اﻧﺘﻘﺎﻟﻮي ،د
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭘﻮځﻴﺎﻧﻮ ﭼﻠﻨﺪﺋﯥ داﺳﯥ ﻟﻴﺪو ﭼﻲ ځﺎن د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻓﺎﺗﺤﺎن ﮔڼﻲ او ﭘﺮ دې ﻫﻴﻮاد د
ﻛﺎﻣﻠﻴﯥ ﺳﻠﻄﯥ او واﻛﻤﻨۍ ﻫڅﻪ ﻛﻮي او د ټﻮﻟﻮ ﻫﻐﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ او ﺷﺨﺼﻴﺘﻮﻧﻮ ﻧﻴﻮل ،وژل او ﻟﻪ
ﻫﻴﻮاده ﺷړل ﻏﻮاړي ﭼﻲ د ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ آزادۍ او ﺧﭙﻠﻮاﻛۍ ﺑﺎور ﻟﺮي او ﭘﺮ دې ټﻴﻨﮕﺎر ﻛﻮي ﭼﻲ
ﺑﻬﺮﻧﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ دې زﻣﻮږ ﻟﻪ ﻫﻴﻮاده ووځﻲ ،د ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ ﻛﻮرﻧﻴﻮ ﭼﺎرو ﻛﻲ دې د ﭘﺮدﻳﻮ ﻣﺪاﺧﻠﯥ
ﺑﻨﺪي ﺷﻲ او اﻓﻐﺎﻧﺎن دې ﭘﺮﯦږدي ﭼﻲ ﺧﭙﻞ ﺑﺮﺧﻠﻴﻚ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ وټﺎﻛﻲ او ﺧﭙﻠﯥ ﺳﺘﻮﻧﺰې ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﺣﻞ
ﻛړي ،او ﻟﻪ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﺳﺮه د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭘﻮځﻴﺎﻧﻮ داد ﺗﺤﻘﻴﺮ ،ﺳﭙﻜﺎوي او ﺗﺬﻟﻴﻞ ﭼﻠﻨﺪ ﻛﻪ ﺑﻞ ﻫﺮ ﻗﻮم او وﻟﺲ ﺗﻪ د زﻏﻤﻠﻮ وي ؛ ﺧﻮ ﺳﺮ ﻟﻮړي او ﺑﺎﻋﺰﺗﻪ اﻓﻐﺎﻧﺎن ﺋﯥ ﻧﺸﻲ زﻏﻤﻠﻲ ،دوى د ﻋﺰت ﻣﺮگ
دذﻟﺖ او ﺳﭙﻜﺎوي ﺗﺮ ژوﻧﺪ ﻧﻪ ﺳﻞ ځﻠﻪ ﻏﻮره ﮔڼﻲ ،ﻫﺮ ﺣﺎﻟﺖ ﻣﻨﻠﻰ ﺷﻲ ﺧﻮ د ﭘﺮدﻳﻮ واﻛﻤﻨﻲ ﺗﻪ ﻏﺎړه
ﻧﺸﻲ اﻳښﻮدى .
60
•
د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ او ﻋﺮاﻗﻴﺎﻧﻮ ﭘﻪ څﻨﮓ ﻛﻲ ټﻮل اﺳﻼﻣﻲ اﻣﺖ او د ﻧړۍ اﻛﺜﺮ ﺧﻠﻚ د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﺗﻴﺮو
ﺣﻜﻮﻣﺘﻮﻧﻮ د ﺗﺼﺮﻓﺎﺗﻮ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ داﺳﯥ ﮔﻮﻣﺎن ﻛﻮي ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭼﺎرواﻛﻲ دروﻏﺠﻦ ،ﺑﺪﻣﻌﺎش، ﺷﺮﻳﺮ او ﺟﻨﮓ ﻏﻮښﺘﻮﻧﻜﻲ دي ،د ﻧړۍ ټﻮﻟﯥ ﺳﺘﻮﻧﺰې دوى راوﻻړې ﻛړې ،ﭼﻴﺮې ﭼﯥ ﺷﺮ ،ﻓﺴﺎد،
ﺟﻨﮓ او ﺷﺨړى دي دوى ﺋﯥ ﺗﺮ ﺷﺎدي ،ﻣﻔﺴﺪ ،ﻇﺎﻟﻢ ،ﻛﻮ دﺗﺎﺋﻲ او دﻳﻜﺘﺎﺗﻮر رژﻳﻤﻮﻧﻪ ﺣﻤﺎﻳﺖ ﻛﻮي ،د ﺟﮕړو اورﺗﻪ ﻟﻤﻦ وﻫﻲ ،د ﻧړۍ د ﺑﺤﺮاﻧﻮﻧﻮ او ﺑﺪاﻣﻨﻴﻮ اﺻﻠﻲ ﻋﺎﻣﻠﻴﻦ دوى دي ،د ﻫﻤﺪې
ﻟﭙﺎره ده ﭼﯥ ﻧﻦ د ﻧړۍ ﭘﻪ ټﻮﻟﻮ ﻫﻴﻮادو ﻛﻲ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ ﺿﺪ ﻣﻈﺎﻫﺮه ﻛﻴږي ،دﺳﭙﻴﻨﯥ ﻣﺎڼۍ
ﺳﻴﺎﺳﺘﻮﻧﻪ ﻏﻨﺪل ﻛﻴږي ،د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺑﻴﺮﻏﻮﻧﻪ ﺳﻮزول ﻛﻴږي او د ﻧړۍ ﺗﺮ دوه ﺛﻠﺜﻪ زﻳﺎﺗﻮ ﻫﻴﻮادو ﻛﻲ ﻫﻴڅ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ آزاد ﻧﺸﻲ ﮔﺮځﻴﺪى ،ﭘﻪ ﻫﺮ ځﺎى ﻛﻲ ﺧﻠﻚ د دښﻤﻦ ﭘﻪ ﺳﺘﺮﮔﻪ ورﺗﻪ ﮔﻮري او
ﺑﺮﻳﺪوﻧﻪ ﭘﺮې ﻛﻮي ،داﺣﺎﻟﺖ ﻫﻐﻪ ﻣﻬﺎل ﺑﺪﻟﻴﺪى ﺷﻲ ﭼﻲ اﻣﺮﻳﻜﺎﻟﻪ ﺟﻨﮕﻲ ﺳﻴﺎﺳﺘﻮﻧﻮ ﻻس واﺧﻠﻲ،
ﭘﺮ ټﻮﻟﯥ ﻧړۍ د واﻛﻤﻨۍ او د ﻧﻮرو ﻫﻴﻮادو ﭘﻪ زﻳﺮﻣﻮ د ﺗﺴﻠﻂ ﺧﻮب او ﺧﻴﺎل ﭘﺮﻳږدي ،د اﺳﺘﺒﺪادي،
ﻧﻈﺎﻣﻲ او دﻳﻜﺘﺎﺗﻮري ﺣﻜﻮﻣﺘﻮﻧﻮ او رژﻳﻤﻮ ﻟﻪ ﭘﺎﻟﻠﻮ او د ﺧﭙﻠﻮ وﻟﺴﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺿﺪ د ﻫﻐﻪ ﻟﻪ ﺟﻨﮕﻮﻟﻮ •
ﻻس واﺧﻠﻲ .
دﺳﭙﻴﻨﯥ ﻣﺎڼۍ واﻛﻤﻨﺎﻧﻮ ﻫﻐﻪ ﻣﻬﺎل ﻧړۍ ﻟﻪ ﺟﮕړو او ﺑﺤﺮاﻧﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ ﻛړې ﭼﯥ ﻏﻮښﺘﻲ ﺋﯥ
دي د ټﻮﻟﻰ ﻧړۍ د ﻓﺎﺗﺤﺎﻧﻮ ﻟﻘﺐ وﮔټﻲ ،د دې ﻛﺎذب ﺷﻬﺮت د ﮔټﻠﻮ ﻟﭙﺎره ﻳﯥ ﻫﻢ د ﻣﻈﻠﻮﻣﻮ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ
او ﻋﺮاﻗﻴﺎﻧﻮ ﭘﻪ څﻴﺮ د ﻧﻮرو وﻟﺴﻮﻧﻮ ﻟﻪ وﻳﻨﻮ ﺳﺮه ﻟﻮﺑﯥ ﻛړې او ﻫﻢ ﺋﯥ ﻟﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او داﻣﺮﻳﻜﺎ
راﺗﻠﻮﻧﻜﻲ ﺳﺮه ،د ﺧﭙﻞ ﺷﻮق ﭘﻮره ﻛﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎره ﺋﯥ د ﻫټﻠﺮ او ﺑﺮﻳﮋﻧﻒ ﭘﺮ ﭘﻞ ﮔﺎم اﻳښﻲ ،د ﻫﻐﻮى
ﺳﻴﺎﺳﺘﻮﻧﻪ او ﺗﮕﻼرى ﺋﯥ ﻏﻮره ﻛړې ،ﺧﻮ ﺗﺎرﻳﺦ ﺗﻜﺮار ﻳږي ،دوى ﺑﻪ ﻫﻢ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻟﻪ ﻫﻤﻐﻮ ﭘﺎﻳﻠﻮ ﺳﺮه
•
ﻣﺨﺎﻣﺦ ﻛړي ﭼﻲ ﻫﻴټﻠﺮ ﺟﺮﻣﻨﻲ ورﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ ﻛړ او ﺑﺮﻳﮋﻧﻒ اﺗﺤﺎد ﺷﻮروي .
د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن او ﻋﺮاق ﻧﺎﻛﺎﻣﻮ ﺗﺠﺮﺑﻮ وښﻮده ﭼﻰ د وﺳﻠﻮ ﭘﻪ زور د ﻫﻴﻮادوﻧﻮ د اﺷﻐﺎل دوران ﺗﻴﺮ ﺷﻮى ،اوس د ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﻧﻴﻮل ﻧﻪ اﺳﺘﻌﻤﺎر ﮔﺮاﻧﻮ ﺗﻪ ﻣﺎرﻛﻴټﻮﻧﻪ ﭘﻪ ﻻس ورﻛﻮي ،ﻧﻪ د ﺧﺎﻣﻮ ﻣﻮادو
ﻏﻨﻲ زﻳﺮﻣﯥ اوﻧﻪ دا ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ﻣﺼﺎرف ﻫﻢ ﻟﻪ ﻣﻔﺘﻮﺣﻪ ﻣﻠﻜﻮﻧﻮ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛړي ،اوس آزادي
ﻏﻮښﺘﻮﻧﻜﻮ ﺗﻪ ﺟﻨﮓ آﺳﺎﻧﻪ ﺷﻮى ،د دښﻤﻦ د ﺳﻠﻮ زرو ډاﻟﺮو ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﻲ د دوى ﻣﺼﺎرف ﻳﻮه ډاﻟﺮ ﺗﻪ ﻧﻪ رﺳﻴږي دوى د ﺟﻨﮓ داﺳﯥ ﻻرې ﻏﻮره ﻛړې ﭼﻲ اﺳﺘﻌﻤﺎر ﮔﺮان ﺋﯥ ﭘﻪ درﻧﻮ او ﻣډروﻧﻮ وﺳﻠﻮ
او زﻳﺎﺗﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻮ ﻣﻘﺎﺑﻠﻪ ﻧﺸﻲ ﻛﻮﻟﻰ ،د دوى دا ﻣډرﻧﯥ وﺳﻠﯥ د ښﺎروﻧﻮ وراﻧﻮﻟﻮ او ﮔڼ وژﻟﻮ ﻟﭙﺎره
دي ،ﭘﻪ ﭼﺮﻳﻜﻲ ﺟﻨﮕﻮﻧﻮ ﻛﻲ ﺑﯥ ﻛﺎره دي او اﻏﻴﺰ ﺋﯥ ﻟﻪ ﻫﻴڅ ﺳﺮه ﺑﺮاﺑﺮ دئ ،ﻛﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻧږدې دوه
ﻟﻜﻪ ﭘﻮځ ،د اوو ﻛﻠﻮﻧﻮ ﺟﻨﮓ ،ﻧږدې ﭘﻨځﻮﺳﻮ زرو اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻰ ﭘﻮځﻴﺎﻧﻮ د ﻣﺮگ ژوﺑﻠﯥ او ﺗﺮ درې
زره ﻣﻠﻴﺎردو ډاﻟﺮو زﻳﺎﺗﻮ ﻟﮕښﺘﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﺳﺮه وﻧﻪ ﺗﻮاﻧﻴﺪل ﭘﺮ ﻛﺎﺑﻞ او ﺑﻐﺪاد ﻣﺴﻠﻂ ﺷﻲ او ﻣﻘﺎوﻣﺖ
وځﭙﻲ ،ﻧﻮ ټﻮﻟﻪ ﻧړۍ ﺑﻪ څﻨﮕﻪ ﻓﺘﺢ ﻛړي ؟ !! اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭘﻮځ ﭘﻪ ﺗﻴﺮو اوو ﻛﻠﻮﻧﻮ ﻛﻲ ﺗﺮ درې ﻟﻜﻪ
زﻳﺎت ﺑﻤﻮﻧﻪ او راﻛټﯥ ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ او ﻋﺮاﻗﻴﺎﻧﻮ وورول ،د ﻫﻴڅ وﺳﻠﯥ ﻟﻪ ﻛﺎروﻟﻮ او ﻟﻪ ﻫﻴڅ ﺟﻨﺎﻳﺖ ﻧﻪ
ﺋﯥ ډډه وﻧﻪ ﻛړه ،ﺣﺘﻰ ﻧﻴﻢ ﻏﻨﻲ ﺷﻮي ﻳﻮراﻧﻴﻢ ﺋﯥ وﻛﺎرول ،ﺧﻮ ﺗﺎﺳﻮ وواﺋﻰ ﭼﻲ ﻟﺪى ټﻮﻟﻮ ﺋﯥ ﻻس ﺗﻪ رواړﻧﻪ څﻪ وه ؟ !! ﻧﻪ ﺋﯥ ﻣﻘﺎوﻣﺖ وځﭙﻠﻰ ﺷﻮ ،ﻧﻪ ﺋﯥ ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻦ ،ﻃﺎﻟﺒﺎن او اﻟﻘﺎﻋﺪه ﺧﺘﻢ ﻛړى
ﺷﻮل ،ﻧﻪ داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻟﻪ ﻻرې د ﻣﺮﻛﺰي آﺳﻴﺎ ﭘﺮ زﻳﺮﻣﻮﻣﺴﻠﻂ ﺷﻮل ،ﻧﻪ ﺋﯥ د ﻣﺨﺪره ﻣﻮادو د ﺗﻮﻟﯧﺪ
او ﺗﺠﺎرت ﻣﺨﻪ وﻧﻴﻮﻟﻰ ﺷﻮ ه ،ﻧﻪ ﺋﯥ اﻣﻨﻴﺖ راوﺳﺘﻰ ﺷﻮ او ﻧﻪ ﺋﯥ د ﺧﭙﻠﯥ ﺧﻮښﯥ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺟﻮړ
61
ﻛړى ﺷﻮ ،راﺷﺊ وﮔﻮرى ﭼﯥ دوى دﻋﺎم وﻟﺲ ﻟﻪ وﺣﺸﻴﺎﻧﻪ وژﻟﻮ ﭘﺮﺗﻪ ﻧﻮرڅﻪ ﻛړي او ﺳﺮه ﻟﻪ دوﻣﺮه
•
وژﻟﻮ اوس دوى او د دوى ﻻس ﭘﻮڅﻰ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻟﻪ څﻨﮕﻪ ﺑﺪ وﺿﻌﻴﺖ ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ دى !!
د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻣﺨﻜﻨﻴﻮ ﭼﺎرواﻛﻮ زﻣﻮﻧږ ﮔﺎوﻧډي ﻫﻴﻮادوﻧﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺿﺪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﻧﺎروا ﺟﮕړې
ﻛﯥ راښﻜﻴﻞ ﻛړل او ﭘﻪ دې ﺳﺮه ﻳﯥ د ټﻮﻟﯥ ﺳﻴﻤﯥ د ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﺗﺮﻣﻨځ د دښﻤﻨۍ ﺗﺨﻢ وﻛﺮﻟﻮ او دﻏﻮ
ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﺗﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ داﺧﻞ ﻛﯥ ﻧﻪ ﺣﻞ ﻛﻴﺪوﻧﻜﯥ ﺳﺘﻮﻧﺰې راوﻻړې ﻛړې .څﻮك ﭼﯥ د ﻧړۍ د ﻣﺸﺮﺗﺎﺑﻪ
اﻫﻠﻴﺖ وﻟﺮي ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﻛﯥ ﻓﺘﻨﯥ ﻧﻪ راوﻻړوي ،ﺑﺮﻋﻜﺲ ﻟﻪ ﺧﭙﻞ رﺳﻮخ ﻧﻪ د ﻓﺘﻨﻮ ﭘﻪ ﺧﺘﻤﻮﻟﻮ
ﻛﯥ اﺳﺘﻔﺎده ﻛﻮي ،څﻮك ﭼﯥ د ﻓﺘﻨﻮ اوروﻧﻪ ﺑﻠﻮي؛ دا ﮔﻤﺎن دې ﻧﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ د دې اور ﻟﻪ ﺑڅﺮﻛﻮ ﻧﻪ
ﺑﻪ د ده ﻟﻤﻦ ﺧﻮﻧﺪي ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻲ ،څﻮك ﭼﯥ ﺑﻞ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻛﻮر ﻛﯥ آراﻣﯥ ورځﯥ ﺗﻪ ﻧﻪ ﭘﺮﯦږدي دا ﮔﻮﻣﺎن •
دې ﻧﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ دى ﺑﻪ د ﺑﻞ ﭘﻪ ﻛﻮر ﻛﯥ آراﻣﻪ ﺷﭙﻪ ﺗﻴﺮه ﻛړي.
د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺧﻴﺮ ﭘﻪ دې ﻛﯥ دى ﭼﯥ ﻟﻪ ﻗﻴﺪ ،ﺷﺮط او ځﻨډ ﻧﻪ ﭘﺮﺗﻪ ﻟﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻧﻪ ووځﻲ ،د
اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ د ﻣﺰﻳﺪ وژﻟﻮ ،ﻛړوﻟﻮ ،ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻟﻪ ﭘﺎﺗﯥ ﻛﻴﺪو او ﭘﻪ دې ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د ﻳﻮه ﻻس
ﭘﻮڅﻲ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻟﻪ ﺗﭙﻠﻮ ﻧﻪ ﻻس واﺧﻠﻲ .ﭘﻪ دې ﻛﯥ دې ﻫﻴڅ ﺷﻚ ﻧﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﺑﻪ د
دوى د ﭘﺎﺗﯥ ﻛﻴﺪو ﻫﻤﻐﻪ ﭘﺎﻳﻠﯥ وي ﭼﯥ ﺷﻮروي اﺗﺤﺎد ورﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ ﺷﻮ .ښﺎﻳﻲ ﻣﺴﻜﻮ د ﻫﻤﺪې
ﻟﭙﺎره ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﺑﺮﻳﺪ ﻣﻼﺗړ وﻛړ او ﺷﻤﺎﻟﻲ ټﻠﻮاﻟﯥ ﺗﻪ ﻳﯥ وﻇﻴﻔﻪ ورﻛړه ﭼﯥ
ﺳﺘﺎﺳﻮ ﺧﻮا ﺗﻪ ودرﯦږي او ﺳﺘﺎﺳﻮ ﺗﺮ ﻗﻮﻣﻨﺪې ﻻﻧﺪې د ﺧﭙﻞ وﻟﺲ ﭘﻪ ﺧﻼف وﺟﻨﮕﻴږي .دا ﻳﻮ داﺳﯥ
•
ﺧﻄﺮﻧﺎك دام وﮔڼﺊ ﭼﯥ روﺳﺎﻧﻮ د ﻏﭻ اﺧﻴﺴﺘﻮ ﻟﭙﺎره ﺳﺘﺎﺳﻮ د ﭘښﻮ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ ﻏﻮړوﻟﻰ.
د اﻣﺮﻳﻜﺎ وﻟﺲ ﺑﺎﻳﺪ ﭘﻪ دې ﭘﻮه ﺷﻲ ﭼﯥ د ﺟﻮرج ﺑﻮش ټﻴﻢ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن او ﻋﺮاق ﻛﯥ اﻗﺘﺪار ،ﻏﻠﻮ،
ﻣﻔﺴﺪﻳﻨﻮ ،وﻃﻦ ﭘﻠﻮروﻧﻜﻮ ،ﻣﻠﻲ ﺧﺎﺋﻨﺎﻧﻮ او د ﭘﺮدﻳﻮ ﺟﺎﺳﻮﺳﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﺳﭙﺎرﻟﻰ ،د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن او ﻋﺮاق
د ﺑﻴﺎ وداﻧۍ ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻟﻪ ﺑﺎﻧﻜﻮﻧﻮ ﻧﻪ څﻪ اﻳﺴﺘﻞ ﻛﻴږي ﻫﻐﻪ ﺳﺘﺎﺳﻮ د ﺟﻨﺮاﻻﻧﻮ او د دوى
د اﻓﻐﺎﻧﻲ ا و ﻋﺮاﻗﻲ ﻏﻠﻮ ﻣﻠﮕﺮو ﺗﺮﻣﻨځ وﯦﺸﻞ ﻛﻴږي ،د ﻫﻤﺪې ﻟﭙﺎره ﻟﻪ اوو ﻛﻠﻮﻧﻮ ﺗﻴﺮﯦﺪو وروﺳﺘﻪ ﻫﻢ د دې ﺑﻴﺎرﻏﻮﻧﯥ ﻧښﯥ ﺣﺘﻰ د ﻛﺎﺑﻞ ﭘﻪ ښﺎر ﻛﯥ ﻧﻪ ﺗﺮ ﺳﺘﺮﮔﻮ ﻛﻴږي ،ﺗﺎﺳﻮ ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ راﻏﻠﻲ وئ،
ﻛﺎش ﻟﻪ ارگ ﻧﻪ ﻟﺲ ﻛﻴﻠﻮﻣﺘﺮه ﻳﻮې ﺑﻠﯥ ﺧﻮا ﺗﻪ ﺗﻠﻠﻲ وئ ﭼﯥ ﺳﺘﺎﺳﯥ د ﺑﻴﺎ وداﻧﻮﻟﻮ ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې
ﻣﺮﺳﺘﯥ ﺧﻮ ﭘﺮﯦږده ﺣﺘﻰ ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺑﻮدﺟﻪ ﻣﻮ ﻫﻢ ﭘﻪ ﺟﻨﮕﻲ ﭼﺎرو ﻧﻪ ﻣﺼﺮف ﻛﻴږي او ﺳﺘﺎﺳﻮ ﺟﻨﺮاﻻن ﻳﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻣﻨځﻮﻧﻮ ﻛﯥ وﯦﺸﻲ ،ﺳﺘﺎﺳﻮ اﻓﺴﺮان ﺣﺘﻰ وﺳﻠﯥ ،ﻣﻬﻤﺎت ،او ﻧﻮر ﻧﻈﺎﻣﻲ وﺳﺎﻳﻞ
ﺧﺮڅﻮي!! ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې ﺳﺘﺎﺳﻮ د ﭘﻮځﻮﻧﻮ ﻟﻪ ﺗﺴﻠﻄﻪ وروﺳﺘﻪ ﻫﻮﻣﺮه ﻛﻮﻛﻨﺎر ﻛﺮل ﺷﻮي ﭼﯥ
د ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ اوږده ﺗﺎرﻳﺦ ﻛﯥ ﺳﺎﺑﻘﻪ ﻧﻠﺮي ،ﺗﺎﺳﻮ ﭼﯥ د ﻛﻮﻛﻨﺎرو د ﻓﺼﻠﻮﻧﻮ د ړﻧﮕﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎره ﻛﻮﻣﯥ
ﻣﺮﺳﺘﯥ د ﻛﺎﺑﻞ ادارې ﺗﻪ ورﻛﻮئ د ﭼﺎرواﻛﻮ ﭘﻪ ﺟﻴﺒﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﻟﻮﯦږي ،او د ﻧړۍ واﻟﻮ د ﻏﻮﻟﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎره •
ﻫﻐﻪ ﻓﺼﻠﻮﻧﻪ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ وړي ﭼﯥ څﻠﻮر ځﻠﯥ اﭘﻴﻢ ﺗﺮې ټﻮل ﺷﻮي.
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭼﺎرواﻛﻮ اووه ﻛﺎﻟﻪ ﻣﺨﻜﯥ وﻳﻞ ﭼﯥ ﻟﻪ څﻠﻮرو ﻣﻠﻴﻮﻧﻮ ﻣﻬﺎﺟﺮﻳﻨﻮ ﻧﻪ درې ﻣﻠﻴﻮﻧﻪ ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد ﺗﻪ ﺳﺘﺎﻧﻪ ﺷﻮل ،ﺧﻮ ﻧﻦ واﻳﻲ ﭼﯥ اوس ﻫﻢ ﭘﻪ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن او اﻳﺮان ﻛﯥ درې ﻣﻠﻴﻮﻧﻪ ﻣﻬﺎﺟﺮﻳﻦ
ﻣﻴﺸﺖ دي! ﭘﻮښﺘﻨﻪ دا ده ﭼﯥ دا درې ﻣﻠﻴﻮﻧﻪ ﺧﭙﻞ ﻣﻠﻚ ﺗﻪ ﻧﻪ وو ﺳﺘﺎﻧﻪ ﺷﻮي او ﺗﺎﺳﻮ ﭘﻪ دروﻏﻮ د
دوى د ﺳﺘﻨﻴﺪو ﺧﺒﺮه ﻛﻮﻟﻪ!! او ﻛﻪ د ﺑﯥ اﻣﻨﻴﺘۍ او ﺟﮕړو ﭘﻪ وﺟﻪ ﺑﻴﺮﺗﻪ اﻳﺮان او ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﺗﻪ ﻣﻬﺎﺟﺮ
ﺷﻮي!
62
•
ﺗﺎﺳﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ ﺻﺪاﻗﺖ ﺳﺮه واﻳﻢ ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ روان ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﻧﻪ د اﻟﻘﺎﻋﺪې ﻟﻪ ﻟﻮري ﭘﻴﻞ ﺷﻮى او ﻧﻪ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﻟﻮري ،ﻛﻪ ﺗﺎﺳﻮ د اﻟﻘﺎﻋﺪې او ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ټﻮل ﻏړي ﻫﻢ ووژﻧﺊ ﻧﻮ ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﺑﻪ
ﻫﻤﺪاﺳﯥ روان وي ﻟﻜﻪ ﻧﻦ ،دا ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﻫﻐﻮ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﺧﻮا ﭘﻴﻞ ﺷﻮى ﭼﯥ ﺧﭙﻠﻮان ﻳﯥ د
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻻس وژل ﺷﻮي ،ﻛﻮروﻧﻪ ﻳﯥ وران ﺷﻮي ،ﭘﻪ ﻛﻠﻴﻮ او ﺟﻮﻣﺎﺗﻮﻧﻮ ﻳﯥ ﺑﻤﻮﻧﻪ ورﯦﺪﻟﻲ،
ﻛﻮروﻧﻪ ﻳﯥ ﺗﻼﺷﻲ ﺷﻮي ،دوى او ﻛﻮرﻧۍ ﺗﻪ ﻳﯥ ﺳﭙﻜﺎوى ﺷﻮى ،ﺷﺨﺼﻲ وﺳﻠﯥ ﻳﯥ ﺗﺮې اﺧﻴﺴﺘﻞ
•
ﺷﻮې ،دا ﻫﻤﺎﻏﻪ اﻓﻐﺎﻧﺎن دي ﭼﯥ ﻟﻪ روﺳﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﻫﻢ ﭘﻪ ﻫﻤﺪې ﺧﺎﻃﺮ وﺟﻨﮕﻴﺪل.
ﺗﺎﺳﻮ د ﺑﻮش ﻟﻪ ادارې وﭘﻮښﺘﺊ ﭼﯥ دا د څﻪ ﻟﭙﺎره او د ﻛﻮم ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻣﺼﻠﺤﺖ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ
ﭘﻮځﻮﻧﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﭘښﺘﻨﻮ ﭘﻪ ﺿﺪ ﭼﯥ د وﻟﺲ %65ﻧﻔﻮس ﺗﺸﻜﻴﻠﻮي ﭘﻪ ﺟﮕړې ﻛﯥ ښﻜﻴﻞ ﺷﻮي
او وﻟﯥ د ﭘښﺘﻨﻮ ﭘﻪ ﺿﺪ ﻟﻪ اﻗﻠﻴﺘﻮﻧﻮ او ﻫﻐﻮ ډﻟﻮ ﻧﻪ اﺳﺘﻔﺎده ﻛﻮي ﭼﯥ ﻟﻪ ﺗﺎﺳﻮ ﻧﻪ ﻣﺨﻜﯥ د روﺳﻴﯥ
ﺗﺮ ﻣﺸﺮۍ ﻻﻧﺪې ﺳﻴﻤﻪ ﻳﻴﺰ اﻳﺘﻼف ﺗﺮې اﺳﺘﻔﺎده ﻛﻮﻟﻪ؟ دا وﻟﯥ ټﻮﻟﯥ ﺟﮕړې ﭘﻪ ﺷﺮق ،ﺟﻨﻮب او
ﺟﻨﻮب ﻏﺮب ﻛﯥ او ﭘښﺘﻮن ﻣﻴﺸﺘﻪ ﺳﻴﻤﻮ ﻛﯥ دي؟ وﻟﯥ ﺳﺘﺎﺳﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﻳﻮازې ﭘﻪ دﻏﻮ ﺳﻴﻤﻮ ﻛﯥ ځﺎى ﭘﻪ ځﺎى او ﭘﻪ ﺟﮕړه ﺑﻮﺧﺖ دي؟ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺧﻮ ﭘﻪ ﺷﻤﺎل ﻫﻢ واﻛﻤﻨﻲ ﻛړې ،ﻫﻠﺘﻪ ﻳﯥ ﻫﻢ ﻏړي او ﺧﻮاﺧﻮږي درﻟﻮدل ،د څﻪ ﻟﭙﺎره ﻫﻠﺘﻪ ﻧﻪ ﺳﺘﺎﺳﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻪ ځﺎى ﭘﻪ ځﺎى ﺷﻮي ،ﻧﻪ ﭘﻪ ﺟﮕړه ﺑﻮﺧﺖ دي،
ﻧﻪ ﻛﻮروﻧﻪ ﺗﻼﺷﻲ ﻛﻮي او ﻧﻪ وﺳﻠﯥ راټﻮﻟﻮي؟ دا د څﻪ ﻟﭙﺎره ﺗﺎﺳﻮ د ﺷﻤﺎﻟﻲ ټﻠﻮاﻟﯥ ﻣﺴﻠﺢ ﻗﻄﻌﺎت
ﺟﻨﻮب او ﺷﺮق ﺗﻪ د ﭘښﺘﻨﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف د ﺟﮕړو ﻟﭙﺎره ﻟﻪ ځﺎن ﺳﺮه ﺑﻴﺎﻳﺊ او د دوى ﻛﻮروﻧﻪ ورﺑﺎﻧﺪې
ﭘﻠټﺊ او وﺳﻠﯥ ﺗﺮې ﻏﻮﻧډوئ؟ دا وﻟﯥ ﺗﺎﺳﻮ ﻛﻤﻮﻧﻴﺴﺖ ﺟﻨﺮاﻻن او د دوى ﭘﻪ ﺧﺪﻣﺖ ﻛﯥ ﻣﺼﺮوف د
ﻣﻠﻴﺸﻮ ﻫﻐﻪ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ اﺳﺘﺨﺪام ﻛړي او د ﭘﻮځ او ﭘﻮﻟﯧﺲ ﻗﻄﻌﺎت ﻣﻮ ﺗﺮې ﺟﻮړ ﻛړي ﭼﯥ ﻻﺳﻮﻧﻪ ﻳﯥ ﺗﺮ څﻨﮕﻠﻮ د ﻣﻈﻠﻮﻣﻮ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ وﻳﻨﻮ ﺳﺮه دي؟ د روﺳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﺪﻣﺖ ﻛﯥ اﻳﺘﻼف وﻟﯥ ﻧﻦ ﺳﺘﺎﺳﻮ ﭘﻪ
ﺧﺪﻣﺖ ﻛﯥ دي او روﺳﺎن ﭼﯥ ﻟﻪ ﭼﺎ ﺳﺮه ﺟﻨﮕﻴﺪل ﻧﻦ ﺗﺎﺳﻮ ورﺳﺮه ﺟﻨﮕﻴږئ؟ ځﻮاب ﻳﯥ څﺮﮔﻨﺪ دى،
څﻮك ﭼﯥ ﻏﻼﻣۍ ﺗﻪ ﺳﺮ ﻧﻪ ټﻴټﻮي ﭘﻪ آزادۍ او ﺧﭙﻠﻮاﻛۍ ﺑﺎور ﻟﺮي ،ﺳﺘﺎﺳﻮ ﻟﻪ ﻧﻈﺮه ﻫﻤﺪوﻣﺮه ﺑﺪ
دي ﻟﻜﻪ د روﺳﻲ ښﻜﻴﻼﻛﮕﺮو ﻟﻪ ﻧﻈﺮه او د دوى ﻣﻌﻼﻣﻠﻪ ﺑﻪ ﻟﻪ ﺗﺎﺳﻮ ﺳﺮه ﻫﻤﻐﺴﯥ وي ﻟﻜﻪ ﻟﻪ
•
روﺳﺎﻧﻮ ﺳﺮه.
ﻣﻮﻧږ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ او ﻫﻴڅ ﺑﺎﻋﻘﻠﻪ اﻧﺴﺎن ﺗﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭼﺎرواﻛﻮ دا ﺗﮕﻼره د ﻓﻬﻢ وړ ﻧﻪ ده ،دوى وﻟﯥ ﻟﻪ
ﺑﯥ وزﻟﻮ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﺧﭙﻞ زور آزﻣﻮﻳﻲ! وﻟﯥ د وران او ﺟﻨﮓ ځﭙﻠﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻣﺰﻳﺪ وراﻧﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎره ﺧﭙﻠﯥ آﺧﺮﻳﻦ ﻣﺎډل وژوﻧﻜﯥ او ﺗﺨﺮﻳﺒﻮﻧﻜﯥ وﺳﻠﯥ اﺳﺘﻌﻤﺎﻟﻮي؟ دا وﻟﯥ د دوى اﻗﺘﺼﺎدي او
ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺑﺮﻻﺳﻲ او د ﺑﻞ ﻓﻘﺮ ،ﻟﻮږه ،ﺿﻌﻒ او ﻧﺎﺗﻮاﻧﻲ د دې ﭘﺮ ځﺎى ﭼﯥ ﭘﻪ دﻏﻮ ﺳﺨﺖ زړو ﻛﯥ د ﺗﺮﺣﻢ او ﻋﺎﻃﻔﯥ اﺣﺴﺎس راوﭘﺎروي ،ﺑﺮﻋﻜﺲ ﭘﻪ دوى ﻛﯥ ﺗﻜﺒﺮ ،ﻏﺮور او ﻣﺴﺘﻲ راوﻻړوي!! او د
ﺧﭙﻞ رﻋﺐ او ﻫﻴﺒﺖ ﺗﺮ اﻏﻴﺰ ﻻﻧﺪې د ﺧﻠﻜﻮ ﻟﻪ راوﺳﺘﻮ او د دوى ﻟﻪ ځﻮروﻟﻮ ﻧﻪ ﻟﺬت اﺧﻠﻲ؟! دوى
دې وواﻳﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ دې اوږدې ﻣﻮدې ﻛﯥ ﻟﻪ ﻣﺮگ ،ژوﺑﻠﯥ ،ﺧﻮف ،وﯦﺮې او ﺑﯥ اﻣﻨﻴﻮ ﭘﺮﺗﻪ ﻳﯥ
•
اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﺗﻪ څﻪ رااوړي؟!
ﺗﺎﺳﻮ او ﺳﺘﺎﺳﻮ ﺗﺮ ﺣﻤﺎﻳﯥ ﻻﻧﺪې اﻧﺘﻘﺎﻟﻲ اداره ﻧﻪ د اﻣﻨﻴﺖ ﭘﻪ ﺗﺎﻣﻴﻨﻮﻟﻮ ﻣﻮﻓﻖ ﺷﻮئ او ﻧﻪ د
ﻛﻮﻛﻨﺎرو د ﻛﺮ ﭘﻪ ﻣﺨﻨﻴﻮي ﻛﯥ ،ﻧﻦ ﻧﻪ ﭘﻪ ﻟﻮﻳﻮ ﻻرو ﻛﯥ اﻣﻨﻴﺖ ﺷﺘﻪ ،ﻧﻪ ﭘﻪ ﻟﻮﻳﻮ ښﺎروﻧﻮ ﻛﯥ او ﻧﻪ ﭘﻪ
اﻧﺘﻘﺎﻟﻲ ادارې ﻛﯥ د ﺷﺎﻣﻠﻮ ډﻟﻮ ﺗﺮ ﺗﺴﻠﻂ ﻻﻧﺪې ﺳﻴﻤﻮ ﻛﯥ ،ﻋﺎم اﻓﻐﺎﻧﺎن ﺧﻮ ﭘﺮﯦږدئ ،د دوى ډﻟﻪ
63
ﻳﻴﺰې وژﻧﯥ ،ﭘﺮ ﻣﺎل ،ځﺎن او ﻧﺎﻣﻮس ﺑﺎﻧﺪې ﺗﻴﺮي ﺧﻮ ﭘﺮﯦږدئ ،ﺣﺘﻰ د ﻣﻠﮕﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ د اړوﻧﺪ ادارو
ﻣﺎﻣﻮرﻳﻦ ﻫﻢ ﺧﻮﻧﺪي ﻧﻪ دي .ﻣﮕﺮ د اﺧﻀﺮ اﺑﺮاﻫﻴﻤﻲ ﻫﻐﻪ وﻳﻨﺎ ﺳﺘﺎﺳﻮ ﻟﭙﺎره د ﺷﺮم او ﭘﻴﻐﻮر ﺧﺒﺮه ﻧﻪ
ده ﭼﯥ وﻳﻞ ﻳﯥ :د دوى د ادارې ﭘﺮ ﻳﻮه ښځﻴﻨﻪ ﻣﺎﻣﻮرې څﻮ څﻮ ځﻠﻪ ﭘﻪ ډﻟﻪ ﻳﻴﺰه ﺗﻮﮔﻪ ﺟﻨﺴﻲ ﺗﻴﺮى
ﺷﻮى ،دا ﺗﻴﺮى د ده ﭘﻪ وﻳﻨﺎ د ﻫﻐﯥ ډﻟﯥ ﻟﻪ ﺧﻮا ﺷﻮى ﭼﯥ ﺗﺎﺳﻮ ﺗﻪ ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ زﻳﺎﺗﻪ ﻧږدې ده او ﺗﺎﺳﻮ ﺗﺮ
ټﻮﻟﻮ زﻳﺎت ﭘﻪ ﻫﻐﯥ اﻋﺘﻤﺎد او ﺣﺴﺎب ﻛﻮئ ،ﻫﻤﻐﻪ ډﻟﻪ ﭼﯥ د روﻧﺎﻟﺪ رﻣﺰ ﻓﻴﻠډ ﭘﻪ اﻣﺮ ﻳﯥ ﺗﺎﺳﻮ ﺗﻪ دا
ﺷﺮاﻳﻂ ﺑﺮاﺑﺮ ﻛړل ﭼﯥ 700ﻛﺴﺎن ﭘﻪ ﻗﻠﻌﻪ ﺟﻨﮕﻲ ﻛﯥ ووژﻧﺊ او ﺗﺮ 1000ﻧﻪ زﻳﺎت ﻳﯥ ﭘﺨﭙﻠﻪ ووژل او د
•
ﺷﺒﺮﻏﺎن ﭘﻪ ډﻟﻪ ﻳﻴﺰو ﻗﺒﺮوﻧﻮ ﻛﯥ ﻳﯥ ښﺦ ﻛړل!!
ﺟﻮرج ډﺑﻠﻴﻮ ﺑﻮش ﭘﺮ ﻋﺮاق ﻟﻪ ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺑﺮﻳﺪ ﻧﻪ ﻏﻮښﺘﻞ دا ﺛﺎﺑﺘﻪ ﻛړي ﭼﯥ ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې د ده
ﺣﻤﻠﻪ ﻳﻮه ﻛﺎﻣﻴﺎﺑﻪ ﺗﺠﺮﺑﻪ وه ﭼﯥ ﺑﺎﻳﺪ ﭘﻪ ﻧﻮرو ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﻛﯥ ﻫﻢ ﺗﻜﺮار ﺷﻲ ،ﻏﻮښﺘﻞ ﻳﯥ وښﻴﻲ ﭼﯥ
ﭘﻪ دې ﺑﺮﻳﺪ ﺳﺮه ﻏﻮاړي د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﮔټﯥ ﺗﺎﻣﻴﻦ ﻛړي او ﻟﻪ اﺣﺘﻤﺎﻟﻲ ﺧﻄﺮ ﻧﻪ ﻳﯥ وژﻏﻮري!! ﺧﻮ
ﺣﻘﻴﻘﺖ دا دى ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﺑﺮﻳﺪ ﻳﻮه ﻧﺎﻛﺎﻣﻪ ﺗﺠﺮﺑﻪ وه ،ﭘﻪ دې ﺑﺮﻳﺪ ﺳﺮه
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﻫﻴڅ ﻧﻪ دي ﺗﺮﻻﺳﻪ ﻛړي ،ﻧﻪ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ او اﻟﻘﺎﻋﺪې د ﻣﺸﺮاﻧﻮ ﭘﻪ ﻧﻴﻮﻟﻮاو وژﻟﻮ ﻣﻮﻓﻖ ﺷﻮل ،ﻧﻪ ﻳﯥ داﺳﯥ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺟﻮړ ﻛړى ﺷﻮ ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﮔټﯥ ﺗﺎﻣﻴﻦ ﻛړي ،ﻧﻪ ﻳﯥ ﺟﮕړه ﭘﺎى ﺗﻪ
ورﺳﻮﻟﻪ او ﻧﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ دې ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د ﺧﭙﻠﯥ ﺧﻮښﯥ ﺳﻮﻟﻪ او اﻣﻨﻴﺖ ﺗﺎﻣﻴﻦ ﻛړى ﺷﻮ .د ﺑﻮش ادارې ﭘﻪ دې ﺟﮕړو ﺳﺮه اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺗﻪ د ﺧﭙﻠﻮ زاﻣﻨﻮ ﻟﻪ ﻣﺮگ ژوﺑﻠﯥ او د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ ﺿﺪ د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ او ټﻮﻟﯥ
ﻧړۍ ﻟﻪ ژورې ﻛﺮﻛﯥ او ﻧﻔﺮت ﻧﻪ ﭘﺮﺗﻪ ﺑﻞ څﻪ ﻧﻪ دي ﺗﺮﻻﺳﻪ ﻛړي .څﻮك ﭘﻪ دې ﻧﻪ ﭘﻮﻫﯧږي ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ا ﻣﻨﻴﺖ ﭘﻪ ﺑﻬﺮ ﻛﯥ او ﭘﻪ زرﮔﻮﻧﻮ ﻣﻴﻠﻪ ﻟﺮې ﭘﻪ ﻧﻮرو ﻫﻴﻮادو ﻛﯥ ﭘﻪ ځﺎﻧﮕړې ﺗﻮﮔﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن او
ﻋﺮاق ﭘﻪ څﯧﺮ ﻫﻴﻮادو ﻛﯥ ﻟﻪ ﮔﻮاښ ﺳﺮه ﻧﻪ دى ﻣﺨﺎﻣﺦ ،او ﭘﻪ دﻏﻮ ﻫﻴﻮادو د ﺑﺮﻳﺪ ﻟﻪ ﻻرې ﻳﯥ ﻧﺸﻲ
ﺧﻮﻧﺪي ﻛﻮﻟﯥ ،دا ﻫﺴﯥ د اﺷﻐﺎﻟﮕﺮاﻧﻮ ﺑﯥ ﺑﻨﺴټﻪ ﻣﻨﻄﻖ دى ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﻤﺰورو ﻫﻴﻮادو د ﺑﺮﻳﺪ ﻟﭙﺎره ﻳﯥ د ﺑﻬﺎﻧﯥ ﭘﻪ ﺗﻮﮔﻪ ﻛﺎروي ،ﻟﻪ ﭼﺎ ﺳﺮه ﭼﯥ د ﺧﭙﻞ وﻟﺲ او ﻫﻴﻮاد ﻏﻢ وي ﻫﻐﻪ ﻧﻪ د ﺧﻠﻜﻮ زاﻣﻦ د ﻣﺮگ ﻛﻮﻣﻲ ﺗﻪ ﻟﻴږي ،ﻧﻪ دروغ ورﺗﻪ واﻳﻲ ،ﻧﻪ ﻳﯥ ﺷﺘﻤﻨۍ د ﻏﻠﻮ ﭘﻪ ﻟﻤﻦ ﻛﯥ اﭼﻮي ا و ﻧﻪ ﻳﯥ ﻟﻪ ﺑﺤﺮاﻧﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ ﻛﻮي ،ﺑﻠﻜﯥ اﻣﻜﺎﻧﺎت ﻳﯥ د وﻟﺲ د ﻣﺎﻟﻲ ﺳﺘﻮﻧﺰو ﭘﻪ ﺣﻠﻮﻟﻮ ،د ﻓﻘﺮ ،ﻟﻮږې ﭘﻪ ﺧﺘﻤﻮﻟﻮ
اود اﻗﺘﺼﺎدي ﻇﺎﻟﻤﺎﻧﻪ ﺗﻔﺎوﺗﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ وړﻟﻮ ﻟﮕﻮي ،ﻛﺎش ﺟﻮرج ﺑﻮش ﺧﭙﻞ وﻟﺲ ﺗﻪ وﻳﻠﻲ وى
ﭼﯥ ﭘﺮ ﻋﺮاق زﻣﻮﻧږ د ﺣﻤﻠﯥ ﻣﻘﺼﺪ د دې ﻫﻴﻮاد د ﺗﻴﻠﻮ ﻏﻨﻲ زﯦﺮﻣﯥ ﺗﺮﻻﺳﻪ ﻛﻮل دي ،ﻧﻪ دا ﭼﯥ ﻟﻪ
ﻋﺮاق ﻧﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺗﻪ ﺧﻄﺮ ﻣﺘﻮﺟﻪ دى!! ﻛﻪ ﭘﺮ دې ﻫﻴﻮاد ﺑﺮﻳﺪ وﻧﻪ ﺷﻲ ﻧﻮ اﺗﻮﻣﻲ او ﻛﻴﻤﻴﺎوي وﺳﺎﻳﻞ
ﺑﻪ ﺟﻮړ او د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ ﺿﺪ ﺑﻪ ﻳﯥ اﺳﺘﻌﻤﺎل ﻛړي!! ﺧﻮ ﻧړﻳﻮال واﻳﻲ :دا څﻨﮕﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻟﻪ ﻫﻐﻮ
ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﻫﻴڅ وﯦﺮه ﻧﻪ ﻟﺮي ﭼﯥ ﭘﺮﻣﺦ ﺗﻠﻠﯥ اﺗﻮﻣﻲ ،ﻛﻴﻤﻴﺎوي او ﺑﻴﻮﻟﻮژﻳﻜﻲ وﺳﺎﻳﻞ ﻟﺮي ،ﻧﻪ ﻟﻪ
روس ﻧﻪ وﯦﺮه ﻟﺮي او ﻧﻪ ﻟﻪ ﭼﻴﻦ ﻧﻪ ،او ﻧﻪ ﭘﻪ اﺳﺮاﺋﻴﻠﻮ اﻋﺘﺮاض ﻛﻮي ﭼﯥ ﻛﺎﻓﻲ اﺗﻮﻣﻲ ﻛﻴﻤﻴﺎوي او
ﺑﻴﻮﻟﻮژﻳﻜﻲ وﺳﻠﯥ ﺟﻮړوي!! دا ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ ﻋﺮاق د ﺟﻨﮓ او اوږدې ﻣﺤﺎﺻﺮې ﭘﻪ وﺟﻪ ﻧﻪ د داﺳﯥ وﺳﻠﻮ د ﺟﻮړوﻟﻮ ﻣﺎﻟﻲ ﺗﻮان درﻟﻮد او ﻧﻪ ﻓﻨﻲ ﻛﻔﺎﻳﺖ ،ﻫﻐﻪ ﭘﺮ ﺧﭙﻠﯥ ﺧﺎورې د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ
•
ﻃﻴﺎرو د ﭘﺮﻟﻪ ﭘﺴﯥ ﺑﻤﺒﺎرﻳﻮ ﻣﺨﻪ ﻫﻢ ﻧﺸﻮى ﻧﻴﻮﻟﯥ ،اﺗﻮﻣﻲ ﺑﻢ ﻳﯥ ﺑﻪ ﻳﯥ څﻨﮕﻪ ﺟﻮړوﻟﻰ ﺷﻮ!!؟
زه او زﻣﺎ ﭘﻪ څﻴﺮ د ﻧړۍ ډﯦﺮ ﺧﻠﻚ دا اﻧﺘﻈﺎر ﻟﺮي ﭼﯥ د ﻣﺘﺤﺪه اﻳﺎﻻﺗﻮ ﭘﻪ اﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺗﻮ ﻛﯥ ﺳﺘﺎﺳﻮ ﺑﺮﻳﺎ
ﺑﻪ دې ﺗﻪ ﻻر آواره ﻛړي ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ ﺗﻴﺮو ﻏﻠﻂ ﺳﻴﺎﺳﺘﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﺗﺒﺪﻳﻠﻲ راﺷﻲ ،ﺗﺎﺳﻮ ﺑﻪ ټﻮﻟﻪ ﻧړۍ
64
او ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎ وﻟﺲ ﻟﻪ ﻫﻐﻮ ﺧﻄﺮﻧﺎﻛﻮ ﮔﻮاښﻮﻧﻮ ﻧﻪ وژﻏﻮرئ ﭼﯥ د ﺟﻮرج ډﺑﻠﻴﻮ ﺑﻮش ،ﺟﮕړه
ﻣﺎرو ،ﻣﺎﺟﺮا ﻏﻮښﺘﻮﻧﻜﻮ او ﻛﺎوﺑﺎﻳﻲ ﺳﻴﺎﺳﺘﻮﻧﻮ راوﻻړ ﻛړي .د دﻏﻮ ﺳﻴﺎﺳﺘﻮﻧﻮ دوام ﻧړۍ ﭘﻪ ډﯦﺮ وﯦﺮووﻧﻜﻲ ﻟﻮري ﺑﻴﺎﻳﻲ ،دﻏﻮ ﻏﻠﻄﻮ ﺳﻴﺎﺳﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻧړۍ ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ ﺿﺪ ﻫﻮﻣﺮه ژوره ﻛﺮﻛﻪ او
•
ﻧﻔﺮت راوﻻړ ﻛړى ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻳﯥ ﭘﻪ ډﯦﺮ څﻪ او ډﯦﺮو ﻛﻠﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﻧﻪ ﺷﻲ ﺟﺒﺮاﻧﻮﻟﯥ.
ﻛﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻟﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻧﻪ د ﺑﺎﻋﺰﺗﻪ وﺗﻠﻮ ﻻر ﻟټﻮي ﻧﻮ ﻣﻮږ ﻳﯥ ﻣﺮﺳﺘﯥ ﺗﻪ ﭼﻤﺘﻮ ﻳﻮ؛ ﺧﻮ د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﻟﻪ
ﻧﻈﺮه د ﺑﺤﺮان د ﺑﺎﻋﺰﺗﻪ ﺣﻞ ﻳﻮازﻧۍ ﻻر دا ده:
_1د ټﻮﻟﻮ ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ وﺗﻞ.
_2د ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ ﻛﻮرﻧﻴﻮ ﭼﺎرو ﻛﯥ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﻻﺳﻮﻫﻨﻮ ﻣﺨﻨﻴﻮى. _3ﻳﻮه ﻣﻮﻗﺖ ﺑﯥ ﻃﺮف ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺗﻪ د ﻗﺪرت اﻧﺘﻘﺎل.
_4ﭘﻪ آزاد او ﺧﭙﻠﻮاك اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ آزاد او ﻋﺎدﻻﻧﻪ اﻧﺘﺨﺎﺑﺎت. _ 5د ټﻮﻟﻮ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺑﻨﺪﻳﺎﻧﻮ ﺑﻼ ﻗﻴﺪ و ﺷﺮط آزادول.
_6داﺋﻤﻲ اورﺑﻨﺪ.
_7ټﻮل ﻫﻐﻪ ﺗﺼﺮﻓﺎت ﻟﻐﻮ او ﺑﺎﻃﻞ اﻋﻼﻧﻮل ﭼﯥ د اﺷﻐﺎل ﭘﻪ دوران ﻛﯥ ﻧﻴﻮاﻛﮕﺮو ځﻮاﻛﻮﻧﻮ او د دوى ﻻس
ﭘﻮڅﻮ ﺣﻜﻮﻣﺘﻮﻧﻮ ﺗﺮﺳﺮه ﻛړي.
_8ﻫﻐﻪ ﻣﻌﺎﻫﺪې ﭼﯥ اﺷﻐﺎﻟﮕﺮاﻧﻮ ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﺗﺤﻤﻴﻞ ﻛړې او زﻣﻮﻧږ ﻟﻪ آزادۍ او ﺧﭙﻠﻮاﻛۍ ﺳﺮه ﻣﻐﺎﻳﺮت
ﻟﺮي؛ ﺑﯥ اﻋﺘﺒﺎره ﮔڼﻞ ،د ﭘﺮدﻳﻮ ﻧﻈﺎﻣﻲ اډې ،زﻧﺪاﻧﻮﻧﻪ ،د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﻧﻴﻮﻧﻪ ،ﭘﻪ ﻏﻴﺮ اﻓﻐﺎﻧﻲ ﻣﺤﻜﻤﻮ ﻛﯥ د دوى
ﻣﺤﺎﻛﻤﻪ ،ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﻣﺤﺒﺴﻮﻧﻮ ﺗﻪ د دوى اﻧﺘﻘﺎل اود ﻇﺎﻟﻤﺎﻧﻪ او ﻏﻴﺮ اﻧﺴﺎﻧﻲ ﻣﻘﺮراﺗﻮ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ د دوى ﻣﺠﺎزات د ﺗﻞ ﻟﭙﺎره ﭘﺎى ﺗﻪ رﺳﻮل.
_9ﻣﻮﻧږ دا ﻫﻢ وﻳﻠﻲ ﭼﯥ ﻛﻪ ځﻴﻨﯥ اﻓﻐﺎﻧﻲ ډﻟﯥ اﻣﻨﻴﺘﻲ ﺗﻀﻤﻴﻨﻮﻧﻪ ﻟټﻮي او د دې ﻟﭙﺎره د ﺑﻬﺮﻧﻲ ﺳﻮﻟﻪ ﺳﺎﺗﻲ
ځﻮاك ﺣﻀﻮر ﺿﺮوري ﮔڼﻲ ،ﭘﺮ دې ﺑﺤﺚ ﻛﻴﺪى ﺷﻲ ،ﻣﻮږ ﭼﻤﺘﻮ ﻳﻮ ﭼﯥ ددوى ﺗﺸﻮﻳﺸﻮﻧﻪ رﻓﻌﻪ ﻛړو ،دا ﻫﻢ
ﻛﻴﺪى ﺷﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻣﻮﺧﻪ د ﺑﯥ ﻃﺮﻓﻪ اﺳﻼﻣﻲ ﻫﻴﻮادو ﻣﺤﺪود ﺷﻤﻴﺮ ﺳﻮﻟﻪ ﺳﺎﺗﻲ د ﻣﻮﻗﺘﯥ ټﺎﻛﻠﯥ ﻣﻮدې
ﻟﭙﺎره ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ځﺎى ﭘﺮ ځﺎى ﺷﻲ ،ﭘﻪ دې ﺷﺮط ﭼﯥ:
oدا ﺑﻪ د ﻣﻮﺟﻮده دروﻏﺠﻨﻮ ﺳﻮﻟﻪ ﺳﺎﺗﻮ ﭘﻪ څﻴﺮ ﻧﻪ وي ﭼﯥ د اﺷﻐﺎﻟﮕﺮاﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﺪﻣﺖ ﻛﯥ دي او ﻣﺎﻣﻮرﻳﺖ ﻳﯥ د ﺳﻮﻟﯥ ﺗﺎﻣﻴﻦ ﻧﻪ؛ ﺑﻠﻜﯥ د ﺳﻮﻟﯥ ﺗﺮ ﻏﻮﻟﻮوﻧﻜﻲ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺿﺪ ﺟﻨﮓ دى.
oﻟﻪ ښﺎروﻧﻮ ﻧﻪ ﺑﻬﺮ ﺑﻪ ﭘﻪ ﻋﺴﻜﺮي ﻣﺮاﻛﺰو ﻛﯥ ځﺎى ﭘﻪ ځﺎى ﻛﻴږي ،ﺗﮓ او راﺗﮓ ﺑﻪ ﻳﯥ د اﻓﻐﺎن
ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﻪ اﺟﺎزه او ﻣﻮاﻓﻘﻪ وي ،داﺳﯥ ﻧﻪ ﻟﻜﻪ د ﻧﺎټﻮ ﻧﻴﻮاﻛﮕﺮو او ﺟﻨﮓ ﻃﻠﺒﻪ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ
ﺧﭙﻞ ﺳﺮ ځﻲ او راځﻲ ،ﭘﻪ ښﺎروﻧﻮ ﻛﯥ ﻣﺮاﻛﺰ ﻟﺮي او ﮔﺰﻣﯥ ﻛﻮي ،د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ځﻤﻜﻪ او ﻓﻀﺎ
ﻣﻔﺘﻮﺣﻪ ﺳﻴﻤﻪ او ﺗﺮ ﺧﭙﻠﯥ ﻣﻄﻠﻘﯥ واﻛﻤﻨۍ ﻻﻧﺪې ﮔڼﻲ.
oد ﻣﻮﻗﺖ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺗﺮ ﻗﻮﻣﻨﺪې ﻻﻧﺪې ﺑﻪ ﻋﻤﻞ ﻛﻮي او د ﻣﺴﺆﻟﻮ اﻓﻐﺎﻧﻲ ﻣﻘﺎﻣﺎﺗﻮ ﻟﻪ ﻣﻮاﻓﻘﯥ ﭘﺮﺗﻪ ﺑﻪ د
ﻫﻴڅ ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺗﺤﺮك ﺣﻖ ﻧﻪ ﻟﺮي ،داﺳﯥ ﻧﻪ ﭼﯥ د اوﺳﻨﻲ ﻧﻴﻮاﻛﮕﺮ ځﻮاك ﭘﻪ څﻴﺮ وي ﭼﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﺳﺮ
ﻋﻤﻠﻴﺎت ﻛﻮي ،ﭘﺮ ﻛﻠﻴﻮ ،ﻛﻮروﻧﻮ ﻣﺪرﺳﻮاو ﺟﻮﻣﺎﺗﻮﻧﻮ ﺑﻤﻮﻧﻪ وروي ،ﻫﺮه ورځ ﭘﻪ ﻟﺴﮕﻮﻧﻮ ﻣﻈﻠﻮم
او ﺑﯥ وزﻟﻲ اﻓﻐﺎﻧﺎن ﭘﻪ وﻳﻨﻮ ﻛﯥ رﻏړوي ،ﻧﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ او ﻧړۍ واﻟﻮ ﭘﺮﻟﻪ ﭘﺴﯥ او ﺟﺪي اﻋﺘﺮاﺿﺎﺗﻮ
65
ﺗﻪ اﻋﺘﻨﺎء ﻛﻮي او ﻧﻪ د ﺧﭙﻞ ﻻس ﭘﻮڅﻲ ﺣﻜﻮﻣﺖ د ﭼﺎرواﻛﻮ ﻣﻜﺮر اﻟﺘﻤﺎس او ﻏﻮښﺘﻨﯥ ﺗﻪ ﭼﯥ ﺗﺮ
ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ ﻣﺨﻜﯥ ﺑﺎﻳﺪ دوى ﺧﺒﺮ ﻛړى ﺷﻲ!!
oﻫﻤﺪاراز ﺣﺎﺿﺮ ﻳﻮ ﭘﻪ دې اړه د دوى ﭘﻪ ﻏﻮښﺘﻨﯥ ﺑﺤﺚ وﻛړو ﭼﯥ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د وﺗﻠﻮ ﺗﺮڅﻨﮓ ﺑﺎﻳﺪ د ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ ﭘﻪ ﻟﻴﻜﻮ ﻛﻪ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﺟﻨﮕﻴﺎﻟﻴﻮ ﺷﺘﻮن وڅﻴړل ﺷﻲ ،ﻣﻮږ ټﻮﻟﻮ ﺧﻮاوو ﺗﻪ اﻃﻤﻴﻨﺎن
ورﻛﻮو ﭼﯥ ﻟﻪ دې ﺳﺮه ﭘﻪ ﺑﺸﭙړه ﺗﻮﮔﻪ ﻣﻮاﻓﻖ ﻳﻮ ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ دې ﻧﻪ ﺑﻬﺮﻧﻲ ځﻮاﻛﮕﺮان وي
او ﻧﻪ ﺑﻬﺮﻧﻲ ﺟﻨﮕﻴﺎﻟﻲ ،ﻧﻪ دې د ﻫﻐﻮ ﻟﭙﺎره ﻧﻈﺎﻣﻲ اډې وي او ﻧﻪ د دﻏﻮ ﻟﭙﺎره ﻧﻈﺎﻣﻲ ﻣﺮاﻛﺰ ،ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ټﻮﻟﻮ ﺗﻪ دا ﺧﺒﺮه ﺟﻮﺗﻪ ده ﭼﯥ اوس اﻟﻘﺎﻋﺪه ﭘﻪ ﻋﺮاق ﻛﯥ ﺟﻨﮕﻴږي او ﭘﺎﻛﺴﺘﺎﻧﻲ ﻃﺎﻟﺒﺎن ﭘﻪ
ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﻛﯥ ،ﻳﻮ ﻳﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﺟﻨﮕﻴﺪو او د ﻧﻈﺎﻣﻲ ﻣﺮاﻛﺰو درﻟﻮدو ﺗﻪ ﺿﺮورت ﻧﻪ
ﻟﺮي ،ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د دوى د ﺷﺘﻮن ﭘﻪ اړه ﺗﺒﻠﻴﻐﺎت د ﺧﺎﺻﻮ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻣﻮﺧﻮ ﭘﻪ ﻏﺮض ﺗﺮﺳﺮه ﻛﻴږي.
oدې ﺗﻪ ﻫﻢ ﭼﻤﺘﻮ ﻳﻮ ﭼﯥ ﺗﻀﻤﻴﻦ ﻛړو ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﺑﻪ د ﻣﺨﺪره ﻣﻮادو د ﺗﻮﻟﯧﺪ او ﺗﺠﺎرت ﻣﺨﻪ
ﻧﻴﺴﻮ ،ﻣﻮږ د ﻧﺸﻪ ﻳﻲ ﻣﻮادو ﻛﺸﺖ،ﺗﻮﻟﯧﺪ او ﺗﺠﺎرت ﺣﺮام ﮔڼﻮ ،دﻫﻴﻮاد ﻣﻨﺘﺨﺒﻪ ﺷﻮرى ﺑﻪ د ﻧﻮرو اﺳﺎﺳﻲ ﻣﺴﺎﺋﻠﻮ ﺗﺮ څﻨﮓ ﭘﻪ دې ﻗﻀﻴﯥ ﺑﺤﺚ ﻛﻮي او ﻻزم ﺗﺪاﺑﻴﺮ ﺑﻪ ﻧﻴﺴﻲ ،ﭘﻪ دې ﻛﯥ ﻫﻴڅ ﺷﻚ
ﻧﺸﺘﻪ ﭼﯥ د ﻣﺨﺪره ﺗﻮﻛﻴﻮ ﺑﺎزار د ﻧﻴﻮاﻛﮕﺮو ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﻟﺨﻮا ﺗﻮد ﺷﻮى ،دوى ﺟﻨﺎﻳﺘﻜﺎران او د ﻣﺨﺪره ﺗﻮﻛﻮ ﻗﺎﭼﺎﻗﭽﻴﺎن ﭘﻪ څﻨﮓ ﻛﯥ ﻧﻴﻮﻟﻲ ،د ﻻس ﭘﻮڅﻲ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻟﻮړ ﭘﻮړي ﭼﺎرواﻛﻲ د
ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﻟﻮړ ﭘﻮړي اﻓﺴﺮان ﭘﻪ ګډه ﭘﻪ دې ﮔﻨﺪه ﻓﻌﻞ ﻛﯥ ﻻس ﻟﺮي ،د دې ادﻋﺎ د اﺛﺒﺎت ﻟﭙﺎره دا دﻟﻴﻞ ﻛﺎﻓﻲ دى ﭼﯥ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﻟﻪ راﺗﻠﻮ ﺳﺮه د ﻣﺨﺪره ﺗﻮﻛﻴﻮ ﺗﻮﻟﯧﺪ ﺗﺮ ﻣﺨﻜﯥ څﻮ ځﻠﯥ زﻳﺎت ﺷﻮى او ﻫﺮ ﻛﺎل ﻣﺦ ﭘﺮ زﻳﺎﺗﻴﺪو دى .د دﺷﻤﻨﺎﻧﻮ دا ﺗﺒﻠﻴﻐﺎت ﭘﻪ ﺑﺸﭙړه ﺗﻮﮔﻪ ﺑﯥ ﺑﻨﺴټﻪ او دروﻏﺠﻦ دي ﭼﯥ ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻦ ﭘﻪ دې ﻧﺎروا ﻓﻌﻞ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻻس ﻟﺮﻟﻮ ﺗﻮرﻧﻮي ،ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻦ ﺧﻮ ﻫﻐﻪ دي ﭼﯥ
د ﺧﭙﻞ رب د رﺿﺎء او د ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد د آزادۍ ﻟﭙﺎره ﺧﭙﻞ ﺳﺮ ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﻛﻮي ،د ﺷﻬﺎدت ﺗﻠﻮﺳﻪ ﻳﯥ دې ﺗﻪ ﭼﻤﺘﻮ ﻛﻮي ﭼﯥ ﻟﻪ ﺑﺎروﺗﻮ ډك واﺳﻜټ واﻏﻮﻧﺪي ا و د دښﻤﻦ ﭘﻪ ﺧﻮا ﻛﯥ ﭼﺎودﻧﻪ وﻛړي!! دا
ﻓﺮﺷﺘﻪ ﺻﻔﺘﻪ ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻦ ﺑﻪ څﻨﮕﻪ د ﺣﺮاﻣﻮ ﺗﻮﻛﻴﻮ ﭘﻪ ﺗﻮﻟﯧﺪ او ﺗﺠﺎرت ﺳﺮه ﺧﭙﻞ اﻳﻤﺎن ﺗﻪ ﺗﺎوان رﺳﻮي او د ﺧﭙﻞ رب د رﺿﺎء ﭘﻪ ﺧﻼف ﺑﻪ ﻋﻤﻞ ﻛﻮي؟!!
ﭘﻪ آﺧﺮ ﻛﯥ ﺑﺎﻳﺪ ﺗﺎﺳﻮ ﺗﻪ وواﻳﻢ :د دې ﭘﺮ ځﺎى ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻫﺮه ﻣﻴﺎﺷﺖ ﺗﺮ ﺷﻞ ﻣﻠﻴﺎرد ډاﻟﺮو زﻳﺎﺗﯥ ﭘﻴﺴﯥ د
ﺟﮕړو ﭘﻪ دوام او د ﺑﯥ وزﻟﻮ ﺧﻠﻚ ﭘﻪ وژﻟﻮ ﻟﮕﻮي؛ آﻳﺎ ښﻪ ﺑﻪ ﻧﻪ وي ﭼﯥ دا ﭘﻴﺴﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ د اﻗﻠﻴﺘﻮﻧﻮ، ﻣﺨﺼﻮﺻﺎً ﻣﻈﻠﻮﻣﻮ ﺗﻮرﭘﻮﺳﺘﻮ د ﻫﻐﻮ ﺳﺘﻮﻧﺰو ﭘﻪ ﺧﺘﻤﻮﻟﻮ وﻟﮕﻮل ﺷﻲ ﭼﯥ دا څﻮ ﭘﻴړۍ ورﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ دي، ﺳﺘﺎ د ﺑﺮﻳﺎ د اﻋﻼن ﭘﻪ ورځ ټﻮﻟﻮ ﻧړۍ واﻟﻮ د ﺗﻮر ﭘﻮﺳﺘﻮ ﭘﻪ ﺳﺘﺮﮔﻮ ﻛﯥ ﻫﻐﻪ اوښﻜﯥ ﻟﻴﺪﻟﯥ ﭼﯥ ﻛﻪ ﻟﻪ ﻳﻮې ﺧﻮا د ﻣړو ﻫﻴﻠﻮ راژوﻧﺪۍ ﻛﻴﺪو ﻧښﻪ ﮔڼﻞ ﻛﻴږي ﻟﻪ ﺑﻠﯥ ﺧﻮا د زړو ﭘﺮﻫﺎروﻧﻮ ،ﻣﺤﺮوﻣﻴﺘﻮﻧﻮ ،ﻣﻈﻠﻮﻣﻴﺘﻮﻧﻮ او ﺗﺤﻘﻴﺮوﻧﻮ ﻏﻤﺎزي ﻛﻮي(13) «.
٭٭٭٭٭ ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻮځﻲ ﺑﺮﺑﻨډ ﻳﺮﻏﻞ ﭼﯥ د 2001ز ﻛﺎل د اﻛﺘﻮﺑﺮ ﭘﻪ اووﻣﻪ ﭘﻴﻞ ﺷﻮې ﻻ ﺗﺮ اوﺳﻪ
دوام ﻟﺮي ،دا ﭘﻮځﻲ ﻳﺮﻏﻞ ﭘﻪ داﺳﯥ وﺧﺖ ﻛﯥ ﭘﻴﻞ ﺷﻮ ﭼﯥ زﻣﻮﻧږ ﻫﻴﻮاد د ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﺷﻮروى اﺗﺤﺎد دﺳﺮو
ﻟښﻜﺮو ﭘﻪ ﻻﺳﻮ دﺟﻮړو ﺷﻮو زﺧﻤﻮﻧﻮ ﻋﻼج ﻻ ﻧﻪ و ﭘﻴﻞ ﻛړې .ﻛﻪ ﻟﻪ ﻳﻮې ﺧﻮا روﺳﻰ ﺳﺮې ﻟښﻜﺮ ې د
66
ﻫﻴﻮاد څﺨﻪ ﭘﻪ ﻓﺰﻳﻜﻲ ﺗﻮګﻪ وﺗﻠﯥ وې ﺧﻮ ﭘﻪ اﻳﺪﻳﺎﻟﻮژﻳﻜﻲ ﺗﻮګﻪ ﻳﯥ دﺧﭙﻞ ځﺎن ﭘﺴﯥ ﺧﭙﻞ ﭘﺨﻮاﻧﯥ ﻗﺮاردادي ﻗﻮﻣﺎﻧﺪاﻧﺎن او ﻧﻮر روزل ﺷﻮي ﻻﺳﭙﻮڅﯥ ﭘﺮى اﻳښﯥ و اوﻫﻐﻮى د دﻏﻪ ﺟﻨګ وﻫﻠﻲ ﻫﻴﻮاد
ﺷﻴﺮازه ﺑﻴﺮﺗﻪ ﺟﻮړښﺖ ﺗﻪ ﭘﺮې ﻧﻪ ښﻮده .دا ﺳﺘﻮﻧﺰې ﻻ رواﻧﯥ وې ﭼﯥ دﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻧﻮې ﭘﺪﻳﺪه ﭘﻪ ﻛﯥ را دا ﺧﻠﻪ ﺷﻮه .زﻳﺎت ﺷﻤﻴﺮ ﺷﻨﻮﻧﻜﻲ ﭘﻪ دې ﺑﺎور دي ﭼﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﭘﺪﻳﺪې ﭘﻪ را ﭘﻴﺪا ﻛﻴﺪو ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ، اﻧګﻠﺴﺘﺎن ،ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن اوﺳﻌﻮدي ﻋﺮﺑﺴﺘﺎن ﺣﻜﻮﻣﺘﻮﻧﻮ ﻣﺴﺘﻘﻴﻤﻪ وﻧډه درﻟﻮده ،ځﻜﻪ ﭼﯥ دې ﻫﻴﻮادوﻧﻮ
ﻏﻮښﺘﻞ د ﺟﻬﺎد او ﻣﺒﺎرزې ﻫﻐﻪ ﺳﺘﺮ اﻏﻴﺰ ﭼﯥ دﻣﺮﻛﺰي اﺳﻴﺎ د ﻫﻴﻮادو ﭘﻪ وﻟﺴﻮﻧﻮ ﻳﯥ ﺷﻴﻨﺪﻟﯥ و ﻟﻪ
ﻣﻨځﻪ ﻳﻮﺳﻲ ،اوﭘﻪ دې ﺗﺮﺗﻴﺐ ﺳﺮه ددې وﻟﺴﻮﻧﻮ ﭘﻪ ځﻤﻜﻨﻴﻮ زﻳﺮﻣﻮ ﭘﺮﺗﻪ ﻟﻪ ﻛﻮم ﺧﻨډ ﺳﻴﻨﻪ واﭼﻮى اوﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ او ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ د ﺗﺨﺎﺻﻢ او ﺟګړې وروﺳﺘﻪ د ﺧﭙﻠﯥ ﺧﻮښﯥ
ﻧﻈﺎم ﻧﺼﺐ ﻛړي .ﺧﻮ دﻫﻐﻪ څﻪ ﻟﻪ ﭘﺎره ﭼﯥ دوى ﻏﻮښﺘﻞ ﻃﺎﻟﺒﺎن اﺳﺘﻌﻤﺎل ﻛړي ،د ﻫﻐﯥ ﭘﻪ ﻻﺳﺘﻪ راوړو
ﺑﺮﻳﺎﻟﻲ ﻧﻪ ﺷﻮل ،ځﻜﻪ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د واﻛﻤﻨۍ دﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛﻮﻟﻮ وروﺳﺘﻪ ﺑﻴﺎ ﺧﭙﻞ ﻧﻈﺎم ﺟﻮړ ﻛړ او ﭘﻪ دې ﺗﺮﺗﻴﺐ
ﻳﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او د ﻫﻐﻮى د ﻣﺘﺤﺪﻳﻨﻮ ټﻮﻟﯥ ﻫﻴﻠﯥ ﭘﻪ ﻧﺎﻫﻴﻠﻴﻮ ﺑﺪﻟﯥ ﻛړې .ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺣﻜﻮﻣﺖ
ﭘﻪ ﻟﻮﻣړﻳﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻛﻰ ﻫﺴﺘﻮګﻦ زﻳﺎت ﺷﻤﻴﺮاﻓﻐﺎن ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺷﻨﻮﻧﻜﻮ ،ﭼﯥ ﻧﻦ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د
ﻟښﻜﺮ ﺳﺮه ﻳﻮ ځﺎى ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﺣﺎﻛﻢ دي ،د ﻫﻐﻮى د وﻳﻨﺪوﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ څﻴﺮ ﻛﺎر ﻛﺎوه ،ﺧﻮﻛﻠﻪ ﭼﯥ
ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺑﺶ د ﺣﻜﻮﻣﺖ د اواﻣﺮو د ﻣﻨﻠﻮ ﻧﻪ ډه ډه وﻛړه اوﭘﻪ ځﺎﻧګړې ﺗﻮګﻪ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ
ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﺮﺗﻪ ﻟﻪ څﻴړﻧﻮ ګﺮوﻳږﻧﻮ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د اﻟﻘﺎﻋﺪې ﻣﺸﺮ اﺳﺎﻣﻪ ﺑﻦ ﻻدن د ﻧﻴﻮﻳﺎرك د ﭘﻴښﻮ
ﻣﺴﺆل وګﺎڼﻪ او د ﻫﻐﻪ د ﺗﺮﻻﺳﻪ ﻛﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺳﺮه ﺧﺒﺮې وﻛړې ،ﻧﻮﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺗﻪ د ﻫﻐﻪ د ور ﺗﺴﻠﻴﻤﻮﻟﻮ څﺨﻪ ،دﻛﺮه ﻻﺳﻮﻧﺪوﻧﻮ د وړاﻧﺪې ﻛﻮﻟﻮ ﭘﺮﺗﻪ ،ډه ډه وﻛړه .ﻧﻮ
اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺗﺼﻤﻴﻢ وﻧﻴﻮ ﭼﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺣﻜﻮﻣﺖ راﻧﺴﻜﻮر ﻛړي او ﭘﺮ ځﺎى ﻳﯥ د ﺧﭙﻠﯥ ﺧﻮښﯥ رژﻳﻢ ﻧﺼﺐ ﻛړي .
د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﻪ ﺧﻼف داﻣﺮﻳﻜﺎ دﺣﻤﻠﯥ د ﭘﻴﻼﻣﯥ څﺨﻪ د ﻣﺨﻪ ،اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د ﺷﻤﺎل د ټﻠﻮاﻟﯥ زﻳﺎت
ﺷﻤﻴﺮ ﻟﻮړﭘﻮړي ﭼﺎرواﻛﻲ د ﻫﻐﻮى د رﻫﺒﺮاﻧﻮ ﭘﻪ ګډون ﭘﻪ ډﻳﺮو ﻛﻤﻮ ﭘﻴﺴﻮ واﺧﺴﺘﻞ .او ﭘﻪ دې ﺗﻮګﻪ ﻳﯥ د
ﺷﻤﺎل د ټﻠﻮاﻟﯥ څﺨﻪ د ﺧﭙﻠﻮ ﭘﻴﺎده ﻋﺴﻜﺮو ﭘﻪ څﻴﺮ ﻛﺎر واﺧﺴﺖ .ﭼﯥ ﺗﻔﺼﻴﻞ ﻳﯥ ﭘﻪ اړوﻧﺪو ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﻛﺘﻼى ﺷﺊ.
٭٭٭٭٭ د2001ز ﻛﺎل د اﻛﺘﻮﺑﺮ دﺣﻤﻠﯥ او ددې ﺣﻤﻠﯥ ﭘﻪ ﺟﺮﻳﺎن ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ دﺣﻜﻮﻣﺖ د ﻧﺴﻜﻮرﻳﺪو ﻧﻪ وروﺳﺘﻪ
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﻫﻮډ وﻛړ ﭼﯥ د ﺧﭙﻠﯥ ﺧﻮښﯥ ﻻس ﭘﻮڅﻰ ﻧﻈﺎم ﻫﻠﺘﻪ ﻗﺎﻳﻢ ﻛړى .ﭘﻪ دې اﺳﺎس ﭘﻪ 2001ز ﻛﺎل د
ډﺳﻤﺒﺮ د ﻣﻴﺎﺷﺘﯥ ﭘﻪ ﻟﻮﻣړﻳﻮ ﻛﯥ ﻳﯥ د ﺑﻦ د ﺗړون ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې ډراﻣﻪ ﺟﻮړه ﻛړه .ﭘﻪ دې ﻛﺮﻏﻴړن ﺗړون ﻛﯥ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ ﺗﺮ ﻧﻈﺮ ﻻﻧﺪې ﻳﻮ ﭘﺮﻳﻜړه ﻟﻴﻚ او څﻮ ﺿﻤﻴﻤﯥ وﻟﻴﻜﻞ ﺷﻮې ﭼﯥ ﻣﺘﻦ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻻﻧﺪې ﺗﻮګﻪ
دى:
ﺑﺴﻢ اﷲ اﻟﺮﺣﻤﻦ اﻟﺮﺣﻴﻢ
د دوﻟﺖ د داﻳﻤﻲ ﻣﻮﺳﺴﺎﺗﻮ ﺗﺮ ﺟﻮړښﺖ ﭘﻮرې د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ اړوﻧﺪ د ﻣﻮﻗﺘﻲ اﻗﺪاﻣﺎﺗﻮ او اﺣﻜﺎﻣﻮﻣﻮاﻓﻘﺖ
ﻟﻴﻚ
67
د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ اړوﻧﺪ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ ﺗﺮ څﺎرﻧﯥ ﻻﻧﺪې د ﺧﺒﺮو ﺑﺮﺧﻪ وال د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ اړوﻧﺪ د ﻣﻠګﺮو
ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ د ﺳﺮﻣﻨﺸﻲ د ځﺎﻧګړي اﺳﺘﺎزي ﭘﻪ ﺣﻀﻮر ﻛﯥ ،ژﻣﻨﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻏﻤﺠﻦ ﻛړﻛﻴﭻ ﭘﺎى ﺗﻪ ورﺳﻮي ،ﻣﻠﻲ ﭘﺨﻼﻳﻨﻪ ،ﺗﻠﭙﺎﺗﯥ ﺳﻮﻟﻪ ،ﺛﺒﺎت ټﻴﻨګ او ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د ﺑﺸﺮي ﺣﻘﻮﻗﻮ درﻧﺎوى وﺷﻲ ،ﺑﻴﺎ ټﻴﻨګﺎر ﻛﻮي ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺧﭙﻠﻮاﻛﻲ ،ﻣﻠﻲ واﻛﻤﻨﺘﻮب او د ﺧﺎورې ﺑﺸﭙړﺗﻴﺎ ﺧﻮﻧﺪي وﺳﺎﺗﻞ ﺷﻲ ،د
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺧﻠﻜﻮ دﻏﻪ ﻣﺴﻠﻢ ﺣﻖ ﻣﻨﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ ازاده ﺗﻮګﻪ ﺧﭙﻞ ﺳﻴﺎﺳﻲ راﺗﻠﻮﻧﻜﯥ ﺑﺮﺧﻪ ﻟﻴﻚ د اﺳﻼم، دﻣﻮﻛﺮاﺳۍ ،ﭘﻠﻮرﻟﻴﺰم او ټﻮﻟﻨﻴﺰ ﻋﺪاﻟﺖ د ﭘﺮﻧﺴﻴﭙﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﺳﻢ وټﺎﻛﻲ،د دې ﻗﺪرداﻧﻴﻲ ﻛﻴږي ﭼﯥ د
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ د ﻛﻠﻮﻧﻮ ﭘﻪ اوږدو ﻛﯥ د ﺧﭙﻠﻮاﻛﺊ ،ﻣﻠﻲ واﻛﻤﻨﺘﻮب ،د ﺧﺎورې ﺑﺸﭙړﺗﻴﺎ او ﻣﻠﻲ
ﻳﻮواﻟﻲ څﺨﻪ دﻓﺎع ﻛړﻳﺪه او د ﺗﺮورﻳﺰم ،ﻇﻠﻢ او زﻳﺎﺗﻲ ﭘﻪ وړاﻧﺪې ﻳﯥ ﭘﻪ زړه ﭘﻮرې رول ﻟﻮﺑﻮﻟﻰ او د دوئ
ﻗﺮﺑﺎﻧﻴﻮ اوس ﻫﻐﻮئ د ﺟﻬﺎد ،ﺳﻮﻟﯥ او د ﺧﭙﻞ ګﺮان ﻫﻴﻮاد اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺑﻴﺎ وداﻧﻮﻟﻮ او آراﻣﺘﻴﺎ اﺗﻼن
ګﺮځﻮﻟﯥ دي.
ﭘﻮﻫﻴږي ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ﺑﯥ ﺛﺒﺎﺗﻪ ﺣﺎﻟﺖ دﯦﺘﻪ اړﺗﻴﺎ ﻟﺮي ﭼﯥ ﻣﻮﻗﺖ اﺿﻄﺮاري ﺗﺪﺑﻴﺮوﻧﻪ وﻧﻴﻮل او ﻋﻤﻠﻲ
ﺷﻲ .د ﺟﻼﻟﺘﻤﺎب ﭘﺮوﻓﻴﺴﻮر ﺑﺮﻫﺎن اﻟﺪﻳﻦ رﺑﺎﻧﻲ د دﻏﻪ ﭼﻤﺘﻮواﻟﻲ ﻗﺪرداﻧﻲ ﻛﻮي ﭼﯥ ﻗﺪرت ﻫﻐﯥ ﻣﻮﻗﺘﯥ
ادارې ﺗﻪ ﺳﭙﺎري ﭼﯥ د دﻏﻪ ﻣﻮاﻓﻘﺘﻨﺎﻣﯥ ﭘﻪ ﻧﺘﻴﺠﻪ ﻛﯥ ﻣﻨځ ﺗﻪ راځﻲ ،ﭘﻪ دﻏﻪ ﺿﺮورت ټﻴﻨګﺎر ﻛﻮي ﭼﯥ ﭘﻪ دﻏﻮ ﻣﻮﻗﺘﻮ ﺗﺪﺑﻴﺮوﻧﻮ ﻛﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د وﻟﺲ د ټﻮﻟﻮ ﭘﺮګﻨﻮ او د ﻫﻐﻮ ډﻟﻮ ﭼﯥ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ اوﺳﻨﻴﻮ
ﺧﺒﺮو ﻛﯥ ﻳﯥ ﻧﻤﺎﻳﻨﺪګﻲ ﻧﻪ ده ﺷﻮې ﺑﺸﭙړ اﺳﺘﺎزﻳﺘﻮب ﺑﺎوري ﺷﻲ ،ﭘﻪ ﭘﺎم ﻛﯥ ﺳﺎﺗﻲ ﭼﯥ دﻏﻪ ﻣﻮﻗﺖ ﺗﺪﺑﻴﺮوﻧﻪ د ﻳﻮ داﺳﯥ ﭘﺮاخ ﺑﻨﺴټﻪ او ﻧﻤﺎﻳﻨﺪه ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﻪ ﻟﻮر ﭼﯥ ﺟﻨﺴﻲ ﺗﻮﭘﻴﺮ ﭘﻪ ﻛﯥ ﻧﻪ وي ،ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﻛﯥ د ټﻮﻟﻮ
ﻗﻮﻣﻮﻧﻮ او د ﻫﻐﻮ ډﻟﻮ ﺑﺸﭙړ اﺳﺘﺎزﻳﺘﻮب ﺷﻮى وي او د ټﺎﻛﻠﯥ ﻣﻮدې څﺨﻪ زﻳﺎت دوام وﻧﻪ ﻛړي ﻟﻮﻣړى ګﺎم
ﺑﻮﻟﯥ،دا ﻣﻨﻲ ﭼﯥ وﺧﺖ ﭘﻪ ﻛﺎر دى ﺗﺮ څﻮ ﻧﻮى اﻓﻐﺎن اﻣﻨﻴﺘﻲ ځﻮاك ﺟﻮړ او وﻛړى ﺷﻲ ﺧﭙﻠﯥ دﻧﺪې ﭘﻪ ﭘﻮره ﺗﻮګﻪ ﺗﺮﺳﺮه ﻛړي .ﭘﻪ دﻏﻪ ﻣﻮده ﻛﯥ ﺑﺎﻳﺪ ﻫﻐﻪ اﻣﻨﻴﺘﻲ ﺗﺪﺑﻴﺮوﻧﻪ ﭼﯥ د دﻏﯥ ﻣﻮاﻓﻘﺘﻨﺎﻣﯥ ﭘﻪ ﻟﻮﻣړۍ ﺿﻤﻴﻤﻪ
ﻛﯥ ﭘﻪ ګﻮﺗﻪ ﺷﻮي ﭘﻠﻲ ﺷﻲ ،دا ﻣﻨﻲ ﭼﯥ ﻣﻠګﺮي ﻣﻠﺘﻮﻧﻪ ﻳﻮه ﭘﻴﮋﻧﺪﻟﯥ ﺷﻮې ﻧړﻳﻮاﻟﻪ ﺑﻴﻄﺮﻓﻪ ﻣﻮﺳﺴﻪ ده او ﺗﺮ ﻫﻐﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﺗﻞ ﭘﺎﺗﯥ ﻣﻮﺳﺴﺎت ﻣﻨځ ﺗﻪ راځﻲ ﺧﺎص او ﻣﻬﻢ ﻧﻘﺶ وﻟﻮﺑﻮي ،ﭼﯥ ﺗﻔﺼﻴﻼت ﻳﯥ
د دې ﻣﻮاﻓﻘﺘﻨﺎﻣﯥ ﭘﻪ دوﻫﻤﻪ ﺿﻤﻴﻤﻪ ﻛﯥ ﭘﻪ ګﻮﺗﻪ ﺷﻮي دي ،ﭘﻪ ﻻﻧﺪې ډول ﻣﻮاﻓﻘﯥ ﺗﻪ رﺳﻴﺪﻟﻲ دي:
ﻣﻮﻗﺘﻪ واﻛﻤﻨﻲ
اول – ﻋﻤﻮﻣﻲ اﺣﻜﺎم
-1ﻣﻮﻗﺘﻪ واﻛﻤﻨﻲ د ﻗﺪرت د رﺳﻤﻲ اﻧﺘﻘﺎل ﺳﺮه ﺳﻤﻪ راﻣﻨځ ﺗﻪ ﻛﻴږي ،د ﻗﺪرت د اﻧﺘﻘﺎل ﻧﻴټﻪ د 2001
ﻣﻴﻼدي ﻛﺎل د ډﺳﻤﺒﺮ 22ﻣﻪ ټﺎﻛﻞ ﺷﻮې ده.
-2ﻣﻮﻗﺘﻪ واﻛﻤﻨﻲ ﺑﻪ د ﻳﻮې ﻣﻮﻗﺘﯥ ادارې ﻧﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺳﺮ ﻛﯥ ﻳﻲ ﻳﻮ رﺋﻴﺲ دى ،د اِﺿﻄﺮاري ﻟﻮﻳﯥ ﺟﺮګﯥ د
راﺑﻠﻠﻮ د ﭘﺎره د ﻳﻮه ځﺎﻧګړي ﺧﭙﻠﻮاك ﻛﻤﻴﺴﻴﻮن ،د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺳﺘﺮې ﻣﺤﻜﻤﯥ او ﻧﻮرو ﻫﻐﻮ ﻣﺤﻜﻤﻮ ﭼﯥ د
ﻣﻮﻗﺘﯥ ادارې ﻟﻪ ﺧﻮا ﻣﻨځ ﺗﻪ راځﻲ ﺟﻮړوي .د ﻣﻮﻗﺘﯥ ادارې او ځﺎﻧګړي ﺧﭙﻠﻮاك ﻛﻤﻴﺴﻮن ﺟﻮړښﺖ ،دﻧﺪې، او اﺟﺮاﻳﻮې ﻛﺎردودوﻧﻪ ﭘﻪ دې ﻣﻮاﻓﻘﺘﻨﺎﻣﻪ ﻛﯥ ځﺎى ﭘﻪ ځﺎى ﺷﻮي دي.
-3ﻣﻮﻗﺘﻪ واﻛﻤﻨﻲ د ﻗﺪرت د رﺳﻤﻲ اﻧﺘﻘﺎل ﺳﺮه ﺳﻢ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻣﻠﻲ واﻛﻤﻨﺘﻮب ﺗﻤﺜﻴﻞ ﻛﻮي .ﭘﻪ دې
اﺳﺎس د ﻣﻮﻗﺘﯥ ﻣﻮدې ﭘﻪ اوږدو ﻛﯥ ﺑﻪ ﻣﻮﻗﺘﻪ واﻛﻤﻨﻲ ﭘﻪ ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ اړﻳﻜﻮ ﻛﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن اﺳﺘﺎزﻳﺘﻮب
68
ﻛﻮي؛ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﻮﺳﺴﻪ او د دﻏﯥ ﻣﻮﺳﺴﯥ او ﺧﺎﺻﻮ ﻧﻤﺎﻳﻨﺪګﻴﻮ ﻛﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن څﻮﻛۍ
اﺷﻐﺎﻟﻮي .ﻫﻤﺪﻏﻪ ﺷﺎن ﭘﻪ ﻧﻮرو ﻧړﻳﻮاﻟﻮ ﻣﻮﺳﺴﺎﺗﻮ او ﻛﻨﻔﺮاﻧﺴﻮﻧﻮ ﻛﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن اﺳﺘﺎزﻳﺘﻮب ﻛﻮي.
-4د ﻣﻮﻗﺘﯥ واﻛﻤﻨۍ د ﺟﻮړښﺖ ﻧﻪ د ﺷﭙږو ﻣﻴﺎﺷﺘﻮ ﭘﻪ ﻣﻮده ﻛﯥ ﺑﻪ اﺿﻄﺮاري ﻟﻮﻳﻪ ﺟﺮګﻪ راﺑﻠﻞ ﻛﻴږي ،ﭼﯥ د
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﭘﺎﭼﺎ اﻋﻠﻴﺤﻀﺮت ﻣﺤﻤﺪﻇﺎﻫﺮﺷﺎه ﻟﻪ ﺧﻮا ﺑﻪ ﭘﺮاﻧﺴﺘﻞ ﺷﻲ .دا اﺿﻄﺮاري ﻟﻮﻳﻪ ﺟﺮګﻪ ﺑﻪ د اﻧﺘﻘﺎﻟﻲ واﻛﻤﻨۍ او د ﭘﺮاخ ﺑﻨﺴټﻪ ادارې ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﭘﺮﻳﻜړه ﻛﻮي .ﻧﻮﻣﻮړې اداره ﺑﻪ ﺗﺮ ﻫﻐﻪ وﺧﺘﻪ ﭘﻮرې د
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻣﺸﺮﺗﻮب ﻛﻮي ﺗﺮ څﻮ ﻳﻮ ﺑﺸﭙړ ﻧﻤﺎﻳﻨﺪه ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭼﯥ د ازادو او ﻋﺎدﻻﻧﻪ اﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺗﻮ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ ﻣﻨځ
ﺗﻪ راځﻲ ،دﻏﻪ اﻧﺘﺨﺎﺑﺎت د اﺿﻄﺮاري ﻟﻮﻳﯥ ﺟﺮګﯥ د ﻏﻮﻧډﻳﺪو د ﻧﻴټﯥ څﺨﻪ د دوو ﻛﺎﻟﻮ ﭘﻪ ﻣﻮده ﻛﯥ وﺷﻲ. -5اﺿﻄﺮاري ﻟﻮﻳﻪ ﺟﺮګﻪ د اﻧﺘﻘﺎﻟﻲ واﻛﻤﻨۍ د ﺗﺎﺳﻴﺲ ﺳﺮه ﺳﻢ ﻣﻮﻗﺘﻪ واﻛﻤﻨﻲ د ﻣﻨځﻪ وړي.
-6د اﻧﺘﻘﺎﻟﻲ واﻛﻤﻨۍ د ﺟﻮړښﺖ ﻧﻪ د 18ﻣﻴﺎﺷﺘﻮ ﭘﻪ اوږدو ﻛﯥ د اﺳﺎﺳﻲ ﻗﺎﻧﻮن د ﺗﺼﻮﻳﺐ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻟﻮﻳﻪ ﺟﺮګﻪ
راﺑﻠﻞ ﻛﻴږي .دﻏﻪ اﺳﺎﺳﻲ ﻗﺎﻧﻮن ﺑﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د راﺗﻠﻮﻧﻜﻲ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭼﯥ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ د څﺎرﻧﯥ ﻻﻧﺪې
ﻋﻤﻮﻣﻲ اﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺗﻮ ﭘﻪ ﻧﺘﻴﺠﻪ ﻛﯥ ﻣﻨځ ﺗﻪ راځﻲ زﻣﻴﻨﻪ ﺑﺮاﺑﺮه ﻛړي .د دې ﻟﻪ ﭘﺎره ﭼﯥ د ﭘﻴﺸﻨﻬﺎد ﺷﻮي اﺳﺎﺳﻲ
ﻗﺎﻧﻮن د ﺗﺼﻮﻳﺐ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﻟﻮﻳﯥ ﺟﺮګﻲ ﺳﺮه ﻣﺮﺳﺘﻪ ﺷﻮي وي ،اﻧﺘﻘﺎﻟﻲ اداره د ﺧﭙﻞ ﺗﺎﺳﻴﺲ ﻧﻪ ﺑﺎﻳﺪ د دوو
ﻣﻴﺎﺷﺘﻮ ﭘﻪ اوږدو ﻛﯥ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﺮﺳﺘﻪ د اﺳﺎﺳﻲ ﻗﺎﻧﻮن ﻛﻤﻴﺴﻮن ﺟﻮړ ﻛړي. دوﻳﻢ – ﻗﺎﻧﻮﻧﻲ ﭼﻮﻛﺎټ او ﻗﻀﺎﻳﻲ ﻧﻈﺎم
- 1ﻻﻧﺪﯦﻨﺊ ﭼﻮﻛﺎټ ﭘﻪ ﻣﻮﻗﺘﻲ ﺗﻮګﻪ ﺗﺮ ﻫﻐﻪ ﭼﯥ ﭘﻮرﺗﻪ ذﻛﺮ ﺷﻮى ﻧﻮى اﺳﺎﺳﻲ ﻗﺎﻧﻮن ﻧﺎﻓﺬ ﺷﻲ ﺗﻄﺒﻴﻘﻴږي. اﻟﻒ :د 1343ﻟﻤﺮﻳﺰ )1964م( اﺳﺎﺳﻲ ﻗﺎﻧﻮن ﺗﺮﻫﻐﻪ ځﺎﻳﻪ ﭼﯥ اﺣﻜﺎم ﻳﯥ د دې ﻣﻮاﻓﻘﺘﻨﺎﻣﯥ د ﻣﻮادو ﺳﺮه ﭘﻪ
ﺗﻀﺎد ﻛﯥ ﻧﻪ وي او د ﻫﻐﻮ ﺑﺮﺧﻮ ﭘﺮﺗﻪ ﭼﯥ د ﺷﺎﻫﻲ رژﻳﻢ او د ﻫﻐﻪ وﺧﺖ د اﺟﺮاﺋﻴﻪ او ﻣﻘﻨﻨﻪ ﻗﻮاوو ﺳﺮه ارﺗﺒﺎط
ﭘﻴﺪا ﻛﻮي ﻧﻮر اﺣﻜﺎم ﻳﯥ د ﺗﻄﺒﻴﻖ وړ دي.
ب :ﻣﻮﺟﻮده ﻗﻮاﻧﻴﻦ او ﻣﻘﺮرات ﺗﺮ ﻫﻐﻪ ځﺎﻳﻪ ﭼﯥ د دﻏﯥ ﻣﻮاﻓﻘﺘﻨﺎﻣﻲ او ﻧړﻳﻮاﻟﻮ ﻗﺎﻧﻮﻧﻲ واﺟﺒﺎﺗﻮ د ﻛﻮﻣﻮ ﭼﯥ
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻳﯥ ﻳﻮ ﻃﺮف وي او ﻳﺎ د 1343ﻛﺎل د اﺳﺎﺳﻲ ﻗﺎﻧﻮن د ﺗﻄﺒﻴﻖ وړ اﺣﻜﺎﻣﻮ ﺳﺮه ﭘﻪ ﺗﻀﺎد ﻛﯥ ﻧﻪ وي د ﺗﻄﺒﻴﻖ وړ دي .ﻣﻮﻗﺘﻪ واﻛﻤﻨﻲ دا ﻗﺪرت ﻟﺮي ﭼﯥ دﻏﻪ ﻗﻮاﻧﻴﻦ او ﻻﻳﺤﻲ ﻓﺴﺦ او ﺗﻌﺪﻳﻞ ﻛړي.
- 2د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻗﻀﺎﻳﻲ ﻗﻮه ﺑﻪ ﻣﺴﺘﻘﻠﻪ وي .ﻗﻀﺎﻳﻲ ﻗﻮه د ﺳﺘﺮې ﻣﺤﻜﻤﯥ او د ﻫﻐﻮ ﻧﻮرو ﻣﺤﻜﻤﻮ څﺨﻪ ﭼﯥ
د ﻣﻮﻗﺘﯥ ادارې ﻟﻪ ﺧﻮا ﺟﻮړﻳږي ﺗﺸﻜﻴﻠﻪ ﺷﻮې ده .ﻣﻮﻗﺘﻪ اداره د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﺮﺳﺘﻪ ﻳﻮ ﻗﻀﺎﻳﻲ
ﻛﻤﻴﺴﻮن ﺟﻮړوي ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د اﺳﻼﻣﻲ ارزښﺘﻮﻧﻮ ،د ﻧړﻳﻮاﻟﻮ ﺣﻘﻮﻗﻲ ﻣﻌﻴﺎروﻧﻮ او د داﺧﻠﻲ ﺣﻘﻮﻗﻲ ﻋﻨﻌﻨﺎﺗﻮ ﭘﻪ ﻧﻈﺮ ﻛﯥ ﻧﻴﻮﻟﻮ ﺳﺮه ﻗﻀﺎﻳﻲ ﺳﻴﺴﺘﻢ ﺑﻴﺎ ﻓﻌﺎل ﻛړي. درﻳﻢ -ﻣﻮﻗﺘﻪ اداره
اﻟﻒ – ﺗﺮﻛﻴﺐ
-1ﻣﻮﻗﺘﻪ اداره د ﻳﻮه رﺋﻴﺲ ،ﭘﻨځﻪ ﻣﺮﺳﺘﻴﺎﻻﻧﻮ او 23ﻏړو څﺨﻪ ﺟﻮړه ده.
د رﺋﻴﺲ ﻧﻪ ﭘﺮﺗﻪ ﻫﺮ ﻏړى ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻲ ﭼﯥ د ﻣﻮﻗﺘﯥ ادارې د ﻳﻮې اداري څﺎﻧګﯥ ﻣﺸﺮ ﺷﻲ.
-2د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺑﺎره ﻛﯥ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ د ﺧﺒﺮو ﺑﺮﺧﻪ واﻟﻮ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﭘﺎﭼﺎ اﻋﻠﻴﺤﻀﺮت
ﻣﺤﻤﺪ ﻇﺎﻫﺮﺷﺎه ﻧﻪ ﺑﻠﻨﻪ ﻛړې ﭼﯥ د ﻣﻮﻗﺘﯥ ادارې ﻣﺸﺮي ﭘﻪ ﻏﺎړه واﺧﻠﻲ .اﻋﻠﻴﺤﻀﺮت ﻳﺎدوﻧﻪ ﻛړې ﭼﯥ ﻏﻮره ګڼﻲ ﭼﯥ ﻳﻮ ﺑﻞ ﻣﻨﺎﺳﺐ ﺷﺨﺼﻴﺖ ﭼﯥ د ﺑﺮﺧﻪ واﻟﻮ د ﻣﻨﻠﻮ وړ وي ﭘﻪ دﻏﻪ دﻧﺪه وګﻮﻣﺎرل ﺷﻲ.
69
-3د ﻣﻮﻗﺘﯥ ادارې رﺋﻴﺲ ،ﻣﺮﺳﺘﻴﺎﻻن او ﻧﻮر ﻏړي ﺑﻪ ﻳﯥ د ﻫﻐﻮ ﻧﻮﻣﻮﻧﻮ د ﻟﺴﺘﻮﻧﻮ څﺨﻪ ﭼﯥ د ﻣﻠګﺮو
ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﺬاﻛﺮاﺗﻮ ﻛﯥ د ﺑﺮﺧﻪ واﻟﻮ ﻟﻪ ﺧﻮا ورﻛړل ﺷﻮي دي ﭘﻪ ﻣﺮﺑﻮﻃﻪ څﺎﻧګﻪ ﻛﯥ د دوۍ د ﻣﺴﻠﻜﻲ
ﺗﺨﺼﺺ ،ﺣﻴﺜﻴﺖ ،ﻟﻴﺎﻗﺖ ،ﻛﻔﺎﻳﺖ او ﻫﻢ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻗﺎﻣﻲ ،ﺟﻐﺮاﻓﻴﺎﻳﻲ او ﻣﺬﻫﺒﻲ ﺗﻨﺎﺳﺐ او د ښځﻮ د
ﻣﻘﺎم د اﻫﻤﻴﺖ ﭘﻪ ﭘﺎم ﻛﯥ ﻧﻴﻮﻟﻮ ﺳﺮه د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ د ﺧﺒﺮو د ﺑﺮﺧﻪ واﻟﻮ ﻟﻪ ﺧﻮا ټﺎﻛﻞ ﺷﻮي دي ﭼﯥ ﻧﻮﻣﻮﻧﻪ
ﻳﯥ د دې ﻣﻮاﻓﻘﺖ ﻟﻴﻚ ﭘﻪ څﻠﻮرﻣﻪ ﺿﻤﻴﻤﻪ ﻛﯥ د ﻟﻴﺴﺖ ﭘﻪ ﺑڼﻪ راﻏﻠﻲ دي.
-4د ﻣﻮﻗﺘﯥ ادارې ﻫﻴڅ ﻏړى ﻧﻪ ﺷﻲ ﻛﻮﻻى ﭼﯥ ﭘﻪ ﻋﻴﻦ وﺧﺖ ﻛﯥ د اﺿﻄﺮاري ﻟﻮﻳﯥ ﺟﺮګﯥ د ﺟﻮړﻳﺪو د ﭘﺎره
د ځﺎﻧګړي ﺧﭙﻠﻮاك ﻛﻤﻴﺴﻮن ﻏړى ﻫﻢ ﺷﻲ. ب :ﻛﺎردود )ﻃﺮزاﻟﻌﻤﻞ(
-1د ﻣﻮﻗﺘﯥ ادارې رﺋﻴﺲ او د ﻫﻐﻪ ﻳﺎ د ﻫﻐﯥ ﭘﻪ ﻏﻴﺎب ﻛﯥ د ﻣﺮﺳﺘﻴﺎﻻﻧﻮ څﺨﻪ ﻳﯥ ﻳﻮ د ﻣﻮﻗﺘﯥ ادارې د
ﻏﻮﻧډو ﻣﺸﺮﺗﻮب ﭘﻪ ﻏﺎړه اﺧﻠﻲ او د ﺧﺒﺮو او ﻣﻮادو اﺟﻨﺪا ﺟﻠﺴﻮ ﺗﻪ وړاﻧﺪې ﻛﻮي.
-2ﻣﻮﻗﺘﻪ اداره ﻫڅﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ ﺧﭙﻠﯥ ﭘﺮﻳﻜړې د ﺟﻤﻌﻲ اﺗﻔﺎق ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ وﻛړي .ﻛﻪ ﭼﻴﺮې د ﭘﺮﻳﻜړې ﻟﻪ ﭘﺎره راى
اﺧﺴﺘﻨﯥ ﺗﻪ اړ ﺷﻲ ،ﻧﻮ ﺿﺮور ده د ﺣﺎﺿﺮو ﻏړو د راﻳﻮ ﭘﻪ اﻛﺜﺮﻳﺖ ﭘﺮﻳﻜړه وﺷﻲ ،ﻣګﺮ دا ﭼﯥ ﭘﻪ دې
ﻣﻮاﻓﻘﺘﻨﺎﻣﻪ ﻛﯥ ﭘﻪ ﺑﻠﻪ ﺗﻮګﻪ ﭘﻪ ګﻮﺗﻪ ﺷﻮي وي .ﭘﻪ دې ﺷﺮط ﭼﯥ د ﭘﺮﻳﻜړو ﻟﻪ ﭘﺎره راى اﺧﺴﺘﻠﻮ ﭘﻪ ﺻﻮرت ﻛﯥ ﺑﺎﻳﺪ ﭘﻪ ﻏﻮﻧډه ﻛﯥ 21ﻏړي ﺣﺎﺿﺮ وي ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ د راﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻣﺴﺎوي ﺷﻲ ،د رﺋﻴﺲ راﻳﻪ ﭘﺮﻳﻜﻨﺪه رول ﻟﺮي . ج – دﻧﺪې
-1ﻣﻮﻗﺘﻪ اداره د دوﻟﺖ ورځﻨۍ ﭼﺎرې ﭘﺮﻣﺦ ﺑﻴﺎﻳﻲ د ﺳﻮﻟﯥ ،اﻣﻨﻴﺖ او ﻧﻈﻢ د ټﻴﻨګښﺖ او د ﺑﻬﺘﺮې ادارې د
ﺗﺎﻣﻴﻨﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺣﻖ ﻟﺮي ﭼﯥ ﻓﺮﻣﺎﻧﻮﻧﻪ ﺻﺎدر ﻛړي.
-2د ﻣﻮﻗﺘﯥ ادارې ﻣﺸﺮ ﻳﺎ ﻣﺸﺮه او ﻳﺎ د ﻫﻐﻮ ﭘﻪ ﻏﻴﺎب ﻛﯥ ﻳﻮ ﻟﻪ ﻣﺮﺳﺘﻴﺎﻻﻧﻮ څﺨﻪ ﺑﺎﻳﺪ د ﻣﻮﻗﺘﯥ ادارې وړ
او ښﻪ ﺗﻤﺜﻴﻞ او اﺳﺘﺎزﻳﺘﻮب وﻛړي.
-3د ﻣﻮﻗﺘﯥ ادارې ﻫﻐﻪ ﻏړي ﭼﯥ د ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ څﺎﻧګﻮ دﻧﺪه ﻳﯥ ﭘﺮ ﻏﺎړه وي ،ﻣﺴﺌﻮﻟﯧﺖ ﻟﺮي ﭼﯥ د ﻣﻮﻗﺘﯥ
ادارې ﭘﺎﻟﻴﺴﻲ د ﺧﭙﻞ ﻛﺎر ﭘﻪ ﺳﺎﺣﻪ ﻛﯥ ﭘﻠﻲ ﻛړي.
-4د ﻗﺪرت د اﻧﺘﻘﺎل ﺳﺮه ﺳﻢ ﻣﻮﻗﺘﻪ اداره ﭘﻮره ﻗﺎﻧﻮﻧﻲ ﺻﻼﺣﻴﺖ ﻟﺮي ﭼﯥ د ﭘﻴﺴﻮ ﭘﻪ ﭼﺎپ او ﭼﻠﻨﺪ ﻛﯥ
اﻗﺪام وﻛړي او ﭘﻪ ځﺎﻧګړي ﺗﻮګﻪ ﺣﻖ ﻟﺮي ﭼﯥ د ﻧړﻳﻮاﻟﻮ ﻣﺎﻟﻲ ﺳﺎزﻣﺎﻧﻮﻧﻮ څﺨﻪ ﭘﻴﺴﯥ ﺗﺮﻻﺳﻪ ﻛړي .ﻣﻮﻗﺘﻪ
اداره ﺑﻪ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﺮﺳﺘﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻣﺮﻛﺰي ﺑﺎﻧﻚ ﺑﻴﺎ ﻓﻌﺎﻟﻮي .دا ﺑﺎﻧﻚ ﺑﻪ د ﺑﺎﻣﺴﺌﻮﻟﯧﺘﻪ،
ﻣﺤﺎﺳﺒﻮي او څﺮګﻨﺪ ﻛﺎردود ﻟﻪ ﻣﺨﯥ د ﭘﻴﺴﻮ ﭘﻪ ﺗﻬﻴﻪ ﻛﻮﻟﻮ ﻛﯥ د ﻗﺎﻧﻮن ﻟﻪ ﻣﺨﯥ اﻗﺪام ﻛﻮي.
-5ﻣﻮﻗﺘﻪ اداره ﺑﻪ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﺮﺳﺘﻪ د ﻣﻠﻜﻲ ﻣﺎﻣﻮرﻳﻨﻮ ﺧﭙﻠﻮاك ﻛﻤﻴﺴﻴﻮن ﺟﻮړوي .ﻧﻮﻣﻮړي
ﻛﻤﻴﺴﻴﻮن ﻣﻮﻗﺘﻲ واﻛﻤﻨۍ او راﺗﻠﻮﻧﻜﯥ اﻧﺘﻘﺎﻟﻲ واﻛﻤﻨۍ ﺗﻪ د ﻫﻐﻮ ﺑﺎﻛﻔﺎﻳﺘﻪ او ﺑﺎ اﻫﻠﻴﺘﻪ ﻛﺎﻧﺪﻳﺪاﻧﻮ ﻟﻨډ
ﻟﺴﺘﻮﻧﻪ ﭼﯥ د اداري څﺎﻧګﻮ ﭘﻪ ﻣﻬﻤﻮ دﻧﺪو او ﻫﻤﺪﻏﻪ ﺷﺎن د واﻟﻴﺎﻧﻮ او وﻟﺴﻮاﻻﻧﻮ ﭘﻪ دﻧﺪو ګﻤﺎرل ﻛﻴږي، ورﺳﭙﺎري.
-6ﻣﻮﻗﺘﻪ اداره ﺑﻪ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﺮﺳﺘﻪ د ﺑﺸﺮي ﺣﻘﻮﻗﻮ ﻳﻮ ﺧﭙﻠﻮاك ﻛﻤﻴﺴﻴﻮن ﺟﻮړ ﻛړي .د دﻏﻪ ﻛﻤﻴﺴﻴﻮن ﭘﻪ دﻧﺪو ﻛﯥ د ﺑﺸﺮي ﺣﻘﻮﻗﻮ د رﻋﺎﻳﺖ څﺎرﻧﻪ ،د ﺑﺸﺮي ﺣﻘﻮﻗﻮ د ﻧﻪ ﻣﺮاﻋﺖ ﭘﻪ ﺻﻮرت ﻛﯥ ﺗﺤﻘﻴﻖ
او د ﺑﺸﺮي ﺣﻘﻮﻗﻮ د ﻛﻮرﻧﻴﻮ ﻣﻮﺳﺴﺎﺗﻮ ﺗﻪ وده ورﻛﻮل ﺷﺎﻣﻞ دي .ﻫﻤﺪﻏﻪ ﺷﺎن ﻣﻮﻗﺘﻪ اداره د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ
70
ﭘﻪ ﻣﺮﺳﺘﻪ د ﻫﻐﻮ ﺳﺘﻮﻧﺰو ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻣﻮاﻓﻘﺘﻨﺎﻣﻪ ﻛﯥ ﻧﻪ دي ځﺎى ﭘﻪ ځﺎى ﺷﻮي ،ﻧﻮر ﻛﻤﻴﺴﻮﻧﻮﻧﻪ ﻫﻢ
ﺟﻮړوﻟﻰ ﺷﻲ.
-7د ﻣﻮﻗﺘﯥ ادارې ﻏړي ﺑﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻛړو وړو ﻛﯥ د ﻳﻮ ﻟړ ﺳﻠﻮﻛﻲ ﺿﻮاﺑﻄﻮ رﻋﺎﻳﺖ وﻛړي ﭼﯥ د ﻧړﻳﻮاﻟﻮ
ﻣﻌﻴﺎروﻧﻮ ﺳﺮه ﺑﺮاﺑﺮ وي .
-8ﻛﻪ ﭼﻴﺮې د ﻣﻮﻗﺘﯥ ادارې ﻛﻮم ﻏړى ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻛړو وړو ﻛﯥ د ﭘﻮرﺗﻪ ذﻛﺮ ﺷﻮﻳﻮ ﻧړﻳﻮاﻟﻮ ﻣﻌﻴﺎروﻧﻮ اﻃﺎﻋﺖ
وﻧﻪ ﻛړي ،ﺑﺎﻳﺪ د ﺧﭙﻠﯥ دﻧﺪې ﻧﻪ ګﻮښﻪ ﻛړاى ﺷﻲ .د ﻳﻮه ﻏړي ګﻮښﻪ ﻛﻮل او ﻳﺎ د ادارې څﺨﻪ د ﻫﻐﻪ اﻳﺴﺘﻞ
ﺑﺎﻳﺪ د رﺋﻴﺲ او ﻳﺎ د ﻫﻐﻪ د ﻛﻮم ﻣﺮﺳﺘﻴﺎل ﭘﻪ وړاﻧﺪﻳﺰ او د راﻳﻮ د دوه ﺛﻠﺜﻮ ﭘﻪ اﻛﺜﺮﻳﺖ ﻋﻤﻠﻲ ﺷﻲ. -9د ﻟﺰوم ﭘﻪ ﺻﻮرت ﻛﯥ د ﻣﻮﻗﺘﯥ ادارې د ﻏړو دﻧﺪې او ﺻﻼﺣﻴﺘﻮﻧﻪ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﺮﺳﺘﻪ ﺗﻜﻤﻴﻞ او ﺗﺼﺮﻳﺢ ﻛﻴږي.
څﻠﻮرم -د اﺿﻄﺮاري ﻟﻮﻳﯥ ﺟﺮګﯥ د راﺑﻠﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ځﺎﻧګړى ﺧﭙﻠﻮاك ﻛﻤﻴﺴﻴﻮن
-1د اﺿﻄﺮاري ﻟﻮﻳﯥ ﺟﺮګﯥ د راﺑﻠﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﻮ ځﺎﻧګړى ﺧﭙﻠﻮاك ﻛﻤﻴﺴﻮن د ﻣﻮﻗﺘﯥ واﻛﻤﻨۍ د ﺟﻮړوﻟﻮ څﺨﻪ د ﻳﻮې ﻣﻴﺎﺷﺘﯥ ﭘﻪ دﻧﻨﻪ ﻛﯥ ﺟﻮړﻳږي .ﭘﻪ دې ځﺎﻧګړي ﺧﭙﻠﻮاك ﻛﻤﻴﺴﻮن ﻛﯥ 21ﺗﻨﻪ ﻏړﻳﺘﻮب ﻟﺮي .د دې
ﻛﻤﻴﺴﻴﻮن ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻏړي ﺑﺎﻳﺪ ﭘﻪ اﺳﺎﺳﻲ ﻗﺎﻧﻮن ﻳﺎ ﻋﻨﻌﻨﻮي ﻗﻮاﻧﻴﻨﻮ ﻛﯥ ﺗﺨﺼﺺ وﻟﺮي .د دې ﻛﻤﻴﺴﻴﻮن
ﻏړي ﺑﻪ د ﻫﻐﻮ ﻛﺎﻧﺪﻳﺪاﻧﻮ د ﻟﺴﺘﻮﻧﻮ څﺨﻪ ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ اړوﻧﺪ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﺒﺮو ﻛﯥ د ﺑﺮﺧﻪ
واﻟﻮ ﻟﻪ ﺧﻮا وړاﻧﺪې ﺷﻮي او ﻫﻤﺪﻏﻪ ﺷﺎن د اﻓﻐﺎن ﻣﺘﺨﺼﺼﻴﻨﻮ ،د ﻣﺪﻧﻲ ټﻮﻟﻨﻮ د ډﻟﻮ ﻟﻪ ﺧﻮا ﻣﺨﻜﯥ ﺗﺮﺗﻴﺐ
ﺷﻮي ﻏﻮره ﻛﻴږي .ﻣﻠګﺮي ﻣﻠﺘﻮﻧﻪ ﺑﻪ د دې ﻛﻤﻴﺴﻮن ﭘﻪ ﺟﻮړوﻟﻮ ،ﻓﻌﺎﻟﻮﻟﻮ او د ﻛﻤﻴﺴﻮن د ﻣﻨﺎﺳﺒﯥ داراﻻﻧﺸﺎ
ﭘﻪ ﺟﻮړوﻟﻮ ﻛﯥ ﻣﺮﺳﺘﻪ وﻛړي.
-2دﻏﻪ ځﺎﻧګړى ﺧﭙﻠﻮاك ﻛﻤﻴﺴﻮن ﺑﻪ د اﺿﻄﺮاري ﻟﻮﻳﯥ ﺟﺮګﯥ د ﻛﺎردود او د اﺿﻄﺮاري ﻟﻮﻳﯥ ﺟﺮګﯥ د
ﻏړو د ﺷﻤﻴﺮ ﭘﻪ ټﺎﻛﻠﻮ ﻛﯥ وروﺳﺘﻨۍ ﺗﺼﻤﻴﻢ ﻧﻴﻮﻧﻜﯥ ﻣﺮﺟﻊ وي .دﻏﻪ ځﺎﻧګړى ﺧﭙﻠﻮاك ﻛﻤﻴﺴﻮن ﺑﻪ د ﻣﻘﺮراﺗﻮ او ﻛﺎردود ﻣﺴﻮده ﺟﻮړوي ﭼﯥ ﻻﻧﺪې ټﻜﻲ ﺑﻪ ﭘﻜﯥ ﭘﻪ ګﻮﺗﻪ ﺷﻮي وي:
اﻟﻒ -ﭘﻪ ﻟﻮﻳﻪ ﺟﺮګﻪ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د ﻧﻨﻪ د اوﺳﻴﺪوﻧﻜﻮ ﻣﺴﻜﻮﻧﻮ او ﻛﻮﭼﻴﺎﻧﻮ د ﺑﺮﺧﯥ د ټﺎﻛﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره د
ﻣﻌﻴﺎروﻧﻮ ﭘﻪ ګﻮﺗﻪ ﻛﻮل.
ب -ﭘﻪ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ،اﻳﺮان او د ﻧړۍ ﭘﻪ ﻧﻮرو ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﻛﯥ د اﻓﻐﺎﻧﻲ ﻛډواﻟﻮ د ﭘﺎره د ﺑﺮﺧﯥ د ټﺎﻛﻠﻮ د
ﻣﻌﻴﺎروﻧﻮ ﭘﻪ ګﻮﺗﻪ ﻛﻮل
ج -ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د ﻧﻨﻪ او د ﻫﻴﻮاد ﻧﻪ د ﺑﺎﻧﺪې د اﺳﻼﻣﻲ ﻋﺎﻟﻤﺎﻧﻮ ﭘﻪ ګډون د ﻣﺪﻧﻲ ټﻮﻟﻨﻮ ،ﺳﺎزﻣﺎﻧﻮﻧﻮ،
ﺑﺎﻧﻔﻮذه ﺷﺨﺼﻴﺘﻮﻧﻮ ،روښﺎن ﻓﻜﺮاﻧﻮ او ﺳﻮداګﺮو د ﺑﺮﺧﯥ د ټﺎﻛﻠﻮ د ﭘﺎره د ﻣﻌﻴﺎروﻧﻮ ﭘﻪ ګﻮﺗﻪ ﻛﻮل .دﻏﻪ ځﺎﻧګړى ﺧﭙﻠﻮاك ﻛﻤﻴﺴﻮن ﺑﻪ ﭘﻪ اﺿﻄﺮاري ﻟﻮﻳﻪ ﺟﺮګﻪ ﻛﯥ د ښځﻮ او د اﻓﻐﺎن وﻟﺲ د ﻧﻮرو ﭘﺮګﻨﻮ د اﺳﺘﺎزو
ﻣﻨﺎﺳﺐ ﺷﻤﻴﺮ ﺑﺎوري ﻛﻮي .اوﻧۍ ﻣﺨﻜﯥ د اﺿﻄﺮاري ﻟﻮﻳﯥ ﺟﺮګﯥ ﻛﺎردود ،ﻣﻘﺮرات ،د ﺟﺮګﯥ د ﭘﺮاﻧﻴﺴﺘﻠﻮ
ﻧﻴټﻪ ،ﭘﻪ ﻧﻈﺮ ﻛﯥ ﻧﻴﻮل ﺷﻮى ځﺎى او ﻣﻮده ﭼﺎپ او ﺧﭙﺮه ﻛړي.
-3د اﺿﻄﺮاري ﻟﻮﻳﯥ ﺟﺮګﯥ د ﭘﺎره ﺑﻪ ځﺎﻧګړى ﺧﭙﻠﻮاك ﻛﻤﻴﺴﻴﻮن د ﻛﺎﻧﺪﻳﺪوﻟﻮ د ﭘﺮوﺳﯥ او د ﻫﻐﯥ د
څﺎرﻧﯥ او ﺗﻄﺒﻴﻖ ﻛﺎردود وﺿﻊ ﻛﻮي .دﻏﻪ ﻛﻤﻴﺴﻴﻮن ﺑﺎﻳﺪ د اﺿﻄﺮاري ﻟﻮﻳﯥ ﺟﺮګﯥ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﻏﻴﺮ ﻣﺴﺘﻘﻴﻤﻮ اﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺗﻮ ﻳﺎ ﻏﻮره ﻛﻮﻟﻮ ﭘﺮوﺳﻪ ﭘﻪ څﺮګﻨﺪه او ﻣﻨﺼﻔﺎﻧﻪ ﺗﻮګﻪ ﻳﻘﻴﻨﻲ ﻛړي .دﻏﻪ ځﺎﻧګړى ﺧﭙﻠﻮاك ﻛﻤﻴﺴﻴﻮن
71
ﺑﻪ داﺳﯥ ﻣﻴﻜﺎﻧﻴﺰم او ﻣﻘﺮرات راﻣﻨځ ﺗﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ د ﻫﻐﻪ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ ﺷﻜﺎﻳﺘﻮﻧﻪ ﺛﺒﺖ او د ﺷﺨړو ﭘﻪ ﺻﻮرت ﻛﯥ ﺣﻜﻤﻴﺖ وﺷﻲ.
-4اﺿﻄﺮاري ﻟﻮﻳﻪ ﺟﺮګﻪ ﺑﻪ د اﻧﺘﻘﺎﻟﻲ ادارې ﻟﻪ ﭘﺎره د دوﻟﺖ ﻣﺸﺮ اﻧﺘﺨﺎﺑﻮي او ﻫﻐﻪ وړاﻧﺪﻳﺰوﻧﻪ ﭼﯥ د اﻧﺘﻘﺎﻟﻲ ادارې د ﺟﻮړښﺖ او د ﻟﻮړرﺗﺒﻪ ﻣﺎﻣﻮرﻳﻨﻮ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﺷﻮي وي ،ﺗﺼﻮﻳﺒﻮي.
ﭘﻨځﻢ :ﻧﻬﺎﻳﻲ اﺣﻜﺎم
-1د ﻗﺪرت د رﺳﻤﻲ اﻧﺘﻘﺎل ﺳﺮه ﺳﻢ ﺑﻪ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ټﻮل ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻦ ،اﻓﻐﺎن وﺳﻠﻪ وال ځﻮاﻛﻮﻧﻪ او وﺳﻠﻪ واﻟﯥ
ډﻟﯥ د ﻣﻮﻗﺘﯥ واﻛﻤﻨۍ ﺗﺮ ﻛﻨﺘﺮول او ﻗﻮﻣﺎﻧﺪې ﻻﻧﺪې راځﻲ .او د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻧﻮو اﻣﻨﻴﺘﻲ او ﭘﻮځﻲ
ﻏﻮښﺘﻨﻮ ﺳﺮه ﺳﻢ ﺑﻪ د ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ وﺳﻠﻪ واﻟﻮ او اﻣﻨﻴﺘﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﺗﻨﻈﻴﻢ ﺷﻲ.
-2ﻣﻮﻗﺘﻪ واﻛﻤﻨﻲ او اﺿﻄﺮاري ﻟﻮﻳﻪ ﺟﺮګﻪ ﺑﺎﻳﺪ د ﻧړﻳﻮاﻟﻮ ﻫﻐﻮ اﺳﺎﺳﻲ ﭘﺮﻧﺴﻴﭙﻮﻧﻮ او اﺣﻜﺎﻣﻮ ﻣﻄﺎﺑﻖ ﻋﻤﻞ
وﻛړي ﭼﯥ د ﺑﺸﺮ ﭘﻪ ﺣﻘﻮﻗﻮ او اﻧﺴﺎﻧﻲ ﻗﻮاﻧﻴﻨﻮ ﻛﯥ ﺧﻮﻧﺪي ﺷﻮي او اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻫﻐﻪ ﻣﻨﻠﻲ دي.
-3ﻣﻮﻗﺘﻪ واﻛﻤﻨﻲ ﺑﺎﻳﺪ د ﺗﺮورﻳﺰم ،ﻣﺨﺪره ﻣﻮادو ،او ﺗﻨﻈﻴﻢ ﺷﻮو ﺟﻨﺎﻳﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺿﺪ ﻣﺒﺎره ﻛﯥ د ﻧړﻳﻮاﻟﯥ
ټﻮﻟﻨﯥ ﺳﺮه ﻫﻤﻜﺎري وﻛړي .دﻏﻪ واﻛﻤﻨﻲ ﺑﺎﻳﺪ ﻧړﻳﻮاﻟﻮ ﻗﻮاﻧﻴﻨﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ درﻧﻪ ﺳﺘﺮګﻪ وګﻮري او د ﺧﭙﻠﻮ ګﺎوﻧډﻳﻮ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ او ﻧړﻳﻮاﻟﯥ ټﻮﻟﻨﯥ ﺳﺮه ﺳﻮﻟﻪ اﻳﺰ او دوﺳﺘﺎﻧﻪ اړﻳﻜﻲ ټﻴﻨګﯥ وﺳﺎﺗﻲ.
-4ﻣﻮﻗﺘﻪ واﻛﻤﻨﻲ او د ﻟﻮﻳﯥ ﺟﺮګﯥ د راﺑﻠﻠﻮ ځﺎﻧګړى ﺧﭙﻠﻮاك ﻛﻤﻴﺴﻴﻮن ﺑﺎﻳﺪ دا ﺑﺎوري ﻛړي ﭼﯥ ﭘﻪ اﺿﻄﺮاري ﻟﻮﻳﻪ ﺟﺮګﻪ او ﻣﻮﻗﺘﻪ اداره ﻛﯥ ښځﯥ ،ټﻮﻟﯥ ﻗﺎﻣﻲ او دﻳﻨﻲ ټﻮﻟﻨﯥ ﻋﺎدﻻﻧﻪ اﺳﺘﺎزﻳﺘﻮب وﻟﺮي.
-5ﻣﻮﻗﺘﻪ واﻛﻤﻨﻲ ﻫﻐﻪ اﺷﺨﺎص ﭼﯥ د ﻧړﻳﻮاﻟﻮ ﺑﺸﺮي ﻗﻮاﻧﻴﻨﻮ ﻧﻪ ﻳﯥ ﺳﺮﻏړوﻧﻪ ﻛړې وي او ﻳﺎ ﻳﯥ د اﻧﺴﺎﻧﻴﺖ
ﭘﻪ ﺿﺪ ﺟﻨﺎﻳﺖ ﻛړى وي ﻟﻪ ﻋﺪﻟﻲ ﺗﻌﻘﻴﺐ څﺨﻪ ﻧﻪ ﺷﻲ ﻣﻌﺎف ﻛﻮﻟﻰ.
-6د ﻣﻮﻗﺘﯥ واﻛﻤﻨۍ ټﻮل اﻗﺪاﻣﺎت ﺑﻪ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ د اﻣﻨﻴﺖ د ﺷﻮرا د 1380ﻟﻤﺮﻳﺰ ﻛﺎل ﭘﺮﻳﻜړه ﻟﻴﻚ )14
ﻧﻮﻣﺒﺮ 2001ﻣﻴﻼدي ﻛﺎل( د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ د اﻣﻨﻴﺖ ﺷﻮرا ﻧﻮرو اړوﻧﺪو ﭘﺮﻳﻜړو ﺳﺮه ﻣﻄﺎﺑﻘﺖ وﻟﺮي. -7ﺗﺮ ﻣﻮﻗﺘﯥ واﻛﻤﻨۍ ﻻﻧﺪې ﺑﻪ د ټﻮﻟﻮ اورګﺎﻧﻮﻧﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻣﻘﺮرات او ﻛﺎردود ﭘﻪ ﻏﻮره ﺗﻮګﻪ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮ ﭘﻪ
ﻣﺮﺳﺘﻪ راﻣﻨځ ﺗﻪ ﻛﻴږي.
ﺿﻤﻴﻤﯥ د دې ﻣﻮاﻓﻘﺘﻨﺎﻣﯥ داﺧﻠﻲ ﺑﺮﺧﯥ ﺟﻮړوي ﭼﯥ اﻧګﻠﻴﺴﻲ ﻣﺘﻦ ﻳﯥ د 2001ﻣﻴﻼدي ﻛﺎل د دﺳﻤﺒﺮ د
ﻣﻴﺎﺷﺘﯥ ﭘﻪ ﭘﻨځﻤﻪ ﻧﻴټﻪ ﭘﻪ ﻳﻮه ﻧﺴﺨﻪ ﻛﯥ ﺗﺮﺗﻴﺐ ﺷﻮى اﺻﻠﻲ ﻣﺘﻦ دى او ﺑﺎﻳﺪ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ ارﺷﻴﻒ ﻛﯥ ﺧﻮﻧﺪي وﺳﺎﺗﻞ ﺷﻲ .رﺳﻤﻲ ﻣﺘﻨﻮﻧﻪ ﺑﻪ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ،دري او ﻧﻮرو ﻫﻐﻮ ژﺑﻮ ﻛﯥ ﭼﯥ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ د
ﺳﺮﻣﻨﺸﻲ د ﺧﺎص اﺳﺘﺎزي ﻟﻪ ﺧﻮا ﺑﻪ ﻣﺸﺨﺼﯥ ﺷﻲ ،ﻫﻢ ﺗﺮﺗﻴﺐ ﺷﻲ .د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ د ﺳﺮﻣﻨﺸﻲ ﺧﺎص
اﺳﺘﺎزى ﺑﻪ ﺗﺼﺪﻳﻖ ﺷﻮې ﻧﺴﺨﯥ ﭘﻪ اﻧګﻠﻴﺴﻲ ،ﭘښﺘﻮ او دري ﻫﺮ ﻳﻮ ګډوﻧﻜﻮﻧﻜﻲ ﺗﻪ اﺳﺘﻮي. د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ د ﺧﺒﺮو د ګډوﻧګﻮﻧﻜﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﺷﺎﻫﺪ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ اﺧﻀﺮ اﺑﺮاﻫﻴﻤﻲ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ د ﺳﺮﻣﻨﺸﻲ ځﺎﻧګړى اﺳﺘﺎزى
ﻟﻮﻣړۍ ﺿﻤﻴﻤﻪ
ﻧړﻳﻮال اﻣﻨﻴﺘﻲ ځﻮاك -1د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ اړوﻧﺪ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﺒﺮو ﻛﯥ ﺑﺮﺧﻪ وال دا ﻣﻨﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ ټﻮل ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د اﻣﻨﻴﺖ
72
ټﻴﻨګښﺖ ،ﻧﻈﻢ او د ﻗﺎﻧﻮن ﭘﻠﯥ ﻛﻮل ﭘﺨﭙﻠﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﻣﺴﺌﻮﻟﯧﺖ دى .دﻏﻪ ﻫﺪف ﺗﻪ د رﺳﻴﺪو ﻟﻪ ﭘﺎره دا ژﻣﻨﻪ
ﻛﻮي ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺎن ﺑﻪ د ﺧﭙﻠﻮ ټﻮﻟﻮ وﺳﺎﻳﻠﻮ ،ﺗﻮان او ﻧﻔﻮذ ﺳﺮه ﺳﻢ اﻣﻨﻴﺖ د ټﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﭘﻪ ﺷﻤﻮل د ﻣﻠګﺮو
ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ او ﻧﻮرو ﻧړﻳﻮاﻟﻮ ﺣﻜﻮﻣﺘﻲ او ﻏﻴﺮ ﺣﻜﻮﻣﺘﻲ ﻣﻮﺳﺴﺎﺗﻮ او ﻣﺎﻣﻮرﻳﻨﻮ ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ځﺎى ﭘﻪ
ځﺎى ﻛﻴږي ﻳﻘﻴﻨﻲ ﻛړي .
-2د دې ﻫﺪف ﭘﻪ ﻧﻈﺮ ﻛﯥ ﻧﻴﻮﻟﻮ ﺳﺮه د ﺧﺒﺮو ﺑﺮﺧﻪ وال ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ ﻧړﻳﻮاﻟﻪ ټﻮﻟﻨﻪ ﺑﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻧﻮﻳﻮ
واﻛﻤﻨﻮ ﺳﺮه د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻧﻮﻳﻮ وﺳﻠﻪ واﻟﻮ او اﻣﻨﻴﺘﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ روزﻧﻪ او ﺟﻮړﻳﺪو ﻛﯥ ﻣﺮﺳﺘﻪ ﻛﻮي.
-3د دې ﻣﻄﻠﺐ ﭘﻪ ﭘﻮﻫﻴﺪو ﺳﺮه ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻧﻮى وﺳﻠﻪ وال او اﻣﻨﻴﺘﻰ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د ﺑﺸﭙړ ﺟﻮړﻳﺪو او ﭘﻪ
ﻛﺎر ﻟﻮﻳﺪو ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﻮ څﻪ وﺧﺖ ﺗﻪ ﺿﺮورت ﻟﺮي ،ﻧﻮ ﻟﻪ دې ﻛﺒﻠﻪ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﺒﺮو ﻛﯥ ﺑﺮﺧﻪ وال د
اﻣﻨﻴﺖ د ﺷﻮرا ﻧﻪ ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ﻣﻮﻇﻒ ﭘﻮځﻮﻧﻪ ﻫﺮڅﻮﻣﺮه ژر ﭼﯥ ﻛﻮﻟﯥ ﺷﻲ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ځﺎى
ﭘﺮځﺎى ﻛﻮﻟﻮ ﺗﻪ ﺗﻮﺟﻪ وﻛړي .دا ځﻮاك ﺑﻪ د ﻛﺎﺑﻞ او د ﻫﻐﻪ د ﭼﺎﭘﻴﺮﻳﺎل د اﻣﻨﻴﺖ د ﺳﺎﺗﻠﻮ ﭘﻪ ﻻر ﻛﯥ ﻫﻤﻜﺎري وﻛړي .دﻏﻪ ځﻮاك ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻲ ﭼﯥ د ﻟﺰوم ﭘﻪ ﺻﻮرت ﻛﯥ د ﻫﻴﻮاد ﻧﻮرو ښﺎري ﻣﺮﻛﺰوﻧﻮ او ﺳﺎﺣﻮ ﺗﻪ ﭘﺮاﺧﺘﻴﺎ
وﻣﻮﻣﻲ.
-4د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﺒﺮو ﻛﯥ ﺑﺮﺧﻪ وال ژﻣﻨﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ ﻟﻪ ﻛﺎﺑﻞ او ﻧﻮرو ښﺎري ﻣﺮﻛﺰوﻧﻮ او ﺳﺎﺣﻮ څﺨﻪ ﭘﻪ
ﻛﻮﻣﻮ ﭼﯥ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ ﻣﻮﻇﻒ ځﻮاك ځﺎى ﭘﺮ ځﺎى ﻛﻴږي ،ټﻮل ﭘﻮځﻲ واﺣﺪوﻧﻪ وﺑﺎﺳﻲ .دا ﺑﻪ ﻫﻢ ښﻪ وي
ﭼﯥ دﻏﻪ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د زﻳﺮﺑﻨﺎ)اﻧﻔﺮاﺳټﺮﻛﭽﺮ( د ﺑﻴﺎ رﻏﻮﻧﯥ ﭘﻪ ﻻر ﻛﯥ ﻫﻤﻜﺎري وﻛړي. دوﻫﻤﻪ ﺿﻤﻴﻤﻪ
ﭘﻪ ﻣﻮﻗﺘﻪ دوره ﻛﯥ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ د ﺳﺎزﻣﺎن ﻧﻘﺶ
-1د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ د ﺳﺮﻣﻨﺸﻲ ځﺎﻧګﺮى اﺳﺘﺎزى ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ د ﻫﺮاړﺧﻴﺰ ﻛﺎر ﭘﻪ ټﻮﻟﻮ
ﺑﺮﺧﻮ ﻛﯥ ﻣﺴﺌﻮﻟﯧﺖ ﻟﺮي.
-2د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ د ﺳﺮﻣﻨﺸﻲ ځﺎﻧګړى اﺳﺘﺎزى ﺑﺎﻳﺪ د دې ﻣﻮاﻓﻘﺘﻨﺎﻣﯥ ټﻮل ﻣﻨﺪرﺟﺎت وڅﺎري او د ﺗﻄﺒﻴﻖ
ﭘﻪ ﻻر ﻛﯥ ﻳﯥ ﻣﺮﺳﺘﻪ وﻛړي.
-3ﻣﻠګﺮي ﻣﻠﺘﻮﻧﻪ ﺑﻪ ﻣﻮﻗﺘﯥ واﻛﻤﻨۍ ﺗﻪ د ﻳﻮه ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺑﻴﻄﺮﻓﻪ ﭼﺎﭘﻴﺮﻳﺎل ﭘﻪ راﻣﻨځﺘﻪ ﻛﻴﺪو ﻛﯥ ﻻرښﻮوﻧﻪ
وﻛړي ﺗﺮ څﻮ اﺿﻄﺮاري ﻟﻮﻳﻪ ﺟﺮګﻪ ﭘﻪ ازادو او ﻣﻨﺼﻔﺎﻧﻪ ﺷﺮاﻳﻄﻮ ﻛﯥ راﻏﻮﻧډه ﺷﻲ .ﻣﻠګﺮي ﻣﻠﺘﻮﻧﻪ ﺑﻪ د ﻫﻐﻮ
ﻣﻮﺳﺴﺎﺗﻮ او اداري څﺎﻧګﻮ ﭼﺎل ﭼﻠﻨﺪ ﺗﻪ ﭼﯥ د اﺿﻄﺮاري ﻟﻮﻳﯥ ﺟﺮګﯥ داﻳﺮول او د ﻫﻐﯥ ﻧﺘﻴﺠﯥ ﭘﻪ
ﻣﺴﺘﻘﻴﻤﻪ ﺗﻮګﻪ د ﻧﻔﻮذ ﻻﻧﺪې راوړي ﺧﺎﺻﻪ ﺗﻮﺟﻪ وﻛړي .
-4د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ د ﺳﺮﻣﻨﺸﻲ ځﺎﻧګړى اﺳﺘﺎزى او ﻳﺎ د ﻫﻐﻪ او ﻫﻐﯥ ﻟﻪ ﺧﻮا ټﺎﻛﻞ ﺷﻮي ﻫﻴﺌﺖ ﺗﻪ ﺑﻪ ﺑﻠﻨﻪ
ورﻛړل ﺷﻲ ﭼﯥ د ﻣﻮﻗﺘﯥ ادارې او د اﺿﻄﺮاري ﻟﻮﻳﯥ ﺟﺮګﯥ د راﺑﻠﻠﻮ د ځﺎﻧګړي او ﺧﭙﻠﻮاك ﻛﻤﻴﺴﻴﻮن ﭘﻪ
ﻏﻮﻧډو ﻛﯥ ﺑﺮﺧﻪ واﺧﻠﻲ.
-5ﻛﻪ د ﻫﺮ دﻟﻴﻞ ﭘﻪ وﺟﻪ ﻣﻮﻗﺘﻪ اداره ﻳﺎ ځﺎﻧګړى ﺧﭙﻠﻮاك ﻛﻤﻴﺴﻴﻮن د ﺧﭙﻠﻮ ﻏﻮﻧډو څﺨﻪ ﻣﻨﻊ ﺷﻲ او ﻳﺎ د دې
ﺟﻮګﻪ ﻧﻪ وي ﭼﯥ د اﺿﻄﺮاري ﻟﻮﻳﯥ ﺟﺮګﯥ د راﻏﻮﻧډﻳﺪو د ﻣﻮﺿﻮﻋﺎﺗﻮ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﭘﺮﻳﻜړه وﻛړي ،ﭘﻪ دې ﻫﻜﻠﻪ ﺑﻪ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ د ﺳﺮﻣﻨﺸﻲ ځﺎﻧګړى اﺳﺘﺎزى ،د ﻣﻮﻗﺘﯥ ادارې ﻳﺎ د ځﺎﻧګړي ﺧﭙﻠﻮاك ﻛﻤﻴﺴﻴﻮن ﻟﻪ ﺧﻮا د ﻧﻈﺮﻳﺎﺗﻮ ﭘﻪ ﻧﻈﺮ ﻛﯥ ﻧﻴﻮﻟﻮ ﺳﺮه د ﺧﭙﻞ ﺧﻴﺮ او ښﻴګڼﯥ ﻣﺎﻣﻮرﻳﺖ څﺨﻪ ﻛﺎر اﺧﻠﻲ ﺗﺮڅﻮ ﭘﻪ دې ﺑﺎره ﻛﯥ د ﺣﻞ د
ﭘﺎره اﺳﺎﻧﺘﻴﺎوې ﺑﺮاﺑﺮې او ﻳﺎ ﭘﺮﻳﻜړه وﻛړي.
73
-6ﻣﻠګﺮي ﻣﻠﺘﻮﻧﻪ ﺑﺎﻳﺪ ﺣﻖ وﻟﺮي ﭼﯥ د ﺑﺸﺮي ﺣﻘﻮﻗﻮ د ﭘښﻮ ﻻﻧﺪې ﻛﻴﺪو ﭘﻪ ﺻﻮرت ﻛﯥ ﺗﺤﻘﻴﻖ ،او ﻛﻪ ﺿﺮورت ﺷﻲ ،ﻧﻮ د اﺻﻼﺣﻲ ﻋﻤﻞ ﺳﭙﺎرښﺘﻨﻪ وﻛړي .ﻫﻤﺪراﻧګﻪ ﻣﻠګﺮي ﻣﻠﺘﻮﻧﻪ د ﺑﺸﺮي ﺣﻘﻮﻗﻮ د ﭘﺮاﺧﺘﻴﺎ ،د
ښﻮوﻧﯥ او روزﻧﯥ د ﭘﺮوګﺮام د ﺗﻄﺒﻴﻖ او د ﺑﺸﺮ ﺣﻘﻮﻗﻮ ﺗﻪ د درﻧﺎوي او ﭘﺎﻣﻠﺮﻧﯥ ﭘﻪ ﻻر ﻛﯥ ﻣﺴﺌﻮﻟﯧﺖ ﻟﺮي. درﻳﻤﻪ ﺿﻤﻴﻤﻪ
د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ د ﺳﺎزﻣﺎن ﻧﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ اړوﻧﺪ ،د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ د ﺧﺒﺮو د ﺑﺮﺧﻪ واﻟﻮ ﻏﻮښﺘﻨﻪ
د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﺒﺮو ﻛﯥ ﺑﺮﺧﻪ وال ﭘﻪ دې وﺳﻴﻠﻪ:
-1د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ او ﻧړﻳﻮاﻟﯥ ټﻮﻟﻨﯥ څﺨﻪ ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻣﻠﻲ واﻛﻤﻨﺘﻮب ،د ﺧﺎورې
ﺗﻤﺎﻣﻴﺖ او ﻣﻠﻲ ﻳﻮواﻟﻲ د ﺿﻤﺎﻧﺖ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺿﺮوري اﻗﺪاﻣﺎت وﻛړي .ﻫﻤﺪارﻧګﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﻛﻮرﻧﻴﻮ
ﭼﺎرو ﻛﯥ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ د ﻻﺳﻮﻫﻨﯥ د ﺑﻨﺪوﻟﻮ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﻻزم اﻗﺪاﻣﺎت وﻛړي.
-2د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ ،ﻧړﻳﻮاﻟﯥ ټﻮﻟﻨﯥ ﭘﻪ ځﺎﻧګړي ډول د ﻣﺮﺳﺘﻪ ورﻛﻮوﻧﻜﻮ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ او څﻮاړﺧﻴﺰو
ﻣﻮﺳﺴﺎﺗﻮ څﺨﻪ ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ د ﺧﭙﻠﻮ وﻋﺪو د ﭘﻮره ﻛﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻟﻪ ﻣﻮﻗﺘﯥ واﻛﻤﻨۍ ﺳﺮه ﭘﻪ ګډه د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺑﻴﺎ رﻏﻮﻧﯥ ،ﭘﻪ ﭘښﻮ درﻳﺪو او ﺑﻴﺎ وداﻧﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﻻر ﻛﯥ ﺧﭙﻞ واﺟﺒﺎت او ﻫﻤﻜﺎري ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ
ﺗﺎﺋﻴﺪ ،ﻏښﺘﻠﻰ او ﺗﻄﺒﻴﻖ ﻛړي.
-3د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ د ﺳﺎزﻣﺎن څﺨﻪ ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻛﻮي ﻫﺮ څﻪ ژر د راﻳﻮ ورﻛﻮوﻧﻜﻮ د ﻧﻮﻣﻮﻧﻮ د ﺛﺒﺘﻮﻟﻮ ﻛﺎر د
ﻋﻤﻮﻣﻲ اﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺗﻮ ﭼﯥ د اﺳﺎﺳﻲ ﻗﺎﻧﻮن د ﺗﺼﻮﻳﺐ څﺨﻪ وروﺳﺘﻪ داﻳﺮﻳږي ﻣﺨﻜﯥ ﻟﻪ ﻣﺨﻜﯥ ﺳﺮﺗﻪ ورﺳﻮي
او ﻫﻤﺪارﻧګﻪ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻧﻔﻮس ﺷﻤﻴﺮﻧﻪ ﻫﻢ ﺑﺸﭙړه ﻛړي .
-4د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ د ﺳﺎزﻣﺎن او ﻧړﻳﻮاﻟﯥ ټﻮﻟﻨﯥ څﺨﻪ ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺧﭙﻠﻮاﻛۍ او ﺧﻠﻜﻮ
د ﻋﺰت ﭘﻪ ﺧﻮﻧﺪي ﺳﺎﺗﻠﻮ ﻛﯥ د ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ د ﻗﻬﺮﻣﺎﻧﺎﻧﻪ ﻧﻘﺶ ﭘﻪ ﭘﻴﮋﻧﺪﻟﻮ ﺳﺮه ﻻزم اﻗﺪاﻣﺎت او د ﻣﻮﻗﺘﯥ
واﻛﻤﻨۍ ﺳﺮه ﻣﺮﺳﺘﻪ وﻛړي ﺗﺮ څﻮ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ وﺳﻠﻪ وال او اﻣﻨﻴﺘﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻦ ﺑﻴﺎ ﻣﺪﻏﻢ ﻛړي.
-5ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ او ﻧړﻳﻮاﻟﯥ ټﻮﻟﻨﯥ ﺗﻪ ﺑﻠﻨﻪ ورﻛﻮي ﭼﯥ د ﺷﻬﻴﺪاﻧﻮ ﻛﻮرﻧﻴﻮ او ﻧﻮرو وارﺛﻴﻨﻮ ،د ﺟﻨګ ځﭙﻠﻮ
او د ﺟﻨګ د ﻣﻌﻴﻮﺑﻴﻨﻮ ﺳﺮه د ﻣﺮﺳﺘﯥ ﺻﻨﺪوق ﺟﻮړ ﻛړي.
-6د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ او ﻧړﻳﻮاﻟﯥ ټﻮﻟﻨﯥ او د ﺳﻴﻤﻪ اﻳﺰو ﻣﺮﺳﺘﻨﺪوﻳﻪ ﻣﻮﺳﺴﺎﺗﻮ څﺨﻪ ﭘﻪ ﻛﻠﻜﻪ ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻛﻴږي
ﭼﯥ د ﻣﻮﻗﺘﯥ واﻛﻤﻨۍ ﺳﺮه د ﻧړﻳﻮال ﺗﺮورﻳﺰم ،د ﻣﺨﺪره ﻣﻮادو د ﻛﺮﻧﯥ او ﻟﻴږدوﻟﻮ ﭘﻪ ﺿﺪ د ﻣﺒﺎرزې ﭘﻪ ﻻر
ﻛﯥ د ﻣﻮﻗﺘﯥ واﻛﻤﻨۍ ﺳﺮه ﻫﻤﻜﺎري وﺷﻲ او اﻓﻐﺎﻧﻲ ﻛﺮوﻧﺪګﺮو د ﭘﺎره د ﻣﺎﻟﻲ ،ﻣﺎدي او ﺗﺨﻨﻴﻜﻲ ﻣﺮﺳﺘﻮ ﭘﻪ ﺑﺮاﺑﺮوﻟﻮ ﺳﺮه زﻣﻴﻨﻪ ﻣﺴﺎﻋﺪه ﻛړي ،ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﺮوﻧﺪګﺮ ﻧﻮر ﺧﻮراﻛﻲ ﭘﻴﺪاوار ﺗﻮﻟﯧﺪ ﻛړي(14) .
ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺑﻦ ﻛﯥ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ ﺗﺮ ﻧﻈﺎرت ﻻﻧﺪې د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن څﺨﻪ د ﺷﻤﺎل دټﻠﻮاﻟﯥ ﻳﻮﺷﻤﻴﺮ
وګړي او ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ د ﭘﻴښﻮر څﺨﻪ د ﭘﻴﺮ ګﻴﻼﻧﻲ ﺗﺮ ﻣﺸﺮۍ ﻻﻧﺪې د ﻣﻬﺎﺟﺮﻳﻨﻮ ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ ﻳﻮ ﻫﻴﺌﺖ او د روم څﺨﻪ د ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﭘﺎﭼﺎ ﻣﺤﻤﺪﻇﺎﻫﺮ د ډﻟﯥ اﺳﺘﺎزي او ﻫﻤﺪا راز د ﻗﺒﺮص د ﻏﻮﻧډې ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې ﻳﻮ څﻮ ﻧﻮر ﻛﺴﺎن را ورﺳﻴﺪل ﻧﻮ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﻫﻤﺪې ﻣﺘﻔﺮﻗﻮ ﻛﺴﺎﻧﻮاو ډﻟګﻴﻮ ﺗﻪ د اﻓﻐﺎن وﻟﺲ د ﻣﺸﺮوﻋﯥ ﻧﻤﺎﻳﻨﺪګۍ ﺣﻖ ورﻛړ .ﺣﺎل دا ﭼﯥ ددې ډﻟﻮ څﺨﻪ ﻳﯥ ﻳﻮې ﻳﯥ ﻫﻢ ﻧﻪ ،ﻧﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ وﻟﺲ ﻛﯥ ﻣﺸﺮوﻋﻴﺖ دروﻟﻮد او ﻧﻪ د وﻟﺲ ټﺎﻛﻠﻲ وګړي وو .د روم ﻧﻤﺎﻳﻨﺪګﻲ ﻫﻢ د ﻳﻮﺷﻤﻴﺮ ﻫﻐﻮ ﻛﺴﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻻﺳﻮ ﻛﯥ وه ﭼﯥ ﻫﻐﻮى دﻫﺮې ﻟﻮري
74
ﻣﺎﻳﻮﺳﻪ ﺷﻮي او د ﻣﺨﻠﻮع ﭘﺎ ﭼﺎ ﻣﺤﻤﺪ ﻇﺎﻫﺮ ﺧﺎن ﭘﻪ ﻟﻤﻦ ﻛﯥ ﻳﯥ ځﺎﻧﻮﻧﻪ ﺧﻮﻧﺪي ګڼﻞ ،ﻫﻤﺪا راز د ﺷﻤﺎل ټﻮﻟﻮاﻟﻪ ﻫﻢ دوﻣﺮه ﻣﺘﺸﺘﺘﻪ وه ﭼﯥ ﻳﻮ ﭘﻪ ﺑﻞ ﻳﯥ ﺑﺎور د ﻻﺳﻪ ورﻛړې و .دﻛﺎﺑﻞ څﺨﻪ د ﺷﻤﺎل ټﻠﻮاﻟﯥ ﺳﺮه ﻳﻮ ځﺎى د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﭘﺨﻮاﻧﻲ وګړي ﭼﯥ د ﺑﺮﻫﺎن اﻟﺪﻳﻦ رﺑﺎﻧﻲ ﭘﻪ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻛﯥ ﻳﯥ ځﺎﻧﻮ ﺗﻪ د ﻧﺎﺳﺘﯥ ځﺎى ﭘﻴﺪا ﻛړى و ﻫﻢ ﺷﺎﻣﻞ وو .د ﻗﺒﺮص او ﭘﻴښﻮر د ﻏﻮﻧډو ډﻳﺮى وګړو ﻧﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻣﻨځﻮ ﻛﯥ ﻓﻜﺮي ﻳﻮواﻟﻰ درﻟﻮد او ﻧﻪ ﻫﻢ د ﭼﺎ ټﺎﻛﻞ ﺷﻮي اﺳﺘﺎزي وو .ﭘﻪ دې ﻏﻮﻧډو ﻛﯥ دﻫﻴﻮاد ﺳﺘﺮ اوځﻮاﻛﻤﻦ ګﻮﻧﺪوﻧﻪ ﻟﻜﻪ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن او ﻫﻢ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ اﺳﻼﻣﻲ ﻏﻮرځﻨګ ﻟﻪ ﻳﻮه ﺳﺮه ﻟﻪ اﻧﺪه ﻏﻮرځﻮل ﺷﻮي وو .ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ د ﺑﻦ د ﻏﻮﻧډو د ګډوﻧﻜﻮﻧﻜﻮ څﺨﻪ ﻳﯥ څﻮ ﺷﻤﻴﺮل ﺷﻮي ﻛﺴﺎن داﺳﯥ وو ﭼﯥ ﭘﻪ ﻏﻮﻧډو ﻛﯥ ﻳﯥ د ګډون ﺣﻖ درﻟﻮد او ﭘﺎﺗﻪ ﻧﻮر ﻳﯥ ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﺑﻦ ﻛﯥ ﭘﻪ ﺳﻴﻞ او ﺗﻔﺮﻳﺢ ﻣﺼﺮوف وو .ﻣﺎﺗﻪ د ﭘﻴټﺲ ﺑﻮرګ ﻧﻪ
د ﺗﻴﻠﻔﻮن ﭘﻪ ذرﻳﻌﻪ د ﻏﻮﻧډې ﻳﻮه ګډوﻧﻜﻮﻧﻜﻲ د ﻏﻮﻧډې ﭘﻪ اﺧﺮي ورځﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ ډﻳﺮ
اﻓﺴﻮس او اﻧﺪﻳښﻨﯥ ﺳﺮه ووﻳﻞ ﭼﯥ » :ﺑﺪﺑﺨﺘﺎﻧﻪ ،اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن وﭘﻠﻮرل ﺷﻮ او ﭘﻪ ډﻳﺮ ارزان ﻗﻴﻤﺖ وﭘﻠﻮرل ﺷﻮ .ټﻮﻟﻪ واﻛﻤﻨﻲ ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ ﺗﻪ ورﻛړل ﺷﻮه او اوس ﺑﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن اﺻﻠﻲ ﺣﺎﻛﻢ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ ﻧﻤﺎﻳﻨﺪه وي «..... ٭٭٭٭٭ د ﺑﻦ دﻣﺬاﻛﺮاﺗﻮ ﭘﻪ اړه د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن اﻣﻴﺮ ﻣﺤﺘﺮم ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻳﻮه اﻋﻼﻣﻴﻪ ﻛﯥ داﺳﯥ
وﻟﻴﻜﻞ :
د ﺑﻦ د ﻣﺬاﻛﺮاﺗﻮ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﺑﺎﻳﺪ وواﻳﻮ:
1ـ د ﺑﻦ ﻏﻮﻧډه د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ ﺧﻮښﻪ راﺑﻠﻞ ﺷﻮې ﻏﻮﻧډه ده ،ﻳﻮازې د ﻫﻐﻮ ډﻟﻮ اﺳﺘﺎزي ورﺗﻪ راﺑﻠﻞ ﺷﻮي
ﭼﻲ د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﻧﻈﺎﻣﻲ ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ ﻣﻼﺗړ ﺋﯥ ﻛړى .د داﺳﯥ ﻛﻮﻣﻰ ډﻟﯥ اﺳﺘﺎزي ﻧﺪي ورﺗﻪ ﺑﻠﻞ ﺷﻮي ﭼﻲ ﻳﺎ ﺋﯥ دا ﺣﻤﻠﻪ ﻏﻨﺪﻟﯥ او ﻳﺎ ﺋﯥ ﻫﻐﻪ ډﻟﯥ ﻣﺤﻜﻮم ﻛړې ﭼﻲ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ څﻨګ ﻛﻲ ودرﻳﺪﻟﻲ او د ﺧﭙﻞ وﻟﺲ او ﻣﻠﻚ ﭘﻪ ﺧﻼف ﺟﻨګﯧﺪﻟﻲ .ﺣﺘﻰ ﺑﻴﻄﺮﻓﻪ ډﻟﻮ ﺗﻪ ﻫﻢ ﺑﻠﻨﻪ ﻧﺪه ورﻛړى ﺷﻮې.
2ـ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﻏﻮښﺘﻞ ﻟﻪ دې ﻏﻮﻧډې ﻻﻧﺪې دوه ﭘﺮﻳﻜړې ﺗﺮﻻﺳﻪ ﻛړي:
اﻟﻒ :د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﺧﻮښﯥ ﻳﻮه داﺳﯥ ﻣﺆﻗﺘﻪ اداره ﭼﻲ ﻫﻐﻪ ﺑﻪ ﻳﻮه اﻧﺘﺼﺎﺑﻲ ﺟﺮګﻪ ﺟﻮړوي او ﻫﻤﺪا ﺟﺮګﻪ ﺑﻪ
د راﺗﻠﻮﻧﻜﻲ ﻧﻈﺎم او داﺋﻤﻲ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ وروﺳﺘۍ ﻓﻴﺼﻠﻪ ﻛﻮي. ب :اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ د ګڼ ﻣﻠﻴﺘﻲ ﭘﻮځﻮﻧﻮ ﻟﯧږل.
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﻏﻮاړي ﭼﻲ د دﻏﻮ ﭘﺮﻳﻜړو ﭘﻪ اﺳﺘﻨﺎد ﻟﻪ ﻳﻮې ﺧﻮا اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺗﺮ ﻣﺸﺮۍ ﻻﻧﺪې د
ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻮ ﻟﯧږل ﺗﻮﺟﻴﻪ ﻛړي او ﻫﻐﻪ ﺗﻪ ﻣﺸﺮوﻋﻴﺖ ورﻛړي او ﻟﻪ ﺑﻠﯥ ﺧﻮا د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﺑﺮﺧﻠﻴﻚ او د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻣﺴﺘﻘﺒﻞ د ﻳﻮې داﺳﯥ اﻧﺘﺼﺎﺑﻲ ﺟﺮګﯥ ﻟﻪ ﻻرې وټﺎﻛﻲ ﭼﻲ ﻏړي ﺑﻪ ﺋﯥ اﻓﻐﺎﻧﺎن ﻧﻪ ﺑﻠﻜﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﺧﻮښﯥ ﻳﻮه ﺣﻠﻘﻪ ﻏﻮره ﻛﻮي.
3ـ د ﻏﻮﻧډې ﺗﺮﻛﻴﺐ داﺳﯥ ﺟﻮړ ﺷﻮى وو ﭼﻲ ﺗﺮ دوه ﺛﻠﺜﻪ زﻳﺎﺗﻮ ﻏړو د اﻣﺮﻳﻜﺎ د دې دواړو ﻏﻮښﺘﻨﻮ
ﻣﻼﺗړﻛﻮﻟﻮ .ﭼﻲ څﻮك زړه ﻧﺎزړه وو ﻫﻐﻪ ﺋﯥ واﺧﻴﺴﺘﻞ او د ﻏﻮﻧډې وﺿﻌﻴﺖ ﺋﯥ داﺳﯥ ﺟﻮړ ﻛړ ﭼﻲ ﻛﻪ ﭘﻪ ﻫﺮ
ﭘړاوﻛﻲ د ﻏړو راى ﺗﻪ رﺟﻮع ﺷﻮې وى ﭘﻪ ﻣﻄﻠﻖ اﻛﺜﺮﻳﺖ ﺳﺮه ﺑﻪ ﺋﯥ دا ﭘﺮﻳﻜړې ﺗﺮﻻﺳﻪ ﻛړې وې .د ﻫﻤﺪې
75
ﻟﭙﺎره رﺑﺎﻧﻲ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﻲ دا ﺧﺒﺮه اﻋﻼن ﻛړه ﭼﻲ د ﺷﻤﺎﻟﻲ اﺋﺘﻼف ﻫﻴﺌﺖ ﺗﻪ دا واك ﻧﺪى ورﻛړى ﺷﻮى ﭼﻲ د ﻣﺆﻗﺘﻲ ادارې د ﻏړو ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﭘﺮﻳﻜړه وﻛړي ،او د ده د ﻫﻴﺌﺖ ﻣﺸﺮ ﻳﻮﻧﺲ ﻗﺎﻧﻮﻧﻲ ووﻳﻞ ﭼﻲ د رﺑﺎﻧﻲ ﻟﻪ
ﻣﺨﺎﻟﻔﺖ ﺳﺮه ﺳﺮه ﻣﺨﻜﯥ ځﻮ او د ﻣﻮﻗﺘﻲ ادارې ﻏړي ټﺎﻛﻮ .د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﻫﻢ رﺑﺎﻧﻲ ﻳﻮڅﻪ او د ده ﻫﻴﺌﺖ ﺑﻞ څﻪ وﻳﻞ.
اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭼﻲ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺑﺤﺮان د ﺣﻞ ﻛﻮﻟﻮ ﭘﻪ اړه ﻛﻮﻣﻪ ﭘﺮﻳﻜړه ﻟﺮي ﻫﻐﻪ د ﺟګړې ﭘﻪ ﻣﻴﺪان ﻛﻲ او د
وﺣﺸﻴﺎﻧﻪ او ﺑﯥ رﺣﻤﺎﻧﻪ ﺑﻤﺒﺎرﻳﻮ ﻟﻪ ﻻري ﭘﻠﻲ ﻛﻮي ﻧﻪ د ﺑﻦ د ﻏﻮﻧډى د ﺧﺒﺮو آﺗﺮو ﻟﻪ ﻻري .دا ﺧﺒﺮي ﭘﻪ اﺻﻞ ﻛﻲ
د دوى د ﻧﻈﺎﻣﻲ ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ د ﺗﻮﺟﻴﻪ ﻟﭙﺎره او د دې ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ ﻻس راوړﻧﻮ ﺗﻪ د ﻣﺸﺮوﻋﻴﺖ ورﻛﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎره ﭘﻴﻞ ﺷﻮي.
ﭘﻪ ﺑﻦ ﻛﻲ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺗﺮ ﻓﺸﺎر ﻻﻧﺪې د دوى د ﺧﻮښﯥ ﻛﺴﺎن ﺧﺒﺮو اﺗﺮو ﺗﻪ ﻧﺎﺳﺖ دي او ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﻲ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﺑﻤﻮﻧﻪ ورﯦږي .ﻫﺮه ورځ ﭘﻪ ﻟﺴﻬﺎوو ﺑﯥ ګﻨﺎه او ﺑﯥ دﻓﺎع اﻓﻐﺎﻧﺎن ﭘﻪ ﻗﺘﻞ رﺳﯧږي ،ﭘﻪ ﻗﻠﻌﻪ ﺟﻨګﻲ ﻛﻲ ﺷﭙږ ﺳﻮه اﺳﻴﺮان ﭘﺪاﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﻲ ﭘﻪ ډﻟﻪ اﻳﺰه ﺗﻮګﻪ ﭘﻪ ﻗﺘﻞ رﺳﯧږي ﭼﻲ ﻻﺳﻮﻧﻪ
ﺋﯥ ﺗﺮﺷﺎ ﺗړل ﺷﻮي ،ﭘﻪ ﻏﻴﺮ ﻣﺴﻠﺢ اﺳﻴﺮاﻧﻮ د ﻣﺤﺒﺲ ﭘﻪ اﻧګړ ﻛﻲ ﺑﻤﻮﻧﻪ او راﻛټﯥ ورﯦږي او څﻠﻮﻳښﺖ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﻫﻠﻴﻜﻮﭘﺘﺮې دوى ﭘﻪ راﻛټﻮ او ﻣﺎﺷﻴﻦ ګڼﻮ وﻟﻲ.او ﻫﻐﻮ څﻤڅﻮ ﺗﻪ اور اﭼﻮي ﭼﻲ دﻏﻮ ﺑﯥ وزﻟﻮ
اﺳﻴﺮاﻧﻮ د ځﺎن ژﻏﻮرﻧﯥ ﻟﭙﺎره ﭘﻨﺎه وروړې وه.
ﻛﻮم ﻛﺴﺎن ﭼﻲ ګﻮﻣﺎن ﻛﻮي د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺑﺤﺮان ﻟﭙﺎره ﭘﻪ ﺑﻦ ﻛﻲ د ﺣﻞ ﻻري ﻟټﻮل ﻛﯧږي او څﻮك ﭼﻲ
ﻟﺪاﺳﯥ ﻏﻮﻧډو ﻧﻪ ﻃﻤﻊ او ﺗﻮﻗﻊ ﻟﺮي ،ﻳﺎ ﺑﯥ ﺧﺒﺮه دي ﻳﺎ ﻏﻮﻟﯧﺪﻟﻲ.
زﻣﻮږ ﻟﻪ ﻧﻈﺮه د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺤﺮان ﻫﻠﺘﻪ ﺣﻞ ﻛﯧﺪاى ﺷﻲ ﭼﻲ: اﻟﻒ :ﺟګړه ﻣﺘﻮﻗﻒ ﺷﻲ.
ب :ﺑﻬﺮﻧﻲ ﭘﻮځﻮﻧﻪ ﻟﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻧﻪ ووځﻲ.
ج :اﻣﺮﻳﻜﺎ ،روﺳﻴﻪ او زﻣﻮږ ﻫﻐﻪ ګﺎوﻧډي ﻫﯧﻮادوﻧﻪ ﭼﻲ ﻟﺪوى ﺳﺮه ﻣﻠګﺮي ﺷﻮي او زﻣﻮږ د ﻫﯧﻮاد ﭘﻪ
ﻛﻮرﻧﻴﻮ ﭼﺎرو ﻛﻲ ﻻﺳﻮﻫﻨﯥ ﻛﻮي او ﺟګړه ﻣﺎرو ډﻟﻮ ﺗﻪ وﺳﻠﯥ او ﭘﻴﺴﯥ ﻟﯧږي ،ﺧﭙﻠﯥ ﻧﺎروا ﻣﺪاﺧﻠﯥ ﺑﻨﺪې ﻛړي او اﻓﻐﺎﻧﺎن ﭘﺮﯦږدي ﭼﻲ ﺧﭙﻞ ﻣﺸﻜﻞ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ د ﺑﻬﺮﻧﻲ ﻓﺸﺎر او ﻻﺳﻮﻫﻨﯥ ﻧﻪ ﭘﺮﺗﻪ ﺣﻞ ﻛړي.
د :ﻟﻮﻣړى ﻳﻮه داﺳﯥ ﺷﻮرى ﺟﻮړه ﺷﻲ ﭼﻲ ﻏړي ﺋﯥ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﻏﻮره ﻛړي وي او د اﻓﻐﺎن وﻟﺲ ﻣﻨﺘﺨﺐ
اﺳﺘﺎزي وي.
ﻫـ :ﻫﻤﺪا ﺷﻮرى ﻣﺆﻗﺖ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺟﻮړ ﻛړي ،د ﻫﯧﻮاد ﻟﭙﺎره ﻧﻮى اﺳﺎﺳﻲ ﻗﺎﻧﻮن ﺗﺪوﻳﻦ او ﺗﺼﻮﻳﺐ ﻛړي،
ﻣﻠﻲ اردو او ﻣﺴﺘﻘﻠﻪ او ﺑﺎ ﺻﻼﺣﻴﺘﻪ ﺳﺘﺮه ﻣﺤﻜﻤﻪ ﺟﻮړه ﻛړي.
و :د ﻣﻮﻗﺘﻲ ﻣﻮدى ﭘﻪ ﭘﺎى ﻛﻲ د ﻧﻮي اﺳﺎﺳﻲ ﻗﺎﻧﻮن ﻟﻪ ﻏﻮښﺘﻨﻮ ﺳﺮه ﺳﻢ آزاد او ﻋﺎدﻻﻧﻪ اﻧﺘﺨﺎﺑﺎت
ﺗﺮﺳﺮه او ﻗﺪرت ﻣﻨﺘﺨﺐ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺗﻪ اﻧﺘﻘﺎل ﺷﻲ .ﻟﻪ ﻳﻮه ﻣﻨﺘﺨﺐ ﭘﺎرﻟﻤﺎن او ﻣﻨﺘﺨﺐ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻧﻪ ﭘﺮﺗﻪ ﭘﻪ ﺑﻞ څﻪ
د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺤﺮان ﻧﺸﻲ ﺣﻞ ﻛﯧﺪى ،اﻓﻐﺎﻧﺎن ﻧﻪ اﻧﺘﺼﺎﺑﻲ او ﻗﺮون وﺳﻄﺎﻳﻲ ﺟﺮګﯥ ﻣﻨﻲ او ﻧﻪ د ﭘﺮدﻳﻮ ﭘﻪ ﻻس ﻗﺪرت ﺗﻪ رﺳﯧﺪﻟﻲ ﺣﻜﻮﻣﺘﻮﻧﻪ.
ﭘﻪ دې ﻣﺮﺣﻠﻰ ﻛﻲ د ﺣﺰب ﻛړﻧﻼره څﻪ ده ؟
ﺣﺰب ﺑﻪ د ﺗﻞ ﭘﻪ څﯧﺮ د ﺧﭙﻞ ﻫﯧﻮاد ﻟﻪ اﺳﻼﻣﻲ ﻫﻮﻳﺖ ،اﺳﺘﻘﻼل او ﺧﭙﻠﻮاﻛۍ ﻧﻪ دﻓﺎع ﻛﻮي ،ﻟﻪ ﺧﭙﻞ
ﻫﯧﻮاد ﻧﻪ د ﭘﺮدﻳﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻮ د اﻳﺴﺘﻠﻮ ﻟﭙﺎره ﺑﻪ ﻫﺮ ﻫﻐﻪ څﻪ ﻛﻮي ﭼﻲ ﺿﺮوري او ﻻزم وي او زﻣﻮږ اﺳﻼﻣﻲ
76
ﻣﺴﺌﻮﻟﯧﺖ د ﻫﻐﻪ ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻛﻮي ،او ﻟﻪ ټﻮﻟﻮ ﻫﻐﻮ ﺷﺨﺼﻴﺘﻮﻧﻮ او ډﻟﻮ ﻧﻪ ﻳﻮه ګډه اﺳﻼﻣﻲ ﺟﺒﻬﻪ ﺟﻮړول ﭼﻲ د
ﺑﻬﺮﻧﻲ ﺗﺠﺎوز ﻣﺨﺎﻟﻒ وي ،ﻟﻪ اﺳﻼم او ﺧﭙﻞ ﻫﯧﻮاد ﻧﻪ دﻓﺎع ﻛﻮي ،او ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﻲ د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ د ﺧﻮښﯥ اﺳﻼﻣﻲ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻏﻮاړي او د اﺟﻨﺒﻲ ﭘﻮځﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻓﻮري او ﺑﻼﻗﻴﺪ او ﺷﺮط وﺗﻠﻮ ټﻴﻨګﺎرﻛﻮي(15) .
د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻣﻴﺮ ﭼﯥ ﭘﺮ ﻫﻴﻮاد د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د ﭘﻮځﻲ ﻧﺎﺗﺎړ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﭘﺮﺗﻪ ﻟﻪ ځﻨډه داﻳﺮان څﺨﻪ ﺧﭙﻞ
ﻫﻴﻮاد ﺗﻪ راﺳﺘﻮن ﺷﻮ .ﭘﻪ دﻏﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺣﻜﻮﻣﺖ او ﻧﻈﺎم ﭘﻪ ﻣﻜﻤﻠﻪ ﺗﻮګﻪ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ﺗﻠﻠﻰ و او د ﻫﻐﻮى ﺗﻨﻈﻴﻤﻲ ﺣﻴﺜﻴﺖ ﻫﻢ د ﺳﺨﺘﻮ ﺑﻤﺒﺎرﻳﻮ او ﺗﻌﻘﻴﺒﻮﻧﻮ ﭘﻪ اﺳﺎس ﺧﻮﻧﺪي ﻧﻪ و ﭘﺎﺗﻪ ﺷﻮى ،ﭘﻪ دې اﺳﺎس
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او د ﻫﻐﻮى ﺗﺮ ﭼﺘﺮ ﻻﻧﺪې ﺟﻮړ ﺷﻮي ﻧﻈﺎم ﻓﻜﺮ ﻛﺎوه ،ﭼﯥ اوس ﯦﯥ ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې
وﻟﻜﻪ ﻛﻠﻜﻪ ﺷﻮې ده ،او ﭘﻪ ﻫﻴﭽﺎ ﻛﯥ ﻫﻢ د ﻣﻘﺎوﻣﺖ او د اﻣﺮﻳﻜﺎ دﭘﻮځ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ د راﭘﻮرﺗﻪ ﻛﻴﺪو ځﻮاك
ﻧﻪ ﺷﺘﻪ ،ﭘﺨﭙﻠﻪ داﻣﺮﻳﻜﺎ وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺟﻮرج ﺑﺶ ﻫﻢ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻳﻮه وﻳﻨﺎ ﻛﯥ دا څﺮګﻨﺪه ﻛړه ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې ﻳﯥ وﻟﻜﻪ ﭘﻮره ﺷﻮې او ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ژﺑﻪ ﻳﯥ ﺧﭙﻞ ﻓﻮڅ ﺗﻪ ووﻳﻞ ﭼﯥ ،(Mission is accoplished) :ﺧﻮ د
ﻫﻐﻮى دا ﺧﻮب ﻫﻐﻪ وﺧﺖ د ﺗﻌﺒﻴﺮ ﻧﻪ ووت ﭼﯥ د ﺣﺰب اﻣﻴﺮ ﺗﺼﻤﻴﻢ وﻧﻴﻮ ﭼﯥ د ﺧﭙﻞ وﻟﺲ ﺗﺮ څﻨګ د
ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد د ﺑﻴﺎ اﺳﺘﻘﻼل او ازادۍ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﺷﺘﻮ وﺳﺎﻳﻠﻮ څﺨﻪ ﭘﻪ ﻛﺎر اﺧﺴﺘﻠﻮ ﺳﺮه ﻗﺪم ﭘﻮرﺗﻪ ﻛړي .د
ﺣﺰب اﻣﻴﺮ د ﺗﻬﺮان څﺨﻪ د ﻫﻠﻤﻨﺪ وﻻﻳﺖ ﺗﻪ را ﺳﺘﻮن ﺷﻮ او دﻟﺘﻪ ﻳﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ ﺳﺮه ﻳﻮ
ځﺎى د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ زﺑﺮ ځﻮاك ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﺧﭙﻞ ﻛﺎر ﭘﻴﻞ ﻛړ .او ﭘﻪ ﻫﻤﻐﻪ ﻟﻮﻣړﻳﻮ درې ﻣﻴﺎﺷﺘﻮ ﻛﯥ ﻳﯥ
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او ﺑﻴﺎ د اﻳﺴﺎف ﭘﻮځﻮﻧﻮ ﺗﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ازادۍ اواﺳﺘﻘﻼل څﺨﻪ ددﻓﺎع ﻟﻪ ﭘﺎره ﺧﭙﻞ
ﻣﻮﺟﻮدﻳﺖ را څﺮګﻨﺪ ﻛړ .ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﻮرو ورو ﺟﻨګﺠﻮﻳﺎﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﻏږ وﻛړ ﺗﺮ څﻮ د ﻫﻐﻪ ﺳﺮه
ﻳﻮ ځﺎى ﺷﻲ او د ازادۍ او اﺳﺘﻘﻼل ،او ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د ﺻﻠﻴﺒﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د ځﭙﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره اوږه ﭘﻪ اوږه ﻗﺪم
واﺧﻠﻲ .
د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭘﻮځﻮﻧﻮ د اﺷﻐﺎل ﭘﻪ ﻫﻤﻐﻪ ﻟﻮﻣړي ﻛﺎل د ﺣﺰب اﻣﻴﺮ ﭘﻪ ﻳﻮې اﻋﻼﻣﻴﯥ ﻛﯥ داﺳﯥ وﻟﻴﻜﻞ :
ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د وﺣﺸﻴﺎﻧﻪ ﺑﺮﻳﺪ :د ﻟﻮﻣړۍ ﻛﻠﻴﺰې ﭘﻪ ﻣﻨﺎﺳﺒﺖ :
ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﻟﻪ ﺑﺮﻳﺪ ﻧﻪ وروﺳﺘﻪ د دې ﻫﯧﻮاد د راﺗﻠﻮﻧﻜﻲ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ځﻨﻮ ﺣﻠﻘﻮ داﺳﯥ
ګﻮﻣﺎن ﻛﻮﻟﻮ ﭼﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ داﺋﻤﻲ اډې ﺑﺪﻟﯧږي ،د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﺧﻮښﯥ ﻧﻈﺎم ﺑﻪ ﭘﺮ دې ﻫﯧﻮاد
ﻣﺴﻠﻂ ﻛﯧږي ،ﻧﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ ﺧﻼف د ﻣﻘﺎوﻣﺖ اﻣﻜﺎن ﺷﺘﻪ او ﻧﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﻻس ﭘﻮڅﻲ رژﻳﻢ ﻧﺴﻜﻮرول
ﻣﻤﻜﻦ دي!! دې ډﻟﯥ ﻟﻪ روان ﺑﻬﻴﺮ ﺳﺮه د ﺗﻠﻮ ﻓﻴﺼﻠﻪ ﻛړې وه ،ﭘﻪ دې ﻗﻄﺎر ﻛﻲ د ﺳﻮرﯦﺪو ﻟﭙﺎره ﻟﻪ ﻣﺨﻜﻨﻴﻮ ﻗﻄﺎروﻧﻮ او ﺑﺴﻮﻧﻮ ﻧﻪ د راﻛﻮزﯦﺪو ﭘﻪ ﺣﺎل ﻛﻲ وو ،ﻏﻮښﺘﻞ ﺋﯥ ﻟﻪ ﻣﺨﻜﻨﻴﻮ ﻣﻠګﺮو او ﺻﻔﻮﻓﻮ ﻧﻪ ﺧﭙﻠﻪ راﺑﻄﻪ ﻗﻄﻊ ﻛړي ،او د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ در ﭘﻮري ﻧﻮو ﺑﺴﻮﻧﻮ ﻛﻲ د ﻫﻐﻪ ﻣﺠﻬﻮل ﻣﻘﺼﺪ ﭘﻪ ﻟﻮري وﺧﻮځﯧږي ﭼﻲ دوى
ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻧﻪ ﺑﻠﻜﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ټﺎﻛﻠﻰ!!
دې ډﻟﯥ ځﺎن ﺗﻪ ﺗﻮﺟﻴﻬﺎت ﻟﺮل ،وﻳﻞ ﺋﯥ ﭼﻲ زﻣﻮږ د ﻫﯧﻮاد او وﻟﺲ وﺿﻌﻴﺖ اوس او د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﺣﻤﻠﯥ
ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﻲ ﻫﻐﻪ ﻧﺪى ﭼﻲ د ﺷﻮروي ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د ﺣﻤﻠﯥ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﻲ وو .وﻟﺲ ﻟﻪ ﺟګړې ﺳﺘړى ﺷﻮى ،د
اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺗﺮ ﻣﺸﺮۍ ﻻﻧﺪې ﻧړۍ وال اﺋﺘﻼف ﻫﻮﻣﺮه ځﻮاﻛﻤﻦ دى ﭼﻲ ﭘﻪ ټﻮﻟﯥ ﻧړۍ ﻛﻲ ﺣﺮﻳﻒ او رﻗﻴﺐ ﻧﻠﺮي.
ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ،زﻣﻮږ ﻫﻐﻪ ګﺎوﻧډى ﻫﯧﻮاد ﭼﻲ د ﺷﻮروي ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف د ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﭘﻪ دوران ﻛﻲ د اﻓﻐﺎن
وﻟﺲ ﻟﻮى ﭘﻨﺎه ځﻰ او ﺳﺘﺮ ﻣﻼﺗړ وو اوس د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ څﻨګ ﻛﻲ ودرﻳﺪﻟﻰ ،او د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ اړه ټﻮل ﻫﻐﻪ
څﻪ ﻛﻮﻟﻮ ﺗﻪ ﺗﻴﺎر دى ﭼﻲ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﺋﯥ ورﻧﻪ ﻏﻮاړي ،ﻛﻪ دا د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﭘﻪ ﺧﻼف د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺣﻤﺎﻳﺖ او
77
ﻣﻼﺗړ وي او ﻛﻪ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف ﺟګړې ﻛﻲ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﻧﻈﺎﻣﻲ اډې ورﻛﻮل اود ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﻟﻪ ځﻤﻜﯥ او ﻓﻀﺎء ﻧﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ ﺧﻼص ﻻس د اﺳﺘﻔﺎدې اﺟﺎزه ورﻛﻮل وي.
ﻟﻪ ﺑﻠﯥ ﺧﻮا اﻳﺮان زﻣﻮږ ﺑﻞ ګﺎوﻧډى ﻫﯧﻮاد ،ﭼﻲ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ ﺧﻼف د اﻓﻐﺎن وﻟﺲ د ﻣﻘﺎوﻣﺖ د ﻣﻼﺗړ او
ﺣﻤﺎﻳﺖ ﻃﻤﻊ ورﻧﻪ ﻛﯧﺪه ،اوس د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺗﺮ ﻣﺸﺮى ﻻﻧﺪې د ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ اﺋﺘﻼف د ﻫڅﻮ ﻣﻼﺗړ ﻛﻮي ،د ﺷﻤﺎل ﺟﺒﻬﻪ ﺋﯥ دې ﺗﻪ وﻫڅﻮﻟﻪ ﭼﻲ ﭘﻪ ﻧﻈﺎﻣﻲ ډګﺮ ﻛﻲ د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ځﻤﻜﻨﻴﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻮ ﭘﻪ څﯧﺮ ﻋﻤﻞ وﻛړي ،او ﭘﻪ
ﺳﻴﺎﺳﻲ ډګﺮ ﻛﻲ د ﺑﻦ ﻫﻐﻪ ﻣﺬاﻛﺮاﺗﻮ ﻛﻲ ﺑﺮﺧﻪ واﺧﻠﻲ ﭼﻲ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺗﺮ ﻣﺸﺮۍ ﻻﻧﺪې ﺗﺮﺳﺮه ﺷﻮل او ﭘﻪ ﻧﺘﻴﺠﻪ
ﻛﻲ ﺋﯥ ﻟﻪ ﻳﻮې ﺧﻮا د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻟﭙﺎره د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﺧﻮښﯥ اداره ﺟﻮړ ﺷﻮه ،او د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ اﺳﻼﻣﻲ اﻣﺎرت او د
ﺷﻤﺎل د ﺟﺒﻬﯥ اﺳﻼﻣﻲ دوﻟﺖ ﺋﯥ ﺑﻪ ﻳﻮه وﺧﺖ ﻛﻲ ﻧﺴﻜﻮر ﻛړل او ﻟﻪ ﺑﻠﯥ ﺧﻮا ﺋﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ د ﺑﺮﻳﺘﺎﻧﻴﺎ ﺗﺮ ﻣﺸﺮۍ ﻻﻧﺪې د ﺧﺎرﺟﻰ ﭘﻮځﻮﻧﻮ د راﺗﻠﻮ ﺳﻨﺪ اﻣﻀﺎء ﻛړ .اﻳﺮان ﻣﺨﻜﻲ د ﭘښﺘﻨﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف د ﺗﺎﺟﻜﺎﻧﻮ ﺗﺮﻗﻴﺎدت ﻻﻧﺪې د اﻗﻠﻴﺘﻮﻧﻮ د اﺋﺘﻼﻓﻲ ﺟﺒﻬﯥ ﻣﻼﺗړ ﻛﺎوو ،ﺑﻴﺎ ﺋﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ ﻻس د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺣﻜﻮﻣﺖ د
ﻧﺴﻜﻮرﯦﺪو ﻣﻼﺗړ وﻛړ ،او اوس ﻫﻐﻪ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﻪ رﺳﻤﻴﺖ ﭘﻴﮋﻧﻲ ﭼﻲ د ﺑﻦ د ﻣﺬاﻛﺮاﺗﻮ ﭘﻪ ﻧﺘﻴﺠﻪ ﻛﻲ ﺟﻮړ ﺷﻮى او د ﻫﻐﻪ د ﺳﺎﺗﻨﯥ او ﺣﻤﺎﻳﺖ ﻟﭙﺎره ﺑﻬﺮﻧﻲ ﭘﻮځﻮﻧﻪ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﻲ ﻣﺴﺘﻘﺮ ﺷﻮي.
