پښتو د پسماندګۍ وجوهات او د
2
پښتو د پسماندګۍ وجوهات او د پرمختګ ل ر )د مو رنيو ژبو د نړېوالې و رځې په مناسبت په 21 فبرو ري 2012په نشترهال کښې د ويل شويو مقالو مجموعه(
ټولوونکے:
ايــاز مندوخېل خپرونکے: شفيق ګيګياڼې
2
پـــوهه
پښتو د پسماندګۍ وجوهات او د
فاونډېشن www.poha.pk
3
ټول حقونه پوهه فاونډېشن سره محفوظ دي
د کتاب نوم:
پښتو ،د پسماندګۍ وجوهات او د ترقۍ ل ر
راټولوونکے:
اياز مندوخېل
خپروونکے:
شفيق ګګياڼې 9216118-0333
بيه:
٨٠روپۍ
د ميلوېدو د رک: www.poha.pk
فهرست ليکوال
مخ
لنډې خبرې )اياز مندوخېل(
1
اياز مندوخېل
٥
همېش خليل
٢٠
ډاکټر راج ولي شاه خټک
٣١
ډاکټر فضل رحيم مروت
٣٦
حبيب ا رفيع
٥١
مختيا ر يوسفزے
٦٠
رحمت شاه ساېل
٦٧
سعدا جان برق
٧٦
اکبر سيال
٧٩
ميا افتخا ر حسين
٨٤
لــنډې خبرې د مو رنيو ژبو د نړېوالې و رځې په موقع سږ کال په ٢١فبرو رۍ ٢٠١٢ع د پوهه فاونډېشن او کلچر ډايرېکټريټ خيبر پښتونخوا له طرفه په نشترهال پېښو ر کښې يوه د رنه غونډه وشوه .په دغه غونډه کښې د پاکستان او افغانستان نه پښتو پوهانو او ليکوالنو ګډون وکړ .په دغه غونډه کښې په دغه څلو رو موضوعاتو ويناوې وشوې: _١لغت پوهه _٢ليک دود _٣د پښتو د پسماندګۍ وجوهات او د ودې سرکا ري او اولسي هڅې _٤د پښتو ښوونې سرکا ري او اولسي هڅې )نن او پرون( په دغه غونډه کښې د خيبر پښتونخوا د ثقافت د څانګې مشر ميا افتخا ر حسين هم کو ربه وو او هم مشر مېلمه وو .دا غونډه او ددې د فيصلو چاپ کول د ګران مشر ميا افتخا ر حسين په ذاتي کوششونو سره ممکن شوه .ددې غونډې ددې موضوعاتو يعنې لغت پوهه او ليک دود باندې له ويناوو پس د و رکشاپ په شکل کښې غونډه وشوه .د پښتو د سوچه لغاتو د خوندي کولو او
کا رولو خبرې وشوې او د نويو ،پرديو لفظونو په بې ځايه استعمال خبرې وشوې. ګډون والو د پښتنې سيمو خپلو سوچه پښتو تو رو د راټولولو ژمنه وکړه .د ليک دود په مسئله هم خبرې وشوې .ما د نستعليق او رومن رسم الخط د راېج کولو په ضرو رت او اهميت خبره وکړه او د موجوده د باړه ګلۍ د فيصلو د نيمګړتياوو او د بدلولو د تجويز ذکر مې وکړو .د و رکشاپ په ګډون کوونکو کښې ځينې کسانو راسره اتفاق ونۀ کړو او د ليک دود په مسئله يوې فيصلې ته ونۀ رسېدو او د باړه ګلۍ فيصلې جا ري ساتل او منل غو ره وګڼل شول. د غونډې په سر کښې ما د پوهه فاونډېشن تعا رف او مقصد بيان کړو او ددغې غونډې د موضوعاتو ترتيب او د وينا کوونکيو کا ر ښوولو لنډ تفصيل بيان کړو. په دغه غونډه کښې له ما پس همېش خليل صاحب ،راج ولي شاه خټک صاحب ،فضل رحيم مروت صاحب ،يا ر محمد مغموم صاحب ،حبيب ا رفيع صاحب ،مختا ر يوسفزي صاحب، رحمت شاه سايل صاحب ،سعدا جان برق ،علي اکبر سيال او په اخره کښې مشر مېلمه ميا افتخا ر حسين صاحب د پښتو د پسماندګۍ په وجوهاتو او د ترقۍ په سرکا ري او اولسي هڅو ويناوې وکړې .په دغه غونډه کښې او رېدونکو هم پو ره برخه واخيسته او خپل تجويزونه يې هم و رکړل .د غونډې ګډون کوونکو
او پوهانو د خيبر پښتونخوا د حکومت په صوبه کښې د اول نه واخلې تر دوولسمه پو رې پښټو لزمي مضمون ګرځولو د فيصلې د روند هرکلے ووايو .پوهانو او ګډون کوونکو د پښتو د پسماندګۍ لويه وجه د خپلو او پرديو حکومتونو له پښټو سره د مېرنۍ مو ر سلوک باله او د ترقۍ ښه ل ره يې د پښتو تعليمي او دفتري ژبۀ ګرځول وګڼل. ما په خپله وينا کښې دا ژمنه کړې وه چې ددې غونډې ويناوې او فيصلې به تشې د خولې خبرې نۀ وي ،دا ويناوې او فيصلې به چاپ کېږي او د عملي کولو او خپرولو هڅې به يې کېږي .د وعدې سره سم پوهه فاونډېشن د کلچر ډايريکټريټ خيبر پښتونخوا دا ويناوې او فيصلې په کتابي شکل کښې ستاسو مخ ته ږدي .هيله لرو چې هر پښتون به د خپل وس مطابق د خپلې مو رنۍ ژبې د ترقۍ دپا ره کا ر وکړي.
اياز مندوخېل
اياز مندوخېل: په سټېج ناستو مېلمنو او دوستانو! تاسو ټولو ته ښۀ راغلے وايم. زۀ بۀ تاسو ته د خپل تنظيم په با ره کښې لږ حال د رکړم چې دا څنګه جرګه ده ؟ څوک په کښې دي ؟ څۀ مقصد يې دے ؟ څۀ کول غواړي؟. زۀ چې کله نوښا ر ته راغلم نو تقريبا داسې يو مياشت پس ما دلته خپلو کسانو ته د نوښا ر چې کوم ليکوالن وو ۔ سعدا جان برق صاحب ۔ يا ر محمد مغموم صاحب او ډاکټر راج ولي شاه خټک صاحب او نو ر چې کوم د نوښا ر خاص کر ليکوالن وو۔ هغو سره زمونږ په کو ر کښې مو جرګه وکړه ،مشو ره مو وکړه او هلته مو په څلو رو پينځو خبرو باندې فيصله وکړه چې زمونږ په پښتو ،تا ريخ ،ليکدود ،ثقافت او په آثا ر قديمه يا نو رو سوشل مسايلو باندې داسې يوه څېړنه پکا ر ده داسې تنظيم پکا ر دے ، داسې يوه ټولنه يو انجمن پکا ر دے چې په هغۀ کښې له مونږ سره ټول ليکوالن که د افغانستان دي که د پاکستان دي چې زمونږ کم از کم يو داسې فو رم وي چې په هغه کښې مونږ له يو
بل سره خپلې رايې او خپل علم او پوهه شريکه کړو .تاسو ته معلومه ده بدقسمتي دا ده چې زمونږ پښتو او تا ريخ که تاسو وګو رئ ۔نو هغه تقريبا تقريبا له خرافاتو ،له غېر مستندو واقعاتو ډک دے .تراوسه مونږ داواضح نه کړه چې زمونږ د پښتوتا ريخ ځۀ دے ۔ ددې څلو ر کروړ يا پېنځه کروړه پښتانۀ مصدقه او صحيح تا ريخ کوم يو دے .تراوسه پو رې هغه خبرې پکښې کيږي ،چې عبدالرشيد وي بيا يې اسلم راوړے بيا يې د رې زامن وو ،ددۀ بچيان وو او هغه هم نۀ حواله وي ،نۀ يې ريکا رډوي ۔ دغسې د ژبې په با ره کښې کا ر روان دے په سرکا ر سطح کا ر په کښې شوے دے .په کوټه کښې پښتو اکېډمي جوړه ده ،دلته پښتو اکېډمي پښتو جوړه ده ۔ په افغانستان کښې پښتو ټولنه جوړه ده ۔ هغو په مختلف دو رونو کښې خپل خپل کا ر کړے دے .چا په لغاتو کا ر کړے دے ،چا په ګرامر کا ر کړے دے ،چا په ژبه کا ر کړے دے ،چا په تا ريخ کا ر کړے دے ۔ خو په پرائيويټ سطح باندې يعني غېر سرکا ري سطح باندې داسې يو ادا ره چې هغه په نوي اصولو باندې د صحيح تحقيق مطابق پښتو او پښتنو ته چې کوم و رپېښ مسائل دي په هغو باندې صحيح ،سائنټيفيک او متفقه کا ر وشي .په افغانستان کښې مختلفې ټولنې جوړې دي ۔ تاسو ته به اکثرو ته معلومې وي چې په هغه کښې ډېر ښۀ کا ر روان دے ۔ يو يو کس د پو ره پو ره اکېډيمۍ کا ر کړے دے ۔ په انفرادي سطح باندې په کندها ر کښې کا ر کيږي ۔ هم په کابل کښې شوے
دے ،هم به په کوټه کښې شوے وي ۔ هم دلته په خيبر پښتونخوا کښې په انفرادي ډول خلکو کا رونه کړي دي خو داسې يو پرائيويټ ادا ره چې په هغه کښې ليکوالن په يو ځاے وي اوصحيح تحقيق کوي نۀ شته ۔ نو ددې ضرو رت دپا ره مونږ دوے سره مشو ره وکړه او په نوښا ر کښې ټولو په ګډه دا فيصله وکړه چې داسې يو تنظيم په کا ر دے ،داسې يوه جرګه پکا ر ده چې په هغه کښې چې زمونږ دا کوم مسائل چې ما تاسو ته بيان کړه چې په دې ټولو باندې کا ر وشي ۔ نو هغه کښې مونږ کوشش دا کوو چې هغه غېر متنازعه خلک په کښې وي او غېر متنازعه کا ر مونږ وکړو ۔ چې دا ټاپه پر مونږ نۀ وي چې دا فلنے ګروپ دے يا دا د فلني ګروپ دے يا دا د فلني مسلک دے ۔ زمونږ يو مسلک نۀ شته ۔ زمونږ يو پير نۀ شته ،ادبي پير ۔ زمونږ هر هغه پښتون ممبر دے که پښتون نۀ وي انګرېز هم وي خو چې په پښتو کښې څوک کا ر کوي ،په پښتو باندې کا ر کوي ،هغه زمونږ و رو ر دے ،هغه زمونږ ممبر دے ،هغه زمونږ شريک دے .چونکه زمونږ کا ر روان دے پرون زمونږ اول پروګرام وو د خوشحال بابا د مړينې په حقله په نوښا ر کښې .هغه به تاسو څۀ کسانو کتلے وي .نن پروګرام چې کوم دے په دې کښې مونږ تاسو ته تکليف د رکړے دے ۔ ډېر کسان مو راغوښتي دي ۔ کوشش به دا کوو چې کم از کم زمونږ دا مقالې لوستل يا تجاويز و رکول هغه هوايي خبره نۀ شي ۔ چې زۀ راشم
خبرې وکړم ۔ بل راشي خبرې وکړي .نو مونږ جرګې وال په ګډه دا مشو ره وکړه له ډېره سوچه بعد چې کم از کم څلو ر موضوعات داسې دي چي په هغو باندې کا ر په کا ر دے د ژبې په حواله مونږ څلو ر موضوعات وليکل او هغه مو له ټولو خلکو سره شريک کړۀ ۔ ومو لېږل ۔ په هغه کښې اول زمونږ چې کوم دے هغه لغت پوهه ) (Lexcologyده ۔ په دغه کښې په پښتو کښې کا ر شوے دے ۔ هغه موضوع مو خلکو ته و رکړې وه او چې کوم ماهرين دي يا په افغانستان کښې يا په بلوچستان کښې يا دلته په خيبر پښتونخوا کښې ،استادان او پوهان به رځي او خبرې به کوي .دهغه دپا ره مونږ داسې کړي دي چې و رکشاپونه مو جوړ کړي دي ۔ د و رکشاپ طرز مو خوښ کړے دے ۔ په نو ره دنيا کښې خو کيږي د شروع نه و رکشاپونه کيږي ۔ خو زمونږ په پښتنو کښې دا لږ نوے رجحان دے .په افغانستان کښې به شوي وي خو دلته کم شوي دي ۔ و رکشاپ په دې هم ښۀ دے ۔ چې په هغه کښې که څوک په ليکدود باندې يا په لغاتو باندې بحث کوي يا تنقيد کوي ياخپله مشو ره ،خپله رايې له چا سره شاملوي ۔ نو د هغه دپا ره د ټولو نه ښه طريقه دا ده چې هغه ماهرين کسان که لس دي که شل دي هغه يو بل سره کښېني او خپله رايې يو بل سره شريکه کړي. دويم زمونږ موضوع ليکدود دے ۔ ليکدود د پښتو رسم الخط هغه له ډېره وخته پښتو کښې روان دے او کا ر په کښې شوے
دے .د هغۀ دپا ره مختلف تجاويز و رکړي دي ۔ چاپه کښې د رومن تجويز هم و ر کړے دے ۔ د نسخ په حمايت او مخالفت کښې خبرې شوي دي ۔ نو مونږ دا ويل چې د ليکدود په مسئله باندې کا ر شوے دے .په ١٩٥٢کښې يوه جرګه شوې ده ۔ کا ر په کښې شوے دے ۔ فيصلې پکښې شوي دي خو بيا دغه عملي نۀ شوې .داسې بيا په باړه ګلۍ کښې چې کومه فيصله شوې ده ۔ هغه به بيا په تفصيل باندې ماهرين تاسو ته خبرې کوي .په هغه کښې تقريبا ١٣٥کسانو د ټولې پښتونخوا نه د افغانستان نه ،د بلوچستان نه او د خيبر پښتوخوا نه شرکت کړے وو ۔ هغو په باړه ګلۍ کښې د رې و رځې سيمينا ر وکړو او خپلې فيصلې يې وکړې .تقريبا تقريبا د ليکدود په حواله يې ډېره زياته اتفاق رايې جوړه کړه .اختلف په کښې وو ۔ خو بيا هم کم از کم يو په مخ ګام وو .هغه د باړه ګلۍ د فيصلې چې کوم ليکدود وو هغه بد قسمتي دا ده چې چا هم عملي نۀ کړ و ،چې هر څوک پرائيويټ رساله راوباسي نو هغه يې په خپل ليکدود کښې ليکي ۔ بلکې په سرکا ري سطح باندې هم تقريبا صحيح د هغه سرپرستي ونۀ شوه .مونږ دا ضرو رت محسوس کړ چې کم از کم د ليکدود يوه داسې مسئله ده ۔ چې په هغه کښې مونږ کوشش دا وکړو چې اتفاق رايې راشي ۔ که کوم اختلفي مسائل پاتې شي او نۀ دا د ليکدود مسئله په يو نشست يا په يوه و رځ باندې يا په يو و رکشاپ باندې حل کيږي دا يو مستقل عمل دے ۔ روان عمل دے دا به يا کال واخلي يا به دوه واخلي يا به لس
واخلي او ټولې دنيا داسې کړي دي .عربيانو هم کړي دي ۔ فا رسيانو هم کړي دا انګرېزانو هم کړي دي ۔ چې کومه انګرېزي پخوا دوے ليکله په اتلس سوه کښې هغه دوے نن نۀ ليکي يا کومه انګرېزي چې اوس ليکي ۔ هغه به دوے پنځوس کاله بعد نۀ ليکي. د اصلحاتو او د ريفا رم او د ښېګړې د ايمپرومنټ ځاے په کښې وي .اول لغت پوهه او دووم ليکدود ۔ دلته چې کوم کسان مونږ سره راشي په هغه بۀ مونږ بېل و رکشاپ کوو او په و رکشاپ کښې به هلته چې کومې زړې فيصلې شوي دي ۔ کوم زوړ کا ر شوے دے ۔ يا کوم تجاويز وي نو چونکه د لغت او د ليکدود بحث چې کوم دے هغه په سټېج باندې دلته نۀ کيږي ۔ چې سړے چاته "يې" چې دا اوله "يې" ده دا دويمه "يې" ده نو هغه په مايک او سټېج باندې ګران دے ۔ نو د هغه دپا ره دوه و رکشاپه دي ۔ يو د لغت چې آصف صميم به يې مشري کوي او نو ر ملګري به و رسره وي او يو د پښتو ليکدود .هغه کښې به کسان مونږ و رسره ټول يو خو راج ولي شاه صاحب به يې مشري کوي او ليکي به يې. کتابونه خلکو ته مونږ و رکړي دي ۔ خبره ما کړې ده انفرادي چې کوم ماهرين دي ددغو دوو موضوعاتو د ليکدود او د لغت پوهې نو هر سړے خو نۀ په لغت پوهيږي او نۀ هغه سړے په ليکدود پوهيږي ۔ چې کوم کسان دي يالس دي يا شل دي .هغه به بېل
و رکشاپ کوي او تقريبا د هغو دپا ره مونږ خپل ټاېم و رکړے دے ،ګهنټه دوې. د ريمه موضوع چې کومه ده هغه د پښتو د پسماندګۍ وجوهات او د د ودې سرکا ري او اولسي هڅې ۔ چې د پښتو د پسماندګۍ څۀ وجوهات دي .دا به له خلکو سره مونږ شريک کوو چې د هر چا په ذهن کښې د پښتو د پسماندګۍ څۀ وجې دي ۔ څوک به يې مذهب وجه ګڼي چې د پښتو خلف فتوې دي چې دا د دوزخ ژبه ده يا فا رسي با نو به ايرانيانو به ويل پښتو "ګوز خر است" نو نن خو هغه دو ر نۀ دے ۔ چې پخوا که د پښتو مخالفت شوے د هغې حوصله شکني شوې وي نۀ به يې وي کړې نۀ به انګرېزانو کړے وي ۔ نۀ به پاکستان حکومت کښې شوې وي نۀ به په افغانستان کښې دومره چې څومره په کا ر ده شوے ۔ نو د پسماندګۍ چې کوم وجوهات دي که هغه مذهبي دي که هغه سرکا ري دي ۔ که هغه د کا روبا ر دي چې پښتو د کا روبا ر ژبه نۀ ده ۔ پښتو د ملزمت ژبه نۀ ده ۔ پښتو د کميونيکېشن د رابطې ژبه نۀ ده ۔ نو هغه وجوهات مختلف دي .ددې ماهرين به په دې باندې خبرې کوي چې د پښتو د ودې دپا ره سرکا ري او اولسي هڅې شوي دي ۔ نو هغه کښې هم مونږ موضوع سرکولېټ کړې ده چې کوم خلک به دلته راځي تاسو ته به خبرې کوي ۔ په تفصيل به د رته وايي چې هغه کښې سرکا ري سطح باندې کوم کا ر شوے دے .که بيا انګرېزانو کا ر کړے دے ۔ که روسانو کړے دے ۔ که په