او واﻳﻲ :ﭘﻪ ټﻮﻟﯥ ﻧړۍ ﻛﻲ داﺳﯥ ﻫﯧﻮاد ﻧﺸﺘﻪ ﭼﻲ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﻲ د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺣﻀﻮر
ﻣﺨﺎﻟﻔﺖ وﻛړي او د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ ﺿﺪ ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﻛﻲ د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﺗﺮ څﻨګ ودرﯦږي.
دا ﺣﻠﻘﻪ داﺳﯥ ﻓﻜﺮ ﻛﻮي ﭼﻲ ﻟﻪ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻧﻪ ﭘﺮﺗﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ټﻮﻟﯥ ﺳﻴﺎﺳﻲ ډﻟﯥ ﭘﻪ څﺮګﻨﺪه ﻳﺎ
ﻣﺨﻔﻲ ﺗﻮګﻪ ،او ﭘﻪ ﻳﻮه او ﺑﻞ ډول د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د ﺣﻀﻮر ﻣﻼﺗړ ﻛﻮي ،ﭘﻪ دې ﺧﺎﻃﺮ د دوى ﻟﻪ ﻧﻈﺮه د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف ﻫﻐﻪ څﻪ ﻛﻮل ﻣﻤﻜﻦ ﻧﻪ ﺑﺮﯦښﻲ ﭼﻲ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ د روﺳﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف وﻛړل.
د دې ﺣﻠﻘﯥ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﻲ ﺑﻠﯥ ډﻟﯥ داﺳﯥ ﻓﻜﺮ ﻛﻮﻟﻮ ﭼﻲ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ ﺿﺪ ﺑﻪ ﺣﺘﻤﺎً ﻫﻤﺎﻏﻪ څﻪ ﻛﯧږي ﭼﻲ
د روﺳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف وﺷﻮل او اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺑﻪ ﻫﺮو ﻣﺮو ﻟﻪ ﻫﻤﺎﻏﻪ ﺑﺮﺧﻠﻴﻚ ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ ﻛﯧږي ﭼﻲ ﺷﻮروي ځﻮاﻛﻮﻧﻪ
او ﺷﻮروي اﺗﺤﺎد ورﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ ﺷﻮ .د دې ډﻟﯥ دﻻﻳﻞ دا دي:
• دا د اﷲ ﺳﻨﺖ دى ﭼﻲ ﻫﺮځﻮاك ﺗﻪ ﺋﯥ د ﻋﺮوج او ﻃﻐﻴﺎن ﻳﻮ ﺧﺎص ﺣﺪ ټﺎﻛﻠﻰ .ﻫﻴڅﻜﻠﻪ ﻳﻮ ﻃﺎﻏﻮﺗﻲ
ځﻮاك داﺳﯥ ﻧﻪ ﭘﺮﯦږدي ﭼﻲ د اوږدې ﻣﻮدى ﻟﭙﺎره ﭘﺮ ټﻮﻟﯥ ﻧړۍ ﺣﻜﻮﻣﺖ وﻛړي .ﻗﺮآن داﺳﯥ ﺣﺎﻟﺖ د ﻓﺴﺎد
ﻋﺎﻣﻞ ګڼﻲ او واﻳﻰ ﭼﻲ اﷲ )ج( د دې ﻓﺴﺎد د ﻣﺨﻨﻴﻮي ﻟﭙﺎره ﻃﺎﻏﻮﺗﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﭘﻪ زوال ﻣﺤﻜﻮﻣﻮي .د دوى
ﻓﺴﺎد ﭘﻪ ﺑﻞ ځﻮاك دﻓﻊ ﻛﻮي .ﻛﻪ ﻧﻪ ﻧﻮ ټﻮﻟﻪ ﻧړۍ ﺑﻪ ﻟﻪ ﺗﺒﺎﻫﻲ ﺳﺮه ﻣﺨﺎ ﻣﺦ ﻛﯧږي ،د ﻋﺒﺎدت او د ﺧﺪاى د
ﻳﺎدوﻟﻮ او ﻟﻤﺎﻧځﻠﻮ ټﻮل ځﺎﻳﻮﻧﻪ ﺑﻪ وراﻧﯧږي.
ﺠﺪُ ُﻳﺬْﻛ ُﺮ ﻓِﻴﻬَﺎ اﺳﻢُ اﻟ َّﻠﻪِ وَ َﻟﻮْ ﻻ دَ ْﻓﻊُ اﻟ َّﻠﻪِ اﻟ ّﻨَﺎس َﺑﻌْﻀﻬُﻢ ِﺑ َﺒ ْﻌﺾٍ ﻟ َُّﻬﺪِّﻣَﺖ ﺻﻮَ ِﻣﻊُ وَ ِﺑ َﻴﻊٌ وَ ﺻ َﻠﻮَتٌ وَ ﻣَﺴ ِ ﻋﺰِﻳﺰٌ * ﻛﺜِﻴﺮاً وَ َﻟﻴَﻨﺼ َﺮنَّ اﻟ َّﻠﻪُ ﻣَﻦ ﻳَﻨﺼ ُﺮهُ إِنَّ اﻟ َّﻠﻪَ َﻟ َﻘﻮِىٌّ َ
اﻟﺤﺞ40:
]او ﻛﻪ دا اﻟﻬﻰ ﺳﻨﺖ ﻧﻪ وى ﭼﻲ ځﻴﻨﯥ ﺧﻠﻚ د ځﻨﻮ ﻧﻮرو ﭘﻪ ذرﻳﻌﻪ دﻓﻊ ﻛﻮي ﻧﻮ ﻛﻠﻴﺴﺎوې ،د رﻫﺒﺎﻧﺎﻧﻮ او
ﻳﻬﻮدو د ﻋﺒﺎدت ځﺎﻳﻮﻧﻪ او ﺟﻮﻣﺎﺗﻮﻧﻪ ﭼﻲ د ﺧﺪاى ﻧﻮم ﭘﻜﻲ زﻳﺎت ﻳﺎدﯦږي ،ټﻮل ﺑﻪ وران ﺷﻮي وو[.
• ﻛﻪ ﺷﻮروي ځﻮاﻛﻮﻧﻪ او د وارﺳﺎ د ﭘﻜﺖ ګڼ ﺷﻤﯧﺮ ﻣﺴﻠﺢ ﻗﻄﻌﺎت ﭼﻲ د روﺳﺎﻧﻮ ﭘﻪ څﻨګ ﻛﻲ
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ ﻟﯧږل ﺷﻮي وو ،ﭘﺎﻳﺘﺨﺖ او ټﻮل ﻟﻮى ښﺎروﻧﻪ د دوى ﭘﻪ واك ﻛﻲ وو ،او د ﺗﯧﺮي ﭘﻪ ﻟﻮﻣړﻧﻴﻮ
ﻣﻴﺎﺷﺘﻮ ﻛﻲ ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن داﺳﯥ ﻣﺴﻠﻂ ﺷﻮل ﭼﻲ زﻣﻮږ ګﺎوﻧډﻳﻮ او ټﻮﻟﻮ ﻧړﻳﻮاﻟﻮ ګﻮﻣﺎن ﻛﺎوو ﭼﻲ
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺗﻞ ﻟﭙﺎره د ﺷﻮروي ﭘﻪ ﻛﻮﻣﻲ ﻛﻲ ﭘﺮﻳﻮت ،ﻧﻮر ﻧﻪ ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﻣﻤﻜﻦ دى او ﻧﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د
78
آزادۍ اﺣﺘﻤﺎل ﺷﺘﻪ!! ﺧﻮ ﭘﺲ ﻟﻪ ﻟﻨډې ﻣﻮدې ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﭘﻴﻞ ﺷﻮ ،ورو ورو ﺋﯥ ﻟﻤﻦ ﺧﻮره ﺷﻮه ،ﭘﻪ ﻫﺮ ځﺎى ﻛﻲ
ﭘﺮ روﺳﻲ ﭘﻮځﻮﻧﻮ ﺑﺮﻳﺪوﻧﻪ ﭘﻴﻞ ﺷﻮل ،روﺳﺎن ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻧﻈﺎﻣﻲ اډو ﻛﻲ ﭘﺎﺗﻰ ﻛﯧﺪو ﺗﻪ اړ او ښﺎروﻧﻮ ﺗﻪ ﻟﻪ
ﻛﻮزﯦﺪو ﭘﻪ دې ﺧﺎﻃﺮ ﻣﻨﻊ ﺷﻮل ﭼﻲ ﭘﻪ ﻫﻴڅ اﻓﻐﺎن ﺋﯥ اﻋﺘﻤﺎد ﻧﺸﻮﻛﻮﻟﻰ ،ﺣﺘﻰ ﻟﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻧږدې ﻛﻤﻮﻧﺴﺘﻮ
ﻣﻠګﺮو ﻧﻪ وﻳﺮﻳﺪل .ﻫﻴڅ دﻟﻴﻞ ﻧﺸﺘﻪ ﭼﻲ ﻫﻤﺪا ﻛﺎر دې ﻟﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او اﻧګﺮﻳﺰاﻧﻮ ﺳﺮه وﻧﺸﻲ!! دا ﺧﺒﺮه د
ﻣﻨﻠﻮ ﻧﺪه ﭼﻲ ﻫﻠﺘﻪ دا ﻛﺎر ﻣﻤﻜﻦ او اوس ﻧﺎ ﻣﻤﻜﻦ دى .ﭘﺪاﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﻲ ﭼﻲ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﻧﻪ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﻛﻲ دوﻣﺮه ﺟﻨګﻲ ﺗﺠﺮﺑﻪ درﻟﻮده ،ﻧﻪ دوﻣﺮه وﺳﺎﻳﻞ او ﻧﻪ ﻫﻮﻣﺮه ﻗﻮي روﺣﻴﻪ ﭼﻲ ﻧﻦ ﺋﯥ ﻟﺮي.
• د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ ﺧﺪﻣﺖ ﻛﻲ د اﻓﻐﺎﻧﻲ ډﻟﻮ اﺋﺘﻼﻓﻲ ﺟﺒﻬﻪ ﺑﻪ ډﯦﺮ ژر ﻟﻪ ژورو او ﭘﺨﻼ ﻧﻪ ﻛﯧﺪوﻧﻜﻮ
اﺧﺘﻼﻓﺎﺗﻮ ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ ﻛﯧږي ،اﺧﺘﻼﻓﺎت ﺑﻪ ﺋﯥ ﻣﺴﻠﺤﺎﻧﻪ ﺷﺨړو ﺗﻪ رﺳﯧږي ،ﺷﺮاﻳﻂ ﺑﻪ ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ د ﻳﻮه ﺑﻞ
ﻣﻠﻲ ﭘﺎڅﻮن او ﻋﻤﻮﻣﻲ ﻗﻴﺎم ﻟﭙﺎره ﺑﺮاﺑﺮﯦږي.
د دى ﺟﺒﻬﯥ ﭘﻪ ﻟﻴﻜﻮ ﻛﻲ ﭼﻲ څﻮك راټﻮ ل ﺷﻮي اﻛﺜﺮﻳﺖ ﺋﯥ ﺑﯥ ﻫﺪﻓﻪ ،ﺑﺪاﺧﻼﻗﻪ ،ﻣﻔﺴﺪ او ﻏﻠﻪ دي،
ﻫﻤﺪا اوس ﺋﯥ ﭘﻪ ټﻮﻟﻮ ﺳﻴﻤﻮ ﻛﻲ د ﻏﺎرت ،د ﺧﻠﻜﻮ زورﻟﻮ ،د ﺧﻠﻜﻮ ﭘﻪ ﺳﺮ ،ﻣﺎل او ﻧﺎﻣﻮس د ﺗﯧﺮي ﺑﺎزار ﺗﻮد ﻛړى .ﻣﻤﻜﻦ ﻧﺪى ﭼﻲ دا وﺿﻌﻪ د اوږدى ﻣﻮدى ﻟﭙﺎره دوام وﻛړي.
• د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺗﺮ ﻣﺸﺮۍ ﻻﻧﺪې ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ اﺋﺘﻼف ﻫﻢ ﻧﺸﻲ ﻛﻮﻟﻰ ﭼﻲ د ﺗﻞ ﻟﭙﺎره دوام وﻛړي .د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺗﺮ
ﻧﺴﻜﻮروﻟﻮ د دوى ﻫﺪف ﻣﺸﺘﺮك وو ،ﺧﻮ اوس ﭼﻲ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻧﺴﻜﻮر ﺷﻮى ،د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د
راﺗﻠﻮﻧﻜﻲ او ﭘﻪ دې ﻫﯧﻮاد ﻛﻲ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭘﻮځﻮﻧﻮ د ﭘﺎﺗﻰ ﻛﯧﺪو ﭘﻪ ﺳﺮ ﺑﻪ ﭘﻪ ﻫﻤﺪې اﺋﺘﻼف ﻛﻲ د داﺳﯥ اﺧﺘﻼف ﺷﺎﻫﺪ ﻳﻮ ﭼﻲ ورو ورو ﺑﻪ ﺗﺸﺪﻳﺪ ﻛﯧږي .ﭘﻪ دې اﺧﺘﻼف ﭼﻲ ﻛﻮم ﻧﺘﺎﺋﺞ ﻣﺮﺗﺐ ﻛﯧﺪى ﺷﻲ ﻫﻐﻪ ﻟﻪ ﻫﻴڅ
ﺑﺎ دراﻳﺘﻪ او ﭘﻮه اﻧﺴﺎن ﻧﻪ ﭘټ ﻧﺪي.
• اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﭼﻲ ﭘﻪ ﻛﻮﻣﯥ ﺑﯥ رﺣﻤۍ ،ﻗﺴﺎوت او وﺣﺸﺖ ﺳﺮه ﻋﻤﻞ ﻛړى ،ﺟﻮﻣﺎﺗﻮﻧﻪ د ﻟﻤﺎﻧځﻪ ﭘﻪ
وﺧﺖ ﻛﻲ ﺑﻤﺒﺎردول ،ﭘﻪ ﻛﻠﻮ ﺑﻤﻮﻧﻪ ورول ،ﺑﯥ ګﻨﺎه ﺧﻠﻚ وژل ،ﭘﻪ ﺳﻠﻬﺎوو اﺳﻴﺮان ﻻس ﺗړﻟﻲ او ﭘﻪ ﻳﻮځﺎى
وژل ،د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺧﺎورې ﻛﻲ ﻣﺴﺘﻘﻞ ﻣﺤﺒﺴﻮﻧﻪ ﺟﻮړول ،ﻛﻴﻮﺑﺎ ﺗﻪ د ﺟﻨګﻲ اﺳﺮاوو اﻧﺘﻘﺎل ،ﻟﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻧﻪ د ﻣﺴﻠﺢ اﻓﻐﺎﻧﻲ ﻗﻄﻌﺎﺗﻮ اﻳﺴﺘﻞ ،د ﻫﻐﻮ ډﻟﻮ ﻣﺸﺮان ﺳﭙﻜﻮل ﭼﻲ د دوى ﻣﻠګﺮﺗﻴﺎ ﺋﯥ ﻛړې …،دا ټﻮل ﺣﺘﻤﺎً او
ﺑﯥ ﻟﻪ ﺷﻜﻪ ﺧﭙﻞ ﻋﻜﺲ اﻟﻌﻤﻠﻮﻧﻪ ﻟﺮي ،اﻓﻐﺎﻧﺎن ﺑﻪ ﺣﺘﻤﺎً ﺧﭙﻞ ﻏﭻ اﺧﻠﻲ ،اﻓﻐﺎﻧﺎن ﻫﻴڅﻜﻠﻪ د ﭘﺮدﻳﻮ ﺗﺴﻠﻂ ﻧﻪ
ﻣﻨﻲ ،ﺗﻞ د ﭘﺮدﻳﻮ د ﺳﻠﻄﯥ ﭘﻪ ﺧﻼف راوﻻړ ﺷﻮي ،ﭘﺲ ﻟﻪ ﻟﻨډې ﻣﻮدې ﺑﻪ د ﭘﺮدﻳﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف ﺣﺴﺎﺳﻴﺘﻮﻧﻪ او د دوى د ﻧﺎدودو ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﻲ ﻋﻜﺲ اﻟﻌﻤﻞ ،ﻋﻤﻠﻲ ﺑڼﻪ ﻏﻮره ﻛﻮي او ﭘﻪ ﻣﺴﻠﺤﺎﻧﻪ ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﺑﻪ ﺑﺪﻟﯧږي.
• دا دئ ﻋﻤﻼً ګﻮرو ﭼﻲ ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﭘﻴﻞ ﺷﻮى ،ﭘﻪ ډﯦﺮه ﭼټﻜﺘﻴﺎ وده ﻛﻮي او ﻟﻤﻦ ﺋﯥ ﻟﻪ ﻳﻮې ﺳﻴﻤﯥ ﺑﻠﯥ ﺗﻪ
ﺧﻮرﯦږي .ﻛﻪ ﭘﻪ ﺗﯧﺮو درﻳﻮ ﻣﻴﺎﺷﺘﻮ ﻛﻲ د ﻣﻘﺎوﻣﺖ وﺿﻊ ،ﭘﺮ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ ﻣﺴﻠﺴﻞ
ﺑﺮﻳﺪوﻧﻪ او ﭘﻪ دې ﺑﺮﻳﺪوﻧﻮ ﻛﻲ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺗﻠﻔﺎت ﻟﻪ ﻫﻐﻪ څﻪ ﺳﺮه ﻣﻘﺎﻳﺴﻪ ﻛړو ﭼﻲ د ﺷﻮروي اﺗﺤﺎد ځﻮاﻛﻮﻧﻪ د ﺗﯧﺮي ﭘﻪ ﻟﻮﻣړﻳﻮ درﻳﻮ ﻣﻴﺎﺷﺘﻮ ﻛﻲ ورﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ ﺷﻮل ﻧﻮ ﭘﻪ څﺮګﻨﺪ ﻃﻮر ﺑﻪ وګﻮرو ﭼﻲ ﻫﻢ ﭘﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪې د ﺑﺮﻳﺪوﻧﻮ ﺷﻤﯧﺮ زﻳﺎت دى او ﻫﻢ ﺋﯥ ﺗﻠﻔﺎت ،او د ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ ﺗﻜﺘﻴﻜﻮﻧﻪ ﭘﺎﺧﻪ او ﺗﻠﻔﺎت ﺋﯥ
ﻟﻪ ﻫﻴڅ ﺳﺮه ﺑﺮاﺑﺮ .آﻳﺎ ﻟﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻧﻪ وﻳﺮﯦﺪوﻧﻜﻮ او ﻟﻪ ﻗﺪﻳﺮ او ﺧﻴﺮاﻟﻨﺎﺻﺮﻳﻦ ﺧﺪاى ﻧﻪ ﻣﺎﻳﻮﺳﻮ ﻛﺴﺎﻧﻮ ﺗﻪ دا ﺧﺒﺮه ﻛﻔﺎﻳﺖ ﻧﻜﻮي ﭼﻲ ﻧﻦ او ﭘﺲ ﻟﻪ ﻫﻐﻪ ﭼﻲ د ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﻟﻪ ﭘﻴﻞ ﻧﻪ ﻓﻘﻂ درى ﻣﻴﺎﺷﺘﻰ ﺗﯧﺮﯦږي ،اﻣﺮﻳﻜﺎﺋﻲ
ﭘﻮځﻮﻧﻪ ﻫﺮه ورځ ﺗﺮ ﭘﻨځﻮ ﻧﻪ زﻳﺎت ﺧﭙﻞ ﻣړي او ژوﺑﻞ ﻛﺴﺎن ﺑګﺮام ﺗﻪ اﻧﺘﻘﺎﻟﻮي!! او دا ﭘﺪاﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﻲ ﭼﻲ
ﻻ ﺗﺮ اوﺳﻪ ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﻳﻮازې ﭘﻪ ﻛﻨﺪﻫﺎر ،ﻛﻨړ ،ﺧﻮﺳﺖ ،ﭘﻜﺘﻴﺎ ،او ﭘﻜﺘﻴﻜﺎ ﻛﻲ ﺗﺸﺪﻳﺪ ﺷﻮى ،او ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ،
79
ﻟﻮګﺮ ،ﻧﻨګﺮﻫﺎر ﻛﻲ ﺋﯥ ﻟﻮﻣړى څﺮﻳﻜﻲ څﺮګﻨﺪې ﺷﻮې او ﻧﻮرو وﻻﻳﺎﺗﻮ ﺗﻪ ورو ورو ﭘﻪ ﺧﻮرﯦﺪو دى ،اﻟﺤﻤﺪﷲ ﻫﻠﺘﻪ ﻫﻢ ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻦ ځﺎﻧﻮﻧﻪ ﺑﺮاﺑﺮوي او ډﯦﺮ ژر ﺑﻪ وګﻮرى ﭼﻲ ﭘﻪ دﻏﻮ ﺳﻴﻤﻮ ﻛﻲ ﻫﻢ د ﻧﻮرو ﺳﻴﻤﻮ ﭘﻪ څﯧﺮ د
ﺷﺪﻳﺪ ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﻟﻤﻦ ﺧﻮره ﺷﻲ .زه ﺑﺎور ﻟﺮم ﭼﻲ ﻛﻪ ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﭘﻪ ﻫﻤﺪې ﺷﻜﻞ دوام وﻛړي ﻧﻮ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﺑﻪ ډﯦﺮه ګﺮاﻧﻪ وي ﭼﻲ د اوږدې ﻣﻮدې ﻟﭙﺎره ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﻲ ﭘﺎﺗﻰ ﻛﯧﺪو ﺗﻪ زړه ښﻪ ﻛړي او دا ورځ ﭘﻪ ورځ
زﻳﺎﺗﯧﺪوﻧﻜﻲ ﺗﻠﻔﺎت وزﻏﻤﻲ .زه ﻫﻴڅ ګﻮﻣﺎن ﻧﻜﻮم ﭼﻲ اﻣﺮﻳﻜﺎ دې دا ﺗﻠﻔﺎت ﺗﺮ ﻳﻮه ﻛﺎل ﻧﻪ زﻳﺎت وزﻏﻤﻠﻰ ﺷﻲ. د دې اﺣﺘﻤﺎل ډﯦﺮ ﺿﻌﻴﻒ دى ﭼﻲ اﻣﺮﻳﻜﺎ دې د راﺗﻠﻮﻧﻜﻲ ﺑﻞ اﻛﺘﻮﺑﺮ اووﻣﻪ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﻲ وﻟﻤﺎﻧځﻲ.
• د اﻣﺮﻳﻜﺎﺋﻲ ﭘﻮځﻮﻧﻮ ﭘﻪ وﺗﻠﻮ ﭼﻲ ﻛﻮم ﺧﻄﺮﻧﺎك ﻧﺘﺎﻳﺞ ﻣﺮﺗﺐ ﻛﯧږي ﺷﺎﻳﺪ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺗﻪ ﺋﯥ ﺟﺒﺮان ﻫﻤﺪوﻣﺮه
ګﺮان وي ﻟﻜﻪ روﺳﺎﻧﻮ ﺗﻪ .او ﭘﻪ دې ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﻛﻲ د ﻣﺠﺎﻫﺪﻧﻮ د ﺑﺮي اﺛﺮات ﺑﻪ ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن او ټﻮﻟﯥ اﺳﻼﻣﻲ
ﻧړۍ ﻛﻲ ﺗﺮ ﻫﻐﻪ ﻧﻪ ډﯦﺮ ژور او ﭘﺮاخ وي ﭼﻲ د ﺷﻮروي ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺿﺪ ﺋﯥ ﭘﻪ ﺑﺮﺧﻪ ﺷﻮو.
• ﻟﻪ ﻫﻐﻮ ﻛﺴﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﭼﻲ د ﻳﺮﻏﻠګﺮو ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ څﻨګ ﻛﻲ د ﺧﭙﻞ وﻟﺲ ﭘﻪ ﺧﻼف ﺟﻨګﯧﺪﻟﻲ او د دوى د
ﻣټﻮ ﭘﻪ زور ﻗﺪرت ﺗﻪ رﺳﯧﺪﻟﻲ او ﻟﻪ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﻳﯥ د اﺳﻼم ،ﻣﺮوت ،ﭘښﺘﻮﻧﻮﻟﯥ او اﻓﻐﺎﻧﻴﺖ ﺧﻼف ﻫﻐﻪ
څﻪ ﻛړي ﭼﻲ د ډﯦﺮو ﺑﯥ ﻧﻨګﻪ او ﺑﯥ ﻏﻴﺮﺗﻪ ﻛﺴﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺗﺎرﻳﺦ ﻛﻲ ﻳﻲ ﻫﻢ ﻣﺜﺎل ﻧﺸﻮ ﻣﻮﻧﺪﻟﻲ ،د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻮ ﻟﻪ
وﺗﻠﻮ ﻧﻪ وروﺳﺘﻪ ﺑﻪ ﻟﺪوى ﺳﺮه ﻫﻤﺎﻏﻪ څﻪ ﻛﯧږ ي ﭼﻲ ﻟﺪوى ﺳﺮه ﺷﺎﻳﻲ او د دوى ﻟﻪ ﺳﻠﻒ ﺳﺮه ﺷﻮي .ﻛﺎش دوى د ﻛﻤﻮﻧﺴﺘﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﺗﺠﺮﺑﻮ ﻧﻪ ﭘﻨﺪ او ﻋﺒﺮت اﺧﻴﺴﺘﻰ وى او د ﻫﻐﻮى ﭘﻪ ﭘﻠﻪ ﻟﻪ ګﺎم اﻳښﻮدو ﻧﻪ ﻳﻲ ډډه ﻛړى وى.
• ﻫﻐﻪ ﻛﺴﺎن ﭼﻲ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ ﻻس ﻟﻪ ﺟﻮړ ﺷﻮي ﻧﻈﺎم ﺳﺮه د ﻣﻠګﺮﺗﻴﺎ اراده ﻟﺮي او ﭘﻪ دې ﺑﻬﻴﺮ ﻛﻲ ځﺎﻧﺘﻪ د
ځﺎى ﭘﻴﺪا ﻛﻮﻟﻮ ﻫڅﻪ ﻛﻮي ،دوى ﺧﭙﻞ ﺗﺎرﻳﺦ داﻏﺠﻦ ﻛﻮي او ﺧﭙﻠﯥ ټﻮﻟﯥ ﻫﻐﻪ ﺟﻬﺎدي ﻫڅﯥ ﭘﻪ اوﺑﻮ ﻻﻫﻮ
ﻛﻮي ﭼﻲ ﻟﻪ اﺳﻼم ﻧﻪ د دﻓﺎع ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﺋﯥ د ﭘﺮدﻳﻮ ﻛﻔﺮي ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف ﻛړې وې .ﻧﻪ ﭘﻮﻫﯧږو دوى ﺑﻪ ﺧﭙﻞ
ﻋﻤﻞ څﻨګﻪ ﺗﻮﺟﻴﻪ ﻛﻮي ،وﻟﯥ ﻳﯥ دا ﻛﺎر د روﺳﺎﻧﻮ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﻲ وﻧﻜړ؟ څﻨګﻪ د روﺳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻻس ﺟﻮړ ﺷﻮي
ﻧﻈﺎم ﻛﻲ ﺑﺮﺧﻪ اﺧﻴﺴﺘﻞ ورﺗﻪ ﺣﺮام ﺑﺮﯦښﯧﺪو ﺧﻮ ﭘﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﺋﻲ ﻧﻈﺎم ﻛﻲ ﺑﺮﺧﻪ اﺧﻴﺴﺘﻞ ورﺗﻪ ﺟﺎﻳﺰ ﺑﺮﯦښﻲ!!
څﻨګﻪ د روﺳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف ﺟﻬﺎد ورﺗﻪ ﻓﺮض ﻣﻌﻠﻮﻣﯧﺪو ﺧﻮ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او اﻧګﺮﻳﺰاﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف ﺟﻬﺎد ورﺗﻪ
اﺷﺘﺒﺎه ﺑﺮﯦښﻲ!! ﻧﻪ ﭘﻮﻫﯧږو دوى ﻫﻐﻪ څﻮك څﻨګﻪ ﻣﻼﻣﺘﻮي ﭼﻲ ﻧﻦ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ ﺧﻼف د ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﭘﻠﻮي
ﻛﻮي ،ﭘﺪاﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﻲ ﭼﻲ ﭘﺮون او د روﺳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف ﻳﻲ د ده د ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﺳﺘﺎﻳﻨﻪ ﻛﻮﻟﻪ ؟!!
• ﻛﻪ څﻮك ﺧﭙﻞ ټﻮل ﻋﻤﺮ ﭘﻪ ﻣﺤﺒﺲ ﻛﻲ او ﻳﺎ ﻟﻪ ﻫﯧﻮاد ﻧﻪ ﻟﺮې ﭘﻪ ﻫﺠﺮت ﻛﻲ ﺗﯧﺮ ﻛړي ،دا ﺣﺎﻟﺖ ﺋﯥ ﺗﺮ دې
ډﯦﺮ ﻏﻮره دى ﭼﻲ ﭘﻪ ﻳﻮه داﺳﯥ ﻧﻈﺎم ﻛﻲ د ﻣﺎﻣﻮر ﭘﻪ څﯧﺮ ﻛﺎر وﻛړي ﭼﻲ د ﭘﺮدﻳﻮ ﭘﻪ ﻻس ﺟﻮړ ﺷﻮى او د
ﺣﻔﺎﻇﺖ ﻟﭙﺎره ﻳﻲ ﻛﻔﺮي ځﻮاﻛﻮﻧﻪ زﻣﻮږ ﭘﻪ ﻣﻠﻚ ﻛﻲ ﻣﻴﺸﺖ ﺷﻮي او ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﺑﻤﻮﻧﻪ وروي .دا ﻛﺴﺎن دې ﭘﻪ
دې ﭘﻮه ﺷﻲ ﭼﻲ ﻟﻪ ﻛﺎﻓﺮ ﺳﺮه د ﻣﻮاﻻت او ﻣﻠګﺮﺗﻴﺎ ﭘﻪ ﺻﻮرت ﻛﻲ ﻧﻪ اﷲ ﺗﻌﺎﻟﻰ د دوى اﻳﻤﺎن ﻗﺒﻠﻮي او ﻧﻪ ﻳﯥ
ﻟﻤﻮﻧځ او روژه .د ﺷﺮﻳﻌﺖ ﻟﻪ ﻧﻈﺮه ﻫﻐﻪ څﻮك د ﻛﺎﻓﺮاﻧﻮ ﻟﻪ ډﻟﯥ څﺨﻪ ګﻨﻞ ﻛﯧږ ي او ﻣﺒﺎح اﻟﺪم دي ﭼﻲ د ﻛﺎﻓﺮ ﭘﻪ څﻨګ ﻛﻲ ﻟﻪ ﻣﺴﻠﻤﺎن ﺳﺮه ﺟﻨګﯧږي .د دوى ﻫﻴڅ دﻟﻴﻞ او ﻋﺬر ﻧﻪ ﻣﻨﻞ ﻛﯧږ ي .د ﻣﺠﺒﻮرﻳﺖ ﭘﻪ ﺻﻮرت ﻛﻲ دوى
ﺗﻪ د ﻛﻔﺮ د ﻛﻠﻤﻲ وﻳﻠﻮ رﺧﺼﺖ ورﻛړى ﺷﻮى ﺧﻮ دا اﺟﺎزه ﻧﺪه ورﻛړى ﺷﻮې ﭼﻲ د ﻛﺎﻓﺮاﻧﻮ ﭘﻪ څﻨګ ﻛﻲ د
ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺿﺪ وﺟﻨګﯧږي.
• ﻫﻐﻪ ﻛﺴﺎن ﭼﻲ د ﻛﻔﺮي ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻻس ﺟﻮړ ﺷﻮي داﺳﯥ ﻧﻈﺎم ﺗﻪ اﺳﻼﻣﻲ ﻧﻈﺎم واﻳﻲ او د اﺳﻼﻣﻲ
ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻧﻮم ورﺑﺎﻧﺪې ږدي ﭼﻲ د ﻣﺸﺮ ﺳﺎﺗﻨﻪ ﻳﻲ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﻛﻮﻣﺎﻧﺪو ﻛﻮي ،د ﭘﻼزﻣﻴﻨﯥ اﻣﻨﻴﺖ ﻳﻲ د ﻫﻐﻮ
ﻛﻔﺮي ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻻس ﻛﻲ دى ﭼﻲ واﻳﻲ :ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﻲ د ﺷﺮﻳﻌﺖ ﻧﻔﺎذ د ﻣﻨﻠﻮ ﻧﺪى!! او ﭘﺪاﺳﯥ ﺣﺎل
80
ﻛﻲ ﭼﻲ د ﻫﯧﻮاد آﺳﻤﺎن او ځﻤﻜﻪ د ﻫﻤﺪې ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ واك ﻛﻲ ،ټﻮل ﻫﻮاﺋﻲ ﻣﻴﺪاﻧﻮﻧﻪ او ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋﻳﻚ ﻧﻘﺎط
د دوى ﭘﻪ اﺧﺘﻴﺎر ﻛﻲ ،ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﺳﺮ او د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﻟﻪ اﺟﺎزې او ﻣﻮاﻓﻘﯥ ﻧﻪ ﭘﺮﺗﻪ ،ﻫﺮ څﻮك ﻧﻴﻮﻟﻰ او وژﻟﻰ ﺷﻲ،
ﭘﻪ داﺧﻞ ﻛﻲ ﻣﺤﺒﺴﻮﻧﻪ ﻟﺮي او ﭘﻪ ﺳﻠګﻮﻧﻮ ﺑﯥ ګﻨﺎه ﺑﻨﺪﻳﺎن ﺋﯥ د ﻧړۍ ﭘﻪ ﻧﻮرو ځﺎﻳﻮﻧﻮ ﻛﻲ ﺧﭙﻠﻮ ﻣﺤﺒﺴﻮ ﻧﻮ ﺗﻪ
اﻧﺘﻘﺎل ﻛړي ....دا دﻳﻦ ﺧﺮڅﻮﻧﻜﻲ ﻣﻔﺘﻴﺎن ﻳﺎ ﻟﻪ اﺳﻼ م ﻧﻪ ﺑﯥ ﺧﺒﺮه دي او ﻳﺎ اﺻﻼً اﻳﻤﺎن ﻧﻠﺮي .دوى ﻟﻪ ﺧﺪاى
ﺳﺮه ﺧﺪﻋﻪ ﻛﻮي او ﺧﭙﻞ ﻣﻠﺖ ﻏﻮﻟﻮي.
• ﻣﺘﺄﺳﻔﺎﻧﻪ ځﻨﯥ ﻧﻮر ﺑﻴﺎ داﺳﯥ دي ﭼﻲ د اﺻﻠﻲ دښﻤﻦ ﭘﻪ ﺿﺪ د څﻪ ﻛﻮﻟﻮ ﻫﻤﺖ او ﺟﺮأت ﻧﻠﺮي ﺧﻮ د ﺧﭙﻞ
زړه ﺑړاس ﻳﺎ د وﻳډﻳﻮ ﻛﺴټﻮ ﭘﻪ دوﻛﺎﻧﻮﻧﻮ ﻛﻲ ﭘﻪ اﻧﻔﺠﺎراﺗﻮ ﺳﺮه ﺑﺎﺳﻲ او ﻳﺎ د ﻣﻜﺘﺒﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺳﻮزوﻟﻮ ﺳﺮه!! ځﻴﻨﯥ ﻧﻮر ﺧﻮ ﭘﻪ داﺧﻠﻲ ﺟګړو ﻛﻲ ډﯦﺮ ﻏښﺘﻠﻲ او ﺗﻮرزن وو ﺧﻮ د ﻳﺮﻏﻠګﺮو ﺧﻼف ﺟګړو ﺗﻪ ﻳﯥ ﻣﻼ ﻣﺎﺗﻪ او
ﺗﻮره ﭘﻪ ﻏﻼف ﻛﻲ ده !! او ځﻨﯥ ﻧﻮر ﻟﻪ ﻳﻮې ﺧﻮا دښﻤﻦ ﺳﺮه ﻳﻮځﺎى ﺷﻮي او ﻟﻪ ﺑﻠﯥ ﺧﻮا ﭘﻪ داﺧﻠﻲ ﺗﺼﻔﻴﻮ ﻛﻲ
ﻣﺼﺮوف دي او ﺧﭙﻞ ﻣﻠګﺮي ﺗﺮور ﻛﻮي او د ﺳﻴﺎﺳﻲ او ﺗﺒﻠﻴﻐﺎﺗﻲ اﻏﺮاﺿﻮ ﻟﭙﺎره ﺣﺘﻰ ﻟﺪې ﻧﻪ ﻫﻢ ډډه ﻧﻜﻮي
ﭼﻲ ﺗﺮ ﺧﭙﻞ ﺗﺴﻠﻂ ﻻﻧﺪې ښﺎروﻧﻮ ﻛﻲ اﻧﻔﺠﺎرات وﻛړي او ﻫﻤﻐﻪ ﺑﻲ ګﻨﺎه ښﺎرﻳﺎن ﭘﻪ وﻳﻨﻮ ﻛﻲ ورﻏړوي ﭼﻲ دوى ﻳﻲ د ﺳﺮاو ﻣﺎل د ﺧﻮﻧﺪي ﺳﺎﺗﻠﻮ ذﻣﻪ وﻫﻠﯥ!! ﻫﻤﺪا دوى وو ﭼﻲ ډاﻛټﺮ ﻋﺒﺪاﻟﺮﺣﻤﻦ او ﺣﺎﺟﻲ
ﻋﺒﺪاﻟﻘﺪﻳﺮ ﻳﻲ ﺗﺮور ﻛړل او د اﻃﻼﻋﺎت او ﻛﻠﺘﻮر وزارت ﻣﺨﯥ ﺗﻪ ﻳﯥ اﻧﻔﺠﺎرات وﻛړل!!
• ﻣﻮږ ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ ټﻮﻟﻮ ﻫﻐﻪ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﺑﻠﻨﻪ ورﻛﻮو ﭼﻲ اﺳﻼم ﺗﻪ وﻓﺎدار دي ،د اﺳﻼم ﻟﻪ دښﻤﻨﺎﻧﻮ ﺳﺮه د
ﻣﻠګﺮﺗﻴﺎ او د دوى ﭘﻪ وړاﻧﺪې د ﺳﻜﻮت او ﺳﺎزش ﭘﻪ ﻧﺘﻴﺠﻪ ﻛﻲ ﺧﭙﻞ دﻳﻦ ،اﻳﻤﺎن او آﺧﺮت ﻧﻪ ﺗﺒﺎه
ﻛﻮي ،د ﺧﭙﻞ ﻫﯧﻮاد اﺳﺘﻘﻼل او ﺧﭙﻠﻮاﻛﻲ ﻏﻮاړي او ﭘﺮدﻳﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺷﺘﻪ واﻟﻲ رﺿﺎﻳﺖ او دوى ﺗﻪ
ﺗﺴﻠﻴﻤﻴﺪل ،او د دوى ﻣﻠګﺮﺗﻴﺎ د اﻳﻤﺎن او ﻋﻘﻴﺪې ﻣﻨﺎﻓﻲ ګڼﻲ ،او د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺿﺪ ﺟﻬﺎد ﻫﻤﺪاﺳﯥ ګڼﻲ ﻟﻜﻪ د روﺳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺿﺪ ،دوى ﺗﻪ ﺑﻠﻨﻪ ورﻛﻮو ﭼﻲ ﻳﻮه ﺑﻞ ﺗﻪ د ورورۍ ﻻس ورﻛړي او د ﺟﻬﺎد ﻟﭙﺎره ﻣﻼ وﺗړي او
ﭘﻪ دې ﺑﺎور وﻟﺮي ﭼﻲ ﻗﺪﻳﺮ ﺧﺪاى ﺑﻪ د دوى ﻣﺮﺳﺘﻪ ﻛﻮي ،ﭘﻪ دښﻤﻦ ﺑﻪ دوى ﺗﻪ ﺑﺮى ورﻛﻮي او اﻣﺮﻳﻜﺎ او ﺑﯥ دﻳﻨﻪ ﻣﻠګﺮي ﺑﻪ ﻳﻲ ﻟﻪ ﻫﻤﻐﻪ ﺷﻮم ﺑﺮﺧﻠﻴﻚ ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ ﻛﻮي ﭼﻲ روﺳﺎن او د دوى ﻛﻤﻮﻧﺴﺖ ﻣﻠګﺮي ﻳﻲ
ورﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ ﻛړل(16) .
٭٭٭٭٭ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻫﻴﻮاد د ازادۍ او اﺳﺘﻘﻼل د ﺑﻴﺮﺗﻪ اﺧﺴﺘﻠﻮ او ﻫﻴﻮاد د اﻣﺮﻳﻜﺎ د اﺷﻐﺎل
څﺨﻪ د ﺧﻼﺻﻮن او د اوﺳﻨۍ ﻏﻤﻴﺰې د ﭘﺎى ﺗﻪ رﺳﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻧﻪ ﻳﻮازې وړاﻧﺪﻳﺰوﻧﻪ ﻛړي ﺑﻠﻜﯥ ﭘﻪ ﻋﻤﻠﻲ ﺗﻮګﻪ ﻳﯥ د اړوﻧﺪو اړﺧﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﭘﺮې ﺧﺒﺮې ﻫﻢ ﻛړﻳﺪي .دا ﺧﺒﺮې ﻳﻮازې د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻟﻪ اړﺧﻪ ﻧﻪ ﺑﻠﻜﯥ
د اﻣﺮﻳﻜﺎد دوﻟﺖ او ﭘﻪ ځﺎﻧګړې ﺗﻮګﻪ دﻫﻐﻪ ﻫﻴﻮاد د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭼﺎرو د وزارت د ﻏﻮښﺘﻨﯥ ﭘﻪ اﺳﺎس ﺗﺮ ﺳﺮه
ﺷﻮﻳﺪي .ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ د ﻧﻤﻮﻧﯥ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﭘﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻛﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د ﺳﻴﺎﺳﻲ اړﻳﻜﻮ د ﻣﺴﺆل او دﺣﺰب د
اﻣﻴﺮ ﻣﺤﺘﺮم ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر ﺗﺮ ﻣﻨځ د ﺧﻄﻲ اړﻳﻜﻮ ﻳﻮڅﻮ اﻗﺘﺒﺎﺳﺎت دﻟﺘﻪ را اﺧﻠﻮ :
د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻣﻴﺮ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻳﻮه ﻟﻴﻚ ﻛﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻛﻰ ﻳﯥ د ﺣﺰب د اړﻳﻜﻮ د ﻣﺴﺆل د ﻟﻴﻚ او
وړاﻧﺪﻳﺰوﻧﻮ ﭘﻪ ځﻮاب ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ داﺳﯥ ﻛﺎږي:
».....ﻛﻪ ﺳﭙﻴﻨﻪ ﻣﺎڼۍ ﻏﻮاړي اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻟﻪ ﻫﻐﻪ ﺑﺤﺮاﻧﻪ و ﺑﺎﺳﻲ ﭼﯥ د ﺟﻮرج ﺑﺶ ﺟﻨګﻲ ټﻴﻢ ورﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ ﻛړه
او ﻟﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن څﺨﻪ د ﺑﺎﻋﺰﺗﻪ وﺗﻠﻮ ﻻر ﻟټﻮي ،ﻧﻮ ﻣﻮږ ﻣﺮﺳﺘﯥ ﺗﻪ ﭼﻤﺘﻮ ﻳﻮ ،زﻣﻮﻧږ ﻟﻪ ﻧﻈﺮه د ﺑﺤﺮان د
ﺣﻞ ﻻر داده :
81
•
د ټﻮﻟﻮ ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د وﺗﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻣﻌﻘﻮل او دﻣﻨﻠﻮ وړ ﻣﻬﺎل وﻳﺶ ټﺎﻛﻞ .داﺳﯥ ﭼﯥ ﻟﻮﻣړى
•
داﺳﯥ ﺗﺪاﺑﻴﺮ و ﻧﻴﻮل ﺷﻲ ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﻛﻮرﻧﻴﻮ ﭼﺎرو ﻛﯥ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﻻﺳﻮﻫﻨﻮ ﻣﺨﻨﻴﻮى
•
ﻳﻮه داﺳﯥ ﻣﻮﻗﺖ ﺑﯥ ﻃﺮف ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺗﻪ د ﻗﺪرت اﻧﺘﻘﺎل ﭼﯥ ﻣﺸﺮ او ﻛﺎﺑﻴﻨﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ دﻫﻐﻮ ډﻟﻮ ﻏړي ﻧﻪ
ﺑﻪ ﻳﯥ ﻟﻪ ښﺎروﻧﻮ ﻧﻪ....
وﺷﻲ ،ﭘﻪ ځﺎﻧګړې ﺗﻮګﻪ د اﻳﺮان ،ﻫﻨﺪ ،روﺳﻴﯥ او ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن .
وي ﭼﯥ ﭘﻪ ﺟګړو ﻛﯥ ﻳﯥ ﺑﺮﺧﻪ اﺧﻴﺴﺘﯥ ده ،ﻧﻪ ﺑﻪ ﭘﻪ راﺗﻠﻮﻧﻜﯥ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻛﯥ ﺑﺮﺧﻪ اﺧﻠﻰ او ﻧﻪ ﺑﻪ ﭘﻪ اﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺗﻮ ﻛﯥ ﻛﺎﻧﺪﻳﺪ ﻛﻴږي .
•
د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﻟﻪ وﺗﻠﻮ وروﺳﺘﻪ د اﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺗﻮ د ﻳﻮه ﻣﺴﺘﻘﻞ ﻛﻤﻴﺴﻴﻮن ﺗﺮ اﺷﺮاف ﻻﻧﺪې ازاد او
•
د ټﻮﻟﻮ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺑﻨﺪﻳﺎﻧﻮ ﺑﻼ ﻗﻴﺪو ﺷﺮط ازادول .
• •
ﻋﺎدﻻﻧﻪ اﻧﺘﺨﺎﺑﺎت داﺋﻤﻰ اورﺑﻨﺪ.
ﻛﻪ ځﻴﻨﻴﯥ اﻓﻐﺎﻧﻲ ډﻟﯥ اﻣﻨﻴﺘﻲ ﺗﻀﻤﻴﻨﻮﻧﻪ ﻟټﻮي او ددې ﻟﻪ ﭘﺎره د ﺑﻬﺮﻧﻲ ﺳﻮﻟﻪ ﺳﺎﺗﻲ ځﻮاك
ﺣﻀﻮر ﺿﺮوري ګڼﻲ ،ﺑﺎﻳﺪ ﭘﺮ دې ﺑﺤﺚ و ﺷﻲ ،ﻣﻮﻧږ ﭼﻤﺘﻮ ﻳﻮ ﭼﯥ ددوى ﺗﺸﻮﻳﺸﻮﻧﻪ رﻓﻌﻪ ﻛړو دا ﻫﻢ ﻛﻴﺪى ﺷﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻣﻮﺧﻪ د ﺑﯥ ﻃﺮ ﻓﻪ اﺳﻼﻣﻲ ﻫﻴﻮادو ﻣﺤﺪود ﺷﻤﻴﺮ ﺳﻮﻟﻪ ﺳﺎﺗﻲ د
ﻣﻮﻗﺘﯥ ټﺎﻛﻠﻴﯥ ﻣﻮدې ﻟﻪ ﭘﺎره ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ځﺎى ﭘﺮ ځﺎى ﺷﻲ ،ﭘﻪ دې ﺷﺮط ﭼﯥ دا ﺑﻪ د ﻣﻮﺟﻮده
ﺳﻮﻟﻪ ﺳﺎﺗﻮ ﭘﻪ څﻴﺮ ﻧﻪ وي ﭼﯥ ﻣﺎﻣﻮرﻳﺖ ﻳﯥ د ﺳﻮﻟﯥ ﺗﺄﻣﻴﻦ ﻧﻪ ﺑﻠﻜﯥ د ﺳﻮﻟﯥ ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې د
•
اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺿﺪ ﺟﻨګ دئ .
ﻟﻪ ښﺎروﻧﻮ ﻧﻪ ﺑﻬﺮ ﺑﻪ ﭘﻪ ﻋﺴﻜﺮي ﻣﺮاﻛﺰو ﻛﯥ ځﺎى ﭘﻪ ځﺎى ﻛﻴږي ،ﺗګ را ﺗګ ﺑﻪ ﻳﯥ د اﻓﻐﺎن
ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﻪ اﺟﺎزه او او ﻣﻮاﻓﻘﻪ وي ،د ﻣﻮﻗﺖ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺗﺮ ﻗﻮﻣﻨﺪې ﻻﻧﺪې ﺑﻪ ﻋﻤﻞ ﻛﻮي او دﻣﺴﺆﻟﻮ •
اﻓﻐﺎﻧﻲ ﻣﻘﺎﻣﺎﺗﻮ ﻟﻪ ﻣﻮاﻓﻘﯥ ﭘﺮﺗﻪ ﺑﻪ دﻫﻴڅ ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺗﺤﺮك ﺣﻖ ﻧﻪ ﻟﺮي
ﻫﻤﺪا راز ﺣﺎﺿﺮ ﻳﻮ ﭘﻪ دې اړه ﻫﻢ ددوى ﭘﺮ ﻏﻮښﺘﻨﯥ ﺑﺤﺚ وﻛړو ﭼﯥ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د وﺗﻠﻮ ﺗﺮ
څﻨګ ﺑﺎﻳﺪ د ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ ﭘﻪ ﻟﻴﻜﻮ ﻛﯥ ﻛﻪ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﺟﻨګﻴﺎﻟﻴﻮ ﺷﺘﻮن و څﻴړل ﺷﻲ ﻣﻮږ ټﻮﻟﻮ ﺧﻮاوو ﺗﻪ اﻃﻤﺌﻨﺎن ورﻛﻮو ﭼﯥ ﻟﻪ دې ﺳﺮه ﭘﻪ ﺑﺸﭙړه ﺗﻮګﻪ ﻣﻮاﻓﻖ ﻳﻮ ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ دې ﻧﻪ ﺑﻬﺮﻧﻲ
ﻧﻴﻮاﻛګﺮان وي او ﻧﻪ ﺑﻬﺮﻧﻲ ﺟﻨګﻴﺎﻟﻲ ،ﻧﻪ دې دﻫﻐﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻧﻈﺎﻣﻲ اډې وې او ﻧﻪ ددﻏﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره •
ﻧﻈﺎﻣﻲ ﻣﺮاﻛﺰ.
دې ﺗﻪ ﻫﻢ ﭼﻤﺘﻮ ﻳﻮ ﭼﯥ ﺗﻀﻤﻴﻦ ﻛړو ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﺑﻪ دﻣﺨﺪره ﻣﻮادو د ﺗﻮﻟﻴﺪ او ﺗﺠﺎرت
ﻣﺨﻪ وﻧﻴﺴﻮ ،ﻣﻮﻧږ د ﻧﺸﻪ ﻳﻲ ﻣﻮداو ﻛښﺖ ،ﺗﻮﻟﻴﺪ او ﺗﺠﺎرت ﺣﺮام ګڼﻮ ،دﻫﻴﻮاد ﻣﻨﺘﺨﺒﻪ ﺷﻮرى
ﺑﻪ د ﻧﻮرو اﺳﺎس ﻣﺴﺎﺋﻠﻮ ﺗﺮڅﻨګ ﭘﻪ دې ﻗﻀﻴﯥ ﺑﺤﺚ ﻛﻮي او ﻻزم ﺗﺪاﺑﻴﺮ ﺑﻪ ﻧﻴﺴﻲ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﺑﺎﻳﺪ ﭘﻮه ﺷﻲ ﭼﯥ :
•
دوى اوس ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻫﻐﻪ ډﻟﯥ او اﺷﺨﺎص ﺣﻤﺎﻳﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ ﻣﻠﺖ رټﻠﻲ دي ،ﻏﻮاړى ددوى
•
د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن اداره او د ﻳﻮه ﻣﻀﺒﻮط او ﻗﻮي ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺟﻮړول ﻟﻪ ﻳﻮه ځﻮاﻛﻤﻦ ،اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺷﻤﻮل
د اﻗﺘﺪار ﻟﻪ ﭘﺎره و ﺟﻨګﻴږئ ،او رﻗﻴﺒﺎن او ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻦ ﻳﯥ ورﺗﻪ څﻤﻠﻮئ ......
او ﻣﻨﻈﻢ ﺣﺰب ﻧﻪ ﭘﺮﺗﻪ اﻣﻜﺎن ﻧﻪ ﻟﺮي..... ،
82
•
ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻦ دې ﺗﻪ ﺗﻴﺎر ﻧﻪ دي ﭼﯥ ﭘﻪ اوﺳﻨﻲ ﺑﺪﻧﺎم او ﻧﺎﻛﺎم ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻛﯥ ﺑﺮﺧﻪ واﺧﻠﻲ ....... ،
ﻣﻮﻧږ دا ﺧﺒﺮه ﺗﻀﻤﻴﻨﻮﻟﻰ ﺷﻮ ﭼﯥ ﺳﺘﺎﺳﯥ ﻟﻪ وﺗﻠﻮ وروﺳﺘﻪ ﺑﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﺟﻨګﻴﺎﻟﻴﻮ اډه ﻧﻪ وي ﭼﯥ ....... •
ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﺗﻞ ﭘﺮ اﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺗﻮ ټﻴﻨګﺎر ﻛړى اوداﻳﯥ د ﺑﺤﺮان دﺣﻞ ﻳﻮازﻧۍ او اﺳﺎﻧﻪ ﻻر ګڼﻠﯥ ،د
ﺷﻮروي د ځﻮاﻛﻮﻧﻮ دوﺗﻠﻮ ﭘﻪ ﻣﻬﺎل ﻫﻢ د ﺣﺰب ﻃﺮﺣﻪ دا وه ﭼﯥ ﻗﺪرت دې ﻳﻮه ﻣﻮﻗﺖ ﺣﻜﻮﻣﺖ
ﺗﻪ اﻧﺘﻘﺎل ﺷﻲ ،ﺑﻴﺎ دې ﻋﺎم او ازاداﻧﻪ اﻧﺘﺨﺎﺑﺎت ﺗﺮ ﺳﺮه ﺷﻲ ،د ﻧﺠﻴﺐ د ﺣﻜﻮﻣﺖ د ﻧﺴﻜﻮرﻳﺪو
ﭘﻪ ﻣﻬﺎل ﻫﻢ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ د ﻫﻐﯥ ﻃﺮﺣﯥ ﻣﻼﺗړ وﻛړ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻧﺘﻴﺠﻪ ﻛﻰ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻗﺪرت ﻟﻪ ډاﻛټﺮ ﻧﺠﻴﺐ ﻧﻪ ﻳﻮه ﻣﻮﻗﺖ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺗﻪ اﻧﺘﻘﺎﻟﻴﺪو او ﺑﻴﺎ ﺑﻪ اﻧﺘﺨﺎﺑﺎت ﺗﺮ ﺳﺮه ﻛﻴﺪل ،ﺧﻮ
ﻣﺴﻜﻮ ،ﺗﻬﺮان او ﭘﻪ دوى ﭘﻮرې ﺗړﻟﻮ ډﻟﻮددې ﻃﺮﺣﯥ ﻣﺨﺎﻟﻔﺖ وﻛړ ،د ﻣﺴﻜﻮ ﭘﻪ وﻳﻨﺎ او د اﻳﺮان
ﭘﻪ وﺳﺎﻃﺖ ﺷﻤﺎﻟﻲ اﺋﺘﻼف ﺟﻮړ ﺷﻮ او د ډاﻛټﺮ ﻧﺠﻴﺐ ﭘﻪ ﺿﺪ ﻛﻮدﺗﺎ وﺷﻮه او د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ •
ﭘﻪ ﺿﺪ ددوى ګډه ﺟګړه ﭘﻴﻞ ﺷﻮه ...... .
دوى ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﻧﻮي اﺳﺎﺳﻲ ﻗﺎﻧﻮن ﺧﺒﺮه ﻛﻮي ،ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ د ﻛﺎﺑﻞ ﭘﻪ ﺣﻜﻮﻣﺖ
ﻛﯥ ﺷﺎﻣﻠﯥ ډﻟﯥ دا ﻗﺎﻧﻮن ﻧﻪ ﻣﻨﻲ ،د رﻳﺎﺳﺘﻲ ﻧﻈﺎم ﭘﺮ ځﺎى ﭘﺎرﻟﻤﺎﻧﻲ ﻧﻈﺎم ﻏﻮاړي ،ﻫﻐﻪ اﺳﺎﺳﻲ ﻗﺎﻧﻮن ﭼﯥ د ﺣﺰب ﻟﻪ ﻟﻮري اﻋﻼن ﺷﻮى ﺗﺮ دې ﻗﺎﻧﻮن ډﻳﺮ ﻣﺘﺮﻗﻲ دى...... ،ﭘﻪ دې ﻛﯥ ﺑﻪ وګﻮرئ
ﭼﯥ رﻳﺎﺳﺘﻲ ﻧﻈﺎم ،ﻣﻨﺘﺨﺐ ﺟﻤﻬﻮر رﺋﻴﺲ ،ﻣﻨﺘﺨﺐ ﭘﺎرﻟﻤﺎن ،ﻣﻨﺘﺨﺒﻪ ﻛﺎﺑﻴﻨﻪ ،ﻣﻨﺘﺨﺒﯥ وﻻﻳﺘﻲ ﺷﻮرا ګﺎﻧﯥ ﻳﯥ اﺳﺎﺳﻲ ﺑﺮﺧﯥ دي ،اﻟﺒﺘﻪ د ﻛﺎﺑﻞ د اوﺳﻨﻲ اﺳﺎﺳﻲ ﻗﺎﻧﻮن ﺳﺮه ﻳﯥ
ﭘﻪ څﻮ
ﻗﻀﺎﻳﺎوو ﻛﯥ ﺗﻮﭘﻴﺮ ﺷﺘﻪ او ﻫﻐﻪ دا ﭼﯥ د ﺟﻤﻬﻮر رﺋﻴﺲ ځﻴﻨﯥ ﺻﻼﺣﻴﺘﻮﻧﻪ ﻣﺤﺪودوي ،ددوو
ﺟﺮګﻮ ﭘﺮ ځﺎى ﻳﻮه ﻣﻨﺘﺨﺒﻪ ﺟﺮګﻪ ،ﻣﺤﺪوده اداره ،د ﻣﻜﻠﻔﻴﺖ ددورې ﭘﻪ ﺑﻨﺴټ ﭘﻮځ ﺟﻮړول ﭘﻪ
ﻛﯥ ﻏﻮره ګڼﻞ ﺷﻮي .
ﻫﻤﺪا راز ﻳﯥ ﭘﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻛﯥ د ﺣﺰب داړﻳﻜﻮ د ﻣﺴﺆل د ﻫﻐﻮ وړاﻧﺪﻳﺰوﻧﻮ ﭘﻪ اړه ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﺣﻜﻮﻣﺖ د
ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭼﺎرو ﭘﻪ وزارت ﻛﯥ ﻳﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ددﻓﺘﺮد ﻣﺴﺆل ،ﭼﯥ د رﻳﭽﺮډ ﻫﺎﻟﺒﺮوك ﻣﻌﺎون ﻫﻢ دى، ﺳﺮه د ﻫﻐﻪ د ﻏﻮښﺘﻨﯥ ﭘﻪ اﺳﺎس ،د 2010ز ﻛﺎل د اﭘﺮﻳﻞ ﭘﻪ اوﻟﺴﻤﻪ ﻣﻄﺮح ﻛړى و داﺳﯥ وﻟﻴﻜﻞ : •
.........د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻮ ،اﻟﻘﺎﻋﺪې او ډﻳﻮرﻧډ ﭘﻪ اړه زﻣﻮﻧږ ﻣﻮﻗﻒ ﻫﻤﻐﻪ دى ،ټﻮل ﺑﻬﺮﻧﻲ ﭘﻮځﻮﻧﻪ
ﺑﻪ وځﻲ ،اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﻪ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﺟﻨګﻴﺎﻟﻴﻮ اډه ﻧﻪ وي ،د ډﻳﻮرﻧډ)دﻛﺮښﯥ( ﭘﻪ اړه ﺑﻪ ﻣﻨﺘﺨﺐ
•
ﭘﺎرﻟﻤﺎن وروﺳﺘﻰ ﺗﺼﻤﻴﻢ ﻧﻴﺴﻲ .
د اﺳﺎﺳﻲ ﻗﺎﻧﻮن ﭘﻪ اړه زﻣﻮﻧږ ﻣﻼﺣﻈﺎت ﻣﺤﺪود دي ،ﻣﻨﺘﺨﺐ ﭘﺎرﻟﻤﺎن ﺗﻪ ﺧﭙﻞ ﻣﻼﺣﻈﺎت
وړاﻧﺪې ﻛﻮو ،ﻣﻮﻧږ رﻳﺎﺳﺘﻲ ﻧﻈﺎم ،ﻳﻮه ﻣﻨﺘﺨﺒﻪ ﺷﻮرى ،وړه اداره ،د ﺟﻤﻬﻮر رﺋﻴﺲ او ﺷﻮرى
ﻟﻪ ﭘﺎره ﻫﻤﻬﺎﻟﻪ ﻳﻮ ځﻞ اﻧﺘﺨﺎﺑﺎت ،ﻫﻐﻪ ﻫﻢ د ﻣﺘﻨﺎﺳﺐ اﺳﺘﺎزﻳﺘﻮب ﭘﺮ ﺑﻨﺴټ .د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن •
اﻗﺘﺼﺎدي ،اﺟﺘﻤﺎﻋﻲ او ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺣﺎﻟﺖ ﻫﻤﺪا ﺗﻘﺎﺿﺎ ﻛﻮي .
ﺑﻴﻦ اﻻﻓﻐﺎﻧﻲ ﻣﺬاﻛﺮاﺗﻮ ﺗﻪ دې ﻻﻧﺪې ﺧﻮاوې دﻋﻮت ﺷﻲ .ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ،ﻃﺎﻟﺒﺎن ،ﺷﻤﺎﻟﻲ اﺋﺘﻼف ،ﻛﻤﻴﺴﻴﻮن ﺻﻠﺢ و ازادى ﺑﺮاى اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن )اﻟﻤﺎن ( ،ﻣﻠﻲ ﺳﺮاﺳﺮي ﺟﺮګﻪ )ﻛﺎﺑﻞ ( ..... .
83
•
ﻣﻮﻧږ ﻟﻪ دې ﺳﺮه ﻣﻮاﻓﻖ ﻳﻮ ﭼﯥ ددې ﻏﻮﻧډې اﺟﻨﺪا دې د ﻳﻮه داﺳﯥ اﻧﺘﻘﺎﻟﻲ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺟﻮړول وي
ﭼﯥ ﺣﺪ اﻛﺜﺮ ﻳﻮ ﻛﺎل ﺑﻪ دوام ﻛﻮي رﺋﻴﺲ او د ﻛﺎﺑﻴﻨﯥ ﻏړي ﺑﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ اﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺗﻮ ﻛﯥ د ﺑﺮﺧﯥ اﺧﺴﺘﻮ •
ﺣﻖ ﻧﻪ ﻟﺮي ......
د اﻧﺘﻘﺎﻟﻲ دورې ﭘﻪ وروﺳﺘﻴﻮ درﻳﻮ ﻣﻴﺎﺷﺘﻮ ﻛﯥ دې اﻧﺘﺨﺎﺑﺎت ﺗﺮ ﺳﺮه ﺷﻲ ،دا اﻧﺘﺨﺎﺑﺎت ﺑﺎﻳﺪ
ﻳﻮ ځﻞ وي ،ﺟﻤﻬﻮر رﺋﻴﺲ ،د وﻟﺴﻲ ﺟﺮګﯥ ﻏړي ،د وﻻﻳﺘﻲ ﺷﻮرا ګﺎﻧﻮ او د وﻟﺴﻮاﻟﻴﻮ د ﺷﻮراګﺎﻧﻮ ﻏړي ﺑﻪ د ﻫﻤﺪې ﻳﻮ ځﻞ اﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺗﻮ ﭘﻪ ﻧﺘﻴﺠﻪ ﻛﯥ ټﺎﻛﻞ ﻛﻴږي ،ﻫﺮ ﺣﺰب او اﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺗﻲ
ﻣﺠﻤﻮﻋﻪ ﺑﻪ ﭘﻪ ﺷﻮراګﺎﻧﻮ ﻛﯥ د ﺧﭙﻠﻮ اراوو ﭘﻪ ﺗﻨﺎﺳﺐ ﻏړﻳﺘﻮب ﻟﺮي ،ﻫﻐﻪ څﻮك ﺑﻪ ﻣﻨﺘﺨﺐ •
ﺟﻤﻬﻮر رﺋﻴﺲ ګڼﻞ ﻛﻴږي ﭼﯥ ﺗﺮ ﻧﻴﻤﺎﻳﻲ زﻳﺎﺗﯥ راﻳﯥ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛړي .
ټﻮﻟﯥ ﺧﻮاوې ﺑﺎﻳﺪ ﺗﻌﻬﺪ وﻛړي ﭼﯥ ﻟﻪ دې وورﺳﺘﻪ ﺑﻪ اﻗﺘﺪار ﺗﻪ د رﺳﻴﺪو ﻟﻪ ﭘﺎره ﻧﻪ د ﺗﻮﻃﺌﻮ ﻻر ﻏﻮره ﻛﻮي او ﻧﻪ د ﭘﺮدﻳﻮ د ﻣټﻮ ،وﺳﻠﻮ او ﭘﻴﺴﻮ ﭘﻪ زور د ﺟګړو ﻻر ،دوﻟﺲ رأﻳﯥ ﺗﻪ ﺑﻪ درﻧﺎوى ﻛﻮي ،د اﻛﺜﺮﻳﺖ ﭘﺮﻳﻜړه ﺑﻪ د ځﺎن او رﻗﻴﺐ ﭘﻪ اړه ﻣﻨﻲ ...... .
د اﻣﺮﻳﻜﺎ دﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭼﺎرو د وزارت ﻟﻮړ ﭘﻮړو ﭼﺎرواﻛﻮ او د ﺳﻨﺎ او د ﻛﺎﻧګﺮس ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻏړو ﺗﺮ اوﺳﻪ
ﭘﻮرې څﻮ ځﻠﻪ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د ﺳﻴﺎﺳﻲ اړﻳﻜﻮ د ﻣﺴﺆﻟﻴﻨﻮﺳﺮه ﻟﻴﺪه ﻛﺎﺗﻪ ﻛړي او دﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﭘﻪ
وړاﻧﺪﻳﺰوﻧﻮ ﻳﯥ ورﺳﺮه ﺗﻔﺼﻴﻠﻲ ﺧﺒﺮې ﻛړى ،ﺧﻮ د ﭘﻨﺘﺎګﻮن او ﺳﭙﻴﻨﯥ ﻣﺎڼۍ ﺗﺮ ﻣﻨځ د ژور اﺧﺘﻼف ﭘﻪ
اﺳﺎس ﺗﺮ اوﺳﻪ دې ﻟﻴﺪﻧﻮ ﻛﺘﻨﻮ ﻛﻮﻣﯥ ځﺎﻧګړې ﭘﺎﻳﻠﯥ ﻧﻪ درﻟﻮدې .دا ﺑﻪ د ﻳﺎدوﻟﻮ وړ وي ﭼﯥ د ﺣﺰب
اﺳﻼﻣﻲ د اﻣﻴﺮ وړاﻧﺪﻳﺰوﻧﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎ وﻟﺴﻤﺸﺮ اوﺑﺎﻣﺎ او ددې ﻫﻴﻮاد اﻣﻨﻴﺘﻲ ﺷﻮرا ﺗﺮ ﺑﺤﺚ او څﻴړﻧﯥ ﻻﻧﺪې ﻫﻢ راﻏﻠﻲ دي .
٭٭٭٭٭ ﺗﺮﻛﻴﻪ ﭼﯥ د ﻧﺎټﻮد ټﻠﻮاﻟﯥ ﻳﻮازﻧﻰ اﺳﻼﻣﻲ ﻏړى ﻫﻴﻮاد دى او ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﻧﺎټﻮ ﺗﺮ ﻣﺸﺮۍ ﻻﻧﺪې ﺧﭙﻞ ﺳﺮﺗﻴﺮې ﻫﻢ ﻟﺮي د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺑﺤﺮان د ﺣﻞ ﭘﻪ اړه د اړوﻧﺪو اړﺧﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﭘﻪ ﺗﻤﺎس ﻛﯥ
ده ،او ﭘﻪ دې ﻟړ ﻛﯥ ﻳﯥ ﭘﻪ اروﭘﺎ ﻛﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻧﻤﺎﻳﻨﺪه ګﺎﻧﻮ ﺗﻪ څﻮ ځﻠﯥ ﻫﻠﺘﻪ اﻧﻘﺮى
ﺗﻪ د ورﺗﻠﻮ ﺑﻠﻨﻪ ﻫﻢ ورﻛړې ده ،او د ﻫﻴﻮاد د ﻏﻤﻴﺰې د ﺣﻞ د ﻳﻮې ﺳﻬﻲ ﻻرې ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﯥ ﺧﭙﻞ
وړاﻧﺪﻳﺰوﻧﻪ ﻫﻢ ﻟﻪ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﺳﺮه ﺷﺮﻳﻚ ﻛړي دي .دﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻣﺴﺆﻟﻴﻨﻮ د ﻫﻐﻮى وړاﻧﺪﻳﺰوﻧﻪ د ﺣﺰب اﻣﻴﺮ ﺗﻪ د ځﻮاب د اﺧﺴﺘﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ور اﺳﺘﻮﻟﻲ .ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ﻳﯥ د ﻧﻤﻮﻧﯥ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ
ﻳﻮازې د ﻳﻮه ﻟﻴﻚ د ځﻮاب ﻟﻨډﻳﺰ دﻟﺘﻪ را اﺧﻠﻮ :
ﭘﻪ اروﭘﺎ ﻛﯥ د ﺗﺮﻛﻴﯥ د ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺳﺮه د اړﻳﻜﻮ د ﻣﺴﺆل د ﻟﻴﻚ ﭘﻪ ځﻮاب ﻛﯥ ﻳﯥ داﺳﯥ وﻟﻴﻜﻞ : •
ﻣﻮﻧږ ددوى د ﻫڅﻮ ﻗﺪروﻧﻪ ﻛﻮو او ﻣﻮاﻓﻖ ﻳﻮ ﭼﯥ دا ﻛﺎر ددوى ﻟﻪ ﻻر ې ﺗﺮ ﺳﺮه ﺷﻲ ،دوى
•
زﻣﻮﻧږ ﻃﺮﺣﻪ ﺑﻴﺎ ﻫﻢ ورﺗﻪ ﺗﺸﺮﻳﺢ ﻛړئ ﭼﯥ اﺳﺎﺳﻲ ټﻜﻰ ﻳﯥ دادي :د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د وﺗﻠﻮ
ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ ښﻪ ﻣﻨځګړﻳﺘﻮب ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻲ .
ﻟﻪ ﭘﺎره ﻣﻌﻘﻮل ﻣﻬﺎل وﻳﺶ ،ﻣﻮﻗﺖ ﻏﻴﺮ اﺋﺘﻼﻓﻲ ﺣﻜﻮﻣﺖ ،اﻧﺘﺨﺎﺑﺎت د ﻣﺘﻨﺎﺳﺐ
اﺳﺘﺎزﻳﺘﻮب ﭘﻪ ﺑﻨﺴټ ،ﭘﻪ اﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺗﻮ ﻛﯥ ﺑﻪ د ﻣﻮﻗﺖ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻏړي ﺑﺮﺧﻪ ﻧﻪ اﺧﻠﻲ،
ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﺑﻪ ﻟﻮﻣړى ﻟﻪ ښﺎروﻧﻮ ﻋﺴﻜﺮي ﻣﺮاﻛﺰو ﺗﻪ اﻧﺘﻘﺎﻟﻴږي ،ﺑﻴﺎ ﺑﻪ ﺗﺮ اﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺗﻮ ﻣﺨﻜﯥ
84
وځﻲ ،د ﻣﻮﻗﺖ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﺑﻪ ﭘﻪ ﭘﺸﭙړه ﺗﻮګﻪ د ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺗﺮ واك ﻻﻧﺪې وي اوﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﺳﺮ ﺑﻪ ﻧﻪ ﻋﻤﻠﻴﺎت ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻲ او ﻧﻪ ﺗﺤﺮﻛﺎت .
• ﻛﻪ د ﻣﺬاﻛﺮاﺗﻮ اﺟﻨﺪا دﻏﻪ اﺳﺎﺳﻲ ټﻜﯥ وي ﻣﻮﻧږ ﭘﻪ ﻛﯥ ﺑﺮﺧﻪ اﺧﻠﻮ.
ﻫﻤﺪا راز د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻳﻮ ﻟﻮړ ﭘﻮړى ﻫﻴﺌﺖ د 2010زﻛﺎل د ﺟﻮن دﻣﻴﺎﺷﺘﯥ ﭘﻪ اﺧﺮي ورځﻮ ﻛﯥ
ﺗﺮﻛﻴﯥ ﺗﻪ ﻳﻮ ﺗﻔﺼﻴﻠﻲ ﺳﻔﺮ درﻟﻮد اوﻫﻠﺘﻪ ﻳﯥ د ﺗﺮﻛﻴﯥ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭼﺎرو د وزارت د ﻣﺎﻣﻮرﻳﻨﻮ ﺳﺮه دﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻟﺨﻮا ﭘﻪ وړاﻧﺪې ﺷﻮې »د ژﻏﻮرﻧﯥ ﻣﻠﻲ ﻣﻴﺜﺎق « ﺑﺎﻧﺪې ورﺳﺮه ﺗﻔﺼﻴﻠﻲ ﺧﺒﺮې
درﻟﻮدى .
د ﻫﻴﻮاد د اﺳﺘﻘﻼل او ازادۍ د اﻋﺎدې او د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ زﺑﺮځﻮاك څﺨﻪ د ﺧﻼﺻﻮن ﻟﻪ ﭘﺎره د ﺣﺰب
اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻫﻠﯥ ځﻠﯥ ﻛﻪ ﻟﻪ ﻳﻮه اړﺧﻪ ﭘﻪ ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺑﺮﺧﻪ ﻛﯥ ﭘﻪ ﭘﺮاﺧﻪ ﭘﻴﻤﺎﻧﻪ ﺟﺮﻳﺎن ﻟﺮي ،ﻧﻮ ﭘﻪ
ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺑﺮﺧﻪ ﻛﯥ ﻳﯥ ﻫﻢ ﻫﻴڅ ډول ﻛﻤښﺖ ﻧﻪ دى راﻏﻠﻰ .د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺑﻴﺮو
ﻏړو د ﻧړۍ ﭘﻪ ګﻮټ ګﻮټ ﻛﯥ ،ﻫﺮ ﭼﻴﺮې ﭼﯥ ورﺗﻪ زﻣﻴﻨﻪ ﺑﺮاﺑﺮه ﺷﻮې د ﺣﺰب د اﻣﻴﺮد ﺳﻮﻟﯥ او اﻣﻦ
ﭘﻴﻐﺎم او دﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد د ازادۍ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺟﻮړه ﻛړې ﻃﺮﺣﻪ ﻳﯥ د ﻫﻐﻮ ﻫﻴﻮادو ﻣﺴﺆﻟﻴﻨﻮ ﺗﻪ ور رﺳﻮﻟﯥ او دا ﻫﻠﯥ ځﻠﯥ ﺑﻪ ﺗﺮ ﻫﻐﯥ ﭘﻮرې دوام وﻟﺮي ﺗﺮڅﻮد ﻫﻴﻮاد اﺳﺘﻘﻼل ﺑﻴﺮﺗﻪ اﻋﺎده ﺷﻲ او زﻣﻮﻧږ وﻳﺎړﻟﻰ وﻟﺲ د
ﺧﭙﻠﯥ ﺧﻮښﯥ د ﻣﻨﺘﺨﺐ اﺳﻼﻣﻲ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺧﺎوﻧﺪ ﺷﻲ.
85
درﻳﻢ ﻓﺼﻞ
د ﺳﻮﻟﯥ د ﭘﺮوﺳﯥ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ اړﺧﻮﻧﻮ وړاﻧﺪﻳﺰوﻧﻪ :
ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ا ﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ زﺑﺮځﻮاك ﻟﻪ ﭘﻮځﻲ ﻳﺮﻏﻞ وروﺳﺘﻪ ډﻳﺮو دا ګﻮﻣﺎن ﻧﻪ ﻛﺎوو ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن
ﻣﻴړﻧﯥ وﻟﺲ ﺑﻪ ﻫﻐﻪ ﺧﭙﻞ ﭘﺨﻮاﻧﻰ وﻳﺎړﻟﻰ ﺗﺎرﻳﺦ را ژوﻧﺪى ﻛړي او د ﻣﻘﺪوﻧﻲ ﺳﻜﻨﺪر ،ﭼﻨګﻴﺰﺧﺎن، اﻧګﻠﻴﺴﺎﻧﻮ او روﺳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف د ازادۍ او اﺳﺘﻘﻼل د ﭘﺎڅﻮﻧﻮ ﭘﻪ څﻴﺮ ﺑﻪ ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ ﺧﭙﻞ ﺳﺮوﻧﻪ ﭘﻪ ﻻﺳﻮ
ﻛﯥ واﺧﻠﻲ او د ﺧﭙﻞ وﻳﺎړﻟﻲ ﻫﻴﻮاد د اﺳﺘﻘﻼل اوځﻤﻜﻨۍ ﺑﺸﭙړﺗﻴﺎ د ﺧﻮﻧﺪي ﺳﺎﺗﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺑﻪ ډګﺮ ﺗﻪ را
وداﻧګﻲ.
د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮﻟﻪ اړﺧﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻮځﻲ اﺷﻐﺎل او ﻫﻠﺘﻪ د ﺧﭙﻠﯥ ﺧﻮښﯥ د ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺗﺮ واﻛﻤﻨﻮﻟﻮ وروﺳﺘﻪ
د ډﻳﺮو اﻧﺪ دا و ﭼﯥ ﻧﻴﻮاﻛګﺮان ﺑﻪ رښﺘﻴﺎ ﻫﻢ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺑﻴﺎ وداﻧۍ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻟﻜﻪ څﻨګﻪ ﻳﯥ ﭼﯥ ژﻣﻨﻪ
ﻛړې ،ﻛﺎر وﻛړي او زﻣﻮﻧږ د ﻏﻪ ﺟﻨګځﭙﻠﻰ ﻫﻴﻮاد ﺑﻪ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﭘﻪ اﻗﺘﺼﺎدي ،اﺟﺘﻤﺎﻋﻲ اوﺳﻴﺎﺳﻲ ﺗﻮګﻪ ﭘﻪ
ﺧﭙﻠﻮ ﭘښﻮ و دروي .ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻧﻴﻮاﻛګﺮو ﺑﻪ ﻫﻢ وﻳﻞ ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺑﻴﺎ وداﻧۍ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺑﻪ ﻟﻜﻪ څﻨګﻪ ﻳﯥ ﭼﯥ د دوﻳﻤﯥ ﻧړﻳﻮاﻟﯥ ﺟګړې وروﺳﺘﻪ د ﺟﺮﻣﻨﻲ د ﺑﻴﺎ وداﻧﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻣﺎرﺷﺎل ﭘﻼن ﺟﻮړ ﻛړې و دﻫﻤﻐﯥ
ﭘﻪ څﻴﺮ ﻳﻮ ﻣﺎرﺷﺎل ﭘﻼن ﺟﻮړ او د ﻫﻐﯥ ﭘﻪ ﭘﺎﻳﻠﻮ ﻛﯥ ﺑﻪ دﻏﻪ ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ څﻮ ﻛﻠﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﭘښﻮ و دروي ﺧﻮ د اﺷﻐﺎل ﭘﻪ ﻫﻤﻐﻮ ﻟﻮﻣړﻳﻮ ﻛﯥ دا ډاګﻴﺰه ﺷﻮه ﭼﯥ ﺧﺒﺮه ﻫﺴﯥ ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﻳﯥ واﻳﻲ ﻧﻪ ده ،ﺑﻠﻜﯥ دﻏﻪ ﻧﻴﻮاﻛګﺮ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ اﺻﻼ داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺑﻴﺎ وداﻧۍ ﺳﺮه ﻫﻴڅ ﻋﻼﻗﻪ ﻧﻪ ﻟﺮي .ﻫﻐﻮى د ﻫﻴﻮاد د ﺑﻴﺎ
وداﻧﻮﻟﻮ ﭘﺮ ځﺎى د ﻫﻴﻮادواﻟﻮ ﭘﻪ وژﻟﻮ او ﻧﻴﻮﻟﻮ ،د ﻫﻐﻮى ﭘﻪ ﻛﻮروﻧﻮ او ﻋﻔﺖ د ﺗﺠﺎوز ﻛﻮﻟﻮ ،د ﻫﻐﻮى د
ښځﻮ او ﻧﺮو ﭘﺮ ﻋﺼﻤﺖ ﺑﺎﻧﺪې د ﺗﻴﺮې ﻛﻮﻟﻮ ،او ﭘﻪ ﻋﻤﻮﻣﻲ ﺗﻮګﻪ د ﻫﻴﻮادواﻟﻮ د ځﭙﻠﻮ ﻧﻪ اﺧﻮ ا ﺑﻞ ﻛﻮم ﭘﺮوګﺮام ﻧﻪ ﻟﺮي ،د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ازاد او ﻣﺴﺘﻘﻞ ﻫﻴﻮاد ﻳﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﻮﺳﺘﺮ زﻧﺪان
وګﺮځﺎوه ،ﺗﻨﻜﻲ ځﻮاﻧﺎن او ﻋﻤﺮ ﺧﻮړﻟﻲ ﺧﻠﻚ ﻳﯥ ﻳﺎ ګﻮاﻧﺘﺎﻧﺎﻣﻮ ﺗﻪ او ﻳﺎ د ﺑګﺮام ﭘﻪ ﺑﺪﻧﺎﻣﻪ زﻧﺪان ﻛﯥ ور
واﭼﻮل ،ﭘﻪ ټﻮل ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺳﻠګﻮﻧﻮ ﺷﺨﺼﻲ زﻧﺪاﻧﻮﻧﻪ ﺟﻮړ او د ﻫﻴﻮاد ﻣﺴﻠﻤﺎن او وﻃﻦ ﭘﺎﻟﻪ
وګړي ﻳﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ ور واﭼﻮل ،ﺧﻮ ﭘﺨﭙﻠﻪ دﻏﻪ ﻧﻴﻮاﻛګﺮ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ اواروﭘﺎﻳﻲ ﭘﻮځﻮﻧﻪ دداﺳﯥ ﺟﺮاﻳﻤﻮ
ﻣﺮﺗﻜﺐ ﺷﻮل او ﺗﺮ اوﺳﻪ ﻳﻰ ﻣﺮﺗﻜﺒﻴږي ﭼﯥ د روﺳﺎﻧﻮ د ﺳﺮوﻟښﻜﺮو د ﺗﻮر ﺗﺎرﻳﺦ ﺷﺮم اوﻧﻨګ ﻳﯥ ﺷﺎﺗﻪ ﭘﺮﻳښﻮد.
ﻧﻴﻮاﻛګﺮو ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ ډﻟﻪ اﻳﺰه ﺗﻮګﻪ اﻓﻐﺎﻧﺎن ووژل ،د ﻫﻐﻮى د ودوﻧﻮ ﺟﺸﻨﻮﻧﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ وﻳﺮځﺎﻳﻮ ﺗﺒﺪﻳﻞ ﻛړل ،د ﻫﻐﻮى ﻫﺮه ﻏﻮﻧډه ﻳﯥ د ﺗﺮﻫګﺮ ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې ﺑﻤﺒﺎري ﻛړه ،د ﻫﻐﻮى ﻗﻮﻣﻲ ﻣﺸﺮان ﻳﯥ ﻳﻮ ﭘﻪ ﺑﻞ
ﭘﺴﯥ ﺗﺮور ﻛړل ،د ﻫﻐﻮى ﻋﻠﻤﺎ ﻳﯥ د ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ د ﺑﺪﻧﺎﻣﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ووژل ،د ﻫﻐﻮى زراﻋﺘﻲ ځﻤﻜﯥ ﻳﯥ
ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ﻳﻮړې ،ﻛﺎﻧﺎﻟﻮﻧﻪ او د اوﺑﻪ ﺧﻮر ﺳﺮ ﭼﻴﻨﯥ ﻳﯥ ﭘﻪ راﻛټﻮ او ﺑﻤﻮﻧﻮ ووﻳﺸﺘﻠﯥ او د ﺧﭙﻠﻮ ﻛﻮرو څﺨﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺑﻴﺎ ﺑﻴﺎ ﻟﻴږد ﺗﻪ ﻣﺠﺒﻮر ﻛړل .د ﻧﻴﻮاﻛګﺮو ځﻮاﻛﻮﻧﻮ دﻏﻪ ﻛﺎر دود ﭘﺨﭙﻠﻪ اﻓﻐﺎن وﻟﺲ ﺗﻪ دا څﺮګﻨﺪه
ﻛړه ﭼﯥ د ﻧﻴﻮاﻛګﺮو ﻣﻮﺧﯥ د ﻫﻐﻮى اﺑﺎدي ﻧﻪ ﺑﻠﻜﯥ د ﻫﻐﻮى ﺑﺮﺑﺎدي اوﺗﺒﺎﻫﻲ ده .
ﭘﻪ ﻫﻤﺪې اﺳﺎس اﻓﻐﺎن ﻣﻴړﻧﻲ وﻟﺲ دﺧﭙﻞ دﻏﻪ ﺟﻨګ ځﭙﻠﻲ ټﺎټﻮﺑﻲ د ازادۍ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﻮ د ﺑﻞ ﺳﺮه اوږه
ورﻛړه ،ﭘﻪ وﺳﻠﻮال او ټﻮﻟﻨﻴﺰو ﭘﺎڅﻮﻧﻮ ﻳﯥ ﭘﻴﻞ وﻛړ ،ﺳﺮښﻨﺪﻧﯥ ﻳﯥ وﻛړې او د ﻫﻤﺪې ﭘﺎڅﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﭘﺎﻳﻠﻮ
ﻛﯥ ﻳﯥ ﺑﻬﺮﻧﻲ ﻧﻴﻮاﻛګﺮ دا دي دﻳﺘﻪ اړ ﻛړي ﭼﯥ د ﺟﻨګ ﭘﺮ ځﺎى د ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺧﺒﺮو ﻟﻪ ﻻرې د ﻫﻴﻮاد اوﺳﻨﻲ
ﺑﺤﺮان ﺗﻪ دﭘﺎى ټﻜﻰ ﻛﻴږدي .
86
د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دوﻟﺖ د ﻧﻴﻮاﻛګﺮو ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﺸﻮره د ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ د ﻟﻴﻜﻮڅﺨﻪ د ﻳﻮﺷﻤﻴﺮ وګړو د را ﺟﻠﺒﻴﺪو
ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ د ﺳﻨﺎ د ﺟﺮګﯥ د ﻣﺸﺮ ﺣﻀﺮت ﺻﺒﻐﺖ اﷲ ﻣﺠﺪدي ﺗﺮ ﻣﺸﺮۍ ﻻﻧﺪې ﭘﻪ د2005ز ﻛﺎل دﻣﺎرچ د ﻣﻴﺎﺷﺘﯥ ﭘﻪ ﺷﭙﺎړﺳﻤﻪ د ﺳﻮﻟﯥ ﻣﻠﻲ ﭘﻴﻮﺳﺘﻮن ) Afghanistan National Independent Peace and ( Reconciliation Commissionﺗﺮﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې ﻳﻮ ﻛﻤﻴﺴﻴﻮن ﺟﻮړ ﻛړ(17) .
ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ دﻛﻤﻴﺴﻴﻮن ﻣﺸﺮ ﺣﻀﺮت ﺻﺒﻐﺖ اﷲ ﻣﺠﺪدي ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻫﻤﺎﻏﻪ ﻟﻮﻣړﻧﻴﻮ ﻣﻄﺒﻮﻋﺎﺗﻲ ﺧﺒﺮو ﻛﯥ
اﻋﻼن وﻛړ ﭼﯥ دﺳﻮﻟﯥ د ﻣﻠﻲ ﭘﻴﻮﺳﺘﻮن دﻛﻤﻴﺴﻴﻮن دروازې د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ داﺳﻼﻣﻲ ﻏﻮرځﻨګ د ﻣﺸﺮ
ﻣﻼﻣﺤﻤﺪ ﻋﻤﺮ او د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د اﻣﻴﺮ اﻧﺠﻨﻴﺮ ګﻠﺒﺪﻳﻦ ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر ﭘﻪ وړاﻧﺪې ﭘﺮاﻧﺴﺘﯥ دي ،ﺧﻮ د ﻫﻐﻪ دې ﺧﺒﺮو د ﻧړﻳﻮال ښﻜﻴﻼك ځﻮاﻛﻮﻧﻪ وار ﺧﻄﺎ ﻛړل او د ﻫﻐﻪ ﺧﺒﺮه ﻳﯥ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ او ﻫﻢ د ﻧړﻳﻮاﻟﻮ
ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د ﻣﺸﺮاﻧﻮ ﻟﻪ اړﺧﻪ څﻮ ﺳﺎﻋﺘﻪ وروﺳﺘﻪ ﻣﺴﺘﺮد ﻛړه ،او ﭘﺨﭙﻠﻪ ﺣﻀﺮت ﺻﻴﺐ ﻣﺠﺪدي ﻳﯥ دﻳﺘﻪ اړ ﻛړ ﭼﯥ وواﻳﻲ د ﻫﻐﻪ ﺧﺒﺮې ﻣﻄﺒﻮﻋﺎﺗﻮ ﻏﻠﻄﯥ ﻣﻨﻌﻜﺲ ﻛړﻳﺪي (18) .
دﻫﻴﻮاد د ﻧﻴﻮاك ﭘﻪ ﻟﻮﻣړﻳﻮ ﻛﯥ دوﻟﺖ او ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﻣﻼﺗړو ﻳﯥ ﻫڅﻪ ﻛﻮﻟﻪ ﺗﺮ څﻮ د ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﭘﺮ ﺷﺘﻮن
ﺳﺘﺮګﯥ ﭘټﻲ ﻛړي او د ﻫﻴﻮاد د ﻧﻴﻮاك ﭘﻪ ﺧﻼف را وﻻړ ﺷﻮى دﻏﻪ ټﻮل ﻣﺨﺎﻟﻔﺖ ﻳﻮازې د ﻳﻮڅﻮ ﻧﺎراﺿﻪ
ﻛﺴﺎﻧﻮ او ﻳﺎ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د اﺳﻼﻣﻲ ﻏﻮرځﻨګ او ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د ﻣﺸﺮاﻧﻮ ﻳﻮ ﺷﺨﺼﻲ ﻣﺨﺎﻟﻔﺖ څﺮګﻨﺪ ﻛړي ،ﺧﻮ ورځﻨﻴﻮ ﺣﻘﺎﻳﻘﻮ او د ﺑﻬﺮﻧﻲ اﺷﻐﺎل ﭘﻪ ﺧﻼف د ﻣﻘﺎوﻣﺖ ورځﻨﻰ ځﻮاﻛﻤﻨﻴﺪو او د ﻫﻴﻮاد ﻧﻮرو
ﺑﺮﺧﻮ ﺗﻪ د ﻫﻐﯥ ﺧﻮرﻳﺪو دﻏﻪ ﺣﻘﻴﻘﺖ ﻧﻮر ﭘټﻴﺪو ﺗﻪ ﻧﻪ ﺷﻮ ﭘﺮﻳښﻮﻻى ،ﻧﻮﭘﻪ دې ﺧﺎﻃﺮ دوﻟﺖ او ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ
ﻣﻼﺗړو ﻳﯥ د ﺣﻀﺮت ﺻﻴﺐ ﭘﻪ څﻴﺮ ﻳﻮ ﻣﻌﻤﺮ او دروﻧﺪ ﺷﺨﺼﻴﺖ د ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ د ﻟﻴﻜﻮ د ﻣﺎﺗﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره وګﻮﻣﺎره .ﻛﻪ ﻟﻪ ﻳﻮه اړﺧﻪ دوﻟﺖ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ څﺨﻪ د اﺳﺘﻘﻼل ﻟﻪ ﭘﺎره د راوﻻړ ﺷﻮي ﻏﻮرځﻨګ دﻏړو
ﺷﻤﻴﺮه ډﻳﺮه ﻟږه څﺮګﻨﺪوﻟﻪ ﺧﻮ د ﺑﻠﻪ اړﺧﻪ ﺑﻪ دﻏﻪ ﻛﻤﻴﺴﻴﻮن ﻫﻢ ﻧﮋدې ﻫﺮه ورځ اﻋﻼن ﻛﺎوه ﭼﯥ ﭘﻪ دې او
ﻫﻐﻪ وﻻﻳﺖ ﻛﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ او ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ دﻏﻮرځﻨګ ﻟﺴګﻮﻧﻪ وګړي د ﺳﻮﻟﯥ د ﻣﻠﻲ ﭘﻴﻮﺳﺘﻮن د ﭘﺮوﺳﯥ ﺳﺮه ﻳﻮ ځﺎى ﺷﻮل ،دې اﻋﻼﻧﺎﺗﻮ او ﺧﺒﺮوﻧﻮ د دوﻟﺖ ټﻮل ﺗﺒﻠﻴﻐﺎت دروغ ﺛﺎﺑﺘﻮل او د ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ د ﻟﻴﻜﻮ
ﭘﻴﺎوړﺗﻴﺎ ﻳﯥ ډاګﻴﺰه ﻛﻮﻟﻪ .
د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ددوﻟﺖ او د ﻫﻐﯥ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﻣﻼﺗړو ﻟﻪ ﺧﻮا د ﺳﻮﻟﯥ د ﻣﻠﻲ ﭘﻴﻮﺳﺘﻮن د ﭘﺮوﺳﯥ د ﭘﻴﻞ ﺗﺮ څﻨګ څﻮﻧﻮرې ﭘﺮوﺳﯥ ﭘﻪ ﭘټﻪ ﭘﻪ ﻛﺎر واﭼﻮل ﺷﻮې ،ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻐﯥ ډﻟﻪ ﻛﯥ ددوﻟﺖ د ﻳﻮه ﺳﻼﻛﺎر وزﻳﺮ )(19ﻫﻠﯥ
ځﻠﯥ ﻫﻢ د ﻳﺎدوﻟﻮ وړ دي ،ﻧﻮﻣﻮړي څﻮ ځﻠﻪ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ داﺳﻼﻣﻲ ﻏﻮرځﻨګ د ﭘﺨﻮاﻧﻴﻮ ﻏړو ﺳﺮه ﭘﻪ دوﺑۍ او
ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻧﻮرو ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﻛﯥ ﻟﻴﺪل ﻛﺘﻞ ﻛړي .دا ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻏﻮرځﻨګ ټﻮل ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﻏړي ﻫﻤﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ د دوﻟﺖ او د ﻫﻐﻮى د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﻣﻼﺗړو ﺗﺮ ﺳﺘﺮګﻮ او ﻧﻈﺎرت ﻻﻧﺪې ﺧﭙﻠﯥ ﺷﭙﯥ ﺳﺒﺎ ﻛﻮي .
ددې ټﻮﻟﻮ ﺗﺮ څﻨګ ﭘﻪ اروﭘﺎ ﻛﯥ د ﻳﻮﺷﻤﻴﺮ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﻟﻪ اړﺧﻪ ﻫﻢ د ﺳﻮﻟﯥ او ازادۍ ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې ﻳﻮ
ﻛﻤﻴﺴﻴﻮن ﺧﭙﻞ ﻛﺎر ﭘﻴﻞ ﻛړ ،ﭘﻪ دې اړه د د ې ﻛﻤﻴﺴﻴﻮن وﻳﺎﻧﺪ ) (20داﺳﯥ ښﻜﻠﯥ :
د ﺳﻮﻟﯥ او ازادۍ دﻛﻤﻴﺴﻴﻮن د ﺟﻮړښﺖ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﻓﻜﺮي ﻛﺎر ﭘﻴﻼﻣﻪ د 2004ز ﻛﺎل څﺨﻪ ﭘﻴﻞ او ﺗﺮ 2007ز
ﻛﺎﻟﻪ ﭘﻮرې ﻳﯥ دوام وﻛړ .د ﻛﻤﻴﺴﻴﻮن د ﺟﻮړښﺖ ﻟﻪ ﭘﺎره اﺳﺎﺳﻲ ﻣﻮﺿﻮع ګﺎﻧﯥ ،د اﻓﻐﺎن وﻟﺲ د رښﺘﻮﻧﻮ ارﻣﺎﻧﻮﻧﻮ څﺨﻪ دﻓﺎع ،او د ﻫﻴﻮاد د ﻧﻮاﻣﻴﺴﻮ ،ﺟﻬﺎد اواﺳﺘﻘﻼل د ارزښﺘﻮﻧﻮ ﺳﺎﺗﻨﻪ وه .او ﻫڅﻪ ﻛﻴﺪه ﭼﯥ
87
ددې ارزښﺘﻮﻧﻮ د ﺗﺮﻻﺳﻪ ﻛﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره د اروﭘﺎﻧﻲ ټﻮﻟﻨﯥ د ﻫﻐﻪ وﺧﺖ د ﺳﺨﺘﻮ ﺷﺮاﻳﻄﻮ او ﺣﺎﻻﺗﻮ د ﭘﻪ ﻧﻈﺮ
ﻛﯥ ﻧﻴﻮﻟﻮ ﺳﺮه ﺳﻢ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻣﻼﺗړ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛړي .
ددرې ﻛﺎﻟﻪ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺑﺤﺚ او څﻴړﻧﻮ وروﺳﺘﻪ د) 2007ز ﻛﺎل ( د ﻣﺎرچ ﭘﻪ ﻣﻴﺎﺷﺖ ﻛﯥ د څﻮﻛﺴﻮ ﺧﻮﻳﻨﺪو او
وروڼﻮ او ﭘﻪ ځﺎﻧګړې ﺗﻮګﻪ د ډاﻛټﺮ اﺣﺪزاده ،ډاﻛټﺮ ﺣﻠﻴﻢ ﻛﺮﻳﻢ ،اﻧﺠﻨﻴﺮ ﻣﺤﻤﺪ اﻣﻴﻦ ﻛﺮﻳﻢ ،اﻧﺠﻨﻴﺮ وﻟﻲ
ﻛﺒﻴﺮ ،ﺧﻠﻴﻞ اﻟﺮﺣﻤﻦ واﺻﻠﺰاده ،اﻧﺠﻨﻴﺮ ﻧﺠﻴﺐ اﷲ ﻛﻮﭼﻰ ،ﺧﻮر ﺷﻐﻨﺎن اﺣﺪزاده ،اﻳﻮب ﺷﺮﻳﻔﻲ ،ﺧﻮر ﺳﺤﺮ ﺷﺮ ﻳﻔﻲ ،ﻓﻴﺾ ﻣﺤﻤﺪ ﺷﺮﻳﻔﻲ ،ډاﻛﺘﺮ ﻋﻠﻲ اﺣﻤﺪ ﻟﻮدﻳﻦ ،وﻳﺲ ﻧﺎﺻﺮي ،ډاﻛﺘﺮ روﺳﺘﺎر ﺗﺮه ﻛﻲ،
اﺳﺘﺎد ﻧګﺎرګﺮ ،ﭘﻪ ګډون د)اﻟﻤﺎن( د اِﺳﻦ ﭘﻪ ښﺎر ﻛﯥ ﻳﻮه ﻏﻮﻧډه ﺟﻮړه ﺷﻮه ﭼﯥ ﻧﮋدې )( 250ﻛﺴﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻛﯥ
ګډون درﻟﻮد .اوﺑﻴﺎ ﭘﻪ ﻫﻤﺪې ﻏﻮﻧډه ﻛﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺳﻮﻟﯥ او ازادۍ ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې ﻳﻮ ﻛﻤﻴﺴﻴﻮن ﺟﻮړ ﺷﻮاو د ﻫﻤﺎﻏﻪ ﻛﺎل د ﻣﺊ ﭘﻪ ﻣﻴﺎﺷﺖ ﻛﯥ ﻳﯥ ﺧﭙﻠﻪ ﻟﻮﻣړۍ ﻏﻮﻧډه وﻛړه .د ﺣﺎﻻﺗﻮ د ﭘﻪ ﻧﻈﺮ ﻛﯥ ﻧﻴﻮﻟﻮ ﭘﻪ
اﺳﺎس اﻧﺠﻨﻴﺮ ﻣﺤﻤﺪ ﻋﻈﻴﻢ اﺑﺮوﻣﻨﺪ ددې ﻛﻤﻴﺴﻴﻮن د وﻳﺎﻧﺪ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ وټﺎﻛﻞ ﺷﻮ . د ﺳﻮﻟﯥ اوازادۍ دﻛﻤﻴﺴﻴﻮن ﻣﻮﺧﯥ ﭘﻪ ﻻﻧﺪې ﺗﻮګﻪ را ﻟﻨډوﻻى ﺷﻮ:
د ﺷﺨړې د ﺣﻞ وﻓﺼﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ ټﻮﻟﻨﯥ او ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې د ﺗﻴﺮي ﻛﻮوﻧﻜﻮ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ
ﺗﺸﻮﻳﻘﻮل ،ﺗﺮ څﻮ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺤﺮان د ﻧﻈﺎﻣﻲ ځﻮاك د زور ﭘﺮ ځﺎى د ﺧﭙﻞ ﻣﻨځﻲ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺧﺒﺮو ﻟﻪ ﻻرې ﺣﻞ وﻓﺼﻞ ﺷﻲ.
ﭘﻪ ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ ﺳﻄﺤﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻣﻠﺖ دﺳﻴﺎﺳﻲ ﺷﺨﺼﻴﺖ ﺑﻴﺮﺗﻪ را ژوﻧﺪي ﻛﻮل .
د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اﺳﺘﻘﻼل او ازادۍ ﺧﻮﻧﺪي ﺳﺎﺗﻞ .
ﭘﻪ ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ ﺳﻄﺢ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې د ﻳﺮﻏﻠګﺮو د ﻧﻈﺎﻣﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ دﻛړﭼﺎر ﻣﺤﻜﻮﻣﻮل . د اﺷﻐﺎل ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ د اﻓﻐﺎن وﻟﺲ د ﻣﻘﺎوﻣﺖ اﻋﺎده ﻛﻮل.
ﭘﻪ ﻧړۍ واﻟﻪ ﺳﻄﺤﻪ ددې ذﻫﻨﻴﺖ ﻣﻨﻌﻜﺴﻮل ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن اﺷﻐﺎل ﺷﻮى او د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن اوﺳﻨﻰ
ﺣﻜﻮﻣﺖ داﺷﻐﺎﻟګﺮاﻧﻮ ﻻس ﭘﻮڅﻰ ﺣﻜﻮﻣﺖ دې .
د ﺷﺨړې ﭘﻪ دواړو اړﺧﻮﻧﻮ ) دﻣﻘﺎوﻣﺖ او اﺷﻐﺎﻟګﺮاﻧﻮ ( ﺑﺎﻧﺪې ﻓﺸﺎر راوړل ﺗﺮ څﻮ د ﺷﺨړې دﺣﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻻره ﺧﭙﻠﻪ ﻛړي .
د ﺳﻮﻟﯥ اوازادۍ ﻛﻤﻴﺴﻴﻮن ﭘﻪ ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﯥ ﺳﻄﺢ ﺑﺎﻧﺪې ﻟﻮﻣړى ﺧﻮځښﺖ و ،ﭼﯥ د ﻧړﻳﻮاﻟﻮ ﭘﻪ اﻓﻜﺎرو ﻛﯥ ﻳﯥ د اﺷﻐﺎل او ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﻣﻔﻬﻮم ﻣﻄﺮح ﻛړ او ﭘﻪ دې ﻻره ﻛﯥ ﻳﯥ اﻏﻴﺰﻣﻦ ګﺎﻣﻮﻧﻪ ﻫﻢ واﺧﺴﺘﻞ ).(21
ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ،ﻛﻪ ﻟﻪ ﻳﻮه اړﺧﻪ د اﺷﻐﺎل ﭘﻪ ﺧﻼف ﺧﭙﻞ ﻟﻮﻣړﻧﻰ ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﭘﻴﻞ ﻛړ ،ﺧﻮ ﺗﺮ څﻨګ
ﻳﯥ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﭼﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻣﻴﺮ اﻧﺠﻨﻴﺮ ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر ﻻ ﭘﻪ اﻳﺮان ﻛﯥ و ،ﻫﻢ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ازادۍ او
اﺳﺘﻘﻼل ﻟﻪ ﭘﺎره اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮاو د ﻫﻐﻮ ﻣﺘﺤﺪﻳﻨﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﻧﻪ ﻣﺪاﺧﻠﯥ او ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ د وﺧﺖ د
ﺑﺤﺮان د ﺣﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره وړاﻧﺪﻳﺰوﻧﻪ ﻛړى و ﭼﯥ ددې ﻧﻪ ﻣﺨﺘﻪ ذﻛﺮ ﺷﻮل .ﺧﻮ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﭼﯥ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﺧﭙﻞ ﺟﻬﺎدي ﺳﻨګﺮوﻧﻪ ګﺮم و ﺳﺎﺗﻞ اوﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ ﺑﻴﺎ دﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ اﺳﻼﻣﻲ ﻏﻮرځﻨګ ﻫﻢ ﺑﻴﺮﺗﻪ ډګﺮ ﺗﻪ را ووت ،
ﻧﻮ ﺣﺰب د ﺟﻨګ د اوږدﻳﺪو او وﻟﺲ ﺗﻪ د ﻫﻐﻮ دزﻳﺎﻧﻮﻧﻮ دﻛﻤښﺖ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ټﻮﻟﻮ ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ او ﻛﻮرﻧﻴﻮ اړﺧﻮﻧﻮ ﺗﻪ ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ د ﺑﺤﺮان د ﺣﻞ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﺧﭙﻞ وړاﻧﺪﻳﺰوﻧﻪ وړاﻧﺪې ﻛړل .
ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې واﻛﻤﻨﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻮ دا ګﻮﻣﺎن ﻧﻪ ﻛﺎوه ﭼﯥ دوى ﺑﻪ داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ څﻴﺮ ﻳﻮه ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ
د داﺳﯥ ﺳﺘﻮﻧﺰو ﺳﺮه ﻣﺦ ﻛﻴږي ﭼﯥ ﺑﺎﻻﺧﺮه ﺑﻪ دﺧﭙﻠﻮ ﺳﻴﺎﺳﻲ اوﻧﻈﺎﻣﻲ ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﺳﺮه د ﺧﺒﺮو ﻣﻴﺰ ﺗﻪ را
88
داﻧګﯥ ،ﻧﻮ ﭘﻪ دې اﺳﺎس ﻳﯥ د ﺣﺰب وړاﻧﺪﻳﺰوﻧﻪ ﭘﻪ ﻛڼﻮ ﻏﻮږوﻧﻮ اورﻳﺪل .اوڅﻪ ﺧﺎص اﻟﺘﻔﺎت ﻳﯥ ورﺗﻪ ﻧﻪ
ﻛﺎوه .
ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻧﻪ ﻳﻮازې اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او د ﻧﺎټﻮ ﻏړو ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﺗﻪ ﺧﭙﻞ دﻏﻪ د ﺳﻮﻟﯥ ﭘﻼن وړاﻧﺪې ﻛړ ﺑﻠﻜﯥ ﭘﻪ اروﭘﺎ او اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻛﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻣﺴﺆﻟﻴﻨﻮ ﻫﻢ دﻏﻪ
وړاﻧﺪﻳﺰوﻧﻪ د دﻏﻮ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ د ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻛړﻳﻮ اوﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ د ﻣﻬﻤﻮ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺷﺨﺼﻴﺘﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﺗﺮ
ﺑﺤﺚ او څﻴړﻧﯥ ﻻﻧﺪې وﻧﻴﻮل .
ﺧﻮ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د ﺧﭙﻞ وﻟﺲ د ﻳﻮ ﻣﻮټﻲ ﻛﻴﺪو ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ او ټﻮﻟﻮ ﻫﻐﻮ ﺗﻪ ﭼﯥ د ﻫﻴﻮاد دﺧﭙﻠﻮاﻛۍ
او ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د ﻳﻮه وﻟﺴﻮاﻛﻪ اﺳﻼﻣﻲ ﻧﻈﺎم د ﺟﻮړښﺖ ﺳﺮه ﻣﻴﻨﻪ ﻟﺮي ،ﺧﭙﻞ د ژﻏﻮرﻧﯥ ﻣﻠﻲ
ﻣﻴﺜﺎق ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې ﻳﻮ )(22ﭘﻼن ﺟﻮړ او د ﺧﭙﻞ ﻋﺎﻟﻲ رﺗﺒﻪ ﻫﻴﺌﺖ ﭘﻪ ﻻس ﻳﯥ د ﻛﺎﺑﻞ د
ﻣﺸﺮﺗﺎﺑﻪ ﻫﻴﺌﺖ ﺗﺮ څﻨګ د ټﻮﻟﻮ ﻣﺪﻧﻲ ،ﺳﻴﺎﺳﻲ اړﺧﻮﻧﻮ ﺳﺮه او ﻫﻤﺪا راز ﻳﯥ د ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﯥ
ټﻮﻟﻨﻴﯥ د اﺳﺘﺎزو ﺳﺮه ﺷﺮﻳﻚ ﻛړ ،او د ﻫﻴﻮاد د ﺧﭙﺮﻧﻴﺰو څﻴړوﻧﻜﻮ ادارو ﭘﻪ ﺑﺴﭙﻨﻪ ﻳﯥ ټﻮل
وﻟﺲ ﺗﻪ ورﺳﺎوه (23) .
د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﺮ څﻨګ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ اﺳﻼﻣﻲ ﻏﻮرځﻨګ ،ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ
ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف ﺳﺘﺮ ځﻮاﻛﻤﻦ ﺗﺤﺮﻳﻚ ګڼﻞ ﻛﻴږي ،ﻧﮋدې ﺷﭙږ ﻛﺎﻟﻪ )د1996-2001ز ( ﭘﻪ
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺣﻜﻮﻣﺖ وﻛړ،ﺧﻮ د ﻫﻐﻮى ﺣﻜﻮﻣﺖ او ﻧﻈﺎم داﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د ﭘﻮځﻲ ﻳﺮﻏﻞ ﭘﻪ واﺳﻄﻪ د ﺳﻘﻮط ﺳﺮه ﻣﺦ ﺷﻮ .د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ دﻏﻪ ﻏﻮرځﻨګ ﭘﻪ ﻫﻴڅ ځﺎى ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او ﻳﺎ د ﻫﻐﻮى ﭘﻪ
ﻻﺳﻮ د ﺟﻮړ ﺷﻮي ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺳﺮه د ﺧﺒﺮو اﺗﺮو ﻟﻪ ﭘﺎره ﺗﻴﺎر ﻧﻪ ښﻜﺎرﻳږي .ﻫﻐﻮى ﺗﻞ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ
اﻋﻼﻣﻴﻮ او ﺧﭙﺮوﻧﻮﻛﯥ دا ﺧﺒﺮه ﭘﻪ ډاګﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ ﺗﺮ څﻮ ﭼﯥ د ﻫﻴﻮاد اﺷﻐﺎل ﭘﺎى ﺗﻪ ﻧﻪ وي رﺳﻴﺪﻟﻰ ،او ﺑﻴﺮوﻧﻲ ﭘﻮځﻮﻧﻪ د ﻫﻴﻮاده وﺗﻠﻮ ﺗﻪ ﭼﻤﺘﻮ ﻧﻪ ﺷﻲ ،ﺗﺮ ﻫﻐﯥ ﺑﻪ ﻧﻪ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻮ
ﺳﺮه او ﻧﻪ د ﻫﻐﻮى ﭘﻪ ﻻﺳﻮ د ﺟﻮړﺷﻮي ﻧﻈﺎم ﺳﺮه ﺧﺒﺮو اﺗﺮو ﺗﻪ ﻛﻴﻨﻲ ،ﺧﻮ ﭘﻪ دې وروﺳﺘﻴﻮ وﺧﺘﻮ
ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻏﻮرځﻨګ ﻣﺸﺮ ﻣﻼﻣﺤﻤﺪ ﻋﻤﺮ ﻣﺠﺎﻫﺪ د ﺳﻌﻮدي ﻋﺮﺑﺴﺘﺎن ﭘﺎ ﭼﺎ ﺗﻪ د ﺧﭙﻠﻪ اړﺧﻪ
د ﺧﺒﺮو اﺗﺮو ﻟﻪ ﭘﺎره ﺗﻴﺎري ښﻮوﻟﯥ او ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د ﺳﻮﻟﯥ د ﭘﺮوګﺮام ﻟﻪ ﭘﺎره ﺧﭙﻞ
ﭘﻼن ډاګﻴﺰه ﻛړى :
ﻣﻼﻣﺤﻤﺪ ﻋﻤﺮﻣﺠﺎﻫﺪ د ﺳﻌﻮدي ﻋﺮﺑﺴﺘﺎن ﭘﺎﭼﺎ ﻣﻠﻚ ﻋﺒﺪاﷲ ﺗﻪ د ﺳﻮﻟﯥ ﺧﭙﻠﻪ اوه ﻣﺎده ﻳﯥ ﻃﺮ ﺣﻪ ور اﺳﺘﻮﻟﯥ .د ﻫﻐﻪ ﻟﻪ اړﺧﻪ د ﺣﺎﻣﺪ ﻛﺮزي د ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺳﺮه د ﻣﺬاﻛﺮاﺗﻮ اوﻫﻤﺪا راز د اﻟﻘﺎﻋﺪې ﺳﺮه د ﺧﭙﻠﻮ
اړﻳﻜﻮ د ﺷﻜﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻣﻬﻤﺘﺮﻳﻦ ﺷﺮاﻳﻂ ،د ﻳﻮې اوه ﻣﺎده ﻳﻲ ﻃﺮﺣﯥ ﭘﻪ ﺑڼﻪ د ادﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ ﻛﯥ د ﺳﻌﻮدي ﭘﺎد ﺷﺎه ﻣﻠﻚ ﻋﺒﺪاﷲ ﺗﻪ ورﺳﭙﺎرل ﺷﻮل :
دﻏﻪ ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ د ﺳﻌﻮدي د ﭘﺎﭼﺎ ﻣﻠﻚ ﻋﺒﺪاﷲ ﭘﻪ ﻧﻮښﺖ ﭘﻪ ﻧﻴﻮﻳﺎرك ﻛﯥ ﺟﻮړ ﺷﻮى و .ﭘﻪ د ې ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ
ﻛﯥ د ﻣﻠﻚ ﻋﺒﺪاﷲ او د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺣﺎﻣﺪ ﻛﺮزي ﺗﺮ ﻣﻨځ ﻛﺘﻨﻪ وﺷﻮه ،د ﻫﻤﺪې ﻛﺘﻨﯥ ﭘﻪ ﺟﺮﻳﺎن ﻛﯥ ﻣﻠﻚ ﻋﺒﺪاﷲ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺧﺒﺮو وړاﻧﺪﻳﺰوﻧﻪ ﺣﺎﻣﺪ ﻛﺮزي ﺗﻪ وﺳﭙﺎرل .ﭼﯥ وﻳﻞ ﻛﻴږي د ﺣﺎﻣﺪ ﻛﺮزي د
ﺧﻮﺷﺤﺎﻟۍ ﺳﺒﺐ ګﺮزﻳﺪﻟﻲ .ﭘﻪ دﻏﻪ ﻃﺮﺣﻪ ﻛﯥ راﻏﻠﻲ ﭼﯥ : /1د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻮ د وﻳﺴﺘﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﻮ زﻣﺎﻧﻲ ﺟﺪول:
89
ﭘﻪ دې ﻧﻮې ﻃﺮﺣﻪ ﻛﯥ د ﻣﻠﻲ اردو ﭘﻪ ﻟﻴﻜﻮ ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺟﺬﺑﻮل ﺑﺎﻟﻜﻞ ﻧﻮې دي .ﭘﻪ دې ﻃﺮﺣﻪ ﻛﯥ
ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻛړې ده ﭼﯥ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻮ د وﺗﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره دې ﻳﻮ ﻣﻬﺎل وﻳﺶ و ټﺎﻛﻞ ﺷﻲ ،ﺗﺮ څﻮ د ﻫﻤﻐﯥ ﭘﻪ رڼﺎ ﻛﯥ د دوﻟﺖ ﺳﺮه ﺧﺒﺮې اﺗﺮې ﺻﻮرت و ﻧﻴﺴﻲ .
/2ﭘﻪ ﻣﺮﻛﺰى او ﺳﻴﻤﻪ اﻳﺰو ﺣﻜﻮﻣﺘﻮﻧﻮ ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ور ګډول :
ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ د دوﻟﺖ ﭘﻪ ﺟﻮړښﺖ ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻳﻮﺷﻤﻴﺮ ﻏړي ﭘﻪ ﻟﻮړو ﭘﻮﺳﺘﻮﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﻛﺎر ﻛﻮي ،ﺧﻮ ﭘﻪ دﻏﻪ ﻧﻮې ﻃﺮﺣﻪ ﻛﯥ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺳﻴﻤﻪ اﻳﺰو ادارو ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻓﻌﺎل ګډون ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻫﻢ ﻛړې ده . /3دﻣﻠﻲ اردو ﭘﻪ ﻟﻴﻜﻮ ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮد ﻧﻈﺎﻣﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ور ﺟﺬﺑﻴﺪل:
وﻳﻞ ﻛﻴږي ﭼﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﻪ وړاﻧﺪﻳﺰوﻧﻮﻛﯥ دا ﺑﻨﺪ ﻛﺎﻣﻼ ﻳﻮ ﻧﻮى ﺑﻨﺪ دى ،داﺳﯥ څﺮګﻨﺪﻳږي ﭼﯥ
ﻣﻼﻣﺤﻤﺪﻋﻤﺮ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻮ د ﭘﻮره وﺗﻠﻮ ﺳﺮه ﺳﻢ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اوﺳﻨﻲ ﻧﻈﺎم د ﭘﻪ رﺳﻤﻴﺖ ﭘﻴﮋﻧﺪﻟﻮ
ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﻮ ﻗﺪم اﺧﺴﺘﻰ دى .
/4د ټﻮﻟﻮ ﻫﻐﻮ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻋﻔﻮه او ﺑښﻨﻪ ﭼﯥ ﻫﻤﺪا اوس د دوﻟﺖ ﭘﻪ ﺧﻼف ﭘﻪ ﺟﻨګ ﺑﻮﺧﺖ دي . /5ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د اﺳﻼﻣﻲ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ د ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ځﺎى ﭘﻪ ځﺎى ﻛﻴﺪل:
د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د وﺗﻠﻮ ﭘﻪ ﺻﻮرت ﻛﯥ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د اﻣﻜﺎﻧﻲ ګډوډﻳﻮ څﺨﻪ د ﻣﺨﻨﻴﻮي ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﻣﻼ
ﻣﺤﻤﺪﻋﻤﺮ ،ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د اﺳﻼﻣﻲ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ د ﭘﻮځﻮﻧﻮ د ځﺎى ﭘﻪ ځﺎى ﻛﻮﻟﻮ ﻏږ ﻛړﯦﺪى ،ﺧﻮﭘﻪ دې ﻃﺮﺣﻪ ﻛﯥ د ﻫﻴڅ اﺳﻼﻣﻲ ﻫﻴﻮاد ﻧﻮم ﻧﻪ دى اﺧﺴﺘﻞ ﺷﻮى.
/6اﺳﻼم داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اﺳﺎﺳﻲ او رﺳﻤﻲ ﻗﺎﻧﻮن ﭘﻪ څﻴﺮ اﻋﻼﻧﻮن .
ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ اﻋﻼن ﻛړى ﭼﯥ د ﻫﺮ ﻫﻐﻪ ﻗﺎﻧﻮن ﭼﯥ د اﺳﻼم ﺳﺮه ﻣﻄﺎﺑﻘﺖ و ﻧﻪ ﻟﺮي ،ﻣﺨﺎﻟﻒ دي .ﻫﻐﻮى ﻫﻤﺪا
اوﺳﻨﻰ اﺳﺎﺳﻲ ﻗﺎﻧﻮن ﻏﻴﺮ اﺳﻼﻣﻲ ګڼﻲ ،ﻫﻐﻮى ﭘﻪ دې اړه ﻛﻮم ﻧﻮښﺖ ﺗﻪ ﻫﻢ ﺣﺎﺿﺮﻧﻪ دي ،ﺑﻠﻜﯥ ﻏﻮاړي
ﻳﻮازې اﺳﻼم د اﺳﺎﺳﻲ ﻗﺎﻧﻮن ﭘﻪ څﻴﺮ اﻋﻼن ﺷﻲ . /7د اﻟﻘﺎﻋﺪې ﺳﺮه د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ اړﻳﻜﯥ :
ﻣﻼ ﻋﻤﺮ د اﻟﻘﺎﻋﺪې او ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ د اړﻳﻜﻮ ﭘﻪ اړه واﻳﻲ ﭼﯥ :د ﻫﻐﻮى ﺗﺮ ﻣﻨځ دا اړﻳﻜﯥ ﻳﻮازې د
ﺟﻨګ ﭘﻮرې اړوﻧﺪ دي ،ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ د دواړو اړﺧﻮﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ ډﻳﺮ واټﻦ ﺷﺘﻮن ﻟﺮي ،ان ﺗﺮ دې
ﭼﯥ د ﻫﻐﻮى د ﻧﻈﺎﻣﻲ ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ ﺳﻴﻤﯥ ﻳﻮ د ﺑﻞ څﺨﻪ ﺟﻼ ﺟﻼ دي .ﺧﻮ ﻃﺎﻟﺒﺎن واﻳﻲ ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن څﺨﻪ
د ﺑﻬﺮﻧﻴﺎﻧﻮ د وﺗﻠﻮ وروﺳﺘﻪ ﺑﻪ دوى ﺧﭙﻞ دﻏﻪ درﻳځ ﻛﯥ ﺑﺪﻟﻮن راوړي (24) .ﻫﻤﺪا راز دﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ اﺳﻼﻣﻲ
ﻏﻮرځﻨګ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ وﻟﺴﻤﺸﺮ اوﺑﺎﻣﺎ د ﻧﻮې ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋۍ ﭘﻪ اړه ﭼﯥ د) 2009ز ﻛﺎل( د ﻣﺎرچ ﭘﻪ اووﻳﺸﺘﻤﻪ
ﻳﯥ اﻋﻼن ﻛړه داﺳﯥ ﻋﻜﺲ اﻟﻌﻤﻞ وښﻮد ....» :د ﭘﺨﻮا ﭘﻪ څﻴﺮ دﻏﻪ ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋي د ﭘﻨﺘﺎګﻮن د ﺟﻨﺮاﻻﻧﻮ ،د
اﻣﺮﻳﻜﻲ د ﻧﻮﻳﻮ ﻣﺤﺎﻓﻈﻪ ﻛﺎراﻧﻮ او د اﻣﺮﻳﻜﯥ د ﺳﺘﺮو ﭘﺎﻧګﻪ واﻟﻮ د ګټﻮ د ﺧﻮﻧﺪي ﻛﻮﻟﻮ او ﻓﺸﺎر ﻻﻧﺪې ﺟﻮړه ﺷﻮﻳﺪه .ﻟﻪ ﻫﻤﺪې ﻻﻣﻠﻪ دﻏﻪ ﻳﻮه اﺳﺘﻌﻤﺎري ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋي ده ﭼﻲ ﻏﻮاړي د اﻣﺮﻳﻜﯥ د ﭘﺎﻧګﻪ واﻟﻮ اﺳﺘﻌﻤﺎري
ګټﯥ ﺗﺎﻣﻴﻦ ﻛړي اوداﺳﯥ څﺮګﻨﺪﻳږي ﭼﻲ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻧﻪ ﻳﻮازې د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻟﭙﺎره ﺑﻠﻜﯥ د ټﻮﻟﯥ ﺳﻴﻤﯥ ﻟﭙﺎره
ﭘﺮاخ او اوږده ،ﻛﺮﻏﻴړن او ﻣﻌﺎﻧﺪاﻧﻪ ﭘﻼﻧﻮﻧﻪ ﻟﺮي« ....
ﭘﻪ ﻫﻤﺪﻏﻪ ﻣﻘﺎﻟﻪ ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻣﺸﺮ ﻟﺨﻮا د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اوﺳﻨﻲ ﭘﻮځ ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ اوﻧﺎﺗﻮ د ځﻮاﻛﻮﻧﻮ
ﭘﻪ ﻻﺳﻮ روزل ﻛﻴږي او ﺷﻤﻴﺮه ﻳﯥ ﻧﮋدې دوه ﻟﻜﻮ ﻛﺴﺎﻧﻮ ﺗﻪ رﺳﻴږي داﺳﯥ څﺮګﻨﺪوﻧﻪ ﺷﻮې:
»د اوﺑﺎﻣﺎ دا ﺧﺒﺮه ﭼﯥ د ﻛﺎﺑﻞ دادارې اردو او ﭘﻮﻟﻴﺲ ﺑﻪ زﻳﺎت او ﺗﺮﺑﻴﻪ ﻛړي ﻟﻪ دې ﻻﻣﻠﻪ ﺑﯥ ﻧﺘﻴﺠﯥ او ﺑﯥ
90
ګټﯥ ﻛﺎر دى ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ اﺳﻼم او ازادۍ ﻣﻴﻦ وﻟﺲ دﻛﺎﺑﻞ ادارې او د ﻫﻐﻮى وﺳﻠﻮاﻟﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮﺗﻪ د اﺷﻐﺎﻟګﺮو د ګﻮډاګﻴﺎﻧﻮاو ﻣﻔﺴﺪﻳﻨﻮ ﭘﻪ ﻧﻈﺮګﻮري .ددښﻤﻦ داﻃﺮﺣﻪ ﻟﻪ ﻣﺨﻜﯥ ﻧﻪ ﻻ ددوى ﭘﻪ ﺗﺎوان ﺗﻤﺎﻣﻪ
ﺷﻮﻳﺪه،ځﻜﻪ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ او ﻧړﻳﻮاﻟﻮ ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻮ وﻟﻴﺪل ﭼﻰ ﻫﺮڅﻮﻣﺮه د ﻫﻤﺪې ځﻮاﻛﻮﻧﻮﺗﻌﺪاد او روزﻧﻪ زﻳﺎﺗﻪ
ﺷﻮې ،د ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ ﻗﻮت ﻧﻮر ﻫﻢ ورﺳﺮه زﻳﺎت ﺷﻮى او ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮﺗﻪ ﭘﻪ ﻣﺨﺎﻟﻒ ﺻﻒ ﻛﯥ د ﺟﻬﺎدﭘﻪ ګټﻪ د ﻻ
زﻳﺎت ﻧﻔﻮذﻣﻮﻛﻪ ﭘﻪ ﻻس ورﻏﻠﻰ او د وﻟﺲ ﻣﻼﺗړ ﻧﻮر ﻫﻢ ﻟﻪ ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﺳﺮه زﻳﺎت ﺷﻮى دى (26) «.
ﭘﻪ اﺳﻼم اﺑﺎد ﻛﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ) ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ( د ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﺨﻮاﻧﻰ ﺳﻔﻴﺮ د ﻫﻴﻮاد د ﺑﺤﺮان دﺣﻞ ﭘﻪ اړوﻧﺪ څﻠﻮر ﻧﻜﺘﯥ وړاﻧﺪې ﻛﻮي :
ﻟﻮﻣړى ﺑﺎﻳﺪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺟﻨګ ﭘﻪ ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋۍ ﻛﻰ ﺑﺪﻟﻮن راﺷﻲ .اوﻫﻐﻪ ﭘﻪ دې ﺗﻮګﻪ ﭼﯥ ټﻮل ﺳﻴﺎﺳﻲ او
ﻧﻈﺎﻣﻲ اﻣﻮرات دې اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﺗﻪ ور ﻛړل ﺷﻲ .
دوﻳﻢ دا ﭼﯥ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺗﻪ د ﻫﻐﻮى ﻣﻨﺎﺳﺐ ﺳﻴﺎﺳﻲ وﻗﻌﺖ ﺑﺎﻧﺪې ﻗﺎﺋﻠﻪ ﺷﻲ .ﻫﻐﻪ واﻳﻲ ﭼﯥ ﻛﻪ ﭼﻴﺮې اﻣﺮﻳﻜﺎ
د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺳﺮه د ﺧﺒﺮو ﻛﻮﻟﻮ ﻫﻴﻠﻪ ﻟﺮي ﻧﻮﺑﺎﻳﺪ ﭘﻪ درﻳﻢ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ داﺳﯥ ﭘﺮوګﺮام ﺟﻮړﻛړل ﺷﻲ ﭼﯥ د
ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻣﺸﺮان ﭘﻪ ﻛﯥ د رښﺘﻨﻲ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻟﻮري ﭘﻪ څﻴﺮ ګډون وﻛړي .اوﻫﻤﻠﺘﻪ دﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﺧﺒﺮې وﻛړل ﺷﻲ . درﯦﻴﻢ د ګﻮاﻧﺘﺎﻧﺎﻣﻮ ،ﺑګﺮام او ﻧﻮرو زﻧﺪاﻧﻮﻧﻮ زﻧﺪاﻧﻴﺎن دې ازاد ﻛړل ﺷﻲ او ﻳﺎ دې د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دوﻟﺖ ﺗﻪ
ور ﺣﻮاﻟﻪ ﻛړل ﺷﻲ.
ﻫﻐﻪ واﻳﻲ ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د ﻫﻠﻤﻨﺪ د وﻻﻳﺖ د »دﺷﻮراب« ﭘﻪ ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺗﻤځﺎى ﻛﯥ) ( 1050ﻛﺴﻪ اﻓﻐﺎﻧﺎن
ﺑﻨﺪﻳﺎن ﻛړﯦﺪي او ددوى د ټﻮﻟﻮ ﺑﺮﺧﻠﻴﻚ ﻧﺎﻣﻠﻮﻣﻪ دى .ﻫﻐﻪ واﻳﻲ ﭼﯥ ﺗﺮ اوﺳﻪ ددې زﻧﺪان څﺨﻪ ﻧﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دوﻟﺖ او ﻧﻪ ﻣﻠګﺮي ﻣﻠﺘﻮﻧﻪ ﺧﺒﺮ ﻟﺮي .
څﻠﻮرم دا ﭼﯥ د ﻟﺴﺖ او ﻟﺴﺖ ﺑﺎزۍ ﻟﻮﺑﯥ ﺗﻪ دﭘﺎى ټﻜﯥ ﻛﻴښﻮدل ﺷﻲ .ﻫﻐﻪ واﻳﻲ ﭼﯥ ﻳﻮازې ﺗﻮر ﻟﺴﺖ ﻧﻪ
دى ﺑﻠﻜﯥ څﻪ ﻧﻮر ﻋﺠﻴﺐ اوﻏﺮﻳﺐ ﻟﺴﺘﻮﻧﻪ ﻫﻢ ﺟﻮړ ﺷﻮي ﭼﯥ ﺑﺎﻳﺪ د ﺑﻄﻼن ﻛﺮښﻪ ﭘﺮې راښﻜﻞ ﺷﻲ .
ﻫﻐﻪ واﻳﻲ ﭼﯥ ددې ﻣﺮاﺣﻠﻮ وروﺳﺘﻪ ﺑﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د دوﻟﺖ داﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ اوﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ د ﺑﺎور ﻓﻀﺎ
راﻣﻨځﺘﻪ ﺷﻲ او ﺑﻴﺎ ﺑﻪ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ،د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د دوﻟﺖ ،او اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ ﻣﺬاﻛﺮاﺗﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻻره ﻫﻮاره ﺷﻲ (27) .
ﻫﻤﺪا راز وﻳﻞ ﻛﻴږي ﭼﯥ د اﻛﺘﻮﺑﺮدﻣﻴﺎﺷﺘﯥ ﭘﻪ ﻧﻴﻤﺎﻳﻰ ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮدﻫﻴﺌﺖ او داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دﺣﻜﻮﻣﺖ ﺗﺮﻣﻨځ دﺳﻮﻟﯥ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺧﺒﺮې اﺗﺮې ﺷﻮي دى ،ﺧﻮ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ دا ﻣﻮﺿﻮع ﭘﻪ ﻛﻠﻜﻪ رد ﻛړې اوﻫﻐﻪ ﻛﺴﺎن ﭼﯥ دﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې ﻳﻰ ﭘﻪ ﺧﺒﺮو ﻛﯥ ﺑﺮﺧﻪ اﺧﺴﺘﯥ د دوﻟﺖ د ﻻس ﻻﻧﺪې ﺑﺮﻣﺘﻪ ﺷﻮي ﻛﺴﺎن ګڼﻠﻲ ،ﭘﻪ دې اﻋﻼﻣﻴﻪ ﻛﯥ ﭼﯥ د اﻛﺘﻮﺑﺮ ﭘﻪ 21ﻣﻪ ﭘﻪ ﻧړﻳﻮاﻟﻮ ﺧﭙﺮوﻧﻮ ﻛﯥ ﺧﭙﺮه ﺷﻮې راﻏﻠﻰ دي » داﻣﺮﻳﻜﺎدﻣﺘﺤﺪه اﻳﺎﻻﺗﻮ ﺗﺮﻣﺸﺮۍ ﻻﻧﺪې داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن اﺷﻐﺎﻟګﺮاﻧﻮ دﻛﺎﺑﻞ رژﻳﻢ ﭼﺎرواﻛﻮاوﻳﻮﺷﻤﻴﺮﻏﺮﺑﻲ ﻣﻄﺒﻮﻋﺎﺗﻮ ﭘﻪ دې وروﺳﺘﻴﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻣﻨﻈﻤﻪ ﺗﻮګﻪ ﻫڅﯥ ﭘﻴﻞ ﻛړې دي ﺗﺮڅﻮ دﻣﻜﺮرو ﺗﺒﻠﻴﻐﺎﺗﻮ او اوازوﺧﭙﺮوﻟﻮ ﻟﻪ ﻻرې داﺳﯥ وښﻴﻲ ﭼﯥ ګﻮﻧﺪې داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن داﺳﻼﻣﻲ اﻣﺎرت ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻦ ﻟﻪ دوى ﺳﺮه ﻣﺬاﻛﺮاﺗﻮﺗﻪ ﭼﻤﺘﻮ ﺷﻮي دي اوﭘﻪ دي ﺑﺮﺧﻪ ﻛﯥ ﭘﺮﻣﺨﺘګ ﺷﻮى ،ﭘﻪ دې اړوﻧﺪ د ﺑﺮﻫﺎن اﻟﺪﻳﻦ رﺑﺎﻧﻲ ﭘﻪ ګډون ځﻴﻨﻮ ﻧﻮروﻣﻌﻠﻮم اﻟﻬﻮﻳﺘﻪ ﺷﺨﺼﻴﺘﻮﻧﻮ ﺗﻪ ﺑﺎﻳﺪ وواﻳﻮ ﭼﯥ دداډول ﺑﯥ ﺣﻘﻴﻘﺘﻪ اوازو او ﭘﺮوﭘﺎګﻨﺪو دﺑﻴﺎﺑﻴﺎ راﻏﺒﺮګﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﻻرې دې ﭘﺨﻮاﻧۍ ﻛﻴﻨﯥ ﻧﻪ ﭘﺎﻟﻲ او ﻧﻪ دې داﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﻣﻮﺧﻮ دﺗﺮﻻﺳﻪ ﻛﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎره ﺗﺒﻠﻴﻐﺎﺗﻲ ﻛﻤﭙﺎﻳﻦ ﭼﻠﻮي اودﻳﻮه
91
اﻓﻐﺎن ﭘﻪ ﺻﻔﺖ دي دﺟﻨﺮال ﭘﻴټﺮاﻳﻴﺲ ﺳﺮه ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﺟﻮړه ﺷﻮﻳﯥ ﻃﺮح ) ﻣﻮاﻣﺮې ( ﻛﯥ ﻣﺮﺳﺘﻪ ﻧﻪ ﻛﻮي ﻛﻮﻣﻪ ﭼﻲ دﭘﻨټﺎګﺎن ﻟﻪ ﻟﻮري ورﻛړل ﺷﻮي ده ځﻜﻪ ﭼﻲ ﻧﻮﻣﻮړى ﺟﻨﺮال ﻏﻮاړي ﭼﻲ داﻃﺮﺣﻪ ﺳﺘﺎﺳﻮ ﭘﻪ ﻣټ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﭘﻪ داﺳﻲ ډول ﻋﻤﻠﻲ ﻛړي ﭼﻲ ﭘﻪ ﻧﺘﻴﺠﻪ ﻛﯥ ﻳﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺧﺪاى ﻣﻜړه داﺑﺪ دﭘﺎره داﻣﺮﻳﻜﺎ ﻣﺴﺘﻌﻤﺮه وګﺮځﻮي«. ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ددې ﻏﻤﻴﺰې د ﭘﺎى ﺗﻪ د رﺳﻮﻟﻮ او د ﻫﻴﻮاده د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻮ د وﻳﺴﺘﻠﻮ او د ﻫﻴﻮاد دازادۍ اواﺳﺘﻘﻼل د ﺑﻴﺮﺗﻪ اﺧﺴﺘﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﭘﻪ دﻏﻪ ﺳﻴﺎﺳﻲ ډګﺮ ﻛﯥ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن او ﻃﺎﻟﺒﺎن ځﺎﻧﺘﻪ ﻧﻪ دي ﺑﻠﻜﯥ د ﻫﻴﻮاد ﻧﻮر روڼ اﻧﺪي ﻣﻔﻜﺮﻳﻦ او ﻗﺎﻳﺪﻳﻦ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ ﻫﻴﻮادو ﻛﯥ ژوﻧﺪ ﻛﻮي ﻫﻢ ﭘﻪ دې اړه ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﭘﻼﻧﻮﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﻛﺎر ﻛﻮي .ﻫﻐﻮى د ﺳﻮﻟﯥ د ﺧﭙﻞ ﭘﻴﻐﺎم د ور رﺳﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺧﭙﻠﯥ ټﻮﻟﻨﯥ ﺟﻮړې ﻛړې او ﭘﻪ دې ﻟړ ﻛﯥ ﻳﯥ زﻳﺎت زﻳﺎروﻧﻪ ګﺎﻟﻠﻲ . د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻳﻮﺗﻜړه ﺣﻘﻮق ﭘﻮه ،ډاﻛټﺮﻋﺜﻤﺎن روﺳﺘﺎر ﺗﺮه ﻛﻲ ،ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻳﻮه اﻧځﻮر ﻛﯥ داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د
ﻣﺴﺌﻠﯥ د ﺣﻞ ﭘﻪ اړه داﺳﯥ واﻳﻲ :
» د 2007م ﻛﺎل د ﺳﭙﺘﺎﻣﺒﺮ ﭘﻪ ﻣﻴﺎﺷﺖ ﻛﻲ ﻣﯥ د ﺳﻴﻤﻪ اﻳﺰې ﺟﺮګګۍ د ﻟﻮﻣړۍ ﻏﻮﻧډې ﭘﻪ درﺷﻞ ﻛﯥ د ﺳﻮﻟﯥ
ﻳﻮ ﭘﻼن ﻣﻴډﻳﺎ ﺗﻪ وﺳﭙﺎره .ﻧﻮﻣﻮړى ﭘﻼن ﭘﻪ وروﺳﺘﻴﻮ وﺧﺘﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ د ﻳﻮه ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺟﻮړښﺖ ) د ﺳﻮﻟﯥ ﻣﻠﻲ ﺟﺮګﻲ ( ﻟﻪ ﺧﻮا ﭘﻪ ﻧﻮې ﺑڼﻪ ﻣﻄﺮح او راﺗﻪ اﺳﺘﻮل ﺷﻮﻳﺪى .
ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ،ﺳﻴﻤﯥ او ﻧړۍ ﻛﯥ د ﻧﻮﻳﻮ ﭘﻴښﻮ ﭘﻪ ﻧﻈﺮ ﻛﯥ ﻧﻴﻮﻟﻮ ﺳﺮه او د ﺳﻮﻟﯥ د ﻣﻠﻲ ﺟﺮګﯥ د ﻏﻮښﺘﻨﯥ
ﺳﺮه ﺳﻢ ﭘﻪ ﻣﺨﻜﻨﻲ ﭘﻼن ﺑﺎﻧﺪې ﭘﻪ ﻻﻧﺪې ډول د ﺳﺮه ﻛﺘﻨﻪ ﻛﻴږي .
د ) (47ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﭘﻪ ﭘﺮﻣﺦ ﺗﻠﻠﯥ ﻧﻈﺎﻣﻲ ټﻜﻨﺎﻟﻮژۍ ﺳﻤﺒﺎل ﻋﺴﻜﺮي ﻳﻮﻧټﻮﻧﻪ د 7ﻛﻠﻮ را ﻫﻴﺴﯥ د ﺗﺮورﻳﺰم
ﺳﺮه د ﺟګړې ﺗﺮ ﭘﻠﻤﯥ ﻻﻧﺪې ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻣﺴﺘﻘﺮ ﺷﻮﻳﺪي .
د ﺗﺮورﻳﺰم ﺳﺮه ﺟګړه د ﺧﭙﻞ ﻟﻮﻣړﻧﻲ ﭼﻮﻛﺎت ﻧﻪ وﺗﻠﯥ ده :اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻧﻮې وﺳﻠﯥ د آزﻣﻮﻳﻨﻲ ﭘﻪ ﻻﺑﺮاﺗﻮار،
د ذﻳﻨﻔﻌﻮ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ د ژﻳﻮﭘﻮﻟﺘﻴﻜﻮ ګټﻮ د ټﻜﺮ ،او د ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ ﺳﻴﻤﻪ اﻳﺰو ﺷﺨړو د ﺗﺼﻔﻴﯥ ﺣﺴﺎب ﭘﻪ ډګﺮ ﺑﺪل ﺷﻮﻳﺪى .
ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﺗﺮورﻳﺰم ﺳﺮه ﻣﺒﺎرزې د ﺧﻠﻜﻮ ﺳﺮه د ﺟګړې ﺑڼﻪ ﻏﻮره ﻛړﻳﺪه .ﭘﻪ واﻗﻌﻴﺖ ﻛﯥ ﻧړﻳﻮال
ﻧﻈﺎﻣﻲ اﺋﺘﻼف د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ د ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﺳﺮه ﻣﺦ دى .ﻛﻪ واﻗﻌﻴﺘﻮﻧﻮ ﺗﻪ ﻏﺎړه ﻛښﯧﻨږدو ،ﺟګړه ﻻﭘﺴﻲ اوږدﯦږي او ورﺳﺮه ﺑﻪ ﻫﻴﻮاد ﻻزﻳﺎت وران او اﻧﺴﺎﻧﻲ ﺗﻠﻔﺎت زﻳﺎﺗﻴږي .
د 7ﻛﻠﻮ راﻫﻴﺴﻲ ﻧړﻳﻮال ﻧﻈﺎﻣﻲ اﺋﺘﻼف اﻓﻐﺎﻧﻲ اوﺳﻨﻰ ﺣﻜﻮﻣﺖ د ﺧﭙﻠﻮ ﻣﻘﺎﺻﺪو د ﭘﺎره اﺳﺘﻌﻤﺎﻟﻮي .
اﻓﻐﺎﻧﻲ ﻟﻮرئ ﻛﻮﻣﻪ ﻣﻠﻲ ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋي ﻧﻠﺮي .ﻃﺒﻴﻌﻲ ﺧﺒﺮه ده ﺗﺮ ﻫﻐﻪ وﺧﺘﻪ ﭘﻮرې ﭼﯥ ﺣﻜﻮﻣﺖ د ﻏﻴﺮ اﻓﻐﺎﻧﻲ ﻛړﻳﻮ ﭘﻪ ﻻس ﺟﻮړ او ﻣﻼﺗړ ﺷﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻣﻠﻲ ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋۍ د درﻟﻮدﻟﻮ ﻧﻪ ﺑﯥ ﺑﺮﺧﯥ ﭘﺎﺗﯥ ﻛﯧږي .
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻳﺪ د ﺑﻞ واﻛۍ ،ﺟګړې او ﺑﯥ ﺛﺒﺎﺗۍ د ﺣﺎﻟﺖ څﺨﻪ د ﺧﭙﻠﻮاﻛۍ ،ﺳﻮﻟﯥ او ﺛﺒﺎت ﺧﻮا ﺗﻪ د ﻳﻮه
اﻧﺘﻘﺎﻟﻲ ﭘړاو ﻧﻪ ﺗﻴﺮ ﺷﻲ :ﭘﻪ اﻧﺘﻘﺎﻟﻲ ﭘړاو ﻛﯥ واك ﻳﻮ ﻟﻨډ ﻣﻬﺎل ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺗﻪ ﺳﭙﺎرل ﻛﯧږي .
د اﻧﺘﻘﺎﻟﻲ ﭘړاو د ﺟﻮړﻳﺪو ﻟﻮﻣړى ګﺎم د وﺳﻠﻪ واﻟﻮ ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﺳﺮه د ﺧﺒﺮواﺗﺮو څﺨﻪ ﭘﻴﻞ ﻛﯧږي .ﺧﺒﺮې اﺗﺮې
د څﻮ ﭘړاوﻧﻮ ﻧﻪ ﺗﻴﺮﻳږى:
92
ﻟﻮﻣړي ــ د ﺑﺎور ﻓﻀﺎ د راﻣﻨځﺘﻪ ﻛﻮﻟﻮ ﻫﻠﯥ ځﻠﯥ ﺑﺎﻳﺪ د ﻻﻧﺪې اﻗﺪاﻣﺎﺗﻮ ﭘﻪ ﭼﻮﻛﺎټ ﻛﯥ ﺗﺮ ﺳﺮه ﺷﻲ :
ــ ﭘﻪ ﻣﻄﺒﻮﻋﺎﺗﻮ او ﻣﻴډﻳﺎ ﻛﯥ ﻣﺨﻜﻨۍ ﺗﺮﻣﻴﻨﺎﻟﻮژۍ ګﺎﻧﯥ ) ﻳﺎﻏﻲ ،ﺗﺮورﻳﺴﺖ ،اورﭘﻜﻰ ،ﺗﺮﻫګﺮ ( ...ﭼﯥ د
وﺳﻠﻪ وال ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﭘﻪ ﭘﺘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ ﻛﯧﺪﻟﯥ ،د ﻧﻮو اﺻﻄﻼﺣﺎﺗﻮ ﺳﺮه ﭼﻪ د ﺳﻮﻟﯥ او ﭘﺨﻼﻳﻨﯥ ﺟﺬﺑﺎت ﻣﻨﻌﻜﺴﻮي ،ﺑﺪﻟﯥ ﺷﻲ .
ــ د ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﺑﻨﺪﻳﺎن ﺧﻮﺷﻲ ﺷﻲ .د زﻧﺪاﻧﻴﺎﻧﻮ ﭘﺎﺗﯥ ﺑﺮﺧﻪ د ﺧﺒﺮو اﺗﺮو د دوام ﭘﻪ ﺑﻬﻴﺮ ﻛﯥ ﺧﻮﺷﻲ
ﻛﯧږي .
ــ اورﺑﻨﺪ اﻋﻼن ﺷﻲ .د اورﺑﻨﺪ د څﺎرﻧﯥ دﻧﺪه ګډ ﻛﻤﻴﺴﻴﻮن ﺗﻪ ﭼﯥ د ﺟګړې د اړﺧﻮﻧﻮ ﻧﻪ ﺗﺮﻛﯧﺐ ﺷﻮى وي
ﺳﭙﺎرل ﻛﯧږي .د ﻛﻤﻴﺴﻴﻮن ﻣﺸﺮﺗﻮب د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ ) م ،م ( ﭘﺮ ﻏﺎړه دى . دوﻫﻢ ــ د ﺧﺒﺮو اﺗﺮو ﺳﻴﺎﺳﻲ ﭼﻮﻛﺎټ ﭘﻪ درې ﺑڼﻮ ﻣﻄﺮح ﻛﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ : ــ د اﻣﻦ ﺟﺮګﻪ ــ ﻧړﻳﻮال ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ .
ــ ﻟﻮﻳﻪ ﺟﺮګﻪ
د ﺳﻮﻟﯥ د ﻫﺮ ﻳﻮ اﻟﺘﺮﻧﺘﻴﻒ ) ﺑﺪﻳﻞ ( څﺨﻪ ﻛﻪ ﻛﻮﻣﯥ ﻣﺜﺒﺘﯥ ﭘﺎﻳﻠﯥ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻧﺸﻮې ،ﻛﻮﻻى ﺷﻮ ﭼﯥ ﺑﻞ
اﻟﺘﺮﻧﺘﻴﻒ ﺗﻪ ﻣﺦ واړوو :ﻫﻤﺪا اوس ﺳﻮﻟﻪ د ﺳﻴﻤﻪ اﻳﺰې ﺟﺮګګۍ ﻟﻪ ﻻرې ﻣﻄﺮح ده .ﻛﻪ ټﻴﻨګﯥ ﺑﯧﻠګﻲ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﺷﻲ ﭼﯥ د ﻫﻐﻪ ﻧﻪ څﻪ ﺷﻲ ﻧﻪ ﺟﻮړﻳږي ﺑﻞ اﻟﺘﺮﻧﺘﻴﻒ ﻳﻌﻨﻰ ﻧړﻳﻮال ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ ﺗﻪ ﻣﺮاﺟﻌﻪ ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻮ .
درﻳﻢ ــ ﻧﻮى ﻧړﻳﻮال ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ ﺑﺎﻳﺪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻛﺸﺎﻟﯥ د ﻫﻮاروﻟﻮ ﭘﻪ ﻣﻘﺼﺪ د م ،م ﺗﺮ څﺎرﻧﯥ ﻻﻧﺪې د
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ،ﺳﻴﻤﯥ او ﻧړۍ د واﻗﻌﻴﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺑﻨﺴټ ﺑﺎﻧﺪې ﺟﻮړ ﺷﻲ .
ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ ﻳﻮازﻧﻰ ﺑﻬﺮﻧۍ ﻣﺮﺟﻊ ګﻨﻠﺊ ﺷﻮ ﭼﯥ ﭘﻪ اوﺳﻨﻲ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺑﺎﻧﺪې د ﺳﻮﻟﯥ د راوﺳﺘﻠﻮ ﭘﻪ ﻣﻮﺧﻪ ﻛﺎﻓﻲ
ﻓﺸﺎر اﭼﻮﻟﺊ ﺷﻲ :ﻣﻮﺟﻮده ﺣﻜﻮﻣﺖ » ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺑﺎور « د ﺑﻦ ﻧړﻳﻮال ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ ﭘﻪ واﺳﻄﻪ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛړ او د ﻳﻮ ﺑﻞ ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ د ﻻرې ﻳﯥ ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ورﻛﻮﻟﺊ ﺷﻲ .
ﭘﻪ ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ ﻛﯥ ﺑﺎﻳﺪ ﻳﻮازې ﭘﻪ ﺟګړه ﻛﯥ ښﻜﯧﻠﻮ ډﻟﻮ ) ﻧﺎټﻮ ،د ﻛﺎﺑﻞ ﺣﻜﻮﻣﺖ او وﺳﻠﻪ وال ﻣﻘﺎوﻣﺖ(
ګډون وﻟﺮي .
د ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ ﺗﺮﻛﻴﺐ ﺗﻪ ﭘﺮاﺧﺘﻴﺎ ورﻛﻮل دﺧﺒﺮو اﺗﺮو د اوږدﻳﺪو ،ﭘﻴﭽﻠﺘﻴﺎ او ﻧﻬﺎﻳﺘﺎ دﻧﺎﻛﺎﻣۍ ﻻﻣﻞ ګﺮځﻲ. د ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ د اﺟﻨﺪا ﭘﻪ ﺳﺮ ﻛﯥ ﺑﻪ دوه ﻣﻮﺿﻮﻋګﺎﻧﯥ ځﺎى وﻟﺮي : ــ د وﺳﻠﻪ وال ﻣﻘﺎوﻣﺖ او ﻧړﻳﻮال ﻧﻈﺎﻣﻲ اﺋﺘﻼف ﻣﺘﻘﺎﺑﻠﻪ ژﻣﻨﻪ :
ﻧړﻳﻮال ﻧﻈﺎﻣﻲ اﺋﺘﻼف داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻣﻠﻲ واﻛﻤﻨۍ ﺗﻪ ﭘﻪ درﻧﺎوي ﺳﺮه ﭘﻪ ﻣﻨﺎﺳﺐ وﺧﺖ ﺧﭙﻞ ﭘﻮځ ﻟﻪ
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن څﺨﻪ ﺑﺎﺳﻲ او اﻓﻐﺎﻧﻲ ﻟﻮري ﺗﻪ د ﻋﺪم ﻣﺪاﺧﻠﯥ ژﻣﻨﻪ ورﻛﻮي .ﺑﻬﺮﻧﻲ ﻫﻴﻮادوﻧﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ
ﺧﭙﻞ ﺑﺸﺮي او اﻗﺘﺼﺎدي ﻣﺮﺳﺘﯥ ﺟﺎري ﺳﺎﺗﻲ .
وﺳﻠﻪ وال ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ ﺗﻪ ژﻣﻨﻪ ورﻛﻮي ﭼﯥ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ وﺗﻠﻮ ﺳﺮه ﺧﭙﻠﯥ اړﻳﻜﯥ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ
ﺟﻨګﻴﺎﻟﻴﻮ او ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﺳﺮه د ﻣﻼﺗړ ﻛﻮﻧﻜﻮ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﺳﺮه ﺷﻜﻮي .
ــ ﻧړﻳﻮال ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ د ﻳﻮې ﻧﻮې ﻣﺴﻠﻜﻲ ،ﻧﺎﭘﻴﻴﻠﻲ ﻟﻨډ ﻣﻬﺎﻟﻲ ﺣﻜﻮﻣﺖ د ﺟﻮړﻳﺪو د ﭘﺎره ﺑﻨﺪ او ﺑﺴﺖ ﻛﻮي .
ﻳﻮ ﻣﺮﻛﺰي اوﻣﻠﻲ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻲ ﭼﯥ د ﻳﻮ ﺑﺎاﻧډول ﺑﻬﺮﻧﻲ ﺳﻴﺎﺳﺖ ﭘﻪ ﺑﻨﺴﺖ ﺑﺎﻧﺪې ،ﻫﻴﻮاد ﭼﯥ ﭘﻪ
ﺳﻴﻤﻪ ﻛﯥ د ﺟګړې د ﭘﺮاﺧﺘﻴﺎ ﭘﻪ ﻣﺮﻛﺰ ﺑﺪل ﺷﻮﻳﺪى ،د ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺛﺒﺎت ،ﺳﻮﻟﯥ او اﻗﺘﺼﺎدي ﭘﺮﻣﺨﺘﻴﻞ ﭘﻪ ﻳﻮ
ﺳﺘﺮ ﻣﺤﻮر ﺑﺪل ﻛړي .
93
د اوﺳﻨﻲ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺗﺮﻣﻴﻢ د ﻣﻘﺎوﻣﺖ د اﺳﺘﺎزي د ګډون ﭘﻪ ﻧﻴﺖ د ﺳﺘﻮﻧﺰې دﺣﻞ ﻻره ﻧﻪ ده .دﻟﻴﻞ ﻳﻲ ﻫﻢ دا دى
ﭼﯥ د ﺟﻨﮕﻴﺎﻟﻴﻮ ﭘﻪ » ﻓﺪراﺳﻴﻮن « ﻛﯥ ﻧﻮي ﻏړي زﻳﺎﺗﻴږي ،د ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﻪ د ﻧﻨﻪ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺗﺠﺎﻧﺲ ﻻزﻳﺎت ﻟﻪ
ﻣﻨځﻪ ځﻲ او اوﺳﻨﻲ ﻧﻈﺎم ﭘﻮرې ﺗړﻟﻲ ﺟﻨﮕﻲ ﺟﻨﺎﻳﺖ ﻛﺎران ﺳﻴﺎﺳﻲ ﭘﻨﺎﻫګﺎه او ﻣﺼﺌﻮﻧﻴﺖ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛﻮي . څﻠﻮرم ــ اﻧﺘﻘﺎﻟﻲ ﭘړاو :ﻧﻮى ﺣﻜﻮﻣﺖ د دوو ﻛﻠﻮﻧﻮ د ﭘﺎره ﻻﻧﺪې دﻧﺪې ﺗﺮ ﺳﺮه ﻛﻮي : ــ ﻳﻮه ﺳﺎﻟﻤﻪ اداره راﻣﻨځﺘﻪ ﻛﻮل .
ــ د ﻫﻴﻮاد د اوﺳﻨﻴﻮ اﻳﺠﺎﺑﺎﺗﻮ ﺳﺮه ﺳﻢ د ﺣﻜﻮﻣﺖ اﻗﺘﺼﺎدي ،ټﻮﻟﻨﻴﺰ او ﻛﻠﺘﻮري ﻛړﻧﻼره ﺟﻮړول . ــ ﺑﺎ اﻧډول ﺑﻬﺮﻧﻲ ﺳﻴﺎﺳﺖ ﭘﻪ ﺑﻨﺴټ ﺑﺎﻧﺪې د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﺳﺮه اړﻳﻜﯥ ﺑﺮﻗﺮارول.
ــ د ﻗﺎﻧﻮن د واﻛﻤﻨۍ د ټﻴﻨګﻴﺪو ﭘﻪ ﻣﻮﺧﻪ ﻧﺎ ﻗﺎﻧﻮﻧﻪ ﺟګړه ﻣﺎر ﺑﯥ وﺳﻠﯥ ﻛﻮل .
ــ د ﻧړﻳﻮاﻟﯥ ټﻮﻟﻨﯥ ﭘﻪ ﻣﺮﺳﺘﻪ د ﻣﺨﺪره ﻣﻮادو ﺳﺮه د ﻣﻘﺎﺑﻠﯥ ﭘﻪ ﻧﻴﺖ ﻳﻮ ﭘﻼن ﺟﻮړول .
ــ د ﺟﻨګﻲ ﺟﻨﺎﻳﺖ ﻛﺎراﻧﻮ د ﻣﺤﺎﻛﻤﯥ د ﭘﺎره د م ،م ﭘﻪ ﻣﺮﺳﺘﻪ ﻣﺨﻜﻨﻴﻮ ﻛﻤﺰورو ﻫﻠﻮ ځﻠﻮ ﺗﻪ ﭼټﻜﺘﻴﺎ
ورﻛﻮل .
ــ د ﻧړﻳﻮاﻟﯥ ټﻮﻟﻨﯥ ﭘﻪ ﻣﺮﺳﺘﻪ ﻛﻮرﻧﻰ اﻣﻨﻴﺘﻲ ﻣﻴﻜﺎﻧﻴﺰم ﺗﻪ وده ورﻛﻮل ) ﭘﻪ دﻏﻪ ﻣﻮﺿﻮع ﺑﺎﻧﺪې وروﺳﺘﻪ
ﺗﺒﺼﺮه ﻛﯧږي ( .
ــ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﻗﻮاوو د ﺗﺪرﻳﺠﻲ وﺗﻠﻮ ﭘﻪ ﻣﻘﺼﺪ ﻣﻬﺎل وﻳﺶ ټﺎﻛﻞ .
ــ د ﻗﻮاوو د ﻧﻮې ﻣﻌﺎدﻟﯥ ﭘﻪ ﺑﻨﺴﺖ ﺑﺎﻧﺪې ﻧﻮى اﺳﺎﺳﻲ ﻗﺎﻧﻮن ﺗﺴﻮﻳﺪول . ــ دودﻳﺰه ﻟﻮﻳﻪ ﺟﺮګﻪ د اﺳﺎﺳﻲ ﻗﺎﻧﻮن د ﺗﺼﻮﻳﺐ ﭘﻪ ﻣﻮﺧﻪ راﺑﻠﻞ .
ــ اﻧﺘﺨﺎﺑﺎت اﻋﻼﻧﻮل ) .ﭘﻪ اﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺗﻮ ﻛﯥ د اﻧﺘﻘﺎﻟﻲ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻏړي ځﺎن ﻛﺎﻧﺪﻳﺪوﻟﻰ ﻧﺸﻲ ( .
ــ ﺗﺮ ﻫﻐﻪ وﺧﺘﻪ ﭘﻮرې ﭼﯥ ﻧﻮى اﺳﺎﺳﻲ ﻗﺎﻧﻮن ﺟﻮړﻳږي ،ﭼﺎرې د اوﺳﻨﻲ اﺳﺎﺳﻲ ﻗﺎﻧﻮن د ﻫﻐﻮ اﺣﻜﺎﻣﻮ ﭘﻪ
ﺑﻨﺴټ ﺑﺎﻧﺪې ﺗﺮ ﺳﺮه ﻛﯧږي ﭼﯥ د ﻧﻮو ﺷﺮاﻳﻄﻮ ﺳﺮه ﺳﻤﻮﻧﻮاﻟﻰ وﻟﺮي او ﭘﻪ ﻧړﻳﻮال ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ ﻛﯥ د اړﺧﻮﻧﻮ ﻟﻪ ﺧﻮا ورﺑﺎﻧﺪې ﺗﻮاﻓﻖ ﺷﻮئ وي .
د اﻣﻨﻴﺖ ﺳﺘﻮﻧﺰه :اﻧﺘﻘﺎﻟﻲ ﺣﻜﻮﻣﺖ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﻣﺮﺳﺘﻮ ﭘﻪ ﺑﻨﺴټ ﺑﺎﻧﺪې ﺑﺎﻳﺪ ﭘﻪ ډﻳﺮه ﺑﯧړه اﻣﻨﻴﺘﻲ ﻣﻠﻲ اورګﺎﻧﻮﻧﻮ ﺗﻪ ﭘﻴﺎوړﺗﻴﺎ ورﻛړي .ﺧﻮ ﺳﺮه ﻟﻪ دې داﺳﯥ ګﻮﻣﺎن ﻧﻪ ﻛﯧږي ﭼﯥ ﻣﻠﻲ اﻣﻨﻴﺘﻲ اورګﺎﻧﻮﻧﻪ ﭘﻪ ﭼټﻜۍ
دوﻣﺮه وده وﻛړي ﭼﯥ ﻣﻮږ ﭘﻪ اﻣﻨﻴﺘﻲ ﻟﺤﺎظ ﭘﻪ ﺑﺸﭙړه ﺗﻮګﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ اﻣﻜﺎﻧﺎﺗﻮ ﻣﺘﻜﻲ ﺷﻮ .
د اﻣﻨﻴﺘﻲ اﻟﺘﺮﻧﺘﻴﻔﻮﻧﻮ ) ﺑﺪﻳﻠﻮﻧﻮ ( ﻣﺤﺘﻮا ﻫﺮ څﻪ ﭼﯥ وي د اﺟﻨډا ﭘﻪ ﺳﺮ ﻛﯥ ﺑﺎﻳﺪ د ﻧﺎﻗﺎﻧﻮﻧﻪ ﺟﻨﮕﻲ ډﻟﻮ او
ﺧﺼﻮﺻﻲ ﻛﻤﭙﻨﻴﻮ ﺑﯥ وﺳﻠﯥ ﻛﻮل ځﺎى وﻟﺮي .
داﻣﻨﻴﺖ د ﺗﺄﻣﻴﻦ ﭘﻪ اړه دوه اﻟﺘﺮﻧﺘﻴﻒ ﻣﻄﺮح ﻛﻴﺪى ﺷﻲ :
ــ ﭘﻪ ﺟﻨګ ځﭙﻠﻮ ﺳﻴﻤﻮﻛﯥ د ﻧﻮي ﺣﻜﻮﻣﺖ د اﻣﻨﻴﺘﻲ ﭘﺮﺳﻮﻧﻠﻮ او د ﻣﻘﺎوﻣﺖ د ﻣﻠﻴﺸﻴﻮ ﻟﻪ ﺧﻮا ګډې اﻣﻨﻴﺘﻲ
ﻛﻤﻴټﯥ ﺟﻮړول .
د ﻧﻮﻣﻮړې ﭘﺮوﺳﯥ د ﺑﺮﻳﺎﻟﻴﺘﻮب ﺿﻤﺎﻧﺖ دا دى ﭼﯥ د ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﻣﻠﻴﺸﯥ د ﻫﻐﻪ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﻪ ﻣﻼﺗړ وﻓﺎدار
ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻲ ﭼﯥ د ﻧړﻳﻮال ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ د ﺗﻮاﻓﻖ ﻟﻪ ﻻرې ﺟﻮړې ﺷﻮﻳﺪي .
ﻛﻠﻪ ﭼﯥ اﻣﻨﻴﺘﻲ ګډې ﻛﻤﻴﺘﯥ ﭘﻪ ﺟﻨﮓ ځﭙﻠﻮ ﺳﻴﻤﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ اوﺿﺎﻋﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﺧﭙﻠﻪ وﻟﻜﻪ ټﻴﻨګﻪ ﻛړي ،ﺑﺎﻳﺪ ﭘﻪ
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻣﻴﺸﺖ ﺑﻬﺮﻧۍ ﻗﻮاوې د ﺧﭙﻞ ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺗﺤﺮﻛﺎﺗﻮ اﺳﺘﻘﺎﻣﺖ ﺷﻤﺎﻟﻲ او ﻟﻮﻳﺪﻳﺰو ﺳﻴﻤﻮ ﺗﻪ ﭘﺮاخ
ﻛړي .ﺷﻤﺎﻟﻲ ﭘﻮﻟﯥ او د ﻫﻐﻪ ﺳﺮه ﺗړﻟﯥ ﻟﻮژﺳﺘﻴﻜﯥ او اﻛﻤﺎﻻﺗﻲ ﻻرې ﺗﺮ ﻛﻠﻜﯥ څﺎرﻧﯥ ﻻﻧﺪې وﻧﻴﺴﻲ .
94
ﻛﻠﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ټﻮل اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ اﻣﻨﻴﺘﻲ ګډې ﻛﻤﻴټﯥ او ﻣﻠﻲ ﭘﻮځ ﭘﻪ اوﺿﺎﻋﻮ ﺑﺎﻧﺪې واﻛﻤﻦ ﺷﻮ ،ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ
ﻗﻮاوو ﺣﻀﻮر ﺗﻪ اړﺗﻴﺎ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ځﻲ .
ــ د اﻣﻨﻴﺖ د ﺗﺄﻣﻴﻦ ﭘﻪ ﻣﻮﺧﻪ دوﻫﻢ اﻟﺘﺮﻧﺘﻴﻒ ،ﭼﯥ ﻧړﻳﻮال ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ ورﺑﺎﻧﺪې ﻏږﻳﺪﻟﻰ ﺷﻲ ﭘﻪ ټﻮل
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د م ،م د ﺳﻮﻟﯥ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ اﺳﺘﻘﺮار دى .
دﻏﻪ ﻗﻮأ ﭼﯥ ﺑﺎﻳﺪ اﺳﻼﻣﻲ ﻏﻴﺮ ګﺎوﻧډي ﻫﻴﻮادوﻧﻪ ﭘﻪ ﻛﯥ وﻧډه وﻟﺮي ،د اوﺳﻨﻲ ﻧړﻳﻮال ﻧﻈﺎﻣﻲ اﺋﺘﻼف ځﺎى
ﻧﻴﺴﻲ ،او د ﻫﻐﻪ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻣﻼﺗړ ﻛﻮي ﭼﯥ ﭘﻪ ﻧړﻳﻮال ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ ﻛﯥ ﭘﻪ ﺟﻮړﻳﺪو ﻳﻲ ﺗﻮاﻓﻖ ﺷﻮى وو .د م ،م د
ﺳﻮﻟﯥ ﻗﻮاوې ﺗﺮ ﻫﻐﻪ وﺧﺘﻪ ﭘﻮرې ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﭘﺎﺗﯥ ﻛﯧږي ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﻲ اﻣﻨﻴﺘﻲ ،ﻣﻠﻲ اورﮔﺎﻧﻮﻧﻪ د
اﻣﻨﻴﺖ د ﺗﺄﻣﻴﻦ ﭘﻪ ﻣﻮﺧﻪ وړﺗﻴﺎ را ﭘﻴﺪا ﻛړي.
ﻫﻤﺪا اوس د ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﻪ د ﻧﻨﻪ او د ﺑﺎﻧﺪې ځﻴﻨﯥ ﻣﻐﺮﺿﻮ ﻛړﻳﻮ ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺑﺮﺧﻪ ﻟﻴﻚ ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ
ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﺣﻀﻮر ،ﺟګړې دوام او د اوﺳﻨﻲ ﺣﺎﻟﺖ ﺳﺎﺗﻨﯥ )ﺳﺎﺗﻮﻧﻜﻮ ( ﺳﺮه ﺗړﻟﻰ د وﻟﺴﻤﺸﺮى اﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺗﻮ ﭘﻪ داﻳﺮﻳﺪو ﺗﻴﻨګﺎر ﻛﻮي .دوى ﻏﻮاړي ﭼﯥ 7ﻛﻠﻦ اﺷﻐﺎل ،ﺟګړه او اﻓﻐﺎن وژﻧﻪ د 5راﺗﻠﻮﻧﻜﻮ ﻛﻠﻮ د ﭘﺎره د
ﻓﺮﻣﺎﻳﺸﻲ او دﺳﺘﻮري اﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺗﻮ ﻟﻪ ﻻرې اوږده ﺷﻲ او ﻣﺸﺮوﻋﻴﺖ وﻣﻮﻣﻲ .
ﻛﻪ ﻣﻮږ د اﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺗﻮ ﻣﻨﻄﻖ ﺗﻪ ځﻴﺮ ﺷﻮ ﻧﻮ ﭘﻪ ډاګﻪ ﺣﻜﻢ ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻮ ﭼﯥ ﭘﻪ اوﺳﻨﻴﻮ ﺷﺮاﻳﻄﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ
د اﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺗﻮ د ﺗﺪوﻳﺮ د ﭘﺎره زﻣﻴﻨﻪ ﻣﺴﺎﻋﺪ ه ﻧﺪه :
ﭘﻪ ﺟﻨګ ځﭙﻠﻮ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ او ﻟﻪ ﻫﻐﯥ ﺟﻤﻠﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﺑﺎﻳﺪ د اﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺗﻮ ﻧﻪ د دوو ﻣﻘﺎﺻﺪو د ﭘﺎره
ګﺘﻪ ﭘﻮرﺗﻪ ﺷﻲ :
ــ واﻛﻤﻨۍ ﺗﻪ ﻣﺸﺮوﻋﻴﺖ ورﻛﻮل .
ــ وﺳﻠﻪ واﻟﻮ ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﭘﺮوﺳﻪ ﻛﯥ د راﺟﺬﺑﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﻻرې ،ﺟګړې ﺗﻪ د ﭘﺎى ټﻜﻰ اﻳښﻮدل.
ﺧﻮ اوﺳﻤﻬﺎل د ﻧﻮﻣﻮړو ﻣﻮﺧﻮ د ﺗﺎﻣﻴﻦ د ﭘﺎره ﺷﺮاﻳﻂ ﺳﻢ ﻧﻪ ښﻜﺎري .ځﻜﻪ ﭼﯥ : ــ ﻫﻴﻮاد د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﻗﻮاوو ﺗﺮ اﺷﻐﺎل ﻻﻧﺪې دى .
ــ د ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ ﻳﻮه ﻟﻮﻳﻪ ﺑﺮﺧﻪ ﻛﯥ د ﻧﺎ اﻣﻨۍ ﻟﻪ ﻛﺒﻠﻪ راى ورﻛﻮﻧﻜﻲ ﻣﺼﺌﻮﻧﻴﺖ ﻧﻠﺮي .
ــ د ﻋﻤﻮﻣﻲ ﺳﺮ ﺷﻤﻴﺮﻧﯥ د ﻧﺸﺘﻮاﻟﻲ ﻟﻪ درﻛﻪ د ﻣﺴﺘﺤﻘﻮ راى ورﻛﻮﻧﻜﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻣﻌﻠﻮم ﻧﺪى .
اﻧﺘﺨﺎﺑﺎت ﭘﻪ اوﺳﻨﻴﻮ ﺳﺘﻮﻧﺰﻣﻨﻮ ﺷﺮاﻳﻄﻮ ﻛﯥ د ﺳﻮﻟﯥ ﺿﺪ ﺗﻮﻃﺌﻪ ګڼﻠﻰ ﺷﻮ .
د ﺳﻮﻟﯥ ﻻره ﻫﻮاره او روښﺎﻧﻪ ده ﻳﻮازې ﺳﻴﺎﺳﻲ اراده ،واﻗﻌﺒﯧﻨﻲ او ﺻﺪاﻗﺖ ﺗﻪ اړﺗﻴﺎ ﻟﺮي .
ﺟګړه ﭘﻪ زور ﭘﺮ ﻣﻮږ ﺗﭙﻞ ﺷﻮﻳﺪه ،دت ﭘﻞ ﺷﻮې ﺟګړې ﻃﻠﺴﻢ ﻳﻮازې د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻻس ﻣﺎﺗﻮﻟﯥ ﺷﻮ .ﭘﻪ دې ﺷﺮط ﭼﯥ :
ــ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻗﺪرت د ډګﺮ ﻟﻴﻮﻧﻴﺎن د ﭘﺮدﻳﻮ د ﻟﻮﺑﻮ وﺳﻴﻠﻪ وﻧګﺮځﻲ .د ﻣﻠﻲ ګﺘﻮ ﭘﻪ ﺳﺮ ﺑﺎﻧﺪې د
ﻫﻴﭽﺎ ﺳﺮه ﻣﻌﻼﻣﻠﻪ وﻧﻜړي .
ــ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻣﻠﻲ ﻛړﻳﻮ ﺧﭙﻠﯥ ﻫﻠﯥ ځﻠﯥ د ﻳﻮه ﻣﻠﻲ ،ﺧﭙﻠﻮاك او اﻧﺘﻘﺎﻟﻲ ﺣﻜﻮﻣﺖ د ﺟﻮړﻳﺪو ﭼﯥ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ
ﻣﻬﺎﺟﻤﻮ ﻗﻮﺗﻮﻧﻮ ﺳﺮه د ﺗﭙﻞ ﺷﻮې ﻏﻴﺮ ﻋﺎدﻻﻧﻪ ﺟګړې او اﻓﻐﺎن وژﻧﯥ ﭘﻪ اړوﻧﺪ ﺣﺴﺎب او ﻛﺘﺎب وﻛړي ، وﻗﻒ ﻛړي (28) .
ﻫﻤﺪا راز ﻳﻮﺑﻞ اﻓﻐﺎن ﺳﻴﺎﺳﺘﭙﻮه ،ډاﻛټﺮ ﻓﺎروق اﻋﻈﻢ ،ﻫﻢ د ﻫﻴﻮاد دازادۍ اواﺳﺘﻘﻼل ﻟﻪ ﭘﺎره د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ
ﺳﺮه د ﻣﺸﻮرو ﻟﻪ ﭘﺎره ګﺎم اﺧﺴﺘﻰ ،ﻫﻐﻪ واﻳﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ د ې اړه ﻳﯥ ،دوه ځﻠﯥ د اروﭘﺎ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﺗﻪ
95
او ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺗﻪ ﻫﻢ ﺳﻔﺮوﻧﻪ ﻛړي او ﭘﻪ دې ﻫﻴﻮادو ﻛﯥ ﻳﯥ د ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ اﻓﻐﺎﻧﻲ ﻛړﻳﻮ ﺳﺮه ﺧﺒﺮې
ﻛړې او د ﺧﭙﻠﯥ ﺳﻮﻟﯥ ﻃﺮﺣﻪ او ﭘﻼن ﻳﯥ ورﺗﻪ وړاﻧﺪې ﻛړې .ﺗﺮ اوﺳﻪ ﭘﻮرې درې ځﻠﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ ﻫﻢ د ﻫﻐﻪ ځﺎى د ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻛړﻳﻮ ﺳﺮه دﻛﺘﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺗﻠﻠﯥ اوﻫﻢ ﻳﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ او د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻛړﻳﻮ
ﺳﺮه ﻟﻴﺪه ﻛﺎﺗﻪ ﻛړي دي .ﻫﻐﻪ ﺧﭙﻞ د ﺳﻮﻟﯥ ﭘﺮوګﺮام ،داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻣﺴﺌﻠﯥ د ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺣﻞ ﺗﺮ ﻋﻨﻮان ﻻﻧﺪې ﭘﻪ دې ﺗﻮګﻪ ﺗﺮﺗﻴﺐ ﻛړې دى :
د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اﺳﺎﺳﻲ ﻗﺎﻧﻮن د) 64ﻣﺎدې( د ﺣﻜﻢ ﭘﻪ اﺳﺎس دى د راﺗﻠﻮﻧﻜﻮ اﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺗﻮ ﭘﺮ ځﺎى ﻟﻮﻳﻪ ﺟﺮګﻪ ﭘﻪ
ﻻﻧﺪې ډول راوﺑﻠﻞ ﺷﻲ:
اﻟﻒ .داﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ دﺧﭙﻠﻤﻨځﻲ ﺧﺒﺮو ﭘﻴﻞ:
] دﺑﺎور ﻓﻀﺎء راﻣﻨځﺘﻪ ﻛﻮل :د داﻳﻤﻲ ﺳﻮﻟﯥ ﭘﻪ ﻣﻨﻈﻮر دﺧﺒﺮو اﺗﺮود ﭘﻴﻞ دﻣﺨﻪ دﻣﺘﺨﺎﺻﻤﻮ ډﻟﻮ ﺗﺮﻣﻨځ
د ﺑﺎور د ﻓﻀﺎء راﻣﻨځﺘﻪ ﻛﯧﺪه ﺿﺮور دي؛ ﭘﻪ ﻧﺸﺮاﺗﻮ ﻛﯥ ﻳﻮ د ﺑﻞ ﺧﻼف ﻣﻀﺮ ﺗﺒﻠﻴﻐﺎت ﺑﻨﺪول او ﭘﻪ ﻋﻮض ﻛﯥ د ﭘﺨﻼﻳﻨﻰ ﺧﺒﺮې ﻛﻮل.
دﻣﺘﺨﺎﺻﻤﻮ ډﻟﻮ ﺗﺮﻣﻨځ دې د ﺗﻔﺎﻫﻢ ﭘﻪ ﻣﻨﻈﻮر ﺑﯧﻄﺮﻓﻪ او دﺧﻴﺮ ﺧﻠﻚ وګﺮځﻲ. د ﺣﺴﻦ ﻧﻴﺖ د ښﻮوﻟﻮ ﻟﭙﺎره د ﻳﻮﺷﻤﻴﺮ ﺑﻨﺪﻳﺎﻧﻮ ﺧﻮﺷﻲ ﻛﻮل.
ﻳﻮ ﭘﺮب ل دﺗﻮروﻧﻮ اﺧﻴﺴﺘﻞ او ﭘﺮ ﺳﺮوﻧﻮ د ﺟﺎﻳﺰو ﻟﻐﻮ ﻛﻮل.
د اورﺑﻨﺪ اﻋﻼن .د اورﺑﻨﺪ څﺎرﻧﻪ ﻳﻮ ګډ ﻛﻤﻴﺴﻴﻮن ﻛﻮي او دواړه ﺧﻮاوې ﻛﻤﻴﺴﻴﻮن ﺗﻪ د دﻧﺪې داﺟﺮاء ﻟﭙﺎره ﺳړي او ﻻزم اﻣﻜﺎﻧﺎت ﺑﺮاﺑﺮوي.
ب .ﻟﻮﻳﻪ ﺟﺮګﻪ :
د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ،ګﺎوﻧډﻳﺎﻧﻮ او ﻧړﻳﻮاﻟﻮ ﺳﺮه ﺗﺮ ﺗﻔﺎﻫﻢ ورورﺳﺘﻪ ،اﺳﻼﻣﻲ ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ دﻳﻮې ﺑﯧﻦ اﻻﻓﻐﺎﻧﻲ ﺟﺮګګۍ
ﻟﻪ ﺟﻮړﻳﺪو ﺳﺮه ﻣﺮﺳﺘﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ د ﻟﻮﻳﯥ ﺟﺮګﯥ دﺟﻮړﻳﺪو او راﺑﻠﻠﻮ ﻟﭙﺎره ﻛړﻧﻼره ﺟﻮړه ﻛړي.
ﻟﻮﻳﻪ ﺟﺮګﻪ د اﻓﻐﺎﻧﻲ ټﻮﻟﻮ ﻣﺘﺨﺎﺻﻤﻮ ،ﻣﻄﺮح ،ﻣﻌﺘﻨﺎﺑﻪ ډﻟﻮ او ﭘﻮﻫﻮ ﺷﺨﺼﻴﺘﻮﻧﻮ ﻟﻪ ﻣﻨځ څﺨﻪ د اﺳﻼﻣﻲ
ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ ﭘﻪ ﻣﺮﺳﺘﻪ راﺑﻠﻞ ﻛﯧږي .د ﻟﻮﻳﯥ ﺟﺮګﯥ ﭘﻪ درﺷﻞ ﻛﯥ ټﻮل ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺑﻨﺪﻳﺎن ﺧﻮﺷﻲ ﻛﯧږي .اورﺑﻨﺪ دوام
ﻟﺮي او وﺳﻠﻪ واﻟﻮ ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﭘﺮوﺳﻪ ﻛﻰ دځﺎى ورﻛﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﻻرې ﺟګړه ﻋﻤﻼ ﺧﺘﻤﻴږي.
د ﺳﻮﻟﯥ اﺑﺘﻜﺎر ﺗﻪ د ﻻرې د ﻫﻮارﯦﺪو ﭘﻪ ﻣﻨﻈﻮر ﻟﻮﻳﻪ ﺟﺮګﻪ ﭘﻪ اوﺳﻨﻲ اﺳﺎﺳﻲ ﻗﺎﻧﻮن ﻛﯥ ﻻزم ﺗﻌﺪﻳﻼت راوﻟﻲ
او د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﺗﺮﻣﻨځ د ﻳﻮ آزاد ،آرام او ﭘﺮﻣﺨﺘﻠﻮﻧﻜﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻟﭙﺎره ﭘﻪ ﻳﻮه روښﺎﻧﻪ ﻓﻀﺎء ﻛﯥ ﻣﺴﺘﻘﻴﻢ او ﻏﻴﺮ ﻣﺸﺮوط ﺧﺒﺮې ﭘـﻴﻠﻮى.
ﻟﻮﻳﻪ ﺟﺮګﻪ د ﺧﭙﻠﻤﻨځﻲ ﺗﻔﺎﻫﻢ ﭘﻪ ﻧﺘﻴﺠﻪ ﻛﯥ د ﻫﻴﻮاد ﻟﭙﺎره ﻗﻴﺎدت ﺗﺜﺒﯧﺘﻮي او ﻳﻮ ﺑﯧﻄﺮف ﺷﺨﺺ دﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﻪ ﺟﻮړوﻟﻮ ﭼﯥ ټﻮﻟﻮ ﺟﻨګﻲ ﺧﻮاوو ﺗﻪ ﻗﺎﺑﻞ ﻗﺒﻮل وي ﻣﻜﻠﻔﻮي .ددوﻟﺖ ﻣﻮﺟﻮده رﺋﻴﺲ ﺧﭙﻠﻪ ﭼﻮﻛۍ او
ﺻﻼﺣﻴﺘﻮﻧﻪ د ﻟﻮﻳﯥ ﺟﺮګﯥ ﭘﻪ ﻣﺨﻜﯥ ودﻏﻪ ﻣﻨﺘﺨﺐ ﺷﺨﺺ ﺗﻪ ﺳﭙﺎري او ﻫﻐﻪ ﭘﺨﭙﻞ وار و اﺳﻼم ،ﻫﻴﻮاد او
اﺳﺎﺳﻲ ﻗﺎﻧﻮن ﺗﻪ د ﺗﻌﻬﺪ او وﻓﺎدارۍ ﻟﻮړه ﻛﻮي.
د ﻟﻮﻳﯥ ﺟﺮګﯥ دﻏړو ﻟﺨﻮا ددوﻟﺖ و ﻧﻮي ﻣﺸﺮ ﺗﻪ ﭘﻪ اﺳﻼﻣﻲ ﻃﺮﻳﻘﻪ ﺗﺮ ﺑﯧﻌﺖ ورﺳﺘﻪ ﻟﻮﻳﻪ ﺟﺮګﻪ رﺧﺼﺘﻴږي او
ﭘﺮﺧﭙﻞ ځﺎى د ﻫﺮ وﻻﻳﺖ څﺨﻪ درې ﺗﻨﻪ ﻧﻤﺎﻳﻨﺪګﺎن ﭘﺮﻳږدي )دﻳﻨﻲ ﻋﺎﻟﻢ ،ﻗﻮﻣﻲ ﻣﺸﺮ او دﻋﺼﺮي ﻋﻠﻮﻣﻮ ﺗﻌﻠﻴﻢ
ﻳﺎﻓﺘﻪ( ﭼﯥ د وﻟﺴﻲ ﺟﺮګﯥ وﻇﻴﻔﻪ اﺟﺮاء ﻛړي .ددوﻟﺖ ﻧﻮى رﺋﻴﺲ ﺧﭙﻠﻪ ﻛﺎﺑﯧﻨﻪ دﻏﻪ ﻣﻤﺜﻠﻰ وﻟﺴﻲ ﺟﺮګﯥ ﺗﻪ د اﻋﺘﻤﺎد د راﺋﯥ د اﺧﻴﺴﺘﻮ ﻟﭙﺎره ﻣﻌﺮﻓﻲ ﻛﻮي.
96
ج .ﺣﻜﻮﻣﺖ :
.اﻧﺘﻘﺎﻟﻲ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻣﻠﻲ وﺣﺪت ﺗﻪ ﻣﺘﻌﻬﺪ او د ﻧﺎﭘـﯧـﻴﻠﻮ او ﻣﺴﻠﻜﻲ ﻛﺎرﭘﻮﻫﺎﻧﻮ څﺨﻪ ﺟﻮړ دى.
.اﻧﺘﻘﺎﻟﻲ دوره درې ﻛﺎﻟﻪ ده.
.د اﻧﺘﻘﺎﻟﻲ دورې ﻣﺸﺮ او د ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻏړي ﻳﯥ د ﻳﻮې ﻣﻌﻴﻨﻰ ډﻟﯥ ﻏړي ﻧﺪي او ﻧﻪ ﻛﻮﻣﻪ ډﻟﻪ ﺗﻘﻮﻳﻪ ﻛﻮي او
ﻳﺎﻳﯥ ځﭙﻲ ﺑﻠﻜﯥ د ټﻮل ﻣﻠﺖ ﮔټﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻧﻈﺮ ﻛﯥ ده او د ﻫﻐﻪ ﻟﭙﺎره ﻛﺎر ﻛﻮي.
.داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دوﻟﺖ ﺗﻌﻬﺪ ﻛﻮي ﭼﯥ د ﻧﻮرو ﻫﻴﻮادو ﭘﻪ داﺧﻠﻲ ﭼﺎرو ﻛﯥ ﻣﺪاﺧﻠﻪ ﻧﻜﻮي او اﺟﺎزه ﻧﻪ ورﻛﻮي
ﭼﯥ ﺧﺎوره ﻳﯥ د ﻧﻮرو ﭘﻪ ﺿﺪ اﺳﺘﻌﻤﺎل ﺳﻲ .او ﻛﻮښښ ﻛﻮي د ﺳﻴﻤﯥ او ﻧړۍ ﭘﻪ ﺛﺒﺎت او ﭘﺮﻣﺨﺘګ ﻛﯥ ﻻزم
ﻣﺜﺒﺖ رول وﻟﻮﺑﻮي.
.د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﮔﺎوﻧډﻳﺎن ددﻏﻪ ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ داﺧﻠﻲ ﭼﺎرو ﻛﯥ د ﻋﺪم ﻣﺪاﺧﻠﺖ ﺗﻌﻬﺪ ﻛﻮي او د م .م .م .د اﻣﻨﻴﺖ ﺷﻮرى ددوى دﻏﻪ ﺗﻌﻬﺪ ﺗﻀﻤﻴﻨﻮي او ﭘﺮﻫﻐﻪ ﻫﻴﻮاد ﺗﻌﺬﻳﺮات ﻟګﻮي ﭼﯥ ﭘﻪ راﺗﻠﻮﻧﻜﯥ ﻛﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ
ﭼﺎرو ﻛﯥ ﻣﺪاﺧﻠﻪ ﻛﻮي.
.اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دﻳﻮ ازا ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ د ﻧړﻳﻮاﻟﯥ ټﻮﻟﻨﯥ ﻳﻮ ﻓﻌﺎل ﻏړى دى .د ﻣﻠﮕﺮو ﻣﻠﺘﻮ ﻣﺆﺳﺴﻪ اﻧﺘﻘﺎﻟﻲ دوﻟﺖ ﭘﻪ رﺳﻤﻴﺖ ﭘﻴﮋﻧﻲ او د ﻫﻐﻪ ﻣﻼﺗړ ﻛﻮي.
.اﻧﺘﻘﺎﻟﻲ ﺣﻜﻮﻣﺖ د ﻫﻴﻮاد د اﺳﺘﻘﺮار او ﭘﺮﻣﺨﺘګ ﻟﭙﺎره ﭘﻨځﻜﻠﻦ اﻧﻜﺸﺎﻓﻲ ﭘﻼن ﺟﻮړوي او ﻧړﻳﻮاﻟﻪ ټﻮﻟﻨﻪ ﺗﻌﻬﺪ ﻛﻮي ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ ﺧﭙﻠﯥ اﻗﺘﺼﺎدي ﻣﺮﺳﺘﯥ ﺣﺎري ﺳﺎﺗﻲ .
.ﺧﺎرﺟﻲ ﭘﻮځﻮﻧﻪ د ﻳﻮﻛﺎل ﭘﻪ ﻣﻮده ﻛﯥ ﻟﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻧﻪ وځﻲ .ﻧﺎټﻮ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻮځ ﺗﻪ ﻫﻐﻪ ﻣځﻜﻨﻲ اوﻫﻮاﺋﻲ
ﺣﺮﺑﻲ وﺳﺎﻳﻞ ﭘﺮﻳږدي ﭼﯥ دداﺧﻠﻲ اﻣﻦ ﻟﭙﺎره ﺿﺮور دي .دﻧﺎټﻮ دﭘﻮځﻮﻧﻮځﺎى اﺳﻼﻣﻲ ﭘﻮځ ﻧﻴﺴﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﻛﯥ ګﺎوﻧډﻳﺎن او ﻫﻐﻪ ﻫﻴﻮادوﻧﻪ ﺷﺎﻣﻞ ﻧﺪي ﭼﯥ اوس ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﭘﻮځ ﻟﺮي.
.ﭘﻪ اﻳﺮان او ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﻛﯥ ټﻮل ﻣﻬﺎﺟﺮﻳﻦ د دوو ﻛﺎﻟﻮ ﭘﻪ ﻣﻮده ﻛﯥ د م .م .د ﻣﺆﺳﺴﯥ ﭘﻪ ﻣﺮﺳﺘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ ﺳﺘﻨﻴږي او داﺧﻠﻲ ﺑﯧځﺎﻳﻪ ﺳﻮې ﻛﻮرﻧۍ ځﺎى ﭘﺮځﺎى ﻛﯧږي.
.اﻧﺘﻘﺎﻟﻲ دوﻟﺖ ټﻮﻟﻪ ﻏﻴﺮﻣﺠﺎزه وﺳﻠﻪ ﻟﻪ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ټﻮﻟﻮي او ﺑﻬﺮﻧﻲ ﻣﺴﻠﺢ اﻓﺮاد اوګﺮوﭘﻮﻧﻪ ﻟﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻧﻪ
رﺧﺼﺘﻮى .ﻛﻪ څﻮك ﭘﺎﺗﯧږي د ﺟﻴﻨﻮا د 1951ﻛﻨﻮﻧﺸﻦ او ددوﻟﺖ د ﻣﻘﺮراﺗﻮ ﻣﻄﺎﺑﻖ د ﻣﻬﺎﺟﺮ ﭘﻪ ډول ﻣﻌﺎﻣﻠﻪ
ورﺳﺮه ﻛﯧږي.
.اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻳﻮ اﺳﻼﻣﻲ ﻫﻴﻮاد او د اﺳﻼﻣﻲ اﻣﺖ ﻳﻮه ﺑﺮﺧﻪ ده .د اﺳﻼﻣﻲ ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ ﭘﻪ ﻣﺮﺳﺘﻪ د اﺳﻼﻣﻲ
ﻧړۍ د ﻣﻌﺘﺒﺮو ﻋﻠﻤﺎؤ ﻳﻮه ډﻟﻪ د اﻓﻐﺎﻧﻲ ﻋﻠﻤﺎؤ ﺳﺮه اﻧﺘﻘﺎﻟﻲ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺗﻪ ﭘﻪ ځﻴﻨﻮ ﻣﻬﻤﻮ اﺳﻼﻣﻲ ﻣﺴﺎﺋﻠﻮ ﻛﯥ ﻣﺸﻮره ورﻛﻮي؛ او ګﻮري د دا ډول ﻣﺴﺎﺋﻠﻮ ﺳﺮه ﭘﻪ ﻧﻮرو اﺳﻼﻣﻲ ﻫﻴﻮادو ﻛﯥ څﻨﻜﻪ ﻣﻌﻼﻣﻠﻪ ﺳﻮﻳﺪه .ﻟﻜﻪ د ښځﻮ ﺗﻌﻠﻴﻢ ،د ښځﻮ ﺣﺠﺎب ،د ﻋﺼﺮي ﻋﻠﻮﻣﻮ زده ﻛړه ،ﻣﻮﺳﻴﻘﻲ او داﺳﯥ ﻧﻮر.
.اﻧﺘﻘﺎﻟﻲ ﺣﻜﻮﻣﺖ د ﺧﭙﻠﯥ دورې ﭘﻪ درﻳﻢ ﻛﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ ﺧﺎرﺟﻲ ﻗﻮاوې وﺗﻠﯥ ،وﺳﻠﯥ ټﻮﻟﯥ ﺳﻮې او اﻛﺜﺮه
ﻣﻬﺎﺟﺮ او ﺑﯧځﺎﻳﻪ ﺳﻮې ﻛﻮرﻧۍ ﭘﺮځﺎى ﺳﻮى وي اﺳﺎﺳﻲ ﻗﺎﻧﻮن ﺗﺪوﻳﻦ او د ﻟﻮﻳﯥ ﺟﺮګﯥ ﭘﻪ ﺗﺼﻮﻳﺐ ﻳﯥ رﺳﻮي.
.اﻧﺘﻘﺎﻟﻲ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﻪ اﺧﻴﺮو ﺷﭙږو ﻣﻴﺎﺷﺘﻮ ﻛﯥ د اﺳﺎﺳﻲ ﻗﺎﻧﻮن ﻣﻄﺎﺑﻖ د اﺳﻼﻣﻲ ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ او ﻣﻠګﺮوﻣﻠﺘﻮ
ﭘﻪ ﻣﺮﺳﺘﻪ ددوﻟﺖ دﻣﺸﺮ او ﺷﻮرى ﻟﭙﺎره اﻧﺘﺨﺎﺑﺎت ﻛﻮي او دﺧﭙﻠﯥ دورې ﭘﻪ ﭘﺎى ﻛﯥ واك وﻧﻮي ﻣﻨﺘﺨﺐ
ﺟﻤﻬﻮر رﺋﻴﺲ ﺗﻪ ﺳﭙﺎري.
97
.د اﻧﺘﻘﺎﻟﻲ دورې رﺋﻴﺲ او وزﻳﺮان ﭘﻪ راﺗﻠﻮﻧﻜﯥ ﻟﻮﻣړﻧﻰ دوره ﻛﯥ ددوﻟﺖ د رﻳﺎﺳﺖ او ﻳﺎ وزارت دﻧﺪه ﻧﺴﻰ ﺗﺮﺳﺮه ﻛﻮﻻى(29) .
د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻣﻠﻲ ﺳﺮاﺳﺮي ﺟﺮګﯥ ﻫﻢ د ﻫﻴﻮاد دﺳﺘﻮﻧﺰو دﺣﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره وړاﻧﺪﻳﺰوﻧﻪ ﻛړي او ﻟﻴﻜﻲ ﭼﯥ :
زﻣﻮږ ﭘﻪ اﻧﺪ د دې وﺧﺖ را رﺳﯧﺪﻟﻰ ،ﭼﯥ ﻧړﻳﻮاﻟﻪ ټﻮﻟﻨﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ اړه ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋۍ ﺑﯧﺎ ﻛﺘﻨﻪ
وﻛړي او د ﻧﻮﻳﻮ ﺷﺮاﻳﻄﻮ او اﻳﺠﺎﺑﺎﺗﻮ ﭘﻪ رڼﺎ ﻛﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋۍ ﻛﯥ ژور ﺑﺪﻟﻮﻧﻮﻧﻪ راوﻟﻲ .ﺗﺮ ﻫﺮ څﻪ د ﻣﺨﻪ
ﻧړﻳﻮاﻟﻪ ټﻮﻟﻨﻪ ،اﻣﺮﻳﻜﺎ او ﻧﺎټﻮ ﺑﺎﻳﺪ ﺧﭙﻠﯥ ﺗګﻼرې ﺳﺮه ﻫﻤﻐږې ﻛړي او د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻟﻪ دوﻟﺖ ﺳﺮه ﻳﻮه ګډه
ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋي ﻃﺮﺣﻪ او د ﻫﻐﯥ ﻟﻪ ﭘﻠﻲ ﻛﻮﻟﻮ ﺳﺮه د ټﻮﻟﻮ ﻫﻐﻮ ﺗﯧﺮوﺗﻨﻮ ،ﭼﯥ ﻣﺨﻜﯥ ﺗﺮﺳﺮه ﺷﻮى ﻣﺨﻨﻴﻮى او
ﺟﺒﺮان وﻛړي .ﭘﻪ دﻏﻪ ﻃﺮﺣﻪ ﻛﯥ ﺑﺎﻳﺪ ﻟﻮﻣړى ﻟﻪ وﺳﻠﻪ واﻟﻮ ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﺳﺮه اړﻳﻜﯥ وﻧﻴﻮل ﺷﻲ او ﻫﻐﻮى ﺗﻪ ډاډ
ورﻛړل ﺷﻲ ،ﭼﯥ ﻛﻪ ﭼﯧﺮې دوى د ﺳﻮﻟﯥ ﭘﺮوﺳﯥ ﺗﻪ را ګډ ﺷﻲ ،ﻧﻮ ﺑﻬﺮﻧﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﺑﻪ د ﻳﻮه ټﺎﻛﻠﻲ ﻣﻬﺎل وﯦﺶ
ﻟﻪ ﻣﺨﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﺮﯦږدي او دوى ﺗﻪ ﺑﻪ د واك ﭘﻪ ټﺎﻛﻠﻮ ﻛﯥ ﺑﺮﺧﻪ ورﻛﻮل ﻛﯧږي.ﻛﻪ ﭼﯧﺮې ﻟﻪ وﺳﻠﻪ واﻟﻮ
ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﺳﺮه ﻣﺬاﻛﺮاﺗﻮ ﻧﺘﻴﺠﻪ ورﻛړه ،ﻛﯧﺪاى ﺷﻲ د ﻣﻠﻲ ﭘﺨﻼﻳﻨﯥ ﻳﻮ ﺑﯧﻦ اﻻﻓﻐﺎﻧﻲ ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ د ﻣﻠګﺮو
ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ او اﺳﻼﻣﻲ ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ ﺗﺮ ﺳﺮﭘﺮﺳﺘۍ ﻻﻧﺪې راوﻏﻮښﺘﻞ ﺷﻲ او ﺑﯧﺎ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﻛﯥ د ﻳﻮې ﻣﻠﻲ ﻟﻮﻳﯥ
ﻋﻨﻌﻨﻮي ﺟﺮګﯥ ﭘﻪ اړه ،د ﻫﻐﯥ د ﻣﯧﻜﺎﻧﯧﺰم او ﺻﻼﺣﻴﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ اړه ﭘﺮﯦﻜړې وﺷﻲ او ﭘﻪ دې ﺗﻮګﻪ د ﻳﻮه داﺳﯥ
ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻟﭙﺎره ﻻره اواره ﺷﻲ ﭼﯥ د وﻟﺲ د رښﺘﻴﻨﻮ اﺳﺘﺎزو ﭘﻪ ګډون د ټﻮﻟﻮ اړﺧﻮﻧﻮ ﻟﭙﺎره د ﻣﻨﻠﻮ وړ وي.ﭘﻪ
دې ﺗﻮګﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻣﻠﻲ ﺳﺮاﺳﺮي ﺟﺮګﻪ وړاﻧﺪﻳﺰ ﻛﻮي ،ﭼﯥ :د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ د اﻣﻨﻴﺖ ﺷﻮرا ،د اﺳﻼﻣﻲ
ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ ،ﻧﺎﭘﻴﻴﻠﻮ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ او د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺷﭙږو ګﺎوﻧډﻳﺎﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﺴﺘﻘﻴﻤﯥ څﺎرﻧﯥ ﻻﻧﺪې دې ،د ﺧﻴﺮ
ﻏﻮښﺘﻮﻧﻜﻮ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ واﺳﻄﻪ ،د ﻛﻠﻴﻤﯥ ﭘﻪ رښﺘﻴﻨﯥ ﻣﺎﻧﺎ ﻳﻮه ﻟﻮﻳﻪ ﻣﻠﻲ او ﻋﻨﻌﻨﻮي ﺟﺮګﻪ ﺟﻮړه او د
ﺟﺮګﯥ ﭘﺮﯦﻜړې دې د ﻧړﻳﻮاﻟﻮ څﺎروﻧﻜﻮ ﭘﻪ واﺳﻄﻪ ﺗﻀﻤﻴﻦ ﺷﻲ.د ﻋﻨﻌﻨﻮي ﻟﻮﻳﯥ ﺟﺮګﯥ ﺗﻌﺮﻳﻒ ،د ﺟﻮړﯦﺪو
ﻣﻴﻜﺎﻧﻴﺰم ،د ﭘﺮﯦﻜړو څﺮﻧګﻮاﻟﻰ او د ﻫﻐﻮى ﭘﻠﻲ ﻛﻮل د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻣﻠﻲ ﺳﺮاﺳﺮي ﺟﺮګﯥ د ﺳﻮﻟﯥ ﭘﻪ ﻃﺮﺣﻪ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻻزم ﺗﻔﺼﻴﻞ څﯧړل ﺷﻮې دي.ﭘﻪ ﭘﺎى ﻛﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻣﻠﻲ ﺳﺮاﺳﺮي ﺟﺮګﻪ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ د اﻣﻨﻴﺖ
ﺷﻮرا د ﻣﺤﺘﺮم ﻣﻘﺎم ﻟﻪ ﻻرې د ټﻮﻟﯥ ﻧړۍ ﻫﯧﻮادوﻧﻮ ،دوﻟﺘﻮﻧﻮ ،ځﻮاﻛﻮﻧﻮ او ﺑﻨﺴټﻮﻧﻮ ﺗﻪ دا ﭘﻴﻐﺎم اﺳﺘﻮي، ﭼﯥ :ﻣﻮږ ﺗﻪ د ﺣﻜﻮﻣﺖ او ﻧﻈﺎم ﺟﻮړوﻟﻮ ﻧﺴﺨﯥ ﻣﻪ ﻟﻴﻜﺊ ! ﭘﻪ زور ﻳﯥ ﻣﻪ راﺑﺎﻧﺪې ﺗﭙﺊ ! ﻣﻮږ ﺗﻪ ﭘﺎﻟﻴﺴﻲ او
ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋي ﻣﻪ ﺟﻮړوئ ! زﻣﻮږ د ﺧﭙﻠﻮاﻛۍ ،ﻣﻠﻲ واﻛﻤﻨۍ او د ځﻤﻜﻨۍ ﺑﺸﭙړﺗﻴﺎ درﻧﺎوى وﻛړئ ! ﻳﻮازې د
اﻓﻐﺎن اوﻟﺲ ﭘﻪ دوﺳﺘۍ ﺣﺴﺎب وﻛړئ ،ﻧﻪ د ځﺎﻧګړو ډﻟﻮ ،ﺳﻼ ﻛﺎراﻧﻮ ،ﺟﺎﺳﻮﺳﺎﻧﻮ او ژﺑﺎړوﻧﻜﻮ ﭘﻪ ﺧﺒﺮو«. آزاد او ﺑﺎ ﺛﺒﺎﺗﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻧﻪ ﻳﻮازې د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﺑﻠﻜﯥ د ګﺎوﻧډﻳﺎﻧﻮ ،ﺳﻴﻤﯥ او ﻧړۍ ﭘﻪ ګټﻪ ﻫﻢ دى !!
ﻳﻮه اﻓﻐﺎن ﺳﻴﺎﺳﺖ ﭘﻮه د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ ﭘﻪ ﻳﻮه ﻟﻴﻚ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻲ ﭼﯥ:
» ﻣﺎ ﻟﻪ ﻟﻮﻣړى ورځﯥ ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن داﻣﺮﻳﻜﺎ ﺣﻤﻠﻪ ﻏﻨﺪﻟﯥ او ﻫﻐﻪ ﻣﯥ د ﺗﺮورﻳﺰم ﺗﺮﻋﻨﻮان ﻻﻧﺪې داﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ
ﻣﺸﺮۍ دﻏﺮب ﻳﻮه اﺳﺘﻌﻤﺎري ﻫڅﻪ ګڼﻠﯥ ده .زﻣﺎ ﻳﻘﻴﻦ دى ﻟﻜﻪ ﭘﺨﻮا ﭼﯥ اﻧګﺮﻳﺰي اﺳﺘﻌﻤﺎر او ورﭘﺴﯥ
روﺳﻲ ښﻜﯧﻼك ﻧﺸﻮ ﻛﺎﻣﻴﺎب ،داﺳﯥ ﺑﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻫﻢ ﭘﺨﭙﻞ دﻏﻪ اﺳﺘﻌﻤﺎري ﻫﺪف ﻛﯥ ﻧﻪ ﺑﺮﻳﺎﻟﻰ ﻛﯧږى .اوس ﺳﺆال دا دى ﭼﯥ ﻛﻪ ﺟﻨګ د ﺣﻞ ﻻر ﻧﻪ وي او اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺑﻪ ﺣﺘﻤﺎ ووځﻲ ﻧﻮ ﺑﯧﺎ ﺑﻪ څﻪ ﻛﯧږي او ﭘﺮځﺎى ﺑﻪ ﻳﯥ څﻪ ډول ﺣﻜﻮﻣﺖ وي؟ ﻣﻮږ ډﻳﺮ ځﻠﻪ ﺟﻨګ ﭘﻪ ډﻳﺮو ﻗﺮﺑﺎﻧﻴﻮ ګټﻠﻰ دى ،ﺧﻮ دا ګټﻪ ﻣﻮ ﺑﯧﺎ ﺧﭙﻠﻪ ﻧﺪه ﺳﻤﺒﺎﻟﻪ ﻛړې؛
او دﻏﻪ ﺳﺒﺐ دى ﭼﯥ ﻟږ و ډﻳﺮ ﻫﺮ څﻠﻮﯦښﺖ ﻛﺎﻟﻪ ﭘﺮ ﻣﻮږ ﺑﯧﺎ ﻳﻮ ﺗﺒﺎه ﻛﻮوﻧﻜﻰ ﺟﻨګ ﺗﺤﻤﻴﻞ ﺷﻮﻳﺪى .څﻨګﻪ
98
ﻛﻮﻻى ﺷﻮ ددﻏﺴﯥ ﻏﻤﺠﻦ ﺗﺎرﻳﺦ د ﺗﻜﺮار ﻣﺦ وﻧﻴﺴﻮ؟ ﻳﻮ ﻣﻄﻤﺌﻦ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺣﻞ او ﺑﺎﺛﺒﺎﺗﻪ ﻣﺴﺘﻘﻞ دوﻟﺖ ﺑﻪ ﻛﻮم وي؟
ﻳﻮوﻟﺲ ﻣﻴﺎﺷﺘﯥ د ﻣﺨﻪ ﻣﺎ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دﻛړﻛﯧﭻ دﺳﻴﺎﺳﻲ ﺣﻞ د ﻣﻮﻧﺪﻟﻮ ﭘﻪ ﻣﻨﻈﻮر اﻣﺮﻳﻜﺎ ،اروﭘﺎﺋﻲ
ﻫﻴﻮادوﻧﻮ او ورﭘﺴﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن او ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﺗﻪ ﺳﻔﺮوﻧﻪ وﻛړل .ددﻏﻪ ورﻛﯥ د ﻣﻮﻧﺪﻟﻮ ﭘﻪ ﺗﻼش ﻛﯥ ﭼﯥ
ﭼﻴﺮې ﭼﺎ ﻳﻮ ﭘﻮه او د وﻃﻦ ﭘﻪ درد دردﻣﻦ اﻓﻐﺎن ﻳﺎ ډﻟﻪ راښﻮوﻟﯥ ده ورﻏﻠﻰ ﻳﻢ .ﭘﺪﻏﻪ ﺳﻠﺴﻠﻪ ﻛﯥ ﻣﯥ ﺣﺎﻣﺪ ﻛﺮزي ،ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ وزﻳﺮان ،واﻟﻴﺎن ،د ﺷﻮرى وﻛﯧﻼن ،دﭘﻮﻫﻨﺘﻮن اﺳﺘﺎدان ،ﻟﻴﻜﻮاﻻن ،ﭘﻮﻫﺎن ،ﻗﻮﻣﻲ ﺳﭙﻴﻦ
ږﻳﺮي ،دﺟﻬﺎد رﻫﺒﺮان ،ﻏﺎزﻳﺎن او د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ او ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻣﺸﺮان ﻟﻴﺪﻟﻲ او ﻣﻔﺼﻞ ﻣﺠﻠﺴﻮﻧﻪ ﻣﯥ ورﺳﺮه
ﻛړﻳﺪى .ﻫﻐﻮى ټﻮﻟﻮ ﺗﻪ ﻣﯥ ﻫﻤﺪا ﺳﺆال ﻣﻄﺮح ﻛړﻳﺪى ﭼﯥ ﻛﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻣﺴﺌﻠﻪ ﭘﻪ ﺟﻨګ ﻧﺴﻲ ﺣﻠﻴﺪاى ﻧﻮ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺣﻞ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻛﻮم وي؟ ﻫﻐﻪ ﺑﻪ ﻛﻮم ﺣﻞ وي ﭼﯥ ﭘﺮ ﻻﻧﺪې ﺑﯧﻨﺎدوﻧﻮ وﻻړ وي:
-1اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن اوس اﺷﻐﺎل دى او دا اﺷﻐﺎل څﺮﻧګﻪ ژر ﺗﺮ ژره رﻓﻊ ﻛﯧﺪاى ﺳﻲ؟
-2ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ څﻪ ډول ﻳﻮ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺑﺎﻳﺪ راﺷﻲ ﭼﯥ اﻛﺜﺮﻳﺖ ﻳﯥ ﺧﭙﻞ وګڼﻲ او ﻣﻼﺗړ ﻳﯥ وﻛړي ﺧﻮ ﻛﻮم
ﻛﺴﺎن او ﻟږﻛﻲ ﭼﯥ ﻳﯥ ﺧﭙﻞ ﻧﻪ ګڼﻲ دوﻣﺮه ځﺎن ﻣﺤﺮوم اﺣﺴﺎس ﻧﻜړي ﭼﯥ ټﻮﭘﻚ ﭘﺴﯥ راواﺧﻠﻲ.
-3ﻣﻮږ ﭘﻪ داﺳﯥ ﻳﻮه ﺳﻴﻤﻪ ﻛﯥ ﭘﺮاﺗﻪ ﻳﻮ ﭼﯥ ګﺎوﻧډﻳﺎن ﻣﻮ ﺣﺮﻳﺺ ،ﻣﻨﺎﻓﻖ ،د اﺳﻼم ﺗﺮﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې ﻧﺎﻣﺴﻠﻤﺎن او ﻧﺎﻣﺮد دي .ﺧﻮ د ﺑﺪ ګﺎوﻧډي ﺳﺮه ﺑﻪ ﻫﻢ څﻮك دګﺬارې ﻻر ﻣﻮﻣﻲ او د ډﭘﻠﻮﻣﺎﺳﻰ ﻣﻬﺎرت ﻫﻤﺪﻟﺘﻪ دى .څﻨګﻪ
ﻛﯧﺪاى ﺳﻲ ﭼﯥ زﻣﻮږ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ دګﺎوﻧډﻳﺎﻧﻮ ﻣﻀﺮ رﻗﺎﺑﺖ او ﺑﺎﻟﻮﻛﺎﻟﻪ ﺟﻨګ ﭘﻪ ﻫﻤﻜﺎرۍ ﺑﺪل ﺷﻲ؟ ﻛﻪ دوﺳﺘﺎﻧﻪ اړﻳﻜﯥ ﻧﺸﻮ ورﺳﺮه ﺳﺎﺗﻼى ﻧﻮ ﻛﻢ ﺗﺮ ﻛﻤﻪ ﻋﺎدي رواﺑﻂ ﺧﻮ ورﺳﺮه وﻟﺮو؟ ﻟﻪ ﺷﺮه ﻳﯥ ﺣﺪاﻗﻞ څﻨګﻪ
ځﺎن ﺳﺎﺗﻼى ﺳﻮ؟
.4ﻣﻮږ ﭘﺪاﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ دﭼﺎ ﻏﻼﻣﻲ ﻧﻪ ﻣﻨﻮ ،دﻧړﻳﻮال ﻛﻠﻲ ﻳﻮه ﺑﺮﺧﻪ ﻳﻮ .اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻳﺪ د ﻧړﻳﻮاﻟﯥ ټﻮﻟﻨﯥ
ﻳﻮ ﻓﻌﺎل ﻏړى او ﺑﺰﻧﺲ ﭘﺎرټـﻨﺮ وي .ﻫﻐﻪ ﺑﻪ څﻨګﻪ دوﻟﺖ وي ﭼﯥ ﺧﭙﻠﯥ ګټﯥ ﺗﻌﺮﻳﻒ ﻛړي؟ او څﻨګﻪ ﻛﻮﻻى ﺳﻲ
ﭼﯥ ﭘﻪ ﺳﻴﻤﻪ ﻛﯥ د ګﺎوﻧډﻳﻮ او دن ړۍ د ﻟﻮﻳﻮ ﻃﺎﻗﺘﻮﻧﻮ ﻣﺸﺮوع ګټﯥ ﺗﺸﺨﻴﺺ او د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دګټﻮ ﺳﺮه ﻳﯥ ﻫﻤږﻏﻰ ﻛړي؟« )(30
ﭘﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻛﯥ داﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ د ﻟﻮړې ﭘﻮﻫﯥ د ﺧﺎوﻧﺪاﻧﻮ ﻳﻮې ډﻟﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ دﺳﻮﻟﯥ او اﻣﻨﻴﺖ د ټﻴګښﺖ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻫﻠﯥ ځﻠﯥ ﭘﻴﻞ ﻛړې ،او دﻫﻴﻮاد دﺳﻮﻟﯥ ﻟﻪ ﭘﺎره ﭘﻪ ﻣﺨﺘﻠﻮ ﻃﺮﺣﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﻛﺎر ﻛﻮي (31) .
ﭘﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ او اروﭘﺎ ﻛﯥ ﻫﻢ د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﻣﺨﺘﻠﻔﯥ ډﻟﯥ او ﻛﻠﺘﻮري ټﻮﻟﻨﯥ د ﻫﻴﻮاد ددې ﻏﻤﻴﺰې د ﭘﺎى ﺗﻪ
رﺳﻴﺪو ﻟﻪ ﭘﺎره ﻻس و ﭘښﯥ وﻫﻲ ،ﺧﻮ ﺑﺪﺑﺨﺘﺎﻧﻪ ﭼﯥ ددوى ټﻮﻟﻮ ﻛﺎروﻧﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻣﻨځﻮ ﻛﯥ ﻫﻤﺎﻫﻨګ ﻧﻪ دي .ﻫﻤﺪا راز د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻧﻨﻪ ﻫﻢ ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻣﻨﻮرﻳﻦ ددې ﻏﻤﻴﺰ ې دﺣﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻛﺎر ﻛﻮي )(32 .
ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻧﻮر اﻓﻐﺎﻧﺎن ﭘﻪ وګړﻳﺰه ﺗﻮګﻪ داﺳﯥ اﻧګﻴﺮي ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ اوﺳﻨﻲ ﻧﺎﻏﻴړه ﺣﺎﻻت د ﻛﺮزي
د ﺣﻜﻮﻣﺖ او د ﻫﻐﻮى د ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ د ﻗﺪرت ﺟﻨګ دى ﻧﻮ ﭘﻪ دې اﺳﺎس د ﻫﻐﻮى اﻧﺪ دادى ﭼﯥ د
ﻛﺮزي ددوﻟﺖ او د ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ د ﺧﺒﺮو ﻟﻪ ﭘﺎره ﻻره ﻫﻮاره ﺷﻲ او داﺳﯥ ﺷﺮاﻳﻂ ﺑﺮاﺑﺮ ﻛړل ﺷﻲ ﭼﯥ
ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻦ ﭘﻪ ﻛﯥ ﭘﻪ ﺣﻜﻮﻣﺘﻲ اﻣﻮرو ﻛﯥ را ګډ ﻛړل ﺷﻲ .ﺧﻮ ﻳﻮﺷﻤﻴﺮ ﻧﻮرو ﺑﻴﺎ ﭘﻪ دې ﭘﺴﯥ ﭘښﯥ را ﻟﻮڅﯥ ﻛړې ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دې دﺳﻮﻳﺲ زرﻟﻴﻨﺪ ﭘﻪ څﻴﺮ ﺑﯥ وﺳﻠﯥ ﻛړل ﺷﻲ ،اردو دې ﻳﯥ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ وﻻړه ﺷﻲ او
ﻳﻮازې ﭘﻮﻟﻴﺲ دې ﻳﯥ اﻣﻨﻴﺘﻲ ﻣﺴﺆﻟﻴﺘﻮﻧﻪ ﭘﻪ ﻏﺎړه واﺧﻠﻲ .دا ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ ﻳﺎ ﻫﻐﻮى د ﺳﻴﻤﯥ د
99
ﺟﻐﺮاﻓﻴﯥ او د ﺑﯥ رﺣﻤﻪ ګﺎوﻧډﻳﻮ د اﻫﺪاﻓﻮ څﺨﻪ ﺑﯥ ﺧﺒﺮه دي او ﻳﺎ دا ﭼﯥ ﺗﺠﺎﻫﻞ اﻟﻌﺎرف ﻛﻮي او ﻏﻮاړي ﭘﻪ
زوره د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘښﯥ دې ﺑﯥ رﺣﻤﻪ ګﺎوﻧډﻳﻮ ﺗﻪ زوﻻﻧﻪ ﻛړي.
ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻧﻮرﺳﻴﺎﺳﻲ ﺷﻨﻮﻧﻜﻲ ﻫﻢ د ﻫﻴﻮاد د اوﺳﻨۍ ﻏﻤﻴﺰې دﺣﻞ وﻓﺼﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ وړاﻧﺪﻳﺰوﻧﻪ
ﻟﺮي ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ﻳﯥ دﻟﺘﻪ ﻟﻨډﻳﺰ را اﺧﻠﻮ .ددوى ﭘﻪ اﻧﺪ :
-ﺗﺮ ﻫﺮ څﻪ د ﻣﺨﻪ دې د دﻏﻪ دوه ﻓﻜﺘﻮروﻧﻮ )د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ اﺳﻼﻣﻲ ﻏﻮرځﻨګ او ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن (
ﺳﺮه د ﺧﺒﺮو اﺗﺮو ﻟﭙﺎره ﻻره ﻫﻤﻮاره ﺷﻲ .د ﺧﭙﻞ ﻣﻠﺖ اود اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺳﻼﻣﺘﻴﺎ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ دې دواړه اړﺧﻮﻧﻪ ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻗﺮﺑﺎﻧﻴﻮ ﺗﻪ و ﻟﻮ ﻛﻪ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ځﻮاك ﻛﯥ د ﺑﺪﻟﻮن ﺳﺒﺐ ﻫﻢ و ګﺮځﻲ ﺣﺎﺿﺮ ﺷﻲ
-1وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزى ﺑﺎﻳﺪ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ وړاﻧﺪﻳﺰ ﻛﯥ ﺻﺎدق او رﻳښﺘﻮﻧﻰ اوﺳﻲ او ﭘﺮﻳﻨږدي ﭼﯥ د ﻫﻐﯥ ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ اداري ﻛﺴﺎن ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ځﻮاك ﭘﻪ ﺧﻄﺮ ﻛﯥ ګڼﻲ د ﻫﻐﯥ دﻏﻪ ﺻﺎدﻗﺎﻧﻪ وړاﻧﺪﻳﺰ ﭘﻪ اﺻﻄﻼح ﻫﺎى ﺟﻴﻚ ﻛړي
-2دﻏﻪ دواړه ﻓﻜﺘﻮروﻧﻪ ﭼﯥ د ﻣﺨﺎﻟﻔﺖ ﺳﺒﺐ ګﺮځﻴﺪﻟﻲ د ﺧﺒﺮو اﺗﺮو ﻣﻴﺰ ﺗﻪ راوﻏﻮاړي ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻛﻮم
ﺑﻬﺮﻧﻲ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ وى او د ﻫﻐﻮى وړاﻧﺪﻳﺰوﻧﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ ﭘﻮره دﻗﺖ ﺳﺮه و ﻛﺘﻞ ﺷﻲ .
-3ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻦ ) ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ او ﻃﺎﻟﺒﺎن ( ﻫﻢ ﺑﺎﻳﺪ دﻣﻮﻗﻊ ﻧﻪ ﭘﻪ ګټﯥ اﺧﺴﺘﻠﻮ ﺳﺮه ددوﻟﺖ د ﻣﺴﻮﻟﯧﻨﻮ ﺳﺮه ﭘﻪ
ﺧﻼص ذﻫﻦ ﻛښﻴﻨﻲ او د ﺧﭙﻞ وﻟﺲ د ﺳﺎﻟﻤﻴﺖ او ﻫﻠﺘﻪ د اﻣﻦ و اﻣﺎن د ﺧﻮﻧﺪي ﻛﯧﺪو ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ د ﺣﻞ ﻳﻮه اﺳﺎﻧﻪ ﻻر وﻟټﻮي.
-4ﺑﻬﺮﻧﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﺑﺎﻳﺪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻣﻠﻲ ﺣﺎﻛﻤﻴﺖ او اﺳﺘﻘﻼل ﺗﻪ اﺣﺘﺮام وﻛړي او د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دوﻟﺖ ﺗﻪ
ﭘﻪ دې ﻫﻜﻠﻪ ﭘﻮره ﺧﭙﻠﻮاﻛﻲ او ازادي ورﻛړي ﭼﯥ ﺧﭙﻠﯥ ﺳﺘﻮﻧﺰې ﭘﺨﭙﻠﻪ ﺣﻞ ﻛړي .
-5ﺑﻬﺮﻧﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ د اﻣﻨﻴﺖ د ټﻴګښﺖ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ راﻏﻠﻲ ﺑﺎﻳﺪ د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ دﺧﭙﻞ ﻣﻨځﻲ ﺧﺒﺮو
اﺗﺮو د ﭘﻴﻞ ﻛﯧﺪو ﺳﺮه ﺳﻢ د ﺧﭙﻞ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﺗﻠﻠﻮ ﻣﻬﺎل وﻳﺶ اﻋﻼن ﻛړي .ځﻜﻪ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﺻﻮرت ﻛﯥ د ﻫﻐﻮى د ﭘﺎﺗﻪ
ﻛﯧﺪو ﺟﻮاز ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ځﻲ .
-6ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د ﻣﻠﻲ اردو د ځﻮاﻛﻮﻧﻮ او ﻣﻠﻲ ﭘﻮﻟﻴﺴﻮ ﭘﻪ روزﻟﻮ ﻛﯥ ﺑﺎﻳﺪ ﭘﺮ ﻣﺨﺘګ ﺻﻮرت و ﻧﻴﺴﻲ او د ﻫﻴﻮاد اﻣﻨﻴﺘﻲ ﭼﺎرې د ﻣﻠﻲ ﭘﻮﻟﻴﺴﻮ ﭘﻪ واك ﻛﯥ ورﻛړل ﺷﻲ .او ﭘﻪ دې ﺗﺮﺗﻴﺐ د ﻧﺎټﻮ او اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭘﻮځﻮﻧﻮ د
ﻣﻮﺟﻮدﻳﺖ ﺿﺮورت رﻓﻊ ﺷﻲ.
-7ﻫﻤﺪا راز اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﺑﺎﻳﺪ ټﻮﻟﯥ ﺧﭙﻠﯥ ﺗﻮرې او ﺳﭙﻴﻨﯥ ټﺎﭘﯥ ﭼﯥ ﭘﺮ ﻳﻮﺷﻤﻴﺮ ﻣﺸﺮاﻧﻮ ﻳﯥ ﻟګﻮﻟﯥ ﺑﻴﺮﺗﻪ
واﺧﻠﻲ او د ﺧﭙﻠﻮ ﻋﺴﻜﺮو د وﺗﻠﻮ ﺳﺮه ﺳﻢ ﻳﯥ ﺑﻴﺮﺗﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺗﻪ ﻟﻪ ځﺎﻧﻪ ﺳﺮه ﻳﻮﺳﻲ .
-8ﻣﻠګﺮي ﻣﻠﺘﻮﻧﻪ ﻫﻢ د ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻣﺸﺮاﻧﻮ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ واﺳﻄﻪ ﺷﻮى ﭘﺮﻳﻜړې ﺗﺒﺪﻳﻞ ﻛړي او دا
ﻣﺴﻠﻪ اﻓﻐﺎن ﻗﻮم ﺗﻪ ﭘﺮﻳږدي ﺗﺮ څﻮ زﻣﻮﻧږ وﻟﺲ د ﺧﭙﻞ ﻋﺪاﻟﺖ ﭘﻪ ﺗﺮازو ﻛﯥ څﻮك ﭼﯥ ﺗﻮر وي ﺗﻮر ﻛړي او ﺳﭙﻴﻦ ﺳﭙﻴﻦ ﻛړي (33) «.
ﻫﻤﺪا راز ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻛړۍ ﻫڅﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ دوﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي دوﻟﺖ او ﻫﻢ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﭘﻪ دې ﻗﺎﻧﻊ ﻛړي ﭼﯥ د ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ)دﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ او ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ( د ﻗﻴﺎدﺗﻮﻧﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﭘﻪ ﻛﻮم درﻳﻢ ګړي ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ
ځﺎى ورﻛړل ﺷﻲ ،او ګﻮﻧﺪوﻧﻪ ﻳﯥ دوى ﺗﻪ ) ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ( ﺗﺴﻠﻴﻢ ﻛړل ﺷﻲ .د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻣﻴﺸﺘﻮ ﻛړﻳﻮ
ﻛﯥ دا ډول اﻧﺪ ﺷﺘﻮن ﻧﻪ ﻟﺮي ﺧﻮ ددې اﻧﺪ ډﻳﺮه ﻛﻲ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻫﻐﻪ ﺷﻤﻴﺮ ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﻏړي دي ﭼﯥ اوس ﭘﻪ دوﻟﺘﻲ اﻣﻮراﺗﻮ ﻛﯥ ﻟﻮړ ﻟﻮړ ځﺎﻳﻮﻧﻪ ﻟﺮي .د ﻫﻐﻮى دا ډول اﻧﺪ ﻫﻢ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ دﻗﻴﺎدت ﻟﻪ
اړﺧﻪ او ﻫﻢ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د اﺳﻼﻣﻲ ﻏﻮرځﻨګ ﻟﻪ اړﺧﻪ ﭘﻪ ﻣﻜﻤﻠﻪ ﺗﻮګﻪ ﻣﺴﺘﺮد ﺷﻮﯦﺪى.
100
د ﻫﻤﺪې ډول ﺧﻠﻜﻮ ﭘﻪ اړه ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻳﻮه اﻋﻼﻣﻴﻪ ﻛﯥ څﺮګﻨﺪه ﻛړې ﭼﯥ » :ﺣﺰب د
اﺷﻐﺎﻟﮕﺮاﻧﻮ ﭘﻪ ﺿﺪ ﭘﻪ ﺟﻬﺎد ﺑﺎور ﻟﺮي ,دا ﺟﻬﺎد داﺳﯥ ﮔڼﻲ ﻟﻜﻪ د روﺳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺿﺪ ﺟﻬﺎد او اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺗﻪ
ﺗﺴﻠﻴﻤﻴﺪل داﺳﯥ ﮔڼﻲ ﻟﻜﻪ روﺳﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﺗﺴﻠﻴﻤﻴﺪل.
ﭘﻪ دې وروﺳﺘﻴﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ ﺧﺎﺻﻪ ﺗﻮﮔﻪ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﺗﺮ ﻋﻨﻮان ﻻﻧﺪې د ﻫﯧﻮاد ﭘﻪ د ﻧﻨﻪ او ﺑﻬﺮ
ﻛﯥ ﻳﻮ ﻟړ ﺷﺎﻳﻌﺎت او اﻓﻮاﻫﺎت ﺧﭙﺎره ﺷﻮي ﭼﯥ ﮔﻮﻳﺎ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻫﯧﻮاد د اﺷﻐﺎﻟﮕﺮو او د ﻫﻐﻮى
د
ﻣﺰدور
ﻧﻈﺎم
ﺳﺮه
د
ﺳﺎزش
او
روﻏﯥ
ﺟﻮړې
ﻻر
ﺧﭙﻠﻪ
ﻛړې
ده.
د دﻏﻮ ﺷﺎﻳﻌﺎﺗﻮ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺧﭙﻞ ﻣﻮﻗﻒ او درﻳځ ﭘﻪ ﻗﺎﻃﻊ او ﻏﻮڅ ډول ﭘﻪ ﻻﻧﺪې
ﺗﻮﮔﻪ اﻋﻼﻧﻮي :
_1دوى ﻧﻪ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﺳﺘﺎزي دي او ﻧﻪ د ﺣﺰب درﻳځ ﺗﻤﺜﻴﻠﻮي .ﺣﺰب د اﺷﻐﺎﻟﮕﺮاﻧﻮ ﭘﻪ ﺿﺪ ﭘﻪ ﺟﻬﺎد
ﺑﺎور ﻟﺮي .دا ﺟﻬﺎد داﺳﯥ ﮔڼﻲ ﻟﻜﻪ د روﺳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺿﺪ ﺟﻬﺎد او اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﺗﺴﻠﻴﻤﻴﺪل داﺳﯥ ﮔڼﻲ ﻟﻜﻪ روﺳﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﺗﺴﻠﻴﻤﻴﺪل.
_2د اﺷﻐﺎﻟﮕﺮا ﻧﻮ ﭘﻪ ﺿﺪ ﺳﻜﻮت ،د دوى ﻟﻪ ﻟﻨډﻣﻬﺎﻟﻪ ﻳﺎ اوږدﻣﻬﺎﻟﻪ ﺣﻀﻮر ﺳﺮه ﺗﻮاﻓﻖ او د اﺷﻐﺎﻟﮕﺮاﻧﻮ
ﺗﺮ ﺳﻴﻮري ﻻﻧﺪې د ﻛﺎﺑﻞ ﭘﻪ ﻻس ﭘﻮڅﻲ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻛﯥ ﺑﺮﺧﻪ اﺧﻴﺴﺘﻞ ﻣﻮ ﭘﻪ واﺿﺢ او ﭘﺮﯦﻜﻨﺪه اﻟﻔﺎﻇﻮ
ﻣﺤﻜﻮم ﻛړي او ﻣﺤﻜﻮﻣﻮو ﻳﯥ.
_3د ﺻﻠﻴﺒﻲ اﺷﻐﺎﻟﮕﺮو ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺷﺘﻮن ﻛﯥ اﻧﺘﺨﺎﺑﺎت ﻫﻴڅ ارزښﺖ ﻧﻪ ﻟﺮي .داﺳﯥ ﭘﺎرﻟﻤﺎن ﺑﻪ ﺟﻮړﻳږي
ﻟﻜﻪ اوﺳﻨﻰ ،دې ﭘﺎرﻟﻤﺎن څﻪ وﻛړى ﺷﻮل ،ﭼﯥ ﺑﻞ ﺑﻪ ﻳﯥ وﻛړي؟
_4ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﺮ ﻫﻐﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﯧﻮاد ﻛﯥ ښﻜﯧﻼﻛﮕﺮ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﻣﻮﺟﻮد وي) او دﻳﻮه ﻣﻌﻘﻮل
ﻣﻬﺎل وﻳﺶ ﻟﻪ ﻻرې د ﻫﻴﻮاده څﺨﻪ د وﺗﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺣﺎﺿﺮ ﻧﻪ ﺷﻲ ( د ﺣﻞ ﻳﻮاځﻴﻨۍ ﻻر ﺟﻬﺎد ﺑﻮﻟﻲ او ﺑﺲ.
_5ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﺮ ﺧﭙﻞ ﻣﻠﺖ ﻏږ ﻛﻮي ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ﺑﭽﯧﺎن ﭘﻪ اﺟﻴﺮې اردو او ﭘﻮﻟﯧﺴﻮ ﻛﯥ د
ﺗﻨﻈﻴﻢ ﭘﺮ ځﺎى د ﺟﻬﺎد ﭘﻪ ﻟﻴﻜﻮ ﻛﯥ ځﺎى ﭘﺮ ځﺎى ﻛړي(34) «.
ددې ټﻮﻟﻮ ﻫﻠﻮځﻠﻮ ﺗﺮ څﻨګ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﺑﺎﻻﺧﺮه ﻳﻮ ﻧﻮى اﺑﺘﻜﺎر وﻛړ او ﭘﻪ ﻳﻮه ﻣﻠﻲ ﻣﻴﺜﺎق )ژﻣﻨﯥ ( ﻳﯥ د
ټﻮل وﻟﺲ د را ﻳﻮ ځﺎى ﻛﯧﺪو ﻟﻪ ﭘﺎره ﺧﭙﻠﻪ اﺧﺮي ﻃﺮﺣﻪ ﻧﻪ ﻳﻮازې وړاﻧﺪې ﻛړه ﺑﻠﻜﯥ ﭘﻪ دې ﻃﺮﺣﯥ ﻳﯥ د
ﺑﺤﺚ او څﻴړﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺧﭙﻞ ﻳﻮ ﻟﻮړ ﭘﻮړى ﻫﻴﺌﺖ ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ و اﺳﺘﺎوه ﺗﺮ څﻮ ﻫﻠﺘﻪ د اړوﻧﺪو ﻛﻮرﻧﻴﻮ اوﺑﻬﺮﻧﻴﻮ
اړﺧﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﭘﺮې ﺑﺤﺚ اوڅﻴړﻧﻪ وﻛړي .د ا) 15ﻣﺎده ى ( ﻃﺮﺣﻪ ﭼﯥ د )ژﻏﻮرﻧﯥ د ﻣﻠﻲ ﻣﻴﺜﺎق ( ﺗﺮﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې ﻳﺎده ﺷﻮې ده ددې ﻛﺘﺎب ﭘﻪ ﻟﻮﻣړى ﺑﺮﺧﻪ ﻛﯥ ﭘﻪ ﺗﻔﺼﻴﻞ ﺳﺮه راﻏﻠﯥ .
دﻛﺎﺑﻞ د دوﻟﺖ ﻣﺴﺆﻟﻴﻦ او د ﻣﺸﺮﺗﺎﺑﻪ ﻫﻴﺌﺖ ،ﭘﻪ ښﻜﺎره ﺗﻮګﻪ ،ﭘﺨﭙﻠﻪ ﻏﻮاړي ددې ﻏﻤﻴﺰې څﺨﻪ ځﺎن را
وﺑﺎﺳﻲ .وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزى ،د ﻫﻐﻪ د ﺧﭙﻠﯥ وﻳﻨﺎ ﭘﻪ اﺳﺎس ،اراده ﻟﺮي د ﺧﭙﻞ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﻪ دﻏﻮ اﺧﺮي ﻛﻠﻮﻧﻮ
ﻛﯥ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د ﺳﻮﻟﯥ د راﻣﻨځﺘﻪ ﻛﯧﺪو او د ﻫﻴﻮاد د اﺳﺘﻘﻼل دﺑﻴﺮﺗﻪ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻛﺎر وﻛړي .
ﭘﻪ دې ﺧﺎﻃﺮ ﻳﯥ د) ( 1389ﻟﻤﺮﻳﺰﻛﺎل د ﻏﺒﺮګﻮﻟﻲ ﻟﻪ) 12څﺨﻪ ﺗﺮ (14ﭘﻮرې ،د ﻛﺎﺑﻞ دښﺎر د ﻟﻮﻳﯥ ﺟﺮګﯥ
ﭘﻪ ﺧﻴﻤﻪ ﻛﯥ ﻳﻮه ﺳﺘﺮه ﻏﻮﻧډه را وﺑﻠﻠﻪ ﺗﺮ څﻮ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د ﺳﻮﻟﯥ د اﻋﺎدې او د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن داﺳﺘﻘﻼل او
ازادۍ ﻏﻮښﺘﻮﻧﻜﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﺳﺮه د ﺧﺒﺮو ﭘﻪ ﻻرو ﭼﺎرو ﺑﺎﻧﺪې د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺗﻪ اړﻳﻨﻪ
ﻣﺸﻮرې ورﻛړي .د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ﻟﻪ اړﺧﻪ راﺑﻠﻞ ﺷﻮې دﻏﻪ ﻏﻮﻧډه د ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﻟﻪ اړﺧﻪ ﺗﺮ ﺳﺨﺘﻮ ﻧﻴﻮﻛﻮ
101
ﻻﻧﺪې راﻏﻠﻪ ،ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻳﻮه اﻋﻼﻣﻴﻪ ﻛﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻤﺪې ﻣﻨﺎﺳﺒﺖ ﻳﯥ ﺧﭙﺮه ﻛړې وه
داﺳﯥ وﻳﻠﻲ و و:
»د ﻛﺮزي ﻣﺸﻮرﺗﻲ ﺟﺮﮔﻪ ﻟﻪ دې ﻻﻣﻠﻪ ﺧﺎص اﻫﻤﻴﺖ ﻧﻪ ﻟﺮي ﭼﯥ د دوﻟﺖ د ﺧﻮښﯥ ﺧﻠﻚ ﭘﻪ ﻛﯥ راﻏﻮﻧډﻳږي ،د
ﻛﻮﻣﯥ ﭘﺮﯦﻜړې واك ﻧﻪ ﻟﺮي ﻳﻮازې ﻣﺸﻮرﺗﻲ ﺟﺮﮔﻪ ده .ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻦ ﭘﻪ ﻛﯥ ﺑﺮﺧﻪ ﻧﻪ اﺧﻠﻲ ،اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن دا اﺧﺘﻴﺎر ﻧﻪ ورﻛﻮي ﭼﯥ د ﭘﻮځﻮﻧﻮ د وﺗﻠﻮ او د ﺑﺤﺮان ﭘﻪ اړه داﺳﯥ ﭘﺮﯦﻜړه وﻛړي ﭼﯥ د اﻓﻐﺎن وﻟﺲ د ﻫﻴﻠﻮ ﺗﺮﺟﻤﺎﻧﻲ
وﻛړي او زﻣﻮﻧږ ﻣﻠﻲ ﮔټﯥ ﺗﻀﻤﻴﻦ ﻛړي .اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺗﺮ ﺟﺮﮔﯥ د ﻣﺨﻪ اﻋﻼن وﻛړ ﭼﯥ اوس د ﺻﻠﺤﯥ او ﻟﻪ
ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﺳﺮه د ﺧﺒﺮو ﻣﻨﺎﺳﺐ وﺧﺖ ﻧﻪ دى ،د ﻛﺎﺑﻞ ﭼﺎرواﻛﻮ ﺗﻪ ﻳﯥ اﻣﺮ وﻛړ ﭼﯥ ﺟﺮﮔﻪ وځﻨډوي ،ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﺻﻮرت ﻛﯥ ﺑﻪ د داﻳﺮوﻟﻮ اﺟﺎزه ورﻛﻮي ﭼﯥ د دوى ﺷﺮاﻳﻂ ﻣﺮاﻋﺎت ﺷﻲ(35) «.
ﻫﻤﺪا راز د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د اﺳﻼﻣﻲ اﻣﺎرت ﻟﺨﻮا ددې ﻣﺸﻮرﺗﻰ ﺟﺮګﯥ ﭘﻪ ﺧﻼف ﭘﻪ )(1431/18/6ﻳﻮه اوږده
اﻋﻼﻣﻴﻪ ﺧﭙﺮه ﺷﻮه ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻟږ څﻪ اﻗﺘﺒﺎس ﺳﺮه را اﺧﻠﻮ .ﭘﻪ دﻏﻪ اﻋﻼﻣﻴﻪ ﻛﯥ راﻏﻠﻲ دي ﭼﯥ :
-
»-داﭼﯥ ﭘﻪ اوﺳﻨﻴﻮﺷﺮاﻳﻄﻮﻛﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دﺑﻬﺮﻧﻴﺎﻧﻮ ﺗﺮاﺷﻐﺎل ﻻﻧﺪې دى ﻟﻬﺬا د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮﻋﺴﻜﺮوﭘﻪ ﺳﻴﻮرى
ﻛﯥ دﺑﻬﺮﻧﻴﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻓﺮﻣﺎﻳﺶ ددﻏﯥ ﺟﺮګﯥ ﭘﻪ ﺷﻤﻮل داﺷﻐﺎﻟګﺮوﺑﻬﺮﻧﻴﺎﻧﻮ ﻫﺮه ﻫڅﻪ ﻳﻮازې دﻫﻐﻮئ د ﺷﺨﺼﻲ
ګټﻮ دﺧﻮﻧﺪﻳﺘﻮب ﻫڅﻪ ﺑﻠﻞ ﻛﯧږي او داﻓﻐﺎن ځﻮرﻳﺪﻟﻲ وﻟﺲ ﻟﭙﺎره د ﺧﻮﺷﺎﻟۍ اوﺳﻮﻛﺎﻟۍ ﻫﻴڅ ﺗﻤﻪ ﻧﺸﻲ ﺗﺮى
ﻛﯧﺪﻻى « »داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن اﺳﻼﻣﻲ اﻣﺎرت د دﻏﯥ ﺗﺶ ﭘﻪ ﻧﻮم ﻣﺸﻮرﺗﻲ ﺟﺮګﯥ ﻣﺮﺳﺘﻪ وال او ګډوﻧﻮال د
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دﻏﻤﻴﺰې اﺻﻠﻲ ﻋﺎﻣﻠﻴﻦ ﺑﻮﻟﻲ او د ﻫﻐﻮئ د ﻫﺮ راز ﻧﺎرواﭘﺮﻳﻜړو ﻣﻘﺎﺑﻠﻪ ﺑﻪ د ﻫﻐﻮئ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ د اﺳﻼﻣﻲ ﺟﻬﺎد ﭘﻪ ﺗﺪاوم اواﺳﺘﻤﺮارﺳﺮه ﻛﻮي ،دﻟﻮى ﺧﺪاى ﺟﻞ ﺟﻼﻟﻪ ﭘﻪ ﻧﺼﺮت او د ﺧﭙﻞ ﻣﺴﻠﻤﺎن ﻣﻠﺖ
ﭘﻪ ﻣﺮﺳﺘﻪ ﺑﻪ د ﻳﻮه ﺧﭙﻠﻮاك او ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﭘښﻮوﻻړاﺳﻼﻣﻲ ﻧﻈﺎم د ﭘﺎره ﻣﺒﺎرزه ﻛﻮي ،ﻳﺮﻏﻠګﺮ ﺑﻬﺮﻧﻴﺎن ﺑﻪ دﻳﺘﻪ
ﻣﺠﺒﻮروي ﭼﯥ دﻗﻀﻴﯥ اﺳﺎﺳﻲ او واﻗﻌﻲ ﺣﻞ ﺗﻪ ﻏﺎړه ﻛﯧږدي (36) « .
ددﻏﯥ ﻣﺸﻮرﺗﻲ ﺟﺮګﯥ ﺟﻮړښﺖ دوه ځﻠﻪ د ځﻨډ ﺳﺮه ﻣﺨﺎ ﻣﺦ ﺷﻮ ،ﭘﻪ ﭘﺎم ﻛﯥ وه ،ﭼﯥ د ﺳﻮﻟﯥ ﻣﻠﻲ
ﻣﺸﻮرﺗﻲ ﺟﺮګﻪ د ﻏﻮﻳﯥ د ﻣﻴﺎﺷﺘﯥ ﭘﻪ دوﻟﺴﻤﻪ ﻧﻴټﻪ ﺟﻮړه ﺷﻮې واى ،ﺧﻮ دﻏﻪ ﺟﺮګﻪ د ﻳﺎد ﺷﻮي ﻛﻤﯧﺴﻴﻮن د ﻣﺴﻮوﻟﯧﻨﻮ ﭘﻪ وﻳﻨﺎ ،د ﻳﻮ ﺷﻤﯧﺮ ﻣﻮﺟﻬﻪ دﻻﻳﻠﻮ ﻟﻪ ﻻﻣﻠﻪ وځﻨډول ﺷﻮه،ﺧﻮ د) 2010ز ﻛﺎل( دﺟﻮن د ﻣﻴﺎﺷﺘﯥ ﭘﻪ
دوﻳﻤﻪ د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺣﺎﻣﺪ ﻛﺮزي ﻟﻪ ﺧﻮا ﭘﺮاﻧﻴﺴﺘﻞ ﺷﻮه .ﻣﻬﻢ ﻋﻠﺖ ﻳﯥ دا څﺮګﻨﺪﻳﺪه ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن او دﻧﺎټﻮ
ټﻠﻮاﻟﯥ دا وﻳﺮه څﺮګﻨﺪوﻟﻪ ﭼﯥ ﻛﻪ ﭘﻪ ﻏﻮﻧډه ﻛﯥ د وﻟﺲ داﺳﯥ ﻛﺴﺎن ګډون وﻛړي ﭼﯥ ﻫﻐﻮى د ﺑﻬﺮﻧﻲ اﺷﻐﺎل ﻣﺨﺎﻟﻒ وي او ﻫﻐﻮى د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻮ د ﺷﺘﻮن دﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﺳﺮه ﻻس ﻳﻮ ﻛړي او د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن
څﺨﻪ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻮ د وﻳﺴﺘﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻏږ ﭘﻮرﺗﻪ ﻛړي ،ﻧﻮ دا ﺑﻪ د ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ ټﻮﻟﻨﯥ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﻮ ﻧﺎورﻳﻦ
وګﺮځﻲ .ﻫﻤﺪا ﻋﻠﺖ او اﻧﺪﻳښﻨﯥ وې ﭼﯥ د ﻫﻴﻮاد وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزى ﻳﯥ د) 2010ز ﻛﺎل( دﻣﺊ دﻣﻴﺎﺷﺘﯥ ﭘﻪ
ﻳﻮﻟﺴﻤﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺗﻪ ور و ﺑﺎﻟﻪ ،او ﻛﻠﻪ ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﭘﻮره ډاډ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛړ ﻧﻮ ﺑﻴﺎ ﻳﯥ د دې ﺟﺮګﯥ د
ﺟﻮړښﺖ اﺟﺎزه ورﻛړه او ﭘﺨﭙﻠﻪ ﻳﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻛﯥ ﺧﭙﻞ ګډون ﺣﺘﻤﻲ ﻛړ .
دﻏﻪ ﻧﺎﻧﻨﺪرﻳﺰه ﻏﻮﻧډه د ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮﺗﺮ څﻨګ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د اوﺳﻴﺪوﻧﻜﻮ روڼ ان و اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ د ټﻮﻟﻮ ﻧﻴﻮﻛﻮ او
اﻋﺘﺮاﺿﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﺑﻴﺎﻫﻢ داﻳﺮه ﺷﻮه ،او ﻧﮋدې درې ورځﯥ دوام وﻛړ .ﻏﻮﻧډې ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ اﺧﺮي ورځ ﻳﻮ ﭘﺮﻳﻜړه
ﻟﻴﻚ ﺻﺎدر ﻛړ ،ﺧﻮ دﻏﻪ ﭘﺮﻳﻜړه دﻫﻐﻪ څﻪ څﺨﻪ ﭼﯥ د وﻟﺲ ډﻳﺮه ﻛﻮ ﻳﯥ ﻫﻴﻠﻪ درﻟﻮده ،د ﻫﻴﻠﻮ څﺨﻪ ډﻳﺮ ﻛﻢ و .ﭘﻪ دې ﺧﺎﻃﺮ زﻳﺎت ﺷﻤﻴﺮ ﻟﻴﻜﻮاﻻﻧﻮ او ﺳﻴﺎﺳﺖ ﭘﻮﻫﺎﻧﻮ ددې ﭘﺮﻳﻜړه ﻟﻴﻚ څﺨﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻧﺎﺧﻮښﻲ څﺮګﻨﺪه ﻛړه .ځﻜﻪ ﭘﻪ دې ﺟﺮګﻪ ﻛﯥ ﻫﻢ ﻫﻤﻐﻪ ﭘﺨﻮاﻧﻰ ﺳﻴﺎﺳﺖ ﺗﺮ ﺑﺤﺚ ﻻﻧﺪې راﻏﻠﻰ و او د ﻫﻴﻮاد د
102
اﺳﺘﻘﻼل او ازادۍ او د ﻫﻴﻮاد څﺨﻪ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻮ د وﻳﺴﺘﻠﻮ ﭘﻪ اړه ﭘﻪ ﻛﯥ ﻫﻴڅ ﻳﺎدوﻧﻪ ﻧﻪ وه ﺷﻮې .د
ﺟﺮګﯥ د ﺟﻮړښﺖ ﻧﻪ د ﻣﺨﻪ د ﻳﻮﺷﻤﻴﺮ ﺳﻴﺎﺳﺘﭙﻮﻫﺎﻧﻮ اﻧﺪ دا و ﭼﯥ دا ﺟﺮګﻪ ﺑﻪ ﻳﻮ ﺳﺘﺮ ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﻗﺪم واﺧﻠﻲ او د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ د اﺷﻐﺎل څﺨﻪ ﺑﻪ دﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد دازادﻳﺪو ﭘﻪ ﻟﻮر د ﻫﻐﻮى د وﺗﻠﻮ د ﻳﻮه ﻣﻌﻘﻮل ﻣﻬﺎل وﻳﺶ ﻟﻪ
ﭘﺎره ﻏږ ﭘﻮرﺗﻪ ﻛړي او د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ د دودﻳﺰې ﺟﺮګﯥ ﻋﺰت او وﻳﺎړ ﺑﻪ و ﺳﺎﺗﻲ ،اﻣﺎ ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ اﺷﻐﺎﻟګﺮاﻧﻮ د
ﺟﺮګﻰ ګډووﻧﻜﻲ ﭘﻪ ﻳﻮه ډول ﻳﺎ ﺧﻮ ﺗﻄﻤﻴﻊ ﻛړل او ﻳﺎ ﻳﯥ ووﻳﺮول ﺗﺮ څﻮ دداﺳﯥ ﻳﻮه ﻏږ د ﭘﻮرﺗﻪ ﻛﻮﻟﻮ څﺨﻪ ځﺎن و ﺳﺎﺗﻲ .دې ﻏﻮﻧډې ددرې ورځﻮ ﺑﺤﺚ او څﻴړوﻧﻮ وروﺳﺘﻪ دا ډول ﭘﺮﻳﻜړه ﻟﻴﻚ ﺻﺎدر ﻛړ:
د ﺳﻮﻟﯥ د ﻣﻠﻲ ﻣﺸﻮرﺗﻲ ﺟﺮګﯥ ﭘﺮﯦﻜړه ﻟﻴﻚ
د 1389ﻟﻤﺮﻳﺰﻛﺎل د ﻏﺒﺮګﻮﻟﻲ ﻟﻪ 12څﺨﻪ ﺗﺮ 14ﭘﻮرې
د ﻟﻮﻳﯥ ﺟﺮګﯥ ﺧﻴﻤﻪ ،ﻛﺎﺑﻞ ښﺎر
د ﺳﻮﻟﯥ ﻣﻠﻲ ﻣﺸﻮرﺗﻲ ﺟﺮګﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د رﻧځﯧﺪﻟﻲ ﻣﻠﺖ د 1600ﺗﻨﻮ ﭘﯧﮋﻧﺪل ﺷﻮﻳﻮ اﺳﺘﺎزو ﭘﻪ ګډون ﭼﯥ د
ﻣﻠﻲ ﺷﻮرا ﭘﻪ دواړو ﻣﺠﻠﺴﻮﻧﻮ ﻛﯥ د ﻣﻠﺖ د ﻣﻨﺘﺨﺒﻮ اﺳﺘﺎزو ،وﻻﻳﺘﻲ ﺷﻮراګﺎﻧﻮ ،ﻋﻠﻤﺎى ﻛﺮاﻣﻮ ،ﻗﻮﻣﻲ
ﻣﺨﻮرو ،د ﻣﺪﻧﻲ ټﻮﻟﻨﯥ د ﻧﻬﺎدوﻧﻮ ،ﭘﻪ اﻳﺮان او ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﻣﯧﺸﺘﻮ اﻓﻐﺎن ﻣﻬﺎﺟﺮﻳﻨﻮ د اﺳﺘﺎزو او د
ټﻮﻟﻨﯥ د ﻧﻮرو ﭘﺮګﻨﻮ ﭘﻪ ﺷﻤﻮل ﭼﯥ ﭘﻪ 13ﻛټګﻮرﻳﻮ ﻛﯥ ﺗﻨﻈﻴﻢ او دﻋﻮت ﺷﻮي وو ،ﻟﻪ ﻣﻮﺟﻮده ﻧﺎاﻣﻨﻴﻮ څﺨﻪ د
وﺗﻠﻮ د ﻻرو د ﻟټﻮن او ﭘﻪ ﻫﯧﻮاد ﻛﯥ ﭘﺎﻳﺪارې ﺳﻮﻟﯥ ﺗﻪ د رﺳﯧﺪو ﭘﻪ ﻣﻘﺼﺪ د ﻣﺸﻮرې ﻟﭙﺎره د ﭘﺮوﻓﻴﺴﻮر ﺑﺮﻫﺎن اﻟﺪﻳﻦ رﺑﺎﻧﻲ ﺗﺮ ﻣﺸﺮۍ ﻻﻧﺪې ﺟﻮړه ﺷﻮه.
د ﺳﻮﻟﯥ د ﻣﻠﻲ ﻣﺸﻮرﺗﻲ ﺟﺮګﯥ ﻏړو د درﻳﻮ ورځﻮ ﭘﻪ ﺗﺮڅ ﻛﯥ د ﻃﺮﺣﻪ ﺷﻮې اﺟﻨﺪا ﻣﻄﺎﺑﻖ د ﻛﺎري ﻛﻤﻴټﻮ ﭘﻪ
ګڼ ﺷﻤﯧﺮ ﻏﻮﻧډو او ﻋﻤﻮﻣﻲ ﻏﻮﻧډه ﻛﯥ ﻫﺮاړﺧﻴﺰې ﺧﺒﺮې اﺗﺮې وﻛړې او ﭘﻪ ﻻﻧﺪې ﻣﻮادو ﻣﻮاﻓﻘﯥ ﺗﻪ
ورﺳﯧﺪل:
ﻣﻮږ د ﺳﻮﻟﯥ د ﻣﻠﻲ ﻣﺸﻮرﺗﻲ ﺟﺮګﯥ ګډون ﻛﻮوﻧﻜﻲ د ﺧﭙﻠﻮ دﻳﻨﻲ او ﻣﻠﻲ ﻣﻜﻠﻔﻴﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ درك ﻛﻮﻟﻮ او دې ﺗﻪ
ﭘﻪ ﭘﺎﻣﻠﺮﻧﯥ ﺳﺮه ﭼﯥ ﺳﻮﻟﻪ د ژوﻧﺪاﻧﻪ ﻳﻮه اړﺗﻴﺎ او د دې ﻣﻠﺖ د ﻫﺮ ﻓﺮد ﻏﻮښﺘﻨﻪ ده ،د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اﺳﻼﻣﻲ
ﺟﻤﻬﻮرﻳﺖ د ﺟﻤﻬﻮر رﻳﯧﺲ ﻟﻪ ﻧﻮښﺖ او ژﻣﻨﯥ څﺨﻪ ﭼﯥ ﻟﻪ ﻣﻠﺖ ﺳﺮه د ﻣﺸﻮرې ﭘﺮ ﺑﻨﺴټ ﭘﻪ ﻫﯧﻮاد ﻛﯥ د
ﺟګړې او وﻳﻨﯥ ﺗﻮﻳﻮﻟﻮ د ﭘﺎى ﺗﻪ رﺳﻮﻟﻮ او ﻟﻪ ﺳﻮﻟﻪ ﻳﯧﺰې ﻻرې ﭘﺎﻳﺪارې ﺳﻮﻟﯥ ﺗﻪ د رﺳﯧﺪو ﻟﭙﺎره ﻳﯥ ﻛړې ده ،ﻫﺮاړﺧﻴﺰ ﻣﻼﺗړ ﻛﻮو.
ﻣﻮږ ﺳﻮﻟﯥ ،ﺧﭙﻠﻮاﻛۍ او د ﻫﯧﻮاد ﻋﺎﻣﻪ ﺳﻮﻛﺎﻟۍ ﺗﻪ د رﺳﯧﺪو ﻟﭙﺎره ،د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﻮ ﺧﻠﻜﻮ د زﻏﻢ، ﺻﺒﺮ او ﻗﺮﺑﺎﻧﻴﻮ ﻗﺪرداﻧﻲ ﻛﻮو.
د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺧﻠﻚ د ﻫﯧﻮاد د ﻣﻠﻲ ﻧﻬﺎدوﻧﻮ او ﺑﻨﺴټﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺑﻴﺎرﻏﺎوﻧﻪ ﻛﯥ د ﻧړﻳﻮاﻟﯥ ټﻮﻟﻨﯥ ﭘﻪ ﺧﺼﻮص د اﻣﺮﻳﻜﯥ ﻟﻪ ﻣﺘﺤﺪه اﻳﺎﻻﺗﻮ ﻟﻪ ﻫﺮاړﺧﻴﺰ ﻣﻼﺗړ څﺨﻪ ﻗﺪرداﻧﻲ ﻛﻮي او د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د دوﻟﺖ ﭘﻪ ځﺎن ﺗﺮ ﻣﺘﻜﻲ
ﻛﯧﺪو ﭘﻮرې د ﻫﻐﻮى د ﭘﺮاﺧﻮ ،اﻏﻴﺰﻣﻨﻮ او ﺑﻨﺴټﻴﺰو ﻫﻤﻜﺎرﻳﻮ د دوام ﻏﻮښﺘﻮﻧﻜﻲ دي.
ﻣﻮږ د اﺳﻼﻣﻲ ﻫﯧﻮادوﻧﻮ ﻟﻪ زړه ﺳﻮاﻧﺪو ﻫڅﻮ ،ﭘﻪ ځﺎﻧګړې ﺗﻮګﻪ ،د ﺣﺮﻣﻴﻦ ﺷﺮﻳﻔﻴﻦ د ﺧﺎدم د ﺳﻌﻮدي
ﻋﺮﺑﺴﺘﺎن د ﭘﺎﭼﺎ او د ﺗﺮﻛﯧﯥ د ﺟﻤﻬﻮرﻳﺖ ﻟﻪ اﻗﺪاﻣﺎﺗﻮ او ﻧﻮښﺘﻮﻧﻮ څﺨﻪ د ﻫﻐﻪ ﻣﻼﺗړ ﻟﻪ ﻻﻣﻠﻪ ،ﭼﯥ زﻣﻮږ ﭘﻪ
ﺟﻨګ ځﭙﻠﻲ ﻫﯧﻮاد ﻛﯥ د ﺳﻮﻟﯥ ﺳﺒﺐ ﻛﯧږي ﻗﺪرداﻧﻲ ﻛﻮو او د ﻫﻐﻮى د ډﯦﺮو ﻫﻤﻜﺎرﻳﻮ د دوام ،ﺗﺴﺮﻳﻊ او ﭘﺮاﺧﻮاﻟﻲ ﻏﻮښﺘﻮﻧﻜﻲ ﻳﻮو.
103
ﻣﻮږ د ﺳﻮﻟﯥ د ﻣﻠﻲ ﻣﺸﻮرﺗﻲ ﺟﺮګﯥ ګډون ﻛﻮوﻧﻜﻲ د ﻻﻧﺪې ﻣﻮاردو ﭘﻪ اړه ﭘﺮﯦﻜړه ﻛﻮو او د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻟﻪ اﺳﻼﻣﻲ ﺟﻤﻬﻮري دوﻟﺖ او ﻟﻪ ﻫﻐﻪ ﺳﺮه ﻟﻪ ښﻜﯧﻠﻮ ﻣﺨﺎﻟﻔﻮ اړﺧﻮﻧﻮ ﻫﻴﻠﻪ ﻛﻮو ،څﻮ ﭘﻪ ﻋﻤﻠﻲ ﻛﻮﻟﻮ ﻛﯥ ﻳﯥ
ﭼټﻚ ،ﺻﺎدﻗﺎﻧﻪ او د ﻟﻤﺲ وړ اﻗﺪام وﻛړي.
ﭘﺎﻳﺪارې ﺳﻮﻟﯥ ﺗﻪ د رﺳﯧﺪو ﻟﭙﺎره ﻣﻔﺎﻫﻤﻪ ،ﻣﺬاﻛﺮه او ﻣﻮاﻓﻘﻪ:
.1ﻣﻮږ د ﺳﻮﻟﯥ د ﻣﻠﻲ ﻣﺸﻮرﺗﻲ ﺟﺮګﯥ ګډون ﻛﻮوﻧﻜﻲ ﭘﻪ ﺟګړه ﻛﯥ ﻟﻪ ټﻮﻟﻮ ښﻜﯧﻠﻮ اړﺧﻮﻧﻮ څﺨﻪ ﻏﻮښﺘﻨﻪ
ﻛﻮو ،څﻮ د اﺳﻼم د ﻣﻘﺪس دﻳﻦ د ارﺷﺎداﺗﻮ ﻣﻄﺎﺑﻖ ،د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺧﻠﻜﻮ ﻏږ او ﻏﻮښﺘﻨﯥ ﺗﻪ د ﺟګړې ،ورور وژﻧﯥ د ﺑﻨﺪوﻟﻮ او داﻳﻤﻲ ﺳﻮﻟﯥ ﺗﻪ د رﺳﯧﺪو ﻟﭙﺎره ﻟﺒﻴﻚ وواﻳﻲ او د ﻣﻔﺎﻫﻤﯥ او ﻣﺬاﻛﺮې ﻻره ﺧﭙﻠﻪ ﻛړي .دا
د ټﻮﻟﻮ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﺗﺮﻣﻨځ د ﺳﻮﻟﯥ او ﭘﺨﻼﻳﻨﯥ ﻧﻮښﺖ دى او ﭘﻪ ﻫﯧڅ ﺗﻮګﻪ ﺑﻬﺮﻧﻲ اﻓﺮاﻃﻲ ﻋﻨﺎﺻﺮ او ﻧړﻳﻮاﻟﯥ
ﺗﺮﻫګﺮې ﺷﺒﻜﯥ ﻧﻪ راﻧﻐﺎړي.
.2دوﻟﺖ ﺑﺎﻳﺪ د ﺳﻮﻟﯥ د ﭘﺮوﺳﯥ د ﭘﻴﻞ ﻟﭙﺎره د ﺳﻮﻟﯥ د ﻣﻠﻲ ﻣﺸﻮرﺗﻲ ﺟﺮګﯥ د ﭘﺮﯦﻜړو ﭘﻪ ﭘﺎم ﻛﯥ ﻟﺮﻟﻮ ﺳﺮه ﻳﻮ
ﻫﺮ اړﺧﻴﺰ ﭘﺮوګﺮام ﺟﻮړ او د ﺳﻮﻟﯥ د ﺗﺎﻣﻴﻦ ﻟﭙﺎره دواﻣﺪاره ﺑﺮﻧﺎﻣﯥ د ﻳﻮې ﻣﻠﻲ او داﻳﻤﻲ ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋۍ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ
اﻋﻼن ﻛړي.
.3د ﺳﻮﻟﯥ ﻫڅﯥ ﺑﺎﻳﺪ د ﻧﻈﺎم ﻻﺳﺘﻪ راوړﻧﯥ او د ﻫﻐﻪ ﻗﺎﻧﻮﻧﻲ ارزښﺘﻮﻧﻪ ﺗﺮ ﭘﻮښﺘﻨﯥ ﻻﻧﺪې راﻧﻪ وﻟﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ
ﻫﯧﻮاد ﻛﯥ د ﺗﺎزه ﻛړﻛﯧﭻ د راﻣﻨځﺘﻪ ﻛﯧﺪو ﺳﺒﺐ ﺷﻲ.
. 4ﭘﺎﻳﻪ دارې ﺳﻮﻟﯥ ﺗﻪ د رﺳﯧﺪو ﭘﻪ ﻣﻘﺼﺪ د ټﻮﻟﻮ اړﺧﻮﻧﻮ ﻫﺮاړﺧﻴﺰې او ﺻﺎدﻗﺎﻧﻪ ژﻣﻨﯥ ﻳﻮ ﺿﺮوري ﻛﺎر دى.
ﻣﻮږ ګډون ﻛﻮوﻧﻜﻲ ﺟﺪي ﻫﻴﻠﻪ ﻟﺮو ،څﻮ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺧﻠﻜﻮ او د ﺳﻮﻟﯥ د ﻣﻠﻲ ﻣﺸﻮرﺗﻲ ﺟﺮګﯥ د ګډون
ﻛﻮوﻧﻜﻮ ﻏﻮښﺘﻨﻮ ﺗﻪ درﻧﺎوى وﺷﻲ او د دې ﺟﺮګﯥ ﭘﺮﯦﻜړې ﭘﻪ ﺟﺪي ﺗﻮګﻪ ﭘﻪ ﻋﻤﻞ ﻛﯥ ﭘﻠﯥ ﺷﻲ .ﭘﺮﺗﻪ ﻟﻪ دې ﺑﻪ د ﺟﺮګﻮ ﺗﺎرﻳﺨﻲ ارزښﺘﻮﻧﻮ ﺗﻪ زﻳﺎن ورﺳﻴږي
.5ﻣﻮږ ﻟﻪ ټﻮﻟﻮ ښﻜﯧﻠﻮ ﺧﻮاوو څﺨﻪ ﻫﻴﻠﻪ ﻛﻮو څﻮ ﻟﻪ ﻫﻐﻮ ﻣﺨﻜﯥ ﺷﺮﻃﻮﻧﻮ څﺨﻪ ﭼﯥ د ﻣﺬاﻛﺮې او ﻣﻔﺎﻫﻤﯥ د
ﭘﻴﻠﻮﻟﻮ زﻣﻴﻨﻪ ﻧﺎﺷﻮﻧﻰ ﻛﻮي ،ډډه وﻛړي او د ﺗﻔﺎﻫﻢ د ﭘﻴﻞ ﻟﭙﺎره ﺟﻮړوﻧﻜﻲ او اﻧﻌﻄﺎف ﻣﻨﻮﻧﻜﻲ ﭼﻠﻨﺪوﻧﻪ ﺗﺮﻻس ﻻﻧﺪې وﻧﻴﺴﻲ او ﺧﭙﻞ ښﻪ ﻧﻴﺖ څﺮګﻨﺪ ﻛړي.
.6ﻗﻮﻣﻲ ،ﺳﻴﻤﻪ ﻳﯧﺰو ،ژﺑﻨﻲ ،ﺳﻤﺘﻲ ،ﺗﻨﻈﻴﻤﻲ ،ﻣﺬﻫﺒﻲ او ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻣﺴﺎﻳﻠﻮ ﺗﻪ د ﻟﻤﻦ وﻫﻠﻮ ﻣﺨﻨﻴﻮى ،ﭼﯥ د
ﻣﻠﻲ وﺣﺪت د زﻳﺎﻧﻤﻨﻮﻟﻮ ﺳﺒﺐ ﻛﯧږي ،د ښﻜﯧﻠﻮ ﺧﻮاوو ﭘﻪ ﻛﺎري ﻟﻮﻣړﻳﺘﻮﺑﻮﻧﻮ ﻛﯥ وﻧﻴﻮل ﺷﻲ.
.7د اﻗﺘﺼﺎدي ﺑﻨﺴټ د ﭘﻴﺎوړي ﻛﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎره د ﭘﺎﻧګﯥ اﭼﻮﻧﯥ د زﻣﻴﻨﻮ ﺑﺮاﺑﺮول ،د ﺑﻮﺧﺘﻴﺎ د ﭘﻴﺪا ﻛﻮﻟﻮ ﭘﻪ
ﻣﻘﺼﺪ د ﺑﺸﺮي ﻣﻨﺎﺑﻌﻮ او د ﻫﯧﻮاد د ﺑﻨﺴټﻮﻧﻮ ﭘﺮﻣﺨﺘﻴﺎ او وده ،د ﺑﯥ وزﻟۍ ﻛﻤﻮل او د اﺳﻼﻣﻲ او ﻋﻤﻮﻣﻲ ﺗﻌﻠﻴﻤﺎﺗﻮ د ﻇﺮﻓﻴﺘﻮﻧﻮ ﻟﻮړول دې د دوﻟﺖ د ﺑﺮﻧﺎﻣﻮ ﭘﻪ ﺳﺮ ﻛﯥ ځﺎى ﻛړاى ﺷﻲ.
ﻟﻪ ﻧﺎراﺿﻴﺎﻧﻮ ﺳﺮه د ﻣﺬاﻛﺮې د ﭼﻮﻛﺎټ ﺟﻮړول
.8ﻣﻮږ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻟﻪ دوﻟﺖ او ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻟﻪ ﻣﯧﺸﺘﻮ ﻧړﻳﻮاﻟﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ څﺨﻪ ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻛﻮو ﭼﯥ: -
د ښﻪ ﻧﻴﺖ ﭘﻪ ﻋﻨﻮان دې دوﻟﺖ د ﻫﻐﻪ ﺷﻤﯧﺮ اﻓﺮادو د آزادوﻟﻮ ﭘﻪ اړه ﭼﯥ د ﻏﻠﻄﻮ رﭘﻮټﻮﻧﻮ او ﻳﺎ
-
دوﻟﺖ ﺑﺎﻳﺪ ﻟﻪ ﻧړﻳﻮاﻟﯥ ټﻮﻟﻨﯥ ﺳﺮه ﭘﻪ ﺗﻔﺎﻫﻢ ﻛﯥ ﻟﻪ ﺗﻮر ﻟﺴﺖ څﺨﻪ د ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ د ﻧﻮﻣﻮﻧﻮ ﭘﻪ وﯦﺴﺘﻠﻮ
ﻧﺎﺛﺎﺑﺘﻮﺗﻮروڼﻮ ﭘﺮ ﺑﻨﺴټ ﭘﻪ ﺑﯧﻼﺑﯧﻠﻮ ﺟﯧﻠﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﭘﺮاﺗﻪ دي ﺳﻤﻼﺳﻲ او ﺟﺪي اﻗﺪام وﻛړي. ﻛﯥ ﭼټﻚ اﻗﺪام وﻛړي.
104
-
دوﻟﺖ او ﻧړﻳﻮال ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﺑﺎﻳﺪ د ﻫﻐﻮﻛﺴﺎﻧﻮ ﭼﯥ د ﺳﻮﻟﯥ ﻟﻪ ﭘﺮوﺳﯥ ﺳﺮه ﻳﻮ ځﺎى ﻛﯧږي د اﻣﻨﻴﺖ او ﺧﻮﻧﺪﻳﺘﻮب د ﺗﺎﻣﻴﻨﻮﻟﻮ ﺿﻤﺎﻧﺖ وﻛړي او د ﻫﻐﻮى ﻟﭙﺎره دې ،ﺧﻮﻧﺪي ژوﻧﺪاﻧﻪ ﺗﻪ د ﺑﯧﺮﺗﻪ راﺳﺘﻨﯧﺪو
زﻣﻴﻨﻪ ﺑﺮاﺑﺮه ﻛړي.
-
ﻟﻪ ﻧړﻳﻮاﻟﻮ او اﻓﻐﺎﻧﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ څﺨﻪ ﺟﺪاْ ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻛﯧږي ،څﻮﻟﻪ ﺑﯥ ﻣﻮرده ﻧﻴﻮﻧﻮ او د ﻛﻮروﻧﻮ ﭘﺨﭙﻞ
ﺳﺮو ﺗﺎﻻﺷﻴﻮ او د اﺳﺘﻮګﻨﯥ ﭘﻪ ﺳﻴﻤﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﻟﻪ ﺑﻤﺒﺎرۍ څﺨﻪ ﭼﯥ د ﻣﻠﻜﻲ ﺗﻠﻔﺎﺗﻮ ﺳﺒﺐ ﻛﯧږي ،ﭘﻪ
ﻛﻠﻜﻪ ډډه وﻛړي. -
دوﻟﺖ ﺑﺎﻳﺪ د ﭘﻮځﻲ ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ د رﻫﺒﺮي ﻛﻮﻟﻮ او ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﻣﯧﺸﺘﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﺗﺮﻣﻨځ د
-
وﺳﻠﻪ وال ﻧﺎراﺿﻴﺎن ﺑﺎﻳﺪ ﺗﺎوﺗﺮﻳﺨﻮاﻟﻰ او ﻫﻐﻪ ټﻮل ﻓﻌﺎﻟﻴﺘﻮﻧﻪ ﭼﯥ د ګﺮاﻧﻮ ﻫﯧﻮادواﻟﻮ د وژﻟﻮ او د
ﻫﻤﻐږۍ ﻟﭙﺎره ﺟﺪي اﻗﺪاﻣﺎت وﻛړي.
ﺑﻨﺴټﻮﻧﻮ د ﺗﺨﺮﻳﺒﻮﻟﻮ ﺳﺒﺐ ﻛﯧږي ،ﭘﺮﯦږدي اوﺧﭙﻠﯥ اړﻳﻜﯥ دې ﻟﻪ اﻟﻘﺎﻋﺪه او ﺳﻴﻤﻪ ﻳﯧﺰو ﺗﺮﻫګﺮو ﺷﺒﻜﻮ ﺳﺮه ﭘﺮې ﻛړي.
-
ﻟﻪ ﻧړﻳﻮاﻟﯥ ټﻮﻟﻨﯥ څﺨﻪ ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻛﯧږي څﻮ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اﻣﻨﻴﺘﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺗﺠﻬﻴﺰوﻟﻮ ،روزﻟﻮ او ﭘﻴﺎوړي ﻛﻮﻟﻮ ﻛﯥ ﺟﺪي ﻫﻤﻜﺎري او اﻗﺪاﻣﺎت وﻛړي څﻮ دا ځﻮاﻛﻮﻧﻪ وﻛﻮﻻى ﺷﻲ د ﻫﯧﻮاد او ﺧﻠﻜﻮ
د اﻣﻨﻴﺖ د ﺗﺎﻣﻴﻨﻮﻟﻮ ﻣﺴﻮوﻟﻴﺖ ﭘﺨﭙﻠﻪ ﻏﺎړه واﺧﻠﻲ.
-
ﻣﻮږ ﻟﻪ ﻧړﻳﻮاﻟﯥ ټﻮﻟﻨﯥ څﺨﻪ د اوږدﻣﻬﺎﻟﻮ ژﻣﻨﻮ ﻏﻮښﺘﻮﻧﻜﻲ ﻳﻮو څﻮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﻴﺎ د ﺳﻴﻤﻪ ﻳﯧﺰو ﺳﻴﺎﻟﻴﻮ د ﻛړﻛﯧﭽﻮﻧﻮ ﭘﻪ ډګﺮ ﺑﺪل ﻧﻪ ﺷﻲ ،د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﻻﺳﻮﻫﻨﻮ ﻣﺨﻨﻴﻮى وﺷﻲ او د ﺳﻴﻤﻪ ﻳﯧﺰو
ﻫﻤﻜﺎرﻳﻮ د ﭘﻴﺎوړي ﻛﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎره زﻣﻴﻨﻪ ﻣﺴﺎﻋﺪه ﺷﻲ.
-
ﻣﻮږ ﻟﻪ ﻧړﻳﻮاﻟﯥ ټﻮﻟﻨﯥ څﺨﻪ ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻛﻮو څﻮ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اﺳﻼﻣﻲ ﺟﻤﻬﻮري دوﻟﺖ ﺗﺮ ﻣﺸﺮۍ
-
دوﻟﺖ دې د ﺧﻠﻜﻮ ﭘﻪ ﻫﻤﻜﺎرۍ د ښﯥ ﺣﻜﻮﻣﺖ دارۍ د ﺟﻮړوﻟﻮ ،ﻛﺎر د ﻛﺎر اﻫﻞ ﺗﻪ د ﺳﭙﺎرﻟﻮ ﻟﭙﺎره
ﻻﻧﺪې د ﺳﻮﻟﯥ ﻟﻪ ﭘﺮوﺳﯥ څﺨﻪ ﻫﺮاړﺧﻴﺰ ﻣﻼﺗړ وﻛړي.
او ﻟﻪ اداري او اﺧﻼﻗﻲ ﻓﺴﺎد ﺳﺮه د ﻣﺒﺎرزې او د ﻣﺮﻛﺰ او وﻻﻳﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻛﭽﯥ د ځﻤﻜﯥ د ﻏﺎﺻﺒﻴﻨﻮ ﭘﻪ ﺿﺪ اﻗﺪام وﻛړي .دا اﻗﺪاﻣﺎت ﭘﺮ دوﻟﺖ د ﺧﻠﻜﻮ د ﺑﺎور ﭘﻪ ﺗﺮﻻﺳﻪ ﻛﻮﻟﻮ او ﻟﻪ دوﻟﺖ ﺳﺮه د ﻣﻠﺖ ﭘﻪ
ﻧږدې ﻛﻮﻟﻮ او د ﺳﻮﻟﯥ د ﭘﺮوﺳﯥ ﭘﻪ ﺑﺮي ﻛﯥ ﻛﻠﻴﺪي رول ﻟﻮﺑﻮي. -
د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺧﻠﻚ د ﻋﺎدﻻﻧﻪ ﺳﻮﻟﯥ ﻏﻮښﺘﻮﻧﻜﯥ دي ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻐﯥ ﻛﯥ د ښځﻮ او ﻣﺎﺷﻮﻣﺎﻧﻮ ﭘﻪ
ﺷﻤﻮل د ﻫﯧﻮاد د ټﻮﻟﻮ اﺗﺒﺎﻋﻮ ﺣﻘﻮﻧﻪ ﭘﻪ ﭘﺎم ﻛﯥ ﻧﻴﻮل ﺷﻮي وي او د ټﻮﻟﻨﻴﺰ ﻋﺪاﻟﺖ د ﺗﺎﻣﻴﻨﻮﻟﻮ ﭘﻪ
ﻣﻘﺼﺪ ﺟﺮګﻪ ټﻴﻨګﺎر ﻛﻮي څﻮ ﻗﻮاﻧﻴﻦ ﭘﺮ ټﻮﻟﻮ اﺗﺒﺎﻋﻮ ﻳﻮ ﺷﺎن ﺗﻄﺒﻴﻖ ﺷﻲ.
.9ﻣﻮږ د دې ﺟﺮګﯥ ګډون ﻛﻮوﻧﻜﻲ ﻟﻪ ﻋﻠﻤﺎى ﻛﺮاﻣﻮ ،د ﭼﺎﭘﻲ ،ﺻﻮﺗﻲ او ﺗﺼﻮﻳﺮي رﺳﻨﻴﻮ ﻟﻪ ﻣﺴﻮوﻟﻴﻨﻮ
او ﻛﺎرﻛﻮوﻧﻜﻮ څﺨﻪ ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻛﻮو څﻮ د ﺳﻮﻟﯥ د ﺗﺒﻠﻴﻎ او ﺗﺎوﺗﺮﻳﺨﻮاﻟﻲ د ﭘﺮﯦښﻮدو ﻟﭙﺎره د ﺟﻮﻣﺎﺗﻮﻧﻮ ﻟﻪ
ﻣﻨﺒﺮوﻧﻮ او ډﻟﻪ ﻳﯧﺰو رﺳﻨﻴﻮ څﺨﻪ رﺳﺎﻟﺘﻤﻨﺪه او ﻣﺴﻮوﻻﻧﻪ اﺳﺘﻔﺎده وﻛړي.
.10ﻣﻮږ د دې ﺟﺮګﯥ ګډون ﻛﻮوﻧﻜﻲ ﻟﻪ ﺧﭙﻠﻮ ټﻮﻟﻮ دﻳﻨﺪارو ﺧﻠﻜﻮ څﺨﻪ ﻏﻮاړو څﻮ ﻟﻪ دوﻟﺖ ﺳﺮه ﻳﻮ ځﺎى د ﻫﯧﻮاد د اوﺳﻨﻴﻮ ﻧﺎاراﻣﻴﻮ د ﭘﺎى ﺗﻪ رﺳﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎره ﻳﻮ ﺑﻞ ﺗﻪ ﻻﺳﻮﻧﻪ ورﻛړي او د دې ﭘﺮوﺳﯥ د ﺑﺮي ﻟﭙﺎره
ﻫڅﻪ وﻛړي .دوﻟﺖ ﺑﺎﻳﺪ د ﺧﻠﻜﻮ ﭘﻪ ﻫﻤﻜﺎرۍ ټﻮل ﻻزم ﺗﺪﺑﻴﺮوﻧﻪ د اﻣﻨﻴﺖ د ﺗﺎﻣﻴﻨﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎره ﺗﺮ ﻻس ﻻﻧﺪې
وﻧﻴﺴﻲ څﻮ د ﺟﻨﺎﻳﺘﻜﺎراﻧﻪ او ﺗﺮﻫګﺮﻳﺰو اﻋﻤﺎﻟﻮ ﻣﺨﻪ وﻧﻴﻮل ﺷﻲ.
105
ﻟﻪ ﻧﺎراﺿﻴﺎﻧﻮ ﺳﺮه د ﻣﺬاﻛﺮې ﻟﭙﺎره د ﻣﻴﻜﺎﻧﻴﺰم ﺟﻮړول:
.11ﭘﻪ ﻫﯧﻮاد ﻛﯥ د ﺳﻮﻟﯥ د ﭘﺮوﺳﯥ د ﭘﺮ ﻣﺦ وړﻟﻮ او د ﺟﺮګﯥ د ﻣﺸﻮرو د ﻋﻤﻠﻲ ﻛﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎره دې د
وﻻﻳﺘﻮﻧﻮ او وﻟﺴﻮاﻟﻴﻮ د ﻧﻤﺎﻳﻨﺪګﻴﻮ ﭘﻪ ﻟﺮﻟﻮ ﺳﺮه ،واﻛﻤﻦ ﻛﻤﯧﺴﻴﻮن ﻳﺎ د ﺳﻮﻟﯥ ﻋﺎﻟﻲ ﺷﻮرا ﺟﻮړه ﺷﻲ،
ﭼﯥ د ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺗﺮﻛﯧﺐ ﻛﯥ دې د ﺧﻮﻳﻨﺪو او وروڼﻮ ﭘﻪ ﺷﻤﻮل ﻣﺼﻠﺢ ،زړه ﺳﻮاﻧﺪي ﺷﺨﺼﻴﺘﻮﻧﻪ ،ﻋﻠﻤﺎى
ﻛﺮام ،ﻗﻮﻣﻲ ﻣﺸﺮان ،د ﻣﻠﻲ ﺷﻮرا ﻟﻪ دواړو ﻣﺠﻠﺴﻮﻧﻮ څﺨﻪ ﻳﻮـ ﻳﻮ ﺗﻦ اﺳﺘﺎزى او ﻫﻐﻪ ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻦ ﭼﯥ ﻟﻪ
ﺗﺎوﺗﺮﻳﺨﻮاﻟﻲ څﺨﻪ ﻳﯥ ﻻس اﺧﻴﺴﺘﻰ وي ،ﺷﺎﻣﻞ ﺷﻲ .دا ﺷﻮرا ﺑﺎﻳﺪ ﺑﻨﺪﻳﺎﻧﻮ ﺗﻪ د رﺳﯧﺪګۍ ،ﺧﻼﺻﻮﻟﻮ او ﻋﺎدي ژوﻧﺪ ﺗﻪ د ﻫﻐﻮى ﺑﯧﺮﺗﻪ ﺳﺘﻨﻴﺪو ﻟﭙﺎره د رﺳﯧﺪﻧﯥ ﭘﻪ ﻣﻘﺼﺪ ځﺎﻧګړې ﻛﻤﻴټﻪ ﺟﻮړه ﻛړي.
. 12ﻣﻮږ د دې ﻣﻠﻲ ﻣﺸﻮرﺗﻲ ﺟﺮګﯥ ګډون ﻛﻮوﻧﻜﻲ ژﻣﻨﻪ ﻛﻮو څﻮ د دې ﺟﺮګﯥ د ﺳﻮﻟﯥ د ﭘﻴﻐﺎم
ورﻛﻮوﻧﻜﻮ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺳﻴﻤﻮ او ځﺎﻳﻮﻧﻮ ﺗﻪ د ﺑﯧﺮﺗﻪ ﺳﺘﻨﯧﺪو ﭘﺮ ﻣﻬﺎل د دې ﺟﺮګﯥ ﭘﻴﻐﺎم ﺧﭙﻠﻮ ﺧﻠﻜﻮ ﺗﻪ
ورﺳﻮو او ﭘﻪ دې ﻻر ﻛﯥ ﺑﻪ د ﺳﻴﻤﻪ ﻳﯧﺰو ادارو ،ﻋﻠﻤﺎوو ،ﻗﻮﻣﻲ ﻣﺸﺮاﻧﻮ ،ځﻮاﻧﺎﻧﻮ او ښځﻮ ﭘﻪ ﻫﻤﻜﺎرۍ ﻫﺮ اړﺧﻴﺰې ﻫڅﯥ وﻛړو څﻮ ﺧﭙﻠﻪ ﻣﻠﻲ او دﻳﻨﻲ وﻧډه د ﺳﻮﻟﯥ ﭘﻪ ﺗﺎﻣﻴﻨﻮﻟﻮ ﻛﯥ ادا ﻛړو.
. 13د ﺳﻮﻟﯥ د ﻣﻠﻲ ﻣﺸﻮرﺗﻲ ﺟﺮګﯥ ﻟﻪ ﭘﺮﯦﻜړه ﻟﻴﻚ څﺨﻪ د ﻧړﻳﻮاﻟﯥ ټﻮﻟﻨﯥ د ﻣﻼﺗړ د ﺗﺮﻻﺳﻪ ﻛﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎره،
د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن اﺳﻼﻣﻲ ﺟﻤﻬﻮري دوﻟﺖ ﻣﻜﻠﻔﻴﺖ ﻟﺮي څﻮ ﻫﻐﻪ د ﻛﺎﺑﻞ د ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ ﭘﻪ اﺟﻨﺪا ﻛﯥ ﺷﺎﻣﻞ ﻛړي.
.14دوﻟﺖ ﺑﺎﻳﺪ د ﻫﻐﻪ ﻣﻴﻜﺎﻧﻴﺰم ﻟﻪ ﻻرې ﭼﯥ ﺟﻮړﯦږي ،د ﺳﻮﻟﯥ د ﺑﺮﻧﺎﻣﯥ د ﭘﺮﻣﺨﺘګ ﭘﻪ اړه ﺧﻠﻚ ﭘﻪ
دواﻣﺪاره او روښﺎﻧﻪ ﺗﻮګﻪ ﺧﺒﺮ ﻛړي.
.15د ﺟﺮګﯥ د 28ګﻮﻧﻮ ﻛﻤﻴټﻮ ﺳﭙﺎرښﺘﻨﯥ د ﺳﺮاﺳﺮي ﺳﻮﻟﯥ د ﻋﻤﻞ د ﺑﺮﻧﺎﻣﯥ او د ﺳﻮﻟﯥ د ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋۍ د
ﺟﻮړوﻟﻮ او ﺗﻌﻘﻴﺒﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﻣﻘﺼﺪ ﻟﻪ دې ﭘﺮﯦﻜړه ﻟﻴﻚ ﺳﺮه ﻣﻞ دي.
.16ﭘﻪ ﭘﺎى ﻛﯥ د ﺳﻮﻟﯥ ﻣﻠﻲ ﻣﺸﻮرﺗﻲ ﺟﺮګﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻣﺴﻠﻤﺎن ﻣﻠﺖ ﭘﻪ اﺳﺘﺎزﻳﺘﻮب ،ﭘﻪ ﻧړﻳﻮاﻟﻮ
اوﺑﻮ ﻛﯥ د ﻓﻠﺴﻄﻴﻦ د ﺑﯧﻮزﻟﻮ او ﻣﺤﺎﺻﺮه ﺷﻮﻳﻮ ﺧﻠﻜﻮ ﻟﭙﺎره د ﻏﺰې ﭘﻪ ﺗړاﻧګﻪ ﻛﯥ د ﺑﺸﺮدوﺳﺘﺎﻧﻪ
ﻣﺮﺳﺘﻮ ﭘﺮﻛﺎروان د اﺳﺮاﻳﯧﻠﻮ د ﭘﻮځﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ وﺣﺸﻴﺎﻧﻪ ﺑﺮﻳﺪ ﭼﯥ د ﻟﺴګﻮﻧﻮ ﺗﻨﻮ د وژﻟﻮ او ټﭙﻲ ﻛﯧﺪو
ﺳﺒﺐ ﺷﻮ ﭘﻪ ﻛﻠﻜﻪ ﻏﻨﺪي ،د ﻗﺮﺑﺎﻧﻴﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﻛﻮرﻧﻴﻮ او ټﭙﻴﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﺧﭙﻠﻪ ﻫﻤﺪردي څﺮګﻨﺪوي او د ﻟﻮى
ﺧﺪاى ﻟﻪ در ﺑﺎر څﺨﻪ ﻫﻐﻮى ﺗﻪ ﺻﺒﺮ او اﺳﺘﻘﺎﻣﺖ ﻏﻮاړي.
ﻟﻪ ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ او ﻧړﻳﻮاﻟﯥ ټﻮﻟﻨﯥ څﺨﻪ ﭘﻪ ﻛﻠﻜﻪ ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻛﯧږي څﻮ د ﻏﺰې د ﺗړاﻧګﯥ ﻇﺎﻟﻤﺎﻧﻪ ﻣﺤﺎﺻﺮې ﺗﻪ د ﭘﺎى ټﻜﯥ ﻛﯧږدي(37).
اﻣﺎد ﻣﺸﻮرﺗﻲ ﺟﺮګﯥ ﭘﺮﻳﻜړې ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﺗﺮ ﭘﻮښﺘﻨﯥ ﻻﻧﺪې راﻏﻠﻰ ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻋﻠﻤﺎوو ﺷﻮرا
دﻏﻮﻧډې وروﺳﺘﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻳﻮه اﻋﻼﻣﻴﻪ ﻛﯥ و ﻟﻴﻜﻞ ﭼﯥ »:اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ ﺳﻨﻪ ) (2001م ﻛﯥ د اﺳﺎﻣﻪ ﭘﻪ ﺑﻬﺎﻧﻪ ﭘﺮ
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﺠﺎوز وﻛړ .زاړه او واړه ﻗﺘﻠﻮي او د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ټﻮل ذﺧﺎﻳﺮ ﻳﯥ ﭼﻮرﻛړل .د روﺳﺎﻧﻮ ﺟﻨﺎﻳﺎت د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﺟﻨﺎﻳﺎﺗﻮ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﻫﯧﺮ ﺷﻮل .ﻳﻮازې د ﻣﻠﻜﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻗﺒﻀﻪ او د ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻗﺘﻞ او د
ﻣﻌﺎدﻧﻮ او ذﺧﺎﻳﺮو ﭘﻪ ﭼﻮر ﻏﺎړه ﻧﻪ ﺑﺎﺳﻲ .د ﻗﺮآن ﻣﺠﻴﺪ ﭘﻪ ﻋﻮض ﻛﯥ ﻳﯥ ﻳﻮ ﻛﺘﺎب ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ د اﻟﻔﺮﻗﺎن ﭘﻪ ﻧﻴټ ﻛﯥ ﻧﺸﺮ ﻛړى دى او ﭘﻪ ﻛﻮﻳټ او ﻣﺼﺮ وﻏﻴﺮه ﻛﯥ ﺗﻘﺴﻴﻢ ﻛړى دى .ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﻛﯥ ﻳﯥ ﻗﺮآن ﻣﺠﻴﺪ ،ﻧﺒﻲ ﺻﻠﻰ اﷲ
ﻋﻠﻴﻪ وﺳﻠﻢ د اﷲ ﺟﻞ ﺟﻼﻟﻪ ﭘﻪ ﺷﺎن ﻛﯥ ﻫﻐﺴﯥ اﻟﻔﺎظ وﻳﻠﻲ دي ﭼﯥ اﺑﻠﻴﺲ ﭘﺮې ﺷﺮﻣﻴږي او د ادﻳﺎﻧﻮ ﺗﻮﻫﻴﻦ د
ﻣﻠﮕﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ ﻟﻪ ﻣﻨﺸﻮر څﺨﻪ ﻫﻢ ﺧﻼف دى .د ﻧړۍ ﭘﻪ ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﻳﻮازې ﻛﻤﻮﻧﺴﺘﺎﻧﻮ د ادﻳﺎﻧﻮ ﺗﻮﻫﻴﻦ ﻛﺎوه،
106
اوس اﻣﺮﻳﻜﺎ دا ﻛﺎر ﺷﺮوع ﻛړى دى او دا ﻗﻮي دﻟﻴﻞ دى ﭼﯥ ﻏﺮﺑﯧﺎﻧﻮ د ﻳﻬﻮدﻳﺖ او ﻧﺼﺮاﻧﻴﺖ دﻳﻨﻮﻧﻮ ﺗﻪ
ﺟﻮاب ورﻛړى ،د ﻛﻤﻮﻧﻴﺰم ﻋﻘﻴﺪه ﻳﯥ اﺧﺘﻴﺎر ﻛړې ده .اﻟﻐﺮض :اﻋﻼن ﺷﻮى دى ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻟﻮﻳﻪ
ﺟﺮﮔﻪ ﺟﻮړﻳږي .زﻣﻮږ ﭘﻮښﺘﻨﻪ دا ده ﭼﯥ ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ ﻣﺸﺮۍ د ټﻮﻟﯥ دﻧﻴﺎ د ﻛﻔﺮه وو ﻗﺒﻀﻪ ده، ﻫﻐﻪ څﻪ ﻳﯥ وﻛړل ﭼﯥ د ﺑﺸﺮ ﭘﻪ ﺗﺎرﻳﺦ ﻛﯥ ﻳﯥ ﻣﺜﺎل ډﯦﺮ ﻛﻢ ﭘﻴﺪاﻛﯧږي .ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ ﺣﻴﻮاﻧﺎت ،ﻟﻴﻮه،
ﭼﻐﺎل او ﻣﻴږې وﻏﻴﺮه ﺧﭙﻞ ﻣﺴﻜﻦ ﺗﻪ ﺑﻞ څﻮك ﻧﻪ ﭘﺮﻳږدي او ﻣﻘﺎﺑﻠﻪ ﻳﯥ ﻛﻮي .اﻓﻐﺎﻧﺎن ﭼﯥ د څﻮارﻟﺲ ﺳﻮه ﻛﺎﻟﻪ راﻫﻴﺴﯥ ﭘﻪ اﺳﻼم او ﺣﺮﻳﺖ ﻛﯥ راﻏﻠﻲ دي ،د دوى ﭘﻪ ﺑﺮﻛﺖ ټﻮﻟﻪ ﻧړۍ د اﻧﮕﺮﻳﺰي او روﺳﻲ ﻟﻌﻨﺖ څﺨﻪ ﺧﻼﺻﻪ ﺷﻮه .ﻫﻐﻪ ﻗﻮم ﺑﻪ څﻪ رﻧﮕﻪ د اﺳﻼﻓﻮ ﺗﺎرﻳﺦ ﺑﺪﻧﺎﻣﻪ ﻛﻮي؟ ﻋﺼﺮ ﺣﺎﺿﺮ ﻓﺮﻋﻮن اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ ﻏﻼﻣۍ ﺑﻪ
ﻗﻨﺎﻋﺖ ﻛﻮي؟ ﺧﻼﺻﻪ د ﻛﻼم دا ده؛ ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺗﺮ ﻗﻴﺎدت ﻻﻧﺪې ،ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ ﻟﻮﻳﯥ ﺟﺮﮔﯥ ﺗﻪ ورﺗﻠﻞ داﻣﺮﻳﻜﺎ
ﺗﺠﺎوز ﺗﻪ ﻗﺎﻧﻮﻧﻴﺖ ورﻛﻮل او د دوى ﭘﻪ ﺗﺠﺎوز او ﻗﺎﻧﻮن راﺿﻲ ﻛﯧﺪل دي ﭼﯥ ﻫﺮ څﻮك ﻛړي ،ﻫﻐﻪ د
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺣﻜﻢ ﻛﯥ دى .ﻓﻠﻬﺬا دا ﺟﺮﮔﻪ ﻧﻪ ﺷﺮﻋﻲ ﺟﺮﮔﻪ ده ،ﻧﻪ اﻓﻐﺎﻧﻲ ،ﺷﺮﻛﺖ ﭘﻪ ﻛﯥ ﻛﻮل ﺷﺮﻋﺎً ﺣﺮام
دى .داﺳﻼم د ﻣﻘﺪس ﻗﺎﻧﻮن ﭘﻪ ﻣﻘﺘﻀﻰ او د اﺳﻼﻓﻮ د ﺗﺎرﻳﺦ ﻣﻄﺎﺑﻖ ټﻮل اﻓﻐﺎﻧﺎن ﺑﻼ اﺳﺘﺜﻨﺎء ﺑﺎﻳﺪ د ﺣﺎﺿﺮ
ﻋﺼﺮ ﻓﺮﻋﻮن ،اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ ودرﻳږي .د اﷲ ﺟﻞ ﺟﻼﻟﻪ ﭘﻪ ﻧﺼﺮت ﺑﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن او ﺟﻬﺎن د دې ﺟﺒﺎر ﻟﻪ ﻇﻠﻢ څﺨﻪ ﺧﻼص ﺷﻲ(38) «.
ﺧﻮ د ﻣﺸﻮرﺗﻲ ﺟﺮګﯥ د ﭘﺮﻳﻜړو او د ﻫﻐﻮى ﻟﻪ اړﺧﻪ د ﻣﺬاﻛﺮاﺗﻮ د وړاﻧﺪﻳﺰوﻧﻮاو ﻫﻢ د ﺳﻌﻮدي ﻋﺮﺑﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﻣﻨﻴځګړﻳﺘﻮب د ﺧﺒﺮو اﺗﺮو د ﭘﻴﻼﻣﯥ ﭘﻪ اړه ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻳﻮه ﭘﺮﻳﻜړه ﻟﻴﻚ ﻛﯥ داﺳﯥ ووﻳﻞ :
»ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﺗﻞ د ﺟﮕړې ﭘﻪ ﻋﺎﺟﻞ او داﺋﻤﻲ ﭘﺎى ﺗﻪ رﺳﯧﺪو او د ﻣﻠﺖ دﺧﻮښﯥ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﻪ ﺟﻮړﻳﺪو
ټﻴﻨﮕﺎر ﻛړى او ﻟﻪ ﺑﯧﻦ اﻻﻓﻐﺎﻧﻲ ﻣﺬاﻛﺮﺗﻮ ﺳﺮه ﺋﯥ ﺧﭙﻞ ﺗﻮاﻓﻖ اﻋﻼن ﻛړى ،ﺗﻞ ﺋﯥ ﭘﻪ واﺿﺢ اﻟﻔﺎﻇﻮ او ﻣﻜﺮره ﺗﻮﮔﻪ وﻳﻠﻰ ﭼﯥ ﺑﻬﺮﻧۍ ﻻﺳﻮﻫﻨﯥ اوﺑﻬﺮﻧﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ دﺟﮕړو د اداﻣﯥ ﺑﺎﻋﺚ دي ،ﻛﻪ دا ﻻﺳﻮﻫﻨﯥ ﺑﻨﺪې ﺷﻲ او
اﺷﻐﺎﻟﮕﺮ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﻟﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻧﻪ ووځﻲ ،ﻧﻮ د ﺟﮕړې اﺻﻠﻲ ﻋﻮاﻣﻞ ﭘﺎى ﺗﻪ رﺳﻴږي ،ﭘﻪ دې ﺳﺮه اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﺗﻪ
د ﺧﭙﻞ ﺑﺮﺧﻠﻴﻚ ټﺎﻛﻠﻮ او د ﺧﭙﻠﯥ ﺧﻮښﯥ ﻧﻈﺎم ﺟﻮړوﻟﻮ ﻣﻮﻗﻊ ﭘﻪ ﻻس ورځﻲ او د ﺳﻮﻟﯥ د ﺗﺄﻣﻴﻦ ﻟﭙﺎره ﻻر
اوارﻳږي ،ﭘﻪ دې ﻛﯥ ﻫﻴڅ ﺷﻚ ﻧﺸﺘﻪ ﭼﯥ د ﻣﻄﺮح اﻓﻐﺎﻧﻲ ﻟﻮر ﻳﻮ ﺗﺮﻣﻨځ دﺧﺒﺮو اوﺗﻔﺎﻫﻢ ﻟﻪ ﻻرې د ﺟﮕړې ﭘﺎى
ﺗﻪ رﺳﻮل ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ ﻏﻮره ،آﺳﺎﻧﻪ او ﻋﻤﻠﻲ ﻻر ده .دﻏﻪ ﺣﻘﺎﻳﻘﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ ﭘﺎم ﺳﺮه ﻣﻮږ د ﺳﻌﻮدي ﻋﺮﺑﺴﺘﺎن ﭘﻪ وﺳﺎﻃﺖ ﻟﻪ ﺑﯧﻦ اﻻﻓﻐﺎﻧﻲ ﻣﺬاﻛﺮاﺗﻮﺳﺮه ﭘﻪ دې ﺷﺮط ﻣﻮاﻓﻖ ﻳﻮ ﭼﯥ دا ﻧﺎﺳﺘﻪ د ﺑﻦ د ﻧﺎﺳﺘﻲ ﭘﻪ څﻴﺮ ﻧﻪ وي ،ﻧﻪ
ﺣﻜﻮﻣﺖ د ﭘﺮدﻳﻮ ﭘﻪ ﺧﻮښﻪ ﺟﻮړ ﺷﻲ او ﻧﻪ وزارﺗﻮﻧﻪ ﭘﻪ ﭘﺮدﻳﻮ ﭘﻮرې د ﺗړﻟﻮ ډﻟﻮﺗﺮ ﻣﻨځ ووﻳﺸﻞ ﺷﻲ ،ﺑﻬﺮﻧﻲ
ځﻮاﻛﻮﻧﻪ او زﻣﻮږ ﻛﯧﻨﻪ ﻛښ ﮔﺎوﻧډﻳﺎن ﭘﺮې اﻏﻴﺰ وﻧﻠﺮي ،ﺑﻬﺮﻧﻲ ﺗﻴﺮي ﺗﻪ ﻣﺸﺮوﻋﻴﺖ ورﻧﻪ ﻛړي او زﻣﻮږ د ﻫﻴﻮاد اﺷﻐﺎل ﻣﺸﺮوع وﻧﻪ ﮔڼﻲ او د ﺧﺒﺮو اﺗﺮو د اﺟﻨﺪا اﺻﻠﻲ ﻣﻮﺿﻮﻋﺎت دا وي : -دټﻮﻟﻮ ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ وﺗﻞ.
-د ﻫﯧﻮاد ﭘﻪ ﻛﻮرﻧﻴﻮ ﭼﺎرو ﻛﯥ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﻻﺳﻮﻫﻨﻮ ﻣﺨﻨﻴﻮى.
-ﻳﻮه ﻣﻮﻗﺖ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺗﻪ دﻗﺪرت اﻧﺘﻘﺎل.
-ﭘﻪ آزاد او ﺧﭙﻠﻮاك اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ آزاد او ﻋﺎدﻻﻧﻪ اﻧﺘﺨﺎﺑﺎت.
-د ټﻮﻟﻮ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺑﻨﺪﻳﺎﻧﻮ ﺑﻼﻗﻴﺪ و ﺷﺮط آزادول -.داﺋﻤﻲ اورﺑﻨﺪ.
107
-ټﻮل ﻫﻐﻪ ﺗﺼﺮﻓﺎت ﻟﻐﻮ اوﺑﺎﻃﻞ اﻋﻼﻧﻮل ﭼﯥ داﺷﻐﺎل ﭘﻪ دوران ﻛﯥ ﻧﻴﻮاﻛﮕﺮو ځﻮاﻛﻮﻧﻮ او د دوى ﻻس
ﭘﻮڅﻮ ﺣﻜﻮﻣﺘﻮﻧﻮ ﺗﺮ ﺳﺮه ﻛړي .
-اﺳﻼﻣﻲ ﺷﺮﻳﻌﺖ د ټﻮﻟﻮ ﻗﻮاﻧﻴﻨﻮ ﻳﻮازﻳﻨۍ ﻣﺮﺟﻊ ﮔڼﻞ اوټﻮل ﻫﻐﻪ ﻗﻮاﻧﻴﻦ ،ﻟﻮاﻳﺢ اوﻣﻘﺮرات ﺑﺎﻃﻞ اﻋﻼﻧﻮل
ﭼﯥ ﻟﻪ اﺳﻼم ﺳﺮه اړخ ﻧﻪ ﻟﮕﻮي.
-ﻫﻐﻪ ﻣﻌﺎﻫﺪې ﭼﯥ اﺷﻐﺎﻟﮕﺮاﻧﻮ ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﺗﺤﻤﻴﻞ ﻛړې اوزﻣﻮږ ﻟﻪ آزادۍ او ﺧﭙﻠﻮاﻛۍ ﺳﺮه ﻣﻐﺎﻳﺮت ﻟﺮي،
ﺑﯥ اﻋﺘﺒﺎره ﮔڼﻞ ،دﭘﺮدﻳﻮ ﻧﻈﺎﻣﻲ اډې ،زﻧﺪاﻧﻮﻧﻪ ،د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﻧﻴﻮﻧﻪ ،ﭘﻪ ﻏﻴﺮ اﻓﻐﺎﻧﻲ ﻣﺤﻜﻤﻮ ﻛﯥ ددوى
ﻣﺤﺎﻛﻤﻪ ،ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﻣﺤﺒﺴﻮﻧﻮ ﺗﻪ د دوى اﻧﺘﻘﺎل او د ﻇﺎﻟﻤﺎﻧﻪ او ﻏﻴﺮ اﺳﻼﻣﻲ ﻣﻘﺮراﺗﻮ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ ددوى ﻣﺠﺎزات د ﺗﻞ ﻟﭙﺎره ﭘﺎى ﺗﻪ رﺳﻮل(39) «.
ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې ﻣﺴﻠﻂ ﺑﻬﺮﻧﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د ﺳﻮﻟﯥ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺧﭙﻞ ﭘﻼن ﻟﺮي ،ﺑﻬﺮﻧﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﻏﻮاړي د څﻮ ﻻرو څﺨﻪ ﺧﭙﻠﻪ د ﺗﺴﻠﻂ او ﺳﻮﻟﯥ ﭘﺮوﺳﻪ ﭘﻠﯥ ﻛړي .اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﻟﻪ ﻳﻮه اړﺧﻪ ﻫڅﻪ
ﻛﻮي ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ﻣﺨﺎﻟﻒ ﻏﻮرځﻨګ ﭘﻪ څﻮ ټﻮټﻮ ووﻳﺸﻲ ،ﻳﻮه ﺑﺮﺧﻪ ﻳﯥ د ﻣﻨځﻼرو ﻳﺎ ) (Modernوګړو ﺗﺮ
ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې ﻳﺎده ﻛړي او د ﺧﭙﻠﻪ ځﺎﻧﻪ ﺳﺮه ﻳﯥ د ﻳﻮځﺎى ﻛﯧﺪو ﻫڅﯥ او ﻫﺎﻧﺪ وﻛړي او ﺑﻠﻪ ﺑﺮﺧﻪ ﻳﯥ د اﻓﺮاﻃﻲ ﻳﺎ) (Extremestﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ و ځﭙﻲ .ﻫﻤﺪا ﻋﻠﺖ دى ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ زﺑﺮ ځﻮاك ﻣﺴﺆﻟﻴﻦ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺧﺒﺮو ﻛﯥ
ﻛﻠﻪ ﻫﻢ ﭼﯥ د ﺳﻮﻟﯥ ﻟﻪ ﭘﺎره وړاﻧﺪﻳﺰ ﻛﻮي ،ﻧﻮ ﭘﻪ ﻛﯥ د ﻣﻨځ ﭘﻮړو ﻳﺎ ﻣﻮډرن ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻧﻮﻣﻮﻧﻪ اﺧﻠﻲ .د
ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ اړه ﻳﯥ ﻫﻢ ﻫﻤﺪاﺳﯥ ﭘﺎﻟﻴﺴﻲ ﺧﭙﻠﻪ ﻛړى .اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﻫﻤﺪا ډول وګړو او د ﻫﻐﻮى د دﻓﺘﺮوﻧﻮ ﺳﺮه د ﺧﭙﻠﻮ ﻏﻴﺮ دوﻟﺘﻲ ﻣﺆﺳﺴﻮ ﻟﻪ ﻻرې ډﻳﺮې زﻳﺎﺗﯥ ﻣﺎﻟﻲ ﺑﺴﭙﻨﯥ ﻛﻮي .
ددې ﺗﺮ څﻨګ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او د ﻧﺎټﻮ د ﻏړو ﻫﻴﻮادو د ټﻠﻮاﻟﯥ ﻣﺸﺮاﻧﻮ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﺳﻴﺎﺳﻲ ګﻮﻧﺪوﻧﻮ
د ﺟﻮړﻳﺪو ﭘﻪ ﭘﺮوﺳﻪ ډﻳﺮ اوږود ﻛﺎر ﻛړى ،ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ وګړي ﻳﯥ دې ﺗﻪ ﻫڅﻮﻟﻲ ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺗﻨﻈﻴﻤﻮﻧﻪ
ﺟﻮړ ﻛړي او ﻧﻮﻣﻮﻧﻪ ﻳﯥ د ﻋﺪﻟﻴﯥ ﭘﻪ وزارت ﻛﯥ ﺛﺒﺖ ﻛړي .ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ د ﻳﻮې اوﻧﻴﺰې ﭼﻠﻮﻧﻜﻲ ووﻳﻞ ﭼﯥ
څﻮ ځﻠﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ور ﻏﻮښﺘﻰ ﭼﯥ د ﻫﻐﻮى ﭘﻪ ﻣﺎدي ﻣﺮﺳﺘﻮ ځﺎﻧﺘﻪ ﻳﻮ ﺳﻴﺎﺳﻲ ګﻮﻧﺪ ﺟﻮړ ﻛړي ،ﺧﻮ ﻫﻐﻪ
واﻳﻲ ﭼﯥ زﻣﺎ د ﻋﻤﺮ ﻏﻮښﺘﻨﻪ دا وه ﭼﯥ زه دداﺳﯥ ﻳﻮه ﻛﺎر ﻟﻪ ﭘﺎره ځﺎن ﭼﻤﺘﻮ ﻧﻪ ﻛړم ﭼﯥ ﭘﻪ وس ﻣﯥ ﭘﻮره ﻧﻪ وي ،ﻧﻮ ﻣﻌﺬرت ﻣﯥ ﺗﺮې ﻏﻮښﺘﯥ دى .ﻫﻐﻪ واﻳﻲ ﭼﯥ د زﻳﺎت ﺷﻤﻴﺮ اورګﺎﻧﻮﻧﻮ ﻣﺴﺆﻟﻴﻦ ﭘﻴﮋﻧﻲ
ﭼﯥ څﻪ ډول د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د ﺑﻮدﻳﺠﯥ څﺨﻪ د ﺧﭙﻞ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺑﻨﺴټ د ټﻴﻨګښﺖ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻛﺎر ﻛﻮي ،ﻫﻤﺪا راز اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او ﻧﻮرو اﺷﻐﺎﻟګﺮو ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﻫﻤﻠﺘﻪ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﺧﭙﻠﻮ ﻏﻴﺮ دوﻟﺘﻲ ﻣﺆﺳﺴﻮ د
ﻓﻌﺎﻟﻴﺘﻮﻧﻮ ﺗﺮ څﻨګ ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﺗﻠﻮﻳﺰﻳﻮﻧﻲ ،رادﻳﻮﻳﻲ او ﭼﺎﭘﻲ ﺧﭙﺮﻧﻴﺰ وﺳﺎﻳﻞ ﭘﻪ ﻛﺎر اﭼﻮﻟﻲ او د ﻳﻮﺷﻤﻴﺮ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ څﺨﻪ ﭘﻪ دې ﻻره ﻛﯥ ﻛﺎر اﺧﻠﻲ .د ﺟﻤﻬﻮري رﻳﺎﺳﺖ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﺗﻴﺮو ټﺎﻛﻨﻮ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ او د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ اﺷﻐﺎل ﭘﻪ دوران ﻛﯥ د دوﻳﻢ ځﻠﻲ ﭘﺎرﻟﻤﺎﻧﻲ ټﻮﻟټﺎﻛﻨﻮ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﻫﻢ زﻳﺎت ﺷﻤﻴﺮ ﻛﺴﺎن د
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د ﺑﻮدﻳﺠﯥ څﺨﻪ ﭘﻪ ګټﯥ ﺳﺮه ﭘﻪ دې ټﺎﻛﻨﻮ ﻛﯥ ګډون ﻛﻮي ،د ﻫﻴﻮاد د ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﭘﺎرﻟﻤﺎن ﭘﻪ اړه
ﻫﻢ دا ډاګﻴﺰه ﺷﻮې وه ﭼﯥ د ﭘﺎرﻟﻤﺎن ښځﻴﻨﻪ او ﻧﺎرﻳﻨﻪ ﻏړي د ﻫﻤﺪې ﻏﻴﺮ دوﻟﺘﻲ ﻣﺆﺳﺴﺎﺗﻮ ﻟﺨﻮا اﺟﺎره
ﻛړل ﺷﻮي او د ﻫﻤﺪې ﻣﺆﺳﺴﻮ د ) (Donorﻳﺎ ﻣﺮﺳﺘﻪ ﻛﻮوﻧﻜﻮ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﭘﻪ ګټﻪ ﺗﺮې ﻛﺎر اﺧﻠﻲ .ﻫﻤﺪار راز ډاګﻴﺰه ﺷﻮې ﭼﯥ د ﻫﻴﻮاد د ﭘﺎرﻟﻤﺎن) (90 ٪ﺳﻠﻤﻪ ﻏړي د اﻳﺮان ﻣﻌﺎش ﺧﻮاره دي (41) .
د ﻋﻠﻤﺎؤ د ﺷﻮرا ﺗﺮﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې ﻳﯥ ﻫﻢ ﻳﻮﺷﻤﻴﺮ ﻛﺴﺎن اﺳﺘﺨﺪام ﻛړي او د ﻫﻤﺪې ﻻرې څﺨﻪ د ﺟﻮﻣﺎﺗﻮﻧﻮ
ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻣﻼﻳﺎﻧﻮ ﺗﻪ څﻪ ﻧﺎڅﻪ ﺗﻨﺨﻮاه ور رﺳﻮي ﺗﺮ څﻮ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ګټﻪ ﺗﺮې ﻛﺎر واﺧﻠﻲ ،د ﻋﻠﻤﺎو ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ
108
ﻻﻧﺪې درې ورځﻨﻲ او ﻳﺎ اوﻧﻴﺰ ﻛﻨﻔﺮﻧﺴﻮﻧﻪ ﺟﻮړﻳږي او د ﻫﻤﺪې ﻛﻨﻔﺮﻧﺴﻮﻧﻮ ﻟﻪ ﻻرې ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻋﻠﻤﺎء
ﺗﻄﻤﻴﻊ ﻛﻮي او د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ازادۍ د ﻏﻮرځﻨګ ﭘﻪ ﺧﻼف ﭘﺮې ﺗﺒﻠﻴﻐﺎت ﻛﻮي .
ددې ټﻮﻟﻮ ﻫﻠﻮ ځﻠﻮ ﺗﺮ څﻨګ ﻛﻠﻪ ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺑﺤﺮان د ﺣﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻛﻮﻣﻪ ﺧﺒﺮه ﭘﻴﻠﻴږي ،ﻧﻮ د
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او د ﻧﺎټﻮ د ټﻠﻮاﻟﯥ ﺷﺮاﯦﻂ ﺑﻴﺎ داﺳﯥ ﺗﻜﺮارﻳږي ﭼﯥ » ټﻮﻟﻮ ﻣﻨځﻼرو ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﭼﯥ وﺳﻠﻪ ﭘﻪ
زﻣﻜﻪ ﻛﯧږدي ،اﺳﺎﺳﻲ ﻗﺎﻧﻮن وﻣﻨﻲ ،د ښځﻮ ﺣﻘﻮق ﺗﺎﺋﻴﺪ ﻛړي ،د ﺧﺒﺮو اﺗﺮو ﺑﻠﻨﻪ ورﻛﻮو « .ﺧﻮ دا ټﻮل
ﺷﺮاﯦﻂ د واﻗﻌﻴﺖ ﻧﻪ ډﻳﺮ ﻟﺮې دي .ځﻜﻪ ﭼﯥ :ﻟﻮﻣړى :د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ او ﻳﺎ ﻧﻮرو ازادي ﻏﻮښﺘﻮﻧﻜﻮ ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ ﻣﻨځﻼري ﻧﻪ ﺷﺘﻪ ،ټﻮل د ﻳﻮې ﻻرې ﺧﺎوﻧﺪان او د ﻳﻮې ﻏﻮښﺘﻨﯥ د ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛﻮﻟﻮ ﺧﻠﻚ دي . ﻫﻐﻮى ﭼﯥ ځﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﻣﻨځﻼري واﻳﻲ ﻫﻐﻮى ﻻ د ﭘﺨﻮا څﺨﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺗﺮ ﺳﻴﻮرې ﻻﻧﺪې د دوﻟﺖ ﺳﺮه
ﻳﻮ ځﺎى ﺷﻮي ،ﭘﻪ وزارﺗﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﻧﺎﺳﺖ ﻳﺎ د ﭘﺎرﻟﻤﺎن او ﺳﻨﺎ د ﻣﺠﻠﺲ ﻏړي ګﺮځﻴﺪﻟﻲ دي او ﻳﺎ د وﻻﻳﺎﺗﻮﻧﻮ
او رﻳﺎﺳﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﭼﻮﻛﯧﻮ ﻧﺎﺳﺖ دي .ﺧﻮ ډﻳﺮ داﺳﯥ ﺷﻤﻴﺮ ﺷﺘﻪ ﭼﯥ ﻫﻐﻮى ﺗﻪ ډﻳﺮ دا ډول وړاﻧﺪﻳﺰوﻧﻪ ﺷﻮي
اﻣﺎ ﻫﻐﻮى دﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد د ازادۍ د ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛﻮﻟﻮ ﭘﺮﺗﻪ دې ټﻮﻟﻮ ﻟﻮړو ﻟﻮړو ﭘﻮړوﻧﻮ اﺧﺴﺘﻮ ﺗﻪ ﺣﺎﺿﺮ ﺷﻮي
ﻧﻪ دي .د ﺟﻴﺪو ﻋﻠﻤﺎؤ زﻳﺎت ﺷﻤﻴﺮ ﻛﺴﺎن ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ د ﺧﭙﻞ ﻣﺼﺌﻮﻧﻴﺖ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ددوى ﺳﺮه
ﺳﺮ ﺧﻮځﻮي ﺧﻮ ﻋﻤﻼً ددوى ﭘﻪ ﺧﻼف ﻳﯥ د ﺧﭙﻠﻮ ﺟﻮﻣﺎﺗﻮﻧﻮ ﻣﻤﺒﺮوﻧﻪ د ازادۍ او اﺳﺘﻘﻼل دﻏږ ﻣﺮﻛﺰوﻧﻪ
ګﺮځﻮﻟﻲ دي .
څﻠﻮرم ﻓﺼﻞ
د اﺣﻤﺪﺷﺎه ﺑﺎﺑﺎ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن :
اﻳﺎ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﺠﺰﻳﻪ ﻛﯧﺪى ﺷﯥ
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻳﻮ وﺧﺖ د ﺧﭙﻞ ﭘﯧﺮ د ﻟﻮﻳﯥ اﺳﻼﻣﻲ اﻣﭙﺮاﺗﻮرۍ ﻣﺮﻛﺰ وو .اﺣﻤﺪ ﺷﺎه ﺑﺎﺑﺎ ﭘﻪ) 1747ز ﻛﺎل (ﻛﯥ
دﻏﻪ اﻣﭙﺮاﺗﻮري راﻣﻨځﺘﻪ ﻛړه .ﭘﻪ ﻫﻤﺪې اﺳﺎس ﻫﻐﻪ ﺗﻪ د ﻧﻮي ﻳﺎ ﻣﻌﺎﺻﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﻨﺴټ اﻳښﻮدوﻧﻜﻰ
واﻳﻲ .ده د ﻧﻨﻨﻲ ﻫﻨﺪ ﺳﺮﺑﻴﺮه ،ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ،ﺑﻨګﻠﻪ دﻳﺶ ،ﻧﻴﭙﺎل ،ﻟﻪ ﻧﻴﻤﺎﻳﻲ زﻳﺎت اﻳﺮان او دﻣﺮﻛﺰي اﺳﻴﺎ ځﻴﻨﯥ ﻫﻴﻮادوﻧﻪ ﻻﻧﺪې ﻛړل او ﺧﭙﻞ ﺳﻠﻄﻨﺖ ﻳﯥ ور وﻏځﺎوو.
اﺣﻤﺪ ﺷﺎه ﺑﺎﺑﺎ زړور او ازﻣﻴښﺘﻜﺎره ﻣﺸﺮ وو .دى د ﺧﭙﻞ وﻟﺲ ﭘﺮ ﺳﺎﻳﻜﺎﻟﻮﺟۍ ﭘﻮﻫﻴﺪه .ﻟﻪ اﻓﻐﺎﻧﻲ دودوﻧﻮ
او رواﺟﻮﻧﻮ ښﻪ ﺧﺒﺮ وو .ده د وﻟﺲ ﻻرښﻮﻧﻪ ﺧﭙﻞ ﻣﺎﻣﻮرﻳﺖ ﺑﺎﻟﻪ او د ﻫﻤﺪې ﻟﭙﺎره دى دټﻮﻟﻮ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﺳﻴﺎﺳﻲ
او ﭘﻮځﻲ ﻣﺸﺮ وټﺎﻛﻞ ﺷﻮ.
دى داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻟﻮﻣړﻧﻰ ﭘﺎﭼﺎ وو ﭼﯥ ﭘګړۍ ﯦﯥ ﭘﺮ ﺳﺮ ﻛﻮﻟﻪ ،ﻛﻠﻴﻮاﻟﯥ ﺟﺎﻣﯥ او ﻣﻮزې ﯦﯥ ﭘښﻮ ﻛﻮﻟﯥ او ﻟﻪ
ﻋﺎدي ﺧﻠﻜﻮ ﺳﺮه ﭘﺮ ټﻐﺮ ﻛښﯧﻨﺎﺳﺘﻪ .ده ﭘﻪ ټﻮﻟﻮ ﻣﻬﻤﻮ ﭼﺎرو ﻛﯥ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻟﻪ ﻗﻮﻣﻲ ﻣﺸﺮاﻧﻮ ﺳﺮه ﻣﺸﻮرې ﻛﻮﻟﯥ. اﺣﻤﺪ ﺷﺎه ﺑﺎﺑﺎ ﻟﻪ ﻛړﻛﯧﭻ ډك وﺧﺖ ﻛﯥ واګﯥ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛړې:
اﺣﻤﺪ ﺷﺎه ﺑﺎﺑﺎ ﭘﻪ داﺳﯥ وﺧﺖ ﻛﯥ د ﻫﻴﻮاد وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺷﻮ ﭼﯥ د ﭘښﺘﻨﻮ د ﻣﻠﻲ ﻳﻮواﻟﻲ څﻠﻰ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ دښﻤﻨﺎﻧﻮ د ﺗﯧﺮي او ﻳﺮﻏﻞ ﻟﻪ ﻻﻣﻠﻪ وﻳﺠﺎړ ﺷﻮى وو .ﻫﺮې ﻗﺒﯧﻠﯥ د اړوﻧﺪ ﻗﻮﻣﻲ ﻣﺸﺮ ﺗﺮ څﺎرﻧﯥ ﻻﻧﺪې ځﺎﻧګړى ﻗﺒﺎﻳﻠﻲ
109
ژوﻧﺪ ﻛﺎوه او د ﭘښﺘﻨﻲ ﻗﺒﯧﻠﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ د ﻣﻠﻲ او ﻗﻮﻣﻲ ﻳﻮواﻟﻲ رﺳۍ ﺷﻜﯧﺪﻟﯥ وې .اﻳﺮان او ﻧﻮرو ګﺎوﻧډﻳﻮ
ﻫﻴﻮادوﻧﻮ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﻛﻮرﻧﻴﻮ ﭼﺎرو ﻛﯥ دوﻣﺮه ﻻﺳﻮﻫﻨﻪ ﻛﻮﻟﻪ ﭼﯥ ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﻗﻮﻣﻮﻧﻪ ﻳﯥ ﭘﺨﭙﻠﻮ ﻛﯥ ﺳﺮه اﭼﻮﻟﻲ وو .ﭘﻪ دﻏﻪ ﺣﺴﺎس وﺧﺖ ﻛﯥ اﺣﻤﺪ ﺷﺎه ﺑﺎﺑﺎ ﻣﺸﺮۍ ﺗﻪ ورﺳﻴﺪ .ده ﻟﻪ ټﻮﻟﻮ ﻗﻮﻣﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﺧﺒﺮې اﺗﺮې
وﻛړې .ﺟﻮړ ﺟﺎړى ﻳﯥ راﻣﻨځﺘﻪ ﻛړ او د ﭘښﺘﻨﻮ د ﺑﻴﻼﺑﻴﻠﻮ ﭘﺮګﻨﻮ ﺗﺮﻣﻨځ ﻳﯥ ټﻴﻨګ ﻳﻮواﻟﻰ ﺟﻮړ ﻛړ او ﭘﻪ دې
ﺗﻮګﻪ ﻳﯥ د ﻧﻨﻨﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﻨﺴټ ﻛﯧښﻮد .ﻫﻐﻪ وﺧﺖ اﻓﻐﺎﻧﻲ ﭘﺮګﻨﻮ ﺗﻪ څﺮګﻨﺪه ﻧﻪ وه ﭼﯥ ددوى د ﻫﻴﻮاد ﭘﻮﻟﻪ ﭼﯧﺮﺗﻪ ده او ﻣﺴﺎﺣﺖ ﻳﯥ څﻮﻣﺮه دى؟ ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﭘښﺘﻨﻲ ﻗﻮﻣﻮﻧﻪ ﻟﻪ ﭘﻴړﻳﻮ ﭘﻴړﻳﻮ راﻫﻴﺴﯥ ﭘﻪ دﻏﻪ ﺳﻴﻤﻪ ﻛﯥ
ﭘﺮاﺗﻪ وو ،ﺧﻮ ﻫﻴڅﻜﻠﻪ ﺗﺮ ﻳﻮ ځﺎﻧګړي ﻣﺸﺮﺗﻮب ﻻﻧﺪې ﻧﻪ وو راټﻮل ﺷﻮي .اﺣﻤﺪ ﺷﺎه ﺑﺎﺑﺎ ﻫﻐﻮى ﺳﺮه راټﻮل ﻛړل او ﻳﻮ ﻫﻴﻮاد ﻳﯥ ورﺗﻪ ﺗﺸﻜﯧﻞ ﻛړ .
د ﻧﻨﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ څﻴﺮ ،ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﻫﻢ ﭘﻪ ﺳﻴﻤﻪ ﻛﯥ ﺑﻴﻼ ﺑﻴﻞ ﻫﻴﻮادوﻧﻪ وو .ﻫﺮ ﻫﻴﻮاد د ﻳﻮ ځﺎﻧګړي ﻗﻮم ﭘﻪ
ﻧﻮم ﺟﻮړ ﺷﻮى وو .ﭘﻪ ﻫﺮ ځﺎﻧګړي ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ﻫﻐﻪ ﻗﻮم اوﺳﻴﺪه ﭼﯥ د ﻫﻴﻮاد ﻧﻮم ﻳﯥ ورﺳﺮه ﺗړﻟﻰ وو .ﻟﻜﻪ ﭘﻪ اﻳﺮان ﻛﯥ ﭘﺎرﺳﻲ ژﺑﻲ اوﺳﻴﺪل .ﺗﺎﺟﻜﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﺗﺎﺟﻚ اوﺳﻴﺪل .ﭘﻪ ﻫﻨﺪوﺳﺘﺎن ﻛﯥ ﻫﻨﺪوان اوﺳﻴﺪل او د
ﻫﻐﻮى ﭘﻪ ﻣﺬﻫﺒﻲ ﻧﻮم ﻫﻐﻪ ﻫﻴﻮاد ﺟﻮړ ﺷﻮ .ﭘﻪ روﺳﻴﻪ ﻛﯥ روﺳﺎن اوﺳﻴﺪل .اﺣﻤﺪ ﺷﺎه ﺑﺎﺑﺎ ﻓﻜﺮ وﻛړ ﭼﯥ
اﻓﻐﺎﻧﺎن ) ﭘښﺘﺎﻧﻪ ( ﺑﺎﻳﺪ ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ﻧﺎﻣﻪ ﺳﺮه ﺗړﻟﻰ ﻫﻴﻮاد وﻟﺮي .ده ﺑﻴﺎ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻟﭙﺎره ﭘﻮﻟﯥ ﻏﻮره ﻛړې. )(41
ﻣﻮږ د ﺧﭙﻞ ﺗﺎرﻳﺦ ﭘﻪ اوږدو ﻛﯥ دا ﺗﺠﺮﺑﻪ ﻛړې ﭼﯥ ﻫﺮ ﻛﻠﻪ د وﺧﺖ زﺑﺮ ځﻮاك ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن اﺳﺘﻌﻤﺎري
ﻣﻨګﻮﻟﯥ ښﺨﯥ ﻛړي ،ﻧﻮ ډﯦﺮ ژر ﻟﻪ ﻣﺎﺗﯥ ﺳﺮه ﻣﺦ ﺷﻮى ،ﭼﯥ ﺑﺎﻻﺧﺮه ﻟﻪ دې ﺧﺎورې ﻧﻪ وﺗﻠﻮ ﺗﻪ اړﺷﻮي او ﺗﺮ ﺷﺎه
ﻳﯥ دې وﻟﺲ ﺗﻪ ﻟﻮﻳﯥ ﻏﻤﻴﺰې ﭘﺮاﻳښﻲ دي .
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دﺧﭙﻞ ﻟﺮﻏﻮﻧﻲ او ﻣﻌﺎﺻﺮ ﺗﺎرﻳﺦ ﭘﻪ اوږدو د وﺧﺖ ﻳﺮﻏﻠګﺮو ﻟﻪ ﻟﻮري دراﻧﻪ ګﺰاروﻧﻪ ﺧﻮړﻟﻲ ،ددې
ﻫﯧﻮاد ﺣﺴﺎس ﺳﺘﺮا ﺗﻴﮋﻳﻚ ﻣﻮﻗﻌﻴﺖ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﻧﻮر ﻫﻢ ﻧړﻳﻮال ﭘﺎم ځﺎﻧﺘﻪ راواړه ،ﻛﻠﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ 19ﻣﻪ ﭘﯧړۍ
ﻛﯥ اﻧګﻠﻴﺴﺎﻧﻮ د ﻫﻨﺪ ﻧﻴﻤﻪ ﻟﻮﻳﻪ وﭼﻪ اﺷﻐﺎل ﻛړه او ﻣﺦ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻳﯥ راوځﻐﺎﺳﺘﻞ .د ﻧﻮﻟﺴﻤﯥ ﭘﯧړۍ ﻟﻪ
ﻧﻴﻤﺎﻳﻲ ﻧﻪ راﭘﺪﯦﺨﻮا ﭼﯥ اوس ﻳﻮوﯦﺸﺘﻤﻪ ﭘﯧړۍ ده اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻟﻮﻳﯥ ﻟﻮﺑﯥ ) (great gameﭘﻪ ډګﺮ واوښﺖ
دا ﻟﻮﻳﻪ ﻟﻮﺑﻪ ﻟﻪ ﻧﻮﻟﺴﻤﯥ ﭘﯧړۍ ﭘﻴﻠﻴږي ﭼﯥ ﭘﻪ ﻟﻮﻣړﻧﻲ ﺳﺮﻛﯥ ﻳﯥ ﻋﻤﺪه ﻟﻮﺑﻐﺎړي ﺗﺰاري روﺳﻴﻪ او اﻧګﻠﻴﺲ و.
ﭘﻪ ﻣﻨځﻨۍ آﺳﻴﺎ ﻛﯥ د ﺗﺰاري روﺳﻴﯥ او اﻧګﻠﻴﺴﺎﻧﻮ ﺗﺮﻣﻨځ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺳﻴﺎﻟﻴﻮ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﻧﻮر ﻫﻢ ﭘﺴﯥ زور واﺧﻴﺴﺖ ،ﭼﯥ ﻛﻠﻪ روﺳﻴﯥ ﻏﻮښﺘﻞ داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻟﻪ ﻻرې ﭘﺮ ﻫﻨﺪ ﻟښﻜﺮ ﻛﺸﻲ وﻛړي ،اﻧګﻠﻴﺴﺎن ﭼﯥ ﻛﻠﻪ د روﺳﻴﯥ ﭘﻪ دې ﻧﻴﺖ ﺧﺒﺮ ﺷﻮل ،ﻧﻮ ژر ﺗﺮ ژره ﻳﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻟﻪ ﻻرې ﭘﺮ ﻫﻨﺪ د روﺳﻴﯥ د ﻣﺨﻨﻴﻮې ﻟﭙﺎره ﻫﻠﯥ
ځﻠﯥ ﭘﻴﻞ ﻛړې ،ﻫﻐﻪ ﻣﻬﺎل ﻫﻨﺪ ﺗﻪ د ورﻧﻨﻮﺗﻮ ﻳﻮازﯦﻨﻰ اﺟﺒﺎري ﻣﻌﺒﺮ ) ﻟﯧږدﯦﺪوﻧﻜﯥ( ﻻر اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن و، اﻧګﻠﻴﺴﺎﻧﻮ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻧﻴﻮاك ﻟﭙﺎره ﺧﭙﻞ ټﻮل اﻣﻜﺎﻧﺎت ﭘﻪ ﻛﺎر واﭼﻮل ،ﺗﺮدې ﭼﯥ ﺑﺎﻻﺧﺮه د ﭘﺮﻣﺨﺘګ
ﭘﺎﻟﻴﺴۍ ) (forward po- icyﻟﻪ ﻣﺨﯥ ﻳﯥ ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن درې ځﻠﻪ ﻧﺎﻛﺎﻣﻪ ﻳﺮﻏﻞ وﻛړ ،ﺧﻮ د اﻓﻐﺎن ﻣﯧړﻧﻲ او
ﻣﺠﺎﻫﺪ وﻟﺲ ﭘﻪ ﻻس ﻟﻪ ﺷﺮﻣﻮﻧﻜﯥ ﻣﺎﺗﯥ ﺳﺮه ﻣﺦ ﺷﻮل او د ﺳﺮ او ﻣﺎل ﺑﯥ ﺷﻤﯧﺮه زﻳﺎﻧﻮﻧﻪ ور واوښﺘﻞ
اﻧګﺮﯦﺰاﻧﻮ ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﺮﻟﭙﺴﯥ درې ځﻠﻪ ﻳﺮﻏﻞ وﻛړ ﺧﻮ ﺑﺮﻳﺎ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺑﺮﺧﻪ ﻧﻪ ﺷﻮه ،دوى ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ټﻮل زور او ځﻮاك ﺳﺮه وﻧﻪ ﺷﻮﻛﻮﻻى ﭼﯥ ددې وﻟﺲ اراده ﺑﺪﻟﻪ ﻛړي او دﻳﻮه ﻣﺮي ﭘﻪ څﯧﺮ ﻳﯥ ﺗﺮ ﺧﭙﻞ اﺳﺎرت ﻻﻧﺪې راوﻟﻲ.
ﭘﻪ ﭘﺎى ﻛﯥ ﻟﻪ اﻧګﺮﯦﺰاﻧﻮ ﺳﺮه د اﻓﻐﺎن وﻟﺲ ﭘﺮﻟﭙﺴﯥ ﺟګړو او ﻣﻘﺎوﻣﺘﻮﻧﻮ د اﻧګﺮﯦﺰاﻧﻮ ﺷﻮﻣﻪ اﯦﺴﺘﻠﯥ وه او د
110
ﺧﻼﺻﻮن ﻳﻮازﯦﻨۍ ﻻر ﻳﯥ ددې ﻫﯧﻮاد ﺗﺠﺰﻳﻪ وه ،ﺗﺮڅﻮ ا ﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻧړۍ ﻟﻪ ﻧﻘﺸﯥ ﻧﺎﺑﻮد ﻛړي ،اﻧګﻠﻴﺴﺎﻧﻮ د
ﺧﭙﻞ ﺷﻮم ﺳﻴﺎﺳﺖ –) اﯦﻞ ﻳﯥ ﻛړه ،ﺑﯧﻞ ﻳﯥ ﻛړه (dived and ruleاﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن او ﻫﻨﺪ ﻧﻪ د وﺗﻠﻮ ﭘﺮ ﻣﻬﺎل دواړه ﻫﯧﻮادوﻧﻪ ﺗﺠﺰﻳﻪ ﻛړل ﭼﯥ د ﺳﻴﻤﯥ د ﻫﯧﻮادوﻧﻮ او وﻟﺴﻮﻧﻮ ﺗﺮﻣﻨځ ﻳﯥ ﻳﻮه ﺗﻠﭙﺎﺗﯥ ﻏﻤﻴﺰه ﺗﺮ ﺷﺎ ﭘﺮﯦښﻮده د ﺷﻠﻤﯥ ﭘﯧړۍ ﭘﻪ وروﺳﺘﻴﻮ ﻛﯥ ﻛﻠﻪ ﭼﯥ روﺳﺎﻧﻮ ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻳﺮ ﻏﻞ وﻛړ ﻧﻮ دوى ﻫﻢ د اﻧګﺮﯦﺰاﻧﻮ ﭘﻪ ﺷﺎن
ورﺗﻪ ﺑﺮﺧﻠﻴﻚ ﺳﺮه ﻣﺦ ﺷﻮل ،دوى ﺗﺮ ﺧﭙﻠﯥ وﺳﯥ ﻗﻮﻣﻲ ،ﺳﻴﻤﻪ ﻳﻴﺰ او ﻣﺬﻫﺒﻲ ﺗﻌﺼﺒﻮﻧﻮ ﺗﻪ ﻟﻤﻦ وﻫﻠﻪ او آن ﻟﻪ ځﻴﻨﻮ ﺟﻬﺎدي ﻗﻮﻣﺎﻧﺪاﻧﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﻳﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺗﺠﺰﻳﯥ ﻫﻮﻛړې ﻛړې وې ،ﺧﻮ دوى ﻫﻢ ﻟﻪ دې ﺧﺎورې ﻣﺨﺘﻮرن او ﺷﺮﻣﻴﺪﻟﻲ ووﺗﻞ .
دﻟﺘﻪ د ﺑﺤﺚ اﺻﻠﻲ ﻣﺤﻮر د ﻳﻮه ﭘﺨﻮاﻧﻲ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭼﺎرواﻛﻲ ﭘﺮ ﻫﻐﻮ ﺑﯥ ﻣﻨﻄﻘﻪ او اﺣﻤﻘﺎﻧﻪ څﺮګﻨﺪوﻧﯥ راڅﺮﺧﻲ ،ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ د اوﺳﻨۍ ﺟګړې ﺑﺮﻳﺎ ددې ﻫﯧﻮاد ﭘﻪ ﺗﺠﺰﻳﻪ ﻛﯥ وﻳﻨﻲ .
ﭘﻪ ﻫﻨﺪ ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻳﻮه ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﺳﻔﻴﺮ )راﺑﺮټ ﺑﻠﻴﻚ( دا وﻳﻨﺎ د ﻫﻨﺪ ﭘﻪ ټﺎﻳﻤﺰ ورځﭙﺎڼﻪ ﻛﯥ ﺧﭙﺮه ﺷﻮې او
وﻳﻠﻲ ﻳﯥ دي ،ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎ اوس ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ او ﺗﺮورﻳﺰم ﺿﺪ ﺟګړې ﻛﯥ ﻣﺎﺗﯥ ﺧﻮړﻟﯥ او دا ﻫﯧﻮاد )اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن( ﺑﺎﻳﺪ ﭘﻪ دوه ﺑﺮﺧﻮ ووﯦﺸﻞ ﺷﻲ ،ﻫﻐﻪ ﺟﻨﻮﺑﻲ ﺳﻴﻤﯥ ﭼﯥ ﻃﺎﻟﺒﺎن ﭘﻪ ﻛﯥ ﭘﻪ ﺟګړه ﺑﻮﺧﺖ دي
ﺑﺎﻳﺪ ﻫﻐﻮى ﺗﻪ ور ﭘﺮﯦښﻮدل ﺷﻲ او اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﺳﺮﺗﻴﺮي ﭘﻪ ﺷﻤﺎﻟﻲ وﻻﻳﺘﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﭼﯥ وګړي ﻳﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻟﻪ
ﺷﺘﻮن ﺳﺮه ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻣﺨﺎﻟﻔﺖ ﻧﻪ ﻟﺮي ،ﻟﻪ ﻫﻤﺎﻏﻪ ځﺎﻳﻪ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﺮﺿﺪ وﺟﻨګﻴږي.
زه ﻓﻜﺮ ﻧﻪ ﻛﻮم ﭼﯥ دا ﺑﻪ د ﻳﻮه ﻋﺎدي اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭼﺎرواﻛﯥ )راﺑﺮټ ﺑﻠﻴﻚ وﻳﻞ( ﻧﻈﺮ وي ،دا د ﺳﭙﻴﻨﯥ ﻣﺎڼۍ
ﻧﻈﺮ دى ﭼﯥ اوﺳﻤﻬﺎل ﻳﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺟګړه ﺑﺎﻳﻠﻠﯥ او ځﺎﻧﺘﻪ د ﺗﯧښﺘﯥ ﻻرې ﭼﺎرې ﻟټﻮي ،اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﺷﺎوﺧﻮا اﺗﻪ ﻛﺎﻟﻪ ﺑﯥ ﻣﻮﺧﯥ او ﻧﺎﻛﺎﻣﻪ ﺟګړه وﻛړه ،ډﯦﺮ زﻳﺎت ﻣﺎﻟﻲ اوځﺎﻧﻲ ﺗﻠﻔﺎت ور
واوښﺘﻞ ،ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻧﺎﻛﺎﻣﻪ ﺟګړې د ﻧﻮﻣﻮړي ﻫﯧﻮاد ﺣﻴﺜﻴﺖ ﺗﻪ ﻫﻢ زﻳﺎن ور رﺳﻮﻟﻰ،
ﻣﺘﺤﺪﻳﻦ ﻳﯥ ﻫﻢ ورځ ﭘﻪ ورځ ﺗﺮې ﻣﺦ اړوي او دﺟګړې ټﻮل ﭘﯧټﻰ ﻳﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﺮ اوږو اﭼﻮﻟﻰ ،د اﻣﺮﻳﻜﺎ وﻟﺲ ﻫﻢ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻟﻪ رواﻧﯥ ﺟګړې ﺳﺮه ﺳﺨﺖ ﻣﺨﺎﻟﻔﺖ ﻛﻮي .دا ټﻮل ﻫﻐﻪ څﻪ دي ﭼﯥ ﻟﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻧﻪ
ﻳﯥ ﻻره ورﻛﻪ ﻛړې .اﻣﺮﻳﻜﺎ ددې ﭘﺮځﺎى ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻣﺴﻠﯥ ﺗﻪ د ﺣﻞ ﻣﻌﻘﻮﻟﻪ او اﺳﺎﺳﻲ ﻻر وﻣﻮﻣﻲ ،ﻧﻮ
ﭘﻪ دې ډول اﺣﻤﻘﺎﻧﻪ ﭘﺮوژو ﻻس ﭘﻮرې ﻛﻮي ،ﭼﯥ ﭘﺎﻳﻠﯥ ﺑﻪ ﻳﯥ ډﯦﺮې ﺗﺮﺧﯥ وي ). (42
ﻳﻮ اﻓﻐﺎن ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻛﺎر ﭘﻮه د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺗﺠﺰﻳﯥ ﭘﻪ اړه ﻟﻴﻜﻲ ﭼﯥ :د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺗﺠﺰﻳﯥ ﺧﻮﺑﻮﻧﻪ ﻟﻪ ﻫﻐﻪ ﻛﺎﻟﻪ ) (1709ﭼﯥ ﻣﻴﺮوﻳﺲ ﻧﻴﻜﻪ د ﺻﻔﻮﻳﺎﻧﻮ )( 150ﻛﻠﻨﻪ اداره ﭘﻪ ﻗﻨﺪﻫﺎر او ﺑﯧﺎ ﻫﺮات ﻛﯥ ﺧﺘﻤﻪ ﻛړه ،وﻗﺘﺈ
ﻓﻮﻗﺘﺎ د ﻏﻠﻴﻤﺎﻧﻮ ﻟﺨﻮا ،ﺗﺮ اوس ﭘﻮرې ﻟﻴﺪل ﻛﯧږي .د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺧﺘﻴځ ﻛﯥ ﭼﯥ ﺗﺮ ﻛﺎﺑﻞ او ﻛﻠﻪ ﻛﻠﻪ ﺑﻪ ﺗﺮ ﻏﺰﻧﻲ ﭘﻮرې د ﻣﻐﻠﻮ ﭘﻪ ﻻس ﻛﯥ ؤ ،د ﺑﺎﻳﺰﻳﺪ روښﺎن ) (1585-1525او د ﻫﻐﻪ ﺣﺘﻰ ﺗﺮ ﻟﻤﺴﻲ ﭘﻮرې ) 16او 17 ﭘﻴړﻳﻮ ﭘﻮرې( د ﻣﻐﻠﻮ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ ودرﻳﺪل او د ﺧﻮﺷﺤﺎل ﺧﺎن ﺧټﻚ د دورې ﺟﻨګﻮﻧﻮ او ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﺗﻪ ﻳﯥ
دوام ورﻛړ .ﭘﻪ ﻳﻮ ﺟﻨګ ﻛﯥ )ﺟﻮن (1630د د ﺑﺎﻳﺰﻳﺪ روښﺎن ﻟﻤﺴﻲ ،ﻋﺒﺪاﻟﻘﺎدر ،د ﭘښﺘﻨﻮ 11ﻏټ ،ﻗﻮﻣﻮﻧﻪ
ﻟﻜﻪ اﻓﺮﻳﺪي ،اورﻛﺰي ،ﺑﻨګښ ،ﻣﻬﻤﻨﺪ ،ﻳﻮﺳﻔﺰي ،ﻣﺤﻤﺪزي ،ګﻴګﻴﺎڼﻲ ،ﺗﺮﻛﻠﺮزي ،ﺑﻨﻮڅﻲ ،ﺗﻮري او
ځﺎځﻲ ﭼﯥ ﺷﻤﻴﺮ ﻳﯥ څﻠﻮﻳښﺖ زرو ﺗﻪ رﺳﻴﺪو د ﭘﻴښﻮر د ﺣﻤﻠﯥ ﻟﭙﺎره را وﻳﺴﺘﻞ .ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﻫﻐﻮى ﻫﻨﺪوﺳﺘﺎن
د ﻏﺰﻧﻮي ﻣﺤﻤﻮد او اﺣﻤﺪ ﺷﺎه دراﻧﻲ ﭘﻪ ﺷﺎن ﭘﻪ دې ﺳﻞ ﻛﻠﻦ ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﻛﯥ و ﻧﻪ ﻧﻴﻮﻟﻮﺧﻮ ﻣﻐﻞ دوﻣﺮه ﭘﻪ دې
اوږدو ﻓﺮﺳﺎﻳﺸﻲ ﺟﻨګﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﺿﻌﻴﻒ ﺷﻮل ﭼﯥ اﻧګﺮﻳﺰان ﭘﻪ آﺳﺎﻧۍ ﺳﺮه ﺗﺮ ډﻫﻠﯥ ﭘﻮرې راورﺳﻴﺪل .ﭘﻪ دې وﺧﺖ ﻛﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺷﻤﺎل ﺑﺮﺧﯥ ﻟﻜﻪ ﻗﻨﺪز ،ﺗﺎﺟﻘﺮﻏﺎن ،ﺑﻠﺦ او ﻣﻴﻤﻨﻪ ﻛﯥ ازﺑﻜﺴﺎﻻري رواﻧﻪ وه ،ﭼﯥ د
111
ګﻮډ ﺗﻴﻤﻮر د ﺑﻘﺎﻳﺎو څﺨﻪ وو .دا ازﺑﻚ ﻧﺸﻴﻨﻪ ﺑﺮﺧﯥ د ﺑﺨﺎرا د اﻣﻴﺮاﻧﻮ ﺗﺮ وﻟﻜﯥ ﻻﻧﺪې وې او ﻣﻮﻧږ ﭘﻪ ﺷﻤﺎل
ﻛﯥ د ازﺑﻚ واﻛﻤﻨﻮ او ﻳﺎ ﺧﻠﻜﻮ ﻟﻪ ﺧﻮا د ﺑﺨﺎرا د اﻣﻴﺮاﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﻛﻮم ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﻧﻪ وﻳﻨﺆ.
د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺷﻤﺎل ﻛﯥ د ﺑﺨﺎرا واﻛﻤﻨﻲ او د ﺗﺮﻛﻤﻨﺎﻧﻮ د درو ﻗﻮﻣﻮﻧﻮ)دورﻫﻴﻲ ،ﺳﺎر او ﺳﺎرق( ﭼﯥ ﺗﺮ
ﻣﻴﻤﻨﯥ ﭘﻮرې ﺑﻪ ﭘﻪ ﭼﻮر او ﭼﭙﺎول ﭘﻪ أﺳﺎﻧﻮ راوﺗﻞ ،ﻟﻮى اﺣﻤﺪ ﺷﺎه ﺧﺘﻢ ﻛړل .ﻟﻪ ﺑﺪه ﻣﺮﻏﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دا
ﺑﺮﺧﯥ د 19ﭘﻴړې ﭘﻪ ﻟﻮﻣړۍ ﻟﺴﻴﺰه ﻛﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﺳﻠﻄﻨﺖ ﭘﻪ ﺳﺮ ﺟﻨګﻮﻧﻮﻧﻪ روان وو ،ﺑﯧﺎ د
ازﺑﻜﺴﺎﻻراﻧﻮ ﭘﻪ ﻻس ورﻏﻠﯥ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ اﻣﻴﺮ دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ ﺧﺎن د دوﻫﻤﯥ دورې ،د اﻣﻴﺮ د ژوﻧﺪ ﭘﻪ ورﺳﺘﻴﻮ ﺷﭙﻮ ورځﻮ ﻛﯥ ﺑﯧﺎ ﻟﻪ ﻣﺮﻛﺰ ﺳﺮه وﻧښﻠﻮﻟﯥ« )(43
د 2008ز ﻛﺎل د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ د راﭘﻮر ﻟﻪ ﻣﺨﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻻﻧﺪې ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻪ درﻟﻮدل ﺧﻮ ﭘﻪ
دې ﺷﻤﻴﺮه ﻛﯥ وروﺳﺘﻪ ﺗﻐﻴﻴﺮات راﻏﻠﻞ .دﻳﻮﺷﻤﻴﺮ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻪ ددې ﻫﻴﻮاده وﻻړل او ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻧﻮرو
ورﺗﻪ ﻧﻮر ﻋﺴﻜﺮ ﻫﻢ را واﺳﺘﻮل .ددې ډﻟﯥ څﺨﻪ داﻣﺮﻳﻜﺎ ﻣﺘﺤﺪه وﻻﻳﺎﺗﻮ ﻧﮋدې 34زره ﻧﻮر ﻧﻈﺎﻣﻲ ﭘﺮﺳﻨﻮل اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ را واﺳﺘﺎوه.
ګڼﻪ د ﻫﻴﻮاد دﻋﺴﻜﺮوﺷﻤﻴ ﻧﻮم
3
اﺳﺘﺮاﻟﻴﺎ
9
ﻛﺎﻧﺎډا
6
12
15
ﺑﻠﺠﻴﻢ
ګﺮﻳﺲ
ﻫﻨګﺮي
ره
ګڼ ه
1455
2
575
دﻫﻴﻮادﻧﻮم ارﻣﻴﻨﻴﺎ
40
1
اﻟﺒﺎﻧﻴﻪ
و ﺷﻤﻴﺮه
2830
8
ﺑﻠﻐﺎرﻳﺎ
450
7
ﺑﻮزﻧﻴﺎ
360
14
ﭘﻮرﺗګﺎل
250
13
ﭘﻮﻟﻨډ
- 2630
500
4
- 250 - 10
ﻧﺎروى
90
ه
ﻧﻮم
ره
اﺳﺘﺮﻳﺎ
11
ازرﺑﺎﻳﺠﺎن
دﻋﺴﻜﺮ
- 3
75
5
ګڼ
دﻫﻴﻮاد
دﻋﺴﻜﺮوﺷﻤﻴ
10
ﺟﺮﻣﻨﻲ
- 4590
18
ﺳﻴﻨګﺎﭘﻮ
30
17
روﻣﺎﻧﻴﺎ
1750
16
اﻳﺴﻠﻨډ
- 5
21
ﺳﻠﻮاﻛﯧﺎ
300
20
اﻳټﺎﻟﻴﺎ
3400
19
اﻳﺮﻟﻨډ
ﺳﻠﻮاﻳﻨﺎ
- 6
- 70
27
30
ﻟﻴﺘﻮﻳﺎ
ﻛﺮوﺷﻴﺎ
170
26
ﺳﻮﻳډن
25 530
ﺳﭙﻴﻦ
- 1555
3
24
ر
ﻛﻮرﻳﺎ
270
ﻟﺘﻮاﻧﻴﺎ
245
28
ﭼﯧﻚ
500
32
ﻟﻮﻛﺴﻤﺒﻮر
9
31
ﺗﺮﻛﯧﺎ
36
ډﻧﻤﺎرك
730
3
ﻣﺎﻟﻴﺰﻳﺎ
40
3
اﻛﺮاﻳﻦ
- 15
3
اﺳﺘﻮﻧﻴﺎ
160
3
ﻣﻨګﻮﻟﻴﺎ
195
3
ﻋﺮﺑﻰ
- 15
ﻓﻴﻨﻠﻴﻨډ
80
41
ﻣﻮﻧﺘﻴګﺮو
30
40
اﻧګﻠﺴﺘﺎ
- 9500
3
9
42
295
23
29
اردن
6
22
5
8
ګ
4
7
ﻣﺴډوﻧﻴﺎ
اﻣﺎرت ن
- 240
- 1740
112
45
ﻓﺮاﻧﺴﻪ
44 3750
ﻧﻴﺪﻟﻴﻨډ
380
4
-
ټﻮل
47 119،819
ﻧﻴﻮزﻳﻠﻴﻨډ
205
46
ﭘﻮځﻮﻧﻪ
3
اﻣﺮﻳﻜﺎ
- 78430
ﺟﻮرﺟﻴﺎ
- 925
ﻳﻮ اﻓﻐﺎن ﺣﻘﻮﻗﭙﻮه ﻟﻴﻜﻲ ﭼﯥ :اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺗﺎرﻳﺦ ﭘﻪ ډﻳﺮو ﺣﺴﺎﺳﻮاو ﺧﻄﺮﻧﺎﻛﻮ ﻣﺮﺣﻠﻮ ﻛﯥ ﭘﺮوت دى دﻟﻴﻞ ﻳﯥ ﻫﻤﺪا دى ﭼﯥ ﻧﮋدې) (47ﻫﻴﻮادوﻧﻮ د ﺧﭙﻠﻮ ټﻮﻟﻮ ﻧﻈﺎﻣﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﻳﻮ ځﺎى د ﻟﺴﻮ ﻛﺎﻟﻮ
راﻫﻴﺴﯥ ﭘﻪ دې ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ﻟﻨګﺮ اﭼﻮﻟﯥ .او ځﺎﻧﻮﻧﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ څﻪ ﻛﯥ ﭼﯥ دوى ﻳﯥ د ﺗﺮورﻳﺰم ﭘﻪ ﺧﻼف
ﺟﻨګ ګڼﻲ ﻣﺸﻐﻮل ﻛړي .ﭘﻪ دې اﺧﺮي وﺧﺘﻮﻧﻮﻛﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﻗﻀﻴﻪ ﻛﯥ را ﻧﻐښﺘﻮ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن او ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﺗﻪ ﺧﭙﻞ ﺧﺼﻮﺻﻲ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻧﻤﺎﻳﻨﺪګﺎن ټﺎﻛﻠﻲ ﺗﺮ څﻮ د اړوﻧﺪو اړﺧﻮﻧﻮ ﺳﺮه د ﺧﺒﺮو
اﺗﺮو ﻟﻪ ﻻرې ﺧﭙﻠﻮ ﻫﻴﻮادو ﺗﻪ اړﻳﻨﯥ ﻣﺸﻮرې ورﻛړي .ﭼﯥ د ﻫﻐﻮى د ډﻟﯥ څﺨﻪ ﻳﻮ رﻳﭽﺎرډ ﻫﺎﻟﺒﺮوك دى.
ﻫﺎﻟﺒﺮوك د ﻳﻮګﺴﻼوﻳﺎ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻫﻢ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ځﺎﻧګړى اﺳﺘﺎزى و او د ﻫﻐﯥ ﻫﻴﻮاد د ﺗﺠﺰﻳﯥ ﭘﻪ اړه ښﻪ ﺗﺠﺮﺑﻪ
ﻟﺮي .د ﻫﻐﻪ ﻫﻴﻮاد د ټﻮټﻪ ﻛﯧﺪو د ﻗﺮارداد ﻻﺳﻠﻴﻚ ﻛﻮﻧﻜﻰ ﻫﻢ دى .ﭘﻪ ﻫﻤﺪې ﺗﻮګﻪ اﻧګﻠﺴﺘﺎن ﻫﻢ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ
ﻛﯥ ﺧﭙﻞ ﭘﺨﻮاﻧﻰ ﺳﻔﻴﺮ) ﭘﻜﺮﻛﻮﻻ( د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن اواﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻟﻪ ﭘﺎره ګډ ﻧﻤﺎﻳﻨﺪه ټﺎﻛﻠﻰ دى .ﭘﻪ دې اﺳﺎس
ددې ﻧﻪ دا اﺳﺘﻨﺒﺎﻃﯧږي ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن او ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن دواړو ﺗﺠﺰﻳﻪ ﭘﻪ ﻳﻮه ﻣﺸﺘﺮﻛﻪ ﻧﻈﺎﻣﻲ ،ﺳﻴﺎﺳﻲ،
ﺟﻴﻮﭘﻮﻟﻴﺘﻜﺲ ﻛﺎﻣﭙﻠﻴﻜﺲ ﻛﯥ د ﻏﺮﺑﻲ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﻗﺮار ﻟﺮي .
ﻣﻬﻤﻪ داده ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ داﺧﻞ ﻛﯥ ﻣﺘﺎﺳﻔﺎﻧﻪ داﺳﯥ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭼﯥ و ﺗﻮاﻧﻴږي د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻣﻠﻲ
ګټﻮ څﺨﻪ ﭘﻪ ﺳﺘﺮو ﺟﻴﻮﭘﻮﻟﻴﺘﻴﻜﻮ ﻣﻌﺎﻣﻼﺗﻮ ﻛﯥ دﻓﺎع وﻛړي ،وﺟﻮد ﻧﻪ ﻟﺮي .دﻟﻴﻞ ﻳﯥ دادى ﭼﯥ اوﺳﻨﻰ
113
ﺣﻜﻮﻣﺖ د ﺗﻴﺮو څﻮ ﻛﺎﻟﻮ راﻫﻴﺴﯥ دﺑﻬﺮﻧﻴﻮځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﻟﻪ اړﺧﻪ ﺟﻮړ او ډﻳﺮ ﻛﻤﺰورى ﺳﺎﺗﻞ ﺷﻮﯦﺪى او د
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ داﺧﻞ او ﺑﻬﺮ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻣﻬﻤﻮ ﺳﻴﺎﺳﻲ او ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ ﺗﺼﻤﻴﻤﻮﻧﻮ ﻛﯥ د ﻣﺪاﺧﻠﯥ ﺻﻼﺣﻴﺖ او ﻗﺪرت ﻧﻪ ﻟﺮي .او د ﺑﻠﻪ اړﺧﻪ د ﺧﭙﻠﯥ دﻓﺎع ﻫﻐﻪ ﻣﻴﻜﺎﻧﻴﺰم ﭼﯥ د ﻗﺒﻴﻠﻮي ټﻮﻟﻨﻮ څﺨﻪ ﺟﻮړ ﺷﻮى ﻫﻴﻮاد ﻟﻜﻪ
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻳﯥ ﭼﯥ وﻟﺮي ﻫﻢ ﻧﻪ ﻟﺮي ،ﺗﺮ څﻮ د ﻣﻠﻲ ﻣﻨﺎﻓﻌﻮ او ارﺿﻲ ﺗﻤﺎﻣﻴﺖ څﺨﻪ دﻓﺎع وﻛړاى ﺷﻲ .ځﻜﻪ
دﻏﻪ ﺟﻮړښﺖ ﭘﻪ واﻗﻌﻴﺖ ﻛﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د راﻧښﺘﻮ ﺑﻴﺮوﻧﻲ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﺳﺮه ﭘﻪ ﺗﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﻗﺮار ﻟﺮي او دا ﻫﻢ د ﻫﻤﺪې ﺧﺎرﺟﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ واﺳﻄﻪ ﭘﻪ ﺗﺪرﻳﺠﻲ ﺗﻮګﻪ ﻛﻤﺰورى ﻛﯧږي او اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻗﺪرت ﭘﻪ
ﺧﻼ ﻛﯥ واﻗﻊ ﻛﯧږي ....
ﭘﻪ دې اﺳﺎس ﺑﺎﻳﺪ ووﻳﻞ ﺷﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﭘﻪ اوﺳﻨﻲ وﺧﺖ ﻛﯥ ﻳﻮ ﻗﻮي ﻣﺮﻛﺰي ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺷﺘﻮن ﻧﻪ ﻟﺮي ،ﻧﻮ ﺑﻴﺮوﻧﻲ ﻫﻴﻮادوﻧﻪ ﻏﻮاړي ﭼﯥ د ﻫﻤﺴﺎﻳګﺎﻧﻮ ﭘښﯥ ﻫﻢ دې ﻟﻮري ﺗﻪ راﻛﺎږي .
د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﻗﻀﻴﻪ ﻛﯥ د ﻫﻤﺴﺎﻳﻪ ګﺎﻧﻮ را ﻛﺸﻮل ﻳﻮه ډﻳﺮه ﺧﻄﺮﻧﺎﻛﻪ او وﻳﺠﺎړوﻧﻜﯥ ﺧﺒﺮه ده ،دا داﺳﯥ
ﻳﻮ ﺣﺮﻛﺖ دى ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن او ﻳﺎ د ﺳﻴﻤﯥ ﭘﻪ اړه ﺗﺮې ﻛﻮم څﻪ ﻧﻪ ﺷﻮ اﺧﺬﻛﻮﻟﻰ..
ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﺟﻨګ ﺧﻮاوې ﻣﻌﻠﻮﻣﻪ دي ،ﻳﻮ ﻟﻮري ﺗﻪ ﺟﻨګﻲ ډﻟﯥ دي ﭼﯥ د ﺑﻬﺮﻳﻨﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﺮ ﺧﻼف ﺟﻨګﻴږي اوﺑﻞ اړخ ﻳﯥ ﻛﻪ ﻟﻪ ﻳﻮه ﻟﻮري دﻛﺎﺑﻞ ﺣﻜﻮﻣﺖ دى ﻧﻮ ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ ﺧﺎرﺟﻲ ﻗﻮاوى ﻫﻢ دى.
د ﻛﺎﺑﻞ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻫﻢ د ﺟﻨګﺴﺎﻻراﻧﻮ ﭘﻪ واك ﻛﯥ دى ،اودا ﺟﻨګ ﺳﺎﻻران ﺗﺮ ډﻳﺮه ﺣﺪه د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻫﻤﻐﻪ ﻗﻮﻣﻲ ﺟﻮړښﺖ ﻣﻨﻌﻜﺴﻮي (44) ....
ﻳﻮﺑﻞ اﻓﻐﺎن ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻛﺎر ﭘﻮه واﻳﻲ ﭼﯥ :اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻫﻐﻪ ﺑﺪ ﻧﺼﻴﺐ ﻫﯧﻮاد دئ ﭼﯥ د 82ﻛﺎﻟﻮ ﭘﻪ دوران ﻛﯥ
درې ځﻠﻪ د وﺧﺖ د ﺳﺘﺮو ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﺗﺮ ﭘﻮځﻲ ﻧﻴﻮﻧﻰ ﻻﻧﺪې راﻏﻠﻰ دئ .اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﻧﻮﻟﺴﻤﻪ ﭘﻴړۍ ﻛﯥ اﻧګﺮﻳﺰاﻧﻮ ﻧﻴﻮﻟﻰ و ،ﭘﻪ ﺷﻠﻤﻪ ﭘﻴړۍ ﻛﯥ ﺷﻮروﻳﺎﻧﻮ ﻧﻴﻮﻟﻰ و ،او دا دئ ﭘﻪ ﻳﻮوﻳﺸﺘﻤﻪ ﭘﻴړۍ ﻛﯥ ﻫﻢ
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﻧﻴﻮﻟﻰ دئ .ﻟﻮﻣړﻧﻲ اﺷﻐﺎل د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن رﻳښﯥ وﻟړزوﻟﯥ ،دوﻫﻤﻲ اﺷﻐﺎل ﻫﻐﻪ ﺳُﺴﺘﯥ ﻛړې ،او
درﯦﻴﻤﻲ اﺷﻐﺎل ﻟﻪ ﺑﯧﺨﻪ ﭘﺴﻰ وﻛښﻠﯥ .
اﻓﻐﺎن وﻟﺲ ﺗﻞ د ﭘﺮدي ﻳﺮﻏﻞ او ﺑﻬﺮﻧۍ ﻧﻴﻮﻧﯥ ﭘﺮ ﺿﺪ ﻛﻠﻚ ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﻛړئ او ﻳﺮﻏﻠګﺮ ﻳﯥ ﻫﺮ ځﻞ د ﺳﺘﺮو
ﺗﻠﻔﺎﺗﻮ او ﺷﺪﻳﺪو ﺳﺮ ﺧﻮږﻳﻮ ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ ﻛړي دي .د ﻫﻨﺪوﺳﺘﺎن ﻣﺮﺳﺘﯧﺎل واﻛﻤﻦ » ﻻرډ ﻻرﻧﺲ « ﺣﻖ ﭘﻪ
ﺟﺎﻧﺐ و ﭼﯥ وﻟﻴﻜﻲ » اﻓﻐﺎﻧﺎن ﺑﻪ ﻓﻘﺮ ﺣﺘﻰ ﻟﻪ ﺧﻄﺮه ډك ژوﻧﺪ وګﺎﻟﻲ ﺧﻮ د ﭘﺮدﻳﻮ ﺗﺮ واك ﻻﻧﺪې راﺗﻠﻞ ﻫﻴڅﻜﻠﻪ ﻫﻢ ﻧﻪ زﻏﻤﻲ «.
ﻫﻤﺪا ﻋﻠﺖ دئ ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺎن د » ﻣﻠﻲ ﻣﺒﺎرزﻳﻨﻮ « ﭘﻪ ﻧﻮم د اﻧګﺮﻳﺰاﻧﻮ ﺳﺮه وﺟﻨګﯧﺪل ،د » ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ « ﭘﻪ ﻧﻮم د
ﺷﻮروﻳﺎﻧﻮ ﺳﺮه وﺟﻨګﯧﺪل او د » ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ « ﭘﻪ ﻧﻮم ﻫﻢ ﻧﻦ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﺟﻨګﻴږي .ﺳﺎﺑﻘﻪ او ﺗﺠﺮﺑﻪ ښﻴﻲ
ﭼﯥ ﺗﺮ څﻮ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻧﻴﻮﻧﻪ ﺟﺎري وي ،ﻧﻮ ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﺑﻪ ﻫﻢ ﻣﻮازي ور ﺳﺮه رﻫﻲ وي .دا ﺑﻪ ﺣﻖ ﺗﻠﻔﻲ او
ﻧﺎځﻮاﻧﻲ وي ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ دا ﻏﻴﺮت او ﺳﺮښﻨﺪﻧﻪ د ﭘﺮدﻳﻮ ) ﻣﺜﻸ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ( ﭘﻪ ﭘﻠﻪ ﻛﯥ ور واﭼﻮو او د اﻓﻐﺎﻧﻲ ﻫﻤﺖ اﻋﺘﺒﺎر ټﻮل ﻧﻮرو ﺗﻪ وﻗﻒ ﻛړو ﺣﺎل دا ﭼﯥ ﭘﻪ ﺑﺎﻃﻦ ﻛﯥ ښﻪ ﭘﻮﻫﻴږو ﭼﯥ دا ﻫﺮ څﻪ ﺑﻨﺎ ﭘﺮ ﻛﻮﻣﻪ
ﻋُﻘﺪه او ﻋﻘﻴﺪه ﺑﺎﻧﺪې ﻛﻮو (45) . ﺧﺎﺻﻪ ُ
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دﺧﭙﻞ ﺟﻴﻮﺳﺘﺮاﺗﻴﮋﻳﻚ ﻣﻮﻗﻌﻴﺖ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ او ﻫﻢ د ﺧﭙﻠﻮ ځﻤﻜﻨﻴﻮ ﻃﺒﻴﻌﻲ زﻳﺮﻣﻮ د ﺷﺘﻮن ﭘﻪ
اﺳﺎس ،ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻣﻌﺎﺻﺮ ﺗﺎرﻳﺦ ﻛﯥ د ﺳﺘﺮو ﺳﺘﺮو ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د ﭘﻮځﻮﻧﻮ اوﻟښﻜﺮ ﻛﺸﻴﻮ ډګﺮ ګﺮ ځﻴﺪﻟﻰ دى .
ﻣﻘﺪوﻧﻲ ﺳﻜﻨﺪر ،ﭼﻨګﻴﺰﺧﺎن د ﺧﭙﻠﻮ ﻟښﻜﺮو ﺳﺮه و ﻧﻪ ﺗﻮاﻧﻴﺪل دا ﻫﻴﻮاد ټﻮټﯥ ﻛړې او ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ﻳﯥ
114
ﻳﻮﺳﻲ ،اﻧګﻠﻴﺴﺎﻧﻮ ﭘﺮې ﻫﻢ څﻮ ځﻠﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﻟښﻜﺮې ازﻣﻴښﺖ ﻛړې ﺧﻮ د ﻧﺎﻛﺎﻣۍ ﺳﺮه ﻣﺦ ﺷﻮې .
اﻧګﻠﻴﺴﺎﻧﻮ ددې ﻫﻴﻮاد د ﻧﻴﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﭘښﺘﻨﻮ ﺳﺘﺮ وﻟﺲ د ﻳﻮې ﻧﺎﻗﺎﻧﻮﻧﻲ ﻟﻴﻜﯥ ﭘﻪ واﺳﻄﻪ ﭘﻪ دوو ﺑﺮﺧﻮ
ووﻳﺸﻪ .ﺗﺮ څﻮ ددې وﻟﺲ ،ﭼﯥ ﺗﻞ ﻳﯥ د اﺷﻐﺎﻟګﺮاﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف ﻗﻴﺎم ﻛړى ،د ﺣﻤﻠﻮ ﻧﻪ ځﺎن ﺧﻮﻧﺪي ﻛړى .
اﻧګﻠﻴﺴﺎﻧﻮ داﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ د ﺗﺠﺰﻳﯥ او ټﻮټﯥ ﻛﯧﺪو ﻫڅﯥ ﻛﻮﻟﯥ ﺧﻮ ﭘﺨﭙﻠﻪ ﻳﯥ ﺧﭙﻠﻪ اﻣﭙﺮاﻃﻮري ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ورﻛړه .