افغانستان کښې سرکا ري کا ر شوے دے ۔ يا دلته پښتو اکېډمۍ کوټه ۔ پښتو اکېډمۍ پېښو ر يا نو رې ادا رې نو هغه به هم تاسو ته لکه په تفصيل باندې وايي چې څۀ کا ر شوے دے او څۀ روان دي .موجوده څۀ پوزېشن دے د سرکا ري او اولسي کا ر ۔ د پښتو يو ډېر لوے تعداد د کتابونو او د خدمت چې کوم شوے دے هغه د مذهبي کتابونو په شکل کښې دے او هغه د پير روښان د خير البيان نه نيولې بيا د اخون د روېزه مخزن او د رحمت بيان او فوايد شريعت او دا نو ر ټول کتابونه چې په هغو کښې پخوا پښتو وه ۔ چې نن زمونږ په کتابونو کښې د پښتو څۀ پوزېشن دے .آيا نن کتابونه په ا ردو کښې ډېر دي ۔ مذهبي کتابونه په پاکستان کښې او په افغانستان کښې په فا رسي کښې ډېر دي او په پښتو کښې څومره مذهبي کا ر کيږي .ترجمې څومره په کښې کيږي او د تحقيق کا ر څومره پکښې کيږي نو کا ر څومره په کښې شوے دے يا په کښې کيږي .دلته مونږ سره کسان ناست دي ۔ په خپل وا ر به خبره د رته وکړي ۔ په غير سرکا ري سطح باندې ډېر لوے شوے دے. ځينو کسانو ډېر لوے کا ر کړے دے ۔ کتابونه يې چاپ کړي دي ۔ ريسرچ يې کړے دے ۔ پيسې يې لګولي دي ۔ سفر يې کړے دے ۔ شپې يې تېرې کړي دي ۔ انډيا ته هم تللي دي ۔ روس ته هم تللي دي ۔ برتانيې ته هم تللي دي ۔ کوشش يې کړے دے ۔ نۀ چا پيسه و رکړې ده نۀ چا سپو رټ و رکړے دے ۔ د پښتو تقريبا تقريباپه ګرامر کښې هم غير سرکا ري سطح باندې د سرکا ري په مقابله کښې ډېر کا ر
شوے دے .دا موضوع مونږ همېش خليل صاحب له و رکړې ده. همېش خليل صاحب به په دې باندې خبرې کوي ۔ د خپل وخت مطابق ددۀ په خيال د پښتو د پسماندګۍ څۀ وجوهات دي او د ترقۍ دپا ره کوم ګامونه اخيستل په کا ر دي .دے مشر کس دے ۔ تاسو يې ټول پېژنئ ۔ خو د يوۀ سړي سوچ د ترقۍ په با ره کښې يو سوچ وي ۔ د هغه د پسماندګۍ په با ره کښې به يو سوچ وي. زمونږ مقصد دا وو چې دا کوم راغلي خلک دي ۔ هغو ته دا موقع ميلو شي چې دا د Tvاو د CDغوندې پروګرام نۀ وي چې زۀ يو ګهنټه خبرې وکړم ،تاسو ما واو رئ او بيا لړ شئ .هغه داسې وي لکه د TVپروګرام .د راغلو خلکو مقصد دا نۀ دے چې خالي تش مونږ واو ري ۔ هغو ته به مونږ هر يوۀ ته به خپله خپله موقع و رکوو. که يو وي که دوه وي ،که لس وي ،که شل وي ۔ هر سړے به خپل تجويز و رکوي ،اختلف به کوي ،خپله رايې به و رکوي ۔ نو هغه کسان چې هر څوک خبرې کول غواړي کوي به يې ۔ د پښتو د پسماندګۍ او ودې د سرکا ري او اولسي هڅو په با ره کښې د هر چا په ذهن کښې د پسماندګۍ يوه وجه وي ۔ د هر چا په ذهن کښې د ترقۍ دپا ره يو ل ره وي ۔ نو په هغه کښې به وا ر په وا ر موقع د رکوو ۔ هغه تجاويز به مونږ ټول ليکو او انشاء ا بيا چې کله مونږ د دې سيمينا ر او ددې و رځې روداد چاپ کوو ۔ په هغه کښې به دا تجاويز که د هر چا تجويز وي ،که هغه يو چاته ښۀ لګي که نۀ لګي خو چې يو سړے راغلے دے ،مونږ سره
ناست دے ،پښتون ليکوال دے ۔ د هغه په ذهن کښې يوه خبره ده ،هغه خبره به دے کوي ،کېدے شي هغه سره ډېر خلک اختلف کوي ډېر به اختلف و رسره نۀ کوي. زمونږ څلو رمه موضوع ده ،د پښتو ښوونې سرکا ري او اولسي هڅې نن او پرون ۔۔ مونږ فضل رحيم مروت صاحب ته دا موضوع و رکړې ده .دے د ټيکسټ بک بو رډ خيبر پښتونخوا چيرمېن دے ۔ تاسو يې ټول پېژنئ ۔ ښۀ ليکوال دے ۔ ښۀ تحقيق کوي ۔ او د تحقيق په اصولو پو ره تحقيق کوي .نو هغه چونکې تر ټولو زيات متعلقه کس دے ۔هغه به تاسو ته وايي چې د پښتونخوا د حکومت په حواله باندې چې څۀ فيصلې شوي دي او د هغو د عملي کېدل په کومه مرحله کښې دي ۔ کتابونه چاپ دي نۀ دي چاي ۔ نوټيفيکېشن به تاسو سره دے خبره وکړي .د پرائيويټ سکولونو ،د سرکا ري سکولونو ،د استادانو د ټرېننګ دپا ره يا له هغه علوه چې نو ر د دوے کوم د مستقبل پلنونه دي ، منصوبې دي ،په هغه به دے ښۀ په تفصيل خبرې وکړي .هر چاته حق دے چې هغه له دۀ څخه تپوس وکړي د تفصيل دپا ره .ډاکټر صاحب به دلته موجود وي او چې د چا په ذهن کښې څۀ سوال راځي ،هغه به خپله خبره و رسره کوي .په هغه کښې مونږ کوشش دا کړے دے چې د پښتو د ښودنې Backgroundيې راواخلي چې کومه پخوا پښتو ښودل کېده يا په مذهبي شکل کښې لکه د بايزيد روښان خير البيان يو د اخون د روېزه مخزن
او دا نو ر کتابونه ما تاسو ته ياد کړۀ.د ا نګرېزانو په راتللو چې کوم دوے کا ر کړے وو هغه که ميجر راو رټي دے که بيلو دے ۔ که بل دے ، که بل دے ۔ هغوے ګرامرونه هم ليکلي دي ۔ بول چال يې هم ليکلے دے ۔ د خپل مقصد دپا ره به يې فوجيانو ته ګرامرونه ليکل ۔ نو ډېر لوے کا ر شوے دے .د هغه مختصره خاکه به بيان کړي ۔ چې د پښتو ټيچنګ څومره کا ر شوے دے ۔ چا کړے دے او چيرې يې کړے دے؟. هغه کښې به د بلوچستان حال وي چې د پښټو ټيچنګ)ښوونې( څۀ پروګرام دے ۔ له افغانستان څخه له مونږ سره مېلمانۀ راغلي دي ۔ ناست دي ،چونکې د افغانستان مونږ ته دومره پته نۀ ده ۔ چې هلته سرکا ري ټيچنګ په کوم کوم لېول کښې کيږي؟ .تر پينځملسمه کيږي ،تر شپاړلسمه کيږي ۔ په طب کښې کيږي ،په ساينس او نو رو موضوعاتو کښې کيږي .د افغانستان مېلمانۀ راسره دي هغه به په خپل وا ر خبرې کوي او تفصيل به و رکوي چې په افغانستان کښې د پښتو ښوونې سرکا ري او غير سرکا ري څۀ حال دے .په پرايوېټ سکولونو کښې ،په پرائيويټ ادا رو کښې ، په سرکا ري سکولونو کښې ،په کالجونو کښې څۀ پوزيشن يې دے . موقع به مونږ ټولو کسانو ته و رکوو ۔ ما هم دا خبرې کولې چې تاسو ته مختصر د خپلې جرګې مقصد بيان کړم ۔ زمونږ دووم پروګرام دغه د يوويشتمې فبرو رۍ د مو رنيو ژبود نړېوالې و رځې
په نامه دے ۔په کا ر دا ده چې مونږ يې په داسې طريقه باندې وکړو چې د راغليو خلکو نه مونږ فاېده واخلو ۔ نۀ هر ټايم )وخت(دا خلک راتلے شي او نۀ دومره موقع ملويږي چې په هغه کښې مونږ سره د کوټې ،د افغانستان او ددې پښتونخوا ټول خلک موجود وي او يو بل سره خپله رايه ،خپل معلومات شريک کړو. انشاء ا ښه موقع ده ۔ ټول خلک راغلي دي ۔ موجود دي چې پروګرام کله شروع شي او زمونږ ماهرين تاسو ته په دې څلو رو موضوعاتو خبرې وکړي ۔ لغت پوهه ۔ ليکدود ۔ د پښتو د پسماندګۍ وجوهات او د ودې سرکا ري او اولسي هڅې او د پښتو ښوونې نن پرون نو په هغه باندې به دوے تاسو ته خبرې کوي او مقصد زمونږ دا دے چې د راغليو خلکو نه مونږ زياته فاېده واخلو .د هغو رايه ،د هغو نظر په کښې واخلو .د هر سړي د ليکدود په با ره کښې هم يو تجويز په ذهن کښې وي ۔ د هر سړي د پښتو د ترقۍ دپا ره يو ل ره ،يو سوچ ،يو تجويز ،يو حل ددۀ په ذهن کښې وي ۔ زۀ تاسوټولو ته يو ځل بيا ښۀ راغلے وايم ۔ تاسو تکليف وکړ ۔ راغلئ او انشاء ا کوشش به دا کوو چې دې نه مونږ پو ره پو ره فايده واخلو او تاسو پو ره پو ره شرکت مونږ سره په کښې وکړئ. مونږ ټول ليکوالن او عالمان خلک راغوښتي دي نو هيله کوم چې ډېر پرامنه پروګرام وشي که هلته په و رکشاپ کښې وي په ځاے د شو ر ،د تنقيدونو ،د نا رو ،د يو د بل اعتراض او يا دغه دي
اکثره ما دا او رېدلي دي چې زمونږ ليکوالن چې کله خبره کوي نو هغه وايي مونږ دوے ،مونږ دوے ۔ په ادب کښې مونږ دوے نۀ شته .زمونږ يوه پښتو ژبه ده ۔ انګرېزان چرته هم دا خبرې نۀ کوي ۔ پرون زمونږ يوۀ ملګري خبره وکړه چې فلني په افغانۍ پښتو کښې خبرې وکړې ۔ نو دا خبره څوک نۀ کوي ۔ انګرېزان دا نۀ وايي چې زۀ اوس تاسو ته په اميريکن انګلش کښې خبرې کوم ۔ يا زۀ تاسو ته اوس په برټش انګلش کښې خبرې کوم. انګرېزي انګرېزي ده ۔ پښتو پښتو ده .کوټه ،افغانستان او پېښو ر په کښې نۀ شته .فرق په هر چا کښې وي ۔ څوک پښتو څنګه وايي ،څوک يې څنګه وايي ۔ هغه د ماحول پيداوا ر دے .د افغانستان پښتانۀ چې کومه پښتو وايي په هغۀ کښې د فا رسي او عربي لفظونه زيات وي ۔ د هغو ګاونډيان فا رسي بان دي ۔ خامخا به هغه وايي .که زمونږ ددې پښتونخوا خلک پښتو وايي ، ا ردواو انګرېزي په کښې زياته وايي ۔ نو هغه څۀ ډېره بده خبره نۀ ده .په کا ر ده چې سړے پردي لفظونه ونۀ وايي او کوشش وکړي چې پښتو سوچه وايي ،پاکه پښتو ووايي خو چې تۀ له يو چا سره سل کاله ګاونډي يې او ستا سحر ماښام له هغو سره تګ راتګ وي نو ستا به خامخا په ژبه باندې هغه اثر کيږي ۔ نو کوشش به دا کوو چې تنقيدونه يا اعتراض چې زما پښتو صحيح ده ستا پښتو غلط ده ۔ دې له مونږ راغلي يو چې دې ته يوه ل ره راوباسو او په ښۀ پرامنه ماحول کښې ،په سړه سينه يو بل
واو رو .هر سړے تجويز و رکوي ،و رکوي دې .دلته اختلفات شته ، دلته مسلکونه شته ۔ دلته ګروپونه شته ۔ دلته پيران شته ۔ خو مونږ له دې ټولو شيانو نه آزاد يو ۔ کوشش به دا کوو چې پر امنه ،په ښه طريقه ،په سړه سينه په آ رام دا پروګرام وکړو. زۀ ستاسو نو ر وخت نۀ اخلم ۔ دا لږ تفصيل مې په دې د رکړو چې زمونږ د جرګې مقصد او ددې نن غونډې تفصيل چې په کوم وا ر به کوم کوم کا ر وي ۔ تاسو ته يو ځل بيا ښۀ راغلے وايم.ډېره مهرباني.
همېش خليل: په پښتو کښې په اکثره موضوعاتو کا ر شوې دے ۔
مونږ
ته پکا ر ده چې کوم موضوعات دي او په هغوے باندې کا ر نۀ دے شوے او هغې ته زيات اهميت و رکړو او اوليت و رکړو ۔ مثل په لغت باندې تر ډېره حده کا ر شوے دے او که نو ر هم پرې وشي بده خبره به نۀ وي .خو څنګه وشي ،په کومه طريقه وشي د دې ل ره په کا ر ده ۔ د فيللوجي دا يو اصول هم دے چې هر نهه ميله پس الفاظ بدليږي او هغه ځاے کښې نوي نوي الفاظ راځي ۔ نو زما خيال دے هغې دپا ره سوچ پکا ر دے .ددې علقو دا ټکي چې کوم دي دغه مونږ نه و رک نۀ شي او دا هم راغونډ کړو ۔ دا زمونږ په ډکشنرو کښې نۀ شته .ما کتلي دي هغه چې هغه هم په هغۀ کښې شامل کړي او دغه ټکي يوه ښه مستنده ډکشنري جوړه شي .دا ښه خبره ده او بايد چې په دې باندې مونږ سوچ وکړو ۔ داسې حالت پيدا کړو دغه رنګې داسې کسان مونږه پيدا کړو چې هغه د لغت په مکمل کېدو کښې ،د لغت په تکميل کښې مونږ سره لس وکړي. بله خبره هغوے د ليکدود متعلق کړې وه ۔ د ليکدود متعلق دا خبره ده چې شوي دي په دې باندې هم سيمينا رونه شوي دي خو په باړه ګلۍ کښې چې کوم سيمينا ر شوے وو هغه د اطمېنان وړ وو ۔ د نوي رسم الخط يا د نوي ليکدود دپا ره کوم ټکي دي په
هغې هم ځان پوهول په کا ر دي د ليکدود متعلق بيا داسې ځينې خلک دي چې زما خيال دے چې داسې دوه د رې کسان دي چې نومونه يې نۀ اخلم او هغوے د خپل فهم مطابق په دې کښې رد و بدل کړے دے ۔ زمونږ يو مشر وو سياسي سړے هم دے او ښۀ لوے شخصيت دے ۔ عبدالصمد خان اچکزے هغه يو کتاب ليکلے دے د خپل د ژوند حالت يې ليکلي دي ۔هغه داسې ليکدود دے او داسې يې ګانې او داسې ټې ګانې او داسې الفاظ چې يقين وکړئ که ما هم هغه لوستے شو .زما خيال دے دا ليکدود چې کوم دے ۔ زۀ خپله د باړه ګلۍ ليکدود او هغه کومې فيصلې دي زۀ هغه ټولې منم ۔ هغه ټولې صحيح دي او هغه کښې دا هم وو چې فرض کړه د افغانستان کښې چې به کوم ليکدود وو او ددې فيصلو نه مخکې دلته به کوم ليکدود وو په هغې کښې به ډېر فرق وو ۔ حقيقت دا دے چې ما خپله د افغانستان هغه ليکدود کښې به چې څۀ ليکل شوي وو زۀ پرې نۀ پوهېدم ليکن اوس د هغې د برکته د باړه ګلۍ د برکته دا کا ر شوے دے چې کم از کم دلته تعليم يافته طبقه چې کومه ده هغه خو ښه ده هغه ليک يې خپل کړے دے ۔ ليکن لندې طبقه چې کومه ده هغې ته ونۀ رسېدو ۔ بعضې خلک دا اعتراضات کوي وايي دا پښتو نه يې راته څۀ جوړ کړل ۔ دې باندې ډېر سوچ پکا ر دے ۔ ډېره حساسه مسئله ده ۔ بله خبره د پښتو د پسماندګۍ وجوهات او دد ودې سرکا ري او غېر سرکا ري يعنې ددې دپا ره هڅې څۀ پکا ر دي.
چې فرنګيان څۀ وخت راغلل دلته او هغوے دا وغوښتل چې يا ره دلته دا انګرېزي وي ۔ مونږ دا خو ره کړو .دا خلک يې زده کړي ،نو هغوے دا وويل چې راځئ انګرېزي زده کړئ او چې انګرېزي زده کړئ نو راځئ ،زۀ به تاسو ته ملزمت د رکوم ۔ يعني کم از کم لسم پاس کړه او راشه بابو شه ۔ د کومې ژبې د ترقۍ دپا ره چې په هغې کښې روټۍ کښې نۀ ږدې هغه ژبه ترقي نۀ شي کولے ۔ نو انګرېزۍ کښې ړومبۍ هغوے دا فيصله وکړه چې راځئ لسم پاس کړئ او راځئ ملزمت مانه اخلئ. نو دا دے چې ددې دپا ره اول خو دا خبره ده چې دا په سکولونو کښې راېج شي ۔ دې کښې پښتو ژبه کم از کم يعني لزمي شي تر يو حده تر کمه حده هغه ستاسو فيصله ده ۔ تاسو دا فيصله وکړئ ليکن ضرو رت دے ۔ چې په سکولونو کښې راېجه شي. سکولونو کښې چې راېجه شي او بيا زمونږ هغه جنرېشن راوځي او هغه ټول په پښتو باندې پوهېږي ۔ نو بيا په کا ر دا ده چې هغې ته ملزمتونه و رکړي لکه څنګه انګرېزۍ دپا ره کيږي او قانون يې جوړ شو ۔ هغوے ته نوکري و رکړي ۔ چې کالجونو ته و رسېږي ،يونيو رسټيو ته و رسېږي ،هلته هم خلکو ته د خپل تعليمي قابليت مطابق خپل ملزمتونه و رکړي .ښه نو چې دا څۀ وخت وشي بيا دا سرکا ري ژبه شي يعني دا هم ضرو ري ده چې په سکولونو کښې د تعليمي ضرو رت نه پس بيا دا ضرو ري ده چې دوے ته ملزمتونه و رکړي اوس يعني سرکا ري ژبه شي چې
سرکا ري ژبه شي دغه ددې دويم سټيپ)قدم( دے ۔ چې دا به په دې وجه ترقي وکړي اود پسماندګۍ وجه يې هم دا ده. دوے دا هم وايي يا ره د پسماندګۍ څۀ وجه ده؟ د پسماندګۍ وجه يې دا ده چې مونږ ته عام طو ر ويلے کيږي چې يا ره دا پردۍ ژبې چې کومې دي کنه دا پردۍ ژبې زده کړئ ۔ دا انګرېزي زده کړئ ،پښټو کښې څۀ دي ۔ انګرېزي کښې ملزمتونه شته ۔ نو رې خبرې داسې دي چې هغه د فاېدې خبرې دي ،که تجا رت دے که هر څۀ ۔ ما يو ځاے کښې لوستي وو چې دا د چين دا لوے شخصيت موزې تنګ په فرانس کښې سبق ويلے وو ۔ په فرانسيسۍ باندې يې ښۀ عبو ر وو خو کوم فرانسيسي رائيټر يا نامه نګا ر چې به له هغه سره انټرويو کوله نو هغه به په فرانسيسۍ کښې نۀ هغه به په چينۍ و رسره کوله هغه به ويل چې چيني زما خپله ژبه ده ۔ ړومبے حق ددې دے. يو خبره دا ده چې مونږه خپله پښتو له خپله لسه غو رزولې ده او ددغه غو رزولو په وجه باندې پښتو ژبې ترقي نۀ ده کړې. زمونږه ځينې داسې بادشاهانو هم و رته توجه نۀ ده کړې ۔ فا رسي يې دفتري ژبه کړې وه ۔ احمد شاه بابا دې خداے وبخښي ،ښۀ شاعر وو د پښتو ليکن فرمانونه او هر څۀ به يې په فا رسۍ کښې ليکل .د غسې که د هغه ځاے نه دا خبره راشروع شو ے وے زما خيال دے پښتو به نن دومره خوا ره نۀ وه لکه دا چې تاسو يې محسوسوئ.
زۀ آفرين وايم هغه خلکو ته سلم کوم دا عوامي اديبان ۔ چې دي يقين وکړئ چې دا عوامي اديبانو د پخوا راهيسې ليکل شروع کړي او تراوسه يې ليکي .د پښتو د ژوندۍ پاتې کېدلو هم دغه خلک دي يعنې دوے تراوسه پو رې ژوندۍ پاتې کړې نو خبره دا ده چې دا دې سرکا ري ژبه شي ۔ دا دې تعليمي ژبه شي ۔ دې کښې دې ملزمتونه و رکړي ۔ ته ګو ره چې دا پښتو ترقي کوي که يې نۀ کوي. بله خبره دا وه د پسماندګۍ وجه دا ده چې هغې ته زمونږ حکومتونو توجه نۀ ده کړې .حقيقت دا دے نۀ يې ده کړې .بله خبره دا ده په پښتو ژبې باندې اثرات ۔ دا اثر چې کوم دے دا د يوې ژبې په بله ژبه باندې خامخا کيږي او بيا هغه ژبې چې فرض کړه اوس انګرېزي ده ۔ تاسو يقين وکړئ چې په پښتو يې دومره اثر شوے ته ده سړک نه تېرېږې نو وايې روډ کراس کړه داسې نۀ وايې چې "د سړک نه پو رې وځه" د فا رسۍ ډېر اثرات باندې شته ځکه چې پخوا که پښتانۀ بادشاهان وو که هر څوک به وو ۔ هغوے به راتلۀ او فا رسي به يې ويله .پښتو به نۀ وه ۔ نو چې پښتو نۀ وه نو اوس څۀ ووايم چې دا د چا قصو ر شو؟ يا خو دا ده چې زمونږ په مشرانو کښې يعني هغوے ته دا شايد پته نۀ وه چې د ژبې اهميت څۀ دے؟ زۀ وايم چې تۀ خو په ژبه باندې پښتون يې ۔۔ ماسټر کريم دې خداے وبخښي هغه يو کتاب ليکلے وو"جولۍ ګلونه" په هغۀ
کښې يې يوه مقاله ليکلې ده ۔ هغه دا وايي چې د اباسين ددې اټک په دواړو غاړو باندې پښتانۀ اوسيږي ۔ خپله ژبه يې پرېيښې ده ۔ څوک و رته پښتانۀ نۀ وايي نو خبره دا ده چې ژبه زمونږ پېژندګلي ده. په کا ر دا ده چې مونږ ددې نو رو ژبو چې هغوے نن سبا په ډېره ترقۍ کښې دي ،دا وګو رو چې دا ولې دوے ترقي وکړه؟ ولې دوے دې ځاے ته راو رسېدې ۔ نو خبره دا ده چې ښه ده اوس بېدا ري راپېدا شوې ده ،ځوانانو او حکومت کښې هم بيدا ري راغلې ده ۔ احساس راغلے دے .دا دے کا ر پرې باندې کيږي ۔ په سکولونو کښې د لزمي کولو دپا ره کا ر روان دے ۔ کوششونه جوړېږي ۔ خو خداے دې وکړي چې دا وشي .صحيح ده زمونږه دا موجوده حکومت هم ځينې ډېر ښۀ ښۀ کا رونه وکړل او که دا وشي نو زما خيال دے دا د ټولو نه زيات اهم کا ر دے د ژبې دپا ره. که دا يې په سکولونو کښې راېجه کړه ۔ دا يې تعليمي ژبه کړه او کېدے شي بيا بل دو ر کښې هغه سرکا ري ژبه شي ۔ چې سرکا ري ژبه دې کړه او دا دې تعليمي ژبه کړه نو يو خو به زما خيال دے سرکا ري سکولونو نه پرائيويټ سکولونه بل ډېر شوي دي هغلته کښې يعني که په سرکا ري سکولونو کښې دې نو پکا ر دا ده چې دا خيال وساتلے شي چې په پرائيويټ سکولونو کښې دې هم دا پښتو وي ځکه هلته هم پښتانۀ لګيا دي ۔ ماشومان سبق وائي ، يو خو به دا وي چې هغې سره به ستا استادان ولګي ۔ هغوے ته
به روزګا ر په لس و رشي او بل به دا کا ر وشي چې هغه هلکان ، د اوچتو کو رنيو خلک په اوچتو اوچتو سکولونو کښې سبق وايي نو هغه به هم محروم پاتې نۀ شي د پښتو د زده کړې نه .خو باقي زۀ يو څو نو ر تجويزونه لرم ۔ تاسو اوس وګو رئ ژبې څنګه و رکيږي ۔ ژبې داسې و رکيږي چې هغه د قوم د غفلت په وجه په هغې کښې نوي نوي ټکي راځي ۔ نو يو يو ټکے ختمېږي. صحيح ده چې موده زياته اخلي ليکن هغه ژبه و رکه شي .داسې ډېرې ژبې دي تاسو به لوستي وي ،کتلي به مو وي ۔ معلومه به وي د رته چې دا ژبې لړې ختمې شوې نو ما دا ويل چې زۀ يو ټکے وايم "پختو رګے" يقين وکړئ زمونږ ډېر پښتانۀ نۀ پوهېږي ۔ پختو رګے يې خراب دے هغه وايي ګردې ۔ ښه بياداسې خبره هم وشي چې فلنے ما سره ميلو شو ۔ ددې پښتو به څۀ وي؟ ددې پښتو دا وي :فلني ما سره وليدۀ .زۀ د فلني سره ميلو شوم ۔ ميلو په کښې راننوتے دے ۔ هلکه فلني سره مې وکتل ۔ ماته د فلني نه دومره کتابونه ميلو شول .ماته د فلني نه دومره کتابونه په لس راغلۀ .دې خبرو ته سوچ نۀ کوي او نوي نوي ټکي راځي په کښې .خپل د پښتو ټکي و رکيږي .ددې اخري نتيجه دا ده چې ژبه و رکه شي او چې ژبه و رکه شي قوم و رک شي ،ختم شي نو دې خبرو ته خيال په کا ر دے. بل د پښتو بنياد چې کوم دے ۔ هغه اولسي ادب دے ۔ نو زمونږ اولسي ادب باندې کا ر بالکل نۀ دے شوے .زمونږ اولسي موسيقي
لړه بالکل ختميږي ۔ په فلمونو ،د ا ردو د فلمونو اثرات راځي ۔ نو اولسي ادب ته توجه په کا ر ده .زمونږ بګتۍ دي ،زمونږه چا ربيتې دي ۔ هغې باندې کا ر په کا ر دے .د هغوے قوم ته ښودل پکا ر دي ۔ دا بنياد دے .کوي دې نو ر دې کوي ،مونږ دا نۀ وايو و رسره و رسره خو خبره دا ده چې زمونږ بنيادي ادب چې کوم دے دې باندې کا ر نۀ دے شوے .مثل ي ً يو صنف دے لوبې ۔ چې مونږ واړه وو ۔ چرته کښې ښادي به وه نو هغه کښې به دا کمال وو .زۀ تاسو ته يو نظاه غوندې ښيم :هغې کښې به داسې چل وو چې دوه جينکۍ به وې يوې به د هلک جامې واچولې ،پټکے به يې په سر کړو ، واسکټ به يې واچولوو يو به د جينۍ واچولې ۔ بيا هغوے به خپلو کښې چې کومه مکالمه ويله ۔ يو بل ته به يې جواب و رکولو ۔ يو بل سره به ګډېدلې ۔ هغه لوبې اوس بالکل ختمې شوي ۔ يعني ) Practicallyعملي(هم نۀ کيږي او ليکل يې هم نۀ کيږي. بيا داسې ځينې ټکي دي چې فرض کړه هغه فروټ چې زمونږه وخت کښې وو نو هغه نۀ شته ۔ ليکن دا په و روستيو کښې چې بيا دا کينو مينو ،کيل ميل راغله ۔ ټهيک دے دا خپل کړئ ۔ دې له ټکي مه جوړوئ ۔ چې خامخا تاسو ټول جوړوئ. زمونږ يو ملګرے وو هغه به هر څۀ له ټکے جوړوو ۔ نو ما و رته ويل چې بچي بل راوړي دي ،نومونه پرې تۀ ږدې ۔ خو تۀ نر شه يو زوے راوړه نوم پرې کښېږده کنه .نو ځينې خلک دا ډېر شوق کوي چې دا بلب دے روڼک يا انجن دے بړاسين او داسې نومونه و رله
ږدي ۔ زما مطلب دا دے چې دا کوم نوي ټکي راغلي دي هغه وخت کښې نۀ وو او چا ايجاد کړي دي دا خپل کړئ ۔ په دې باندې ژبه وسعت مومي. دغه رنګ اوس انګو ر دے انګو ر ته کو ر هم ويل کيږي ۔ يا فرض کړه مندته څۀ ته وايي؟ خو رماڼۍ ته وايي ۔ مونږ خو رماڼۍ وايو خو مندته نۀ وايو۔ دا ټکي داسې و رو و رو و رکيږي .دا کوشش په کا ر دے چې دا خپل مړۀ ټکي راژوندي کړو ۔ زۀ با ر با ر دا خبره کوم همېشه دا وايم ۔ چې ډېر داسې ټکي دي چې هغه د پښتو نۀ دي ۔ فرض کړه حلوا ده ۔ دا د پښتو ټکے نۀ دے ۔ بنو کښې شته دے "و رېشه" پښټو ټکے دے دا خپل کړئ .کامل صاحب دې خداے وبخښي هغه به په مجلس کښې يوه خبره وکړه او داسې به ئې نۀ ويل چې دا زده کړه ۔ خو چې کوم پوه خلک وو هغه به Pick upکړه .اوس دا ګو ره زۀ وايم Pick up۔ ما دپا ره هم د شرم خبره ده .اوس څۀ وکړو په دې ګاډي کښې ناست يو ۔ يوه و رځ يې خبره کوله چې يو دوه وزير راسره ناست وو نو خپلو کښې يې خبرې کولې .يو بل ته يې ويل چې بېګا په د رينګا پوه شوې ۔ وايي ما هغوے نه تپوس وکړو هسې خو زۀ پوه شوم چې د رينګا څۀ ته وايي؟ زلزلې ته وايي کنه .اوس مونږه زلزله وايو .داسې ډېر ټکي دي چې که تاسو پرې باندې سوچ وکړئ چې دا راوباسئ او دا په استعمال کښې راولئ چې دا دې خلکو
ته پته ولګي نو داسې دا ژبۀ به ددې مرګ نه بچ شي. د رې کوم ټکي چې کومرګ نه بچ شي ۔ زمونږ پښتو موسيقي چې کمه ده هغه راژوندۍ کول پکا ر دي .بل دا اولسي ادب باندې کا ر په کا ر دے ۔ بل زمونږ دا رومانس دے ۔ آدم خان د رخانۍ شو يا شهۍ دلے شو ،دا زمونږ رومانس تېر شوي دي .په هره ژبه کښې دا تېر شوي ۔ هغوے دا چاپ کوي .هغوے دا لولي ۔ نودغه رنګ رومانس چې کوم دے اګرچې په دې افغانستان کښې يو کتاب ليکلے شوے وو "ملي هيندا ره" خو د هغۀ هغه اصلي شکل په ځاے نۀ دے پاتې ۔ بل چې کوم دے هغه مکمل نۀ دے ۔ نو دا رومانس چې کوم دے دغه هم راژوندي کول په کا ر دي. په دې باندې هم کا ر کول په کا ر دي ۔ دا داسې خبرې دي چي د پښتنو دغه لغت نويسۍ ،د پښتو ژبې د ترقۍ ،د ليکدود خبرې باندې د هغه پسماندګۍ لرې کېداے شي .دا رومانس چاته و رکړئ ،په دې باندې دې څوک کا ر وکړي ،څوک دې په دې موسيقۍ کا ر وکړي ۔ څوک دې په دې اولسي ادب باندې کا ر وکړي. دا ټولې داسې خبرې دي چې دا بنيادي څيزونه دي ۔ باقي لويه خبره چې د ټولو نه ده هغه دا ده چې دا ژبه دې تعلمي کړي بيا دې په مزه مزه دا سرکا ري کړي او دې کښې دې ملزمتونه و رکړي ۔ نو خلک به هم په روزګا ر باندې راشي او پښتو ژبه به هم ترقي وکړي. بس دغه يو څو څبرې وې چې ما تاسو ته وکړې.
راج ولي شاه خټک: د صدا رت مجلس په نشتونو ناستو ټولو قد رمنو! محترم همېش خليل صاحب ډېر په وضاحت سره د پښتو ژبې د ودې په ل رو چا رو د هغې د پرمختګ دپا ره ښۀ تجويزونه و رکړل او ملګرو هم ۔ تر ټولو وړاندې خو پرون هم ما ويلي وو چې د ښاغلي اياز مندوخېل چې DCOدے د نوښا ر د ضلعې او د ډېر محترم ميا افتخا ر حسين چې زمونږ د کلچجر وزير دے د هغوے ددې جذبې ،د هغوے د دې پښتونولۍ او پښتو ډېره ستاينه په کا ر ده چې يو ډېر اهم وخت کښې د پښتو ژبې په حواله د شعو ر د بېدا رولو دا پروګرام کړے دے .پرون هم ما وويل چې دا يو تحريک دے ۔ دا به مخ په وړاندې ځي او دا ستاينه ضرو ري ده زمونږ او ستاسو ټولو دپا ره. پس له هغې به زۀ دا خبره وکړم د همېش خليل صاحب په حمايت کښې چې هغوے وويل چې ترڅو پو رې يوه ژبه د معاش سره تړلې شوې نۀ وي هغه د خلکو د معاش ضرو رت شوې نۀ وي تر هغې پو رې هغه ژبه پرمخ نۀ شي تللے .هغوے د نوکرو خبره وکړه ۔ د انګرېز د دو ر چې خلکو انګرېزي ددې دپا ره زده کوله چې هغوے ته به ملزمت ترلسه شي )ميلو به زۀ نۀ وايم ګنې قلند ر صاحب وايي ميلو د پښتو ټکے دے د مليا نه وتے دے ۔ نو نو ر
خو نۀ ،خير دے که مونږ ميلو وايو( ددې دپا ره ادا رې جوړې شي ۔ ددې خو رولو دپا ره ،دا د خلکو د ضرو رت کولو دپا ره ضرو ري خبره ده و رو و رو په ا رتقايي توګه باندې دفترونو ته راشي ۔ زمونږ ټول نظام تاسو ګو رئ چې هغه دفترونه په انګرېزۍ کښې دي ۔ يا بيا د انګرېزۍ د ډ رافټونو نه علوه بيا نو ره ا ردو ده ۔ نو تر دفتر پو رې که دا ژبه مونږ رسوو ۔ او دا ژبه تر يونيو رسټيو پو رې مونږه رسوو ۔ مونږ د ميډيکل ځينې مسئلې وړاندې کړې او هغه ډېره اهمه مسئله ده بلکې زۀ خو به ميا صاحب ته دا خبره وکړم چې زمونږ ډاکټران يا په هسپتالونو کښې اکثر ډېر غلط تشخصيونه کيږي ۔ Digonosiesټول غلط دي .د تيراه نه يو مريض راشي لکه څنګه چې همېش صاحب وويل چې زما په پښتو رګي کښې د رد دے او هغه ډ اکټر پښتو رګے پېژني نۀ ۔ دغسې اندامونه د وجود مختلف چې دي نو زمونږ دا موجوده ډاکټرانو ته د هغوے پښتو نومونه نۀ و رځي او چې د پښتو نومونه نۀ و رځي نو هغه د تيراه يا د وزيرستان د لرو علقو نه راغلي مريض ته د انګرېزي او ا ردو نومونه نۀ و رځي ۔ نو دا ګېپ دے ۔ د ټولو نه وړاندې خو زۀ دا وايم چې ډاکټرانو ته دا کو رس و رکول په کا ر دے. بيا ما دا خبره وکړه چې په سکولونو کښې ټهيک)سمه( ده پښتو بۀ مونږ زده کړو دا ضرو ري ده او دا وړومبے قدم دے خو دا د پښتو د پرمختګ خبره په دې کښې لږه ګرانه په دې ده چې پښتو ترڅو پو رې سرکا ر ته ،دفتر ته ،عدالت ته نۀ وي رسېدلې
نو دا خنډونه به وي ۔ ځکه چې د انګرېزي په شانې ژبې د هغې ل ره نيولې وي ،د انګرېزۍ په شانې ژبې نه به دا قدم څنګه اړوي؟يا د ا ردو د ژبې نه چې ترقي يافته شوې ده ۔ نو زما دا مقصد دے دا اوږده خبره ده ۔ زۀ يې نو ر نۀ کوم خو د ميا صاحب او تاسو ټولو فکر ته دا خبره وړاندې کوم چې مونږ سره ادا رې که نه شته ،ادا رې جوړول په کا ر دي چې دفتري اصلحات ،ملګري ډېر ناست دي هغوے کولے شي په دې باندې کا ر وکړي يا شايد حکومت دا خبره و ر حواله کړي چې اول خو دفتري اصلحات په کا ر دي چې هغه په پښتو کښې د هغې لغتونه جوړ شي ۔ د دفتري اصطلحاتو ډکشنرۍ په کا ر دي ۔ چې کم از کم په دې صوبه کښې چې کوم حکومت دے زمونږ ددې صوبې چې کوم دفتر دے نو هغه دفتري اصطلحات چې يا په انګرېزۍ کښې دي يا په ا ردو کښې دي د هغې پښتو اصطلحات جوړ کړي چې پښتانۀ پرې پوهيږي ۔ دا يوه ضرو ري خبره ده ۔ زۀ ميا صاحب ته دا ووايم چې هغه که دتعليم يا معا رف وزا رت ته ووايي چې کم از کم په سکولونو کښې تاسو پښتو لزمي کړئ ۔ نو د هغه سکول د دفتر رابطه دې د محکمه تعليم سره دا خط و کتابت دې تر خپله مينځه کا ر دې په پښتو کښې شي نو يو قدم خبره به و شي چې د تعليم محکمه او د سکول ترمينځه چې کوم دفتري کا ر دے دا بۀ په پښتو کښې شي ۔ دا بۀ يو وړومبے قدم وي تر هائيکو رټ پو رې بۀ تر منشيانو پو رې بۀ.
دويمه خبره دا ده د دنيا نوي علمونه دي هر سړے غواړي چې دا نوے علم زده کړي او په هغې باندې ځان پوه کړي .که اقتصاديات دي ،اکنامکس دے که هغه نفسيات دي ) سائيکالوجي( ده ۔ که هغه فزکس دے که هغه کميسټري ده يعني څومره چې د دنيا نوي علمونه دي نو د نويو علمونو زده کړه په انګرېزۍ کښې خلک کوي ۔ خو هغسې نۀ شي کولے۔ لکه څنګه چې په ا ردو کښې يې خلک کوي هغسې يې پښتانۀ نۀ شي کولے ۔ نو دا يو کا ر به پروت وي که نن نۀ وي که سبا نۀ وي که لس کاله نۀ وي ....نو وخت به راشي يو شوے کا ر به وي ۔ ځکه چې ډېر په تېزۍ سره د پښتو لغتونه له مينځه ځي ۔ همېش صاحب يوه خبره وکړه چې د اولسي ادب پالنه ډېره ضرو ري ده ۔خو د اولسي ادب ملګرو ته شاعرانو اديبانو ته دا حق مه و رکوه چې هغوے په CDوايي چې "زلفې دې لهراو جينۍ او ميرے پاس او جينۍ" د دغه څۀ بندوبست په کا ر دے. نو خبرې ډېر ې دي د اصطلحاتو د ډکشنرۍ د تيا رولو کا ر د ادا رو ذمه دا ري ده او زما خيال دے چې د ادا رو سرپرستي زمونږ دا خپل حکومت ډېر په ښه طريقه کوي نوې نوې ادا رې په وجود کښې راځي او جوړېږي.
ډاکټر فضل رحيم مروت چيرمېن ،ټېکسټ بک بو رډ ،خيبر پښتونخوا
د پښتو ښوونې سرکا ري او اولسي هڅې
نن او پرون محترم ميا صاحب ،په سټېج ناستو مشرانو چې هغه کښې زمونږه د بره پښتونخوا يعنې د افغانستان نه راغلي مېلمانۀ هم شامل دي او زما استادان هم دي و رکښې او مشران هم دي .د کانفرنس جوړونکو ،بهر نه راغلو مېلمنو خوېندو او و روڼو! زۀ له ټولو نه اول هغه و روڼو ته سلم پېش کوم ،چې کومو د آزادۍ دپا ره زمونږ ددې سيمې د آزادۍ دپا ره د ځان ،مال او قلم قرباني و رکړې ده او بيا زۀ د مشرقي پاکستان چې کوم اوس بنګله دېش دے ،هغه شهيدانو ته سلم کوم چې کوم په ١٩٥٢کال کښې چې دا کومه نن و رځ لمانځو ،ددې دپا ره خپله وينه تويه کړې ده او په خپله وينه يې نړېواله و رځ ليکلې ده .زۀ هغې ته هم سلم کوم. زما وو روڼو ،خوېندو خوشحال بابا وايي چې: د رسـت پښتون له کندها ره تر اټکه سره يو د ننګ په کا ر پټ او آشکا ر د لوے افغانستان څلو ر ادبي او علمي مرکزونه وو ،بلکې دي: کابل او کندها ر ،پېښو ر او کوئټه .دا زۀ د لوے افغانستان خبره
کوم ،خو اوس موجوده کابل او کندها ر په افغانستان کښې دي، چې بېل هېواد دے او پېښو ر او کوټه اوس په پاکستان کښې شامل دي .ددې نه مخکې چې موجوده حکومت د مو رنۍ ژبې په حقله کومې هڅې کړي دي ،کوششونه يې کړي دي ،د هغې يو لنډ تا ريخ يا جاج واخلمه او تاسو ته پېش کړمه ،زۀ به دې نه مخکې ضرو ري ګڼمه چې دا وکړمه چې يو تا ريخي جاج هم واخلو چې دا قيصه څنګه راو رسېده تراوسه پو رې چې دا اوس موجوده حکومت کومې هڅې وکړې ،کوشش يې وکړو ددې په با ره کښې. دې کښې به زۀ اول هغه کسان راواخلم چې انفرادي کوششونه/شخصي کوششونه چا چا کړي دي .هغه کښې مير احمد شاه رضواني صاحب وو ،هغه ډېر کوشش کړے دے .زۀ پۀ ډيټيل )تفصيل( کښې نۀ وايم ،هسې نومونه يې اخلمه .تاسو ټول عالمان او اديبان ناست يئ ،تاسو ته پته ده که څوک هلکان وي يا محصلن دي ،يا طالب علمان دي ،هغه به په دې با ره کښې بيا تحقيق وکړي .يو مولوي احمد وو ،يو مفتي احمد جان دے، حاجي ميرزا علي خان فقير آف ايپي هغه په قبائيلي سيمه کښې دا څيزونو باندې ډېر زو ر اچولے دے .بل زمونږه د تهکال نصرا خان نصر صاحب به په سائيکل ګرځېدلو ،کتابونه يې ليکلي او سکولونه يې جوړ کړي دي .يو ډاکټر او رنګ شاه د مانکي وو .دا په امريکه کښې وو ،ده امريکه کښې په ١٩٨٢کال کښې پښتون رسالې ته ډېرې چندې رالېږلې او دې نه علوه دۀ يو تنظيم جوړ
کړے وو "خير خواهان افغان" دا دۀ يو تنظيم جوړ کړے وو ،چې لر او بر افغانانو سره کومک وکړي. ددې نه علوه په افغانستان کښې چې کومو خلکو انفرادي کوشش کړے دے ،هسې خو ډېرو خلکو کوشش کړے دے خو زۀ به يو دوه د رې نومونه واخلمه :يو عبدالمجيد زابلے صاحب دے ،بل وزير محمد ګل خان صاحب دے ،ماته دلته استاد هم ناست دے ،حبيب ا رفيع صاحب .هغه ماسره پي ايچ ډي کښې ډېر کومک کړے دے .حبيب ا رفيع يو سړے نۀ دے ،شخصيت نۀ دے ،دا يو مکتب دے. بل زلمے هيوادمل صاحب دے ،بل هغه مستشرقين او رنټليسټان دي ،چې هغو د پښتو د ودې دپا ره کوم کا ر کړے دے ،هغه کښې برنا رډ ډا رن دے .سټيوا رټ الفنسټن دے .اليګزنډ ر برنز دے. راو رټي دے ،بيلو دے ،ګېريسن دے ،دغه شانته اولف کېرو ،په روسيانو کښې اسلنوف دے ،د رپانکوف دے ،ګيرس دے ،عثمانوف دے او بل چې کوم جا رج ما رګنسټرائن دے. ددې نه علوه په هند کښې د رامپو ر نوابان چې کوم وو د هغو په با ره کښې راو رټي ليکلي دي ،چې هغوے تر اتلس سوه شپېته پو رې په پښتو ژبه خبرې کولې .بيا د راو رټي دوے دي ،دوے کا ر کړے دے .بل حافظ رحمت خان تاسو ته پته ده .يوه بله نوې خبره به تاسو ته وکړه په کو رمه ايجنسۍ کښې د ١٩٢٢نه واخله ١٩٢٧پو رې تر پرائمري سبق په پښتو کښې وو .زمونږه کو رمه ايجنسۍ کښې د ) ١٩٢٢انيس سو بائيس نه واخله که څوک نۀ پرې
پوهېږي ،انيس سو ستائيس ( پو رې پرائمري سبق په پښتو کښې وو ،خو هلته پوليټيکل اېجنټ چې کوم انګرېز وو ،هغه ډېر شوق لرلو هغه داشے په پښتو کښې کړے وو او بل انګرېزي کښې يې يو اخبا ر هم ايسته کو رم ټايمز به يې و رته وايۀ .دا منګل صاحب ناست دے ،کېدے شي دۀ ته معلومات وي. اوس به راشو مونږه سياسي تحريکونو ته او پښتو ته. سياسي تحريکونو زما په نزد باندې پښتو ته وده و رکړې ده او پښتو هغې ته ملتړ و رکړے دے .تاسو د پښتنو تا ريخ راواخلئ ،اول به مونږ راواخلو د پير روښان تحريک .د پير روښان تحريک او د هغۀ په ضد لکه اخون د روېزه بابا او پير بابا شو .له هغه نه پس خوشحال بابا او د هغۀ خاندان شو .باچا خان شو او د هغۀ ملګري شول .د ويښ زلميانو نهضت په افغانستان کښې د پښتو دپا ره ډېر کا ر وکړ .بل کاکا صنوبر حسين او مولنا عبدالرحيم پوپلزي تحريک وو .هغه ډېر کا ر کړے دے .بل عبدالصمد خان شهيد ډېر کا ر کړے دے .بل د پښتونستان تحريک او د هغۀ په ضد باندې چې کومې هڅې شوي دي ،بيا د افغانستان انقلب دا اوس چې کوم تېر شو .انقلب ،مزاحمت و رته وايې که جهاد و رته وايې ،که جنګ و رته وايې .دې کښې چې پښتو کومه وده وکړه ،تاسو اديبان ټول ناست يئ ،زمونږ سيمې ته نقصان رسېدلے دے خو پښتو ژبې وده کړې ده ،ولې چې کتابونه ،و رځپاڼې ،ټي وي ګان، ريډيوګانې راغلې .ډېر زيات کا ر شوے دے.