د روﺳﺎﻧﻮ اﻣﭙﺮاﻃﻮرۍ او د وارﺳﺎ ﻧﻈﺎﻣﻲ ټﻠﻮاﻟﯥ ﭘﻪ 1980ﻣﻮ ﻛﻠﻨﻮ ﻛﯥ ﻫﻢ ددې ﻫﻴﻮاد د وﻟﻜﻪ ﻛﻮﻟﻮ ﭘﻪ
ﺧﺎﻃﺮ ﺧﭙﻠﯥ ﻟښﻜﺮې و ازﻣﻮﻳﻠﯥ .ﺧﻮﻛﻠﻪ ﭼﯥ ﻫﻐﻮى د ﻧﺎﻛﺎﻣۍ ﺳﺮه ﻣﺦ ﺷﻮل ﻧﻮ ﺑﻴﺎ ﻳﯥ و ﭘﺘﻴﻴﻠﻪ ﭼﯥ ددې
ﻫﻴﻮاد د ﻗﻮﻣﻮﻧﻮ اووﻟﺴﻮﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ ﺟﻨګ ﺟګړو ﺗﻪ ﻟﻤﻦ ووﻫﻲ .ﻛﻠﻪ ﭼﯥ د روﺳﺎﻧﻮ او د وارﺳﺎ ﻧﻈﺎﻣﻲ
ټﻠﻮاﻟﯥ ﻫڅﯥ د ﻧﺎﻛﺎﻣۍ ﺳﺮه ﻣﺦ ﺷﻮې ﻧﻮ ددې ﻫﻴﻮاد د ﺗﺠﺰﻳﯥ او ټﻮ ټﻪ ﻛﯧﺪو ﺧﺒﺮه ﻳﯥ را ﻏﺒﺮګﻪ ﻛړه .اﻣﺎ د
اﻓﻐﺎن وﻟﺲ د وﻟﺴﻲ ﻗﻴﺎم ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ د ﻫﻐﻮى دا ﻫڅﯥ ﻫﻢ د ﻧﺎﻛﺎﻣۍ ﺳﺮه ﻣﺦ ﺷﻮې .او د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ټﻮټﻪ ﻛﯧﺪو ﭘﻪ ځﺎى ﻳﯥ ﺧﭙﻠﻪ اﻣﭙﺮاﻃﻮري ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ورﻛړه .د وارﺳﺎ ﻧﻈﺎﻣﻲ ټﻠﻮاﻟﻪ ﻟﻪ ﻣﺎﺗﯥ وروﺳﺘﻪ
وﺷړﻳﺪه او اوس ﻳﯥ ﻳﻮازې ﻧﻮم د ﺗﺎرﻳﺦ ﭘﻪ ﭘﺎڼﻮ ﻛﯥ ﭘﺎﺗﻪ دى .
د وارﺳﺎ د ﻧﻈﺎﻣﻲ ﭘﻜﺖ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ د وﻟﺴﻲ ﻗﻴﺎم او ﻫﺮ اړﺧﻴﺰ ﺟﻬﺎد ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﻧﻪ ﻳﻮازې روﺳﺎﻧﻮ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺗﺠﺰﻳﯥ ﺧﺒﺮې ﻛﻮﻟﯥ ﺑﻠﻜﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﻫﻢ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ټﻮټﻪ ﻛﯧﺪو ﺧﺒﺮه ﺑﻴﺎ ﺑﻴﺎ ﺗﻜﺮاروﻟﻪ .د
اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻳﻮې ﻣﻬﻤﯥ ﻣﺠﻠﯥ ﭘﻪ 80وﻣﻮ ﻛﻠﻮﻧﻮ ﻛﯥ وﻟﻴﻜﻞ ﭼﯥ :د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺟﻬﺎدي ګﻮﻧﺪوﻧﻮ ﻛﯥ د
ﭘښﺘﻨﻮ ﻣﺸﺮي د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﺳﺎﻟﻤﻴﺖ ﺗﻪ ګﻮاښ ﭘﻴښﻮي ،دې ﻣﺠﻠﯥ ﭘﻪ ښﻜﺎره ﺗﻮګﻪ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻣﺸﺮ اﻧﺠﻨﻴﺮ ګﻠﺒﺪﻳﻦ ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر ﺗﻪ ګﻮﺗﻪ ﻧﻴﻮﻟﻪ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻳﻮ ﭘښﺘﻮن ﻣﺸﺮ دى او د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﭘښﺘﻨﻮ ﺗﺮ څﻨګ د
ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﭘښﺘﻨﻮ ﻛﯥ ﻫﻢ ﭘﻮره ﻣﻴﻨﻪ وال ﻟﺮي ،ﻧﻮ ﭘﻪ دې اﺳﺎس ﺑﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻗﻴﺎدت د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﻟﻪ ﭘﺎره ﺳﺘﻮﻧﺰې را وﻻړې ﻛړي .دې ﻣﺠﻠﯥ ﻫڅﻪ ﻛﻮﻟﻪ ﺗﺮ څﻮ د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﭘﺎﻟﻴﺴﻲ ﺟﻮړوﻧﻜﻲ ﭘﻪ
دې ﻗﺎﻧﻊ ﻛړي ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻗﻴﺎدت داﺳﯥ ﭼﺎﺗﻪ و ﻧﻪ ﺳﭙﺎرل ﺷﻲ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ د ﻳﻮه ځﻮاﻛﻤﻦ ﺳﻴﺎﺳﻲ ګﻮﻧﺪ
ﺧﺎوﻧﺪ ﻫﻢ وي او د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د راﺗﻠﻮﻧﻜﯥ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﻮه ﺑﺸﭙړه او ﻫﺮ اړﺧﻴﺰه ﺟﻮړوﻧﻜﯥ اﺟﻨډا ﻫﻢ وﻟﺮي .
ﻫﻤﺪا ﻟﻴﻜﻨﻪ ددې ﺳﺒﺐ وو ﭼﯥ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﭘﻪ ﻻﺳﻮ د ﺣﻜﻮﻣﺖ د ﺟﻮړوﻟﻮ
او ﻳﺎ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﭘﻪ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻛﯥ د ورګډﻳﺪو ﻣﺨﺎﻟﻔﺖ ﻛﺎوه ،د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن د ﻫﻐﻪ وﺧﺖ د اﺳﺘﺨﺒﺎراﺗﻮ
رﺋﻴﺲ ﭘﻪ ډاګﻴﺰه ﺗﻮګﻪ ووﻳﻞ ﭼﯥ :ﻛﻪ ﭼﯧﺮې ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ځﻮاك ﭘﻪ ﻻس ﻛﯥ واﺧﻠﻲ ﻧﻮ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﺑﻪ د ﭘﻮځﻲ ځﻮاك ﻧﻪ ﭘﻪ ﻛﺎر اﺧﺴﺘﻠﻮ ﺳﺮه ﻫﻐﻮى ﺑﯥ واﻛﻪ ﻛړي (46) .
ﺧﻮ د 2001ز ﻛﺎل د اﻛﺘﻮﺑﺮ د اووﻣﯥ راﭘﻪ دﻳﺨﻮا ،ﻳﻌﻨﯥ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د ﭘﻮځﻲ
ﻳﺮﻏﻞ ﻻﻧﺪې راﻏﻠﻰ او ﭘﻪ دې ﺗﻴﺮو ﻧﻬﻮ ﻛﺎﻟﻮ ﻛﯥ د ﻫﻐﻮى ﭘﻮځﻮﻧﻮ د ﻧﺎټﻮ د ټﻠﻮاﻟﯥ ﭘﻪ ګډون ﭘﻪ دې وﻧﻪ
ﺗﻮاﻧﻴﺪل دا ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻻﺳﻮ ﻛﯥ وﻟﻜﻪ ﻛړي ،ﻧﻮ دوى ﻫﻢ اوس ددې ﻫﻴﻮاد د ښﻜﯧﻠﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﺗﺠﺰﻳﯥ ﺧﺒﺮه ﻛﻮي .اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﻏﻮاړي دﻏﻪ ډول اﻧﺪوﻧﻪ دﻧﻮرو ﭘﻪ ﺷﻨﻨﻮ او ﻟﻴﻜﻨﻮ ﻛﯥ ﺧﭙﺎره ﻛړي ﺗﺮ څﻮ د
ﺧﭙﻠﻮ راﺗﻠﻮﻧﻜﻮ ﭘﻼﻧﻮﻧﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻻره ﻫﻮاره ﻛړاى ﺷﻲ .
ﭘﻪ دې اړه څﻮ ﻛﺴﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﻟﻴﻜﻮاﻻﻧﻮ او ډﻳﭙﻠﻮ ﻣﺎﺗﺎﻧﻮ ﺧﭙﻞ اﻧﺪوﻧﻪ ډاګﻴﺰه ﻛړي دي ﭼﯥ د ﻫﻐﯥ ډﻟﯥ
څﺨﻪ ﻳﯥ ﻳﻮ ) راﻟﻒ ﭘﻴټﺮز ( دى .راﻟﻒ ﭘﻴټﺮز د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ،ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن او ﻧﻮرو ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻧﻮې
ﻧﻘﺸﻪ ﺟﻮړه ﻛړې .ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ د واﺷﻨګﺘﻦ ﻣﺴﺆﻟﻴﻨﻮ د راﻟﻒ ﭘﻴټﺮز د ﻧﻮې ﻧﻘﺸﯥ او د ﺳﻴﻤﯥ د ﻧﻮي وﻳﺶ
او ﻧﻮې ﻧﻘﺸﯥ د ﺟﻮړوﻟﻮ ﻟﻪ اﻧﺪ ﺳﺮه ﺳﺮ ﻧﻪ دى ﺧﻮځﻮﻟﯥ ﺧﻮ ډﻳﺮ ﺷﻨﻮﻧﻜﻲ او ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻛﺎر ﭘﻮﻫﺎن دا ﻣﻨﻲ
115
ﭼﯥ دا ډول ﺗﺒﻠﻴﻐﺎت د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﻟﻪ اړﺧﻪ د ﻫﻤﺪاﺳﯥ وګړو ﻟﻪ ﻻرې د ﺧﭙﻠﻮ راﺗﻠﻮﻧﻜﻮ ﻣﻮﺧﻮ د ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻛﺎرول ﻛﯧږي او د ﺳﻴﻤﯥ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﭘﻴټﺮز اوﺳﻨﻰ وﻳﺶ څﻪ ﻧﻮې ﺧﺒﺮه ﻧﻪ ده ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن
ﻳﯥ د ﺧﻠﻜﻮ د اﻧﺪوﻧﻮ د ﻣﻌﻠﻮﻣﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﭘﻪ ﺧﭙﺮﻧﻴﺰو ﭘﺮوګﺮاﻣﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﺗﺮ ﻻس ﻻﻧﺪې ﻧﻴﺴﻲ .ﭘﻴټﺮز د
2009ز ﻛﺎل د اګﺴﺖ ﭘﻪ 26ﻣﻪ دﭘﺎﻛﺴﺘﺎن او ﻣﻨځﻨﻲ ﺧﺘﻴځ د ﻧﻮې وﻳﺶ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﻧﻮې ﻧﻘﺸﯥ وړاﻧﺪﻳﺰ ﻛړى
ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ﻳﯥ ﻟﻨډﻳﺰ دﻟﺘﻪ را اﺧﻠﻮ :
د ) (Ra- ph Petersراﻟﻒ ﭘﻴټﺮز ﻟﻪ اړﺧﻪ د ) (B- ood bordersﺗﺮ ﺳﺮﻟﻴﻚ ﻻﻧﺪې ﻳﻮه ﺗﻔﺼﻴﻠﻲ ﻟﻴﻜﻨﻪ
ﻛﯥ راﻏﻠﻲ :د ﻣﻨځﻨﻲ ﺧﺘﻴځ د ﻫﻴﻮادوﻧﻮ او ﻫﻢ د اﻓﺮﻳﻘﺎﻳﻲ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ د ﭘﻮﻟﻮ ټﺎﻛﻨﻪ ډﻳﺮه ﻏﻴﺮﻋﺎدﻻﻧﻪ
او ﻳﻮ اړﺧﻴﺰه ﺷﻮې او دوﺑﺎره ﺟﻮړښﺖ ﺗﻪ اړﺗﻴﺎ ﻟﺮي .ﭘﻪ دې ﻧﻮې ﻧﻘﺸﻪ ﻛﯥ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ،ﻋﺮاق ،ﺳﻌﻮدي ﻋﺮﺑﺴﺘﺎن ،او ﺗﺮﻛﯧﻪ ﭘﻪ ځﺎﻧګړې ﺗﻮګﻪ د دوﺑﺎره ﺑﺪﻟﻮﻧﻮﻧﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﭘﻪ ګﻮﺗﻪ ﺷﻮﻳﺪي .ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن او ﺳﻌﻮدي ﻋﺮﺑﺴﺘﺎن د ﻏﻴﺮ ﻃﺒﻴﻌﻲ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ ﻳﺎدﻛړل ﺷﻮي دي .اوﻳﺎدوﻧﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ د ﺳﻌﻮدي او
ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﻫﻴﻮادوﻧﻪ ﻏﻴﺮﻃﺒﻴﻌﻲ ﻫﻴﻮادوﻧﻪ دي او ﺑﺎﻳﺪ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ وﻻړ ﺷﻲ او د ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ د ﻣﻜﯥ او ﻣﺪﻳﻨﯥ ﻣﻘﺪس ښﺎروﻧﻪ دي ،ﻟﻜﻪ د ﻋﻴﺴﻮي واﺗﻴﻜﺎن ﭘﻪ څﻴﺮ ،د اﺳﻼﻣﻲ ﻫﻴﻮادو ﻟﻪ اړﺧﻪ ﭘﻪ دوراﻧﻲ ﺷﻜﻞ اداره
ﻛړل ﺷﻲ .ﻫﻐﻪ واﻳﻲ ﭼﯥ دﺳﻌﻮدي د ﻃﺒﻴﻌﻲ زﻳﺮﻣﻮ ﺳﻴﻤﯥ دى ﻧﻮې ﺟﻮړ ﺷﻮې ﺷﻴﻌﻪ ﻋﺮﺑﻲ ﻫﻴﻮاد ﺗﻪ
ورﻛړل ﺷﻲ او د ال ﺳﻌﻮد ﻛﻮرﻧۍ ﺗﻪ دې ﻫﻤﻠﺘﻪ د رﻳﺎض ﺗﺮ څﻨګ ﻟږ څﻪ ځﻤﻜﻪ ورﻛړل ﺷﻲ ﺗﺮ څﻮ ﭘﻪ ازاده ﺗﻮګﻪ ﭘﻪ ﻛﯥ ژوﻧﺪ وﻛړي .د ﻫﻐﻪ ﻟﻪ اﻧﺪه اﻳﺮان ﺑﻪ ﺧﭙﻠﻪ ډﻳﺮه ځﻤﻜﻪ اذرﺑﺎﻳﺠﺎن او ازاد ﻛﺮدﺳﺘﺎن ،د ﺷﻴﻌﻪ
ﻋﺮﺑﻮ ازاد ﻫﻴﻮاد او ازاد ﺑﻠﻮﭼﺴﺘﺎن ﺗﻪ ﭘﺮﻳږدي ،ﺧﻮ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻫﺮات وﻻﻳﺖ ﺑﻪ اﻳﺮاﻧﻴﺎﻧﻮ ﺗﻪ ورﻛړل ﺷﻲ .اوﭘﻪ دې ﺗﺮﺗﻴﺐ ﺑﻪ اﻳﺮان ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ ﻳﻮ ﻧﮋادي ﻓﺎرﺳﻲ ژﺑﻰ ﻫﻴﻮاد وګﺮځﻲ .ﻫﻤﺪا راز د اﻳﺮان دوﻟﺖ ﺑﻪ
ﺑﻨﺪر ﻋﺒﺎس ﻳﺎ ﻟﻪ ځﺎﻧﻪ ﺳﺮه وﺳﺎﺗﻲ او ﻳﺎ ﺑﻪ ﻫﻐﻪ ﻧﻮى ﺷﻴﻌﻪ ﻋﺮﺑﻲ ﻫﻴﻮاد ﺗﻪ ﺗﺴﻠﻴﻢ ﻛړي .اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﻪ
ﺧﭙﻞ ﻏﺮﺑﻲ وﻻﻳﺘﻮﻧﻪ اﻳﺮان ﺗﻪ ﭘﺮﻳږدي ،ﺧﻮ ﭘﻪ ﺷﺮق ﻛﯥ د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن څﺨﻪ ﺟﻼ ﺷﻮى ﺧﻴﺒﺮ ﭘﺨﺘﻮﻧﺨﻮا اﻳﺎﻟﺖ
او د ﻗﺒﺎﻳﻠﻮ ﺳﻴﻤﯥ ټﻮﻟﯥ ﻟﻪ ځﺎﻧﻪ ﺳﺮه را ﻳﻮ ځﺎى ﻛړي .ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﺑﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﺑﻠﻮﭼﻲ ﺳﻴﻤﻪ د ازاد ﺑﻠﻮﭼﺴﺘﺎن ﻟﻪ
ﭘﺎره ﭘﺮﻳږدي اوﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻃﺒﻴﻌﻲ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﺑﻪ د اﻧډوس د درﻳﺎب ﭘﺮ ﻫﻐﻪ ﻏﺎړه ﭘﺎﺗﻪ ﺷﻲ ﺧﻮ دﻛﺮاﭼۍ ﻏﺮﺑﻲ ﺑﺮﺧﻪ ﺑﻪ ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ورﻛړي .(47).....
ﻟﻜﻪ څﻨګﻪ ﭼﯥ ﻣﺨﺘﻪ ﻳﺎدوﻧﻪ وﺷﻮه ،دﺟﻮﻻى ﭘﻪ 8ﻣﻪ ﭘﻪ ﻫﻨﺪ ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﺳﻔﻴﺮ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺗﻪ وړاﻧﺪﻳﺰ ﻛړى ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دې ﻣﻮﻗﺘﺎً ﭘﻪ دوو ﺑﺮﺧﻮ ووﻳﺸﻲ ،د ﺟﻨﻮب ﭘښﺘﻨﻲ ﺳﻴﻤﯥ دې
ﭘﺮﯦږدي او د ﻛﺎﺑﻞ ﭘﻪ ﺷﻤﻮل ﺷﻤﺎل او ﻟﻮﯦﺪﻳځ دې د دﻏﻮ ﺳﻴﻤﻮ د اوﺳﯧﺪوﻧﻜﻮ ﭘﻪ ﻫﻤﻜﺎرۍ وﺳﺎﺗﻲ .د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﺳﻔﻴﺮ»راﺑﺮټ ﺑﻠﻴﻚ وﻳﻞ« وړاﻧﺪﻳﺰ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ ﭘﻮﻟﻴﺘﻴﻜﻮﻧﺸﺮﻳﯥ او د ﻫﻨﺪ ﭘﻪ ټﺎﻳﻤﺰ ورځﭙﺎڼﻪ ﻛﯥ
ﺧﭙﻮر ﺷﻮى .ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﻛﯥ وﻳﻞ ﺷﻮي ﭼﯥ د ﺑﻠﻮا ﺿﺪ اوﺳﻨۍ ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋي ﻧﺘﻴﺠﻪ ﻧﻪ ﻟﺮي ځﻜﻪ ﭼﯥ ﻃﺎﻟﺒﺎن ﭘﻪ دې
ﺧﺎﻃﺮ ﭼﯥ د ﺟګړې ﭘﻪ ﻣﻴﺪان ﻛﯥ ﻧﻪ دي ﻣﺎت ﺷﻮي ﺧﺒﺮو او ﭘﺨﻼﻳﻨﯥ ﺗﻪ ﺣﺎﺿﺮ ﻧﻪ دي .ﻧﻮ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺑﺎﻳﺪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺟﻨﻮﺑﻲ وﻻﻳﺘﻮﻧﻮ ﻛﻨټﺮول ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺗﻪ ورﭘﺮﯦږدي .
څﻮ ﻛﺎﻟﻪ وړاﻧﺪې داﻣﺮﻳﻜﺎ د اوﺳﻨﻲ ﻣﺮﺳﺘﯧﺎل ﺟﻮﺑﺎﻳډن ﭘﻪ ﺷﻤﻮل ﻳﻮﺷﻤﻴﺮ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭼﺎرواﻛﻮ وړاﻧﺪﻳﺰ ﻛړى
وو ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎ دې ﺧﭙﻞ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﻟﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻧﻪ وﺑﺎﺳﻲ او ﻳﻮازې دې ﭘﻪ ﻟﻮﻳﻮ اډو ﻛﯥ د ﻛﻮﻣﺎﻧډو او ﻫﻮاﻳﻲ ځﻮاك ﭘﻪ وﺳﻴﻠﻪ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻣﺮﻛﺰوﻧﻪ ﭘﻪ ﻧښﻪ ﻛﻮي.
116
راﺑﺮت ﺑﻠﻴﻚ وﻳﻞ واﻳﻲ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻟﻪ ﻛﻠﻮﻧﻮ -ﻛﻠﻮﻧﻮﻧﺎﺳﻤﯥ ﭘﺎﻟﻴﺴۍ وروﺳﺘﻪ د دﻏﻪ ﻫﻴﻮاد
ﻟﻪ ﺧﺮﺧﻮړۍ څﺨﻪ د وﺗﻠﻮ ﻟﭙﺎره اﺳﺎﻧﻪ ،ﭼټﻜﻪ او ﺑﯥ ﻣﺼﺮﻓﻪ ﻻر ﻧﺸﺘﻪ ﺧﻮﻟﻪ ټﻮﻟﻮ ﺳﺘﻮﻧﺰو ﺳﺮه ﺳﺮه د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻟﭙﺎره د ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋﻳﻜﯥ ﻣﺎﺗﯥ ﺗﺮټﻮﻟﻮ ښﻪ ﻣﺘﺒﺎدل دا دى ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﺠﺰﻳﻪ ﻛړي.
دى واﻳﻲ ﻛﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺟﻨﻮﺑﻲ ﺳﻴﻤﯥ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺗﻪ ورﭘﺮﯦږدي ،ﺧﭙﻞ ﭘﺎم ﺑﻪ ﺷﻤﺎﻟﻲ او ﻟﻮﯦﺪﻳځﻮ
ﺳﻴﻤﻮ ﺗﻪ واړوي ﭼﯥ د ﻛﺎﺑﻞ ﭘﻪ ﺷﻤﻮل د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺷﺎوﺧﻮا ﺷﭙﯧﺘﻪ ﻓﻴﺼﺪه ﻧﻔﻮس ﭘﻜﯥ دﯦﺮه دى.د دﻏﻮ ﺳﻴﻤﻮ د اوﺳﯧﺪوﻧﻜﻮ اﻛﺜﺮﻳﺖ ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﻧﻪ دي او د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻟﻪ ﻫﻠﻮځﻠﻮ ﺳﺮه ﻣﻠګﺮي دي.
ﺑﻠﻴﻚ وﻳﻞ ﭼﯥ ﻟﻪ) 2001ﺗﺮ ( 2003ﭘﻮرې ﭘﻪ ﻫﻨﺪ ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﺳﻔﻴﺮ واﻳﻲ »:د دې ﻣﺎﻧﺎ ﺑﻪ دا ﻧﻪ وي ﭼﯥ
اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻛﺎﻣﻼً ووځﻲ ﺑﻠﻜﯥ د دې ﭘﺮځﺎى ﺑﻪ ﻣﻮږ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د اﻟﻘﺎﻋﺪه ﭘﺮ اډو او دﻏﻪ راز د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﺮ
ﻣﺸﺮاﻧﻮ د ﺣﻤﻠﻮ ﻟﭙﺎره ﻟﻪ ﻫﻮاﻳﻲ ځﻮاك او ﺧﺎﺻﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ)ﺳﭙﯧﺸﻞ ﻓﻮرس( څﺨﻪ ﻛﺎر اﺧﻠﻮ.ﻣﻮږ ﺑﻪ دﻏﻪ راز ﻟﻪ
ﻧﻮﻳﻮ ټﺎﻛﻞ ﺷﻮﻳﻮ ﭘﻮﻟﻮ ﭘﺮ اوښﺘﻮﻧﻜﻮ اﻓﻐﺎن ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ او ﻫﻤﺪا راز د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن د ﭘﻮﻟﻮ ﭘﻪ اوږدو ﻛﯥ د
ﺗﺮورﻳﺴﺘﺎﻧﻮ ﭘﺮ ﭘﻨﺎﻫځﺎﻳﻮﻧﻮ ﺑﺮﻳﺪوﻧﻪ ﻛﻮو«.
ﺑﻠﻴﻚ وﻳﻞ ﻫﻤﺪاراز ﻟﻴﻜﻠﻲ :اﻣﺮﻳﻜﺎﺑﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻟﻮﯦﺪﻳځ ،ﺷﻤﺎل او ﻛﺎﺑﻞ د ﺳﺎﺗﻨﯥ ﻫڅﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ ﭘﻪ
ﻧﺴﺒﻲ ډول د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺣﻀﻮر او ﻧﻔﻮذ ﭘﻜﯥ ﻛﻢ دى .د ﺑﻠﻴﻚ وﻳﻞ ﭘﻪ ﻧﻈﺮ ﻟﻪ دې ﺳﺮه ﺑﻪ ﭘﻪ اوږده ﻣﻮده ﻛﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ډﯦﺮ ﺷﻤﯧﺮ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭘﻮځﻴﺎﻧﻮ اړﺗﻴﺎ ﭘﺎﺗﻪ ﻧﻪ ﺷﻲ او ﻣﻤﻜﻦ څﻠﻮﯦښﺖ ﻳﺎ ﭘﻨځﻮس زره ﻛﺎﻓﻲ
وي ځﻜﻪ ﭼﯥ د ده ﭘﻪ ﻧﻈﺮ دوى ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻲ ﭘﻪ دې ﻛﺎر ﻛﯥ د ازﺑﻜﻮ،ﻫﺰاره وو،ﺗﺎﺟﻜﻮ او ﻳﻮﺷﻤﯧﺮ ﭘښﺘﻨﻮ ﻣﻼﺗړ ﺗﺮﻻﺳﻪ ﻛړي او د ﻧﺎټﻮ د ﻣﺘﺤﺪاﻧﻮ ،روﺳﻴﯥ ،ﻫﻨﺪ ،اﻳﺮان ،ﻣﻤﻜﻦ ﭼﯧﻦ ،د ﻣﻨځﻨۍ اﺳﻴﺎ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ او د
ﻣﻠګﺮوﻣﻠﺘﻮ د اﻣﻨﻴﺖ ﺷﻮرا ﺣﻤﺎﻳﺖ ﻫﻢ ﺟﻠﺐ ﻛړاى ﺷﻲ.
دا اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ دﻳﭙﻠﻮﻣﺎت ﭘﻪ ﺧﭙﻞ وړاﻧﺪﻳﺰ ﻛﯥ دا ﻫﻢ واﻳﻲ ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻻس ﺑﻪ ﺧﻼص وي ﭼﯥ ﺣﺘﻰ د
ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﺮ ﻏﻴﺮﻧﻈﺎﻣﻲ ﻣﺸﺮاﻧﻮ ﻫﻢ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺟﻨﻮب ﻛﯥ ﺑﺮﻳﺪوﻧﻪ وﻛړي.
دى دا ﻫﻢ واﻳﻲ ﭼﯥ دا ﻣﺴﻠﻪ ﺑﻪ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﺧﻮاﺑﺪى ﻛړي.ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻟﻪ ﻣﻮﻗﺘﻲ ﺗﺠﺰﻳﯥ ﺳﺮه
ﻣﺨﺎﻟﻒ دى او د اﺳﻼم اﺑﺎد ﻋﻜﺲ اﻟﻌﻤﻞ ﻫﻢ ﺳﺎده ﺧﺒﺮه ﻧﻪ ده ځﻜﻪ ﭼﯥ د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﭘﻮځ ﺗﻤﻪ ﻟﺮي ﭼﯥ ﻟﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻧﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﻟﻪ وﺗﻠﻮ وروﺳﺘﻪ ﺑﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋﻳﻚ ﺑﺮى ﺗﺮﻻﺳﻪ ﻛړي (48) .
ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮ د ﻧﻤﺎﻳﻨﺪه ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﻣﻌﺎون ﭘﻴټﺮ ګﺎﻟﺒﺮﻳټ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﻳﻮې ﺷﻨﻨﯥ ﻛﯥ
ﻟﻴﻜﻠﻲ ﭼﯥ ) :اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻟﻪ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ ﻗﻮﻣﻮﻧﻮ څﺨﻪ ﺟﻮړ ﺷﻮى ،ﭼﯥ ﻳﻮ ځﺎى ﻛﻮل ﻳﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻟﭙﺎره ﺳﺘﻮﻧﺰﻣﻦ دي او اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺑﺎﻳﺪ ﻟﻪ دې ﻫﯧﻮاده ﺧﭙﻞ ﺳﺮﺗﻴﺮي وﺑﺎﺳﻲ(
ګﺎﻟﺒﺮﯦټ وﻳﻠﻲ ،ﭼﯥ د وﺳﻠﻪ واﻟﻮ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻟﻮﻳﻪ ﺑﺮﺧﻪ ﭘښﺘﺎﻧﻪ دي او ﭘښﺘﺎﻧﻪ د دوى ﻣﻼﺗړ ﻛﻮي .دى زﻳﺎﺗﻮي
ﭼﯥ ځﻴﻨﯥ ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﺷﺘﻪ ﭼﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻣﺨﺎﻟﻔﺖ ﻛﻮي ،ﺧﻮ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ اﺻﻠﻲ ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻦ ﺗﺎﺟﻚ ،ازﺑﻚ او ﻫﺰاره ګﺎن دي .
ګﺎﻟﺒﺮﯦټ ﭘﻪ دې ﻟﻴﻜﻨﻪ ﻛﯥ وﻳﻠﻲ ،ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺟﻨﻮب او ﺧﺘﻴځ ﻛﯥ ﻃﺎﻟﺒﺎن ﻟﻪ دې ﻻﻣﻠﻪ ځﻮاﻛﻤﻦ دي
ﭼﯥ ﭘﻪ ﺧﻠﻜﻮ ﻛﯥ ﭘﺮاخ ﻧﻔﻮذ ﻟﺮي .
ﻧﻮﻣﻮړى ادﻋﺎ ﻛﻮي ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻠﻤﻨﺪ او ﻛﻨﺪﻫﺎر ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺿﺪ ﺟګړه د ﭘښﺘﻨﻮ ﭘﻪ ﺿﺪ ﺟګړه ده .ګﺎﻟﺒﺮﯦټ
دﻏﻪ راز واﻳﻲ ﭼﯥ ﭘﺨﻮاﻧۍ ﺷﻤﺎل ټﻠﻮاﻟﻪ ﭼﯥ ﻟﻪ ﺗﺎﺟﻚ ،ﻫﺰاره او ازﺑﻚ ﻗﻮﻣﻮﻧﻮ څﺨﻪ ﺟﻮړه وه ،ډﻳﺮ وﺧﺖ ﻳﯥ
117
د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﺟګړه وﻛړه او اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻛﺎر ده ،ﭼﯥ د ﭘښﺘﻨﻮ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﻪ وړاﻧﺪې ﻟﻪ ﻫﻤﻐﻪ ﭘﺨﻮاﻧۍ ﺷﻤﺎل
ټﻠﻮاﻟﯥ څﺨﻪ د ﺧﭙﻠﻮ ﻣﻮﺧﻮ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﻛﺎر واﺧﻠﻲ .
ګﺎﻟﺒﺮﯦټ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺗﺠﺰﻳﯥ وړاﻧﺪﻳﺰ ﻫﻢ ﻛړى دى او د ﻣﻘﺎﻟﯥ د ﻟﻴﻜﻠﻮ اﺻﻠﻲ اﻧګﻴﺰه او ﻋﻨﻮان ﻳﯥ ﻫﻢ ﻫﻤﺪا دى(49) «.
ﺧﻮ اﻓﻐﺎن ﭼﺎرواﻛﻲ د ګﺎﻟﺒﺮﯦټ څﺮګﻨﺪوﻧﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻟﻪ واﻗﻌﻴﺖ څﺨﻪ ﻟﺮې ﺑﻮﻟﯥ او واﻳﻲ ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺧﭙﻠﻮاﻛﻲ ،ارﺿﻲ ﺗﻤﺎﻣﻴﺖ او ﻣﻠﻲ ﺣﺎﻛﻤﻴﺖ ﻟﻪ ﻛﻮم ګﻮاښ ﺳﺮه ﻣﺦ ﻧﻪ دى .
اﻧګﺮﻳﺰ ﺳﻴﺎﺳﺘﻮال »ﭘډي اﺷډون« ﭘﻪ ډاګﻪ ﻛړﻳﺪه ،اووﻳﻠﻲ ﻳﯥ دي ﭼﯥ » :ﻧﺎټﻮ ﻟﻪ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻣﺎﺗﯥ ﺳﺮه ﻣﺦ ده،
ځﻜﻪ د دوى ﺟګړه ﭘﻪ ﻛﻮر د ﻧﻨﻪ د وﻟﺲ ﻣﻼﺗړ ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ورﻛﻮي او دې ﺟګړې زه دوﻣﺮه اﻧﺪﻳښﻤﻦ ﻛړى ﻳﻢ ﭼﯥ
ﺧﻮب ﻣﯥ ﺗښﺘﻴﺪﻟﻰ«)(50
د ﺳﻴﺎﺳﻲ ﭼﺎرو ﺷﻨﻮﻧﻜﻲ واﻳﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ ښﻜﺎره دا د اﻣﺮﻳﻜﺎ درﻳځ ﻧﻪ دى ،ﺧﻮ ﺗﺮ ﺷﺎ ﻳﻲ ددوى ﭘټ ﭘﻼﻧﻮﻧﻪ
ښﻜﺎري .ﻧﻮﻣﻮړي واﻳﻲ ﭼﯥ ددې ډول څﺮګﻨﺪوﻧﻮ او ﭘﻼﻧﻮﻧﻮ اﺻﻠﻲ ﻻﻣﻞ ﻫﻐﻪ ﻣﺎﺗﯥ ده ،ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ
ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ورﺳﺮه ﻣﺦ دي او ﻏﻮاړي ﭘﻪ دې ډول ﻛﺎروﻧﻮ ﺧﭙﻠﻪ ﻣﺎﺗﯥ ﭘټﻪ ﻛړي .دوى زﻳﺎﺗﻮي ،اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭼﺎرواﻛﯥ ﺑﺎﻳﺪ ﭘﻪ دې وﭘﻮﻫﻴږي ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻳﻮ واﺣﺪ او ﻧﻪ ﺗﺠﺰﻳﻪ ﻛﯧﺪوﻧﻜﻰ ﻫﯧﻮاد دى او دا ډول څﺮګﻨﺪوﻧﯥ او ﭘﻼﻧﻮﻧﻪ ﺑﻪ ددوى ﭘﻪ ﺿﺪ روان ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﻻ ﭘﻴﺎوړى ﻛړي «.
ﻳﻮه اﻓﻐﺎن ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻛﺎر ﭘﻮه ﭘﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﻳﻮې اوږدې ﺷﻨﻨﯥ ﻛﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺗﺠﺰﻳﯥ ﭘﻪ اړه ﺑﺤﺚ ﻛړى او
واﻳﻲ ﭼﯥ » اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻳﻮ ﻧﻪ ﺗﺠﺰﻳﻪ ﻛﯧﺪوﻧﻜﻰ ،داوږده ﺗﺎرﻳﺦ ﺧﺎوﻧﺪ واﺣﺪ ﻫﻴﻮاد دى .ﻣﻮﻧږ د ﻏﺮﻳﺒۍ او
ﻧﻪ زﻏﻤﻴﺪوﻧﻜﻮ ﺷﺮاﻳﻄﻮ ﺗﺮ څﻨګ ﺑﻴﺎ ﻫﻢ ﺧﭙﻞ د ﻧﻔﺲ ﻋﺰت او ﻣﻠﻲ ﻏﺮور ﺳﺎﺗﻠﻰ او دﺧﭙﻞ ﻣﻠﻲ وﺣﺪت ﻧﻪ ﻣﻮ
ﭘﻪ ﭘﻮره زړه ورﺗﻴﺎ ﺳﺮه دﻓﺎع ﻛړى «.ﻣﻮﻧږ د ﻳﻮه ﭼﻤﻦ ګﻠﻮﻧﻪ ﻳﻮ ....روﺳﺎﻧﻮ داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اﺷﻐﺎل ﭘﻪ وﺧﺖ
ﻛﯥ او اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ دﻏﻪ ﺗﻴﺮو ﻧﻬﻮ ﻛﺎﻟﻮ ﻛﯥ دﻟږه ﻛﯧﻮ او ډﻳﺮه ﻛﯧﻮ ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې زﻣﻮﻧږ وﻟﺲ وﻳﺸﻠﻰ، ﺧﻮ ﻫﻴڅ ﺷﺮﻳﻒ ﻏﻴﺮ ﭘښﺘﻮن د ﭘښﺘﻮن ﭘﻪ ﺧﻼف ﻧﻪ دى را ﭘﺎڅﻴﺪﻟﻰ » .روﺳﺎﻧﻮ داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اﺷﻐﺎل ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ )1988ز ( ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻣﻠﻴﺸﻴﻲ ﻗﻮﻣﻨﺪاﻧﺎﻧﻮ ﺗﻪ د ﺗﺠﺰﻳﯥ وړاﻧﺪﻳﺰ ﻛړى و ﺧﻮ ﻣﻮﻓﻖ ﻧﻪ ﺷﻮل (51) .د
ﭘﺎﻛﺴﺘﺎﻧﻲ ژورﻧﺎﻟﺴﺖ اﺣﻤﺪ رﺷﻴﺪ ﭘﻪ وﻳﻨﺎ ،اﻳﺮان ﭘﻪ 1980ﻛﻠﻮﻧﻮ ﻛﯥ داﺳﺘﺎد رﺑﺎﻧﻲ ﭘﻪ دوره ﻛﯥ ﻫڅﯥ
ﻛﻮﻟﯥ ﭼﯥ د اﻳﺮان اوﻫﺰاره ﺟﺎت ﺗﺮ ﻣﻨځ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﻏﺮب ﻛﯥ د وﺻﻞ ﺳﻴﻤﻪ را ﻣﻨځﺘﻪ ﻛړي ،ﺧﻮ ﺑﺮﻳﺎﻟﻲ ﻧﻪ ﺷﻮل ) .اﻣﺎ د ﺣﺎﻣﺪ ﻛﺮزي ﭘﻪ وﻟﺴﻮاﻛۍ ﻛﯥ اﻳﺮاﻧﻴﺎن دﻏﻪ ﻫﺪف ﺗﻪ ور رﺳﻴﺪل ( د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ دﺣﺎﻛﻤﻴﺖ ﭘﻪ
دوران ﻛﯥ ﭘﻪ ﺗﺎﺟﻜﺴﺘﺎن او اﻳﺮان ﻛﯥ ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻛړﻳﻮ ﻫڅﻪ وﻛړه ﺗﺮ څﻮ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺷﻤﺎل ﻛﯥ ﻳﻮ ﺳﺘﺮ
ﺗﺎﺟﻜﺴﺘﺎن ﺟﻮړ ﻛړي ﺧﻮ ﺑﺮﻳﻤﻨﺪ ﻧﻪ ﺷﻮل .ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﻫﻢ ،د اﺣﻤﺪ رﺷﻴﺪ د وﻳﻨﺎ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ ،ﻫﻐﻪ وﺧﺖ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺗﺠﺰﻳﯥ ﺧﺒﺮه وﻛړه ﭼﯥ ﻃﺎﻟﺒﺎن ﺑﺮﻳﺎﻟﻲ ﻧﻪ ﺷﻮل داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺷﻤﺎﻟﻲ ﺑﺮﺧﯥ ﺗﺮ ﺧﭙﻞ ﭘﻮره
ﻛﻨﺘﺮول ﻻﻧﺪې راوړي .ﺧﻮ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎﻧﻴﺎﻧﻮ دا ﺧﺒﺮه ﭘﻪ ﻏﻮڅﻪ ﺗﻮګﻪ رد ﻛړه (52) «.
ﻫﺮ وﺧﺖ ﭼﯥ د اﺷﻐﺎﻟګﺮاﻧﻮ اﺳﺘﻌﻤﺎري ﭘﻼﻧﻮﻧﻪ زﻣﻮﻧږ د ﻏﻴﻮر وﻟﺲ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ د ﻣﺎﺗﯥ ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ
ﺷﻮي ﻧﻮ ﺑﻴﺎ د ﻣﺮﻛﺰ د ﻛﻤﺰورۍ او واﻟﻴﺎﻧﻮ ﺗﻪ د ډﻳﺮ ﺻﻼﺣﻴﺖ د ورﻛﻮﻟﻮ ،د ﻣﻠﻴﺸﯥ د ﺟﻮړوﻟﻮ ،دﻓﺪراﻟﻴﺰم
...ﻏﻮﻏﺎ او ﻫﻢ د ﻫﻴﻮاد د وﻳﺶ ﻣﺴﺌﻠﻪ را ﻣﻨځﺘﻪ ﻛﻮي ،د روﺳﺎﻧﻮ دا اﺳﺘﻌﻤﺎري ﭘﻼﻧﻮﻧﻪ ﻫﻤﺪا اوس زﻣﻮﻧږ ﺗﺮ ﻣﺨﻪ دي.
اﻓﻐﺎن ﺳﻴﺎﺳﺖ ﭘﻮه ډاﻛﺘﺮ ﻓﺎروق اﻋﻈﻢ ،د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دﻧﻪ ﺗﺠﺰﻳﯥ اوﻣﻠﻲ وﺣﺪت ﭘﻪ اړه ﻟﻴﻜﻲ ﭼﯥ :
118
•
د ﻫﻴﻮاد د ډﻳﺮه ﻛﯧﻮ وﻃﻦ ﭘﺎﻟﻨﻪ او د ﻫﻴﻮاد ﺳﺮه ﻣﻴﻨﻪ دا ﺟﻮﺗﻪ وي ﭼﯥ زﻣﻮﻧږوﻟﺲ ﻳﻮ ﻣﻮټﻰ او
واﺣﺪ وﻟﺲ دى .ﻳﻮازې ﻳﻮ ﻣﻮټﻰ ﻫﻐﻪ ﻧﺎڅﻴﺰه او د ﭘﺮدﻳﻮ ﭘﻪ ﻻﺳﻮ روزل ﺷﻮي ﻋﻨﺎﺻﺮ ﺑﻪ دې ﻛﺎر ﺗﻪ
ﺧﻮښ وي ﭼﯥ ﺧﭙﻠﯥ ګټﯥ ﭘﻪ ﺟﻨګ ،د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭘﻪ ﻣﺪاﺧﻠﻮ او د اﺳﺘﻌﻤﺎر ﭘﻪ ﺷﺘﻮن ﻛﯥ ﺧﻮﻧﺪي •
ګﻮري ،ﺧﻮ دداﺳﯥ وګړو ﺷﻤﻴﺮه د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻧﻔﻮس ﭘﻪ ﺳﻠﻤﻮ ﻛﯥ ﻫﻢ ﻧﻪ راځﻲ .
د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ ﻃﺒﻘﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ ګډې ﺗﺎرﻳﺨﻲ اړﻳﻜﯥ :اﻓﻐﺎﻧﺎن د ګﺎوﻧډﻳﺎﻧﻮ ﺑﺮﻋﻜﺲ ،ﭘﻪ
ﺧﭙﻠﻮ ﻣﻨځﻮ ﻛﯥ ډﻳﺮې ﻧﮋدې اړﻳﻜﯥ ﻟﺮي ،ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻣﻨځﻮ ﻛﯥ ودوﻧﻪ ﻛﻮي او ﭘﻪ ټﻮﻟﻮ ﺳﻴﻤﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ •
ګډه ژوﻧﺪ ﻛﻮي .
اﺳﻼم د ټﻮﻟﻮ ﻫﻴﻮادواﻟﻮ ﭘﻪ ﺳﻴﻨﻮ ﻛﯥ د ګډ او ﻣﺸﺘﺮګ روح ﺣﻴﺜﻴﺖ ﻟﺮي اوﻫﻤﺪا زﻣﻮﻧږ د ﻣﻠﻲ
وﺣﺪت رﻣﺰ ګڼﻞ ﻛﯧږي ،دا ﺧﺒﺮه د ﺷﻮروي اﺷﻐﺎﻟګﺮ ﭘﻮځ ﭘﻪ ﺧﻼف د وﻟﺲ ﻣﻘﺎوﻣﺖ او ﺟﻬﺎد ﭘﻮره
څﺮګﻨﺪه ﻛړې ده .ددې ﺗﺮڅﻨګ دﻛﺎﺑﻞ دښﺎر ټﻮل ﻏﻴﺮ ﭘښﺘﻮن اﻣﺎﻣﺎن دﺟﻤﻌﯥ د ورځﯥ ﭘﻪ ﺧﻄﺒﻮ
ﻛﯥ ﭘﻪ څﺮګﻨﺪه ﺗﻮګﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻣﺪاﺧﻠﻪ ﻏﻨﺪي او ﺧﻠﻚ د دې ﻣﻬﺎﺟﻤﻴﻨﻮ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﻗﻴﺎم ﺗﻪ را •
ﺑﻠﻲ .
د ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ ﺷﻤﺎل ﻛﯥ دﭘښﺘﻨﻮ ﺷﺘﻮن ﻧﮋدې د 40ﺳﻠﻤﯥ څﺨﻪ زﻳﺎت دى ،ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﻫﻠﺘﻪ د ﻧﻮرو
ﻗﻮﻣﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﺠﻤﻮﻋﻲ ﺗﻨﺎﺳﺐ ﻟږه ﻛﻰ دى ﺧﻮ د ﺑﻞ ﻫﺮ ﻗﻮم ﻧﻪ زﻳﺎت دي ،ﻫﻤﺪا ﻋﻠﺖ دى ﭼﯥ ﻫﻠﺘﻪ
ﻫﻴڅﻮك ﻫﻢ د ﻫﻴﻮاد ﺗﺠﺰﻳﻪ ﻋﻤﻠﻲ ﻧﻪ ګڼﻲ .ﭘﺨﭙﻠﻪ ﺑﻠﻴﻚ وﻳﻞ ﻫﻢ ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دﺗﺠﺰﻳﯥ
وړاﻧﺪﻳﺰ ﻛﻮي ﭘﻪ ﺷﻤﺎل ﻛﯥ دﺧﭙﻞ دﻏﻪ ﺷﻮم ﭘﻼن دﻋﻤﻠﻲ ﻛﻮﻟﻮ ﺗﺮ ﻣﺨﻪ د ﻫﻤﺪې ﭘښﺘﻨﻮ ﺷﺘﻮن ﻳﻮه •
ﺳﺘﺮه ﺳﺘﻮﻧﺰه ګڼﻲ .
ﭘﻪ ﭘښﺘﻮن ﻣﻴﺸﺘﻪ ﺳﻴﻤﻮ ﻛﯥ ﻫﻢ ﻧﻮر ﻟږه ﻛﻲ ﻗﻮﻣﻮﻧﻪ ژوﻧﺪ ﻛﻮي د ﻧﻤﻮﻧﯥ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﻫﺮات ﭼﯥ ﻳﻮ ﭘښﺘﻮن ﻣﻴﺸﺘﻪ ښﺎر دى ،ﻫﻠﺘﻪ اوس ﺗﺎﺟﻚ او ﺷﻴﻌﻪ زﻳﺎت ﻣﻴﺸﺖ ﺷﻮﯦﺪي ،دﺣﺎﻣﺪ ﻛﺮزي د ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻟﺴګﻮﻧﻮ زره ﻫﺰاره ګﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﻫﻠﺘﻪ ځﻤﻜﯥ ورﻛړل ﺷﻮې اوﻣﻴﺸﺖ ﺷﻮل ،ﭘﻪ
ﻓﺮاه وﻻﻳﺖ ﻛﯥ ﻫﻢ ﺗﺎﺟﻚ ﻣﻴﺸﺖ ﺷﻮى دي .ﭘﻪ ﻫﻠﻤﻨﺪ ﻛﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ زرګﻮﻧﻮ ﺷﻴﻌﻪ اوﺳﻴږي دﻗﻨﺪﻫﺎر د ښﺎر ﭘﻪ زړه ﻛﯥ ﻫﻐﻪ ﺷﻴﻌﻪ ګﺎن ﭼﯥ د اﻳﺮان ﻧﻪ راﻏﻠﻲ اوس اوس ځﺎى ﭘﺮ ځﺎى ﺷﻮي ،ﻫﻤﺪاﺳﯥ د
•
ﻏﺰﻧﻲ ،ﭘﻜﺘﻴﺎ ،ﭘﻜﺘﻴﻜﺎ ،ګﺮدﻳﺰ....... ،ﺳﻴﻤﯥ در واﺧﻠﻪ .
دا ﺑﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ګټﻪ ﻧﻪ وي ﭼﯥ داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺗﺠﺰﻳﯥ ﭘﻪ واﺳﻄﻪ ﺧﭙﻞ ځﺎن د ﻧړﻳﻮاﻟﻮ ﭘﻪ
ﺳﺘﺮګﻮﻛﯥ ﻳﻮ ﺳﺘﺮ اﺳﺘﻌﻤﺎري ځﻮاك ﺛﺎﺑﺖ ﻛړي ،او ﺳﻴﺎﺳﺖ ﻳﯥ ﻫﻤﺎﻏﻪ د اﻧګﻠﻴﺴﺎﻧﻮ د »وﻳﯥ
•
وﻳﺸﻪ اوﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﺮې وﻛړه« ﺳﻴﺎﺳﺖ وي .دا ﻛﺎر ﺑﻪ ﻏﺮﺑﯧﺎﻧﻮ ﺗﻪ د ګټﯥ ﭘﺮ ځﺎى ﺿﺮرﻣﻨﺪ ﺛﺎﺑﺖ ﺷﻲ.
ﺟﻮرج ډﺑﻠﻴﻮ ﺑﺶ ادﻋﺎ ﻛړې وه ﭼﯥ ﺧﺪاى ورﺗﻪ وﻳﻠﻲ ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ وﻻړ ﺷﻪ او ﻫﻠﺘﻪ
دﻳﻤﻮﻛﺮاﺳﻲ ﭘﻴﺎده ﻛړه او د ښځﻮ د ﺣﻘﻮﻗﻮ ﻧﻪ دﻓﺎع وﻛړه .ﻫﻐﻪ ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې ﺣﻤﻠﻪ ﻳﻮ
ﺻﻠﻴﺒﻲ ﺟﻨګ او ﻣﺬﻫﺒﻲ وﺟﻴﺒﻪ ګڼﻠﻪ .ﻧﻮ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺗﺠﺰﻳﯥ او ددې ﻫﻴﻮاد ﻳﻮه ﺑﺮﺧﻪ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ
ﺗﻪ ﭘﻪ ﭘﺮﻳښﻮﻟﻮ ﺳﺮه ﺑﻪ دا ادﻋﺎ ﻛﻮم ځﺎى وﻧﻴﺴﻲ ؟ او ﻫﻠﺘﻪ ﺑﻪ د دﻳﻤﻮﻛﺮاﺳۍ ﺑﺮﺧﻠﻴﻚ او د ښځﻮ •
ﺣﻘﻮق څﻪ ډول ارزﻳﺎﺑﻲ ﻛﻮي او اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺑﻪ د ﻧړﻳﻮاﻟﻮ ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻮ ﻛﯥ څﻪ ډول ور وﭘﻴﮋﻧﺪل ﺷﻲ.
د ﺷﻮروي د ﺗﺠﺎوز ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ ﺳﺘﺮه ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﭘښﺘﻨﻮ ورﻛړې او ګټﻪ ﻳﯥ ﻏﺮﺑﯧﺎﻧﻮ او ﭘﻪ
ځﺎﻧګړې ﺗﻮګﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺗﻪ و رﺳﻴﺪﻟﯥ .ﺧﻮ ﻧﻦ ورځ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ داﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ ﺟﻨګ ﻛﯥ
119
ﻫﻢ ﻫﻤﺪا ﻗﻮم ﭘﻪ اور ﺳﻮزﻳږي .او د ﺟﻨګ دﻏﻪ دروﻧﺪ اوﺳﻮزﻳﺪوﻧﻜﻰ ﺑﺎر ﻫﻢ دﻫﻤﺪې ﻗﻮم ﭘﺮ ﻏﺎړه •
دى .
ﻧﻦ ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻏﺮﺑﯧﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﻫﻴڅ ډول دښﻤﻨﻲ ﻧﻪ ﻟﺮي ﻧﻮ د اﺣﺘﻤﺎﻟﻲ ﺗﺠﺰﻳﯥ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﺑﻪ
ﻫﻐﻪ د دوﺳﺖ او دښﻤﻦ ﻫﻴﻮادو ﭘﻪ ﺑڼﻪ داﻣﺮﻳﻜﺎ ﻣﺨﺘﻪ راﺷﻲ ...ﭼﯥ دا ﺣﺎل ﺑﻪ ﻧﻪ داﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ ګټﻪ
•
وي او ﻧﻪ د ﺳﻴﻤﯥ د ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﭘﻪ ګټﻪ .....
د ﺗﺠﺰﻳﯥ ﭘﻪ ﺻﻮرت ﻛﯥ ﺑﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺷﻤﺎﻟﯥ ﺑﺮﺧﻪ ﻛﯥ )ﻟﻜﻪ د ﺟﻨﻮﺑﻲ ﻛﻮرﻳﺎ( ﭘﻪ څﻴﺮ
ﭘﺎﺗﻪ ﺷﻲ ﭼﯥ دا ﭘﻪ ﻫﻴڅ ﺻﻮرت د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دګﺎوﻧډﻳﻮ ﻫﻴﻮادو ﭘﻪ ګټﻪ ﻧﻪ دى ﺑﻠﻜﯥ ﭘﻪ ﺳﻴﻤﻪ ﻛﯥ
ﺑﻪ د ﺗﺸﻨﺞ د ﻧﻮر ډﻳﺮﻳﺪو ﺳﺒﺐ و ګﺮځﻲ .
د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺗﺠﺰﻳﯥ ﭘﻪ ﺻﻮرت ﻛﯥ ،ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﭼﯥ ﻳﻮ ﺿﻌﻴﻒ اﻟﺒﻨﻴﺎد ﻫﻴﻮاد دى ﭘﺮﺗﻪ ﻟﻪ ﺷﻜﻪ د ﺗﺠﺰﻳﯥ ﺳﺮه ﻣﺦ ﻛﯧږي او د ﻫﻐﻪ ﻫﻴﻮاد )د ﭘښﺘﻨﻮ( څﻠﻮﻳښﺖ ﻣﻴﻠﻴﻮﻧﻪ ﻧﻔﻮس ﺑﻪ داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺳﺮه ﻳﻮ ځﺎى ﻛﯧږي،
اﻳﺮان ﻫﻢ دﺧﭙﻞ ﺟﻮړښﺖ ﻟﻪ ﭘﻠﻮه ډﻳﺮ زﺧﻢ ﺧﻮړوﻧﻜﻰ ﻫﻴﻮاد دى ،او دښﻤﻨﺎن ﻳﯥ ﻫﻤﺪاﺳﯥ ﻳﻮه ﻓﺮﺻﺖ ﺗﻪ
ﻣﻨﺘﻈﺮ دي او ﻫڅﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ اﻳﺮان د ﻧړۍ د ﻧﻘﺸﯥ څﺨﻪ ﻟﺮې ﻛړي .ﻫﻤﺪا راز زﻣﻮﻧږ ﻧﻮر ګﺎوﻧډﻳﺎن ﻟﻜﻪ
ﺗﺮﻛﻤﻨﺴﺘﺎن ،ازﺑﻜﺴﺘﺎن ،او ﺗﺎﺟﻜﺴﺘﺎن ﻫﻢ د ﺳﺨﺖ ګﻮاښ ﺳﺮه ﻣﺦ ﻛﯧږي(53).... .
ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ روڼ اﻧﺪي ﺷﻨﻮﻧﻜﻲ اﻓﻐﺎﻧﺎن ﭘﻪ دې ګﺮوﻫﻪ دي او واﻳﻲ ﭼﯥ :ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻨﺪوﺳﺘﺎن ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﺳﻔﻴﺮ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ټﻮټﯥ ټﻮټﯥ ﻛﻮﻟﻮ ﺧﺒﺮه ﻣﻄﺮح ﻛړې ،د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺧﻠﻜﻮ ﭘﻪ
ﺧﭙﻠﻮ ﺳﻴﺎﺳﻲ اﻧﺪوﻧﻮ ﻛﯥ ،ﻛﻪ ﭘﻪ ﻫﺮ څﻪ ﻓﻜﺮ ﻛړى وي ،ﺧﻮ ﭘﻪ دې اړه ﻳﯥ ﻫﻴڅ ډول ﻓﻜﺮ ﻧﻪ دې ﻛړى .او
ﺷﻮﻧﯥ ده ﭼﯥ ﭘﻪ دې اړه ﻳﯥ ﻓﻜﺮ ﻛﻮل ﻫﻢ د ﺧﭙﻞ ځﺎن ﻟﻪ ﭘﺎره اړﻳﻦ ﻧﻪ وي ګڼﻠﻲ .ﭘﻪ دې اﺳﺎس ﭘﻪ ﻗﺎﻃﻌﻴﺖ ﺳﺮه وﻳﻼى ﺷﻮ ﭼﯥ د ﺗﺠﺰﻳﻪ ﻛﯧﺪو ﺧﺒﺮه ﻳﻮه وارداﺗﻲ ﺧﺒﺮه ده او د ﻫﺮ ﻟﻮري ﻳﯥ ﺑﺎﻳﺪ ﻣﻘﺎﺑﻠﻪ ﺷﻲ.
دا ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﺧﭙﺮوﻧﯥ )ﭘﻮﻟﻴﺘﻴﻜﻮ( ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﺧﭙﺮوﻧﻪ ﻛﯥ د دې ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﺳﻔﻴﺮ ﻟﻪ ﺧﻮﻟﯥ ﻟﻴﻜﻠﻲ دي ﭼﯥ
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دې ﭘﻪ دوو ﺑﺮﺧﻮ ،ﺷﻤﺎﻟﻲ او ﺟﻨﻮﺑﻲ ،ووﻳﺸﻞ ﺷﻲ او ﻛﺎﺑﻞ دې ﻫﻢ د ﺷﻤﺎﻟﻲ ﺑﺮﺧﯥ ﺳﺮه ﭘﺎﺗﻪ ﺷﻲ ،ﻋﻠﺖ ﻳﯥ دادى ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻧﺎﻛﺎﻣﻪ دي او د اﻣﺮﻳﻜﺎ اوﺳﻨۍ ﺟﻨګﻲ ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋى ﻫﻢ
ﺑﯥ ﻧﺘﻴﺠﯥ ده ،او ددې ﻟﻪ ﭘﺎره ﭼﯥ ﻃﺎﻟﺒﺎن ﻫﻢ د ﻣﻴﺪان ګټﻮﻧﻜﻲ و ﻧﻪ ګﺮځﻲ ،ﻧﻮ د ﻣﺼﺎﻟﺤﯥ ﭘﺮ ځﺎى ﺑﺎﻳﺪ ﻳﻮازې د ﺣﻨﻮﺑﻲ وﻻﻳﺎﺗﻮ ﻛﻨﺘﺮول ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺗﻪ ورﻛړل ﺷﻲ .
د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ دوو ﺑﺮﺧﻮ وﻳﺸﻞ د ﺳﺘﻮﻧﺰو د ﺣﻞ ﻳﻮه ﻻره ګڼﻞ ﻛﯧږي ﺧﻮ د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ
ﻟﻪ ﭘﺎره ﭘﻪ ﻫﻴڅ ﺗﻮګﻪ د ﺣﻞ ﻻره ﻧﻪ ده ﺑﻠﻜﯥ دداﺳﯥ ﻣﻔﻜﻮرې ﭘﻪ واﺳﻄﻪ ﺑﻪ داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺳﺘﻮﻧﺰې دﻫﻐﻮ څﺨﻪ ﻫﻢ ډﻳﺮې زﻳﺎﺗﯥ ﺷﻲ د ﻛﻮﻣﻮ ﭼﯥ ﺗﺼﻮر ﻫﻢ ﻧﻪ ﻛﯧږي.
ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن اوﺳﻨﻰ اﺳﺎﺳﻲ ﻗﺎﻧﻮن ﻫﻢ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻳﻮ ﻧﻪ ﺗﺠﺰﻳﻪ ﻛﯧﺪوﻧﻜﻰ ﻫﻴﻮاد ګڼﻲ او
واﻳﻲ ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺧﻠﻜﻮ دا ﻫﻮډ ﻛړى ﭼﯥ د ﻳﻮه ﻣﻠﺖ ﭘﻪ څﻴﺮ ﺑﻪ ﻳﻮ د ﺑﻞ ﺗﺮ څﻨګ اوﺳﻴږي ،ددوى ﺗﺮ
ﻣﻨځ ﺑﻴﻠﺘﻮن ﻳﻮ ﻧﻪ ﺗﺼﻮرﻛﯧﺪوﻧﻜﻰ ﻋﻤﻞ دى .
څﺮﻧګﻪ ﭼﯥ د ﻓﻴډراﻟﻴﺰم اﻧﺪ ﻟﻪ ﻳﻮه ﺳﺮه ﻣﺴﺘﺮد ﻛړل ﺷﻮ ﻧﻮ د ﺧﻠﻜﻮ ﻟﻪ اړﺧﻪ ﺧﻮ د ﺗﺠﺰﻳﯥ ﺧﺒﺮه ﭘﻪ ﻫﻴڅ
ﺻﻮرت د ﻣﻨﻠﻮ وړ ﻧﻪ ده .زﻣﻮﻧږ وﻟﺲ ﺑﺎﻳﺪ د دښﻤﻨﺎﻧﻮ ﺷﻮﻣﻮ دﺳﺎﻳﺴﻮ ﺗﻪ ﺟﺪي ﭘﺎﻣﻠﺮﻧﻪ وﻛړي ،ﺗﺮ څﻮ د ﻫﻐﻮى د ﺗﺰوﻳﺮ ﭘﻪ دام ﻛﯥ را ګﻴﺮ ﻧﻪ ﺷﻲ .
120
ﻫﻤﺪا راز ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻛﻠﺘﻮري ټﻮﻟﻨﻮ ،ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻛﺎرﭘﻮﻫﺎﻧﻮ ،ﻟﻴﻜﻮاﻻﻧﻮ او روڼ اﻧﺪو ،ﭘﻪ دې اړه ﺧﭙﻞ ﻛﻠﻚ
ﻏﺒﺮګﻮﻧﻮﻧﻪ ښﻮوﻟﻲ او د ﻗﻬﺮه ډﻛﯥ اﻋﻼﻣﻴﯥ ﺧﭙﺮې ﻛړې او ﭘﻪ اﻓﻐﺎن وﻟﺲ ﻳﯥ ﻏږ ﻛړى ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ اﺳﺘﻌﻤﺎر دداﺳﯥ ﺗﻮﻃﺌﻮ د ﭘﻠﻲ ﻛﻮﻟﻮ ﻣﺨﻪ وﻧﻴﺴﻲ .د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻣﻠﻲ ﺗﻔﺎﻫﻢ د ﺗﺤﻘﻖ ټﻮﻟﻨﯥ
او د
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻧﺠﺎت ﺟﺮګﯥ او ﭘﻪ اروﭘﺎ ﻛﯥ د ﺳﻮﻟﯥ او د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ازادۍ ﻛﻤﻴﺴﻴﻮن ﺟﻼ ﺟﻼ اﻋﻼﻣﻴﯥ ﺧﭙﺮې ﻛړې .د ﻧﺠﺎت د ﺟﺮګﯥ ﭘﻪ ﻳﻮه اﻋﻼﻣﻴﻪ ﻛﯥ وﻳﻞ ﺷﻮي دي ﭼﯥ » ....داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺗﺠﺰﻳﯥ ﭘﻼن د
اﻧګﻠﻴﺴﺎﻧﻮ د اﺳﺘﻌﻤﺎري ځﻮاك ﭘﻪ ﻻﺳﻮ د ډﻳﻮرﻧډ د ﻛﺮښﯥ ﭘﻪ وﻳﺴﺘﻠﻮ ﻋﻤﻠﻲ ﺷﻮ او د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د زﺧﻢ
ﺧﻮړﻟﻲ وﺟﻮد څﺨﻪ ﻳﯥ ﻳﻮه ﺑﺮﺧﻪ ﭘﺮې ﻛړه .روﺳﺎﻧﻮ ﻫﻢ د ﺧﭙﻠﻮ ﻟښﻜﺮو د ﻣﺎﺗﯥ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ د ﻫﻴﻮاد ﺷﻤﺎﻟﻲ
ﺑﺮﺧﯥ د روﺳﺎﻧﻮ د ﻧﻔﻮذ د ﺳﺎﺣﯥ ﺳﺮه د ﻳﻮځﺎى ﻛﻮﻟﻮ ﭘﻼن ﻣﻄﺮح ﻛړ ،ﺧﻮ د ﺧﭙﻠﻮ ټﻮﻟﻮ ﭘﻼﻧﻮﻧﻮ او ﭘﺎﻧګﯥ اﭼﻮﻧﯥ ﺳﺮه د ﻧﺎﻛﺎﻣۍ ﺳﺮه ﻣﺦ ﺷﻮل .روﺳﺎﻧﻮ د ﻣﺎﺗﯥ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﻏﻮښﺘﻞ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎ ﺷﻤﺎﻟﻲ ﺳﻴﻤﯥ د
روﺳﺎﻧﻮ د ﻧﻔﻮذ د ﺳﻴﻤﻮ ﺳﺮه را ﻳﻮځﺎى ﻛړي ﺧﻮ د ﻣﺎدي اوﺳﻴﺎﺳﻲ ﭘﺎﻧګﯥ اﭼﻮﻧﯥ ﺳﺮه ﺳﺮه ﻳﯥ ﻫﻢ دﻏﻪ ﺷﻮم
ﭘﻼن د ﻧﺎﻛﺎﻣۍ ﺳﺮه ﻣﺦ ﺷﻮ .اوس )راﺑﺮت ﺑﻠﻴﻚ وﻳﻞ( ﻫﻢ ﻏﻮاړي د ﻫﻤﺎﻏﻪ ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﺑﯥ ﻻرو اوﺑﯥ ﻫﻮﻳﺘﻪ
ﻛﺴﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﻻرې دداﺳﯥ ﭘﻼن د ﭘﻠﻲ ﻛﻮﻟﻮ ﺧﺒﺮه وﻛړي .دا د ﺷﻚ او ﺗﺮدد ﻧﻪ ﭘﻮرﺗﻪ ده ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن
ټﻮﻟﻨﻴﺰ ﺟﻮړښﺖ د زرګﻮﻧﻮ ﻛﺎﻟﻮ ﭘﻪ دوران ﻛﯥ د اﺳﺘﻘﻼل ،ازادۍ او ځﻤﻜﻨﻲ ﺗﻤﺎﻣﻴﺖ ﭘﻪ ﺧﻮﻧﺪﻳﺘﻮب ﻛﯥ اوﺑﺪل ﺷﻮﯦﺪى .د راﺑﺮت ﺑﻠﻴﻚ وﻳﻞ وﻳﻨﺎوې ﭘﻪ ﻧﻈﺎﻣﻲ ډګﺮ ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د ﻧﺎﺗﻮاﻧۍ او ﻣﺎﺗﯥ
ښﻜﺎروﻧﺪوﻳﯥ دي (54) «.
»ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د ﻫﺰاره ﻣﻴﺸﺘﻮ ﺳﻴﻤﻮ ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻣﺨﻮرو وﻳﻠﻲ ،اﻓﻐﺎن وﻟﺲ ﻳﻮ و ،ﻳﻮ دى او ﻳﻮﺑﻪ وي ،ﻫﯧڅ
ﭘﺮدي ﻻﺳﻮﻧﻪ دا وﻟﺲ ﻧﺸﻲ ﺟﻼ ﻛﻮﻻى .دوى زﻳﺎﺗﻮي ﻛﻪ ﭘﻪ دې ﺧﺎوره ﻛﯥ ﺟﻨګ ﻫﻢ دى؛ ﺧﻮ ددې ﻫﯧﻮاد ﺗﺠﺰﻳﯥ ﺗﻪ اړ ﺗﻴﺎ ﻧﺸﺘﻪ .ﻧﻮﻣﻮړي واﻳﻲ دا ﭘﻪ اﺳﺘﺨﺒﺎراﺗﻲ ﻛړﻳﻮ ﭘﻮرې ﺗړﻟﻲ ﻧﻈﺮوﻧﻪ اوڅﺮګﻨﺪوﻧﯥ دي «.
»ﺑﻞ ﻟﻮرﺗﻪ د ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ ﺷﻤﺎل ﻛﯥ ﻣﺨﻮرو دا څﺮګﻨﺪوﻧﯥ ﺟﻨﺎﻳﺘﻜﺎراﻧﻪ ګڼﻠﯥ اودا ﻳﯥ ﭘﻪ ښﻜﺎره ډول ﺳﺮه ددې
ﻫﯧﻮاد ﭘﻪ ﻋﺮﺿﻲ ﺗﻤﺎﻣﻴﺖ ﻛﯥ ﻻﺳﻮﻫﻨﻪ ګڼﻠﯥ .دوى واﻳﻲ دا د ﻳﻮه ډﻳﭙﻠﻮﻣﺎت ﻧﻈﺮاو ﻓﺮﻣﺎﻳﺶ دى ،ﭼﯥ دا ډول ﻓﺮﻣﺎﻳﺸﻮﻧﻪ ﭘﻪ دې ﻫﯧﻮاد ﻛﯥ ﻧﺸﻲ ﭘﻠﻲ ﻛﯧﺪﻻى دوى ﭘﻪ دې ﺑﺎور دي ﭼﯥ دا ډول څﺮګﻨﺪوﻧﯥ داﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ
ﻏﻮﺳﻪ اوﺣﺴﺎﺳﻴﺘﻮﻧﻪ راوﭘﺎروي ،ﻧﻮ دا ډﻳﭙﻠﻮﻣﺎت ﺑﺎﻳﺪ ﻟﻪ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﺑښﻨﻪ وﻏﻮاړي .ددوى ﭘﻪ وﻳﻨﺎ اﻣﺮﻳﻜﺎ او د اﻣﺮﻳﻜﺎ وﻟﺲ ﺑﺎﻳﺪ دﻫﻐﻪ ﭼﺎ ﺧﻮﻟﻪ وﺗړي ،ﭼﯥ د وﻟﺴﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﻨځ ﻛﯥ د ﻧﻔﺎق اور ﺗﻪ ﻟﻤﻦ وﻫﻲ«
ﭘﻪ دې اړه ﻳﻮه اﻓﻐﺎن ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻛﺎرﭘﻮه ﺑﻠﻴﻚ وﻳﻞ ﺗﻪ ﻳﻮ ﭘﻪ زړه ﭘﻮرې ﭘﺮاﻧﺴﺘﻰ ﻟﻴﻚ اﺳﺘﻮﻟﯥ ﭼﯥ دﻟﺘﻪ ﻳﯥ
راﻧﻘﻠﻮل اړﻳﻦ ګڼﻢ :ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻟﻴﻚ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻲ ﭼﯥ :
ﺳﻔﻴﺮ ﺻﻴﺐ ! ﺳﺘﺎ ﻫﻐﻪ ﻣﺮﻛﻪ ﻣﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻨﺪي رﺳﻨۍ ﻛﯥ دې د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺗﺠﺰﻳﯥ وړاﻧﺪﻳﺰ ﭘﻪ ﻛﯥ ﻛړى و،
وﻟﻮﺳﺘﻪ .دوﻣﺮه ﭘﻮخ ﺳړى او دوﻣﺮه اوﻣﻪ ﺧﺒﺮه! دا ﺧﻮ د ﻛﺎوﺑﺎﻳﺎﻧﻮ د ﻏﻮﻳﺎﻧﻮ ګﻠﻪ ﻧﻪ ده ﭼﯥ ﻏﻮاګﺎﻧﯥ ﭘﺮﯦږده او
ﻧﺮ ﻏﻮﻳﯧﻲ ﻳﻮه ﻛﻮﻧﺞ ﺗﻪ ﻛړه ،د ﻣﺮګ ټﺎﭘﻪ ﭘﺮې وﻟګﻮه .دا درس دې وﻟﯥ اﺑﺮاﻫﺎم ﻟﻨﻜﻦ ﺗﻪ ﻧﻪ ورﻛﺎوه ﭼﯥ وﯦﺸﻞ
ﺷﻮې اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻳﯥ ﺑﯧﺮﺗﻪ ﺳﺮ ه ﻳﻮه ﻛړه؟ﭘﻪ ﻣﻮږ ﭼﯥ ﺗﻴﺎر ﻣﺘﺤﺪ ﻳﻮ ﺑﻴﺎ ﺗﺠﺰﻳﻪ ﻟﻮروئ؟ د ﺳﻔﺎرت ﻟﻪ ﺗﺠﺮﺑﻮ ﺳﺮه
ﺳﺮه دوﻣﺮه اﺣﻤﻖ ﺷﻮې ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﺠﺰﻳﻪ ﻛﻮل ﻏﻮاړي؟ ﺳﺘﺎ ﭘﻪ ﺧﻴﺎل دا ﭘﺮګﻨﯥ ﻫﺴﯥ ﺗﺼﺎدﻓﻲ را ﻏﻮﻧډې ﺷﻮې ،ﻳﻮ ه ټﻮټﻪ ﺧﺎوره ﻳﯥ ﻟﻪ ګﺎوﻧډﻳﻮ ﺑﯧﻠﻪ ﻛړې او ﺑﻴﺎ ﻳﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻧﻮم ورﺑﺎﻧﺪې اﯦښﻰ دى؟ دا ﻣﻠﻚ
اﻣﺮﻳﻜﻮ ﺳﭙﻮڅﻲ ﭘﻪ ﺳﻬﻮه ﻛﯥ ﻧﻪ دى ﻛﺸﻒ ﻛړى ﭼﯥ ﺑﻴﺎ ﺧﻠﻜﻮ ﭘﻪ ﺑﺪﻟﻪ ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻧﻮم ورﺑﺎﻧﺪې اﻳښﻰ وي.
ﭘښﺘﻨﻮ وﻟﯧﺪل ﭼﯥ دوى ﭘﻪ دې ﻣځﻜﻪ ﻛﯥ اﻛﺜﺮﻳﺖ دي ،ﻫﻤﺪا ﻏﺮوﻧﻪ ﻳﯥ ټﺎټﻮﺑﻰ دى ﻧﻮ ﻧﻮرو ﭘﺎﭼﺎﻳﺎﻧﻮ او وړو
121
وړو ﻣﻠﻮﻛﺎﻧﻮ ﺗﻪ وﻟﯥ ﺑﺎج ورﻛړي .ﻫﻤﺪې ﺗﻪ ورﺗﻪ ،ﺧﻮ ﭘﻪ ټﻴټﻪ ﺳﻮﻳﻪ ﻛﺎر ﺗﺎﺳﻮ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﻫﻢ وﻧﻪ ﻛړ؟ﻳﻮه ډﻟﻪ
رټﻠﻲ ﻟﻪ اﻧګﻠﺴﺘﺎﻧﻪ راﻏﻠﺊ ،ﻣﺮﺗﺪ ،ﻗﺎﺗﻼن ،ﺟﯧﻠﻮﻧﻮ ځﭙﻠﻲ ،ځﻴﻨﯥ د ﻏﺮاب او زوﻟﻨﻮ ﺳﺮه .د ﺳﺮه ﭘﻮﺳﺘﻮ ﻣځﻜﻪ ﻣﻮ ﭘﻪ وچ زور ﻻﻧﺪې ﻛړه ﺑﻴﺎ ﻣﻮ د ﺧﭙﻞ ﻣﻮرﻧﻲ ﻣﻠﻚ ﺗﺎج او ﺗﺨﺖ ﭘﻪ ﻟﺘﻪ وواﻫﻪ ،ﻣځﻜﻪ ﻣﻮ ﭘﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻗﻮاﻟﻪ ﻛړه .ﻓﺮق داو ﭼﯥ ﭘښﺘﻨﻮ د ﺑﻞ ﭼﺎ ﻣځﻜﻪ ﻧﻪ ده ﻧﻴﻮﻟﯥ ،ﺑﺲ ﺧﭙﻞ ټﺎټﻮﺑﻰ ﻳﯥ ﻟﻪ اﻳﺮان او ﺗﻮراﻧﻪ ﺑﯧﻞ ﻛړ،
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻳﯥ اﻋﻼن ﻛړ ،ﺧﭙﻞ ﻣﺸﺮ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻣﺸﻮره وټﺎﻛﻪ ،ﺳﻜﻪ ﻳﯥ ووﻫﻠﻪ .ﻛﻪ ﺗﻪ واﻳﯥ ﭼﯥ ﻏﻴﺮ ﻟﻪ ﭘښﺘﻨﻮ
ﻧﻮرې ژﺑﻨۍ ډﻟﯥ ﻫﻢ ﻫﻠﺘﻪ ﺷﺘﻪ ﭼﯥ ﻫﻐﻮى اﻓﻐﺎن ﻧﻪ دي ،ﻧﻮ دا د اﻓﺮﻳﻘﺎ ﻧﻪ راوﺳﺘﻞ ﺷﻮي ﺗﻮران ،دا ﺳﺮه
ﭘﻮﺳﺘﻲ ،دا د ﻧﻮرو ﻣﻠﻴﺘﻮﻧﻮ ﻧﻪ راﻏﻠﻲ ﺟﺮﻣﻨﺎن ،ﻫﺎﻟﻴﻨډﻳﺎن .......او دا د ﻧﻮرو ﻣﺬﻫﺒﻮﻧﻮ ﺧﻠﻚ ،ﻳﻬﻮدان،
ﻣﺎرﻣﻨﺎن ،ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎن ،ﻫﻨﺪوان .....دا ټﻮل ځﺎﻧﺘﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﻧﻪ واﻳﻲ؟ ﻣﻮږ ﻫﻢ ﻫﻤﺪاﺳﯥ درﺑﻮﻟﻪ ،ﺗﺎﺟﯧﻚ،
ازﺑﻚ ،ﭘﺸﻪ ﻳﯥ .....ﻧﻮ اوس څﻪ ټﻜﻪ راﺷﻜﯧﺪﻟﯥ ﭼﯥ ﺗﻪ ﺗﺠﻮﻳﺰ ﻛﻮې ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دې ﭘﻪ ﺷﻤﺎل او ﺟﻨﻮب
ووﯦﺸﻞ ﺷﻲ .ﻣﻮږ ﭘﻪ ﭘﯧړﻳﻮ ﺧﻮاري ﻛړې ﭼﯥ ځﺎﻧﺘﻪ ټﺎټﻮﺑﻰ وﻟﺮو ،ﺗﻪ ﻣﻮ ﺑﻴﺎ ﺗﺠﺰﻳﻪ او د ګﺎوﻧډو ﻣﻠﻜﻮ ﻻس ﭘﻮڅﻲ ﻛﻮې؟ ﭼﯥ ﺑﻴﺎ اول ﺟﻨﻮب ووﻫﯥ ﺑﻴﺎ ﺷﻤﺎل؟ ) ?( Divide and rule
د ﭘښﺘﻨﻮ ګﻨﺎه دا ﺑﻮﻟﯥ ﭼﯥ ﺗﺎﺳﻮ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻣﻠﻚ ﻛﯥ ﻧﻪ ﺧﻮښﯧږئ .دا ﺳﯥ ﻧﻪ ده .ﭼﯥ ﻟﺸﻜﺮګﺎه ﻣﻮ وداﻧﻮﻟﻪ
ﺧﻮښﯧﺪئ ﻳﯥ ،ﭼﯥ ﻣﻮ ﺳړﻛﻮﻧﻪ ډﻣﺒﺮ ﻛﻮل ﺧﻮښﯧﺪﻟﯥ ﻳﯥ .اوس ﻫﻢ ﻳﻮازې ﺗﺎﺳﻮ ﻧﻪ ﻳﺊ ﭼﯥ ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﻣﻮ ﻧﺸﻲ
زﻏﻤﻠﻰ .ﺗﺮ ﺗﺎﺳﻮ دﻣﺨﻪ ﻳﯥ ﺳﺘﺎﺳﻮ ﻟﻪ ﻣﻮرﻳﻨﯥ ،ﭘﺮﻧګﻴﺎﻧﻮ ،ﺑﻴﺎ ﻫﻤﺪا څﻪ د ﭘﺎﺳﻪ ﻳﻮه ﻟﺴﻴﺰه د ﻣﺨﻪ ﻳﯥ د
روﺳﺎﻧﻮ ،ﺗﺮ ﻫﻐﯥ ډﯦﺮ د ﻣﺨﻪ ﻳﯥ د اﻳﺮان ،ﭼﻨګﯧﺰ ،ﺑﺎﺑﺮ او ﺗﻴﻤﻮر ﺳﺮه ﻫﻢ ﻫﻤﺪا ﺣﺴﺎب درﻟﻮد .ټﻮﻟﻮ ﺗﻪ ﻳﯥ ﻫﻤﺪا ﻳﻮه ﺧﺒﺮه ﻛﻮﻟﻪ :زﻣﺎ ﻟﻪ ﻣځﻜﯥ وځﻪ! د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﻳﻮه ﻟﺮﻋﻮﻧﯥ ﻋﻨﻌﻨﻪ ده ،زﻣﻮږ ﻣځﻜﻪ ﺗﻞ د
اﻣﭙﺮاﻃﻮراﻧﻮ ﻫﺪﻳﺮه ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻮې ده .ﻧﻮ ﻣﻮږ ﭘﺮﯦږدئ ﺧﭙﻠﯥ ﻓﻘﻴﺮۍ ﺗﻪ ،ﺗﺎﺳﻮ ﭘﻮرې ده ﭼﯥ ﭘﻪ ﻣﺨﻪ ﻣﻮښﻪ ﻛﻪ
ﺑﺪه(55) .
د اوﺳﻨﻴﻮ ﺗﺎزه ﺣﺎﻻﺗﻮ څﺨﻪ داﺳﯥ ﺑﺮﻳښﯥ ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﻫﻤﻐﻪ د ﺑﻠﻴﻚ وﻳﻞ د وﻳﺶ ﭘﺎﻟﻴﺴﻲ ﺧﭙﻠﻪ ﻛړې
ده ،د 2010ز ﻛﺎل د اګﺴﺖ ﭘﻪ ﻣﻴﺎﺷﺖ ﻛﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او اﻧګﻠﻴﺴﺎﻧﻮ دﻫﻠﻤﻨﺪ ﭘﻪ وﻻﻳﺖ ﻛﯥ ،ﭼﯥ ددوى د
ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ډﻳﺮ ﻣﺮګﻮﻧﻰ ګڼﻞ ﻛﯧږي ،ﺧﭙﻞ څﻠﻮر ﭘﻮځﻲ ﺗﻤځﺎﻳﻮﻧﻪ ﭘﺮﻳښﻮول ،ﻋﺴﻜﺮ ﻳﯥ ﭘﻪ څﺮﺧﻲ اﻟﻮﺗﻜﻮ ﻛﯥ ﺗﺮې وﻻړل او ﭘﺎﺗﻪ اﺑﺎدۍ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺑﻤﻮﻧﻮ واﻟﻮزوﻟﯥ .ﺧﻮ ﺗﺮڅﻨګ ﻳﯥ ﺑﻴﺎ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﻏﻮاړي ﭘﻪ
ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ درې ﻧﻮرې ﺳﺘﺮې ﭘﻮځﻲ ﻗﺮارګﺎوې ﺟﻮړې ﻛړي ﭼﯥ ﻳﻮه ﻳﯥ ﻫﻢ د ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ ﺷﻤﺎل ﻛﯥ ﺗﺮ ﻛﺎر ﻻﻧﺪې ده ) .ﭘﻪ دې اړه ﺗﻔﺼﻴﻞ ﭘﻪ اړوﻧﺪې ﺑﺮﺧﻪ ﻛﯥ ﻛﺘﻼى ﺷﺊ(.
ﻫﻤﺪا راز راﭘﻮروﻧﻪ ډاګﻴﺰه ﻛﻮي ﭼﯥ د ﻫﻴﻮاد د ﺷﻤﺎل څﺨﻪ د ﭘښﺘﻨﻮ د ﺑﯥ ﻛﻮره ﻛﻮﻟﻮ ﻫڅﯥ ﭘﻴﻞ ﺷﻮې دي،
دا ﭘﻼن ﭘﺨﻮا د ﺷﻤﺎل د ټﻠﻮاﻟﯥ د ﻗﻮﻣﻨﺪان اﺣﻤﺪﺷﺎه ﻣﺴﻌﻮد او د ګﻠﻴﻤﺠﻢ د ﻣﻠﻴﺸﯥ د ﻗﻮﻣﻨﺪان ﺟﻨﺮال
دوﺳﺘﻢ ﻟﻪ اړﺧﻪ ﭘﻠﻰ ﺷﻮې و ،ﻫﻐﻮى د روﺳﺎﻧﻮ داﺷﻐﺎل ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ زﻳﺎت ﺷﻤﻴﺮ ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﻣﺸﺮان ﺗﺮور
ﻛړل او ﭘﺎﺗﻪ ﻳﯥ د ﺧﭙﻠﻮ ﻛﻮروڼﻮ څﺨﻪ ﻟﻴږد ﺗﻪ ﻣﺤﺒﻮر ﻛړل ﭼﯥ ﻫﻤﺪا اوس ﻫﻢ د ﻫﺮات او ﻗﻨﺪﻫﺎر ﭘﻪ دښﺘﻮ
ﻛﯥ ﺑﻴﺮﺗﻪ د ﺧﭙﻠﻮ ﻛﻮروڼﻮ د ورﺗﻠﻮ ﻏږ ﺗﻪ اﻧﺘﻈﺎر ﻛﻮي ،ﺧﻮ ﻧﻪ دﻛﺮزي ﺣﻜﻮﻣﺖ او ﻧﻪ ﻫﻢ ددې 47ﻫﻴﻮادوﻧﻮ
ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺷﺘﻮن او ﻧﻪ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ ادارې ددې ﺧﻠﻜﻮ د ﺑﻴﺮﺗﻪ ﻣﻴﺸﺘﻮ ﻛﯧﺪو ﭘﻪ اړه څﻪ ﻛﺎر ﻛړى دى .ددې
ﺗﺮڅﻨګ ﺗﺨﺎر ﺗﻪ د ورﺳﺘﻨﻴﺪوﻧﻜﻮ ﭘښﺘﻨﻮ ﻛﻮرﻧﻴﻮ ﻧﮋدې اوه ﺳﻮه ﻛﺴﺎن ﻻ ﺗﺮ اوﺳﻪ ﻫﻢ ﺧﭙﻠﻮ ﻛﻮروڼﻮ ﺗﻪ ﻧﻪ
ﭘﺮﻳښﻮل ﻛﯧږي او ﻫﻠﺘﻪ د ﺗﺨﺎر ﭘﻪ زﻧﺪان ﻛﯥ د ﺑﯥ وﺳۍ ﺷﭙﯥ ﺳﺒﺎ ﻛﻮي ،اوس داﺳﯥ اﻧګﻴﺮل ﻛﯧږي ﭼﯥ
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن د ﻳﻮﺷﻤﻴﺮ ﻻﺳﭙﻮڅﻮ ﭘﻪ واﺳﻄﻪ ﻏﻮاړي د ﭘښﺘﻨﻮ ﭘﻪ ﺳﻴﻤﻮ ﻛﯥ ﺧﭙﻠﯥ ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻲ ﺳﺎﺣﯥ ﺟﻮړې
122
ﻛړي ،ﺗﺮ څﻮ دا ﭘﺎﺗﻪ ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﻫﻢ ددې ځﺎﻳﻮ ﻛډه ﻛړي .او دا ﻫﻤﺎﻏﻪ ﭘﻼن دى ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﻳﯥ ﭘﻠﻲ ﻛﻮﻟﻮ ﺗﻪ
ﻣﻨﺘﻈﺮ دي .اﻣﺎ اﻓﻐﺎن وﻟﺲ ﺗﻪ ﺑﻪ ددې ﻛﺎر ﭘﻠﻲ ﻛﻮل ډﻳﺮې ﺧﻄﺮﻧﺎﻛﯥ ﭘﺎﻳﻠﯥ وﻟﺮي .
ﻫﻤﺪا راز د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻳﻮ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺷﻨﻮﻧﻜﻰ ﭘﻪ دې اﻧﺪ دى ﭼﯥ داﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﻟﻪ اړﺧﻪ ﭘﻪ ﺷﻤﺎل ﻛﯥ د ﺷﻤﺎل
د ټﻠﻮاﻟﯥ ﭘﺨﻮاﻧﻰ ﻗﻮﻣﻨﺪان او د ﻣﺰار واﻟﻲ ﻣﻌﻠﻢ ﻋﻄﺎ ﺳﺎﺗﻞ او د ﻫﻐﻪ د واﻛﻤﻨۍ دﭘﺮاﺧﻪ وﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره د
ﻣﻠﻴﺸﻴﻲ ﻗﻮﻣﻨﺪان ﺟﻨﺮال دوﺳﺘﻢ ﺗﺮﻛﯧﯥ ﺗﻪ ﺗﺒﻌﻴﺪول دﻫﻤﺪې ﭘﻼن د ﭘﻠﻲ ﻛﻮﻟﻮ ﭘﻴﻼﻣﻪ ده .د ﻗﻮﻣﻨﺪان ﻋﻄﺎ ﺳﺮه داﻣﺮﻳﻜﺎ د ﺧﺎص اﺳﺘﺎزي رﻳﭽﺎرډ ﻫﺎﻟﺒﺮوك ډﻳﺮې ﻧﮋدې اړﻳﻜﯥ او ﻫﻠﺘﻪ د ﻧﻮرو ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﻟﻮړ رﺗﺒﻪ
ﻣﺎﻣﻮرﻳﻨﻮ ﺗﻠﻞ راﺗﻠﻞ ،ددې ﻣﻌﻨﻰ ورﻛﻮي ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﻫﻠﺘﻪ د ﻫﻤﺪاﺳﯥ ﻳﻮه ﭘﻼن ﻟﻪ ﭘﺎره د ﭘﺨﻮا څﺨﻪ
ﻣﻼﺗړﻟﯥ ده .اﻣﺎ ﭘﻪ دې اړه ﭘﺨﭙﻠﻪ د ﻗﻮﻣﻨﺪان ﻋﻄﺎ اﻧﺪ ﻻ ﺗﺮ اوﺳﻪ ﻣﺨﺘﻪ ﻧﻪ دى راﻏﻠﻰ ﭼﯥ اﻳﺎ ﻫﻐﻪ ﺑﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ دې ﻟﻮﻣﻪ ﻛﯥ را وﻧښﻠﻲ او ﻛﻪ دﺧﭙﻠﯥ ﭘﺨﻮاﻧۍ ﺟﻬﺎدي ﺳﺎﺑﻘﯥ ﭘﺮ ﺑﻨﺴټ ﺑﻪ ددې ﻧﻴﻮاﻛګﺮو دا ﭘﻼن ورﺷﻨډ ﻛړي او ﭘﺮ ﺧﭙﻞ ﺗﻨﺪي ﺑﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د وﻳﺶ دا ﺗﻮر داغ ﻛﯧښﻮدو ﺗﻪ ﭘﺮى ﻧږدي .
اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻳﻮ ﻧړﻳﻮال اﺳﺘﻌﻤﺎري ځﻮاك دى او ﻛﻪ وﻏﻮاړي ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ دوو ﺑﺮﺧﻮ ووﻳﺸﻲ ﻧﻮ د ﻣﻠګﺮو
ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ د ﭼﺘﺮ او ﭘﺮﻳﻜړې ﻟﻪ ﻻرې ،د اﻓﻐﺎن وﻟﺲ د ټﻮﻟﻮ ﻣﺨﺎﻟﻔﺘﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﺳﺮه ،ورﺗﻪ دا ﻛﺎر
د ﻳﻮ څﻮ
ﻻﺳﭙﻮڅﻮ ﻧﺎاﻓﻐﺎﻧﻮ ﭘﻪ اﺧﺴﺘﻠﻮ ﺷﻮﻧﻰ دى ،ﻫﻐﻮى ﺗﻪ د ﺧﭙﻞ ﺑﺮم اواﺳﺘﻜﺒﺎر د ﺳﺎﺗﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن
ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﻫﻴڅ ﻧﻪ ښﻜﺎري .او ﻟﻜﻪ ﻣﺨﺘﻪ ﭼﯥ ووﻳﻞ ﺷﻮل دا د اﺳﺘﻌﻤﺎر ﻋﺎدت دى ﭼﯥ د ﻧﺎﻛﺎﻣﻴﻮ ﭘﻪ وﺧﺖ
ﻛﯥ ﻫﻤﺪاﺳﯥ ﭘﻼﻧﻮﻧﻮ ﺗﻪ ﻻس اﭼﻮي ،ﻟﻜﻪ ددې ﺗﺮ ﻣﺨﻪ ﭼﯥ اﻧګﻠﻴﺲ ﻛړي او ﻳﺎ د وﻳﺘﻨﺎﻣﻮﻧﻮ ،ﻛﻮرﻳﺎګﺎﻧﻮ
او ....د ﺟﻨګﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﭘﺎﻳﻠﻮ ﻛﯥ ﻳﯥ ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ وﻳﻨﻮ اوﻳﺎ ﻣﻮ ﻫﻤﺪا اوس د ﺳﻮډان دﺑﺮﺧﻠﻴﻚ ﭘﻪ اړه ﺗﺮ ﺳﺘﺮګﻮ دې.
ﭘﻪ ﭘﺎﻳﻠﻮ ﻛﯥ دا ډاګﻴﺰه ﻛﯧږي ﭼﯥ ﺑﻠﻴﻚ وﻳﻞ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻨﺪوﺳﺘﺎن ﻛﯥ داﻣﺮﻳﻜﺎ ﺳﻔﻴﺮ و او د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د
وﻳﺸﻠﻮ اﻧﺪ ﻳﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻫﻤﺎﻏﻪ ځﺎى ﻛﯥ د ﻟﻮﻣړي ځﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره ﭘﻪ ﻫﻨﺪي ورځﭙﺎڼﻮ ﻛﯥ ﺧﭙﻮر ﻛړ ،ﺷﻮﻧﻲ ده ﭼﯥ
ﭘﻪ دې اﻧﺪ ﻛﯥ ﺑﻪ ورﺳﺮه ﻫﻨﺪ ،اﻳﺮان او روﺳﺎن ﻫﻢ ګډون وﻟﺮي .دا ﻫﻐﻪ ﻫﻴﻮادوﻧﻪ دي ﭼﯥ زﻣﻮﻧږ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد
ﻛﯥ د ﻳﻮه ﻗﻮي او ځﻮاﻛﻤﻦ ﻧﻈﺎم د درﻟﻮدﻟﻮ څﺨﻪ وﻳﺮه ﻟﺮي .دوى ﻏﻮاړي ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ﻳﺎ ددوى ﺗﺮ ﺗﺴﻠﻂ ﻻﻧﺪې ﻳﻮ ﻻﺳﭙﻮڅﻰ ﻧﻈﺎم ﺣﺎﻛﻢ وي اوﻳﺎ دا ﻫﻴﻮاد ټﻮټﻪ ﺷﻲ ،ﺧﻮ دﻗﻮي او ځﻮاﻛﻤﻦ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺧﺎوﻧﺪ
وﻧﻪ ګﺮځﻲ .اوس دا ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘﻮرې اړوﻧﺪه ده ﭼﯥ د اﺳﺘﻌﻤﺎر دا ﺗﻮﻃﺌﯥ دﺧﭙﻞ ﻣﻨځﻲ اﺗﺤﺎد ،ﻳﻮواﻟﻲ،
او ﻳﻮ د ﺑﻞ د زﻏﻢ ﻟﻪ ﻻرې ﺷﻨډې ﻛړي ،او دا ﻛﺎر ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﺷﻮﻧﻰ دى ﭼﯥ ټﻮل وﻟﺲ ،ﻟﻜﻪ د روﺳﺎﻧﻮ د اﺷﻐﺎل ﭘﻪ ﺧﻼف ﭼﯥ ﻣﺘﺤﺪ اوﻳﻮ ﻣﻮټﻰ وﻻړ و ﻫﻤﻐﺴﯥ ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ ددې ﻧﻴﻮاك ﭘﻪ ﺧﻼف ﻫﻢ ﻳﻮ ﻣﻮټﻰ او
ﻣﺘﺤﺪ و درﻳږي .
123
ﭘﻨځﻢ ﻓﺼﻞ
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن :ﻳﻮﻧﻪ ګټﻮﻧګﻰ ﺟﻨګ: Afghanistan: The Unwinnab- e War د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺟﻨګﻮﻧﻮ ﻛﯥ ښﻪ ﺗﺠﺮﺑﻪ ﻟﺮوﻧﻜﻰ ﻋﺴﻜﺮي ﻣﺎﻣﻮرښﺎﻏﻠﻰ ﭘټﺮﻳﻚ ﺳﻴﯧﻼ واﻳﻲ:
» ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﺷﻮروي اﺗﺤﺎد د ﺳﻞ زرو څﺨﻪ د زﻳﺎﺗﻮ ﻧﻈﺎﻣﻲ ،ﭘﻪ وﺳﻠﻪ ﺳﻨﺒﺎل،
ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ واﺳﻄﻪ وﻧﺸﻮ ﻛﻮﻻى ﭼﯥ ﭘﻪ اﺗﻴﺎوﻣﻪ ﻛﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﻨټﺮول ﻛړي ،او دﻳﺘﻪ اړ ﺷﻮل ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ﭘﻮځﻮﻧﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن څﺨﻪ وﻛﺎږى .اﻧګﻠﻴﺴﻲ اﻣﭙﺮاﻃﻮري ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ټﻮل ﺗﻮان و ﻧﻪ ﺗﻮاﻧﻴﺪﻟﻪ ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن اﺷﻐﺎل ﻛړي .ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ 1839اﺗﻠﺲ ﺳﻮه ﻧﻬﻪ دﻳﺮش ﻛﯥ اﻧګﻠﻴﺴﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن
ﭘﺎﻳﺘﺨﺖ اﺷﻐﺎل ﻛړ .ﺧﻮ ﻛﻠﻪ ﻳﯥ ﭼﯥ ﻫڅﻪ ﻛﻮﻟﻪ ﺧﭙﻞ ﭘښﯥ د ﻛﺎﺑﻞ څﺨﻪ ﺳﭙﻜﯥ ﻛړي ﻧﻮ د اﻓﻐﺎﻧﻲ ﺟﻨګﻴﺎﻟﻮ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﻳﯥ د ﺧﭙﻠﻮ ﺷﭙﺎړس زره اﻧګﻠﻴﺴﻲ ﻋﺴﻜﺮو ﭘﻪ ﺗﻠﻔﺎﺗﻮ دا ﻛﺎر ﺗﺮﺳﺮه ﻛړ .او ﻛﯧﺪاى ﺷﻲ ﭼﯥ ﻧﺎټﻮ ﻫﻢ
د ﻫﻤﺪﻏﻪ ډول ﻣﻘﺪر ﺳﺮه ﻣﺦ ﺷﻲ ؟ او دا ﺑﺎﻳﺪ ﻫﻐﻪ ﭘﻮښﺘﻨﻪ وي ﭼﯥ د ﻧﺎټﻮﺳﻴﺎﺳﻲ او ﻋﺴﻜﺮي ﻣﺴﻮﻟﯧﻦ ﻳﯥ
ﭘﻪ ذﻫﻨﻮﻧﻮ ﻛﯥ وﻟﺮي «.
»ﭘﻪ ﻣﺴﻜﻮ ﻛﯥ د ﻧﻈﺎﻣﻲ څﻴړﻧﻮ ﻣﺮﻛﺰ ﻣﺸﺮ ،اﻟﻴﻜﺰاﻧډر ﻛﻮﻧﻮواﻟﻮف ،واﻳﻲ ﭼﯥ ﺷﻮروى اﺗﺤﺎد ﻏﻮښﺘﻞ
ﺳﻮﺳﻴﺎﻟﻴﺰم ﺧﭙﻮر ﻛړي او اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﻏﻮاړي ﭼﯥ دﻳﻤﻮﻛﺮاﺳﻲ ﺧﭙﺮه ﻛړي .ﺧﻮ دواړه اوس د ﻧﺎﻛﺎﻣۍ څﻨډې
ﺗﻪ رﺳﻴﺪﻟﻲ دي .اوس دوى د راﺑﻴﺪارﻳﺪوﻧﻜﻲ وﻟﺴﻲ ځﻮاك ﺳﺮه ﭼﯥ د اﺳﻼﻣﻲ ﻧړۍ ﻟﺨﻮا ﻳﯥ ﺑﺴﭙﻨﻪ ﻛﯧږي
ﻣﺨﺎﻣﺦ دي .او دواړه د داﺳﯥ ﺧﻠﻜﻮ ﺳﺮه ﭘﻪ ډﻏﺮو دي ﭼﯥ د ﺑﻬﺮﻧۍ ﻣﺪاﺧﻠﯥ ﭘﻪ ﺧﻼف ﺟﻨګﻲ ﺗﺠﺮﺑﻪ ﻟﺮي. )(56
ﻧﮋدې ﻟږ وﺧﺖ دﻣﺨﻪ )د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن څﺨﻪ د روﺳﻲ ځﻮاك د وﺗﻠﻮ د ورځﯥ ﭘﻪ ﻳﺎدوﻟﻮ ﺳﺮه ( د روﺳﻲ ﻫﻐﻮ
ﭘﺨﻮاﻧﻴﻮ ﻋﺴﻜﺮو ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې دروﺳﻲ د ﺳﺮوﻟښﻜﺮو د ﺗﻴﺮي ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ د ﻫﻐﻪ ﻟښﻜﺮو ﻏړي
وو او ﭘﻪ دﻏﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د ﺟﻨګﻮﻧﻮ او ﺟګړو ﺷﺎﻫﺪان ول د ﺧﭙﻠﻮ ﭘﺨﻮاﻧﻴﻮ ﺗﺠﺮﺑﻮ ﭘﻪ رڼﺎﻛﯥ د ﻳﻮه اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ
ژورﻧﺎﻟﺴﺖ ﺳﺮه ﻣﺮﻛﯥ ﻛړې او ﭘﻪ دﻏﻪ ﻣﺮﻛﻮ ﻛﯥ ﺧﭙﻠﯥ ﻧﺎﺧﻮاﻟﯥ او ﺑﻴﺎ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ راﺗګ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ او
ﭘﻪ دﻏﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د ﻫﻐﻮى د ﺗﻢ ﻛﯧﺪو ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﺗﺠﺮﺑﯥ روښﺎﻧﻪ ﻛړې او اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او ﻧﺎﺗﻮ ﺗﻪ ﻳﯥ ﻳﻮﻟړ اړوﻧﺪې ﻣﺸﻮرې ورﻛړې ﭼﯥ ددې ﻟﻴﻜﻨﯥ ﭘﻪ اوږدوﻛﯥ ﺑﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻟﻨډه ﺗﻮګﻪ وﻟﻮﻟۍ.
د دﻟﻮې ﺷﭙږوﻳﺸﺘﻤﻪ ﭼﯥ د ﻓﺮوري د ﻣﻴﺎﺷﺘﯥ د ﭘﻨځﻠﺴﻤﯥ ﺳﺮه ﺳﻤﻮن ﺧﻮري د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺗﺎرﻳﺦ ﻛﯥ ﻳﻮه
ﻧﻪ ﻫﻴﺮوﻧﺪوﻧﻜﯥ ﺳﺘﺮه ﭘﻴښﻪ ده .ﭘﻪ دﻏﻪ ورځ د ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﺷﻮروي اﺗﺤﺎد ﭘﻮځﻮﻧﻪ ﭼﯥ د څﻮ ﻣﺤﺪودو ﻗﻄﻌﻮ ﺗﺮ ﻋﻨﻮان ﻻﻧﺪې ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ دﻛﻤﻮ ﻧﺴﺘﻮ رژﻳﻤﻮﻧﻮ د ﻣﻼﺗړ او ﭘﻪ دﻏﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د ﺳﻮﻟﯥ او ﺛﺒﺎت د راوﺳﺘﻠﻮ ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې راﻏﻠﻲ وو ﭘﻪ ﭘﻮره ذﻟﺖ او ﺳﭙﻜﺎوي ﺳﺮه ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن څﺨﻪ ووﺗﻞ ﭼﯥ ﭘﻪ
زرګﻮﻧﻮ ﻛﺴﻪ ﻋﺴﻜﺮ ﻳﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د دښﺘﻮ او ﺑﻴﺎﺑﺎﻧﻮﻧﻮ ﺧﻮراك ﺷﻮل او ﻧﻮر ﭘﻪ ﻟﺴګﻮﻧﻮ زره ﻳﯥ ،ﺷﻞ،
ګﻮډ ،ړاﻧﺪه او ﻛﺎڼﻪ ددﻏﻪ ﻫﻴﻮاد د ﺑﺎﺗﻮرو ﻣﺠﺎﻫﺪو ﭘﻪ ﻻﺳﻮ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد ﺗﻪ ﺳﺘﺎﻧﻪ ﺷﻮل .دﻏﻪ ﻣﻐﺮوره
ځﻮاك ﭼﯥ ټﻮﻟﻪ ﻧړۍ ﻳﯥ د دﻫﺸﺖ او وﺣﺸﺖ څﺨﻪ ﭘﻪ وﻳﺮه ﻛﯥ وه ،او ان ﺗﺮ دې ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﺳﭙﻴﻨﯥ ﻣﺎڼۍ
ﺳﺘﻨﯥ ﻳﯥ ﻟړزوﻟﯥ ،او ﭘﻪ ډﻳﺮې دﺑﺪﺑﯥ ﺳﺮه ﻳﯥ د ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﻳﻮ ﭘﺮ ﺑﻞ ﭘﺴﯥ د اﺷﻐﺎل ﻟﻪ ﭘﺎره دروﻧﺪ ﻗﺪم
اﻳښﻮده او زﻣﻮﻧږ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ،ﻟﻜﻪ د اوس ﭘﻪ څﻴﺮ ،د ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻋﻨﺎﺻﺮو ﻟﻪ ﺧﻮا د ګﻠﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺷﻴﻨﺪﻟﻮ او
ﺧﻨﺪا ﺳﺮ ه ﺑﺪرګﻪ ﺷﻮل ،د ﻟﺲ ﻛﺎﻟﻪ ﭘﺮﻟﭙﺴﯥ ﺟګړې ،د اﻓﻐﺎن وﻟﺲ د ﻣﻴﻠﻴﻮﻧﻮ ﺷﻬﻴﺪاﻧﻮ او د ﻣﻴﻠﻴﻮﻧﻮ ﻧﻮرو د
124
ﺑﻰ ﻛﻮره ﻛﯧﺪو او د ټﻮل ﻫﻴﻮاد د ﻟﻮټﯥ ﻟﻮټﯥ ﻛﻮﻟﻮ وروﺳﺘﻪ ،ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد ﺗﻪ ﺳﺘﺎﻧﻪ ﺷﻮل
ﭼﯥ ﻧﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﭘښﻮ څﭙﻠۍ وې او ﻧﻪ ﻳﯥ ﻫﻐﻪ ﻫﻴﻮاد ورﺗﻪ ﭘﺎﺗﻪ وو ﭼﯥ دوى ﺗﺮې راﻏﻠﻲ وو .روﺳﻲ اﻣﭙﺮاﻃﻮري د اﻓﻐﺎن وﻟﺲ د ځﺎن ځﺎرﻳﻮ ﭘﻪ واﺳﻄﻪ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ﺗﻠﻠﻰ و ،اﻗﺘﺼﺎد ﻳﯥ ﺗﺮ اﺧﺮي ﭘﻮﻟﯥ ﭘﻮرې ﻻﻧﺪې را ﭘﺮزﻳﺪﻟﻰ و ،او د اﺳﺘﻌﻤﺎر ﻻﻧﺪې ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ اﺳﻼﻣﻲ او ﻏﻴﺮ اﺳﻼﻣﻲ ﻫﻴﻮادوﻧﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ زور د
وارﺳﺎ ﭘﻪ ﭘﻜټ ﻛﯥ او د ﺷﻮروي اﺗﺤﺎد ﭘﻪ ﻗﻠﻤﺮو ﻛﯥ راﻛښﻞ ﺷﻮي و ﺧﭙﻠﻪ ازادي ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛړه .او ﭘﻪ دې ﺗﺮﺗﻴﺐ د ﺗﺎرﻳﺦ ﻳﻮ ﺳﺘﺮ ﺑﺎب ،ﭼﯥ د ﻛﻤﻮﻧﻴﺰم او ﺳﻮﺳﻴﺎﻟﻴﺰم ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې ﻳﯥ وﻟﺴﻮﻧﻪ د ﻣﺮګ ،ژوﺑﻠﯥ او
ﺗﺒﺎﻫۍ ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ ﻛړي و د اﻓﻐﺎن ﻓﻘﻴﺮ ﺑﻠﻜﯥ ﻣﻴړﻧﻲ او ﭘﻪ اﷲ )ج( ﻣﻴﻦ وﻟﺲ ﭘﻪ ﻻس ﻳﻮځﻞ او د ﺗﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره
و ﺗړل ﺷﻮ .
د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د وﻟﺲ دﻏﯥ ﺳﺘﺮې ځﺎن ځﺎرﻧﯥ ﻧﻪ ﻳﻮازې اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن او د ﻫﻐﯥ ګﺎوﻧډﻳﺎن ﻳﯥ د ﺳﻮراﺳﺘﻌﻤﺎر
د ﺳﺮه ﺳﻴﻼب څﺨﻪ ﭘﻪ څﻨګ او ﺧﻮﻧﺪي ﻛړل ﺑﻠﻜﯥ ټﻮﻟﻪ ﻧړۍ ﻧﻦ د ﻛﻤﻮﻧﻴﺰم د ﺳﻴﻼب د وﭼﯧﺪو ﺟﺸﻨﻮﻧﻪ
ﻧﻴﺴﻲ .دﻏﺮب او ﭘﻪ ځﺎﻧګړې ﺗﻮګﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او ﺷﻮروﻳﺎﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ ﺳﻮړ ﺟﻨګ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﻳﯥ ﻫﺮ
ﻛﺎل ﭘﻪ ﻣﻴﻠﻴﺎردوﻧﻮ ډاﻟﺮ ﻣﺼﺮف درﻟﻮد ﭘﺎى ﺗﻪ ورﺳﻴﺪ .ﺷﺮﻗﻲ اروﭘﺎﻳﻲ ﻫﻴﻮادوﻧﻪ ﭼﯥ د ﻛﻤﻮﻧﻴﺰم د ﺳﺮه ﺳﻴﻼب ﭘﻪ واﺳﻄﻪ د وارﺳﺎ ﭘﻜټ ﺗﻪ ور ﻻﻫﻮ ﺷﻮي و ﺑﻴﺮﺗﻪ د ﺧﭙﻠﻮ ﻣﻮرﻧﻴﻮ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﺳﺮه ﻳﻮځﺎى ﺷﻮل .
ﺷﺮﻗﻲ اﻟﻤﺎن ﭼﯥ د دوﻳﻤﯥ ﻧړۍ واﻟﻰ ﺟګړې وروﺳﺘﻪ د روﺳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻻس ﻛﯥ ﻛښﻴﻮﺗﻰ و او ټﻮل ﺳﻴﺴﺘﻢ ﻳﯥ
روﺳﻲ ﻛړل ﺷﻮى و ﺑﻴﺮﺗﻪ د ﻏﺮﺑﻲ اﻟﻤﺎن ﺳﺮه ﻳﻮځﺎى ﺷﻮ او دا ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ وﺷﻮل ﭼﯥ روﺳﺎﻧﻮ د دواړو
اﻟﻤﺎﻧﻮﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻴﻨځ داوﺳﭙﻨﯥ ﭘﻪ څﻴﺮ ﻛﻠﻚ دﻳﻮال ﺟﻮړ ﻛړى و او ﻏﺮﺑﻲ ﻧړۍ ددې څﺨﻪ ﻧﻮره ﻣﺎﻳﻮﺳﻪ ﺷﻮې وه
ﭼﯥ دواړه اﻟﻤﺎﻧﻮﻧﻪ ﺑﻪ ﻳﻮځﻞ ﺑﻴﺎ ﺳﺮه ﻳﻮځﺎى ﻛړي ،او ان ﺗﺮ دې ﭼﯥ دا ﺧﻴﺎل او ﻓﻜﺮ ﻳﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻣﻐﺰو ﻛﯥ ﻧﻪ
راﺗﻪ ﭼﯥ داﺳﯥ وﺧﺖ ﺑﻪ ﻫﻢ راﺷﻲ ﭼﯥ روﺳﻲ ﺳﻮر اﺳﺘﻌﻤﺎر ﺑﻪ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ وﻻړ ﺷﻲ د ﺷﻮروي اﻣﭙﺮاﻃﻮري ﺑﻪ دړې وړې ﺷﻲ او دواړه اﻟﻤﺎﻧﻮﻧﻪ او ﻳﺎ ﻫﻢ د ﺷﺮﻗﻲ اروﭘﺎ ﻫﻴﻮادوﻧﻪ ﺑﻪ ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ ﺳﺮه ﭘﺨﭙﻠﻮ ﻛﯥ را وﻧﻐﺎړي.
ﺧﻮ اﻓﻐﺎن ﻣﻮﻣﻦ وﻟﺲ دا ﺳﺤﺮ د ﺧﭙﻠﻮ ﻣﻌﺠﺰه ﻟﺮوﻧﻜﻲ ﺟﻬﺎد ﭘﻪ دوران ﻛﯥ ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ﻳﻮړ ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎاو اروﭘﺎ ﻟﻪ ﻳﻮه اړﺧﻪ او ﺷﻮروي اﺗﺤﺎد ﻟﻪ ﺑﻠﻪ اړﺧﻪ ﻳﻮ د ﺑﻞ د ﺗﺒﺎﻫۍ او ﻳﻮ ﭘﺮ ﺑﻞ د ﺑﺮﻻﺳۍ د
ښﻮوﻟﻮ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ د ﻋﺎﻣﻪ وژوﻧﻜﻮ ﺧﻄﺮﻧﺎﻛﻪ اﺗﻮﻣﻲ او ﺑﻴﻮﻟﻮژﻳﻜﻲ وﺳﻠﻮ ﭘﻪ ګډون د ﻫﺮډول ﭘﺮﻣﺨﺘﻠﻴﻠﻮ وﺳﻠﻮ د اﻧﺒﺎروﻧﻮ ﭘﻪ ﺟﻮړوﻟﻮ ﻟګﻴﺎ و .او دا وﻳﻞ ﻛﯧﺪه ﭼﯥ درﻳﻢ ﻧړﻳﻮال ﺟﻨګ ﺑﻪ ﻛﻪ ﭼﯧﺮى ﻫﻢ ﭘﻴښﻴږي ﻫﻐﻪ ﺑﻪ د ﻧړۍ د ﻫﻐﻪ ﻟﻮري د ﺗﺒﺎﻫۍ ﺳﺒﺐ ګﺮځﻲ ﭼﯥ ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ ﻟﻮﻣړى ﺗﺮ ﺣﻤﻠﯥ ﻻﻧﺪې راﻏﻠﻰ دى .ﺧﻮ ﭘﺮ ګﺮان اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د
روﺳﻲ زﺑﺮ ځﻮاك را ﺧﺘﻞ ،ﭘﺨﭙﻠﻪ د ﻫﻐﻮى د ﻣﺮګ ﺳﺒﺐ و ګﺮځﻴﺪ او ان ﺗﺮ دې ﭼﯥ د وارﺳﺎ ﭘﻜټ ورﻣﺎت ﺷﻮ
او ﻧﻦ ددﻏﻪ ﭘﻜټ ﭘﻪ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﻛﯥ د ﻧﺎټﻮ ﺗﺮﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې ﻧﻮي ﻋﺴﻜﺮي ﺗﻤځﺎﻳﻮﻧﻪ ﺟﻮړﯦږي .
ﻧﻦ ﻣﺘﻤﺪﻧﻪ ﻧړۍ د ﺧﭙﻞ ﭘﺮﻣﺨﺘګ ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﭘړاووﻧﻪ ﭘﻪ درى ﻣﺮﺣﻠﻮ وﻳﺸﻲ ،ﻳﻮه ﻳﯥ د دوﻳﻢ ﻧړﻳﻮال ﺟﻨګ
ﺗﺮﻣﺨﻪ ﻳﻌﻨﯥ ﺗﺮ 1949ﻛﺎل ﭘﻮرې ﻣﺮﺣﻠﻪ ده ،دوﻳﻤﻪ ﻣﺮﺣﻠﻪ د ﺳﻮړ ﺟﻨګ ﻣﺮﺣﻠﻪ ګڼﻲ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ د ) -49څﺨﻪ ﺗﺮ 1990زﻳږدﻳﺰﻛﺎل ﭘﻮرې ﭼﯥ د ﺷﻮروي اﺗﺤﺎد د ﻣﺎﺗﻴﺪو ﻛﺎل دى او دﻫﻐﻪ وروﺳﺘﻪ درﻳﻤﻪ ﻣﺮﺣﻠﻪ ﭼﯥ د
1990را ﭘﺪﻳﺨﻮا ﻧﻮى ﺗﺎرﻳﺦ دى .ﻳﻌﻨﯥ د روﺳﺎﻧﻮ د اﻣﭙﺮاﻃﻮرۍ ړﻧګﻴﺪﻟﻮ د ټﻮﻟﯥ ﻧړۍ ﭘﻪ ﺗﺎرﻳﺦ ﻛﯥ ﻳﻮﻧﻮى
ﺑﺎب ﭘﺮاﻧﻴﺴﺖ .او ﻧﻦ ﻧړۍ د ﻫﻮﺳﺎﻳۍ او اراﻣۍ ،ډاډ او اﻃﻤﻴﻨﺎن ﺳﺎه اﺧﻠﻲ.
ﻧړۍ ﺗﻪ دﻏﻪ ورځ ﻳﻮه ﺳﺘﺮه ﺗﺎرﻳﺨﻲ ورځ ده .ﺧﻮ ﺑﺪﺑﺨﺘﺎﻧﻪ ﭼﯥ ﻳﻮﺷﻤﻴﺮ ﻛﺴﺎن ﻫڅﻪ اوﻫﺎﻧﺪ ﻛﻮي ﭼﯥ ﻫﻢ
ﺷﭙږم د ﺟﺪى ،ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې د روﺳﺎﻧﻮ د ﺳﺮو ﻟښﻜﺮو دﻳﺮﻏﻞ ورځ ده ،او ﻫﻢ ﺷﭙږوﻳﺸﺘﻢ د
125
دﻟﻮې ،ﭼﯥ د روﺳﻲ ﻟښﻜﺮو د ﺷﺮﻣﻴﺪﻟﯥ ﻣﺎﺗﯥ ،او ﭘﻪ ټﻴټ ﺳﺮ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن څﺨﻪ د ﺗﻴښﺘﻰ ورځ ده ،د ﻳﺎده
وﺑﺎﺳﻲ او ﺗﺎرﻳﺦ ﻳﯥ زﻣﻮﻧږ د وﻟﺲ د ځﻮاﻧﯥ ﻃﺒﻘﯥ ﭘﻪ ذﻫﻨﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﻣﻐﺸﻮش و ګﺮځﻮى .ﭘﻪ ﻫﻤﺪې اﺳﺎس
ﻗﺼﺪا ﺗﺒﻠﻴﻐﺎت ﻛﻮي ،اوﺗﻠﻮﻳﺰوﻧﻮﻧﻪ او ﻣﻄﺒﻮﻋﺎت ﻳﯥ د ﻫﻤﺪې ﭘﻴښﻮ د ﭘټﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﻫڅﻪ ﻛﯥ دي او واﻳﻲ ﭼﯥ
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د درى ﻟﺴﻴﺰو ﻛﻮرﻧﻲ ﺟﻨګ ښﻜﺎر ﺷﻮى دى .ﻳﻌﻨﻰ ﭘﻪ دې درى ﻟﺴﻴﺰو ﻛﯥ ﻫﻴڅ ﺑﻴګﺎﻧﻪ ﻋﺴﻜﺮ،
ﭘﺮدۍ ﻣﺪاﺧﻠﯥ ،ﭘﺮدى ﻻس ﭘﻮ څﻲ رژﻳﻤﻮﻧﻪ ،د ﭘﺮدﻳﻮ ﭘﻪ ټﺎﻧﻜﻮﻧﻮ ﺳﭙﺎره ﻣﺰدور ﻋﻨﺎﺻﺮ او .........ﻫﻴڅ ﻧﻪ وو او دا ﺟﻨګ ﻳﻮه داﺧﻠﻲ ﺧﭙﻞ ﻣﻨځﻲ ﺟګړه وه.
راځﺊ د روﺳﻲ زﺑﺮ ځﻮاك دﻏﻪ ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﻣﺎﺗﯥ ،ﭘﺨﭙﻠﻪ د ﻫﻐﻮ روﺳﻲ ﻋﺴﻜﺮو ﭘﻪ وﻳﻨﺎو او ﻟﻴﻜﻨﻮﻛﯥ وﻟﻮﻟﻮ،
ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻳﯥ د اﻓﻐﺎن ﻧﻨګﻴﺎﻟﻲ وﻟﺲ ﺳﺮه د ډﻏﺮو وروﺳﺘﻪ د ﺧﭙﻠﻮ ﺗﺠﺮﺑﻮ ﭘﻪ رڼﺎ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ او ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﺑﺎﻧﺪې ﻳﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﻟښﻜﺮو د ﻳﺮﻏﻞ او ددﻏﯥ ﻟښﻜﺮو ﭘﻪ ﻻﺳﻮ ددې ﻫﻴﻮاد د اﺷﻐﺎل وروﺳﺘﻪ ﻳﯥ،
اوس اوس ددﻏﻪ وﻳﻨﺎوو ﻟږ څﺮك او ﻋﻜﺲ اﻟﻌﻤﻠﻮﻧﻪ ﻣﺦ ﺗﻪ راځﻲ .ﻫﻐﻮى ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې د ﺷﻮروي
اﺗﺤﺎد او اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د ﻟښﻜﺮﻛﺸﻴﻮ او د ﻫﻐﻮى د ﻣﻮﺧﻮ ﺗﺮﻣﻨځ ﻳﻮواﻟﻰ وﻳﻨﻲ او اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﻣﺸﻮره
ورﻛﻮي ﭼﯥ »اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻫﻤﺪا اوس ﭘﺮﻳږدئ،ﻫﻮ ﻫﻤﺪا اوس «. ﻳﻮ روﺳﻲ ﺷﻨﻮﻧﻜﻰ ﭘﻪ دې اړه ﻟﻴﻜﻲ ﭼﯥ :
]ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د روﺳﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د ﺷﺮﻣﻴﺪوﻧﻜﯥ ﻣﺎﺗﯥ او د ﺷﻮروي اﺗﺤﺎد د اﻣﭙﺮاﻃﻮرۍ د ړﻧګﻴﺪو
وروﺳﺘﻪ دا دى ﻧﮋدې اﺗﻠﺲ ﻛﺎﻟﻪ ﺗﻴﺮﻳږى ،زﻳﺎت ﺷﻤﻴﺮ ﻫﻐﻪ ﻋﺴﻜﺮ ﭼﯥ ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﺟﻨګﻴﺪﻟﻲ
واﻳﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ دى ﺑﺎورﻟﺮي ﭼﯥ د ﻫﻤﺎﻏﻪ ډول ﺗﺎرﻳﺦ د ﺗﻜﺮارﻳﺪو اوازوﻧﻪ ﻳﯥ ﺗﺮ ﻏﻮږو ﻛﯧږي .اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﭼﯥ
ﻫﻐﻪ وﺧﺖ )د ﺷﻮروي اﺗﺤﺎد د ﺗﻴﺮي ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ( د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ د ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﺗﺮ ﺷﺎ ﻳﻮ ﺳﺘﺮ ﻗﻮت و ،ﻧﻦ داﺳﯥ
ﺑﺮﻳښﻲ ﭼﯥ د ﻋﺮاق د ﺟﻨګ ﭘﻪ دﻟﺪل ﻛﯥ ﻫﻤﺎﻏﻪ ډول ﻧښﺘﻲ او راګﻴﺮ ﺷﻮي )ﻟﻜﻪ روﺳﺎن ﭼﯥ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ راګﻴﺮ ﺷﻮي وو( ) ،اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﺳﺮ ﺗﻴﺮي( د داﺳﯥ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﺤﺎﺻﺮې ﻻﻧﺪې راﻏﻠﻲ ،او
)داځﻮاﻛﻮﻧﻪ ( د ﻫﻐﻮ څﺨﻪ څﻪ ډﻳﺮ ﺗﻮﭘﻴﺮ ﻧﻠﺮي ،ﭼﯥ ﻧﮋدې دوه ﻟﺴﻴﺰې د ﻣﺨﻪ ﻳﯥ د ﺷﻮروي اﺗﺤﺎ دراﭘﺮزوﻟﻮ ﻟﻪ
ﭘﺎره روزﻧﻪ ورﻛﻮﻟﻪ او ﭘﻪ وﺳﺎﻳﻠﻮ ﻳﯥ ﺳﻤﺒﺎﻟﻮل ..د ډﻳﺮو ﻟﻪ ﭘﺎره دﻏﻪ ﻳﻮﺷﺎﻧﻮاﻟﻰ د ﻣﻤﺎﺛﻠﺖ او ﻧﻤﻮﻧﻪ ﻳﻲ ﺗﻮب څﺨﻪ زﻳﺎت ﺑﺮﻳښﻲ (57) [ .
]ﻳﻮ روﺳﻲ ﻣﺘﻘﺎﻋﺪ ﻛﯧﭙﺘﺎن ﭼﯥ ﺷﻞ ﻛﺎﻟﻪ ﭘﺨﻮاﻳﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﻳﻮه ﺳړك ﺗﺮ ﺧﻮا اﻳښﻮول ﺷﻮي ﺑﻢ ﭘﻪ
واﺳﻄﻪ دواړه ﺳﺘﺮګﯥ ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ورﻛړې ،ﻧﻮ ﻛﻠﻪ ﭼﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻫﻤﺪﻏﻪ ډول ورﺗﻪ ﭘﻴښﻪ ﻛﯥ ،ﻛﻪ ﭘﻪ ﻋﺮاق ﻛﯥ وى
او ﻳﺎ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ،دﻛﻮم اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﻋﺴﻜﺮ د ﻣړﻳﻨﯥ او ﻳﺎ زﺧﻤﻰ ﻛﯧﺪو ﺧﺒﺮ واوري ﻧﻮ ﺧﭙﻠﯥ اوږې
وڅﻨډي او وواﻳﻲ ﭼﯥ » دوى ﻫﻢ ﻫﻤﻐﺴﯥ ﻳﻮه ﺟﻨګ ﺗﻪ ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎﻟﻤﻦ وﻫﻠﯥ ده )ﻟﻜﻪ روﺳﺎﻧﻮ ﭼﯥ ورﺗﻪ اور
ورﺗﻪ ﻛړى و( ،دا ﺻﺤﻴﺢ ده ﭼﯥ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻣﺴﻠﻪ ﺑﻪ ﺑﻞ رﻧګﻪ وي ﺧﻮ ﺑﺎوري ﻳﻢ ﭼﯥ ﻧﻈﺎﻣﻲ زﺑﻴښﯥ ﺑﻪ ﻳﯥ
ﻫﻤﺎﻏﺴﯥ وي ،او ﻫﻐﻪ ]ﻧﺎﻛﺎﻣﻲ[ ده .ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ددې دواړو ﻋﺴﻜﺮي ﻣﺪاﺧﻠﻮ دﻻﻳﻞ ﺑﻪ ﻳﻮ ﻟﻪ ﺑﻞ ﺳﺮه ﺗﻮﭘﻴﺮ
وﻟﺮي او ﻫﻤﺪا راز ﻫﻐﻪ ﺣﻜﻮﻣﺘﻮﻧﻪ ﺑﻪ ،ﭼﯥ ددې ﻣﺪاﺧﻠﻮ ﺳﺒﺐ ګﺮځﻴﺪﻟﻲ ،ﻳﻮ ﻟﻪ ﺑﻞ ﺳﺮه ﻣﺨﺘﻠﻒ وي .ځﻜﻪ
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﻋﺮاق ﺗﻪ ورﻧﻨﻮﺗﻞ او دﻟﻴﻞ ﻳﯥ داو ﭼﯥ د ﻋﺮاق دﻳﻜﺘﺎﺗﻮر رژﻳﻢ ﭼﯥ د ټﻮﻟﻨﻴﺰو وژوﻧﻜﻮ وﺳﻠﻮ
ﺧﺎوﻧﺪ دى ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ﻳﻮﺳﻲ ،ﺧﻮ ﺑﻴﺎﻳﯥ ﺧﭙﻞ ﻫﺪف ﻫﺘﻠﻪ ددﯦﻤﻮﻛﺮاﺳۍ ټﻴﻨګښﺖ اﻋﻼن ﻛړ .د ﺷﻮروي اﺗﺤﺎدﻣﺸﺮ ﻟﻴﻮﻧﻴډ ﺑﺮﻳﮋﻳﻨﻒ ﭘﻪ) 1979ﻛﺎل( ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﺧﭙﻞ ﭘﻮځﻮﻧﻪ ورﻧﻨﻮﻳﺴﺘﻞ او ﻫﺪف ﻳﯥ ﭘﻪ ﻳﻮه داﺳﯥ ځﺎى ﻛﯥ د ﻛﻤﻮﻧﻴﺰم ﺳﺎﺗﻨﻪ وه ﭼﯥ ﻫﻠﺘﻪ ﻳﯥ ﻫﻴڅﻜﻠﻪ ﻫﻢ ﺟﺮړې ﻧﻪ وﻳﯥ ښﺨﯥ ﺷﻮې « )(58
126
ﺧﻮ ﭘﺨﭙﻠﻪ ﺗﺠﺮﺑﻪ ﻟﺮوﻧﻜﻲ روﺳﻲ ﻋﺴﻜﺮ ،ﻣﻨﺼﺒﺪاران او ﻧﻮرﻋﺴﻜﺮي ﭘﻮﻫﺎن )ددې ﻋﺴﻜﺮي ﻳﺮﻏﻠﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ( ډﻳﺮو ﻣﺸﺎﺑﻬﺎﺗﻮﻧﻮاو ﻳﻮﺷﺎﻧﺘﻪ واﻟﻰ ﺗﻪ ګﻮﺗﻪ ﻧﻴﺴﻲ .او واﻳﻲ ﭼﯥ روﺳﺎن ﻫﻢ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د
ګﻠﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺷﻴﻨﺪﻟﻮ او ﺧﻨﺪا ﺳﺮه اﺳﺘﻘﺒﺎل ﺷﻮل .او د ﻫﻤﺪاﺳﯥ ﻳﻮه ﻣﺸﺎﺑﻬﯥ اﻧﺪازې ﻋﺴﻜﺮي ﻗﻮت ﺳﺮه
وﺟﻨګﻴﺪل .د اﺗﻴﺎوﻣﯥ ﻟﺴﻴﺰې ﭘﻪ ﻣﻨځ ﻛﯥ ﻫﻠﺘﻪ دروﺳﻲ ﻋﺴﻜﺮو ﺷﻤﻴﺮه ﻳﻮﺳﻞ او ﺷﻞ زرو وګړو ﺗﻪ
رﺳﻴﺪﻟﻪ او ﻫﺮﻛﺎل ﺗﺮې ﺗﺮ دﻳﺎرﻟﺲ ﺳﻮه ﻛﺴﺎﻧﻮ ﭘﻮرې وژل ﻛﯧﺪل .ﻫﻐﻮى د ﻳﻮه زﺑﺮځﻮاك ﭘﻪ څﻴﺮ»اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن
ﺗﻪ « راﻏﻠﻞ ﺧﻮ ﭘﻪ ذﻟﺖ ﺳﺮه ﺑﻴﺮﺗﻪ ﺗﺮې وﻻړل .رښﺘﻴﺎ ﭼﯥ د ﻫﻐﻮى ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻣﺸﺮاﻧﻮ ﻫﻴڅﻜﻠﻪ ﻫﻢ دا درك ﻧﻜړه
ﭼﯥ ﺟﻨګ څﻪ ﺗﻪ واﻳﻰ (59 ) .
د ﻫﻐﻪ ﺑﺪو زﺑﻴښﻮ ﭘﺮ اﺳﺎس )ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻣﻮ درﻟﻮدى ،دﻟﺘﻪ ﭘﻪ روﺳﻴﻪ ﻛﯥ( د روﺳﺎﻧﻮﭘﻪ ﻣﺪاﺧﻠﯥ
ﻧﻦ ورځ ﻫﻢ ﭘښﻴﻤﺎﻧﻲ ښﻮول ﻛﯧږي ،اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او د ﺳﻌﻮدي ﺣﻜﻮﻣﺖ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﺳﺮه ﺑﺴﭙﻨﻪ
وﻛړه ﺗﺮ څﻮ د روﺳﺎﻧﻮ د ﭘﺮاخ ﻏﻮښﺘﻨﯥ اﻫﺪاف ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ﻳﻮﺳﻲ .او ﭘﺪې ﺧﺎﻃﺮ ﻳﯥ د ټﻮﻟﯥ اﺳﻼﻣﻲ ﻧړۍ څﺨﻪ
ﻣﺴﻠﻤﺎن ﺟﻨګﺠﻮﻳﺎن دﻟﺘﻪ د ﺟﻨګ ﻣﻴﺪان ﺗﻪ راټﻮل ﻛړل .د ﻫﻐﯥ ډﻟﯥ څﺨﻪ ﻳﻮ رﺿﺎﻛﺎر)ﺧﭙﻞ ﺧﻮښﻰ( اﺳﺎﻣﻪ
ﺑﻦ ﻻدن دى ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻫﻤﺪﻟﺘﻪ ﭘﺎﺗﻪ ﺷﻮاو د اﻟﻘﺎﻋﺪې ﭘﻪ ﻧﻮم ﻳﯥ ﻳﻮ ﺗﻨﻈﻴﻢ ﺟﻮړﻛړ اود ﻫﻤﺪې ﻻرې ﻳﯥ ﺧﭙﻞ ﺟﻬﺎد اﻋﻼن ﻛړ .ﺧﻮ داځﻞ ﻳﯥ،ﺧﭙﻞ ﺟﻬﺎد ،د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او ﺳﻌﻮدﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف ﭘﻴﻞ ﻛړ .د روﺳﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻳﻮه ﻣﻜﻤﻠﻪ ﺗﺒﺎﻫﻲ وه .ﻧﮋدې ﻳﻮه ﻟﺴﻴﺰه ﻫﻐﻪ د ﻳﻮ ﭘټ )راز( ﭘﻪ څﻴﺮ ﭘﺎﺗﻪ ﺷﻮ او ﻻﺗﺮ اوﺳﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ ﺳﻴﺎﺳﻲ اﻧځﻮروﻧﻮ ﻛﯥ ﺗﺮ ﺑﺤﺚ ﻻﻧﺪې ﻧﻪ راځﻲ .ﻳﻮازې ﭘﻪ ﻟﻮﻣړﻧۍ روﺳﻲ ﺳﻴﻨﻤﺎ ﻛﯥ ﭼﯥ د ﻫﻤﺪﻏﯥ ﺗﺠﺮﺑﻮ ﭘﻪ
ﺑﻨﺴټ ﺟﻮړه ﺷﻮې وه ﺗﻴﺮﻛﺎل را څﺮګﻨﺪه ﺷﻮه.
ﭘﻪ ﻣﺴﻜﻮ ﻛﯥ د ﻧﻈﺎﻣﻲ څﻴړﻧﻮ ﻣﺮﻛﺰ ﻣﺸﺮ ،اﻟﻴﻜﺰاﻧډر ﻛﻮﻧﻮواﻟﻮف ،واﻳﯥ ﭼﯥ ﺷﻮروي اﺗﺤﺎد ﻏﻮښﺘﻞ
ﺳﻮﺳﻴﺎﻟﻴﺰم ﺧﭙﻮر ﻛړي او اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﻏﻮاړي ﭼﯥ دﻳﻤﻮﻛﺮاﺳﻲ ﺧﭙﺮه ﻛړي .ﺧﻮ دواړه اوس د ﻧﺎﻛﺎﻣۍ څﻨډې
ﺗﻪ رﺳﻴﺪﻟﻲ دي .اوس دوى دراﺑﻴﺪارﻳﺪوﻧﻜﻲ وﻟﺴﻲ ځﻮاك ﺳﺮه ﭼﯥ د اﺳﻼﻣﻲ ﻧړۍ ﻟﺨﻮاﻳﯥ ﺑﺴﭙﻨﻪ ﻛﯧږي
ﻣﺨﺎﻣﺦ دي .او دواړه د داﺳﯥ ﺧﻠﻜﻮ ﺳﺮه ﭘﻪ ډﻏﺮو دي ﭼﯥ د ﺑﻬﺮﻧﻲ ﻣﺪاﺧﻠﯥ ﭘﻪ ﺧﻼف ﺟﻨګﻲ ﺗﺠﺮﺑﻪ ﻟﺮي.
»اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻫﻴڅﻜﻠﻪ ﻫﻢ ﻧﻪ دى ﻓﺘﺢ ﺷﻮى« .او ﻋﺮاق ﺧﻮد اﻧګﻠﻴﺴﻲ ﻣﺴﺘﻌﻤﺮو څﺨﻪ را ﭘﺎﺗﻪ ﻳﻮ ﻏﻴﺮﻃﺒﻴﻌﻲ
ﻫﻴﻮاد دى.
ﻛﻮﻧﻮواﻟﻮف واﻳﻲ ﭼﯥ ﭘﺨﻮاﻧﻴﻮ روﺳﻲ ﻋﺴﻜﺮو ﻟﻪ ﭘﺎره ،اوس ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺟﻨګ ﻳﻮ
ځﻞ ﺑﻴﺎ د ﭘﺨﻮاﻧﻴﻮ ﺟﻐﺮاﻓﻴﺎﻳﻲ ﺟﻨګﻮﻧﻮ ﺧﺎﻃﺮې را ﭘﻪ زړه ﻛﻮي ،ﻟﻴﻜﻦ ډﻳﺮ ﭘﻪ دې ﺑﺎﻧﺪې ﺑﺎورﻟﺮي ﭼﯥ »ﻋﺮاق ﺑﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره داﺳﯥ وي ﻟﻜﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭼﯥ د روﺳﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره و« ). (60
ﻣﺘﻘﺎﻋﺪ ﺟﻨﺮال وﻳﻜﺘﻮر ﻳﺮﻣﻜﻮف ﭼﯥ د 1980ﻛﻠﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﻳﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺷﺮق ﻛﯥ د ﺗﻮرې ﺑﻮرې ﭘﻪ ﺳﻴﻤﯥ ﻛﯥ د ﺷﻮروي ﻋﺴﻜﺮو د څﻠﻮﻳښﺘﻢ ځﻮاك ﻣﺸﺮي ﭘﻪ ﻏﺎړه درﻟﻮده واﻳﻲ ﻛﻠﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻋﺮاق ﻛﯥ د
ﺣﺎﻻﺗﻮ د ښﻪ ﻛﯧﺪو او د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺣﺎﻻﺗﻮ دﻛﻨﺘﺮوﻟﻴﺪو ﺧﺒﺮې ) ﭘﻪ رادﻳﻮګﺎﻧﻮاو ﻣﻄﺒﻮﻋﺎﺗﻮ ﻛﯥ( اوري ﻧﻮ
ﺗﺼﻤﻴﻢ ﻧﺸﻲ ﻧﻴﻮﻟﻰ ﭼﯥ اﻳﺎ ﺧﭙﻞ ﺳﺮ و ټﻜﻮي او ﻛﻪ ﭼﯧﻐﯥ او ﺳﻮرې ووﻫﻲ .او واﻳﻲ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ راﺗﻠﻮﻧﻜﯥ
ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﻋﺴﻜﺮو اﻧﺘﻈﺎر ﻛﻮي ﻫﻐﻪ ] د ﻫﻐﻮى ﻣﺮګ دى ﺧﻮ ﻫﻐﻮى ﺑﻪ د ﻫﻴڅ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﺷﻲ[ .
ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﻋﺮاق ﻛﯥ ﻫﻴڅ داﺳﯥ ﻣﺜﺒﺖ ﻛﺎر ﻧﻪ ﻟﻴﺪل ﻛﯧږي ﭼﯥ ﺗﺮ ﺳﺮه ﺷﻲ .زﻣﺎ ﻣﺸﻮره ډﻳﺮ ه ﺳﺎده ده او ﻫﻐﻪ دا
ﭼﯥ » :اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻫﻤﺪا اوس ﭘﺮﻳږدئ ،ﻫﻮ ﻫﻤﺪا اوس « .ﻫﻐﻪ ﭘﺮ ﺗﻮره ﺑﻮره د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭘﻮځﻮﻧﻮ
ﻳﺮﻏﻞ د ﻧﻤﻮﻧﯥ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ وړاﻧﺪى ﻛړ .او ووى وﻳﻞ ﭼﯥ زه د اﻣﺮاﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ دى ﻛﺎر ډﻳﺮﺧﻮښ ﺷﻮم ﭼﯥ د ﺗﻮرې
127
ﺑﻮرې ﻛﻨﺘﺮول ﻳﯥ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛړ .او دا ډﻳﺮه ﺳﺘﺮه ﻻﺳﺘﻪ راوړﻧﻪ ده ،ﺧﻮ زه ﺑﺎﻳﺪ وواﻳﻢ ﭼﯥ دا ﻛﺎر ﻣﺎ درى ځﻠﻪ ﺗﺮ ﺳﺮه ﻛړى دى
ﻫﻐﻪ ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ﺳﺮ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻧﺎﺧﻮښۍ ﺳﺮه ﺧﻮځﺎوه ووﻳﻞ ﭼﯥ » ﭘﻪ ﺗﺎﺳﻒ ﺳﺮه ﭼﯥ ﻫﺮ ځﻞ ﻣﺎ
ﻫﻐﻪ ځﺎى ﺗﻪ ﺷﺎ ورګﺮځﻮﻟﯥ ﺑﻴﺎﻣﻰ اړﺗﻴﺎ ﻣﻮﻧﺪﻟﯥ ﭼﯥ دوﺑﺎره ﻳﯥ ﻓﺘﺤﻪ ﻛړم ،ﻫﻐﻪ اوس ﻫﻢ ﻫﻤﺎﻏﺴﯥ دى او
ﻫﻴڅﻜﻠﻪ ﺑﻪ ﻫﻢ ﺑﺪﻟﻮن و ﻧﻪ ﻣﻮﻣﻲ« .ﻫﻐﻪ واﻳﻲ ﻫﺮ ﻣﻠﺖ ﭘﻪ دى ﺑﺎوري دى ﭼﯥ ﻫﻐﻮى د ﻫﻐﻮ وګړو څﺨﻪ ﭼﯥ
ﭘﺨﻮا ﺗﺮ دوى دﻟﺘﻪ راﻏﻠﻲ ډﻳﺮ زﻳﺮﻛﻪ دي .
اﻟﻴﻜﺰاﻧډر ګﻮﻟټﺲ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﻳﯥ د ﻳﻮه ژورﻧﺎﻟﺴﺖ ﭘﻪ څﻴﺮ د روﺳﺎﻧﻮ اواﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﺟﻨګ ﭘﻪ
ﻣﻄﺒﻮﻋﺎﺗﻮ او رﺳﻨﻴﻮﻛﯥ ﭘﻪ ﻧﺸﺮ رﺳﺎوه ،واﻳﻲ ﭼﯥ )دﻫﻐﻪ وﺧﺖ (ﺟﻨګ د ﻫﻤﺎﻏﻪ ﻟﻮﻣړﻳﻮ څﺨﻪ د ﻧﺎﻛﺎﻣﻴﻮ ﭘﻪ
ﻟﻮر روان و .ﺧﻮ روﺳﻲ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻣﺸﺮاﻧﻮ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻟﻮﻣړﻳﻮ وﺧﺘﻮ ﻛﯥ د ﻛﻮﻣﻜﻲ ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ ﻳﺎدوه )او وﻳﻞ ﻳﯥ( ﭼﯥ ﭘﻪ ﻃﺒﻴﻌﻲ ﺗﻮګﻪ ﺑﻪ د ﻏﻪ ﺟﻨګ اﻣﻦ او ﭘﺮﻣﺨﺘﻚ ﺗﻪ ﻻره ﭘﺮاﻧﻴﺰي(61) .
ﻫﻐﻪ واﻳﻲ ﭼﯥ ،دټﻮل ﺷﻮروي اﺗﺤﺎدﻛﻠﻴﻮ اوﺑﺎﻧډو ﺗﻪ ﺑﻪ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ »د اﺳﺮارو ډك ﺗﺎﺑﻮﺗﻮﻧﻪ « راوړل ﻛﯧﺪل .
ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻐﯥ ﻛﯥ ﺑﻪ د ﻫﻐﻮ ﻋﺴﻜﺮو ﻣړي ﭘﺮاﺗﻪ وو ،ﭼﯥ د )ﻧﻈﺎﻣﻲ( راﭘﻮروﻧﻮ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ ﺑﻪ ﭘﻪ ﻛﻮم اﻣﻦ ځﺎى ﻛﯥ ﭘﻪ ﻗﺘﻞ رﺳﻴﺪﻟﻲ وو .روﺳﻲ ﻣﺸﺮاﻧﻮ ﻫڅﻪ ﻛﻮﻟﻪ ﭼﯥ د دﻏﻪ ﺗﺎﺑﻮﺗﻮﻧﻮ څﺨﻪ د ﺧﻠﻜﻮ ﺗﻮﺟﻪ واړوي .د ګﻮﻟټﺲ ﭘﻪ
وﻳﻨﺎ ﭼﯥ روﺳﻲ ﻣﺸﺮاﻧﻮ ﺑﻪ د ﺟﻨګ د راﭘﻮروﻧﻮ د ﻧﺸﺮوﻟﻮ څﺨﻪ ﻣﺨﻨﻴﻮى ﻛﺎوه .ﻫﻐﻪ واﻳﻲ ﭼﯥ ﻳﻮه ورځ زه
ﻳﻮه ﺟﻨﺮال ودروﻟﻢ .اوراﺗﻪ ﻳﯥ ووﻳﻞ ﭼﯥ وﻟﻴﻜﻪ ﭼﯥ »زﻣﻮﻧږ ﻋﺴﻜﺮ دﻟﺘﻪ ﺑﻞ ﻫﻴڅ ﻛﺎر ﻧﻪ ﻛﻮي ،ﻳﻮازې
ﻣﻜﺘﺒﻮﻧﻪ ﺟﻮړوي او ﻧﻴﺎﻟګﻲ ږدي ،ﻧﻮ وښﺎﻳﻪ ﭼﯥ څﻪ ډول ﺑﻪ زﻣﻮﻧږ ﻫﻠﻜﺎن وﻣﺮي ؟«(62) .
ﭘﺘﺎن وﺷﻴﻮټﺴﻴﻮ ،د ﭘﺮاګ د ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ ﻫﻐﻪ ﻏﻮﻧډه ﭼﯥ څﻮﻛﺎﻟﻪ د ﻣﺨﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ ګډون ﻛړى و راﭘﻪ ﻳﺎد ﻛړه،
ﻫﻠﺘﻪ ﻫﻐﻪ د ﻳﻮه ﭼﯧﻚ ﻋﺴﻜﺮ ﺳﺮه ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺟﻨګ څﺨﻪ ﭼﯥ ﻫﻠﺘﻪ ﻳﯥ د ﻧﺎټﻮ دﻋﺴﻜﺮي ځﻮاك ﺗﺮ
ﭼﺘﺮ ﻻﻧﺪې ﺟﻨګ ﻛﯥ ﺑﺮﺧﻪ اﺧﺴﺘﯥ وه او ﺗﺎزه را ګﺮزﻳﺪﻟﻰ و ﺧﺒﺮې وﻛړې ).ﻫﻐﻪ واﻳﻲ ﭼﯥ(ﻛﻠﻪ ﻣﻮﻧږ ددې
ﺟﻨګ ﻗﺼﯥ ﻳﻮ ﻟﻪ ﺑﻠﻪ ﺳﺮه ﺑﺪﻟﯥ ﻛړې ،ﻧﻮ ډﻳﺮه ژر ﻣﻮ دا ﺧﺒﺮې ﻫﻴﺮې ﻛړې ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ د ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ ﺟﻨګﻮﻧﻮ ﭼﯥ
ﭘﻪ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ وﺧﺘﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﭘﻴښ ﺷﻮي دي ،ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﺧﺒﺮې ﻛﻮو .ﻫﻐﻮى ﭘﻪ ﻫﻤﺎﻏﻪ ﻳﻮﺷﺎن ځﻤﻜﻪ ﺑﺎﻧﺪې ګﺮزﻳﺪﻟﻲ او د ﻫﻤﺎﻏﻪ ﻳﻮﺷﺎﻧﻪ دښﻤﻦ ﭘﻪ ﺧﻼف ﺟﻨګﻴﺪل او د ﻫﻤﺎﻏﻪ ﺷﺎن ﺗﻬﺪﻳﺪ ﺳﺮه ﻣﺦ ول .
ﻧﻦ ﭼﯥ ﻛﻠﻪ وﺷﻴﻮټﺴﻴﻮد وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺑﺶ د ﭘﺮﻣﺨﺘګ او ﺑﺮي ﺧﺒﺮې اوري ﻧﻮ ﻫﻐﻪ ﺗﻪ ﻫﻤﺎﻏﻪ د روﺳﺎﻧﻮ د ﻣﺸﺮ ﺗﺎﺑﻪ وﻳﻨﺎوې ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻛﻮﻟﯥ را ﭘﻪ ﻳﺎدﻳږي .
ﻫﺮڅﻮﻣﺮه ﭼﯥ دا ﺟﻨګ دوام ﻛﻮي ﻧﻮ ﭘﻪ ﻫﻤﺎﻏﻪ اﻧﺪازه ﺑﻪ د ﺟﻨګ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻧﻮي رﺿﺎﻛﺎران را ﭘﻴﺪاﻛﯧږي او د
وﺳﻠﯥ د ﻗﺎﭼﺎق ﻟﻪ ﭘﺎره ﺑﻪ ﻧﻮى ﻻرې ﻣﻮﻧﺪل ﻛﯧږي .ﻫﻐﻪ واﻳﻲ ﭼﯥ »دښﻤﻦ ﺑﻪ د وﺧﺖ ﭘﻪ ﺗﻴﺮﻳﺪو ﺳﺮه ﻧﻮر ﻫﻢ ﻗﻮي او ﻗﻮي ﺷﻲ .د ﻫﻐﻮى وﺳﻠﯥ ﺑﻪ ﻧﻮرې ﻫﻢ ﭘﺮﻣﺨﺘﻠﻠﻰ او اﻳډواﻧﺲ ﺷﻲ .ﺧﻮ ﭘﻪ اوس وﺧﺖ ﻛﯥ د ﺳﻮﺑﯥ ﻟﻪ
ﭘﺎره ﭼﺎﻧﺲ ،ﻟﻜﻪ ﭼﯥ ﻫﻴڅﻜﻠﻪ ﻫﻢ ښﻪ ﻧﻪ و ،ﭘﻪ ډاډﻣﻨﻪ ﺗﻮګﻪ ﻟﻪ ﻻﺳﻪ وﺗﻠﻰ دى (63) [«.
ﻫﻤﺪا راز د ﻳﻮه اﻓﻐﺎﻧﻲ اﻧټﺮﻧﻴټﻲ ﺳﺎﻳﺖ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻣﺸﺮ اﻧﺠﻨﻴﺮګﻠﺒﺪﻳﻦ
ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻫﻐﻪ اﻋﻼﻣﻴﻪ ﻛﯥ ﭼﯥ د ﻓﺒﺮوري ﭘﻪ دروﻳﺸﺘﻤﻪ ﻳﯥ د اﺳﻮﻳﺸﻴﺘډﭘﺮﻳﺲ ﻟﻪ ﻻرې ﭘﻪ
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ دﺧﭙﻞ ﺟﻬﺎدي ﺳﻨګﺮڅﺨﻪ ﺧﭙﺮه ﻛړې ،د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ څﺨﻪ ﻏﻮښﺘﻲ ﭼﯥ د وﺧﺖ د ﺿﺎﻳﻊ ﻛﻮﻟﻮ ﭘﺮﺗﻪ دې ﺧﭙﻞ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن څﺨﻪ و ﺑﺎﺳﻲ .ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ وﻳﺪﻳﻮ ﭘﻴﻐﺎم ﻛﯥ ﭼﯥ ﻧﻮى ﺧﭙﻮر ﺷﻮى
وﻳﻠﻲ دي ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د اوږدې ﻣﻮدې د ﺗﻢ ﻛﯧﺪو ﺗﻮان ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ورﻛړى او ډﻳﺮ ژر ﺑﻪ دﻏﻪ
128
ﻫﻴﻮاد او ﻋﺮاق دواړه ﭘﺮﻳږدي .ﻫﻐﻪ ﭘﻪ دﻏﻪ ﺑﻴﺎن ﻛﯥ وړاﻧﺪ وﻳﻨﻪ ﻛړى ﭼﯥ ګﻮﻣﺎن ګﻴږي ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن
راﺗﻠﻮﻧﻜﻰ ﻛﺎل د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن څﺨﻪ ووځﻲ .ﻫﻐﻪ وﻳﻠﻲ ﭼﯥ ﺗﺮ ﻫﻐﻮ ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ
د اﺷﻐﺎﻟګﺮو ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ څﻴﺮ ﭘﺎﺗﻪ وى ،ﻧﻮ ﺟﻨګ او ﺳﺘﻮﻧﺰې ﺑﻪ دوام وﻟﺮي (64) .
د روﺳﻴﯥ دﺳﻴﺎﺳﻲ او ﻧﻈﺎﻣﻲ ﻣﺴﺌﻮﻟﻴﻨﻮ ﺧﺒﺮې او د ﺧﭙﻠﻮ ﺗﺠﺮﺑﻮ ﭘﻪ رڼﺎﻛﯥ دﻏﻪ ﻧﻮى څﺮګﻨﺪوﻧﯥ او
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﻣﺸﻮرې ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ راﻣﺨﺘﻪ ﻛﯧږي ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ دګﻠﻮﺑﻼﻳﺰﺷﻦ ﺗﺮ ﻋﻨﻮان ﻻﻧﺪې ﭘﺮ
ټﻮﻟﻪ ﻧړۍ د ﺗﺴﻠﻂ او ﻗﺒﻀﯥ ﻫﻮډ ﻛړى .دا ﭼﯥ ﭘﻪ ﻋﺮاق او اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ورﺗﻪ څﻪ ﭘﻴښﻴږى ،او ﭘﻪ دﻏﻪ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﻛﯥ څﻮﻣﺮه اﻧﺴﺎﻧﺎن د ﺗﺒﺎﻫﻴﻮ او ﻫﻼﻛﺘﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﻣﺦ دي ،ﭘﺮواه ﻳﯥ ﭘﺮې ﻧﺸﺘﻪ او ﻧﻪ ﻻ ﺗﺮاوﺳﻪ ﭘﻪ
دﻳﯥ ﭘﻮ ﻫﻴﺪﻟﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د روﺳﻲ ﻋﺴﻜﺮو د ﺑﺮﺧﻪ ﻟﻴﻚ څﺨﻪ ﭘﻪ ګټﯥ اﺧﺴﺘﻮ ﺳﺮه ﺧﭙﻞ ځﺎﻧﻮﻧﻪ
ددې ګړوب څﺨﻪ وﻛﺎږي .
د) 2001زﻛﺎل ( راﻫﻴﺴﯥ ﭘﻪ ﻧړﻳﻮال ﺳﻴﺎﺳﺖ ﻛﯥ ﻧﻮي ﺑﺪﻟﻮﻧﻮﻧﻪ :
د دوزره ﺷﭙږ زﻳږدﻳﺰ ﻛﺎل ﭘﻪ ﻧﻮﻣﺒﺮ ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ ﭘﺎرﻟﻤﺎﻧﻲ ټﺎﻛﻨﻮ ﻛﯥ ﭼﯥ د ﺳﻨﺎاو ﻛﺎﻧګﺮس دواړو ﻟﻪ ﭘﺎره
ﺗﺮ ﺳﺮه ﺷﻮې ،د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺑﺶ ډﻟﻪ ﭘﻪ ﻧړۍ ﻛﯥ د ﺑﺶ د ﻧﺎﻛﺎﻣﻪ او ﺟﺎرﺣﺎﻧﻪ ﺳﻴﺎﺳﺘﻮﻧﻮ ﭘﺮ اﺳﺎس د ﭘﻮره ﻣﺎﺗﯥ ﺳﺮه ﻣﺦ ﺷﻮه ،ﻛﺎﻧګﺮس ﻫﻢ د ﺑﺶ ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﻓﺘﺢ ﻛړ او ﭘﻪ ﺳﻨﺎ ﻛﯥ ﻳﯥ ﻫﻢ د ﻳﻮې ﭼﻮﻛۍ ﭘﻪ ډﻳﺮښﺖ ﺳﺮه ﺧﭙﻞ
ﺑﺮى اﻋﻼن ﻛړ .ﭘﻪ دى ﻣﻨځﻨﻴﻮ ټﺎﻛﻨﻮ ﻛﯥ د ﺑﺶ ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﻫﻐﻪ ﺷﻌﺎروﻧﻪ ﺑﺪرګﻪ ﻛړل ﻛﻮم ﭼﯥ داﻣﺮﻳﻜﺎ وﻟﺲ
ورﺳﺮه ﻣﻴﻨﻪ اوﻋﻼﻗﻪ درﻟﻮده او ﻫﻐﻪ داﭼﯥ ﭘﻪ ﻋﺮاق ﻛﯥ ﺑﺎﻳﺪ ﺧﭙﻞ ﻣﻴﺸﺖ ﻋﺴﻜﺮ ژر ﺗﺮ ژره د ﻫﻐﻪ ﻫﻴﻮاد څﺨﻪ را ووﻳﺴﺘﻞ ﺷﻲ .ددې ﺗﺮ ﻣﺨﻪ د ﻋﺮاق د څﻴړﻧﻮ د ګﺮوپ ﺗﺮ ﻋﻨﻮان ﻻﻧﺪې د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻳﻮې ډﻟﯥ ﻣﺎﻫﺮﻳﻨﻮ ﻫﻢ
ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺗﺠﺰﻳﻮ او ﺗﺤﻠﻴﻠﻮﻧﻮ ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﻟﻪ اړﺧﻪ ﭘﺮ ﻋﺮاق ﻋﺴﻜﺮي ﻳﺮﻏﻞ ﻳﻮ ﻧﺎﻛﺎم ﻛﺎر وګﺎڼﻪ او وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺑﺶ ﺗﻪ ﻳﯥ ﻣﺸﻮره ورﻛړه ﺗﺮ څﻮ ﭘﻪ دى ﻫﻜﻠﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﭘﺎﻟﻴﺴۍ ﻛﯥ ﻧﻮى ﻧﻈﺮ وﻛړى .د اﻣﺮﻳﻜﺎ ددﻏﻪ
اﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺗﻮ ﭘﻪ ﻧﺘﻴﺠﻪ ﻛﯥ د ﺑﺶ ﭘﻪ اداره ﻛﯥ ﻫﻢ ﻧﻮي ﺑﺪﻟﻮﻧﻮﻧﻪ راﻏﻠﻞ .د دﻏﻪ ﻫﻴﻮاد د دﻓﺎع وزﻳﺮ راﻣﺴﻔﻴﻠډ د
ﺧﭙﻠﯥ دﻧﺪې څﺨﻪ ګﻮ ښﻪ ﻛړل ﺷﻮ .د ښﺎﻏﻠﻲ راﻣﺴﻔﻴﻠډ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ،وډوارډ ،ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻛﺘﺎب ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻲ ﭼﯥ]
ﻫﻐﻪ ﻳﻮ ﺿﺪى ،ﻧﺎاﻫﻞ او ﺳﺮزورى ﺷﺨﺼﻴﺖ دى وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺑﻮش ﭘﺮ ﻫﻐﻪ ﭘﻮره ﺑﺎور څﺮګﻨﺪ ﻛړى او ﻫﻐﻪ د
ﻋﺮاق د ﺟﻨګ ﺳﺮه ﻳﻮ ﻻزم اوﻣﻠﺰوم ﺣﺜﻴﺖ ﻟﺮي ﻧﻮ ﻛﻪ ﭼﯧﺮې راﻣﺴﻔﻴﻠډ ﺧﭙﻠﻪ دﻧﺪه ﭘﺮﻳږدي او ﻳﺎ د ﻫﻐﯥ څﺨﻪ ګﻮ ښﻪ ﺷﻲ ﻧﻮ دا ﺑﻪ د دﻏﻪ ﺟﻨګ د ﻣﺎﺗﯥ او ﺷﻜﺴﺖ ﺳﺮه ﻣﺘﺮادف وي[ .وډوارډ ،ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻛﺘﺎب ﻛﯥ د ﺑﻮش دﻣﻮﻗﻒ د ﻛﻤﺰوروﻳﻮ ذﻛﺮ ﻛړى او ﻫﻐﻪ ﻳﯥ ﭘﺪې ﻣﻼﻣﺖ ﻛړى ﭼﯥ دﺧﭙﻠﻮ ﻏﻠﻄﻮ ﺧﻴﺎﻻﺗﻮ د ﺗﺮدﻳﺪ ﭘﺮ ځﺎى ﻫﻐﻮ
ﺗﻪ د ﺧﺪاﻳﻲ ﻣﺸﻦ رﻧګ ورﻛﻮي ،واﺷګﻨﺘﻦ ﻛﯥ د ﻋﺮاق او اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺟﻨګ ﺧﺘﻤﻮﻟﻮ اﺳﺎﻧﻪ ﻻره داده ﭼﯥ
ﺑﻮش ددﯦﻤﻮﻛﺮات ګﻮﻧﺪ ﻟﻪ ﻟﻮړ ﭘﻮړو ﭼﺎرواﻛﻮ ﺳﺮه ﻏﻮږ وﺟﻨګﻮي او ﻟﻪ ﻫﻐﻮى څﺨﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﻋﺴﻜﺮو ﭘﻪ ﺑﻴﺮﺗﻪ را وﺗﻠﻮ ﻛﯥ ﻣﺮﺳﺘﻪ و ﻏﻮاړي .ﻛﯧﺪاى ﺷﻲ ﺑﻮش دﻏﻪ ﻻره ﻏﻮره ﻛړي (65) [.
د ﻫﻤﺪې ﺳﺘﻮﻧﺰې ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﻟﻴﻜﻮال رﻳﭽﺮډ ﻛﻮﻫﻦ ﻟﻴﻜﻲ ﭼﯥ] :ﻣګﺮ د ﻣﺴﻠﯥ د اﺻﻠﻲ ﺣﻞ ﻏﻮښﺘﻨﻪ
داده ﭼﯥ ﻣﺸﺮ ﺑﺶ ) دﻛﺸﺮ ﺑﺶ ﭘﻼر( ﻟﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﺑﻰ ﻏﻮرۍ څﺨﻪ ﻻس واﺧﻠﻲ اوﺧﭙﻞ زوى ﺗﻪ ښﻪ ﭘﻪ ګﻮﺗﻪ ﻛړي
ځﻜﻪ ﻫﻐﻪ ﻳﻮازې د ﺧﭙﻞ ﭘﻼر ﭘﻮرې ﺗړﻟﻰ ښﻜﺎري ﭼﯥ دا ﺑﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ وﻟﺲ ﻟﻪ ﺗﺒﺎه ﻛﻮﻟﻮ ﭘﺮﺗﻪ ﺑﻞ ﻫﻴڅ ﻧﻪ
وي[.
د راﻣﺴﻔﻴﻠډ د ګﻮ ښﻪ ﻛﯧﺪو وروﺳﺘﻪ دﻫﻐﻪ ځﺎى ﻧﺎﺳﺘﻰ د اﻣﺮﻳﻜﺎد ﺟﺎﺳﻮﺳۍ )ﺳﻰ ،اى ،اى ( ادارې
ﭘﺨﻮاﻧﻰ ﻣﺸﺮ راﺑﺮټ ګﻴټ ددﻓﺎع د ﻧﻮى وزﻳﺮﭘﻪ ﺗﻮګﻪ و ټﺎﻛﻞ ﺷﻮ.
129
د ګﻴټ ټﺎﻛﻨﯥ ﭘﻪ ﻧﻈﺎﻣﻲ او ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺣﺎﻻﺗﻮﻛﯥ د ﻋﺮاق دګﺮوپ د څﻴړوﻧﻮ ﭘﻪ اﺳﺎس ﻛﻮم ﺗﻐﻴﻴﺮ راﻧﻪ وﺳﺖ.
ﻫﻐﻪ ﺳﻴﻤﯥ ﺗﻪ د ﻟﻨډو ﻟﻨډو ﺳﻔﺮوﻧﻮ وروﺳﺘﻪ وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺑﺶ ﺗﻪ دا ﻣﺸﻮره ورﻛړه ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻳﻮﭼﺎﻧﺲ ﻟﺮي اوﻫﻐﻪ
داﭼﯥ د ﻋﺮاق ﻣﺮﻛﺰ ﺑﻐﺪاد ﺗﻪ د اﻣﻨﻴﺖ د راوﺳﺘﻠﻮ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﻳﻮﺷﭙﻴﺘﻪ زره او ﭘﻨځﻪ ﺳﻮه ﻧﻮر ﻋﺴﻜﺮ ور
واﺳﺘﻮى .د ﺑﺶ دﻏﻪ ﭘﺮﻳﻜړې د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ دواړو ﻏﻮﻧډو ،ﻛﺎﻧګﺮس او ﺳﻨﺎ ،ﻛﯥ ﻧﻮي ﻏﺒﺮګﻮﻧﻮﻧﻪ راوﭘﺎرول اوﭘﻪ دواړو ﻏﻮﻧډو ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎد وﻟﺴﻤﺸﺮ ددﻏﯥ ﭘﺮﻳﻜړې ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﺳﺨﺖ ﻋﻜﺲ اﻟﻌﻤﻠﻮﻧﻪ وښﻮول ﺷﻮل .د
اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻧﮋدې 66٪ﺷﭙږﺷﭙﻴﺘﻪ ﭘﻪ ﺳﻠﻮﻛﯥ د ﺑﺶ ددﻏﯥ ﭘﺮﻳﻜړې ﭘﻪ ﺧﻼف راﻳﻪ ورﻛړه .ﺧﻮ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ
وﻟﺴﻤﺸﺮ ﭘﺮ ﺧﭙﻞ ﺿﺪ ټﻴﻨګ وﻻړ دى ).(66
اوس ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ د وﻟﺴﻤﺸﺮۍ د ټﻮﻟټﺎﻛﻨﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻧﻮى ټﺎﻛﻨﻴﺰې ﻣﺒﺎرزې ﭘﻴﻞ ﺷﻮې دي
ﻧﻮ ددﯦﻤﻮﻛﺮات ګﻮﻧﺪ ﻛﺎﻧﺪﻳﺪى ﻣﻴﺮﻣﻦ ﻛﻠﻨﺘﻦ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻳﻮه اﻧﺘﺨﺎﺑﻲ ﻛﻤﭙﺎﻳﻦ ﻛﯥ د وﻟﺴﻤﺸﺮ څﺨﻪ و ﻏﻮښﺘﻞ
ﭼﯥ دﻋﺮاق څﺨﻪ دﺧﭙﻠﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻮ دﺑﻴﺮﺗﻪ راوﺳﺘﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﭘﻪ ﻧﻮي 90ورځﻮﻛﯥ ﺧﭙﻠﻪ ﭘﺮﻳﻜړه وﻛړي .د اﻣﺮﻳﻜﺎ
ﻛﺎﻧګﺮس ﻫﻢ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻳﻮه ﻧﻪ اﻟﺰاﻣﻲ ﭘﺮﻳﻜړه ﻛﯥ د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺑﺶ څﺨﻪ و ﻏﻮښﺘﻞ ﭼﯥ دﻋﺮاق څﺨﻪ دې د ﺧﭙﻠﻮ
ﻋﺴﻜﺮو دﻟﻴږﻟﻮ څﺨﻪ ډډه وﻛړي .ان ﺗﺮدې ﭼﯥ د ﻛﺎﻧګﺮس رﺋﻴﺴﯥ ﻧﻴﻨﺴﻲ ﭘﻠﻮﺳﻲ ،ﻏﻮﻧډې ﺗﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ وﻳﻨﺎ ﻛﯥ ووﻳﻞ ﭼﯥ ﻧﻮرددې وﺧﺖ وﻻړ ﭼﯥ ﭘﺮﻳﺰډﻧټ ﺑﺶ ﺗﻪ ﭘﻪ داﺳﯥ اﻣﻮرو ﻛﯥ ﺳﭙﻴﻦ ﭼﯧﻚ ورﻛړل ﺷﻲ .
د ﻋﺮاق او اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺑﺶ ﭘﻪ ډﻳﺮه ﺑﺪه وﺿﻌﻪ ﻛﯥ راګﻴﺮ دى .او ﻃﺒﻴﻌﻲ ده ﭼﯥ د ﻋﺮاق
څﺨﻪ د وﺗﻠﻮ وروﺳﺘﻪ ﻳﯥ ﺑﻴﺎ ﭘښﻪ ﭘﻪ ﺧﻠﻴﺞ او ﻋﺮﺑﻰ ﻫﻴﻮادو ﻛﯥ او ﻫﻤﺪا راز ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻫﻢ د ټﻴﻨﻜﯧﺪو
ﻧﻪ ﺑﺮﻳښﻲ .
دﺳﭙﻴﻨﯥ ﻣﺎڼۍ ﻣﺴﻮﻟﯧﻦ ﻟﻪ ﻳﻮه اړﺧﻪ ﭘﻪ داﺧﻞ ﻛﯥ ﻫﻢ داﻣﺮﻳﻜﺎ دوﻟﺲ او ﻫﻢ دﻛﺎﻧګﺮس او ﺳﻨﺎ دﻓﺸﺎر ﺳﺮه ﻣﺦ
دي ﺗﺮ څﻮ ﺧﭙﻞ ﭘﻮځﻮﻧﻪ ﻟﻪ ﻋﺮاﻗﻪ وﺑﺎﺳﻲ او ﻫﻢ د ﺧﭙﻠﻮ ﻫﻤﻐږو ﻣﻠګﺮو ﻟﻜﻪ ﭘﻪ ﻋﺮاق ﻛﯥ د اﻳﺘﻼﻓﻲ اﻧډﻳﻮاﻻﻧﻮ
ﺳﺮه او ﻫﻢ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﻧﺎټﻮ د ځﻮاﻛﻮﻧﻮﺳﺮه ﭘﻪ ﺳﺘﻮﻧﺰه ﻛﯥ اﺧﺘﻪ دي .ﻫﻤﺪاﻧﻦ د ﻓﺮوري ﭘﻪ ﻳﻮﻳﺸﺘﻤﻪ داﻧګﻠﻴﺲ ﺻﺪراﻋﻈﻢ ټﻮﻧﻲ ﺑﻠﻴﺮ اﻋﻼن وﻛړ ﭼﯥ ددې ﻛﺎل ﺗﺮ اﺧﺮه ﭘﻮرې ﺑﻪ د ﻋﺮاق څﺨﻪ د ﺧﭙﻠﻮ اوه زره
ﻋﺴﻜﺮو څﺨﻪ ﺗﺮ درى زرو ﺑﻴﺮﺗﻪ را وﻏﻮاړي ،د ﺑﻠﻴﺮ اﻋﻼن ﭘﺮ ﻫﺎﻟﻴﻨﺪ ﺑﺎﻧﺪې ﻫﻢ ﺳﻤﺪﺳﺘﻲ اﻏﻴﺰ وﻛړ او دﻏﻪ ﻫﻴﻮاد ﻫﻢ ووﻳﻞ ﭼﯥ ددې ﻛﺎل ﺗﺮ اګﺴﺖ ﭘﻮرې ﺑﻪ ﺧﭙﻞ ﻫﻐﻪ ﭘﻨځﻪ ﺳﻮه ﭘﻨځﻮس ﻋﺴﻜﺮ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻋﺮاق ﻛﯥ ﻳﯥ
ﻟﺮي ﺑﻴﺮﺗﻪ ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد ﺗﻪ راوﺑﻠﻲ .د اﻧګﻠﻴﺲ او ﻫﺎﻟﻨﺪ دﻏﻪ اﻋﻼﻧﻮﻧﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ ﺳﻴﺎﺳﺖ او ﻫﻢ ﭘﻪ ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺳﺎﺣﻪ ﻛﯥ د ﻫﻐﯥ ﭘﻪ ﻋﺴﻜﺮ ي ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪې ډﻳﺮه زﻳﺎﺗﻪ ﻣﻨﻔﻲ اﻏﻴﺰه ﻟﺮي ،ځﻜﻪ دا اﻋﻼﻧﻮﻧﻪ ﭘﻪ داﺳﯥ وﺧﺖ
ﻛﯥ وﺷﻮل ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ وﻟﺴﻤﺸﺮ د ﺧﭙﻞ وﻟﺲ او د ﻫﻐﯥ ﻫﻴﻮاد د ﺳﻨﺎاو ﻛﺎﻧګﺮس د ﻏﻮﻧډو د ﭘﺮﻳﻜړو ﭘﻪ
ﺧﻼف ،ﻋﺮاق ﺗﻪ د ﻧﻮرو زرګﻮﻧﻮ ﻋﺴﻜﺮو د ﻟﻴږﻟﻮ ﺗﺼﻤﻴﻢ ﻧﻴﻮﻟﻰ .او ﭘﻪ ﻫﻤﺪې وﺧﺘﻮ ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ
ﺗﻠﻔﺎت او ﺿﺎﻳﻌﺎت ﻫﻢ ﭘﻪ ﻋﺮاق ﻛﯥ او ﻫﻢ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ورځ ﭘﻪ ورځ زﻳﺎﺗﻴږي او ﻫﺮه ورځ دﻏﻪ ﻫﻴﻮاد ﺗﻪ د ﻣړو ﻛڅﻮړې ،ﭼﯥ ﻣﻠﺖ ﻳﯥ ﺗﺮﻳﯥ ﻧﻔﺮت ﻟﺮي ،ور رواﻧﯥ دي .د زﺧﻤﻴﺎﻧﻮ ﺷﻤﻴﺮه ﻳﯥ ورځ ﭘﻪ ورځ زﻳﺎﺗﻴږي او ﭘﻪ ﻃﺒﻴﻌﻲ ﺗﻮګﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ اﻗﺘﺼﺎدي ﺗﻮګﻪ زﻳﺎﻧﻮﻧﻪ ﻧﻮر ﻫﻢ ډﻳﺮښﺖ ﻣﻮﻣﻲ .
ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ د ﺳږﻛﺎل د ﭘﻴﻼﻣﯥ ﺳﺮه ﺳﻢ او ﻫﻢ ﭘﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﻛﯥ د ډﻳﻤﻮﻛﺮات ګﻮﻧﺪ د ﺑﺮي د ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛﻮﻟﻮ وروﺳﺘﻪ د
ﺳﭙﻴﻨﯥ ﻣﺎڼۍ ﻣﺴﻮﻟﯧﻨﻮ ﺗﺼﻤﻴﻢ وﻧﻴﻮ ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن او ﻋﺮاق ﺟﻨګﻮﻧﻪ ﺑﺎﻳﺪ د ﻫﻤﺪې ﻫﻴﻮاد د وګړو ﭘﻪ
واﺳﻄﻪ ﭘﺮ ﻣﺦ ﺑﻮځﻲ او ﭘﻪ دې اﺳﺎس ﻳﯥ ﻫﻢ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻟﻪ ﭘﺎره د ﻟﺲ ﻋﺸﺎرﻳﻪ ﺷﭙږ ﻣﻴﻠﻴﺎردو ډاﻟﺮو ﺑﺴﭙﻨﻪ
ﭼﯥ ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺗﻮﻛﻲ ﭘﻪ ﻛﯥ ﻫﻢ ﺷﺎﻣﻞ دي اﻋﻼن ﻛړه او ﻫﻢ ﻳﯥ د ﻋﺮاق ﻟﻪ ﭘﺎره ﻧﮋدې اﺗﻴﺎ ﻣﻴﻠﻴﺎدره ډاﻟﺮ د ﻫﻐﯥ
130
ﻫﻴﻮاد د ﻋﺴﻜﺮي او ﭘﻮﻟﻴﺴﻲ و ګړو د روزﻧﯥ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ اﻋﻼن ﻛړه .اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ ﻳﯥ دﻏﻪ ﺗﻮﻛﻲ ﭘﺮﺗﻪ ﻟﻪ دې
ﭼﯥ ددﻏﻪ ﻫﻴﻮاد ددﻓﺎع وزارت ﭘﺮې ﺧﺒﺮﺗﻴﺎ وﻟﺮي ور وﻟﻴږل او ﻫﻢ ﻳﯥ د ﺧﭙﻠﻮﭘﺨﻮاﻧﻴﻮ ﭘﺎﻟﻴﺴﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف
اﻋﻼن وﻛړ ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻋﺴﻜﺮي ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﺷﻤﻴﺮه ﺑﻪ ﻟﻮړوي او د ﭘﻮﻟﻴﺴﻮ روزﻧﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻧﻮره ﻫﻢ ښﻪ
ﻛﻮي .ځﻜﻪ ﭘﺨﻮا ﭼﯥ د ﻫﻴﻮاد ﺣﺎﻻت ﺳﺎړه و ،،ﻧﻮ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺑﻴﺎ ﺑﻴﺎ وﻳﻞ ﭼﯥ دﻟﺘﻪ د ﻋﺴﻜﺮي ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د
ډﻳﺮښﺖ ﻟﻪ ﭘﺎره اړﺗﻴﺎ ﻧﺸﺘﻪ ﻳﻮازې ﭘﻮﻟﻴﺲ ﺑﺎﻳﺪ روزﻧﻪ وﻣﻮﻣﻲ ﺗﺮ څﻮ اﻣﻨﻴﺖ ﺧﻮﻧﺪي وﺳﺎﺗﻲ .ﺧﻮ د ﻫﻐﻪ
اﺣﺼﺎﻳﯧﻮ او راﭘﻮروﻧﻮ ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ ﭼﯥ ددﻓﺎع د وزارت او د ﻛﻮرﻧﻴﻮ ﭼﺎرو د وزارت ﻟﻪ اړﺧﻪ ﺧﭙﺎره ﺷﻮي وﻳﻞ
ﻛﯧږي ﭼﯥ دﻏﻪ روزل ﺷﻮي ﻛﺴﺎن ،د روزﻧﯥ وروﺳﺘﻪ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﺧﭙﻞ ټﻮﭘﻚ ﻟﻪ ځﺎﻧﻪ ﺳﺮه وړي او ﺑﻴﺎدﻧﺪې ﺗﻪ ﻧﻪ
ﺣﺎﺿﺮﻳږي .ﻫﻤﺪا ﺗﻴﺮه ﻣﻴﺎﺷﺖ د ﻛﻮرﻧﻴﻮ ﭼﺎرود وزارت ﻳﻮه ﻣﺴﻮل اﻋﻼن وﻛړ ﭼﯥ د ﺗﺮورﻳﺰم ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ روزل ﺷﻮي ﭘﻮﻟﻴﺴﻮ ﺧﭙﻞ ټﻮل وﺳﺎﻳﻞ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ ﻧﻘﻠﻴﻪ وﺳﺎﻳﻞ ﻫﻢ ﺷﻼﻣﻞ دي ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ورﻛړي او وﻳﻞ ﻛﯧږي
ﭼﯥ دﻏﻪ وﺳﺎﻳﻞ ټﻮل ﭘﻠﻮرل ﺷﻮي وي .د ﻣﻠﻲ اردو ﺗﺮﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې ﭼﯥ ﻛﻮم وګړي روزل ﻛﯧږي ﻫﻐﻮى ﻫﻢ ﻛﻪ د ﺳﻴﻤﻪ اﻳﺰو اوﻳﺎ ﻗﻮﻣﻲ ﺟﻨﺠﺎﻟﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ د ﺑﻞ د وژﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺗﻴﺎر ﻧﺸﻲ ﻧﻮ ﺣﺎﺿﺮ ﻧﻪ دي ﭼﯥ دﻫﻴڅ ﻟﻪ ﭘﺎره
ځﺎﻧﻮﻧﻪ ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ورﻛړي .
د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ اړه د ﻛﺎﻧﺎډا ﭘﻪ ﺳﻴﺎﺳﺖ ﻛﯥ ﻫﻢ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ اوﺳﻨﻲ ﻛﺎردود ﺑﺎﻧﺪې ﻧﻴﻮﻛﯥ ﺗﺮﺳﺘﺮګﻮ
ﻛﯧږي ،او ددې ﻫﻴﻮاد ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﺷﻨﻮﻧﻜﻲ اوﺳﻴﺎﺳﺖ ﭘﻮﻫﺎن ﭘﻪ دې اﻧﺪ دي ﭼﯥ:
»وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺑﺶ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺟګړې ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﻧﻮې ﺳﺎه واﺧﺴﺘﻪ ،اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ د درﻳﺰره ﭘﻨځﻪ ﺳﻮه ﻧﻮرو
ﺳﺮﺗﻴﺮو ﭘﻪ ﻟﻴږﻟﻮ ﺳﺮه ﻳﯥ ،د ﻛﺎﻧﺎډاﻳﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره دا ﺳﺘﻮﻧﺰﻣﻨﻪ ﻛړه ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن څﺨﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﭘښﯥ راﺳﭙﻜﯥ
ﻛړي .دﻟﺘﻪ ﻫﻐﻪ څﻪ ﭼﯥ ﻣﻬﻢ دي ﻫﻐﻪ دا ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ ﻣﺦ ورګﺮزوﻟﻰ دى .ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ
دا د ﻫﻐﻪ اﺻﻠﻲ ﭘﻼن ﺑﺮﺧﻪ ﻧﻪ ده ،د ﻛﻮم ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﭼﯥ څﻪ ﻣﻮده ﻣﺨﺘﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ،ان د ﺧﭙﻠﻮ ﻣﻴﺸﺘﻮ
ﻳﻮوﻳﺸﺖ زره ﺳﺮﺗﻴﺮو د ﻛﻤښﺖ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﺧﺒﺮې ﻛﻮﻟﯥ .ﭘﻪ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﻧﻈﺮ داو ﭼﯥ ﻫﻐﻮى ﺑﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺧﭙﻠﻮ ﻧﮋدې ﻣﻠګﺮو ﻟﻜﻪ ﻛﺎﻧﺎډاﺗﻪ ﭘﺮﻳږدي او ﺧﭙﻞ ﻣﺦ ﺑﻪ ﭘﻪ ﭘﻮره ﺗﻮګﻪ دﻋﺮاق ﭘﻪ ﻟﻮر ورواړوي .ﭘﻪ
ﻫﻤﺪې ﻣﻨﻈﻮر اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د ﺧﭙﻠﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﻗﻮﻣﺎﻧﺪه ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﻧﺎﺗﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﺗﻪ وﺳﭙﺎرﻟﻪ .ﺧﻮ دا
ﻫﺮ څﻪ د ﻛﺎﻧګﺮس د ټﺎﻛﻨﻮ ﺗﺮ ﻣﺨﻪ و ،ﻳﻌﻨﻰ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﭼﯥ وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺑﺶ ﻓﻜﺮ ﻛﺎوه ﭼﯥ اوس ﻫﻢ د ﻋﺮاق ﭘﻪ
ﻫﻜﻠﻪ ازاد ﻻس ﻟﺮي .او ﻓﻜﺮ ﻳﯥ ﻛﺎوه ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺑﻪ دﻏﻪ ﻧﺎاراﻣﻪ ﻫﻴﻮاد ارام ﻛړي .ﺧﻮ اوس ﭼﯥ ﻛﺎﻧګﺮس د دﯦﻤﻮﻛﺮاﺗﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﺧﻮا ﻛﻨﺘﺮوﻟﻴږي ،ﻧﻮ ﺟﻤﻬﻮري اړﺧﻪ ﺑﻮش اوس ﻫﻐﻪ ازاد ﻻس ﻧﻠﺮي ﭼﯥ د ﻛﻮم ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﻳﯥ
ﻓﻜﺮ ﻛﺎوه .اوس ﻫﻐﻪ څﻪ ﭼﯥ ډﻳﺮ روښﺎﻧﻪ دي ﻫﻐﻪ دا ﭼﯥ ،ﻫﻴڅﻜﻠﻪ ﺑﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻋﺮاق ﻛﯥ ﺳﻮﺑﻤﻦ ﻧﻪ ﺷﻲ .ﻫﻐﻪ
اوس ﭘﻪ دې وﻳﺮه ﻛﯥ دى ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺑﻪ ﻟﻮﻣړي اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ وﻟﺴﻤﺸﺮ وي ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺟﻨګ ﻳﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ اراده
ﻳﯥ ﭘﻴﻞ ﻛړى و ،ﺑﻴﻪ ﻛړي(67) .
دداﺳﯥ ﻳﻮ ﺳړي ﻟﻪ ﭘﺎره ،ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ځﺎن د ﺟﻨګ د وﺧﺖ وﻟﺴﻤﺸﺮ ګڼﻲ ،دا ډﻳﺮه ګﺮاﻧﻪ ده ﭼﯥ دا ډول ﻣﺎﺗﯥ
وزﻏﻤﻲ .داﺑﻪ څﻨګﻪ د ﻳﻮ داﺳﯥ وګړي ﻟﻪ ﭘﺎره ﻣﻤﻜﻦ وي ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ځﺎن د ټﻮﻟﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﻋﻤﻮﻣﻲ ﻗﻮﻣﺎﻧﺪان ګڼﻲ ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﺧﭙﻞ دﻓﺘﺮ ﭘﺮﻳږدي ﭼﯥ ﭘﻪ ﻧړۍ ﻛﯥ ﻳﯥ ﺧﻮ ﻟږ ﺗﺮﻟږه ﭘﻪ ﻳﻮه ﺟﻨګ ﻛﯥ ﺑﺮﻳﺎ ﻣﻮﻧﺪﻟﻰ وي .
د ﻟږ څﻪ وﺧﺖ ﻟﻪ ﭘﺎره دا ﻣﻤﻜﻦ وه ﭼﯥ اﻳﺮان ﺑﻪ ورﺗﻪ دا ډول زﻣﻴﻨﻪ ﺑﺮاﺑﺮه ﻛړې واى .دا ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ
ﺗﻴﺮ ﭘﺴﺮﻟﻰ واﺷګﻨﺘﻦ ﭘﺮ ﻟﺒﻨﺎن ﺑﺎﻧﺪې د اﺳﺮاﻳﯧﻠﻮ د ﺑﺮﺑﻨډ ﺗﻴﺮي ﻣﻼﺗړ وﻛړ ﺗﺮ څﻮﺗﻞ اﺑﻴﺐ ﻫﻠﺘﻪ د اﻳﺮان ﻟﺨﻮا د ﺑﺴﭙﻨﻪ اﺧﺴﺘﻮﻧﻜﻲ ﺣﺰب اﷲ ﻧﻈﺎﻣﻲ ځﻮاك ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ﻳﻮﺳﻲ .ﺧﻮ اﺳﺮاﻳﯧﻠﻮ دا ﻛﺎر ﺗﺮ ﺳﺮه ﻧﻜړاى ﺷﻮ.اﻣﺎ ﺑﺶ
131
د اﻳﺮان ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﻫﻤﺎﻏﺴﯥ ﭘﺎﺗﻪ ﺷﻮ .ﻫﻐﻪ ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ دﻋﺎم وژﻧﯥ د وﺳﻠﻮ د درﻟﻮدﻟﻮ ﭘﺨﻮاﻧﻰ ﻗﻤﺎر راﺗﺎزه ﻛړ او دﻟﻴﻞ ﻳﯥ وړاﻧﺪې ﻛﺎوه ﭼﯥ اﻳﺮان ﻫڅﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ ﻫﺴﺘﻮي وﺳﻠﻪ ﺟﻮړه ﻛړي او دا د ﻧړۍ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺗﻬﺪﻳﺪ دى .د
ﺑﺶ دﻏﻪ اﺳﺘﺪﻻل اروﭘﺎﻳﺎﻧﻮ واﻧﺨﺴﺖ .