دې نه علوه هغه ادا رې او کتاب خرڅوونکي چې د پښتو د ت سرحد پرمختګ دپا ره کا ر کړے دے ،هغه کښې يوه ادا ره اشاع ِ وو ،يونيو رسټي بک ايجنسي اوس هم شته دے .دانش خپرندويه ټولنه ،ساپي د پښتو څېړنو مرکز وو ،افغان کتاب خانه وه ،تا ريخ کتاب خانه ده .ګود ر کتاب خانه وه ،صحاف بک ډپو ،وفا دلته رائټر آف فري افغانستان وو ،امين صاحب خداے بخښلي وال دې کښې ډېر کا ر شوے دے .يو سپېدې مجله وه د پسرلي صاحب دوے وال هغې ډېر کا ر کړے دے .بل پښتو ادبي بو رډ پېښو ر شو ،بل پښتو کتاب ګهر دا په يوۀ وخت کښې ډېر مشهو ر تېر شوي دي. دې نه علوه د افغانستان ټول پوهنتونونه او تعليمي ادا رې خاص کر ننګرها ر پوهنتون ،کندها ر پوهنتون ،کابل پوهنتون او د علومو اکېډمۍ .پېښو ر پوهنتون کوټې وال وو .پښټو اکېډمي پېښو ر ،پښتو اکېډمي کوټه او پښتو ډيپا رټمنټ .دې نه علوه د ادبي ټولنواو انجمنونو خبره هم ضرو ري ده .په خيبر پښتونخوا کښې زما خيال دے تقريبا د رې سوه انجمنونه او ادبي ټولنې او مرکې شته او جنوبي پښتونخوا کښې هم يو د رې د رځنه شته .په افغانستان کښې تقريبا سلو شاوخوا ټولنې دي .اوس به مونږ راشو چې حکومتي سطح باندې د پښتو د ودې دپا ره کوم کوششونه شوي وو. زما و روڼو او خوېندو ،اول اول امير شېر علي خان وو ،دلته رفيع صاحب ناست دے ،زه به وضاحت نۀ کوم .د امير شېر علي
خان و رو ر اعظم خان هم کوشش وکړو ،ولې چې هغې سره ملګرے سيد جمال الدين افغاني صاحب وو او هغه هم په خپله په پښتو باندې ډېر زو ر اچولو ،خو د دوے حکومت ډېرې مودې پو رې رانغو .تقريبا يو کال حکومت يې وو .هغه نه پس بيا امير شېر علي راغلو او امير شېر علي خان سره ددۀ نا روغه وه او بيا ددې نه سيد جمال الدين افغاني صاحب وطن پرېښود ،خو په هغه وخت باندې دا شيونه چې کوم دي دا جنګي ټکي جوړ کړل شول .کابل مجله هم شروع شوه او ځينې جنګي ټکي پښتو ته راواوړېدل، لکه جنرال شو ،ډګروال شو او داسې نو ر.... ن افغان په دې نه پس امير حبيب ا خان په وخت باندې جوانا ِ نوم سره يو نهضت شروع کيږي ،امير حبيب ا خان ،بيا امير امان ا خان وو چې په کښې ددې سيمې خلک هم وو او د هغې ت آئين پر و ري دپا ره کا ر ت مشروطي ِ سيمې خلک هم وو .بيا نهض ِ کيږي ،چې ائين دې راشي ،اساسي قانون دې راشي .بيا د امان ا خان آئين راغلو په ١٩٢٢کښې .هغه هم دا اوس د رفيع صاحب سره خبره کوله ،چې هلته و ر لندې ليکلي شوي وو چې دا مونږه له پښتو نه ژباړه کړې ده .ما سره پوسټرې شته د هغه وخت نوټونه هم شته په هغه پښتو ليکلې ده .مطلب فا رسي هم وه، خو پښتو په دغه وخت کښې ډېر زو ر واخيستو .بل يې پښتو مرکه هم جوړه کړه .په پښتو مرکه کښې ستاسو په برکت سره زمونږ د علقو خلک هم وو او په دې وخت کښې محمود طرزي
صاحب هم په دې باندې ډېر زو ر اچولو ،چې پښتو يا افغاني دې د افغانستان سرکا ري ژبه وګرځيږي .پښتو ټولنه جوړه شوه، اکېډيمي جوړه شوه .اکېډمۍ بيا د علومو په اکېډمۍ بدليږي شاته ١٩٣٦ .کال کښې سردا ر هاشم خان په هغه وخت کښې وزير اعظم وو ،د ظاهر شاه په بادشاهۍ کښې .هغه وويل چې د رې کالو کښې دې ټوله بېروکرېسي که هغه سيول وي که ملټري وي ،هغه دې بايد پښتو زده کړي او ولې چې د رې کاله پس به مونږه خپل کلتو ر ته متوجه شو ،د خپل کتو ر نه به خبر شو ،د خپل تا ريخ نه به خبر شو ،خو د هغې په ضد باندې دلته د کلکتې يو اخبا ر وو "حب المتين" نوم يې وو د فا رسۍ اخبا ر وو ،هغۀ ډېره زياته پروپېګنډه شروع کړه او بل د هاشم خان پر ضد باندې انګرېزانو شامي پير راپاڅولو .بيا هغه و روسته په کټواز کښې بغاوت شروع شو ،په مومندو کښې ،په شينوا رو کښې .بيا هغه نه ن اساسي ١٩٦٤کښې په هغه کښې پس د ظاهر خان وال قانو ِ پښتو قامي او سرکا ري ژبه وګرځېدله .زمونږ د سوات والي صاحب ميا عبدالودود هغه په ١٩٣٧کال کښې پښتو سرکا ري ژبه وګرځوله.
دې نه مخکې چې کوم ريکا رډ مونږ وکتلو ،ما سره د Ph.d سټوډنټه وه چا چې په سوات باندې کا ر کولو ،هغې هغه ريکا رډ وکتلو .دې نه مخکې ريکا رډ ل په فا رسي کښې دے ،ل په ا ردو کښې دے .په ١٩٣٧کال پښتو سرکا ري او قامي ژبه د سوات د
رياست وګرځوله .يو بل خط صاحبزاده عبدالقيوم خان په ١٩٣٥ کال کښې ليکلے دے ،په هغه کښې يې تجويز پېش کړے وو ،چې پښتو دې سرکا ري ژبه شي ،خو کړې يې نۀ وه ،خو ويلي يې وو. بيا ددې نه پس زمونږه د باچا خان مشر و رو ر ډاکټر خان صاحب حکومت چې راغلو د هغه يو وزير وو ميا جعفر شاه صاحب کاکاخېل ،هغۀ په ١٩٣٧کال کښې پښتو په پرائمري کښې د نصاب ژبه وګرځوله ،خو هلته هم يوه مسئله وه چې ډېر وکسانو خاص کر هندوانو او ځينې نو رو ژبو ويونکو و رباندې اعتراض وکړو. هغو ته بيا دا اجازت و رکړو ،چې که تاسو بيا خپله ژبه وايئ نو خير دے. دې نه پس په ١٩٨٤کال حکومت يو آ رډ ر )حکم( وکړو چې په پښتو ويونکې علقې ددې صوبې پرته د کېنټ علقو لکه بنو کېنټ ،کوهاټ کېنټ ،نوښا ر کېنټ شو په دې کښې به پښتو ژبه پرائمري لېول کښې لزمي شي ،خو په هغه وخت کښې په ٢٢ضلعو کښې صرف په ٩ضلعو کښې پښتو شروع شوه او تراوسه پو رې هغه پښتو ل شته .هغه ضلعې صوابۍ ،سوات، بونېر ،اپر دير ،لوئر دير ،مردان ،چا رسده ،شانګله او ملکنډ وې. دې کښې پښتو وه او اوس هم شته دے. زمونږه موجوده حکومت چې راغلو ،زۀ به د ټېکسټ بک بو رډ خبره وکړم ،چې مونږ څۀ چل وکړو خو د دوے په مشو رې سره مو کړي وو ٢٠٠٨ .کښې مونږه راغلو دلته ،مونږۀ د الف بې چا رټ
چې تاسو کښې ډېرو ملګرو سره وي ،دغه چا رټ د باړه ګلۍ د سيمينا ر په نتيجه کښې لس ته راغلې پښتو کښې مو چاپ کړو او بيا مې په اګست مياشت کښې د سکولونو استادانو ته ټريننګ و رکړو .په دې باندې ټريننګ و رکړے دے ،مندوخېل صاحب ذک ِر خير هم کړے وو خو مقصد دا دے چې تۀ و رته وسېع ټريننګ ويلے شې نۀ وو خو په خپل وخت شوے دے څو و رځې. دې نه پس په ستمبر کښې مونږه لړو د سند دو ره مو وکړه .د سند دو ره مو ځکه وکړله ،چې تاسو ته به پته وي چې په پاکستان کښې په سند کښې شيونه په سندي ژبه کښې دي ،خو هلته دا سرکا ري ژبه هم ده خو هلته پرابلومونه )مسائل( مونږ وکتل داسې نۀ ده چې دلته د لرې نه چې مونږ ته څنګه ښکا ري ،چې دا خو ډېر مخکې دي او مونږه پښتانۀ ډېر شاته پاتې يو .داسې نۀ ده، هلته ډېر پرابلمونه )مسائل( وو ،په هغه باندې خبرې کېدلے شي، قيصه اوږده ده .بيا داسې کا ر وشو چې په دغه سټېج باندې ماته ياديږي ،چې د ايم ايم اې ) (MMAحکومت وو او د راني صاحب وزير اعلے وو ،دلته نه يې اعلن وکړو چې پښتو به تر اتم جماعت پو رې لزمي کوو .ډاکټر اعظم اعظم يې و رته مشر کړو ،کمېټۍ جوړه شوه خو کمېټۍ هغه شانې په کاغذونو کښې پاتې شوه. بيا چې ماشاء ا زمونږه حکومت راغلو دغه کښې بيا داسې کا ر وشو چې په ستمبر کښې د پښتو ژبې دپا ره کمېټۍ جوړه شوه او زمونږه پروفېسر داو ر خان داود صاحب يې مشر شو او زۀ
و رسره شومه .دلته ډېر کسان ملګري ناست دي ،چې د هغې کمېټۍ غړي وو .مونږه و رو و رو هغه ميټنګونه کول ،اتوا ر په و رځ مونږ ميټنګ کړے دے او اخر کښې مونږه کېبنټ ته يووړو .په کېبنټ کښې وزير اعلے صاحب ددې فيصله وکړه او د ميا صاحب )ميا افتخا ر( په مشرۍ کښې يې کمېټۍ جوړه کړه .ميا صاحب دوے او مونږه بيا مشو رې وکړلې .دۀ به ډېر ټايم )وخت( راکولو، هر طرف ته مو جاج واخيستو .دا کمېټۍ جوړه شوې د پښتو لپا ره ده ،خو چې مونږه هغه ټولو حالتو ته وکتل بيا مونږۀ مو رنيو ژبو ته لړو .بيا مونږه دا فيصله وکړه ،چې پښتو ،هندکو ،سرايکي، کوهستاني او چترالي کوها ر دغه ژبې مونږه مو رنۍ ژبې ومنلې او دا مونږ به مرکه باندې وکړله .دې باندې خپله هم بحث وشې .ددې په عملي کولو باندې هم پو ره بحث شوے دے. بل دې نه پس ٢٠٠٩کښې مونږ نه وفاقي حکومت خواست وکړو ،چې تاسو که چرته زمونږ دپا ره د پښتو نصاب جوړ کړئ ،دا به ډېره ښه وي .مونږه نصاب جوړ کړو ،صرف دوے وويل چې دا به ددې صوبې دپا ره نۀ وي ،دا نصاب مونږ ته وفاقي حکومت اجازت راکړو ،مونږ جوړ کړو کوټې ته مو واستولو .هلته د ډېرو لسونو نه تېر شو ،بيا هلته و رباندې ډېر پراسيس )عمل( وچلېدو او اخر ته دا منظو ر شو .دا زۀ د اتلسم ترميم نه مخکې خبره کوم ۔ د دې کوشش هم دې حکومت ته کريډټ )انعام( ځي.
دې نه پس په ٢٠١١کال په مۍ مياشت کښې د نصاب د
نصابي کتابونو او مېنټيننس آف سټېنډ رډ ) Maintanance of (Standardدغه نوټيفيکېشن )اعلميه( حکومت وکړو .زمونږۀ اسمبلۍ منظو ر کړو او تاسو ته د مبا رکۍ وړ دا دے چې په څلو ر واړو صوبو کښې دا واحده صوبه ده ،چې د چا نصاب خپل دے ،کتاب يې خپل دے او Maintanance of Standardيې خپل دے .بله خوشخبري دا ده ،چې ددغه کال جنو ري ) (٢٠١٢د پښتو او نو رو ژبو نوټيفيکېشن تاسو ټول ملګرو ته مونږ ووېشلے .ميا صاحب ته دا زما خواست دے ،چې دا نوټيفيکېشن دې په وسيع پېمانه باندې خو ر )خپو ر( شي .بله خوشخبري دا ده ،چې تاسو ويل چې يوه ادا ره دې جوړه شي ،د هغې هم نوټيفېکېشن شوے دے .د نوټيفېکشن نوم دے: )The Khyber Pakhtunkhwa Promotion of regional (languages authority دا ايکټ پاس شو .دا ادا ره به له خيره اوس جوړه شي .دا کومه خبره چې راج ولي شاه صاحب وکړه چې دفتري ټکي جوړول شو ل بو رډونه ،ل نوي ټکي ل ترجمه ،ل څۀ.... اوس تاسو ته زما خواست د دے چې که څوک استادان يئ ،لږ په دې نو رو استادانو باندې زو ر راوړئ .خلک پښتو ته په ښۀ نظر نۀ ګو ري ،عموما ډېر کسان داسې دي ،چې ماته وايي مروت صاحب خلک په مخ ځي او تاسو په شا روان يئ .مطلب يې دا دے،
چې خلک انګرېزي ته زو ر کوي ،تاسو په شا روان يئ .مونږه انګرېزي نۀ ده لرې کړه ا ردو مو نۀ ده لرې کړه ،فا رسي مو نۀ ده لرې کړې ،هېڅ مو نۀ دي لرې کړي ،مونږ پښتو مضمون له دې کاله په پښتو ويونکو ټولو علقو کښې له کې جي نه واخله کچي )اول( نه واخله تر شپږم جماعت پو رې د لزمي مضمون په توګه باندې ويل کيږي .کتابونه هم و رته لړل سکولونو ته .يو پينځه شپږ ضلعو ته لړ دي ،نو رو ته روان دي او داسې يوه خوشخبري دا د رکوم چې دا پرائيويټ سکولونو باندې هم لګو )نافذ( دے .مونږ په دغه ډېر بحث کړے دے .پښتو مونږ کمه کړې نۀ ده ،چې څومره د انګرېزي ،ا ردو ژبې نمبرې دي ،په نهم کښې ،لسم کښې، يوولسم کښې ،دوولسم جماعته پو رې تر دوولسم جماعته پو رې به دا يو مضمون لزمي وي .که څوک سائينس وايي ،که څوک آ رټس وايي ،که څوک پرائيويټ سکول کښې دے که څۀ کښې دے. دلته يو ملګري د ) (Aلېول او ) (Oلېول خبره وکړه ،هغه چونکې زمونږه کنټرول کښې نۀ دي ،ميا صاحب او مونږ به و رته وګو رو چې هغه مونږه څنګه کنټرول کولے شو ،خو پرائيويټ سکولونه مونږ په کښې راوستي دي .دې کښې به تاسو مونږ سره کومک کوئ که د سياسي پلېټ فا رم نه يې راسره کوئ که د بلې ل رې نه ۔ بلکې دا دې نو ر ملګري هم ناست دي .مونږه خپلو ملګرو ته هم ويلي دي ،کوټې والو ته ما خطونه ليکلي دي ،هلته مې بو رډ وال ته ويلي د ،ټولو ته مې خواست کړے دے ،چې تاسو لږ
مونږ سره کومک )مرسته( وکړئ .کتابونه به خير دے زۀ د رکړمه، تاسو په بلوچستان يا جنوبي پښتونخوا کښې پښتو شروع کړئ. ستاسو ډېره ډېره مننه ،زه ستاسو نو ر وخت نۀ اخلم ،خو يو شے د رته ښيمه ،چې کومه د اتلسم ترميم نه مخکې چونکې زمونږه واک نۀ وو خو بيا هم مونږه کوشش کړے دے ،هغه کوشش تاسو ته يو يو ښيم .مونږه د امن دپا ره هم کا ر کړے دے ،په کتابونو کښې به مخکې دلته د وزير اعلے يا ګو رنر يو بيان راتلو ،خو ما و رته وليکل چې ) We want Peaceهم امن چاهتے هين( مونږۀ امن غواړو دا مونږه پښتو کښې ،انګرېزي کښې او ا ردو کښې ليکلي دي. دې نه علوه دا وګو رئ د خوشحال بابا تصوير و رسره وګو رئ شاته په صفحې باندې دا باب خيبر دے .دا شانې مخکې کتاب کښې د باچا خان ذکر چېرته نۀ وو ،د خوشحال بابا ذکر به په کښې کم وو ،حاجي صيب ترنګزے په کښې شته دے ،پير روښان خو بالکل څوک پېژني نۀ ،دې کښې ذکر شته اوس دا معاشرتي علوم کتاب دے .که ستاسو کومک )مرسته( راسره شامله وي ،که حکومت وي که نۀ وي ،مونږه د خپله طرف نه کوشش کړے دے ،بلکې زۀ دعوې سره ويلے شم چې مونږه چې د رې کاله کوم کا ر کړے دے ،هغه بېله خبره ده چې پروپېګنډه به مو دومره نۀ وي هغه زمونږه پبلسټي دومره نشته دے ،خو چې دا څومره کا ر مونږه کړے دے ،انشاء ا دومره به چا نۀ وي کړے ۔
حبيب ا رفيع: زۀ مخکې له دې چې د پښتو د پرمختګ يا و روسته پاتې کېدو په وجوهاتو وغږېږم ۔ يو څو لنډې خبرې د پښتو په قدامت کوم ۔ د پښت کلمه يوه لرغونې کلمه ده ۔ تقريبا څلو ر نيم ز ره کاله وړاندې د ويدي او اويستايي سردونو په متن کښې راغلې ده او ددې کلمې نه څلو ر مهم ټکي راوتلي دي ۔ يوه پښتو ده چې پښتو يوه آ ريايي ژبه ده او د پښتو لغتونه ډېر لرغوني دي ۔ څو کاله وړاندې د امريکا په يوه کتابتون/کتاب پلو رنځي کښې ما يو کتاب پيدا کړ چې يوۀ ايراني په جرمني کښې د کوم منبع نه په فا رسي ژبه ليکلے وو .ددې کتاب نوم وو ژړګون ،ژ رګون او ماته دا نوم پښتو ښکا ره شو .کله مې چې واخيست او ومې لوست په دې کښې ژړګون او ژ رګون دوه خداے ګوټي وو ۔ دا وړه استو ره ده ،زړه استو ره .دوه خداے ګوټي دي چې ددې استو رې نيم لغتونه په پښتو کښې دي .دا خداے ګوټي وايي چې دوے د آدم او حوا نه مخکې دلته وو په هم دې منطقه کښې او کله چې ادم او حوا پيدا شو ۔ په دې کتاب کښې د ادم او هوا نومونه خوږه او خوږا راغلي دي .په عين موجوده سيسټم باندې خوږه او خوږا چې مونږ ئې د خوږ يا خوګ په معنا استعمالوو ۔ نو يوه ژبه چې
دومره لرغونې وي چې په اسطو رو کښې يې لغتونه وي ۔ د رسته ده چې اسطو رې واقعيت نۀ وي ۔ ليکن د ژبې د قدامت شاهدي و رکوي نو په دې اساس پښتو ډېره زړۀ ده ۔ نو ر لغتونه يې هم د سيمې يا د آ ريانا د منطقې په ټولو کتابونو کښې راغلي دي نو دا پښتو ډېره لرغونې او ډېره زړه ده. ددې نه بله کلمه چې راوتلې ده هغه پښتون دے .پښتون هم يوازې د پښت قبيله نۀ ده بلکې له دې قبيلې سره په څنګ کښې چې نو رې قبيلې اوسېدلې دي د هغو ژبه هم پښتو شوې ده .په پښتو ژبه غږېدلي دي ۔ مثل ي ً د پښت د کلمې په څنګ کښې هم هغه څلو ر نيم ز ره کاله وړاندې د اپا ريتي کلمه چې د افريدي په معنا شته .د بړيڅا کلمه چې د بړيڅ په معنا ده هغه شته .د اسپه زي کلمه چې د يوسف زي په معنا ده هغه شته .د و رديکا کلمه چې د و ردګ په معنا ده هغه شته ۔ نو په دې اساس د پښتو ژبه د ټولو قومونو ګډه ژبه ده او دا يو جغرافيايي ساحه کښې چې سره پراته وو د دوے ژبه پښتو وه. پښتون هم لرغونے دے د هغو نومونه هم ډېر زاړه دي ۔ په زړو آثا رو کښې راغلے دے ۔ زمونږ د يو لوے مؤ رخ ا رواښاد کهزاد د و روستي ژوند يوه ډېره مهمه څېړنه ده ۔ په هغو کښې وايي دغه غرغښت او بېټني او سړبن دا د اسلمي دو رې کسان نۀ دي بلکې دا د رې نيم ز ره کاله وړاندې د ز رتشت د دو رې کسان دي .غرغښت د ګرشاسپ په نامه په زړو آثا رو کښې راغلے.
بېټنے او سړه بن هم ددې وخت دي .دوے په هغې وخت کښې پاچايي د رلوده او ز رتشت هم د سپين تومان په نامه وو چې هغه هم پښتو کلمه ده. په دې ترتيب د پښتنو تشکل هم ډېر لرغونے دے .ددې په څنګ کښې ډېر مهم شے چې کوم دے هغه پښتونولي ده .پښتونولي نۀ يوازې دا چې د پښتو او پښتون د ساتلو ذ ريعه ده د دوے د ژوند قانون دے او دا په ونديدات چې د اويستا او ز رتشتي وخت يو کتاب دے ۔ ددې بنيادونه په ونديدات کښې کښېښودل شوي دي ځکه په هغوے کښې د خلکو ژوند کولو لپا ره ل رې چا رې او آئين جوړ شوے دے او پښتونولي د هم هغه ځاے نه را روانه ده او پښتني ټولنه يې ژوندۍ ساتلې ده .په دې ټولنه کښې داسې وخت راغلے چې حکومت نۀ شته داسې وخت راغلے چې پردو يرغل کړے ليکن همدا پښتونولي ده چې دا قوم يې ساتلے او د دوے د ژوند اجتماعي روابط يې تنظيم کړي. څلو رم ټکے چې وتلے دے د پښت نه هغه پښتونخوا ده ۔ چې دا يوناني مؤ رخينو د پکتيکا يا پکتيا په نامه ليکلې ده او هغه وخت چې پښتانۀ د بلخ نه راغلل د هندوکش نه راواوښتل او د هندوکش په جنوب کښې مېشت شول ۔ په دې وخت کښې دغې سيمې ته پښتونخوا ويل شوې او تقريبا اووه سوه کاله وړاندې د هرات يو مؤ رخ سيفي هروي دا منطقه معرفي کړې ده چې پښتونخوا د هرات نه رانيولې بيا تر بنو ،تر اټک پو رې دغې
منطقې ته "پښتونخوا" ويل کېدۀ .بيا راو روسته په نو رو آثا رو کښې مثل ي ً د اخون د روېزه په "مخزن" کښې کله چې دے فا رسي متن ليکي هلته دے افغانستان ليکي او کله چې بيا د پښتو متن ليکي هلته پښتونخوا ليکي ۔يعنې پښتونخوا او افغانستان دوه متبادل لغتونه دي ۔ نو په دې اساس د پښت د کلمې نه دغه څلو ر مهم توکي راوتلي چې مونږ ته يې ساتل او پالل په کا ر دي. پښتو به وايو ،پښتون به دلته خپل واک لري ،پښتونولي به دوے د خپل قانون په حيث لري او په پښتونخوا کښې به ژوند کوي او له نېکه مرغه چې اوس اوس په دې سيمه کښې د پښتونخوا نوم رسمي شوے دے او دغه څلو ر رکنه پو ره شوي دي. د پښتو د و روستې والي او پاتې والي په برخه کښې هم ډېر عوامل شته .ما مخکې وويل چې دلته پښتانۀ پاچايان تېر شوي دي ليکن مشکل دا وو چې دوے په نو رو ژبو کا ر کړے او خصوصا په اسلمي دو ره کښې فا رسي دلته حاکمه ژبه وه او زمونږ ټول پاچاهان چې راغلي دي په هغوے يې کا ر کړے دے .غو ريانو پښتو ته توجه کړې وه ۔ د غزنويانو په وخت کښې لکه چې مغموم صاحب اشا ره و رته وکړه د پښتو د تو رو لپا ره کا ر شوے .وايي چې حسن ميمندي جوړ کړي وو ليکن د هغو نمونې نۀ شته .په څنګ کښې يې مهم کتاب د ابو علي ابن سينا دے چې ز ر کاله مخکې تېر شوے دے .ددې کتاب نوم "مخا رج الحروف" دے .په دې کښې په غږونو باندې خبرې کوي د ژبو چې په دې کښې کله چې د پښتو
تو رو ته راځي ۔ "ځ" ئې هم راوړې" ،څ" ئې هم راوړې ۔ يا ځيم و څيم دغه يې هم راوړي ۔ يعني په هغه وخت کښې دۀ ثبت کړي او ددې غږ يې ښودلے چې څنګه ادا کيږي .د هغو نه راو روسته د هوتکيانو په دو ره کښې خصوصا د ميرويس نيکه د زوے شاه حسين هوتک په دو ره کښې فا رسي رسمي ژبه وه د د ربا ر ژبه وه او د ادب ژبه وه .ادبي د ربا ر په کښې جوړ شوے وو ۔ هره هفته به غونډې په کښې کېدلې او د هغو ريکا رډ به اخيستل کېدۀ ۔ نو دا يو ډېر مهم کا ر وو .منتها په افغانستان کښې دايم تېري شوي ،تجاوزونه شوي او پردي راغلي زمونږ هغه ټول کا رونه چې شوي هغه و ران شوي دي ۔ نو په دې اساس کله چې ناد ر افشا ر راغے نو دا حکومت ړنګ شو او له دې سره د پښتو پاچايي هم ړنګه شوه .احمد شاه بابا چې راغے د هغه د د ربا ر ژبه فا رسي وه ۔ پښتو يې رسمي ژبه نۀ وه ليکن د پښتو لپا ره يې د ږوب نه يې پير محمد کاکړ راغوښتے وو او هغه د پښتو لوے شاعر وو ۔ ليکن هغوے د شاعرۍ ترڅنګ د پښتو لومړے د رسي کتاب د "معرفت الفغاني" په نوم وليکۀ ۔ چې دې کتاب کښې دۀ د د ربا ر هغه ټولې خبرې چې ضرو رت وې ،فرمان واخله فرمان و رکړه. دغه خبرې يې ټولې ليکلې او دا يې د احمد شاه بابا زوے سليمان شاه ته ليکے وو او هغه د شاه ولي خان زوم وو چې هغه د اعليحضرت احمد شاه بابا صد راعظم وو او دا يې ددې لپا ره ليکلے وو چې کله دے پاچا کيږي او د دۀ د پاچايۍ سره به پښتو رسمي
ژبه وي او ټول د ربا ر به پښتو کيږي ليکن کو رنيو شخړو چې تيمو ر شاه راغے او سليمان شاه يې د تخت نه لرې کړ ،فقط څو محدودې و رځې پاچا وو ،هغه يې د تخت نه لرې کړو .دغه پروګرام هم ختم شو. بيا و روسته بنيادي کا ر چې شوے هغه د امير شېر علي خان په وخت کښې وو .امير شېر علي خان ته سيد جمال الدين افغاني يو د اصلحاتو پروګرام جوړ کړے وو ۔ په دې کښې د اخبا ر چاپول وو په (١٨٧٨) ١٩٧٨ع کښې زمونږ هغه ټول څۀ چې وو له منځه ولړل او بيا په ١٩٠٣ع کال کښې په افغانستان کښې لومړنے اصلي مکتب جوړ شو ۔ د حبيبيې لېسه ،او په دې کښې پښتو ژبه د د رس ژبه وه ۔ يعني په پښتو ژبه يو مضمون وو او ددې لومړنے استاد مولوي صالح محمد خان وو چې هغه ډېره ساده پښتو و رته ليکلې .د رې کتابونه يې چاپ شوي ،زما سره شته ۔ ډېره ساده ،په ډېره ساده ژبۀ يې ليکلي حتے زاړۀ متنونه يې په ډېره خوږه ژبه ترجمه کړي .مثل ي ً د مولنا جلل الدين بلخي مثنوي يې ماشومانو ته ټوټه ټوټه ،قيصه قيصه ترجمه کړې ليکن په ډېره روانه ژبه .مثل ي ً مولنا وايي: بشنو از نے چون حکايت مي کند و از جـــدايي ها شکايت مي کند دۀ دا ډېره ساده او ډېره لنډه ژباړلې: دا لــــــه نله حکايت دے
له بېلتونه شکايت دے نو په دې ترتيب د رسي ژبه شوه او را روانه وه. د اعليحضرت امان ا خان په وخت کښې پښتو مرکه جوړه شوه او غوښتل يې چې پښتو په علمي ډول د ټولو قومونو په نمائندګۍ جوړه شي .په دې کښې يې د بېلبېلو قومونو نمائندګان راوستي وو .ډاکټر صاحب مروت اشا ره و رته وکړه ۔ ددې ځاے نه هم خلک په کښې وو ۔ نو په دې اساس دې خلکو د پښتو لغتونه راټولولو او کوم لغتونه به چې په پښتو کښې نۀ وو هغه به يې جوړول .دوے دوه کتابه چاپ کړي ،يوازينۍ پښتو او پښتو پښويه. ددې نه را روسته بيا د ناد ر خان په دو ره کښې په ١٩٣٧کښې پښتو رسمي ژبه شوه او امر شوے وو چې ټول ښوونځي يا سکولونه دې په پښتو شي او په څو کلونو کښې دې پښتو د تعليم ژبه هم شي د دفتر ژبه دې هم شي ليکن دوے قد رونه نۀ و رته د رلودل ،استادان يې نۀ و رته د رلودل ۔ کتابونه په ډېره سخته ژبۀ پښتو شول او و رته ويل شوي وو چې کوم لغت نۀ وي هغه به جوړوئ .دغه منصوبه ناکامه شوه ۔ کتابونه چاپ شول ،معلم نۀ وو ،ښوونکے نۀ وو .بالخره داسې يوه مرحله راغله چې دا کتابونه بېرته ټول شول ،وسوځول شول او د هغو نه و روسته يوه معقوله ل ر چې راووته هغه دا وه چې پښتو په پښتني سيمو کښې د د رس ژبه وه او په نو رو غېر پښتني سيمو کښې يو
مضمون وو .همداسې فا رسي په پښتني سيمو کښې د يوه مضمون په توګه وه او فا رسي سيمو کښې د د رس ژبه وه. په دې ترتيب هغه سيستم ل تراوسه په افغانستان کښې روان دے او زمونږ په نوي آئين کښې يوه ماده دا ده چې هر ماشوم په خپله مو رنۍ ژبه زده کړه وکړي او ددې دپا ره د پوهنې وزا رت کا ر کوي ۔ کتابونه و رته چاپوي او نصاب يې و رته جوړ کړے دے ۔ نو دا د هغې خوا په برخه کښې معلومات وو .په دې برخه کښې ډاکټر صاحب مروت بشپړ معلومات و رکړل ۔ ډاکټر خان صاحب پښتو د رسي ژبه کړې وه ،د هغوے نه راو روسته ډېرې هڅې وشوې او د پښتو لپا ره چې ټولنې جوړې شوي دي ،خصوصا انجمن اصل ح افاغنه ۔ هغه سياسي ډله نۀ وه ،هغه د همدغې دپا ره وه چې پښتو ژبه عامه شي ۔ پښتانۀ سم شي ،د علم دپا ره آماده شي او دا ټولنه د علم په زو ر پرمخ ولړه شي. ستاسو له توجه نه مننه۔
مختا ر يوسفزے: صوبايي صد ر پښتونخوا ملي عوامي پا رټۍ ۔ خيبر پښتونخوا د ژبو د نړيوالې و رځې په مناسبت د پوهه فاونډېشن او د ثقافت د څانګې له خوا دلته په نشتر هال کښې د دې غونډې ډېرو د رنو منتظمينو ۔ په سټېج ناستو مشرانو ۔ په تال ر کښې ناستو خويندو و روڼو! مونږ خو بنيادي طو ر او رېدو له راغلي وو چې دلته ډېر لوے لوے عالمان راغلي دي ۔ د دوے خبرې واو رو ۔ چونکې زۀ سياسي کا رکن يم او سياسي خلک به هر څۀ داسې ګډوډ کړي اوسياسي کوي يې ۔ خو بهر حال زۀ تاسو را بللے يم ۔ عزيزانو! انسانانو چې تر اوسه پو رې څونه برياليتوب تر لسه کړے دے يا يو څۀ څيزونه يې حاصل کړي دي ۔ په هغو
کښې تر ټولو مهم شے ژبه ده .د ژبې نه بغير د ټولنې جوړښت ناممکن دے .چې انسانان د خپل ژوند ساتلو ته د دوام و رکولو په خاطر کوم محنت کوي ،خوا ري کوي او د محنت او خوا رۍ په دو ران کښې چې د دوے د يو بل سره کوم تعلق جوړېږي ،کومه رابطه جوړېږي نو دا هم د ژبې په ذ ريعه جوړېږي .و روڼو! ژبه که يو طرف يو سماجي ضرو رت دے خو بلې غاړې ته ژبه بيا انسانان د ژبو په بنياد په مختلفو ټولنو باندې تقسيمېږي او د قومونو په وجود کښې راويستلو کښې ژبه يو ډېر مهم رول ادا کوي ۔ ژبه بيا د قوم پېژندنه ده ۔ ژبه او قوم د يو بل سره تړلي شوي څيزونه دي ۔ د يو بل نه نۀ شي جدا کېدے ۔ کله چې يو قوم حاکميت ولري يو قوم اقتدا ر ولري يو قوم خپل سياسي واک او اختيا ر ولري د هغه قوم ژبه حاکمه ژبه ګرځي او هم مقتد ره ژبه ګرځي .که مونږ خپلې پښتو ژبې ته وګو رو هم هغه وختونو کښې چې کله هم پښتانۀ په اقتدا ر کښې راغلي دي نو هر وخت دا کوشش شوے دے چې پښتو ژبه مخ په وړاندې بوځي د هغې دپا ره خدمت وکړي او کله چې بيا پښتانۀ د بل تر اسا رت لندې راغلي دي په هغه وخت کښې قوم محکوم شوے دے ۔ ژبه بيا محکومه شوې ده ۔ بيا چې کوم
تحريکونه را پو رته شوي دي نو هم په دغه وخت کښې پښتو ژبې ترقي کړې ده .که مونږ د خپلې ژبې تا ريخ ته وګو رو دلته و رته اشا رې وشوې ،پښتو ژبې که دلته ترقي کړې ده نو دا يې د روښانيانو د نهضت ،چې د مغلي استعما ر سره په جګړه وو، په دې دو ران کښې په پښتو ژبه کښې ډېر لوے -لوے شاعران ،ډېر لوے لوے اديبان را پيدا شول ۔ لکه پخپله پير روښان ،بيا د هغه سره نو رلکه ميرزاخان انصا ري ،ا رزاني خوېشکے ،واصل خان ،علي محمد مخلص او نو ر ۔ يعني دا رنګه پوهان او اديبان د روښاني تحريک په نتيجه کښې را پيدا شول ۔ بيا چې خوشحال بابا کله د افغانانو په ننګ باندې تو ره و تړله ،ميدان ته را ووتو نو د خوشحال بابا د دغه نهضت په نتيجه کښې بيا په د رځنونو شاعران ،لوے لوے شاعران چې پخپله د دۀ زامن په کښې شامل وو ۔ عبدالقاد رخان پکې شامل وو ،اشرف خان پکې شامل وو ،سکند رخان پکې شامل وو۔ بيا دا رحمان بابا او دا خلک هم را پيدا شول ۔ په دې زمانه کښې چې پښتو ژبه يې يو قسم تر ډېره وړاندې بوتله ۔ بدقسمتۍ نه بيا چې په دا و روستي وخت کښې چې کله دلته افغانستان مات شو انګرېزانو ترې دا برخه ونيوه نو دلته بيا پښتو ژبه ډېره شاته
لړه ۔ خو دلې چې بيا زمونږ د قومي آزادۍ تحريکونه را پيدا شول ،د باچاخان تحريک )خدايي خدمتګا ر( ،د ترنګزو حاجي صاحب ،د خان شهيد عبدالصمدخان اڅکزي ۔ په دا دو ران کښې بيا د پښتنو چې کوم ملي آزادي غوښتونکے غو رځنګ وو په دې کښې بيا ډېر لوے لوے شاعران او اديبان را پيدا شول ۔ پخپله د باچاخان )پښتون( اخبا ر ،د خان شهيد )استقلل( اخبا ر او په دې کښې بيا ډېر لوے لوے شاعران چې پخپله په هغې کښې غني خان دے ،اجمل صاحب دے ،فدا بابا او نو ر ډېر دي ۔ مطلب دا چې ډېر لوے لوے شاعران او اديبان لکه ماسټر عبدالکريم ،عبدالخالق خليق صاحب ،مهدي شاه باچا او دا رنګه په د رځنونو په سوونو شاعران په دې تحريک کښې را پيدا شوي چې پښتو ژبې ته يې ډېر لوے خدمت وکړو ۔ البته په دې ملک کښې چې کوم دا محکومه پښتونخوا و رته مونږ وايو ،په دې کښې هم هغه وخت پښتو ژبه په ياد کښې راغلې ده چې دلته زمونږ خپل قومي تحريک لږ ډېر واک پيدا کړے دے ۔ لکه دلته اشا ره وشوه د ډاکټر خان صاحب په حکومت کښې دا کوشش وشو چې پښتو دلته د لوست او د تعليم ژبه شي او څنګه چې د هغه حکومت ختم شو داسې بيا پښتو د منځه لړه .بيا په دې را
و روستو و رځو کښې د فضل حق په وخت کښې يو کوشش وشو ،د پښتو دپا ره هغه هم بيا د مرۍ نه ونيولے شو ۔ اوس ميا صاحب دوے يا زمونږ دا موجوده حکومت يو څۀ هلې ځلې کوي او په دې کښې څۀ په دې معنا قابل قد ر دي ۔ په دې کښې پرمختګ شوے دے ۔ البته دا پرمختګ اوس هم نيمګړے دے او دا به هله مونږ پښتو ژبه خوندي کولے شو چې پښتو ژبه قومي ژبه وګرځولے شي او د دې وطن د هر اوسېدونکي تعليمي ژبه وګرځوله شي .يو خو زۀ دا تجويز کوم لکه څنګه رفيع صاحب دلته خبره وکړه ۔ چې د افغانستان په پا رسي ويونکو سيمو کښې پښتو يو مضمون ويلے کيږي او نو ر علوم چې کوم دي هغه په پا رسي ويلے کيږي او په پښتو ويونکو سيمو کښې پا رسي د يو مضمون په طو ر وي او دا رنګه نو ر علوم چې کوم دي هغه په پښتو ژبه وي ۔ زۀ خپل صوبايي حکومت ته دا تجويز کوم چې دا که مونږ داسې پرېکړه وکړو چې که په هندکو ويونکو علقو کښې مونږ پښتو بالکل و رکه کړو دا مونږ يو ډېر لوے تاوان وکړو ۔ يو ډېر لوے تقسيم به دلته را منځ ته شي نو په کا ر ده هغه اصول چې په افغانستان کښې دے هغه دلته هم منطبق شي ۔ يعنې پښتو ژبه په کا ر ده چې زمونږ د
وطن هر يو سړے ووايي او پښتو يو لزمي مضمون شي ۔ نو ر چې کوم علوم دي هغه دي پخپله ژبه کښې و رته ويلے کيږي ۔ يعنې پښتو يو لزمي مضمون د قومي ژبې په حيثيت باندې د پښتونخوا هر يو اوسېدونکے په کا ر ده چې زده کړي او دغسې علوم چې کوم دي لکه څنګه چې افغانستان کښې مېډيکل او انجينيرنګ او نو ر سوشل ساينسز په پښتو ژبه دي ۔ په کا ر ده چې د رجه په د رجه مونږ دغه طرف ته سفر وکړو او پښتو د دې ځاے قامي او سرکا ري ژبه وګرځي او دې سلسله کښې بيرته يعنې زمونږ دا خطرات او د خطرې تو ره هر وخت زمونږ په سر را ځړېږي ۔ دا خطره شته چې که دا حکومت له منځه ځي او بيا د يو بل چا حکومت راځي کېدے شي چې دا کومې خوا رۍ او مروت صاحب چې کوم کتابونه چاپ کړي دي دا کتابونه خلک بيا وسېځي او له مينځه يې يوسي ۔ نو دې دپا ره د قوم ډېر زو رو ر يووالے په کا ر دے ۔ په دې سلسله کښې چې کله دلته د هر چا حکومت وي نو په کا ر ده چې دا کوم حاصلت شوي دي دا حاصلت مونږ ضايع کېدو ته و ر نۀ کړو او د نو رو حاصلتو دپا ره په شريکه هلې ځلې وکړو .ستاسو ډېره مهرباني ډېره مننه.