د ﻛﺎﻧﺎډا او د ﻧﺎټﻮ ﻧﻮرو ﻏړو ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﺗﻪ دا ډﻳﺮ ډاډﻣﻦ ﺧﺒﺮ دى ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﻏﻮاړي ﺑﺎﻻﺧﺮه ﺧﭙﻞ ټﻮل
ځﻮاك اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ځﺎى ﭘﺮ ځﺎى ﻛړي او ﭘﻪ دې ﺗﺮﺗﻴﺐ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻣﺨﺎﻟﻔﺖ ﻟﻪ ﻣﺎﺗﯥ ﺳﺮه ﻣﺦ ﻛړي .ﺧﻮ
ﺣﻘﻴﻘﺖ دادى ﭼﯥ دا ﺧﺒﺮه ﻫﻴڅﻜﻠﻪ ﻫﻢ ﺻﺤﻴﺢ ﻧﻪ ﺑﺮﻳښﻲ .ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﺷﻮروي اﺗﺤﺎد ﻫﻢ ﻫﻤﺪاﺳﯥ ﺗﻴﻮرى او ﻧﻈﺮ
ﺧﭙﻞ ﻛړى و ﻫﻐﻮى ﭘﻪ) 1979زﻛﺎل(ﻛﯥ ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې ﺗﻴﺮى وﻛړ اوﻫﻠﺘﻪ ﻳﯥ ﻟﻜﻪ د اوﺳﻨﻲ وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺣﺎﻣﺪ ﻛﺮزي ﭘﻪ څﻴﺮ ﺧﭙﻞ ﻻس ﭘﻮڅﻰ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺟﻮړ ﻛړ .ﺗﺮڅﻮ ﻣﺨﺎﻟﻒ ﻏﻮرځﻨګ ﻟﻪ ﭘښﻮ و ﻏﻮرزوي او د
ښځﻮ ﺣﻘﻮﻧﻪ ﻫﻐﻮى ﺗﻪ ﺑﻴﺮﺗﻪ ورﻛړي .ﺧﻮ ﺗﺎرﻳﺦ دا وښﻮوﻟﻪ ﭼﯥ روﺳﺎن ﻧﺎﻛﺎم ﺷﻮل.
ﻫﻤﺪاراز ﺗﺎرﻳﺦ واﻳﻲ ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ وﻟﺲ د ﻣړو د ﺧﻠﺘﻮ د راوړوﻟﻮ څﺨﻪ ﻧﻮر ﭘﻪ ﺗﻨګ راﻏﻠﻰ او ﻧﻮر ﺣﺎﺿﺮ ﻧﻪ
دى ﭼﯥ دې ﺧﻠﺘﻮ او ﭘﻪ ﺧﻠﺘﻮ ﻛﯥ را ﻧﻐښﺘﻮ ﻣړو ﻋﺴﻜﺮو ﺗﻪ ښﻪ راﻏﻼﺳﺖ وواﻳﻲ .ﺧﻮ دا ټﻮل ﻫﺮ څﻪ د
راﺗﻠﻮﻧﻜﻲ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ دى .ﺧﻮﺣﻘﻴﻘﺖ دادى ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن اوس ﺑﻴﺮﺗﻪ راﺗﻠﻮﻧﻜﻲ دي .
د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺑﺶ د ﺧﺒﺮو ﺗﺮ ﻣﺨﻪ ،دﻛﺎﻧﺎډا ﻟﻮړې ﻃﺒﻘﯥ ﻏﻮښﺘﻞ ﭼﯥ دﺧﭙﻠﻮ ﻋﺴﻜﺮو د ﺑﻴﺮﺗﻪ راوﺗﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻻره
و ﻟټﻮي ،ان ﺗﺮ دې ﭼﯥ ﺗﻴﺮه اوﻧۍ دﻛﺎﻧﺎډا د ﺳﻨﺎ دﻛﻤﻴټﯥ راﭘﻮر ﻛﯥ وﻳﻞ ﺷﻮي و ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﺻﻮرت ﻛﯥ ﭼﯥ
ﻧﻮر ﻫﻴﻮادوﻧﻪ ﻧﻪ ﻏﻮاړي اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ ﻧﻮر ﻋﺴﻜﺮ واﺳﺘﻮي ﻧﻮ ﺑﻴﺎوﻟﯥ ﻛﺎﻧﺎډاﻳﻲ ﻋﺴﻜﺮ ﻫﻠﺘﻪ وﻣﺮى.
اوس ﭼﯥ زﻣﻮﻧږ ﺳﺘﺮ ﻣﻠګﺮي ﻳﻮ ﻗﺪم ﻣﺨﺘﻪ ﻛﯧښﻴښﻮد ،ﻧﻮاوس ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ ﻫﻢ ﻛﻮﻣﻪ ﺑﺎﻧﻪ ﻧﻪ ده ﭘﺎﺗﻪ .ﻣګﺮ داﭼﯥ
د ﻛﺎﻧﺎډا ﻣﻔﻜﺮﻳﻦ ﻳﻮځﻞ ﺑﻴﺎ ددﻏﻪ ﺟﻨګ ﭘﻪ واﻗﻌﻴﺘﻮﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﻟﻪ ﺳﺮه ﻏﻮر وﻛړي ،او ﻛﻪ ﻧﻪ زﻣﻮﻧږ ﻣﻘﺪر ﺑﻴﺎ ﻫﻤﻠﺘﻪ د ﭘﺎﺗﻪ ﻛﯧﺪو دى(68) .
د ټﻮرﻧټﻮﺳﻦ د ورځﭙﺎڼﯥ ﻣﺸﻬﻮر ﻟﻴﻜﻮال )ارﻳﻚ ﻣﺎرګﻮﻟﻴﺲ( ﺗﺮ دې ﺳﺮﻟﻴﻚ ﻻﻧﺪې ﭼﯥ »وﺧﺖ د
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﭘﺮﻳښﻮدﻟﻮ دى« ﻟﻴﻜﻲ ﭼﯥ :
دا ﭼﯥ ﺻﺪراﻋﻈﻢ دا ﻣﻨﻲ ﭼﯥ دﻏﻪ ﺟﻨګ ﻧﻪ ﺷﻲ ګټﻞ ﻛﯧﺪاى ،ﻧﻮ ﻛﺎﻧﺎډاﻳﻲ ﭘﻮځﻴﺎن ﻫﻠﺘﻪ ﻧﻮر څﻪ ﻛﻮي ؟
ﺧﻮرا ډﯦﺮ وﺧﺖ ﻳﯥ وﻧﻴﻮ ﭼﯥ ﺻﺪراﻋﻈﻢ ﺳټﻴﻔﻦ ﻫﺎرﭘﺮ ﺑﺎﻻﺧﺮه اﻋﺘﺮاف وﻛړ ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دا ﺟګړه ﻧﻪ ﺷﻲ ګټﻞ ﻛﯧﺪاى .ﻫﻮ ،ﺗﺮ ﻫﻴڅ ﺧﻮ ﻫﻤﺪا ﻧﺎوﺧﺘﻪ ﻫﻢ ښﻪ دى .ﻫﺎرﭘﺮ ﺑﻴﺎ ﻫﻢ ځﻜﻪ د ﺳﺘﺎﻳﻨﯥ وړ دى ﭼﯥ ﺣﻘﻴﻘﺖ ﻳﯥ
وﻣﺎﻧﻪ او ﻛﺎﻧﺎډاﻳﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﻳﯥ رښﺘﻴﺎ ووﻳﻞ .
ﻛﻪ دا ﺟﻨګ ﻧﺸﻲ ګټﻞ ﻛﯧﺪاى ،ﻧﻮ ﺑﻴﺎ وﻟﯥ د ﻛﺎﻧﺎډاﻳﻲ ﭘﻮځﻴﺎﻧﻮ ژوﻧﺪ ﭼټﻲ د ﺧﻄﺮ ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ دى ؟ دا ﭼﯥ ﻫﻤﺪا ﺷﻌﺎر ﻫﻠﺘﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﺮ دﯦﻮاﻟﻮﻧﻮ ﻟﻴﻜﻠﻰ ،ﻧﻮ وﻟﯥ ﻻ ﻧﻮر ﻫﻢ ځﺎﻧﻮﻧﻪ د دې ﺧﻄﺮ ﭘﻪ ﺧﻮﻟﻪ ﻛﯥ ورﻛﻮو؟
وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺑﺎرك اوﺑﺎﻣﺎ ﻫﻢ ﭼﯥ ﻏﻮاړي ﻧﻮر 30000ﭘﻮځﻴﺎن اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ وﻟﻴږي ،ﺑﺎﻳﺪ ﻟﻪ ځﺎﻧﻪ ﻫﻤﺪا ﭘﻮښﺘﻨﯥ وﻛړي .
ﻣﻮږ ﺑﺎﻳﺪ ﻟﻪ ځﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﺳﭙﻜﻮ وﺳﻠﻮ د ﻫﻐﻮ ﻏﺮﻧﻴﻮ ﻗﺒﺎﻳﻠﻲ ﺧﻠﻜﻮ ﭘﻪ ﺿﺪ د دې زﻳﺎﺗﯧﺪوﻧﻜﯥ ﺧﻮﻧړۍ
ﺟګړې ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﻓﻜﺮ وﻛړو ﭼﯥ ﻫﺮه ورځ څﻠﻴﺮوﻳﺸﺖ ﺳﺎﻋﺘﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ځﻮاك ﺗﺮ درﻧﻮ ﺑﻢ ورﻳﻮ ،ﺟټ او
ﻫﻠﻴﻜﻮﭘﺘﺮوﻧﻮ ،ﺗﻮپ ﻟﺮوﻧﻜﻮ اې ﺳﻲ 130ﻧﻮﻣﻮ اﻟﻮﺗﻜﻮ ،وژوﻧﻜﻮ ﺑﯥ ﭘﻴﻠﻮټﻪ ﻃﻴﺎرو او د درﻧﻮ ﺗﻮﭘﻮﻧﻮ ﺗﺮ
ﻣﻬﻠﻜﻮ ﺣﻤﻠﻮ ﻻﻧﺪې ﺷﭙﯥ ﺳﺒﺎ ﻛﻮي .آﻳﺎ ﻣﻮږ ﭘﻪ رښﺘﻴﺎ ﻫﻢ د ﻫﻐﻮ ﺧﻠﻜﻮ ټﻴﻨګ ﻋﺰم ازﻣﻮﻳﻮ ﭼﯥ ﻫﻐﺴﯥ ﻏﻮﻧﭽﯥ اى ﺑﻤﻮﻧﻪ ﺗﺤﻤﻞ ﻛﻮي ﭼﯥ ﭘﻪ زرګﻮﻧﻮ ﺗﯧﺮې ټﻮټﯥ او ﻫﻐﺴﯥ ﺳﭙﻴﻦ ﻓﺎﺳﻔﻮرس ﻟﺮي ﭼﯥ ﺗﺮ ﻫډوﻛﻮ
132
ﭘﻮرې ټﻮﻟﯥ ﻏﻮښﯥ ﺳﻮځﻮي او داﺳﯥ ﺗﻮَښ ﺗﻨﻔﺲ ﻛﻮي ﭼﯥ ﺳږي څﻴﺮې ﻛﻮي او ﺑﺪﻧﻮﻧﻪ ټﻮټﻪ ټﻮټﻪ ﻛﻮي ؟ آﻳﺎ د ﻛﺎﻧﺎډا ﻟﺨﻮا ﺑﻪ د ﺷﻮروي ﺳﺎﺧﺘﻪ ﻫﻠﻴﻜﻮﭘﺘﺮوﻧﻮ او اﺳﺮا ًﻳﻴﻠﻰ ﺳﺎﺧﺘﻪ ﺑﯥ ﭘﻴﻠﻮټﻪ ﻃﻴﺎرو اﺳﺘﻌﻤﺎل د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ
زړوﻧﻪ وګټﻲ ؟
زﻣﻮږ ﭘﺮوﭘﺎګﻨډ ﭘﺮ دﻏﻮ ﭘښﺘﻨﻲ ﻗﺒﺎﻳﻠﻴﺎﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪې د » ﺗﺮورﻳﺴټﻮ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ « ټﺎﭘﻪ وﻫﻲ .ﺧﻮ ﻫﻐﻮى ځﺎﻧﻮﻧﻪ ﻫﻐﻪ
ﺟﻨګﻴﺎﻟﻲ ﺑﻮﻟﻲ ﭼﯥ د ﻟﻮﻳﺪﻳځﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ او د دوى د ﻣﺤﻠﻲ ﻛﻤﻮﻧﻴﺴټﻮ ،ﺗﺎﺟﻜﻮ او ازﺑﻜﻮ ﻣﻠګﺮو ﭘﻪ ﺿﺪ
ﺟﻨګﻴږي .د اﻟﻘﺎﻋﺪه څﻮ ﺳﻮه ﻏړي ډﯦﺮ ﻣﺨﻜﯥ ﻻ ﻣﺤﻮه ﺳﻮي دي .
زﻣﻮږ دا اﺣﻤﻘﺎﻧﻪ ادﻋﺎګﺎﻧﯥ ﭼﯥ واﻳﻮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻣﻮ د ښځﻮ د ﺳﺎﺗﻨﯥ ﭘﻪ ﻏﺮض ﻧﻴﻮﻟﻰ ،ﭘﻪ اﺻﻞ ﻛﯥ د
ﻟﻮﻳﺪﻳځ ﺗﺮ واك ﻻﻧﺪې د اﻓﻐﺎﻧﻲ ښځﻮ د ﭘﺮﻟﻪ ﭘﺴﯥ ﺑﺪې ورځﯥ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﻣﻨﻞ ﻛﯧږي .ﻳﻮ ﺑﺮﺗﺎﻧﻮئ ﺗﺎزه راﭘﻮر واﻳﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻨﺪوﺳﺘﺎن ﻛﯥ ﻫﺮ ﻛﺎل ﻳﻮ ﻟﻚ ) ﺳﻞ زره ( ښځﯥ د ﺧﭙﻠﻮ ﻫﻐﻮ ﻛﻮرﻧﻲ ﺳﺎﻣﺎن آﻻﺗﻮ ﻟﻪ درﻛﻪ ﭼﯥ د
ﺧﭙﻞ ﻣﻴړه ﻛﻮر ﺗﻪ ﻳﯥ ورﺳﺮه راوړي ،ژوﻧﺪۍ ﺳﻮَځﻞ ﻛﯧږي .ﭼﯥ داﺳﯥ ده ،ﻧﻮ ﻣﻮږ ﺑﺎﻳﺪ ﻫﻨﺪ ﺗﻪ ﻫﻢ ﺧﭙﻞ ﭘﻮځﻮﻧﻪ وﻟﻴږو ؟
ﺻﺮف ﻟﻮﻣړﻧﻰ ګﺎم ـ
د دې ﺧﺒﺮې ﻣﻨﻞ ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎ او ﻧﺎټﻮ اﻓﻐﺎن ﻣﻘﺎوﻣﺖ د ﺗﺴﻠﻴﻤﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﻏﺮض ﻧﺸﻲ ﻣﺎﺗﻮﻻى ،ﺻﺮف ﻟﻮﻣړﻧﻰ ګﺎم
دى .ﻧﻮ دا ﭼﯥ ﻣﻮږ ﻳﯥ ﻧﻪ ﺷﻮ ګټﻼى ،ﻏﻮره دا ده ﭼﯥ ﻛﺎﻧﺎډاﻳﻲ ﭘﻮځﻴﺎن ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ اډو ﻛﯥ ﭘﺎﺗﻪ ﺳﻲ ،ﺧﭙﻠﯥ
ﻳﺮﻏﻠﻴﺰه ګﺰﻣﯥ ودروي ،او د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﺮ ﻣﻼﺗړو او ﭘﻪ ﻣﻠﻜﯥ ﺧﻠﻜﻮ ﺣﻤﻠﯥ ﺑﻨﺪې ﻛړي .د ﻧﺎټﻮ ﻧﻮر ﻏړي ﻫﻢ
ﺑﺎﻳﺪ ﻛټ ﻣټ ﻫﻤﺪا ﻛﺎر وﻛړي .ورﭘﺴﯥ ګﺎم دا دى ﭼﯥ ﺑﺎﻳﺪ ﭘﻮه ﺳﻮ ﭼﯥ ﺟګړې د دې ﻟﭙﺎره ﻧﻪ وي ﭼﯥ ﻳﻮازې ﺧﭙﻞ دښﻤﻨﺎن ووژﻧﻲ ،ﺑﻠﻜﯥ ﻫﻐﻪ د ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻫﺪﻓﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻏﺮض راﭘﻴﻠﻴږي . د ﻧﺎټﻮ د ﻏړو ﻫﻴﻮادو ﺳﺘﻮﻧﺰې او ﭘﻪ دى ﻫﻜﻠﻪ ﭘﻮ ښﺘﻨﯥ :
ﻣﺸﻬﻮر اﻧګﻠﻴﺴﻲ ﻟﻴﻜﻮال او ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺷﻨﻮﻧﻜﻰ ) ،ﭘټﺮﻳﻚ ﺳﻴﯧﻼ ( Patrick Sea- eﭘﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﺷﻨﻨﯥ ﻛﯥ ﭼﯥ د ﻓﺮوري ﭘﻪ اﺗﻤﻪ ﺧﭙﺮه ﺷﻮې د )اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ،ﻳﻮﻧﻪ ګټﻮﻧﻜﻰ ﺟﻨګ( ﺗﺮ ﻋﻨﻮان ﻻﻧﺪې ﻟﻴﻜﻲ ﭼﯥ :
ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﻧﺎﺗﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ د ﻳﻮه ﺳﺨﺖ ،داﺧﻠﻲ ګﻮرﻳﻼﻳﻲ ﺟﻨګ ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ دي ،او د)ﻧﺎﺗﻮ( ﻛﺎر او دﻧﺪه واﺿﺢ ﻧﻪ ده .اوس د ﻧﺎټﻮ د ﻏړو ﻫﻴﻮادو ددﻓﺎع وزﻳﺮان ﭘﻪ ﺳﻴﻮﻳﻼ ﻛﯥ ﻳﻮ ﻟﻪ ﺑﻞ ﺳﺮه وﻳﻨﻲ ﺗﺮ څﻮ ﻫﻐﻪ اﺧﺘﻼﻓﺎت ﭼﯥ د اﻳﺘﻼﻓﻰ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ ﻣﻮﺟﻮد دي او د اﻳﺘﻼﻓﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ دﻛﺎر او دﻧﺪې د ﺗﺮﺳﺮه ﻛﻮﻟﻮ
ﻟﭙﺎره د اﻫﻤﻴﺖ وړ دى ،ﺣﻞ ﻛړي .
ﻫﻐﻪ ﭘﻮ ښﺘﻲ ﭼﯥ ؛ وﻟﯥ د ﻧﺎﺗﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻣﻴﺸﺖ دي .؟ او ﻫﻐﻮى څﻪ ﻏﻮاړي ﭼﯥ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ
ﻳﯥ ﻛړي ؟ د ﻧﺎﺗﻮ ددﻓﺎع وزﻳﺮان ﺑﻪ د ﻫﻤﺪﻏﯥ ﺳﻮاﻟﻮﻧﻮ د ﺣﻞ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﭘﻪ ﺳﻴﻮﻳﻼﻛﯥ دﻏﻪ اوﻧۍ ﻳﻮ ﻟﻪ ﺑﻞ ﺳﺮه
ﻣټﯥ راﻧﻐﺎړي .ﻟﻜﻪ ﭼﯥ ﺑﺮﻳښﻲ د ﻧﺎﺗﻮ د ﻏړو ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ اﺧﺘﻼﻓﺎت دوﻣﺮه ژور دي ﭼﯥ ددې ﺳﻮاﻟﻮﻧﻮ ځﻮاﺑﻮل ﺑﻪ ﭘﻪ دې ﻏﻮﻧډه ﻛﯥ ورﺗﻪ ډﻳﺮ ﺳﺘﻮﻧﺰﻣﻦ وي .
ﭘﻪ ﺗﻴﺮﻛﺎل ﻛﯥ د ﻧﺎﺗﻮ د ﻏړو ﻫﻴﻮادو ،ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ،د اﻣﻦ دﻧﺪه ﭘﻪ ﻳﻮه ﻣﻜﻤﻞ او ﻫﺮ اړﺧﻴﺰ ﺟﻨګ ﺗﺒﺪﻳﻞ
ﺷﻮى .د ﻧﺎﺗﻮ ﻏړو ﻫﻴﻮادو ﺗﻪ دا ښﻜﺎره د ﺣﻴﺮاﻧﺘﻴﺎ او د ﺧﻄﺮ د زﻧګ وړ ﺧﺒﺮه ده ﭼﯥ ﻛﻠﻪ ددوى او اﻓﻐﺎﻧﻲ
ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف ،ځﺎن ﻣﺮګﻲ ﺑﺮﻳﺪوﻧﻪ ،د ﺳړك د ﻏﺎړې ﺑﻤﻮﻧﻪ ،د ﻧﺎﺗﻮ ﭘﻪ ﭘﻮځﻲ ﺗﻢ ځﺎﻳﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﻣﺴﺘﻘﻴﻢ
راﻛټﻲ ﺑﺮﻳﺪوﻧﻪ ،ﻧﻪ ﻳﻮازې زﻳﺎت ﺷﻮل ﺑﻠﻜﯥ ﺗﺮ ﻳﻮې ځﺎﻧګړې ﭘﻮﻟﯥ ﭘﻮرې ورﺳﻴﺪل .ﻃﺎﻟﺒﺎن ،ﭼﯥ ﭘﻪ ډﻳﺮه
ښﻪ وﺳﻠﻪ ﺳﻨﺒﺎل ،او د ﭘﺨﻮا ﭘﻪ ﻧﺴﺒﺖ ښﻪ ﻣﻨﻈﻢ ﺷﻮﻳﺪي ،ﺧﭙﻠﻪ ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻲ ﺳﻴﻤﻪ ﻳﯥ اوس ﭘﻮره ﻏځﻮﻟﯥ ده .
133
ﻳﻮازې ﺗﻴﺮ ﻛﺎل ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﭘﻮرې اړوﻧﺪﻧﮋدې څﻠﻮر زره وګړي ووژل ﺷﻮل .اوس ﭘﻪ ﭘﺴﺮﻟﻲ ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺑﻮه ﺑﻠﻪ زﺑﺮدﺳﺘﻪ ﭘﺴﺮﻟﻨۍ ﺣﻤﻠﻪ ﻛﯧﺪوﻧﻜﯥ ده ﭼﯥ ګﻮﻣﺎن ﻛﯧږي ﻫﺪف ﻳﯥ د ﻗﻨﺪﻫﺎر او ﻫﻠﻤﻨﺪ ﭘﻪ څﻴﺮ د ﺟﻨﻮﺑﻲ وﻻﻳﺎﺗﻮ ﻛﻨﺘﺮوﻟﻮل وي (69) .
ﻧﻮ څﻪ ﺑﺎﻳﺪ و ﻛړل ﺷﻲ ؟
ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ څﻠﻮر ﺳﺘﻮري ﺟﻨﺮال ،ډن ﻣﻴﻚ ﻧﻴﯧﻞ ،د اﻧګﻠﻴﺴﻲ ﺟﻨﺮال ،ډﻳﻮﻳډ رﻳﭽﺎرډ ،څﺨﻪ
ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﻧﺎﺗﻮ د ﻧﻈﺎﻣﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﻗﻮﻣﺎﻧﺪه واﺧﺴﺘﻪ .داﺳﯥ اﻓﻮاﻫﺎت ﺧﭙﺎره ﺷﻮل ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺑﻪ د
ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف ﺳﺨﺖ ﻣﻮﻗﻒ وﻧﻴﺴﻲ .ﻫﻐﻪ ﺑﻪ ﻧﮋدې ﭘﻨځﻪ دﻳﺮش زره او ﭘﻨځﻪ ﺳﻮه ﻋﺴﻜﺮ د ﺧﭙﻠﯥ ﻗﻮﻣﺎﻧﺪې ﻻﻧﺪې وﻟﺮي .دا ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﺷﻮروي اﺗﺤﺎد د ﺳﻞ زرو څﺨﻪ د زﻳﺎﺗﻮ ﻧﻈﺎﻣﻲ،
ﭘﻪ وﺳﻠﻪ ﺳﻨﺒﺎل ،ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ واﺳﻄﻪ وﻧﺸﻮ ﻛﻮﻻى ﭼﯥ ﭘﻪ اﺗﻴﺎوﻣﻪ ﻛﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﻨټﺮول ﻛړي ،او دﻳﺘﻪ اړ ﺷﻮل ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ﭘﻮځﻮﻧﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن څﺨﻪ وﻛﺎږي .اﻧګﻠﻴﺴﻲ اﻣﭙﺮاﻃﻮري ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ټﻮل ﺗﻮان و ﻧﻪ
ﺗﻮاﻧﻴﺪﻟﻪ ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن اﺷﻐﺎل ﻛړي .ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ 1839اﺗﻠﺲ ﺳﻮه ﻧﻬﻪ دﻳﺮش ﻛﯥ اﻧګﻠﻴﺴﻲ
ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﺎﻳﺘﺨﺖ اﺷﻐﺎل ﻛړ .ﺧﻮ ﻛﻠﻪ ﻳﯥ ﭼﯥ ﻫڅﻪ ﻛﻮﻟﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﭘښﯥ د ﻛﺎﺑﻞ څﺨﻪ ﺳﭙﻜﯥ ﻛړي
ﻧﻮد اﻓﻐﺎﻧﻲ ﺟﻨګﻴﺎﻟﻮ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﻳﯥ د ﺧﭙﻠﻮ ﺷﭙﺎړس زره اﻧګﻠﻴﺴﻲ ﻋﺴﻜﺮو ﭘﻪ ﺗﻠﻔﺎﺗﻮ دا ﻛﺎر ﺗﺮﺳﺮه ﻛړ .او
ﻛﯧﺪاى ﺷﻲ ﭼﯥ ﻧﺎټﻮ ﻫﻢ د ﻫﻤﺪﻏﻪ ډول ﻣﻘﺪر ﺳﺮه ﻣﺦ ﺷﻲ ؟ او دا ﺑﺎﻳﺪ ﻫﻐﻪ ﭘﻮ ښﺘﻨﻪ وي ﭼﯥ د ﻧﺎټﻮﺳﻴﺎﺳﻲ او ﻋﺴﻜﺮي ﻣﺴﻮﻟﯧﻦ ﻳﯥ ﭘﻪ ذﻫﻨﻮﻧﻮ ﻛﯥ وﻟﺮي .
ﺧﻮ ﻫﻐﻪ څﻪ ﭼﯥ ډﻳﺮ روښﺎﻧﻪ دي ﻫﻐﻪ دادي ﭼﯥ ﻧﺎټﻮ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﻳﻮه ﺳﺨﺖ ،داﺧﻠﻲ ګﻮرﻳﻼﻳﻲ
ﺟﻨګ ﺳﺮه ﻣﺦ ده ،او ﻛﻮﻻى ﺷﻲ ﻫﻐﻮى دﻏﻪ ﺟﻨګ ﺗﺮ اوږدې ﻣﻮدې ﭘﻮرې ﭘﻪ ﭘﻮره ځﻮاك او د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ څﺨﻪ دﻛﺮﻛﯥ او د اﺳﻼﻣﻲ ﻋﻘﻴﺪې او ﻗﺒﺎﻳﻠﻲ ﻛﻠﻜﻮ رﻳښﻮ ﭘﻪ اﺳﺎس دوام ورﻛړي .
د ﺟﻨګ او ﻧﻈﺎﻣﻲ ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ ډﻳﺮښﺖ ﺑﻪ ﭘﻪ ﺣﺘﻤﻲ ﺗﻮګﻪ د ﻻزﻳﺎﺗﻮ زﻳﺎﻧﻮﻧﻮ ﺳﺒﺐ ګﺮځﻲ او ﻫﻐﻪ داﭼﯥ د ﺑﻰ ګﻨﺎه
اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ د ﻻزﻳﺎﺗﻮ وژﻟﻮ ،دﻛﻮرﻧﻮ او دﻛﺮﻫڼﻰ د ځﻤﻜﻮ ﻧﻮره زﻳﺎﺗﻪ ﺗﺒﺎﻫﻲ ،او د ﺑﻬﺮﻧﻴﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻻزﻳﺎت ﻧﻔﺮ ت او ﻛﺮﻛﻪ ،دا ټﻮل ﻫﺮ څﻪ دا ﭘﻮ ښﺘﻨﻪ را ﭘﻮرﺗﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ اﻳﺎ د ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻻرو ﭼﺎرو ﭘﺮ ځﺎى ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺗګﻼره ﻫﻐﻪ ﻳﻮازﻧۍ ﻻره ده ﭼﯥ دﻏﻪ ﺟﻨګ ځﭙﻠﻰ ﻫﻴﻮاد د ﺛﺒﺎت او اﻣﻦ ﭘﻪ ﻟﻮر را وګﺮځﻮي..
د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺟﻨﻮب ﻛﯥ ﻳﻮ ﻛﻠﻰ ،ﻣﻮﺳﻰ ﻛﻼ ،ﭘﻪ دې ﻟﻨډو وﺧﺘﻮﻧﻮ ﻛﯥ څﻮ ځﻠﻪ ﻻس ﭘﻪ ﻻس ﺷﻮ .ﺗﻴﺮ
ﭘﺴﺮﻟﻰ ،اﻧګﻠﻴﺴﻲ ﻋﺴﻜﺮو ﻟﻪ دﻏﻪ ځﺎﻳﻪ ﻃﺎﻟﺒﺎن ووﻳﺴﺘﻞ او ﭘﻪ ﺑﺪل ﻛﯥ ﻳﯥ ځﺎﻳﻲ وګړو ﺗﻪ واك و ﺳﭙﺎره .
ﺧﻮ ﻫﻐﻪ څﻪ ﭼﯥ را ﭘﻮر ﻳﯥ ﻧﻪ ورﻛړ ل ﺷﻮى ﻫﻐﻪ دا و ﭼﯥ دﻏﻪ ﺳﻴﻤﻪ د ﻧښﺘﻮ اوﺟګړو ﭘﻪ دورا ن ﻛﯥ ﭘﻪ ﻣﻜﻤﻠﻪ ﺗﻮګﻪ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ﺗﻠﻠﯥ وه او د ﻫﻐﯥ ځﺎى ﻧﮋدې ﻟﺲ زره اوﺳﻴﺪوﻧﻜﻲ ﭘﻪ زور د ﻫﻐﻪ ځﺎﻳﻪ څﺨﻪ ﻛډې ﻛﻮﻟﻮ ﺗﻪ
ﻣﺠﺒﻮر ﺷﻮي وو .ﻛﻠﻪ ﭼﯥ اﻧګﻠﻴﺴﺎن ﺗﺮې راووﺗﻞ ﻧﻮ ﻃﺎﻟﺒﺎن ﺑﻴﺮﺗﻪ وروګﺮزﻳﺪل .ﭼﯥ ﻳﻮازې ﺗﻴﺮه اوﻧۍ د
ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻳﻮ ځﺎﻳﻲ ﻗﻮﻣﺎﻧﺪان ،ﻣﻼ ﻋﺒﺪاﻟﻐﻔﻮر ،د ﻧﺎټﻮ ﭘﻪ ﻫﻮاﻳﻲ ﺑﺮﻳﺪ ﻛﯥ ووژل ﺷﻮ ،ﺧﻮ دا وژﻧﻪ وﻟﺴﻲ وګړو
ﺗﻪ ﭘﻪ ﻛﻮم ﻗﻴﻤﺖ ﭘﺮﻳﻮﺗﻪ ؟ ځﻜﻪ ﻫﺮ وﺧﺖ ﭼﯥ ﻏﺮﺑﻲ ﻧﻈﺎﻣﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ د ﭘﻠټﻮن او ﺗﺒﺎﻫۍ ﭘﻪ ﻧﻮم ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ ﺗﻪ وﺗﻠﻲ ﻧﻮ ﻫﻐﻮى ﺑﻴﺎ د ﺧﻠﻜﻮ ﭘﻪ ﻛﻮروﻧﻮ ﭼﭙﺎو ور وړي او د ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﻮ ښځﻮ ﻋﻔﺖ ﻳﯥ ﺗﺮ ﭘښﻮ ﻻﻧﺪې ﻛړى .او
ﭘﻪ دى ﺗﺮ ﺗﻴﺐ اﻳﺘﻼﻓﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ،ﻛﻪ ﭘﻪ ﻋﺮاق ﻛﯥ وي او ﻛﻪ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ،وﻟﺴﻲ ﻣﻼﺗړ ﻳﯥ ددې ﭘﺮ ځﺎى ﭼﯥ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛړي ،ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ورﻛړى .
134
ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻧﻈﺎﻣﻲ ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ ډﻳﺮې ﺳﺘﺮې ﺳﺘﺮې ﺳﺘﻮﻧﺰې را ﭘﻴﺪا ﻛړﻳﺪي .ﻣﺮﻛﺰي ﺣﻜﻮﻣﺖ ډﻳﺮ ﻛﻤﺰورى دى ،او ﺳﻴﻤﻪ ﺑﯥ ﺳﺎري ځﺎﻧګړﺗﻴﺎوې ﻟﺮي .د ﻳﻮه ﭘﺮﻣﺨﺘﻠﻠﻲ ﻟښﻜﺮ ﻟﭙﺎره ډﻳﺮې ﻟږې اﺳﺎﻧﺘﻴﺎوې ﭘﻪ ﻛﯥ ﺷﺘﻪ ،او ﻫﻴﻮاد د ﺟﻨګﻮﻧﻮ ﭘﻪ واﺳﻄﻪ د ﺗﺒﺎﻫۍ ﺳﺮه ﻣﺦ ﺷﻮى او وګړي ﻳﯥ ﺗﻌﺬﻳﺐ او ﺷﻜﻨﺠﻪ ﺷﻮﻳﺪي
.اﻓﻐﺎﻧﺎن ،ﭘﻪ ﻋﺎﻣﻪ ﺗﻮګﻪ ،د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ د ﺗﺴﻠﻂ ﻧﻪ ﻛﺮﻛﻪ او ﻧﻔﺮت ﻟﺮي او ﭘﻪ ډﻳﺮه ژوره ﺗﻮګﻪ د ﺧﭙﻞ ﻋﺰت، ﻋﻔﺖ ،د اﺳﻼﻣﻲ ﻋﻘﻴﺪې او ﻛﻠﺘﻮر ﺳﺎﺗﻨﻪ ﻛﻮي (70).
دوه ﻧﻮرې ﺳﺘﺮې ﺳﺘﻮﻧﺰې دي ﭼﯥ ﺑﻬﺮﻧۍ ﻟښﻜﺮې ورﺳﺮه ﻣﺦ دي .ﻟﻮﻣړى د اﻓﻴﻨﻮ ﺗﺮ ﻛﺮﻫڼﯥ ﭘﻮرې د
اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ اﻗﺘﺼﺎدي ﭘﻴﻮﻧﺪ ،او د ﻧﺎرﻛﻮﺗﻴﻜﻮ ﺗﺠﺎرت دى .د وﻟﺴﻲ وګړو ﻟﭙﺎره دا وﻳﺮه ﭘﻮره ده ﭼﯥ ﻓﻜﺮ
وﻛړي ﭼﯥ ﺑﻬﺮﻧﻲ ﻧﻈﺎﻣﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ او ﻳﺎ د ﻫﻐﻮى ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻣﺴﻮﻟﯧﻦ ﻏﻮاړي دﻏﻪ ښﻪ ﻧﻤﻮﻛﻮﻧﻜﻰ ﻓﺼﻞ ﻟﻪ
ﻣﻨځﻪ ﻳﻮﺳﻲ ،او ﭘﻪ دې ﺗﺮ ﺗﻴﺐ د ﻫﻐﻮى ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﭘﻪ ﭘﻮره دښﻤﻨۍ ﺳﺮه را ﭘﻮرﺗﻪ ﺷﻲ .
دوﻳﻤﻪ ﺳﺘﻮﻧﺰه د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن او ﭘﺎﻛﺴﺘﺎﻧﻲ ﻗﺒﺎﻳﻠﻲ اﻳﺠﻨﺴﻴﻮ ﺗﺮ ﻣﻴﻨځ د ﭘﻮﻟﯥ ﻃﺒﻴﻌﺖ دى ،او دا ﺳﻴﻤﯥ ﭘﻪ
اﺳﻼم اﺑﺎد ﻛﯥ د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن د ﻣﺮﻛﺰي ﺣﻜﻮﻣﺖ د ﻛﻨﺘﺮول ﻧﻪ ﺑﻴﺮون دي .د وزﻳﺮﻳﺴﺘﺎن ﭘﻪ څﻴﺮ ددې ﺳﻴﻤﯥ ﺳﺨﺖ ﻏﺮﻧﻲ ﺣﺎﻻت د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﻮ ډاډﻣﻦ د اﻣﻦ ځﺎى ګﺮځﻴﺪﻟﻰ دى .ﻫﻠﺘﻪ ﻫﻐﻮى ارام
ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻲ ،ﺧﭙﻞ ځﺎﻧﻮﻧﻪ دوﺑﺎره ﺳﻤﺒﺎﻟﻮﻟﻰ او ﻧﻮر ﻧﻮي ﻣﻠګﺮي ﻟﻪ ځﺎﻧﻪ ﺳﺮه د ﻧﻮرو ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ د ﭘﻮﻟﯥ
ﺑﻞ ﻟﻮري ﺗﻪ را ټﻮﻟﻮﻟﻰ ﺷﻲ .
ﻟﻜﻪ ﭘﻪ ﻋﺮاق ﻛﯥ ﭼﯥ وﺧﺖ ﺑﻪ ﻳﯥ وښﻴﻲ ،ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻫﻢ د ټﻮﻟﻮ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ او ﻗﺒﺎﻳﻠﻲ ډﻟﻮ ټﭙﻠﻮ ﺗﺮ ﻣﻴﻨځ ﺧﭙﻞ ﻣﻨځﻲ ډﻳﺎﻟﻮګ او ﺧﺒﺮو ﺗﻪ ﻻره ﻫﻮاره ﻛړل ﺷﻲ ،ﻛﻪ ﻫﻐﻪ ﭘښﺘﺎﻧﻪ وى او ﻛﻪ ﺑﻞ څﻮك ،او ﭘﻪ
ځﺎﻧګړى ﺗﻮګﻪ داﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ ﻣﻼﺗړ ټﺎﻛﻞ ﺷﻮى وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺣﺎﻣﺪ ﻛﺮزي او ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻴﻨځ .ﻟﻜﻪ څﻨګﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻋﺮاق ﻛﯥ وﺷﻮل ،ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻫﻢ ﻫﻤﺪاﺳﯥ ﻳﻮې ﺳﻴﻤﻪ اﻳﺰ د ﺣﻞ ﻻرې ﺗﻪ اړﺗﻴﺎ ﻟﻴﺪل ﻛﯧږي ﭼﯥ ﭘﻪ
ﻫﻐﯥ ﻛﯥ ټﻮل ګﺎوﻧډي ﻫﻴﻮادوﻧﻪ ګډون وﻟﺮي ،او دا ﺑﻪ د ﻧﻈﺎﻣﻲ ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ د ﻻزﻳﺎﺗﻴﺪو څﺨﻪ ښﻪ او ﻏﻮره ﻻره وي.
د ﻧﺎټﻮ ﻏړي ﻫﻴﻮادوﻧﻪ ﭘﻪ ډﻳﺮو ﺑﻨﺴټﻴﺰو اﻣﻮرو ﻛﯥ ﻳﻮ ﻟﻪ ﺑﻞ ﺳﺮه اﺧﺘﻼف ﻟﺮي .ﻧﻈﺎﻣﻲ ﻗﻮﻣﺎﻧﺪاﻧﺎن د ﻧﻮرو
زﻳﺎﺗﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻮ ﻏﻮ ښﺘﻨﻪ ﻛﻮي ﺧﻮ ﭘﻪ اروﭘﺎ ﻳﯥ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﻛﯥ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻣﺸﺮان ډﻳﺮ ﻧﺎﺧﻮښﻪ دي ﭼﯥ دا ﻛﺎر
وﻛړي .د ﻧﻤﻮﻧﯥ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ اﻳټﺎﻟﻴﺎ ﺗﻪ وګﻮرئ ﻫﻠﺘﻪ ﺻﺪراﻋﻈﻢ روﻣﻮﻧﻮ ﭘﺮوډى ،ﻫﻢ د ﺧﭙﻞ ﻣﺮﻛﺰى ﭼﭗ اړﺧﻲ
ﺗﻨﻈﻴﻢ ﻟﻪ ﺧﻮا او ﻫﻢ ﭘﻪ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻛﯥ د ﺧﭙﻞ اﻳﺘﻼﻓﻲ راډﻳﻜﺎﻻ ﭼﭙﻲ ﺗﻨﻈﻴﻢ ﻟﻪ ﺧﻮا ﺗﺮ زﻳﺎت ﻓﺸﺎر ﻻﻧﺪې دى
ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ﭘﻮځﻮﻧﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن څﺨﻪ را وﺑﺎﺳﻲ .د ﻫﻐﻮى اﻳﺘﻼﻓﻲ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﻪ ﭘﺎرﻟﻤﺎن ﻛﯥ د ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ څﺨﻪ ﻳﻮازې ﻳﻮه ﭼﻮﻛۍ زﻳﺎﺗﻪ ﻟﺮي او ﻛﯧﺪاى ﺷﻲ ﭘﻪ دې ﻣﺴﻠﻪ ﻳﯥ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ وﻻړ ﺷﻲ .
ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ زﻳﺎت ﺷﻤﻴﺮ ﻣﻴﺸﺖ ﻋﺴﻜﺮ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ) (103000او اﻧګﻠﻴﺲ ) (10000ﭘﻮر ې اړوﻧﺪ دي .ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﺷﻤﻴﺮه ﻛﯥ ﺑﻪ ﻧﻮر زﻳﺎدښﺖ ﻫﻢ راﺷﻲ .
ﻳﻮ ډﻳﺮ ﺑﻨﺴټﻴﺰ ﺗﻮﭘﻴﺮ ﭼﯥ د ﻧﺎټﻮ د ﻏړو ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻴﻨځ ﻣﻮﺟﻮد دى ﻫﻐﻪ ددﻏﻪ ﻳﻮواﻟﻲ ﭘﻪ ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋﻳﻮ او
اﻫﺪاﻓﻮ ﭘﻮرې اړوﻧﺪ دى .داﺳﯥ ﺑﺮﻳښﻲ ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻣﺘﺤﺪه اﻳﺎﻻت د ﻳﻮه )ﻧﻮى ﻧﺎټﻮ( د ﺟﻮړښﺖ ﭘﻪ ﻟﻮر ﻗﺪم اﺧﻠﻲ ،ﺗﺮڅﻮ ﻫﻐﻪ د ﺧﭙﻠﻮ اروﭘﺎﻳﻲ ﭘﻮﻟﻮ اﺧﻮا ،ﭘﻪ ﻣﺮﻛﺰي اﺳﻴﺎ ،اﻓﺮﻳﻘﺎ ،اود ﻣﻨځﻨﻲ ﺧﺘﻴﺢ ﭘﻪ
ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﻛﯥ ﺧﭙﻠﻪ دﻧﺪه د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﻧړﻳﻮاﻟﯥ ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋۍ او ددﻏﻪ ﻫﻴﻮاد د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭘﺎﻟﻴﺴﻴﻮ ﺳﺮه ﺳﻤﻪ ﺗﺮ ﺳﺮه
ﻛړي .
135
ﺧﻮ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻳﻮﺷﻤﻴﺮ اروﭘﺎﻳﻲ ﻣﻠګﺮي ورﺳﺮه ﭘﻪ دﻏﻪ اﻫﺪاﻓﻮ ﻛﯥ ګډون ﻫﻢ ﻧﻠﺮي او ﻧﻪ ورﺳﺮه ﭘﻪ دې ﻫﻜﻠﻪ ﻛﻮﻣﻪ ﻫﻤﺪردي ﻛﻮي .ﻫﻐﻮى د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﭘﻪ دې ﻫﻜﻠﻪ ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دې دﻧﺎﺗﻮ ﺗﺮ ﺑﻴﺮغ ﻻﻧﺪې ﻳﻮ ه
داﺳﯥ ﻣﺴﺘﻌﻤﺮه ﺷﻮى او ﺗﺎﺑﻊ ﻫﻴﻮاد وګﺮځﻲ ﭼﯥ ﻟﻪ ﻫﻐﯥ ځﺎﻳﻪ ﺑﻴﺎ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن د ﺧﻠﻴﺞ دﻫﻴﻮادوﻧﻮ اود
ﻣﺮﻛﺰي او ﺟﻨﻮﺑﻲ اﺳﻴﺎ د ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺧﭙﻞ ﺗﻮان او ﭘﻮځﻲ ځﻮاك اﺳﺘﻌﻤﺎل ﻛړي .
دﻏﻪ ﺳﺘﻮﻧﺰې او اﺧﺘﻼﻓﺎت ﻛﻪ ﭘﻪ ﻋﺮاق ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎد ﻣﺪاﺧﻠﯥ ﺗﺮﺷﺎ د اﻫﺪاﻓﻮ او د ﻫﻤﺪې ﻧﻘﻄﯥ څﺨﻪ د
اﻳﺮان د ﻣﺤﺎﺻﺮه ﻛﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﻧﻈﺮه وﻛﺘﻞ ﺷﻲ ډﻳﺮ ژور او ﭘﻪ ﺣﻘﻴﻘﺖ وﻻړ ﺑﺮﻳښﻲ .اوﻫﻤﺪﻏﯥ ﻣﺴﻠﯥ د
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او اروﭘﺎﻳﺎﻧﻮ ﺗﺮﻣﻴﻨځ د ﺗﻮﭘﻴﺮ ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ زوروره ﻣﻮﺿﻮع را وﻻړ ه ﻛړﻳﺪه.
ﺣﻘﻴﻘﺖ دادى ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﻧﺎﺗﻮ دﻧﺪه ډﻳﺮه ﺑﺤﺮاﻧﻲ او د دې ﻳﻮواﻟﻲ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺳﻴﺎﺳﻲ او ﻧﻈﺎﻣﻲ
وړﺗﻴﺎ وې ﭘﻪ ګﻮﺗﻪ ﻛﻮي .او اوس دا ډﻳﺮ وﻳﻞ ﻛﯧږي ﭼﯥ ﻛﻪ ﭼﯧﺮې ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻧﺎټﻮ د ﻧﺎﻛﺎﻣﻴﻮ ﺳﺮه ﻣﺦ ﻛﯧږي ﻧﻮ ددې ﻣﻌﻨﻰ ﺑﻪ د ﻧﺎټﻮ د ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ﺗګ او ﻣﺤﻮ ﻛﯧﺪل وي.
ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﻧﺎټﻮد دﻧﺪې ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ددﻏﻪ ﻳﻮواﻟﻲ ﺟﻨﺮال ﺳﻜﺮﺗﺮ )ﺟﻒ ډى ﻫﻮف ﺷﻴﻔﺮ ( څﺮګﻨﺪه ﻛړې
ﭼﯥ ﭘﻪ دﻏﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ﻧﺎټﻮ ﺗﻪ ورﺳﭙﺎرل ﺷﻮې دﻧﺪه ،دﻏﻪ ﻳﻮواﻟﻲ ﺗﻪ ﺗﺮ اوﺳﻪ ﭘﻮرې د ورﺳﭙﺎرل ﺷﻮو دﻧﺪو
څﺨﻪ ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ ﺳﺘﺮ ﭼﻠﻴﻨﺞ دى .ﺧﻮ د ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ اﻣﻨﻴﺖ ﻟﻪ ﭘﺎره دا ﻳﻮ ﺟﺪي ګﺎم ګڼﻞ ﻛﯧږي .
اﻳﺎ دا ﺧﺒﺮه رښﺘﻴﺎ ده ؟ او ﻳﺎ دا ﭼﯥ د ﻫﻐﯥ ﺑﺮﻋﻜﺲ ﺧﺒﺮه ﺑﻪ رښﺘﻴﺎ وي ،او ﻫﻐﻪ داﭼﯥ ﻧﺎټﻮ د ﻫﻐﻪ څﻪ څﺨﻪ
ﭼﯥ ﺟﻮړوي ﻳﯥ ،ډﻳﺮ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ وړي .او ددوى ﻫﻤﺪا ﻛﺎر د اﻧﺎرﺷﻴﺰم او ﺧﭙﻞ ﺳﺮۍ ﭘﻪ ﺧﭙﺮوﻟﻮ ﻛﯥ ﻛﯥ ﺑﺴﭙﻨﻪ او ﻛﻮﻣﻚ ﻛﻮي .
ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﭘﻮﻫﺎن ﭘﻪ دې ﺑﺎوري دى ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎ ن د ﺛﺒﺎت ﻟﻪ ﭘﺎره ﺑﻪ ﭘﻨځﻪ ﻛﺎﻟﻪ ﻧﻮرﻫﻢ وﻟګﻴږي .اﻳﺎ ﻧﺎټﻮ،
ﻳﺎ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﺑﻪ ﻫﻠﺘﻪ ﻧﻮر ﻫﻤﺪوﻣﺮه وﺧﺖ ﺗﻴﺮﻛړاى ﺷﻲ ؟ ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ د ﭘﻨﺘﺎګﻮن د دوه زره اﺗﻢ
ﻛﺎل] ] ،ﻣﻴﻠﻴﺎرده»]« 625$ﺷﭙږﺳﻮه او ﭘﻨځﻪ وﻳﺸﺖ ﻣﻴﻠﻴﺎدره ډاﻟﺮه رﻳﻜﺎرډ ﺑﻮدﻳﺠﻪ [ ،ﻫﻤﺪا اوس ﺗﺮ ﺑﺤﺚ ﻻﻧﺪې ده ،ﭼﯥ ددې اﻧﺪازه د دوﻟﺘﻲ ﻣﺼﺎرﻓﻮ ﻳﻮ ﭘﻪ ﭘﻨځﻪ ﺑﺮﺧﻪ ﺗﺸﻜﯧﻠﻮي .ﭘﻮښﺘﻨﻪ داده ﭼﯥ ﺗﺮ ﻛﻮم وﺧﺖ
ﭘﻮرې ﺑﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻛﺎﻧګﺮس او ددﻏﻪ ﻫﻴﻮاد وګړي داﺳﯥ ﺿﺎﻳﻌﺎت ﺑﺮداﺷﺖ ﻛړي ؟ دا ﭘﺪاﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ دﻟﺘﻪ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ډﻳﺮ څﻪ ﭘﺎﺗﻪ دي ﭼﯥ ﺑﺎﻳﺪ ﺗﺮﺳﺮه ﺷﻲ او ﻫﻤﺪاراز ﭘﻪ ﺑﻬﺮ ﻛﯥ ﺑﺎﻳﺪ اﻧﺠﺎم و ﻣﻮﻣﻲ ؟
ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ دﺟﻨګ ﭘﻪ ﻧﺎﻧﻨﺪرﻳﻮد ﻧﺎټﻮ د ﻏړو ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻨﻴځ اﺧﺘﻼﻓﺎت:
د ﻧﺎټﻮ ﻳﺎ د اﻣﺮﻳﻜﺎ او د ﺷﻤﺎﻟﻲ اﻳﺘﻼﻧﺘﻴﻚ د ﻏړو ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﻧﻈﺎﻣﻲ اﻳﺘﻼف ،ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﭼﯥ ﻟﻪ ﻛﻮﻣﯥ
ورځﯥ څﺨﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺟﻨګ ﺗﻪ را ﻛﺶ ﻛړل ﺷﻮي د ﻫﻤﺎﻏﻪ ورځﯥ را ﻫﻴﺴﯥ ددوى ﺗﺮ ﻣﻴﻨځ ﺳﺘﺮ ﺳﺘﺮ درزوﻧﻪ را ﭘﻴﺪا ﺷﻮﻳﺪي .دﻏﻪ ټﻠﻮاﻟﻪ ﭼﯥ ﻳﻮه دﻓﺎﻋﻲ ټﻠﻮاﻟﻪ ده او د روﺳﻲ ﻛﻤﻮﻧﻴﺰم د ﭘﺮاﺧﺘﻴﺎ ﻏﻮښﺘﻨﯥ ﺻﻬﻴﻮﻧﻲ ځﺎﻧګړﺗﻴﺎو او ددﻏﻪ ﺳﻴﻼب د ﻧﻈﺎﻣﻲ ګﻮاښ ﺳﺮه د ﻣﻘﺎﺑﻠﯥ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺟﻮړه ﺷﻮې وه د ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ او
ﻛﺎر ﺳﺎﺣﻪ ﻳﯥ ﻳﻮازې د اروﭘﺎﻳﻲ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ د ځﻤﻜﻨﻴﻮ او ﻫﻮاﻳﻲ ﭘﻮﻟﻮ ﺧﻮﻧﺪي ﺳﺎﺗﻞ او دﻓﺎﻋﻲ ﺷﻜﻞ ﻳﯥ
درﻟﻮد .اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻳﻮازﻧﻰ ﻫﻴﻮاد دى ﭼﯥ دﻏﻪ ټﻠﻮاﻟﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﻟﺨﻮا اﺟﺒﺎرا و رﻛﺶ ﻛړل ﺷﻮه .د دﻏﯥ
ټﻠﻮاﻟﯥ ﻣﻮﺧﯥ او اﻫﺪاف ﭘﻪ ﻫﻐﻮ ﻟﻮﻣړﻳﻮ ﻛﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺑﻴﺎ وداﻧۍ ﭘﺮوژې او دﻏﻪ ﻫﻴﻮاد ﺗﻪ د روﺳﻲ
زﺑﺮځﻮاك د ﻣﺎﺗﯧﺪو وروﺳﺘﻪ د اﻣﻨﻴﺖ او ﺛﺒﺎت ﺑﻴﺮﺗﻪ را ګﺮځﻴﺪل و ،ﺧﻮ ﻛﻠﻪ ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ او اﻧګﻠﻴﺲ
ﭘﻮځﻮﻧﻪ ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﻋﺮاق ﻛﯥ د ﻫﻐﻪ ځﺎى د وﻟﺲ د ﺳﺨﺖ ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﺳﺮه ﻣﺨﺎ ﻣﺦ ﺷﻮل ،ﻧﻮ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او
اﻧګﻠﻴﺴﺎﻧﻮ دا ﻏﻮره و ګڼﻠﻪ ﭼﯥ ﺧﭙﻠﻪ ټﻮﻟﻪ ﺗﻮﺟﻪ ﻫﻐﻪ ﻟﻮري ﺗﻪ واړوي او دﻏﻪ ﺳﺎﺣﻪ ﻧﺎټﻮ ﺗﻪ وﺳﭙﺎري .ﻧﺎټﻮ
136
دﻏﻪ دﻧﺪه ﭘﻪ ﺳﺮ واﺧﺴﺘﻪ ﺧﻮ ﻫﺮ ﻫﻴﻮاد ﺧﭙﻠﻮ ﻋﺴﻜﺮو ﺗﻪ داﻣﻦ ځﺎﻳﻮﻧﻪ ورﭘﻪ ګﻮﺗﻪ ﻛړل .ځﻜﻪ ﻫﻴځ ﻫﻴﻮاد ﻧﻪ
ﻏﻮښﺘﻞ او ﻧﻪ ﻏﻮاړي ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ﻋﺴﻜﺮ د ﻫﻴڅ ﻟﭙﺎره ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﻛړي .د ﻧﺎټﻮ د ﻏړو ﻫﻴﻮادو ﺗﺮ ﻣﻴﻨځ دﻏﻪ اﺧﺘﻼف
ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ډﻳﺮښﺖ وﻣﻮﻧﺪ ﭼﯥ ددﻏﯥ ټﻮﻟﯥ ﻋﺴﻜﺮ د ﺟﻨګ ﭘﻪ ډګﺮ ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ډزو ﺗﻤﺮﻳﻦ وګﺮځﻴﺪل .
ددﻏﻪ ﺟﻨګ څﺨﻪ د ﻣړو د ﺧﻠﺘﻮ راﺗګ ددﻏﯥ ټﻮﻟﻮاﻟﻰ ﭘﻪ ﻫﻴﻮادو ﻛﯥ ،او ﭘﻪ ځﺎﻧګړې ﺗﻮګﻪ ددې ﻫﻴﻮادوﻧﻮ
ﺣﺎﻛﻤﻮ ﻧﻈﺎﻣﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ ډﻳﺮ ﻧﺮي اﻛﺜﺮﻳﺖ ﺳﺮه ﺣﺎﻛﻢ دي ،دا وﻳﺮه او ﺗﺮﻫﻪ را ﭘﻴﺪا ﻛړه ﭼﯥ ﻛﻪ ﭼﯧﺮې
ﻋﺴﻜﺮ ﻳﯥ وﻣﺮي ﻧﻮ دﻟﺘﻪ ﭘﻪ ﻛﻮر ﻛﯥ ﻳﯥ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ځﻲ ،د ﺑﻠﻪ اړﺧﻪ ډﻳﺮ ﻳﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﭘﺮاخ ﻏﻮښﺘﻨﯥ
د ﺳﻴﺎﺳﺖ ﺳﺮه ﺳﺨﺖ ﻣﺨﺎﻟﻒ دي او ﻧﻪ ﻏﻮاړي د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ګټﻮﻟﻪ ﭘﺎره د ﺧﭙﻞ وﻃﻦ او ﻫﻴﻮاد زاﻣﻦ ﭘﻪ ﻗﺘﻞ
وررﺳﻮي .ﻣﺎ ددې اﺧﺘﻼﻓﺎﺗﻮ ﻳﻮ ﻧﻤﻮﻧﻪ ﭼﯥ د ﻧﺎټﻮ د دﻓﺎع د وزﻳﺮاﻧﻮ د ډﻳﺮې ﻣﻬﻤﯥ ﻏﻮﻧډې ﺗﺮﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې څﻪ
ﻣﻮده ﻣﺨﺘﻪ ﭘﻪ ﻫﺴﭙﺎﻧﻴﻪ ﻛﯥ ﺟﻮړه ﺷﻮې وه د ځﻴﻨﻮ رﺳﻨﻴﻮ څﺨﻪ اﻗﺘﺒﺎس ﻛړې او ﻫﻐﻪ داﭼﯥ :
]دﻧﺎټﻮد ﺳﺎزﻣﺎن ﻏړو ﻫﻴﻮادو د اﻣﺮﻳﻜﺎ دا ﻏﻮښﺘﻨﻪ رد ﻛړه ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ دﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺳﺮه د ﺟﻨګ ﭘﻪ
ﺧﺎﻃﺮ ﻫﻐﻪ ﻫﻴﻮاد ﺗﻪ ﻧﻮر ﺳﺮ ﺗﻴﺮي و ﻟﻴږي .دﻏﻪ ﺗﺼﻤﻴﻢ د ﻧﺎټﻮ د ﻏړو ﻫﻴﻮادو ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﻏﻮﻧډه ﻛﯥ ﭼﯥ د
ﻫﺴﭙﺎﻧﻴﯥ د ﺳﻮﻳﯧﻞ ﭘﻪ ښﺎر ﻛﯥ ﺗﺮ ﺳﺮه ﺷﻮ او ﭘﻪ ﻫﻐﯥ ﻛﯥ د روﺳﻴﯥ اواﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭼﺎرو وزﻳﺮاﻧﻮ ﻫﻢ ګډون درﻟﻮد اﻋﻼن ﺷﻮ .
ﭘﻪ دﻏﻪ ﻏﻮﻧډه ﻛﯥ د ﻫﺴﭙﺎﻧﻴﺎ ددﻓﺎع وزﻳﺮ ﺧﻮﺳﻪ اﻧﺘﻮﻧﻴﻮاﻟﻮﻧﺴﻮ ،اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﺟﻨﺮال ﺟﺎن ﻛﺮادوك ﺗﻪ ووﻳﻞ
ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ ﻋﺴﻜﺮ د ﺳﻮﻟﯥ او اﻣﻦ د راوﺳﺘﻠﻮ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﻟﻴږدول ﺷﻮي ﻧﻪ د ﺟﻨګ او ﺟګړې ﻟﻪ ﭘﺎره .دا
ﺧﺒﺮې ﻫﻐﻪ د ﺟﺎن ﻛﺮادوك د ﻫﻐﯥ ﻏﻮښﺘﻨﯥ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ وﻛړې ﭼﯥ ﻫﻐﻪ د ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ ﻧﻤﺎﻳﻨﺪګۍ د
اﻳﺘﻼف د ﻏړو د ﺷﻮرا څﺨﻪ ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻛﻮﻟﻪ ﺗﺮ څﻮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ دﭘﺴﺮﻟﻨﻴﻮ ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﻧﻮي
ﻋﺴﻜﺮ واﺳﺘﻮي .ﻫﻤﺪا راز ﭘﻪ دې ﻏﻮﻧډه ﻛﯥ د اﻟﻤﺎن ددﻓﺎع وزﻳﺮ ﻓﺮاﻧﺰژوزف ﺟﻮﻧګ ﻫﻢ ﭘﻪ دې ﺗﺎﻛﯧﺪ ﻛﺎوه
ﭼﯥ د ﻧﺎټﻮ د ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﺗﻮﺟﻪ ﺑﺎﻳﺪ د ﺑﻴﺎوداﻧۍ ﭘﻪ ﻛﺎروﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﻣﺘﻤﺮﻛﺰه وي او دا ﻛﺎر ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻲ ﭘﻪ دﻏﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ﺗﺮ اوږدې ﻣﻮدې ﭘﻮرې ﺳﻮﻟﻪ او اﻣﻨﻴﺖ ﺗﻀﻤﻴﻦ ﻛړي .ﻫﻐﻪ ووﻳﻞ ﭼﯥ د اﺗﻴﺎوﻣﯥ ﻟﺴﻴﺰې ﭘﻪ
دوران ﻛﯥ روﺳﺎﻧﻮ د ﺳﻠﻮزرو زﻳﺎت ﺳﺮﺗﻴﺮي اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ واﺳﺘﻮل ﺧﻮ د اﻣﻨﻴﺖ ﭘﻪ ټﻴﻨګښﺖ ﺑﺮﻳﺎﻟﻲ ﻧﻪ
ﺷﻮل .دﻓﺮاﻧﺴﯥ ددﻓﺎع وزﻳﺮ ،ﻣﻴﺸﻞ اﻟﻴﻮت ﻣﺎرى ﻫﻢ ووﻳﻞ ﭼﯥ ﭘﺨﻮاﻟﻪ دې ﭼﯥ ﻧﺎټﻮ ﭘﻪ ﻧﻮرو ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﻛﯥ
د ﺧﭙﻠﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د زﻳﺎدښﺖ ﭘﻪ ﻟﻮر ﺗﻮﺟﻪ وﻛړي ،ﺑﺎﻳﺪ د ﻧﻮرو ډﻳﺮو ارزښﺘﻨﺎﻛﻪ اﻫﺪاﻓﻮ ﭘﻪ ﻟﻮر ﻣﺦ واړوي .
ددې ﺗﺮ څﻨګ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺗﺮ ﻣﺸﺮۍ ﻻﻧﺪې د اﻳﺘﻼف ﻗﻮﻣﺎﻧﺪان او د ﻧﺎټﻮ د ﻏړو ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﻋﻤﻮﻣﻲ ﺳﻜﺮﺗﺮ،
ﭼﯧﭗ ﻫﻮپ ﺷﻔﺮ ،د ﻏړو ﻫﻴﻮادو څﺨﻪ و ﻏﻮښﺘﻞ ﭼﯥ دﭘﺎﻛﺴﺘﺎن د ﭘﻮﻟﯥ ﺳﺮه ﻧﮋدې داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺟﻨﻮﺑﻲ ﺳﻴﻤﻮ د ﻛﻨﺘﺮول ﻟﻪ ﭘﺎره د څﻠﻮرو او ﭘﻨځﻪ زره ﻛﺴﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺷﺎوﺧﻮاﻛﯥ وګړي ﺗﻬﻴﻪ ﻛړى .اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﺟﻨﺮال
ووﻳﻞ ﭼﯥ دﻏﻪ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﺑﻪ ﭘﻪ ﭘﺴﺮﻟﻨﻴﻮ ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف اﺳﺘﻌﻤﺎل ﻛړل ﺷﻲ .ﺟﻨﺮاف
ﻛﺮادوف د ﻏړو ﻫﻴﻮادوﻧﻮ څﺨﻪ وﻏﻮښﺘﻞ ﭼﯥ ورﺗﻪ ﻫﻠﻴﻜﻮﭘﺘﺮې او ﻧﻮرې ﺑﻤﺒﺎرﻛﻮﻧﻜﯥ ﻃﻴﺎرې ورﻛړل ﺷﻲ.
ﻫﻮپ ﺷﻔﺮ ووﻳﻞ ﭼﯥ ﻧﺎټﻮ ﺑﺎﻳﺪ دوﻣﺮه ځﻮاﻛﻤﻨﻪ ﺷﻲ ﭼﯥ ﺧﭙﻠﯥ ورﺳﭙﺎرل ﺷﻮې دﻧﺪې ﭘﻪ ښﻪ ﺗﻮګﻪ ﺗﺮ ﺳﺮه
ﻛړاى ﺷﻲ .ﭘﻪ دﻏﻪ ﻏﻮﻧډه ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎددﻓﺎع وزﻳﺮ راﺑﺮت ګﻴﺘﺲ ووﻳﻞ ﭼﯥ دﻏﻪ ﻧﻮى ﻛﺎل،د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن او
ﻫﻢ د اﻳﺴﺎف او ﻧﺎټﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ،ﻳﻮ ﺑﺮﺧﻪ ﻟﻴﻚ ﺟﻮړوﻧﻜﻰ ﻛﺎل دى او ﭘﻪ دﻏﻪ ﻛﺎل ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ اوﻧﻮرو
ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف زﻣﻮږ ﻋﻤﻠﻴﺎت ﺑﺎﻳﺪ ﺗﻬﺎﺟﻤﻲ ﺷﻜﻞ وﻟﺮي.
137
داﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ددې ﻏﻮﻧډې ﻧﺎﻛﺎﻣﻲ ددې ﺳﺒﺐ وګﺮزﻳﺪه ﭼﯥ د ﭘﺨﻮاﻧﻴﻮ ﭘﻼﻧﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف اﻋﻼن
وﺷﻲ ﭼﯥ ﻫﺴﭙﺎﻧﻴﺎ ﻧﻪ ﺷﻲ ﻛﻮﻟﻰ دﻛﺎﺑﻞ د اﻣﻨﻴﺖ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﻗﻮﻣﺎﻧﺪه ﭘﻪ راﺗﻠﻮﻧﻜﻮ
ﻣﻴﺎﺷﺘﻮﻛﯥ ﭘﺮ ﻏﺎړه واﺧﻠﻲ .او دا ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ و ﭼﯥ ﻧﺎټﻮ د ډﻳﺮې ﻣﻮدې را ﻫﻴﺴﯥ دا اﻋﻼن ﻛﺎوه ﭼﯥ ﻏﻮاړي ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﺧﭙﻠﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻮ ﺷﻤﻴﺮه زﻳﺎﺗﻪ ﻛړي .د ﻫﺴﭙﺎﻧﻴﯥ د دﻓﺎع وزﻳﺮ ،اﻟﻨﺴﻮ ،د اﻣﺮﻳﻜﺎ د
ﻏﻮښﺘﻨﯥ ﭘﻪ ځﻮاب ﻛﯥ ووﻳﻞ ﭼﯥ د ﺳﻮﻳﯧﺎ ﻏﻮﻧډه د څﻪ ځﺎﻧګړو ټﺎﻛﻞ ﺷﻮو ﻻﺳﺘﻪ راوړﻧﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻧﻪ ده
ﺟﻮړه ﺷﻮې .
راﺑﺮټ ګﻴټﺲ د ﻫﺴﭙﺎﻧﻴﯥ ددﻓﺎع د وزﻳﺮ ﺳﺮه د ﻛﺘﻨﯥ او ﺧﺒﺮو وروﺳﺘﻪ ﭘﻪ ډﻳﺮې ﻧﺎﺧﻮښۍ ﺳﺮه ووﻳﻞ ﭼﯥ:
ﻣﻮﻧږ ټﻮل ﻳﻮﺷﻤﻴﺮ ﺗﻌﻬﺪات ﻟﺮو ﭼﯥ د ﻫﻐﯥ د ﻻﺳﺘﻪ راوړﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺑﺎﻳﺪ د ﻋﻤﻮﻣﻲ اﻓﻜﺎرو ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﭘﻮره ﻣﺘﻮﺟﻪ اوﺳﻮ.
د ﻫﺴﭙﺎﻧﻴﯥ ﭘﻪ ښﺎرګﻮټﻲ ،ﺳﻮﻳﯧﺎ ،ﻛﯥ د ﻧﺎټﻮ ﻏﻮﻧډه ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎﻻﺗﻮ ﻛﯥ ﭘﺎ ى ﺗﻪ ورﺳﻴﺪه ﭼﯥ دﻏﻪ ﻏﻮﻧډه،
ﭘﻪ ﺗﻴﺮه ﻟﺴﻴﺰه ﻛﯥ ،ﭘﻪ دﻏﻪ اروﭘﺎﻳﻲ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ،ددﻏﯥ ټﻮﻟﻨﯥ ﺗﺮټﻮﻟﻮ ﺳﺘﺮه او ﻣﻬﻤﻪ ﻏﻮﻧډه ګڼﻞ ﻛﯧږي .ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ د ﭘﻨځﻪ دﻳﺮش ﻫﻴﻮادوﻧﻮ څﺨﻪ ﻧﮋدې اوه ﺳﻮه ﻣﺘﺨﺼﺼﻴﻨﻮ ګډون ﻛړى و .ﭘﻪ دى ﻏﻮﻧډه ﻛﯥ ﻳﻮازې د
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﻫﻴﺖ ﺷﻤﻴﺮه ﻳﻮﺳﻞ او ﺷﭙﻴﺘﻪ ﻛﺴﺎﻧﻮ ﺗﻪ رﺳﻴﺪه .ددې ﻏﻮﻧډ د ﻧﺸﺮ او ﭘﺨﺶ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺗﺮ ﭘﻨځﻪ ﺳﻮو
زﻳﺎت ﺧﺒﺮﻧګﺎران او ﻟﻴﻜﻮاﻻن راﻏﻠﻲ وو او ﻧﮋدې ﭘﻨځﻪ زره ﭘﻮﻟﯧﺴﻮ ﻳﯥ اﻣﻨﺖ ﺧﻮﻧﺪي ﺳﺎﺗﻪ .ﺧﻮ ددې ﺳﺮه ﺳﺮه ﺑﻴﺎﻫﻢ ﭘﻪ زرګﻮﻧﻮ ﻛﺴﺎﻧﻮ ﭘﺮ ﻧړۍ ﺑﺎﻧﺪې د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ ﻟښﻜﺮ ﻛﺸۍ داﻋﺘﺮاض ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﺷﻌﺎروﻧﻪ ورﻛﻮل . دﻏﻪ ﻣﻈﺎﻫﺮو د ﻏﻮﻧډې ﺗﺮ وروﺳﺘۍ دﻗﻴﻘﯥ ﭘﻮرې دوام درﻟﻮد(71) [.
ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺑﯥ ﺟﻮازه او ﻧﺎروا ﻟښﻜﺮ ﻛﺸﻲ او ﺑﻴﺎد ﺧﭙﻞ ځﺎن ﺳﺮه د ﺟﻬﺎﻧﻲ ټﻮﻟﻨﯥ او ﭘﻪ
ځﺎﻧګړې ﺗﻮګﻪ د ﻧﺎټﻮ د ﻏړو ﻫﻴﻮادوﻧﻮ را ﻛﺸﻮل او دڅﻮﻛﺎﻟﻪ ﺟﻨګ ﺟګړې او ﻋﺎم وژﻧﯥ وروﺳﺘﻪ ﻧﻦ دادى د
ﻧﺎټﻮ د ﻏړو ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ ﻳﻮ ﻟﻮى درز ﭘﻴﺪا ﺷﻮى او دا ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﭘﺮ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ او ﻫﻐﻮى ﭼﯥ ددﻏﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د ﻣﻼﺗړ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ټټﺮ واﻫﻪ ﻳﻮ ﻣﻼﻣﺎﺗﻮﻧﻜﻴګﺬار دى .
ﻫﻤﺪا ﻧﻦ )دوﻳﺸﺘﻢ ﻓﺮوري ( د دې ﭘﻴښﻮ د درج ﻛﻮﻟﻮ او ﻟﻴﻜﻠﻮ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﭘﻪ رﺳﻨﻴﻮ ﻛﯥ ﺧﺒﺮ ﻧﺸﺮ ﺷﻮ ﭼﯥ د
اﻳټﺎﻟﻴﺎ ﺣﻜﻮﻣﺖ ،د ﻫﻐﻪ ﺟﻨﺠﺎل ﭘﻪ ﺳﺮ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻛﯥ د ګډون ﻛﻮﻧﻜﻮ ﻋﻨﺎﺻﺮو ﺗﺮ ﻣﻨځ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن
څﺨﻪ د ﭘﻮځﻮﻧﻮ د ﺑﻴﺮﺗﻪ را ﻏﻮښﺘﻠﻮ ﭘﻪ ﺳﺮ را ﭘﻴﺪا ﺷﻮى و د ﻫﻐﻪ ځﺎى ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﻪ ﭘﺎرﻟﻤﺎن ﻛﯥ دﺧﭙﻠﯥ ﻳﻮى
ﭼﻮﻛۍ د اﻛﺜﺮﻳﺖ د ﻻﺳﻪ ورﻛﻮﻟﻮ ﭘﻪ اﺳﺎس ﻣﺴﺘﻌﻔﻲ ﺷﻮ.
ﻫﻤﺪا راز د )ﺑﺎﻳﻠﻠﻲ ﺟﻨګ( ﺗﺮ ﺳﺮﻟﻴﻚ ﻻﻧﺪې د ډﻧﻤﺎرك ﭘﻪ ﺳﻴﺎﺳﺖ ﻛﯥ ﻫﻢ څﻪ ﺑﺪﻟﻮن ﻛﺘﻞ ﻛﯧږي ددې
ﻫﻴﻮاد ﺷﻨﻮﻧﻜﻲ ﻟﻴﻜﻲ ﭼﯥ ) :ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻫﻐﻪ ﻣﺸﺮ ﺟﻨﺮال ﭼﯥ ﺑﺎﻳﺪ ﺳﺘﺎﻳﻞ ﺷﻮى واى ،ﻟﻪ دﻧﺪې ګﻮښﻪ
ﻛړل ﺷﻮ .زه ﻓﻜﺮ ﻛﻮم اوس ﻫﻐﻪ وﺧﺖ رارﺳﻴﺪﻟﻰ دى ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﺧﭙﻞ ﺟﻨګ ﭘﻪ اړه ځﺎﻧﻮﻧﻪ ﭘﻪ
واﻗﻌﻴﻮﻧﻮ ﺧﺒﺮ ﻛړو او ﭘﺪې ﭘﻮه ﺷﻮ ﭼﯥ ﻫﻠﺘﻪ څﻪ ﺗﻴﺮﻳږي .ﻧﻪ ﭘﻮﻫﻴږم ﭼﯥ دا ﺟﻨګ اوس ﭘﻪ څﻪ ﻧﺎﻣﻪ وﺑﻮﻟﻢ .ﺑﻴﻠﻪ
دې ﻧﻪ ﭼﯥ د ) ﺑﺎﻳﻠﻠﻲ ﺟﻨګ ( ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ ﻳﯥ ﻳﺎد ﻛړم ،ﺳﺨﺘﻪ ﺑﻪ وي ﭼﯥ ﻟﺪﻳﻨﻪ ﺑﻞ ښﻪ ﻧﻮم ورﺗﻪ ﭘﻴﺪاﻛړم .ﻳﻮ ﻳﺎ دوه
ﻛﺎﻟﻪ وروﺳﺘﻪ ﻛﻪ و ﻏﻮاړو او ﻳﺎ و ﻧﻪ ﻏﻮاړو ﻣﻮږ ﺑﻪ دﻳﺘﻪ اړﺷﻮ ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ﻗﻮﺗﻮﻧﻪ ﻟﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻧﻪ را وﺑﺎﺳﻮ او
وروﺳﺘﻪ ﺑﻪ ﻃﺎﻟﺒﺎن ﻳﻮار ﺑﻴﺎ ﭘﻪ اراﻣﻪ ﺳﺮه ښﺎروﻧﻮ ﺗﻪ ور ﻧﻨﻮزي.
ﻣﺎ دﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد د ﻣﻠﻲ دﻓﺎع وزﻳﺮ ﻟﻪ ﺧﻮﻟﯥ اروﻳﺪﻟﻲ دي ﭼﯥ ﻣﻮږ ﺑﺎﻳﺪ ﻟﻪ ﻫﺮ څﻪ ﻧﻪ وړاﻧﺪې ﭘﺪې ﺑﺎﻧﺪې
ځﺎﻧﻮﻧﻪ ﭘﻪ ښﻪ ﺗﻮګﻪ ډاډه ﻛړو ﭼﯥ داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺧﺎوره ﻳﻮ وار ﺑﻴﺎ د ﻟﻮدﻳځ ﭘﻪ وړاﻧﺪې د ﺑﺮﻳﺪ ﭘﻪ ﻣﻮﺧﻪ وﻧﻪ
138
ﻛﺎرول ﺷﻲ .ﺧﻮ زه ﻓﻜﺮ ﻛﻮم ﭼﯥ دې ﻣﻮﺧﯥ ﺗﻪ ﻣﻮږ ﭘﻪ اﺳﺎﻧﻪ ﺗﻮګﻪ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮﺳﺮه دﺟﻮړ ﺟﺎړي دﻻرې رﺳﻴﺪﻻى
ﺷﻮ ،ﻧﻪ د ﺟﻨګ دﻻرې .ﻛﻪ ﭼﻴﺮې داﻛﺎر ﻣﻮ ﻟﻪ اوﻟﻪ ﺳﺮه ﻛړى واى اوس ﺑﻪ ﻣﻮ ﻟږ ﺗﺮ ﻟږه د 35ﺗﻨﻮ ډﻧﻤﺎرﻛﻲ
ﺳﺮﺗﻴﺮو ځﻠﻤﻴﺎﻧﻮ ژوﻧﺪ ﺳﺎﺗﻠﻰ واى .دا ﻫﻢ د ﻳﺎدوﻟﻮ وړ ده ﭼﯥ ﻫﻠﺘﻪ ﻧﻮر د اﻟﻘﺎﻋﺪې ﺗﺮورﻳﺴﺘﺎن ﭘﻪ زﻳﺎت ﺷﻤﻴﺮ ﺷﺘﻮن ﻧﻠﺮي .ﭘﻪ ﻟږ ﺷﻤﻴﺮ ﺧﻮ ﻛﻪ ﺳﻮﻣﺎﻟﻴﺎ ﺗﻪ ﺳﺮ ووﻫﻮ ،ﻫﻢ ﻳﯥ ﻣﻮﻧﺪﻻى ﺷﻮ.
دا ﻣﯥ ﻫﻢ ﻟﻪ ﺳﻴﺎﺳﺘﻮاﻟﻮ څﺨﻪ ډﻳﺮ اورﻳﺪﻟﻲ او ﺗﻞ ﻳﯥ ﺗﻜﺮاروي ﭼﯥ ﻣﻮږ ﻫﻠﺘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮﺗﻪ ﭘﻮﻟﯧﺲ او د
ﺟﻨګ وړﺗﻴﺎ ﻟﺮوﻧﻜﯥ اردو روزو .داﺧﺒﺮه ﻫﻢ ﺑﻴﻠﻪ ﺧﻮﺷﻲ اوﺗﻮ ﺑﻮﺗﻮ ﻧﻪ ﺑﻞ څﻪ ﺑﻠﻠﻰ ﻧﺸﻮ .دا ځﻜﻪ ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺎن
دا وروﺳﺘﻨۍ ﻧﮋدې درى ﻟﺴﻴﺰې ﺑﻴﻠﻪ وﻗﻔﯥ ﻧﻪ ﭘﻪ ﺟﻨګ ﻛﯥ ښﻜﯧﻞ دي ،ﻧﻮ ﻳﻮازﻧۍ ﺷﻲ ﭼﯥ دوى ﭘﺪﻏﻪ ﻣﻮده
ﻛﯥ ښﻪ زده ﻛړي او اوږې ﻳﯥ ورﺳﺮه ښﯥ ﭘﺨﯥ ﻛړﻳﺪي ﻫﻐﻪ ﺟﻨګ او ﺟﻨګﻲ ﭼﺎرې دي .ﭘﺪې ﺧﺎﻃﺮ ﻧﻮ دوى
دﻳﺘﻪ اړ ﻧﺪي ﭼﯥ د ﺟﻨګﻲ وړﺗﻴﺎ د ﭘﺎره ﻳﯥ ﻣﻮږ و روزو .ﻣﻮږ ﭘﻪ ﺣﻘﻴﻘﺖ ﻛﯥ ددې څﻮ ﻛﺎﻟﻮ ﭘﻪ ﻣﻮده ﻛﯥ ددوى
ﭘﻪ وړاﻧﺪې ﺧﭙﻞ زده ﻛړى ﺟﻨګﻲ ﻣﻬﺎرت ﻫﻴﺮ ﻛړ ﭼﯥ څﻨګﻪ د ﻣﺨﺎﻟﻔﻮ وﺳﻠﻪ واﻟﻮ ﭘﻪ وړاﻧﺪې وﺟﻨګﻴږي .ﻛﻪ
ﭼﻴﺮې ﻣﻮږ ﻛﻮم ﺷﻞ ﻛﺎﻟﻪ ﭘﺨﻮا دوى و دى ﻛﺎرﺗﻪ روزﻻى ،ﻧﻮ ﻛﻮﻻى ﻣﻮ ﺷﻮل ﭼﯥ وواﻳﻮ ﭼﯥ » :ډﻳﺮ ﻻﻳﻖ ﺷﺎګﺮدان ﻟﺮو «(72) .
ﻛﻪ ﻫﺮڅﻮﻫﻢ داﺧﺒﺮه ﺑﻪ دﻟﺘﻪ ﻋﺠﻴﺒﻪ ښﻜﺎره ﺷﻲ ،ﺧﻮ ﭘﺮځﺎى ﺑﻪ وي ﻛﻪ وواﻳﻮ ﭼﯥ داﺟﻨګ اوس ﻳﻮ ﺑﺎﻳﻠﻠﻰ
ﺟﻨګ دى ،ﻛﻨﻪ ﻧﻮ ﻣﻮږ ﺑﻪ ددې ټﻮﻟﻮ ﺧﺒﺮو ﺳﺮه ﻳﻮازې ﭘﺪې ﺧﺎﻃﺮ داﻫڅﻪ ﻛﻮو ﭼﯥ ﭘﻪ ﻳﻮه ﻳﺎ ﺑﻞ ډول دﺟﻨګ
ﻣﻮرال وﺳﺎﺗﻮ .داﭼﯥ اوس اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﻫڅﻪ ﻛﻮي د ﻫﻮاﻳﻲ ﺑﻤﺒﺎرﻳﻮ ﭘﻪ ﻣټ ﻃﺎﻟﺒﺎن دځﻤﻜﯥ ﻟﻪ ﻣﺦ ﻧﻪ ﭘﺎك
ﻛړي ،دا ﺑﺮﺳﻴﺮه ﭘﺮ دې ﭼﯥ ډﻳﺮه ﺑﺮﺧﻪ ﻳﯥ د ﻣﻠﻜﻲ وګړو ژوﻧﺪ اﺧﻠﻲ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ وړﻟﻮ ﻛﯥ ﻫﻢ ﻫﻴڅ
د ﭘﺎم وړ رول ﻟﻮﺑﻮﻻى ﻧﺸﻲ .زﻣﺎ ﭘﻪ ګﻮﻣﺎن دا ډﻳﺮ ﺑﯥ ځﺎﻳﻪ ﻛﺎر دى ﭼﯥ ددې ټﻮﻟﻮ ﻧﻴﻤګړﺗﻴﺎوو ﺳﺮه ﺑﻴﺎﻫﻢ ﻣﻮږ
ددﻏﻪ ﻧﺎوړه ﺟﻨګ د ارزښﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﺧﺒﺮې وﻛړو .دا ﻫﻢ ﺑﺎﻳﺪ ﻟﻪ ﻳﺎده وﻧﻪ ﺑﺎﺳﻮ ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺎن ﺗﻞ دﻫﺮ ﻫﻐﻪ
ﭘﺮدي ﭘﻪ وړاﻧﺪې ﺟﻨګﻴﺪﻟﻲ دي ﭼﯥ وﻃﻦ ﺗﻪ ﻳﯥ وﺳﻠﻪ ﭘﻪ ﻻس راﻏﻠﻲ دي .داﺧﺒﺮه اوس ﺗﺮﻟﻤﺮ ﺳﭙﻴﻨﻪ ده ﭼﯥ
ﺟﻨګ ﻧﻮر ﻣﻮږ ﺑﺎﻳﻠﻠﻰ دى ،ﺧﻮ ﻳﻮازې د ﺧﭙﻞ ﻧﺎﻣﻪ او ﻋﺰت د ﺳﺎﺗﻠﻮ ﭘﺨﺎﻃﺮ ﭘﺮ دﻏﻪ ﺧﺒﺮه ﺑﺎﻧﺪې ﺧﻮﻟﻪ ﭘټﻪ ﻧﻴﺴﻮ(73) .
ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﺟګړې ﭘﻪ ﺑﺮﺧﻪ ﻛﯥ د » «Rasmussen Reportsادارې داﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ وګړو څﺨﻪ ﺧﭙﻠﯥ
ﻧﻮﺑﺘﻲ ﻧﻈﺮ ﻏﻮښﺘﻨﯥ ﺗﺮﺳﺮه ﻛړﻳﺪي .ددې ﻧﻈﺮﻏﻮښﺘﻨﯥ څﺨﻪ داﺳﯥ ﻣﻌﻠﻮﻣﻴږي ﭼﯥ ﻳﻮازې ﭘﻪ ﺳﻠﻮ ﻛﯥ 32٪ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ وګړي ﭘﺪې ﺑﺎور دي ﭼﯥ داﻣﺮﻳﻜﺎ ﻣﺘﺤﺪه اﻳﺎﻟﺘﻮﻧﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﻧﻬﻪ ﻛﻠﻨﻪ ﺟګړه ﻛﯥ د دوﻟﺖ ﭘﻪ
ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﺑﺮﻳﺎﻟﻴﺘﻮب ﺗﺮﻻﺳﻪ ﻛﻮﻻى ﺷﻲ ،د ﻫﻤﺪې ﭘﻮښﺘﻨﻰ ﭘﻪ ځﻮاب ﻛﯥ د ﺳﻠﻮ څﺨﻪ 46٪ﭘﻮښﺘﻞ ﺷﻮي
ﭘﺪې ﺑﺎور ﻟﺮي ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺟګړه ﻧﺸﻲ ګټﻼى .ﭘﺎﺗﯥ ﭘﻪ ﺳﻠﻮ ﻛﯥ ٪ 21ﭘﻮښﺘﻞ ﺷﻮي ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ دﺟګړې
ﭘﻪ
ﻫﻜﻠﻪ
دځﻮاب
وﻳﻠﻮ
څﺨﻪ
ﻋﺎﺟﺰ
ﭘﺎﺗﯥ
ﺷﻮﻳﺪي.
د ﻫﻐﻪ ﻧﻈﺮﻏﻮښﺘﻨﯥ ﺳﺮه ﺳﻢ ﭼﯥ د روان ﻛﺎل د ﻣﯥ د ﻣﻴﺎﺷﺘﯥ ﭘﻪ ﭘﺎى ﻛﯥ ﺗﺮﺳﺮه ﺷﻮى ﻳﻮازې ﭘﻪ ﺳﻠﻮﻛﯥ ٪ 48
ﭘﻮښﺘﻞ ﺷﻮي ﭘﺪې ﻧﻈﺮ دي ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د دوﻟﺖ ﭘﺮ وﺳﻠﻪ وال اﭘﻮزﻳﺴﻮن ﺑﺎﻧﺪې دﺑﺮﻳﺎﻟﻴﺘﻮب
ﭘﺮځﺎى د ﺟګړې ﭘﺎى ﺗﻪ رﺳﻮل اﺳﺎﺳﻲ ﻫﺪف دى .ﻳﻮازې ﭘﻪ ﺳﻠﻮﻛﯥ ٪ 42ﭘﻮښﺘﻞ ﺷﻮي ﭘﻪ ﺟګړه ﻛﯥ داﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﻗﻮاوو ﺑﺮﻳﺎﻟﻴﺘﻮب ﺗﻪ ډﻳﺮ ارزښﺖ ورﻛﻮي
د ﻳﻮې ﺑﻠﯥ ﻧﻈﺮ ﻏﻮښﺘﻨﯥ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ ﭼﯥ د » «News Weekﻟﺨﻮا ﺗﺮ ﺳﺮه ﺷﻮى.ﭘﺪې ﻧﻈﺮﻏﻮښﺘﻨﯥ ﻛﯥ
داﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ وګړو ﭘﻪ ﺳﻠﻮ ﻛﯥ ٪ 46ﭘﻮښﺘﻞ ﺷﻮي ﺑﺎور ﻟﺮي ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻣﺘﺤﺪه اﻳﺎﻟﺘﻮﻧﻪ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ
139
ﺟګړه ﻧﺸﻲ ګټﻼى .ﭘﻪ ﻫﻤﺪې ﺑﺮﺧﻪ ﻛﯥ ﻳﻮازې ﭘﻪ ﺳﻠﻮﻛﯥ ٪ 26ﭘﻮښﺘﻞ ﺷﻮي د ﭘﻮرﺗﻨﻴﻮ ﻓﻴﺼﺪي ﭘﻪ ﭘﺮﺗﻠﻪ
ﺑﺮﻋﻜﺲ )دﺑﺮﻳﺎﻟﻴﺘﻮب( ﻧﻈﺮ ﻟﺮي .ﭘﻪ ﺳﻠﻮﻛﯥ ٪ 53ﭘﻮښﺘﻞ ﺷﻮي د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺑﺎراك اوﺑﺎﻣﺎ د ﭘﻮځﻲ)ﻧﻈﺎﻣﻲ( ﺳﻴﺎﺳﺖ ﺳﺮه ﻫﻤﻐږى ﻧﻪ ښﺎﻳﻲ.
ﺳﺮه ددې د » «Rasmussen Reportsد ﻧﻈﺮ ﻏﻮښﺘﻨﯥ ﺳﺮه ﺳﻢ ﭘﻪ ﺳﻠﻮﻛﯥ ٪ 47ﭘﻮښﺘﻞ ﺷﻮي ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن
ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ او ﻧﺎټﻮ د ﻗﻮاو د ﻗﻮﻣﺎﻧﺪان ﺟﻨﺮال ﺳﺘﻨﻠﻰ ﻣﻚ ﻛﺮﻳﺴﺘﻞ د ګﻮښﻪ ﻛﯧﺪو ﭘﻪ ﺑﺎب د وﻟﺴﻤﺸﺮ
ﺑﺎراك اوﺑﺎﻣﺎ د ﭘﺮﻳﻜړې څﺨﻪ ﻣﻼﺗړ ﻛﻮي او ﻳﻮازې ﭘﻪ ﺳﻠﻮﻛﯥ ٪ 36ﭘﻮښﺘﻞ ﺷﻮي د ﺟﻨﺮال د ګﻮښﻪ ﻛﯧﺪو ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﻣﺨﺎﻟﻒ او ﭘﻪ ﺳﻠﻮ ﻛﯥ ٪ 17ﭘﻮښﺘﻞ ﺷﻮي د ځﻮاب وﻳﻠﻮ څﺨﻪ ﻋﺎﺟﺰ ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻮﻳﺪي.
ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ دوﻫﻢ ﻧﻤﺒﺮ ﻗﻮﻣﺎﻧﺪان ﺟﻨﺮال ډﻳﻮﻳﺪ روډ رﻳګﺰ ووﻳﻞ ﭼﯥ ﭘﻪ
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د 2010ز ﻛﺎل د ﺟﻮن ﻣﻴﺎﺷﺖ زﻣﻮږ ﻟﭙﺎره ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ ﻣﺮګﻮﻧﯥ ﻣﻴﺎﺷﺖ وه ﭼﯥ د ﻫﻐﯥ ﭘﻪ ﺗﺮڅ
ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ 103ﺑﻬﺮﻧﻲ ﭘﻮځﻴﺎن وژﻟﻲ ﭼﯥ 61ﻳﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن دي .ﺟﻨﺮال د دې ﺗﻠﻔﺎﺗﻮ ﻋﻠﺖ دا وﺑﺎﻟﻪ ﭼﯥ ﻣﻮږ ګﻮاﻛﻲ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ اﺻﻠﻲ اډو او ﻣﺮﻛﺰوﻧﻮ ﺗﻪ ورځﻮ ﻧﻮ ځﻜﻪ ﺑﺎﻳﺪ ﺗﻠﻔﺎت ﻫﻢ ډﻳﺮ ورﻛړو .ده ووﻳﻞ ﭼﯥ ﺟﻨګ
اوس د ﻋﺮوج ﭘﻪ ﺣﺎل ﻛﯥ دى ﻧﻮ ځﻜﻪ ګﻮاﻛﻲ ﺗﻠﻔﺎت ﻫﻢ ورﺳﺮه ډﻳﺮﻳږى .ﺧﻮ د ﺟﻮﻻې ﻣﻴﺎﺷﺖ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ
ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﺗﻪ ددې ﻧﻪ زﻳﺎﺗﻪ ﻣﺮګﻮﻧﯥ ﺛﺎﺑﺖ ﺷﻮه ځﻜﻪ ﭘﻪ دې ﻣﻴﺎﺷﺖ ﻛﯥ د دوى ﺗﻠﻔﺎت 67ﻛﺴﻮ ﺗﻪ ورﺳﻴﺪل،
ﺧﻮ ﻣﺎﻫﺮﻳﻦ واﻳﻲ ﭼﯥ ﻛﻪ ﭘﻪ ﺗﻴﺮو درو ﻛﺎﻟﻮ ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺣﻤﻠﻮ ﻣﺴﻠﺴﻞ ډﻳﺮښﺖ وګﻮرو ،ﻧﻮ د دﻏﻪ ﺟﻨﺮال ﻋُﺬر ﻣﻌﻘﻮل ﻧﻪ ښﻜﺎري (74) .
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﺧﺒﺮي ﺷﺒﻜﻪ » اې ﺑﻰ ﺳﻰ ﻧﻴﻮز « راﭘﻮر ورﻛﻮي ﭼﯥ روان ﻛﺎل ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ
ﭘﻮځﻴﺎﻧﻮ ﻟﭙﺎره د ﺗﻴﺮو ﻧﻬﻮ ﻛﺎﻟﻮ ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ د ﺗﻠﻔﺎﺗﻮ څﺨﻪ ډك ﻛﺎل ﺛﺎﺑﺖ ﺷﻮى دى .ﭘﻪ دﻏﻪ ﻛﺎل ﻛﯥ د ﭘﻮځﻴﺎﻧﻮ
زﺧﻤﻲ ﻛﯧﺪل ﻫﻢ ﺗﺮ ﻧﻮرو ټﻮﻟﻮ ﻛﻠﻮﻧﻮ ډﻳﺮ ﺷﻮي دي ،ﻟﻜﻪ څﻨګﻪ ﭼﯥ د ﺳږ ﻛﺎل د ﻟﻮﻣړﻳﻮ ﺷﭙږو ﻣﻴﺎﺷﺘﻮ ﭘﻪ ﺗﺮڅ
ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ زﺧﻤﻴﺎﻧﻮ ﺗﻌﺪاد د ﺗﻴﺮ ټﻮل ﻛﺎل ﺳﺮه ﻣﻌﺎدل ﺑﻠﻞ ﺷﻮى دي .راﭘﻮر واﻳﻲ ﭼﯥ د ﺟﻮﻻى ﺗﺮ
درﯦﻴﻤﯥ ﭘﻮرې ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ دوه زره اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭘﻮځﻴﺎن زﺧﻤﻲ او ﻣﻌﻴﻮب ﺷﻮي دي ﺣﺎل دا ﭼﯥ ﭘﻪ ﺗﻴﺮ
ټﻮل ﻛﺎل ﻛﯥ دا ﺗﻌﺪاد 2139و .راﭘﻮر زﻳﺎﺗﻮي ﭼﯥ د ﺗﻴﺮ ﻛﺎل دﻏﻪ ﺗﻌﺪاد ﺑﻴﺎ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ وار د ﻣﺎﻗﺒﻞ ﻛﺎل ﺗﺮ
ﺗﻌﺪاد درې ﭼﻨﺪه زﻳﺎت و او د دې څﺨﻪ ﺛﺎﺑﺘﻴږي ﭼﯥ اﻓﻐﺎن ﺟﻨګ ﭘﺮاﺧﯧﺪوﻧﻜﻰ او د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺣﻤﻠﯥ ﺷﺪﻳﺪې
ﻛﯧﺪوﻧﻜﯥ دي .راﭘﻮر زﻳﺎﺗﻮي ﭼﯥ د ﺗﻴﺮ ﻛﺎل ﭘﻪ ﻟﻮﻣړﻳﻮ ﺷﭙږو ﻣﻴﺎﺷﺘﻮ ﻛﯥ د زﺧﻤﻲ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺗﻌﺪاد 485
و ،ﺣﺎل دا ﭼﯥ د ﺳږ ﻛﺎل ﭘﻪ ﻫﻤﺪې ﻣﻮده ﻛﯥ ﻫﻐﻪ 1922ﺗﻪ ﺟګ ﺷﻮ.
ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﺟﻨګ ﭘﻪ دوام او ﻫﻠﺘﻪ داﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﻋﺴﻜﺮو د ﺷﺘﻮن ﭘﻪ اړه د ﺳﻲ ﺑﻰ اس ﻟﻪ اړﺧﻪ د 2010ز ﻛﺎل د ﺟﻮﻻې د ﻣﻴﺎﺷﺘﯥ ﭘﻪ 16ﻣﻪ ﻋﺎم ﭘﻮښﺘﻨﻪ ﺗﺮ ﺳﺮه ﺷﻮې ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ ډﻳﺮو ﻳﯥ وﻳﻠﻲ دى » :اوﺑﺎﻣﺎ
ﺑﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺟﻨګ ﻛﯥ ﺑﺮﻳﻤﻨﺪ ﻧﻪ ﺷﻲ «.د ﻫﻤﺪې ﻧﻈﺮ ﭘﻮښﺘﻨﯥ ﭘﻪ اﺳﺎس 62ﺳﻠﻤﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﭘﻪ دې ﻋﻘﻴﺪه دي ﭼﯥ داﻣﺮﻳﻜﺎ وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺑﺎراك اوﺑﺎﻣﺎ ﺑﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺟﻨګ ﻛﯥ ﺑﺮﻳﺎﻟﻰ ﻧﻪ ﺷﻲ 49 .ﺳﻠﻤﻪ
ﺧﻠﻜﻮ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭘﻮځﻮﻧﻮ د ﺷﺘﻮن ﻣﺨﺎﻟﻔﺖ ﻛړى 54 .ﺳﻠﻤﻪ ﺧﻠﻜﻮ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن څﺨﻪ د ﺧﭙﻠﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻮ د راوﺗﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﻳﻮه ﻣﻬﺎل وﻳﺶ ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻛړې (75) .
ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭘﻮځﻮﻧﻮ ﻗﻮﻣﻨﺪان ﭘﻴﺘﺮاﻳﻮس واﻳﻲ ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻧﻬﻪ ﻛﻠﻨﻪ ﺟګړه ﺣﺴﺎﺳﯥ
ﻣﺮﺣﻠﯥ ﺗﻪ رﺳﯧﺪﻟﯥ ده .ده ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ د ﻧﺎټﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﺮﻛﺰ ﻛﯥ ووﻳﻞ »:ﻣﻮږ ﭘﻪ ﺳﺨﺘﻪ ﺟګړه ﻛﯥ ښﻜﯧﻞ
ﺷﻮي ﻳﻮ.ﻟﻪ ﻧﻬﻪ ﻛﻠﻨﯥ ﺟګړې وروﺳﺘﻪ ﻣﻮږ ﺣﺴﺎس ﭘړاو ﺗﻪ رﺳﯧﺪﻟﻲ ﻳﻮ .ﺟﻨﺮال ﺑﻴﺘﺮﻳﻮس ووﻳﻞ ﭼﯥ ﭘﻪ
140
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﺟﮕړه ﮔټﻞ څﻪ اﺳﺎﻧﻪ ﻛﺎر ﻧﻪ دى،ﺧﻮ ﻟﻪ دې ﺳﺮه ﺳﺮه ﺑﻪ ﻣﻮږ د وﺿﻌﻴﺖ ﭘﻪ ﺑﺪﻟﻮﻟﻮ ﻛﯥ
ﭘﺮﻣﺨﺘګ وﻛړو!.؟ ﻫﻤﺪا راز د اﻣﺮﻳﻜﺎ د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻣﻌﺎون »ﺟﻮﺑﺎﻳﺪن« اﻓﻐﺎن ﻣﺸﺮاﻧﻮ ﺗﻪ ګﻮاښ ﻛړى ﭼﯥ
ﺑﺎﻳﺪ ﺻﺤﻨﯥ ﺗﻪ را ووځﻲ ،ځﻜﻪ ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ﺑﻪ ورﺳﺮه دﻟﺘﻪ ﺗﻞ ﭘﺎﺗﯥ ﻧﻪ اوﺳﻮ .ﻫﻐﻪ واﻳﻲ ﭼﯥ ) ﺑﺎﻳﺪ ﭘﻪ ﻟﻮﺑﻪ ﻛﯥ ور ﻧﻨﻮځﺊ ،ﻣﻮﻧږ د ﺗﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره دﻟﺘﻪ ﻧﻪ ﭘﺎﺗﻪ ﻛﯧږو (76)(.
ﻧﻪ ﻳﻮازې اروﭘﺎﻳﻲ او اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ وﻟﺴﻮﻧﻪ ددې ﺟﻨګ ﭘﻪ ﺧﻼف دي ﺑﻠﻜﯥ ددې ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﭘﻮځﻴﺎن ﻫﻢ ﭘﻪ دﻏﻪ
ﻇﺎﻟﻤﺎﻧﻪ ﺟﻨګ ﻛﯥ د ګډون څﺨﻪ ﻟﺮﻳﻮاﻟﻰ ﻛﻮي .د ﻧﻤﻮﻧﯥ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ :
د اﻧګﻠﻴﺲ ﻳﻮ ﻋﺴﻜﺮي ﻣﺎﻣﻮر ) (Joe G- entonﭘﻪ دې ﺧﺎﻃﺮ د اﻧګﻠﻴﺴﻲ ﭘﻮځ ﻟﻪ اړﺧﻪ ﭘﻪ زﻧﺪان ﻛﯥ واﭼﻮل
ﺷﻮ ﭼﯥ ﻧﻪ ﻳﯥ ﻏﻮښﺘﻞ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﺧﭙﻞ ﭘﻮځﻲ ﻣﺎﻣﻮرﻳﺖ ﺗﻪ دوام ورﻛړي .ﻫﻐﻪ ﻫﻤﺪا اوس د ﺧﭙﻠﻮ
ﻧﻮرو ﭘﺨﻮاﻧﻴﻮ ﻋﺴﻜﺮي ﻣﻠګﺮو ﺳﺮه ﻳﻮ ځﺎى ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﺟﻨګ ﭘﻪ ﺧﻼف ﺧﺒﺮې ﻛﻮي .ﻫﻐﻮى واﻳﻲ ﭼﯥ »داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺟﻨګ اوس ﻳﻮ ﺳﺘﺮ ﺑﺤﺮان ګﺮځﻴﺪﻟﻰ .او دﻣﻴﻚ ﻛﺮﺳټﻞ ﭘﻪ ﻟﺮې ﻛﻮﻟﻮ ﺳﺮه د ﻏﺮﺑﻴﺎﻧﻮ ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋي ﻧﻮره ﻫﻢ ﻣﺘﺰﻟﺰﻟﻪ ﺷﻮې ده ،ددﻏﻪ ﺑﯥ ﻫﺪﻓﻪ او ﺑﯥ ﻧﺘﻴﺠﯥ ﺟﻨګ د اوږدﻳﺪو ﭘﻪ اﺳﺎس ﻫﻠﺘﻪ ﺑﺤﺮان
ورځ ﭘﻪ ورځ ډﻳﺮښﺖ ﻣﻮﻣﻲ .ﭘﻪ زرګﻮﻧﻮ اﻓﻐﺎن ﻣﻠﻜﯥ وګړي ﻫﺮ ﻛﺎل ددې ﺑﯥ ﻧﺘﻴﺠﯥ ﺟﻨګ ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ګﺮځﻲ.
ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ د اﻧګﻠﺴﺘﺎن 77ﺳﻠﻤﻪ ﺧﻠﻚ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د اﻧګﻠﻴﺴﺎﻧﻮ د ګډون ﭘﻪ ﺧﻼف دي
ﺧﻮ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻳﯥ ﭘﻪ ﭘﺮﻟﭙﺴﯥ ﺗﻮګﻪ د ﺗﺎزه ﭘﻮځﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻟﻴږﻟﻮ ﻟګﻴﺎ دى ﺗﺮ څﻮ ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ دﻏﻪ ﺑﺎﻳﻠﻠﻲ ﺟﻨګ ﻛﯥ ﻳﺎ
ووژل ﺷﻲ او ﻳﺎ ﭘﺨﭙﻠﻪ وﻣﺮي» .دا ډﻳﺮ ﻏﻠﻂ ﺟﻨګ دى ،دا ﻳﻮ ﻧﺎﻛﺎم ﺟﻨګ دى او اوس وﺧﺖ دې ﭼﯥ ﺑﺎﻳﺪ ﺗﺮې ﻻس واﺧﻠﻮ(77) «.
)Go
To
Time
it's
and
ed
fai-
has
war
this
wrong,
is
war
This
ﻧﻮي درﻳځﻮﻧﻪ اود اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺗﺮﻣﺦ ﻧﻮي ﭼﻠﻴﻨﺠﻮﻧﻪ:
د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻣټﻮدﺷﻮروي اﻣﭙﺮاﻃﻮرۍ د ړﻧګﻴﺪو ) (1991را ﭘﺪﯦﺨﻮا ﻧړۍ ﭘﻪ ﻣﻜﻤﻠﻪ ﺗﻮګﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎد
اﺳﺘﻜﺒﺎري ،اﺳﺘﻌﻤﺎري او ﻣﻐﺮور ﻛﭙﻴټﺎﻟﻴﺴﺘﻲ ﻧﻈﺎم د ﻧﻮي ﻧﻈﺎم ﻳﺎ) ﻧﻴﻮ ورﻟډ اورډر New Wor- d (Orederﻻﻧﺪې اداره ﻛﯧږي .دﻏﻪ ﻧﻈﺎم ﭼﯥ د ﻟﻮﻣړي ځﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره د اوﺳﻨﻲ ﺑﺶ ﭘﻼر ﺟﺎرج ﺑﺶ ﻟﺨﻮا
اﻋﻼن او ﻧﺎﻓﺬ ﺷﻮى و د زوى ﺑﺶ ﻟﺨﻮا ﭘﻠﻰ ﻛړل ﺷﻮ .ﭘﻪ ﻟﻮﻣړﻳﻮ وﺧﺘﻮ ﻛﯥ ﭘﻼن او ﭘﺮوګﺮام دا ﺟﻮړ ﺷﻮ ﭼﯥ
د ﻧﺎټﻮ د ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺗړون رﻳښﯥ ټﻮﻟﻮ ﻫﻐﻮ ﭘﺨﻮاﻧﻴﻮ ﻛﻤﻮﻧﻴﺴﺘﻲ ﻫﻴﻮادو ﺗﻪ ﭼﯥ د ﺷﻮروي اﺗﺤﺎد د ړﻧګﻴﺪو ﺗﺮ
ﻣﺨﻪ د وارﺳﺎ د ﭘﻜټ ﻻﻧﺪې ﻳﯥ ﻛﺎر ﻛﺎوه و ر وﻏﻮزول ﺷﻲ .دا ﻛﺎر د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﻟﻮري ﭘﻪ دوﻣﺮه ﭼټﻜۍ ﺳﺮه ﺗﺮ ﺳﺮه ﺷﻮ ﭼﯥ د ﺷﻮروي ﻣﻴﺮاث ﺧﻮرو روﺳﺎﻧﻮ ﭘﻮﻟﯥ ﻳﯥ ﻫﻢ د ﻧﺎټﻮ ﭘﻪ ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺗﻢ ځﺎﻳﻮﻧﻮ ﺑﺪﻟﯥ ﻛړې .او
ګﻮﻣﺎن دا ﻛﯧﺪه ﭼﯥ ﻛﻪ د روﺳﻴﯥ داﺧﻠﻲ اداري ،ﺳﻴﺎﺳﻲ او اﻗﺘﺼﺎدي ﻧﻈﺎم د ﻫﻤﺪا ډول ﻫﺮج وﻣﺮج ﺳﺮه ﻣﺦ
وي ﻧﻮ ﻛﯧﺪاى ﺷﻲ ﭼﯥ روﺳﺎن ﻫﻢ د ﺧﭙﻠﻮ اﻗﺘﺼﺎدي ﭘﻴﺎوړﺗﻴﺎو ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او ﻧﺎټﻮ ﭘﻪ ﻟﻮر ﻣﺨﻪ ﻛړي .
اﻣﺎ روﺳﺎن ﭘﻪ دې و ﺗﻮاﻧﻴﺪل ﺧﭙﻞ ړﻧګ او ﻛﻤﺰورى اﻗﺘﺼﺎد ﺑﻴﺮﺗﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﭘښﻮ ودروي .ﻫﻐﻮى د ﻧﻈﺎﻣﻲ
وﺳﺎﻳﻠﻮ د ﭘﻠﻮرﻟﻮ ﺗﺮ څﻨګ د ګﺎزو او ﺗﻴﻠﻮ ﺗﺠﺎرت ﺗﻪ وده ورﻛړه .دﻏﻪ ﻛﺎر روﺳﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ډﻳﺮ ګټﻪ ورﺛﺎﺑﺖ ﺷﻮ ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن او ﻋﺮاق ﺑﺎﻧﺪې ﻋﺴﻜﺮي ﺗﻴﺮي وﻛړ .اوددې ﺗﻴﺮي ﭘﻪ ﻧﺘﻴﺠﻪ ﻛﯥ د
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف ﭘﻪ دﻏﻮ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﻛﯥ د وﻟﺴﻮﻧﻮ ﻟﺨﻮاد ازادۍ ﺗﺮﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﭘﻴﻞ ﺷﻮ .ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻟﻮﻣړﻳﻮ ﻛﯥ ګﻮﻣﺎن ﻛﯧﺪه ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ د زﺑﺮ ځﻮاك ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﺑﻪ دا ﻣﻘﺎوﻣﺘﻮ ﻧﻪ ډﻳﺮ ژر ﺧﭙﻠﻪ ﺳﺎه ﻟﻪ
141
ﻻﺳﻪ ورﻛړي ،ﺧﻮ د وﺧﺖ ﭘﻪ ﺗﻴﺮﻳﺪو ﺳﺮه او د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﻋﺴﻜﺮو د ﻣﻐﺮوراﻧﻪ ﺑﺮﺧﻮرد او دﺳﻴﻤﯥ دﺧﻠﻜﻮ د
ﻛﻠﺘﻮر اوﻋﻘﻴﺪې ﺳﺮه د ﻧﺎ اﺷﻨﺎﻳۍ ﭘﻪ اﺳﺎس دﻏﻪ ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﻧﻮر ﻫﻢ ګړﻧﺪى ﺷﻮ او اوس دا دى ﻏﻮاړي ﺧﭙﻞ
اوج ﺗﻪ ورﺳﻴږي .اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﻫﻢ ﻧﮋدې دي ﺧﭙﻠﻪ ﻣﺎﺗﯥ وﻣﻨﻲ . .ﭘﻪ ﻫﻤﺪې ﺗﺮﺗﻴﺐ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ
ﻧﻮرو اﻳﺘﻼﻓﻲ ﻣﻠګﺮو ﻻ د ﭘﺨﻮا څﺨﻪ دﻏﻪ ﺟﻨګ ﺗﻪ ﺷﺎ ور اړوﻟﯥ ،او ﭘﺨﭙﻠﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ وﻟﺲ ﻛﯥ ددﻏﻪ
ﺟﻨګ ﭘﻪ ﺧﻼف د ﻧﻔﺮت او ﻛﺮﻛﯥ اﻣﻮاج راوﻻړ ﺷﻮﻳﺪي .ددﻏﻪ ﻫﻴﻮاد د دﯦﻤﻮﻛﺮاﺗﺎﻧﻮ ﻛﺎﻧګﺮس او ﺳﻨﺎ ﻳﯥ
ﻣﺨﺎﻟﻒ دى او د وﻟﺴﻲ ﺧﻠﻜﻮ ﭘﻪ ﺳﻠﻮ ﻛﯥ ﺷﭙږ ﺷﭙﻴﺘﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺧﻼف را ﻳﻪ ورﻛړې .دﻏﻪ ﻛﺎر د اﻣﺮﻳﻜﺎ اﻗﺘﺼﺎد ﻫﻢ ﺗﺮ ﺳﺨﺘﯥ ﺿﺮﺑﯥ ﻻﻧﺪې راوړى او د اﻣﺮﻳﻜﺎ وﻟﺲ ﺗﻪ دا ډﻳﺮه ګﺮاﻧﻪ ده ﭼﯥ دﻏﻪ ډول اﺿﺎﻓﻲ ﻫﺴﯥ ﻣﺼﺎرف
ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ اږو ﺑﺎر ﻛړى او ﻳﺎ داﭼﯥ ﻫﺮه ورځ ورﺗﻪ ﭘﻪ ﺧﻠﺘﻮ ﻛﯥ ﭘټ ﻣړي )د روﺳﺎﻧﻮ د ﭘټﻮاﺳﺮارو ﭘﻪ څﻴﺮ(د ﻛﻮروﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﺦ ﻛﯧښﻮدل ﺷﻲ .
ﭘﻪ ﻧړۍ ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺑﻬﺮﻧﻰ ﺳﻴﺎﺳﺖ ،ددې ﻫﻴﻮاد د ﺻﻬﻴﻮﻧﻴﺴﺘﻲ ځﺎﻧګﺮﺗﻴﺎو ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ او د ﺧﭙﻠﻮ ګټﻮ وټﻮ
ﻟﻪ ﭘﺎره د ﻧﻮرو د ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﻛﻮﻟﻮ ﭘﻪ اﺳﺎس ،د ﭘﻮره ﻧﺎﻛﺎﻣۍ ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ دى .ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ ﺧﻠﻴﺞ ﻛﯥ د
ﺧﭙﻞ ﭘﻮځﻲ ﻓﻮﻗﻴﺖ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﭘﻪ ټﻮﻟﻮ ﻋﺮﺑﻲ ﻫﻴﻮادو ﻛﯥ د ﻫﻐﻪ ځﺎى ﭘﺮ واﻛﻤﻨﻮ ﭘﻮره ﻛﻨﺘﺮول ﻟﺮي او د ﺗﻴﻠﻮ او ګﺎزو ﻣﻬﻤﯥ زﻳﺮﻣﯥ ﻳﯥ ﭘﻪ واك ﻛﯥ دي ،او د ﻋﺮﺑﻮ ټﻮﻟﻪ ﺳﺮﻣﺎﻳﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺑﺎﻧﻜﻮﻧﻮ ﻛﯥ د ټﻮﻟﻮ واﻛﻤﻨﻴﻮ ﺳﺮه را ټﻮﻟﻪ ﻛړې او د ﻣﺼﺮ دوﻟﺴﻤﺸﺮ ﻣﺒﺎرك ﻧﻪ ﻧﻴﻮﻟﯥ د ﺳﻌﻮدﻳﺎﻧﻮ ،ﻛﻮﻳټﻴﺎﻧﻮ ،اردﻧﻴﺎﻧﻮ او ......ټﻮل د ﻫﻤﺪوى ﻟﻪ ﺧﻮا ټﺎﻛﻞ ﺷﻮي او د ﻫﻤﺪوى ﭘﻪ ﻃﺒﻴﻌﺖ ﺑﺎﻧﺪې ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻛﻮي ﺧﻮ ﭘﺮ ﻋﺮاق او اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې د
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﻳﺮﻏﻞ ﻧﻪ ﻳﻮازې ددې ﺳﻴﻤﯥ ﺟﻴﻮﭘﻮﻟﯧټﻴﻚ ﺣﺎﻻت ﺗﺒﺪﻳﻞ ﻛړل ﺑﻠﻜﯥ داﺳﯥ ګﻮﻣﺎن
ﻛﯧږي ﭼﯥ ﻳﻮځﻞ ﺑﻴﺎ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن د ﻧړۍ د ازادو ﻫﻴﻮادوﻧﻮ د ﻳﻮه ﺳﺘﺮ ﭼﻠﻴﻨﺞ ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ ده .او دا ﺧﺒﺮه ﻫﻐﻪ
وﺧﺖ ډﻳﺮه را څﺮګﻨﺪه ﺷﻮه ﭼﯥ د روﺳﻲ وﻟﺴﻤﺸﺮ ﭘﻪ ﺟﺮﻣﻨﻲ ﻛﯥ راټﻮﻟﻮ ﺷﻮﻳﻮ ﻧړﻳﻮاﻟﻮ ﺗﻪ ﭼﯥ د ﻧړۍ د اﻣﻨﻴﺖ
ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﻳﯥ ﻧﮋدې دوه اوﻧۍ ﻣﺨﺘﻪ ﺧﺒﺮې ﻛﻮﻟﯥ ،اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﺳﭙﻴﻨﯥ څﺮګﻨﺪوﻧﯥ وﻛړې ﭼﯥ ﭘﻪ ﺧﺒﺮي
رﺳﻨﻴﻮ ﻛﯥ دا ډول ﻣﻨﻌﻜﺲ ﺷﻮﻳﺪي :
])د روﺳﻴﯥ وﻟﺴﻤﺸﺮ وﻻدﻳﻤﻴﺮ ﭘﻮﺗﻴﻦ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ دى ﻫڅﻮ ﭼﯥ ﻏﻮاړي ﻧړۍ د ﺧﭙﻞ ځﻮاك ﭘﻪ زور ﺗﺮ
ﺧﭙﻞ ﺗﺴﻠﻂ ﻻﻧﺪې راوړي ،ﺳﺨﺖ ﭘﻪ ﻏﻮﺻﻪ ﺷﻮى دى .ﻫﻐﻪ وﭘﻮ ښﺘﻞ ﭼﯥ »ﻳﻮﻗﻄﺒﻰ ﻧړۍ څﻪ ﺗﻪ واﻳﻲ ؟« ﻣﻮﻧږ
ﻛﻪ ﻫﺮڅﻮﻣﺮه دﻏﻪ اﻟﻔﺎظ ﭘﻪ ډﻳﺮه ښﻜﻠﯥ او زﻳﺒﺎ ﺗﻮګﻪ ﺑﻴﺎن ﻫﻢ ﻛړو ﻧﻮ ﺑﻴﺎ ﻫﻢ د ﻫﻐﯥ ﻣﻌﻨﻰ ﻫﻤﺎﻏﻪ ﻳﻮه ده » او د ﻫﻐﯥ ﻣﻌﻨﻰ د ځﻮاك ﻳﻮ ﻣﺮﻛﺰ او ﻳﻮ ﻣﺎﺳټﺮ دى« وﻟﺴﻤﺸﺮ ﭘﻮ ﺗﻴﻦ دا ﺧﺒﺮه ددﻓﺎع او اﻣﻨﻴﺖ ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې
ﻳﻮﺟﻮړ ﻛړل ﺷﻮي ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ ﺗﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺧﺒﺮو ﻛﯥ وﻛړه .ﭘﻪ دﻏﻪ ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ ﻛﯥ ﭼﯥ د ﺟﺮﻣﻨﻲ د ﻣﻴﻮﻧﻴﺦ ﭘﻪ ښﺎر ﻛﯥ ﺟﻮړ ﺷﻮى وښﺎﻏﻠﻲ ﭘﻮﺗﻴﻦ ووﻳﻞ ﭼﯥ »دا ددﯦﻤﻮﻛﺮاﺳۍ ﺳﺮه ﻫﻴڅ ډول ﺗړاو ﻧﻠﺮي ځﻜﻪ ﭼﯥ دا د ډﻳﺮﻛﯧﻮ
ګﺮوﻫﻪ ده ﭼﯥ ﭘﻪ ﻟږه ﻛﯧﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﺑﺮﻳﻤﻨﺪ ﻛﯧږي » «.ځﻴﻨﯥ ﺧﻠﻚ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ ﺗﻞ د ډﻳﻤﻮﻛﺮاﺳۍ درس راﻛﻮي ،ﺧﻮ ﻫﻐﻮى ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ ډﻳﻤﻮﻛﺮاﺳﻲ را زده ﻛﻮي ﻧﻪ ﻏﻮاړي ﭼﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻳﯥ زده ﻛړى «.
ګﻮرډن ﺟﺎﻧډرو ،د ﺳﭙﻴﻨﯥ ﻣﺎڼۍ وﻳﺎﻧﺪ ووﻳﻞ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ د ﭘﻮ ﺗﻴﻦ ﭘﻪ ﺧﺒﺮو ﺣﻴﺮان ﻫﻢ دى او ﺗﺮې ﻧﺎاﻣﻴﺪه ﻫﻢ .د ﻫﻐﻪ اﺗﻬﺎﻣﺎت ﻏﻠﻂ دى .
» وﻟﺴﻤﺸﺮ ﭘﻮ ﺗﻴﻦ ﭘﻪ زﻏﺮده ووﻳﻞ ﭼﯥ »ﻧړۍ ډﻳﺮه ﻟږه ﻣﺤﻔﻮﻇﻪ اوﺧﻮﻧﺪي ده «
ﻫﻐﻪ زﻳﺎﺗﻪ ﻛړه ﭼﯥ
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د ﻧﻮرو ﻏﺮﺑﻲ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﻧﻪ ﭘﺮﺗﻪ ،ﺑﻴﺎ ﺑﻴﺎ د ﺧﭙﻠﻮﻣﻠﻲ ﺳﺮﺣﺪوﻧﻮ څﺨﻪ اﺧﻮا ﻗﺪم اﺧﺴﺘﻰ او ﭘﻪ دى
142
ﺗﺮﺗﻴﺐ ﻳﯥ ﺧﭙﻞ ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ ﺳﺮﺣﺪوﻧﻪ ﺗﺮﭘﻮښﺘﻨﯥ ﻻﻧﺪې راوړي دي .او دا داﺳﯥ ﭘﺎﻟﻴﺴﻲ ده ﭼﯥ ﻫﻴڅﻜﻠﻪ ﻳﯥ
ﻧړۍ ﻧﻪ ده ﺧﻮﻧﺪي ﻛړى .
ﻫﻐﻪ ووﻳﻞ ﭼﯥ ؛ﺑﺮﻋﻜﺲ ﻧړۍ ورځ ﭘﻪ ورځ د ﺑﯥ ﺧﻮﻧﺪي ﺗﻮب ﭘﻪ ﻟﻮر دروﻣﻲ .
ﭘﻮ ﺗﻴﻦ ووﻳﻞ ﭼﯥ ﻳﻮاړﺧﻴﺰه ﻛړﻧﻮ ﻫﻴڅﻜﻠﻪ ﻫﻢ د ﻧړۍ ﺳﺘﻮﻧﺰې ﻧﻪ دي ﻏﻮڅﯥ ﻛړې ،ﺑﻠﻜﯥ د ﺑﺪو ﻳﯥ ﺑﺪﺗﺮې ﻛړﻳﺪي .
دا ډﻳﺮ ﺧﻄﺮﻧﺎك ﻛﺎر دى ،ﻫﻴڅﻮك ﭘﺲ ﻟﻪ دې ﺧﭙﻞ ځﺎن ﺧﻮﻧﺪي ﻧﻪ اﺣﺴﺎﺳﻮي ،ځﻜﻪ ﭼﯥ ﻫﻴڅﻮك ﻫﻢ د ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ ﻗﻮاﻧﻴﻨﻮ ﺗﺮ ﺷﺎ ﺧﭙﻞ ځﺎن ﻧﻪ ﺷﻲ ﭘټﻮﻻى[(.
د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﭘﻮ ﺗﻴﻦ ﻟﻪ دﻏﯥ ډاګﻴﺰې اوڅﺮګﻨﺪې وﻳﻨﺎ وروﺳﺘﻪ ﻧړۍ ﭘﻪ ﺳﻴﺎﺳﺖ ﻛﯥ د ﻳﻮه ﻧﻮي ﺑﺪﻟﻮن ﭘﻪ ﻟﻮر ﻗﺪم واﺧﻴﺴﺖ .او ډﻳﺮ ﺷﻤﻴﺮ ﻫﻐﻪ ﻫﻴﻮادوﻧﻪ ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د وﻳﺮې او د ﺧﭙﻞ ﻧﺎﭘﻴﺪه ﻗﺪرت د دوام ﭘﻪ
ﺧﺎﻃﺮ ﻳﺎ ﺧﻮ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺷﻌﺎروﻧﻪ ﭘﻪ ﭘټﻮ ﺳﺘﺮګﻮ ﺑﺪرګﻪ ﻛﻮل او ﻳﺎ ﺧﻮ ﻳﯥ ﭼﭙﻪ ﺧﻮﻟﻪ ﻧﻴﻮﻟﯥ وه ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ د ډاډﻳﻨﯥ ﺳﺎه واﺧﺴﺘﻪ (78) .
د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﭘﻮ ﺗﻴﻦ ددې وﻳﻨﺎ وروﺳﺘﻪ ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻋﺮﺑﻲ ﻫﻴﻮادوﻧﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻏﻮرځﻨګ راﻏﻠﻞ ،ﭼﯥ ﻣﺸﺎﻫﺪه ﻳﯥ د
ښﺎﻏﻠﻰ ﭘﻮﺗﻴﻦ ﭘﻪ ﺳﻔﺮ ﻛﯥ ﭼﯥ ﺳﻌﻮدي ﻋﺮﺑﺴﺘﺎن ،اردن او ﻗﻄﺮ ﺗﻪ وﻛړ ﭘﻪ څﺮګﻨﺪه ﺗﻮګﻪ ﭘﻪ ﻧﻈﺮ راﻏﻠﻪ.
ځﻜﻪ ﭘﻮ ﺗﻴﻦ ﻟﻮﻣړى روﺳﻲ وﻟﺴﻤﺸﺮ دى ﭼﯥ ﭘﻪ دې څﻮ ﻟﺴﻴﺰو ﻛﯥ د ﻟﻮﻣړي ځﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﺳﻌﻮدي ﻋﺮﺑﺴﺘﺎن
ﭘﻪ ﻟﻮر ﺳﻔﺮ ﻛﻮي .د ﺳﻌﻮدي واﻛﻤﻨﻮ د ﭘﻮ ﺗﻴﻦ ډﻳﺮه ﭘﻪ زړه ﭘﻮرې ﻣﻴﻠﻤﻪ ﭘﺎﻟﻨﻪ وﻛړه او ﻫﻐﻪ ﺗﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ډﻳﺮه ښﻪ
ﺗﻮګﻪ ښﻪ راﻏﻼﺳﺖ وواﻳﻪ .د ﺳﻌﻮدي واﻛﻤﻨﻮ ښﺎﻏﻠﻲ ﭘﻮ ﺗﻴﻦ ﺗﻪ ﻳﻮ ﻣډال ﻫﻢ ﭘﻪ ﻏﺎړه ﻛﯥ واﭼﺎوه او رښﺘﻴﺎ
ﻫﻢ ﭼﯥ دا د روﺳﻴﯥ د ﻫﻐﯥ زﺑﺮ ځﻮاك د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻟﻪ ﭘﺎره ډﻳﺮ د اﻓﺘﺨﺎر وړ و ﭼﯥ ﺗﺮ اوﺳﻪ ﭘﻮرې ﻳﯥ ﺳﻌﻮدي
ﺧﭙﻞ دښﻤﻦ ګﺎڼﻪ او ﺳﻌﻮدﻳﺎﻧﻮ ﻫﻢ روﺳﺎن د ﻛﻤﻮﻧﻴﺰم د ﺧﭙﺮﻳﺪو ﻋﺎﻣﻠﻴﻦ او ﺧﭙﻞ دښﻤﻨﺎن ګڼﻞ .د ﺑﻠﻪ اړﺧﻪ د
ﺷﻮروي اﺗﺤﺎد د اﻣﭙﺮاﻃﻮرۍ ﭘﻪ ړﻧګﻮﻟﻮ ﻛﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ ﺳﺮه د ﻫﻐﻪ ﻫﻴﻮاد ﻣﺎﻟﻲ او ﺳﻴﺎﺳﻲ
ﻣﺮﺳﺘﯥ او ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ ﻣﻼﺗړ ﻫﻢ ﺷﺎﻣﻞ و .ددې ﺗﺮڅﻨګ دﻏﻪ درى واړه اﺳﻼﻣﻲ ﻫﻴﻮادوﻧﻪ ﭼﯥ ﻫﻠﺘﻪ د روﺳﻲ
وﻟﺴﻤﺸﺮﭘﻪ ډﻳﺮه درﻧﻪ ﺗﻮګﻪ اﺳﺘﻘﺒﺎل وﺷﻮ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﻛﻤﭗ ﭘﻮرې اړوﻧﺪ ﻫﻴﻮادوﻧﻪ ګڼﻞ ﻛﯧږي .او ﻃﺒﻴﻌﻲ
ﺧﺒﺮه ده ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺑﻪ دا ډﻳﺮ ﺧﻮاﺷﻴﻨﻮﻧﻜﻰ ﻋﻤﻞ وي .
د ﺧﻠﻴﺞ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﺗﻪ د ﭘﻮﺗﻴﻦ ﺳﻔﺮ او ﻫﻠﺘﻪ داﻣﺮﻳﻜﺎ او اﺳﺮاﻳﯧﻠﻮ د ﭘﺎﻟﻴﺴﻴﻮ ﺑﺮﻋﻜﺲ د ﻓﻠﺴﻄﻴﻦ د ﺣﻤﺎس د
اﺳﻼﻣﻲ ﻏﻮرځﻨګ د ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻧﻪ ﻣﻼﺗړ ﻫﻢ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﺧﻮاﺷﻴﻨۍ وړدى ،او دا ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ
ﺗﺮ ﺳﺮه ﻛﯧږي ﭼﯥ د ﺧﻠﻴﺞ ﻫﻴﻮادوﻧﻪ د ﻓﻠﺴﻄﻴﻦ د ﻣﻮﺿﻮع ﺣﻞ او د اﺷﻐﺎﻟﻲ ﺳﻴﻤﻮ څﺨﻪ د اﺳﺮاﻳﯧﻠﻮ د وﺗﻠﻮ
ﻣﺴﺌﻠﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻣﻠﻲ ،ﻗﻮﻣﻲ او دﻳﻨﻲ ﻣﺴﺌﻠﻪ ګڼﻲ .ﻫﻐﻮى ددې ﻣﺴﺌﻠﯥ د ﺣﻞ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ څﺨﻪ ،ﭼﯥ
د اﺳﺮاﻳﯧﻠﻮ د ﻫﺮ ﺟﺎرﺣﻴﺖ او ﻫﺮې ﻧﺎروا او ﻫﺮﺗﺮورﻳﺴﺘﻲ ﻋﻤﻞ ﭘﻪ ډاګﻪ او څﺮګﻨﺪه ﺗﻮګﻪ ﻣﻼﺗړ ﻛﻮي ﻧﻮر
ﻧﺎﻫﻴﻠﻲ ﺷﻮي او ﻏﻮاړي د روﺳﻴﯥ ﭘﻪ څﻴﺮ ﻳﻮ زﺑﺮ ځﻮاك ﭘﻪ ﺧﭙﻞ څﻨګ ﻛﯥ و دروي.
روﺳﺎﻧﻮ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ د ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ د زړوﻧﻮ د ﻻﺳﺘﻪ راوړو ﺑﺮﻳﺎﻟۍ ﻫڅﯥ ﭘﻴﻞ ﻛړې ﭼﯥ د ﻓﻠﺴﻄﻴﻦ ﭘﻪ ټﺎﻛﻨﻮ ﻛﯥ
ﻳﯥ د ﺣﻤﺎس د ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺑﺮﻳﺎ وﺳﺘﺎﻳﻠﻪ او ددې ګﻮﻧﺪ ﻣﺸﺮ ﺧﺎﻟﺪ ﻣﺸﻌﻞ ﻳﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د ﻗﻬﺮ او اﻋﺘﺮاض
ﺳﺮه ﺳﺮه د ﻛﺮﻣﻠﻴﻦ ﻣﺎڼۍ ﺗﻪ وﺑﺎﻟﻪ او ﺧﭙﻞ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻣﻼﺗړ ﻳﯥ ورﻧﻪ اﻋﻼن وﻛړ د روﺳﺎﻧﻮ دﻏﻪ اﻗﺪام ﻳﻮځﻞ
ﺑﻴﺎ د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﻣﻐﺮوراﻧﻪ او ﻣﺘﻜﺒﺮاﻧﻪ ﭘﺎﻟﻴﺴﻴﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف د ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ زړوﻧﻪ ځﺎﻧﺘﻪ را واړول .
143
د ﺣﺎﻻﺗﻮ څﺨﻪ داﺳﯥ څﺮ ګﻨﺪﻳږي ﭼﯥ روﺳﺎن ﻳﻮځﻞ ﺑﻴﺎ ﻏﻮاړي اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ ﺳﻴﻤﻪ ﻛﯥ ﻣﺎﺗﯥ ورﻛړي او د
وﻳﺘﻨﺎم د ﺟﻨګ ﭘﻪ څﻴﺮ ﻳﯥ د ﺳﻴﻤﯥ څﺨﻪ ﻧﺎﻛﺎم او ﻧﺎﻣﺮاده و ﺷړي .څﺮﻧګﻪ ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ډﻳﺮې ګټﯥ د
اﺳﻼﻣﻲ ﻫﻴﻮادو او ﭘﻪ ځﺎﻧګړې ﺗﻮګﻪ د ﺧﻠﻴﺞ ﭘﻪ ﻫﻴﻮادو ﻛﯥ دي او د ﺟﻨګ او ﺟګړې ﻻر ﻳﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻫﻤﺪې ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﻛﯥ ﭘﻴﻞ ﻛړى او روﺳﺎن ﻫﻢ دﻟﺘﻪ ځﺎﻧګړې ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋﻳﻜﯥ ګټﯥ ﻟﺮي او ﭘﻪ ډﻳﺮو اﻣﻮراﺗﻮ ﻛﯥ ،ﭼﯥ ﭘﻪ
ځﺎﻧګړې ﺗﻮګﻪ ﭘﻪ ﻛﯥ د ﺗﻴﻠﻮ او ګﺎزو ﻣﺴﻠﻪ ﺧﻮرا رول ﻟﺮي ،ورﺳﺮه ګډې ګټﯥ ﻟﺮي ،ﻧﻮﻏﻮاړي ﭘﻪ دى ﺳﻴﻤﻪ
ﻛﯥ ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ ﺧﭙﻞ اﻏﻴﺰ را ژوﻧﺪى ﻛړي .اﺳﻼﻣﻲ ﻫﻴﻮادوﻧﻪ ﭼﯥ ﺷﻤﻴﺮ ﻳﯥ ﻧﮋدې څﻠﻮر ﭘﻨځﻮﺳﻮ ﺗﻪ رﺳﻴږي او ﺗﻞ ،ﻟﻜﻪ د اوس ﭘﻪ څﻴﺮ ،د ﭘﺮدﻳﻮ د ﻣﺰدوراﻧﻮ او ﻻس ﭘﻮڅﻮ ﻟﺨﻮا اداره ﻛﯧږي او ﻫﺮ وﺧﺖ د ﭘﺮدﻳﻮ ګټﯥ د
اﺳﻼﻣﻲ اﻣﺖ ﻟﻪ ګټﻮ ﻧﻪ ﻣﻘﺪﻣﯥ ﺷﻤﻴﺮي ،او اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن او ﻏﺮﺑﻴﺎن ﻳﯥ ﻫﻢ ﻧّﻪ ﭘﺮﻳږدي ﭼﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻣﻴﻨځﻮ ﻛﯥ ﺳﺮوﻧﻪ ﺳﺮه ﻧﮋدې ﻛړي،ﻧﻮ ﺗﻞ د ځﻮاك اﻧډول ﺗﻪ ګﻮري او دا ځﻞ د ځﻮاك ﭘﻪ اﻧډول ﻛﯥ روﺳﺎﻧﻮ ﻧﻮى ﻗﺪم
اﻳښﻰ دى ،ﭼﯥ ګﻮﻣﺎن ﻛﯧږي ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ اﺳﻼﻣﻲ ﻫﻴﻮادوﻧﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ د اﻏﻴﺰ څﺨﻪ ګټﻪ ﭘﻮرﺗﻪ ﻛړي .او ﭘﻪ ﻫﻤﺪې
ﺗﻮګﻪ ﺑﻪ روﺳﺎن ﻫﻢ ددې ﻫﻴﻮادو څﺨﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د وﻳﺴﺘﻠﻮ ﻫڅﻪ او ﻫﺎﻧﺪ ﻛﻮي او ددې ﻟﻪ ﭘﺎره د ﻧﻮرو ﻻرو ﺗﺮ څﻨګ د ﻧﻈﺎﻣﻲ اړﺧﻪ ﺑﻪ د ﻫﻐﻪ اﺳﻼﻣﻲ ﻏﻮرځﻨګﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﺗﻌﺎون او ﺑﺴﭙﻨﻪ وﻛړي ،ﭼﯥ ﻏﻮاړي ﺧﭙﻞ
ﻫﻴﻮادوﻧﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎ او اﻧګﻠﻴﺲ ﻟﻪ ﺟﻎ او ﻏﻼﻣۍ څﺨﻪ ،ﭼﯥ ددﯦﻤﻮﻛﺮاﺳۍ ﺗﺮﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې ﻳﯥ ﭘﺮ دى
ﻫﻴﻮادوﻧﻮ اﻳښﻰ ،ﺧﻼص ﻛړي .او داﻛﺎر ﻫﻤﺪا اوس ﺟﺮﻳﺎن ﻟﺮي .ﭘﻪ ﻋﺮاق او اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ
ﭘﻮځﻲ ﻳﺮﻏﻞ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ اوﺳﻨﻰ ﭘﻴﻞ ﻛړل ﺷﻮى ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﻳﯥ ﻏﻮره ﻣﺜﺎل او ﻧﻤﻮﻧﻪ ده .ﻫﻤﺪا څﻮورځﯥ دﻣﺨﻪ
ﭘﻪ رﺳﻨﻴﻮ ﻛﯥ راﻏﻠﻞ ﭼﯥ روﺳﺎن ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د ﻛﻤﺰورﺗﻴﺎ څﺨﻪ ﭘﻪ ګټﯥ اﺧﺴﺘﻠﻮ ﺳﺮه ،د
ﭘﺨﻮا ﭘﻪ څﻴﺮ،د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎ ن دﺷﻤﺎل ټﻠﻮاﻟﯥ ﺗﻪ ﻧﻈﺎﻣﻲ وﺳﺎﻳﻞ ﺑﺮاﺑﺮوي .او ﻛﻪ دﻏﻪ وﺳﺎﻳﻞ د ﻫﻐﻮ وﺳﻠﻪ واﻟﻮ ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﭘﻪ ﻻﺳﻮ ﻛﯥ وﻟﻮﻳږي ﭼﯥ ﻫﻤﺪا اوس ﭘﻪ وﺳﻠﻪ وال ﻣﺨﺎﻟﻔﺖ ﻛﯥ ﻧښﺘﻲ دي ﻧﻮ ﻃﺒﻴﻌﻲ ده ﭼﯥ د
ﺟﻨګ زﺑﻴښﯥ ﺑﻪ ډﻳﺮې ژر د ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﭘﻪ ګټﻪ وڅﺮﺧﻲ .او د ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﻣﺴﻮﻟﯧﻦ ﺑﻪ ځﺎن ﺗﻪ داﺣﻖ ﻫﻢ ورﻛړي ﭼﯥ د ﻫﻐﻪ روﺳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﭼﯥ ددوى ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻳﯥ ﺗﻴﺮي ﻛړى و د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ څﺨﻪ ،ﻳﻮ ﺑﻞ ﺗﻪ د اړﺗﻴﺎ ﭘﻪ
ﺧﺎﻃﺮ ،وﺳﻠﻪ او ﻧﻈﺎﻣﻲ ﻣﻬﻤﺎت ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛﻮل ،ﻧﻮ اوس د ﻫﻤﺪﻏﻪ ﻏﺮﺑﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د ﻣﺎﺗﻮﻟﻮاو د ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد
څﺨﻪ ددﻏﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د ﺷړﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره د روﺳﺎﻧﻮ څﺨﻪ د ﻫﻤﺎﻏﻪ ﻳﻮﺑﻞ ﺗﻪ د اړﺗﻴﺎ ﺗﺮ ﻓﻮرﻣﻮل ﻻﻧﺪې وﺳﺎﻳﻞ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛړي .او دا ﻛﺎر داﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ دروﺣﻲ ﻛﻤﺰور ﺗﻴﺎ ﺳﺮه ﺳﻢ ﻣﻤﻜﻦ ﺑﺮﻳښﻲ .ﺗﺎرﻳﺦ دا وښﻮوﻟﻪ ﭼﯥ ﻛﻠﻪ ﭼﯥ
روﺳﺎﻧﻮ ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻮځﻲ ﻳﺮﻏﻞ وﻛړ ﻧﻮ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن اوﻏﺮﺑﻴﺎن وارﺧﻄﺎ و او وﻳﻞ ﻳﯥ ﭼﯥ دا ﻓﻴﻞ ﭼﯥ ﭼﻴﺮې ﭘښﻪ ﻛﯧږدي ﻧﻮ ﺑﻴﺎ دﻫﻐﻪ ځﺎﻳﻪ څﺨﻪ ﻳﯥ د ﭘﻮرﺗﻪ ﻛﯧﺪو ﺗﻮان ﻟﻪ ﭼﺎ ﺳﺮه ﻧﻪ ﺷﺘﻪ ،ﻫﻤﺪا ﻻﻣﻞ و ﭼﯥ ﭘﻪ
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې د ﺷﻮروي د ﻟښﻜﺮو د ﻳﺮﻏﻞ) 1979زﻳږدﻳﺰ ﻛﺎل ( ﭘﻪ ﭘﻴﻞ ﻛﯥ ﻳﺎ دا ﺗﻴﺎوﻣﯥ ﻟﺴﻴﺰې ﭘﻪ
ﻟﻮﻣړﻳﻮ ﻛﯥ ﻛﻠﻪ ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮﻏﻮښﺘﻞ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺟﻬﺎدي ﺗﻨﻈﻴﻤﻮ ﺳﺮه ﻧﻈﺎﻣﻲ ﻣﺮﺳﺘﯥ وﻛړي ﻧﻮ ټﻮﻟﯥ ﻣﺮﺳﺘﯥ ﻳﯥ ﭘټﯥ او ﺗﺮ ﭘﺮدې ﻻﻧﺪې وې .ﺧﻮ ﻛﻠﻪ ﻳﯥ ﭼﯥ وﻟﯧﺪل اﻓﻐﺎﻧﺎن ددې وړﺗﻴﺎ ﻟﺮي ﭼﯥ ددﻏﻪ زﺑﺮځﻮاك ﭘښﯥ ورﻣﺎﺗﯥ ﻛړي او د ﺑﻠﻪ اړﺧﻪ ﻳﯥ د روﺳﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د ﺟﻨګ او ﺟګړې ﻃﺮﻳﻘﻪ او وارﺧﻄﺎﻳﻲ وﻛﺘﻠﻪ ﻧﻮ
ﺑﻴﺎﻳﯥ ﺧﭙﻠﯥ ﻣﺮﺳﺘﯥ ډاګﻴﺰه ﻛړې .روﺳﺎن ﻫﻢ د ﻫﻤﺪاﺳﯥ ﺷﺮاﻳﻄﻮ ﻣﻨﺘﻈﺮ دي او د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﭘﻮﺗﻴﻦ اوﺳﻨﻰ
ﺑﻴﺎن او ﻫﻢ اﺳﻼﻣﻲ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﺗﻪ ﺳﻔﺮ او ﻫﻢ د ﺣﻤﺎس د اﺳﻼﻣﻲ ګﻮﻧﺪ ﺳﺮه ښﯥ اړﻳﻜﯥ ددې ټﻮﻟﻮ ﻛﺎرﻧﻮ ﻣﻘﺪﻣﻪ ده .
144
د ﭘﻮﺗﻴﻦ ددﻏﻪ ﻣﻘﺪﻣﺎﺗﻲ ﺧﺒﺮو وروﺳﺘﻪ ﻳﻮ ﺑﻞ ﺳﺘﺮ ﺗﺤﻮل ﻫﻢ راﻏﻰ او ﻫﻐﻪ دا و ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻨﺪ ﻛﯥ ،د روﺳﻴﯥ، ﻫﻨﺪ او ﭼﯧﻦ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭼﺎرو د وزﻳﺮاﻧﻮ ﻏﻮﻧډه وه .دﻏﻪ ﻫﻴﻮادوﻧﻪ د ﻧړۍ ﻫﻐﻪ درى ﺳﺘﺮ ﻫﻴﻮادوﻧﻪ دي ﭼﯥ ﻫﻢ
اﻗﺘﺼﺎدي ځﻮاك ﻟﺮي او ﻫﻢ ﭘﻪ ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺗﻮګﻪ د ﻧړﻳﻮال ځﻮاك ﺧﺎوﻧﺪان دي
روﺳﺎن د ﭘﺨﻮا څﺨﻪ د اﺗﻮﻣﻲ ﺗﻜﻨﺎﻟﻮژۍ ﺧﺎوﻧﺪان دي او د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻻﺳﻮ د ﺷﻮروي اﻣﭙﺮاﻃﻮرۍ
دړﻧګﻴﺪو) ( 1991ﻧﻪ ﻣﺨﺘﻪ ﻳﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺳﺮه ﭘﻪ ﺳﻮړ ﺟﻨګ او ﺗﺴﻠﻴﺤﺎﺗﻲ ډګﺮ ﻛﯥ ﺳﺘﺮه ﺳﻴﺎﻟﻲ ﻛﻮﻟﻪ د ﻟږې
ﻣﻮدې ﭘﻮرې د ﺟﻨﺠﺎﻟﻮﻧﻮ او ﺳﺘﻮﻧﺰو ﺳﺮه ﻣﺦ و ﺧﻮ د ﭘټﺮو ډاﻟﺮ ﻳﺎ ﺗﻴﻠﻮ او ګﺎزو د ﺑﻴﻮ د ﻟﻮړﯦﺪو ﭘﻪ اﺳﺎس
روﺳﺎﻧﻮ ﻳﻮځﻞ ﺑﻴﺎ ﭼﺎﻧﺲ ﭘﻴﺪا ﻛړ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋﻳﻮ ﻟﻪ ﺳﺮه ﻧﻈﺮ وﻛړي او ﻫﻤﺪا اوس اوس ﻳﯥ اﻋﻼن وﻛړ
ﭼﯥ ﻏﻮاړي د ﺑﻼﺳﺘﻴﻜﻲ ﻣﻴﺰاﻳﻠﻮ ﻧﻈﺎم ﻟﻪ ﺳﺮه ﺗﻴﺎر ﻛړي .ﭘﻪ اﻗﺘﺼﺎدي ﻟﺤﺎظ ﻫﻢ ﻧﻦ روﺳﺎن د ﻫﻴﭽﺎ ﻧﻪ
وروﺳﺘﻪ ﻧﻪ دي ﭘﺎﺗﻪ .اود ﻳﻮه ډاډﻣﻦ ﻣﺸﺮ ﭘﻪ درﻟﻮدﻟﻮﺳﺮه ﻫﺮ وﺧﺖ ﻛﻮﻻى ﺷﻲ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻮ ﻛﯥ ځﺎﻧﻮﻧﻪ ورﻧﻨﻪ ﺑﺎﺳﻲ .
ﭼﯧﻦ ﻧﻦ ﭘﻪ ﻧړۍ ﻛﯥ ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ ﺳﺘﺮې اﻗﺘﺼﺎدي او ﻧﻈﺎﻣﻲ ځﺎﻧګړﺗﻴﺎوې ﻟﺮي .او د دى ﻫﻴﻮاد اﺗﻮﻣﻲ ﺗﻜﻨﺎﻟﻮژي دوﻣﺮه ﭘﺮﻣﺦ ﺗﻠﻠﯥ ﭼﯥ ﻧﮋدې څﻮ ورځﯥ د ﻣﺨﻪ ﻳﯥ ﻫﻐﻪ ﺗﻮﻏﻨﺪى ﭼﯥ ﺳﭙﻮږﻣﻜۍ وﻳﺸﺘﻠﻰ ﺷﻲ وازﻣﺎﻳﻪ او
دﻏﻪ ﻛﺎر اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن او ﻧﻮر ﻏﺮﺑﻴﺎن ټﻮل اﻧﺪﻳښﻤﻦ ﻛړﻳﺪي .ﻫﻤﺪا ﻧﻦ دﻓﺒﺮورى دروﻳﺸﺘﻤﻪ ،د اﻣﺮﻳﻜﺎد ﺟﻤﻬﻮر
رﻳﺲ ﻣﻌﺎون ډﻳﻚ ﭼﯧﻨﻲ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﻳﻮې وﻳﻨﺎ ﻛﯥ وﻳﻠﻲ ﭼﯥ د ﭼﯧﻦ ﻧﻈﺎﻣﻲ ﭘﺮﻣﺨﺘګ ﻧړۍ ﺗﻪ ﺧﻄﺮ ﭘﻴﺪا ﻛړى او دا ﺑﺎﻳﺪ ﻛﻨﺘﺮول ﺷﻲ .ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﻫڅﻪ ﻛړى ﭼﯥ د ﭼﯧﻦ ﻫﻴﻮاد د ﺗﺎﻳﻮان د ټﺎﭘﻮ وزﻣﯥ ﺳﺮه ،ﭼﯥ د
ﭼﯧﻦ د ﺧﺎورې ﻳﻮه ﺑﺮﺧﻪ ده ،ﭘﻪ ﺟﻨګ او ﺟګړو ﻣﺼﺮوف وﺳﺎﺗﻲ ﺧﻮ ﭼﻨﻴﺎﻳﺎﻧﻮ ﻟﻪ دﻏﻪ ﻛﺎر څﺨﻪ ﭘﻪ ډﻳﺮ اﺣﺘﻴﺎط ﺳﺮه ځﺎن ژﻏﻮرﻟﻰ دى .دﺑﻠﻪ اړﺧﻪ ﭼﯧﻦ د اﻓﺮﻳﻘﺎﻳﻲ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ د ﻧﻮرو ﻣﺎرﻛﯧټﻮﻧﻮ ﺗﺮڅﻨګ د ﻫﻐﻮى د
ﺗﻴﻠﻮ او ﺗﻌﻤﻴﺮاﺗﻮ ﭘﺮ ﻣﺎرﻛﯧټﻮﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﻫﻢ ﻧﮋدې زﻳﺎت ﺗﺴﻠﻂ ﻟﺮي .او ﭘﻪ دى ﻫﻜﻠﻪ ﻳﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او اﻧګﻠﻴﺴﺎﻧﻮ ﻣﻮﻧﻮﭘﻮﻟﻲ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ وړې او دا ﻛﺎر ﭘﺨﭙﻠﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د اﻗﺘﺼﺎدي ﻣﺎرﻛﯧټ ﻟﻪ ﭘﺎره ﭼﯥ د ﻻﺳﺘﻪ راوړو ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﻳﯥ د ﻫﻴڅ ﻧﻮع ﺟﺮم د اراﺗﻜﺎب ﻫﻢ ډډه ﻧﻪ ﻛﻮي ډﻳﺮه ﺳﺘﺮه ﺿﺮﺑﻪ ګڼﻞ ﻛﯧږي .
ﻫﻤﺪا راز ﻫﻨﺪ ،ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ورﺳﺮه د اﺗﻮﻣﻲ ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋۍ ﺳﺘﺮ ﺗړون ﻻﺳﻠﻴﻚ ﻛړ او
دﻏﻪ ﻫﻴﻮاد ﻳﯥ ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ د اﺗﻮﻣﻲ اﻧﺮژۍ د ﻧﻪ ﺧﭙﺮوﻟﻮ د ﺗړون ﻻﺳﻠﻴﻚ ﻛﻮﻧﻜﻰ ﻫﻴﻮاد ﻧﻪ دى،
ﻫﻢ د ﻳﻮه اﺗﻮﻣﻲ ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ څﻴﺮ ﭘﻪ رﺳﻤﻴﺖ و ﭘﻴﮋاﻧﺪه او ددې څﺨﻪ ﻳﯥ ﻫﺪف دا و ﭼﯥ دﻏﻪ ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ راﺗﻠﻮﻧﻜﻲ
ﻛﯥ د ﭼﯧﻦ ﭘﻪ ﺧﻼف ﺧﭙﻞ اﺗﺤﺎدي و ګﺮځﻮي ،ﺧﻮ ﻫﻨﺪواﻧﻮ د وﺧﺖ ﻧﻪ ﭘﻪ ګټﯥ اﺧﺴﺘﻠﻮ ﺳﺮه ﻳﻮځﻞ ﺑﻴﺎﺧﭙﻠﻪ
ﺑﻬﺮﻧۍ ﭘﺎﻟﻴﺴﻲ ﻫﻤﺎﻏﺴﯥ ﭼﯥ ﭘﺨﻮا وه ﻳﻮځﻞ ﺑﻴﺎ اﻋﻼن ﻛړه او د روﺳﻴﯥ ،او ﭼﯧﻦ دواړو ﺳﺮه ﭘﻪ دې
ﻏﺒﺮګﻮن ﻛﯥ ﺷﺮﻳﻚ ﺷﻮ ﭼﯥ وواﻳﻲ ،ﺑﺎﻳﺪ د ﻧړۍ ﺳﻴﺎﺳﻲ او ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺳﺘﻮﻧﺰې د ﻳﻮه ځﻮاك ﻟﻪ ﻻرې ﭘﺨﭙﻞ ﺳﺮ
ﻣﺨﺘﻪ ﻧﻪ ﺷﻲ وﻻړى .او ﻧﻮره ﻧړۍ ﻫﻢ د ﻧړﻳﻮاﻟﻮ ﻣﺴﺎﻳﻠﻮ ﭘﻪ ﺣﻞ ﻛﯥ د ﻧړﻳﻮال ﻣﻨﺸﻮر د ﻣﻨﺪرﺟﺎﺗﻮ ﭘﻪ اﺳﺎس ﺷﺮﻳﻜﻪ واوﺳﻲ .
ددﻏﻪ درى واړو ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ګډ درﻳځ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﭘﺮ ﺑﻬﺮﻧﻲ ﺳﻴﺎﺳﺖ ﺑﺎﻧﺪې ژور اﻏﻴﺰ ﻛړى ﭼﯥ څﺮګﻨﺪې
ﻧښﯥ ﻳﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭼﺎرو د ﭘﺨﻮاﻧۍ وزﻳﺮې ﻣﻴﺮﻣﻦ راﻳﺲ د ﻫﻐﯥ ﺑﻰ ﻧﺘﻴﺠﯥ ﺳﻔﺮوﻧﻮ څﺨﻪ ﭼﯥ ﻣﻨځﻨﻲ ﺧﺘﻴځ او ﻳﺎ ﻧﻮرو اﺳﻴﺎﻳﻲ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﺗﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ډﻳﺮه ګړﻧﺪۍ ﺗﻮګﻪ ﺗﺮ ﺳﺮه ﻛﻮل ،ﭘﻪ ﻧﻈﺮ راځﻲ.
145
ددې ﺗﺮڅﻨګ ﭘﻪ ﺳﻴﻤﻪ اﻳﺰه ﺗﻮګﻪ ﻫﻢ د وﺧﺖ ﭘﻪ ﺗﻴﺮﻳﺪو ﺳﺮه او د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ او ﻧﺎټﻮ د ﭘﻮځﻮﻧﻮ د ﻧﺎﻛﺎﻣﻪ او
ﺧﭙﻞ ﺳﺮي ﭘﻮځﻲ ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ ﭘﻪ ﻟړ ﻛﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ او ﻫﻢ د دﻏﻪ ﻫﻴﻮاد دګﺎوﻧډﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﭘﺎﻟﻴﺴﻴﻮ ﻛﯥ څﻪ ګړﻧﺪي ﺗﻐﻴﻴﺮات ﻟﻴﺪل ﻛﯧږي .
اﻳﺮان ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ او اﻧګﻠﻴﺲ ﺳﺮه د اﺗﻮﻣﻲ وﺳﻠﯥ د ﺟﻮړښﺖ او د ﻳﻮراﻧﻴﻤﻮ د ﻏﻨﻲ ﻛﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﭘﺮوﺳﻲ ﺑﺎﻧﺪې
ﻛﻠﻚ اﺧﺘﻼف ﻟﺮي او دا دى د اﻳﺮان ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﺑﻨﺪﻳﺰ ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ ﺣﻜﻢ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ د
ادارې ﻟﺨﻮا ﺗﺮ ﻳﻮﻳﺸﺘﻢ د ﻓﺮوري ﭘﻮرې اﻋﻼن ﺷﻮى و ﻫﻢ ﺗﻴﺮﺷﻮ ﺧﻮ د اﻳﺮان ﺣﻜﻮﻣﺖ او وﻟﺲ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻋﺰم
وﻻړ دى او ﻏﻮاړي ﭼﯥ ﺧﭙﻞ دﻏﻪ ﺣﻖ ،د ﻳﻮارﻧﻴﻤﻮ د ﻏﻨﻲ ﻛﻮﻟﻮ ﭘﺮوﺳﻪ ،ﭼﯥ د ﻧړﻳﻮاﻟﻮ ﻣﻮازﻳﻨﻮ ﺑﺮاﺑﺮ دى د ﻻﺳﻪ ورﻧﻜړي .ددې ﺗﺮ څﻨګ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ اﻳﺮان ﭘﻪ ﻋﺮاق او اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﻣﻘﺎوﻣﺖ د ډﻟﻮ ﺳﺮه ﭘﻪ ﺗﻌﺎون
ﻣﺘﻬﻢ ﻛړى ،ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ اﻳﺮان ﻳﯥ ﭘﻪ ﻛﻠﻜﻪ ﻣﺴﺘﺮدوي .او اوس ﺧﻮ ﭘﻪ ځﻴﻨﻮ رﺳﻨﻴﻮ ﻛﯥ راځﻲ ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎ او اﺳﺮاﻳﯧﻞ ﻏﻮاړي اﻳﺮان ﺑﺎﻧﺪې ﻳﻮﻧﺎڅﺎﭘﻰ ﻫﻮاﻳﻲ ﺑﺮﻳﺪ وﻛړي اود اﺗﻮﻣﻲ اﻧﺮژۍ د ﻣﺮاﻛﺰو ﭘﻪ ﺷﻤﻮل
ټﻮل ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺗﻢ ځﺎﻳﻮﻧﻪ ﻳﯥ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ﻳﻮﺳﻲ .او د اﻣﺮﻳﻜﺎ وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺑﺶ ﭼﯥ ﭘﻪ دى وﺧﺖ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻋﺮاق ﻛﯥ د
ﭘﻮره ﻧﺎﻛﺎﻣﻴﻮ ﺳﺮه ﻣﺦ دي او د ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ ﻓﺸﺎروﻧﻮ ﺗﺮڅﻨګ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ وﻟﺲ ﻛﯥ ﻫﻢ ﺑﺎور ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ورﻛړى ﻧﻮ ګﻮﻣﺎن ﻛﯧږي ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺑﻪ د ﺧﭙﻠﻮ ﻧﺎﻛﺎﻣﻴﻮ د ﭘټﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ دداﺳﯥ ﻳﻮ ﻗﺪم ﻟﻪ ﭘﻮرﺗﻪ ﻛﻮﻟﻮ څﺨﻪ ډډه وﻧﻜړي .
ځﻜﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﻫﻤﺪا اوس ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن او ﻋﺮاق ﻛﯥ ﻛﺎﻓﻲ ﺷﻤﻴﺮ ﻋﺴﻜﺮي ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﻟﺮي او اﻳﺮان ﻳﯥ ﺗﺮ ﻋﺴﻜﺮي ﻣﺤﺎﺻﺮې ﻻﻧﺪې دى .اﻟﺒﺘﻪ ﭘﻪ دى ﻛﺎر ﻛﯥ ﭘﺨﭙﻠﻪ د اﻳﺮان ﭘﺨﻮاﻧۍ اداره ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې د ﭘﻮځﻲ ﻳﺮﻏﻞ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﻧﻪ ﻳﻮازې ﻛﻮﻣﻚ وﻛړ ﺑﻠﻜﯥ د ﻫﻐﻮى ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﯥ ﻻرې ﻫﻢ
ښﻮوﻟﯥ ﭘﻮره ﻣﻼﻣﺘﻪ ده او د اﻳﺮان وﻟﺲ د ﺧﭙﻠﻮ ﭘﺨﻮاﻧﻴﻮ ﻣﺴﻮﻟﯧﻨﻮ څﺨﻪ ﭼﯥ ﻏﻮښﺘﻞ ﻳﯥ ﭘﻪ دى ﺗﺮﺗﻴﺐ
ځﺎﻧﻮﻧﻪ ﻏﺮب ﺗﻪ ﻧﮋدې ﻛړي ،ددﻏﯥ ﻧﺎﻛﺎﻣﻪ ﭘﺎﻟﻴﺴۍ ﭘﻮ ښﺘﻨﻪ وﻛړي .ﺧﻮ اوس د اﻳﺮان ﭘﻪ ﭘﺎﻟﻴﺴﻴﻮ ﻛﯥ ﻳﻮ ﻟړ
ﺑﺪﻟﻮﻧﻮﻧﻪ راﻏﻠﻲ او ﻫﻐﻮى اوس اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻳﻮ اﺷﻐﺎل ﺷﻮى ﻫﻴﻮاد ګڼﻲ او د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ګډون د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ
ﭘﻮځﻮﻧﻮ د وﺗﻠﻮ ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻛﻮي .ﺧﻮ ﻧﻮي ﺣﺎﻻت دڅﻪ ﭘټﻮ رازوﻧﻮ او ﻣﺆاﻣﺮو ﺧﺒﺮې ﻛﻮي ،ﭼﯥ وروﺳﺘﻪ ﺑﻪ را
څﺮګﻨﺪ ﻛړل ﺷﻲ .
ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﭼﯥ د ﺗﺮورﻳﺰم ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې ﺟګړه ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﻳﻮ ﺑﯥ ﭘﻮ ښﺘﻨﯥ او د ،ﻳﺲ ﺳﺮ ،ﻣﻠګﺮى دى او ﺗﺮ اوﺳﻪ ﭘﻮرې ﻳﯥ ﻫﻴڅ ﻫﻐﻪ ﺣﻜﻢ ﭼﯥ د ﺳﭙﻴﻨﯥ ﻣﺎڼۍ څﺨﻪ ورﺗﻪ ﺷﻮى وي ﻧﻪ دى ﻣﺴﺘﺮد ﻛړى او زﻳﺎت
ﺷﻤﻴﺮ ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﻋﺮب ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻦ او اﻓﻐﺎﻧﺎن ﻳﯥ د ټﻮﻟﻮ ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ ﭘﺮﻧﺴﻴﭙﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ
ﺗﻪ ﺳﭙﺎرﻟﻲ ،دﻳﻮ ﻟړ داﺧﻠﻲ ﺳﺘﻮﻧﺰو ﺗﺮ څﻨګ د اﺳﻼﻣﻲ اﻣﺖ ﺗﺮ ﻓﺸﺎر ﻻﻧﺪې ﻫﻢ دى .او ﻫﻴڅﻜﻠﻪ ﺑﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ دې
راﺿﻲ ﻧﺸﻲ ﭼﯥ ﭘﺮ اﻳﺮان ﻫﻢ ﻟﻜﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ څﻴﺮ د ﭘﺮدﻳﻮﺣﻤﻠﯥ ﺗﺎﻳﯧﺪ ﻛړي .د اﻳﺮان او ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﺗﺮ
ﻣﻴﻨځ ډﻳﺮې ﻛﻠﻜﯥ رﻳښﯥ ،اﻗﺘﺼﺎدي او ﻧﻈﺎﻣﻲ اړﻳﻜﯥ ﻣﻮﺟﻮدې دي .ﻫﻤﺪا ﻋﻠﺖ دى ﭼﯥ د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﭘﺎﻟﻴﺴﻲ ﺟﻮړوﻧﻜﻮاﻋﻼن ﻛړى ﭼﯥ ﭘﺮ اﻳﺮان ﺑﺎﻧﺪې ﺑﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺣﻤﻠﻪ ﺗﺎﻳﯧﺪ ﻧﻜړي .
ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﻧﺎټﻮ او اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻮځﻲ ﻗﻮت ﺗﻪ ګﻮري .او ﻟﻜﻪ د روﺳﺎﻧﻮ او ﭼﯧﻨﺎﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ څﻴﺮ ،ﻛﻪ ووﻳﻨﻲ ﭼﯥ دﻏﻪ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ د ﻧﺎﻛﺎﻣﻴﻮ او ﺗﻴښﺘﯥ ﺳﺮه ﻣﺦ دي ،ﻧﻮ ﭘﻪ ﻫﻤﻐﻪ ورځ ﺑﻪ ﺑﻴﺎ د
ﻧﻮې ﭘﺎﻟﻴﺴۍ اﻋﻼن ﻛﻮي .ﻫﻤﺪا ﻋﻠﺖ دى ﭼﯥ د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن دوﻟﺘﻲ ﻣﺴﻮﻟﯧﻦ د ﻳﻮې رﻳښﺘﻮﻧﯥ ﭘﺎﻟﻴﺴۍ ﺧﺎوﻧﺪان ﻧﻪ ﺑﺮﻳښﻲ .ﻛﻪ ﻟﻪ ﻳﻮه ﻃﺮﻓﻪ د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﻫﻴﻮاد د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ او ﭘﻪ ځﺎﻧګړې ﺗﻮګﻪ د ﭘښﺘﻨﻮ د ﺧﻮښﯥ ﭘﻪ ﺧﻼف د ډﻳﻮرﻧډ ﭘﻪ ﻛﺮښﻪ اﻏﺰن ﺳﻴﻢ ږدي او ﻳﺎ ﭘﻪ ځﻴﻨﻮ ځﺎﻳﻮ ﻛﯥ ﺗﺮې دﻳﻮال ﺗﺎووي ،او ﺗﻌﻬﺪ ﻛﻮي ﭼﯥ د
146
ټﻮﻟﻮ ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﻣﺨﻨﻴﻮى ﺑﻪ ﻛﻮي ﺧﻮ ﻟﻪ ﺑﻠﻪ اړﺧﻪ د ﭘښﺘﻮﻧﺨﻮا واﻟﻲ ﭘﻪ زﻏﺮده اﻋﻼﻧﻮي ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻣﻘﺎوﻣﺖ د ﻳﻮه ازادي ﻏﻮښﺘﻮﻧﻜﻲ ﻣﻠﻲ ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﺷﻜﻞ ﺧﭙﻞ ﻛړى او وﻟﺴﻲ ﻣﻼﺗړ ورﺗﻪ ورﭘﻪ ﺑﺮﺧﻪ دى .د ﻫﻐﻪ ﺧﺒﺮې ﭘﻪ رﺳﻨﻴﻮ ﻛﯥ داﺳﯥ راﻏﻠﯥ :
])دﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﻳﻮه ﻟﻮړ ﭘﻮړي ﻣﻘﺎم وﻳﻠﻲ ﭼﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ازادۍ ﻏﻮښﺘﻨﯥ ﭘﻪ ﻳﻮه
ﻏﻮرځﻨګ ﺗﺒﺪﻳﻞ ﺷﻮى ،او د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ددوﻟﺖ څﺨﻪ ﻳﯥ ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻛړى ﭼﯥ د اړ ودوړ د ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ وړﻟﻮ ﭘﻪ
ﺧﺎﻃﺮ دې ددﻏﻪ ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﺳﺮه د ﺧﺒﺮو دروازه ﭘﺮاﻧﻴﺰي .
د ﭘښﺘﻮﻧﺨﻮا اﻳﺎﻟﺖ واﻟﻲ ،ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﺟﻨﺮال ﻋﻠﻲ ﻣﺤﻤﺪ ﺟﺎن اورﻛﺰي اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ وﻳﻠﻲ ﭼﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ
ﻏﻮرځﻨګ ﻫﻤﺪا اوس ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ازادۍ ﭘﻪ ﻏﻮرځﻨګ ﺑﺪﻳﻞ ﺷﻮى دى.
ﻫﻐﻪ د ﻟﻴﻜﻮاﻻﻧﻮ ﭘﻪ ﻳﻮه ﻏﻮﻧډه ﻛﯥ ووﻳﻞ ﭼﯥ دﻏﻪ ﻏﻮرځﻨګ اوس د ﻳﻮه ﻣﻠﻲ ﭘﺎڅﻮن او د اﻳﺘﻼﻓﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ
ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ د ازادۍ ﻳﻮ ﻣﻘﺎوﻣﺖ ګﺮزﻳﺪﻟﻰ دى[(.
دﭘښﺘﻮﻧﺨﻮا د اﻳﺎﻟﺖ د واﻟﻲ ښﺎﻏﻠﻲ اورﻛﺰي وﻳﻨﺎ ﭘﻪ څﺮګﻨﺪه ﺗﻮګﻪ ددﻏﻪ ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ ﭘﺎﻟﻴﺴﻴﻮ ﻛﯥ ﻳﻮ ﻧﻮى ﺧﻂ
ﭘﻪ ګﻮﺗﻪ ﻛﻮي .ځﻜﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ د ﭘﺎﻟﻴﺴﻴﻮ ﭘﻪ ﺟﻮړوﻟﻮﻛﯥ اﺳﻼم اﺑﺎد دﺳﺮﺣﺪ د واﻟﻲ او ﺣﻜﻮﻣﺖ
ﻧﻈﺮ او ﻛﺮه ﻛﺘﻨﯥ ﺗﻪ د ﭘﺎم وړ اﻫﻤﻴﺖ ورﻛﻮي.
د ﻧﻮﻣﻮړي واﻟﻲ داﺧﺒﺮه ﺗﺮ ډﻳﺮه ﺣﺪه ﭘﻮرې رښﺘﻴﺎ ﻫﻢ ده ځﻜﻪ ﻫﻴڅ ﺗﺤﺮﻳﻚ او ﻏﻮرځﻨګ ﭼﯥ داﺧﻠﻲ او
وﻟﺴﻲ ﻣﻼﺗړ وﻧﻠﺮي ﻫﻐﻪ ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ وﻟﺲ ﻛﯥ ﻧﻤﻮ ﻧﺸﻲ ﻛﻮﻟﻰ ،او ﻧﻪ ﭘﺮدي ﻋﻨﺎﺻﺮ ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻧﻮرو
وﻟﺴﻮﻧﻮ ﻛﯥ ځﺎﻧﻮﺗﻪ د ﭘښﻮ ځﺎى ﭘﻴﺪا ﻛړي .ﭘﻪ دى ﻛﯥ ﻫﻴڅ ﺷﻚ ﻧﺸﺘﻪ ﭼﯥ دﻏﻪ ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﺑﻪ ﺑﻴﺮوﻧﻲ ﻣﻼﺗړي ﻫﻢ وﻟﺮي ځﻜﻪ دﻏﻪ ډول ﺳﺘﺮﻛﺎروﻧﻪ د ﺑﻬﺮﻧﻲ ﻣﻼﺗړ ﭘﺮﺗﻪ ﻧﺸﻲ ﺗﺮ ﺳﺮه ﻛﯧﺪاى .او دﺑﻠﻪ اړﺧﻪ ﻛﻪ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ
ﻏﻮرځﻨګ دى ﻧﻮ ﻫﻐﻮى ﺧﻮ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﭘﻨځﻪ ﻛﺎﻟﻪ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻛړى او د وﻟﺲ ﭘﻪ ټﻮﻟﻮ ﭘﺮګﻨﻮ ﻛﯥ ځﺎﻧﺘﻪ
ځﺎى ﻟﺮي او ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دى ﭼﯥ داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اﺳﻼﻣﻲ ﺟﻬﺎد او د روﺳﺎﻧﻮ د
ﭘﻮځﻲ ﻣﺪاﺧﻠﯥ ﭘﻪ ﺧﻼف د ازادۍ د ﺟﻬﺎد او ﻣﻘﺎوﻣﺖ د ﻣﻼ ﺗﻴﺮ ګڼﻞ ﻛﯧﺪه ،ﻧﻮ اوس دﻏﻪ دواړه اﺳﻼﻣﻲ
ﻏﻮرځﻨګﻮﻧﻪ ﺳﺮه ﻳﻮ ځﺎى د ﻳﻮه اﻋﻼن ﺷﻮي ﭘﻮځﻲ ځﻮاك ﭘﻪ ﺧﻼف ﭘﻪ وﺳﻠﻪ واﻟﯥ ﻣﺒﺎرزې او ﻣﻘﺎوﻣﺖ
ﺑﻮﺧﺖ دي .ﻧﻮ ﻛﻪ ﭼﯧﺮې دﻏﻪ دواړه ﺳﺘﺮ ﺳﺘﺮ ﺗﻨﻈﻴﻤﻮﻧﻪ وﻟﺴﻲ ﺟﺮړې وﻧﻠﺮي ﻧﻮ ﺑﻴﺎ ﺧﻮ ﺑﻪ ﻳﯥ ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﺣﺎﻻت ﻫﻢ ﺷﻜﻤﻦ و ګڼﻞ ﺷﻲ .دا ﺑﺎﻟﻜﻞ ﺻﺤﻴﺢ ده ﭼﯥ دﻏﻪ دواړه ډﻟﯥ وﻟﺴﻲ ډﻟﯥ دي ،د وﻟﺲ ﭘﻪ ﻣﻨځ ﻛﯥ ﭘﺮﺗﯥ دي
او د ﻫﻤﺪې وﻟﺲ ﭘﻪ ﻛﻮﻣﻚ او ﻣټﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﻫﻤﺪا اوس ﺧﭙﻞ ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﺗﻪ دوام ورﻛﻮي .ﭘﻪ دى اﺳﺎس د
ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﭘﺎﻟﻴﺴﻴﻮ ﻛﯥ د ﺣﺎﻻﺗﻮ ﭘﻪ ﻛﺘﻠﻮ ﺳﺮه ﻫﺮ وﺧﺖ ﺑﺪﻟﻮن ﻣﻤﻜﻦ دى .ﺧﻮ دا ﺑﻪ راﺗﻠﻮﻧﻜﯥ ﻋﺴﻜﺮي ﺧﻮځښﺘﻮﻧﻪ و ښﻴﻲ ﭼﯥ ﺗﻠﻪ ﭘﻪ ﻛﻮم ﻟﻮري درﻧﻪ ده .
ددې ﺗﺮ څﻨګ ﭘﺨﭙﻠﻪ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ﻫﻢ د ﭘﻨځﻪ ﻛﺎﻟﻪ ﺗﻴﺮﻳﺪو ﻧﻪ وروﺳﺘﻪ ﭘﻪ وﻟﺲ ﻛﯥ او ﻫﻢ د وﻟﺲ ﭘﻪ
ﻧﻤﺎﻳﻨﺪګﺎﻧﻮ ﻛﯥ دا ﺟﺮات را ﭘﻴﺪا ﺷﻮى ﺗﺮ څﻮ ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﺗﻪ وواﻳﻲ ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ﻗﺪم درﺳﺖ ﻛﯧږدى .د
ﻧﻮرو ﭘﻴښﻮ څﺨﻪ ﻋﻼوه څﻪ ﻣﻮده ﻣﺨﺘﻪ د ﻧﻨګﺮﻫﺎر ﭘﻪ وﻻﻳﺖ ﻛﯥ څﻪ داﺳﯥ ﺣﺎﻻت راوﻻړ ﺷﻮل ﭼﯥ د
ﻧﻨګﺮﻫﺎر وﻻﻳﺘﻲ ﺷﻮرا ﻳﯥ دﻳﺘﻪ اړ ﻛړه ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭘﻮځﻮﻧﻮ د ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺧﭙﻞ ﺳﺮي ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف ﺧﭙﻞ
دﻓﺘﺮوﻧﻪ د اﺣﺘﺠﺎج ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ د څﻮ ورځﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره وﺗړي .ﭘﻪ رﺳﻨﻴﻮ ﻛﯥ ددې ﺧﺒﺮ داﺳﯥ ﻏﺒﺮګﻮن وﻣﻮﻧﺪ:
])د ﺧﺒﺮي رﺳﻨﻴﻮ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ ،د ﻧﻨګﺮﻫﺎر وﻻﻳﺘﻲ ﺷﻮرا ﭘﻪ اﺗﻠﺴﻢ د دﻟﻮې د ﺳﻪ ﺷﻨﺒﯥ ﭘﻪ ورځ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ
ﺳﺮﺗﻴﺮو د ﺧﭙﻞ ﺳﺮي ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ او ددې ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ ﭘﻪ دوران ﻛﯥ د ﺷﭙږو وګړو ﺗﻮﻗﻴﻔﻮﻟﻮﻧﻪ وروﺳﺘﻪ د اﻋﺘﺮاض
147
ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﺗﺮ څﻠﻮرو ورځﻮ ﭘﻮرې ﺧﭙﻞ دﻓﺘﺮوﻧﻪ وﺗړل .د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺗﺮ ﻗﻮﻣﺎﻧﺪې ﻻﻧﺪې ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د ﻧﻈﺎﻣﻲ ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ ﭘﻪ ﺗﺮڅ ﻛﯥ ﺷﭙږ ﻛﺴﺎن د اﻟﻘﺎﻋﺪې د ﺗﻨﻈﻴﻢ ﺳﺮه د ﺗړاو ﭘﻪ اﺗﻬﺎم ﻟﻪ ځﺎﻧﻪ ﺳﺮه ﻳﻮړل اوﻳﻮ ﻛﺲ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻗﺘﻞ وررﺳﺎوه.
د ﻧﻨګﺮﻫﺎر د وﻻﻳﺘﻲ ﺷﻮرا رﺋﻴﺲ ﭘﻪ دې ﻫﻜﻠﻪ ووﻳﻞ ﭼﯥ ﺑﻨﺪﻳﺎن ﻛړل ﺷﻮى وګړي د ﺧﻮګﻴﺎڼﻮ د وﻟﺴﻮاﻟۍ د
ﻳﻮه ﻛﻠﻲ اوﺳﻴﺪوﻧﻜﻲ دي او د ﻫﻴڅ ډول ﺗﺮورﻳﺴﺘﻲ ﺷﺒﻜﻮ ﺳﺮه اړﻳﻜﯥ ﻧﻠﺮي .دﻛﻮرﻧﻴﻮ ﭼﺎرو د وزارت
وﻳﻨﺪوى ﻫﻢ ﺗﺎﻳﯧﺪ ﻛړه ﭼﯥ دﻏﻪ ﻋﻤﻠﻴﺎت د ﻣﺤﻠﻲ ارګﺎﻧﻮﻧﻮ ﺳﺮه د ﻳﻮواﻟﻲ ﭘﺮﺗﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﺳﺮ ﺗﺮﺳﺮه ﺷﻮى .ﻫﻐﻪ
زﻳﺎﺗﻪ ﻛړه ﭼﯥ د دې ﭘﻨځﻮ ﻛﺴﺎﻧﻮ ﺗﺮ څﻨګ د وژل ﺷﻮي ﻛﺲ ورور ﻫﻢ ﭘﻪ ﺑﻨﺪﻳﺨﺎﻧﻪ ﻛﯥ ﭘﺮوت دى .ددې ﺗﺮڅﻨګ د ﻧﻨګﺮﻫﺎر وﻻﻳﺘﻲ ﺷﻮرا ددﻏﯥ ﻏﻤﺠﻨﯥ ﭘﻴښﯥ د ﭘﻴښﻴﺪو وروﺳﺘﻪ ﻣﻠﻲ ﻣﺎﺗﻢ اﻋﻼن ﻛړى او د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ دﻏﻪ ﺧﭙﻞ ﺳﺮي او ﻏﻴﺮﻣﺴﻮﻻﻧﻪ ﻛړﻧﯥ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻛﻠﻜﻪ ﻏﻨﺪﻟﯥ دي .او ﭘﻪ دې ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ ﻛﯥ ﻳﯥ د ﻣﻮﻟﻮي ﻣﺤﻤﺪ ﻳﺤﻴﻰ وژل ﭘﻪ ﻛﻠﻜﻪ ﻣﺤﻜﻮم ﻛړﻳﺪي .
ﻫﻐﻪ اﻳﺘﻼﻓﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د ﺧﻠﻜﻮ د ﻣﺎﻟﻮﻧﻮ او د ﻫﻐﻮى څﺨﻪ د ﻧﻘﺪو ﭘﻴﺴﻮ ﭘﻪ ﻟﻮټﻠﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﻣﺘﻬﻢ ﻛړل او زﻳﺎﺗﻪ
ﻳﯥ ﻛړه ﭼﯥ دوى ﻏﻮاړي دﻏﻪ ﺷﺮﻗﻲ وﻻﻳﺖ ﭘﻪ داﺳﯥ ﺑﯥ ﻧﻈﻤۍ ﺗﺒﺪﻳﻞ ﻛړي ﻟﻜﻪ ﻫﻤﺪا اوس ﻳﯥ ﭼﯥ د ﻫﻠﻤﻨﺪ ،ﻗﻨﺪﻫﺎر او زاﺑﻞ وﻻﻳﺘﻮﻧﻪ ﻛﻜړ ﻛړﻳﺪي
ﻫﻐﻪ ووﻳﻞ ﭼﯥ ﻫﻐﻮى د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﻗﻮﻣﺎﻧﺪاﻧﺎﻧﻮ ،د ﻫﻐﻮ د ﺳﻔﻴﺮ او ﻫﻤﺪا راز د اﻧګﻠﻴﺲ د ﺳﻔﻴﺮ څﺨﻪ
ﻏﻮښﺘﻲ ﭼﯥ دﻏﻪ ډول ﺧﭙﻞ ﺳﺮي ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ او د ﺧﻠﻜﻮ د ﻛﻮروڼﻮ د ﻟټﻮﻟﻮ څﺨﻪ ﻻس واﺧﻠﻲ ﻫﻐﻪ د ﻧﻨګﺮﻫﺎر د
وﻻﻳﺖ ﻣﺴﻮﻟﯧﻦ ﻫﻢ د ډﻳﺮ ﻧﺎوړه ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﻪ ﻛﻮﻟﻮ ﺳﺮه ﻣﺤﻜﻮم ﻛړي او وﻳﻠﻲ دي ﭼﯥ دﻏﻪ ﻣﺴﻮﻟﯧﻦ ﭘﻪ دې ﻛﯥ ﭘﺎﺗﻪ راﻏﻠﻲ ﭼﯥ د ﭘﺮدﻳﻮ ﻋﺴﻜﺮو د ﺧﭙﻞ ﺳﺮي ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ ځﻮاب وواﻳﻲ .ﻫﻐﻪ واﻳﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ ګډه ﺑﻪ د
ﻧﻨګﺮﻫﺎ د وﻻﻳﺖ د ﺧﻠﻜﻮ ﺳﺮه د راﺗﻠﻮﻧﻜﻲ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﺗﺼﻤﻴﻢ وﻧﻴﺴﻲ ﻣګﺮ داﭼﯥ زﻣﻮﻧږ د اﻋﺘﺮاﺿﻮﻧﻮ ﭘﻪ ځﻮاب ﻛﯥ ﭘﻪ ﺣﺎﻻﺗﻮ ﻛﯥ ﻛﻮم ﺑﻞ ډول ﺗﻐﻴﻴﺮ او ﺗﺒﺪﻳﻞ راﺷﻲ [(.
د ﻧﻨګﺮﻫﺎروﻻﻳﺘﻲ ﺷﻮرا ﻟﻮﻣړﻧﻰ رﺳﻤﻲ ﻣﻘﺎم و ﭼﯥ ﻫﻢ ﻳﯥ ﭘﻪ رﺳﻤﻲ ﺗﻮګﻪ ددﻏﻮ ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د ﺧﭙﻞ
ﺳﺮﻳﻮ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﭘﻪ ﭘﻮره ﺟﺮات ﺳﺮه ﺧﭙﻞ اﺣﺘﺠﺎج اﻋﻼن ﻛړ او ﻫﻢ ﻳﯥ د وﻟﺴﻲ وګړو د ﺧﻮﻧﺪي ﺳﺎﺗﻠﻮ او
د ﺧﭙﻞ وﻟﺲ ﺳﺮه د ﻫﻤﺪردۍ د ښﻮوﻟﻮ ﺟﻮګﻪ ﺷﻮل .ﻓﻜﺮ داﻛﯧﺪه ﭼﯥ د ﻧﻨګﺮﻫﺎر د وﻻﻳﺘﻲ ﺷﻮرا د ﻏړو ﺳﺮه ﺑﻪ
ﻛﻪ د ﭘﺎرﻟﻤﺎن ﻏړي ﻧﻪ وي ،ﻧﻮ ﻟږ ﺗﺮ ﻟږه ﺧﻮ ﺑﻪ ورﺳﺮه د ګﺎوﻧډﻳﻮ وﻻﻳﺎﺗﻮ او ﻳﺎ د ټﻮل اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د وﻻﻳﺎﺗﻮ د وﻻﻳﺘﻲ ﺷﻮرا ګﺎﻧﻮ ﻏړي ﭘﻪ دﻏﻪ اﺣﺘﺠﺎج او ﻣﺎﺗﻢ ﻛﯥ ﻳﻮ ځﺎى ﺷﻲ او ﻳﺎ ﺧﻮ ﺑﻪ د ﻧﻨګﺮﻫﺎر څﺨﻪ وﻟﺴﻲ ﺟﺮګﻰ ﺗﻪ ټﺎﻛﻞ ﺷﻮي ﻏړي دﻏﻪ ﻣﻮﺿﻮع ﭘﻪ وﻟﺴﻲ ﺟﺮګﯥ ﻛﯥ د ﺑﺤﺚ او څﻴړﻧﯥ ﻟﻪ ﭘﺎره وړاﻧﺪې ﻛړي .ﺧﻮ ﺑﺪﺑﺨﺘﺎﻧﻪ
داﺳﯥ ﻫﻴڅ و ﻧﺸﻮل او ﻧﻪ ﻳﺎد ﺷﻮو وګړو د ﻧﻨګﺮﻫﺎر د وﻻﻳﺘﻲ ﺷﻮرا ﺳﺮه ﭘﻪ دﻏﻪ ﻣﻠﻲ ﻣﺎﺗﻢ ﻛﯥ د ګډون ﻛﻮم ﻏږ
را ﭘﻮرﺗﻪ ﻛړ.
د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﭘﺨﻮاﻧﻴﻮ ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ ﻣﺸﺮان ﭼﯥ ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻳﯥ اوس ﭘﻪ وﻟﺴﻲ ﺟﺮګﻪ او ﭘﺎرﻟﻤﺎن ﻛﯥ ځﺎى ﻟﺮي
ﺧﻮ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﻟﺨﻮا د اﻧﺴﺎﻧﻲ ﺣﻘﻮﻗﻮ د ادارى ﻟﻪ ﻻرې ﺗﺮ زﻳﺎت ﻓﺸﺎر ﻻﻧﺪې راﻏﻠﻲ .ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ
ﭼﯥ ﻫﻐﻮى د ﺧﭙﻠﻮ ځﺎﻧﻮ د ﺧﻼﺻﻮن ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﻳﻮ زﻳﺎت ﺷﻤﻴﺮ ﻛﻤﻮﻧﺴﺘﻮ او ﻣﻠﻴﺸﻮﻣﺠﺮﻣﻮ او ﻗﺎﺗﻠﻮ ﻋﻨﺎﺻﺮو
ﺗﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻣﻠﺖ او وﻟﺲ ﻳﯥ ﻫﻴڅ ډول رﺣﻢ ﻧﻪ دى ﻛړى اودﻏﻪ اوﺳﻨۍ وﺿﻊ او د درﻳﻮ ﻟﺴﻴﺰو ﭘﻪ ﺟګړو
ﻛﯥ د وژل ﺷﻮو ﺧﻠﻜﻮ ټﻮل ﻣﺴﻮﻟﯧﺖ ددو ى ﭘﺮ ﻏﺎړه دى ،ﻫﻢ د ﻣﻌﺎﻓۍ ﺗﺮ ﻓﺮﻣﺎن ﻻﻧﺪې راوړي او ﺧﺒﺮه ﻳﯥ اوس د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ﭘﻪ ﻏﻴږ ﻛﯥ ورﻏﻮرزوﻟﯥ ﺗﺮ څﻮ ﻗﺎﻧﻮﻧﻲ ﺷﻜﻞ اﺧﺘﻴﺎرﻛړي ،ﺧﻮ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ او ﺑﻴﻦ
148
اﻟﻤﻠﻠﻲ ادارې دوى ﻧﻪ ﭘﺮ ﻳږدي ﭼﯥ ﭘﻪ ارام د ﭘﺎرﻟﻤﺎﻧﻮ د ﻣﺼﻮﻧﻴﺖ څﺨﻪ ﺑﺮﺧﻤﻦ ﺷﻲ .ﭘﻪ دې ﺧﺎﻃﺮ ﻳﯥ اوس
ﭘﻪ ﻻرﯦﻮﻧﻮﻧﻮ ﭘﻴﻞ ﻛړى ﺗﺮ څﻮ ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﺗﻪ د ﺧﭙﻞ ﻣﻼﺗړ د ورښﻮوﻟﻮ او د ﻫﻐﻮى د وﻳﺮوﻟﻮ ﻟﭙﺎره ځﺎﻧﻮﻧﻪ د دې ﻻرې ﻣﺼﺌﻮن ﻛړي .دﻏﻪ ﻻرﯦﻮﻧﻮﻧﻪ ﭼﯥ ﻟﻮﻣړى ﻳﯥ د ﻓﺒﺮورى ﭘﻪ دروﻳﺸﺘﻤﻪ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﺗﺮ ﺳﺮه ﺷﻮ او د
اﻣﺮﻳﻜﺎ دﺳﻔﺎرت ﺗﺮ ﻣﺨﻪ ﻳﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺿﺪ ﺷﻌﺎروﻧﻪ ورﻛړل ،ددې ﺧﺒﺮې ﭘﻴﻼﻣﻪ ګڼﻞ ﻛﯧږي ﭼﯥ ﺣﺎﻻت دﻛﻮم
ﻧﻮي ﻟﻮري ﭘﻪ ﻟﻮر ﻧﻮى ﻗﺪم اﺧﻠﻲ .څﻜﻪ ددﻏﻪ ﻻرﯦﻮﻧﻮﻧﻮ ﻟړۍ د ﻫﻐﻮى د اﻋﻼﻧﺎﺗﻮ ﺗﺮ ﻣﺨﻪ ﻛﯧﺪاى ﺷﻲ ﻧﻮرو
وﻻﻳﺎﺗﻮ ﺗﻪ و ﻏﺰﻳږي او ﭘﻪ دې ﺗﺮﺗﻴﺐ ﺧﻠﻚ ددې ﻓﺮﺻﺖ ﻧﻪ ﭘﻪ اﺳﺘﻔﺎدې ﺳﺮه ﺧﭙﻞ د زړه اواز را وﺑﺎﺳﻲ.
ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ دا ﻣﺸﺮان ﻏﻮاړي ﺧﭙﻠﯥ ﻏﻮښﺘﻨﯥ ددې ﻻرې وﭘﻠﻮري ﺧﻮ داﺳﯥ ﺑﺮﻳښﻲ ﭼﯥ دا ﺑﻪ ورﺗﻪ ډﻳﺮه ګﺮاﻧﻪ ﺗﻤﺎﻣﻪ ﺷﻲ .ﻫﻤﺪا ﻋﻠﺖ دى ﭼﯥ ددﻏﻪ ﻣﺸﺮاﻧﻮ ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻫﻤﺪا اوس د ﺧﭙﻠﻮ ﻫﻐﻪ ﭘﺨﻮاﻧﻴﻮ ﻣﻠګﺮو ﺳﺮه ﭼﯥ ﭘﻪ
ﻏﺮوﻧﻮ ﻛﯥ ﻧﺎﺳﺖ دي اړﻳﻜﯥ ﻛﻠﻜﯥ ﻛړې او ﻏﻮاړي ددﻏﻪ ﻧﻮي ﺗﺤﻮل ﭘﻪ رڼﺎ ﻛﯥ ﻳﻮځﻞ ﺑﻴﺎ ځﺎﻧﻮﻧﻪ ﺳﺮه
ﻳﻮځﺎى ﻛړي . .او دا ﺣﻘﻴﻘﺖ دى ﭼﯥ د ﻫﻐﻮى ﻟﻪ ﭘﺎره ﻫﻢ ،د ﻫﻤﺪې ځﺎﻳﻪ ﭘﺮﺗﻪ ،ﺑﻞ ځﺎى او ﺑﻞ درك ﻧﺸﺘﻪ .
ﻫﻮ ! دا ﺣﻘﻴﻘﺖ دى ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻧﻴﻮاﻛګﺮو ﺗﺮ وﻟﻜﯥ ﻻﻧﺪې ﻫﻴڅﻜﻠﻪ ﻫﻢ ﻧﻪ ﺷﻲ راﺗﻠﻼى ﻧﻮ ﭘﻪ دې
ﺧﺎﻃﺮ ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻣﻠﻲ وﺣﺪت او د ﺧﺎورې ﺑﺸﭙړﺗﻴﺎ ﺗﻪ ﻛﻮم زﻳﺎن و ﻧﻪ رﺳﻴږي ،اړﻳﻨﻪ ده ﭼﯥ د ﻫﻴﻮاد
ټﻮل ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻛﺪروﻧﻪ ﻛﻪ ﭘﻪ داﺧﻞ ﻛﯥ دي او ﻛﻪ ﭘﻪ ﺧﺎرج ﻛﯥ د ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﭘﻪ ﻟﻴﻜﻮ ﻛﯥ ﻣﺸﻐﻮل دي ﺑﺎﻳﺪ ﭘﻪ
ﻳﻮه ﺻﻒ ﻛﯥ ﺳﺮه راټﻮل او دا ﻣﻠﺖ ددې ﻏﻤﻴﺰې څﺨﻪ و ﻛﺎږي او وﻟﺲ د ﻧﺠﺎت ﻻر ﭘﻴﺪا ﻛړي ،دا ﻛﺎر ﺑﺎﻳﺪ ﭘﺨﻮا ﻟﻪ دې ﭼﯥ ډﻳﺮ ﻧﺎوﺧﺘﻪ ﺷﻲ ﻫﻤﺪا اوس ﺑﺎﻳﺪ ﺗﺮ ﺳﺮه ﺷﻲ .
ﺷﭙږم ﻓﺼﻞ
ﺳﺘﻮﻧﺰې او ﺧﻨډوﻧﻪ :
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻧﻪ ﻳﻮازې ﭘﻪ دې وروﺳﺘﻴﻮ دﻳﺮﺷﻮ ﻛﺎﻟﻮ ﻛﯥ د ﭘﺮدﻳﻮ د ﻻﺳﻮﻫﻨﻮ او ﭘﻮځﻲ ﻣﺪاﺧﻠﻮ او اﺷﻐﺎل ﭘﻪ
واﺳﻄﻪ د ﺳﺘﻮﻧﺰو ﺳﺮه ﻣﺦ دى ﺑﻠﻜﯥ دﻫﻐﻪ دﻣﺨﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ دﻏﻪ ﻫﻴﻮاد ﺣﺎﻛﻢ ﺷﺎﻫﻲ ﻧﻈﺎم ﺧﭙﻠﻮ ﻫﻴﻮاد واﻟﻮ ﺗﻪ د ﻓﻘﺮ ،ﻧﺎﭘﻮﻫۍ او ﺑﯥ ﻛﺎرۍ ﭘﺮﺗﻪ ﻧﻮر څﻪ ﻧﻪ دي ورﻛړي .اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭼﯥ د اﻧګﺮﻳﺰاﻧﻮ څﺨﻪ ﻳﯥ د 1919ز ﻛﺎل
د اګﺴﺖ ﭘﻪ 19ﻣﻪ ﺧﭙﻠﻪ ازادي ﺑﻴﺮﺗﻪ واﺧﺴﺘﻪ ،د ﻫﻐﻪ وﺧﺘﻪ راﻫﻴﺴﯥ ﭘﺮ دې ﻫﻴﻮاد ﺣﺎﻛﻢ ﻧﻈﺎﻣﻮﻧﻮ دﺧﭙﻞ
ځﻮاك د ټﻴﻨګښﺖ ﻟﻪ ﭘﺎره د وﻟﺴﻮﻧﻮ ﭘﻪ ښﻜﯧﻠﻮﻟﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﻛﺎر ﻛړﯦﺪى ،او د ﻧﻮرو ازادو ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﭘﻪ څﻴﺮ
ﻳﯥ د ﺧﭙﻞ وﻟﺲ د ﭘﺮﻣﺨﺘګ ټﻮل ﭼﺎﻧﺴﻮﻧﻪ ﻟﻪ دې وﻳﺮې ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ورﻛړي ﭼﯥ وﻟﺲ ﻳﯥ را ﺑﻴﺪا ر ﻧﻪ ﺷﻲ او د دوى ﻇﺎﻟﻤﺎﻧﻪ ﺳﻠﻄﻨﺘﻮﻧﻪ او دﻋﻴﺎﺷۍ ځﺎﻟﯥ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ﻳﻮﻧﺴﻲ .
زﻣﻮﻧږ د ﻫﻴﻮاد ﻣﻠﻲ ﺣﺎﻛﻤﻴﺖ ،ځﻤﻜﻨۍ ﺑﺸﭙړﺗﻴﺎ او ﻣﻠﻲ او ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻣﺸﺮوﻋﻴﺖ ﻳﻮ ځﻞ ﭘﻪ 1980وﻣﻮ ﻛﻠﻮﻧﻮ
ﻛﯥ ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﺷﻮروي اﺗﺤﺎد ﺗﺮ ﭘښﻮ ﻻﻧﺪې ﻛړ ،ﺧﻮ د اﻓﻐﺎن وﻟﺲ د ﻣﻴړاﻧﯥ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﺗﻢ ﻧﺸﻮل او
ﻧﺴﺒﻲ اﺳﺘﻘﻼل ﻣﻮ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛړ ،ﺧﻮ اوس دا دى ﻳﻮځﻞ ﺑﻴﺎ 2001ز ﻛﺎل د اﻛﺘﻮﺑﺮ راﻫﻴﺴﯥ زﻣﻮﻧږ ﻣﻠﻲ ﺣﺎﻛﻤﻴﺖ ،ځﻤﻜﻨﯥ ﺑﺸﭙړﺗﻴﺎ او ﻣﻠﻲ او ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻣﺸﺮوﻋﻴﺖ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﻧﻴﻮاﻛګﺮو ﻟﻪ اړﺧﻪ ﺗﺮ ﭘښﻮ ﻻﻧﺪې ﺷﻮى .اﺻﻠﻲ اراده او اداره ﺑﺎﻟﻜﻞ د ﭘﺮدﻳﻮ ﭘﻪ ﻻس ﻛﯥ ده او د ﻫﯧﻮاد د ﺑﺮﺧﻠﻴﻚ ﺗﺼﻤﻴﻢ د ﻫﻐﻪ د ﭘﻮﻟﻮ څﺨﻪ
ﺑﻬﺮ ﻧﻴﻮل ﻛﯧږي.
149
»ﺷﻮاﻫﺪو ﺛﺎﺑﺘﻪ ﻛړې ﭼﯥ » ﺗﺮورﻳﺰم « ﻳﻮه ﭘﻠﻤﻪ وه او اﺻﻠﻲ ﻏﺎﻳﻪ د ﻛﺴﭙﻴﻦ د ﺣﻮزې او ﻣﻨځﻨۍ آﺳﻴﺎ ﻧﻔﺘﻲ
زﻳﺮﻣﺘﻮن ﺗﻪ ځﺎن ور رﺳﻮل دي ﭼﯥ دروازه ﻳﯥ ﻫﻤﺪا اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دى .دوﻫﻢ دا ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د درو ﻋﻤﺪه
ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋﻳﻜﻮ ﺳﻴﻤﻮ د ﺗړﻟﻮ ﻧﻘﻄﻪ ده ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻣﻨځﻨﻰ ﺧﺘﻴځ ،ﻣﻨځﻨۍ آﺳﻴﺎ او ﺟﻨﻮﺑﻲ آﺳﻴﺎ ده او واﺷﻨګټﻦ
ﻫﻤﺪې ﻧﻘﻄﯥ ﺗﻪ ﺳﺨﺘﻪ اړﺗﻴﺎ ﻟﺮي .ﭘﺪې ﺣﺴﺎب ،اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻧﻦ د ﺧﭙﻞ ﺣﺴﺎس ﻣﻮﻗﻌﻴﺖ ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﺷﻮﻳﺪئ او د
ﺧﭙﻞ دﻏﻪ ﻣﻬﻢ درﻳځ ﺳﺰاوې ګﺎﻟﻲ (79) «.
ﺗﺮڅﻨګ ﻳﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د اوﺳﻨۍ ﺟګړې ﺳﺮﭼﯧﻨﻪ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮراګﺮځﻴﺪل ،د اﻣﺮﻳﻜﯥ د ﺗﻴﻠﻮ د ﻛﻤﭙﻴﻨﻮ ﻟﻪ اﺗﺤﺎدﻳﯥ UNOCALڅﺨﻪ د ارﺟﻨټﻴﻨﺎ د ﺗﻴﻠﻮ او ګﺎزو ﻛﻤﭙﻨۍ) ( Bridasﻟﻪ ﻟﻮري د ﻣﺮﻛﺰي آﺳﻴﺎ د ﺗﻴﻠﻮ او
ګﺎزو څﺨﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻟﻪ ﻟﻴﺎرې د ﻫﻨﺪ ﺳﻤﻨﺪر ﺗﻪ د ﭘﺎﻳﭙﻠﻴﻦ د ﻏﺰوﻟﻮ د ښﻮ ﺷﺮاﻳﻄﻮ وړاﻧﺪﯦﺰ ﺗﻪ ورګﺮځﻲ.
د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ اړه ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ ﻛﯥ ﭼﯥ د ﺟﺮﻣﻨﻲ،دﺑﺮﻟﻴﻦ ﭘﻪ ښﺎر ﻛﯥ دﺟﻮﻻې ﭘﻪ 2001ﻛﺎل ﻛﯥ د
ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ ﻟﻪ ﻟﻮري ﺟﻮړﺷﻮې و ،اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭼﺎرواﻛﻮ د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭼﺎرو ﺳﻜﺮﺗﺮ ،ﻧﻴﺎز ﻧﺎﻳﻚ ﺗﻪ ﻣﺸﻮره ورﻛړه ﭼﯥ "ﻣﺨﻜﯥ ﻟﺪﯦﻨﻪ ﭼﯥ د اﻛﺘﻮﺑﺮ ﭘﻪ ﻣﻴﺎﺷﺖ ﻛﯥ واوره راښﻜﺘﻪ ﺷﻲ ،ﻣﻮږ ﺑﻪ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺣﻤﻠﻪ وﻛړو" د )ﺑﺮوس ﺟﻲ رﻳﭽﺎرډﺳﻦ( ﻟﻪ ﻗﻮﻟﻪ ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ اړه د دوو ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻮ ﻟﻴﻜﻮال دى ،د ﻧﺎﻳﻚ
ﺧﻴﺎل دا و ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﺑﻪ د اﻣﺮﻳﻜﯥ ﻻس ﭘﻮڅﻰ رژﻳﻢ د ﭘﺮوژې ﺑﺪﻟﯥ ﺷﻲ.
UNOCALد ﭘﺎﻳﭙﻼﻳﻦ ﭘﻪ ﭘﺮﻣﺨﺘﻠﻠﯥ
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ژورﻧﺎﻟﻴﺴﺖ ،رﻳﭽﺎرډﺳﻦ د ﺳﻲ آى اې ﻳﻮه ﭘﺨﻮاﻧﻲ اﻓﺴﺮ ،ﻛﺮﻳﺴټﻦ روﻛﺎ ﺗﻪ اﺷﺎره ﻛﻮي ﭼﯥ د
اﻣﺮﻳﻜﯥ ﺗﺮ رﻫﺒﺮۍ ﻻﻧﺪې ﻣﺬاﻛﺮاﺗﻮ ﻛﯥ ﻳﯥ ﻃﺎﻟﺐ ﭼﺎرواﻛﻲ زړه ﻧﺎ زړه ﻛړه او ورﺗﻪ ﻳﯥ ووﻳﻞ" ﺗﻪ ﺑﺎﻳﺪ دا زرﻳﻦ
وړاﻧﺪﯦﺰ وﻣﻨﯥ! ﻛﻪ ﻧﻪ ﻧﻮ ﻣﻮﻧږ ﺑﻪ دې د ﺑﻤﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻓﺮش ﻛﯥ ښﺦ ﻛړو" )(80
د ﻳﻮه ﻏﺮﺑﻲ ﺷﻨﻮﻧﻜﻲ د وﻳﻨﺎ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن او ﻋﺮاق ﺟﻨګﻮﻧﻪ اﺳﺘﻌﻤﺎري ﺟﻨګﻮﻧﻪ دي او اﺳﺘﻌﻤﺎر د
ﺧﭙﻠﻮ دې ﺟﻨګﻮﻧﻮ دﭘﺮﻣﺨﺘﻠﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره او د ﻋﺎم وﻟﺲ ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻮ ﻛﯥ د ﺧﺎورو اﭼﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ډﻳﺮ ﻏﻮړ او ﭘﻪ
زړه ﭘﻮرې ﺷﻌﺎراﺳﺘﻌﻤﺎﻟﻮي .اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮﻫﻢ ﭘﻪ ﻟﻮﻣړﻳﻮ ﻛﯥ ددې ﺟﻨګ د ﻣﻮﺧﻮ د ﺑﻴﺎﻧﻮﻟﻮ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ووﻳﻞ ﭼﯥ :ﻏﻮاړي ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﺗﺮورﻳﺰم ﺟﺮړې وﻛﺎږي ،ﺗﺮڅﻮ ﺑﻴﺎ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺗﻪ ﻛﻮم ګﻮاښ ﭘﻴﺪا ﻧﻪ ﻛړل ﺷﻲ ،ﺗﺮڅﻨګ ﻳﯥ ﺑﺎﻳﺪ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ دﻳﻤﻮﻛﺮاﺳﻲ ﭘﻠﯥ ﻛړي ،ﻫﻤﺪا راز ﻳﯥ ﻫﻮډ ﻛړى و ﭼﯥ د
ﻣﺨﺪره ﻣﻮادو ﻛښﺖ او ﺗﻮﻟﯧﺪ ﺑﻪ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ وړي او د ښځﻮ د ﺣﻘﻮﻗﻮ اﻋﺎده ﺑﻪ ﻛﻮي .
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ددې ﻇﺎﻟﻤﺎﻧﻪ ﺟګړې ﻟﻪ ﭘﺎره د ﻧﺎټﻮ د ټﻠﻮاﻟﯥ د ﻫﻴﻮادو ﭘﻪ ګډون دﻧړﻳﻮاﻟﯥ ټﻮﻟﻨﯥ د ټﻮﻟﻮ
ﻫﻴﻮادوﻧﻮ څﺨﻪ ﻋﺴﻜﺮ راټﻮل ﻛړل او د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ څﺨﻪ ﻳﯥ د دې ﺟﻮاز واﺧﺴﺖ ﭼﯥ د ﺗﺮورﻳﺰم ﭘﻪ
ﺧﻼف ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې ﻳﺮﻏﻞ وﻛړي .ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ ﭘﻪ وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ﺑﺎﻧﺪې دﺧﭙﻠﻮ دﻏﻮ ﻗﺎﺗﻠﻴﻨﻮ د
ﻣﺼﺌﻮﻧﻴﺖ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻓﺮﻣﺎن ﺻﺎدر ﻛړ ،ﭼﯥ دا دى ﻧﻦ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻋﺎﻣﻮ ﺧﻠﻜﻮ ﻣﻠﻜﻲ ﺗﻠﻔﺎت ﺗﺮ ﺳﻠﻮ زرو اوښﺘﻲ دي .
ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ د ﺗﺮورﻳﺰم ﭘﻪ ﺧﻼف د ﻳﺮﻏﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮ د ادارې د ﭼﺎرواﻛﻮ څﺨﻪ اﺟﺎزه ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛړه ﺧﻮ ﻫﻐﻮى اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺗﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اﺷﻐﺎل اﺟﺎزه ﻧﻪ وه ورﻛړې او ﻧﻪ ﻳﯥ ددې اﺟﺎزه درﻟﻮده
ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ څﻴﺮ ﻳﻮ ﻫﻴﻮاد د ﺗﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺗﺮ ﺧﭙﻠﯥ وﻟﻜﯥ ﻻﻧﺪې راوړي .او ددې ﻫﻴﻮاد ازادي، اﺳﺘﻘﻼل ،ځﻤﻜﻨﻰ ﺗﻤﺎﻣﻴﺖ او د ﺧﺎورې ﺑﺸﭙړﺗﻴﺎ ﺗﺮ ﭘښﻮ ﻻﻧﺪې ﻛړي .
150
د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن اﺳﺘﻘﻼل ﻫﻤﻐﻪ وﺧﺖ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ وﻻړ ﭼﯥ د ﺑﻦ ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻴﻤﻮﻧﻪ ﻏﻮﻧډه ﻛﯥ ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻋﻨﺎﺻﺮو د
ﻗﺪرت او واﻛﻤﻨۍ د ﺗﺮﻻﺳﻪ ﻛﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ د ﻫﻴﻮاد ټﻮﻟﻪ واﻛﻤﻨﻲ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ او ﻳﺎ ﻳﻮﻧﺎﻣﺎ ﭘﻪ ﻏﻴږ ﻛﯥ
ور واﭼﻮﻟﻪ .او د ﺧﺎورې ﺑﺸﭙړﺗﻴﺎ ﻣﻮ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﺗﺮ ﭘښﻮ ﻻﻧﺪې ﺷﻮه ﭼﯥ د ﺑﻦ د ﻏﻮﻧډې ﭘﻪ اﺳﺎس ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻳﻮ ﻛﻤﺰورى ﻻﺳﭙﻮڅﯥ رژﻳﻢ ﻣﻨځﺘﻪ راﻏﻰ او ﺑﻴﺎ ددﻏﻪ رژﻳﻢ ﻣﺸﺮﺗﺎﺑﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او ﻧﻮرو
ﻧﻴﻮاﻛګﺮو ﺗﻪ ﭘﻪ ﺧﻼص ﻻس د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ د ﻧﻴﻮﻟﻮ ،ﺑﻨﺪي ﻛﻮﻟﻮ ،د ﻫﻐﻮى دﻛﻮروﻧﻮ د ﻟټﻮﻟﻮ او د ﻫﻐﻮى د
ﺑﻤﺒﺎردوﻟﻮ او وژﻟﻮ اﺟﺎزه ورﻛړه.
د ) (Al terNetد ﺑﺮﻳښﻨﺎﻳﻲ ﺷﺒﻜﯥ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ»:اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﻣﻜﻤﻠﻪ ﺗﻮګﻪ ﻳﻮ اﺷﻐﺎل ﺷﻮى ﻫﻴﻮاد دى ،ﭘﻪ
دې ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د ﻧﻨګﺮﻫﺎر د ﺷﻴﻨﻮارو ﭘﻪ څﻴﺮ د ﻛﻮﭼﻨﻲ ﻋﺴﻜﺮي ﺗﻤځﺎى څﺨﻪ ﻧﻴﻮﻟﯥ ﺑﻴﺎ ﺗﺮ ﺑګﺮام ﭘﻮرې ﺗﺮ
ﻟﻮﻳﻮ ﻟﻮﻳﻮ ﻋﺴﻜﺮي ﺗﻤځﺎﻳﻮ ﭘﻮرې ﭼﯥ داﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د ښﺎرګﻮټﻮ ﭘﻪ څﻴﺮ ښﻜﺎري ﻫﻢ ﺷﺎﻣﻞ دي .ﻧﻦ د رﺳﻤﻲ ﺳﺮﭼﯧﻨﻮ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ ﭘﻪ دﻏﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ اوه ﺳﻮه ﻋﺴﻜﺮي ﺗﻤځﺎﻳﻮﻧﻪ ﺷﺘﻮن ﻟﺮي .دﻏﻪ ﺑﺮﻳښﻨﺎ ﭘﺎڼﻪ د ) Total l y (Occupied: 700 Mil itary Bases Spread Across Afghanistanﺗﺮ ﻋﻨﻮان ﻻﻧﺪې د اﻳﺴﺎف د ﻳﻮه
ﻗﻮﻣﻨﺪان ) (Wayne Shanksﻟﻪ ﺧﻮﻟﯥ ﻟﻴﻜﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ دوى ﻛﯥ څﻠﻮرﺳﻮه د ﺧﺎرﺟﻲ ﻋﺴﻜﺮو او ﭘﺎﺗﻪ درې
ﺳﻮه د ﻛﻮرﻧﻴﻮ ﻋﺴﻜﺮوﺗﻤځﺎﻳﻮﻧﻪ دي ،ﺧﻮ دﻛﻮرﻧﻴﻮ ﻋﺴﻜﺮو ﭘﻪ ﺗﻤځﺎﻳﻮ ﻛﯥ ﻫﻢ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﻋﺴﻜﺮ ﻣﻴﺸﺖ دي «(81) .
ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې د اﻣﺮﻳﻜﯥ د ﻳﺮﻏﻞ ﻳﻮ ﻫﺪف دا و ﭼﯥ د اﻟﻘﺎﻋﺪې ﻣﺮﻛﺰوﻧﻪ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ﻳﻮﺳﻲ ،ﻏړي ﻳﯥ
وﻧﻴﺴﻲ او ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺣﻜﻮﻣﺖ ،ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د اﺣﻜﺎﻣﻮ ﻣﻨﻠﻮ ﺗﻪ ﺗﻴﺎرﻧﻪ
و ،ﻟﻪ ﻳﻮه ﻣﺨﯥ ﭼﭙﻪ ﻛړي او ﭘﺮ ځﺎى ﻳﯥ د ﺧﭙﻠﯥ ﺧﻮښﯥ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻛﯧﻨﻮي .اوس ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ د
اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﺳﻲ اى اې) (CIAد ادارې رﺋﻴﺲ ) (Michael Haydenواﻳﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د
اﻟﻘﺎﻋﺪې دﻏړو ﺷﻤﻴﺮ د 60او ﺳﻠﻮ ﺗﺮﻣﻨځ دى ،ﻧﻮ د اﻧﺴﺎﻧﻲ ﺣﻘﻮﻗﻮ ګڼ ﺷﻤﻴﺮ ازاد ﻛﺎرﭘﻮﻫﺎن ﭘﻮښﺘﻨﻪ ﻛﻮي
ﭼﯥ اﻳﺎ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ددې ﺟﻮاز ﻟﺮي ﭼﯥ د دوﻣﺮه ﻟږو ﻛﺴﺎﻧﻮ ﭘﺴﯥ د ﺗﻠﻠﻮ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ د ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ ټﻮﻟﻨﯥ ﻳﻮ
ازاد او ﻣﺴﺘﻘﻞ ﻏړى ﻫﻴﻮاد ﺗﺮ ﭘښﻮ ﻻﻧﺪې ﻛړي او ﺧﭙﻞ ﻳﻮﻧﻴﻢ ﻟﻚ وﺳﻠﻪ وال ﭘﻮځﻮﻧﻪ دې ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ځﺎى
ﭘﺮ ځﺎى ﻛړي ؟ ﻃﺒﻴﻌﻲ ده ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻣﻮﺧﻮ ﻛﯥ اوس ﺗﺮ ﻫﺮ وﺧﺖ زﻳﺎﺗﻪ د ډﻳﺮو ﺳﺘﻮﻧﺰو ﺳﺮه ﻣﺦ ده او ﭘﻪ ﻋﺰﺗﻤﻨﺪه ﺗﻮګﻪ د ځﺎن دﺧﻼﺻﻮن ﻟﻪ ﭘﺎره ﻻرې ﭼﺎرې ﻟټﻮي .
ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د وﻟﺴﻤﺸﺮۍ د دوﻳﻢ ځﻞ ټﺎﻛﻨﻮ ،د ﺧﻠﻜﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ د ټﺎﻛﻨﻮ ټﻮل ﺑﺎور ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ﻳﻮړ .دا
ټﺎﻛﻨﯥ ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ د ﻳﻮﻧﺎﻣﺎ )( United Nations Assistance Mission in Afghanistan
ﻣﺴﺘﻘﻴﻤﻰ څﺎرﻧﯥ ﻻﻧﺪې ﺗﺮ ﺳﺮه ﺷﻮې ﻟﻪ دوﻣﺮه د ګډوډﻳﻮ ډﻛﯥ وې ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﺎرﻳﺦ ﺑﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺗﻮرو ټﻜﻮ وﻟﯧﻜﻲ .
ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د واﻛﻤﻨۍ اﺻﻠﻲ ﻣﺮﻛﺰوﻧﻪ داﻣﺮﻳﻜﺎ ﺳﻔﺎرت او د ﻳﻮﻧﺎﻣﺎ) (UNAMAدﻓﺘﺮ او ددې دﻓﺘﺮ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﻣﺴﺆﻟﻴﻦ دي .د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د وﻟﺴﻤﺸﺮۍ د دﻓﺘﺮ ﻟﻪ اړﺧﻪ ﭼﯥ ﻫﺮه ﻛﻮﭼﻨۍ ﻳﺎ ﺳﺘﺮه ﭘﺮﻳﻜړه ﻛﯧږي
ﺑﺎﻳﺪ د ﻳﻮﻧﺎﻣﺎ د دﻓﺘﺮ اﺟﺎزه وﻟﺮي .ان ﺗﺮ دې ﭼﯥ د واﻟﻴﺎﻧﻮ او رﺋﻴﺴﺎﻧﻮ د ټﺎﻛﻠﻮ ﭘﻪ اړه ﻫﻢ ﺑﺎﻳﺪ د ﻳﻮﻧﺎﻣﺎ او اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﻣﻮاﻓﻘﻪ ﺷﺘﻮن وﻟﺮي .ډﻳﺮې داﺳﯥ ﭘﺮﻳﻜړې ﭼﯥ د ﻫﻴﻮاد د اﻣﻨﻴﺘﻲ وﺿﻌﯥ د ښﻪ ﻛﯧﺪو ﭘﻪ
ﺧﺎﻃﺮ ﭼﯥ د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ﻟﻪ اړﺧﻪ ﺷﻮى ﻧﻮ د ﻳﻮﻧﺎﻣﺎ دﻓﺘﺮ ﻫﻐﻪ ﺳﻤﺪﺳﺘﻲ ﻣﺴﺘﺮد ﻛړې .ﻫﻤﺪا راز د
ﻳﻮﻧﺎﻣﺎ دﻓﺘﺮ او د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﻗﻮاوو ﻗﻮﻣﺎﻧﺪان د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ﻫﻐﻪ وړاﻧﺪﯦﺰ ﭼﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د اﻣﻴﺮ
151
اﻧﺠﻨﻴﺮ ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر او د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د اﻣﻴﺮ ﻣﻼﻣﺤﻤﺪﻋﻤﺮ ﺳﺮه د ﺧﺒﺮو ﭘﻪ اړه ﻛړې و ﭘﻪ څﻮ ﺳﺎﻋﺘﻮ ﻛﯥ د ﻳﻮﻧﺎﻣﺎ دﻓﺘﺮ او د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﻟﻪ اړﺧﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺧﻼف ﺳﺨﺖ ﻏﺒﺮګﻮﻧﻮﻧﻪ را ﭘﻮرﺗﻪ ﺷﻮل .ﻫﻤﺪا راز ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﭼﯥ
ﺣﻀﺮت ﺻﺒﻐﺖ اﷲ ﻣﺠﺪدي د ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﺳﺮه د ﺳﻮﻟﯥ دﻛﻤﻴﺴﻴﻮن د ﻣﺸﺮ ﭘﻪ څﻴﺮ و ټﺎﻛﻞ ﺷﻮ ﻧﻮ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ
ﻟﻮﻣړﻧﻲ ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ ﻛﯥ اﻋﻼن وﻛړ ﭼﯥ ﺣﺎﺿﺮ دى د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ او د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻣﺸﺮاﻧﻮ ﺳﺮه ﻛﯧﻨﻲ او د ﺳﻮﻟﯥ د راوﺳﺘﻮ ﭘﻪ اړه ورﺳﺮه د ﻧﮋدې څﺨﻪ ﺧﺒﺮې وﻛړي .د ﻫﻐﻪ دا ﺧﺒﺮه ﻧﮋدې دوه ﺳﺎﻋﺘﻪ وروﺳﺘﻪ د
ﻳﻮﻧﺎﻣﺎ او اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﻟﻪ اړﺧﻪ ﺧﻔﻪ ﻛړل ﺷﻮه .
ﻫﻤﺪا راز څﺮﻧګﻪ ﭼﯥ ﭘﺎرﻟﻤﺎﻧﻲ ټﺎﻛﻨﯥ د ﻳﻮﻧﺎﻣﺎ د دﻓﺘﺮ ﺗﺮ څﺎرﻧﯥ ﻻﻧﺪې د ﻫﻤﺪوى ﭘﻪ ﻣﺼﺎرﻓﻮ ﺗﺮ ﺳﺮه ﻛﯧږي
ﻧﻮ ﭘﻪ دې اﺳﺎس ﻳﻮﻧﺎﻣﺎ ﭘﻪ ﻛﯥ ازاد ﻻس ﻟﺮي ﭼﯥ څﻮك او ﻛﻮم ﻛﺎﻧﺪﻳﺪ ﺑﺮﻳﻤﻨﺪ و ګڼﻲ اوڅﻮك د ﺻﺤﻨﯥ څﺨﻪ ﺑﻬﺮ ﻛړي .د ﻳﻮﻧﺎﻣﺎ د دﻓﺘﺮ ﭘﺎﻟﻴﺴﻲ داده ﭼﯥ ﻫﻐﻮى ﺑﻪ ﭘﻪ ﭘﺎرﻟﻤﺎن ﻛﯥ ﻳﻮ ډول اﻧډول ﺳﺎﺗﻲ .اوﻛﻮم
ﻛﺴﺎن ﭼﯥ ﻫﻐﻮى ﺗﺮې وﻳﺮه ﻟﺮي اوﻳﺎ ﻳﯥ ﻧﻪ ﺷﻲ ﺧﭙﻠﻮﻻى ﻫﻐﻮى ﻟﻪ ﺻﺤﻨﯥ ﻛﺎږي .دا ﻛﺎر ﭘﻪ ﻋﻤﻠﻲ ﺗﻮګﻪ
ﭘﻪ ﭘﺨﻮاﻧﻴﻮ ﭘﺎرﻟﻤﺎﻧﻲ ټﻮﻟټﺎﻛﻨﻮ ﻛﯥ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﺗﺮ ﺳﺘﺮګﻮ ﺷﻮ ﭼﯥ د ګڼ ﺷﻤﻴﺮ ﻧﺎﻣﻄﻠﻮﺑﻪ ﻛﺎﻧﺪﻳﺪاﻧﻮ د راﻳﻮ
ﺻﻨﺪوﻗﻮﻧﻪ د ﺷﻤﻴﺮﻟﻮ څﺨﻪ ﻣﺴﺘﺜﻨﻰ او ﻗﺮﻧﻄﻴﻦ ﺷﻮل.
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ددې ﺳﺘﺮې ﺟګړې د زﺑﻴښﻮ څﺨﻪ ﺳﺘﺮه ګټﻪ ﭘﻮرﺗﻪ ﻛړه ،ﺧﭙﻞ اﻗﺘﺼﺎدي ﻣﺎرﻛﯧټﻮﻧﻪ ﻳﯥ ﻟﻪ ﺳﺮه
ارزﻳﺎﺑﻲ ﻛړل ،د ﺧﭙﻠﻮ ﻧﻈﺎﻣﻲ او ﻧﻮرو ﺗﻮﻟﯧﺪاﺗﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﻧﻮﻳﻮ ﻣﺎرﻛﯧټﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻟټﻪ ﻛﯥ ﺷﻮل .اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او
ﻏﺮﺑﻴﺎﻧﻮ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﻳﯥ د اﺳﻼﻣﻲ اﻣﺖ څﺨﻪ د ﺷﻮروي اﻣﭙﺮاﻃﻮرۍ د ﻛﻤﻮﻧﻴﺰم ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ د ﺧﭙﻠﻮ
ځﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺳﭙﺮ ﺟﻮړ ﻛړى و ﻳﻮازﯦﻨۍ وﻳﺮه ﻳﯥ دا وه ﭼﯥ ﺷﻮروي ﻛﻤﻮﻧﻴﺰم ﭘﺮې ﻏﺎﻟﺐ ﻧﺸﻲ ،ځﻜﻪ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﻳﯥ ﻛﻤﻮﻧﻴﺰم او د ﻛﻤﻮﻧﻴﺰم ﭼټﻚ ﺧﻮرﻳﺪل ) ﻟﻜﻪ ﻧﻦ ﭼﯥ د اﺳﻼﻣﻲ ﻧﻈﺮﻳﯥ ﺧﻮرﻳﺪل ګڼﻲ( د ﻧړۍ ﻟﻪ
ﭘﺎره او ﻫﻢ دﺧﭙﻞ ﻛﭙﻴټﺎﻟﻴﺰم ﻟﻪ ﭘﺎره ﺳﺘﺮ ﺧﻄﺮ ګﺎڼﻪ ،او ﭘﻪ ﻫﺮځﺎى ﻛﯥ ﻳﯥ د اﺳﻼﻣﻲ ﻏﻮرځﻨګﻮﻧﻮ ﭼﯥ د
روﺳﻲ ﻛﻤﻮﻧﻴﺰم ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﭘﻪ اﻳډﻳﺎﻟﻮژﻳﻜﻲ او ﻓﺰﻳﻜﻲ ډول ﭘﻪ ﺟﻬﺎد او ﻣﺒﺎرزه ﻣﺼﺮوف ول ،ﺗﺎﻳﯧﺪول او
ﺗﺒﻠﻴﻐﺎت ﻳﯥ ورﺗﻪ ﻛﻮل ،ﺧﻮ ﻧﻦ ﭼﯥ ﻧړۍ ﻳﻮ ﻗﻄﺒﻲ ﺷﻮې او ټﻮل ځﻮاك د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او اﻧګﻠﻴﺴﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻻﺳﻮ
ﻛﯥ ﭘﺮوت دى ،ﻫﺮ ﭼﯧﺮﺗﻪ ﻳﯥ ﭼﯥ ﺧﻮښﻪ وي ﻫﻠﺘﻪ ﻣﺪاﺧﻠﻪ ﻛﻮي او د ﻫﺮ ﭼﺎ څﺨﻪ ﻳﯥ ﭼﯥ وﻳﺮه او ﺗﺮﻫﻪ وي ﻫﻐﻪ
د ﺗﺮورﻳﺴﺖ ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې ﭘﻪ ﻫﺮ وﺧﺖ او ﻫﺮ ځﺎى ﻛﯥ ﭼﯥ وﻏﻮاړي ﺗﺮ ﺧﭙﻠﯥ ﺿﺮﺑﯥ ﻻﻧﺪې ﻧﻴﺴﻲ .د اﻧﺴﺎﻧﻲ
ﺣﻘﻮﻗﻮ د رﻋﺎﻳﺖ ﻛﻮﻟﻮ ﻣﻌﻨﻰ ددوى ﻟﻪ ﭘﺎره د ﺧﭙﻞ اﻣﻨﻴﺖ ﭘﻪ ﺧﻮﻧﺪي ﺳﺎﺗﻠﻮ او د ﻧﻮرو ﭘﻪ وژﻟﻮ ﻛﯥ ده .ﻛﻪ د دوى ﻋﺴﻜﺮ ﭘﻪ زرګﻮﻧﻪ ﻛﯧﻠﻮ ﻣﺘﺮه ﻟﺮې د ﻧﻮرو ﻫﻴﻮادوﻧﻮ اﺳﺘﻘﻼل او ځﻤﻜﻨﻰ ﺗﻤﺎﻣﻴﺖ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ وړي ،د
وﺳﻠﻮ اﻧﺒﺎروﻧﻪ ﻫﻠﺘﻪ ﻣﻨﺘﻘﻠﻮي ،او د ﺗﺮور ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې ﭘﻪ ﻋﺎﻣﻪ وژﻧﻪ ﻻس ﭘﻮرې ﻛﻮي ،ﭘﻪ ﺳﻠګﻮﻧﻮ او زرګﻮﻧﻮ ﻛﻮﭼﻨﻴﺎن او ښځﯥ ،زاړه او ځﻮاﻧﺎن د ﺧﭙﻠﻮ ﻧﺎﭘﺎﻟﻢ او ﻓﺎﺳﻔﻮرﺳﻲ ﻛﯧﻤﻴﺎوي ﺑﻤﻮﻧﻮ ﭘﻪ واﺳﻄﻪ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ وړي ،ﻧﻮ دا ﻛﺎر روا دى او دوى ﻳﯥ ﺑﺎﻳﺪ د ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد د اوﺳﻴﺪوﻧﻜﻮ د اﻣﻨﻴﺖ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﺗﺮﺳﺮه ﻛړي،
ﺧﻮ ﻛﻪ ﭼﻴﺮې ددوى د ﻳﻮه ﻋﺴﻜﺮ ﭘﻮزه ﻫﻢ زﺧﻤﻲ ﻛﯧږي ﻧﻮ ﭘﻠټﻨﻪ ﻳﯥ ﻛﻮي ﭼﯥ دا ﭘﻪ ﻛﻮم ډول وﺳﻠﻪ زﺧﻤﻲ ﺷﻮى او دا وﺳﻠﻪ ﻟﻪ ﻛﻮﻣﻪ ځﺎﻳﻪ او دﻛﻮم ﻫﻴﻮاد څﺨﻪ ددﻏﻪ ﻫﻴﻮاد د وګړو ﭘﻪ ﻻس ﻛﯥ ﻟﻮﻳﺪﻟﯥ ده .ﭼﯥ ﻏﻮره
ﻣﺜﺎﻟﻮﻧﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻋﺮاق او اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﺗﺮ ﺳﺘﺮګﻮﻛﯧږي .ﻫﻤﺪا اوس اوس ﭘﻪ رﺳﻨﻴﻮﻛﯥ ﺧﺒﺮوﻧﻪ را ځﻲ ﭼﯥ د
اﻣﺮﻳﻜﺎ وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺑﺶ اﻳﺮان ﭘﻪ دى ﻣﺘﻬﻢ ﻛړى ﭼﯥ د ﻋﺮاق ﻣﺒﺎرزﻳﻨﻮ ﺗﻪ ﺳﭙﻜﯥ او درﻧﻰ وﺳﻠﯥ ورﻛﻮي ﺗﺮڅﻮ
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﭘﺮې ووژﻧﻲ او د ﺧﭙﻠﻮ ټﻮﻟﻮ ﺗﺒﻠﻴﻐﺎﺗﻲ ﭼﯧﻨﻠﻮﻧﻮ ﻟﻪ ﻟﻮري داډول وﺳﺎﻳﻞ د ﺗﻠﻮﻳﺰﻳﻮﻧﻮﻧﻮ ﭘﺮﻣﺦ
ﻧړﻳﻮاﻟﻮ ﺗﻪ ورښﻮول ﻛﯧږي .ﺧﻮ څﻮ ك ﺑﻪ ﺗﺮې وﭘﻮښﺘﻲ ﭼﯥ ﺗﺎﺳﯥ وﻟﯥ ﻋﺮاق اواﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ راﻏﻠﻲ ﻳﺎﺳﺖ؟
152
او دا دوﻣﺮه ﺳﺘﺮې ﺳﺘﺮې وﺳﻠﯥ او ﺑﺤﺮي ﺑﻴړۍ ﻣﻮ وﻟﯥ دﻟﺘﻪ را وﺳﺘﯥ ؟ﻧﻮ ﻛﻪ ﺗﺎﺳﯥ ﻏﻮاړى ﭼﯥ ﺳﻼﻣﺖ
ﭘﺎﺗﻪ ﺷﺊ ﻧﻮ ﻏﻮره ځﺎى درﺗﻪ ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮادوﻧﻪ دي .ﭘﻪ ﻫﻤﺪې ﺗﺮﺗﻴﺐ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻫﻢ دﻏﻪ ﺣﺎل دى .ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ﻫﻢ ﻛﻠﻪ ﭼﯥ د ﻧﺎټﻮد ﭘﻮځﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف د ﻫﻐﻮى دﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﻟﻪ اړﺧﻪ ﻛﻮم اﻗﺪام ﺻﻮرت ﻧﻴﺴﻲ ،ﻧﻮ
ﺳﻤﺪﺳﺘﻲ د ﻫﻐﻪ ډول وﺳﻠﻮ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﻻﺑﺮاﺗﻮاروﻛﯥ ﺗﺠﺮﺑﯥ او ﺗﺠﺰﻳﯥ ﺗﺮﺳﺮه ﻛﻮي ﭼﯥ ﭘﻪ .ډزو ﻛﯥ اﺳﺘﻌﻤﺎل
ﺷﻮﻳﺪه .
ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د ﺑﻴﺎوداﻧۍ او ﻧﻈﺎﻣﻲ ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ ﭘﺎﻟﻴﺴۍ د ﻣﻜﻤﻠﯥ ﻧﺎﻛﺎﻣۍ ﺳﺮه ﻣﺦ دي،
د اﻧﺴﺎﻧﻲ ﺣﻘﻮﻗﻮ د اﻋﺎدې ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﻳﯥ ﻛﻮم د ﭘﺎم وړ ﻛﺎرﻧﻪ دى ﺗﺮ ﺳﺮه ﻛړى ﺑﻠﻜﯥ ﺑﺮﻋﻜﺲ ﻳﯥ ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﺑﯥ
ﻛﻔﺎﻳﺘﻪ او ﻣﺠﺮﻣﻮ ﻋﻨﺎﺻﺮو ﺗﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻟﻤﻦ ﻛﯥ د ودې ورﻛﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﭘﻨﺎه ورﻛړې او ﻫﻢ ﻳﯥ ﻫﻐﻮى د ﻫﻴﻮاد د
واك ﭘﺮ ګﺪﻳﻮ ﻛښﻴﻨﻮﻟﯥ دي ،د ګﻮاﻧﺘﺎﻧﺎﻣﻮ ﺑﻲ ،ﺑګﺮام ،ﻗﻨﺪﻫﺎر او ﻛﺎﺑﻞ د زﻧﺪاﻧﻮﻧﻮ ﺗﺮ څﻨګ د ﻫﻐﻪ راﭘﻮر
ﻟﻪ ﻣﺨﯥ ﭼﯥ د وﻟﺴﻲ ﺟﺮګﯥ د اﻣﻨﻴﺖ دﺟﺮګګﻰ ﻟﻪ ﺧﻮا ﻧﺸﺮ ﺷﻮى ،ﻧﮋدې دﻳﺮش ﻧﻮر ﺷﺨﺼﻲ زﻧﺪاﻧﻮﻧﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ﺟﻮړ ﻛړي ﭼﯥ ﭘﺨﭙﻠﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﭘﺮﺗﻪ ﭘﺮې ﺑﻞ څﻮك ﺧﺒﺮ ﻧﻠﺮي ،ﻫﻤﺪاراز د ﻫﻤﺪﻏﻪ ﻣﺠﺮﻣﻮ
ﻋﻨﺎﺻﺮو ﭘﻪ ﻻﺳﻮ ﻛﯥ د واك د ورﻛﻮﻟﻮ ﺳﺮه ﻳﻮ ځﺎى ﻳﯥ ﻫﻐﻮى ددې وړ ګﺮځﻮﻟﻲ ﭼﯥ ﺧﭙﻠﻮ ځﺎﻧﻮﻧﻮ ﺗﻪ ﻟښﻜﺮې
ﺟﻮړې ﻛړې او ﺧﭙﻞ ﺷﺨﺼﻲ زﻧﺪاﻧﻮ ﻧﻪ او د ﺷﻜﻨﺠﯥ ،او د وﻳﺮې او ﺗﺮﻫﯥ ﻟﻪ ﭘﺎره وﺳﺎﻳﻞ وﻟﺮي .ﻧﻮ څﺮﻧګﻪ
ﭼﯥ دوى ﭘﺨﭙﻠﻪ د اﻧﺴﺎﻧﻲ ﺣﻘﻮﻗﻮ د ﻧﻪ رﻋﺎﻳﺖ رﻳﻜﺎرډ ﻣﺎت ﻛړى دى ﻧﻮ څﻨګﻪ ﺑﻪ ﻧﻮر ﺗﺮې ﻣﻨﻊ ﻛړي.
ﻫﻤﺪا راز د ﺑﻴﺎوداﻧۍ ﭘﺮوﺳﻪ ﻳﯥ ﻫﻢ ﻟﻜﻪ د روﺳﺎﻧﻮ او ﻛﻤﻮﻧﺴﺘﺎﻧﻮ د ﻛﻮر ،ﻛﺎﻟﻲ ،ډوډۍ ﭘﻪ څﻴﺮ ﻳﻮه ډﻳﺮه
ﻣﻨﻔﻲ ﭘﺮوﺳﻪ و ګﺮځﻴﺪه ،ﻫﻐﻮى ﻫﻢ ﻫﻤﺪا ﺷﻌﺎروﻧﻪ ورﻛﻮل ،ﺧﻮ د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ څﺨﻪ ﻳﯥ د ﺧﭙﻠﯥ ټﻮﻟﯥ ﻣﺪاﺧﻠﯥ ﭘﻪ دوران ﻛﯥ ﻫﻢ ﻛﻮر ،ﻫﻢ ډوډۍ او ﻫﻢ ﻛﺎﻟﻲ واﺧﺴﺘﻞ .ان ﺗﺮدې ﭼﯥ ﺧﻠﻜﻮ د ﻛﻔﻦ د اﺧﺴﺘﻠﻮ ﺗﻮان ﻫﻢ دﻻﺳﻪ
ورﻛړى و .اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن او ﻏﺮﺑﻴﺎن د ﺑﻮﺟﻴﻮ ﺑﻮﺟﻴﻮ ډاﻟﺮو ﺳﺮه اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ راﻏﻠﻞ ،او ﭘﻪ ﻣﻴﻠﻴﺎردو ډاﻟﺮو وﻋﺪې ﻳﯥ ﻫﻢ و ﻛړې .او ددې زﻳﺮى ورﻛﺎوه ﭼﯥ د ﻳﻮې ﻟﻨډې ﻣﻮدې وروﺳﺘﻪ ﺑﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﭘﺮﻣﺨﺘګ ﻟﻪ
اړﺧﻪ ،ګﺎ وﻧډي ﻫﻴﻮادوﻧﻪ ﺧﻮ ﻻ ﭘﺮﯦږده ﭼﯥ د اروﭘﺎﻳﻲ ﻫﻴﻮادو ﻫﻮﻣﺮه ﺑﻪ ،ﻣﺨﺘﻪ وﻻړ ﺷﻲ .او رښﺘﻴﺒﺎ ﻫﻢ ﻛﻪ
ﭼﻴﺮې ﭘﻪ درﺳﺘﻪ ﺗﻮګﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺑﻴﺎرﻏﻮﻧﯥ ﻟﻪ ﭘﺎره د زړه ﻧﻪ ﻛﺎر ﺷﻮى وى ،او اﻫﻞ ،ﺑﺎﻛﻔﺎﻳﺘﻪ ،ﭘﻮﻫﻮ او
ﺗﺠﺮﺑﻪ ﻟﺮوﻧﻜﻮ وګړو ﺗﻪ د ﻫﻴﻮاد د ﺑﻴﺎوداﻧۍ اﻣﻮرات ورﺳﭙﺎرل ﺷﻮي وى او د اﻳﻦ ،ﺟﻲ ،او ،ګﺎﻧﻮ ﻳﺎ ﭘﻪ
اﺻﻄﻼح د ﺑﺴﭙﻨﻪ ﻛﻮوﻧﻜﻮ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ او ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ دﻏﻪ د ﺟﺎﺳﻮﺳۍ د اورګﺎﻧﻮﻧﻮ ﺟﺎل ﻧﻪ واى ﺧﭙﻮر
ﺷﻮى ﻧﻮ دا د ﻫﺮه اړﺧﻪ ﻣﻤﻜﻦ وه ﭼﯥ ګﺮان ﻫﻴﻮاد د ﭘﺮﻣﺨﺘګ او ﺗﺮﻗۍ ﭘﻪ ﻟﻮر ګړﻧﺪي ګﺎﻣﻮﻧﻪ واﺧﻠﻲ .ځﻜﻪ
ﻫﻤﺪا اوس ﺗﺮ درى زرو زﻳﺎﺗﻮ ﺑﻬﺮﻧۍ )ان ،ﺟﻲ.او ګﺎﻧﯥ( دا دي ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ﭘﻪ ﻧﺎ ﻫﻤﺎﻫﻨګﻪ ﻛﺎرو ﻟګﻴﺎدي،
او څﻮﻣﺮه ﺳﺮﻣﺎﻳﻪ ﭼﯥ د ﺑﻬﺮ څﺨﻪ ﻫﻴﻮاد ﺗﻪ را وړل ﻛﯧږي ﻫﻐﻪ ﺑﻴﺮﺗﻪ د ﻫﻤﺪوى ﻟﻪ ﻻرې ﺑﻬﺮ ﺗﻪ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﻟﻴږدول
ﻛﯧږي .ﻣﺎ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻳﻮ ﻣﺨﻜﯧﻨﻲ ﺗﺤﻠﻴﻞ ﻛﯥ وړاﻧﺪﯦﺰ ﻛړى و ﭼﯥ راځﻰ ددﻏﻮ ادارو ﻣﺮﻛﺰي دﻓﺘﺮوﻧﻪ د وﻻﻳﺘﻮ
ﻣﺮﻛﺰوﻧﻮ ﺗﻪ ﻣﻨﺘﻘﻞ ﻛړئ .او د ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ درې ﺳﻮه ﭘﻨځﻪ ﺷﭙﻴﺘﻪ وﻟﺴﻮاﻟﻴﻮﻛﯥ د دﻏﻪ درى زره اﻧﺠﻴﻮګﺎﻧﻮ
څﺨﻪ ﻟﺲ ،ﻟﺲ ﻫﺮې وﻟﺴﻮاﻟۍ ﺗﻪ و ﻟﻴږدوى ،او د ﻫﻐﻮى دﻛﺎرو د ﭘﺮﻣﺨﺘګ د ﭘﺮوﺳﯥ ﭘﻠټﻨﻪ ﻫﻢ د وﻟﺴﻲ
وګړو ګډې ﺟﺮګګۍ ﺗﻪ وﺳﭙﺎرئ ،ﻧﻮ ﺗﺎﺳﯥ ﺑﻪ ﺑﻴﺎ وګﻮرئ ﭼﯥ ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ څﻮﻣﺮه ﺑﻴړه د ﭘﺮﻣﺨﺘګ ﭘﻪ ﻟﻮر دروﻣﻲ .ﺧﻮ ﺣﻘﻴﻘﺖ دادى ﭼﯥ ﻧﻪ ﺧﻮ ﺑﻴﺮوﻧﻲ ﻋﻨﺎﺻﺮ ﻟﻪ دې ﺳﺮه ﻣﻴﻨﻪ ﻟﺮي ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ددې ﻣﻮﻣﻦ او ﺑﺎ
اﻳﻤﺎﻧﻪ وﻟﺲ ﻟﻪ ﭘﺎره اﺑﺎد ﻛړي او ﻧﻪ د ﺧﭙﻠﻮ اﻧﺠﻴﻮګﺎﻧﻮ څﺨﻪ د ﻫﻐﯥ د اﺑﺎدوﻟﻮ ﻛﺎر اﺧﻠﻲ .دادى ﺗﺮ ﻟﺴﻮﻛﺎﻟﻮ
زﻳﺎده ﻣﻮده ﺗﻴﺮه ﺷﻮه ﺧﻮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻣﻴﻠﻴﺎردوﻧﻮ ډاﻟﺮو ﭘﻪ ﻣﺼﺮﻓﻮﻟﻮ ﺑﻴﺎ ﻫﻢ و ﻧﻪ ﺗﻮاﻧﻴﺪ ﻳﻮﺑﻴﻦ اﻟﻮﻻﻳﺘﻲ
153
ﺳړك ﭘﻪ داﺳﯥ ﺗﻮګﻪ ﺗﻌﻤﻴﺮ ﻛړي ﭼﯥ ﻟږ ﺗﺮ ﻟږه ﻳﻮڅﻮ ﻛﺎﻟﻪ ﻛﺎر ﺗﺮې واﺧﺴﺘﻞ ﺷﻲ .د ﻫﺮ ﺗﻌﻤﻴﺮ وروﺳﺘﻪ
ﺑﺎﻳﺪ ﺑﻴﺎ د ﻫﻐﯥ د ﺗﻌﻤﻴﺮ ټﻴﻜﻪ ﻳﻮ ﺑﻞ ﺑﻬﺮﻧﻲ ټﻴﻜﺪار ﺗﻪ ورﻛړل ﺷﻲ ﺗﺮ څﻮ راﻏﻠﯥ ﺳﺮﻣﺎﻳﻪ ﺑﻴﺮﺗﻪ ددې ﺟﻨګ ځﭙﻠﻲ ﻫﻴﻮاد د وراﻧﻮ وﻳﺠﺎړو څﺨﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﭘښﯥ ﺳﭙﻜﯥ ﻛړي .ﭘﻪ دې ﺗﺮ ﺗﻴﺐ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او ﻏﺮﺑﻴﺎﻧﻮ ﻫﻢ ﻟﻜﻪ د
روﺳﺎﻧﻮ ﭘﻪ څﻴﺮ د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ څﺨﻪ ﻧﻪ ﻳﻮازې ﻛﻮر ،ﻛﺎﻟﻲ ،ډوډۍ واﺧﺴﺘﻞ ،ﺑﻠﻜﯥ ﻫﻐﻮى ﻳﯥ د ﻫﺠﺮت د ﺗﻢ ځﺎﻳﻮ
څﺨﻪ ﻫﻢ را وﻛښﻞ ،ﭘﻪ ګﺎوﻧډﻳﻮ ﻳﯥ ﻓﺸﺎر راوړ ،ﺗﺮ څﻮ ددوى د ﻋﺴﻜﺮي ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د ارام او اﻣﻨﻴﺖ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ د ﻣﻬﺎﺟﺮﻳﻨﻮ ﭘﻨډ ﻏﺎﻟﻲ ﭼﯥ ددوى ﭘﻪ اﻧﺪ د ﻣﻘﺎوﻣﺖ د وګړو ﻣﺮﻛﺰوﻧﻪ ﺟﻮړوي وﺗړي او ﻣﻬﺎﺟﺮﻳﻦ اﺟﺒﺎرا او ﻗﻬﺮ ا ،ﭘﻪ زور ﺧﭙﻠﻮ وﻻﻳﺎﺗﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ راﺳﺘﺎﻧﻪ ﻛړي ﭼﯥ ﻧﻪ ورﺗﻪ ﻛﻮر ﭘﺎﺗﻪ دى ،ﻧﻪ ﺳﺮﻣﺎﻳﻪ ﻟﺮي ﺗﺮ
څﻮ ﺧﭙﻠﻪ ﻛﻮډﻟﻪ ﭘﺮې ﺟﻮړه ﻛړي ،او ﻧﻪ ﭘﻴﺴﯥ ﻟﺮي ﭼﯥ د ﺧﭙﻞ ﻛﻮر او ﺑﭽﯧﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﭘﺮې ﺣﻼل رزق و ګټﻲ .
ﻫﻤﺪا اوس د اﻳﺮان او ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن څﺨﻪ ﻣﻬﺎﺟﺮﻳﻦ ﭘﻪ ﺟﺒﺮي ﺗﻮګﻪ را وﻳﺴﺘﻞ ﻛﯧږي او د ﻣﻬﺎﺟﺮﻳﻨﻮ ﺳﺘﺮ
ﭘﻨډﻏﺎﻟﻲ ﻟﻜﻪ د ﺟﻠﻮزو او ﻛﭽﯥ ګړۍ او ګﺮدي ﺟﻨګﻞ ﭘﻨډﻏﺎﻟﻲ د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎﻧﻲ او اﻓﻐﺎﻧﻲ ﻣﺴﻮﻟﯧﻨﻮ ﻟﺨﻮا ﺗړل
ﺷﻮﻳﺪي او ﭘﻪ دى ﺗﺮ ﺗﻴﺐ څﻮ ﺳﻮه زره ﺑﯥ ګﻨﺎه وګړي ﭼﯥ ډﻳﺮه ﺷﻤﻴﺮه ﻳﯥ ښځﻲ ،ﻛﻮﭼﻨﻴﺎن او زاړه ﻋﻤﺮﺗﻴﺮي
وګړي ﺗﺸﻜﯧﻠﻮي ،د ﭘﺮدﻳﻮ د اﻣﻨﻴﺖ ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ د زﺟﺮ ،اوﺳﺘﻮﻧﺰو ډك ژوﻧﺪ ﺗﻪ اړ ﺷﻮل .ﺑﯥ
ﻛﻮره ﺷﻮل ،او د ﺧﭙﻞ ژوﻧﺪ ﺧﻮاږه ﻳﯥ ﻻﺳﻪ ورﻛړل .او د ا ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د ﻳﺮﻏﻞ ﺑﻠﻪ ﻣﻴﻮه ده
ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺎن ﻳﯥ د اﻧﺴﺎﻧﻲ ﺣﻘﻮﻗﻮ د رﻋﺎﻳﺖ ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې ﻣﻮﻣﻲ .
د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ اړه د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺳﺘﺮ ﺳﺘﺮ اﺷﺘﺒﺎﻫﺎت:
د روﺳﻲ ﭘﻮځﻮﻧﻮ د وﺗﻠﻮ ﭘﻪ ﻣﻬﺎل؛ روﺳﻴﻪ ﻟﻪ دې وﯦﺮﯦﺪه ﭼﯥ ښﺎﻳﻲ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اﺳﻼﻣﻲ اﻧﻘﻼب
څﭙﯥ د ﻣﺮﻛﺰي آﺳﻴﺎ ﻫﻐﻪ ﻫﯧﻮادوﻧﻪ ﻫﻢ وﻧﻴﺴﻲ او ﺗﺮ ﺧﭙﻞ ﻣﻀﺒﻮط اﻏﯧﺰ ﻻﻧﺪې ﺋﯥ راوﻟﯥ ﭼﯥ ﻧږدې اوﻳﺎ ﻛﺎﻟﻪ د روﺳﺎﻧﻮ ﭘﻪ اوﺳﭙﻨﻴﺰو ﻣﻨﮕﻮﻟﻮ ﻛﯥ ځﭙﻞ ﺷﻮي وو ،او دا ﻫﯧﻮادوﻧﻪ ﻫﻢ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ څﯧﺮ ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ورﻛړي،
د روﺳﺎﻧﻮ ﻳﻮه ﺳﻴﻤﻪ ﻳﻴﺰ ﻣﻠﮕﺮي اﻳﺮان ﻫﻢ دا وﯦﺮه درﻟﻮده ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﻲ د ﻣﺠﺎﻫﺪو ﺳﻨﻴﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻻس
اﺳﻼﻣﻲ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺑﻪ د دې ﺑﺎﻋﺚ ﺷﻲ ﭼﯥ اﻳﺮاﻧﻲ ﺳﻨﻴﺎن ﭼﯥ ﻳﻮ ﻣﻬﺎل ﺋﯥ ﭘﺮ اﻳﺮان ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻛﺎوو ،او اوس د
ﺷﻴﻌﻪ وو د ﻇﻠﻢ ﭘﻪ ﻣﻨﮕﻮﻟﻮ ﻛﻲ د ﻣﺤﻜﻮﻣﻴﺖ ﺑﺪي ورځﯥ ﮔﺎﻟﻲ او داﺳﯥ ﻇﺎﻟﻤﺎﻧﻪ ﺳﻠﻮك ورﺳﺮه ﻛﯧږي ﭼﯥ د
ﻧړۍ ﭘﻪ ﻫﻴڅ ﮔﻮټ ﻛﻲ ﻟﻪ ﻣﺬﻫﺒﯥ اﻗﻠﻴﺘﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﻧﻪ ﻛﯧږي ،د اﻳﺮان د ﻧﻔﻮس دﯦﺮش ﭘﻪ ﺳﻠﻮ %30ﻛﻲ دي ،او ﭘﻪ
ﺣﺴﺎﺳﻮ ﺳﺮﺣﺪي ﺳﻴﻤﻮ ﻛﻲ ﻣﯧﺸﺖ دي ،ټﻮل ﺑﻪ د اﻳﺮاﻧﻲ ﺷﻴﻌﻪ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﻪ ﺿﺪ ﭘﺎڅﻮن وﻛړي ،ﻟﻪ ﻫﻨﺪ ﺳﺮه ﻫﻢ
دا اﻧﺪﯦښﻨﻪ وه ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺑﻪ د ﺳﻴﻤﯥ اﻧډول د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﮔټﻪ ﺑﺪل ﻛړي، درې واړو ﭘﻪ ﮔډه دا ﻓﻴﺼﻠﻪ وﻛړه ﭼﯥ ﭘﻪ ټﻮل ﺗﻮان ﻃﺎﻗﺖ ﺑﺎﻳﺪ د داﺳﯥ ﺣﺎﻟﺖ راﻣﻨځﺘﻪ ﻛﯧﺪو ﻣﺨﻨﻴﻮى وﻛړي،
ﻣﺴﻜﻮ ﻟﻪ ﻳﻮې ﺧﻮا ﭘﻪ دې وﺗﻮاﻧﯧﺪو ﭼﯥ د واﺷﻨﮕټﻦ ﺧﻮاﺧﻮږي ﺗﺮﻻﺳﻪ ﻛړي ،ﺳﭙﻴﻨﻪ ﻣﺎڼۍ ﭘﻪ دې ﻗﺎﻧﻊ ﻛړي ﭼﯥ د ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ د ﺑﺮﻳﺎ او د ﻳﻮه اﺳﻼﻣﻲ ﺣﻜﻮﻣﺖ د ﺟﻮړﯦﺪو ﭘﻪ ﻣﺨﻨﻴﻮي ﻛﯥ ﻟﻪ روﺳﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﻻس ﻳﻮ ﻛړي،
روﺳﺎﻧﻮ ﺗﻪ دا اﻣﺘﻴﺎز وﻣﻨﻲ ﭼﯥ ﻣﺮﻛﺰي آﺳﻴﺎ د ﻣﺴﻜﻮ ﺗﺮ اﻏﯧﺰ ﻻﻧﺪې ﭘﺎﺗﻪ ﺷﻲ ،ﻟﻪ ﺑﻠﻲ ﺧﻮا ﺋﯥ د اﻳﺮان ﭘﻪ
وﺳﺎﻃﺖ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ داﺳﯥ اﺋﺘﻼف ﺟﻮړ ﻛړ ﭼﯥ د ﻣﺴﻜﻮ او اﻳﺮان ﭘﻠﻮه ډﻟﻮ څﺨﻪ ﺟﻮړ ﺷﻮى وو او ﻣﺄﻣﻮرﻳﺖ ﺋﯥ دا وو ﭼﯥ د ﺷﻮروي اﺗﺤﺎد د وﺗﻮﻧﻜﯥ ﭘﻮځ ﻧﻴﻤﮕړى ﺟﻨﮕﻲ ﻣﺄﻣﻮرﻳﺖ ﭘﺮ ﻏﺎړه واﺧﻠﻲ .اﻣﺮﻳﻜﺎ
ﺋﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ دې ﻗﺎﻧﻊ ﻛړه ﭼﯥ د دې اﺋﺘﻼف ﻣﻼﺗړ وﻛړي ،ﭘﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻮرې ﺗړﻟﻮ ﻫﯧﻮادو ﻛﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺳﻔﺎرﺗﻮﻧﻪ او ﭘﻪ ﻣﻠﮕﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ ﻛﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﺮﺳۍ د دې اﺋﻴﻼف ﭘﻪ واك ﻛﯥ ﭘﺮﯦږدي ،د ﺳﭙﻴﻨﻲ ﻣﺎڼۍ
ﻟﻮﻳﻪ ﻏﻠﻄﻲ دا وه ﭼﯥ د روﺳﺎﻧﻮ دا دواړه ﺧﺒﺮې ﺋﯥ وﻣﻨﻠﯥ ،ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﺋﯥ د ﻫﻐﻪ ﭼﺎ ﻣﺮﺳﺘﻪ وﻛړه ﭼﯥ
154
ﭘﺮ ﻏﺎړه ﺋﯥ د اﻳﺮان د ﺳﭙﺎه ﭘﺎﺳﺪاران ﺑﺮگ دﺳﻤﺎﻟﻮﻧﻪ او ﭘﻪ ﭘښﻮ ﺋﯥ روﺳﻲ ﺑﻮټﺎن ول ،او ﭘﻪ ﻣﺮﻛﺰي آﺳﻴﺎ ﻛﯥ
ﺋﯥ ﻫﻤﻐﻪ ﻣﺨﻜﻨﻲ د ﻛﯥ ﺟﻲ ﺑﯥ ﺑﺪﻧﺎم ﻏړي ﭘﻪ اﻗﺘﺪار ﻛﯥ ﭘﺮﯦښﻮدل ،دا ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ دﻟﺘﻪ د
ﻛﻤﻮﻧﻴﺴﺘﺎﻧﻮ د ﺳﻠﻄﯥ د ﭘﺎى ﺗﻪ رﺳﯧﺪو اﻣﻜﺎﻧﺎت ﺗﺮ ﻫﻐﻪ ډﯦﺮ ﻣﻀﺒﻮط او ځﻼﻧﺪه ول ﭼﯥ د ﺷﺮﻗﻲ اروﭘﺎ
ﻣﺴﻜﻮ ﭘﻠﻮه ﻛﻤﻮﻧﻴﺴﺖ ډﻟﯥ ورﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ وې ،ﺧﻮ وﻣﻮ ﻟﻴﺪل ﭼﯥ ﻏﺮب او ﭘﻪ ﺳﺮ ﻛﯥ ﺋﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ ﺷﺮﻗﻲ اروﭘﺎ ﻛﯥ د ﻛﻤﻮﻧﻴﺴﺘﺎﻧﻮ د واﻛﻤﻨۍ ﭘﺎى ﺗﻪ رﺳﯧﺪا ﻛﺎﻓﻲ وﮔڼﻠﻪ او ﻣﺮﻛﺰي آﺳﻴﺎ ﺋﯥ د ﻛﻤﻮﻧﻴﺴﺘﺎﻧﻮ ﭘﻪ واك
ﻛﯥ ﭘﺮﯦښﻮده .ﻛﻤﻌﻘﻠﻮ اﻣﺮﻳﻜﺎﺋﻲ ﭼﺎرواﻛﻮ ﺑﻪ ﻫﻐﻪ ﻣﻬﺎل ﻟﻪ روﺳﺎﻧﻮ ﺳﺮه د ﻣﺬاﻛﺮاﺗﻮ ﭘﻪ ارﺗﺒﺎط وﻳﻞ ﭼﯥ
ﻣﺮﻛﺰي آﺳﻴﺎ د ﺷﻮروي اﺗﺤﺎد د ﺑﺪن ﻧﺎزﻛﻪ ﺑﺮﺧﻪ ده ،ﻣﺴﻜﻮ دا ﺣﻖ ﻟﺮي ﭼﯥ ﭘﻪ دې اړه اﻧﺪﯦښﻨﻪ وﻟﺮي او
واﺷﻨﮕټﻦ د ﻫﻐﻮى وﯦﺮه او اﻧﺪﯦښﻨﻪ رﻓﻌﻪ ﻛړي ،ﻫﻤﺪاﺳﯥ ﺋﯥ وﻛړل!! ﺧﻮ راﺷﺊ وﮔﻮرو ﭼﯥ دې ﻏﻠﻄﯥ ﭘﺮﯦﻜړي اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺗﻪ څﻪ ﺳﻮﻏﺎﺗﻮﻧﻪ درﻟﻮدل؟ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺗﻪ ﺋﯥ څﺮﮔﻨﺪ ﺗﺎواﻧﻮﻧﻪ دا وو: •
د اﻳﺮان او روﺳﻴﯥ ﮔډي ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋي ﭘﻠﻲ ﻛﯧﺪو ﺗﻪ ﺋﯥ ﻻر اواره ﻛړه ،ﻫﻐﻪ څﻪ ﺋﯥ وﻛړل ﭼﯥ اﻳﺮان او
•
ﻟﻪ ﻫﻐﻪ ﭼﺎ ﺳﺮه ﭘﻪ ﺟﻨﮓ ﻛﯥ ښﻜﯧﻞ ﺷﻮل ﭼﯥ ﺗﺮ دې د ﻣﺨﻪ ﺋﯥ د روﺳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺿﺪ د ﻫﻐﻮى ﻣﺮﺳﺘﻪ ﻛﻮﻟﻪ.
•
د دې ﭘﻪ ځﺎى ﭼﯥ ﭘﺮﯦږدي ﻣﺮﻛﺰي آﺳﻴﺎ د روﺳﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﻣﻨﮕﻮﻟﻮ ووځﻲ او اﻳﺮاﻧﻲ ﺳﻨﻴﺎن ﻫﻢ ﻟﻪ ﻣﻈﻠﻮﻣﻴﺖ
روﺳﻴﯥ ﻏﻮښﺘﻞ او ﮔټﻪ ﺋﯥ دوى ﺗﻪ ورﺳﯧﺪه. •
د ﻫﻐﻪ ﭼﺎ ﻣﺮﺳﺘﻪ ﺋﯥ وﻛړه ﭼﯥ ﭘﻪ ﻣﺴﻜﻮ او ﺗﻬﺮان ﭘﻮرې ﺗړﻟﻲ ول.
او ﻣﺤﻜﻮﻣﻴﺖ ﻧﻪ وژﻏﻮرل ﺷﻲ ،ﺑﺮﻋﻜﺲ ﺋﯥ د ﻛﻤﻮﻧﻴﺴﺘﺎﻧﻮ او ﻣﺘﻌﺼﺒﻮ اﻳﺮاﻧﻲ ﺷﻴﻌﻪ واﻛﻤﻨﺎﻧﻮ ﻣﻨﮕﻮﻟﯥ
ﻣﻀﺒﻮﻃﯥ ﻛړې. •
د ﻛﻤﻮﻧﻴﺰم ﭘﻪ ﺿﺪ د ﻧړۍ وال اﺳﻼﻣﻲ ﺗﺤﺮﻳﻚ ﻣﺨﻪ ﺋﯥ ﻟﻪ ﻣﺨﻜﻨﻲ ﻟﻮري ﻧﻪ د ﻏﺮب ﻟﻮري ﺗﻪ واړوﻟﻪ ،ﻛﻪ
ﻫﻐﻮى دا ﻏﻠﻄﻲ ﻧﻪ وئ ﻛړې ﻧﻮ ﻏﺮب ﺑﻪ ﻟﻪ دې ﺷﺨړي ﺧﻮﻧﺪي وو ،ﻟﻪ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﺑﻪ ﺋﯥ ﺳﺘﻮﻧﺰه ﻧﻪ درﻟﻮده، ﻛﻪ ﺟﮕړې دوام ﻛﻮﻟﻮ ﻧﻮ ﻳﺎ ﺑﻪ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﺧﻼﺻﻪ ﻛﯧﺪه او ﻳﺎ ﺑﻪ د ﻣﺴﻜﻮ ﭘﻪ ﺷﺎوﺧﻮا ﻛﯥ وه. •
دوى ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻻس د روﺳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺿﺪ ﺟﮕړه د ﻏﺮب ﭘﻪ ﺿﺪ ﺟﮕړې ﺑﺎﻧﺪې ﺑﺪﻟﻪ ﻛړه ،اﻟﻘﺎﻋﺪه د دوى د
ﻏﻠﻂ ﺳﻴﺎﺳﺖ زﯦږﻧﺪه ده ،د ﻳﻮﻟﺴﻢ ﺳﺘﻤﺒﺮ او ﻟﻨﺪن او ﻧﻮرو ﺳﻴﻤﻮ د ﭘﯧښﻮ ﻣﺴﺌﻮﻟﯧﺖ د ﻫﻐﻪ ﭼﺎ ﭘﺮ ﻏﺎړه دئ
ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﺋﯥ ﻟﻪ ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ ﺳﺮه ﺧﻴﺎﻧﺖ وﻛړ او ﻏﻮښﺘﻞ ﺋﯥ ﭼﯥ د دوى وﻳﻨﯥ ﭘﻪ روﺳﺎﻧﻮ ﺧﺮڅﯥ ﻛړي. •
د دوى د ﻏﻠﻄﻮ ﺳﻴﺎﺳﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻧﺘﻴﺠﻪ ﻛﯥ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن د دوى ﻧږدې دوﺳﺖ ﻫﻢ ﻟﻪ ﺳﺨﺘﻮ ﺳﺘﻮﻧﺰو ﺳﺮه
ﻣﺨﺎﻣﺦ ﺷﻮ ،ﻫﻐﻪ ﺟﮕړه ﭼﯥ ﭘﻪ ﻃﺒﯧﻌﻲ ﺗﻮﮔﻪ ﺑﻪ د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﻟﻪ ﭘﻮﻟﻮ ﻧﻪ ډﯦﺮه ﻟﺮې رواﻧﻪ وه ،ﻧﻦ ﭘﻪ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﻛﯥ او ﺣﺘﻰ د اﺳﻼم آﺑﺎد ﺷﺎوﺧﻮا رواﻧﻪ ده ،ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﺋﯥ ﻫﻢ ﻟﻪ ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ ﺳﺮه ﭘﻪ ﺟﮕړې ﻛﯥ ښﻜﯧﻞ ﻛړ ،ﻫﻐﻪ ﻫﻨﺪ
ﭼﯥ ﺗﻞ د روﺳﺎﻧﻮ دودﻳﺰ ﻣﻠﮕﺮى ﭘﺎﺗﻪ ﺷﻮى او ﭘﻪ راﺗﻠﻮﻧﻜﯥ ﻛﯥ ﺑﻪ ﻫﻢ د روﺳﻴﯥ ﻣﻠﮕﺮى وي ،دې ﻫﻨﺪ ﺗﻪ ﺋﯥ دا
ﻣﻮﻗﻊ ورﻛړه ﭼﯥ ﺟﮕړه ﻟﻪ ﻛﺸﻤﻴﺮ ﻧﻪ وزﻳﺮﺳﺘﺎن او ﺳﻮات ﺗﻪ اﻧﺘﻘﺎل ﻛړي .ﻫﻨﺪ ﺗﻪ ﺋﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ داﺳﯥ ﺷﺮاﻳﻂ ﺑﺮاﺑﺮ ﻛړل ﭼﯥ وﻛﻮﻟﻰ ﺷﻲ ﭘﻪ ﭘﺮاﺧﻪ ﭘﻴﻤﺎﻧﻪ د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺿﺪ ﺗﺨﺮﻳﺒﻲ ﻓﻌﺎﻟﻴﺘﻮﻧﻪ وﻛړي ،ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﺗﻪ
وﺳﻠﯥ وﻟﯧږي او ﺟﮕړه ﻣﺎران وروزي ،دوﻣﺮه ﭼﯥ ﻧﻦ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن د ﻫﻨﺪ ﻟﻪ ﭘﺮاﺧﻮ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﺿﺪ ﻫﻠﻮ ځﻠﻮ ﻧﻪ ﺷﻜﺎﻳﺖ ﻛﻮي!!
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن اوس ﻫﻢ د ﺟﻬﻞ ﭘﺮ ﺧﺮه ﺳﭙﺎره دي ،ﭘﻪ داﺳﯥ ﺟﮕړي ټﻴﻨﮕﺎر ﻛﻮي ﭼﯥ ﻣﺎﻟﻲ او ځﺎﻧﻲ ﺗﻠﻔﺎت ﺋﯥ
دوى ﮔﺎﻟﻲ ﺧﻮ ﮔټﻪ ﺋﯥ اﻳﺮان او روﺳﻴﯥ ﺗﻪ رﺳﻲ .ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ ﻟﻪ دې ﺟﮕړي ﺋﯥ ﭘﻪ ﺗﯧﺮو اﺗﻮ ﻛﻠﻮﻧﻮ ﻛﯥ
155
ﻟﻪ ﻣﺮگ ،ژوﺑﻠﻲ او ﭘﻪ ﺳﻠﮕﻮﻧﻮ ﻣﻠﻴﺎردو ډاﻟﺮو ﻟﮕﻮﻟﻮ ﻧﻪ ﭘﺮﺗﻪ ﻫﻴڅ ﻧﻪ دي ﺗﺮﻻﺳﻪ ﻛړي ،ﭘﻪ داﺳﯥ ﺳﻮړې او ﺑﻨﺪ ﺗﻮﻧﻞ ﻛﯥ ﻣﺨﻜﯥ دروﻣﻲ ﭼﯥ د ﻫﻴڅ رڼﺎ څﺮك ﺋﯥ ﻧﻪ ﺗﺮ ﺳﺘﺮﮔﻮ ﻛﯧږي ،ﻻ ﻧﻪ دي ﭘﻮه ﺷﻮي ﭼﯥ د ﺧﭙﻠﻮ ﺣﺮﻳﻔﺎﻧﻮ
ﭘﻪ ﻟﻮﻣﻮ ﻛﯥ ﺋﯥ ﭘښﯥ ﻧښﺘﯥ دي او ﭘﻪ ﻳﻮې ﺑﯧﻬﻮده او ﺑﯥ ﮔټﯥ ﺟﮕړې ﻛﯥ ﻟﮕﻴﺎ دي ،د دې ﭘﻪ ځﺎى ﭼﯥ د وﻳﻨﻮ
ﻟﻪ دې ډﻧډ ﻧﻪ د ﺑﺎﻋﺰﺗﻪ وﺗﻠﻮ ﻻر وﻟټﻮي؛ د دې ﻧﺎﻛﺎﻣﻲ او ﺑﯥ ﻣﻘﺼﺪه ﺟﮕړې ﭘﺮ دوام ټﻴﻨﮕﺎر ﻛﻮي!! ﻋﺠﻴﺒﻪ ﻻ
دا ده ﭼﯥ ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻦ ورﺗﻪ واﻳﻲ :ﻛﻪ د ﺑﺎﻋﺰﺗﻪ وﺗﻠﻮ ﻻر ﻟټﻮئ ﻣﻮږ ﻣﻮ ﻣﺮﺳﺘﻪ ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻮ!! ﺧﻮ دوى د دې ﺧﺒﺮې
ﭘﻪ اﻫﻤﻴﺖ او ارزښﺖ ﻫﻢ ﻧﻪ ﭘﻮﻫﯧږي!! دا ﻫﻐﻪ ﺧﺒﺮه ده ﭼﯥ ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻦ ﺗﻴﺎر ﻧﻪ وو د روﺳﺎﻧﻮ د وﺗﻠﻮ ﭘﺮ ﻣﻬﺎل ﺋﯥ
وﻛړي!! ﻫﻠﺘﻪ ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ وﻳﻞ :روﺳﺎن ﺑﺎﻳﺪ ﺳﭙﻚ او ذﻟﻴﻞ ووځﻲ ،داﺳﯥ ﭼﯥ د وﺗﻠﻮ ﭘﺮ ﻣﻬﺎل ﺋﯥ د ﻏﻮږوﻧﻮ
ﺧﻮا ﺗﻪ ﻣﺮﻣۍ ﺗﯧﺮﯦږي ،داﺳﯥ ﭼﯥ وﺗﻞ ﺋﯥ د ﻣﺎﺗﻲ ﭘﻪ ﻣﻌﻨﻰ وي ﻧﻪ د ﻛﻮﻣﻲ روﻏﻲ ﺟﻮړي ﭘﻪ ﻣﻌﻨﻰ ،داﺳﯥ ووځﻲ ﭼﯥ ﻫﻤﻐﻪ د ﺟﻨﺮل ﮔﺮاﻣﻮف ﺧﺒﺮه وﻛړي :ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﯧﺮى ﻳﻮه ﺳﺘﺮه اﺷﺘﺒﺎه وه ،ﻣﻮږ ﺑﻪ ﺑﯧﺎ دا ﻏﻠﻄﻪ ﺗﺠﺮﺑﻪ ﭘﻪ ﺑﻞ ځﺎى ﻛﯥ ﺗﻜﺮار ﻧﻪ ﻛړو!! )(82
ﺧﻮ داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺤﺮان ﭼﯥ ﭘﺨﭙﻠﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او ﻧﺎټﻮد ټﻠﻮاﻟﯥ د ﻣﺪاﺧﻠﯥ ﭘﻪ ﭘﺎﻳﻠﻮﻛﯥ را
ټﻮﻛﯧﺪﻟﻰ دوﻣﺮه اوږود ﺷﻮ ﭼﯥ اﺷﻐﺎﻟګﺮاﻧﻮ ﻳﯥ ﺗﺼﻮر ﻫﻢ ﻧﻪ ﺷﻮ ﻛﻮﻻى .ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻳﺮﻏﻞ ﭘﻪ وﺧﺖ
ﻛﯥ ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ رژﻳﻢ ﭘﻪ څﻮ اوﻧﻴﻮ ﻛﯥ د ﭘښﻮ وﻏﻮرځﻴﺪ او اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او د ﻫﻐﻮى اﻓﻐﺎﻧﻲ ﻣﻠګﺮو
دا وﭘﺘﻴﯧﻠﻪ ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻳﯥ ﻧﻮر وﻟﻜﻪ ﻛړى او ﭘﻪ دې ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ﭘﻪ ﺧﻠﻜﻮ ﻛﯥ د ﻣﻘﺎوﻣﺖ او ﻣﻘﺎﺑﻠﯥ
ﺗﻮان ﻧﻮر ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ﺗﻠﻠﻰ ﻧﻮ ﭘﻪ دې اﺳﺎس د اﻣﺮﻳﻜﺎ دﻫﻐﻪ وﺧﺖ وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺑﺶ ﭘﻪ ډﻳﺮه ﺧﻮښۍ ﺳﺮه اﻋﻼن
وﻛړ ﭼﯥ دﻏﻪ ﻫﻴﻮاد ﻳﯥ ﭘﻪ ډﻳﺮ ﻟږ ﻗﻴﻤﺖ ﻳﻌﻨﯥ ﻳﻮازې ) 75ﻣﻴﻠﻴﻮﻧﻪ ډاﻟﺮو( ﺑﺎﻧﺪې ﺗﺮ ﺧﭙﻠﯥ وﻟﻜﯥ ﻻﻧﺪې راوﺳﺖ .وﻳﻞ ﻛﯧږي ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻤﻐﻮ ﻟﻮﻣړﻳﻮ ﺷﻴﺒﻮ ﻛﯥ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ ﻫﻢ د دﻳﺮش ﻣﻴﻠﻴﻮﻧﻮ ډاﻟﺮو
وړاﻧﺪﯦﺰ ﺷﻮى و ﺗﺮ څﻮ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻧﻮ ﻧﻴﻮاك ﭘﻪ رﺳﻤﻴﺖ و ﭘﻴﮋﻧﻲ ﺧﻮ دﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻗﻴﺎدت او ﺷﻮرا د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ دا وړاﻧﺪﯦﺰ ﻧﻪ ﻳﻮازې دا ﭼﯥ ﻣﺴﺘﺮد ﻛړ ﺑﻠﻜﯥ ﺑﺮﻋﻜﺲ ﻳﯥ ورﺗﻪ ګﻮاښ ﻫﻢ وﻛړ ﭼﯥ زﻣﻮﻧږ دﻫﻴﻮاد د ﺗﺴﺨﻴﺮ او وﻟﻜﯥ څﺨﻪ ﻻس ﭘﻪ ﺳﺮ ﺷﻲ .ﺧﻮ ﻛﻠﻪ ﭼﯥ د وﻟﺲ ﭘﻪ رګﻮﻧﻮ ﻛﯥ د ﺧﭙﻠﯥ ازادۍ ﻟﻪ ﭘﺎره وﻳﻨﻪ ﭘﻪ
څﭙﻮ راﻏﻠﻪ ﻧﻮ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ دا اﺣﺴﺎس ﻛړه ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ورﺗﻪ ﺳﺘﻮﻧﺰې زﻳﺎﺗﯥ دي .
د ﻧﻬﻮ ﻛﺎﻟﻮ ﭘﺮﻟﭙﺴﯥ ﺟﻨګﻮﻧﻮ وروﺳﺘﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ او د ﻧﺎټﻮ ټﻠﻮاﻟﻪ ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ ﭘﻪ ﻫﻤﺎﻏﻪ ځﺎى ﻛﯥ وﻻړه ده ﭼﯥ د 2001ﻛﺎر ﻧﻪ ﻣﺨﺘﻪ وه ،ﺑﻠﻜﯥ اوس دﻫﻐﻪ وﺧﺘﻪ ﭘﻪ ډﻳﺮ ﻛﻤﺰوري ﺣﺎﻟﺖ ﻛﯥ .ﻧړﻳﻮاﻟﯥ اﺣﺼﺎﻳﯥ ډاګﻴﺰه وي ﭼﯥ
ﻟﻪ 2001م ﻛﺎل راﻫﻴﺴﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ 2004ﺑﻬﺮﻧﻲ ﺳﺮﺗﯧﺮي وژل ﺷﻮي ﭼﯥ 1229ﻳﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن دي .او
اﻗﺘﺼﺎدي ﻣﺼﺎرف ﻳﯥ اوس ﻫﺮ ﻛﺎل د 140ﺑﻴﻠﻴﻮﻧﻪ ډاﻟﺮو ﭘﻮرې رﺳﻴږي .ددې ﻛﺎر ﭘﺮﻟﭙﺴﯥ واﻟﻰ ﭘﺨﭙﻠﻪ د
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ،ﭼﯥ ﻫﻴڅﻜﻠﻪ ﻳﯥ داﺳﯥ ﻓﻜﺮ ﻫﻢ ﻧﻪ ﻛﺎوه ،ﻣﻼﻣﺎﺗﻮﻧﻜﻰ دى .ﻻﻧﺪې ﺟﺪول د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ
ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د ﺗﻠﻔﺎﺗﻮ ﭘﻪ اړه ﻣﻴﺎﺷﺘﻨﻲ ﻣﻌﻠﻮﻣﺎت داﺳﯥ وړاﻧﺪې ﻛﻮي :
156
داﻣﺮﻳﻜﺎ اوﺳﻨﻲ وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺑﺎرك اوﺑﺎﻣﺎ ﭼﯥ د ﺧﭙﻞ ﻛﺎر دﻫﻤﺎﻏﻪ ﻟﻮﻣړي ﻧﻴټﯥ څﺨﻪ ددې ﻏﻮښﺘﻮﻧﻜﯥ و ﭼﯥ
ﭘﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻛﯥ اﺻﻼﺣﺎت ﭘﻴﻞ ﻛړى او ﭘﻪ ﻧړۍ ﻛﯥ دﺧﭙﻠﻮ ﻣﺼﺎرﻓﻮ ﺑﻮدﺟﻪ راﻛﻤﻪ او د اﻣﺮﻳﻜﺎ د وﻟﺲ
ﺳﺘﻮﻧﺰې ﭘﺮې ﺣﻞ ﻛړي .ﻫﻐﻪ دا ﻫﻮډ ﻛړى و ﭼﯥ د ﻋﺮاق او اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن څﺨﻪ ﺑﻪ ﺧﭙﻞ ﭘﻮځﻮﻧﻪ ﺑﻴﺮﺗﻪ راﺑﺎﺳﻲ .
ﺑﺎراك اوﺑﺎﻣﺎ ﭘﻪ دې ﺑﺮﻳﺎﻟﻰ ﺷﻮ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻋﺮاق ﻛﯥ ﺧﭙﻠﻪ ﭘﺎﻟﻴﺴﯥ ﭘﻠﯥ ﻛړي ﺧﻮ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ اړه د ﺳﺘﺮو ټﻮل ډﺳﻤﺒﺮ ﻧﻮﻣﺒﺮ اﻛﺘﻮﺑﺮ ﺳﺘﻤﺒﺮ اګﺴټ ﺟﻮﻻي ﺟﻮن 12 49 48 52 99 98 117 155 317 296
4 1 1 1 3 1 6 3 18 X
5 1 6 7 3 7 11 1 18 X
3 6 4 5 7 10 10 16 59 X
0 1 2 4 11 6 8 27 40 X
0 1 4 3 15 10 18 22 51 29
0 0 2 2 2 9 14 20 45 65
0 3 3 5 27 18 12 28 25 60
ﻣﺊ اﭘﺮﯦﻞ ﻣﺎرچ ﻓﺮوري ﺟﻨﻮري 0 1 1 8 4 11 11 17 12 34
0 5 2 3 18 1 8 5 6 20
0 9 12 3 6 7 5 8 13 26
0 11 7 2 1 17 14 1 15 32
0 10 4 9 2 1 0 7 15 30
ﻛﺎل 2001 2002 2003 2004 2005 2006 2007 2008 2009 2010
ﺳﺘﻮﻧﺰو ﺳﺮه ﻣﺦ دى .داﻣﺮﻳﻜﺎ ﻧﻈﺎﻣﻲ ﻛﺎرﭘﻮﻫﺎن ﭘﻪ دې اﻧﺪ دي ﭼﯥ ﻛﻪ ﭼﯧﺮې اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن
څﺨﻪ ﻫﻤﺪاﺳﯥ را ووځﻲ ﻧﻮ ﭘﺎﻳﻠﯥ ﺑﻪ ﻳﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﺮ ﻧړﻳﻮال ﺳﻴﺎﺳﺖ ﺑﺎﻧﺪې ډﻳﺮ ﻣﻨﻔﻰ اﻏﻴﺰ وﻟﺮي .ﺑﻴﺎ ﺑﻪ
ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﺻﻮرت ﻛﯥ داﻣﺮﻳﻜﺎ ﺧﺒﺮه ﭘﻪ ﻫﻴڅ ځﺎى ﻛﯥ وا ﻧﻪ ورﻳﺪل ﺷﻲ .ﺗﺮ څﻨګ ﺑﻪ ﻳﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻣﺠﺒﻮره وي
ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن څﺨﻪ د ﭘﻪ ﺷﺎﻛﯧﺪو ﭘﻪ ﺻﻮرت ﻛﯥ د ﺧﻠﻴﺞ د ﻫﻴﻮادوﻧﻮ څﺨﻪ ﻫﻢ ﺧﭙﻞ ﭘﻮځﻮﻧﻪ وﻛﺎږي او اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺑﻪ د ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﺷﻮروي اﺗﺤﺎد ﭘﻪ ﺑﺮﺧﻠﻴﻚ اﺧﺘﻪ ﺷﻲ .ﻫﻤﺪا راز اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﻪ ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ
وﺳﻠﻮاﻟﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻻﺳﻮ ﻛﯥ ﺳﻘﻮط وﻛړي او ﭘﺨﻮاﻧﻰ دور ان ﺑﻪ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﭘﻴﻞ ﺷﻲ.
ﭘﻪ دې اړه د ﺑﺎرك اوﺑﺎﻣﺎ د ټﻴﻢ او د ﭘﻨﺘﺎګﻮن د ﭘﻮځﻲ ﺟﻨﺮاﻻﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ ډﻳﺮ اﺧﺘﻼف را ﻣﻨځﺘﻪ ﺷﻮى .
ﭘﻨﺘﺎګﻮن ﻏﻮاړي د ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد د ﻣﺴﺘﻘﺒﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﻫﺮ ﻗﻴﻤﺖ ﭼﯥ وي ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ وﻟﻜﻪ ﻛﯥ
وﺳﺎﺗﻲ .د ﭘﻨﺘﺎګﻮن د ﭘﻮځﻲ ﺟﻨﺮاﻻﻧﻮ اﻧﺪ دا دى ﭼﯥ دوى ﺗﺮ اوﺳﻪ ﭘﻮرې ﭘﻪ ﻧړۍ ﻛﯥ ﻫﻴڅ ﺟﻨګ ﻧﻪ دې
ګټﻠﯥ اوس ﻏﻮاړي ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ دا ﺟﻨګ وګټﻲ .ﭘﻪ ﻫﻤﺪې ﺧﺎﻃﺮ ﻳﯥ ﭘﻪ اوﺑﺎﻣﺎ ﺑﺎﻧﺪې دوﻣﺮه
ﻓﺸﺎر راوﺳﺖ ﭼﯥ ﭘﻪ 2009ز ﻛﺎل د دﺳﻤﺒﺮ ﭘﻪ ﻟﺴﻤﻪ ﻳﯥ ﭘﺮې اﻋﻼن وﻛړ ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ ﻧﻮر ﺳﺮ ﺗﻴﺮي واﺳﺘﻮي ،ﺧﻮ اوﺑﺎﻣﺎ د ﺳﺮﺗﻴﺮو د اﺳﺘﻮﻟﻮ ﺗﺮ څﻨګ د 2011ز ﻛﺎل د ﺟﻮﻻې د ﻣﻴﺎﺷﺘﯥ ﺗﺮ ﻧﻴﻤﺎﻳﻲ ﭘﻮرې ﺑﻴﺮﺗﻪ د
ﺧﭙﻠﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د وﻳﺴﺘﻠﻮ اﻋﻼن وﻛړ .ﺧﻮ اوس اوﺑﺎ ﻣﺎ ﻫﻢ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ دﻏﻪ اﻋﻼن ﻛﯥ دوه زړې دى .او دا دوه زړﻳﺘﻮب ﻳﯥ د ﺟﯥ 20ﭘﻪ ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ ﻛﯥ را څﺮګﻨﺪ ﻛړ ﻫﻐﻪ ووﻳﻞ » ﺿﺮور ﻧﺪه ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن څﺨﻪ د ﻗﻮاوو د
وﺗﻠﻮ ﭘﻪ ﺑﺮﺧﻪ ﻛﯥ ﻋﺠﻠﻪ وﺷﻲ« ﻫﻐﻪ ټﻴﻨګﺎر وﻛړ ﭼﯥ ﭘﻪ» ﻧﻨﻨﻴﻮ ﺷﺮاﻳﻄﻮﻛﯥ زﻣﺎﻟﭙﺎره اﺳﺎﺳﻲ ﻫﺪف دادى ﭼﯥ ﺧﭙﻠﯥ ﻛړﻧﯥ )ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋي( ﭘﻪ ﺑﺮﻳﺎﻟﻴﺘﻮب ﺳﺮه ﭘﻠﯥ ﺷﻲ د ﻛﻮﻣﻮ ﻣﻮﺧﻮ ﻟﭙﺎره ﭼﯥ زﻣﻮږ دﻫﻴﻮاد ډﻳﺮ زﻟﻤﻴﺎن ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ورﻛﻮي«.
ﺧﻮ د ﺑﻠﻪ ﭘﻠﻮه ﻫﻐﻪ ټﻴﻨګﺎر وﻛړ ﭼﯥ ) دﻧﺎټﻮ ﻗﻮاووې د 2011م ﻛﺎل دﺟﻮﻻى ﭘﻪ ﻣﻴﺎﺷﺖ ﻛﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن
څﺨﻪ ﭘﻪ وﺗﻠﻮﭘﻴﻞ ﻛﻮي( ﻫﻤﺪاﺳﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ وﻟﺴﻤﺸﺮ وﻋﺪه وﻛړه ﭼﯥ :دده ﻫﻴﻮاد ﺑﻪ ﭘﻪ راﺗﻠﻮﻧﻜﻮ اوږدو ﻛﻠﻨﻮ
157
ﻛﯥ د ﻗﻮاوو د وﺗﻠﻮ څﺨﻪ وروﺳﺘﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺳﺮه ﺧﭙﻠﻮ دﻳﭙﻠﻮﻣﺎﺗﯧﻜﻮ او اﻗﺘﺼﺎدي ﻣﺮﺳﺘﻮ ﺗﻪ دوام
ورﻛﻮي» .داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺑﺮﺧﻪ ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ دﺳﻴﺎﺳﺖ اﺳﺎﺳﻲ ﻫﺪف دادى ﭼﯥ دﻏﻪ ﻫﻴﻮاد )اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ( څﺨﻪ د راﺗﻠﻮﻧﻜﻲ ﻟﭙﺎره د ﺗﺮورﻳﺴﺘﺎﻧﻮ د روزﻧﯥ اود دوى د ﺣﻤﻠﻮ ﻣﺮﻛﺰ ﺟﻮړ ﻧﺸﻲ«.
ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻮځﻲ اﺋﺘﻼف د ﻣﺎﺗﯥ او ﻧﺎﻛﺎﻣۍ ﺳﺮه ﻣﺦ دى او ﻫﺮ څﻮﻣﺮه ﭼﯥ دوى
ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ دى ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ اوږده ﭘﺎﺗﻪ ﻛﯧږي ﭘﻪ ﻫﻤﺎﻏﻪ اﻧﺪازه ﺑﻪ ﻳﯥ ﻣﻠګﺮي ﺗﺮې ځﺎﻧﻮﻧﻪ ﺟﺪا ﻛﻮي او د
ﺗﻴښﺘﯥ ﻻر ﺑﻪ ﺧﭙﻠﻮي .دا دې ﻫﻤﺪا اوس ﻫﺎﻟﻴﻨﺪﻳﺎن ووﺗﻞ ،ﻛﺎﻧﺎډا ﭘﻪ 2011ﻛﯥ وځﻲ ،ﺟﺮﻣﻨﻲ او اﻳټﺎﻟﻴﺎ ﻫﻢ
ﻫﻤﺪا ډول ﻫﻮډ ﻟﺮي ،ﭘﻪ ﻧﺎروې ﻛﯥ ﻫﻢ داګﺴﺖ ﭘﻪ اووﻣﻪ ﻳﻮه ﺳﺮوې ﺷﻮې ﭼﯥ 49٪ﺧﻠﻚ ﻳﯥ دﺧﭙﻠﻮ
ﭘﻮځﻮﻧﻮ د وﻳﺴﺘﻠﻮ ﻫﻴﻠﻪ ﻟﺮي .....ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ ﻟﻪ ﻳﻮه اړﺧﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ وﻟﺴﻤﺸﺮ اوﺑﺎﻣﺎ اﻋﻼن ﻛړې
ﭼﯥ د 2011ﻛﺎل د ﺟﻮﻻې د ﻣﻴﺎﺷﺘﯥ وروﺳﺘﻪ ﺑﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن اﻣﻨﻴﺖ ددﻏﻪ ﻫﻴﻮاد اﻣﻨﻴﺘﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﺗﻪ
ﺳﭙﺎري اود ﺧﭙﻠﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻮ د ﺑﻴﺮﺗﻪ وﻳﺴﺘﻠﻮ ﻛﺎر ﺑﻪ ﭘﻴﻠﻮي .ﺗﺮڅﻨګ ﻳﯥ د ﻛﺎﺑﻞ ﭘﻪ ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ ﻛﯥ ،ﭼﯥ
ﺷﺎوﺧﻮا د 70ﻫﯧﻮادوﻧﻮ دﺑﻬﺮﻧﻴﻮﭼﺎرو وزﻳﺮاﻧﻮ اواﺳﺘﺎزو ﭘﻪ ﻛﯥ ګډون ﻛړى و ،ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﭘﻪ ﺷﺘﻪ ﺳﺘﻮﻧﺰو ﻫﺮ اړﺧﻴﺰه ﺧﺒﺮې وﺷﻮې .ﭼﯥ ﻣﻬﻢ ټﻜﻲ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻟﻪ ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮﺳﺮه د ﺳﻮﻟﯥ اوﺟﻮړﺟﺎړي ﺧﺒﺮې او د
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن اﻗﺘﺼﺎد ﺗﻪ وده ورﻛﻮل وو .ﭘﻪ دې ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ ﻛﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ اداراوﻛﯥ د اداري ﻓﺴﺎد او اﺧﺘﻼس د ﺧﺘﻤﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﻻرو ﭼﺎرو ﻫﻢ ﺧﺒﺮې وﺷﻮې ..دﻏﻪ ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ ﭼﯥ د 2010ز ﻛﺎل د ﺟﻮﻻې د ﻣﻴﺎﺷﺘﯥ ﭘﻪ
19ﻣﻪ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ داﻳﺮ ﺷﻮ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻟﻪ اړﺧﻪ اﻋﻼن وﺷﻮﭼﯥ ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ ټﻮﻟﻨﻪ ﺑﻪ ﺧﭙﻞ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﺗﺮ 2014ز ﻛﺎﻟﻪ ﭘﻮرې د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن څﺨﻪ ﺑﺎﺳﻲ او اﻣﻨﻴﺖ ﺑﻪ ﭘﻪ ﻣﻜﻤﻠﻪ ﺗﻮګﻪ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﺳﭙﺎري. ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ دا ژﻣﻨﻪ وﺷﻮه ﭼﯥ داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اردو او ﭘﻮﻟﯧﺴﻮ ﭘﻪ روزﻟﻮ ﻛﯥ ﺑﻪ ﭼټﻚ ګﺎﻣﻮﻧﻪ اﺧﻠﻲ او د
دوى ﺷﻤﻴﺮه ﺑﻪ ﺗﺮ څﻠﻮرو ﻟﻜﻮ ﭘﻮرې رﺳﻮي .ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻫﻴﻠﻪ درﻟﻮده ﭼﯥ د ډﯦﺮو ﻫﯧﻮادوﻧﻮﻣﻼﺗړﺑﻪ ﺗﺮﻻﺳﻪ
ﻛړي ،او ﭘﻪ 2011ﻛﺎل ﻛﯥ ﻟﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن څﺨﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭘﻮځﻴﺎﻧﻮﭘﻪ وﺗﻠﻮﺑﻪ ﻫﻢ ﻏﻮر وﺷﻲ . اﻣﺮﻳﻜﺎ او اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دواړه ﻫﯧﻮادوﻧﻪ ﻫﻴﻠﻪ ﻟﺮي ﭼﯥ راﺗﻠﻮﻧﻜﻲ ﻛﺎل ﻛﯥ ﻟﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن څﺨﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ
ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د وﺗﻠﻮ ﭘﺮوﺳﯥ ﺗﻪ د ﺣﻞ ﻳﻮه ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻻره ﭘﻴﺪاﻛړي.
اﻣﺎ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﻛﻪ ﻟﻪ ﻳﻮه اړﺧﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن څﺨﻪ دﺧﭙﻠﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻮ د وﺗﻠﻮ ﺧﺒﺮه ﻛﻮي ﺧﻮ د ﺑﻠﻪ اړﺧﻪ اﻳﺮش ټﺎﻳﻤﺰ ورځﭙﺎڼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺷﻤﺎل ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﯥ ﻗﻮاوو د ﻧﻮﻳﻮ ﭘﺮوژو ﭘﻪ ﺑﺎب ﺧﺒﺮې ﻛړې.
ورځﭙﺎڼﻪ ﻛﺎږي ﭼﯥ :د اﻣﺮﻳﻜﺎ دوﻟﺖ ﭘﻼن ﻟﺮي د ﻣﺰار ﭘﻪ ښﺎر ﻛﯥ د ازﺑﻜﺴﺘﺎن ﭘﻮﻟﯥ ﺗﻪ ﻧږدې د ﺧﺎﺻﻮ
ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ ﻳﻮ ﻣﺮﻛﺰ ﺟﻮړ ﻛړي .د اﻣﺮﻳﻜﺎ دوﻟﺖ دﻏﯥ ﭘﺮوژې ﺗﻪ اوه ﻫﻜټﺎره ځﻤﻜﻪ او ﺳﻞ ﻣﻠﻴﻮﻧﻪ ډاﻟﺮ ځﺎﻧګړي
ﻛړي دي.د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻣﺮﻛﺰي ﻗﻮﻣﺎﻧﺪاﻧﻲ د 2010او 2016ﻛﻠﻮﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ ﭘﻪ ﻣﺮﻛﺰي اﺳﻴﺎ ا و د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺷﻤﺎل ﻛﯥ د 3اﻋﺸﺎرﻳﻪ 8ﻣﻠﻴﺎرده اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ډاﻟﺮو ﭘﻪ ﻟګښﺖ د ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﭘﻮځﻲ ﺗﺎﺳﻴﺴﺎﺗﻮ د ﺟﻮړﻟﻮ ﭘﻼن
ﻟﺮي .دﻏﻪ ﻧﻮى ﻣﺮﻛﺰ ﺑﻪ د ﻣﺰار ښﺎر ﺷﻤﺎل ﭘﻠﻮ ﻟﻪ ازﺑﻜﺴﺘﺎن ﺳﺮه ﻧږدې د ښﺎر ﭘﻪ 56ﻛﯧﻠﻮﻣﺘﺮۍ ﻛﯥ ﺟﻮړ ﺷﻲ. وﻳﻞ ﻛﯧږي ﭼﯥ د 2011ﻛﺎل ﺗﺮ ﭘﺎى او د 2012ﻛﺎل ﺗﺮ ﻟﻮﻣړﻳﻮ ﭘﻮرې ﺑﺎﻳﺪ دﻏﻪ ﻣﺮﻛﺰ ﭘﻪ ﺑﺸﭙړه ﺗﻮګﻪ ﭼﻤﺘﻮ وي.
دا ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ده ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺑﺎرك اوﺑﺎﻣﺎ ﺗﻴﺮه ﻣﻴﺎﺷﺖ ووﻳﻞ ﭼﯥ ﻫﻴﻮاد ﻳﯥ ﭘﻼن ﻟﺮي ﭘﻪ
2009ﻛﺎل ﻛﯥ اﻓﻐﺎن ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﺗﻪ د ټﻮﻟﻮ ﻣﺴﻮﻟﯧﺘﻮﻧﻮ د ﺳﭙﺎرﻟﻮ ﻟړۍ ﭘﻴﻞ ﻛړي او ﭘﻪ 2011ﻛﺎل ﻛﯥ ﺑﻪ ﻟﻪ
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن څﺨﻪ د ﺧﭙﻠﻮ ﺳﺮﺗﻴﺮو د وﺗﻠﻮ ﻟړۍ ﭘﻴﻞ ﻛړي.
158
ﻫﻤﺪا راز ﭘټﯥ ﺳﺮﭼﯧﻨﯥ ډاګﻴﺰه ﻛﻮي ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻏﻮاړي درې ﺳﺘﺮ ﻫﻮاﻳﻲ ډګﺮوﻧﻪ ﻋﺴﻜﺮي ﺗﻤځﺎﻳﻮﻧﻪ ﺟﻮړ
ﻛړي او دا ﭘﺮوژې د 2011ﻛﺎل ﻟﻪ ﻧﻴﻤﺎﻳﻲ وروﺳﺘﻪ ﺑﺸﭙړﯦږي ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ وﻟﺴﻤﺸﺮﺑﺎرك اوﺑﺎﻣﺎ ﻟﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻧﻪ
د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د اﻳﺴﺘﻠﻮد ﭘﻴﻞ ﻧﯧټﻪ اﻋﻼن ﻛړې ده.
ﺧﻮ درې ﻫﻮاﻳﻲ اډې ،ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﺮ ﻫﺮې ﻳﻮې ﺳﻞ – ﺳﻞ ﻣﻠﻴﻮن ډاﻟﺮه ﻟګﻮي ،د دې ﻣﺎﻧﺎ دا ده ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﺑﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺣﺮﺑﻲ ﻋﻤﻠﻴﺎت دوام ﻛﻮي.
د اﻣﺮﻳﻜﺎ دﻓﺎع وزارت ﭘﻪ ﭘﺎم ﻛﯥ ﻟﺮي ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﻟﻮﯦﺪﻳځ ﻛﯥ د ﺳﻞ ﻣﻠﻴﻮﻧﻮ ډاﻟﺮو ﭘﻪ ﻟګښﺖ د
ﺷﻴﻨډﻧډ ﻫﻮاﻳﻲ اډه ﭘﺮاﺧﻪ ﻛړي او ﻫﻠﺘﻪ د ځﺎﻧګړو ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻲ ﻫﻴﻠﻲ ﻛﻮﭘﺘﺮو ،ﺑﯥ ﭘﯧﻠﻮټﻮ اﻟﻮﺗﻜﻮ او ﻛﺸﺎﻓﻮ
اﻟﻮﺗﻜﻮ ،ﻫﻤﺪاراز د اﻟﻮﺗﻜﻮ د ﺳﺎﺗﻨﯥ او ﺗﺮﻣﻴﻢ ﺗﺎﺳﻴﺴﺎت ﺟﻮړ ﻛړي.دوى ﺑﻪ د ﺷﭙﯧﺘﻮ ﭘﺮﺳﻮﻧﻠﻮ ﻟﭙﺎره ﺑﺎرﻛﻮﻧﻪ ﻫﻢ ودان ﻛړي.
ﺳﻞ ﻣﻠﻴﻮﻧﻪ ﻧﻮر ﺑﻪ ﭘﻪ ﻫﻠﻤﻨﺪ ﻛﯥ د ﺳﻤﻨﺪري ﭘﻠﻴﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮد ډﻳﻮر ﻛﻤﭗ ﭘﻪ ﻫﻮاﻳﻲ اډې وﻟګﻮي ﭼﯥ وزر
ﻟﺮوﻧﻜﯥ اﻟﻮﺗﻜﯥ او ﻫﻴﻠﻲ ﻛﻮﭘﺘﺮې ﭘﻜﯥ ځﺎى ﭘﺮځﺎى ﺷﻲ.دا ﻛﻤﭗ د ﺧﺎﺻﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ ﻟﭙﺎره ﻛﻠﻴﺪي اﻫﻤﻴﺖ ﻟﺮي.
ﺳﻞ ﻣﻠﻴﻮﻧﻪ ﻧﻮر د ﻣﺰار ﺷﺮﻳﻒ ﭘﻪ ﻫﻮاﻳﻲ اډې ﻣﺼﺮﻓﯧږي ﭼﯥ د ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ اړﺗﻴﺎ ﭘﻜﯥ ﻣﺦ ﭘﻪ زﻳﺎﺗﯧﺪو ده(83).
ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﻧﺎټﻮ ﻧﻮي ﻗﻮﻣﺎﻧﺪان ﺟﻨﺮال دﻳﻮﻳﺪ ﭘﺘﺮﯦﻮس د اﭘﺮﯦﻞ ﭘﻪ ﻣﻴﺎﺷﺖ ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﺳﻨﺎ د
ﻧﻈﺎرت ﻛﻤﻴټﯥ ﺗﻪ ووﻳﻞ ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﻟﺮې ﭘﺮﺗﻮ ﺳﺮﺣﺪي ﺳﻴﻤﻮ ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭘﻮځﻲ اډو ﺟﻮړول او ﺳﺎﺗﻞ د ﺳﻴﻤﯥ ﻟﭙﺎره ﺣﻴﺎﺗﻲ ﻣﺴﻠﻪ ده )(84
د ﺳﻲ ﺑﯥ اﻳﺲ ﻟﻪ ﻳﻮې ﻧﻈﺮﭘﻮښﺘﻨﯥ ﺳﺮه ﺳﻢ ،ﭘﻪ ﺳﻠﻮ ﻛﯥ 44اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د وﻟﺴﻤﺸﺮﺑﺎرك
اوﺑﺎﻣﺎ د ﺟګړې ﺗﻜﻼره ردوي ﻳﺎ ﻳﯥ ﻧﺎﻛﺎﻣﻪ ﺑﻮﻟﻲ.
د ﺳﻲ ﺑﯥ اﻳﺲ ﻟﻪ ﻧﻈﺮﭘﻮښﺘﻨﯥ ﺳﺮه ﺳﻢ اﻛﺜﺮه اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﺑﺎور ﻟﺮي ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺟګړه ﭘﻪ ﺳﻢ ﻟﻮر رواﻧﻪ ،ﻧﻪ
ده .ﭘﻪ دې ﻧﻈﺮﭘﻮښﺘﻨﻪ ﻛﯥ 62ﻓﻴﺼﺪو ﭘﻮښﺘﻞ ﺷﻮﻳﻮ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ وﻳﻠﻲ ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺟګړه ﺑﺪ ﻟﻮر ﻳﺎ ډﯦﺮ
ﺑﺪ ﻟﻮر ﺗﻪ رواﻧﻪ ده.د ﻣﯥ ﭘﻪ ﻧﻈﺮﭘﻮښﺘﻨﻪ ﻛﯥ ﭘﻪ ﺳﻠﻮ ﻛﯥ 49اﻣﺮﻳﻜﯧﺎﻧﻮ دا ډول ﻧﻈﺮ څﺮګﻨﺪ ﻛړى وو.
ﭘﻪ دې ﻧﻈﺮ ﭘﻮښﺘﻨﻪ ﻛﯥ ﻟﻪ 966ﺗﻨﻮ څﺨﻪ د ﺟﻮﻻى د اووﻣﯥ او دوﻟﺴﻤﯥ ﺗﺮﻣﻨځ ﭘﻮښﺘﻨﯥ ﺷﻮې ﭼﯥ وﻟﺴﻤﺸﺮ
ﺑﺎرك اوﺑﺎﻣﺎ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ ﭘﻪ زرګﻮﻧﻮ ﻧﻮر ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﻟﯧږﻟﻲ او ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﺟګړې د اوج وﺧﺖ را رﺳﯧﺪﻟﻰ دى.
دا ﻧﻈﺮﭘﻮښﺘﻨﻪ ﭘﻪ داﺳﯥ وﺧﺖ ﻛﯥ ﺷﻮې ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻰ ﭘﻮځﻴﺎﻧﻮ د ﻣﺮګ ژوﺑﻠﻮ ﭘﺮ ﻟﻪ ﭘﺴﯥ
ﺧﺒﺮوﻧﻪ ﺧﭙﺮﯦږي او ﭘﻪ ﺟګړه ﻛﯥ د ﭘﺮﻣﺨﺘګ ﻫﻴڅ راز څﺮك ﻧﻪ ﻟګﯧږي.
ﺧﻮ د ﻫﻐﻮ ﻛﺴﺎﻧﻮ ﺷﻤﯧﺮ ،ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻳﯥ ﭘﻪ ﻣﯥ ﻛﯥ ځﺎن ﺗﻪ د څﻪ وﻳﻠﻮ ﺟﺮات ﻧﻪ وو ورﻛړى ،ﻟﻪ 19ﻓﻴﺼﺪو
13ﻓﻴﺼﺪو ﺗﻪ راﻛﻢ ﺷﻮى دى )(85
ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻟﻪ اړﺧﻪ د ﺑﺎﻟﻜﺎن د اﻣﻦ او ﺳﻮﻟﯥ د ﺗړون ﻣﻌﻤﺎر ښﺎﻏﻠﻲ رﻳﭽﺎردډ ﻫﺎل ﺑﺮوك ) Richard
(Ho- brookeد اوﺑﺎﻣﺎ د ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻟﻪ اړﺧﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻣﺴﺌﻠﯥ دﺣﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره ټﺎﻛﻞ ﺷﻮى دى ډﻳﺮ
ﺳﺘﻮﻧﺰﻣﻨﻪ دﻧﺪه ﭘﻪ ﻣﺨﻜﯥ ﻟﺮي .دا ﭘﻪ داﺳﯥ وﺧﺖ ﻛﯥ ﭼﯥ ﻟﻪ ﻳﻮه اړﺧﻪ د ﺑﺎرك اوﺑﺎﻣﺎ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻏﻮاړي
دﻳﺮش زره ﻧﻮر ﺳﺮﺗﻴﺮي دﻏﻪ ﻫﻴﻮاد ﺗﻪ د ﺟﻨګ د ګټﻠﻮ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ واﺳﺘﻮي او ﻟﻪ ﺑﻠﻪ اړﺧﻪ اﻋﻼن ﻛﻮي ﭼﯥ
ﻏﻮاړي د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن څﺨﻪ د ﺧﭙﻠﻮ ﺳﺮ ﺗﻴﺮو د وﺗﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻣﻬﺎل وﻳﺶ اﻋﻼن ﻛړي .د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﻧﻮﯦﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻮ
159
ﭘﻪ ﻟﻴږﻟﻮ ﺳﺮه ﺑﻪ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ټﻮﻟﻮ ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻮ ﺷﻤﻴﺮه ﺗﺮ ﻳﻮﻟﻚ وﺳﻠﻪ واﻟﻮ ﻛﺴﺎﻧﻮ څﺨﻪ ډﻳﺮه ﺷﻲ .او دا ﻫﻐﻪ ﺷﻤﻴﺮه ده ﭼﯥ روﺳﺎﻧﻮ ﻫﻢ دﺧﭙﻞ ﺗﺠﺎوز ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﭘﻪ 1980ز ﻛﺎل ﻛﯥ درﻟﻮده .د
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﻣﻮﺧﯥ دا دي ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ اوﺳﻨﻲ ﺧﺮاب اﻣﻨﻴﺘﻲ ﺣﺎﻻت ددﻏﻪ ﭘﻮځﻮﻧﻮ د ډﻳﺮښﺖ ﭘﻪ اﺳﺎس ﻟﻜﻪ د ﻋﺮاق ﭘﻪ څﻴﺮ ﺗﺮ ﻛﻨﺘﺮول ﻻﻧﺪې راوړي .
ﺧﻮ ﭘﻪ 2003ﻛﺎل د رﻧډ ﻛﺎرﭘﻮرﯦﺸﻦ ) (Rand Corporationد اﻧﺪازې ﻟﻪ ﻣﺨﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﺑﺮﻳﻤﻨﺪې
ﻣﺪاﺧﻠﯥ او د ﻫﺮو زرو ﻛﺴﻮ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ د ﻛﻨﺘﺮوﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺷﻠﻮ ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ وﺳﻠﻮاﻟﻮ ﺗﻪ اړﺗﻴﺎ ده .ﭘﻪ دې اﺳﺎس
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ ﺑﺎﻳﺪ د 500000د ﭘﻨځﻪ ﺳﻮه زرو ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﻋﺴﻜﺮو اړﺗﻴﺎ ده ﺗﺮ څﻮ ﻫﻠﺘﻪ اﻣﻨﻴﺖ ﺧﻮﻧﺪي وﺳﺎﺗﻲ
.اوس ﻫﻠﺘﻪ ﻳﻮازې 80000اﺗﻴﺎ زره ﺑﻬﺮﻧﻲ ﻋﺴﻜﺮ ﺷﺘﻮن ﻟﺮي .دﻏﻪ ﻛﻤښﺖ ﭘﻪ ﻃﺒﻴﻌﻲ ﺗﻮګﻪ ﭘﻪ ﻫﻮاﻳﻲ
ځﻮاك ﺑﺎﻧﺪې ﺗﻜﯧﻪ ﻛﻮل دي ﭘﻪ دې اﺳﺎس اوس ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻫﻮاﻳﻲ ﺟﻨګ دى Afghanistan : ). .( why we shou- d get out? Page..
ﻫﻤﺪا راز د ﺑﻮﺳټﻦ د ﭘﻮﻫﻨﺘﻮن د ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ اړﻳﻜﻮ ﭘﻮﻫﺎﻧﺪ ) (Andrew Bacevichﭼﯥ د ) The - imits of (Power: The End of American Exceptiona- ism,ﻟﻴﻜﻮال ﻫﻢ دې د ﻧﻴﻮﻳﺎرك ټﺎﻳﻢ )(NY Times
ﻛﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻣﻘﺎﻟﻪ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﯥ ﭼﯥ ) “Crowe points out that by the mi- itary's own standards, a successful counter insurgency coul d require 655,000 troops throughout Afghanistan, or, if the mil itary simp- y wants to go after surge proponents - ike the 14 mil l ion (Pashtoons, we're stil l tall king 230,000 troops.د ﻋﺴﻜﺮي ﻣﻌﻴﺎروﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﻄﺎﺑﻖ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﺑﻐﺎوت دﻣﺎﺗﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻧﮋدې ) (655,000ﻛﺴﻮ ﻋﺴﻜﺮو ﺗﻪ اړﺗﻴﺎ ده ﺧﻮ ﻛﻪ ﭼﯧﺮې ﻧﻈﺎﻣﻴﺎن ﻏﻮاړي ﭼﯥ ﻳﻮازې د 14ﻣﻴﻠﻴﻮﻧﻪ ﭘښﺘﻨﻮ د ځﭙﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره وﻻړ ﺷﻲ ﻧﻮ ﺑﻴﺎ ﻫﻢ ﻣﻮﻧږ ) (230,000ﺗﻪ اړﺗﻴﺎ ﻟﺮو «.
داﻣﺮﻳﻜﺎ د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻣﻌﺎون ﺟﻮﺑﺎﻳډن ) (Joe Bidenﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻳﻮه ﻟﻴﻜﻨﻪ ﻛﯥ داﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﻋﺴﻜﺮو ﭘﻪ ﻣﺮګ
ژوﺑﻠﻪ ډﻳﺮ ﺧﻔګﺎن ښﻜﺎره ﻛړى او وﻳﻠﯥ ﻳﯥ دي ﭼﯥ » ﺗﺮ اوﺳﻪ ﭘﻮرې ﻣﻮ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﺗﺮ 600ﺷﭙږ ﺳﻮو زﻳﺎت ﭘﻮځﻴﺎن ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ﺗﻠﻠﻲ ﭼﯥ ددې ډﻟﯥ څﺨﻪ ﻳﻮازې ﭘﻪ 2008م ﻛﺎل ﻛﯥ د وژل ﺷﻮو ﭘﻮځﻴﺎﻧﻮ
ﺷﻤﻴﺮه ﺗﺮ 155ﭘﻮرې رﺳﻴږي «.
ﻧﻴﻮﻳﺎرك ټﺎﻳﻤﺰ د ) (Andrew Bacevichﺧﺒﺮه را اﺧﻠﻲ او ﻟﻴﻜﻲ ﭼﯥ » دا اوس ډﻳﺮه ډاګﻴﺰه ده ﭼﯥ ﻫﺮ څﻪ
ﭘﻪ ﻏﻠﻄﻪ ﻻر روان دى ،ﺧﻮ ﻫﻐﻪ څﻪ ﭼﯥ ﺗﺮ اوﺳﻪ ﭘﻮرې ﻣﺎ ﺗﻪ روښﺎﻧﻪ ﻧﻪ دى ﻫﻐﻪ دادې ﭼﯥ وﻟﯥ د ﻧﻮرو ) ( 30000زره ﻋﺴﻜﺮو ﻟﻴږل ﻳﻮ اړﻳﻦ ﻗﺪم دى ﭼﯥ دا ﻏﻠﻄﻲ ﭘﺮې را ﺟﻮړه ﺷﻲ .اﻳﺎ د ﻧﻮرو ) (30000ﭘﻮځﻮﻧﻮ
ﻟﻴږل ﺑﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﻋﺴﻜﺮو او ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ ﻧﻮر ټﻮل ﻣﺎﻟﻲ اﺧﺮاﺟﺎت ﻫﺴﯥ د ﻣږې ﭘﻪ ﺳﻮړه ﻛﯥ ورﻏﻮرځﻮل ﻧﻪ وي ؟«
ﭘﻪ ﻫﻤﺪې ﺗﻮګﻪ د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻣﻌﺎون ) (Joe Bidenواﻳﻲ ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﺑﺎﻳﺪ د ﻧﻮرو ﻣړو او زﺧﻤﻴﺎﻧﻮ د
راوړﻟﻮ اﻧﺘﻈﺎر وﻛړي ځﻜﻪ ﭼﯥ ﻫﻤﺪا اوس د اوﺑﺎ ﻣﺎ ﺣﻜﻮﻣﺖ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ د ﻧﻮرو ﻋﺴﻜﺮو د ﻟﻴږﻟﻮ ﺗﺎﺑﻴﺎ ﻛﻮي .
ﻫﻤﺪا راز د ارﻳﺰوﻧﺎ ﺳﻨﺎﺗﻮر ) (John McCainﭼﯥ د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺑﻮش ﭘﻪ رژﻳﻢ ﻛﯥ ﻋﺮاق ﺗﻪ د زﻳﺎﺗﻮ ﻋﺴﻜﺮو
د ﻟﻴږﻟﻮ ﻣﻬﻢ ﺗﺮﯦﻦ ﻣﺤﺮك ګڼﻞ ﻛﯧږي د اوﺑﺎﻣﺎ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺗﻪ اﺧﻄﺎر ورﻛﻮي ﭼﯥ »ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د
ﻋﺴﻜﺮو ډﻳﺮښﺖ ﺑﻪ ﻫﻴڅﻜﻠﻪ ﻫﻢ ﻫﻤﻐﺴﯥ ﭘﺎﻳﻠﯥ ورﻧﻜړي ،ﻟﻜﻪ ﭘﻪ ﻋﺮاق ﻛﯥ ﻳﯥ ﭼﯥ درﻟﻮدې «.
160
د اﻣﺮﻳﻜﺎ د دﻓﺎع وزﻳﺮ راﺑﺮټ ګﻴټ ) (NYﺗﻪ ووﻳﻞ ﭼﯥ » اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ د زﻳﺎﺗﻮ ﻋﺴﻜﺮو ﻟﻴږل ﺑﺎﻳﺪ د
ﻏﻴﺮې ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺣﻞ ﺳﺮه ﻳﻮځﺎى ﺻﻮرت و ﻧﻴﺴﻲ «
ﺣﻘﻴﻘﺖ دادى ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﺳﻴﺎﺳﻲ او اﻣﻨﻴﺘﯥ ﺣﺎﻻت ورځ ﭘﻪ ورځ ﺧﺮاﺑﻴږي .د اﻣﺮﻳﻜﺎ ،اﻧګﻠﻴﺲ
او ﻧﺎټﻮ د ﻏړو ﻫﻴﻮادو اوه ﻛﻠﻦ اﺷﻐﺎل دا و ښﻮوﻟﻪ ﭼﯥ اﺷﻐﺎﻟګﺮو ځﻮاﻛﻮﻧﻪ و ﻧﻪ ﺗﻮاﻧﻴﺪل د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن
اﻣﻨﻴﺘﻲ ﺣﺎﻻت ﺗﺮ ﻛﻨﺘﺮول ﻻﻧﺪې راوړي ﺑﻠﻜﯥ ﺑﺮ ﻋﻜﺲ دﻏﻪ ﺣﺎﻻت ورځ ﭘﻪ ورځ د ﺧﺮاﺑﻴﺪو ﭘﻪ ﻟﻮر روان دي .او د ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺷﻨﻮﻧﻜﻮ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ داﺳﯥ ﻧﻪ ﺑﺮﻳښﻲ ﭼﯥ دا ﺣﺎﻻت ﺑﻪ ﭘﺲ ﻟﻪ دې د ﭘﻮځﻮﻧﻮ د ډﻳﺮښﺖ ﺳﺮه
ﺳﺮه ﺑﻴﺎ ﻫﻢ د اﻣﻨﻴﺖ ﭘﻪ ﻟﻮر روان ﺷﻲ .ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ددې ﭘﻮځﻮﻧﻮ ﺷﻤﻴﺮه د ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ اﺣﺼﺎﺋﻴﻮ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ
) (655000ﻛﺴﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﻫﻢ ورﺳﻴږي او ﻳﺎ د رﻧډ ﻛﺎرﭘﻮرﯦﺸﻦ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ د ﻫﺮ ﺷﻠﻮ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺳﺮ ﻳﻮ ﺑﻬﺮﻧﻰ
ﻋﺴﻜﺮ ﭘﻴﺮه ورﻛړي .ﻫﻤﺪا ﺳﺮوې دا ډاګﻴﺰه ﻛﻮي ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺎن د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د ړﻧﺪو ﺑﻤﺒﺎرﻳﻮ څﺨﻪ
ﭼﯥ د ودوﻧﻮ ،ﺟﻨﺎزو او ﻳﺎ د ﺧﻴﺮ ﺧﻴﺮات ﭘﺮ ﻏﻮﻧډو او ﻳﺎ ﭘﻪ ﻛﻠﻴﻮ او ﺑﺎﻧډو ﺑﺎﻧﺪې ﻳﯥ د ﺷﻤﺎﻟﻲ ټﻠﻮاﻟﯥ د
ﻏﭻ اﺧﺴﺘﻨﯥ د ﺳﻴﺎﺳﺖ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ ﻛﻮي ،ډﻳﺮ ﻧﺎ اﻣﻴﺪه ﺷﻮي دي .ﭘﻪ دﻏﻪ ﺑﻤﺒﺎرﻳﻮ ﻛﯥ ﺗﺮ اوﺳﻪ ﭘﻮرې ﻧﮋدې
) (80000ﺑﯥ وزﻟﻪ اﻓﻐﺎﻧﺎن ،ښځﯥ ،ﻧﺮ او ﻛﻮﭼﻨﻴﺎن ﭘﻪ ډﻳﺮه ﺑﯥ دردۍ ﺳﺮه ﭘﻪ ﺷﻬﺎدت رﺳﻴﺪﻟﻲ .ﺑﻠﻜﯥ د
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻳﻮه ﺳﺘﺮ ﺗﻮﻛﻢ )ﭘښﺘﻨﻮ( ﻧﺴﻞ وژﻧﻪ ﻳﺎ ﺟﻴﻨﻮﺳﺎﻳډ ﭘﻪ ﻗﺼﺪي ﺗﻮګﻪ رواﻧﻪ ده او اﻓﻐﺎﻧﺎن دا ﺣﻖ
ﻟﺮي ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ ﺣﻘﻮﻗﻲ ټﻮﻟﻨﻮ څﺨﻪ وﻏﻮاړي ﭼﯥ ددې ﺟﻴﻨﻮ ﺳﺎﻳډ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ څﻴړﻧﻪ او ﺗﺤﻘﻴﻖ وﻛړي او
ﻣﺠﺮﻣﻴﻦ ﻳﯥ د ﻋﺪاﻟﺖ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ راوړي .
د ﺳﻮﻟﯥ او اﻣﻦ د ﻫﻤﺪې دروﻏﺠﻨﻮ ﻣﺪﻋﻴﺎﻧﻮ د وﺣﺸﺖ او ﺑﺮﺑﺮﻳﺐ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ ﭘﻪ ﻣﻴﻠﻴﻮﻧﻮ اﻓﻐﺎﻧﺎن ﭘﻪ ګڼ
ﻣﻴﺸﺘﻮ ﭘښﺘﻨﻮ ﺳﻴﻤﻮ ﻛﯥ د ﺧﭙﻠﻪ ﻛﻮره ﺑﯥ ﻛﻮره او د ﺳﺨﺘﻮ ﺳﺘﻮﻧﺰو ﺳﺮه ﻣﺦ دي .د ﻫﻴﻮاد د اﻣﻨﻴﺘﻲ ارګﺎﻧﻮﻧﻮ او ﻫﻢ د ټﻮﻟټﺎﻛﻨﻮ د ﻛﻤﻴﺴﻴﻮن د اﺣﺼﺎﻳﯧﻮ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ د ﻫﻴﻮاد د 34وﻻﻳﺘﻮﻧﻮ څﺨﻪ ﻧﮋدې 22
وﻻﻳﺘﻮﻧﻪ د ﺳﺨﺘﻮ اﻣﻨﻴﺘﻲ ﺳﺘﻮﻧﺰو ﺳﺮه ﻣﺦ دي .ددې وﻻﻳﺘﻮﻧﻮ ﺧﻠﻚ د ژوﻧﺪاﻧﻪ دﻫﺮ ډول ﻟﻮﻣړﻧﻴﻮ اواړﻳﻨﻮ
اړﺗﻴﺎو ﻟﻜﻪ ،ﭘﻨﺎه ځﺎى ،روﻏﺘﻴﺎﻳﻲ ﻣﺮﻛﺰوﻧﻪ ،د ژﻣﯥ د ﻳﺨﻨۍ او د اوړي د ګﺮﻣﯥ څﺨﻪ د ﺳﺮ ﭘټﻮﻧﯥ ځﺎى او .......
ﻫﻐﻪ ﺗﺨﻤﻴﻨﻪ ﭼﯥ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ د ادارې ﻟﺨﻮا ﺧﭙﺮه ﺷﻮې ده ښﻴﻲ ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د دﻳﺮش ﻣﻴﻠﻮﻧﻪ
ﻧﻔﻮس څﺨﻪ ﻧﮋدې ﻧﻴﻤﺎﻳﻲ ﻳﯥ د ﻗﺤﻂ او ﭘﻨﺎه ځﺎى د ﻧﺸﺘﻮاﻟﻲ ﺳﺮه ﻣﺦ دي .
د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻧﻔﻮس د ﺳﺘﻮﻧﺰو او ﻛړاووﻧﻮ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﭼﯥ ﻛﻮم راﭘﻮر د دوه ﻛﺴﻪ څﻴړوﻧﻜﻮ ) CHRIS (NINEHAM and JANE SHAll ICEﻟﺨﻮا ﭘﻪ )Afghanistan : why we shou- d get out? ). .( Page..ﻛﺘﺎب ﻛﯥ ﺧﭙﻮر ﺷﻮى واﻳﻲ ﭼﯥ » :د 2001ز ﻛﺎل اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭘﻮځﻮﻧﻮ ﻟښﻜﺮ ﻛﺸۍ ﭼﯥ ﭘﻪ ﭘﺎﻳﻠﻮ
ﻛﯥ ﻳﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ رژﻳﻢ را ﻧﺴﻜﻮ ﻛړل ﺷﻮ ،ﺧﻮ ﭘﺨﭙﻠﻪ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ او اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ ډﻳﺮ ﺳﺘﺮ ﻗﻴﻤﺖ ﺗﻤﺎم ﺷﻮ .ﭘﻪ ﻟﺴګﻮﻧﻮ زره اﻓﻐﺎﻧﺎن ﭘﻪ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻗﺘﻞ ورﺳﻴﺪل او ﭘﻪ ﺳﻠګﻮﻧﻮ زره ﻧﻮر د ﺧﭙﻠﻮ ﻛﻮرو ﺑﯥ ﻛﻮره ﺷﻮل .د
)' ('international Securityاداره واﻳﻲ ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ او اﻧګﻠﻴﺴﻲ ﭘﻮځﻮﻧﻮ د ﭘﻮځﻲ ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ ﭘﻪ
اﺳﺎس اﻧﺴﺎﻧﻲ ﻛﻮﻣﻜﻮﻧﻪ ﻫﻢ دې ﺧﻠﻜﻮ ﺗﻪ ﻣﺘﻮﻗﻒ ﺷﻮل او ﭘﻪ دې ﺗﺮ ﺗﻴﺐ ﻳﯥ د ﻣﻴﻠﻴﻮﻧﻮ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ژوﻧﺪ د
ﺧﻄﺮ او ﺗﻬﺪﻳﺮ ﺳﺮه ﻣﺦ ﻛړ .د ﻫﻤﺎﻏﻪ وﺧﺘﻪ راﻫﻴﺴﯥ ﺣﺎﻻت ،دښﻪ ﻛﯧﺪو ﭘﺮ ځﺎى ،ډﻳﺮ زﻳﺎت ﺧﺮاب ﺷﻮي .د 2008م ز ﻛﺎل د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ )(United Nations Devel opment Report
161
را ﭘﻮر ﭘﻪ ډا ګﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ ﭘﻪ دﻏﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د ﺑﻴﺎ وداﻧۍ ګﺮاف ﻣﺦ ﭘﻪ ښﻜﺘﻪ روان دى .د ﻧﻤﻮﻧﯥ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ :د
ﻧړۍ ﭘﻪ وروﺳﺘﻪ ﭘﺎﺗﻪ ﻫﻴﻮادو ﭘﻪ ﻟﺴﺖ ﻛﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ اﺧﺮي ﻟړ ﻛﯥ درﻳﻢ ﻫﻴﻮاد ﺷﻤﻴﺮل ﻛﯧږي .د ژوﻧﺪي ﭘﺎﺗﻪ ﻛﯧﺪو ﻣﻨځﻨﻰ ﻋﻤﺮ د 2001ﻛﺎل ﭘﻪ ﻧﺴﺒﺖ ﭘﻪ 2003ﻛﺎل ﻛﯥ 43ﻛﺎﻟﻮ ﺗﻪ را ﻛﯧﻮﺗﻰ دى .دﻛﻮﭼﻨﻴﺎﻧﻮ د
ﻣړﻳﻨﯥ ﺷﻤﻴﺮه ﭘﻪ ﻫﺮو زرو ﻛﺴﺎﻧﻮ ﻛﯥ 135ﺗﻪ رﺳﻴږي .د دﻳﺮﺷﻮ ﻣﻴﻠﻴﻮﻧﻮ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ څﺨﻪ ﻳﻮازې ﺷﭙږ
ﻣﻴﻠﻴﻮﻧﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﻟﻮﻣړﻧۍ اړﺗﻴﺎوې ﭘﻮره ﻛﻮﻟﯥ ﺷﻲ .ﻳﻮازې ﻳﻮ ﺳﻠﻨﻪ ﺧﻠﻚ ﭘﺎﻛﻮ اوﺑﻮ ﺗﻪ رﺳﻴﺪاى ﺷﻲ .د
ځﻮاﻧﺎﻧﻮ ښﻮوﻧﻪ او روزﻧﻪ د 2003ﻛﺎل ﻛﯥ 23،5ﺳﻠﻨﯥ ﺗﻪ را ﻛﯧﻮﺗﯥ ده .او ﺗﺮ ﺳﻠﻮ زرو ﭘﻮرې ﻛﻮﭼﻨﻴﺎن د ﺟﻨګ او ﺟګړو ﭘﻪ دوران ﻛﯥ ﻣﻌﻴﻮﺑﻪ ﺷﻮﻳﺪي .
د 2008م ز ﻛﺎل د اګﺴﺖ ﭘﻪ ﻣﻴﺎﺷﺖ ﻛﯥ ﻧﮋدې ﺳﻠﻮ اﻓﻐﺎن ﻣﺆﺳﺴﻮ) (Afghan NGO'sرا ﭘﻮر ورﻛړ ﭼﯥ ﭘﻪ
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻓﺴﺎد او ﺗﺸﺪد ﻫﻐﻪ ﺑﺪﺗﺮﯦﻨﯥ درﺟﯥ ﺗﻪ رﺳﻴﺪﻟﯥ دى .ﻳﻮازې د ﻫﻤﺪې ﻛﺎل د ﺟﻮﻻې ﭘﻪ
ﻣﻴﺎﺷﺖ ﻛﯥ ﻧﮋدې 260ﺑﯥ ګﻨﺎه ﻛﺴﺎن ووژل ﺷﻮل .ﻫﻤﺪا راز ﭘﻪ ﻫﻤﺪې ﻣﻮده ﻛﯥ د اﺷﻐﺎﻟګﺮو ﭘﻮځﻮﻧﻮ د ﻣړﻳﻨﯥ ﺷﻤﻴﺮه ﻫﻢ د ﭘﺨﻮا څﺨﻪ ډﻳﺮه ده .
د اﻣﺮﻳﻜﺎ او ﻧﺎټﻮ د ﭘﻮځﻮﻧﻮ دﻏﻪ ړﻧﺪو او ورځﯧﻨﻮ ﺑﻤﺒﺎرﻳﻮ وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزى دﯦﺘﻪ اړ ﻛړ ﭼﯥ د ﺧﭙﻞ وﻟﺲ د
وژﻟﻮ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﭼﯥ د ﺗﺮورﻳﺰم د ﭼﺘﺮ ﻻﻧﺪې ﺻﻮرت ﻧﻴﺴﻲ ﭘﻪ ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ اﺷﻐﺎﻟګﺮاﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﻧﻴﻮﻛﻪ وﻛړي
او د ﺑﻨﺪوﻟﻮ ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻳﯥ وﻛړي .ان ﺗﺮدې ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺧﻮﺳﺖ ﻛﯥ د ﻫﻤﺪې ړﻧﺪو ﺑﻤﺒﺎرﻳﻮ او ﺧﭙﻞ ﺳﺮو ﭘﻮځﻲ ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ ﭘﻪ ﺗﺮڅ ﻛﯥ د وژل ﺷﻮو ﻛﻮرﻧﻴﻮ ﺳﺮه د ﺧﻮاﺧﻮږۍ ﻏږ ﭘﻮرﺗﻪ ﻛړ او اﻋﻼن ﻳﯥ وﻛړ ﭼﯥ ﻛﻪ ﭼﯧﺮې دا
ﺧﭙﻞ ﺳﺮي ﭘﺎى ﺗﻪ و ﻧﻪ رﺳﻴږي ﻧﻮ ﻫﻐﻪ ﺑﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ څﺨﻪ و ﭘﻮښﺘﻲ ﭼﯥ ددې ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﯥ ﭘﻮځﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ
ﻛﯥ څﻪ ډول درﻳځ ﺧﭙﻞ ﻛړي )(86
د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻣﻠﻲ اردو او ﭘﻮﻟﯧﺲ ﭼﯥ ﺷﻤﻴﺮه ﻳﯥ ﻧﮋدې څﻠﻮر ﺳﻮه زرو ﺗﻪ رﺳﻴږى ددې ﺗﻮان او ځﻮاك ﻧﻪ
ﻟﺮي ﭼﯥ د اټﻜﻞ دﻳﺮش زره ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﺳﺮه ﻣﻘﺎﺑﻠﻪ وﻛړي ،ددې ﺳﺘﺮه اﻧګﻴﺰه ،د ﻋﺴﻜﺮي ﻛﺎر ﭘﻮﻫﺎﻧﻮ ﭘﻪ اﻧﺪ داده ﭼﯥ اردو او ﭘﻮﻟﯧﺲ ﻧﻪ ﭘﻮﻫﻴږي د څﻪ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺟﻨګﻴږي ،د ﻫﻐﻮى د وﺳﺎﻳﻠﻮ او روزﻧﯥ ﻛﯧﻔﻴﺖ ﻫﻢ
دا ډول دى ﭼﯥ ﻫﻐﻮى دداﺳﯥ ﺟﻨګﻮﻧﻮ وړﻧﻪ دي .ﺑﻞ دا ﭼﯥ ﻫﻐﻮى ډﻳﺮه ﻛﻲ ﻳﯥ د ﻣﻌﺎش ﻟﻪ ﭘﺎره
ﺟﻨګﻴږي«.
د ﻫﻐﻮى وﺳﺎﻳﻞ اوﻧﻈﺎﻣﻲ ﺗﺠﻬﻴﺰات ﻫﻢ ډﻳﺮ ﻧﺎﻛﺎﻓﻲ او ﺗﺮ ډﻳﺮه ﺣﺪه ﭘﻮرې د ډاډ وړ ﻧﻪ دى .دﻋﺴﻜﺮو او
ﭘﻮﻟﯧﺴﻮ ﻗﻮﻣﻨﺪاﻧﺎن ډﻳﺮ وﺧﺖ د وﺳﺎﻳﻠﻮ د ﻧﺸﺘﻮاﻟﻲ څﺨﻪ ﺷﻜﺎﻳﺖ ﻛﻮي .ﺗﺮڅﻨګ ﻳﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د دﻓﺎع
وزﻳﺮ واﻳﻲ ﭼﯥ دﭘﻮﻟﯧﺴﻮ ﻧﻴﻤﺎﻳﯥ ﺑﺮﺧﯥ وګړو دﺧﭙﻠﯥ دﻧﺪې ﭘﻪ اړه روزﻧﻪ ﻧﻪ ده ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛړې .
د اﻟﻘﺪس اﻟﻌﺮﺑﻲ ورځﭙﺎڼﻪ د )ﻧﺎﭘﻮﻫﻪ او ګﻴﭻ ﻟښﻜﺮ ﺣﺘﻤﺎ د ﻣﺎﺗﯥ ﺳﺮه ﻣﺦ ﻛﯧږي ( ﺗﺮ ﻋﻨﻮان ﻻﻧﺪې ﻛﺎږي ﭼﯥ
» :د اﻣﺮﻳﻜﺎ ددﻓﺎع وزﻳﺮ واﻳﻲ ﭼﯥ اﻓﻐﺎن اﻣﻨﻴﺘﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻻﺳﻮ روزل ﺷﻮي او ﺗﺠﻬﻴﺰ ﺷﻮي او د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﺳﻴﻤﻮ ﻛﯥ د اﻣﻨﻴﺘﻲ دﻧﺪو د ﺗﺮﺳﺮه ﻛﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﭘﻮره وړﺗﻴﺎ ﻟﺮي .دﻫﻐﻪ
ﭘﻪ اﻧﺪ ﭼﯥ دا ﻛﺎر ﺑﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن څﺨﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭘﻮځﻮﻧﻮ د ﭘﻪ ﺷﺎ ﻛﯧﺪو ﺳﺮه ﭘﻮره ﺑﺴﭙﻨﻪ وﻛړي« .ګﻴﺖ
ﭘﻪ داﺳﯥ وﺧﺖ ﻛﯥ دا ډاډ ورﻛﻮي ﭼﯥ ﭘﺨﭙﻠﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ددﻓﺎع وزارت واﻳﻲ ﭼﯥ د ﻣﻠﻲ اردو ﭘﻪ واك
ﻛﯥ ﻋﺼﺮي او ﭘﺮ ﻣﺨﺘﻠﻠﻲ وﺳﺎﻳﻞ ﻧﻪ ﺷﺘﻪ او ﻧﻪ ﻫﻮاﻳﻲ ځﻮاك ﭘﻪ واك ﻛﯥ ﻟﺮي ﺗﺮ څﻮ د اړﺗﻴﺎ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﺗﺮې ﻛﺎر واﺧﺴﺘﻞ ﺷﻲ ،ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ روﺳﺎن ﻫڅﻪ ﻛﻮي ﭘﻪ ﻧﺎټﻮ ﺑﺎﻧﺪې داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اردو ﻟﻪ ﭘﺎر څﻠﻮﻳښﺖ
162
څﺮﺧﻲ ﻫﻠﻴﻜﻮﭘﺘﺮ و ﭘﻠﻮري ،ﺧﻮ دا ﺑﻪ ﻫﻴڅﻜﻠﻪ ﻫﻢ د اﻓﻐﺎن اردو او ﻣﻠﻲ ﭘﻮﻟﯧﺴﻮ وړﺗﻴﺎ دوﻣﺮه زﻳﺎﺗﻪ ﻧﻪ
ﻛړي ﭼﯥ ﭘﻪ ﻧﻈﺎﻣﻲ ﭘﺮوګﺮاﻣﻮﻧﻮ ﻛﯥ دﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﺳﺮه د ټﻜﺮ ﺟﻮګﻪ ﺷﻲ .
»ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د ﻣﻠﻲ ادردو او ﻣﻠﻲ ﭘﻮﻟﯧﺴﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﻫﻢ ﺧﭙﻞ ﺑﺎور ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ورﻛړى .ﻧﻪ ﻳﻮازې د
ﻣﻠﻲ اردو او ﻣﻠﻲ ﭘﻮﻟﯧﺴﻮ ﭘﻪ ﻻﺳﻮ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن او د ﻧﺎټﻮ ﻋﺴﻜﺮي ﻣﺎﻣﻮرﻳﻦ وژل ﺷﻮي ﺑﻠﻜﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ
ﭘﻪ اﻧﺪ ،ﻫﻐﻮى ﺗﺮدې دﻣﻪ ﻧﮋدې د ﺷﭙږ ﻣﻴﻠﻴﺎرده ډاﻟﺮو ﭘﻪ ﻣﺼﺮف اﻓﻐﺎن ﻣﻠﻲ اردو اوﻣﻠﻲ ﭘﻮﻟﯧﺴﻮ ﺗﻪ وﺳﻠﯥ او ﺗﺠﻬﻴﺰات ورﻛړي ،ددې ﭘﺮﻣﺨﺘﻠﻠﻮ وﺳﻠﻮ څﺨﻪ ﻧﮋدې ﭘﻨځﻮس زره ﻳﯥ ﭘﻪ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﻠﻮرل ﺷﻮي او ﻳﺎ ﭘﻪ ﺗﻮر ﺑﺎزار ﻛﯥ ﻫﻤﺪا اوس د ﭘﻠﻮرﻧﯥ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻋﺮﺿﻪ ﻛﯧږي «.
»ددې ﻧﻪ زﻳﺎت وﻳﺮوﻧﻜﯥ ﺷﻤﻴﺮې ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﺗﻴﺮو وﺧﺘﻮﻧﻮ ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭘﻮځﻮﻧﻮ ﻟﻪ اړﺧﻪ ﭘﻪ ﻏﺮﺑﻲ
ﺧﭙﺮوﻧﻮ ﻛﯥ ﺧﭙﺮې ﺷﻮې دي ﻛﺎږي ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اﻣﻨﻴﺘﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﻧﮋدې دﻳﺮش ﺳﻠﻤﻪ وګړي ﻳﯥ،
ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭘﻮځﻮﻧﻮ د وﺗﻠﻮ وروﺳﺘﻪ ﺑﺎﻳﺪ اﻣﻨﻴﺘﻲ ﻣﺴﺆﻟﻴﺘﻮﻧﻪ ﭘﺮ ﻏﺎړه واﺧﻠﻲ ،د ﻣﺨﺪره ﻣﻮادو
ﻋﺎدي ګﺮځﻴﺪﻟﻲ دي او دا ﺑﻪ ﺣﻴﺮاﻧﻮﻧﻜﯥ ﻧﻪ وي ﭼﯥ د ﻧﺎټﻮ د ځﻮاﻛﻮﻧﻮ څﺨﻪ ﻫﻢ ﻫﻤﺪوﻣﺮه ﺷﻤﻴﺮه د ﻣﺨﺪره
ﻣﻮادو ﻋﺎدي ګﺮځﻴﺪﻟﯥ وي«.
ﭘﻪ دې اﺳﺎس د ﻧﺎﭘﻮﻫﻮ او ګﻴﭽﻮ ﻋﻨﺎﺻﺮو څﺨﻪ ﺟﻮړه ﺷﻮې اردو ﻫﻴڅﻜﻠﻪ ﻫﻢ ﻧﻪ ﺷﻲ ﻛﻮﻟﻰ ﭘﻪ ﺟﻨګ ﻛﯥ
ﺑﺮﻳﺎ وﻣﻮﻣﻲ ،او دا ﻫﻐﻪ څﻪ دي ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻠﻤﻨﺪ ﻛﯥ داﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭘﻮځﻮﻧﻮ د ﻣﺎﺗﯥ او د ﻏﺮﺑﻲ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ،ﭘﻪ ځﺎﻧګړې ﺗﻮګﻪ د ﻫﺎﻟﻨﺪ ،د ﭘﻮځﻮﻧﻮ د ﺗﻴښﺘﯥ ﺳﺒﺐ وګﺮځﻴﺪ.(87) .
ﻫﻤﺪا راز ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ اداري ﻓﺴﺎد د ﭘﺨﻮا ﭘﻪ ﻧﺴﺒﺖ ډﻳﺮه زﻳﺎده وده ﻛړې .دﻣﺎﻟﻲ ﻓﺴﺎد ﭘﻪ ﺧﻼف د
ﻣﺒﺎرزې اداره واﻳﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د ﻓﺴﺎد ﻛﭽﻪ د 2008ﻛﺎل ﭘﻪ ﻧﺴﺒﺖ دوه ﺑﺮاﺑﺮه ﻟﻮړه ﺷﻮې ده .ﭘﻪ
راﭘﻮر ﻛﯥ وﻳﻞ ﺷﻮﯦﺪي ﭼﯥ ﭘﻪ 2009زﻛﺎل ﻛﯥ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﻧﮋدې ﻳﻮ ﻣﻴﻠﻴﺎرد ډاﻟﺮ د ﺧﭙﻠﻮ ﻛﺎروﻧﻮ د اﺟﺮا ﻟﻪ
ﭘﺎره رﺷﻮت ورﻛړې ﺧﻮ ﭘﻪ ﻧﻮو ﭘﻠټﻨﻮ ﻛﯥ ډاګﻴﺰه ﺷﻮې ﭼﯥ ﻫﺮ اﻓﻐﺎن ﭘﻪ ﻣﻨځﻨۍ ﻛﭽﻪ 183ډاﻟﺮه دﺧﭙﻠﻮ
ﻛﺎروﻧﻮ د اﺟﺮا ﻟﻪ ﭘﺎره دوﻟﺘﻲ ﻣﺎﻣﻮرﻳﻨﻮ ﺗﻪ رﺷﻮت ورﻛړﯦﺪى .دﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ د ﻓﺴﺎد ﭘﻪ ﺧﻼف د ﻣﺒﺎرزې د
ادارې رﺋﻴﺲ )ﺟﺎن ﻟﻮك ﻟﻴﻤﺎﻳﻮ( واﻳﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ 2009ز ﻛﺎل ﻛﯥ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ د دوﻟﺖ ﻣﺎﻣﻮرﻳﻨﻮ ﺗﻪ در ﻳﻮ
ﻣﻴﻠﻴﺎرد ډاﻟﺮو زﻳﺎت رﺷﺘﻮت ورﻛړې دې .
ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ د اﻧټګﺮﻳټﻲ واچ ﭘﻪ ﻧﻮم ﻧړﯦﻮاﻟﯥ ادارې ﻫﻢ ﻳﻮه ﺳﺮوې ﺗﺮ ﺳﺮه ﻛړې .د اﻧټګﺮﻳټﻲ واچ ﭘﻪ رﭘﻮټ
ﻛﯥ د ﻣﺨﻜﯧﻨۍ ﺳﺮوې راﭘﻮر ﺗﺎﺋﻴﺪ ﺷﻮى .دﻏﻪ ﺳﺮوې ﭘﻪ ﺷﭙږﻧﻴﻢ زره ﻛﺴﺎﻧﻮ ﺗﺮ ﺳﺮه ﺷﻮې ده.
ﭘﻪ رﭘﻮټ ﻛﯥ راﻏﻠﻲ ﭼﯥ ﻟﻪ ﻫﺮو درﯦﻮ ﭘﻮښﺘﻞ ﺷﻮﯦﻮ ﻛﺴﺎﻧﻮ څﺨﻪ ﻳﻮه وﻳﻠﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ ادارو ﻛﯥ د ﻛﺎر ﺧﻼﺻﻮﻟﻮ
ﻟﭙﺎره د رﺷﻮت ورﻛﻮﻟﻮ ﺗﻪ ﻣﺠﺒﻮر ﺷﻮى دى .ﺗﺮ ﻧﻴﻤﺎﻳﻲ زﻳﺎﺗﻮ وﻳﻠﻲ ،ﭼﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻗﺪرت زﻳﺎﺗﯧﺪو ﻳﻮ
ﻋﺎﻣﻞ ﭘﻪ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻛﯥ د اداري ﻓﺴﺎد ﻣﻮﺟﻮدﻳﺖ دى ،اﻧﺘﻴګﺮﻳټﻲ واچ وﻳﻠﻲ ﭼﯥ اداري ﻓﺴﺎد دوﻣﺮه ﭘﺮاخ
ﺷﻮﯦﺪﯦﻰ ﭼﯥ ان د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺑﻴﺎرﻏﻮﻧﯥ او ﭘﻪ دې ﻫﯧﻮاد ﻛﯥ د ﺛﺒﺎت د ټﻴﻨګښﺖ ﻟﭙﺎره د ﻧړﯦﻮاﻟﯥ ټﻮﻟﻨﯥ
ﻫڅﯥ ﻳﯥ ﻟﻪ ګﻮاښ ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ ﻛړﻳﺪي(88) .
د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﺳﻨﺎ ﻳﻮه ﻣﻬﻢ ﻏړي ،ﺟﺎن ﻛﯧﺮې ،ﻛﺮزي ﺗﻪ ګﻮاښ ﻛړى ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د داﺳﯥ ﻳﻮه
ﺣﻜﻮﻣﺖ د ﻣﻼﺗړ ﻟﭙﺎره ﺑﯥ ﭘﺎﻳﻪ ﺣﻮﺻﻠﻪ ﻧﻠﺮي ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﯧﻮاد ﻛﯥ د ﻓﺴﺎد د ﻣﺨﻨﻴﻮي ﻟﭙﺎره ﻛﻮټﻠﻲ اﻗﺪاﻣﺎت ﻧﻪ ﻛﻮي.
163
د ﻧﻦ ﻧﻪ ﻧږدې درې ﻣﻴﺎﺷﺘﯥ وړاﻧﺪې د ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ ﻟﺨﻮا د ﺧﺒﺮو اﺗﺮو د ﭘﺮوﺳﯥ ﻳﻮه ﻣﻌﻘﻮﻟﻪ ﻻﻳﺤﻪ د اﻓﻐﺎن
ﺳﺘﻮﻧﺰې د ﺳﻮﻟﻪ ﻳﻴﺰ ﺣﻞ ﭘﻪ ﻣﻮﺧﻪ وړاﻧﺪې ﺷﻮې وه .ﺧﻮ ﻫﻐﻪ ﻣﻬﺎل اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭘﻮځﻲ ﭼﺎرواﻛﻮ د ﺧﺒﺮو ﭘﻪ دﻏﻪ ﻻﻳﺤﻪ ﻋﻤﻞ ﻛﻮل د ځﺎن ﻟﭙﺎره ذﻟﺖ او رﺳﻮاﻳﻲ ﮔڼﻠﻪ ﺧﻮ اوس د ﺧﭙﻞ ﻣﺘﺤﺪ ﺟﺮﻣﻨﻲ ﻫﯧﻮاد د ﺳﻴﺎﺳﺘﻮاﻟﻮ ﭘﻪ
ﺧﻮﻟﻪ ﻟﻪ ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ ﺳﺮه د ﺧﺒﺮو اﺗﺮو وړاﻧﺪﻳﺰ ﻛﻮي.
د اﻣﺮﻳﻜﺎ دﻓﺎع وزﻳﺮ راﺑﺮټ ﮔﻴټﺲ ﭼﯥ ﺗﺮ ﻧﻮرو زﻳﺎت ﻟﻪ ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ ﺳﺮه د ﺧﺒﺮو ا ﺗﺮو ﻟﻪ ﭘﺮوﺳﯥ ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻟﻒ
و اوس د ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ ﭘﻪ وړاﻧﺪې د ﺟﮕړې ﭘﻪ ډﮔﺮ ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﺎﺗﯥ اﻋﺘﺮاف ﻛﻮي او واﻳﻲ
ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﻟﺨﻮا د ﻣﻠﻜﻲ ﭼﺎرو د ﭘﺮﻣﺨﺘﮓ ﭘﻪ ﻻره ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ وﻟﺴﻲ ﺟﺮﮔﻪ ﺳﺘﻮﻧﺰې راوﻻړوي .ﻳﻌﻨﯥ د ﻣﻠﻜﻲ ﭼﺎرو ﻟﭙﺎره ﻛﺎﻓﻲ ﺑﻮدﻳﺠﻪ ﻧﻪ ورﻛﻮي(89) .
ﻛﻠﻪ ﭼﯥ ﺟﻨﺮال ﭘﺘﺮﯦﻮس ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﺟګړې ﻣﺸﺮي ﭘﺮ ﻏﺎړه واﺧﻴﺴﺘﻪ او وﻳﯥ ﻏﻮښﺘﻞ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭘﻼن ﭘﻠﻰ ﻛړي ﭼﯥ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ ﻳﯥ ﻛﻠﻴﻮال د ځﺎن د ﺳﺎﺗﻨﯥ ﻟﭙﺎره د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﻪ وړاﻧﺪې ﻣﺴﻠﺢ ﻛﯧږي،
ﭘﻪ دﻏﻪ ﺑﺮﺧﻪ ﻛﯥ د اﻓﻐﺎن وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺣﺎﻣﺪ ﻛﺮزي ﻟﻪ ﺗﻴﺰ ﻣﺨﺎﻟﻔﺖ ﺳﺮه ﻣﺦ ﺷﻮ.
واﺷﻨګټﻦ ﭘﻮﺳﺖ ﻟﻴﻜﻲ ﭼﯥ د ﻛﻠﻴﻮاﻟﻮ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﻣﺴﻠﺢ ﻛﻮل او د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﻪ وړاﻧﺪې د ﻫﻐﻮى د ﺧﭙﻠﯥ دﻓﺎع د
ﺳﻴﺴﺘﻢ راﻣﻨځ ﺗﻪ ﻛﻮل د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻟﭙﺎره د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋۍ ﻳﻮه ﺑﺮﺧﻪ ده.
ﻋﺎﻟﻲ رﺗﺒﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭼﺎرواﻛﻲ واﻳﻲ ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ دوﻟﺖ ﻏﻮاړي د ارﺑﻜﯧﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﻣﻨﻄﻘﻮي ﺷﻤﻴﺮه د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺑﻴﻼ ﺑﻴﻠﻮ ﺑﺮﺧﻮ ﻛﯥ څﻮ ځﻠﻪ ﻟﻮړه ﻛړي ا و ﭘﻪ ورﺗﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ د ﻛﺮزي اﻧﺪﻳښﻨﻮ ﺗﻪ ﻫﻢ ځﻮاب
ورﻛړي او د ﻫﻐﻪ ﻗﻨﺎﻋﺖ ﺣﺎﺻﻞ ﻛړي .ﺧﻮ دﻏﯥ ﻣﺴﻠﯥ ﻫﻐﻪ اﻧﺪﻳښﻨﯥ را ﺑﺮﺳﻴﺮه ﻛړې ﭼﯥ دﻏﻪ ﻛﺎر ﺑﻪ ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺟﻨګﺴﺎﻻرﯦﺰم ﭘﻪ رژﻳﻢ ﺑﺪل ﻛړي او دﻏﻪ وﺳﻠﻪ واﻟﯥ ﻣﻠﻴﺸﯥ ﺑﻪ ﻟﻪ ﻛﻨټﺮول څﺨﻪ ووځﻲ.
د ﺟﻨﺮال ﻛﺮﺳﺘﺎل د ﻣﺎﻣﻮرﻳﺖ ﭘﻪ ﻣﻬﺎل ﻫﻢ دﻏﻪ ډول اﻣﺘﺤﺎﻧﻲ ارﺑﻜﻲ ټﻮﻟګﻲ ﺟﻮړ ﺷﻮي ﭼﯥ ﺑﻴﻠګﯥ ﻳﯥ ﭘﻪ
ﻣﻴﺪان وردګﻮ وﻻﻳﺖ ﻛﯥ ﻟﻴﺪل ﻛﯧږي .واﺷﻨګټﻦ ﭘﻮﺳﺖ ﻟﻴﻜﻲ ﭼﯥ ﺟﻨﺮال ﭘﺘﺮﯦﻮس د ارﺑﻜﯧﻮ د راﻣﻨځ ﺗﻪ ﻛﻮﻟﻮ د ﻣﻔﻜﻮرې ﺳﺨﺖ ﭘﻠﻮى دى او دى ﭘﻪ ﻋﺮاق ﻛﯥ ﻫﻢ د دﻏﯥ ﻣﻔﻜﻮرې ﭘﻠﻰ ﻛﻮﻧﻜﻰ ﺷﻤﻴﺮل ﻛﯧږي.
ﻛﻠﻪ ﭼﯥ ﻧﻮﻣﻮړى ﭘﻪ ﻋﺮاق ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ځﻮا ﻛﻮﻧﻮ ﻣﺸﺮ وو ﻧﻮ ﻫﻐﻪ د زرګﻮﻧﻮ ﺗﻨﻮ ﻣﻠﻜﻲ ﻋﺮاﻗﻲ ﻋﺴﻜﺮو
ﺳﺮﺑﻴﺮه ارﺑﻜﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﻫﻢ را ﻣﻨځ ﺗﻪ ﻛړل ﺗﺮ څﻮ ﭘﺮې اﻟﻘﺎﻋﺪه ښﻪ وټﻜﻮي او ﺳﺮﻛﻮب ﻳﯥ ﻛړي ﭼﯥ ﻫﻤﺪاﺳﯥ ﻫﻢ وﺷﻮل(90) .
ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻻﺳﻮﻧﺪوﻧﻪ دا ډاګﻴﺰه ﻛﻮي ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ او اﻧګﻠﻴﺴﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻛړﻳﻮ ﺗﻪ
ﻧﻈﺎﻣﻲ وﺳﺎﻳﻞ او ﭘﻴﺴﯥ ورﻛﻮي .ﭘﻪ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﺎڅﻮن ﻫﻢ دﻫﻤﺪې اﻧګﻠﻴﺴﻲ ﻛړﻳﻮ د ﻓﻌﺎﻟﻴﺖ
ﭘﺎﻳﻠﯥ دي .څﺮﻧګﻪ ﭼﯥ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﭘﻪ ډاګﻴﺰه ﺗﻮګﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻣﻼﺗړ ﻛﻮي ﻧﻮ ﭘﻪ دې اﺳﺎس
اﻧګﻠﺴﺘﺎن او اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻏﻮښﺘﻞ ﭼﯥ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﺗﻪ د اﻓﻐﺎﻧﻲ ﻫﻐﻮ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﻼﺗړ ﭼﯥ ددوى ﭘﻪ ﺧﻼف دﻟﺘﻪ ﺟﻨګﻴږى ﺳﺰا ورﻛړي ﭘﻪ دې اﺳﺎس ﻳﯥ ﻫﻠﺘﻪ د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن د ﺑﯥ ﺛﺒﺎﺗﻪ ﻛﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻏﻮرځﻨګ ﺗﻪ
ﭘﻮره اﻣﻜﺎﻧﺎت ورﻛړل ،د ﻫﻐﻮ راﭘﻮروﻧﻮ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ ﭼﯥ ﭘﺨﭙﻠﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭘﻮځﻲ ﺳﺮﭼﯧﻨﻮ ﺧﭙﺎره ﻛړل ﭘﻪ ﻫﻐﯥ
ﻛﯥ د ﭘﻨﺘﺎګﻮن ﻟﻪ ﺧﻮﻟﯥ وﻳﻞ ﺷﻮي
ﭼﯥ 87000درﻧﯥ اوﺳﭙﻜﯥ وﺳﻠﯥ ﻳﯥ ﭼﯥ د 2004او 2008ﻛﺎﻟﻮ ﺗﺮ
ﻣﻨځ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻣﻠﻲ ﭘﻮځ او ﭘﻮﻟﯧﺴﻮ ﺗﻪ ورﻛړې وې ﺑﯥ درﻛﻪ ﺷﻮې دي .د ﺟﻲ اې او) (GAOﭘﻪ راﭘﻮر
ﻛﯥ ﭼﯥ ﻛﺎﻧګﺮس ﺗﻪ وړاﻧﺪې ﺷﻮى وﻳﻞ ﺷﻮي ﭼﯥ 135000ﻫﻐﻪ درﻧﯥ اوﺳﭙﻜﯥ وﺳﻠﯥ ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﺗﻪ
ورﻛړل ﺷﻮى اوس ﻧﻪ ﺗﺮ ﺳﺘﺮګﻮ ﻛﯧږي (91) .
164
ﺷﻮﻧﯥ ده ﭼﯥ ﻧﮋدې دا ټﻮﻟﻪ ﺳﭙﻜﻪ او درﻧﻪ وﺳﻠﻪ اوس د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻻﺳﻮ ﻛﯥ ﻟﻮﻳﺪﻟﯥ اوﺑﻴﺮﺗﻪ د ﻫﻤﺪوى ﭘﻪ
ﺧﻼف اﺳﺘﻌﻤﺎﻟﻴږي .
ﻫﻤﺪا راز ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﭘټﻮ ﺳﺮﭼﯧﻨﻮ ﺧﺒﺮ ورﻛړ ﭼﯥ اﻧګﻠﻴﺴﻲ او اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭘﻮځﻮﻧﻮ څﺮﺧﻲ اﻟﻮﺗﻜﯥ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺗﻪ
ﻧﻈﺎﻣﻲ او ﻣﻠﻲ وﺳﺎﻳﻞ د ﻫﻮا څﺨﻪ را ﻏﻮرزوي .ﻫﻤﺪا راز ﺷﻤﺎل ﺗﻪ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ورﺳﻮﻟﻮ ﭘﻪ اړه ﻫﻢ دوﻟﺘﻲ ﺳﺮﭼﯧﻨﻮ ډاګﻴﺰه ﻛړې ﭼﯥ د ﻟﻮﻳﺪﻳځﻮ ﻫﻴﻮادو څﺮﺧﻲ اﻟﻮﺗﻜﯥ ددې ﻛﺎر ﻟﻪ ﭘﺎره اﺳﺘﻌﻤﺎل ﺷﻮې ،ﭘﺨﭙﻠﻪ
وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ﻫﻢ ﭘﻪ ډاګﻪ ﭘﻪ دې اړه ﺧﭙﻠﻪ اﻧﺪﻳښﻨﻪ څﺮګﻨﺪه ﻛړې ده .ﻫﻤﺪا راز ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﭘټﯥ ﺳﺮﭼﯧﻨﯥ دا
ډاګﻴﺰه ﻛﻮي ﭼﯥ ټﻮل ﻫﻐﻪ ﻫﻴﻮادوﻧﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﭘﻮځﻲ ﺷﺘﻮن ﻟﺮي د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﻪ ډﻟﻪ ﻛﯥ ﺧﭙﻠﯥ
ﺧﭙﻠﯥ ډﻟګۍ ﻟﺮي ﭼﯥ دﻫﺮه اړﺧﻪ ﻳﯥ ﭘﺎﻟﻨﻪ ﻛﻮي .
ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ اﻓﻐﺎن ﺳﻴﺎﺳﺖ ﭘﻮﻫﺎن ﭘﻪ ﺷﻤﺎل ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺷﺘﻮن ﭘﻪ اړه ﭘﻮښﺘﻪ ﻛﻮي او واﻳﻲ ﭼﯥ »دﻟﺘﻪ
ﻃﺎﻟﺒﺎن ﻟﻪ ﻛﻮﻣﻪ ﺷﻮل؟د ځﻤﻜﯥ اوﻛﻪ د ﻫﻮاﻟﻪ ﻻرې راﻏﻠﻞ؟ ﭼﺎ راوﺳﺘﻞ؟ ﭼﺎ ﭼﻮرﻟﻜﯥ ورﻛړې؟ دڅﻪ ﻟﭙﺎره ﻳﯥ
ﺷﻤﺎل ﺗﻪ راوﺳﺘﻞ ؟ ﻃﺎﻟﺒﺎن د ﻧﺎټﻮﻟﻪ ﻛﻮم ﻏړي ﻫﻴﻮادﺳﺮه دوﻣﺮه ﻟﻪ رازوﻧﻮ ډﻛﯥ او ﻏښﺘﻠﯥ اړﻳﻜﯥ ﻟﺮي ﭼﯥ دوى ﻳﯥ ﻟﻪ ﻫﻠﻤﻨﺪه ﭘﻪ ﭼﻮرﻟﻜﻮ ﻛﯥ ﻛﻨﺪوز،ﺑﻐﻼن،ﺳﻤﻨګﺎن اوﻧﻮرو وﻻﻳﺘﻮﻧﻮﺗﻪ راوړل ؟ دا دﻧﺎټﻮﻏړي دڅﻪ
ﻟﭙﺎره داﻛﺎرﻛﻮي ؟ دﭼﺎﻟﻪ ﻻرې ﻳﯥ ﻛﻮي ؟ اﻳﺎ دوﻟﺖ ﭘﻪ دې ﻛﯥ ښﻜﯧﻞ دى اوﻛﻪ ﻧﻪ؟
د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﻮﭼﯧﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ دﺑﺮﻳﺘﺎﻧﻮﻳﺎﻧﻮ ﻫﻐﻪ ﺷﻴﻨﻮك) (Chinookﭼﻮرﻟﻜﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺳﺘﺮګﻮ وﻟﯧﺪﻟﯥ
ﭼﯥ ډﻟﻪ ډﻟﻪ ﻃﺎﻟﺒﺎن ﻳﯥ د ﺷﭙﯥ د ﻫﻴﻮاد د ﺷﻤﺎل ﭘﻪ ډاګﻮﻧﻮ اوﻏﺮوﻧﻮﻛﯥ راﻛﻮزول .
ﻫﻤﺪاراز ﭘﻪ 2008ﻛﺎل ﻛﯥ ﻛﺮزي دوه ﻫﻐﻪ ﺑﺮﺗﺎﻧﻮي ډﻳﭙﻠﻮﻣﺎﺗﺎن ﭼﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮﻣﺸﺮان ﭘﻪ ځﺎﻧګړې ﺗﻮګﻪ ﻣﻨﺼﻮر
داداﷲ ﻳﯥ دې ﺗﻪ راﺑﻠﻠﻮ ﺗﺮڅﻮ ﻟﻪ ﺑﺮﻳﺘﺎﻧﻮﻳﺎﻧﻮﺳﺮه ښﯥ اړﻳﻜﯥ وﻟﺮي ﻟﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن څﺨﻪ وﺷړل (92) «.
ﺧﻮ ﻳﻮﺷﻤﻴﺮ ﻧﻮر اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋﺳﺘﺎن ﭘﻪ دې اﻧﺪ دي ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د واﻛﻤﻨۍ ﻣﺮﻛﺰﻳﺖ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ
ﻳﻮﺳﻲ او واك واﻟﻴﺎﻧﻮ او د ارﺑﻜﯧﻮ ﻗﻮﻣﻨﺪاﻧﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﻣﻨﺘﻘﻞ ﻛړي ،ﭘﻪ دې ﺗﺮﺗﻴﺐ دوى ،ﻟﻜﻪ ﻫﻤﺪا اوس ﻳﯥ
ﭼﯥ ﭘﻪ ﻳﻮﺷﻤﻴﺮ وﻻﻳﺘﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﻛﻮي ،د واﻟﻴﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﭘﻪ ازاده ﺗﻮګﻪ ﻣﻌﻼﻣﻠﻪ وﻛړي اوﻣﺮﻛﺰي ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻟﻪ ﺳﺘﺮګﻮ وﻏﻮرځﻮي.
ﺟﻨﺮال ﻣﺎټﻴﺲ ﭼﯥ ﭘﻪ اوس وﺧﺖ ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ګډو ﻗﻮاوو د ﻗﻮﻣﺎﻧﺪاﻧۍ ﻋﻤﻮﻣﻲ ﻗﻮﻣﺎﻧﺪان دى ،ﭼﯥ دﻧﺪه
ﻳﯥ د رواﻧﻮ ﻧﻈﺎﻣﻲ ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ ﻣﻼﺗړ ﻛﻮل او د راﺗﻠﻮﻧﻜﻮ ﻧﻈﺎﻣﻲ ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ ﭘﻼن ﺟﻮړول دي .ﺟﻨﺮال ﻣﺎټﻴﺲ د
ﺧﭙﻠﯥ دﻧﺪې ﭘﻪ ﻣﻬﺎل د ﺟګړې ﻟﻪ ﻗﻮﻣﺎﻧﺪاﻧﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﭘﻪ ﺧﺒﺮو ﻛﯥ وﻳﻠﻲ ،ﭼﯥ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺧﭙﻠﯥ واﻛﻤﻨۍ ﭘﻪ ﻣﻬﺎل ښځﯥ ﭘﻪ ﻛﻮروﻧﻮ ﻛﯥ ﺑﻨﺪې ﻛړې وې او ﻫﻐﻮى ﺑﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻣﺘﺮوﻛﻮ وﻫﻠﯥ او زه د دوى ﻟﻪ وژﻟﻮ ځﺎﻧګړى ﺧﻮﻧﺪ اﺧﻠﻢ .ﻧﻮﻣﻮړي ﭘﻪ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺳﺮﺑﯧﺮه ﭘﻪ ﻋﺮاق ﻛﯥ ﻫﻢ د ﺳﺨﺖ درﻳځﻮ ﻟﻪ وژﻟﻮ څﺨﻪ د ﺧﻮﻧﺪ اﺧﻴﺴﺘﻨﯥ ﭘﻪ اړه
ﺧﺒﺮې ﻛړې دي .واﺷﻨګټﻦ ﭘﻮﺳﺖ ورځﭙﺎڼﻪ ﻟﻴﻜﯥ ﭼﯥ ﺟﻴﻤﺰ ﻣﺘﺲ وﻳﻠﻲ دي ،ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ډزې ډﻳﺮه ښﻪ ﺗﻔﺮﻳﺢ ده.
دې اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ورځﭙﺎڼۍ ﻟﻴﻜﻠﻲ ،ﺟﻨﺮال ﺟﻴﻤﺰ ﻣﺘﺲ ﭘﻪ 2005ﻛﺎل ﻛﯥ ﭘﻪ ﺳﻦ دﻳﺎګﻮن ښﺎر ﻛﯥ ﭘﻪ ﻳﻮې وﻳﻨﺎ ﻛﯥ
وﻳﻠﻲ وو ،د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻧﺎرﻳﻨﻪ ،ﻫﻐﻪ ښځﻮ ﺗﻪ ﺳﭙﻜﺎوى ﻛﻮي ﭼﯥ ټﻴﻜﺮي ﻳﺎ ﺣﺠﺎب ﻧﻠﺮي او ﻟﻪ دې ﻛﺒﻠﻪ ځﻴﻨﯥ
اﻓﻐﺎﻧﺎن ﺑﺎﻳﺪ ﻣړه ﺷﻲ .ﻟﻪ دې وروﺳﺘﻪ ،ﺟﻨﺮال ﻣﺘﺲ اﻓﻐﺎن ﺿﺪ څﺮګﻨﺪوﻧﻮ ﻓﻠﻢ ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ ﭘﻪ ډګﺮ ﻛﯥ راوﺗﻠﻰ،
او ﺗﺮ اوﺳﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻮځ د ﻣﻚ ﻛﺮﺳﺘﻞ ﻟﻪ ﺟﻨﺠﺎﻟﻪ ﻧﻪ دى ﺧﻼص ﺷﻮى،ﭼﯥ ﻧﻮې ﺳﺘﻮﻧﺰه ﻫﻢ ورﺳﺮه ﻳﻮځﺎى ﺷﻮه.
165
ﺧﺎرﺟﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﭘﻪ ﺗﻴﺮو 9ﻛﻠﻮﻧﻮ ﻛﯥ اﻓﻐﺎﻧﺎن د ﺗﻔﺮﻳﺢ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﻋﺎم وژﻧﻲ ،او ﻫﻐﻮى د ﻫﺎﻟﻴﻮود د ﻓﻠﻤﻮﻧﻮ ﺻﺤﻨﯥ ﭘﻪ ﺳﻤﻪ ﺗﻮګﻪ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﺟﻮړې ﻛړﻳﺪي.
اوس د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﻟﭙﺎره د ﻳﻮه اﻓﻐﺎن ﺑﻴﻪ ،ﺳﻴﺒﻞ ﻳﺎ د ﻧښﯥ ﭘﻪ اﻧﺪازه ده ﭼﯥ داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ګﻮټ ګﻮټ ﻛﯥ
ﭼﯥ ﻫﺮ وﺧﺖ وﻏﻮاړي ﺗﻔﺮﻳﺢ وﻛړي ،او ﺧﭙﻠﻪ ﻧښﻪ ﭘﺨﻪ ﻛړي ،ورﺗﻪ ﭘﻴﺪا ﻛﯧږي.
دﻏﻪ ﺛﺎﺑﺖ او ﻣﺘﺤﺮك ﺳﻴﺒﻞ ﻳﺎ ﻧښﯥ ﭘﻪ ﺣﺮﻛﺖ او ﻛﯧﻨﺎﺳﺘﻮ ﻛﯥ اﻓﻐﺎﻧﺎن دي او ډﻳﺮه ﭘﻪ آﺳﺎﻧۍ ﺳﺮه ﭘﻪ ﻧښﻪ
ﻛﯧږي .ﻧﻪ ﻳﻮازې ﭘﻴﺎده ﺑﻠﻜﯥ ﻫﻮاﻳﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ ډزو ﺳﺮه ﻏﻮاړي ﺧﭙﻠﻪ ﻧښﻪ ﭘﺨﻪ ﻛړي او ﻫﻢ ﺗﻔﺮﻳﺢ وﻛړي .د وﻳﻠﻮ ده ﭼﯥ ﭘﺮ دې ﺳﺮﺑﻴﺮه،ﻫﻐﻮى ﻧﻮې وﺳﻠﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ آﺳﺎﻧۍ ﺳﺮه ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ آزﻣﺎﻳﻲ.
ﭘﻪ ﺗﻴﺮو 9ﻛﻠﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﺛﺎﺑﺘﻪ ﺷﻮې ﭼﯥ ډول ډول ﻳﻮراﻧﻴﻤﻲ ﺑﻤﻮﻧﻪ او وﺳﻠﯥ ،ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ وﻛﺎرول ﺷﻮې.