رحمت شاه سايل: زۀ چې دغه څومره خبرې وشوې دا تقريبا خپلې خبرې ګڼمه ۔ ډېرې خبرې کول نۀ غواړم. ډېره لرې خبره نۀ ده ،سنې ماته نۀ يادېږي ۔ اکثر رانه خپل سن هم هېر وي ۔ خو شل_دوه ويشت يا د رويشت کاله مخکې ما د شاعرۍ دووم کتاب چاپ کړو او چاپ مې داسې کړو چې د خپلو ملګرو نه مې دوه دوه سوه د رې د رې سوه روپۍ وغوښتې ، قرض مې ترې وغوښتې او کتاب مې چاپ کړو .د پېښو ر د کتابونو په لوے دوکان چې راغلم ۔ پنځوس کتابونه مې رااخيستي وو د پريس يو ملګرے راسره وو اسلم ا رماني ۔ نو يونيو رسټي بک ايجنسۍ ته راغلم ۔ دا اوس دوه دوکانه شوې دي هغه وخت دا يو وو ۔ ډېر لوے دوکان وو او تقريبا هغه وخت هم دوه چته دوکان وو ۔ نو ماته دوکاندا ر وويل چې دا څۀ دي؟ ما و رته وويل چې دا د پښتو کتابونه دي ويل يې چې څۀ شے دے؟ د پښتو نظم دے که نثر دے .مونږ و رته وويل چې دا نظم دے .ويل يې چې يا ره خفه کېږئ مۀ خو د پښتو کتاب راته ځاے تنګوي ۔ څوک يې اخلي نۀ ۔ نو خفه کېږئ مۀ دا واپس يوسئ. زما زړه يو د رز نا رې کړو ۔ ما ويل چې ما خو څو کاله په دې پښتونخوا کښې منډې ترړې ووهلې ۔ شاعري مې خلکو ته واو روله هغه خلکو خوښه کړه او دوکاندا ر وايي چې خفه کېږئ
مۀ ۔ بيا مې په قرض پيسې رااخيستې دي ۔ پينځه پينځه سوه ،دوه دوه سوه ،د رې د رې سوه ۔ چې مونږه وتلو نو راته يې وويل چې تاسو خفه کېږئ خبره واو رئ نو مونږ واپس راغلو .وايي چې خير دے يو لس کتابونه به ترې کښېږدو نو ما و رته وويل چې ډېره مهرباني خير دے دا به يوسو واپس ۔ هغه ملګرے راباندې زو رو ر شو ۔ هغه ويل چې لس کتابونه به ترې کېدو خير دے .چيټ )کاغذ( يې راکړو ۔ په خپله يې پرې کميشن وليکو او د لسو کتابونو چيټ يې راکړو .زۀ ترې لړمه کلي ته او ملګرے مې د رې څلو ر و رځې دلته ايسا ر وو چې هغه راغے نو کتابونه خرڅ شوي وو نو هغه ته يې سوال جواب وکړو چې دا کتابونه نو ر راوړئ ۔ هغه هلته راکوز شو د رګۍ کښې کلي ته تلو ۔ ماله يې هغه پيسې راکړې ۔ ويل يې چې هغه وايي چې نو ر کتابونه راوړئ .يقين وکړئ ما نو ر کتابونه يونۀ وړو .يو خوا بل خوا مې ملګرو له و رکړه ۔ د چا پيسې راغلې د چا رانغلې ۔ خو هغه له مې هغه کتابونه و رنۀ کړل .چې د رېيم کتاب مې چاپ کوو نو هغه له راغلم ما ويل کتاب مې چاپ کړے دے ۔ هغه د مټ نه ونيولم هغلته لرې يې بوتلم ۔ چائے يې راوغوښتۀ ، کښې يې نولم ماته يې وويل ددې کتاب خبره راسره وکړه .ما ويل څۀ خبره؟ ويل يې دا ټول کتاب راکړه .ما ويل که زما نه هغه خپل حقوق اخلي ۔ ما و رته وويل ټول کتاب خو نۀ د رکوم .ويل يې نۀ چې دا کوم دې چاپ کړي دي دا د رنه غواړم .ما ويل ښه ،سره مو خبره وکړه ۔ پيسې يې نغدې راکړې هغه کتابونه يې کېښودل.
اوس صو رتحال دا دے چې زما سوونه نۀ ،ز رګونه کتابونه د هغۀ سره پراتۀ دي هيڅ ځاے و رته نۀ تنګوي ۔ نو زما خپل خيال دا دے چې د پير روښان د تحريک خبره وشوه ۔ د خوشحال بابا د تحريک خبره وشوه ۔ د باچا خان د تحريک خبره وشوه ۔ واقعي هغه خلکو ډېر کا رونه کړي دي او دغه ژړاګانې مونږه هم کړې دي .ما د د رده يو ځل شعر ليکلے وو او دا تاسو تحقيق ګڼئ که تخليق يې ګڼئ چې: منو رين خو يا کتاب خو ري يا کتاب وخواړۀ پښتو ژوندۍ ده په هغو چې پښتو نۀ پېژني او دا کيفيتي تبديلي هم په سړي کښې ز ر ز ر پيدا کيږي ۔ يو ځل مې داسې يو شعر هم ليکلے وو ۔ چې: ما سوچ په ځان کاوۀ چې زۀ شاعر ولې پيدا شوم بـــېدړده پښتنو تـــــه د نـــــغمو ضـــــــرو رت څۀ وو ۔ دلته ميا صاحب ناست دے ،مروت صاحب ناست دے دا نو ر زمونږه د افغانستان نه مېلمانۀ راغلي دي ،د کوټې نه مېلمانۀ راغلي دي ،ددې ځاے کسان دي ۔ اياز مندوخېل د مو رنو ژبو د و رځې په نسبت دا کسان راغوښتي دي ۔ دا عام کسان نۀ دي ۔ دا د پښتو سره او د پښتون د ژوند سره ډېر قريب او نژدې خلک دي .زما په خيال مونږه ددې دپا ره ډېره ژړا کړې ده ،ډېر ويرونه مو کړي دي ۔ هر يو ليکوال ،هر يو شاعر ،هر يو اديب د خپل بچي د خولې نه نوړۍ راشکولې ده او دغه پښتو يې پرې دې ځاے ته را رسولې ده.
پښتنو خپلو پښتنو ته رايې و رکړې دي دلته يې راوستي دي ، حکومت کښې يې کښېنولي دي ۔ پښتونخوا پښتونخوا شوه. ماته ياد دي په باړه ګلۍ کښې چې کوم سيمينا ر وو د ليکدود په حواله ،زمونږه څو کسان وو په دې خبره مو زو ر راوړو ۔ غالبا اقبال حسين افګا ر هم په هغې کښې وو او مونږه ويل چې ددې صوبې نوم دې "پښتونخوا" شي .مونږۀ قرا رداد پېش کوو په هغه تقريب کښې ۔ مخالفتونه يې هم کېدۀ په خپلو پښتنو کښې يې کېدۀ ۔ خو هغوے ته ګناه هم نۀ وه .نن ددې صوبې نوم هم پښتونخوا شوے دے ۔ مونږه غواړو چې دا ژبه دې د سکول ژبه شي ،دا دې د کالج ژبه شي ،دا دې د دفتر ژبه شي ،دا دې د قانون ژبه شي. دلته يو ملګري خبره وکړه چې دا څنګه خبره ده چې زۀ بله ژبه ښيمه نو خپله ژبه به په کښې نۀ شم استعمالولے بيا به څنګه کيږي .مونږه خو ل دا غم ژاړۀ چې "بهائي آج آ ،کل جا" ددې په ځاے که تۀ ماشوم ته ووايې چې نن راشه ،سبا لړ شه نو زما په خيال خبره به ډېره اسانه وي" .جهيل کسے کهتے هين" که ته و رته ووايې چې "ډنډ څۀ ته وايي" په آسانه پرې پوهېدے شي. مونږه ل دا خبره ژړله نو اوس چې پردۍ ژبه و رته ښيي نو په خپله کښې به يې و رته نۀ ښيې نو په څۀ کښې به يې و رته ښايې؟ او څنګه به يې زده کوي؟ نو زما په خيال مونږه دا ژبه غواړو ځکه چي د قانون ژبه داسې ده چې مقدمه زما ده ،زۀ پرې
نۀ پوهېږم .دا څۀ شے دے .زما په خيال دا ژبه د قانون ژبه کول غواړي ۔ دا د ميډيکل ژبه کول غواړي ۔ دا د انجينرنګ ژبه کول غواړي او دا څۀ مشکله خبره نۀ ده او دا مونږه څۀ سوالونه نۀ کوو. زما په خيال دا خاو ره زمونږه ده ددې کلچر ددې روايات زمونږه دي .دا قام زمونږه دے ۔ مونږه ددې قام خلک يو ۔ دا ژبه زمونږه ده ۔ زمونږه ز رګونه کاله زندګي ده په دې خاو رې باندې نو زما په خيال دا به قومي ژبه وي ۔ دا لکه څنګه مختا ر يوسفزي وويل چې دا به قومي ژبه وي .قانونونه چې جوړ شوې دي ۔ د خلکو د کلچرونو ،د خلکو د رويو يې خيال ساتلے دے .هغه جوړ شوي دي نو بايد چې مونږه دا ټول هر څۀ را اسان کړو .خلکو ته يې رااسان کړو ۔ چې زما مقدمه ده چې زۀ پرې پوه شم ۔ مونږه وايو چې دوه ،د رې ،څلو ر نۀ ،شل شل ژبې زده کړې دا ډېر زيات د کمال خبره ده .نننۍ دنيا نننۍ دنيا ده ۔ مونږه به په شا نۀ ځو ۔ په مخکې به ځو ۔ خو يوه خبره ده دا هر څۀ مونږه د خپلې ژبې په بنياد زده کولے شو ۔ نو زما په خيال زمونږه حکومت هغه طرف ته روان دے .ما غلي غوندې د ميا صاحب نه تپوس وکړوچي تاسو ډېر لوے کا ر وکړو خو دا ده چې ددې )پښتو( دپا ره به استاد وي که به نۀ وي ۔ نو هغه ويل چې دا غم هم کوو او زما د ټولو نه لويه خبره چې کومه ده هغه دا ده چې زۀ په دې او ر کښې سوے يمه ۔ ما وخت په وخت کتلي دي ۔ د هر مضمون دپا ره په کالج کښې او په سکول کښې استاد وو ۔ که نۀ وو صرف د پښتو
دپا ره نۀ وو او هر نوے کالج چې به جوړېدو ۔ هغلته به نۀ وو ۔ نو زما په خيال چې دا کوم سازشونه به کېدۀ ۔ څنګه څنګه به کېدۀ. د هغې دپا ره هم بندوبست په کا ر دے او بنياد و رله دوے را جوړ که )کړو( .دغه بنياد دغومره مستحکم کول غواړي چې آينده څوک سازشونه هم ونۀ کړي او مونږه دې خپل قام له داخپله ژبه و رکړو. دا په و روستو تلۀ نۀ دي ۔ دا زما په خيال ډېر اوږد بحث غواړي ۔ بيا صحيح که ژوند وو په دې به وخت په وخت خبرې کوو او مننه کوو مونږه د اياز مندوخېل صاحب او ددې خلکو چې دوے دلته راغله .په دې يې خبرې وکړې ۔ دغه زمونږه عالمان دي ۔ دغه زمونږه فاضلن دي ۔ هغوے تاسو ته ډېرې ګټو رې خبرې وکړې. همېش خليل صاحب وويل ۔ چې موسيقي و رکيږي ۔ يا ځينې ټکي متروک کيږي ۔ يا ژبې ته نو ر ټکي راننوځي زما په خيال دا هم ماته د رسته رويه نۀ ښکا ري .دې ته به راننوځي هم ،دې کښې به ټکي هم متروک کيږي ۔ ولې دا ده چې که مونږه په خپله ژبه غو ر وکړو ۔ غم يې وکړو ۔ فکر پرې وکړو ،نو زما په خيال زمونږه ژبه نن هم موجوده ده ۔ هر څۀ په کښې دي او ډېره زياته غني ژبه ده .پرون به مونږه و رته اشر غوبل ويلو ۔ نن اشر غوبل نۀ شته ۔ تاسو اشر هم پېژنئ ۔ غوبل هم پېژنئ .غوبل به مونږه په غويانو باندې کوو ۔ تاسو وګو رئ ددې سره څومره لويه ژبه څومره بل ټکي وو او څومره بل ژبه وه په کښې: د لېونۍ د پل ر غوبل دے
ناکام زما دے چې رمباز به تاوومه زما په خيال چې غوبل لړو ۔ اشر خو اوس هم موجود دے خو غوبل لړو ځکه چې ټېکټر )ترېکټر( راغلو .غوبل به داسې نۀ وو لکه سړے چې ښادي کوي ۔ خوېندې خو رلڼې به خلکو راوستې کو ر ته ۔ ډوډۍ ګانې به يې کړې وې ۔ ګاونډيان به يې راوستل په هغوے به يې ډوډۍ خوړه ۔ غوبل به داسې يو شے وو. ښه يوه به وه ۔ کولبه به وه ،په هغه کښې بل نومونه وو ۔ دا سپرخے دے ،دا پاله ده ،دا تير دے ۔،دا جغ دے ۔ دا سر بانډې ده ۔ دا ټول شيزونه )څيزونه( راغلۀ لړل .زما په خيال د يو څيز تخليق او ايجاد دا هم په ژبه کښې وسعت پيدا کوي ۔ دا ژبه پيدا کوي .يو سړ ےدے ۔ مثل ما منګے جوړ کړے دے ،منګے نوم مې و رله ايښے دے ۔ يو سړے دے کلشنکوف يې جوړ کړے دے ۔ د هغه نوم کلشنکوف دے ،نو هغه به پرې خپل نوم خامخا ږدي ۔ نو زما په خيال مونږه چې آزادي غواړو ،دا ترقي غواړو ،ددې دپا ره يې غواړو چې مونږه به ايجادات کوو او خپله ژبه به ...او بيا دا ده چې څۀ ټکي به متروک کيږي ۔ څۀ ټکي به دې ته رادننه کيږي ۔ خو زمونږه ژبه چې کومه ده ۔ هغه نن هم غني ده ،پرون هم غني وه ،سبا له به هم غني وي که خېر وي او داسې هېڅ خبره نۀ شته ۔ نو ستاسو ډېره مننه تاسو زما دې ماتو ګوډو خبرو ته هم غوږ کښېښودۀ ۔ زۀ خو شاعر يم ،د کتاب نه يا د اخبا ر نه څۀ شے ويلے شمه ۔ دغسې راته نۀ يادېږي .ډېره مننه.
دا څو شعرونه دي او زما په خيال شعرونه به په کښې هم ووايو ۔ ځکه لږه تازګي به پيدا شي: وطن چې خپل نۀ وي آسمان پردے وي نو ر پردے وي نو ر او اسمان چې د چا خپل نۀ وي سحر پردے وي ځان د سړي نه وي پردے ،سړے د ځان نه پردے مازيګري پردي پردي وي ،مازيګر پردے وي دا چې مو سر او تندے ونۀ لګي د ر په د ر يو څنګه به ولګي چې سرپردے وي د ر پردے وي خوب په کښې څنګه وکړي خوب به په کښې څۀ وويني د چا چې کټ لکه د شپې د مسافر پردے وي مونږ لېوني خلک د څۀ عجب مسلک خلک يو دړد پې زمونږ په زړۀ تيرېږي او پرهر پردے وي د څۀ عجب آسمان د لندې زندګي تېروو روژې زمونږه په نصيب کښې وي اختر پردے وي وصال د نو رو وي د هجر زهر مونږه ګوټو دلدا ري مونږ ته راپه برخه وي دلبر پردے وي مينه خو لوبه وي په خپل سر د بازۍ تړلو د مينې خيال به په کښې څۀ ځاے شي چې سر پردے وي پښتانۀ وايي که غر لوے وي په سر ل ره لري ل ر به پرې څنګه ځان له جوړه کړو چې غر پردے وي
چې وي پردۍ دذ هنونو د تخليق سرچينې په خپلو لسو خپلو ګوتو کښې هنر پردے وي خيال که يې لوړ وي د هستۍ مو رال يې نۀ لوړېږي د چا چې ذهن آزاد نۀ وي نو جوهر پردے وي سړے به وغزوي پښې د خپل څاد ره سره خو پښې خو خپلې کېدے نۀ شي چې څاد ر پردے وي.
سعدا جان برق: د دې دومره لويو لويو شاعرانو ،اديبانو ،ليکوالو او دانشو رانو نه پس به زۀ څۀ ووايم ۔ هسې چې دلته ناست وم نو ما باندې يو دوه شعرونه نازل شول ۔ هغه پردي دي زما خپل نۀ دي يو خو د ا ردو دے چې: بل گردش فلک کے چين ديتی هے که انشاء غنيمت هے که هم صو رت يهاں دو چا ر بيټهے هيں او بل دے چې: د پښتو داسې کــــا رونه دي اخـــــونه لـکه يو چې بل ته را و باسي غاښونه داسې چل دے تاسو هم واو رېدل مونږ هم واو رېدل بلکې نو رو تقريباتو کښې هم مونږ ډېر او رو چې پښتو غرقه شوه ، ډوبه شوه او پښتون هم و رپسې لړو سر يې وخوړو او بس اخري ده ،نو ر هيڅ هم مونږ سره پاتې نۀ دي ۔ حالنکې زما دا خيال دے چې داسې نۀ ده .مونږ باندې هسې دا مايوسي خو ره شوې ده ۔ پته نۀ شته څۀ چل دے او د کوم ځاے نه ده ۔ خو دومره ل دا پښتو کمزو رې هم نۀ ده ۔ دومره ل په مصيبتونو کښې ګيره هم نۀ ده ۔ ډېره ښه روانه ده ،په ترقۍ روانه ده ،ډېر ښۀ حالت دي ۔ د احساس کمترۍ دا دومره خبرې په ذهن سو رول نۀ دي په کا ر ۔ چې څوک کوي او چا کا رونه کول نو په دې حالتو کښې يې هم
وکړل .بله کيسه را ياده شوه ،زمونږ د کلي يو څو ډمان د دې راج ولي شاه دوے علقې ته تلي وو ۔ هلته پرې با ران شو نو هغه داسې بې روزګا ره شانتې وو ۔ اخر هغه د کو ر مالک غريب به و رله روټۍ را ويسته نو يوه و رځ دوے د کو ر مالک ته د ښودلو دپا ره وايي چې يا ره خدايه پاکه بس دا با ران اود رېږي نۀ ،ګنې مونږ به تللي وو ۔ نو هغه د کو ر مالک هم ښۀ تنګ وو ۔ نو و رته يې وويل چې هغه څوک تلو نو هغه په شا ر ولګېدو .پښتو ته چې چا څۀ کول او څوک څۀ کوي ،هيڅ حالت خراب نۀ دي ۔ زۀ خپل ځاني اکثره خلکو ته دا خبره کوم چې پښتو زما کو ر دے او ا ردو زما پټے دے ۔ زۀ يې په پټي کښې ګټمه او په کو ر يې لګوم .د دې دا مطلب نۀ دے چې ګنې هر څۀ ښۀ دي ۔ مسئلې شته او هغه تقريبا د پاکستان هم د دنياهم ټولو دغسې ژبو ته شته ۔ بلکې ا ردو ته هم دغه مسئله ده چې کتاب په کښې نۀ خرڅيږي ۔ بلکې د سره کتاب اوس د کمپيوټر په زمانه کښې د کتاب هغه اهميت پاتې نۀ شو چې کوم وو ۔ نو داسې څۀ حالت شته دي ۔ نشر و اشاعت دا ټول څيزونه شته دي خو هغې دپا ره بيا دغسې دا څنګ چې اياز صاحب دا خلک را غونډ کړو يا داسې خپل محفلونه په هغې کښې را غونډ کړے شي ۔ په هغه کښې خبرې اترې پرې باندې وشي ۔ يو بل سره خلک خيالت ګډ وډ کړي ۔ يو که نۀ پوهېږي بل يې پوه کړي ۔ نو هغې دپا ره بيا دغسې محفلونو کښې ل رې چا رې را وځي ۔ لکه څنګه چې نن دلته هم مونږ ته ډېرې داسې خبرې معلومې
شوې او ډېرې خبرې به معلومېږي او داسې ل رې چا رې خلکو زمونږه مشرانو وښودلې چې د هغې دپا ره که سړے کا ر وکړي نو نو ر هم ښۀ کېداے شي ۔ نو څۀ لږې ډېرې ستونځې مسئلې شته دي خو هغې نه مايوسه کېدل نۀ دي په کا ر ۔ پښتو ښه بشپړه په ترقۍ روانه ده ډېر ښۀ کا ر په کښې کيږي ډېر ښۀ ښۀ کتابونه په کښې چاپ کيږي ډېره لويه د علم ذخيره په کښې زياتيږي ۔ نو څۀ دومره د مايوسۍ خبره نۀ ده چې مونږ دي و رته کښېنو او په ژړا دې شو ،ډېر ښۀ روان يو خو د دې دا مطلب نۀ دے کا ر به و رله کول په کا ر وي لکه څنګه چې داسې محفلونه را جمع شي په هغۀ کښې به دا خبرې اترې کوو او چې کومې مسئلې دي د هغې دپا ره به ل رې چا رې لټوو ۔ زمونږ مشران شته ،زمونږه هر قسم خلک شته دي ۔ څوک به رهنمايي کوي ، څوک به راسره په کښې مدد کوي ۔ لکه څنګه چې ډاکټر فضل رحيم مروت دوے ډېر ښۀ کا ر روان کړو ۔ اول دا شے نۀ وو ۔ و رو و رو به دا سکولونو ته لړه شي ،داسې به و رو و رو و رپسې روانه شي ۔ کېداے شي چې د کالج تر سطحې پو رې و رسي نو د مايوسۍ څۀ خبره نۀ شته ۔ بس زما دومره قد رې خبره وه ډېره مهرباني.