د داﺳﯥ ﻧﺎدودو وﺳﻠﻮ ﻛﺎروﻟﻮ ﭘﺎﻳﻠﯥ ورو ورو روښﺎﻧﻪ ﻛﯧږي او داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺟﻨﻮب ا و ﺧﺘﻴځ ﻛﯥ ﺷﻜﻤﻦ ﻣﺮﺿﻮﻧﻪ ﻟﻴﺪل ﺷﻮي.اوس ځﻨګﻠﻲ ﺳﻴﻤﯥ ،وﻧﯥ او آب و ﻫﻮا ،ﭘﻪ ﻳﻮراﻧﻴﻤﻮ اوﻧﻮرو ﻛﯧﻤﻴﺎوي ﻣﻮادو ﻛﻜړې
دي ﭼﯥ ﺧﻠﻚ ورﺳﺮه ﭘﻪ ﺗﻤﺎس ﻛﯥ دي او ﻳﺎ ﻳﯥ ﻫﻢ د اوﺑﻮ څښﻠﻮ او ﺗﻨﻔﺲ ﻟﻪ ﻻرې ﺑﺪن ﺗﻪ داﺧﻠﻮي.
د دﻏﻮ ﻣﺮګﻮڼﻮ ﻣﻮادو ﭘﻪ وﺳﻴﻠﻪ ﺑﺪن ﺗﻪ داﺧﻠﻴږي او ﻣﻤﻜﻨﻪ ده ﭼﯥ ﺗﺮ څﻮ ﻛﺎﻟﻪ ﭘﻮرې ،اﻏﻴﺰې ﻳﯥ ﻻزﻳﺎﺗﯥ ښﻜﺎره ﺷﻲ .د وﻳﻠﻮ ده ﭼﯥ څﻪ ﻣﻮده وړاﻧﺪې ﻫﻢ ﻟﻪ ﺗﻮره ﺑﻮړې راﭘﻮروﻧﻪ رارﺳﻴﺪﻟﻲ ﭼﯥ ځﻴﻨﯥ ﻧﺎﻗﺺ اﻻﻋﻀﺎء
ﻣﺎﺷﻮﻣﺎن زﻳږﻳﺪﻟﻲ(93) .
د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ څﻴړﻧﻮ ﻣﺮﻛﺰ داﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭘﻮځﻴﺎﻧﻮ د وﺣﺸﺖ ﭘﻪ اړه واﻳﻲ ﭼﯥ :ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﻛﺎردود ،ﭘﻪ دې ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ دﺗﺎو ﺗﺮﯦﺨﻮاﻟﻲ ډﻳﺮښﺖ ،او د اداري ﻓﺴﺎد ﺧﭙﺮاوى د دﻏﻪ ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ ﺧﻠﻜﻮ ﻛﯥ ﻧﺎ رﺿﺎﻳﺘﻮﻧﻪ ډﻳﺮ ﻛړﯦﺪي او ددې ﻫﻴﻮاد اﻣﻨﻴﺘﻲ وﺿﻊ د ﭘﺨﻮا ﭘﻪ ﻧﺴﺒﺖ ډﻳﺮه ﺧﺮاﺑﻪ
ﺷﻮې ده .دﻏﻪ ﻣﺮﻛﺰ واﻳﻲ ﭼﯥ ﻛﻪ ﭼﯧﺮې د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺳﺘﻮﻧﺰې د ﺣﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻛﻮﻣﻪ ﺑﻴړاﻳﺰه ﻻره ﭘﻴﺪا ﻧﻪ
ﺷﻲ ﻧﻮ د ددې ﻫﻴﻮاد د دوﻟﺖ او ﺧﻠﻜﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ ﺑﻪ ﻓﺎﺻﻠﻪ ﻧﻮره ﻫﻢ زﻳﺎﺗﻪ ﺷﻲ .ﻣﺮﻛﺰ زﻳﺎﺗﻮي ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او ﻧﺎټﻮ ﭘﻮځﻲ ﻋﻤﻠﻴﺎت ددې ﭘﻪ ځﺎى ﭼﯥ ګټﻪ وﻛړي زﻳﺎﻧﻤﻦ ﺛﺎﺑﺘﻴږي
د ﻧﺎټﻮ او اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د وﺣﺸﻴﺎﻧﻪ ﺑﻤﺒﺎرﻳﻮ او ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﻣﻠﻜﻲ ﺧﻠﻜﻮ د وژﻟﻮ ﻛﯧﺪو او ددې وژل
ﻛﯧﺪو څﺨﻪ د ﺧﻮﻧﺪ د اﺧﺴﺘﻠﻮ ﭘﻪ اړه اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ډﻳﺮ ﺳﺨﺖ ﻋﻜﺲ اﻟﻌﻤﻠﻮﻧﻪ ښﻮوﻟﯥ دې .ان ﺗﺮدې ﭼﯥ د ﻫﻴﻮاد د ﻣﺸﺮاﻧﻮ د ﺟﺮګﯥ رﺋﻴﺲ ﺻﺒﻐﺖ اﷲ ﻣﺠﺪدي ﻫﻢ ﭘﻪ څﺮګﻨﺪه ﺗﻮګﻪ دﻏﻪ ډول وژﻧﯥ وﻏﻨﺪﻟﯥ او
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻳﯥ ﻳﻮ ﻧﻴﻤﻪ ﻣﺴﺘﻌﻤﺮه ﻫﻴﻮاد وګﺎڼﻪ .
د ارﺑﻜﯧﻮﺟﻮړول او د ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻣﻠﻴﺸﻮ وﺳﻠﻮاﻟﻮل ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﺷﻮروي اﺗﺤﺎد د
اﻣﭙﺮاﻃﻮرۍ ﻟﻪ اړﺧﻪ ﻫﻢ ﺗﺠﺮﺑﻪ ﺷﻮى و ﺧﻮ ﻫﻴڅ ډول ﻣﺜﺒﺘﯥ ﭘﺎﻳﻠﯥ ﻳﯥ ﻧﻪ درﻟﻮدې .
اﻓﻐﺎن ﭘﻮځﻲ ﻛﺎرﭘﻮﻫﺎن ﭘﻪ دې ﺑﺎور دي ﭼﯥ د ﺧﻠﻜﻮ وﺳﻠﻮاﻟﻮل ﭘﻪ ټﻮﻟﻨﻪ ﻛﯥ »ﺑﯥ ﺑﻨﺪوﺑﺎري « او »زور
ﺳﺎﻻري « ﻣﻨځﺘﻪ راوړي .ﻫﻤﺪا راز ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﻗﺒﻴﻠﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ ﺗﺎو ﺗﺮﯦﺨﻮاﻟﻰ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ځﺎى ﭘﺎﺗﻪ دې
ﻧﻮ ﻛﻪ ﭼﯧﺮې دﻏﻪ وﺳﻠﻮاﻟﻮل ﻛﻨﺘﺮول ﻧﻪ ﺷﻲ او ﻛﻮﻣﻪ ګډه اﻧګﻴﺰه و ﻧﻪ ﻟﺮي ،د ډﻳﺮو ﺳﺘﺮ ﺳﺘﻮﻧﺰو د را ﭘﻴﺪاﻛﯧﺪو ﺳﺒﺐ ﺑﻪ وګﺮځﻲ .ﻛﻪ ﭼﯧﺮې ﭘﻪ دوو ﻛﻠﻴﻮ ﻛﯥ ﻣﻮﻧږ ﻟﺲ ﻛﺴﻪ وﺳﻠﻮال وﻟﺮو او اﻣﺘﻴﺎزات ورﻛﻮو
ﻧﻮ ﻧﻮر ﭘﻪ زرګﻮﻧﻮ ﺑﻪ د ﻫﻐﻮى د اﻏﻴﺰ ﻻﻧﺪې راځﻲ او دا ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ددﯦﻤﻮﻛﺮاﺳۍ داﺻﻮﻟﻮ ﺧﻼف ﻛﺎر دى .
166
ﻛﺎﻧﺎډاﻳﻲ ورځﭙﺎڼﻪ ټﻮرﻧټﻮﺳﻦ د ارﻳﻚ ﻣﺎرګﻮﻟﯧﺲ ﭘﻪ ﻗﻠﻢ ﻳﻮه ﭘﻪ زړه ﭘﻮرې ﺷﻨﻨﻪ ﺧﭙﺮه ﻛړې ده ﭼﯥ ﭘﻪ
ﻛﯥ راﻏﻠﻲ :ﭘﻪ ﭘﻮروﻧﻮ ﻛﯥ ﺗﺮ ﻏﻮږو ﻏﺮﻗﯧﺪل او د ﺑﺮﻳﺎﻟﻴﺘﻮب څﺨﻪ واټﻦ ښﺎﻳﻲ ځﻜﻪ ﺳﺮوﻧﻪ وﭘﻴﭽﻲ ،ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎ او ﻧﺎټﻮ ﻟګﻴﺎ دي د ﺧﭙﻞ ﺑﯥ ځﺎﻳﻪ اﻓﻐﺎن ﺧﻄﺮ څﺨﻪ ځﺎﻧﻮﻧﻪ راﻛﺎږي
ﭘﻪ ﭘﺎم ﻛﯥ وو ﭼﯥ ﻣﻚ ﻛﺮﻳﺴټﻞ ﻳﻌﻨﻰ ﻫﻐﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﺟﻨﺮال ،ﭼﯥ ﺗﺮ ﺧﻮﻟﻪ ﻳﯥ اور راوﺗﻰً او د ده ﺧﺎص ځﻮاﻛﻮﻧﻪ » ﻣﺎﻓﻴﺎ « ﺑﻪ اﻓﻐﺎن ﻣﻘﺎوﻣﺖ د ﻟﻮﻳﺪﻳځﯥ ﻧﻴﻮﻧﯥ ﭘﻪ ﭘښﻮ ﻛﯥ دړې وړې ﻛړى .ﺧﻮ ﻣﻚ ﻛﺮﻳﺴټﻞ ځﻜﻪ
ﻟﻪ ﻛﺎره وﺷړل ﺳﻮ ﭼﯥ دﻓﺘﺮ ﻳﯥ د ﺳﭙﻴﻨﻰ ﻣﺎڼۍ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﻳﻮه ﺑﯥ ادﺑﻪ څﺮګﻨﺪوَﻧﻪ وﻛړه .ﻳﻮ ډﻳﺮ دﻣﺎﻏﻲ او
ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺟﻨﺮال ډﻳﻮﻳډ ﭘﺘﺮس د ﻣﻚ ﻛﺮﻳﺴټﻞ ﭘﺮ ځﺎى ﻛښﯧﻨﻮول ﺳﻮ .ﭘﺘﺮس ﭘﻪ دې ﺗﻮاﻧﯧﺪﻟﻰ و ﭼﯥ ﻋﺮاﻗﻰ
ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﻣﺆﻗﺘﺄ وځﭙﻲ.
ﻫﻤﺪﻏﻪ ﻣﻌﻤﻮﻷ اﺣﺘﻴﺎط ﻛﺎره ﭘﺘﺮس ﺗﻴﺮه اوﻧۍ د ﻛﺎﺑﻞ څﺨﻪ دا ﻫﻮډ وﻛړ ﭼﯥ دﻏﻪ اﻓﻐﺎن ﺟﻨګ ﺑﻪ » وګټﻲ »
ﻳﻌﻨﻰ ﻫﻐﻪ ﺟﻨګ ﭼﯥ ﺗﺮ ﻧﻨﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺗﻪ ﭘﻪ څﻪ ﻛﻢ 300ﺑﻠﻴﻮﻧﻪ ډاﻟﺮه او څﻪ د ﭘﺎﺳﻪ 1000ﺗﻠﻔﺎﺗﻮ ﺳﺮه ﺗﻤﺎم ﺳﻮئ دى ﺳﺘﻮﻧﺰه ﺧﻮ دا ده ﭼﯥ :ﻫﻴڅﻮك ﻫﻢ دا ﻧﺸﻲ ﺗﻌﺒﻴﺮوﻻى ﭼﯥ ګټﻞ اﺻﻸ څﻪ ﻣﻌﻨﺎ ﻟﺮي .ﻫﺮ ځﻞ ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺧﭙﻞ
ﻗﻮت زﻳﺎت ﻛړئ ،ﻧﻮ ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﻫﻢ ورﺗﻪ ﭘﻴﺎوړئ ﺳﻮى دى .اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻫﻤﺪا ﻧﻦ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ اوږد ﺟﻨګ
ﺛﺎﺑﺖ ﺳﻮئ دى .اوس ﻫﺮه ﻣﻴﺎﺷﺖ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﻣﺎﻟﻴﻪ ورﻛﻮوﻧﻜﻮ 17ﺑﻠﻴﻮﻧﻪ ډاﻟﺮه دﻏﻪ ﺟﻨګ ﺗﻪ ځﻲ .د
وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺑﺎرك اوﺑﺎﻣﺎ ﻟﺨﻮا د ﻧﻮرو دﻳﺮش زرو ﭘﻮځﻴﺎﻧﻮ » ﻋﺎﺟﻞ ډﯦﺮښﺖ « ﺑﻪ ﻧﻮر دﻳﺮش ﺑﻠﻴﻮﻧﻪ ډاﻟﺮه ﻫﻢ ﻛﺶ
ﻛړى .د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن او ﻋﺮاق ﺟﻨګﻮﻧﻪ ـ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻳﻮ ټﺮﻳﻠﻴﻮن ډاﻟﺮو ﺗﻤﺎم ﺳﻮي ـ د ﭘﻮر ﭘﻪ روﭘﻴﻮ ﭼﻠﻴږى ﺣﺎل دا ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻫﻤﺪا ﻧﻦ 1،3ټﺮﻳﻠﻴﻮﻧﻪ ډاﻟﺮه ﭘﻮرړې ده .ﻫﻮ ،اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻧﻦ د ﭘﻮر او ﺟﻨګ ﻣﻌﺘﺎده ﺳﻮې ده.
ﻛﺎﻧﺎډاﻳﺎن ﺑﻪ ﺗﺮ 2011ﭘﻮرې اټﻜﻞ 18،1ﺑﻠﻴﻮﻧﻪ ډاﻟﺮه ﻣﺼﺮف ﻛړى ،ﭼﯥ د ﻫﺮى ﻛﻮرﻧۍ ﭘﻪ ﺳﺮ ﺑﻪ 1500ډاﻟﺮه ورﺳﻴږى.
د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻛﺎﻧګﺮﻳﺲ ﻳﻌﻨﻰ ﻳﻮازﻳﻨۍ ﻫﻐﻪ ﻣﺮﺟﻊ ﭼﯥ ﺟﻨګ اﻋﻼﻧﻮﻻى ﺳﻲ او ﻫﻐﻪ ﭘﺴﯥ ﺗﻤﻮﻳﻠﻮي ،ﭘﻪ ﺷﺮﻣﻨﺪګۍ ﺳﺮه وﻟﺴﻤﺸﺮاﻧﻮ ﺟﻮرج ﺑﻮش او ﺑﺎرك اوﺑﺎﻣﺎ ﺗﻪ اﺟﺎزه ورﻛړې ﭼﯥ دا ﻗﺪرت ځﻨﯥ ﻏﺼﺐ ﻛړي .ﻧﻦ
اﻛﺜﺮﻳﺖ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن د دې اﺳﺘﻌﻤﺎري ﺑﺪﻣﺮﻏۍ او ﻣﺼﻴﺒﺖ ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻟﻔﺖ ښﻴﻲ .ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﺳﻴﺎﺳﺖ وال
ﺑﻴﺮﻳږي ﭼﯥ د دﻏﻪ ﺟﻨګ ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻟﻔﺖ ﻣﺒﺎدا » د ﺧﭙﻠﻮ ﭘﻮځﻴﺎﻧﻮ ﺳﺮه د ﺧﻴﺎﻧﺖ « ﭘﻪ ﺗﻮر و ﻧﻪ ګڼﻞ ﺳﻲ ،ﺧﻮ ﺑﻴﺎ ﻫﻢ ﻧﺎرﺿﺎﯦﺖ او ﻣﺨﺎﻟﻔﺖ ورځ ﭘﻪ ورځ زﻳﺎﺗﻴږي.
ﺗﻴﺮه اوﻧۍ د ﺟﻤﻬﻮرﻳﺖ ﻏﻮښﺘﻮﻧﻜﯥ ګﻮﻧﺪ د ﻣﻠﻲ ﻛﻮﻣﻴټﯥ ﻣﺸﺮ » ﻣﺎﻳﻜﻞ ﺳټﻴﻞ « ﻫﻤﺪﻏﻪ ﭘﺸﻲ د ﺗﻮﺑﺮې څﺨﻪ
راوﻛښﻠﻪ او دا ﻳﯥ وﻣﻨﻞ ﭼﯥ اﻓﻐﺎن ﺟﻨګ ګټﻮﻧﻜﻰ ﻧﻪ دى .ﺟګړه ﭘﺎﻟﻪ ﺟﻤﻬﻮرﻳﺖ ﻏﻮښﺘﻮﻧﻜﻰ ﻟﻪ ﻗﻬﺮه وﭘړﺳﯧﺪل ،ﺗﻘﺮﻳﺒﺄ ټﻮﻟﻮ ﺳټﻴﻞ ﭘﻪ ﺑﯥ وﻓﺎﻳۍ او ﺧﻴﺎﻧﺖ ﺳﺮه ﻣﺘﻬﻢ ﻛړ .ﭘﺮ ﺳټﻴﻞ ډﻳﺮو ﺷﺎﻫﻴﻦ ﻣﺰاﺟﻪ
ﺟﻤﻬﻮرﻳﺖ ﻏﻮښﺘﻮﻧﻜﻮ اﻧﺘﻘﺎدﻳﺎﻧﻮ ﻟﻜﻪ ﺟﻮرج ﺑﻮش او ډﻳﻚ ﭼﯧﻨﻲ ﭘﺨﭙﻠﻪ د وﻳﺘﻨﺎم د ﺟﻨګ ﭘﺮ ﻣﻬﺎل د ﭘﻮځﻲ
ﺧﺪﻣﺖ څﺨﻪ ځﺎﻧﻮﻧﻪ دورې ﻫﻮرې ﻛښﻞ.
ﺟﻤﻬﻮرﻳﺖ ﻏﻮښﺘﻮﻧﻜﻮ د ﻣﻚ ﻛﺮﻳﺴټﻞ دا ﻣﻌﻘﻮﻟﻪ ﻛړﻧﻼره وراﻧﻮﻟﻪ ﭼﯥ ﻏﻮښﺘﻪ ﻳﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﺑﻢ ورﻳﻮ او
ﺗﻮپ ورﻳﻮ ﻟﻪ ﻻﻣﻠﻪ د ﻣﻠﻜﻲ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﺗﻠﻔﺎت راټﻴټ ﻛړي .ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن او ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﻫﻤﺪې
زﻳﺎﺗﯧﺪوﻧﻜﻮ ﻣﻠﻜﻲ ﺗﻠﻔﺎﺗﻮ ﭘﻪ ﺳﺮ د ﻟﻮﻳﺪﻳځ ﭘﻪ ﺿﺪ د ﺧﺸﻢ ﻳﻮه ﺗﻮﻧﺪه څﭙﻪ اﻳﺠﺎد ﺷﻮې ده.
ﺟﻤﻬﻮرﻳﺖ ﻏﻮښﺘﻮﻧﻜﻲ د ﻧﻮرو زﻳﺎﺗﻮ ﻳﺮﻏﻠﻴﺰو ﺑﺮﻳﺪوﻧﻮ ﭘﻪ ﻧﺎرو ﺳﺮه ﭼﯥ د ﻣﻠﻜﻲ اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ ژوﻧﺪ ﺑﻪ د ﺧﻄﺮ
167
ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ او ﻃﺎﻟﺒﺎن ﺑﻪ ځﻮاﻛﻤﻦ ﻛړي ،ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ ﭘﻪ ﺧﻮاﺷﻴﻨۍ ﺳﺮه راښ ًﻴﻲ ﭼﯥ ﻫﻐﻮى د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﻧﺎﭘﻮﻫﻮ او ﺗﺎرﻳﻚ ﻓﻜﺮه ﻛﺴﺎﻧﻮ ﻳﻮ ګﻮﻧﺪ او ږغ دى .
اوﺑﺎﻣﺎ ادﻋﺎ وﻛړه ﭼﯥ ﻏﻮاړي اﻓﻐﺎن ﺟګړه ﭘﺮاﺧﻪ ﻛړي ﺗﺮ څﻮ د اﻟﻘﺎﻋﺪه ﺳﺮه وﺟﻨګﻴږى .ﺧﻮ د دې ﺳﺮه ﺳﺮه
ﺑﻴﺎ ﻫﻢ ﭘﻨﺘﺎګﻮن اټﻜﻞ ﻛﻮي ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﻳﻮ څﻮ ﻛﻮﭼﻨﻴﻮ اﻟﻘﺎﻋﺪه واﻟﻮ څﺨﻪ ﭘﺮﺗﻪ ﻧﻮر څﻪ ﺷﺘﻮن ﻧﻪ ﻟﺮي .ﻧﻮ ځﻜﻪ اوﺑﺎﻣﺎ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﭘﻮروړئ دى ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ ﺑﺎﻳﺪ رښﺘﻴﺎ ورﺗﻪ وواﻳﻲ.
ﺗﺮ ﻧﻬﻮ ﻛﺎﻟﻮ ﺟګړې وروﺳﺘﻪ ،د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺧﻮرا ﺳﺘﺮ ﭘﻮځﻲ ﻃﺎﻗﺖ ،د ﻫﻐﻪ ﺗﺮ ﻏﺎښﻮ وﺳﻠﻮاﻟﻮ ﻣﻠګﺮو ﻳﻌﻨﻰ
ﻧﺎټﻮ ،او اﺟﻴﺮو ځﻮاﻛﻮﻧﻮ وﻧﺸﻮ ﻛړاى ﭼﯥ د ﻟﻮﻳﺪﻳځ اﺷﻐﺎل ﭘﻪ ﺿﺪ دﻏﻪ ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﻣﺎت ﻛړي ﻳﺎ دا ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ وګړﻧﻴﺰ او ﻣﺸﺮوع ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺟﻮړ ﻛړي .د ﻣﺨﺪره ﻣﻮادو ﺗﻮﻟﯧﺪ ﻧﻮر ﻫﻢ زﻳﺎت ﺷﻮى دى.
څﻨګﻪ ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﺟﻮﻻى ﭘﻪ څﻠﻮرﻣﻪ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﻇﺎﻟﻤﺎﻧﻮ څﺨﻪ د ﺧﭙﻠﻮاﻛۍ اﺧﻴﺴﺘﻠﻮ ورځ وﻧﻤﺎﻧځﻠﻪ ،ﺧﻮ
ﻣﺴﻠﻜﻲ ﭘﻮځﻴﺎﻧﻮ ﻳﯥ ﺑﻴﺎ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻫﺮ ډول وﺳﻠﻪ د درﻧﻮ ﺑﻢ ورﻳﻮ څﺨﻪ ﻧﻴﻮﻟﯥ ﺗﺮ ټﺎﻧﻜﻮﻧﻮ،
زرﻫﭙﻮﺷﻮﻧﻮ ،ﺗﻮپ ﻟﺮوﻧﻜﻮ ﻫﻠﻴﻜﻮﭘﺘﺮو ،ﺑﯥ ﭘﻴﻠﻮټﻪ ﻃﻴﺎرو ،درﻧﻮ ﺗﻮپ ورﻳﻮ ،ﻏﻮﻧﭽﻪ اي ﺑﻤﻮﻧﻮ ،او ﻫﺮ ډول ﻋﺎﻟﻲ ﺗﻜﻨﺎﻟﻮژۍ ﻟﺮوﻧﻜﻮ وﺳﺎﻳﻠﻮ ﭘﻮرې ﻫﺮ څﻪ اﺳﺘﻌﻤﺎﻟﻮل.
ﺧﻮ د دې ټﻮل ﻃﺎﻗﺖ ﺳﺮه ﺳﺮه ،ﻳﻮ څﻮ ﭘښﺘﻨﻲ ﻗﺒﺎﻳﻠﻴﺎن او ﺑﺰګﺮان د ﺧﭙﻠﻮ ﺻﺮف ﻛﻮﭼﻨﻴﻮ وﺳﻠﻮ ،ﺧﭙﻠﯥ ارادې
او ﺑﯥ ﺣﺪه زړه ورﺗﻴﺎ ﺳﺮه د ﻟﻮﻳﺪﻳځ د دﻏﻪ ﺳﺘﺮ ﺟﻨګﻲ ﻣﺎﺷﻴﻦ ﺳﺮه ﭘﻪ وﻗﻔﻪ اي ﺗﻮګﻪ ﺟﻨګﻴږي او ﻫﻐﻪ ﻳﯥ اوس
ﻳﻮ ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋﻳﻜﻲ دﻓﺎﻋﻲ ﺣﺎﻟﺖ ﺗﻪ رﺳﻮﻟﻰ دى.
د » ګﻠﻴﺎت ﭘﻪ وړاﻧﺪې د داؤد « دﻏﻪ ﺑﯥ رﺣﻤﻪ ﺟﻨګ ﻧﻮر ﻧﻮ د ﻛﺎﻧﺎډا ﭘﻪ ﺷﻤﻮل د ﻟﻮﻳﺪﻳځﻮ ﻗﺪرﺗﻮﻧﻮ ﻟﭙﺎره د
ﻋﺰت ﻛﻮم ځﺎى ﻧﻪ دى ﭘﺮې ﻳښﻰ .ﻫﻮ ،ﻫﻐﻮى ﻧﻦ ﭘﻪ ﺑﻬﺮ ﻛﯥ ﻳﻮ ﺑﻞ داﺳﯥ ﻧﺎ زړه ﺳﻮﻳﻪ اﺳﺘﻌﻤﺎري ﺟﻨګ وﻳﻨﻲ
ﭼﯥ د ﻳﻮ ﻛﻮﭼﻨﻲ وﻟﺲ او وروﺳﺘﻪ ﭘﺎﺗﻪ ﺧﻠﻜﻮ ﺳﺮه ﻛﯧږي او ﻫﺪف ﻳﯥ ﭘﺮ ﻣﻨﺎﺑﻌﻮ ﺗﺴﻠﻂ او ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋﻳﻜﯥ
ﺟﻐﺮاﻓﻴﻪ ده.
د ﺑﺸﭙړ اﻛﺜﺮﻳﺖ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ زړوﻧﻪ ﭘﺲ ﻟﻪ دﻳﺮﺷﻮ ﻛﺎﻟﻮ ﺟﻨګ څﺨﻪ ﺳﻮﻟﯥ ﺗﻪ ﺗږي دي .ﺧﻮ د ﺣﺎﻣﺪ ﻛﺮزي د ﺣﻜﻮﻣﺖ ،ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ او ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن دا ﻫڅﯥ ﭼﯥ ﻏﻮاړي ﺳﻮﻟﻪ راﺳﺘﻨﻪ ﻛړي ،ﻧﻦ د واﺷﻨګټﻦ ،اوټﺎوا او د
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻣﺴﻠﻂ ﺗﺎﺟﻚ ﻛﻤﻮﻧﻴﺴټﻲ اﻳﺘﻼف ﻟﺨﻮا ﺧﻨﺜﻰ ﻛﯧږي .ﻫﻨﺪ ﻫﻢ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ دﻏﻪ اور ﺗﻪ ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﻟﻤﻦ وﻫﻰ ﭼﯥ ﻫﻠﺘﻪ د ﻫﻨﺪ ﺗﺮ ﻧﻴﻮﻧﻰ ﻻﻧﺪې ﻛﺸﻤﻴﺮ ﻛﯥ ښﻮرښ راﭘﻮرﺗﻪ ﺷﻮئ دى.
ﻫﻮ ،دﻏﻪ ﻛﺎﻓﺮ ﺷﻮئ ﺟﻤﻬﻮرﻳﺖ ﻏﻮښﺘﻮﻧﻜﻰ » ﺳټﻴﻞ « ﺧﻮ ﺻﺤﻴﺢ دى ﭼﯥ واﻳﻲ دﻏﻪ ﻛﺮﻏﻴړن او ﭼټﻲ ﺟﻨګ
ګټﻞ ﻛﯧﺪوﻧﻜﻰ ﻧﻪ دى .ﺧﻮ د واﺷﻨګټﻦ اﺳﺘﻌﻤﺎري ﻟﻤﺴﻮن ﺑﻴﺎ ﻫﻢ ﭘﺎﻳښﺖ ﻟﺮي .ﭘﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ ،ﻛﺎﻧﺎډا او اروﭘﺎ ﻛﯥ ﺧﻮرا ډﻳﺮ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻛﺴﺎن ﭘﻪ دې ﻧﺎﻣﺸﺮوع ﺟﻨګ ﭘﻮرې ﻣښﺘﻲ دي .ګڼ ﺷﻤﻴﺮ ﻫﻢ ﭘﻪ دې ﻋﻘﻴﺪه دي ﭼﯥ د
ﻧﺎټﻮ اﺗﺤﺎد ﺑﻪ د ﻫﻤﺪې اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﻏﺮوﻧﻮ رﻏﻮﻧﻮ ﻛﯥ د واټﺮﻟﻮ ﻏﻮﻧﺪې ﺣﺘﻤﻲ ﻧﺎﻛﺎﻣۍ ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ ﻛﯧږي . )(94
د روان ﻛﺎل د ﺟﻮن ﭘﻪ 13د ﺳﻨډې ﺗﺎﻳﻤﺰ ورځﭙﺎڼﯥ دا ﺧﺒﺮ ﺧﭙﻮر ﻛړ ﭼﯥ د اﻧګﺴﺘﺎن ﺻﺪراﻋﻈﻢ دﻳﻮﻳﺪ
ﻛﺎﻣﻴﺮون د اردو ارﻛﺎن ﺣﺮب ) ﻟﻮى درﺳﺘﻴﺰ ( ﻣﺎرﺷﺎل ﺟﻮب ﺳﺘﻴﺮ اب ﻟﻪ ﺧﭙﻠﯥ دﻧﺪې څﺨﻪ ﻟﺮې ﻛړ .
ورځﭙﺎڼﯥ زﻳﺎﺗﻪ ﻛړه ﭼﯥ ﻣﺎرﺷﺎل ﺟﻮب ﭘﻪ دې ﺧﺎﻃﺮ ﺗﺮ ﻧﻴﻮﻛﻮ ﻻﻧﺪې راﻏﻠﻰ ؤ ﭼﯥ ﻧﻮﻣﻮړى ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د اﻧګﻠﻴﺴﻲ ﻗﻮاو ﺳﺮه ﭘﻪ ﻣﺮﺳﺘﻪ ﻛﻮﻟﻮ ﻛښﯥ ﭘﺎﺗﯥ راﻏﻠﻰ ؤ او ﻧﺘﻴﺠﻪ دا ﺷﻮه ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ 300اﻧګﻠﻴﺴﻲ ﻋﺴﻜﺮ ووژل ﺷﻮل.
168
ﺑﻠﻪ ﻣﻬﻤﻪ ﺳﺘﻮﻧﺰه ﭼﯥ ورﺑﺎﻧﺪې ﺑﺤﺚ او ﺧﺒﺮې ﺷﻮې او ﻛﯧږي ﻫﻐﻪ د ﻧﺎټﻮ او اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﻗﻮاوو ﻟﺨﻮا
ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ او ﻧﻮرو وﺳﻠﻪ واﻟﻮ ډﻟﻮ ﺗﻪ د رﺷﻮت ورﻛﻮل دي .دا رﺷﻮت ددې د ﭘﺎره ورﻛﻮل ﻛﯧږي ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺑﯧﻼﺑﯧﻠﻮ ﺳﻴﻤﻮ ﻛښﯥ ﻣﻴﺸﺘﻮ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ او ﻧﺎټﻮ ﻗﻮاوو ﺗﻪ د اﻣﺪادي ﺗﻮﻛﻮ ﻟﻜﻪ ) ﻏﺬاﺋﻲ
ﻣﻮادو ،اوﺑﻮ او ﺗﻴﻠﻮ( ﻣﻮټﺮې وﻛﻮﻻى ﺷﻲ ﻟﻪ ﺧﻄﺮﻧﺎﻛﻮ ﻻرو څﺨﻪ ﭼﯥ ﻛﻨﺘﺮول ﻳﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻻس ﻛﯥ دى ﭘﻪ آﺳﺎﻧﻪ ﻋﺒﻮر وﻛړي .دا ﻣﻮﺿﻮع ﺷﭙږ ﻣﻴﺎﺷﺘﯥ ﺗﺮ ﺗﺤﻘﻴﻖ ﻻﻧﺪې وه او اوس ورﺑﺎﻧﺪې د ﻛﺎﻧﻜﺮس ﭘﻪ
ﻳﻮه ﻛﻤﻴټﻪ ﻛﯥ ﺧﺒﺮې رواﻧﯥ دي .د راﭘﻮر ﻟﻪ ﻣﺨﯥ د رﺷﻮت دا ﭘﻴﺴﯥ ﻣﺤﻠﻲ ﻗﻮﻣﺎﻧﺪاﻧﺎﻧﻮ ﺗﻪ رﺳﻴږي او ﻳﻮه
ﻟﻮﻳﻪ ﺑﺮﺧﻪ ﻳﯥ ﻃﺎﻟﺒﺎن ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛﻮي .ددې ﻣﻌﻨﻰ داده ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﯥ د ﺧﻠﻜﻮ د ټﻜﺲ ﭘﻴﺴﯥ ﭘﻪ ﻏﻴﺮ ﻣﺴﺘﻘﻴﻤﻪ ﺗﻮﻛﻪ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺗﻪ ورﺳﻴږي(95) .
د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن څﺨﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭘﻮځﻮﻧﻮ د وﻳﺴﺘﻠﻮ ﭘﻪ اړه ﻫﻢ د ﺳﭙﻴﻨﯥ ﻣﺎڼۍ او ﭘﻨﺘﺎګﻮن ﺗﺮﻣﻨځ اﺧﺘﻼﻓﺎت
زﻳﺎت دي .ﺳﭙﻴﻨﻪ ﻣﺎڼۍ واﻳﻲ ،د 2011ﻛﺎل ﭘﻪ ﺟﻮﻻى ﻣﻴﺎﺷﺖ ﻛﯥ ﻟﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻧﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د
وﺗﻠﻮ د ﭘﻴﻞ ﻧﯧټﻪ ﻧﻪ ﺑﺪﻟﯧﺪوﻧﻜﯥ ده او ﭘﻪ دې ﺑﺮﺧﻪ ﻛﯥ ﻫﯧڅ راز ﺷﻚ ﻧﺸﺘﻪ ..ﺧﻮ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ
ټﺎپ ﭘﻮځﻲ ﻗﻮﻣﺎﻧﺪان ﺗﯧﺮه ورځ ووﻳﻞ ﭼﯥ د ځﻮاﻛﻮﻧﻮ وﺗﻞ ﺑﻪ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﺷﺮاﻳﻄﻮ ﻟﻪ څﺮﻧګﻮاﻟﻲ ﺳﺮه ﺗړﻟﻲ وي.
داﻟﻘﺪس اﻟﻌﺮﺑﻲ ورځﭙﺎڼﻪ ﻛﺎږي ﭼﯥ »:ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ګﺮداب ورځ ﭘﻪ ورځ ژورﺗﻴﺎ ﻣﻮﻣﻲ ،او
ددې ﺳﺒﺐ ﻳﻮازې د ﻧﺎټﻮ ﭘﻪ ټﻠﻮاﻟﻪ ﻛﯥ د اﻧﺴﺎﻧﻲ ځﺎﻧﻮﻧﻮ د ﺗﻠﻔﺎﺗﻮ ډﻳﺮښﺖ ﻧﻪ دى ﺑﻠﻜﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ
ﺟﻨﺮاﻻﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ ژور اﺧﺘﻼف او ﺗﺮڅﻨګ ﻳﯥ ددې ﻫﻴﻮاد ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻣﺴﺆﻟﻴﻦ دي ﭼﯥ د ﺟﻨګ د ادارې او د ﺧﭙﻠﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻮ د ﭘﻪ ﺷﺎ ﺗګ ﻟﻪ ﭘﺎره ﭘﻪ ﻧﺎاراﻣۍ ﺳﺮه د وﺧﺖ اﻧﺘﻈﺎر ﻛﻮي« .
»دا ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ ګﻴټﺲ ﭼﯥ ﭘﻪ راﺗﻠﻮﻧﻜﻲ ﻛﺎل) (2011ﻛﯥ دﺧﭙﻠﯥ دﻧﺪې څﺨﻪ ګﻮښﻪ ﻛﯧږي د
راﺗﻠﻮﻧﻜﯥ ﺟﻮﻻې ﭘﻪ ﻣﻴﺎﺷﺖ ﻛﯥ د ﺧﭙﻠﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻮ د ﺑﻴﺮﺗﻪ وﻳﺴﺘﻠﻮ ﭘﻪ اﻋﻼن ﺷﻮي ﻣﻬﺎل وﻳﺶ ﺑﺎﻧﺪې د
ﺟﻨﺮال ﭘﻴټﺮﻳﻮس ﺳﺮه اﺧﺘﻼف ﻟﺮي .ځﻜﻪ ﭘﻴټﺮﻳﻮس ﻏﻮاړي د ﭘﻮځﻮﻧﻮ ﭘﻪ وﺗﻠﻮ ﻛﯥ ځﻨډ راوړي «.
ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ او ﻧﺎټﻮ د ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﻋﻤﻮﻣﻲ ﻗﻮﻣﺎﻧﺪان ﺟﻨﺮال ډﻳﻮﻳډ ﭘﻴټﺮﻳﻮس واﻳﻲ ،ﭼﯥ ﻟﻪ
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻧﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د وﺗﻠﻮ ﭘﻴﻞ ﻟﻪ ﺷﺮاﻳﻄﻮ ﺳﺮه ﺗړﻟﻰ ﻛﺎر دى او ﻛﻪ ﺷﺮاﻳﻄﻮ اﻳﺠﺎب ﻛﺎوه ﻧﻮ
ښﺎﻳﻲ د ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د وﺗﻠﻮ ﭘﻪ ﻧﯧټﻪ ﻛﯥ ځﻨډ راﺷﻲ.ﺧﻮ د ﺳﭙﻴﻨﯥ ﻣﺎڼۍ وﻳﺎﻧﺪ ﺑﻞ ﺑﻮرﺗﻮن ﺧﺒﺮﯦﺎﻻﻧﻮ ﺗﻪ ووﻳﻞ ،ﭼﯥ د ﺟﻨﺮال ﭘټﺮﻳﻮﻳﺲ څﺮګﻨﺪوﻧﯥ ﭘﻪ ﻏﻠﻂ ﻣﻔﻬﻮم ﻧﻘﻞ ﺷﻮﻳﺪي«.
د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭼﺎرواﻛﻮ د ﻣﺘﻀﺎدو وﻳﻨﺎوو څﺨﻪ ډاګﻴﺰه ﻛﯧږي ﭼﯥ ﺗﺮ اوﺳﻪ ﭘﻮرې دوى ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻣﻨځﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ
دې ﺳﻼ ﺷﻮې ﻧﻪ دي ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن څﺨﻪ د ﺧﭙﻠﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻮ د وﻳﺴﺘﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره اﺧﺮي ﺧﺒﺮه وﻛړي .او دا ﻫﻐﻪ اﺧﺘﻼﻓﺎت دي ﭼﯥ د اوﺑﺎﻣﺎ د وﻟﺴﻤﺸﺮۍ د دورې د ﭘﻴﻞ ﺳﺮه ﺳﻢ د ﺳﭙﻴﻨﯥ ﻣﺎڼۍ او ﭘﻴﻨﺘﺎګﻮن ﺗﺮﻣﻨځ
ﭘﻴﻞ ﺷﻮﻳﺪي .ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ددﻓﺎع وزﻳﺮ راﺑﺮت ګﻴټﺲ ﻫﻢ اوس د ﺳﭙﻴﻨﯥ ﻣﺎڼۍ ﺧﻮا ﻧﻴﻮﻟﯥ او واﻳﻲ
ﭼﯥ :د ﻫﯧﭽﺎ ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ دې ﻛﯥ ﺷﻚ ﻧﻪ ګﺮځﻲ ﭼﯥ د 2011ﻛﺎل ﭘﻪ ﺟﻮﻻى ﻛﯥ ﺑﻪ د ځﻮاﻛﻮﻧﻮ وﺗﻞ ﭘﻴﻞ
ﺷﻲ « .د ګﻴټﺲ او ﭘﻴټﺮﻳﻮس ﭘﻪ اﻧﺪوﻧﻮ ﻛﯥ ﻫﻢ ډﻳﺮ زﻳﺎت ﺗﻮﭘﻴﺮ ﺷﺘﻮن ﻟﺮي او دا ﻛﺎر داﻣﺮﻳﻜﺎ د وﻟﺴﻤﺸﺮ
ﭘﺎﻟﻴﺴﻲ د ﺳﺘﻮﻧﺰو ﺳﺮه ﻣﺦ ﻛﻮي .
ﺑﻠﻪ ﺳﺘﻮﻧﺰه ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﺧﺼﻮﺻﻲ اﻣﻴﻨﺘﻲ ﺷﺮﻛﺘﻮﻧﻮ ﺷﺘﻮن دى .ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭘﻮځ د
ﻳﺮﻏﻞ وروﺳﺘﻪ ﭘﻪ دې ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ﭘﻪ ﻟﺴګﻮﻧﻮ وﺳﻠﻮاﻟﻮ ګﺮوﭘﻮﻧﻮ د ﺧﺼﻮﺻﻲ اﻣﻨﻴﺘﻲ ﻛﻤﭙﻨﻴﻮ ﺗﺮ ﻧﻮﻣﻮﻧﻮ
169
ﻻﻧﺪې ځﺎﻧﺘﻪ ځﺎﻟﯥ ﺟﻮړې ﻛړې،
ﭼﯥ ﭘﻪ دې ډﻟﻪ ﻛﯥ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﻧﻪ ﻋﻼوه د ﺷﻤﺎل ټﻠﻮاﻟﯥ د ﭘﺨﻮاﻧﻴﻮ
ﻗﻮﻣﻨﺪاﻧﺎﻧﻮ ﻛﻤﭙﻨۍ ﻫﻢ ﺷﺘﻮن ﻟﺮي ،ددې ﻛﻤﭙﻴﻨﻮ د وګړو ﺷﻤﻴﺮه ﭘﻪ ﺻﺤﻴﺢ ﺗﻮګﻪ ﻣﻌﻠﻮﻣﻪ ﻧﻪ ده ﺧﻮ اټﻜﻞ
ﻛﯧږي ﭼﯥ ﺗﺮ څﻠﻮﻳښﺘﻮ زرو ﭘﻮرې ﻛﺴﺎن ﺑﻪ ﭘﻪ ﻛﯥ ﭘﻪ دﻧﺪو ﺑﻮﺧﺖ وي .اﻣﺎ ﭘﻪ ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﻫﻴﻮادو ﭘﻮرې د
ﺗړﻟﻮ ﺧﺼﻮﺻﻲ ﻛﻤﭙﻨﻴﻮ د وګړو ﺷﻤﻴﺮه ﻧﮋدې ﺷﭙﻴﺘﻪ زره ﻛﺴﺎﻧﻮ ﺗﻪ رﺳﻴږي ،ﻫﻤﺪا ﻛﻤﭙﻨۍ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن
ﻛﯥ ﺷﺨﺼﻲ زﻧﺪاﻧﻮﻧﻪ ﻟﺮي ،ﺧﻠﻚ ﺗښﺘﻮي ،ﺗﺮور او وﺣﺸﺖ ﺟﻮړوي او د ښځﻴﻨﻪ ﻛﻮل د ﺑﯥ ﻋﻔﺘۍ
ﻣﻮﺟﺐ ګﺮځﻴﺪﻟﻰ دي ،ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ د ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ ﭼﺎرو ﻛﯥ ﻻﺳﻮﻫﻨﻪ ﻛﻮي .
دﻏﻪ ﻛﻤﭙﻨۍ د 2010م ﻛﺎل د اګﺴﺖ د ﻣﻴﺎﺷﺘﯥ ﭘﻪ ﻟﻮﻣړﻳﻮ ﻛﯥ د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ﻟﻪ اړﺧﻪ د ﺳﺨﺘﯥ ﻧﻴﻮﻛﻮ ﻻﻧﺪې راﻏﻠﯥ .وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ﭘﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﻳﻮې وﻳﻨﺎ ﻛﯥ دﻏﻪ ﺧﺼﻮﺻﻲ اﻣﻨﻴﺘﻲ ﻛﻤﭙﻨۍ ﭘﻪ ﻧﺎاﻣﻨﻴﻮ او
ﺗﺮورﻳﺴﺘﻲ ﻓﻌﺎﻟﻴﺘﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻻس ﻟﺮﻟﻮ ﺗﻮرﻧﯥ ﻛړې او د ﻫﻐﻮ د ژر ﺗﺮ ژره ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ وړﻟﻮ ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻳﯥ وﻛړه. او ﭘﻪ ډاګﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ ﻛﯥ اﻋﻼن وﻛړ ﭼﯥ ټﻮﻟﯥ ﺧﺼﻮﺻﻲ اﻣﻨﻴﺘﻲ ﻛﻤﭙﻨۍ دې ﭘﻪ څﻠﻮرو ﻣﻴﺎﺷﺘﻮ ﻛﯥ
ﺧﭙﻞ ﺣﺴﺎﺑﻮﻧﻪ ﭘﺎك ﻛړي او دﻓﺘﺮوﻧﻪ دې ﻳﯥ وﺗړل ﺷﻲ .ﺧﻮ ﭘﻪ ﻟﻮﻣړﻳﻮ ﻛﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺳﺨﺖ ﻋﻜﺲ اﻟﻌﻤﻞ
وښﻮد او دﻛﺮزي ددې وړاﻧﺪﯦﺰ ﺳﺮه ﻳﯥ ﺧﭙﻞ ﻣﺨﺎﻟﻔﺖ اﻋﻼن ﻛړ .د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭼﺎرو د وزارت وﻳﺎﻧﺪ
ﺑﺮاﻳﻦ واﻳټﻤﻦ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﺧﺼﻮﺻﻲ اﻣﻨﻴﺘﻲ ﺷﺮﻛﺘﻮﻧﻮ د ﺑﻨﺪوﻟﻮ ﻟﭙﺎره د ﻛﺎﺑﻞ د ﺣﻜﻮﻣﺖ د ﺧﺒﺮداري ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻟﻔﺖ وﻛړ او وﻳﯥ وﻳﻞ دﻏﻪ ﺷﺮﻛﺘﻮﻧﻪ ﺑﺎﻳﺪ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﺧﭙﻠﻮ ﻓﻌﺎﻟﻴﺘﻮﻧﻮ ﺗﻪ دوام ورﻛړي. اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﺗﺮ ﺳﻠﻮ زرو زﻳﺎت ﻋﺴﻜﺮ ﻟﺮي ﭼﯥ ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ د ﺧﺼﻮﺻﻲ اﻣﻨﻴﺘﻲ ﺷﺮﻛﺘﻮﻧﻮ د
وګړو ﺷﻤﻴﺮه ﻫﻢ ﺗﺮ څﻠﻮﻳښﺘﻮ زرو ﭘﻮرې رﺳﻴږي .د ﻛﺎر ﭘﻮﻫﺎﻧﻮ د وﻳﻨﺎوو ﭘﻪ اﺳﺎس د ﻫﻤﺪې ﻛﻤﭙﻨﻴﻮ وګړي دي ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﻫﺮ ډول ﻗﺘﻞ و ﻗﺘﺎل او وژﻧﻮ او ﻳﺎ ﻧﻮرو ﺟﺮﻣﻨﻮ د ارﺗﻜﺎب ﭘﻪ ﺻﻮرت ﻛﯥ د
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دﻣﺤﻜﻤﻮ ﻧﻪ ﻣﺼﻮن دي او دا ﺣﻜﻢ ﻫﻢ د اﺷﻐﺎل ﭘﻪ ﻫﻤﺎﻏﻪ ﻟﻮﻣړﻳﻮ ﺷﭙﻮ ﻛﯥ د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي
ﻟﺨﻮا ورﻛړل ﺷﻮى و .ﭘﻨﺘﺎګﻮن واﻳﻲ ﭼﯥ د ﺧﺼﻮﺻﻲ اﻣﻨﻴﺘﻲ ﻛﻤﭙﻨﻴﻮ 26زره ﻛﺴﺎن ورﺳﺮه ﻗﺮارداد ﻟﺮي ﭼﯥ ددې ډﻟﯥ څﺨﻪ 19زره ﻛﺴﺎﻧﻮ ﺗﻪ ددﻓﺎع وزارت ﻣﻌﺎش ورﻛﻮي اوﭘﺎﺗﻪ ﻧﻮرو ﺗﻪ ﻳﯥ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭼﺎرو وزارت ﭘﻴﺴﯥ ورﻛﻮي .
ﻫﻤﺪا راز داﻳﺴﺎف د ځﻮاﻛﻮﻧﻮ وﻳﺎﻧﺪ ﺟﻨﺮال ﺟﻮزف واﻳﻲ ﭼﯥ د اﻣﻨﻴﺘﻲ ﺧﺼﻮﺻﻲ ﺷﺮﻛﺘﻮﻧﻮ دﻛﺎروﻧﻮ د ښﻪ واﻟﻲ ﭘﻪ ﻣﻮﺧﻪ ﺑﻪ ددوى ﻛﺎروﻧﻪ ،د اﻧﺤﻼل ﭘﺮ ځﺎى ،د ﻳﻮه ځﺎﻧګړي ځﻮاك ﻟﻪ ﺧﻮا ﻛﻨټﺮول ﻛړي .
ﺑﻠﻪ ﺳﺘﺮ ﺳﺘﻮﻧﺰه د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﻟﺨﻮا ﭘﻪ ﺗﻮر ﻟﺴﺖ ﻛﯥ د ﻳﻮﺷﻤﻴﺮ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ د ﻧﻮﻣﻮﻧﻮ ور ګډول دي .
ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻟﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﻳﺮﻏﻞ ﺳﺮه ﺳﻢ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ ادارې د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ اﺷﺎره د ﻫﻐﻮ ﻛﺴﺎﻧﻮ ،ټﻮﻟﻨﻮ
او ګﻮﻧﺪوﻧﻮ ﻧﻮﻣﻮﻧﻪ ﭘﻪ ﺗﻮر ﻟﺴﺖ ﻛﯥ وﻟﯧﻜﻞ ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭼﺎرواﻛﻮ ﻟﻪ ﺧﻮا د ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ )دښﻤﻨﺎﻧﻮ( ﭘﻪ
ﺗﻮګﻪ ﭘﻴﮋﻧﺪل ﺷﻮي وو ،او ﻧﻦ ﺳﺒﺎ ﻫﻤﺪﻏﻪ ﻟﺴﺖ د ﻛﺎﺑﻞ او واﺷﻨګټﻦ د ﺗﺒﻠﻴﻐﺎﺗﻮ ﻟﻪ ﻻﻣﻠﻪ د ﻧړﻳﻮاﻟﻮ ﭘﻪ ژﺑﻪ
ﻧﺎﺳﺖ
دى.
دﻏﻪ ﻟﺴﺖ ﭼﯥ دوى ﻳﯥ ﺗﻮر ﺑﻮﻟﻲ ﺗﻘﺮﻳﺒﺎ ﭘﻪ 86ﭘﺎڼﻮ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻞ ﺷﻮى ،ﭘﻪ ﭘﻴﻞ ﻛﯥ د اﻓﻐﺎﻧﻲ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻧﻮﻣﻮﻧﻪ
دي ،ورﭘﺴﯥ د ﻧړﻳﻮاﻟﻮ ﺷﺨﺼﻴﺘﻮﻧﻮ ﻧﻮﻣﻮﻧﻪ راﻏﻠﻲ ﭼﯥ ﺷﻤﻴﺮه ﻳﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﺷﻤﻴﺮې ډﻳﺮه ده ،ﺧﻮ ﻣﻮﻧږ
ﻳﻮازې د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﻧﻮﻣﻮﻧﻪ راﻧﻘﻞ ﻛړل.
170
د ﻳﺎدوﻟﻮ وړ ده ﭼﯥ ﭘﺪﻏﻪ ﻟﺴﺖ ﻛﯥ ډﻳﺮى ﻏﻠﻄۍ ﻫﻢ ﺷﺘﻪ ،ډﻳﺮ ﭘﻜﯥ ﺷﺎﻣﻞ ﻛﺴﺎن ﻣړه ﺷﻮي ،ډﻳﺮ ﻳﯥ ﭘﻪ
ﭘﻴښﻮراو ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ دﻛﺎﻧﻮﻧﻪ او ﻳﺎ ﻣﺎﻣﻮرﻳﺘﻮﻧﻪ ﻟﺮي ،ﭘﻪ ﻫﺮ ﺣﺎل ﻟﺴﺖ ﻛﯥ ﺷﺎﻣﻞ ﻧﻮﻣﻮﻧﻪ ﻣﻮ د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮ ﻟﻪ
وﻳﺒﭙﺎڼﯥ رااﺧﺴﺘﻲ )( 1
اﻧﺠﻨﻴﺮ ګﻠﺒﺪﻳﻦ ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر ،ﻛﻨﺪز ،د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن اﻣﻴﺮ.
ﻳﺎدوﻧﻪ :د ﻟﺴﺖ د ﻧﻮﻣﻮﻧﻮ ﺗﺮﺗﻴﺐ ﻣﻮ د اﺻﻞ ﻣﻄﺎﺑﻖ ﻟﻴﻜﻠﻰ دى ،ﻳﻮازې د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن
د ﻣﺠﺎﻫﺪ اﻣﻴﺮ ورور ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر ﻧﻮم ﻣﻮ ﻟﺪې ﻻﻣﻠﻪ ﭘﻪ ﺳﺮ ﻛﯥ راوړى ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ اﺻﻞ ﻛﯥ ﻫﻢ د
ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﻧﻮﻣﻮﻧﻮ ځﺎﻧګړى ﻟﻴﻜﻞ ﺷﻮﻳﺪى.
دﺑﻲ ﺑﻲ ﺳﻲ د ﺑﺮﻳښﻨﺎﻳﻲ ﭘﺎڼﯥ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ ،اﻧﺠﻨﻴﺮ ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر د اﻣﺮﻳﻜﺎ د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺑﻮش ﻟﻪ اړﺧﻪ ﭘﻪ
2003ز ﻛﺎل ﻛﯥ د ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ اﻓﻐﺎﻧﻲ ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﭘﻪ ﻓﺸﺎر د ﺗﺮورﻳﺴﺘﺎﺗﻮ ﭘﻪ ﻟﺴﺖ ﻛﯥ و ﻧﻴﻮل ﺷﻮ .د
ﻫﻐﻪ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﯥ دﻟﻴﻞ دا وښﻮد ﭼﯥ ﻫﻐﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف ﭘﻪ ﺟﻨګ ﻛﯥ د اﻟﻘﺎﻋﺪې او
ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﻻس ﻳﻮ ﻛړې دى ،ﺧﻮ ﻫﻐﻪ د ډﻳﺮه ﻛﻲ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ازادۍ ﻗﻬﺮﻣﺎن دى .
ددې ﺗﺮ ﻣﺨﻪ ﭘﻪ) 2002ز ﻛﺎل ( د ﻣۍ ﭘﻪ ﻟﺴﻤﻪ دﺟﻤﻌﯥ ﭘﻪ ورځ ﺳﻲ اې اې ﻫڅﻪ وﻛړه دﺧﭙﻠﻮ ﺑﯥ
ﭘﻴﻠﻮټﻪ اﻟﻮﺗﻜﻮ ﻟﻪ ﻻرې ﭘﻪ ﺷﻴګﻞ دره ﻛﯥ ﻫﻐﻪ ووژﻧﻲ ،ﺧﻮ ﻫڅﻪ ﻳﯥ ﺷﻨډه ﺷﻮه .
ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر واﻳﻲ ﭼﯥ » ﻛﻪ ﭼﯧﺮې ﺑﻴﺮوﻧﻲ ﭘﻮځﻮﻧﻪ د ﺟﻨګ ﭘﻪ ﺗﺪاوم ﺑﺎﻧﺪې اﺻﺮار وﻛړي ،ﻧﻮ ﻣﻮﻧږ ﻫﻢ د ﺟﻨګ او دﻓﺎع ﭘﺮﺗﻪ ﺑﻠﻪ ﻻر ﻧﻪ ﻟﺮو «.
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر ﭘﻪ دې ﻫﻢ ﺗﻮرﻧﻮي ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ )2006ز ﻛﺎل(ﻛﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻳﻮې وﻳﻨﺎ ﻛﯥ وﻳﻠﻰ
ﭼﯥ » د ﻫﻐﻪ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د اﺳﺎﻣﻪ ﺑﻦ ﻻدن ﺳﺮه د ﺗﻮرې ﺑﻮرې څﺨﻪ د راوﺗﻠﻮ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﺑﺴﭙﻨﻪ ﻛړى ده (96)«.
ﻫﻤﺪا راز د ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر ﭘﻪ اړه د ﺟﻤﻴﺰټﺎون ﺑﺮﻳښﻨﺎﻳﻲ ﭘﺎﻧﻪ ﭘﻪ ډاګﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ »د ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر ﻟﻪ ﭘﺎره
اﺳﻼم د ﺳﻴﺎﺳﺖ ﭘﻪ ﺑﺮﺧﻪ ﻛﯥ ﺗﺮ ﻫﺮ څﻪ ډﻳﺮ ارزښﺖ ﻟﺮي .ﭘﻪ ﻫﻤﺪې ﺧﺎﻃﺮ ﻫﻐﻪ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻣﺸﺮ
ﻣﻼ ﻣﺤﻤﺪ ﻋﻤﺮ څﺨﻪ ،ﭼﯥ د ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻧﺎﭘﻮﻫﻪ ﻣﺬﻫﺒﻲ ﻣﻼﻳﺎﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ را ګﻴﺮ دى ،ډﻳﺮ ﺧﻄﺮﻧﺎك دى.
ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر ﭘﻪ ﻧﻈﺎﻣﻲ او ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋﻳﻮ ﻛﯥ ﻫﻢ ډﻳﺮه ﭘﻮﻫﻪ ﻟﺮي ،ﻫﻤﺪا راز
ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر ﭘﻪ ټﻮل اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د روﺳﺎﻧﻮ داﺷﻐﺎل ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﺟﻨګ رﻫﺒﺮي ﻛړى او د
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺟﻐﺮاﻓﻴﯥ د ګﻮډ ګﻮډ څﺨﻪ ﺧﺒﺮﺗﻴﺎ ﻟﺮي .د ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر وړﺗﻴﺎ د ځﻮاﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺟﺬب او
رﻫﺒﺮۍ ﻛﯥ د ﺑﺎور ﻧﻪ ﭘﻮرﺗﻪ ده .ﻫﻐﻪ ﭘﻪ دې څﻮ ﺗﻴﺮو ﻛﻠﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﺑﻠﻜﻞ ﻳﻮ ﻧﻮى ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﺟﻮړ ﻛړى دى ﭼﯥ ﻏړي ﻳﯥ ټﻮل ځﻮاﻧﺎن دي (97) «....
ﻫﻤﺪا راز د اﻧګﻠﺴﺘﺎن د ﻛﻮرﻧﻴﻮ ﭼﺎرو ﭘﻪ وزارت ﻛﯥ ﻫﻢ د ښﺎﻏﻠﻲ ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر ﻧﻮم ﭘﻪ ﺗﻮرﻟﺴﺖ ﻛﯥ ﺷﺎﻣﻞ
دى او دﻟﻴﻞ ﻳﯥ دا څﺮګﻨﺪ ﻛړى ﭼﯥ » اﻧﺠﻨﻴﺮ ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻳﻮ اﺳﻼﻣﻲ ﺑﻨﺴټ ﭘﺎﻟﻪ ﺣﻜﻮﻣﺖ
ﻏﻮاړي او دﻏﺮﺑﻲ ﻛﻠﺘﻮر او ارزښﺘﻮﻧﻮ ﺳﺨﺖ ﻣﺨﺎﻟﻒ دى «...
171
دا ټﻮل ﺗﻮروﻧﻪ ﭼﯥ د ښﺎﻏﻠﻲ ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر ﭘﻪ ﺧﻼف ﻟګﻴﺪﻟﻲ ﭘﺨﭙﻠﻪ دﻟﻮﻳﺪﻳځﻮ ﻣﻌﻴﺎروﻧﻮ ﻣﺨﺎﻟﻒ دي .ځﻜﻪ
ﭘﻪ ﻟﻮﻳﺪﻳځﻮ ﻣﻌﻴﺎروﻧﻮ ﻛﯥ ﻫﺮه ﺳﻴﺎﺳﻲ ډﻟﻪ اوﻫﺮ ګﻮﻧﺪ ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻲ ﭘﻪ ازاداﻧﻪ ﺗﻮګﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د
ﺧﭙﻠﯥ ﺧﻮښﯥ د ﻧﻈﺎم د راوﺳﺘﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻫﻠﯥ ځﻠﯥ وﻛړي .
ﭘﻪ ښﺎﻏﻠﻲ ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر ﺑﺎﻧﺪې د ﺗﻮروﻧﻮ ﭘﻪ ﻟﺴﺖ ﻛﯥ دا ﺧﺒﺮه ﻫﻢ ﺷﺘﻪ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﭘﺨﻮاﻧﻲ وﻟﺴﻤﺸﺮ
روﻧﺎﻟډ رﻳګﻦ ﺳﺮه د ﻫﻐﻪ د زﻳﺎﺗﻮ ﻏﻮښﺘﻨﻮ ﺳﺮه ﺳﺮه و ﻧﻪ ﻛﺘﻞ .
ﺧﻮ دا ټﻮل ﺗﻮروﻧﻪ ﺑﯥ ﺑﻨﺴټﻪ اوﺑﯥ ﺑﻨﻴﺎده دي .ﻫﻴڅ ﻳﻮ ﻳﯥ داﺳﯥ ﻧﻪ ﺷﺘﻪ ﭼﯥ د ښﺎﻏﻠﻲ ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر ﭘﻪ اړه دا ﺛﺎﺑﺘﻪ ﻛړي ﭼﯥ ﻫﻐﻪ د ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد د ازادۍ او اﺳﺘﻘﻼل ﻧﻪ اﺧﻮا دﺑﻞ ﻛﻮم ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ ﺧﻼف ﻛﻮم ﻛﻮﭼﻨﻰ ﻳﺎ
ﺳﺘﺮ ﻋﻤﻞ اﺟﺮا ﻛړى دى .د روﺳﻲ ﻟښﻜﺮو ﭘﻪ ﺧﻼف ﭘﻪ ﻋﻤﻠﻲ ﺟﻬﺎد ﻛﯥ ﻫﻢ ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر د روﺳﻲ ﭘﻮځﻮﻧﻮ د
وﺗﻠﻮ ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻛﻮﻟﻪ او دﺳﻮﻟﯥ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﯥ ﻣﺨﺘﻠﻔﯥ ﻋﻤﻠﻲ ﻃﺮﺣﻰ وړاﻧﺪې ﻛﻮﻟﯥ او دا اوس د اﻣﺮﻳﻜﺎﻧﻮ د
اﺷﻐﺎل څﺨﻪ د ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد د ازادۍ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﻫﻢ د ګﺮم ﺳﻨګﺮ ﺗﺮ څﻨګ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د وﺗﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره د
ﻳﻮه ﻣﻌﻘﻮل ﻣﻬﺎل وﻳﺶ اوﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د ازاد و او وﻟﺴﻮاﻛﻪ ټﺎﻛﻨﻮ ﻟﻪ ﻻرې د ﻳﻮه وﻟﺴﻮاﻛﻲ
ﻧﻈﺎم ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻛﻮي .او دا ﻫﻐﻪ څﻪ دي ﭼﯥ ﻟﻮﻳﺪﻳځﻮال ﻳﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻫﻴﻮادو ﻛﯥ ﻏﻮاړي .د ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر ﺳﺘﻮﻧﺰه داده ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﺮدﻳﻮ ﺗﻪ د ﺳﺮ د ټﻴټﻮﻟﻮ ﻋﺎدت ﻧﻪ ﻟﺮي ،ﻏﻮاړي وﻟﺲ ﻳﯥ ﺧﭙﻞ ﺑﺮﺧﻠﻴﻚ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ و ټﺎﻛﻲ .ﭘﻪ ﻫﻤﺪې ﺧﺎﻃﺮ واﻳﻲ ﭼﯥ »ﻛﻪ ﻫﻐﻮى زﻣﻮژ ﻧﻮﻣﻮﻧﻪ ﭘﻪ ﺗﻮر ﻟﻴﺴﺖ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻲ ﻧﻮ ﻣﻮژ د دﻏﻮ ﻧﻴﻮاﻛګﺮو ﺷﻴﻄﺎﻧﺎﻧﻮ او دوزﺧﻴﺎﻧﻮ ﻧﻮﻣﻮﻧﻪ ﭘﻪ ﺳﻮر ﻟﻴﺴﺖ ﻛﯥ ﻧﻴﻮﻟﻲ« .
ﻫﻤﺪا راز ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﭼﯥ ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ دﺳﻮﻟﯥ د ﺧﺒﺮو ﻟﻪ ﭘﺎره د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻟﻮړﭘﻮړى ﻫﻴﺌﺖ ورﺗﻪ ،ﻧﻮ د ښﺎﻏﻠﻲ ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر څﺨﻪ ﻳﯥ و ﭘﻮښﺘﻞ ﭼﯥ د ﺗﻮرﻟﺴﺖ ﭘﻪ اړه ﻳﯥ اﻧﺪ څﻪ دى ﻫﻐﻪ ووﻳﻞ »:ﻣﺎ ﻫﻴڅﻜﻠﻪ ﻫﻢ ﻟﻪ دوى ﻧﻪ دي ﻏﻮښﺘﻲ ﭼﯥ زﻣﺎ ﻧﻮم ﻟﻪ ﺗﻮرﻟﺴﺘﻪ وﺑﺎﺳﻲ ،ددې وروﺳﺘﻪ ﻳﯥ ﻫﻢ ﺗﺮې ﻧﻪ ﻏﻮاړم .دې ﻣﻮﺿﻮع ﺗﻪ
زﻳﺎت اﻫﻤﻴﺖ ﻣﻪ ورﻛﻮئ ،دا زﻣﻮﻧږ ددﻧﻴﻮي ﻋﺰت او اﺧﺮوي ﺳﻌﺎدت ﺳﻨﺪ دى .ﭼﯥ اﺻﻠﻲ ﻣﺴﺌﻠﻪ ﺣﻞ ﺷﻲ دا ﭘﺨﭙﻠﻪ ﺣﻞ ﻛﯧږي«. د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻧﻮﻣﻮﻧﻪ:
- 1ﻣﻮﻟﻮى ﻋﺒﺪاﻟﺒﺎﻗﻰ ،ﺟﻼل آﺑﺎد ﻧﻨګﺮﻫﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺧﻮﺳﺖ ،ﭘﻜﺘﻴﺎ واﻟﻲ او د اﻃﻼﻋﺎت و ﻛﻠﺘﻮر
وزارت ﻣﻌﻴﻦ.
- 2ﻣﻮﻟﻮي ﻋﺒﺪاﻟﻘﺪﻳﺮ ﻋﺒﺪاﻟﺒﺼﻴﺮ ،ﻧﻨګﺮﻫﺎر ﭘﻪ اﺳﻼم آﺑﺎد ﻛﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺳﻔﺎرت ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ
ﻧﻈﺎﻣﻲ آﺗﺸﻪ
- 3ﻣﻮﻟﻮي ﻋﺒﺪاﻟﻐﻔﻮر ،ﻛﻨړ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د زراﻋﺖ وزارت ﻣﻌﻴﻦ.
- 4ﻣﻮﻟﻮي ﻋﺒﺪاﻟﻤﻨﺎن ﭘﻪ اﺑﻮﻇﺒﯥ ﻛﯥ ﺗﺠﺎرﺗﻲ آﺗﺸﻪ )ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺣﻜﻮﻣﺖ(
- 5ﻣﻮﻟﻮي ﻋﺒﺪاﻟﺮزاق د ﻛﻨﺪﻫﺎر ارﻏﻨﺪاب وﻟﺴﻮاﻟﻲ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﺗﻮ د ﺗﺠﺎرت وزﻳﺮ.
- 6ﻣﻮﻟﻮي ﻋﺒﺪاﻟﻮﻫﺎب ،ﻓﺎرﻳﺎب ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻛﯥ ﭘﻪ رﻳﺎض ﻛﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺳﻔﺎرت ﺳﺮﭘﺮﺳﺖ.
- 7ﻣﻮﻟﻮي ﻋﺒﺪاﻟﺮﺣﻤﻦ آﻏﺎ ،ارﻏﻨﺪاب ﻛﻨﺪﻫﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﭘﻮځﻲ ﻣﺤﻜﻤﯥ رﺋﻴﺲ.
- 8ﻣﻼ ﻋﺒﺪاﻟﻮاﺳﻊ ﻣﻌﺘﺼﻢ آﻏﺎ ،ﻛﻨﺪﻫﺎر ښﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻣﺎﻟﻴﯥ وزﻳﺮ. - 9ﻣﻼ ﺟﺎﻧﺎن آﻏﺎ ،ارزګﺎن ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻓﺎرﻳﺎب واﻟﻲ.
172
- 10ﻣﻮﻟﻮي ﺳﻴﺪ ﻣﺤﻤﺪ ﻋﻈﻴﻢ آﻏﺎ ،ﻛﻨﺪﻫﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻛﯥ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭼﺎرو وزارت د ﭘﺎﺳﭙﻮرت
او وﻳﺰې څﺎﻧګﯥ رﺋﻴﺲ.
-11ﻣﻮﻟﻮي ﺳﻴﺪ ﻏﻴﺎث اﻟﺪﻳﻦ آﻏﺎ ،ﻓﺎرﻳﺎب ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺣﺞ او اوﻗﺎﻓﻮ وزﻳﺮ.
- 12ﻣﻼ ﻣﺤﻤﺪ اﺣﻤﺪي ،داﻣﺎن وﻟﺴﻮاﻟﻲ ﻛﻨﺪﻫﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﻚ رﺋﻴﺲ. - 13ﻣﻼ ﻣﺤﻤﺪ ﺷﻔﻴﻖ اﺣﻤﺪي ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺳﻤﻨګﺎﻧﻮ واﻟﻲ.
- 14ﻗﺎري اﺣﻤﺪ اﷲ ،ﻗﺮه ﺑﺎغ ﻏﺰﻧﻲ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د اﻣﻨﻴﺖ وزﻳﺮ.
- 15ﻣﻮﻟﻮي ﻋﺒﺪاﻟﺒﺎري آﺧﻮﻧﺪ ،ﻫﻠﻤﻨﺪ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻫﻠﻤﻨﺪ واﻟﻲ.
- 16ﻣﻮﻟﻮي اﺣﻤﺪ ﺟﺎن آﺧﻮﻧﺪ ،ﻛﻨﺪﻫﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د اوﺑﻮ او ﺑﺮﻳښﻨﺎ وزﻳﺮ.
- 17ﻣﻮﻟﻮي ﻋﺘﻴﻖ اﷲ آﺧﻮﻧﺪ ،ﺷﺎه وﻟﯥ ﻛﻮټ ﻛﻨﺪﻫﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د زراﻋﺖ وزارت ﻣﻌﻴﻦ.
- 18ﻣﻼ ﺣﻤﻴﺪ اﷲ آﺧﻮﻧﺪ ،ﻛﻨﺪﻫﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ د آرﻳﺎﻧﺎ ﻫﻮاﻳﯥ ﺷﺮﻛﺖ رﺋﻴﺲ.
- 19ﻣﻼ ﻣﺤﻤﺪ ﺣﺴﻦ آﺧﻮﻧﺪ ،ﻛﻨﺪﻫﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د وزﻳﺮاﻧﻮ ﺷﻮرى ﻟﻮﻣړي ﻣﺮﺳﺘﯧﺎل. - 20ﻣﻼ ﻣﺤﻤﺪ ﻋﺒﺎس آﺧﻮﻧﺪ ،ﻛﻨﺪﻫﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻋﺎﻣﯥ روﻏﺘﻴﺎ وزﻳﺮ.
- 21اﻟﺤﺎج ﻣﻼ ﻣﺤﻤﺪ ﻋﻴﺴﻰ آﺧﻮﻧﺪ ،ﺳﭙﻴﻦ ﺑﻮﻟﺪك ﻛﻨﺪﻫﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د اوﺑﻮ او ﺑﺮﻳښﻨﺎ وزﻳﺮ.
- 22ﻣﻼ ﻋﺒﻴﺪاﷲ آﺧﻮﻧﺪ ،ﻛﻨﺪﻫﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د دﻓﺎع وزﻳﺮ.
- 23ﻣﻮﻟﻮي اﺣﻤﺪﺟﺎن آﺧﻮﻧﺪ زاده ،ارزګﺎن ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ارزګﺎن واﻟﻲ.
- 24ﻣﺤﻤﺪ ﺻﺪﻳﻖ آﺧﻮﻧﺪ زاده ،ﻛﺎﺑﻞ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺷﻬﺪاوو او ﺑﻴﺮﺗﻪ راﺳﺘﻨﻴﺪوﻧﻜﻮ وزارت ﻣﻌﻴﻦ. - 25ﻣﻮﻟﻮي ﻣﺤﻤﺪ اﺳﺤﺎق آﺧﻮﻧﺪ زاده ،ﻗﺮه ﺑﺎغ ﻏﺰﻧﻲ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻟﻐﻤﺎن واﻟﻲ.
- 26ﻣﻮﻟﻮي اﷲ داد ،ﺳﭙﻴﻦ ﺑﻮﻟﺪك ﻛﻨﺪﻫﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺗﻌﻤﻴﺮاﺗﻮ )ښﺎر ﺟﻮړوﻟﻮ( وزﻳﺮ. - 27ﻣﻮﻟﻮي اﻣﻴﻦ اﷲ اﻣﻴﻦ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺳﺮﭘﻞ واﻟﻲ.
- 28اﻟﺤﺎج ﻣﻮﻟﻮي ﻣﺤﻤﺪ ﺻﺎدق اﻣﻴﺮ ﻣﺤﻤﺪ ،ﻏﺰﻧﻰ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د وﺧﺖ ﭘﻪ ﭘﻴښﻮر ﻛﯥ د اﻓﻐﺎن ﺳﻮداګﺮى دﻓﺘﺮ رﺋﻴﺲ.
- 29ﻣﻼ ﻣﺤﻤﺪ ﻃﺎﻫﺮ اﻧﻮري ،زرﻣﺖ ﭘﻜﺘﻴﺎ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻣﺎﻟﻴﯥ وزارت د اداري ﭼﺎرو رﺋﻴﺲ. - 30ﻣﻮﻟﻮي ﻋﺎرف اﷲ ﻋﺎرف ،زرﻣﺖ ﭘﻜﺘﻴﺎ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻣﺎﻟﻴﯥ وزارت ﻣﻌﻴﻦ.
- 31ﻣﻮﻟﻮي ﺳﻴﺪ ﻋﺼﻤﺖ اﷲ ﻋﺎﺻﻢ ،ﻧﻨګﺮﻫﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د اﻣﺮ ﺑﺎﻟﻤﻌﺮوف او ﻧﻬﻲ ﻋﻦ اﻟﻤﻨﻜﺮ وزارت
ﻣﻌﻴﻦ.
- 32ﺳﻴﺪ ﻋﻼم اﻟﺪﻳﻦ اﺛﻴﺮ ،ﺑﺪﺧﺸﺎن ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﭘﻪ ﭘﻴښﻮر ﻛﯥ اﻓﻐﺎن ﻗﻨﺴﻠګﺮۍ دوﻫﻢ ﺳﻜﺮﺗﻴﺮ.
- 33ﻣﻼ ﺣﺎﺟﻰ ﻋﺘﻴﻖ اﷲ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ټﻮﻟﻨﯧﺰو ﭼﺎرو وزارت ﻣﻌﻴﻦ.
- 34ﻣﻮﻟﻮي ﻋﺒﺪاﻟﺤﻜﯧﻢ ﻣﺠﺎﻫﺪ ﻣﺤﻤﺪ اورﻧګ ،ﺷﺮﻧﻪ ﭘﻜﯧﺘﻜﺎ ،ﭘﻪ ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮ ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ اﺳﺘﺎزى. - 35ﻋﺰﻳﺰ اﻟﺮﺣﻤﺎن ،ﭘﻪ اﺑﻮﻇﺒﻰ ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮد ﺳﻔﺎرت درﻳﻢ ﺳﻜﺮﺗﻴﺮ.
- 36ﻣﻼ ﻋﺒﺪاﻟﻐﻨﻲ ﺑﺮادر ،دﻫﺮاود ارزګﺎن ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د دﻓﺎع وزارت ﻣﺮﺳﺘﯧﺎل. - 37ﻣﺤﻤﺪ داوود ،ﻛﺎﺑﻞ ،ﭘﻪ اﺳﻼم آﺑﺎد ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺳﻔﺎرت اداري اﺗﺸﻪ.
- 38ﻣﻮﻟﻮي ارﺳﻼن رﺣﻤﺎﻧﻲ ﻣﺤﻤﺪ دوﻟﺖ ،ارګﻮن ﭘﻜﺘﻴﻜﺎ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻟﻮړو زده ﻛړو وزارت ﻣﻌﻴﻦ.
173
- 39ﻣﻮﻟﻮي ﺷﻬﺎب اﻟﺪﻳﻦ دﻻور ،ﻟﻮګﺮ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺳﺘﺮې ﻣﺤﻜﻤﯥ ﻣﺮﺳﺘﯧﺎل. - 40ﻣﻼ دوﺳﺖ ﻣﺤﻤﺪ ،داﻣﺎن ﻛﻨﺪﻫﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻏﺰﻧﻲ واﻟﻲ.
- 41ﻣﻮﻟﻮي ﻣﺤﻤﺪ اﻋﻈﻢ ﻋﻠﻤﻲ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮد ﻛﺎﻧﻮ او ﺻﻨﺎﻳﻊ وزارت ﻣﻌﻴﻦ.
- 42ﻣﻮﻟﻮي ﻓﻴﺾ ،ﻏﺰﻧﻲ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭼﺎرو وزارت د اﻃﻼﻋﺎﺗﻮ رﺋﻴﺲ.
- 43ﻗﺎﺿﻲ ﺣﺒﻴﺐ اﷲ ﻓﻮزي ،اﻧﺪړ ﻏﺰﻧﻲ ،ﭘﻪ رﻳﺎض او اﺳﻼم آﺑﺎد ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺳﻔﺎرت ﻟﻮﻣړي او دوﻫﻢ ﺳﻜﺮﺗﻴﺮ.
-44ﻣﻮﻟﻮى رﺳﺘﻢ ﺣﻨﻔﻲ ﺣﺒﻴﺐ اﷲ ،دو آب ﻧﻮرﺳﺘﺎن ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ټﻮﻟﻨﯧﺰو ﭼﺎرو وزارت ﻣﻌﻴﻦ. - 45ﻣﻮﻟﻮي ګﻞ اﺣﻤﺪ ﺣﻜﯧﻤﻲ ،ﭘﻪ ﻛﺮاﭼۍ ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻗﻨﺴﻠګﺮۍ ﺗﺠﺎرﺗﻲ آﺗﺸﻪ.
- 46ﻣﻮﻟﻮي ﻋﺒﺪاﷲ ﺣﻤﺎد ،ﻫﻠﻤﻨﺪ ،ﭘﻪ ﻛﻮﻳټﻪ ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻗﻨﺴﻞ. - 47ﻣﻮﻟﻮى ﺣﻤﺪاﷲ ،ﭘﻪ ﻛﻮﻳټﻪ ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻗﻨﺴﻞ.
- 48ذﺑﻴﺢ اﷲ ﺣﻤﻴﺪي ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻟﻮړو زدﻛړو وزارت ﻣﻌﻴﻦ.
- 49ﻗﺎري دﻳﻦ ﻣﺤﻤﺪ ﺣﻨﻴﻒ ،ﺑﺪﺧﺸﺎن ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﭘﻼن اوﻟﻮړو زده ﻛړو وزﻳﺮ.
- 50ﻣﻮﻟﻮي ﺳﻴﺪ اﻟﺮﺣﻤﺎن ﺣﻘﺎﻧﻲ ،ﻛﻨړ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻛﺎﻧﻮ او ﺻﻨﺎﻳﻊ وزارت ﻣﻌﻴﻦ.
- 51ﻣﻮﻟﻮي ﻋﺒﺪاﻟﺠﻠﻴﻞ ﺣﻘﺎﻧﻲ ،ارﻏﻨﺪاب ﻛﻨﺪﻫﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭼﺎرو وزارت ﻣﻌﻴﻦ.
- 52ﻣﻮﻟﻮي ﻋﺰت اﷲ ﺣﻘﺎﻧﻲ ،ﻟﻐﻤﺎن ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﭘﻼن وزارت ﻣﻌﻴﻦ.
- 53ﻣﻮﻟﻮي ﺟﻼل اﻟﺪﻳﻦ ﺣﻘﺎﻧﻲ ،ځﺪارن ﺧﻮﺳﺖ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺳﺮﺣﺪاﺗﻮ وزﻳﺮ.
- 54ﻣﻮﻟﻮي ﻣﺤﻤﺪ ﻣﺴﻠﻢ ﺣﻘﺎﻧﻲ ،ﺑﻐﻼن ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺣﺞ او اوﻗﺎﻓﻮ وزارت ﻣﻌﻴﻦ.
- 55ﻣﻮﻟﻮي ﻣﺤﻤﺪ ﺳﻠﻴﻢ ﺣﻘﺎﻧﻲ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د اﻣﺮ ﺑﺎﻟﻤﻌﺮوف او ﻧﻬﻲ ﻋﻦ اﻟﻤﻨﻜﺮ وزارت ﻣﻌﻴﻦ.
- 56ﻣﻼ ﺳﻴﺪ ﻣﺤﻤﺪ ﺣﻘﺎﻧﻲ ،ﻛﻨﺪﻫﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ د ﻛﻨﺪﻫﺎر وﻻﻳﺖ د اﻃﻼﻋﺎﺗﻮ رﺋﻴﺲ. - 57ﺳﺮاج اﻟﺪﻳﻦ ﺟﻼل اﻟﺪﻳﻦ ﺣﻘﺎﻧﻲ ،ځﺪران ﺧﻮﺳﺖ.،
- 58ﻣﻮﻟﻮي ﻋﺒﺪاﻟﺤﻲ ﻋﻈﻴﻢ ،ﻏﺰﻧﻲ ،ﭘﻪ ﻛﻮﻳټﻪ ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻗﻨﺴﻠګﺮۍ ﻟﻮﻣړي ﺳﻜﺮﺗﻴﺮ.
- 59ﻫﺪاﻳﺖ اﷲ ،ارﻏﻨﺪاب ﻛﻨﺪﻫﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻣﻠﻜﯥ ﻫﻮاﻧﻮردۍ وزارت ﻣﻌﻴﻦ.
- 60ﻣﻮﻟﻮى ﻋﺒﺪاﻟﺮﺣﻤﺎن ﻫﻮﺗﻚ ،ﻏﺰﻧﻲ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د اﻃﻼﻋﺎﺗﻮ او ﻛﻠﺘﻮر وزارت ﻣﻌﻴﻦ.
- 61ﻣﻮﻟﻮي ﻧﺠﻴﺐ اﷲ ﺣﻘﺎﻧﻲ ﻫﺪاﻳﺖ اﷲ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻣﺎﻟﻴﯥ وزارت ﻣﻌﻴﻦ.
- 62ﻣﻮﻟﻮي ﻧﻮر ﺟﻼل ،ﻛﻨړ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻛﻮرﻧﻴﻮ ﭼﺎرو وزارت اداري ﻣﻌﻴﻦ. - 63ﻣﻮﻟﻮي ﻗﺪرت ﺟﻤﺎل ،ګﺮدﻳﺰ ﭘﻜﯧﺘﺎ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د اﻃﻼﻋﺎﺗﻮ وزﻳﺰ.
- 64ﻣﻮﻟﻮي رﺣﻤﺖ اﷲ ﻛﺎﻛﺎ زاده ،ﻏﺰﻧﻲ ،ﭘﻪ ﻛﺮاﭼۍ ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻗﻨﺴﻞ.
- 65ﻣﻼ ﻋﺒﺪاﻟﺮوف ﺧﺎدم ،ارزګﺎن ،ﻛﻨﺪﻫﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻣﺮﻛﺰي ﻗﻮل اردو ﻗﻮﻣﻨﺪان.
- 66ﻣﻮﻟﻮي ﺧﻴﺮاﷲ ﺧﻴﺮ ﺧﻮاه ،ارﻏﺴﺘﺎن ﻛﻨﺪﻫﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻫﺮات واﻟﻲ. - 67ﻣﻼ ﻋﺒﺪاﻟﺼﻤﺪ ﺧﺎﻛﺴﺎر ،ﻛﻨﺪﻫﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د داﺧﻠﻪ وزارت ﻣﻌﻴﻦ.
- 68ﺷﻤﺲ اﷲ ﻛﻤﺎل زاده ،ﭘﻪ دوﺑۍ ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺳﻔﺎرت دوﻫﻢ ﺳﻜﺮﺗﻴﺮ.
- 69ﻣﻼ ﻋﺒﺪاﻟﺮزاق آﺧﻮﻧﺪ ﻻﻻ آﺧﻮﻧﺪ ،ﺳﭙﻴﻦ ﺑﻮﻟﺪك ﻛﻨﺪﻫﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻛﻮرﻧﻴﻮ ﭼﺎرو وزﻳﺮ. - 70ﺟﺎن ﻣﺤﻤﺪ ﻣﺪﻧﻲ ،ﭘﻪ اﺑﻮﻇﺒﯥ ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ اﺳﺘﺎزى.
174
- 71ﻣﻮﻟﻮي ﺿﻴﺎ اﻟﺮﺣﻤﺎن ﻣﺪﻧﻲ ،ﻃﺎﻟﻘﺎن ﺗﺨﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻟﻮګﺮ واﻟﻲ.
- 72ﻣﻮﻟﻮي ﻋﺒﺪاﻟﻠﻄﻴﻒ ﻣﻨﺼﻮر ،زرﻣﺖ ﭘﻜﺘﻴﺎ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د زراﻋﺖ وزﻳﺮ.
- 73ﻣﻮﻟﻮي ﻣﺤﻤﺪ اﷲ ﻣﻄﻴﻊ ،ارﻏﻨﺪاب ﻛﻨﺪﻫﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ټﻮﻟﻨﯧﺰو ﭼﺎرو وزﻳﺮ.
- 74ﻣﻼ ﻣﻄﻴﻊ اﷲ،داﻣﺎن ﻛﻨﺪﻫﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ دﻛﺎﺑﻞ ګﻤﺮك رﺋﻴﺲ.
- 75ﻣﻮﻟﻮي اﺧﺘﺮ ﻣﺤﻤﺪ ﻣﻈﻬﺮي ،ﻛﻨﺪز ،ﭘﻪ ﭘﻴښﻮر ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻛﻨﺴﻠګﺮۍ ﺗﻌﻠﻴﻤﻲ آﺗﺸﻪ.
- 76ﻣﻼ ﻓﻀﻞ ﻣﺤﻤﺪ ﻣﻈﻠﻮم ،ارزګﺎن ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻟﻮى درﺳﺘﻴﺰ ﻣﺮﺳﺘﯧﺎل. - 77ﻣﻮﻟﻮي ﻧﻈﺮﻣﺤﻤﺪ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻛﻨﺪزواﻟﻲ.
- 78رﺣﻤﺖ اﷲ وﺣﻴﺪ ﻳﺎر ﻓﻘﻴﺮ ﻣﺤﻤﺪ ،زرﻣﺖ ﭘﻜﺘﻴﺎ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺷﻬﺪاوو او ﺑﻴﺮﺗﻪ راﺳﺘﻴﻨﺪوﻧﻜﻮ ﭼﺎرو
وزارت ﻣﻌﻴﻦ.
- 79اﻧﺠﻨﻴﺮ ﻣﺤﻤﺪ ﻫﻤﺎﻳﻮن ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د اوﺑﻮ او ﺑﺮﻳښﻨﺎ وزارت ﻣﻌﻴﻦ. - 80ﻣﻮﻟﻮي ﻣﺤﻤﺪ ﺷﻔﻴﻖ ﻣﺤﻤﺪي ،ارزګﺎن ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺧﻮﺳﺖ واﻟﻲ.
- 81ﻣﺤﻤﺪ اﺳﻼم ﻣﺤﻤﺪي ،رورى دو آب ﺳﻤﻨګﺎن ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺑﺎﻣﻴﺎﻧﻮ واﻟﻲ.
- 82ﻣﻮﻟﻮي ﻋﺒﺪاﻟﻜﺒﻴﺮ ،ځﺪران ،ﭘﻜﺘﻴﺎ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻣﺸﺮﺗﺎﺑﻪ ﺷﻮرى دوﻫﻢ ﻣﺮﺳﺘﯧﺎل ،د ﻧﻨګﺮﻫﺎر واﻟﻲ او..
- 83ﻣﻮﻟﻮي ﻣﺤﻤﺪ رﺳﻮل ،ﺳﭙﻴﻦ ﺑﻮﻟﺪك ﻛﻨﺪﻫﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻧﻴﻤﺮوز واﻟﻰ.
- 84ﻣﻮﻟﻮي ﻣﺤﻤﺪ وﻟﯥ ،ﻛﻨﺪﻫﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د اﻣﺮ ﺑﺎﻟﻤﻌﺮوف او ﻧﻬﻲ ﻋﻦ اﻟﻤﻨﻜﺮ وزﻳﺮ. - 85ﻣﻮﻟﻮي ﻣﺤﻤﺪ ﻳﻌﻘﻮب ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺑﺎﺧﺘﺮ اﻃﻼﻋﺎﺗﻰ آژاﻧﺲ رﺋﻴﺲ.
- 86ﻣﻼ اﻣﻴﺮ ﺧﺎن ﻣﺘﻘﻲ ،ﻫﻠﻤﻨﺪ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻣﻌﺎرف وزﻳﺮ) .ﻧﻮﻣﻮړې د اﻃﻼﻋﺎﺗﻮ او ﻓﺮﻫﻨګ وزﻳﺮ و(. - 87ﻣﻮﻟﻮى ﻋﺒﺪاﻟﺤﻲ ﻣﻄﻤﺌﻦ ،زاﺑﻞ ،د ﻣﻼ ﻋﻤﺮ د ﻣﻄﺒﻮﻋﺎﺗﻲ دﻓﺘﺮ ﻣﺴﻮول.
- 88ﻣﻮﻟﻮي رﻓﻴﻊ اﷲ ﻣﺆذن ،ﭘﻜﺘﻴﺎ )وردګ( ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺳﺘﺮې ﻣﺤﻜﻤﯥ ﻣﺮﺳﺘﯧﺎل.
- 89ﻣﻼ اﷲ داد ﻃﻴﺐ وﻟﯥ ﻣﺤﻤﺪ ،ﻛﻨﺪﻫﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻣﺨﺎﺑﺮاﺗﻮ وزارت ﻣﻌﻴﻦ. - 90ﻣﻮﻟﻮي ﻧﺠﻴﺐ اﷲ ﺟﻤﻌﻪ ،ﻓﺮاه ،ﭘﻪ ﭘﻴښﻮرﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻗﻨﺴﻞ.
- 91ﻣﻼ ﻣﺤﻤﺪ ﺣﺴﻴﻦ ﻣﺴﺘﻌﻴﺪ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻋﻠﻮﻣﻮ اﻛﺎدﻣۍ رﺋﻴﺲ.
- 92ﻣﻼ ﻣﺤﻤﺪ ﻧﻌﻴﻢ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻣﻠﻜﯥ ﻫﻮاﻧﻮردۍ وزارت ﻣﻌﻴﻦ. - 93ﻣﻮﻟﻮي ﻧﻴﻚ ﻣﺤﻤﺪ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺗﺠﺎرت وزارت ﻣﻌﻴﻦ.
- 94ﻣﻮﻟﻮي ﺣﻤﺪاﷲ ﻧﻌﻤﺎﻧﻲ ،ﻏﺰﻧﻲ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻟﻮړو زده ﻛړو وزﻳﺮ.
- 95ﻣﻔﺘﻲ ﻣﺤﻤﺪ ﻋﻠﻴﻢ ﻧﻮراﻧﻲ ،ﭘﻪ ﻛﺮاﭼۍ ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻗﻨﺴﻜګﺮۍ ﻟﻮﻣړي ﺳﻜﺮﺗﻴﺮ.
- 96ﻣﻮﻟﻮي ﻧﻮراﷲ ﻧﻮري ،ﺷﺎه ﺟﻮى زاﺑﻞ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺑﻠﺦ واﻟﻰ.
- 97ﻣﻼ ﻋﺒﺪاﻟﻤﻨﺎن ﻧﻴﺎزى ،ﭘﺸﺘﻮن زرﻏﻮن ﻫﺮات ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻛﺎﺑﻞ واﻟﻲ.
- 98ﻣﻼ ﻣﺤﻤﺪ ﻋﻤﺮ ،ارزګﺎن ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ اﻣﻴﺮ.
- 99ﻣﻮﻟﻮى ﻋﺒﺪاﻟﺠﺒﺎر ﻋﻤﺮي ،زاﺑﻞ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺑﻠﺦ واﻟﻲ.
- 100اﻟﺤﺎج ﻣﺤﻤﺪ اﺑﺮاﻫﻴﻢ ﻋﻤﺮي ،ځﺪران ﺧﻮﺳﺖ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺳﺮﺣﺪاﺗﻮ وزارت ﻣﻌﻴﻦ.
- 101ډاﻛﺘﺮ ﻋﺒﺪاﻟﺴﺘﺎر ﭘﻜﺘﻴﻦ ،ﭘﻜﺘﻴﺎ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺧﺎرﺟﻪ وزارت د ﭘﺮوﺗﻮﻛﻮل رﺋﻴﺲ.
175
- 102ﻣﻼ ﻧﻮر اﻟﺪﻳﻦ ﺗﺮاﺑﯥ ،ﭼﻮرا ارزګﺎن ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻋﺪﻟﻴﯥ وزﻳﺮ.
- 103ﻣﻼ ﻋﺒﺪاﻟﺴﻼم ﺣﻘﺎﻧﻲ ،درزاب ﻓﺎرﻳﺎب ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﭘﻮﻫﻨﯥ وزارت ﻣﻌﻴﻦ.
- 104ﻣﻮﻟﻮي ﻋﺒﺪاﻟﻐﻔﺎر ﻗﺮﻳﺸﻲ ،ﭘﻪ اﺳﻼم اﺑﺎد ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺳﻔﺎرت د ﻣﻬﺎﺟﺮﻳﻨﻮ ﭼﺎرو آﺗﺸﻪ. - 105ﻣﻼ ﻣﺤﻤﺪ رﺑﺎﻧﻲ ،ﻛﻨﺪﻫﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻣﺸﺮﺗﺎﺑﻪ ﺷﻮرى رﺋﻴﺲ.
- 106ﻣﻼ ﻳﺎر ﻣﺤﻤﺪ رﺣﻴﻤﻲ ،ﭘﻨﺠﻮاﻳﻲ ﻛﻨﺪﻫﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻣﺨﺎﺑﺮاﺗﻮ وزﻳﺮ.
- 107ﻣﻼ ﻣﺤﻤﺪ ﺣﺴﻦ رﺣﻤﺎﻧﻲ ،ﭘﻨﺠﻮاﻳﻲ ﻛﻨﺪﻫﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻛﻨﺪﻫﺎر واﻟﻲ.
- 108ﻣﻼ ﺣﺒﻴﺐ اﷲ رﺷﺎد ،ﻏﺰﻧﻲ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﭘﻠټﻨﻮ رﺋﻴﺲ. - 109ﻣﻮﻟﻮي ﻋﺒﺪاﻟﺤﻲ ﺳﺎﻟﻚ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ارزګﺎن واﻟﻲ. - 110ﻣﻮﻟﻮي ﺳﻨﺎﻧﻲ ،زاﺑﻞ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د داراﻻﻓﺘﺎء رﺋﻴﺲ.
- 111ﻧﻮر ﻣﺤﻤﺪ ﺛﺎﻗﺐ ،ﺑګﺮاﻣﻲ ﻛﺎﺑﻞ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺳﺘﺮې ﻣﺤﻜﻤﯥ رﺋﻴﺲ.
- 112ﻣﻮﻟﻮى ﻗﻠﻢ اﻟﺪﻳﻦ ﺳﺮ اﻧﺪاز ،ﺑﺮه ﻛﯥ ﺑﺮك ﻟﻮګﺮ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺣﺞ وزارت ﻣﻌﻴﻦ.
- 113ﻣﻮﻟﻮى اﺣﺴﺎن ﺳﺮ ﻓﺪا ،ﻗﺮه ﺑﺎغ ﻏﺰﻧﻰ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د اﺳﺘﺨﺒﺎراﺗﻮ وزارت ﻣﻌﻴﻦ.
- 114ﻣﻮﻟﻮى ﺳﻌﺪ اﻟﺪﻳﻦ ﺳﻴﺪ ،ﭼﻤﻦ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻛﺎر او ټﻮﻟﻨﯧﺰو ﭼﺎرو وزارت ﻣﻌﻴﻦ. - 115ﻗﺎري ﻋﺒﺪاﻟﻮﻟﯥ ﺻﺪﻳﻘﻲ ،ﻏﺰﻧﻲ ،ﭘﻪ ﭘﻴښﻮر ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻗﻨﺴﻜګﺮۍ درﻳﻢ ﺳﻜﺮﺗﻴﺮ.
- 116ﻣﻮﻟﻮي ﻋﺒﺪاﻟﻮاﺣﺪ ﺷﻔﻴﻖ ،ﻧﻨګﺮﻫﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻛﺎﺑﻞ واﻟﻲ ﻣﺮﺳﺘﯧﺎل.
- 117ﻣﺤﻤﺪ ﺳﻬﻴﻞ ﺷﺎﻫﻴﻦ ،ﭘﻜﺘﻴﺎ ،ﭘﻪ اﺳﻼم آﺑﺎد ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺳﻔﺎرت دوﻫﻢ ﺳﻜﺮﺗﻴﺮ.
- 118ﻣﻮﻟﻮي ﺳﻴﺪ اﺣﻤﺪ ﺷﺎﻫﺪ ﺧﻴﻞ ،ﻏﺰﻧﻲ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻣﻌﺎرف وزارت ﻣﻌﻴﻦ.
- 119اﺧﺘﺮ ﻣﺤﻤﺪ ﻣﻨﺼﻮر ،ﻛﻨﺪﻫﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺗﺮاﻧﺴﭙﻮرت او ﻣﻠﻜﯥ ﻫﻮاﻧﻮردۍ وزﻳﺮ. - 120ﻣﻮﻟﻮي ﺷﻤﺲ اﻟﺪﻳﻦ ،ﻛﺸﻢ ﺑﺪﺧﺸﺎن ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د وردګﻮ واﻟﻲ.
- 121ﻣﺤﻤﺪ ﺷﺮﻳﻒ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻛﻮرﻧﻴﻮ ﭼﺎرو وزارت ﻣﻌﻴﻦ.
- 122ﻣﻼ ﺷﻤﺶ اﻟﺮﺣﻤﺎن ﺷﻴﺮ آﻻم ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د زراﻋﺖ وزارت ﻣﻌﻴﻦ.
- 123ﺣﺎﺟﻲ ﻋﺒﺪاﻟﻐﻔﺎر ﺷﻴﻨﻮارى ،ﻛﻨﺪﻫﺎر ،ﭘﻪ ﻛﺮاﭼۍ ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻗﻨﺴﻠګﺮۍ درﻳﻢ ﺳﻜﺮﺗﻴﺮ.
- 124ﻣﻮﻟﻮى ﺟﻼل اﻟﺪﻳﻦ ﺷﻴﻨﻮارى ،ﺷﻴﻨﻮاري ﻧﻨګﺮﻫﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻋﺪﻟﻴﻪ وزارت ﻣﻌﻴﻦ.
- 125ﻣﺤﻤﺪ ﺳﺮور ﺻﺪﻳﻖ ﻣﻞ ،ﻣﻨګﻞ ﭘﻜﺘﻴﺎ ،ﭘﻪ اﺳﻼم آﺑﺎد ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺳﻔﺎرت درﻳﻢ ﺳﻜﺮﺗﻴﺮ.
- 126ﺷﻴﺮ ﻣﺤﻤﺪ ﻋﺒﺎس ﺳﺘﺎﻧﻜﺰى ،ﻟﻮګﺮ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻋﺎﻣﯥ روﻏﺘﻴﺎ وزارت ﻣﻌﻴﻦ. - 127ﻣﻮﻟﻮي ﻃﻪ ،ﻧﻨګﺮﻫﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﭘﻜﺘﻴﺎ واﻟﻲ.
- 128ﺣﺎﺟﻰ ﺗﺎﺣﻴﺲ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻣﻠﻜﯥ ﻫﻮاﻧﻮردۍ وزارت ﻣﻌﻴﻦ.
- 129ﻣﻮﻟﻮى ﻋﺒﺪاﻟﺮﻗﻴﺐ ﺗﺨﺎري ،ﺗﺨﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺑﻴﺮﺗﻪ ﺳﺘﻨﻴﺪوﻧﻜﻮ ﭼﺎرو وزﻳﺮ. - 130ﻣﻮﻟﻮي وﻟﯥ ﺟﺎن ،ﻛﻮﻳټﻪ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺟﻮزﺟﺎن واﻟﻲ.
-131ﻣﻮﻟﻮي ﻧﺬﻳﺮ اﷲ ﺣﻨﻔﻲ وﻟﯥ اﷲ ،ﻛﻨﺪﻫﺎر ،ﭘﻪ اﺳﻼم آﺑﺎد د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺳﻔﺎرت ﺗﺠﺎرﺗﻲ آﺗﺸﻪ.
- 132ﻣﻮﻟﻮي ﻋﺒﺪاﻟﺤﻖ وﺛﻴﻖ ،ﻏﺰﻧﻲ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د اﻣﻨﻴﺖ وزارت ﻣﺮﺳﺘﯧﺎل.
- 133ﻣﺤﻤﺪ ﺟﻮاد وزﻳﺮي ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭼﺎرو وزارت د ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮ د څﺎﻧګﯥ ﻣﺴﻮول.
- 134ﻣﻼ ﻋﺒﺪاﻟﺴﻼم ﺿﻌﻴﻒ ،ﻛﻨﺪﻫﺎر ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻛﺎﻧﻮ او ﺻﻨﺎﻳﻌﻮ وزارت ﻣﻌﻴﻦ او ﭘﻪ اﺳﻼم آﺑﺎد ﻛﯥ
176
ﺳﻔﻴﺮ.
- 135ﻣﻼ ﻋﺒﺪاﻟﺮﺣﻤﺎن زاﻫﺪ ،ﺧﺮوار ﻟﻮګﺮ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭼﺎرو وزارت ﻣﻌﻴﻦ.
- 136ﻣﻼ ﻣﺤﻤﺪ زاﻫﺪ ،ﻟﻮګﺮ ،ﭘﻪ اﺳﻼم آﺑﺎد ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﺳﻔﺎرت درﻳﻢ ﺳﻜﺮﺗﻴﺮ.
- 137ﻣﻮﻟﻮي رﺣﻴﻢ اﷲ زرﻣﺘﻰ ،زرﻣﺖ ﭘﻜﺘﻴﺎ ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د اﻃﻼﻋﺎﺗﻮ او ﻛﻠﺘﻮر وزارت ﻣﻌﻴﻦ(98) .
اووم ﻓﺼﻞ ﭘﺎﻳﻠﯥ:
زﻣﻮﻧږ د ﻏﻤﻴﺰې د ﺣﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﻛﯧﺪوﻧﻜﻮ ﻫڅﻮ ﺗﺮ ﻣﺦ ﺳﺘﺮه ﺳﺘﻮﻧﺰه دا ده ﭼﯥ ددې ﺟړې دﺧﻼﺻﻮن ډﻳﺮو ﻫڅﻪ ﻛﻮوﻧﻜﻮ ﺗﺮ اوﺳﻪ ددې ﻏﻤﻴﺰې دﭘﺎﻳﻠﻴﺪو ﺑﻨﺴټﻴﺰې ﺟﺮړې ﻟﻪ ﭘﺎﻣﻪ ﻏﻮرځﻮﻟﻲ او داﻳﻰ ﻧﻪ ده درك ﻛړې
ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﻏﻤﻴﺰې ﭘﻴﻼﻣﻪ د ﻛﻮﻣﻪ ځﺎﻳﻪ ﺷﻮې او وﻟﯥ ﭘﻴﻞ ﺷﻮې .ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ وګړي ﻫﺴﯥ ﺳﻄﺤﻲ اﻧﺪ ﻟﺮي او ﻓﻜﺮ ﻛﻮي ﭼﯥ ددې ﻏﻤﻴﺰې ﺣﻞ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د اوﺳﻨﻲ ﺣﺎﻛﻢ رژﻳﻢ او ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ
ﭘﻪ ﺳﻮﻟﻪ او ګډ ﻛﺎر ﻛﻮﻟﻮ ﻛﯥ ﭘټ دى .ﺧﻮ دا ﺑﺎﻳﺪ څﺮګﻨﺪه وي ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻏﻤﻴﺰه ﻛﯥ د ﻗﻀﻴﯥ اﺻﻠﻲ اړخ ﻧﻪ وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزى دى او ﻧﻪ د ﻫﻐﻪ دوﻟﺖ او ﻧﻈﺎم ،ﺑﻠﻜﯥ اﺻﻠﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﻧﻴﻮاﻛګﺮان دي ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺳﻴﺎﺳﻲ اﻣﻮرو او ځﻤﻜﻨۍ ﻓﻀﺎ ﺑﺎﻧﺪې ﻳﯥ د اﻓﻐﺎن وﻟﺲ د ارادې ﭘﻪ ﺧﻼف ،ﭘﻪ زور وﻟﻜﻪ ﻛړې .
د اﻓﻐﺎن ﺳﻴﺎﺳﺖ ﭘﻮﻫﺎﻧﻮ ﭘﻪ وﻳﻨﺎ »ددې ﻧﻴﻮاﻛګﺮو ﭘﻪ ﺧﻼف را ﭘﻮرﺗﻪ ﺷﻮى ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﻳﻮ ﻣﻠﻲ ﻣﻘﺎوﻣﺖ دى او
ﻏﻮاړي د ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد اﺳﺘﻘﻼل او ازادي ﺑﻴﺮﺗﻪ اﻋﺎده ﻛړي او د ﺧﭙﻠﯥ ځﻤﻜﯥ ﺑﺸﭙړﺗﻴﺎ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ وﺳﺎﺗﻲ «.
ﻫﻤﺪا راز ﻣﻘﺎوﻣﺖ اﻋﻼن ﻛړى ﭼﯥ » د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ﺣﻜﻮﻣﺖ او ﻧﻈﺎم د دې ﻧﻴﻮاﻛګﺮو ﻳﻮه ﺑﺮﺧﻪ ده .
ﭘﺨﭙﻠﻪ وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزى ﻫﻢ د دې ﻧﻴﻮاﻛګﺮاﻧﻮ د ﻟښﻜﺮو ﺳﺮه ﻳﻮ ځﺎى ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﺣﺎﻛﻢ ﺷﻮﯦﺪى .ﻣﻘﺎوﻣﺖ دا اﻋﻼن ﻫﻢ ﻛړى ﭼﯥ ﻧﻪ ﺧﻮ ﺑﻪ د ﻛﺮزي ﭘﻪ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻛﯥ ګډون وﻛړي او ﻧﻪ ﺑﻪ د ﻫﻐﻪ ﺳﺮه د ﺳﻮﻟﯥ ﺧﺒﺮې ،ځﻜﻪ
ﭼﯥ وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻧﻪ د ﺧﺒﺮو واك ﻟﺮي او ﻧﻪ ﻳﯥ د ﭘﺮﯦﻜړو د ﭘﻠﻲ ﻛﻮﻟﻮ وړﺗﻴﺎ(99) «.
د ﻧﮋدې ﻟﺲ ﻛﺎﻟﻮ ،وژﻟﻮ ،وراﻧﻮﻟﻮ او ﺗﺒﺎﻫﻴﻮ وروﺳﺘﻪ ،دادي ﺑﻬﺮﻧﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﺧﭙﻠﻪ د ﺗﻴښﺘﯥ ﻻر ﻟټﻮي
ﺧﻮ اوس داﺳﯥ ﺑﺮﻳښﻲ ﭼﯥ دا ﻻره ﺗﺮې ورﻛﻪ ده ،ګﻴﭻ او ﻣﻨګ دي ،ﻧﻪ ﭘﻮﻫﻴږې څﻪ ډول ﺧﭙﻞ ﻋﺰت وﺳﺎﺗﻲ. .
رﻳښﺘﻴﺎ ﻫﻢ ﭼﯥ ﻧﺎﭘﻮﻫﻪ او ګﻴﭻ ﻟښﻜﺮ ﻫﻴڅﻜﻠﻪ ﻫﻢ ﺟﻨګ ﻧﻪ ﺷﻲ ګټﻠﻰ ،د ﻫﻐﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭼﯥ ﺗﺮ دﻳﺮش ﺳﻠﻤﻪ
ﻳﯥ ﭘﻪ ﻣﺨﺪره ﻣﻮادو او د وﺳﻠﯥ ﭘﻪ ﭘﻠﻮرﻟﻮ ﻋﺎدي وي اوﻳﺎ ﻫﻐﻪ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﭼﯥ ﻣﺴﺆﻟﻴﻦ ﻳﯥ اﻋﺘﺮاف ﻛﻮي
ﭼﯥ د ﭘﻴﺴﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺟﻨګﻴږي ﻫﻴڅﻜﻠﻪ ﻫﻢ ﻣﻴﺪان ﻧﻪ ﺷﻲ وﻫﻠﻰ .دا ﻫﻐﻪ ﺣﻘﻴﻘﺖ دى ﭼﯥ د ﻫﻠﻤﻨﺪ د ﻧﺎدﻋﻠﻲ د وﻟﺴﻮاﻟۍ ﻳﻮې ﺑﺮﺧﯥ ﻣﺎرﺟﯥ ﻛﯥ ،ﭼﯥ وروﺳﺘﻪ ﻳﯥ د وﻟﺴﻮاﻟۍ ﻟﻘﺐ ﺧﭙﻞ ﻛړ،
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ
177
ﺗﻪ ﭘﻴښ ﺷﻮل .او ﻫﻐﻪ څﻪ ډاګﻴﺰه ﻛﻮي ﭼﯥ ﻏﺮﺑﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ،ﭘﻪ ځﺎﻧګړې ﺗﻮګﻪ ﻫﺎﻟﻨﺪﻳﺎن ،ﻳﯥ ﺗﻴښﺘﯥ ﺗﻪ اړ ﻛړل (100) .
د ﻫﻠﻤﻨﺪ د ﻣﺎرﺟﯥ ﻋﻤﻠﻴﺎت د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﻧﻮي ﻗﻮﻣﺎﻧﺪان ﻣﻚ ﻛﺮﺳټﻞ او د اوﺑﺎﻣﺎ د ﻧﻮي ﺟﻮړ ﺷﻮي ﻧﻄﺎم ﻟﻪ
ﭘﺎره ﻳﻮ ازﻣﻴښﺖ و .ﭘﻪ دﻏﻮ ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ ﻛﯥ ﻟﻪ ﭘﻨځﻠﺲ زرو زﻳﺎﺗﻮ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ او اﺗﺤﺎدي ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﺑﺮﺧﻪ اﺧﺴﺘﯥ وه ،ﭘﺎﻳﻠﯥ ﻳﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د ﭘﻮځﻲ ﻟښﻜﺮ ﻧﺎﻛﺎﻣﻲ ،د ﺳﻴﻤﯥ د ټﻮل ﺳﻴﺴﺘﻢ ﺗﺒﺎﻫﻲ ،د ﺑﯥ ګﻨﺎه
ﻣﻠﻜﻲ وګړو وژل او د ﻣﻴﻠﻴﻮﻧﻮ ﻣﻴﻠﻴﻮﻧﻮ ډاﻟﺮو ﻣﺎﻟﻲ زﻳﺎن او .....
د ﻣﺎرﺟﯥ ﻧﻈﺎﻣﻲ ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ ﻧړﻳﻮاﻟﯥ ټﻮﻟﻨﯥ ﺗﻪ او ﭘﻪ ځﺎﻧګړې ﺗﻮګﻪ ﻫﻐﻮ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﺗﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ
ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺷﺘﻮن ﻟﺮي دا ډاګﻴﺰه ﻛړه ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﻣﺎﺗﻮل او ددې وﻟﺲ ﭘﻪ ﺧﻼف ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺑﺮې ﺷﻮﻧﻰ ﻧﻪ ښﻜﺎري .
د ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﺷﻮروي اﺗﺤﺎد وروﺳﺘﻰ وﻟﺴﻤﺸﺮ ګﻮرﺑﺎﭼﻮف واﻳﻲ ﭼﯥ» اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ د ﭘﻮځﻮﻧﻮ داﺧﻠﻮل
زﻣﻮﻧږ ﺳﺘﺮ ﺳﻬﻮه وه ﭘﻪ دې ﺧﺎﻃﺮ دا ﺳﻬﻮه ﺑﺎﻳﺪ ﺑﻴﺎ ﺗﻜﺮار ﻧﻪ ﺷﻲ « ﻫﻐﻪ واﻳﻲ ﭼﯥ »زﻣﻮﻧږ ﻗﻮاووې ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ ورﻧﻨﻮﺗﯥ راﺳﺎ د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘﺎرﺗﻴﺰاﻧﻲ ﺟﻨګﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ ﺷﻮې ،ﻛﻤﻴﻨﻮﻧﻪ راﺗﻪ ﻧﻴﻮل ﻛﯧﺪه ،ﻟﻪ
ﺑﻠﻪ ﭘﻠﻮه دا ځﺎﻧګړى ﺟﻐﺮاﻓﻴﺎﻳﻲ ﻣﻮﻗﻌﻴﺖ او دﻧګ دﻧګ ﻏﺮوﻧﻪ ﭼﻰ ﻫﻠﺘﻪ زﻣﻮﻧږ ټﺎﻧﻜﻮﻧﻮ ﻛﺎر ﻧﻪ ﻛﺎوه،او اوس
ﻫﻤﺪا ﻋﻠﺖ دى ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﯦﺎن ﻫﻢ ﻫﻴڅ ﻧﻪ ﺷﻲ ﻛﻮﻻى او ﻧﻪ ﭘﺮاﺑﻠﻮﻣﻮﻧﻪ ﺣﻠﻮﻻى ﺷﻲ او ﻧﻪ اﻣﻨﻴﺖ راوﺳﺘﻼى
ﺷﻲ ځﻜﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺧﻠﻚ ﺧﺎرﺟﻴﺎن ﻧﻪ ﻏﻮاړي ﻣﻮﻧږ ﻣﺠﺒﻮر وو ﭼﻰ ﻣﻨﻄﻘﻪ ﭘﺮﯦږدو او و وځﻮ «) (101
ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د روﺳﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﻋﻤﻮﻣﻲ ﻗﻮﻣﻨﺪان ) ، (Gen. Boris Gromov'sد روﺳﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ
اﺧﺮي ﻋﺴﻜﺮ ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻳﯥ ﭘﺮﯦښﻮد ،اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ او د ﻧﺎټﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﺗﻪ ګﻮاښ ﻛړى او ورﺗﻪ واﻳﻲ ﭼﯥ
» اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ ډﻳﺮ ﻋﺒﺮﺗﻨﺎﻛﻪ درس راﻛړ ...ﻫﻤﺪا اوس او د ﺗﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره دا ﻧﺎ ﺷﻮﻧﯥ ده ﭼﯥ ﺳﻴﺎﺳﻲ
ﻛړﻛﯧﭽﻮﻧﻪ د ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ زور ﺣﻞ و ﻓﺼﻞ ﻛړو .ﻫﻐﻪ واﻳﻲ » دا ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﭘﻼن ﻟﺮي ﻧﻮر ﭘﻪ زرګﻮﻧﻮ
ﺗﺎزه ﭘﻮځﻮﻧﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ واﺳﺘﻮي ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ او ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﭘﻪ ﻟﻴﻜﻮ ﻛﯥ ﺑﻪ ﻫﻴڅ ﺗﻐﻴﻴﺮ اوﺑﺪﻟﻮن را ﻧﻪ
وﺳﺘﻠﻰ ﺷﻲ .او ﭘﻪ ﻃﺒﻴﻌﻲ ﺗﻮګﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ﭘﺎﻳﻠﯥ ﻣﻨﻔﻲ وي «.
د ﻫﻐﻪ ﺗﺮ څﻨګ ﻳﻮ ﺑﻞ داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺟګړې روزل ﺷﻮى ) (Ol eg Samoil ovواﻳﻲ ﭼﯥ » زه داﺟﻨګ د ﻋﻘﻞ
ﻧﻪ ﻟﺮې ګڼﻢ ،ﻫﻠﺘﻪ ﻣﻮﻧږ څﻪ وﻛړل ؟ او څﻪ ﻣﻮ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛړل؟ ﻃﺒﻴﻌﻲ ده ﭼﯥ ﻫﻴڅ ﻣﻮ ﻧﻪ دي ﺗﺮﻻﺳﻪ ﻛړي ،ﻳﻮازې ﻣړي ﻣﻮ ﺷﺎﺗﻪ ﭘﺮې اﻳښﻲ دى ،زﻣﻮﻧږ وژل ﺷﻮي ﻣﻠګﺮي ،د ﻫﻐﻮى ﻣﻴﻨﺪې او د ﻫﻐﻮى ﻛﻮﻧډې ...او دا ټﻮل ﻫﻐﻪ څﻪ و ﭼﯥ وﺷﻮل«..
د 2001ز ﻛﺎل د اﻛﺘﻮﺑﺮ راﭘﻪ دﻳﺨﻮا داﺳﯥ ګﻮﻣﺎن ﻛﯧﺪه ﭼﯥ ﻧړﻳﻮال ﭘﻮځﻮﻧﻪ ﺑﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﺮ ﻛﻮﻣﻲ ﺗﻴﺮ
ﻛړي او ددې ﻫﻴﻮادو د ﺳﺘﺮو ﻟښﻜﺮو ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﺑﻪ ﻫﻴڅ څﻮك د ﭘﺎڅﻮن ﺣﻮﺻﻠﻪ وﻧﻪ ﻟﺮي .ﺧﻮ دې
وروﺳﺘﻴﻮ ﻧﻬﻮ ﻛﻠﻮﻧﻮ دا اﻧﺪ او اﻧګﻴﺮﻧﻪ ډﻳﺮه ﻏﻠﻄﻪ ﺛﺎﺑﺘﻪ ﻛړه ،ﭘﻪ ﻫﻤﺪې ﺧﺎﻃﺮ اوس ﻧړﻳﻮاﻟﻪ ټﻮﻟﻨﻪ ﭼﯥ ﻫﻢ د اﻧﺴﺎﻧﻲ ﺗﻠﻔﺎﺗﻮ او ﻫﻢ د ﻣﺎﻟﻲ زﻳﺎﻧﻮﻧﻮ د زﻏﻢ وړﺗﻴﺎ ورځ ﭘﻪ ورځ ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ورﻛﻮي ،ﻏﻮاړي ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن
ﻣﻮﺿﻮع د ﺳﻮﻟﯥ او ﺧﺒﺮو اﺗﺮو ﻟﻪ ﻻرې ﺣﻞ ﺷﻲ .ﭘﺨﭙﻠﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﭼﺎرواﻛﻲ ﻫﻢ اوس دﻏﯥ اﻧﺪ ﺗﻪ
رارﺳﻴﺪﻟﻲ ﺧﻮ د ﻛﺎر دﭘﻴﻼﻣﯥ ﻧﻪ وﻳﺮه ﻟﺮي .د ﻫﻐﻮى ﭘﻪ اﻧﺪ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻣﺎﺗﯥ ﺑﻪ د ﻫﻐﻮى ﺑﺮﺧﻠﻴﻚ
د ﻫﻐﻮ ﭘﺨﻮاﻧﻴﻮ اﻣﭙﺮاﻃﻮرﻳﻮ ﭘﻪ څﻴﺮ ﻛړي ﭼﯥ ددې ﻧﻪ ﻣﺨﺘﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ دﻏﻪ ﻫﻴﻮاد ﺑﺎﻧﺪې د وﻟﻜﯥ ﻛﻮﻟﻮ ﻧﺎﻛﺎﻣﻪ
ﺗﺠﺮﺑﯥ ﺗﻜﺮار ﻛړﻳﺪي .
178
د اﻣﺮﻳﻜﺎ ،اﻧګﻠﺴﺘﺎن او د ﻧﺎټﻮ دﻧﻮرو ﻫﻴﻮادو د ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻛﺎر ﭘﻮﻫﺎﻧﻮ ټﻮﻟﻮ اﻧﺪ دادې ﭼﯥ دا ﻣﻮﺿﻮع ﺑﺎﻳﺪ
دﺧﺒﺮو اﺗﺮو ﻟﻪ ﻻرې ﺣﻞ ﻛړل ﺷﻲ .
ﭘﻪ اروﭘﺎﻳﻲ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﻛﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ د ﭘﻮځﻮﻧﻮ د ور اﺳﺘﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﺑﺤﺜﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﺣﻜﻮﻣﺘﻮﻧﻪ ﻳﻮ ﭘﻪ ﺑﻞ
ﭘﺴﯥ ړﻧګ ﺷﻮي ﭼﯥ ﻣﻬﻢ ﻣﺜﺎﻟﻮﻧﻪ ﻳﯥ د اﻳټﺎﻟﻴﯥ او ﻫﺎﻟﻨډ ﺣﻜﻮﻣﺘﻮﻧﻪ دي ﺧﻮ ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻧﻮرو ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﻛﯥ ﻫﻢ دا ﻛﻤﺸﻜﺶ اوس ﺧﭙﻞ اوج ﺗﻪ رﺳﻴﺪﻟﯥ دى .
د ﺟﺮﻣﻨﻲ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭼﺎرو وزﻳﺮ »ګﻴﺪو وﺳټﺮوﻟﻪ« واﻳﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻟﻪ ﻣﺨﺎﻟﻔﻮ وﺳﻠﻪ واﻟﻮ ﺳﺮه ﻟﻪ
ﺗﻔﺎﻫﻢ ﭘﺮﺗﻪ ﺑﻠﻪ ﻻره ﻧﺸﺘﻪ .د ﺟﺮﻣﻨﻲ ﺳﻴﺎﺳﺘﻮاﻻﻧﻮ ﻫﻢ د ﻣﻼ ﻋﻤﺮ ﭘﻪ ﺷﻤﻮل د ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ د ډﻟﻮ ﻟﻪ ټﻮﻟﻮ ﻣﺸﺮاﻧﻮ
ﺳﺮه د ﻣﺸﺮوﻃﻮ ﺧﺒﺮواﺗﺮو ﻏﻮښﺘﻨﻪ وﻛړه .د ﺟﺮﻣﻨﻲ ﺷﭙﻴګﻞ ﻣﺠﻠﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﻳﻮې ګڼﯥ ﻛﯥ وﻟﯧﻜﻞ د ﺟﺮﻣﻨﻲ د
ﻋﻴﺴﺎﻳﻲ ډﻳﻤﻮﻛﺮاټ واﻛﻤﻦ اﺋﺘﻼف ګﻮﻧﺪ د ﻓﺮاﻛﺴﻴﻮن د ﺧﺎرﺟﻲ ﺳﻴﺎﺳﺖ د ﻛﻤﻴټۍ وﻳﻨﺪوى »ﻣﺲ ﻓﻴﻠډر« ووﻳﻞ د ﻣﻼ ﻋﻤﺮ او اﻧﺠﻨﻴﺮ ګﻠﺒﺪﻳﻦ ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر ﭘﻪ ﺷﺎن اﻓﻐﺎﻧﺎن ﻛﻮﻻى ﺷﻲ ﺳﻮﻟﯥ ﺗﻪ د ﺧﺒﺮواﺗﺮو ﻟﭙﺎره زﻣﻴﻨﻪ
ﺑﺮاﺑﺮه ﻛړي .ﻫﻐﯥ ووﻳﻞ اﻟﺒﺘﻪ دﻏﻪ ﻛﺴﺎن ﺑﺎﻳﺪ دښځﻮ ﺣﻘﻮﻗﻮ ﺗﻪ داﺣﺘﺮام او ﻟﻪ ﺗﺎوﺗﺮﯦﺨﻮاﻟﻲ د ډډې ﻛﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﺷﺎن ﺷﺮﻃﻮﻧﻪ وﻣﻨﻲ .د ﺟﺮﻣﻨﻲ دﻏﻪ ﻣﺴﺆل زﻳﺎﺗﻪ ﻛړه ﻟﻪ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ او داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻟﻪ ﻧﻮرو وﺳﻠﻪ واﻟﻮ ﻣﻘﺎوﻣﺘﻲ
ډﻟﻮ ﺳﺮه د ﺧﺒﺮو اﺗﺮو ﻫﺪف ﭘﻪ دﻏﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛښﯥ د ﺛﺒﺎت راﻣﻨځﺘﻪ ﻛﻮل دي .د ﺟﺮﻣﻨﻲ ﭘﻪ ﭘﺎرﻟﻤﺎن ﻛښﯥ د ﺷﻨﻮ
ګﻮﻧﺪ اﺳﺘﺎزي »ﻛﺮﻳﺴټﻴﻦ ﻣﻮﻟﺮ « ﻫﻢ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻛښﯥ د ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ګډون ﻣﻨﺘﻔﻲ ﺑﻠﻠﻰ دى« .
ﭘﺎﻛﺴﺘﺎﻧﻰ ﻛﺎرﭘﻮه اﺣﻤﺪرﺷﻴﺪ ،ﭼﯥ ﭘﻪ ﺳﻴﻤﻪ ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او ﻧﺎټﻮ ﺑﺎوري ﺳﺮﭼﯧﻨﻪ ګڼﻞ ﻛﯧږي اوس ﭘﻪ
دې ﺑﺎور دى ﭼﯥ » ﺑﺎﻳﺪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺷﺨړې د اواري ﻟﭙﺎره ﻟﻪ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺳﺮه ژر ﺗﺮ ژره ﺧﺒﺮې وﺷﻲ«.
ﻫﻐﻪ ﭼﯥ دﻫﻤﺪې ﺧﺒﺮ د څﺮګﻨﺪوﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ان ﻟﻨﺪن ﺗﻪ را ﺑﻠﻞ ﺷﻮى و ﭘﻪ ﻳﻮه ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ ﻛﯥ ووﻳﻞ » :زﻣﺎ ﭘﻪ
ﺑﺎور ﻛﻪ دا ﺧﺒﺮې ژر ﺗﺮﺳﺮه وﻧﻪ ﺷﻲ ،د ﺣﺎﻻﺗﻮ د ﻻ ﺧﺮاﺑﯧﺪو او ﻟﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻧﻪ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮځﻮاﻛﻮﻧﻮﻟﻪ وﺗﻠﻮ وروﺳﺘﻪ ﺑﻪ ﭘﻪ ﺳﻴﻤﻪ ﻛﯥ د ګډوډۍ او ﺑﯥ ﺛﺒﺎﺗۍ اﻣﻜﺎن ډﯦﺮ ﺷﻲ«.
ﭘﻪ دې ﻛﯥ ﺷﻚ ﻧﻪ ﺷﺘﻪ ﭼﯥ اﺣﻤﺪ رﺷﻴﺪﺑﻪ دا ﺧﺒﺮې د ﻏﺮﺑﻴﺎﻧﻮ ﭘﻪ اﺟﺎزه او د ﻫﻐﻮى وﻟﺴﻮﻧﻮ ﺗﻪ د ﺑﺎور د ﭘﻴﺪا
ﻛﯧﺪوﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﻛﻮي ،ﻧﻮ ځﻜﻪ ﻫﻐﻪ ﺧﺒﺮه ﻏﺒﺮګﻮي او واﻳﻲ ﭼﯥ » :ﭼﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺑﺮﺧﻪ ﻛﯥ څﻮ ټﻜﻲ ﭘﻪ ﭘﺎم
ﻛﯥ وﻟﺮئ دا ﭼﯥ ﻃﺎﻟﺒﺎن ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﺑﻬﺮﻧﻴﺎﻧﻮ د ﺣﻀﻮر ﻣﺨﺎﻟﻒ دي او ﺑﻞ دا ﭼﯥ ﭘﻪ وروﺳﺘﻴﻮ ﻛﻠﻮﻧﻮ
ﻛﯥ دوى د ﺟﻬﺎد ﻛﻠﻤﻪ ډﯦﺮه ﻟږه اﺳﺘﻌﻤﺎﻟﻮي او د دوى ﭘﻪ ﺧﭙﺮوﻧﻮ ﻛﯥ ځﻴﻨﯥ وﺧﺖ اﺻﻼً د ﺟﻬﺎد ﻛﻠﻤﻪ ﻧﻪ ﻛﺎرول ﻛﯧږي«.
ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻟﻨﺪن ﻛﯥ ﻟﻮﻳﺪﻳځﻮاﻟﻮ ﺗﻪ دا ډاډ ورﻛﻮي او واﻳﻲ ﭼﯥ د ده ﭘﻪ ﻧﻈﺮ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﻨځ ﻛﯥ ﻣﻌﻘﻮل
ﻋﻨﺎﺻﺮ ﻣﻤﻜﻦ ﭘﻪ دې ﭘﻮه ﺷﻮي وي ﭼﯥ دوى د ﻳﻮه داﺳﯥ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ،ﭼﯥ ﻟﻮﯦﺪﻳځﻮال ﻳﯥ ﻫﻢ د ﻛﺮزي د
ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﻪ ﺷﺎن ﻣﻼﺗړ ﻛﻮي ،ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ واك ﺗﻪ ورﺳﯧږي او ﻋﻤﻼً د ﺗﯧﺮو ﺗﺠﺮﺑﻮ ﻟﻪ ﺗﻜﺮارﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ ﻧﻪ ﺷﻲ.
ده ووﻳﻞ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻟﻮﯦﺪﻳځ او ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د اﻳﺘﻼﻓﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﺗﺮټﻮﻟﻮ ﻟﻮﻳﻪ ﺳﺘﻮﻧﺰه دا ده ﭼﯥ دوى د ﺧﺒﺮو
ﻟﭙﺎره ﻛﻮﻣﻪ ﺟﺪي ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋي ﻧﻪ ﻟﺮي او دا ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ده ﭼﯥ ﻟﻪ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺳﺮه د ﺧﺒﺮو اﺗﺮو ﻣﻮﺿﻮع ﻟﻪ ډﯦﺮې ﻣﻮدې راﻫﻴﺴﯥ ﺑﻴﺎ ﺑﻴﺎ ﻳﺎدﯦږي.
179
ﻫﻐﻪ واﻳﻲ ﭼﯥ ﺑﺎﻳﺪ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﻣﺸﺮاﻧﻮ ﺳﺮه ﺧﺒﺮې وﺷﻲ.د ده ﭘﻪ ﻧﻈﺮ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﻣﺸﺮاﻧﻮ ﺳﺮه د ﺧﺒﺮو ﭘﻪ
ﺑﺮﺧﻪ ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ او د ﻫﻐﯥ د ﻟﻮﯦﺪﻳځﻮ ﻣﺘﺤﺪاﻧﻮ ﺳﺘﻮﻧﺰه د دﻏﻮ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ د ﻋﺎﻣﻪ اﻓﻜﺎرو ﻟﻪ درﻛﻪ ده ځﻜﻪ
ﭼﯥ ﻟﻪ ﻛﻠﻮﻧﻮﻛﻠﻮﻧﻮ ﺟګړې وروﺳﺘﻪ څﺮﻧګﻪ ﺧﭙﻠﻮ وﻟﺴﻮﻧﻮ ﺗﻪ وواﻳﻲ ﭼﯥ ﻟﻪ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﺧﺒﺮې ﻛﻮي.
ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻋﻴﻦ ﺣﺎل ﻛﯥ ووﻳﻞ ﭼﯥ د دواړو ﺧﻮاوو ﺗﺮﻣﻨځ د ﺧﺒﺮو ﻟﭙﺎره ګډې زﻣﻴﻨﯥ ﺷﺘﻪ.ﻣﺜﻼً اﻣﺮﻳﻜﺎ واﻳﻲ ﭼﯥ
د راﺗﻠﻮﻧﻜﻲ ﻛﺎل ﻟﻪ ﺟﻮﻻﻳﻪ ﻟﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻧﻪ د ﺧﭙﻠﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ اﻳﺴﺘﻞ ﭘﻴﻠﻮي او ﻃﺎﻟﺒﺎن ﻫﻢ ﻧﻬﺎﻳﺘﺎً ﻟﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻧﻪ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮځﻮاﻛﻮﻧﻮ د وﺗﻠﻮﻏﻮښﺘﻮﻧﻜﻲ دي.د اﺣﻤﺪ رﺷﻴﺪ ﭘﻪ ﻧﻈﺮ ﻛﯧﺪاى ﺷﻲ دا ګډ ټﻜﻲ ﭘﻪ ﻳﻮه رﺳﻤﻲ
ﭼﻮﻛﺎټ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻧﻈﺮ ﻛﯥ وﻧﻴﻮل ﺷﻲ.
ده ﭘﻪ دې ﺧﺒﺮه ټﻴﻨګﺎر ﻛﺎوه ﭼﯥ ﭘﻪ ﺑﯧﻼﺑﯧﻠﻮ دﻻﻳﻠﻮ د ﻛﺮزي ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﻪ ﻳﻮازې ﺗﻮګﻪ دا ﻫﺪف ﭘﺮﻣﺦ ﻧﻪ ﺷﻲ ﺑﯧﻮﻟﻰ او د ﺧﺒﺮو دا ﭘﺮوﺳﻪ ﻧړﻳﻮال ﺿﻤﺎﻧﺖ ﺗﻪ اړﺗﻴﺎ ﻟﺮي )(102د اى اﻳﺲ اى ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﻣﺸﺮ او د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اﻣﻮرو ﻛﺎرﭘﻮه ﺟﻨﺮال ﺣﻤﻴﺪﮔﻞ وﻳﻠﻲ دي »:د ﻣﺬاﻛﺮاﺗﻮ ﭘﺮﺗﻪ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ اﻣﻨﻴﺖ ﻧﻪ ﺷﻲ راﺗﻠﻰ« ﻟﻪ ﺳﻲ
ان ان ﺳﺮه ﭘﻪ ځﺎﻧﮕړې ﻣﺮﻛﻪ ﻛﯥ ﺣﻤﻴﺪﮔﻞ وﻳﻠﻲ »:اﻣﺮﻳﻜﺎ او ﻫﻨﺪ ﭘﻪ ﺳﻴﻤﻪ ﻛﯥ ﻣﻨﻔﻲ رول اداء ﻛﻮي .اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻣﺎﺗﻪ وﺧﻮړه او ﻫﻨﺪ د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن دﻛﻤﺰوري ﻛﻮﻟﻮ ﻫڅﯥ ﻛﻮي «.ﺣﻤﻴﺪﮔﻞ زﻳﺎﺗﻪ ﻛړې » :د اﻓﻐﺎن ﺷﺨړې د ﻫﻮارۍ ﻳﻮازﻳﻨۍ ﻻر دﻣﻘﺎوﻣﺖ د ﻟﻴﻜﻮ ﺳﺮه ﺧﺒﺮې اﺗﺮې دي ﺗﺮڅﻮ ﭘﻮرې ﭼﯥ دﺧﺒﺮو اﺗﺮو ﻻر ﻧﻴﻮل
ﺷﻮې ﻧﻪ وي ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﺳﻮﻟﻪ او اﻣﻨﻴﺖ ﻧﻪ ﺷﻲ راﺗﻠﻰ« .ﺣﻤﻴﺪ ﮔﻞ زﻳﺎﺗﻪ ﻛړې :
» دﭘﺎﻛﺴﺘﺎن واﻛﻤﻨﺎن دې ﻫﻢ د رواﻧﯥ ﺟﮕړې څﺨﻪ ځﺎن راﺑﯧﻞ ﻛړي ځﻜﻪ ﭼﯥ را روان ﺣﺎﻟﺖ ﺑﻪ ډﻳﺮ زﻳﺎت
ﺧﻄﺮﻧﺎك او ﺧﻮاﺷﻴﻨﻮﻧﻜﻰ وي «.
ﻫﻤﺪا راز دﻏﻪ د ﺳﻴﺎﺳﻲ اﻣﻮرو ﻛﺎرﭘﻮه واﻳﻲ ﭼﯥ »:اوﺑﺎﻣﺎ ﺑﻪ ﺳږﻛﺎل د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﺳﻮﻟﻪ ﻛﻮي .ﻫﻐﻪ واﻳﻲ
ﭼﯥ ﺳږﻛﺎل د ﻧﻮاﻣﺒﺮ ﭘﻪ ﻣﻴﺎﺷﺖ ﻛﯥ ﺑﻪ د اوﺑﺎﻣﺎ ﺣﻜﻮﻣﺖ د ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ د ډﻟﻮ ﺳﺮه د ﺳﻮﻟﯥ دروازې ﭘﺮاﻧﻴﺰي.
د ﻫﻐﻪ ﭘﻪ اﻧﺪ د ﻣﻘﺎوﻣﺖ ډﻟﯥ ﺑﻪ ﺧﭙﻞ اﺳﺎﺳﻲ ﻗﺎﻧﻮن ﻟﻴﻜﻲ او ﻫﻴﭽﺎﺗﻪ ﭘﻪ ﻛﺎر ﻧﻪ ده ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ
داﺧﻠﻲ اﻣﻮرو ﻛﯥ ﻻﺳﻮﻫﻨﻪ وﻛړي .ځﻜﻪ اﻓﻐﺎﻧﺎن دا ﻧﻪ ﺧﻮښﻮي ﭼﯥ ﭘﺮدي دې ورﺗﻪ ﭘﻪ ﻛﻮرﻧﻴﻮ ﭼﺎرو ﻛﯥ
ﻻﺳﻮﻫﻨﻪ وﻛړي ،ﻫﻐﻪ وړاﻧﺪ وﻳﻨﻪ ﻛړې ﭼﯥ د ﺣﺎﻣﺪ ﻛﺮزي دوﻟﺖ ﺑﻪ ډﻳﺮ ژر ﺧﭙﻞ اﻧﺠﺎم ﺗﻪ ورﺳﻴږي او
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﺑﻪ د 400ﻧﻪ ﺗﺮ 500ﭘﻮرې د ﺣﺎﻣﺪ ﻛﺮزي ﻧﮋدې دوﺳﺘﺎن ﻟﻪ ﺧﭙﻠﻮ ځﺎﻧﻮ ﺳﺮه اروﭘﺎﻳﻲ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﺗﻪ
ﻣﻨﺘﻘﻞ ﻛړي .ﻫﻐﻪ ﭘﻪ دې ﺑﺎور دى ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﻪ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ او ﻳﺎ ﺑﻠﯥ ﻣﺠﺎﻫﺪې ډﻟﯥ ﻟﺨﻮا اداره ﻛړل ﺷﻲ (103) .
دﭘﺎﻛﺴﺘﺎن د ﻧﺸﻨﻞ ﻋﻮاﻣﻲ ګﻮﻧﺪ ﻳﻮ ﻣﺸﺮ اوﺳﻨﺎﺗﻮر،ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﺮاﺳﻴﺎب ﺧټﻚ ،زﻣﺎ ﺳﺮه ﭘﻪ ﻳﻮه ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ ﻛﯥ
د ګډون ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻳﻮه ځﺎﻧګړې ﻟﻴﺪﻧﻪ ﻛﯥ ﭘﻪ دې ﺗﺄﻛﻴﺪ ﻛﺎوه ﭼﯥ د اﻧﺠﻴﺮګﻠﺐ اﻟﺪﻳﻦ ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر ﭘﺮﺗﻪ د
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺳﻴﺎﺳﺖ ﻧﻴﻤګړې دې اوﭘﻪ ﻫﺮ ﺻﻮرت ﭼﯥ ﺷﻮﻧﻲ وي داﺳﯥ ﻻرې ﺑﺎﻳﺪ وﻟټﻮل ﺷﻲ ﭼﯥ داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺳﻴﺎﺳﺖ ﻛﯥ دﻫﻐﻪ ګډون ﺣﺘﻤﻲ ﻛړي .
ﭘﻪ اﺳﻼم اﺑﺎد ﻛﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د )ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ( ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﺨﻮاﻧﻰ ﺳﻔﻴﺮ ،ﻣﻼ ﻋﺒﺪاﻟﺴﻼم ﺿﻌﻴﻒ ،ﭼﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د اﺳﻼﻣﻲ ﻏﻮرځﻨګ ﻳﻮ ﺑﺎوري وګړى ګڼﻞ ﻛﯧږي ﭘﻪ دې اﻧﺪ دى ﭼﯥ :
» د ﻣﺬاﻛﺮاﺗﻮ ﭘﺮﺗﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺑﺤﺮان د ﺣﻞ ﺑﻠﻪ ﻛﻮﻣﻪ ﻻره ﺷﺘﻮن ﻧﻪ ﻟﺮي .ﻫﻐﻪ واﻳﻲ ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن
دوﻟﺖ دﺳﻮﻟﯥ ﻛﻮﻟﻮ ﭘﻪ اړه ﻫﻴڅ ﺗﻮان ﻧﻪ ﻟﺮي .او زﻳﺎﺗﻮي ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺳﺘﻮﻧﺰه داﺧﻠﻲ ﻧﻪ ده ﺑﻠﻜﯥ ﺧﺎرﺟﻲ ﻋﻮاﻣﻞ ﻟﺮي .ﭘﻪ دې اﺳﺎس ﻛﻪ دا ﺳﺘﻮﻧﺰه داﺧﻠﻲ وي ﻧﻮ ﺑﻴﺎ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن دﻟﺘﻪ څﻪ ﻛﻮي ؟ ﻣﻼ ﺿﻌﻴﻒ
180
ﭘﻪ دې اﻧﺪ دى ﭼﯥ ﺗﺮ ﻫﺮ څﻪ ﻟﻮﻣړي دې د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ د ﺑﺎور ﻓﻀﺎ را ﻣﻨځﺘﻪ ﺷﻲ اوﺑﻴﺎ دا ﺧﺒﺮې ﭘﻪ ﻛﻮم درﻳﻤګړي ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ﺗﺮ ﺳﺮه ﺷﻲ .د ﻣﻼﺿﻌﻴﻒ ددې وړاﻧﺪﯦﺰ ﺳﺮه ﭼﯥ » د ﻟﺴﺖ او ﻟﺴﺖ
ﺑﺎزۍ ﻟﻮﺑﯥ ﺗﻪ دﭘﺎى ټﻜﯥ ﻛﯧښﻮدل ﺷﻲ «.ګڼ ﺷﻤﻴﺮ اﻓﻐﺎﻧﻲ او ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻛﺎر ﭘﻮﻫﺎن ﭘﻪ دې اړه ﻫﻢ اﻧﺪه دي .ددې ټﻮﻟﻮ اﻧﺪ دادى » ﭼﯥ ﻳﻮازې ﺗﻮر ﻟﺴﺖ ﻧﻪ دى ﺑﻠﻜﯥ څﻪ ﻧﻮر ﻋﺠﻴﺐ او ﻏﺮﻳﺐ ﻟﺴﺘﻮﻧﻪ ﻫﻢ
ﺟﻮړ ﺷﻮي ﭼﯥ ﺑﺎﻳﺪ د ﺑﻄﻼن ﻛﺮښﻪ ﭘﺮې راښﻜﻞ ﺷﻲ« .
ﻫﻐﻪ واﻳﻲ ﭼﯥ ددې ﻣﺮاﺣﻠﻮ وروﺳﺘﻪ ﺑﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د دوﻟﺖ ،د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ د ﺑﺎور ﻓﻀﺎ
راﻣﻨځﺘﻪ ﺷﻲ او ﺑﻴﺎ ﺑﻪ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ،د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د دوﻟﺖ ،او اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ د ﻣﺬاﻛﺮاﺗﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻻره
ﺑﺮاﺑﺮه ﺷﻲ (104) .
ﻳﻮﺷﻤﻴﺮ ﺧﻠﻚ ﺑﻴﺎ ﻏﻮاړي د ﺟﺮګﻮ ﻟﻪ ﻻرې ددې ﻏﻤﻴﺰې دﺣﻞ ﻻره ﭘﻴﺪا ﻛړي .ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ د ﭘښﺘﻨﻮﭘﻪ ﺳﻴﻤﻮ
ﻛﯥ ددواړو اړﺧﻮﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻴﻨځ د ﺟﻨﺠﺎﻟﻮ دﺣﻞ وﻓﺼﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﺟﺮګﻮ ﺟﻮړښﺖ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ګټﻮر ﻛﺎر دى او ددې ﻻرې ﻧﻪ ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻲ ﺧﭙﻠﯥ ﺳﺘﻮﻧﺰې ﺣﻞ ﻛړي .ﺧﻮ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اوﺳﻨۍ ﻏﻤﻴﺰې د ﺣﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره داﺳﯥ
ﺟﺮګﯥ دوﻣﺮه ګټﻮرې ﻧﻪ ﺑﺮﻳښﻲ او ﻧﻪ ﺑﻪ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﺑﻬﺮ ﻧﻴﻮ ځﻮ اﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف د روان ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﭘﻪ
ﻛﻤښﺖ ﻛﯥ څﻪ اﻏﻴﺰ وﻟﺮي ځﻜﻪ ﭼﯥ :
-1ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف اوﺳﻨﻰ ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﻛﺎﻣﻼ ﻳﻮ ﻓﻜﺮي ﻣﻘﺎوت دى ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻴڅ ﻗﻮم او وﻟﺲ ﻛﯥ ﻧﻪ را ﻧﻐښﺘﻞ ﻛﯧږي ﺑﻠﻜﯥ ټﻮل وﻟﺴﻮﻧﻪ او ﻗﻮﻣﻮﻧﻪ ﭘﺨﭙﻞ ځﺎن ﻛﯥ را ﻧﻐﺎړي .
-2دا ﻏﻮرځﻨګ ﻳﻮازې د ډﻳﻮرﻧډ د ﻛﺮښﯥ ﺗﺮ څﻨګ ﻧﻪ دى را ټﻮ ﻛﯧﺪﻟﻰ ﺑﻠﻜﯥ ﭘﻪ ټﻮل ﻫﻴﻮا ﻛﯥ ﻳﯥ د ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ
ﻗﻮﻣﻮﻧﻮ او وﻟﺴﻮﻧﻮ ﺗﺮﻣﻨﻴځ ﻳﻮډول رﻳښﯥ ﻏځﻮﻟﯥ دي .
-3ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ ﭘﻴښﻮ وښﻮوﻟﻪ ﭼﯥ ددې ﻏﻮرځﻨګ او ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﻏړي ﺧﭙﻞ ﻫﺮ ﻣﺨﺎﻟﻒ ﻛﻪ ﻫﻐﻪ ﻗﻮﻣﻲ ﻣﺸﺮ وي او
ﻛﻪ ﻣﺬﻫﺒﻲ ﻣﺸﺮ وي د ﺧﭙﻠﯥ ﻣﺨﯥ څﺨﻪ ﻟﺮې ﻛړى او ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ﻳﯥ وړى .
ﭘﻪ دې اﺳﺎس ددې ﻻﻧﺠﯥ د ﺣﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺑﺎﻳﺪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻣﻴﺸﺖ دوﻟﺖ اود ﻫﻐﻮى ﻣﻼﺗړي ددې ﻏﻤﻴﺰې د
ﺣﻞ داﺧﻠﻲ ﻓﻜﺘﻮروﻧﻪ و ﻟټﻮي او د ﻫﻐﯥ د ﺣﻞ ﻟﭙﺎره ﻫڅﻪ و ﻫﺎﻧﺪ وﻛړي .ﭼﯥ ﺷﻮﻧﻰ ده او ﻫﻐﻪ دا ﻻﻧﺪې دي :
-1ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ اوﺳﻨﻰ ﺟﻨﺠﺎل ددوو ﻓﻜﺘﻮروﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻴﻨځ دى .د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ اﺳﻼﻣﻲ ﻏﻮرځﻨګ او ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻳﻮ اړخ او د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دوﻟﺖ او ﺑﻬﺮﻧﻲ ﻣﻼﺗړي ﻳﯥ ﺑﻞ اړخ ﺟﻮړوي .
-2ﭘﻮرﺗﻪ ﻳﺎد ﺷﻮي دواړه ﺣﺰﺑﻮﻧﻪ ﭘﻪ ټﻮل ﻣﻠﺖ ﻛﯥ ﭘﻴﮋﻧﺪل ﺷﻮي او ﭘﻪ ﻫﺮ ځﺎﻧګړي وﻟﺲ او ﻗﻮم ﻛﯥ ژورې
رﻳښﯥ او ښﻪ ﭘﻴﮋﻧﺪګﻠﻮي ﻟﺮي.
-3دﻏﻪ ﺣﺰﺑﻮﻧﻪ )د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ اﺳﻼﻣﻲ ﻏﻮرځﻨګ او ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ( ﭘﻪ ﻫﻴڅ ﻧﺴﻠﻲ ،ژﺑﻨﻲ او ﻳﺎ
ﻣﻨﻄﻘﻮي اړخ ﭘﻮرې ﺗړﻟﻰ ﻧﻪ دي ﭘﻪ دې اﺳﺎس د رواﻧﻮ ﺟﺮګﻮ او ددې ﺟﺮګﻮ ﭘﺮﯦﻜړې د ﻫﻐﻮى ﭘﻪ ﺧﻮځښﺖ
ﺑﺎﻧﺪې ﻫﻴڅ ډول اﻏﻴﺰ ﻧﺸﻲ ﻛﻮﻟﻰ .
-4دواړه ﺣﺰﺑﻮﻧﻪ ﭘﻪ ﭘﺮاﺧﻪ ﺗﻮګﻪ ﻧﻈﺎﻣﻲ او ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺗﺸﻜﯧﻼت ﻟﺮي او دﻏﻪ ﺗﺸﻜﯧﻼت ﻳﯥ د ﻛﺎﺑﻞ د ﺣﺴﺎﺳﻮ
ادارو ﭘﻪ ﺷﻤﻮل ﭘﻪ ټﻮل ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ﻏځﻴﺪﻟﻲ دي .
ﭘﻪ دې اﺳﺎس ددﻏﻪ ډول ﺟﺮګﻮ څﺨﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻐﻮى ﻛﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻗﻀﻴﯥ ﭘﻪ اﺻﻠﻲ ﻟﻮري ﻏﻮر وﻧﻪ ﺷﻲ ،د ﻏﻤﻴﺰې دﺣﻞ ﻫﻴﻠﻪ درﻟﻮدل د ﭘﻮﻫﯥ وړ ﺧﺒﺮه ﻧﻪ ﺑﺮﻳښﻲ .
181
د ﻫﻴﻮاد د ﻏﻤﻴﺰې د ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺣﻞ ﻻرو ﭼﺎرو د ﭘﻴﺪا ﻛﯧﺪو ﻟﻪ ﭘﺎره )2010ز ﻛﺎل( د ﺟﻮن ﭘﻪ ﻣﻴﺎﺷﺖ ﻛﯥ د
ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ ﻣﺮﻛﺰ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﻳﻮه ﺳﺘﺮه ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ ﻏﻮﻧډه ﺟﻮړه ﺷﻮه ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻐﯥ ﻛﯥ ټﻮﻟﻮ ﻫﻐﻮ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﭼﯥ
ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﭘﻮځﻲ ﺷﺘﻮن ﻟﺮي ګډون ﻛړى و .ددې ﻏﻮﻧډې ﭘﻪ اﺧﺮ ﻛﯥ د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي ﻟﻪ ﺧﻮا اﻋﻼن وﺷﻮ ﭼﯥ ﺑﻴﺮوﻧﻲ ﭘﻮځﻮﻧﻪ ﺑﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن څﺨﻪ د 2014ﻛﺎل ﺗﺮ اﺧﺮه ﭘﻮرې وځﻲ او اﻣﻨﻴﺖ ﺑﻪ د
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻣﻠﻲ اردو او ﻣﻠﻲ ﭘﻮﻟﯧﺴﻮ ﺗﻪ ﺳﭙﺎري .ﺧﻮ وروﺳﺘﻪ ﺑﻴﺎ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﻛړﻳﻮ دﻛﺮزي ددې اﻋﻼن ﺳﺮه
ﻣﺨﺎﻟﻔﺖ ښﻜﺎره ﻛړ .
اﻟﻤﺎﻧﻲ ژﺑﯥ ﻣﺠﻠﯥ ﺷﭙﻴګﻞ ﭘﻪ دې اړه ﻟﻴﻜﻠﻲ ﭼﯥ :د ﻛﺎﺑﻞ د ﻧړﻳﻮال ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ د ﺗﺼﻮﻳﺐ ﺷﻮې اﻋﻼﻣﻴﯥ ﭘﻪ
اﺳﺎس ﺑﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د 34وﻻﻳﺘﻮﻧﻮ د اﻣﻨﻴﺘﻲ ﭼﺎرو ﻣﺴﺆوﻟﯧﺖ اﻓﻐﺎن ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﺗﻪ وﺳﭙﺎرل ﺷﻲ .
ﺧﻮ ﭘﻪ ﺳﻨﺪ ﻛﯥ دا ﻧﻪ دي وﻳﻞ ﺷﻮي ،ﭘﻪ دې ﻫﯧﻮاد ﻛﯥ دﯦﺮه ﻧړﻳﻮال ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﺑﻪ ﭼﯥ دا ﻣﻬﺎل ﻳﯥ ﺷﻤﯧﺮ ﺷﺎوﺧﻮا ﻳﻮ ﻟﻜﻮ ﭘﻨځﻮﺳﻮ زرو ﺗﻪ رﺳﻴﺪﻟﻰ ،ﻛﻠﻪ ﻟﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن څﺨﻪ ووځﻲ .
د ﺷﭙﻴګﻞ ﭘﻪ ﺑﺎور ،د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺟﻤﻬﻮر رﺋﻴﺲ ﺑﺎرك اوﺑﺎﻣﺎ ﻣﻤﻜﻦ د ﺳﻴﺎﺳﻲ او ﻛﻮرﻧﻴﻮ دﻻﻳﻠﻮ ﻟﻪ وﺟﯥ ﭘﻪ
راﺗﻠﻮﻧﻜﻲ ﻳﻮه ﻛﺎل ﻛﯥ ﻟﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن څﺨﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﻋﺴﻜﺮو اﻳﺴﺘﻞ ﭘﻴﻞ ﻛړي او ﻟﻪ دې ﺳﺮه ﺳﻢ ﺑﻪ ﻧﺎټﻮ
ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﺗﻪ ﻫﻢ د وﺗﻠﻮ ﻻر ﺧﻼﺻﻪ ﺷﻲ.
ﺷﭙﻴګﻞ ﻟﻴﻜﯥ ،د ﻛﺎﺑﻞ ﭘﻪ ﻧړﻳﻮال ﻛﻨﻔﺮاﻧﺲ ﻛﯥ ﻟﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن څﺨﻪ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د وﺗﻠﻮ ﻟﭙﺎره د 2014
ﻛﺎل ﻧﯧټﻪ ﻫﻢ ﻣﺒﻬﻤﻪ او ګﻮﻧګﻪ ﺑﺮﻳښﻲ .
د اﻋﻼﻣﻴﯥ ﭘﻪ 17ﻣﯥ ﻓﻘﺮې ﻛﯥ راﻏﻠﻲ »،ﻧړﻳﻮاﻟﻪ ټﻮﻟﻨﻪ ﺑﻪ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د اﻣﻨﻴﺖ د ټﻴﻨګښﺖ او ﭘﺮاﺧﺘﻴﺎ
ﭘﻪ ﻣﻘﺼﺪ ،د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻟﻪ ﻣﻠﻲ ﭘﻮځ ﺳﺮه ﻣﺎﻟﻲ او ﭘﻮځﻲ ﻣﺮﺳﺘﻮ ﺗﻪ دوام ورﻛړي«.
ﻛﻪ ﻟﻪ ﻳﻮه ﻟﻮري ﭘﻪ 2014م ﻛﺎل ﻛﯥ د ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د وﺗﻠﻮ ﺧﺒﺮه ﻛﯧږي ،ﺧﻮ د ﺑﻠﻪ اړﺧﻪ ﻫﻤﺪې ﺧﺒﺮو د ګﺎوﻧډﻳﻮ
ﭘﻪ ګډون ﭘﻪ ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﻛﯥ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻏﻮرزې ﭘﺮزې را ﭘﻴﺪا ﻛړې دي .
د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﺣﻜﻮﻣﺖ او ﻧﻈﺎم د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دﺣﻞ د ﺳﻴﺎﺳﻲ ﭘﺮوﺳﯥ د ﻣﺨﺘﻞ ﻛﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره د 2010م ﻛﺎل ﭘﻪ
ﻟﻮﻣړﻳﻮ ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻳﻮ ﻟﻮړﭘﻮړى ﭼﺎرواﻛﻰ )ﻣﻼﻋﺒﺪاﻟﻐﻨﻲ ( ﻣﻼﺑﺮادر ﭘﻪ دې ﺧﺎﻃﺮ و ﻧﻴﻮه ﭼﯥ ﻫﻐﻪ د ﻛﺮزي د ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺳﺮه د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن د ﺟﺎﺳﻮﺳﻲ ﻧﻈﺎم د ﺧﺒﺮﯦﺪو ﭘﺮﺗﻪ ﭘﻪ ﭘټﻪ د ﺳﻮﻟﯥ د ﭘﺮوﺳﯥ ﻛﺎر ﻣﺨﺘﻪ ﻛړې و .او ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺧﭙﻠﻮ ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋﻳﻜﻮ ﻣﻮﺧﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﻮ ﺑﻨﺴټﻴﺰ ﻣﺮﻛﺰ ګڼﻲ ﻫﻴڅﻜﻠﻪ ﻫﻢ
ﻧﻪ ﻏﻮاړي ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻣﻬﻤﻪ ﭘﺮوﺳﻪ ﻛﯥ ﺧﭙﻞ ﻗﻴﺎدي رول ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ورﻛړي(105) .
ﻫﻤﺪاراز اﻧګﻠﻴﺴﺎﻧﻮ ﻫﻢ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺳﺮه د ﺧﺒﺮو اﺗﺮو د ﺑﻠﻨﯥ ﭘﻪ ﺗﻮر ﺧﭙﻞ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻧﻤﺎﻳﻨﺪه )ﺳﻴﺮﺷﻴﺮارډ
ﻛﺎوﺑﺮ( ﻟﻪ ﻛﺎره ګﻮښﻪ ﻛړ .ګﺎردﻳﻦ ورځﭙﺎڼﯥ دا ﺧﺒﺮ ه څﺮګﻨﺪه ﻛړه ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن او ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن د ﭘﺎره د اﻧګﻠﺴﺘﺎن ﺧﺎص ﻧﻤﺎﻳﻨﺪه ،ﺳﻴﺮ ﺷﻴﺮارد ﻛﺎوﺑﺮ ،ﭼﯥ ﻟﻪ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﻳﯥ د ﺧﺒﺮو اﺗﺮو ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻛړې وه ،ﻛﻠﻪ
ﭼﯥ دى ﻟﻨﺪن ﺗﻪ ﻻړ ﻧﻮ ﻫﻠﺘﻪ ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻮ او ﺑﯧﺮﺗﻪ ﺳﻴﻤﯥ ﺗﻪ ﺳﺘﻮن ﻧﻪ ﺷﻮ.
ﻛﺎوﺑﺮ ﻟﻪ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺳﺮه د ﺧﺒﺮو اﺗﺮو ﭘﻴﺸﻨﻬﺎد ﻛړى ؤ او ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛښﯥ ﻳﯥ د ﻧﺎټﻮ د ﺟﻨګ د ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋۍ
ﭘﻪ اړه اﻧﺪﻳښﻨﻪ ښﻮدﻟﯥ وه .د ګﺎردﻳﻦ ورځﭙﺎڼﯥ د ﺧﺒﺮ ﭘﻪ اﺳﺎس د اﻧګﺴﺘﺎن د دﻓﺎع د وزارت اﻋﻼن وﻛړ
ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺟګړه ﻛﯥ 300اﻧګﻠﻴﺴﻲ ﻋﺴﻜﺮ وژل ﺷﻮي او ﭘﻪ ﻋﺮاق او اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛښﯥ د ﺟګړې
ﻣﺼﺎرف 20ﻣﻠﻴﺎرده اﻧګﻠﻴﺴﻲ ﭘﻮﻧډو ﺗﻪ رﺳﻴﺪﻟﻲ دي ددې اﻋﻼن ﺳﺮه ﺟﻮﺧﺖ ﻛﺎوﺑﺮ ﻫﻢ ﻟﻪ ﺧﭙﻠﯥ دﻧﺪې ﻛﻮښﻪ ﺷﻮ.
182
دﻛﺎﻧﺎډا ﻳﻮې ﻛﺎرﭘﻮه ډﻟﯥ دﻏﺮﺑﻲ ﻫﻴﻮادﻧﻮ څﺨﻪ ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻛړې ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د اﻣﻨﻴﺖ د راوﺳﺘﻠﻮ
ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ دې ﻫﻠﺘﻪ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﺧﺒﺮې اﺗﺮې وﺷﻲ .
د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻣﻄﺎﻟﻌﺎﺗﻮ د ﺟﻴﻮﭘﻮﻟﯧټﻴﻚ ډﻟﯥ دﻏﯥ ﻛﺎرﭘﻮﻫﺎﻧﻮ د ﻛﺎﻧﺎډا ﭘﻪ ﻣﺮﻛﺰ ﻛﯥ وﻳﻠﻲ دي ﭼﯥ:
ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺳﺮه د ﺧﺒﺮو ﻣﻮﻓﻘﻴﺖ ﻣﺨﺪوش دى ﺧﻮ ﺑﻴﺎ ﻫﻢ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻣﻴﺰ ﺗﻪ د ﻫﻐﻮى راﺗګ ﺑﻪ د ﻫﻐﻮى څﺨﻪ د ﻋﻤﻞ ډګﺮ را ﺧﭙﻞ ﻛړي .
ﭘﻪ ﻧﺎټﻮ ﻛﯥ د ﻛﺎﻧﺎډا ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﺳﻔﻴﺮ ګﻮرون اﺳﻤﻴﺖ واﻳﻲ ﭼﯥ :دا ﺑﻪ د ﻣﻮﻓﻘﻴﺖ ﻟﻪ ﭘﺎره ډﻳﺮ ښﻪ ﭼﺎﻧﺲ وي .
د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﺧﺒﺮې ﺑﻪ ډﻳﺮې ﺳﺘﻮﻧﺰﻣﻨﯥ او دزﻏﻢ وړ ﻧﻪ وي او ﻧﻪ ﻃﺎﻟﺒﺎن داﺳﯥ ﺧﻠﻚ دي ﭼﯥ زه ﻳﯥ
ﻏﻮاړم ،ﺧﻮ زه د ﺧﺒﺮو ﭘﺮﺗﻪ ﺑﻠﻪ ﻻر ﻫﻢ ﻧﻪ وﻳﻨﻢ .ﻣﻮﻧږ د ﺣﻞ ﻳﻮې ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻻرې ﺗﻪ اړﺗﻴﺎ ﻟﺮو .
د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن وﻟﺴﻤﺸﺮ ﻛﺮزي د)2010م ﻛﺎل ( د ﻋﺎﺷﻮرا ﭘﻪ ورځ دﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮﺳﺮه د ﺧﺒﺮو ﻏﻮښﺘﻨﻪ وﻛړه .ﻫﻐﻪ
ووﻳﻞ ﭼﯥ د ﻣﻼﻣﺤﻤﺪ ﻋﻤﺮ ﻣﺠﺎﻫﺪ او ګﻠﺒﺪﻳﻦ ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر د ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﺳﺮه د ﺳﻮﻟﯥ ﻏﻮښﺘﻮﻧﻜﻰ دى .ﺧﻮ د ﻧﺎټﻮ ﺳﺮﻣﻨﺸﻲ واﻳﻲ ﭼﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﺧﺒﺮې ګټﻮرې ﻧﻪ دي .ﻫﻤﺪا راز ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺳﻔﻴﺮ ﭘﻪ
ډاګﻴﺰه ﺗﻮګﻪ دﻛﺮزي د ﺧﺒﺮو ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻟﻔﺖ ﻛړى او وﻳﻠﻰ ﻳﯥ دي ﭼﯥ د وﻟﺴﻤﺸﺮ ﺧﺒﺮو څﺨﻪ ﻏﻠﻂ ﺗﻌﺒﻴﺮ
ﺷﻮﯦﺪى .دﻫﻐﻪ ﭘﻪ اﻧﺪ ﺗﺮ ﻫﺮ څﻪ ﻟﻮﻣړي ﺑﺎﻳﺪ ﭘﻪ دې اړه د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ ﺳﻔﺎرت ﻛﯥ ﻳﻮه ﻫﻤﺎﻫﻨګﻲ ﻣﻨځﺘﻪ راﻏﻠﯥ
وى اوﺑﻴﺎ اﻋﻼن ﺷﻮى وى.
ﺟﻨﺮال ﭘﻴﺘﺮﯦﻮس وﻳﻠﻲ دي ﭼﯥ ﻣﺘﺤﺪه اﻳﺎﻻت ﻧﺸﻲ ﻛﻮﻻى ﭼﯥ د وژﻟﻮ ﭘﻪ زور ﻛﺎﻣﻴﺎﺑﻲ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛړي .ﺑﻬﺮﻧﻲ
ﻋﺴﻜﺮ ﻳﻮ ﺑﻮﻣﻲ ﺑﻐﺎوت او ښﻮرښ ﻧﺸﻲ ﻣﺎﺗﻮﻻى ،ﻳﻮازى ځﺎﻳﻲ ﻋﺴﻜﺮ ﭼﯥ د ﺧﻠﻜﻮ ﻣﻼﺗړ ور ﺳﺮه وي دا ﻛﺎر ﻛﻮﻻى ﺷﻲ .ﺟﻨﺮال ﭘﻴﺘﺮﯦﻮس ﻏﻮاړي ﭼﯥ د ﻣﺤﻠﻲ ﺧﻠﻜﻮ ﭘﻪ ﻣﺮﺳﺘﻪ ﻃﺎﻟﺒﺎن ﺳټ ﻛړي .ﻫﻤﺪا ﭘﺎﻟﻴﺴﻲ ﭘﻪ
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﺷﻮروﻳﺎﻧﻮ ﻫﻢ ﻋﻤﻠﻲ ﻛړه ،ﺧﻮ ﻣﺨﺘﻮري او ﻧﺎﻛﺎم ﺷﻮل .ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ،ﻣﺤﻠﻲ
ﺟﻨګﺴﺎﻻران ﺳﻤﺪﺳﺘﻲ د ﻳﻮ ﺑﻞ ﭘﻪ ﺧﻼف ډزې ﭘﻴﻠﻮي .اﻓﻐﺎﻧﺎن واﻳﻲ :ﺟﻨګﺴﺎﻻران ﻛﺮاﻳﻪ ﻛﯧﺪاى ﺷﻲ ،ﺧﻮ
ﺑﺎﻟﻜﻞ راﻧﻴﻮل ﻛﯧﺪاى ﻧﻪ ﺷﻲ .ﺑﻠﺨﻮا ،څﻮك ﻏﻮاړي ﭼﯥ ﻳﻮ ﻃﺎﻟﺐ ووژﻧﻲ ،او ﺑﻴﺎ ﭘﻪ ﻧﺘﻴﺠﻪ ﻛﯥ ﺑﺪي ورﺗﻪ ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻲ؟ )(106
د ﻓﺮاﻧﺴﯥ ﻣﺤﺎﻓﻈﻪ ﻛﺎره ورځﭙﺎڼﻪ ﻟﻴﻔﻴﮕﺎرو )( - e Figaroﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﻟﻮﯦﺪﻳځﻮ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ د
ﻣﺮﺳﺘﻨﺪوﻳﻪ ﻛﺎرﻛﻮﻧﻜﻮ ﺗﺮ وژﻟﻮ وروﺳﺘﻪ ﭘﻪ ﺗﺒﺼﺮه ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻲ ﭼﯥ :
» دﻏﻪ ﻧﻮي ﻓﺎﺟﻌﯥ ﻳﻮار ﺑﯧﺎ دا روښﺎﻧﻪ ﻛړه ﭼﯥ ﻃﺎﻟﺒﺎن ډﻳﺮ ﻣﺘﻌﺼﺐ دي«.
ورځﭙﺎڼﻪ ﻟﻴﻜﻲ ،ﺳړي ﺗﻪ ﭘﻮښﺘﻨﻪ ﭘﻴﺪا ﻛﯧږي ﭼﯥ آﻳﺎ داﺳﯥ ورځ ﺑﻪ ﻫﻢ راﺷﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ دﻏﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ﺑﻪ ﺳﻮﻟﻪ
راﺷﻲ؟ د ورځﭙﺎڼﻲ ﭘﻪ ﺧﺒﺮه د 2001ﻣﻴﻼدي ﻛﺎل راﻫﻴﺴﯥ رواﻧﻪ ﺟﮕړه ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او د ﻫﻐﻮى ﻣﺘﺤﺪﻳﻨﻮ
د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﻟﻮړو او ژورو ﻛﯥ ﭘﻴﻞ ﻛړې ،د ﺑﺎﻳﻠﻠﻮ ﭘﻪ ﺣﺎل ﻛﯥ ده.
ﻫﻤﺪا راز ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ او ﻧﺎټﻮﭘﻮځﻴﺎﻧﻮ ﻗﻮﻣﻨﺪان واﻳﻲ ﭼﯥ دى ﻟﻪ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺳﺮه دﭘﺨﻼﻳﻨﯥ د ﻫﻠﻮځﻠﻮﻣﻼﺗړ ﻛﻮي او د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻣﺘﺤﺪو اﻳﺎﻟﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ ځﻴﻨﻮ ﻗﻀﻴﻮ ﻛﯥ ﻳﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ اود دوﻟﺖ ﻧﻮرو وﺳﻠﻪ
واﻟﻮ ﻣﺨﺎﻟﻔﺎﻧﻮ ﺳﺮه د ﺧﺒﺮو اﺗﺮو ﻟﻪ ﭘﺮﻣﺨﺘګ ﺳﺮه ﻣﺮﺳﺘﻪ ﻛړې ده .ﺟﻨﺮال ډﻳﻮﻳډ ﭘﻴﺘﺮﻳﻮس ﻟﻪ ﻓﻜﺲ ﻧﻴﻮز ﺗﻠﻮﻳﺰﻳﻮن ﺳﺮه ﭘﻪ ﻣﺮﻛﻪ ﻛﯥ ووﻳﻞ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺣﻜﻮﻣﺖ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﻣﺸﺮاﻧﻮ ﺳﺮه د ﺧﺒﺮو اﺗﺮو د ﭘﻴﻠﻮﻟﻮ
ﻣﺨﻜښ رول ﭘﺮ ﻏﺎړه ﻟﺮي او ﭘﻪ دې ﻣﻨځ ﻛﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎ دا ﺑﻬﻴﺮ ﻟﻪ ﻧﮋدې څﺎرﻟﻰ دى .ده ﻫﻤﺪاراز ووﻳﻞ» :اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ ﻳﻮﺷﻤﯧﺮ ﻣﻮاردو ﻛﯥ ډﯦﺮه ﻣﺮﺳﺘﻪ ﻛړې ،ﺧﻮ ﺧﭙﻠﻪ ﭘﻪ ﺧﺒﺮو ﻛﯥ ﺑﺮﺧﻪ ﻧﻪ ﻟﺮي«.
183
ﺟﻨﺮال ﭘﻴﺘﺮﻳﻮس ووﻳﻞ» :دﻧړۍ د ﻧﻮرو ﺟګړو ﭘﻪ ﺷﺎن ﺑﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺟګړه ﻫﻢ ﺑﺎﻻﺧﺮه د ﺧﺒﺮو ﻟﻪ ﻻرې اواره
ﺷﻲ .ﻣﻮږ ﭘﻪ ﻋﺮاق ﻛﯥ ﻟﻪ داﺳﯥ ﻛﺴﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﺧﺒﺮو ﺗﻪ ﻛښﯧﻨﺎﺳﺘﻮﭼﯥ ﻻﺳﻮﻧﻪ ﻳﯥ زﻣﻮږ ﭘﻪ وﻳﻨﻮ ﻛﻜړ ول !!؟ دا
ﻛﺎر د ﻫﺮې ﺑﻠﻮا ﭘﻪ ﭘﺎى ﻛﯥ ﺷﻮى دى «.وړﻣﻪ ورځ ﻧﻴﻮﻳﺎرك ټﺎﻳﻤﺰ ﭘﻪ ﻳﻮه راﭘﻮر ﻛﯥ ووﻳﻞ ﭼﯥ دﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ او د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دﺣﻜﻮﻣﺖ ﺗﺮﻣﻨځ ﭘﻪ وروﺳﺘﻴﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ دوﺑۍ ﻛﯥ ﭘټﯥ ﺧﺒﺮې ﺷﻮې دي(107) .
ﺗﺮڅﻨګ ﻳﯥ د) 2010زﻛﺎل (د اګﺴﺖ د ﻣﻴﺎﺷﺘﯥ ﭘﻪ 26ﻣﻪ د ډﻧﻤﺎرك ﺣﻜﻮﻣﺖ د ﻧﺎټﻮ د ﻣﺸﺮﺗﺎﺑﻪ دا ﻏﻮښﺘﻨﻪ
ﭼﯥ ډﻧﻤﺎرك دې ﺧﭙﻠﯥ اﻳﻒ 16ﺗﻴﺎرې اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ ﻣﻨﺘﻘﻞ ﻛړي ،ﻣﺴﺘﺮد ﻛړه .د ډﻧﻤﺎرك دﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭼﺎرو وزﻳﺮ ) (ene Espersen -ووﻳﻞ ﭼﯥ دا ﻏﻮښﺘﻨﻪ زﻣﻮﻧږ د ﻋﺴﻜﺮو د ﺑﻴﺮﺗﻪ را وﻳﺴﺘﻠﻮ د ﭘﻼن ﺳﺮه ټﻜﺮ ﻛﻮي، ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ ﻫﻐﻪ واﻳﻲ ﭼﯥ دوﻟﺖ ﻳﯥ ﻧﻪ ﺗﻮاﻧﻴږي د ﻧﻮرو څﻠﻮﻳښﺖ ﻣﻴﻠﻴﺎرده ډﻧﻤﺎرﻛﻲ ﻛﺮوﻧﻮ اﺿﺎﻓﻲ
ﻣﺼﺎرﻓﻮ ﺑﺎر ﭘﺮ اوږو واﺧﻠﻲ .ﻣﻮﻧږ د ﻫﻐﻮﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﭘﻪ ډﻟﻪ ﻛﯥ وو ﭼﯥ ﻏﻮاړي ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﺛﺒﺎت او اﻣﻨﻴﺖ را ﻣﻨځﺘﻪ ﺷﻲ .ﺧﻮ اوس وﺧﺖ را رﺳﻴﺪﻟﻰ ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﺧﭙﻞ ﻓﻌﺎﻟﻴﺘﻮﻧﻪ را ﻛﻢ ﻛړو .د
ډﻧﻤﺎرك د دﻓﺎع وزﻳﺮ ) (Gitte l illel und Bechﻫﻢ واﻳﻲ ﭼﯥ دوﻟﺖ ﻳﯥ ددې ﻛﺎر ﻟﻪ ﭘﺎره د ﻣﺼﺎرﻓﻮ ﺑﺎر
ﻧﻪ ﺷﻲ ﭘﻮرﺗﻪ ﻛﻮﻻى (108).
د ﭘﻮرﺗﻨﻴﻮ اﻧﺪوﻧﻮ او وړاﻧﺪﯦﺰوﻧﻮ ﭘﻪ ﺑﻨﺴټ دا ډاګﻴﺰه ﻛﯧږي ﭼﯥ ﻟﻮﻳﺪﻳځﻮال او ﻫﻢ ﭘﻪ ﻫﻐﻮى ﭘﻮرې اړوﻧﺪه
ﻛړۍ دې ﭘﺎﻳﻠﻮ ﺗﻪ رﺳﻴﺪﻟﻲ ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ډﻧډ څﺨﻪ د وﺗﻠﻮ ﻻر د ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺧﺒﺮو او د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻟﻪ
ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﺳﺮه د ﺗﻔﺎﻫﻢ ﭘﺮﺗﻪ ﻧﻪ ﺗﺮ ﺳﺘﺮګﻮ ﻛﯧږي ،ﻧﻮ ﻫﻐﻪ څﻪ ﭼﯥ ﺳﺒﺎ ﻳﯥ د ﺳﺨﺖ ﻣﺠﺒﻮرﯦﺖ ﭘﻪ اﺳﺎس ﺗﺮ ﺳﺮه ﻛﻮي ﻫﻐﻪ اوس ﭘﻪ ښﻪ درﻳځ ﻛﯥ ﺗﺮ ﺳﺮه ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻲ .اوﻫﻐﻪ دا ﭼﯥ د ﻫﻴﻮاد دې ﻏﻤﻴﺰې ﺗﻪ دﺳﻴﺎﺳﻲ
ﺧﺒﺮو اﺗﺮو ﻟﻪ ﻻرې د ﭘﺎى ټﻜﻰ ﻛﯧښﻮدل ﺷﻲ او ﭘﺨﭙﻠﻪ ﺗﺮې ﭘﻪ ﭘﺘﻤﻨﻪ ﺗﻮګﻪ ﺧﭙﻞ ﭘﻮځﻮﻧﻪ وﻛﺎږي .
ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ اﻧﺪ دادى ﭼﯥ ﻫﻐﻮى ﻏﻮاړي د ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د وﻳﺴﺘﻠﻮ وروﺳﺘﻪ ﻫﻢ ﻳﻮﺷﻤﻴﺮ ﻋﺴﻜﺮي ﻗﻄﻌﺎت ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ وﺳﺎﺗﻲ ﻟﻜﻪ څﻨګﻪ ﻳﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻋﺮاق ﻛﯥ وﻛړل .ﭘﻪ ﻋﺮاق ﻛﯥ ﻳﯥ د ﭘﻮځﻮﻧﻮ د
وﻳﺴﺘﻠﻮ ﭘﻪ اﺧﺮي ورځ )20م داګﺴﺖ 2010م ( اﻋﻼن وﻛړ ﭼﯥ د ﻫﻐﻮى ) ( 50،000ﻋﺴﻜﺮي ﭘﺮﺳﻮﻧﻞ ﺑﻪ ﭘﻪ ﻋﺮاق ﻛﯥ ﺗﺮ اوږدې ﻣﻮدې ﭘﻮرې ﭘﺎﺗﻪ وي ،او ﺗﺮڅﻨګ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻧﮋدې ﺳﻞ زره ﻫﻐﻪ ) (contractorsﻳﺎ ﺗړون ﻛﻮوﻧﻜﻲ ﻫﻢ ﭘﺎﺗﻪ وي ﭼﯥ دﻋﺮاق د ﺑﻴﺎوداﻧﻮﻟﻮ د ﭘﺮوﺳﯥ او ﻳﺎد ﻫﻐﻪ ﻫﻴﻮاد د ﻃﺒﻴﻌﻲ زﻳﺮﻣﻮ ټﻮل ﺗړوﻧﻮﻧﻪ
ﻳﯥ د ﻫﻐﻪ ځﺎى د دوﻟﺖ ﺳﺮه ﻻﺳﻠﻴﻚ ﻛړي دي .دا ﭼﯥ ﭘﻪ ﻋﺮاق ﻛﯥ ﺑﻪ ﻳﯥ ﭘﺎﻳﻠﯥ څﻪ وي ﺑﻴﻠﻪ ﺧﺒﺮه ده ،ﺧﻮ
ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ دداﺳﯥ ﻳﻮه ﭘﻼن ﭘﺎﻳﻠﯥ ﻟﻪ وراﻳﻪ ډاګﻴﺰه دي اوﻫﻐﻪ دا ﭼﯥ»اوﺳﻨﻲ ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﭼﯥ ﻟﻪ ﻫﺮه اړﺧﻪ ﻣﻠﻲ ﺻﺒﻐﻪ ﻟﺮي اﻋﻼن ﻛړى ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ﺑﻪ د ﻳﻮه ﺑﻬﺮﻧﻲ ﻋﺴﻜﺮ ﺷﺘﻮن ﻫﻢ و ﻧﻪ زﻏﻤﻲ « ﺗﺮ
څﻨګ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻧﻪ زﻣﻮﻧږ ګﺎوﻧډﻳﺎن اوﻧﻪ ﻫﻢ د ﭼﯧﻦ او روس ﻫﻴﻮادوﻧﻪ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺷﺘﻮن
وزﻏﻤﻲ ،ددوى ﭘﻮځﻲ ﺷﺘﻮن ﺑﻪ ﻟﻜﻪ څﻨګﻪ ﭼﯥ اوس ﻳﯥ د ﻫﻴﻮاد ﺳﻴﺎﺳﻲ اﺳﺘﻘﻼل او ځﻤﻜﻨۍ ﺑﺸﭙړﺗﻴﺎ
ﻟﻪ ﺧﻄﺮه ﺳﺮه ﻣﺦ ﻛړى ،زﻣﻮﻧږ د ﻫﻴﻮاد اﻣﻨﻴﺘﻲ ﺣﺎﻻت د ﻧﻮرو زﻳﺎﺗﻮ ﺳﺘﻮﻧﺰو ﺳﺮه ﻣﺦ ﻛړي .ځﻜﻪ ﻫﻴڅ
ګﺎوﻧډى او اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﺿﺪ ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﻧﻪ ﻏﻮاړي اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﺷﺘﻮن وﻟﺮي ﻧﻮ
دوى ﺑﻪ ﭘﻪ ﻃﺒﻴﻌﻲ ﺗﻮګﻪ ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻛﺴﺎن د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺗﻤځﺎﻳﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف اﺳﺘﻌﻤﺎﻟﻮي ﭼﯥ دا ﻛﺎر
ﺑﻪ ﻫﻴﻮاد ﻫﻤﻐﺴﯥ ﭘﻪ ﺑﯥ ﺛﺒﺎﺗۍ او ﻧﺎ اﻣﻨۍ ﻛﯥ ورﻏﻮرځﻮي .
ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن واﻳﻲ ﭼﯥ دوى ﺑﻪ ﭘﺮې ﻧﻪ ږدې ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن اوﺳﻨﻰ ﻧﻈﺎم ﺳﻘﻮط وﻛړي .اﻣﺎ دا
ﺑﺎﻳﺪ ډاګﻴﺰه وي ﭼﯥ ﻫﻴڅﻮ ك ﻧﻪ ﻏﻮاړي د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻧﻈﺎم ﺳﻘﻮط وﻛړي ﺑﻠﻜﯥ ﻏﻮاړي دا ﻧﻈﺎم ﭘﻪ ﻳﻮه ښﻪ
184
،وﻟﺴﻮاﻛﻪ ﻧﻈﺎم ﺑﺎﻧﺪې ﺗﺒﺪﻳﻞ ﺷﻲ .اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﺑﺎﻳﺪ ﭘﺮﯦږدي ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺎن د ازادو ټﺎﻛﻨﻮ ﻟﻪ ﻻرې ﺧﭙﻞ ﻗﻴﺎدت ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ و ټﺎﻛﻲ .او ﭘﺨﭙﻠﻪ وﻟﺲ د ﻫﻐﻪ ﻧﻈﺎم ﺑﻘﺎ ﺗﻀﻤﻴﻦ او ډاډﻣﻨﻪ ﻛړي .
دا ټﻮل ﻫﻐﻪ څﻪ دي ﭼﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ 15ﻣﺎده ې ﻃﺮﺣﻪ ﻛﯥ ﭼﯥ د ﻣﻠﻲ ﻧﺠﺎت د ﻣﻴﺜﺎق ﺗﺮ
ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې ﻳﯥ ﺧﭙﻞ وﻟﺲ ﺗﻪ او ټﻮﻟﻮ ﻛﻮرﻧﻴﻮ او ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ اړﺧﻮﻧﻮ ﺗﻪ وړاﻧﺪې ﻛړى ،ﺷﺘﻮن ﻟﺮي .
دﻏﻪ ﻣﻴﺜﺎق ﭘﻪ دوو ﺑﺮﺧﻮ ﻣﺸﺘﻤﻞ دى ،ﻳﻮه ﺑﺮﺧﻪ ﻳﯥ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د وﻳﺴﺘﻠﻮ او ﺑﻠﻪ ﺑﺮﺧﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د ﻳﻮه ﻣﻨﺘﺨﺐ ﻧﻈﺎم ﭘﻪ ﺟﻮړښﺖ ﺑﺎﻧﺪې را څﺮﺧﻲ .
ﭘﻪ دې ﻛﯥ ﺷﻚ ﻧﻪ ﺷﺘﻪ ﭼﯥ زﻣﻮﻧږ د ﻫﻴﻮاد د ﭘﺨﻮاﻧۍ ﻏﻤﻴﺰې ﻣﺴﺆﻟﻴﻦ ﻫﻢ ﻫﻤﺪا ﻧﻴﻮاﻛګﺮ دي او ددې ﻏﻤﻴﺰې اوږدوﻧﻜﻲ او ﺗﺮ دې ﺣﺎﻟﻪ ﭘﻮرې د را رﺳﻴﺪو ﻣﺴﺆﻟﻴﻦ ﻫﻢ ﻫﻤﺪوى دي .او ﺗﺮ ﻫﻐﻮ ﭼﯥ دوى دﻟﺘﻪ
ﺷﺘﻮن وﻟﺮي دا ﻏﻤﻴﺰه ﺑﻪ دوام ﻛﻮي .
ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺧﭙﻞ وړاﻧﺪﯦﺰ ﻛﯥ دا ډاګﻴﺰه ﻛړې ﭼﯥ ﺑﻬﺮﻧﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ دې دﻳﻮه ﻣﻬﺎل وﻳﺶ
ﻟﻪ ﻻرې د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن څﺨﻪ د وﺗﻠﻮ ﺗﻴﺎري وﻛړي ،او ﭘﻪ دې ﺟﺮﻳﺎن ﻛﯥ دې ﭘﻪ ټﻮﻟﻮ وﻻﻳﺎﺗﻮ ﻛﯥ ﻣﻠﻲ اردو، ﻣﻠﻲ ﭘﻮﻟﯧﺲ او ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻦ ﻳﻮ ځﺎى د اﻣﻨﻴﺖ ﭼﺎرې ﭘﺮ ﻏﺎړه واﺧﻠﻰ .او ﺗﺮ څﻨګ دې ﻳﯥ ټﻮﻟﯥ ﻫﻐﻪ ادارې
ﭼﯥ ﭘﻪ دې دوران ﻛﯥ ﺟﻮړې ﺷﻮى ﭘﺮ ﺧﭙﻞ ځﺎى ﭘﺎﺗﻪ او اﺻﻼح ﻛړل ﺷﻲ .او داﻛﺎر ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﺷﻮﻧﻰ دى ﭼﯥ ﺑﻬﺮﻧﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ د وﺗﻠﻮ ﭘﻪ ﻣﻬﺎﻟﻮﻳﺶ راﺿﻲ ﺷﻲ.
ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ ددې ﻟﻪ ﭘﺎره ﭼﯥ د 1992م ﻛﺎل ﺗﺮﺧﯥ ﭘﻴښﯥ ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ ﺗﻜﺮار ﻧﻪ ﺷﻲ او د ﻗﺪرت ﺗﺸﻪ ﻣﻨځﺘﻪ
راﻧﺸﻲ ،ﻧﻮ ﻫﻤﺪا رژﻳﻢ دې د ﺗړون ﻟﻪ ﻣﺨﯥ ﺗﺮ ﺑﻴﺎ ټﺎﻛﻨﻮ ﭘﻮرې ﺧﭙﻞ ﻛﺎر ﺗﻪ دوام ورﻛړي .او ﺑﻴﺎ دې ټﻮل
واك ﻫﻤﻐﻪ ګﻮﻧﺪ ﺗﻪ ﭼﯥ ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ زﻳﺎﺗﯥ راﯦﯥ ﻳﯥ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛړې وي وﺳﭙﺎرل ﺷﻲ .او ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ ټﻮﻟﻨﻪ دې د ﻫﻤﺪاﺳﯥ وﻟﺴﻮاﻛﻪ ﻣﻨﺘﺨﺐ ﻧﻈﺎم ﻣﻼﺗړ وﻛړي .
دا وړاﻧﺪﯦﺰوﻧﻪ ﺗﺮ اوﺳﻪ ﭘﻮرې ډﻳﺮ ﻣﻌﻘﻮل او ﭘﻪ ځﺎى دې ،ﭘﻪ دې اﺳﺎس ﭘﻪ دې وړاﻧﺪﯦﺰوﻧﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ وﻟﺲ ﻏږ
ﺷﻮى ﭼﯥ دﻫﻤﺪاﺳﯥ ﻳﻮې ﻣﻌﻘﻮﻟﯥ ﻃﺮﺣﯥ ﻟﻪ ﭘﺎره دې دﻫﺮ ډول ﺗﺒﻌﻴﺾ ﻧﻪ ﭘﻮرﺗﻪ ،د وﻟﺲ دﻧﺠﺎت او ﭘﻪ
وﻟﺲ ﻛﯥ د ﻳﻮه ﻣﻨﺘﺨﺒﯥ ادارې د ﺟﻮړښﺖ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻻﺳﻮﻧﻪ ﺳﺮه ﻳﻮ ﻛړي . ﭘﺎې
ﺿﻤﻴﻤﻪ:
ددﻋﻮت ﺑﺮﻳښﻨﺎﻳﻲ ﭘﺎڼﯥ ﺳﺮه ﻣﺮﻛﻪ :
ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ دﺳﻔﺮ ﻧﻪ د ﺑﻴﺮﺗﻪ را ګﺮځﻴﺪو ﺳﻤﺪﺳﺘﻲ وروﺳﺘﻪ ﭘﻪ ﻧﺎروې ﻛﯥ ﻣﻴﺸﺖ ددﻋﻮت د ﺑﺮﻳښﻨﺎﻳﻲ ﭘﺎڼﯥ
ﻣﺴﺆل ،ﻃﺎرق ﺑﺰرګﺮ ،ﻟﻪ ﻣﺎ څﺨﻪ و ﻏﻮښﺘﻞ ﭼﯥ دﺑﺮﻳښﻨﺎﻳﻲ ﭘﺎڼﯥ د ﻛﺘﻮﻧﻜﻮ ﭘﻮښﺘﻨﻮ ﺗﻪ دﺧﭙﻞ ﺳﻔﺮ ﭘﻪ اړه
ﻣﻌﻠﻮﻣﺎت ورﻛړم :
دﻋﻮت :ﻛﻮﻟﯥ ﺷﺊ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د 15ﻣﺎدو د ﻃﺮح اړوﻧﺪ ﻳﻮ څﻪ ﻣﻌﻠﻮﻣﺎت راﻛړئ؟
185
ﺗﺮ ﻫﺮ څﻪ د ﻣﺨﻪ اﺟﺎزه را ﻛړئ ﺗﺎﺳﯥ او ﺳﺘﺎﺳﯥ د وزﻳﻨﯥ ﺑﺮﻳښﻨﺎ ﭘﺎڼﯥ ﻟﻪ ﻻرې ټﻮﻟﻮ وﻃﻨﻮاﻟﻮ ﺗﻪ ،او ﭘﻪ
ځﺎﻧګړې ﺗﻮګﻪ ﻫﻐﻮى ﺗﻪ ﭼﯥ د وﻃﻦ د ﺳﻮﻛﺎﻟۍ او ﻫﻠﺘﻪ د اﻣﻦ د ټﻴﻨګښﺖ او د ﭘﺮدﻳﻮ د وﻟﻜﯥ څﺨﻪ د
ﺧﻼﺻﻮن ﻟﻪ ﭘﺎره ﻧﻪ ﺳﺘړې ﻛﯧﺪوﻧﻜﯥ ﻫﻠﯥ ځﻠﯥ ﺗﺮ ﺳﺮه ﻛﻮي ،ﺧﭙﻞ ﻋﺎﺟﺰاﻧﻪ ﺳﻼﻣﻮﻧﻪ او ﻧﻴﻜﯥ ﻫﻴﻠﯥ وړاﻧﺪې ﻛړم او د ټﻮﻟﻮ ﻫﻐﻮ ښﺎﻏﻠﻮ او اﻏﻠﻮ څﺨﻪ ﻫﻴﻠﻪ وﻛړم ﭼﯥ ﭘﻪ اوﺳﻨﻲ وﺧﺖ ﻛﯥ د ﻫﻴﻮاد او وﻟﺲ
ددﻏﯥ ﺳﺘﺮې ﻏﻤﻴﺰې ﭘﻪ اړه ﭼﯥ ﻫﺮه ورځ ﭘﻪ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻟﺴګﻮﻧﻮ ﻛﺴﺎن ﭘﻪ ﻳﻮه او ﺑﻞ ﻧﻮم ﭘﻪ ﭘﻮره وﺣﺸﺖ او
ﺑﺮﺑﺮﻳﺐ ﺳﺮه ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ځﻲ ،ﺑﯥ ﻃﺮﻓﻪ ﭘﺎﺗﻪ ﻧﻪ ﺷﻲ ،د ﺧﭙﻞ ﻗﻠﻢ ،د ﺧﭙﻠﯥ ژﺑﯥ او ﻫﻢ د ﺧﭙﻠﻮ ﻣﺎدي اﻣﻜﺎﻧﺎﺗﻮ
ﻟﻪ ﻻرې د ﺧﭙﻞ وﻟﺲ ﭼﻮﭘړ ﺗﻪ ور وداﻧګﻲ او د ﺗﺎرﻳﺦ ﭘﻪ دﻏﻪ ﻧﺎزﻛﻮ ﺷﻴﺒﻮ ﻛﯥ ﺧﭙﻞ وﻟﺲ ﻳﻮازې ﭘﺮې ﻧﻪ ږدي .
ﺳﺘﺎﺳﯥ د ﭘﻮښﺘﻨﯥ ﭘﻪ اړه ﺑﺎﻳﺪ ﻋﺮض ﻛړم ﭼﯥ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ،ﭼﯥ اوس د ﺧﭙﻠﯥ ﻣﺒﺎرزې ﻧﮋدې 41ﻛﺎﻟﻪ ﺗﻴﺮوي ،د ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ ډﻳﺮو ﺑﺤﺮاﻧﻲ ﺣﺎﻻﺗﻮ ﻛﯥ ﻳﯥ ﻫﻢ د ﺑﺤﺮان څﺨﻪ د وﺗﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻻرې ﭼﺎرې
ﻟټﻮﻟﯥ ،ﻃﺮﺣﯥ او ﭘﻼﻧﻮﻧﻪ ﻳﯥ ﺟﻮړ ﻛړي او ﻫﻐﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻳﻮه ﻣﻌﻘﻮل ﺷﻜﻞ ﺳﺮه د ﺧﭙﻞ وﻟﺲ او ﭘﻪ ﺟﻨګ
ﻛﯥ د راښﻜﯧﻠﻮ ډﻟﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ د ﺳﻮﻟﯥ د ﭘﻼن او ﻃﺮﺣﯥ ﭘﻪ څﻴﺮ وړاﻧﺪې ﻛړى دي .د روﺳﺎﻧﻮ د ﺳﺮو ﻟښﻜﺮو
د ﺗﺠﺎوز او ﺗﻴﺮې ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﻫﻢ او د ﻫﻐﻪ وروﺳﺘﻪ د ﭘﻪ اﺻﻄﻼح ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ دﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ د
ﺧﭙﻞ ﻣﻨځﻲ ﻛﺸﻤﻜﺶ څﺨﻪ د ﺧﻼﺻﻮن ﻟﻪ ﭘﺎره ﻫﻢ .ﺧﻮ ﺑﺪﺑﺨﺘﺎﻧﻪ ﭼﯥ زﻣﻮﻧږ د ﻫﻴﻮاد داﺧﻠﻲ او ﺑﻬﺮﻧﻲ
دښﻤﻨﺎن ﻧﻪ ﭘﺮﯦږدې اﻓﻐﺎن وﻳﺎړﻟﻰ وﻟﺲ د ﺧﭙﻞ اﺳﺘﻘﻼل او ازادۍ ﭘﻪ ﭘﺎﻛﻪ ﻫﻮا ﻛﯥ ﻳﻮ ﺧﭙﻠﻮاك ﻧﻈﺎم
وﻟﺮي .څﺮﻧګﻪ ﭼﯥ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د ﺟګړو څﺨﻪ ﻛﺮﻛﻪ ﻟﺮي ﻧﻮ ﭘﻪ ﻫﻤﺪې ﺧﺎﻃﺮ ﻳﯥ ﺗﻞ ﭘﻪ ﺟګړو ﻛﯥ
راښﻜﯧﻠﻮ اړﺧﻮﻧﻮ ﺗﻪ د ﺳﻮﻟﯥ او ﺗﻔﺎﻫﻢ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺧﭙﻠﻪ ﻃﺮﺣﻪ وړاﻧﺪې ﻛړې ،ﺧﻮ د وﻟﺲ د ﻗﻴﺎدت ﻣﺴﺌﻠﻪ ﻳﯥ
ﺗﻞ د وﻟﺲ ﺧﻮښﯥ ﺗﻪ ﭘﺮې اﻳښﯥ .ځﻜﻪ ﺣﺰب ﭘﻪ دې ﺑﺎور ﻟﺮي ﭼﯥ د ﻗﻴﺎدت د ټﺎﻛﻠﻮ ﻳﻮازﻧۍ ﻻر د وﻟﺲ د ﺧﻮښﯥ ﭘﻪ واﺳﻄﻪ ﺷﻮﻧﯥ ده .
ﭘﻪ 2001م ﻛﺎل ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﺑﺮﺑﻨډ ﺗﻴﺮي ﭘﻪ ﭘﺎﻳﻠﻮ ﻛﯥ ﭼﯥ ﻛﻮم ﺣﺎﻻت را ﻣﻨځﺘﻪ ﺷﻮل
او ﻫﻴﻮدا ﻧﻴﻎ ﭘﻪ ﻧﻴﻐﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﺗﺮ وﻟﻜﯥ ﻻﻧﺪې راﻏﻰ او د ﻫﻴﻮاد ﺧﭙﻠﻮاﻛﻲ او ځﻤﻜﻨﻰ ﺗﻤﺎﻣﻴﺖ د ﺑﻬﺮﻧﻴﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻻﺳﻮ ﻛﯥ وﻟﻮﻳﺪ ﻧﻮ ﭘﻪ ﻫﻤﺎﻏﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ د ﺣﺰب ﻗﻴﺎدت د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ د وﻟﻜﯥ ﭘﻪ ﺧﻼف
ﻗﻴﺎم وﻛړ او د ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد د اﺳﺘﻘﻼل د ﺑﻴﺮﺗﻪ اﺧﺴﺘﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ ګﺮم ﺳﻨګﺮ ﻛﯥ ،ﻟﻜﻪ د روﺳﺎﻧﻮ د
ﺗﺠﺎوز ﭘﻪ ﺧﻼف ،و درﻳﺪ اوﻫﻢ ﻳﯥ د دې وﻟﻜﯥ او اﺷﻐﺎل د ﭘﺎى ﺗﻪ رﺳﻴﺪو ﻟﻪ ﭘﺎره ﺧﭙﻠﻪ ﻃﺮ ﺣﻪ وړاﻧﺪې
ﻛړه او اﻋﻼن ﻳﯥ وﻛړ ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ وﻟﻜﯥ څﺨﻪ د ﻫﻴﻮادد ﺧﻼﺻﻮن ﻟﻪ ﭘﺎره دوه ﻻرې ﻟﺮو ،ﻟﻮﻣړي داﭼﯥ ﺑﻬﺮﻧﻴﺎن د ﻳﻮه ﻣﻌﻘﻮل ﻣﻬﺎل وﻳﺶ ﻟﻪ ﻻرې ﭼﯥ د دواړو اړﺧﻮﻧﻮ ﻟﻪ اړﺧﻪ ﭘﺮې ﺗﻮاﻓﻖ ﺷﻮى وي
زﻣﻮﻧږ ﻫﻴﻮاد ﭘﺮﯦږدي اوﺑﻴﺎ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د ټﻮﻟټﺎﻛﻨﻮ ﻟﻪ ﻻرې د ﭘﺮدﻳﻮ د ﻻﺳﻮﻫﻨﻮ ﭘﺮﺗﻪ ،ﺧﭙﻠﻮاك ﻧﻈﺎم
ﺟﻮړ ﺷﻲ ،ﺧﻮ ﻛﻪ داﺳﯥ وﻧﻪ ﺷﻲ ﻧﻮ د ﻫﻴﻮاد د ﺧﭙﻠﻮاﻛۍ او اﺳﺘﻘﻼل د ﺑﻴﺮﺗﻪ اﺧﺴﺘﻠﻮ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﺑﻪ د ﺧﭙﻠﯥ ځﺎن ځﺎرﻧﯥ ﺳﻨګﺮوﻧﻪ ګﺮم وﺳﺎﺗﻲ .
دادى د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﯥ اﺷﻐﺎل ﻧﻬﻢ ﻛﺎل ﺟﺮﻳﺎن ﻟﺮي ،ﭘﻪ دې وﺧﺖ ﻛﯥ ﻟﻪ 80000زﻳﺎﺗﻮ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ،ﭼﯥ ډﻳﺮې ﻳﯥ
ﭘښﺘﺎﻧﻪ دي د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ اﺷﻐﺎﻟګﺮاﻧﻮ ﭘﻪ ﻻﺳﻮ ﺧﭙﻞ ژوﻧﺪ ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ورﻛړى ،د ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ ټﻮﻟﻨﻮ د
ﭘﻠټﻮﻧﻮ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ ،د ﻫﻴﻮاد د وﻻﻳﺘﻮﻧﻮ اﻣﻨﻴﺖ ،ﻧﮋدې 75ﺳﻠﻤﻪ د ﺑﻬﺮﻧﻲ ﻳﺮﻏﻞ او وﻟﻜﯥ ﭘﻪ ﺧﻼف د
راوﻻړ ﺷﻮي ﻣﻘﺎوﻣﺖ او ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ ﭘﻪ ﻻﺳﻮ ﻛﯥ دى .اوس ﭘﺨﭙﻠﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ،ﭼﯥ د اﺷﻐﺎل ﭘﻪ ﻟﻮﻣړﻳﻮ
186
وﺧﺘﻮ ﻛﯥ ﻳﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺧﭙﻠﻪ ﺧﺎوره او ﺧﭙﻠﻪ ﺷﺘﻤﻨﻲ ګڼﻠﻪ ﭘﻪ دې اﻗﺮار ﻛﻮي او واﻳﻲ ﭼﯥ د ﺟﻨګ او
زور ﻟﻪ ﻻرې ورﺗﻪ ﭘﺪې ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ﺳﻮﺑﻪ ﺷﻮﻧﯥ ﻧﻪ ده .... .
ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اوﺳﻨﻲ ﻧﻈﺎم ﻣﺴﺆﻟﻴﻨﻮ ﻫﻢ دا درك ﻛړې ﭼﯥ ﻫﻴﻮاد او وﻟﺲ ﭘﻪ ﺟﻨګ ﻛﯥ را
ګﻴﺮ دى او ددې ﺟﻨګ او ﻧﺎاﻣﻨۍ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺑﻬﺮﻧﻲ او ﻛﻮرﻧﻲ ﻫﻐﻪ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﻟﻤﻦ وﻫﻲ ﭼﯥ ګټﯥ وټﯥ ﻳﯥ ﭘﻪ
ﻫﻤﺪې ﺟﻨګ ﻛﯥ او ددې اور ﭘﻪ ﺗﺎزه ﻛﻮﻟﻮ ﻛﯥ را ﻧﻐښﺘﯥ دي .ﺧﻮ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ
د ﭘﺨﻮا ﭘﻪ څﻴﺮ ددې ﺑﺤﺮان څﺨﻪ د وﺗﻠﻮ او د دښﻤﻦ د ﻧﺎوﻟﻮ ﻋﺰاﻳﻤﻮ د ﻧﺎﻛﺎﻣﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﻳﻮه ﻫﺮ اړﺧﻴﺰه
ﻃﺮﺣﻪ »د ژﻏﻮرﻧﯥ د ﻣﻠﻲ ﻣﻴﺜﺎق « ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې ﺗﺮﺗﻴﺐ ﻛړې ﺗﺮڅﻮ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د اړوﻧﺪ اړﺧﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﺗﺮ
ﺑﺤﺚ ﻻﻧﺪې را ﺷﻲ ،او ټﻮل ﻛﻮرﻧﻲ اړﺧﻮﻧﻪ ﭘﻪ دﻏﻪ ﻣﻴﺜﺎق ﺑﺎﻧﺪې را ټﻮل ﺷﻲ ﺗﺮ څﻮ د ﻫﻴﻮاد ﺧﭙﻠﻮاﻛﻲ ﻫﻢ
ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﺷﻲ او د ﻫﻴﻮاد ﻗﻴﺎدت ﻫﻢ د وﻟﺲ ﻟﻪ ﻻرې د ټﻮﻟټﺎﻛﻨﻮ ﭘﻪ واﺳﻄﻪ و ټﺎﻛﻞ ﺷﻲ ) .د ﻣﻠﻲ ﻧﺠﺎت
ﻣﻴﺜﺎق ﭘﻪ ﻣﺨﻜﻨﻴﻮ ﭘﺎڼﻮ ﻛﯥ ﺗﻮﺿﻴﺢ ﺷﻮى دى ،ﭘﻪ دې ﺧﺎﻃﺮ ﻟﻪ دې ځﺎﻳﻪ ﻣﻮ ﺣﺬف ﻛړ(
دﻋﻮت :ﭘﺨﻮا ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د ﻛﺎﺑﻞ د ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺳﺮه د ﺧﺒﺮو ﻣﺨﺎﻟﻒ وو اوس څﻪ وﺷﻮل ﭼﯥ ﺗﺎﺳﻮ د ﻛﺮزي او د
ﻫﻐﻪ د ادارې ﺳﺮه ﺧﺒﺮې وﻛړې؟
ﻫﻮ ! دا ﺑﺎﻟﻜﻞ ډاګﻴﺰه ده ﭼﯥ اوﺳﻨﻰ ﻧﻈﺎم ،ﭘﻪ 2001م ﻛﺎل ﻛﯥ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د اﺳﻼﻣﻲ
ﻏﻮرځﻨګ د ﺣﻜﻮﻣﺖ د ړﻧګﻴﺪو وروﺳﺘﻪ ،د ﺑﻦ د ﻧﺎوﻟﯥ ﭘﺮﯦﻜړې ﭘﻪ واﺳﻄﻪ ﭘﺮ وﻟﺲ و ﺗﭙﻞ ﺷﻮ ،ددې ﺗړون ﻟﻪ ﻣﺨﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺧﭙﻠﻮاﻛﻲ او ځﻤﻜﻨﻰ ﺗﻤﺎﻣﻴﺖ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او ﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮﻧﻮ ﺗﻪ ور ﻗﺒﺎﻟﻪ ﻛړل
ﺷﻮ .ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ دا ﺧﺒﺮه د ﭼﺎ ﻏﻮږو ﺗﻪ ﻧﻪ ﻟﻮﻳﺪه ﺧﻮ اوس دادى ﭘﺨﭙﻠﻪ د
ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻣﺴﺌﻮﻟﯧﻦ او د ﻣﺸﺮﺗﺎﺑﻪ ﻫﻴﺌﺖ واﻳﻲ ﭼﯥ واك او اﺧﺘﻴﺎر ﻳﯥ د ﻧﻮرور ﺳﺮه دى ،ﭘﺨﭙﻠﻪ ﻫﻴڅ
واك ﻧﻪ ﻟﺮي ،ان ﺗﺮدې ﭼﯥ د ﻳﻮ ﻣﺎﻣﻮر ټﺎﻛﻨﻪ ﻫﻢ ﺑﺎﻳﺪ د ﻳﻮﻧﺎﻣﺎ او اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ څﺨﻪ و ﭘﻮښﺘﻲ.
ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻧﻪ ﻏﻮښﺘﻞ ﭼﯥ دداﺳﯥ ﻳﻮه ﻧﻈﺎم ﺳﺮه د ﺧﺒﺮو ﻟﻪ ﭘﺎره ﻛﯧﻨﻲ ﭼﯥ واك ﻳﯥ د ﺑﻞ ﺳﺮه دى ،ﺧﭙﻠﻪ د ﭘﺮﯦﻜړې او ﺑﻴﺎ د ﭘﺮﯦﻜړې د ﭘﻠﯥ ﻛﻮﻟﻮ ﺗﻮان و ﻧﻪ ﻟﺮي .اوس ﻫﻢ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ددې ﻧﻈﺎم ﺳﺮه دﺧﺒﺮو ﻟﻪ
ﭘﺎره ﭘﻪ دې ﺧﺎﻃﺮ ﻧﻪ دې ﻧﺎﺳﺖ ﭼﯥ د ﻧﻈﺎم څﺨﻪ څﻪ وﻏﻮاړي ،ﺑﻠﻜﯥ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د ﻣﻴﺜﺎق »ژﻣﻨﯥ « ﺗﺮ
ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې ﻳﻮه ﻫﺮ اړﺧﻴﺰه ﻃﺮﺣﻪ ﺟﻮړه ﻛړې ﺗﺮ څﻮ د ﻫﻴﻮاد د اوﺳﻨﻲ ﻣﺸﺮﺗﺎﺑﻪ ﭘﻪ ګډون ﭘﻪ ﻛﯥ ټﻮل وﻟﺲ
را وﻧﻐﺎړي ،د وﻟﺲ ټﻮل ﻣﺨﻮر د ﻫﻴﻮاد د اﺳﺘﻘﻼل او ازادۍ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ او ﻫﻠﺘﻪ د اﻣﻦ د ډاډﻣﻨﯥ ﻓﻀﺎ د
ﺟﻮړﯦﺪو ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﺳﺮه ﻳﻮ ﻻس ﺷﻲ ،ﺑﻬﺮﻧۍ واﻛﻤﻨۍ ﺗﻪ د ﺑﻬﺎﻧﯥ د ﺟﻮړوﻟﻮ ﻻرې ﺑﻨﺪې ﺷﻲ او ﭘﻪ دې ﺗﺮﺗﻴﺐ ﺑﻬﺮﻧﻰ اﺷﻐﺎل ﭘﺎى ﺗﻪ ورﺳﻴږي .
ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﭘﻪ ﻧﻈﺎم ﻛﯥ د ﺷﻤﻮﻟﯧﺖ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻧﻪ ﻛﻮم وړاﻧﺪﯦﺰ ﻛړى او ﻧﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ وﻛړي ،زﻣﻮﻧږ ﻫﻴﺌﺖ د ﻫﻴﻮاد د ﻧﻈﺎم د ﻣﺴﺌﻮﻟﯧﻨﻮ ﺳﺮه دا ﺧﺒﺮه ډاګﻴﺰه ﻛړې ﭼﯥ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻧﻪ ﻏﻮاړي ﭘﻪ دې ﻧﻈﺎم ﻛﯥ ګډون
وﻛړي ،ﺑﻠﻜﯥ د ﺣﺰب ﻏﻮښﺘﻨﻪ داده ﭼﯥ ﻟﻪ ﻣﻮﻧږه ﺳﺮه ﭘﻪ دﻏﻪ ﻣﻴﺜﺎق ﻛﯥ را ﻳﻮ ځﺎى ﺷﺊ ،ﺗﺮ څﻮ د ﺑﻬﺮﻧۍ
واﻛﻤﻨۍ د ﭘﺎى ﺗﻪ د رﺳﻴﺪو ﻏږ د ټﻮل وﻟﺲ ﻏږ و ګﺮځﻲ ،او ﭘﻪ دې ﺗﺮﺗﻴﺐ ﻣﻮﻧږ د ﻫﻴﻮاد ټﻮل ﻣﻄﺮح اړﺧﻮﻧﻪ ﻛﻪ ﻫﻐﻪ وﻟﺴﻲ ﺟﺮګﻪ ده او ﻛﻪ د ﻣﺸﺮاﻧﻮ ﺟﺮګﻪ ،ﻛﻪ ﻫﻐﻪ ﺳﻴﺎﺳﻲ ګﻮﻧﺪوﻧﻪ او ﻣﺸﺮان ﻳﯥ دي او ﻛﻪ
ﻣﺪﻧﻲ ټﻮﻟﻨﯥ او ﻣﺴﺌﻮﻟﯧﻦ ﻳﯥ ،ﻛﻪ ﻫﻐﻪ د ښځﻮ ټﻮﻟﻨﯥ دي او ﻛﻪ ﻧﻮرې .....ټﻮل ﺑﺎﻳﺪ ﭘﻪ ﻳﻮه اواز د ﻫﻴﻮاد د
ﺧﭙﻠﻮاﻛۍ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻏږ ﭘﻮرﺗﻪ ﻛړو او ﺑﻴﺎ ﻧﻮى ﻧﻈﺎم د ﺧﭙﻞ ﻣﻨځﯥ ﺗﻔﺎﻫﻢ ﻟﻪ ﻻرې ،د وﻟﺲ راى او ټﺎﻛﻨﯥ ﺗﻪ ور ﺣﻮاﻟﻪ ﻛړو .او دا ﺧﺒﺮه ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﺷﻮﻧﯥ وه ﭼﯥ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻳﻮ ﺳﺘﺮ ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﻗﺪم ﭘﻮرﺗﻪ ﻛړي ،او
187
ﺧﭙﻞ ﻟﻮﻣړﻧﻰ رﺳﻤﻲ او ﻟﻮړ ﭘﻮړې ﻫﻴﺌﺖ ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ وﻟﯧږي .او ﺑﺎﻻﺧﺮه دا ﺗﺎرﻳﺨﻲ وﻳﺎړ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ ﭘﻪ ﺑﺮﺧﻪ ﺷﻮ ،
ﻣﻮﻧږ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ﺧﭙﻞ ﻫﻤﺪا ﻏږ د رﺳﻨﻴﻮ ﻟﻪ ﻻرې او ﻫﻢ ﭘﻪ ځﺎﻧګړو ﻟﻴﺪﻧﻮ ﻛﺘﻨﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ ﭘﻮره ﺗﻮګﻪ را ﭘﻮرﺗﻪ ﻛړې او ﻫﺮ اړخ ﺗﻪ ﻣﻮ ﭘﻪ ډاﻧګ ﭘﻴﻠﯥ ﺗﻮګﻪ وﻳﻠﻲ ﭼﯥ ﻟﻮﻣړى د ﺧﭙﻠﻮاﻛۍ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛﻮل اوﺑﻴﺎ د ﻧﻈﺎم
ﺟﻮړښﺖ .
دﻋﻮت :د ښﺎﻏﻠﻲ ﻛﺮزي ﺳﺮه ﺧﺒﺮې دا د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻏﻮښﺘﻨﻪ وه ﻛﻪ د ﻛﺎﺑﻞ د ﺣﻜﻮﻣﺖ؟
د دواړو اړﺧﻮﻧﻮ! دﻛﺎﺑﻞ ﺣﻜﻮﻣﺖ د ﺗﻴﺮو څﻮ ﻛﺎﻟﻮ را ﻫﻴﺴﯥ د ﺑﻬﺮﻧۍ واﻛﻤﻨۍ ﭘﻪ ﺧﻼف د را ټﻮﻛﯧﺪﻟﻲ
ﻣﻨﻈﻢ ﻣﻘﺎوﻣﺖ او ﺟﻬﺎدي ډﻟﻮ ﺳﺮه د ﺧﺒﺮو اﺗﺮو وړاﻧﺪﻳﺰوﻧﻪ ﻛﻮي ،ان ﺗﺮدې ﭼﯥ ﭘﺨﭙﻠﻪ ﻣﺤﺘﺮم ﻛﺮزي
څﻮ څﻮ ځﻠﻪ دا وﻳﻠﻲ ﭼﯥ ﻛﻪ ﭼﯧﺮې د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د ﻣﺸﺮ ﻣﺤﺘﺮم ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر او د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د اﺳﻼﻣﻲ ﻏﻮرځﻨګ د ﻣﺸﺮ ﻣﻼ ﻣﺤﻤﺪ ﻋﻤﺮ ﻣﺠﺎﻫﺪ ادرس ورﺗﻪ څﺮګﻨﺪ ﺷﻲ ﻧﻮ ﭘﺨﭙﻠﻪ ﺑﻪ وﻻړ ﺷﻲ او د ﻫﻐﻮى ﺳﺮه
ﺑﻪ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د ﺳﻮﻟﯥ او اﻣﻦ د را وﺳﺘﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﺧﺒﺮو اﺗﺮو دروازه ﭘﺮاﻧﻴﺰي .ﭘﻪ دې ﻟړ ﻛﯥ ﻳﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻣﺮاﻛﺰو ﺗﻪ ﺑﻴﺎ ﺑﻴﺎ ﻣﺮاﺟﻌﻪ ﻛړې ،ﭘﻴﻐﺎﻣﻮﻧﻪ ﻳﯥ ﻟﻴږﻟﻲ او ﺑﻴﺮﺗﻪ ﻳﯥ ځﻮاب ﻣﻮﻧﺪﻟﻰ دى .ﺧﻮ ﺣﺰب
اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻣﺸﺮﺗﺎﺑﻪ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د ﺳﻮﻟﯥ او اﻣﻦ د ﺑﻴﺮﺗﻪ اﻋﺎدې او د ﭘﺮدﻳﻮ د وﻟﻜﯥ څﺨﻪ د ﺧﻼﺻﻮن ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﻳﻮه ﻃﺮﺣﻪ ﺗﻴﺎره ﻛړه او ﭘﻪ دې ﻃﺮﺣﯥ د ﺑﺤﺚ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﯥ ،ﻟﻜﻪ ﭼﯥ ﻣﺨﺘﻪ ﻣﻮ ووﻳﻞ ﻳﻮ
دروﻧﺪ ﻫﻴﺌﺖ و ټﺎﻛﻪ ﺗﺮ څﻮ ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﻳﯥ د ﺧﭙﻞ وﻟﺲ ﺳﺮه ﺷﺮﻳﻜﻪ ﻛړي .دا ﻳﻮه »ژﻣﻨﻪ« ده ﭼﯥ د ﻛﺎﺑﻞ د ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﻪ ګډون ﭘﻪ ﻛﯥ ﺑﺎﻳﺪ ټﻮﻟﯥ ټﻮﻟﻨﯥ را ټﻮﻟﯥ ﺷﯥ او ﻫﻴﻮاد ددﻏﻪ ﻏﻤﻴﺰې څﺨﻪ وﻛﺎږي ،دا
د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻳﻮ اﺑﺘﻜﺎر او ﻧﻮښﺖ و ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻧﻮښﺖ ﻛﯥ د ﺣﺰب ﻟﻪ ﭘﺎره ﻫﻴڅ ډول اﻣﺘﻴﺎز ﻧﻪ دې
ﻏﻮښﺘﻞ ﺷﻮى .ټﻮل اﻣﺘﻴﺎز ﻣﻮ وﻟﺲ ﺗﻪ ورﻛړى او ﭘﺨﭙﻠﻪ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻫﻮډ ﻛړى ﭼﯥ د ﺧﭙﻠﻮاﻛۍ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛﻮﻟﻮ وروﺳﺘﻪ ﺑﻪ د ټﻮﻟټﺎﻛﻨﻮ ﻟﻪ ﻻرې ﭘﻪ ﻧﻈﺎم ﻛﯥ ور ګډﻳږې .
دﻋﻮت :د دې ﺧﺒﺮو څﺨﻪ ﭼﺎ ګټﻪ ﭘﻮرﺗﻪ ﻛړه ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻛﻪ د ﻛﺎﺑﻞ ﺣﻜﻮﻣﺖ؟
ﻃﺒﻴﻌﻲ ده ﭼﯥ دواړو اړﺧﻮﻧﻮ ﺑﻪ ګټﻪ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛړې وي ﺧﻮ ډﻳﺮه ګټﻪ ﻳﯥ وﻟﺲ ﺗﻪ ورﺳﻴﺪه ،د ﻛﺎﺑﻞ ﺣﻜﻮﻣﺖ
ګټﻪ دا وه ﭼﯥ د ﻟﻮﻣړي ځﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د ﻳﻮ دروﻧﺪ ﻫﻴﺌﺖ ﻛﻮرﺑﻪ و ،ﭘﻪ ﺧﻼﺻﻪ ﺗﻮګﻪ ﻳﯥ ددې ﻫﻴﺌﺖ ﺳﺮه ﺧﺒﺮې ﻛړې ،زﻣﻴﻨﻪ ﻳﯥ ورﺗﻪ ﺑﺮاﺑﺮه ﻛړې ﺗﺮ څﻮ د ټﻮﻟﻮ ﭘﺮګﻨﻮ ﺳﺮه دﻏﻪ د »ژﻏﻮرﻧﯥ ﻣﻠﻲ
ﻣﻴﺜﺎق « ﺗﺮ ﺑﺤﺚ او څﻴړﻧﯥ ﻻﻧﺪې و ﻧﻴﺴﻲ ،ﭘﻪ ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ ﺗﻮګﻪ ﻳﯥ ﺑﺎور او وړﺗﻴﺎ ډﻳﺮښﺖ ﻣﻮﻧﺪﻟﻰ،
...ﺧﻮ رﻳښﺘﻮﻧﯥ ګټﻪ ﺑﻪ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ورﺗﻪ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﺷﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻣﻴﺜﺎق ﺑﺎﻧﺪې د ټﻮﻟﻮ ﻧﻮرو اړﺧﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﻳﻮ ځﺎى ﻻﺳﻠﻴﻚ وﻛړي او د ﺑﻬﺮﻧﻲ اﺷﻐﺎل څﺨﻪ د ﻫﻴﻮاد د ﺧﻼﺻﻮن ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﻮ ﺳﺘﺮ ﻗﺪم واﺧﻠﻲ .
ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻫﻢ د ﺧﭙﻞ دﻏﻪ ﻧﻮښﺖ او اﺑﺘﻜﺎر ﭘﻪ اﺳﺎس ﻫﻢ ﺧﭙﻞ وﻟﺲ ﺗﻪ او ﻫﻢ ﻧړۍ واﻟﯥ ټﻮﻟﻨﯥ ﺗﻪ دا څﺮګﻨﺪه ﻛړه ﭼﯥ ﻛﻪ د ﻫﻴﻮاد د اﺳﺘﻘﻼل ﻟﻪ ﭘﺎره د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭘﻪ ﺧﻼف ﻳﯥ د ﺟﻬﺎد ﺗﺎوده ﺳﻨګﺮوﻧﻪ
ګﺮم ﺳﺎﺗﻠﻲ ﺧﻮ د دﯦﭙﻠﻮﻣﺎﺳۍ ﻻرې ﻳﯥ ﻫﻢ ﻧﻪ دي ﭘﺮې اﻳښﯥ او ﺗﻞ ﻳﯥ د ﺑﺤﺮان او ﻏﻤﻴﺰې د ﭘﺎى ﺗﻪ رﺳﻮﻟﻮ
ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﻋﻤﻠﻲ ﻃﺮﺣﯥ وړاﻧﺪې ﻛړې او د ﺧﺒﺮو اﺗﺮو ﻣﻴﺰ ﺗﻪ د ﻧﺎﺳﺘﯥ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺗﻴﺎر دى.
د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻫﻴﺌﺖ د ﻟﻮﻣړي ځﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ ﭘﺎﻳﺘﺨﺖ ﻛﯥ د ټﻮﻟﻮ اړوﻧﺪو اړﺧﻮﻧﻮ ﺳﺮه ،د
وﻟﺴﻲ ﺟﺮګﯥ اوﻣﺸﺮاﻧﻮ ﺟﺮګﯥ د ﻏړو ﭘﻪ ګډون د ﻋﻠﻤﺎو ،ﺳﻴﺎﺳﺖ ﭘﻮﻫﺎﻧﻮ ،ﻣﺪﻧﻲ ټﻮﻟﻨﻮ ....ﺳﺮه ﭘﻪ ﺗﻔﺼﻴﻠﻲ
ﺗﻮګﻪ ﺧﭙﻞ د ﺳﻮﻟﯥ ﭘﺮواګﺮام ﺷﺮﻳﻚ ﻛړى ﭼﯥ ﭘﻪ ډﻳﺮه ﭘﺮاﺧﻪ ټﻨډه ورﺗﻪ ښﻪ راﻏﻼﺳﺖ وﻳﻞ ﺷﻮي ،ﻣﻮﻧږ وﻛﺘﻞ ﭼﯥ زﻣﻮﻧږ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد واﻟﻮ ﻛﯥ زﻣﻮﻧږ ﻏږ څﻮﻣﺮه اﻏﻴﺰ درﻟﻮد ،ټﻮل ﺗږي ﻫﻤﺪاﺳﯥ ﻳﻮه ﻏږ ﺗﻪ ﻧﺎﺳﺖ
188
دي ،د ﻫﻴﻮاد ټﻮﻟﻮ ﺑﺮﻳښﻨﺎﻳﻲ او ﭼﺎﭘﻲ رﺳﻨﻴﻮ زﻣﻮﻧږ ﻏږ ﭘﻪ ډﻳﺮه ﭘﺮاﺧﻪ ﺗﻮګﻪ د ﺧﻠﻜﻮ ﻏﻮږوﻧﻮ ﺗﻪ ور
ﺳﺎوه ،او زﻣﻮﻧږ ﺳﺮه ﻳﯥ ﭘﻪ دې ﻛﺎر ﻛﯥ اوږه ﭘﻪ اوږه ﭘﻪ ډﻳﺮه ﻣﻴړاﻧﻪ ﺑﺮﺧﻪ واﺧﺴﺘﻪ .د ﺟﻮﻣﺎﺗﻮﻧﻮ ﻋﻠﻤﺎو د
ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ددې ﻃﺮﺣﯥ څﺨﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺧﻄﺒﻮ ﻛﯥ ﻣﻼﺗړ اﻋﻼن ﻛړ او ددوﻟﺖ د ﻣﻨﺴﻮﺑﻴﻨﻮ څﺨﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ
ﻛﻠﻜﻪ ﻏﻮښﺘﻞ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د اﻣﻴﺮ ﻣﺤﺘﺮم ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر دﻏﻪ وړاﻧﺪﯦﺰوﻧﻮ ﺗﻪ ښﻪ راﻏﻼﺳﺖ وواﻳﻲ او
ﺑﻬﺮﻧۍ واﻛﻤﻨۍ ﻧﻪ دﺧﻼﺻﻮن ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ دﺣﺰب ﺳﺮه ﻻس ﻳﻮ ﻛړي .ﭘﻪ ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ ﺗﻮګﻪ ﻫﻢ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ
ﺧﭙﻞ دا درﻳځ اﻋﻼن ﻛړ ﭼﯥ ﻛﻪ ﻣﻮﻧږ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ د واﻛﻤﻨۍ ﻧﻪ دﺧﻼﺻﻮن ﭘﻪ ﺧﻼف ځﺎن ځﺎرﻧۍ ﻻر ﺧﭙﻠﻪ ﻛړې ﺧﻮ د ﺧﺒﺮو اﺗﺮو او دﻳﭙﻠﻮﻣﺎﺳۍ ﻻره ﻣﻮ ﻫﻢ ﻧﻪ ده ﭘﺮې اﻳښﯥ ،ﭘﻪ دې ﺧﺎﻃﺮ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﯥ دﻏﻪ
ﻣﻴﺜﺎق د ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ ټﻮﻟﻨﯥ ﻟﻪ اړﺧﻪ ،د اروﭘﺎﻳﻲ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﻟﻪ اړﺧﻪ او ﻫﻢ د ﺑﻴﻼ ﺑﻴﻠﻮ ﻫﻴﻮادو ﻟﻪ اړﺧﻪ ﺗﺎﻳﻴﺪ ﺷﻮ او د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ دﻏﻪ اﺑﺘﻜﺎر ﺗﻪ ښﻪ راﻏﻼﺳﺖ ووﻳﻞ ﺷﻮل .
ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د ﻧﻨﻪ ﻫﻢ د ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ وﻻﻳﺎﺗﻮ څﺨﻪ د وﻻﻳﺘﻲ ﺷﻮراګﺎﻧﻮ ﻏړو ،ﻣﺨﻮرو ﻣﺸﺮاﻧﻮ ،ﭘﺨﻮاﻧﻴﻮ
ﺟﻬﺎدي ﻗﻮﻣﻨﺪاﻧﺎﻧﻮ ،او ﻋﻠﻤﺎوو د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د ﻫﻴﺌﺖ ﺳﺮه ﻟﻴﺪﻧﯥ ﻛﺘﻨﯥ درﻟﻮدې او ﺧﭙﻞ ﻣﻼﺗړ ﻳﯥ ﺗﺮې اﻋﻼن ﻛړ .
دﻋﻮت :ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د ﺧﺒﺮو ﻣﻴﺪان ﺗﻪ راوداﻧګﻞ او ﻃﺎﻟﺒﺎن ﭼﯥ ﺗﺮاوﺳﻪ ﻳﯥ ﺧﺒﺮې رد ﻛړﻳﺪي ،څﻪ ﻓﻜﺮ ﻛﻮى
ﭘﻪ ﺧﺒﺮو ﻛﯥ د ﺑﺮﺧﯥ اﺧﻴﺴﺘﻮ ﻟﻪ ﻻﻣﻠﻪ ﺑﻪ اوس د ﺣﺰب او ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺗﺮﻣﻨځ واټﻦ ډﻳﺮ ﺷﻮى ﻧﻪ وي.؟
د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ او د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د اﺳﻼﻣﻲ ﻏﻮرځﻨګ ﺗﺮ ﻣﻨځ ﭘﻪ ډﻳﺮو ﻣﺴﺎﻳﻠﻮ ﻛﯥ ﻳﻮواﻟﻰ ﺷﺘﻪ ،دواړه
ګﻮﻧﺪوﻧﻪ د ﻫﻴﻮاد ازادۍ او اﺳﺘﻘﻼل ﺗﻪ د اوﻟﯧﺖ ﺣﻖ ور ﻛﻮي ،او ﭘﻪ ﺗﻮدو ﺳﻨګﺮوﻧﻮ ﻛﯥ ﻳﻮ د ﺑﻞ ﻣﻼﺗړي دي .دواړه ګﻮﻧﺪوﻧﻪ ﻏﻮاړي ﭼﯥ ﺗﺮ ﻫﺮ څﻪ د ﻣﺨﻪ دې د ﻫﻴﻮاد څﺨﻪ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﻟښﻜﺮو د وﺗﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﻮ
ﻣﻬﺎل وﻳﺶ ﺟﻮړ ﺷﻲ .ﭘﻪ دې ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻛﯥ ﻟږ څﻪ ﺗﻮﭘﻴﺮ ﺷﺘﻪ ،ځﻜﻪ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻏﻮاړي د
ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ د وﺗﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﻮ ﻣﻌﻘﻮل او د ﻣﻨﻠﻮ وړ ﻣﻬﺎل وﻳﺶ ﺗﻴﺎر ﻛړل ﺷﻲ ،او ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ دې
راﺗﻠﻮﻧﻜﻰ ﻧﻈﺎم او ﻗﻴﺎدت د وﻟﺲ ﭘﻪ ﺧﻮښﻪ او د ټﻮﻟټﺎﻛﻨﻮ ﻟﻪ ﻻرې و ټﺎﻛﻞ ﺷﻲ ،اﻣﺎ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ اﺳﻼﻣﻲ
ﻏﻮرځﻨګ ﺑﻴﺮﺗﻪ د ﺧﭙﻞ ﻧﻈﺎم د اﻋﺎدې ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻛﻮي .
ﻣﻮﻧږ د ﻣﻮﻟﻮي ﻣﺘﻮﻛﻞ او ﻣﻮﻟﻮي ﺿﻌﻴﻒ ﭘﻪ ګډون د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د اﺳﻼﻣﻲ ﻏﻮرځﻨګ د ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻏړو ﺳﺮه
ﺗﻔﺼﻴﻠﻲ ﻛﺘﻨﻪ درﻟﻮده او ﻫﻐﻮى ﻣﻮ ﭘﻪ ﺟﺮﻳﺎن ﻛﯥ ﻛړل .ﻧﻮ ﻛﻪ ﭼﯧﺮې ﻣﻮﻧږ و ﺗﻮاﻧﻴږو ﭼﯥ ﭘﻪ دﻏﻪ ﻣﻴﺜﺎق
ﺑﺎﻧﺪې ،ﭼﯥ ﻟﻮﻣړﻧۍ ﻣﺎده ﻳﯥ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻮ د وﺗﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﻣﻬﺎل وﻳﺶ ټﺎﻛﻞ دي ،د ﺧﭙﻞ وﻟﺲ
ﭘﺮګﻨﯥ را ټﻮﻟﯥ ﻛړو او ﭘﻪ ﻳﻮه اواز د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ اﺷﻐﺎل ﺗﻪ د ﭘﺎى ټﻜﻰ ﻛﯧږدو ﻧﻮ ﺑﻴﺎ ﺧﻮ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ دا
ﻟﻮﻣړﻧۍ ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻫﻢ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛﯧږي ،ﺧﻮ د ﺣﻜﻮﻣﺖ د ﻧﻈﺎم د ﺟﻮړښﺖ او ﻗﻴﺎدت د ټﺎﻛﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺑﻪ د ﺧﭙﻞ ﻣﻨځﻲ ﺗﻔﺎﻫﻢ ﻟﻪ ﻻرې د ﺣﻞ ﻻره ﭘﻴﺪا ﻛﻮو ،اﻣﺎ د ﺣﺰب ﻟﻪ اﻧﺪه د ﻧﻈﺎم د ﺟﻮړښﺖ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻟﻪ ټﻮﻟټﺎﻛﻨﻮ ﭘﺮﺗﻪ
ﺑﻠﻪ ﻻر ﻧﻪ ﺷﺘﻪ .ﻧﻮ ﻫﻴﻠﻪ ﺧﻮ داده ﭼﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ اﺳﻼﻣﻲ ﻏﻮرځﻨګ ﺑﻪ ﭼﯥ د ﻫﻤﺪې ﺧﺎورې زاﻣﻦ دي ﻫﻢ د وﻟﺲ ددې ﻏﻤﻴﺰې د ﭘﺎى ﺗﻪ رﺳﻴﺪو ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﻟﻪ ﻣﻮﻧږه ﺳﺮه ﭘﻪ ﻫﻤﺪاﺳﯥ ﻳﻮه ﻣﻴﺜﺎق ﻛﯥ را ګډﺷﻲ . دﻋﻮت :ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﺳﺘﺎﺳﻮ ﺷﺘﻮن او ﭘﻪ رﺳﻤﻲ ډول د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﺳﺘﺎزﻳﺘﻮب څﻨګﻪ ارزوى؟
ﻟﻜﻪ څﻨګﻪ ﭼﯥ ﻣﻮ ﻣﺨﻜﯥ ووﻳﻞ ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د ﻫﻴﺌﺖ د ورﺗګ ﻣﻮﺧﻪ ،د ﻛﺎﺑﻞ د ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﻪ
ګډون د ټﻮﻟﻮ ﻧﻮرو اړﺧﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﺧﺒﺮې ﻛﻮل او ﻫﻐﻮى » د ژﻏﻮرﻧﯥ ﭘﻪ دې ﻣﻴﺜﺎق ﻛﯥ « را ښﻜﯧﻠﻮل و .ﻣﻮﻧږ دا ﻛﺎر ﭘﻪ ﭘﻮره ﺑﺮﻳﺎﻟﻴﺘﻮب ﺳﺮه ﺗﺮ ﺳﺮه ﻛړى ،او ﻣﻠﺖ ﺗﻪ ﻣﻮ د ﺳﻮﻟﯥ د اﭘﻴﻐﺎم ﻧﻴﻎ ﭘﻪ ﻧﻴﻐﻪ ور رﺳﻮﻟﯥ دى
189
.ﻃﺒﻴﻌﻲ ده ﭼﯥ دې ﻛﺎر ﺑﻪ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﭘﻪ ﭘﺮﺳﺘﻴﮋ ﻛﯥ ډﻳﺮ زﻳﺎﺗﻮاﻟﻰ راوﺳﺘﻰ وي .ﺑﺎﻳﺪ دا ډاګﻴﺰه
ﻛړم ﭼﯥ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻳﻮازﻧﻰ وﻟﺲ ﺷﻤﻮﻟﻪ ګﻮﻧﺪ دى ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﺮ ﻛﻠﻲ ،ﻫﺮې ﺑﺎﻧډې اوﻫﺮښﺎر ﻛﯥ ﺷﺘﻮن ﻟﺮي ،ﻣﻮﻧږ وﻛﺘﻞ ﭼﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ټﻮل ﻫﻐﻪ ﻏړي ﭼﯥ ﺗﺮ اوﺳﻪ ﭘﻪ ﻳﻮه ﺑڼﻪ اوﻳﺎ ﺑﻠﻪ
ﭼﭗ
ﻧﺎﺳﺖ وو ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ ډګﺮ ﺗﻪ را ووﺗﻞ ،او د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د ﺳﻮﻟﯥ د ﻏﻪ ﻣﻴﺜﺎق ﻳﯥ ﻻس ﭘﻪ ﻻس ﻛړ او د وﻟﺲ ټﻮﻟﻮ ﭘﺮګﻨﻮ ﺗﻪ ﻳﯥ د رﺳﻮﻟﻮ ﻫﻮډ وﻛړ .
اوس ﺧﻮ ﺣﺰب ﺧﭙﻞ د ﺳﻮﻟﯥ دﻏﻪ ﻣﻴﺜﺎق د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د وﻟﺲ ﺗﺮ ﻣﺦ ﭘﻪ ﭘﻮره ﺗﻔﺼﻴﻞ ﺳﺮه ﻛﯧښﻮد ،ﻫﻴﻠﻪ
ﻟﺮو ﭼﯥ وﻟﺲ ﺑﻪ زﻣﻮﻧږ دﻏﻪ ﻏږ ﺗﻪ ﻣﺜﺒﺖ ځﻮاب وواﻳﻲ .
دﻋﻮت :دا ځﻞ څﻪ وﺷﻮل ﭼﯥ ﺣﺰب ﭘﻪ ښﻜﺎره ووﻳﻞ ﭼﯥ د ﻛﺎﺑﻞ د ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺳﺮه ﭘﻪ ﺧﺒﺮو ﺑﻮﺧﺖ دى ،ﭘﺨﻮا ﻫﻢ
ډﻳﺮ ځﻠﻪ اورﻳﺪل ﺷﻮي وو ﭼﯥ ﭘﻪ دوﺑۍ ،ﻣﺎﻟﺪﻳﭗ او ﻧﻮرو ځﺎﻳﻮﻧﻮ ﻛﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ او د ﻛﺮزي د اﺳﺘﺎزو
ﺗﺮﻣﻨځ ﻟﻴﺪه ﻛﺎﺗﻪ ﺷﻮي دي؟
ددې رﺳﻤﻲ ﻫﻴﺌﺖ د ﺗﻠﻠﻮ د ﻣﺨﻪ ،ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻫﻴڅ ﻛﻠﻪ او ﻫﻴڅ وﺧﺖ ﻫﻢ ﻧﻪ ﭘﻪ ﭘټﻪ او ﻧﻪ ﭘﻪ ښﻜﺎره ډول د ﻛﺎﺑﻞ د ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺳﺮه ﭘﻪ ﺧﺒﺮو اﺗﺮو ﻛﯥ ګډون ﻛړى ،دﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﺗګﻼر ه څﺮګﻨﺪه او ډاګﻴﺰه ده .ﺣﺰب ﻫﺮ وﺧﺖ او ﭘﻪ ﻫﺮ ډول ﺷﺮاﻳﻄﻮ ﻛﯥ د ﻫﻴﻮاد د ﻻﻧﺠﯥ او ﻏﻤﻴﺰې د ﺣﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻣﻌﻘﻮﻟﯥ
ﻃﺮﺣﯥ وړاﻧﺪې ﻛړې ،ﭘﺨﻮا ﺗﺮ دې ﻫﻢ ﻣﻮﻧږ ﭘﻪ ﻫﻤﺪﻏﻪ ډول ﻳﻮه ﻃﺮﺣﻪ ﺑﺎﻧﺪې ﻛﺎر ﻛړې و اوﻫﻐﻪ ﻣﻮ د اروﭘﺎﻳﯥ ﻫﻴﻮادو او اﻧګﻠﺴﺘﺎن دﭘﺎرﻟﻤﺎﻧﻮﻧﻮ ﻏړو ،د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭼﺎرو وزارﺗﻮﻧﻮ او ان د ﻧﺎﺗﻮ ﺳﺮ ﻣﻨﺸﻲ ﭘﻮرې
رﺳﻮﻟﯥ او د ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﺳﻴﺎﺳﺘﭙﻮﻫﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﻣﻮ ﭘﻪ دې اړه ﻟﻴﺪﻧﻲ ﻛړې ﺧﻮ دا ټﻮﻟﯥ ﻟﻴﺪﻧﯥ دﺣﺰب د رﺳﻤﻲ
ﻫﻴﺌﺖ ﭘﻪ څﻴﺮ ﻧﻪ ﺑﻠﻜﯥ ﭘﻪ وګړﻳﺰه ﺗﻮګﻪ ﺗﺮ ﺳﺮه ﻛړې .ﭘﻪ ټﻮﻟﻮ ﻫﻐﻪ ځﺎﻳﻮ ﻛﯥ ﭼﯥ ﺗﺎﺳﯥ ورﺗﻪ اﺷﺎره ﻛړې ،
ﺣﺰب رﺳﻤﻲ ګډون ﻧﻪ دى ﻛړى ،ﻛﯧﺪى ﺷﻲ د ﺣﺰب ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ وګړو ﭘﻪ اﻧﻔﺮادي ﺗﻮګﻪ ﭘﻪ ﻫﻐﻮ ﻏﻮﻧډو ﻛﯥ ګډون ﻛړى وي ،ﺧﻮ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ رﺳﻤﻲ ﻧﻤﺎﻳﻨﺪه ﭘﻪ ﻫﻴڅ داﺳﯥ ﻏﻮﻧډه ﻛﯥ ګډون ﻧﻪ دى ﻛړى .
ﻟﻜﻪ څﻨګﻪ ﭼﯥ ﻣﯥ ﻣﺨﺘﻪ ووﻳﻞ دا ﻟﻮﻣړي رﺳﻤﻲ ﻫﻴﺌﺖ و ﭼﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د اﻣﻴﺮ ﭘﻪ اﻣﺮ ،ﻧﻴﻎ ﭘﻪ ﻧﻴﻐﻪ
ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ وﻻړ او ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ﻟﻪ اړوﻧﺪه اﻓﻐﺎﻧﻲ او ﺑﻬﺮ ﻧﻴﻮ اړﺧﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﺧﺒﺮې وﻛړې .دا ﺑﺎﻳﺪ ډاګﻴﺰه
وي ﭼﯥ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻛﺎﺑﻞ د ﻧﻈﺎم ﺳﺮه ﻳﻮازې د ﻧﻈﺎم ﭘﻪ ﺳﺮ دښﻤﻨﻲ ﻧﻪ ﻟﺮي ،ﺑﻠﻜﯥ ﻫﻐﻪ ﻧﻈﺎم د ﭘﺮدﻳﻮ د ﻻس اﻟﻪ ګڼﻲ ،ﺧﻮ اوس ﭼﯥ د ﻛﺎﺑﻞ ﻧﻈﺎم ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ د ﭘﺮدﻳﻮ څﺨﻪ ﺗﺮ ﺳﺘﻮﻧﻲ راﻏﻠﻰ او
ﻏﻮاړي ددې ﻣﺼﻴﺒﺖ ﻧﻪ ځﺎن ﺧﻼص ﻛړي ،او ﭘﻪ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﺑﺎﻧﺪې ﻳﯥ ﺑﻴﺎ ﺑﻴﺎ د ﺧﺒﺮو ﻟﻪ ﭘﺎره ﻏږ ﻛړى
ﺧﻮ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﭘﻪ ﻧﻈﺎم ﻛﯥ د ګډون ﭘﺮ ځﺎى د ټﻮﻟﻮ اړوﻧﺪ ﻛﻮرﻧﻴﻮ اړﺧﻮﻧﻮ ﺳﺮه د ﻣﻴﺜﺎق ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې
د ﻳﻮې ژﻣﻨﯥ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻏږ ﻛړى .او دا ﻏږ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﻋﻤﻠﻲ ﺑڼﻪ ﺧﭙﻠﻮﻟﯥ ﺷﻮه ﭼﯥ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ دﻏﺴﯥ ﻳﻮ
اﺑﺘﻜﺎراﻧﻪ ﻋﻤﻞ ﺗﺮ ﺳﺮه ﻛړى وى .او اوس ددې ﻋﻤﻞ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ د اﷲ ﻓﻀﻞ دى ﻣﻮﻧږ ډﻳﺮې ښﯥ ﭘﺎﻳﻠﯥ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛړﻳﺪي .
دﻋﻮت :ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﭘﻪ دې ټﻴﻨګﺎر ﻛﻮي ﭼﯥ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﻗﻮاو د وﺗﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺑﺎﻳﺪ وﺧﺖ وټﺎﻛﻞ ﺷﻲ ،ﭘﻪ داﺳﯥ
ﺣﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﯥ ﺧﺒﺮې د ښﺎﻏﻠﻲ ﻛﺮزي ﺳﺮه وې اﻳﺎ ﻛﺮزى ﺑﻪ دا واك وﻟﺮي ﭼﯥ ﭘﻪ دې اړه د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﻗﻮاو ﭘﻪ اﺳﺘﺎزﻳﺘﻮب وﻏږﻳږي؟
190
ﻟﻜﻪ څﻨګﻪ ﭼﯥ ﻣﯥ ﻣﺨﺘﻪ ﻋﺮض وﻛړ ﭼﯥ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ،ﻫﻢ د ﻛﺎﺑﻞ د ﻧﻈﺎم ﻣﺸﺮﺗﺎﺑﻪ ﻫﻴﺌﺖ او ﻫﻢ ټﻮﻟﯥ ﺳﻴﺎﺳﻲ او ﻣﺪﻧﻲ ﭘﺮګﻨۍ او ټﻮﻟﻨﯥ د ﻳﻮه ﻣﻴﺜﺎق ﻟﻮري ﺗﻪ را ﺑﻠﻠﯥ دي ﺗﺮ څﻮ ﭘﻪ دې ﻣﻴﺜﺎق ﺑﺎﻧﺪې د ﺗﻮاﻓﻖ
وروﺳﺘﻪ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ اوﭘﻪ ځﺎﻧګړې ﺗﻮګﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ دﻏﻪ وﺣﺸﺖ ،ﺟﺒﺮ او وﻟﻜﯥ ﺗﻪ د ﭘﺎى ټﻜﯥ ﻛﯧږدي،
ﻧﻮ ﭘﻪ دې اﺳﺎس ،ﻣﻮﻧږ د ﻣﺤﺘﺮم ﺣﺎﻣﺪ ﻛﺮزي ﭘﻪ ګډون ټﻮﻟﻮ ﭘﺮګﻨﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﻏږ ﻛړى ﺗﺮ څﻮ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ
د ﻏږ ﻣﻼﺗړ وﻛړي ،ﭘﻪ دﻏﺴﯥ ﻳﻮه ﻣﻴﺜﺎق ﻛﯥ را ﻳﻮ ځﺎى ﺷﻲ ،د ﺑﻬﺮﻧۍ وﻟﻜﯥ څﺨﻪ ﺧﻼﺻﻮن و ﻣﻮﻣﻲ او
ﺑﻴﺎ را ﺗﻠﻮﻧﻜﻰ ﻧﻈﺎم د وﻟﺲ ﭘﻪ ﺧﻮښﻪ د ټﻮﻟټﺎﻛﻨﻮ ﻟﻪ ﻻرې ﻣﻨځﺘﻪ راﺷﻲ ،د ﺳﺎزﺷﻮﻧﻮ او زور زﻳﺎﺗﻲ ﻟﻪ ﻻرې د ﻧﻈﺎﻣﻮﻧﻮ د ﺟﻮړښﺖ ﻣﺨﻨﻴﻮى وﺷﻲ .
ﻣﻮﻧږ د ﻛﺎﺑﻞ ﺣﺎﻛﻢ ﻧﻈﺎم ﺗﻪ د ﻧﺠﺎت او ﺧﻼﺻﻮن ﻻر ښﻮوﻟﯥ او ورﺗﻪ ﻣﻮ وﻳﻠﻲ ﭼﯥ ﺗﺮ ﻫﺮ څﻪ ﻟﻮﻣړى ﺑﺎﻳﺪ د
اﺳﺘﻘﻼل ﻟﻪ ﭘﺎره ﺳﺮه ﻻس ﻳﻮ ﻛړو .او دﻏﻪ ﻓﺮﺻﺖ ﭼﯥ اﷲ دوى ﺗﻪ ورﻛړې ددې ﻧﻪ ﭘﻪ ګټﯥ اﺧﺴﺘﻮ ﺳﺮه
ټﻮل ﻳﻮ ﻣﻮټﻰ ﺷﻮ او د ﻫﻴﻮاد د ﻏﻤﻴﺰو دﻏﻪ ﺑﻴړۍ د ډوﺑﻴﺪو څﺨﻪ ﺧﻮﻧﺪي ﻛړو او ﭘﻪ ﭘﻮره ﻳﻮ واﻟﻲ ﺳﺮه ﻳﯥ
ﺳﺎﺣﻞ ﺗﻪ وﻛﺎږو .ﺗﺮ ﻫﻐﻪ ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ اﺣﺴﺎس ﻛړې ﻧﻪ ﻳﻮازې د دوﻟﺖ ﻣﺸﺮﺗﺎﺑﻪ ﻫﻴﺌﺖ ﺑﻠﻜﯥ ټﻮﻟﯥ ﺳﻴﺎﺳﻲ
او ﻣﺪﻧﻲ ټﻮﻟﻨﯥ زﻣﻮﻧږ ﺳﺮه ﭘﻪ دې ﻏږ ﻛﯥ ﺷﺮﻳﻜﯥ وې .
ﻫﻴﻮدا د ﺑﻬﺮﻧﻲ ښﻜﯧﻼك څﺨﻪ ژﻏﻮرل ﻳﻮازې د ﻛﺎﺑﻞ د ﻧﻈﺎم د ﻣﺸﺮﺗﺎﺑﻪ ﭘﻪ وس ﻛﯥ ﻧﻪ ده ددې ﻟﻪ ﭘﺎره ﺑﺎﻳﺪ
د ﻧﻈﺎم ﻣﺸﺮﺗﺎﺑﻪ ﻫﻴﺌﺖ د ټﻮﻟﻮ اړوﻧﺪو ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﻻس ﻳﻮ ﻛړي ﺗﺮ څﻮ د ټﻮل وﻟﺲ د ﻏﻮښﺘﻨﯥ ﭘﻪ څﻴﺮ
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ وﻟﻜﻪ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ وﻻړه ﺷﻲ .
دﻋﻮت :ﻛﻪ ﺑﻬﺮﻧۍ ﻗﻮاوې ووځﻲ د دې ﺿﻤﺎﻧﺖ ﺑﻪ څﻮك ورﻛړي ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﺨﻮاﻧۍ ﻟﻮﺑﻪ ﻳﺎﻧﯥ ﺗﻨﻈﻴﻤﻲ ﺟګړې
ﺑﻪ ﻧﻪ ﺗﻜﺮارﻳږي ﭘﻪ ﺑﻐﻼن وﻻﻳﺖ ﻛﯥ ﻳﯥ د ﺣﺰب او ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ وروﺳﺘۍ ﻧښﺘﯥ ﻳﻮه ښﻪ ﺑﻴﻠګﻪ ده؟
ډﻳﺮ ﺧﻠﻚ ﻫﻤﺪا اﻧﺪﻳښﻨﻪ ﻟﺮي ،ﻓﻜﺮ ﻛﻮي ﭼﯥ زﻣﻮﻧږ ﭘﺎﻳښﺖ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﭘﻪ وﻟﻜﯥ ﻛﯥ دى ،ﻛﻪ
دا ﻧﻪ وي ﻧﻮ ﻫﻴﻮاد ﺑﻪ ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ د ﭘﺨﻮاﻧﻴﻮ ﺗﻨﻈﻴﻤﻲ ﺟګړو ﭘﻪ اور ﻛﯥ را وﻧښﻠﻲ .ﺣﺎل دا ﭼﯥ دا اﻧګﻴﺮﻧﻪ
زﻣﺎ ﭘﻪ اﻧﺪ ﺳﻬﻲ ﻧﻪ ده .ﻟﻮﻣړى دا ﭼﯥ روﺳﺎن د ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ ﺳﺮه د ﻳﻮه ﺗړون ﭘﺮﺗﻪ ﭘﻪ ﻋﺎﺟﻠﻪ ﺗﻮګﻪ د
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻧﻪ و ﺗښﺘﻴﺪل ،ان ﺗﺮ دې ﭼﯥ د روﺳﺎﻧﻮ د ﺗﻴښﺘﯥ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ﻫﻢ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ ﭘﺮ ﻫﻐﻮى ﺧﭙﻠﻮ ګﺬاروﻧﻮ ﺗﻪ دوام ورﻛﺎوه .دوﻳﻢ دا ﭼﯥ روﺳﺎﻧﻮ ﺧﭙﻞ ﻟښﻜﺮ ووﻳﺴﺖ ﺧﻮ ﺗﺮ ﺷﺎ ﻳﯥ ﻛﻤﻮﻧﺴﺘﻲ
ډﻟﯥ ټﭙﻠﯥ او د ﺟﺒﻞ اﻟﺴﺮاج د ﺗړون ﺑﻪ څﻴﺮ ﻳﻮﻧﺎوﻟﻰ او ﻧﺎ ﻣﻘﺪﺳﻪ اﺗﺤﺎد ﭘﺮﯦښﻮد ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻐﯥ ﻛﯥ دﻧﻈﺎر د
ﺷﻮرا ﺗﺮ څﻨګ د ﺟﻨﺮال دوﺳﺘﻢ د ګﻠﻢ ﺟﻢ ﻣﻠﻴﺸﯥ ،د ﭘﺮﭼﻢ ګﻮﻧﺪ ﻧﻈﺎﻣﻲ او ﺳﻴﺎﺳﻲ څﻴﺮې ،د ﺣﺰب وﺣﺪت ګﻮﻧﺪ ...داﺳﯥ ﻋﻨﺎﺻﺮو ګډون درﻟﻮد ،ددوى ﻣﻼﺗړي ﭘﺨﭙﻠﻪ روﺳﺎن ،اﻳﺮاﻧﻴﺎن او ﻫﻨﺪوان ول ،د
ﻫﻐﻮى ﻣﻮﺧﻪ دا وه ﻟﻜﻪ څﻨګﻪ ﭼﯥ اوس دا ﺣﻘﺎﻳﻖ د څﻴړوﻧﻜﻮ ﻟﻪ اړﺧﻪ را ﺑﺮﺑﻨډ ﺷﻮﻳﺪي ،ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ
ﭘﺮې ﻧږدي ﭘﻪ واﻛﻤﻨۍ ﻛﯥ ګډون وﻛړي .او ان ﺗﺮدې ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﺳﺎزش ﻛﯥ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎﻧﻲ ﭘﻨﺠﺎﺑﻲ ﻛړۍ ﻫﻢ
ﺷﺎﻣﻠﯥ وې .ﻫڅﻪ او ﻫﺎﻧﺪ ﻳﯥ دا و ﭼﯥ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻧﻈﺎﻣﻲ ډګﺮ ﻛﯥ ﻛﻤﺰورى ﻛړي او ﻫﻢ ﭘﻪ
ﺳﻴﺎﺳﻲ ډګﺮ ﻛﯥ ﻣﻼﺗړي ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ورﻛړي .د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د ﻣﺸﺮﺗﺎﺑﻪ ګﻨﺎه دا وه ﭼﯥ ﻫﻐﻪ د ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد
ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮاﻛۍ ﺑﺎﻧﺪې د ﻫﻴﭽﺎ ﺳﺮه ﺳﻮدا ﻧﻪ ﺷﻮه ﻛﻮﻻى .ﻧﻮ ﭘﻪ دې اﺳﺎس ﻳﯥ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﭘﻪ ﺧﻼف ډﻳﺮ
ﺑﯥ رﺣﻤﺎﻧﻪ ﺟﻨګ ﭘﻴﻞ ﻛړ او ﻟﻪ ﻫﺮ ﻟﻮري ﭘﺮ ې ګﺬاروﻧﻪ وﺷﻮل ﭼﯥ دادي د ﺗﺎرﻳﺦ ﭘﺎڼﯥ اوس ﭘﺮې ډﻛﯥ دي ) ﻛﯧﺪى ﺷﻲ ﭘﻪ دې اړه د ﺑﺮوس رﻳﭽﺎرډﺳﻦ ﻛﺘﺎب ﺗﻪ ﻣﺮاﺟﻌﻪ وﺷﻲ (.
191
ﺧﻮ ﭘﻪ اوﺳﻨﻲ ﺣﺎل ﻛﯥ ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻃﺮﺣﻪ ﻛﯥ اوﺳﻨﻲ ﺣﻜﻮﻣﺖ ،ﭘﺎرﻟﻤﺎن ،ﻣﻠﻲ اردو ،ﻣﻠﻲ ﭘﻮﻟﯧﺲ او ټﻮل ﻫﻐﻪ ﻧﻬﺎدوﻧﻪ ﭼﯥ ددوﻟﺖ وړﺗﻴﺎوې ﻟﻮړوي ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ځﺎى ﭘﺮې اﻳښﯥ ﺑﻠﻜﯥ د ﻫﻐﻮى د
ﻧﻮرو زﻳﺎﺗﻮ ﻏښﺘﻠﻲ ﻛﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﯥ ﻏږ ﻛړى ،ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ ﭘﻪ وﻟﺲ ﻏږ ﻛړى ﭼﯥ را ﺗﻠﻮﻧﻜﻰ ﺣﻜﻮﻣﺘﻮﻧﻪ ﺑﻪ د زور او ﺗﺰوﻳﺮ ﭘﻪ ځﺎى د وﻟﺲ ﭘﻪ ﺧﻮښﻪ ټﺎﻛﻞ ﻛﯧږي ،او د ټﻮﻟﻮ ﻏﻤﻴﺰو د ﭘﺎى ﺗﻪ رﺳﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﯥ د ﻗﻴﺎدت ټﺎﻛﻞ وﻟﺲ ﺗﻪ ﭘﺮې اﻳښﯥ دي .
ﺣﻘﻴﻘﺖ دادى ﭼﯥ دا ﺑﻬﺮﻧﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ دي ﭼﯥ د ټﻮل ﻓﺴﺎد ﻋﺎﻣﻞ ګﺮځﻴﺪﻟﻲ دي ،دادي ﺗﺎﺳﯥ ﻫﻤﺪا اوس
د ﻣﺤﺘﺮم ﺣﺎﻣﺪ ﻛﺮزي وﻳﻨﺎوې اورى ﭼﯥ ﻏﺮﺑﻴﺎن او ﭘﻪ ځﺎﻧګړې ﺗﻮګﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن څﻮﻣﺮه ﭘﻪ ﻓﺴﺎد،
ﻏﺪارۍ او ....ﻛﯥ ﻛﻜړ دي .ﭘﺨﭙﻠﻪ ﺣﻜﻮﻣﺘﻲ ﻛړۍ واﻳﻲ ﭼﯥ د ﻫﻴﻮاد 80ﺳﻠﻤﻪ ﻓﺴﺎد د ﻫﻤﺪې ﻏﺮﺑﻲ ﻛړﻳﻮ
ﻟﻪ اړﺧﻪ ﺟﻮړ ﺷﻮﻳﺪه .
ﺗﺎﺳﯥ د ﺗﻴﺮو ټﻮﻟټﺎﻛﻨﻮ ﭘﺎﻳﻠﯥ ووﻳﻨﺊ ،د ټﻮﻟټﺎﻛﻨﻮ د ﭘﺎﻳﻠﻮ ﺻﻨﺪﻗﻮﻧﻪ د ﻳﻮﻧﺎﻣﺎ د ﻏړو ﭘﻪ ﻻﺳﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻣﻴﺎﺷﺘﻮ او اوﻧﻴﻮ ﭘﺮاﺗﻪ وي او ﺑﻴﺎ ﺗﺮې ﻫﻤﻐﻪ ﻛﺴﺎن ټﺎﻛﻞ ﻛﯧږي ﭼﯥ د ﻳﻮﻧﺎﻣﺎ ﺧﻮښ وي .او د ﻧﺎﺧﻮښﻪ ﻛﺴﺎﻧﻮ د راﻳﻮ ﺻﻨﺪﻗﻮﻧﻪ ﻗﺮﻧﺘﻴﻨﻮي .
ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﭘﻪ دې ﺑﺎور دى ﭼﯥ ﻛﻪ ﭼﯧﺮې ﺑﻬﺮﻧﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ د ﻫﻤﺪې ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﻪ ﺷﺘﻮن ﻛﯥ د ﻫﻴﻮاده د
ﻳﻮه ﻣﻬﺎل وﻳﺶ ﻟﻪ ﻻرې ووځﻲ او ﭘﺨﭙﻠﻪ د اﻓﻐﺎﻧﻲ ﻟﻮرﻳﻮ ﭘﻪ ﺑﺴﭙﻨﻪ ټﻮﻟټﺎﻛﻨﯥ ﺗﺮ ﺳﺮه ﺷﻲ ﻧﻮ ﻫﺮ ﻫﻐﻪ ګﻮﻧﺪ ﭼﯥ ډﻳﺮې راﻳﯥ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛړي ﻫﻤﻐﻪ ﺑﻪ را ﺗﻠﻮﻧﻜﻰ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺟﻮړوي .ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ددﻏﻪ ﻧﻈﺎم ،د
ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ واﻛﻤﻨۍ ﭘﺮﺗﻪ ،د ﻳﻮه ﻣﻴﺜﺎق ﭘﻪ ﻻﺳﻠﻴﻚ ﻛﻮﻟﻮ ﺳﺮه ،ﺗﺮ ﻳﻮې ﻣﻮﻗﺘﯥ ﻣﻮدې ﭘﻮرې ﻣﻨﻲ ﺧﻮ ﭘﻪ دې
ﻧﻈﺎم ﻛﯥ د ﺧﭙﻞ ګﻮﻧﺪ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻫﻴڅ ډول اﻣﺘﻴﺎز ﻧﻪ ﻏﻮاړي .ﻧﻮ ﭘﻪ دې اﺳﺎس ﺑﻪ دا وﻳﺮه ﻣﺨﻜﯥ ﻟﻪ وﺧﺖ وي
ﭼﯥ ووﻳﻞ ﺷﻲ ﭼﯥ ﭘﺨﻮاﻧۍ ﺗﺠﺮﺑﯥ ﺑﻪ ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ ﺗﻜﺮارﻳږي .
دﻋﻮت :ﺳﺘﺎﺳﻮ ﭘﻪ ﻧﻈﺮ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ او ښﺎﻏﻠﻲ ﻛﺮزي ﭘﻪ ﺧﺒﺮو څﻮك ډﻳﺮ ﻧﺎﺧﻮښﻪ او څﻮك ﻳﺎ ﻛﻮﻣﯥ ډﻟﯥ
ﭘﺮې ﻧﺎﺧﻮښﻪ ښﻜﺎرﻳﺪې؟
ﻣﻮﻧږ د ښﺎﻏﻠﻲ ﻛﺮزي ﭘﻪ ګډون دا ﻃﺮﺣﻪ د ﻫﻐﻪ د ﻟﻮﻣړي ﻣﻌﺎون ،ﻣﺎرﺷﺎل ﻣﺤﻤﺪﻗﺴﻴﻢ ﻓﻬﻴﻢ ،د وﻟﺴﻲ
ﺟﺮګﯥ د رﺋﻴﺲ ښﺎﻏﻠﻲ ﻣﺤﻤﺪ ﻳﻮﻧﺲ ﻗﺎﻧﻮﻧﻲ ،د ﻣﺸﺮاﻧﻮ دﺟﺮګﯥ ﻣﺸﺮ ﻣﺤﺘﺮ م ﺻﺒﻐﺖ اﷲ ﻣﺠﺪدي او ګڼ ﺷﻤﻴﺮ ﻧﻮرو ﻛړﻳﻮ ﺳﺮه ﻣﻄﺮ ح ﻛړې ،ﺑﺎور ورﻛړئ ﭼﯥ ځﻴﻨﯥ وګړي ﺧﻮ ﻳﯥ داﺳﯥ وو ﭼﯥ زﻣﻮﻧږ د ﻃﺮﺣﯥ څﺨﻪ ﻳﯥ ﻫﻢ څﻮ ﻗﺪﻣﻪ ﻣﺨﺘﻪ ﭘښﻪ اﻳښﻮده ،ﻣﻮﻧږ د ټﻮﻟﻮ څﺨﻪ ﻫﻤﺪا ﻏږ اورﻳﺪ ﭼﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ
ﻣﺸﺮﺗﺎﺑﻪ را ﭘﻮرﺗﻪ ﻛړى ،ټﻮﻟﯥ ﻛړۍ د ﻟږ څﻪ ﺗﻮﭘﻴﺮ ﺳﺮه ﻳﻮ ځﺎى دﻫﻤﺪې ﻧﻈﺮ ﭘﻠﯥ ﻛﻮﻧﻜﯥ وې ،ان ﺗﺮ دې
ﭼﯥ دا ﻃﺮﺣﻪ د ﻣﺤﺘﺮم ﻣﺤﻤﺪﻳﻮﻧﺲ ﻗﺎﻧﻮﻧﻲ ﻟﻪ اړﺧﻪ ﭘﻪ ﭘﺎرﻟﻤﺎن ﻛﯥ ﻫﻢ ﻣﻄﺮح ﺷﻮه او زﻣﻮﻧږ ﻫﻴﻠﻪ داده
ﭼﯥ د ﻫﻴﻮاد ﭘﺎرﻟﻤﺎن ﺑﻪ دا ﺗﺎرﻳﺨﻲ وﻳﺎړ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛړي ﭼﯥ د »ژﻏﻮرﻧﯥ دﻏﻪ ﻣﻴﺜﺎق « د ﻳﻮې ﻣﻠﻲ وﺛﻴﻘﯥ ﭘﻪ څﻴﺮ ﺧﭙﻞ ﻛړي او د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ دا ﻏږ د وﻟﺲ ﻏږ و ګﺮځﻮي .
ﺑﺎﻳﺪ ﭘﻪ ډاګﻪ ﻛړم ﭼﯥ زﻣﻮﻧږ د ډﻳﺮې ﺧﻮښۍ ځﺎى دا و ﭼﯥ دا ﻏږ ﻳﻮازې زﻣﻮﻧږ ﻧﻪ ،ﺑﻠﻜﯥ د وﻟﺲ او د وﻟﺲ د ﻗﻴﺎدﺗﻮﻧﻮ ﻏږ دى .اوس ټﻮل وﻟﺲ ﭘﻪ دې ﭘﻮه ﺷﻮى ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ د ﻫﻴﻮاد د اﺑﺎدۍ ﻟﻪ
ﭘﺎره ﻧﻪ ،ﺑﻠﻜﯥ د ﻫﻴﻮاد د اﺷﻐﺎل او د ﻫﻴﻮاد د ﺑﺮﺑﺎدۍ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ راﻏﻠﻲ ،ﻧﻮ ﭘﻪ دې اﺳﺎس ددوى د ﺷﺘﻮن
192
څﺨﻪ د ﺧﻼﺻﻮن ﻳﻮه ﻻره ده او ﻫﻐﻪ دا ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ټﻮل ﺳﺮه ﻻس ﻳﻮ ﻛړو او ددوى د ﺗﺠﺎوز ،ﺗﻴﺮي او وﻟﻜﯥ څﺨﻪ ځﺎن و ژﻏﻮرو .
دﻋﻮت :ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﻣﻮ د ﻛﻮﻣﻮ ﺧﻠﻜﻮ ﺳﺮه وﻟﯧﺪل او د ﺧﺒﺮو اﺟﻨﺪا ﻣﻮ څﻪ وه؟
ددې ﭘﻮښﺘﻨﯥ ځﻮاب ﻣﯥ د ﻣﺨﻜﻨﻴﻮ ﭘﻮښﺘﻨﻮ د ځﻮاب ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ وواﻳﻪ . دﻋﻮت :ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ د ﺧﭙﻠﻮ ﺧﺒﺮو ﻧﻪ څﻮﻣﺮه راﺿﻲ ﻳﺎﺳﺘﻰ؟
ﻟﻜﻪ ﻣﺨﺘﻪ ﻣﯥ ﭼﯥ ووﻳﻞ زﻣﻮﻧږ ﻣﻮﺧﻪ ﻫﻴﻮادواﻟﻮ ﺗﻪ ،ﺳﻴﺎﺳﻲ او ﻣﺪﻧﻲ ټﻮﻟﻨﻮ ﺗﻪ او ﻫﻢ د ﻧﻈﺎم ﻣﺴﺆﻟﻴﻨﻮ ﺗﻪ
د ژﻏﻮرﻧﯥ د ﻣﻠﻲ ﻣﻴﺜﺎق ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې ددې ﻃﺮﺣﯥ ور رﺳﻮل او د ﻫﻐﻮى ﺳﺮه ﭘﺮې ﺑﺤﺚ او څﻴړﻧﻪ وه او
ددې ﻃﺮﺣﯥ ﻣﺤﺘﻮﻳﺎﺗﻮ څﺨﻪ د ﻗﻮم او وﻟﺲ ﺧﺒﺮول وو .ﻣﻮﻧږ دا ﻛﺎروﻧﻪ ﺗﺮ ډﻳﺮه ﺣﺪه ﭘﻮرې ﺗﺮ ﺳﺮه ﻛړي،
ﭘﺎﺗﻪ ﭘﺎﻳﻠﯥ ﻳﯥ ﺗﻌﻘﻴﺒﻮو ،ډاډﻣﻦ ﻳﻮ ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ﺑﻪ و ﺗﻮاﻧﻴږو ټﻮل ﻫﻴﻮادوال ،او ﭘﻪ ځﺎﻧګړې ﺗﻮګﻪ ﻫﻐﻮى
ﭼﯥ د ﻫﻴﻮاد د ﺧﭙﻠﻮاﻛۍ ﺳﺮه ﻣﻴﻨﻪ ﻟﺮي او ذﻫﻨﺎ او ﻓﻜﺮ ا د ﻧﻮرو ﺗﺮ اﻏﻴﺰ ﻻﻧﺪې ﻧﻪ وي راﻏﻠﻲ ،ﺳﺮه را ټﻮل
او ﭘﻪ ﻳﻮه ﻏږ ﺑﻪ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﺑﻠﻮاﻛﯧﻮ ﺗﻪ د ﭘﺎى د ټﻜﻲ اﻳښﻮوﻟﻮ ﺟﻮګﻪ ﻛړو او وﻟﺲ ﺗﻪ ﺑﻪ دﺳﻮﻟﯥ د ﺑﻴﺮﺗﻪ
اﻋﺎدې ﻟﻪ ﭘﺎره ﺧﭙﻠﻮ ﻫﻠﻮ ځﻠﻮ ﺗﻪ دوام ورﻛﻮو .دا ﭘﺮوﺳﻪ ﭘﻪ ﻟﻨډه ﻣﻮده ﻛﯥ ﻧﻪ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛﯧږي او ﭘﺮﻟﭙﺴﯥ ﻫڅﯥ ﻏﻮاړي .ﻛﻪ اﺧﻼص ﺷﺘﻮن وﻟﺮي ﻧﻮ ان ﺷﺎ ء اﷲ ﭼﯥ ﺑﺮى ﺑﻪ زﻣﻮﻧږ او زﻣﻮﻧږ د وﻟﺲ ﭘﻪ ﺑﺮﺧﻪ وي .
دﻋﻮت :د ﺧﺒﺮو ﭘﻪ ﭘﻴﻞ ﻛﯥ د ﻛﺎﺑﻞ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺳﺘﺎﺳﻮ د ﺷﺘﻮن او ﺧﺒﺮو ﻧﻪ ﺧﻮښ ﻣﻌﻠﻮﻣﻴﺪه ﺧﻮ ﭘﻪ وروﺳﺘﻨﻰ
ﺧﺒﺮﭘﺎڼﻪ ﻛﯥ ووﻳﻞ ﺷﻮل ﭼﯥ دا ﺧﺒﺮې ﻻډﻳﺮې اﺑﺘﺪاﻳﻲ دي او ډﻳﺮه ﺧﻮﺷﺒﻴﻨﻲ ﻧﻪ ده ﭘﻪ ﻛﺎر ،ﺗﺎﺳﻮ ﭘﻪ دې اړه څﻪ وﻳﻠﻰ ﺷﻰ؟
دا ﺳﻬﻲ ده ،ﻣﻮﻧږ ﭘﺨﭙﻠﻪ ﻫﻢ دا څﻮ څﻮ ځﻠﻪ وﻳﻠﻲ ﭼﯥ دا ﻟﻮﻣړﻧۍ ﺧﺒﺮې دي ،ﻣﻮﻧږ ﭘﻪ ﻟﻮﻣړﻧﻴﻮ ﺧﺒﺮو ﻛﯥ
ﻳﻮازې ددې ﻃﺮﺣﯥ ﭘﻪ ﻣﺤﺘﻮﻳﺎﺗﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﺑﺤﺚ ﻛﻮو ،ﻛﯧﺪى ﺷﻲ ځﻴﻨﯥ ﻟﻮري ﭘﻪ دې ﻛﯥ د ښﻮ اﻟﻔﺎﻇﻮ د
ورزﻳﺎﺗﻴﺪو او ﻳﺎ د ﺑﺪﻟﻮن وړاﻧﺪﯦﺰ وﻛړي او ﻣﻮﻧږ د ﻫﻐﻮى وړاﻧﺪﯦﺰوﻧﻪ ﭘﻪ ﭘﺮاﺧﻪ ټﻨډه واﺧﻠﻮ او د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻣﺸﺮﺗﺎﺑﻪ ﺗﻪ ﻳﯥ وړاﻧﺪې ﻛړو او د ﻫﻐﻮى د اﻧﺪ د ﻣﻌﻠﻮﻣﻮﻟﻮ وروﺳﺘﻪ ﻳﯥ ﺑﻴﺎ د اړوﻧﺪه ﻛړﻳﻮ ﺳﺮه
ﺷﺮﻳﻜﻪ ﻛړو .ﻣﻮﻧږ ﺧﭙﻞ دﻏﻪ ﻛﺎر ﺗﻪ ﻫﻮډﻣﻦ ﻳﻮ ،او ﭘﻪ دې ډاډه ﻳﻮ ﭼﯥ ﻛﻪ ﻣﻮﻧږ و ﺗﻮاﻧﻴږو ﺧﭙﻞ ﻣﻠﺖ او
ﻣﻠﻲ ﺷﺨﺼﻴﺘﻮﻧﻪ ټﻮل ﺳﺮه دﻫﻤﺪاﺳﯥ ﻳﻮې ﻃﺮﺣﯥ ﭘﻪ ﺷﺎوﺧﻮا ﺑﺎﻧﺪې را ټﻮل ﻛړو ﻧﻮ ﺑﻴﺎ ﺑﻪ د ﺑﻠﻮاﻛۍ ﭘﺮ
ځﺎى ﺧﭙﻠﻮاﻛﻲ وﻟﺮو او ﻫﻴڅ ﺑﻴﺮوﻧﻲ ﻋﻨﺼﺮ ﺑﻪ زﻣﻮﻧږ د ﺑﯥ اﺗﻔﺎﻗۍ ﻧﻪ د ګټﯥ د اﺧﺴﺘﻠﻮ ﺟﺮأت و ﻧﻪ ﻛړاى ﺷﻲ .
دﻋﻮت :اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د ﺣﺰب ﺳﺮه ﭘﻪ اوس وﺧﺖ ﻛﯥ ﺧﺒﺮې ګټﻮرې وﻧﻪ ﺑﻠﻠﯥ ،ﺗﺮ ﻫﻐﻪ وﺧﺘﻪ ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺗﻪ
ﺳﺘﺎﺳﻮ ﺳﺮه ﺧﺒﺮې د ﻣﻨﻠﻮ وړ ﻧﻪ وي ﻧﻮ د دې ﺧﺒﺮو ﻧﺘﻴﺠﻪ او ګټﻪ ﺑﻪ څﻪ وي؟
اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻳﻮ اﺷﻐﺎﻟګﺮ ﻫﻴﻮاد دى ،اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ ﻳﯥ ددې ﻟﻪ ﭘﺎره ﭘﻪ ﻟﺴګﻮﻧﻪ زره ﭘﻮځ ﻧﻪ دى را ﻟﻴږﻟﻰ ﭼﯥ
ﺑﻴﺮﺗﻪ ﺗﺮې ﻻړ ﺷﻲ ،ﻫﻐﻮى ﭘﻪ ﺳﻴﻤﻪ ﻛﯥ ﺧﭙﻠﯥ ﺳﺘﺮاﺗﻴﮋﻳﻜﯥ ګټﯥ ﻟﺮي ،ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﺟﻨګ ﺗﻪ ﻟﻤﻦ
وﻫﻞ او ﭘﻪ زوره د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﻏﻴﺮت ﭼﻠﻨﺞ ﻛﻮل ﭘﻪ دې ﺧﺎﻃﺮ ﻛﻮي ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ﭘﻮځﻲ ﺣﻀﻮر وﺳﺎﺗﻲ .ﻫﻐﻮى د
اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ د ټﻮﻟﻮ ﭘﺮګﻨﻮ د اﺧﺴﺘﻠﻮ ﻫڅﯥ ﻛﻮي ،د ﻫﺮ واﻟﻲ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻳﯥ ﻣﺸﺎورﻳﻦ ټﺎﻛﻠﻲ او ﻫﺮ ﻣﺸﺎور ﺗﻪ د
ﻣﻴﺎﺷﺘﯥ ﭘﻪ زرګﻮﻧﻮ ډاﻟﺮ ﻣﻌﺎش ورﻛﻮي ،ان ﺗﺮ دې ﭼﯥ د ﺟﻮﻣﺎﺗﻮﻧﻮ ﻣﻼﻳﺎﻧﻮ ﺗﻪ ،ﻣﻮذﻧﻴﻨﻮ ﺗﻪ او ﺧﺪﻣﺖ ګﺎراﻧﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ ډاﻟﺮو ﻣﻌﺎش ورﻛﻮي ،ﻫﻐﻮى ﻏﻮاړي د ﺧﭙﻠﻮ ډاﻟﺮﻳﺰو ﺗﻨﺨﻮاګﺎﻧﻮ ﭘﻪ زور د اﻓﻐﺎن وﻟﺲ ارادې واﺧﻠﻲ ،ﺧﻮ ﺣﺎﻻت داﺳﯥ وړاﻧﺪ وﻳﻨﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ دا ﺑﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د اﺷﻐﺎل ﻟﻪ ﭘﺎره ﺑﺴﻨﻪ و ﻧﻪ ﻛړي ،ﻧﻦ
193
اﻓﻐﺎﻧﺎن ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ ﺧﭙﻠﯥ ﭘﺨﻮاﻧۍ وﻳﺎړﻧﯥ ﻳﺎدوي ،او واﻳﻲ ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ را ﻧﻨﻮﺗﻞ د اﺷﻐﺎﻟګﺮو ﭘﻪ ﺧﻮښﻪ دي ﺧﻮ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﺗﺮې وﺗﻞ ﺑﻴﺎ د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﻮښﻪ دي .ﻫﻤﺪا اوس اوس د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻮځﻲ ﭘﻮﻫﺎن واﺑﻲ
ﭼﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺟﻨګ د ټﻮﭘﻚ ﭘﻪ زور ګټﻞ ﺷﻮﻧﻰ ﻧﻪ دى ،ﻧﻮ ﭘﻪ دې اﺳﺎس د ﺧﺒﺮو اﺗﺮو ﭘﺮوﺳﻪ ﺑﺎﻳﺪ ﺗﺮ ﻻس ﻻﻧﺪې وﻧﻴﻮل ﺷﻲ .ﭘﺨﭙﻠﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ څﻮ ځﻠﻪ د ﺣﺰب ﻧﻤﺎﻳﻨﺪګﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﻣﺮاﺟﻌﻪ ﻛړى او د ﺳﻮﻟﯥ د
وړاﻧﺪﯦﺰوﻧﻮ ﭘﻪ اړه ﻳﯥ ورﺳﺮه ﺧﺒﺮې ﻛړې او دا ﭘﺨﭙﻠﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭼﺎرو وزارت ﺗﺎﺋﻴﺪ ﻛړې ﻫﻢ ده .
ﭘﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻛﯥ د ددﻓﺎع وزارت او د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭼﺎرو د وزارت ﺗﺮ ﻣﻨځ ﺳﺘﺮ ﺟﻨﺠﺎل ﻣﻮﺟﻮد دي ،ددﻓﺎع وزارت ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﭘﻪ ﺟﻨګ ټﻴﻨګﺎر ﻛﻮي ﭼﯥ د ﺑﻬﺮ ﻧﻴﻮ ﭼﺎرو وزارت ﻳﯥ ﺳﺨﺖ ﻣﺨﺎﻟﻒ دى او دا
ﻣﻮﺿﻮﻋﺎت اوس د ﻣﻄﺒﻮﻋﺎﺗﻮ ﺳﺘﺮ ﺳﺘﺮ ﺧﺒﺮوﻧﻪ ﻫﻢ ﺟﻮړوي .
ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﭘﻪ دې ډاډﻣﻦ دى ﭼﯥ ﻛﻪ ﻣﻮﻧږ د وﻟﺲ ټﻮﻟﯥ ﭘﺮګﻨﯥ د ﻫﻴﻮاد داﺳﺘﻘﻼل او ازادۍ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ او د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭘﻮځﻮﻧﻮ د وﺗﻠﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره
ﭘﻪ ﻳﻮه ﻣﻴﺜﺎق او ژﻣﻨﻪ ﻛﯥ ﺳﺮه را و ﻧﻐﺎړو او ﭘﻪ ﻳﻮه ﻫﻮډ ﺳﺮه ﺑﻬﺮﻧﻴﺎﻧﻮ
ﺗﻪ ﺧﺪاى ﭘﺎﻣﺎﻧﻲ وواﻳﻮ ﻧﻮ ﺑﻴﺎ ﺑﻪ دا اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺧﻮښﻪ ﻧﻪ ،ﺑﻠﻜﯥ د ﻣﻠﺖ اراده وي ﭼﯥ دوى ﺑﻪ د ﻫﻴﻮاده
ﻟﻜﻪ د روﺳﺎﻧﻮ او اﻧګﻠﻴﺴﺎﻧﻮﭘﻪ څﻴﺮ ﺑﻴﺮون ﺑﺎﺳﻲ.
دﻋﻮت :ﺗﺎﺳﻮ ﻫﻠﺘﻪ د ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ څﻴﺮو )رﺑﺎﻧﻲ ،ﻓﻬﻴﻢ ،ﻳﻮﻧﺲ ﻗﺎﻧﻮﻧﻲ ،ﺳﻴﺎف ،ﻣﺠﺪدي او ﻧﻮر(....ﺳﺮه د ﻟﻴﺪﻟﻮ او
ﺧﺒﺮو ﭘﻪ ﻣﻬﺎل د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ درﻳځ وړاﻧﺪې ﻛړ او ﻛﻪ ﻫڅﻪ ﻣﻮ وه ﭼﯥ د ﭘﺨﻮاﻧﻴﻮ ﺟﻬﺎدي ډﻟﻮ ﺳﺮه ﭘﻪ ﻳﻮه ﻧﻮي اﺋﺘﻼف وﻏږﻳږى؟
ﻣﻮﻧږ د ﻫﻴﭽﺎ ﺳﺮه د ﻧﻮي اﺋﺘﻼف ﻟﻪ ﭘﺎره ﺧﺒﺮه ﻧﻪ ده ﻛړې ،ﺑﻠﻜﯥ د ټﻮﻟﻮ ﺳﺮه ﻣﻮ ﭘﻪ ﻫﻤﺪې ﻣﻴﺜﺎق د را ټﻮﻟﯧﺪو ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻛړې ،ټﻮﻟﻮ ﺗﻪ ﻣﻮ وﻳﻠﻲ دي ﭼﯥ را ځﺊ ﭘﻪ دﻏﻪ ﻣﻴﺜﺎق ﺑﺎﻧﺪې ﺳﺮه را ټﻮل ﺷﻮ ،ﻫﻴﻮاد د ﭘﺮدﻳﻮ د وﻟﻜﯥ څﺨﻪ ﭘﻪ ګډه وژﻏﻮرو او ﺑﻴﺎ د را ﺗﻠﻮﻧﻜﻲ ﺣﻜﻮﻣﺖ او ﻧﻈﺎم ﭘﻪ ﺟﻮړښﺖ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻣﻨځﻮ ﻛﯥ
ﭘﻪ ﻳﻮه ﺗﻮاﻓﻖ ورﺳﻴږو او د راﺗﻠﻮﻧﻜﻲ ﻗﻴﺎدت ټﺎﻛﻨﻪ ﺧﭙﻞ وﻟﺲ ﺗﻪ ﻣﺤﻮل ﻛړو .د زور او ﺗﺰوﻳﺮ ،د وﺳﻠﯥ ﭘﻪ زور ﭘﺮ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻏﻠﺒﻪ ،د ﭘﺮدﻳﻮ ﭘﻪ ﻣټ ﭘﻪ ﻧﻈﺎم ﺑﺎﻧﺪې ﺑﺮﻻﺳﻲ ﻛﯧﺪل ،ﺑﺎﻳﺪ ﻧﻮر ﭘﺮې ښﻮول ﺷﻲ ،ﻫﺮ
څﻮك دې د ﺧﭙﻞ ﻣﺮام او اﻫﺪاﻓﻮ ﺳﺮه ﻳﻮ ځﺎى ﻗﻮم او وﻟﺲ ﺗﻪ ﻣﺮاﺟﻌﻪ وﻛړي ،ﭘﺮﯦږدو ﭼﯥ وﻟﺲ ﭘﻪ دې اړه ﺗﺼﻤﻴﻢ وﻧﻴﺴﻲ .
دﻋﻮت :ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﻣﻮ ﺑﺪﻟﻮﻧﻮﻧﻪ وﻟﯧﺪل ﻛﻪ ﻫﻤﺎﻏﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﭼﯥ د ﺟګړو ﭘﻪ ﻣﻬﺎل ﻣﻮ ﻟﻴﺪﻟﻰ وو؟
ﺑﻠﯥ ! ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ ډﻳﺮ زﻳﺎت ﺑﺪﻟﻮﻧﻮﻧﻪ راﻏﻠﻲ ،د ﺧﻠﻜﻮ د ټﻮﻟﻨﯥ ﺷﻤﻴﺮه زﻳﺎﺗﻪ ﺷﻮې ،اﺑﺎدي ان د ﻏﺮوﻧﻮ څﻮﻛﻮ ﺗﻪ رﺳﻴﺪﻟﯥ ،ﺑﻬﺮﻧۍ ﭘﺎﻧګﻪ اﭼﻮﻧﻜﻮ ﻫﻢ ځﺎى ځﺎى اﺑﺎدۍ ﻛړي ،ﭘﻪ ﺷﺨﺼﻲ ﺳﻴﻜﺘﻮر ﻛﯥ ،ﭘﻪ
ډﻳﺮه ﻏﻴﺮ ﻣﺴﻠﻜﻲ ﺗﻮګﻪ ،ډﻳﺮ ﻛﺎر ﺷﻮى ﺧﻮ ﭘﻪ دوﻟﺘﻲ ﺳﻜﺘﻮر ﻛﯥ د ﭘﺮﻣﺨﺘګ څﻪ ﺧﺎص ﻧښﯥ ﻧښﺎﻧﯥ ﻧﻪ ﺗﺮ ﺳﺘﺮګﻮ ﻛﯧﺪې .ﺧﻠﻚ د زور واﻛۍ څﺨﻪ ﺳﺨﺖ ﻧﺎ ﻻﻧﻪ ول ،اداري ﻓﺴﺎد ،ﻣﺎﻟﻲ ﻓﺴﺎد د اﻣﻨﻴﺖ ﻧﺸﺘﻮاﻟﻰ
او ﻓﻘﺮ او ﻟﻮږه ....دا ﻫﻐﻪ څّﻪ وو ﭼﯥ ﭘﻪ ښﺎر ﻛﯥ ډﻳﺮ ﺗﺮ ﺳﺘﺮګﻮ ﻛﯧﺪل.
دﻋﻮت :د ښﺎﻏﻠﻲ ﻛﺮزي ﺳﺮه ﻣﻮ ﺧﺒﺮې او د ﻫﻐﻪ ﺑﺮﺧﻮرد ﺗﺎﺳﻮ ﺳﺮه څﻨګﻪ وو؟
د ښﺎﻏﻠﻲ ﻛﺮزي ﺳﺮه د ﭘﺨﻮاﻧۍ ﭘﻴﮋﻧﺪګﻠﻮۍ ﭘﻪ اﺳﺎس ﭘﻪ ﺧﺒﺮو ﻛﯥ ﻫﻤﻐﺴﯥ ﭘﻪ زړه ﭘﻮرې واﻟﻰ و ﻟﻜﻪ
څﻨګﻪ ﭼﯥ ﭘﺨﻮا و .ﻫﻐﻪ ﻫﻢ د رﺳﻤﻲ ﭼﻮﻛﺎټ ﻧﻪ ﻟﻪ ﻣﻮﻧږ ه ﺳﺮه ﻟﻴﺪه ﻛﺎﺗﻪ ﻧﻪ دي ﻛړې ﺑﻠﻜﯥ د اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ د
ﺧﭙﻠﻤﻨځﻲ ﺟﺮګﯥ ﭘﻪ څﻴﺮ ﭘﻪ ﭘﻮره ازادۍ ﺳﺮه ﻏږﻳﺪﻟﻲ ﻳﻮ .ﻫﻐﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ دې ډﻳﺮ ﺧﻮښ و ﭼﯥ ﺧﺒﺮې د ﭘﺮدﻳﻮ ﻫﻴﻮادو د ﺗﺮ ﺳﻴﻮرې ﻻﻧﺪې دﻛﯧﺪو ﭘﺮ ځﺎى ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻛﻮر ﻛﯥ ﻛﻮو ،ﻫﻐﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ ﭘﻮره ازادۍ او ﺧﻮښۍ ﺳﺮه .
194
ﻧﻪ ﻳﻮازې د ښﺎﻏﻠﻲ ﺣﺎﻣﺪﻛﺮزي ﺻﻴﺐ ﺳﺮه ﺑﻠﻜﯥ د ﻫﻐﻪ د ټﻮل ټﻴﻢ ﺳﺮه زﻣﻮﻧږ ﻧﺎﺳﺘﻪ ﭘﺎﺳﺘﻪ او ﺧﺒﺮې اﺗﺮې
ﺑﻠﻜﻞ د اﻓﻐﺎﻧﻲ دود او دﺳﺘﻮر ﺳﺮه ﺳﻤﯥ د ورورۍ ﭘﻪ ﻓﻀﺎ ﻛﯥ ﺗﺮ ﺳﺮه ﻛﯧﺪې او دې ﺗﻪ ﻣﻮﻻر ﺟﻮړوﻟﻪ ﭼﯥ څﻪ ډول ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻮ دﻏﻪ ﻣﻴﺜﺎق د ټﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﻣﻨﻠﻮاو ﭘﻠﻲ ﻛﻮﻟﻮ وړ و ګﺮځﻲ .
دﻋﻮت :اوس ﭼﯥ د ﺧﺒﺮو ﻟﻮﻣړي ﭘړاو ﭘﺎى ﺗﻪ ورﺳﻴﺪ د دې وروﺳﺘﻪ ﺑﻪ څﻪ ﻛﯧږي ﺧﺒﺮې او ﻛﻪ ﺟﻨګ؟
ﻃﺒﻴﻌﻲ ده ﭼﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻣﻨځﻲ ﺧﺒﺮو ﺑﺎﻧﺪې ﻣﻮﻧږ ډﻳﺮ څﻪ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻮ ،ﻣﻮﻧږ ﺑﻪ ﻫڅﻪ ﻛﻮو ﺗﺮ څﻮ ټﻮﻟﯥ
اﻓﻐﺎﻧﻲ ﭘﺮګﻨۍ د ﻫﻤﺪې ﻣﻴﺜﺎق ﭘﻪ واﺳﻄﻪ ﺳﺮه را و ﻧښﻠﻮو ﺗﺮ څﻮ د ﺑﻬﺮﻧﻴﺎﻧﻮ د وﻟﻜﯥ ﻧﻪ د ﺧﻼﺻﻮن ﻟﻪ ﭘﺎره د ﻳﻮه واﺣﺪ ،را ﻧﻐښﺘﻲ او ﻳﻮه ﻣﻮټﻲ ﻣﻠﺖ ﭘﻪ څﻴﺮ ﻗﺪم ﭘﻮرﺗﻪ ﻛړو .
ﻫﻤﺪا راز ﺑﻬﺮﻧﻴﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﻫﻢ د ﺧﺒﺮو اﺗﺮو او د ﻳﻮه ﻣﻨﻞ ﺷﻮي ﻣﻬﺎل وﻳﺶ ﻟﻪ ﻻرې د ﻫﻴﻮاده د وﺗﻠﻮ ﻻر ور
وښﻮول ﺷﻲ ،اوس ﺧﻮ ټﻮل ﻛﻪ ﺑﻬﺮﻧﻴﺎن دي او ﻛﻪ ﻛﻮرﻧﻴﺎن ،ﭘﻪ دې اﻧﺪ دي ﭼﯥ ﺟﻨګ د ﺣﻞ ﻻره ﻧﻪ ده ،
ﻏﻮره ده ﭼﯥ دا ﻣﺴﺌﻠﻪ د ﺧﺒﺮو ﻟﻪ ﻻرې ﺣﻞ ﺷﻲ ﻧﻮ ﻛﻪ ﭼﯧﺮې ﺑﻬﺮﻧﻴﺎن دﯦﺘﻪ ﺣﺎﺿﺮ ﻧﻪ ﺷﻲ ﻧﻮ ﺑﻴﺎ ﺑﻪ د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻛﯥ را وﻻړ ﺷﻮى ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﭘﺮﯦﻜړه ﻛﻮي ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻤﺪې ډول ﺧﭙﻠﻮ ﭘﺮوګﺮاﻣﻮﻧﻮ ﺗﻪ دوام
ورﻛﻮي او ﻛﻪ ﺑﻞ څﻪ ﭘﺮﯦﻜړه ﻛﻮي ؟
دﻋﻮت :د ﻋﺎﻣﻮ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﻏﺒﺮګﻮن او ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ ﺳﺘﺎﺳﻮ ﭘﻪ ورﺗګ څﻨګﻪ وو؟
ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﻣﺎ ﭘﻪ دې اړه ﻣﺨﺘﻪ ﺧﭙﻞ ﺧﺒﺮه ﻛړې ﺧﻮ ﺑﻴﺎ ﻫﻢ ﺑﺎﻳﺪ وواﻳﻢ ﭼﯥ د ﻋﺎﻣﻮ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ،ﻋﻠﻤﺎو، ﻣﺨﻮرو ،ﭘﺨﻮاﻧﻴﻮ ﻗﻮﻣﺎﻧﺪاﻧﺎﻧﻮ .....ټﻮﻟﻮ ډﻳﺮ ښﻪ ﻏﺒﺮګﻮن درﻟﻮد او دﺣﺰب د ﻫﻴﺌﺖ دﻏﻪ ﻛﺎر ﻳﯥ ﻧﻴﻚ
ﺷګﻮن ګﺎڼﻪ ،ﻣﺎﺗﻪ ﻫﻤﺪا اوس ﻫﻢ د ﻛﺎﺑﻞ څﺨﻪ دوﺳﺘﺎن ﺑﺮﻳښﻨﺎ ﻟﻴﻜﻮﻧﻪ را اﺳﺘﻮي او ﭘﻪ ﻛﯥ ﻏﻮښﺘﻨﻪ
ﻛﻮي ﭼﯥ دا ﭘﺮوﺳﻪ ﺑﺎﻳﺪ ﻣﺨﺘﻪ وﻻړه ﺷﻲ ﺗﺮ څﻮ د ﻣﻠﺖ د را ﻏﻮﻧډﯦﺪو او د ﺳﻮﻟﯥ د ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره د
ﺣﻞ ﻳﻮه ﻻر ه ﭘﻴﺪا ﺷﻲ .
دﻋﻮت :ﺗﺎﺳﻮ ﺧﭙﻠﻪ د ﻳﻮ ﻟﻴﻜﻮال او ژورﻧﺎﻟﺴﺖ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ د اﻓﻐﺎﻧﻲ ﺧﺒﺮې رﺳﻨﻴﻮ ﻏﺒﺮګﻮن او د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د
ﻫﻴﺌﺖ ﺧﺒﺮې او ﺷﺘﻮن ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ څﻨګﻪ وو؟
زﻣﻮﻧږ ددې ټﻮل ﺳﻔﺮ او د ﺳﻮﻟﯥ د ﭘﺮوﺳﯥ ددې ﺧﺒﺮو اﺗﺮو ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ټﻮﻟﯥ اﻓﻐﺎﻧﻲ ﺧﺒﺮې او اﻧځﻮرﻳﺰې
رﺳﻨۍ ،ﭘﺮﺗﻪ ﻟﻪ ﺗﻔﻜﯧﻜﻪ ،زﻣﻮﻧږ ﺳﺮه اوږه ﭘﻪ اوږه ﻣﺨﺘﻪ ﺗﻠﻠﯥ ،ﻫﺮې ﺗﻠﻮﻳﺰﻳﻮﻧﯥ ﺷﺒﻜﯥ او ﻫﺮې
ورځﭙﺎڼﯥ او ﺧﺒﺮې ﺳﺮﭼﯧﻨﯥ ﭘﻪ ﭘﺮﻟﭙﺴﯥ ﺗﻮګﻪ زﻣﻮﻧږ ﺳﺮه اړﻳﻜﯥ ﻧﻴﻮﻟﯥ او ﺧﭙﻠﻮ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ او ﻛﺘﻮﻧﻜﻮ ﺗﻪ ﻳﯥ ﺗﺎزه ﺣﺎﻻت ور رﺳﻮل .داﺳﯥ ﺷﭙﯥ ﻫﻢ راﻏﻠﯥ ﭼﯥ د ﻫﻴﻮاد وﺗﻠﯥ دوه درﯦﻮ ﺗﻠﻮﻳﺰﻳﻮﻧﻲ ﺷﺒﻜﻮ څﻮ
ﺳﺎﻋﺘﻪ ﭘﻪ ﭘﺮﻟﭙﺴﯥ ﺗﻮګﻪ زﻣﻮﻧږ ﺳﺮه ﻣﺮﻛﯥ او ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻫﻤﺪې ﻣﻮﺿﻮع ﺗﺎوده ﺑﺤﺜﻮﻧﻪ درﻟﻮدل .
ﻃﺒﻴﻌﻲ ده ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻐﻮ ﻛﯥ ﺑﻪ د ﻣﻨﻔﻲ اﻧﺪوﻧﻮ ﺧﺎوﻧﺪان ﻫﻢ وو ﺧﻮ ډﻳﺮه ﭘﻪ زړه ﭘﻮرې دا وه ﭼﯥ ډﻳﺮه ﻛﻮ ﻳﯥ
د ﻫﻤﺪې ﭘﺮوﺳﯥ ﭘﻪ دوام ﺑﺎﻧﺪې ټﻴﻨګﺎر ﻛﺎوه .زه ﭘﺨﭙﻠﻪ د ﻫﻴﻮاد د ټﻮﻟﻮ ﺑﺮﻳښﻨﺎﻳﯧﻲ ،اﻧځﻮرﻳﺰو او ﭼﺎﭘﻲ
رﺳﻨﻴﻮ څﺨﻪ ډﻳﺮ زﻳﺎت ﺧﻮښ او ﻣﻤﻨﻮن ﻳﻢ ﭼﯥ ددې ﭘﺮوﺳﯥ ﭘﻪ ﭘﺮ ﻣﺦ ﺑﻮﻟﻮ ﻛﯥ ﻳﯥ ﻟﻪ ﻣﻮﻧږه ﺳﺮه اوږه
ورﻛړې وه .
دﻋﻮت :د ﺧﭙﻞ ﺳﻔﺮ ﭘﻪ وﺧﺖ د ﻛﻮﻣﻮ ﺳﺘﻮﻧﺰو ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ ﺷﻮى؟
د ﻫﻴڅ ډول ﺳﺘﻮﻧﺰو ﺳﺮه ﻧﻪ ﻳﻮ ﻣﺦ ﺷﻮي ،ډﻳﺮ ښﻪ ښﻪ راﻏﻼﺳﺖ را ﺗﻪ وﻳﻞ ﺷﻮى ،ﻫﺮ ﭼﯧﺮې ﻣﻮ ﭼﯥ ﺗﻤﺎس
ﻧﻴﻮﻟﯥ ﭘﻪ ﭘﺮاﺧﻪ ﺗﻨﺪي را ﺗﻪ ځﻮاب را ﻛړل ﺷﻮى ،د ﻣﺤﺘﺮم ﺣﺎﻣﺪ ﻛﺮزي ﭘﻪ ګډون ﻣﻮ ﭼﯥ د ﻫﺮ ﭼﺎ ﺳﺮه د ﻛﺘﻠﻮ ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻛړى ﺳﻤﺪﺳﺘﻲ ﺗﺮ ﺳﺮه ﺷﻮې ،ﭘﻪ ﭘﻮره ﻋﺰت او وﻗﺎر ﺳﺮه ﻳﯥ زﻣﻮﻧږ درﻧښﺖ ﻛړى اوﭘﻪ ﭘﻮره
195
وﻗﺎر ﺳﺮه ﻳﯥ زﻣﻮﻧږ ﭘﺎﻟﻨﻪ ﻛړې ،ددې ﻋﻠﺖ دا و ﭼﯥ ﻧﻪ ﻣﻮﻧږ ﭘﺮدي وو او ﻧﻪ ﻫﻐﻮى ،ټﻮل د ﻳﻮه وﻟﺲ
زاﻣﻦ ،د ﻳﻮې ﺧﺎورې اوﺳﻴﺪوﻧﻜﻲ او د ﻳﻮه ﻓﻜﺮ اوﻋﻘﻴﺪې ﺧﺎوﻧﺪان .ﺗﺮ څﻨګ ﻳﯥ ﻣﻮﻧږ دﺧﭙﻞ ځﺎن ﻟﻪ
ﭘﺎره دڅﻪ ﻏﻮښﺘﻠﻮ او ﺳﻮال ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﻧﻪ وو ورﻏﻠﻲ ﺑﻠﻜﯥ ﭘﻪ ﻳﻮه ﻣﻴﺜﺎق ﺑﺎﻧﺪې د را ﻳﻮځﺎى ﻛﯧﺪو ﻏږ ﻣﻮ ﻛړى و ﻧﻮ ﭘﻪ دې اﺳﺎس زﻣﻮﻧږ ﻏږ ﻫﻐﻮى ﺧﭙﻞ ﻏږ ګﺎڼﻪ او د ﻫﻐﯥ اﺳﺘﻘﺒﺎل ﻳﯥ ﻛﺎوه .
دﻋﻮت :ﭘﻪ ځﺎﻧګړي ډول ﻣﻮ د ښﺎﻏﻠﻮ (ﻓﻬﻴﻢ ﻗﺴﻴﻢ ،ﻳﻮﻧﺲ ﻗﺎﻧﻮﻧﻲ او رﺑﺎﻧﻲ) ﺳﺮه ﻣﺠﻠﺴﻮﻧﻪ څﻨګﻪ وو اﻳﺎ
ﭘﺨﻮاﻧﻲ زﺧﻤﻮﻧﻪ ﺗﺎزه ﺷﻮل ﻛﻪ ﻫﺮ څﻪ ﻫﻴﺮ ﺷﻮي او ﺧﺒﺮې د اوس وﺧﺖ د ﻏﻮښﺘﻨﻮ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ وې؟
د ﻫﻐﻮى ﺳﺮه ﻏﻮﻧډې او ﻣﺠﻠﺴﻮﻧﻪ د ﺗﺎزه ﺣﺎﻻﺗﻮ او د اوﺳﻨۍ ﻏﻤﻴﺰې د ﭘﺎى ﺗﻪ د رﺳﻴﺪو دﺣﻞ ﭘﻪ ﻻرو او د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻟﻪ اړﺧﻪ ﭘﻪ وړاﻧﺪې ﺷﻮو ﻃﺮﺣﻮ ﺑﺎﻧﺪې وو .ﻫﻐﻮى ﻫﻢ اوس د ﻧﺠﺎت ﭘﻪ ﻻرې ﭘﺴﯥ ګﺮځﻲ
،او د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ څﻴﺮ د ﻳﻮه ځﻮاﻛﻤﻦ ﺳﻴﺎﺳﻲ ګﻮﻧﺪ د ﻣﻼﺗړ ﭘﻪ ﻟټﻪ ﻛﯥ وو .ﻣﻮﻧږ ﻧﻪ
ﻏﻮاړو او ﻧﻪ ﻣﻮ ﻏﻮښﺘﻞ ﭘﺨﻮاﻧﻲ زﺧﻤﻮﻧﻪ را ﺗﺎزه ﻛړو ﺑﻠﻜﯥ اوس ﺧﻮ د دﻏﻮ ﻧﻮو زﺧﻤﻮﻧﻪ ﻣﻠﻬﻢ ﻛﻮﻟﻮ ﺗﻪ اړﺗﻴﺎ ده او زﻣﻮﻧږ ټﻮﻟﯥ ﺧﺒﺮې ﭘﻪ ﻫﻤﺪې اړﺗﻴﺎو ﺑﺎﻧﺪې را ټﻮﻟﯥ وې .
دﻋﻮت :ﺗﺎﺳﻮ ښﺎﻏﻠﻮ )ﻓﻬﻴﻢ ﻗﺴﻴﻢ ،ﻳﻮﻧﺲ ﻗﺎﻧﻮﻧﻲ او رﺑﺎﻧﻲ (و اﻣﺜﺎﻟﻬﻢ ﺗﻪ اوس ﻫﻢ د ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻪ
ګﻮرى ﻛﻪ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او ﻧﻮرو د ﻻس اﻟﻪ ﻳﯥ ﺑﻮﻟﻰ؟
ﻟﻪ ﻣﻮﻧږه ﺳﺮه ﻳﻮ ﻫﺪف و او د ﻫﻤﺪې ﻟﻪ ﭘﺎره ﻣﻮ ددوى ﺳﺮه ﻟﻴﺪﻧﯥ ﻛﺘﻨﯥ ﻛﻮﻟﯥ ،ﻛﻪ ﻣﻮﻧږ وﺗﻮاﻧﻴږو دا ټﻮﻟﯥ ﭘﺨﻮاﻧۍ ﺟﻬﺎدي څﻴﺮې د وﻟﺲ د ﻧﻮرور ﭘﺮګﻨﻮ ﺳﺮه ﻳﻮ ځﺎى ﭘﻪ ﻫﻤﺪاﺳﯥ ﻳﻮه ﻣﻴﺜﺎق ﻛﯥ ﺳﺮه را و ﻧﻐﺎړو
ﻧﻮ دا ﺑﻪ زﻣﻮﻧږ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻟﻮى ﺑﺮى وي .اوس ﺧﻮ ﺣﺎﻻت داﺳﯥ دي ﭼﯥ ﻫﻴڅﻮك ﭘﻪ ځﺎن ﺑﺎﻧﺪې د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ
د ﻧﻮﻛﺮۍ داغ ﻧﻪ ﭘﺮﯦږدي ،او زﻣﻮﻧږ ارزو او ﻫﻴﻠﻪ ﻫﻢ ﻫﻤﺪا ده ﭼﯥ ﺗﻴﺮ ﭘﻪ ﺗﻴﺮه ،ﺧﻮ راځﺊ ﭼﯥ د وﻟﺲ د
ﻧﺠﺎت او ﺧﻼﺻﻮن ﻟﻪ ﭘﺎره ﺳﺮه ﻻس ﻳﻮ ﻛړو .
دﻋﻮت :وﻟﯥ ﺟﻨګ او ﺟګړې ﻳﻮازې د ﭘښﺘﻨﻮ ﭘﻪ ﺳﻴﻤﻮ او د ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ او ﻛﻮرﻧﻴﻮ ﻗﻮاو ﺳﺮه ﺟﻨګﻴﺪوﻧﻜﻰ ﻗﻮت
ﻫﻢ ﭘښﺘﺎﻧﻪ او د ﺟګړو ﻗﺮﺑﺎﻧﻴﺎن ﻫﻢ ﭘښﺘﺎﻧﻪ دي .ﺗﺎﺳﻮ ﭘﻪ دې ﻫﻜﻠﻪ د دﻋﻮت ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﺗﻪ څﻪ وﻳﻠﻰ ﺷﻰ؟
دا ﺧﻮ ډﻳﺮه ﺳﺘﺮ ﭘﻮښﺘﻨﻪ ده او ډﻳﺮ ﺗﻔﺼﻴﻠﻲ ځﻮاب ﻏﻮاړي ،ﭼﯥ ﻛﯧﺪى ﺷﻲ زه ﻳﯥ د ﻳﻮې ځﺎﻧګړې ﺷﻨﻨﯥ
ﭘﻪ څﻴﺮ ﺗﺎﺳﯥ ﺗﻪ در وﻟﯧږم .ﺧﻮ ﭘﻪ ﻟﻨډه ﺗﻮګﻪ دا ﺑﺎﻳﺪ ﻋﺮض ﻛړم ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﻮر ﻛﯥ د ﻧﻨﻪ او ﻫﻢ د ﺳﻴﻤﯥ
ګﺎوﻧډي ﻫﻴﻮادوﻧﻪ ﻧﻪ ﻏﻮاړي ﭘښﺘﺎﻧﻪ د ﻳﻮه ﺳﺘﺮ او ځﻮاﻛﻤﻦ ﻗﻮم ﭘﻪ څﻴﺮ ﺳﺮ را ﭘﻮرﺗﻪ ﻛړي ،داﻧګﻠﻴﺴﺎﻧﻮ
ﻟﻪ وﺧﺘﻪ راﻫﻴﺴﻲ ﻳﯥ د ﻗﺒﺎﻳﻠﻲ ﺳﻴﺴﺘﻢ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ دا وﻟﺲ د ښﻮوﻧﯥ او روزﻧﯥ او ټﻮﻟﻮ ورځﻨﻴﻮ ﺳﻬﻮﻟﺘﻮﻧﻮ او اﺳﺎﻧﺘﻴﺎو څﺨﻪ ﺑﯥ ﺑﺮﺧﯥ ﻛړي ،د ډﻳﻮرﻧډ د ﻧﺎوﻟﯥ ﻟﻴﻜﯥ دواړو ﺧﻮاو ﺗﻪ وﻟﺴﻮﻧﻪ د دواړو ﺧﻮاو د
ﺣﻜﺎﻣﻮ ﭘﻪ واﺳﻄﻪ ﺗﺤﻤﻴﻖ ﺷﻮي او ځﭙﻞ ﺷﻮي ،ﻳﻮ د ﺑﻞ ﭘﻪ ﺧﻼف ﻳﯥ اﺳﺘﻌﻤﺎل ﻛړي ،ﻫﻤﺪا راز زﻣﻮﻧږ ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻧﻮرو ګﺎوﻧډﻳﻮ د ژﺑﯥ او ﻣﺬﻫﺐ ﭘﻪ ﻧﻮم ددې ﻗﻮم د ﺗﺮور وﻟﻮ ﻫﻮډ ﻛړى ...... ، دﻋﻮت :ﺳﺘﺎﺳﻮ د ﺳﻔﺮ ﻟګښﺖ د ﭼﺎ ﭘﺮ ﻏﺎړه وو؟\
ډﻳﺮه ﭘﻪ زړه ﭘﻮرې ﭘﻮښﺘﻨﻪ ده ،ﺑﺎﻳﺪ ﻋﺮض ﻛړم ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ درې ﻛﺴﺎن ،دوه ﻟﻪ اروﭘﺎ څﺨﻪ او ﻳﻮ ﻟﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎ
څﺨﻪ ﭘﻪ دې ﺳﻔﺮ ﻛﯥ ﻣﻠګﺮي و ،ﺧﻮ ﻫﺮ ﭼﺎ د ﺧﭙﻞ ﺗګ راﺗګ ټﻜټ ﭘﺮ ﺧﭙﻠﻪ ﻏﺎړه درﻟﻮد .ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ
ﻫﻢ ﻣﻮﻧږ ﻏﻮښﺘﻞ د ﻳﻮه دوﺳﺖ ﭘﻪ ﻛﻮر ﻛﯥ ځﺎى ﭘﻪ ځﺎى ﺷﻮ ،ﺧﻮ ﻛﻠﻪ ﭼﯥ د اﻟﻮﺗﻜﯥ څﺨﻪ را ﺑﻴﺮون ﺷﻮ ﻧﻮ
وﭘﻮﻫﻴﺪو ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ د ﺟﻤﻬﻮري رﻳﺎﺳﺖ رﺳﻤﻲ ﻣﻴﻠﻤﺎﻧﻪ ﻳﻮ ،ﻧﻮ ﭘﻪ دې اﺳﺎس ﻣﻮ ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ دا څﻮ ﺷﭙﯥ ﻣﻴﻠﻤﺴﺘﻴﺎ ﺗﻴﺮه ﻛړې ده .او ﺑﻴﺮﺗﻪ ﭘﻪ ﻫﻤﺎﻏﻪ ټﻜټ ﭼﯥ ﺗﻠﻠﻲ و راﻏﻠﻲ ﻳﻮ .ﭘﻪ دې ﺧﺎﻃﺮ ﺑﺎﻳﺪ ﻋﺮض ﻛړم
196
ﭼﯥ زﻣﻮﻧږ ﻣﺼﺎرف دوﻣﺮه وو ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ﻳﯥ ﺑﺎر ﭘﺮ ﻏﺎړه اﺧﺴﺘﻠﻲ ﺷﻮ .د ﺑﻠﻪ اړﺧﻪ ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد ﺗﻪ ﺗﻠﻠﻲ و او
ﻫﻠﺘﻪ ﻛﻪ ددوﻟﺖ ﻣﻴﻠﻤﺎﻧﻪ ﻫﻢ ﻧﻪ وى ﻧﻮ دوﻣﺮه دوﺳﺘﺎن او ﺧﭙﻠﻮان ﭘﻴﺪا ﻛﯧﺪل ﭼﯥ ﺷﭙﯥ ﻣﻮ ورﺳﺮه ﻛړې وى .ځﻜﻪ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ د ﻫﺮ څﻪ ﻧﻪ زﻳﺎت د وﻟﺲ د ﺳﻮﻟﯥ ﭘﻴﻐﺎم ارزښﺖ درﻟﻮد اوددې ﻛﺎر د ﺗﺮﺳﺮه ﻛﻮﻟﻮ ﻫﻮډ ﻣﻮ درﻟﻮد.
دﻋﻮت :ﺳﺘﺎﺳﻮ ﭘﻪ ﺷﺨﺼﻲ ﻧﻈﺮ د ﻫﯧﻮاد راﺗﻠﻮﻧﻜﯥ څﻨګﻪ وﻳﻨﻰ ﺣﺎﻻت د رڼﺎ ﺧﻮاﺗﻪ روان دى ﻛﻪ د ﺗﺮوګﻤﻴﻮ
ﺧﻮاﺗﻪ؟
ﭘﻪ دې اړه وړاﻧﺪ وﻳﻨﻪ ﺳﺘﻮﻧﺰﻣﻨﻪ ده .ﺗﺮ ﻫﻐﯥ ﭼﯥ ﻣﻠﺖ ﻳﻮ ﻣﻮټﻰ ﻧﻪ ﺷﻲ ،او د ﭘﺮدﻳﻮ د واﻛﻤﻨۍ ﻧﻪ د ځﺎن د ژﻏﻮرﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره ﺧﭙﻞ ځﻮاك اﺳﺘﻌﻤﺎل ﻧﻪ ﻛړي ،ﺗﺮ ﻫﻐﯥ ﺑﻪ د ﺧﻴﺮ ﻫﻴﻠﻪ ډﻳﺮه ﻛﻤﻪ وي .ځﻜﻪ اﺷﻐﺎل دﺧﭙﻠﻪ
ځﺎﻧﻪ ﺳﺮه د ﻓﺴﺎد ټﻮل ﻋﻮاﻣﻞ ﻟﺮي ،ﻫﻴڅﻜﻠﻪ ﻧﻪ ﻏﻮاړي ﻣﻠﺖ د ﭘﻮﻫﯥ او ﭘﺮﻣﺨﺘګ ﻣﻌﻴﺎر ﺗﻪ و رﺳﻴږي .
ﻟﻜﻪ څﻨګﻪ ﭼﯥ ﻣﯥ ﻣﺨﺘﻪ ووﻳﻞ زﻣﻮﻧږ ﺑﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ ﻫﻤﺪا اوس د ﻓﺴﺎد اواﺧﺘﻨﺎق ﺳﺘﺮ ﻋﺎﻣﻠﻴﻦ ﻫﻤﺪا ﺑﻬﺮﻧۍ واﻛﻤﻨﻲ او ﭘﻮځﻲ ﺷﺘﻮن دى 80 ،ﺳﻠﻤﻪ دوى ﭘﻪ ﻓﺴﺎد ﻛﯥ ﻛﻜړ دي .د ﻣﺎﻟﻲ ﺳﺮﭼﯧﻨﻮ ﺑﯥ درﻳﻐﻪ
وﻳﺶ ،د ﻫﻴﻮاد ﺧﭙﻠﻮاﻛﻲ د ﭘﺮدﻳﻮ ﭘﻪ ﻻﺳﻮ ﻛﯥ ﭘﺎﺗﻪ ﻛﯧﺪل ،ﺧﭙﻞ ﺳﺮه ورځﻨﻲ ﻋﻤﻠﻴﺎت ،د 80000ﻧﻪ د
زﻳﺎﺗﻮ ﺧﻠﻜﻮ وژل ،ﺑﯥ ﭘﺎﺳﭙﻮرﺗﻪ او ﺑﯥ ﺧﺒﺮه ﻫﻴﻮاد ﺗﻪ را ﻧﻨﻮﺗﻞ ،د ﻫﻴﻮاد ﻗﻴﺎدت د ﻧﻈﺮه ﻏﻮرځﻮل ......دا ټﻮل ﻫﻐﻪ ﻋﻮاﻣﻞ دي ﭼﯥ اﺷﻐﺎﻟګﺮو ﻟﻪ ځﺎﻧﻪ ﺳﺮه راوړي .دوى داﺳﯥ ﻧﻈﺎم را ﻣﺨﺘﻪ ﻛړى ﭼﯥ دددوى ﭘﻪ
ﺷﺘﻮن ﻛﯥ ﺑﻪ ﻫﻴﻮاد ﻫﻴڅﻜﻠﻪ ﻫﻢ دﺧﭙﻠﻮاﻛۍ ﻟﻮري ﺗﻪ ﻗﺪم ﻛﯧﻨږدي ،زﻣﻮﻧږ ﭘﻮځ ،زﻣﻮﻧږ ﭘﻮﻟﯧﺲ ،زﻣﻮﻧږ
ﻣﺎﻣﻮرﻳﻦ ...... ،ټﻮل ددوى ﭘﻪ اﺿﺎﻓﻲ ﻣﻌﺎش او ورﻛړې ﺑﺎﻧﺪې روږدي ﻛﯧږي او دوى ﻏﻮاړي ﭼﯥ دا د ﺗﺮﯦﺎﻛﻮ د ﻧﺸﯥ ﭘﻪ څﻴﺮ دوام وﻛړي ....دا ډﻳﺮ ﺧﻄﺮﻧﺎﻛﻪ ﻛﺎر دى .ﭘﻪ دې اﺳﺎس اوس ﻫﻢ وﺧﺖ ﻻ ﺗﻴﺮ ﻧﻪ دى ،
ﺑﺎﻳﺪ ﭘﻪ وﻟﺲ ﻏږ وﺷﻲ ،ﺑﻴﺮﺗﻪ را ﺑﻴﺪاره ﺷﻲ او ﻛﻪ ﻧﻪ زﻣﻮﻧږ ځﻮان ﻧﺴﻞ ﻛﻪ ﻳﻮ ځﻞ ﭘﻪ دې ﭼټﻠﺘﻴﺎ ﻛﯥ ور ﭘﺮﯦﻮت ﺑﻴﺎ ﺑﻪ ﻳﯥ را وﻳﺴﺴﺘﻞ ګﺮان وي.
دﻋﻮت :ﺳﺘﺎﺳﻮ ﭘﻪ اﻧﺪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺳﺘﻮﻧﺰه د ﺧﺒﺮو ﻟﻪ ﻻرې ﺣﻞ ﻛﯧﺪاى ﺷﻲ ﻛﻪ ﭘﻮځﻲ ﺣﻞ ﺑﺎﻳﺪ ورﺗﻪ وﻣﻮﻧﺪل
ﺷﻲ؟
ﻣﻮﻧږ ﺧﻮ د ﺧﺒﺮو ﻟﻪ ﻻرې د دې ﻏﻤﻴﺰې د ﺣﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ ﺳﻔﺮ وﻛړ ﺗﺮ څﻮ د اړوﻧﺪ اړﺧﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﻳﻮې
ﭘﺎﻳﻠﯥ ﺗﻪ ورﺳﻴږو ،ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪې وﻟﻜﻪ ﻛﻮوﻧﻜﻲ ځﻮاﻛﻮﻧﻪ ﻫﻢ دا ﻣﻨﻲ ﭼﯥ دا ﻣﺴﺌﻠﻪ د ﺟﻨګ ﻟﻪ ﻻرې ﻧﻪ ﺣﻞ ﻛﯧږي او ﺑﺎﻳﺪ د ﺧﺒﺮو د ﻣﻴﺰ ﻟﻪ ﻻرې ددې ﻏﻤﻴﺰې د ﺣﻞ ﻻر وﻣﻮﻧﺪل ﺷﻲ .ﻣﻮﻧږ د ﺣﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره
ډﻳﺮه څﺮګﻨﺪه ﻃﺮﺣﻪ وړاﻧﺪې ﻛړې اوس ﻧﻮ دا ﭘﻪ ﺑﻬﺮﻧﻴﺎﻧﻮ وﻟﻜﻪ ﻛﻮوﻧﻜﻮ ﭘﻮرې اړه ﻟﺮي ﭼﯥ ﻛﻮﻣﻪ ﻻر
ﺧﭙﻠﻮي د ﺧﺒﺮو اﺗﺮو او ﻳﺎ د ﺟﻨګ .ﺧﻮ ﭘﻪ ﺟﻨګ ﻛﯥ ﻫﻴڅ ګټﻮﻧﻜﻰ ﻧﻪ ﺷﺘﻪ ،ﺑﻠﻜﯥ ﺑﺎﻳﻠﻮﻧﻜﻰ ﻳﯥ اﻓﻐﺎن
وﻟﺲ دى ﭼﯥ ﻫﺮه ورځ ﺑﯥ درﻳﻐﻪ ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ورﻛﻮي .
دﻋﻮت :ﻣﺨﻜﯥ ﻟﻪ دې ﻧﻪ ﭼﯥ اﻟﻮﺗﻜﻪ ﻣﻮ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﻛﻮزه ﺷﻲ څﻪ ﻣﻮ اﺣﺴﺎﺳﻮل او ﺑﻴﺮﺗﻪ د وﺗﻠﻮ ﭘﺮ وﺧﺖ ﻣﻮ
اﺣﺴﺎس څﻨګﻪ وو؟
ډﻳﺮ ﭘﻪ زړه ﭘﻮرې اﺣﺴﺎس ﻣﯥ درﻟﻮد ،ﻧﮋدې 16ﻛﺎل وروﺳﺘﻪ ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ د ﻟﻮﻣړي ځﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره د ارﻳﺎﻧﺎ اﻓﻐﺎن ﻫﻮاﻳﻲ ﺷﺮﻛﺖ ﭘﻪ اﻟﻮﺗﻜﻪ ﻛﯥ د ﺗﺮﻛﯧﯥ د اﺳﺘﻨﺒﻮل ﻟﻪ ښﺎره ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ ﺗﻠﻠﻢ .ﺑﺎور وﻛړئ ﭼﯥ ﻫﺴﯥ
ﻫﻐﻪ اﻟﻮﺗﻜﻪ راﺑﺎﻧﺪې ښﻪ ﻟګﻴﺪه ،ﺑﻴﺎ ﺧﻮ ﻳﯥ ﻛﻠﻪ ﭼﯥ ﻛﺎر ﻛﻮوﻧﻜﻮ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ او دري ژﺑﻪ اﻋﻼﻧﻮﻧﻪ وﻛړل ﻧﻮ
د ﻫﻐﻪ وﺧﺖ اﺣﺴﺎس ﻧﻪ ﺷﻢ ﺑﻴﺎﻧﻮﻟﻰ ،او ﻛﻠﻪ ﭼﯥ ﺳﻬﺎر وﺧﺘﻲ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺧﺎورې ﺗﻪ ور ﻧﻨﻮﺗﻠﻪ ﻧﻮ د
197
ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد د ﺧﺎورې ﭘﻪ ﻛﺘﻮ ﻣﯥ زړه ﻫﻢ ﺧﻮښ و او ﻫﻢ ﻏﻮرزﻳﺪه ځﻜﻪ ﻣﺎﺗﻪ دا ﻧﻪ وه څﺮګﻨﺪه ﭼﯥ ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ
ﻫﻮاﻳﻲ ډګﺮ ﻛﯥ ﺑﻪ را ﺳﺮه څﻪ ډول ﭼﻠﻨﺪ ﻛﯧږي .ﻣﻮﻧږ څﻪ دوﺳﺘﺎﻧﻮ ﺗﻪ وﻳﻠﻲ و ﭼﯥ ﻫﻠﺘﻪ ﻫﻮاﻳﻲ ډګﺮ ﺗﻪ راﺷﻲ
او ﻣﻮﻧږ واﺧﻠﻲ ﺧﻮ زﻣﻮﻧږ ﺗﻪ د ﭘﺨﻮاﻧﻴﻮ درﻳځﻮﻧﻮ ﭘﻪ اﺳﺎس دا څﺮګﻨﺪه ﻧﻪ وه ﭼﯥ اﻣﻨﻴﺘﻲ څﺎﻧګﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ
ځﺎﻧګړې ﺗﻮګﻪ د ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﭘﻪ ﻻس ﻛﯥ دي زﻣﻮﻧږ ﺳﺮه څﻪ ډول ﭼﻠﻨﺪ ﻛﻮي .ﺧﻮ ﻛﻠﻪ ﭼﯥ د اﻟﻮﺗﻜﯥ څﺨﻪ
ﺑﻴﺮون را وﺗﻠﻮ ﻫﻠﺘﻪ ﻣﻮ د ﻣﺤﺘﺮم ﺣﺎﻣﺪ ﻛﺮزي ﻳﻮ ارﺷﺪ ﺳﻼﻛﺎر وزﻳﺮ وﻻړ ﻣﻨﺘﻈﺮ وﻛﻮت ،او ﻫﻐﻪ ﻫﻢ زﻣﻮﻧږ ﺳﺮه د روﻏﺒړ وروﺳﺘﻪ د ﺧﭙﻠﻪ ځﺎﻧﻪ ﺳﺮه واﺧﺴﺘﻮ اوﭘﻪ دﻳﺮ ﻋﺰت ﺳﺮه ﻳﯥ د ﺧﭙﻞ ﻫﺴﺘﻮګﻨځﻲ ﭘﻮرې ورﺳﻮﻟﻮ .
ﺧﻮ ﻫﻠﺘﻪ ﻣﯥ د ﭘﺮدﻳﺘﻮب اﺣﺴﺎس وﻛړ ﭼﯥ ﺑﻴﺮﺗﻪ د ﻛﺎﺑﻞ څﺨﻪ د ﻫﻤﺪې ارﻳﺎﻧﺎ د اﻟﻮﺗﻜﯥ ﭘﻪ واﺳﻄﻪ
اﺳﺘﻨﺒﻮل ﺗﻪ را ﺳﺘﻮن ﺷﻮم .ﺧﭙﻞ وﻃﻦ ﺧﭙﻞ وﻃﻦ ،ﺧﭙﻠﻪ ﻣﻴﻨﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻣﻴﻨﻪ او ﺧﭙﻠﻪ ﺧﺎوره ﺧﭙﻠﻪ ﺧﺎوره ده
....ﻫﻤﺪا اﻟﻔﺎظ ﻣﯥ ﭘﻪ ژﺑﻪ و او ﺗﺮ ډﻳﺮه ﭘﻮرې ﻣﯥ ﺗﻜﺮارول .اﷲ دې ﻳﯥ د اﻓﻐﺎن وﻳﺎړﻟﻲ ،ﻣﺠﺎﻫﺪ او ﻣﻮﻣﻦ
وﻟﺲ ﻟﻪ ﭘﺎره د ﺳﻮﻟﯥ او اﻣﻦ زاﻧګﻮ و ګﺮځﻮي ...
دﻋﻮت :دﻋﻮت ﺳﺘﺎﺳﻮ ﭘﻪ ﺧﺪﻣﺖ ﻛﯥ دى ﻛﻪ ﻏﻮاړى ﺧﭙﻞ ﭘﻴﻐﺎم اﻓﻐﺎن وﻟﺲ ﺗﻪ ورﺳﻮى ﻳﺎ ﻫﻐﻪ څﻪ ﭼﯥ د ﺧﺒﺮو
ﭘﻪ ﻣﻬﺎل ﻛﺎﺑﻞ ﻛﯥ ﺗﺎﺳﻮ ﺗﻪ د وﻳﻠﻮ زﻣﻴﻨﻪ ﻧﻪ وي ﺑﺮاﺑﺮه ﺷﻮې دﻋﻮت ﺧﭙﻞ وګڼﻰ او د دﻋﻮت د وﻳﺒﭙﺎڼﯥ ﻟﻪ ﻻرې
ﺧﭙﻞ ﭘﻴﻐﺎم ورورﺳﻮۍ.
د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻣﻴﺮ ﻣﺤﺘﺮم اﻧﺠﻨﻴﺮ ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻛﺘﺎب ) ﭘټﯥ ﺗﻮﻃﺌﯥ (...ﻛﯥ څﻮﻣﺮه ښﻪ ﻟﻴﻜﻠﻲ
دي ﭼﯥ »اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻳﻮ ﺑﯥ ﺑﺎوره ،ﻣﻐﺮﺿﻪ او ﺑﯥ ﻣﺮوﺗﻪ دوﺳﺖ دى ،او د اﺳﻼم او ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﻧﻪ ﭘﺨﻼ
ﻛﯧﺪوﻧﻜﻰ دښﻤﻦ ،ﻫﻐﻮى ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﭘﻪ دوﺳﺘۍ ﺑﺎﻧﺪې ﺑﺎور ﻛﻮي ﻧﻮ ﻳﺎ ﺧﻮ ډﻳﺮ ﺑﯥ ﻋﻘﻠﻪ دي او ﻳﺎ ﻳﯥ د
اﻳﻤﺎن ﻳﻮه ﻛﻮﭼﻨۍ ذره ﻫﻢ ﭘﻪ وﺟﻮد ﻛﯥ ﻧﻪ ﺷﺘﻪ .اﻣﺮﻳﻜﺎ دوﺳﺖ او ﻣﻠګﺮى ﻧﻪ ،ﺑﻠﻜﯥ ﻣﺰدو ﺧﻮښﻮي،
داﺳﯥ ﻣﺰدور ﭼﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د ګټﻮ د ﺧﻮﻧﺪي ﺳﺎﺗﻠﻮ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ د ﺧﭙﻞ ځﺎن او ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد ﻗﺮﺑﺎﻧۍ ﺗﻪ ﭼﻤﺘﻮ وي «.
د ﺧﭙﻞ وﻟﺲ ﺳﻴﺎﺳﻲ او ﻣﺪﻧﻲ ټﻮﻟﻨﻮ ﺗﻪ واﻳﻮ ﭼﯥ د وﺧﺖ او ﻣﻮﻗﻊ ﻧﻪ ګټﻪ ﭘﻮرﺗﻪ ﻛړئ ،د ﭘﺮدﻳﻮ ﻟﻪ ﺗﺴﻠﻂ او
وﻟﻜﯥ ﻧﻪ د ځﺎن د ﺧﻼﺻﻮن ﻟﻪ ﭘﺎره ﺳﺮه ﻳﻮ ﻣﻮټﻰ ﺷﺊ ،ﺧﭙﻠﯥ وﻟﺴﻲ او ﻣﺸﺮاﻧﻮ ﺟﺮګﻮ ﺗﻪ واﻳﻮ ﭼﯥ ﻛﻪ ﻏﻮاړئ ﭘﻪ ﺗﺎرﻳﺦ ﻛﯥ وﻳﺎړﻟﻲ و ګڼﻞ ﺷﺊ د ﻣﻠﺖ د ﺧﻼﺻﻮن اوﻧﺠﺎت ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﭘﻪ ﻫﻤﺪې ﻣﻴﺜﺎق ﺑﺎﻧﺪې د ﻳﻮ ﻣﻮټﻲ ﻛﯧﺪو ﻻره ﺧﭙﻠﻪ ﻛړئ ،د ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد ﻣﺸﺮ ﺗﺎﺑﻪ ﺗﻪ واﻳﻮ ﭼﯥ ﻛﻪ ﭼﯧﺮې ﻏﻮاړئ ﺗﺎرﻳﺦ ﻣﻮ ﺳﭙﻴﻦ ﻛړى
او د اﺣﻤﺪﺷﺎه اﺑﺪاﻟﻲ او ﻣﻴﺮوﻳﺲ ﻧﻴﻜﻪ ﭘﻪ ﻟﻴﻜﻪ ﻛﯥ و ګڼﻞ ﺷﺊ دا ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﻓﺮﺻﺖ ﭼﯥ اوس اﷲ ﺗﺎﺳﯥ ﺗﻪ
درﻛړې ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ﻣﻪ ورﻛﻮئ ،ﺧﭙﻞ وﻟﺲ ﺗﻪ واﻳﻮ ﭼﯥ دﺧﭙﻠﻮ ﻣﺠﺎﻫﺪو او ﻗﻬﺮﻣﺎﻧﺎﻧﻮ ﺗﺮ څﻨګ د ﺧﭙﻠﯥ
ازادۍ او وﻳﺎړ ﺗﺎرﻳﺦ را ﺗﺎزه ﻛړئ ،ﺧﭙﻠﻮ د ﻣﻘﺎوﻣﺖ او ﺟﻬﺎد ﻟﻴﻜﻮ ﺗﻪ واﻳﻮ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻋﺰم ﻛﯥ ﻏښﺘﻠﻲ
اوﺳﺊ ﺑﺮﻳﺎوې ﺑﻪ ﺳﺘﺎﺳﯥ ﻗﺪﻣﻮﻧﻪ ښﻜﻠﻮي او ﺑﻬﺮﻧﻴﻮ ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﺗﻪ واﻳﻮ ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ را ﻧﻨﻮﺗﻞ اﺳﺎن دي ﺧﻮ وﺗﻞ ﺗﺮې ګﺮان .ﻧﻮ ﭘﻪ دې اﺳﺎس ﭘﺨﻮا ﻟﻪ دې ﭼﯥ ډﻳﺮ درﺑﺎﻧﺪې ﻧﺎوﺧﺘﻪ ﺷﻲ ﺑﺎﻳﺪ دﺧﭙﻠﻮ وﺗﻠﻮ ﻟﻪ
ﭘﺎره ﻣﻬﺎل وﻳﺶ و ټﺎﻛﺊ او د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اﺷﻐﺎل څﺨﻪ ﻻس واﺧﻠﺊ ،ﭘﺮﯦږدئ ﭼﯥ اﻓﻐﺎن وﻟﺲ ﺧﭙﻞ ﺑﺮﺧﻪ
ﻟﻴﻚ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ وټﺎﻛﻲ .ﺧﭙﻠﻮ ځﻮاﻧﺎﻧﻮ ﺗﻪ واﻳﻮ ﭼﯥ د ﺧﭙﻠﻮ ﺳﻮﻟﻪ اﻳﺰو ﻻرﯦﻮﻧﻮﻧﻮ ﻟﻪ ﻻرې د ﺑﻴﺮوﻧۍ واﻛﻤﻨۍ د ﺧﺘﻤﻴﺪو ﻟﻪ ﭘﺎره ﻗﺪم ﭘﻮرﺗﻪ ﻛړئ او ﺧﭙﻠﻮ ﺧﻮﻳﻨﺪو ﺗﻪ واﻳﻮ ﭼﯥ ﻫﺮه ﻳﻮه د ﻣﻴﻮﻧﺪ د ﻣﻼﻟﯥ ﭘﻪ څﻴﺮ و ګﺮځﻲ او د ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد د اﺳﺘﻘﻼل ﻟﻪ ﭘﺎره ډګﺮ ﺗﻪ را وداﻧګﻲ .
198
دﻋﻮت :دا ﭼﯥ د دﻋﻮت ﻣﻴﻠﻤﻪ ﺷﻮى او زﻣﻮږ ټﻮﻟﻮ ﭘﻮښﺘﻨﻮ ﺗﻪ ﻣﻮ ﭘﻪ ورﻳﻨﻪ ټﻨډه ځﻮاﺑﻮﻧﻪ ووﻳﻞ ﺳﺘﺎﺳﻮ ﻧﻪ
ﻣﻨﻨﻪ ﻛﻮم.
ﺳﺘﺎﺳﯥ ﻧﻪ ډﻳﺮه ﻣﻨﻨﻪ ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ ﻣﻮ وﺧﺖ را ﻛړ ﺗﺮ څﻮ ﺧﭙﻠﯥ څﺮګﻨﺪوﻧﯥ ﭘﻪ ﭘﻮره ډاډ ﺳﺮه ﺳﺘﺎﺳﯥ د
ﻫﻤﺪې وزﻳﻨﯥ ﺑﺮﻳښﻨﺎ ﭘﺎڼﯥ ﻟﻪ ﻻرې ﺧﭙﻞ وﻟﺲ ﺗﻪ ورﺳﻮم .اﷲ ﻣﻮ ﺑﺮﻳﻤﻨﺪ او وﻳﺎړﻟﻲ ﻟﺮه .
ﻣﺤﻤﺪ ﻃﺎرق ﺑﺰګﺮ ،ددﻋﻮت دﺑﺮﻳښﻨﺎﻳﻲ ﭘﺎڼﯥ ﻣﺴﺆل
اﺧﺬځﺎﻳﻮﻧﻪ : .1
)دﺑﺒﺮك ځﺪراڼ ﻟﻴﻜﻨﻪ ﺑﻴﻨﻮا او دﻋﻮت ﺑﺮﻳښﻨﺎ ﭘﺎڼﻰ(
.2اﻧګﻠﺴﺘﺎن ﻟﻪ ټﺎﺋﻤﺰ ورځﭙﺎڼﯥ(
.3دﻏﺎزى ﺟﺎن ﭘښﺘﻮن ﭘﻪ ﻧﻮم ﻟﻴﻚ (
.4ﻣﻌﻤﺎر اﻧﺠﻨﻴﺮ دې ﭼﯥ دﻓﺮاﻧﺴﯥ دښﺎرواﻟۍ ﻟﻪ اړﺧﻪ ﻳﯥ دښﻪ ﻣﻌﻤﺎرۍ ﺟﺎﻳﺰه ﻫﻢ اﺧﺴﺘﯥ ده ( .5
) د ﺣﻀﺮت ﺻﻴﺐ ﺻﺒﻐﺖ اﷲ ﻣﺠﺪدي زوې او د ﺳﻮﻟﯥ دﻛﻤﻴﺴﻴﻮن ﻣﺴﺆﻟﻴﺖ ﭘﻪ ﻏﺎړه ﻟﺮي(
.7
)اﺗﻤﺮ اوس د ﺧﭙﻠﯥ دﻧﺪې څﺨﻪ ګﻮښﻪ ﺷﻮې دې (
.6 .8 .9
)ﺑﺮﻳښﻨﺎﻳﯥ ﺧﭙﺮوﻧﯥ
)اﺻﺎﻟﺖ ﻳﺎر ﺷﻬﺎدت ورځﭙﺎڼﻪ (
)ﺑﻴﻨﻮا دډاﻛﺘﺮ ﻧﺜﺎراﺣﻤﺪ ژﺑﺎړه (
) .10ﭘټﻰ ﺗﻮﻃﺌﻲ ﺑﺮﺑﻨډى څﻴﺮې دﻣﺤﺘﺮم ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر ﻟﻴﻜﻨﻪ ( ) .11ﭘټﻰ ﺗﻮﻃﺌﻲ ﺑﺮﺑﻨډى څﻴﺮې دﻣﺤﺘﺮم ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر ﻟﻴﻜﻨﻪ ( ) .12ﺗﻬﺮان :دﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن اﻋﻼﻣﻴﻪ (.
.13ﻳﻮﻟﺴﻢ ﺳﭙﺘﻤﺒﺮ ﻣﻘﺎﻟﯥ ( )»د اﻣﺮﻳﻜﺎ ﻧﻮي ﺟﻤﻬﻮر رﺋﻴﺲ ﺑﺎرك اوﺑﺎﻣﺎ او د دﻳﻤﻮﻛﺮات ﮔﻮﻧډ ﻏړوﺗﻪ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د اﻣﻴﺮ ﻣﺤﺘﺮم ﺣﻜﻤﺘﻴﺎر ﭘﺮاﻧﺴﺘﻰ ﻟﻴﻚ «(GMT) Thursday, 27.11.2008, 09:10pm 2008/11/10
) .14ددﻋﻮت د ﺑﺮﻳښﻨﺎ ﭘﺎڼﯥ څﺨﻪ ﭘﻪ ﻣﻨﻨﻪ (. ) .15ﻳﻮﻟﺴﻢ ﺳﭙﺘﻤﺒﺮ ﻣﻘﺎﻟﯥ (
) .16ددﻋﻮت د وﻳﭙﺎڼﯥ ﻧﻪ ﭘﻪ ﻣﻨﻨﯥ ﺳﺮه ( Mujaddedi’s wikipidia) .17
) .18ﻫﻤﺪا (Mujaddedi’s wikipidia ) .19ﻣﺤﻤﺪﻋﺎرف ﻧﻮرزي(
) .20اﻧﺠﻨﻴﺮ ﻣﺤﻤﺪ ﻋﻈﻴﻢ اﺑﺮوﻣﻨﺪ(
) .21دﺳﻮﻟﯥ او ازادۍ دﻛﻤﻴﺴﻴﻮن اﻋﻼﻣﻴﻪ (
) .22دژﻏﻮرﻧﯥ د ﻣﻠﻲ ﻣﻴﺜﺎق 15ﻓﻘﺮه ې ﭘﻼن( .23ددې ﻣﺴﻮدې ﻣﺘﻦ ﻣﺨﺘﻪ ﺗﻴﺮ ﺷﻮې ( .
) .24واﺷﻨګﺘﻦ ﭘﺮﯦﺰم 177ﻣﻪ ګڼﻪ ( ) داﻓﻐﺎن ﭘﻴﭙﺮ ﻧﻪ اﻗﺘﺒﺎس(. ) .25دﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د وﻳﭗ ﭘﺎڼﯥ اﻻﻣﺎره اﻻﺳﻼﻣﻴﻪ ﭘﻪ ﻣﻨﻨﻪ (. ) .26دﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د وﻳﭗ ﭘﺎڼﯥ اﻻﻣﺎره اﻻﺳﻼﻣﻴﻪ ﭘﻪ ﻣﻨﻨﻪ (.
) .27ﻣﻼﺿﻌﻴﻒ ،ﭘﻪ اﺳﻼم اﺑﺎد ﻛﯥ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ دﺣﻜﻮﻣﺖ ﺳﻔﻴﺮ(
) .28دﺳﻮﻟﯥ ﻻر او ﻧﻘﺸﻪ ،د ډاﻛټﺮﻋﺜﻤﺎن روﺳﺘﺎر ﺗﺮه ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻨﻪ ( ) .29دډاﻛټﺮ ﻓﺎروق اﻋﻈﻢ ﻟﻴﻜﻨﻪ ،دﻋﻮت دﺑﺮﻳښﻨﺎﻳﯥ ﭘﺎڼّﯥ(
) .30داﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ ﻟﻴﻚ ،ډاﻛټﺮ ﻓﺎروق اﻋﻈﻢ ،د اﻓﻐﺎﻧﻲ ﺑﺮﻳښﻨﺎ ﭘﺎڼﻮ څﺨﻪ ( .31دﻏﻪ وګړي د ډاﻛټﺮ ﺻﺪﻳﻖ ﻧﻮرزي ﭘﻪ ﻣﺸﺮۍ ﻻﻧﺪې ﻛﺎر ﻛﻮي (
) .32د ﺳﻨﺎﺗﻮر اﻣﻴﻦ زې ډﻟﻪ ( ) .33ﭘښﺘﻮ ﺑﺮﻳښﻨﺎﻳﯥ ﭘﺎڼﯥ (
) .34دﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ رﺳﻤﻲ ارګﺎن ،دﺷﻬﺎدت ورځﭙﺎڼﻪ(
) .35دﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ رﺳﻤﻲ ارګﺎن ،دﺷﻬﺎدت ورځﭙﺎڼﻪ (
199
) .36داﻻﻣﺎره د ﺑﺮﻳښﻨﺎﻳﯥ ﭘﺎڼﻰ څﺨﻪ (
)« .37دﻣﺸﻮرﺗﻰ ﺟﺮګﯥ ﺧﭙﻮر ﻛړل ﺷﻮې ﭘﺮﯦﻜړه ﻟﻴﻚ :ﻟﺮوﺑﺮ ﺑﺮﻳښﻨﺎﭘﺎڼﻪ
) .38دﺷﻴﺦ ﻋﺒﺪاﷲ ذاﻛﺮي ﭘﻪ ﻣﺸﺮۍ د اﺗﺤﺎدﻋﻠﻤﺎء اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن اﻋﻼﻣﻴﻪ ( .39دﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ ﻧﺸﺮاﺗﻲ ارګﺎن ،د ﺷﻬﺎدت ورځﭙﺎڼﻪ ( ) .40ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ رﺳﻨۍ(
) .41دﻫﻴﻮاد ﺗﻜړه ژورﻧﺎﻟﻴﺴﺖ او ﻟﻴﻜﻮال ،ﺣﻨﺎن ﺣﺒﻴﺐ زﻳﯥ ﻟﻴﻜﻨﻪ ( ) .42داﻓﻐﺎن ﺷﻨﻮﻧﻜﯥ ﻣﺤﻤﺪﻧﻈﻴﻢ ﺳﻤﻮن ﻟﻴﻜﻨﻪ (
) .43د ډاﻛټﺮﻧﺒﯥ ﻣﺼﺪاق ﻟﻴﻜﻨﻪ ،ددﻋﻮت ﺑﺮﻳښﻨﺎﻳﯥ ﭘﺎڼﻪ (
) .44د ډاﻛټﺮ ﻋﺜﻤﺎن روﺳﺘﺎر ﺗﺮﻛﯥ ﻟﻴﻜﻨﻪ ،دﻋﻮت ﻧﻪ ﭘﻪ ﻣﻨﻨﻪ ( .45د ﻧﺜﺎراﺣﻤﺪ ﺻﻤﺪ ﻟﻴﻜﻨﻪ :ﻋﻮت ﻧﻪ ﭘﻪ ﻣﻨﻨﻪ( ) .46ﭘﺎﻛﺴﺘﺎﻧﻲ رﺳﻨۍ (
) .47واﺷﻨګﺘﻦ ﭘﻮﺳﺖ ،ددﻋﻮت ﻧﻪ ﭘﻪ ﻣﻨﻨﻪ (
) .48ﻫﻨﺪوﺳﺘﺎن ټﺎﻳﻤﺰ او دﺗﺎﻧﺪ ﺑﺮﻳښﻨﺎ ﭘﺎڼﻮ څﺨﻪ (
) .49ﻫﯧﺮﻟډرټﻼﻧډ وﻳﺒﭙﺎڼﻪ ،اﻓﻐﺎﻧﻲ ﺑﺮﻳښﻨﺎ ﭘﺎڼﯥ (
) .50د ﺟﻮﻻى ﭘﻨځﻤﻪ ﻟﻪ ﻟﻨﺪﻧﻪ ﺧﭙﺮﯦﺪوﻧﻜﯥ ورځﭙﺎڼﯥ »ټﺎﻳﻤﺰ« ﺳﺮه ﻣﺮﻛﻪ ( ) .51ډاﻛټﺮ ﻓﺎروق اﻋﻈﻢ ﺷﻨﻨﻪ ،ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ﺑﺮﻳښﻨﺎ ﭘﺎڼﻮ ﻛﯥ ( ) .52دﭘﺎﻛﺴﺘﺎﻧﻰ ﻟﻴﻜﻮل اﺣﻤﺪر ﺷﻴﺪ ﺷﻨﻨﻪ (
) .53ډاﻛټﺮ ﻓﺎروق اﻋﻈﻢ ﻟﻴﻜﻨﻪ ،داﻓﻐﺎﻧﻲ ﺑﺮﻳﯧښﻨﺎ ﭘﺎڼﻮ څﺨﻪ( ) .54د ﻧﺠﺎت د ﺟﺮګﯥ اﻋﻼﻣﻴﻪ (
.55دﻧﻮﻣﻴﺎﻟﻰ ﻟﻴﻜﻮال ﺳﻌﺪاﻟﺪﻳﻦ ﺷﭙﻮن ﻟﻴﻜﻨﻪ ،ﺗﺎﻧﺪ ﺑﺮﻳښﻨﺎ ﭘﺎڼﻰ څﺨﻪ ﭘﻪ ﻣﻨﻨﻪ (.
» .56اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻫﻴڅﻜﻠﻪ ﻫﻢ ﻧﻪ دى ﻓﺘﺢ ﺷﻮى«
) .57دﻣﻚ ﻛﻠﻴﺘﭽﯥ ورځﭙﺎڼﻰ دﻣﺘﻴﻮﺳﻜﻮﻓﻴﻞ ) (Mathew Schofie- dﭘﻪ ﻗﻠﻢ ﺷﻨﻨﻪ (
) .58ﻣﺘﻘﺎﻋﺪ ﻛﯧﭙﺘﺎن وﻻدﻳﻤﻴﺮ وﺷﻴﻮټﺴﻴﻮ(
) .59روﺳﻲ ﻋﺴﻜﺮ ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﺟﻨګﻴﺪﻟﻲ و(
) .60داﻟﻴﻜﺰاﻧډر ﻛﻮﻧﻮواﻟﻮف ،وﻳﻨﺎوې (
) .61اﻟﻴﻜﺰاﻧډر ګﻮﻟټﺲ ( ) .62اﻟﻴﻜﺰاﻧډر ګﻮﻟټﺲ (
.63ﻛﯧﭙﺘﺎن وﺷﻲ وټﺴﻴﻮ(
) .64ﺑﻴﻨﻮا ﺑﺮﻳښﻨﺎﻳﯥ ﭘﺎڼﻪ (
) .65د ﺳﻲ اې اې د ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﻣﺸﺮ وډوارډ دﻛﺘﺎب څﺨﻪ ( ) .66اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﺑﺮﻳښﻨﺎﻳﯥ او ﻣﻄﺒﻮﻋﺎﺗﻲ ﺧﭙﺮﻧﻴﺰې(
)) .67ﻛﺎﻧﺎډاﻳﯥ ﻣﺸﻬﻮرې ورځﭙﺎڼﻰ ټﻮرﻧټﻮﺳﻦ (
) .68ټﻮرﻧټﻮﺳټﺎر د ﺗﻮﻣﺎس واﻟﻜﻢ ﻳﻮ ﻟﻴﻜﻨﻪ ،دﻓﺒﺮوري 16ﻣﻪ( ) .69ﭘټﺮﻳﻚ ﺳﻴﯧﻼ Patrick Sea- eﺷﻨﻨﻪ( ) .70ﭘټﺮﻳﻚ ﺳﻴﯧﻼ Patrick Sea- eﺷﻨﻨﻪ( .71ټﻮﻟﯥ اﻓﻐﺎﻧﻲ اوﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ رﺳﻨۍ(
)) .72دﻣﺘﺮو اﻛﺴﭙﺮس ورځﭙﺎڼﻪ(
) .73دﺑﻨﻴﻮا څﺨﻪ ﭘﻪ ﻣﻨﻨﻪ د ﭘﻮﻫﻨﻤﻞ ﺣﺎﺟﻰ ﻣﺤﻤﺪ ﻧﻮزادى ژﺑﺎړه(. ) .74اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن .رو وﻳﺐ ﭘﺎڼﻪ دﻛﻮﻫــــــــﺎټ ﺑﺪرﺧﻴﻞ ژﺑﺎړه( ) .75د CBSﺗﻠﻮﻳﺰوﻧﻰ ﺷﺒﻜﻪ ( ) .76ﺧﺒﺮې رﺳﻨۍ(
(Stop the war website .77
) .78ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﻲ ﺑﺮﻳښﻨﺎﻳﯥ او ﻣﻄﺒﻮﻋﺎﺗﻲ ﺧﭙﺮوﻧﯥ (
) .79ﻧﺜﺎراﺣﻤﺪ ﺻﻤﺪ ﻟﻴﻜﻨﻪ (
.80داﻓﻐﺎن ﻛﺎرﭘﻮﻫﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﻟﻮري داﻣﺮﻳﻜﯥ وﻟﺴﻤﺸﺮ اوﺑﺎﻣﺎ ﭘﻪ ﻧﻮم ﭘﺮاﻧﺴﺘﯥ ﻟﻴﻚ ،اﻓﻐﺎﻧﻲ ﺑﺮﻳښﻨﺎﭘﺎڼﻰ( .81د ) (A- terNetدﺑﺮﻳښﻨﺎﻳﯥ ﺷﺒﻜﯥ څﺨﻪ( ) .82دﺷﻬﺎرت ورځﭙﺎڼﻪ د ﺣﻘﻤﻞ ﻟﻴﻜﻨﻪ ( ) .83واﺷﻨګﺘﻦ ﭘﻮﺳﺖ ورځﭙﺎڼﻪ(
:). .84اﻳﺮش ټﺎﻳﻤﺰ ،دﻣﻴﺮوﻳﺲ ﺟﻼﻟﺰى ژﺑﺎړه( .85ﺗﺎﻧﺪ 16ﺟﻮﻻې(
200
(agony of occupation is pub- ished by CHRIS NINEHAM and JANE SHA- - ICE .86 ) .87اﻳﺴﻨﺎ د اﻟﻘﺪس اﻟﻌﺮﺑﻰ ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ (
) .88واﺷﻨګټﻦ ﭘﻮﺳﺖ ورځﭙﺎڼﻪ د ﻣﻴﺮوﻳﺲ ﺟﻼﻟﺰى ژﺑﺎړه (
) .89دﺷﻬﺎدت ورځﭙﺎڼﻪ
) .90واﺷﻨګﺘﻦ ﭘﻮﺳﺖ ،د ﻣﻴﺮوﻳﺲ ﺟﻼﻟﺰى ژﺑﺎړه ( ) .91د Jitendra Joshiﻟﻴﻜﻨﻪ (
) .92ث،ﻧﻮرزې ،ﻟﺮوﺑﺮ ﺑﺮﻳښﻨﺎﻳﯥ ﭘﺎڼﻪ(
) .93واﺷﻨګﺘﻦ ﭘﻮﺳﺖ دﺟﻼﻟﺰي ژﺑﺎړه (
) .94دټﻮرﻧټﻮﺳﻦ ورځﭙﺎڼّﻪ ،دﻧﺜﺎر اﺣﻤﺪ ﺻﻤﺪ ژﺑﺎړه (. ) .95ﻓﻀﻞ اﷲ رﺷﺘﻴﻦ دﻋﻮت(
(http://news.bbc.co.uk/2/hi/midd- e_easst .96
www.jamestown.org .97 ) .98دﺷﻬﺎدت د ورځﭙﺎڼﻰ دﻣﻠګﺮو ﻣﻠﺘﻮ دﺑﺮﻳښﻨﺎﻳﯥ ﭘﺎڼﻰ ﭘﻪ ﻣﺮﺳﺘﻪ ( ) .99اﻓﻐﺎﻧﻲ ﺑﺮﻳښﻨﺎ ﭘﺎڼﯥ(
).100ﺑﻴﻦ اﻟﻤﻠﻠﯥ رﺳﻨۍ (
.101دګﻮرﺑﺎﭼﻮف اﻧټﺮﻳﻮ(
)..102د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎﻧﻰ ﻛﺎرﭘﻮه اﺣﻤﺪرﺷﻴﺪ وﻳﻨﺎ ،ﻣﻄﺒﻮﻋﺎت(
).103واﺷﻨګﺘﻦ ﭘﻮﺳﺖ ،دﻣﻴﺮوﻳﺲ ﺟﻼﻟﺰې ژﺑﺎړه ( ).104دﺧﭙﺮوﻧﻮ ﺳﺮه د ﻣﻼﺿﻌﻴﻒ ﻣﺮﻛﻪ (
).105ﻧﻴﻮزوﻳﻚ ،اوﻧﻮرې اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ رﺳﻨۍ» ،ﻣﻼﺑﺮادر اوس ازاد ﺷﻮې دې(«.
).106ﻧﻴﻮزوﻳﻚ ﻣﺠﻠﻪ ،دﻫﺎرى ژﺑﺎړه ( ).107ﺗﺎﻧﺪ د اګﺴﺖ 26ﻣﻪ (
.108
)د اې ﺑﯥ ﺳﻲ ﻧﻴﻮز ﺧﺒﺮ (
د اﺳﺘﺎد ﻗﺮﻳﺐ اﻟﺮﺣﻤﻦ ﺳﻌﻴﺪ ﻧﻮرې ﭘښﺘﻮ ژﺑﺎړي: .1اﺳﻼﻣﻲ ﺳﻴﺎت ).ﻣﻮﻻﻧﺎ ګﻮﻫﺮ اﻟﺮﺣﻤﻦ»رح« ( )ﭼﺎپ ﺷﻮى( .2اﺳﻼﻣﻲ رﻳﺎﺳﺖ ).ﻣﻮﻻﻧﺎ اﺑﻮاﻻﻋﻠﻲ ﻣﻮدودي »رح«()د ﭼﺎپ ﻻﻧﺪې( .3ﺧﻼﻓﺖ او ﻣﻠﻮﻛﻴﺖ ). .ﻣﻮﻻﻧﺎ اﺑﻮاﻻﻋﻠﻲ ﻣﻮدودي »رح«()ﭼﺎپ ﺷﻮى( .4ﭘﺮده ). .ﻣﻮﻻﻧﺎ اﺑﻮاﻻﻋﻠﻲ ﻣﻮدودي »رح«()ﭼﺎپ ﺷﻮى( .5د ﺣﺪﻳﺜﻮ د اﻧﻜﺎر ﻧﻪ د ﻗﺮان ﺗﺮ اﻧﻜﺎره ﭘﻮرې ) .ﻣﻮﻻﻧﺎ ﻋﺒﺪاﻟﺴﻼم رﺳﺘﻤﻲ »رح«()ﭼﺎپ ﺷﻮى( .6دﻧﺒﻮت ﭘﺎئ) .ﻣﻮﻻﻧﺎ ﻋﺒﺪاﻟﺴﻼم رﺳﺘﻤﻲ »رح«()ﭼﺎپ ﺷﻮې دې ( .7دﺻﻼح اﻟﺪﻳﻦ ﻳﻮﺑﻲ رﻳښﺘﻨﯥ ﭘﻴښﯥ )داﻳﻤﺎن ﭘﻠﻮروﻧﻜﻮ داﺳﺘﺎن ( ) اﻟﺘﻤﺶ ( ) ﭼﺎپ ﺷﻮې دى( .8د رﺳﻮل اﷲ )ص( د اﻧﻘﻼب ﺣﻜﻤﺖ ).ﺳﻴﺪ اﺳﻌﺪ ګﻴﻼﻧﻲ »رح«()ﭼﺎپ ﺷﻮى(
201
.9ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ ﻧﻮرې ﻛﻮﭼﻨۍ رﺳﺎﻟﯥ )ﭘﻪ اردو او ﭘښﺘﻮژﺑﻮ( ﭼﯥ ﻧﻮﻣﻮﻧﻪ ﻳﯥ زﻣﺎ ﭘﻪ ﻟﻴﻜﻨﻮ ﻛﯥ ﻛﺘﻼئ ﺷﺊ. .10د ﺑﺎﻳﺰﻳﺪ ﻳﻠﺪرم ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﭘﻪ زړه ﭘﻮرې ﻧﺎول ).ﭼﺎپ ﺷﻮې دې ( .11دﺳﻠﻄﺎن ﻋﻼو اﻟﺪﻳﻦ ﺧﻠﺠﻴﻲ ﭘﻪ زړه ﭘﻮرې ﻧﺎول ).ﭼﺎپ ﺷﻮې دې ( .12دﺷﻴﺮﺷﺎه ﺳﻮرې ﻣﺸﻬﻮر ﻧﺎول ) ﻫﻤﺪا اوس د ﭼﺎپ ﻻﻧﺪې دې ( .13ﻻﺳﻮﻧﺪوﻧﻪ او وﺛﻴﻘﯥ :د رﺳﻮل اﷲ ص ﻟﻪ وﺧﺘﻪ ﺗﺮ راﺷﺪﻳﻨﻮﺧﻠﻔﺎؤ ﭘﻮرې )ﺗﺮﭼﺎپ ﻻﻧﺪې دې( .14ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﯥ د ﺳﻮﻟﯥ دﭘﺎﻳښﺖ ﭘﻪ اړه زﻣﻮﻧږ آﻧﺪ )ﻫﻤﺪا اوس دﻛﺎر ﻻﻧﺪې دې ( .15ﻣﻮﻧږ اوﺗﻮﺣﻴﺪ)ﻫﻤﺪا اوس د ﭼﺎپ ﻻﻧﺪې دې ( .16زﻳﺎت ﺷﻤﻴﺮ ﭘښﺘﻮ ﻣﻀﺎﻣﻴﻦ او داﻧګﻠﻴﺴﯥ او د اردو ژﺑﻮ څﺨﻪ ژﺑﺎړل ﺷﻮې او ﻫﻢ ﭘﻪ اﻧګﻠﻴﺴﻲ ژﺑﻪ ﺳﻴﺎﺳﯥ ﺷﻨﻨﯥ ،ﻣﻘﺎﻟﯥ او ﻟﻴﻜﻨﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ او ﻧګﻠﻴﺴﻲ ژﺑﻮ ورځﭙﺎڼﻮ او ﻳﻮ ﺷﻤﻴﺮ اوﻧﻴﺰو او ﻣﻴﺎﺷﺘﻨﻴﺰو ﻛﯥ ﺧﭙﺎره ﺷﻮې دي ).ﭘﻪ ﺧﻮاﺷﻴﻨۍ ﺳﺮه ﭼﯥ رﻳﻜﺎرډ ﻳﯥ ﻟﻪ ژﺑﺎړن ﺳﺮه ﻧﺸﺘﻪ (.
دﻗﺮﻳﺐ اﻟﺮﺣﻤﻦ ﺳﻌﻴﺪﭘﻪ اړه د وﻳﻜﻴﭙﯧډﻳﺎ ﻟﺨﻮا
202
ﻗﺮﻳﺐ اﻟﺮﺣﻤﻦ ﺳﻌﻴﺪ ) 20د ﺟﻮن (1952د ﻧﻨګﺮﻫﺎر وﻻﻳﺖ ﻳﻮ ﺗﻜړه ژورﻧﺎﻟﺴﺖ،ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻛﺎرﭘﻮه ،ﻟﻴﻜﻮال او
ژﺑﺎړوﻧﻜﻰ دى .ﻫﻐﻪ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ دﻧﻨﻪ او د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻧﻪ دﺑﺎﻧﺪې ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﻲ رﺳﻨﻴﻮ ﻛﯥ ﻣﻨﻈﻤﯥ ﻟﻴﻜﻨﯥ ﻫﻢ ﺧﭙﺮې ﻛړي او د ﻧﻮرو ژﺑﻮ ﻧﻪ ﻳﯥ ﻳﻮ ﺷﻤﯧﺮ ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻪ ﻫﻢ ﭘښﺘﻮ ژﺑﯥ ﺗﻪ ژﺑﺎړﻟﻲ دي.
د ﻗﺮﻳﺐ اﻟﺮﺣﻤﻦ ﺳﻌﻴﺪ ﭘﺨﻮاﻧﻰ ﺗﺨﻠﺺ ﻣﻮﻟﻮي زاده ؤ ﭼﯥ د ﺟﻬﺎد ﭘﻪ وﺧﺘﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﻳﯥ ﺳﻌﻴﺪ ﻏﻮره ﻛړى .ﻫﻐﻪ د
ﻣﻮﻟﻮي ګﻞ رﺣﻤﻦ دﻳﻮﺑﻨﺪي زوى دى .ﻧﻮﻣﻮړى د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻧﻨګﺮﻫﺎر وﻻﻳﺖ د روداﺗﻮ د وﻟﺴﻮاﻟۍ ﭘﻪ
ﺷﺎرﺳﻮل ﻛﻠﻲ ﻛﯥ زﯦږﯦﺪﻟﻰ دى .د ﻧﻮﻣﻮړي ﭘﻼر ﻣﻮﻟﻮي ګﻞ رﺣﻤﻦ دﻳﻮﺑﻨﺪي د ﺧﭙﻞ وﺧﺖ ﻳﻮ ﻟﻮى ﻋﺎﻟﻢ ،ښﻪ
ﻟﻴﻜﻮال او ﺷﺎﻋﺮ ؤ.
ﺧﭙﻠﯥ ﻟﻮﻣړﻧۍ زده ﻛړې ﻳﯥ د روداﺗﻮ د وﻟﺴﻮاﻟۍ د اﺣﺪاد ﭘﻪ ﻟﻮﻣړﻧﻲ او ﻣﻨځﻨﻲ ښﻮوﻧځﻲ ﻛﯥ ﺳﺮ ﺗﻪ رﺳﻮﻟﻲ
ﺑﻴﺎ د ﻧﻨګﺮﻫﺎر ﻟﻴﺴﯥ ﻧﻪ ﻳﯥ د 12ټﻮﻟګﻲ ﺑﺮﻳﻠﻴﻚ اﺧﻴﺴﺘﻰ .د ﻟﻮړو زده ﻛړو ﭘﻴﻞ ﻳﯥ د ﻛﺎﺑﻞ ﭘﻪ ﭘﻮﻫﻨﺘﻮن ﻛﯥ د
ﺳﺎﻳﻨﺲ ﻓﺎﻛﻮﻟﺘﯥ د ﻛﻴﻤﻴﺎ او ﺷﻤﯧﺮﭘﻮﻫﻨﯥ ﭘﻪ څﺎﻧګﻪ ﻛﯥ ﻛړى ﭼﯥ ﭘﻪ 1975ز .ﻛﺎل ﻛﯥ ﻟﻪ ﻫﻤﺪﻏﯥ ﭘﻮﻫﻨځﻲ ﻧﻪ
ﺑﺮﻳﺎﻟﻰ راوﺗﻠﻰ .ﺗﺮ دې وروﺳﺘﻪ ﭘﻪ 1984ز .ﻛﺎل ﻛﯥ ﻳﯥ د ﻟﻨﺪن ﭘﻪ ﺳټﻲ ﻳﻮﻧﯧﻮرﺳټﻲ )د ﻟﻨﺪن د ښﺎر ﭘﻮﻫﻨﺘﻮن( ﻛﯥ د ژورﻧﺎﻟﻴﺰم 8اوﻧﻴﺰه ﻛﻮرس ﺑﺸﭙړ ﻛړى ﭼﯥ ﭘﻪ دې څﺎﻧګﻪ ﻛﯥ ﻳﯥ د ﻣﺎﺳټﺮۍ ﺗﺮ ﻛﭽﯥ ﻛﻮرﺳﻮﻧﻪ ﻟﻮﺳﺘﻲ
دي .ﭘﻪ 2008ز .ﻛﺎل ﻛﯥ ﭘﻪ ﻧﺎروې ﻛﯥ د اوﺳﻠﻮ ﭘﻪ ﭘﻮﻫﻨﺘﻮن ﻛﯥ د ټﻮﻟﻨﻴﺰو ﭘﻮﻫﻨﻮ د ﭘﻮﻫﻨځﻲ څﺨﻪ د ﺳﻴﺎﺳﻲ او
ټﻮﻟﻨﻴﺰ اﻗﺘﺼﺎد دوﻫﻢ ﻟﻴﺴﺎﻧﺲ ﺗﺮﻻﺳﻪ ﻛړى او دم ﻣﻬﺎل ﭘﻪ ﻫﻤﺪې څﺎﻧګﻪ ﻛﯥ ﺧﭙﻞ د ﻣﺎﺳټﺮۍ د ﺑﺮﻳﻠﻴﻚ ﭘﻪ ﻻس ﺗﻪ راوړﻟﻮ ﺑﻮﺧﺖ دى.
.1د ﻧﻨګﺮﻫﺎد د وﻻﻳﺖ د روداﺗﻮد وﻟﺴﻮاﻟۍ د اﺣﺪاد ﭘﻪ ﻟﻴﺴﻪ ﻛﯥ د ﻛﻴﻤﻴﺎ اورﻳﺎﺿﯥ اﺳﺘﺎد. .2دﻟﻴږد ﭘﻪ دﻳﺎر ﻛﯥ ﭘﺮ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ د روﺳﻲ ﭘﻮځ د ﻳﺮﻏﻞ ﭘﺮ ﺧﻼف د ﻧړﯦﻮاﻟﻮ رﺳﻨﻴﻮ ﺳﺮه د اړﻳﻜﻮ ﻣﺴﺌﻮل.
.3د ﻣﻄﺒﻮﻋﺎﺗﻮ او ﻣﻌﻠﻮﻣﺎﺗﻮ ) (Press and informationد دﻓﺘﺮ ﻋﻤﻮﻣﯥ ﻣﺸﺮ. .4د ﻫﺠﺮت د اردو ژﺑﯥ ﻣﺠﻠﻲ ﺑﻨﺴټ اﻳښﻮوﻧﻜﯥ او ﻣﺴﺌﻮل ﻣﺪﻳﺮ. .5د اﻓﻐﺎن ﺧﺒﺮې اژاﻧﺲ ) (Afghan News Agency ANAﺑﻨﺴټ اﻳښﻮوﻧﻜﯥ او ﻋﻤﻮﻣﯥ ﻣﺸﺮ .6د اوه ګﻮﻧﻲ ﻳﻮواﻟﻲ )داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻨﻮ داﺳﻼﻣﻲ اﺗﺤﺎد( وﻳﺎﻧﺪ. .7د روزﻧﻴﺰه او ټﻮﻟﻨﻴﺰه ﻣﺆﺳﺴﻮ او ﭘﻪ ځﺎﻧګړې ﺗﻮګﻪ د ﻣﻬﺎﺟﺮﻳﻨﻮ د ﻛﻮﭼﻨﻴﺎﻧﻮ د ﻓﻌﺎﻟﻮ ﺳﺮه ﻳﻮ ﻓﻌﺎﻟﻪ وﻧډه اﺧﺴﺘﻮﻧﻜﯥ.
.8د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ د اﺟﺮاﺋﻴﻪ ﺷﻮرا ﻏړى ،د دې ګﻮﻧﺪ د ﻓﺮﻫﻨګﻲ ﻛﻤﻴټﯥ ﻣﺸﺮ او د ﻫﻤﺪې ګﻮﻧﺪ وﻳﺎﻧﺪ.
.9د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د ﻋﻈﻤﯥ ﺻﺪارت د ﻣﻄﺒﻮﻋﺎﺗﻮ ﻋﻤﻮﻣﯥ رﺋﻴﺲ او د ﺻﺪراﻋﻈﻢ وﻳﺎﻧﺪ. .10د اﻃﻼﻋﺎﺗﻮ او ﻛﻠﺘﻮر د وزارت د ﻛﻤﻴﺴﻴﻮن رﺋﻴﺲ او د دﻏﻪ وزارت ﺳﺮﭘﺮﺳﺖ وزﻳﺮ .او اوس .11ﭘﻪ اروﭘﺎ ﻛﯥ د ﺣﺰب اﺳﻼﻣﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دﺳﻴﺎﺳﻲ ﭘﺎﻟﻴﺴﻴﻮ ﻣﻤﺜﻞ او د ﺳﻮﻟﯥ د ﺟﺮګګۍ ﻏړې.
203
ځﺎﻧګړي وړﺗﻮﺑﻮﻧﻪ ﻗﺮﻳﺐ اﻟﺮﺣﻤﻦ ﺳﻌﻴﺪ د ﻟﻨﺪن ﭘﻪ ) (Kingsway-Princeton collegeﻛﺎﻟﺞ ﻛﯥ د اﻧګﻠﻴﺴﻲ ژﺑﻪ زده ﻛړې ﻫﻤﺪا
راز ﭘﻪ 1991ز .ﻛﺎل ﻛﯥ د اﻣﺮﻳﻜﺎ د ﻧﺒﺮاﺳﻜﺎ د ﭘﻮﻫﻨﺘﻮن د ﺳﻜﺎﻟﺮﺷﭗ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ د اﻧګﻠﻴﺴﯥ ژﺑﯥ د زده ﻛړې
ﻛﻮرﺳﻮﻧﻪ ﺑﺸﭙړ ﻛړي .ﻫﻐﻪ د ﺧﭙﻠﯥ ﻣﻮرﻧۍ ژﺑﯥ ﺗﺮ څﻨګ ﭘﻪ ﻓﺎرﺳﻲ ،ﻋﺮﺑﻲ ،اردو ،اﻧګﺮﯦﺰي او ﻧﺎروﯦﮋي ژﺑﻮ
ښﻪ ﭘﻮﻫﯧږي او ﺧﭙﻠﯥ ﻟﻴﻜﻨﯥ ﻫﻢ ﭘﺮې ﻛﻮﻻى ﺷﻲ.
.