اکبر سيال چونکې ميا صاحب ناست دے ۔ ميا صاحب په صوبايي کابينه کښې يو مهم غړے دے ۔ ګو چې دے په حکومت کښې ترجمان دے ۔ خو مونږ يې خپل ترجمان او وکيل هم مقر روو او د دوے په وساطت دغه قرا ردادونه د صوبې حکومت ته لېږو او دا خواست او طمعه هم لرو چې مياصاحب به زمونږ د دغو هڅو ۔ د دې قرا ردادونو بهرپو ر)پو ره( حمايت وکړي او دا به عملي کړي .مختصر شان دغسې يو خبره کوم چې دا وخت په دنيا کښې اووه ا ربه انسانان دي او په کښې په ز رګونو ژبې ويلې کيږي ۔ په دغو ز رګونو ژبو کښې شپږ ژبې داسې دي چې هغې ته د سپېس ) (Spaceژبې ويلے شي ۔ يعني د خل ژبې ۔ د سپوږمۍ ژبې يا د اسمان ژبې ۔ چې په هغوے کښې انګرېزي ۔ روسي ۔ فرينچ ۔ عربي او يوه ژبه نيمه بله هم ده ۔ خو شپږمه ژبه په کښې پښتو ده .ډاکټر نجيب ا شهيد چې په افغانستان کښې حکمران وو ۔ د هغۀ په دو ره کښې روسيان چې کله سپوږمۍ ته ختل ۔ نو يو پښتون ساينسدان عبدالحد مومند يې هم د ځان سره بيولے وو ۔ دا تصديق شوې خبره ده ۔ وشوه دا چې مومند صاحب د کو ره و رک شو د هغۀ مو ر ډېره زياته غمګينه او پرېشانه شوه او ډاکټر نجيب صاحب ته يې ويل چې زما بچے دې څۀ کړو ۔ هغۀ د روسانو
سره خبره وکړه او و رته يې و ويل يا ره تاسو چې هر څۀ کوئ خو چې مو ر يې د خپل بچې سره خبرې وکړي ۔ نو د ټليفون په ذ ريعه يې د سپوږمۍ د ځمکې تر منځ د عبدالحد مومند مو ر د خپل زوے سره خبرې وکړې او دغه شان پښتو ژبه د خل ژبه شوه نو پښتو ته دا يو ډېر لوے اهميت او افاديت حاصل دے. ملګرو! يو اطلع تاسو سره دا هم شريکوم ۔ د پښتو د خو رونې په حواله بل خبرې دلته وشوې ۔ زۀ د تېر يو کال نه په اې وي ټي خيبر باندې د پښتو ژبې د ليک لوست کا ر کوم ۔ خيبر څۀ کوي د هغې سره زما هيڅ کا ر نۀ شته خو زۀ په کښې څۀ کوم مهمه خبره ده .په دغه تېر کال کښې کم از کم ما د پښتو ژبې په ز رګونو ټکي وليکل او هغه مې دنيا ته پېش کړل ۔ نو مونږ هم د پښتو ژبې دپا ره دغه يو وړوکے غوندې کا ر کړے دے. دا ملګري د دغه ټيليويژن نه دغه غوښتنه هم کوي چي هغوے په ټيليويژن باندې معيا ري پښتو پېش کړي ۔ بل يو مهم قرا رداد مشره دا دے دلته چا خبره وکړه چې موجوده حکومت چې د ژبې دپا ره کوم اقدامات وکړل يقينا مونږ د دې اقداماتو ستاينه کوو ۔ خو سبا هسې نۀ چې بيا چا خبره وکړه چې دغه خبرې په شا نۀ شي ۔ نو ګرانه مشره تاسو کولے شئ چې په دې صوبه کښې د پښتو ژبې په سوونو او ز رګونو آسامۍ )نوکرۍ( په سکولونو او کالجونو او پوهنتونونو کښې تاسو اعلن کړئ نو يو طرف به دا د پښتو ژبې د ضمانت خبره شي او بل طرف ته به د دې وطن
ځوانانو ته روزګا ر هم په لس و رشي چې سبا هيڅوک نۀ شي کولے چې پښتو ژبه د سکول نه ۔ د کالج نه د يونيو رسټۍ نه وباسي ۔ ځکه چې د هغې په شا به په سوونو او په ز رګونو خلکو نوکرۍ وي ۔ تاسو کولے شئ ۔ پرون به تاسو بجټ په پينځه شپږ ا ربه کښې پېش کوو ۔ نن يې په اتيا ۔ لس اتيا ا ربه کښې پېش کوئ ۔ نو کولے شئ چې يو پينځه شپږ ا ربه په دغه مد کښې تاسو وباسئ او په لويه پيمانه دغه پوسټونه )نوکرۍ( تاسو ايډو رټايز )اشتها ري( کړئ او خلک به په کښې په نوکرو شي نو دا به يو ستر کا ر وي. ګرانه مشره! يو مهم قرا رداد دا دے په دې پښتونخوا کښې خصوصا د پښتو ژبې د ادب د روزنې او پالنې دپا ره چې زمونږ د پښتو ژبې ادبي ټولنې او جرګې کوم رول )برخه( ادا کوي همدغه جرګې او دغه ټولنې هم دغه خلک دي چې دا ژبه دا کلتو ر يې ژوندے ساتلے دے .دا تا ريخ يې ژوندے ساتلے دے او ان تر دې چې دغه ادبي جرګې او ټولنې هغه چې کښېني نو هغه په خپل تا ريخ خبره کوي ۔ هغه په خپل کلچر خبره کوي ۔ هغه په خپله ژبه خبره کوي ۔ که نن هر ځاے کښې په کو ر ۔ دوکان ۔ په ټي وي ۔ په چت چې څوک کښېني نو د عرب نېشنلزم بحث کيږي خو ادبي جرګې او ټولنې چې کښېني نو هغه په خپل ژوند ۔ په خپل کلتو ر او په خپل تا ريخ خبره کوي .زۀ ګران مشر ته وايم ۔ دا زمونږ خواست دے چې دغه ادبي ټولنې چې يو مشر
و رته اشا ره وکړه ۔ چې کم از کم د رې سوه ادبي جرګې يا ټولنې په دغه صوبه کښې موجودې دي .د دغو ادبي جرګو او ټولنو مالي مرسته او اعانت په کا ر دے چې هغوے د دې جوګه شي چې په پښتو ژبه کښې کتابونه چاپ کړي ۔ مجلې چاپ کړي ۔ اخبا رونه چاپ کړي ۔ يو مهم قرا رداد مشره دا دا دے ۔ دا تاسو کولے شئ .دا ستاسو د حکومت په وس کښې ده چې د دې صوبې هر سکول ۔ هر کالج او هر دفتر ته د پښتو ژبې يوه رساله او د پښتو ژبې يو اخبا ر را مقر ر شي او هغه هغوے ته ځي .دغه شان مونږ عمومي طو ر دا هم يو اپيل کوو چې دا ټول پښتانۀ دې په خپلو خبرو کښې په پښتو کښې د پښتو تو ري او ټکي استعمالوي او د پردو تو رو په ځاے دې کوشش وکړي چې خپل تو ري په کا ر راولي. د دې سېمينا ر آ رګنايز ر ښاغلے اياز مندوخېل ته هم يو جهان مننه وايو ځکه دا پوهه فاونډېشن کښې دے کا ر کوي ۔ مونږ و رسره د ملګرو په طو ر کا ر کړے دے او کوو يې ۔ نو دا څومره چې پرون او نن دا سرګرمي وشوه ۔ دا اياز مندوخېل په خپل اکي يو سر کړې ده او مونږ د هغۀ ستاينه کوو.
ميا افتخا ر حسېن: ما له خو دې محفل ډېر خوند په دې راکړو چې دا سيمينا ر د سنجيدګۍ نه ډک دے ،خپله خبره په کښې کيږي او هر سړے په هغې باندې خپل د خيالتو اظها ر کوي او سړے په يو بل باندې پوهيږي .مونږ ډېر محفلونه اټنډ Attendکړي دي او ډېر زيات خلک په کښې وي، خو مغزو ته دې ټکے نۀ کوزيږي او دلته دا کم خلک دي خو ماحول داسې دے چې مغزو ته ټکي کوزيږي نو په دې باندې د خوشحالۍ اظها ر کوم چې زۀ نن يو داسې ځاے کښې ناست يم چې ما په کښې خپله زده کړه هم وکړه .که مونږ کښې هم څه کمے بېشے وي ،هغه به هم وباسو او زۀ د منتظمينو ډېر زيات مشکو ر يم چې هغوے د مو رنيو ژبو په حواله دلته دا پروګرام ټاکلے دے .چونکې زمونږ د پښتو سره سره د حکومت خپل څۀ مجبو رۍ وي نو يو څو خبرې به زۀ تاسو سره ضرو ر کوم چې )دا پښتو به څنګه ترقي کوي( دوه د رې خبرې داسې دي چې سړے وايي دا پښتو غير خلکو ډېره خرابه کړې ده که پښتنو په خپله ډېره خرابه کړې ده .يو بهرنے دشمن وي او يو د کو ر دشمن وي ،اوس که پښتو ما له بهرنے سړے خرابوي خو ټهيک ده ،هغه به يې ل ره کښې روکاوټ )خنډ( ګڼي ،خو پښتنو پښتو ته څومره خيال کړے دے دا تجزيه خو په کا ر ده چې هر سړے په خپله وکړي ځکه چې په خبرو او عمل کښې ډېر فرق وي .که زه رښتينې خبرې کوم نو پکا ر ده چې ټولې هغه رښتيا خبرې وشي ،چې په افغانستان کښې حقيقت معنو کښې زما په دې لوے کو ر کښې پښتو پښتو واے ،ماته به د خبرو ضرو رت وو؟
چې واک ،دست چې کوم دے خو ما سره په دغه يوځاے کښې وو ،چې زۀ يې د تو ر او سپين مالک وم .چرته په حکومت کښې شراکت او چرته خپل حکومت .دې کښې د ځمکې آسمان فرق وي او ماته ياد شي ،چې زه افغانستان ته په ١٩٨٧کښې تللے وم او په هغه ځاے کښې يو هم دغه رنګ غونډه وه .ډېر مشران په کښې ناست وو ،اجمل صاحب دې خدائے وبخښي هغه هم په کښې وو .افراسياب خټک صاحب هم وو او د هغه ځاے زمونږ مشران هم وو .تاسو سوچ وکړئ ،چې په هغه ځاے کښې ما صرف د پښتو چې زما ماته ګوډه پښتو وه ،علمي خبره ما سره نۀ وه ،هلته ډېر عالمان وو ،ما صرف د پښتو د عشق او مينې خبرې وکړې ،چې پښتو ژبه او پښتون قوم څهۀ ته وايي؟ تاسو په خداے يقين کوئ چې د هغه ځاے مشرانو زما لسونه ښکلول چې دې ځاے کښې خو د پښتو خبره مسئله ده ،نو کوم ځاے نه ګيله کوئ؟ تش په کتابونو باندې چې ډېر کتابونه يې چاپ کړل ،يا يې د سرکا ر ژبه وګرځوله ،چې زما کومو خلکو د سرکا ر ژبه پښتو ګرځولې وه او پښتو نه وايي ،چې کومو خلکو ګرځولې وي او هغلته کتابونه په هغه ژبه کښې نۀ وي ،په کا ر دے چې د هغه ځاے نه حقيقتونه راشروع شي ،چرته چې زه د آزاد وطن مالک يم او ټول اختيا ر زما دے او د پښتو ډېر خدمت يې کړے دے چې نن ټول تعليم په پښتو کښې په هغه ځاے کښې موجود دے خو د هغې نه باوجود که پښتون هم په اقتدا ر سو ر دے ،نو د هغه د کو ر ژبه پښتو نۀ ده .ما خپل ځاني هلته پښتانه په بله ژبه کښې ليدلي دي ،دواړه پښتانۀ دي خپلو کښې خبرې کوي په بله ژبه کښې يې کوي .نو زۀ به په پاکستان کښې د ا ردو نه څه ګيله کوم چې ماته به خلک پېغو ر وکړي او دا داسې حقيقتونه دي ،که زۀ يې نۀ
منم او يوځاے يې خلکو له ستن و روهم او په بل ځاے کښې يې نۀ منم نو دا سر ته نۀ رسي. پښتو ده نو په هر ځاے کښې پښتو ده او چې هر چا و رسره زياتے کړے دے نو هغلته زياتے به منو او چې چا يې خدمت کړے دے هغه خدمت به منو .دا زما په زړۀ باندې د ډېر وخت نه وه ،ما پرون هم خبره کوله چې پښتو سره چې پښتنو څومره بد کړي دي ،دومره و رسره نو رو خلکو نۀ دي کړي او ددې دليل دا دے چې په خپلو کښې مو اتفاق نۀ شته .تر دې وخته د پښتو په امل باندې مونږ متفق نۀ يو .زما په دې کم عمر کښې د رې ځل املء بدله شوه ،د ټولو نه زوړ قوم ،زړه ژبه ،تر دې وخته په امل باندې متفق نۀ يو او هر سړے راځي وايي دغه فيصله چې شوې ده دا به منئ. نن تاسو سټال ته لړ شئ نو چې د افغانستان د پښتو کتاب پروت دے او زما د پښتو کتاب پروت دے ،د ځمکې آسمان فرق دے په کښې ۔ ولې نۀ يو کيږي او ولې نۀ اسانيږي؟ دا زما د عالمانو نه مطالبه ده چې مونږ ته خو يو آسانه ژبه راکړئ. زۀ نن د سلېبس خبره کوم ماته خو دې آسانه ژبه راکړې او دا څۀ داسې فخريه خبره نۀ ده ،چې زما ژبه به خامخا ګرانه وي او خامخا به ددې شکل بدل وي .که دا ډېره آسانه شي نو دا نو ره هم ډېره ښه خبره ده ،خو چې مقصد زما د پښتو د ژبې وي او ماته چې مو ر څۀ ښودلي وي ،هغه ټهيک)سمه( ده .اوس زۀ به د مو ر هغه ښودلي ټکي دا لږ غلط وو دا لږ ټهيک وو ،بس دا زما د مو ر د غېږ ژبه ده ،مو راته څنګه ښودلې ده هم هغه رنګ ده. تاسو به ماته د حکومت په نظر ګو رئ ،زۀ په هغه حساب خبره کوم
چې دلته زمونږ څۀ مجبو رۍ وې؟ .د ټولو نه اول لکه تاسو نن ددې خيبر پښتونخوا په دې خاو ره ناست يې ،دا نوم چې ما په دې آئين کښې بدل کړے دے ،چې پنجابے راسره ملګرے نۀ وو ،دا نۀ بدلېدو .که حقيقت يې څوک مني وبه مني که نۀ مني نۀ به يې مني .دا ما تش په پښتنو باندې نۀ شو بدلولے .زما په اسمبلۍ کښې دا اکثريت نۀ وو ،ما به د حکمت نه کا ر اخيستو .ما به په دې کښې سندهے ملګرے کولو ،په دې کښې به مې ځان سره پنجابے ملګرے کولو ،په دې کښې به ما ځان سره بلوچے ملګرے کولو ،نو پس له هغې دلته به ما په دې آئين کښې يو ترميم راوستۀ .که داسې مې نۀ کول ،نو د رې شپېته کاله مو وژړل او باقي به هم ژړېدو. چې کله دا مشري ماته حواله شوه ،چې تاسو د ژبو په حواله باندې خبره وکړئ ،مروت صاحب ددې ذکر وکړو ،مونږ ته احساس دے چې مونږه څومره په تسلسل سره هغه اجلسونه کړي دي .ددې صوبې د نو رو ژبو خلک مطمئن کول ،اسمبلۍ نه به يې پاس کوې کنه اسمبلۍ ته به ځې ،بيا به هغه دې علقو ته خو روې .دې باندې دا ټول خلک متفق کول دا داسې ګران کا ر دے ،لکه د اوسپنو نينې چيچې. دلته خو تاسو او مونږ هغه ناست يو ،خبره هم په کښې آسانه ده او کول هم آسان دي ،خو چې کوم ميدان کښې دا کا ر په عمل کښې کول دي ،د هغه ځاے مشکلت چې سړے ځان ته مخې ته کښېږدي ،نو مونږ دومره خوا ري وکړه چې مونږ دلته سرائيکي ويلو وال هم پرې متفق کړۀ ،د هندکو ويلو وال هم پرې متفق کړو او د هغې نه پس مونږه د پښتو ژبې سره د مو رنۍ ژبې په شکل باندې ميدان ته راغلو ،چې مونږه د مو رنۍ ژبې خبره کله کوله ،نو مونږ ته پته ده چې زۀ په دغه وخت
کښې څومره مخکې قدم اخيستے شم. نو نن مو رنۍ ژبه چې کوم دے په دې خيبر پښتونخوا کښې راويستل ،دا ډېر ګران کا ر وو ،دا په هغه وخت کښې نۀ وو شوے چې کوم وخت کښې دا تحريک ډېر په زو ر شو ر سره وو او زه ل دې غمونو وهلے نۀ وم ،چې دا اوس کوم غم په ما ل تراوسه روان دے ،هغه وخت ل زما وجود سالم وو .ل د پښتو مينه ډېره تازه وه .هغه وخت کښې هغه فيصله نۀ وه شوې ،چې کومه فيصله مونږه وکړه .دا فيصله يو سندهـ کړې ده او د سندهـ نه پس مونږ کړې ده .بلې صوبې ل نۀ وه کړې ،چې مو رنۍ ژبه کښې به بنيادي تعليم و رکړے کيږي او تر دولسم پو رې به مو رنۍ ژبه لزمي وي. دا قدم اخيستل او کاميابي موندل دا په مياشتو مياشتو شوي دي .دا داسې نۀ ده ،چې بس خبره وشوه او مونږ سره خلګو ومنل او هغه چې کله مونږ د کتاب شکل ته وړه او بيا مو سکولونو ته خو روله ،نو يقينا په هغې کښې پينځه شپږ کاله چې کوم تېر شوي ،نو مونږ سره بېخي بنياد نۀ وو .اتلسم ترميم ل پاس نۀ وو ،د سلېبس هغومره اختيا ر ماته نۀ وو ،زه به اوس سلېبس Revisitکوم ،دا ستاسو دا غونډه به مونږ ته ډېره ګټه کوي ،چې کوم کوم تجاويز دي ،نو دا په راتلونکي سلېبس کښې مونږ شاملولے شو .دا اوسنے سلېبس چې تاسو وينئ ،دا نيم غلم سلېبس دے .دا بيخي هغه آزاد سلېبس نۀ دے ،خو مونږ ډېر په حکمت دا کا ر کړے دے .زمونږ داسې بدقسمتي ده ،چې کومه خبره کوو بيا ز ر اخبا ر کښې راشي ،پرون مو کومه خبره کړې وه ،هغه نن په اخبا ر کښې ده او هغه يو مشکل دے ،ځکه چې دوے په کښې هغه خبره راوباسي ،چې بېخي مونږ ته نقصان رسوي او چې نۀ يې کوې پوهېدل
پرې ګران شي .اوس دا په عجيبه پوزيشن کښې يو ،چې دا با ر با ر مونږ د حکمت خبره کوو .د حکمت خبره دا ده چې دشمنان پيدا نۀ کړو او مخکې لړ شو ،ګنې دلته دشمنان کمزو ري نۀ دي او د هغوے په منځ کښې قدم ايښودل او په خلکو ځان منل دا ډېر ګران کا ر دے. مونږه د اپوزيشن عادت يو ،د حکومت عادت نۀ يو .دا ډېر آسان کا ر دے چې دا يې ونۀ کړه ،دا يې ونۀ کړه او ګو رو به و رسره خو چې و رته وايې دا کا ر وکړه ،دا ډېر ګران کا ر دے .وايي يوماشوم تصوير جوړ کړے وو او لګولے يې وو و رسره يې لندې ليکلي وو ،چې دې کښې څۀ غلط دي ،نو دپاسه پرې ټک ما رک ) (Tick Markکوئ .کرښه پرې راکاږئ، نو يو يو راځي تصوير ګو ري ،څوک وايي سترګه يې کږه ده ،څوک وايي پوزه يې کږه ده ،څوک وايي شونډه يې ښه نۀ ده ،څوک وايي زنه يې ښه نۀ ده ،نو چې هغه ماشوم راغلو هغه تصوير ټول کرښې کرښې وو ،تصوير نۀ ښکا رېدو ،هغه په ژړا شو ،پل ر و رته وويل چې بچيه ولې؟ ويل يې زما خو شته تصوير غايب شو .هغه و رته ويل چې بچيه بل تصوير جوړ کړه او و رته وليکه ،چې څۀ په کښې غلط دي ،هغه ټهيک کړه ،نو ټول خلک راتلۀ او تېرېدل او ويل يې هر څۀ ټيهک دي ،ځکه چې سترګه که غلطه ده ،نو جوړوي به يې څوک؟ لهذا د د رد د لحاظه ،د مينې د لحاظه مونږ په دې سيمه چې څومره ژبې دي ،چې د خپلې ترقي غواړې د نو رو ژبو حيثيت به هغسې تسليموې .مونږ تنګ نظره ،قام پرسته خلک نۀ يو .مونږ شاونسټان نۀ يو ،مونږ د مينې خلک يو ،مونږ د محبت خلک يو .مونږه دا وايو ،مونږ د هيچا مخالفت نۀ کوو ،خو د خپلې ژبې وکالت کوو او په دې وکالت کښې مونږ ددې ټول حکمت په نظر کښې وساتو.
زۀ چې نن په کوم چوکاټ کښې پروت يم او دلته د سياست کوم خُ رخ دے او کوم صو رتحال ته مخامخ يم ،زۀ خو نن هم ځان ډېر خوش قسمته ګڼم چې نن مونږ د سوچ او فکر خبرې کوو ،ګنې دا د رې نيم کاله خو مونږ د دهشتګردۍ نه او د بمونو نه بله خبره نۀ ده کړې .تۀ چې نن دومره په آ رام ناست يې ،دا که اوس چا وويل چې يو واسکټ وال را روان دے ،بيا دې دلته څوک ټينګ شي. دا صو رتحال دے ،چې نن زۀ ددې نو رو خبرو نه وزګا ر شوم ،نو ددې راسره خيال شو ،ګنې چې زۀ په دې پوه يم چې په جماعت کښې يې راله سل والزول ،دې ته چېرته فکر راګرځي ،چې زۀ خبر شم چې په سکول کښې يې راله بچي والوزول ،دلته چېرته فکر راګرځي چې زما د سکول جينکۍ په بمونو الوزولې کيږي چرته فکر راګرځي .ما سره په هسپتال کښې د زخميانو ښودو ځاے نۀ وي .د ځاے کېدو ځاے نۀ وي ،ما سره د مړو د ښخولو دپا ره کفنونه کم شي .تابوتونه راسره کم شو، چرته داسې خبرو ته نظر ځي .د هغې نه باوجود خداے واحد ل شريک دے چې مونږ غفلت نۀ دے کړے ،ځکه چې يو د رد لرو او دا څيزونه په د رد کيږي .دا په مينه کيږي او په دې خُبنياد باندې مونږ خپل کوششونه کړي دي. نيمګړي ضرو ري دي ،کمے په کښې ضرو ر دے ،خو د هغه کمي احساس چې تاسو مونږ له راکوئ .زه ستاسو مشکو ر يم ځکه د قوم وګړي چې خلک اقتدا ر ته و رسوي او ساعت په ساعت و رته يادداشت نۀ کوي ،نو دې کښې هم غفلت پيدا کيږي چې تاسو نن کومه يادګېرنه کوئ ،زه يې د زړۀ نه قبلوم هم او زۀ ستاسو ډېر زيات مشکو ر هم يم او چې چا ډېر ښۀ تنقيد کړے دے او تېز تنقيد يې کړے دے ،د هغه د هغې نه هم زيات مشکو ر يم ځکه وايي چې غوايه له ستن و رکوي نو دے په کبله باندې نېغ
ځي .دا ستاسو خبرې زمونږه رهنمايي کوي او ستاسو ددې خبرو نه به مونږ رهنمايي اخلو .که په هغې کښې هم بيا کمے بېشے وي ،خداے دې وکړي ځکه چې تاسو به په دې هم پوهېږئ ،چې د سياست نه او د حکومت نه طمع کوې ،نو ددې حکومت هم تاسو ته اندازه ده ،چې دا حکومت راغلے دے ،وايي نن دے که سبا دے ،مال د ز رغون شاه دے .روان دے چې کله زلزلې دي ،کا ر ډېر ګران وي .مونږ چا سموت )(Smooth پرېيښي نۀ يو .هر چا کا ر ته پرېيښي نۀ يوو ،څۀ د دهشتګردۍ په حواله باندې او څۀ د ملکي صو رتحال په بنياد ،نو دا حقيقتونه چې نظر کښې وساتي سړے نو بيا و رته خبره او مزل ډېر آسان شي .د مجبو ر تحت زۀ نن د اتلسم ترميم خبره کوم .د صوبايي خودمختا رۍ خبره کوم که ما پرې د پاکستان ټولې سياسي پا رټۍ متفق کړې نۀ واے او ما پرې دا ټول قومونه د ځان سره ملګري کړي نۀ واے ،چې زمونږه او ستاسو دا خيال وو چې صوبايي خودمختا ري ځکه نۀ ميلويږي چې پنجاب د ټولو نه لوے قوم او پاکستان هم هغه سره دے ،نو سوال نۀ پيدا کيږي چې صوبايي خودمختا ري ميلو شي. نن پنجاب شته ،نن هم هغه اسبملي ده او د هغې نه زياته صوبايي خودمختا ري ميلو شوه ،چې کومه به زمونږه ډيمانډ )غوښتنه( وه. قومونو ته د خپلو وسايلو خپل اختيا ر ميلو شو ،که چرته مونږ ددې حکمت نه کا ر نۀ اخيستے ،نو باچا خان او د باچا خان ملګري د رګړي د رګړي لړل .ولي خان او د ولي خان ملګري د رګړې د رګړې لړل او داسې زمونږ ټول مشران چې کوم دي ،ا رماني لړل. لهذا زۀ نن د پاکستان په چوکاټ کښې ولړ ددې ځاے د اسمبلۍ د يو غړي په حيث تاسو ته ولړ يم ،چې مونږ دلته يو حلف هم اوچتوو ،نو
ټولې خبرې به سره مکس)ګډ( کوو نۀ ،بلکې لږه ډېره ل ر به هغه چا له و رکوو چې کوم خلک په فيلډ )ميدان( کښې سره د مجبو رو مخکې قدمونه اخلي ،چې هغوے ته لږ نظر وکړو او هغوے ته ملتړ و رکړو .ل ره هم و رته ښيوو او و رسره د هغوے مجبو رۍ په نظر کښې ساتو .دا زما يو ګزا رش وو. بل ستاسو يو څو خبرې دي ،چې هغې باندې به زۀ يو دوه د رې خبرې داسې وکړم .وايي چې استادانو انکا ر وکړو د پښتو ښودلو نه ،دا ممکن نۀ ده چې د پښتو استاد وي او هغه به د پښتو نه انکا ر کوي ،دا چې دوے کومې خبرې ته اشا ره کوي ،چې زۀ دا ملګري پوه کړم .د بدقسمتۍ نه زمونږه د پښتو نېغ په نېغه استادان نۀ شته دے .زه غېر پښتون يعنې غېر پښتون نۀ خو پښتو سبجيکټ )مضمون( يې نۀ دي او زۀ و رته وايم ،چې پښتو وښايه نو هغه باندې بيا داسې قدغن نۀ شي کېدے ،چې هغه راغلے په بله ژبه کښې وي او زۀ و رته د بلې ژبې زو ر ښيم .ما و رته يو حل راوښکے ) راايستے( دے .ما نه مراد زما نۀ حکومت مونږ .مونږ و رله يو حل راوښکے ) راايستے( دے چې په دې دو ران کښې چې ترڅو د پښتو استادان نېغ په نېغه نۀ وي بهرتي شوي ،نو چې ملګرو استادانو له پښتو و رځي ،هغوے ته صرف مونږ د د رېوو مياشتو ايمرجنسي ټرېننګ و رکوو ،چې هغوے ته تۀ د سبق ښودلو د پښتو هغه طو ر طريقه وښودلې شي ،نو هغې دپا ره مونږ اوس فو ري بندوبست کړے دے ،چې ز ر تر ز ره هغوے ته په ايمرجنسي کښې د د رېوو مياشتو ټريننګ و رکړو .ټولو سکولونو ته هغه استادان لړ شي او پښتو وښيي .د هغه غوندې سل به هم پښتو ښيي. دا مې تاسو سره لوظ دے ،دا پښتانۀ مياګانو ته داسې ډېر په
د روند نظر ګو ري هم نۀ وايي دا ډېر نرم خلک دے ،خو زۀ تاسو ته دا د پښتو سپېڅلي الفاظو کښې وايم ،چې زۀ به و رله د پښتو ټريننګ و رکوم او دے به سکول ته لېږم او دے به د پښتو نه انکا ر کوي .دے به مانه استادي څنګه کوي؟ لهذا بالکل ستاسو دا خبره حق بجانب ده او دا کمے مونږه محسوو، تش کتاب خو ښودنه نۀ کوي .استاد به و رته ښودنه کوي او چې استاد وي نو کتاب به وي .دلته ما سره دوه ظلمه شوي دي :کتاب هم رانه و رک شوے دے ،استاد هم رانه و رک شوے دے .مخکې به چې کالج جوړېدو ،نو په کالج کښې به د پښتو ليکچر ر پوسټ خامخا وو ،مينځ کښې ګېپ ) (Gapراغلو او هغه پوسټونه په کښې ختم شول ،چې کتاب او استاد دواړه د مينځه لړل .دا دواړه وجود ته راوستل ډېر ګران کا ر وو .مونږ کوشش وکړو ،کتاب مو راوستو او استاد و رله ټرېن ) (Trainکوو .دا دواړه کا رونه مونږ کوو۔ زۀ تاسو اعتماد کښې اخلم ملګري ،مونږ ته وويلي شول چې دا خو به ډېر زيات استادان بهرتي کيږي ،نو دا فنانشل پرابلم دے نو دا به بيا ډېر اوږد کا ر وي ،نو مونږ و رله تجويز دا و رکړو چې مونږ تاسو نه پېسه نۀ غواړو .مونږ ددې سرکا ر د حکومت ددې خزانې نه نو ره پېسه نۀ غواړو ،ځکه چې بجټ پېش شوے وو او بل بجټ چې راځي ،نو وايي: د زړۀ په باغ مې ږلۍ وشوه بويه چې بيا بها ر راځي سپړي ګلونه نو مونږ ويل "ماموته ،بيا دې موته" که انتظا ر کوو ،خداے خبر بيا به څۀ وي نو مونږ و رته دا وويل چې مونږ تاسو نه پېسه نۀ غواړو .تاسو نه مراد چې زۀ خپله د حکومت حصه يمه ،خو چې کله پېسه مو په کښې
Involveکوله ،نو په دې باندې يو نيم دوه کاله نو ر لګېدۀ .ما و رته ويل، چې د پيسې ضرو رت نۀ شته ،مونږ سره پښتانۀ استادان شته او په پښتو مئين استادان شته .زه و رته د رې مياشتې ټريننګ و رکوم،ستا به پرې پېسه هم نۀ لګي او دې سلېبس مطابق کتابونه چې کوم دے، نېغ په نېغه وړل غواړي او سږ کال يې چاپ کول غواړي او سږ کال يې وړل غواړي .مونږ په دې کښې کامياب شو ،چې سږ کال مو چاپ کړه او سږ مونږ تعليمي ادا رو ته ولېږل او که خداے کړے خېر وي دا ا رمان به مو خداے پو ره کړي ،چې د کالج د پښتو ليکچر ر او په سکول کښې د پښتو استادان انشاء ا ددې تابيا مو کړې ده ،ز ر تر ز ره به تاسو دا خوشخبري هم واو رئ ،چې په دې سکولونو کښې به د پښتو استادان بهرتي کيږي .تاسو د روزګا ر خبره وکړه ،سره د روزګا ر به پښتو خلکو ته لړه شي. دوے وايي چې يو اخبا ر دے چې اوس هم د سرحد ليکل کوي ،نو څومره په مشکل حالتو کښې مونږه اوسو ،ټولې قومي اسمبلۍ د صوبايي اسمبلۍ د قرا رداد په شکل کښې ما له نوم راکړو خو يو ځاے کښې تحريک شروع شو چې ما له بله صوبه راکړئ .چا شروع کړو؟ هغې نه مخکې هم هزا ره وه ،اوس هم هزا ره ده ،چې ددې نوم سرحد وو نو هم هزا ره وه او چې خيبر پښتونخوا شوه ،نو هم هزا ره وه .چا رااوچت کړل ،جلسو جلوسونو ته خبره څنګه لړه او مرګونو ته خبره څنګه لړه .ا رادتا دا خبره خلکو ريو رس ) (Reverseکول غوښتل ۔ مونږه هلته هم د حکمت نه کا ر واخيستو .ډېر په صبر تحمل سره مونږ دوه دوه نيم کاله سرکا ري توګه باندې هزا رې ته تلو هم نۀ چې اشتعال پيدا نۀ شي ،چې دشمن په کښې کامياب نۀ شي او داسې يو وخت
راغلو ،چې د هزا رې خلک په خپله راغلل .مونږ چې کوم دے وکيلنو له هم لړو ،مونږ استادانو له هم لړو ،مونږ په هزا ره کښې نېغ په نېغه خپلې جلسې هم وکړې .زه په خپله هري پو ر ،اېبټ آباد ته تللے يم او د ټولو نه مې لويې جلسې په هغه ځاے کښې کړي دي .د هغه مشکل نه پس نو تاسو سوچ وکړئ چې که زۀ نن بېخي داسې کلکې کلکې خبرې کوم ،نو دا چې کومه کاميابي مو مونتې ده ،دا راته ګرانيږي .په دمه دمه او په صبر تحمل به دا قدمونه اخلو. نن هم که څوک سرحد وايي ،دا آئيني جرم دے .ددې په لحاظ باندې بالکل مونږه قدم اوچتولے شو ،خو دا يو نيم سړے په دې باندې چې چرته اشتعال پيدا نۀ شي ،چرته مشکل جوړ نۀ شي ،دشمنان راته تابيا ونۀ کړي ،لږ ډېر حکمت نه به کا ر اخلو خو دا شک تاسو چرې هم مۀ کوئ، چې ګنې د پښتو د ژبې يا زما د صوبې د نوم دشمن به وي او زۀ به يې برداشت کوم ،دا ممکن نۀ ده خو ددې دپا ره به يو طريقه کا ر راوباسو او بالکل چې غير آئيني اقدام څوک هم کوي ،مونږ به د هغوى خلف قدم اوچتوو بحيث د حکومت. ملګرو دا يو تجويز و رکړے دے ،چې د ادبي تنظيمونو د راغونډېدو ځاے نۀ شته د نو رو خلکو دپا ره شته .زۀ خو دلته يو هال جوړوم ،اوس دلته يو بل کا ر روان دے ،که چرته ملګرو ته چانس )موقع( ميلو شوه، داسې هغه دېوالونه وګو رئ او هغه هم حاجي عديل صاحب څه پيسې د سنېټر په حيث راکړي دي او څۀ مې له خپلو سنېټرانو د نو رو نه اخيستي دي او څۀ د حکومت خپلې پيسې و رسره ما شريکې کړي دي او همداسې يو هال دغلته جوړم او په هغه کښې زما هم دغه رنګه خبره خپل نظر کښې ده ،چې دفترې جوړې کړم ،خو ټولنه به هم راته ښيي
چې چاته به يې حواله کوم ،ځکه چې دا خبره ډېره ګرانه ده چې "ټلۍ به پيشو ته څوک تړي" .که تاسو Activitiesکوئ ،ددې نه علوه چې دا نشترهال دے ،هغه به زما ددغه Activitiesدپا ره مخصوص وې ،زۀ به د اديبانو ،شاعرانو د ليکوالنودپا ره په هغه کښې هم يوه کمره کوم ،چې د هغوے دپا ره نۀ شته .د لېبر وال سره مې يوه وعده وه ،چې د لېبر وال له به بېله په هغه کښې زه ځان ته کمره کوم ،چې هغوے د لېبر ) (Activitiesپه هغه کښې کوي. دوے وايي چې تاسو بعضو بعضو خلکو له پيسې و رکړې او ادبي ټولنې جرګې او د ثقافت سره تړلي خلکو له مو څۀ و رنۀ کړه .ګرانو ملګرو ،خپل خپل فيلډ دے ،اول خو د ثقافت ډيپا رټمنټ سره پيسې نۀ وې ،دا هم زۀ تاسو سره مشکل شيئر Shareکوم ،اخبا ر والو ته او ميډيا وال ته نۀ وايم ،دلته زما نه مخکې کلچر ډيپا رټمنټ چې وو عاقل شاه صاحب هغه ډېر زيات خدمت کړے دے ،هغه سره ټوا رزم Tourismوو که زۀ ستاسو لږ وخت زيات واخلم ،سوالونه په ما زيات شوي دي ،نو زۀ د منتظيمونو نه بخښنه غواړم .د هغه سره د ټوا رزم ډيپا رټمنټ وو هغه چې څومره Activitiesهم کول ،د ټوا رزم په مد کښې يې کړي دي .که کلچر Activitisيې کړي دي ،هم د ټوا رزم نه يې کړي دي .د ثقافت د رې کروړه روپۍ وې ،هغې کښې يې يوه پېسه هم خرچ شوې نۀ وه .که زه غلطېږم نۀ ،يو کروړ وې يا د رې وې ،نو ما چې دې ځل له بجت غوښتو نو ما ته هغوى وايي چې تا خو هغه تېرې پيسې نۀ وې خرچ کړې ،نو رې څۀ له غواړې ،نو ما و رسره حساب وکو چې ټوا رزم کوم Activitiesکړي دي ،تاسو ترې نه کلچر نفي کړئ بيا د هغه Activitiesپېمانه وګو رئ ،خو چونکې د ټوا رزم نه پيسې خرچ کول
آسان دي او د ثقافت نه پېسې خرچ کول ګران دي ،ځکه چې د هغوے پرائيويټ خپل اډټ Auditدے او دلته سرکا ري آډټ دے ،نو په دې بنياد باندې د هغې نه پيسې خرچ کول ګران دي ،نو ثقافت له ما په وړومبي ځل پيسې واخيستې. ګرانو ملګرو ،دوے د ثقافت سره د تړلو خلکو خبره وکړه ،اديبانو له دلته په دې نشترهال کښې زه نومونه نۀ اخلم ،زه به نو ر هم دا کوشش کوم ما سره چې شته لږې کومې پيسې دي ،نو ما هغوے ته د وس مطابق د هغوے بالکل مدد کړے دے .ما د سند رغاړو مدد کړے دے ،ما د ليکوالو مدد کړے دے او ما خپل کوشش کړے دے ،چې زۀ د صوبې د ټولو خلکو په داسې طريقه مدد وکړم ،چې څوک و رته ګوته ونۀ نيسي ،په دې ځاے کښې په دې هال کښې ددې صوبې نه اويا کسان ما راغوښتي وو .ما و رله ددې ځاے نه پيسې و رکړې وې او ما چې شروع کړې ده ،زۀ خپل تعليمي ادا رو ته د ثقافت سبجېکټ )مضمون( دننه کوم .مونږ يو ) Decisionفيصله( اخيستے دے ،چې څنګه نو ر سبجېکټ خلک ښيي ،نو داسې به ثقافت هم ښيي. نو ثقافت کښې ډېر اړخونه دي ،يو په کښې موسيقي هم ده ،نو دا ا رمان به دې هم پو ره شي چې بيا خيال محمد استاد په سکول کښې تاته سند رې ښيي. زۀ چې کله راغلم ،نو دهشتګردو دا خلک ډېر تنګ کړي وو ،نو ما ويل چې دوے سره حساب کوې ،نو وړومبۍ به دا خبره کوې ،نو ما وړومبے خيال محمد استاد ته لس لکه روپۍ چې په پاکستان کښې به تراوسه پو رې مهدي حسن له هم چا لس لکه روپۍ نۀ وي و رکړې ،ما دلته خيال محمد له لس لکه روپۍ په دې خدماتو باندې و رکړې .ګلزا ر
چې د هغه پښه ماته شوه ،مونږ و رله پينځه لکه روپۍ و رکړې .که ستاسو ياد شي هغه ګلزا ر چې دلته يې په پريس کلب کښې پروګرام کولو ،نو خلک پرې راغلۀ او ويې وهلو .داسې صو رتحال وو. زما د ثقافت سره چې د چا تعلق وو ،هغه خلک چا پرې ښوه نۀ او مونږ و رله دومره ځاے پيدا کړو ،چې نن د خداے په فضل سره هغه Activitiesهم کيږي .زۀ په هغه تفصيل کښې نۀ ځم ،خو بيا ما په دې بجټ کښې پيسې ايښې دي .ما خپل ډيپا رټمنټ ته ويلي دي ،چې تاسو دا ټول ملګري چې کوم کوم اړخونه دي ،دې کښې خپل خپل ملګري راغونډ کړئ ،چې کوم خلک خدمات يې شته دے ،د ادب په خُبنياد چې هغوے سپو رټ )مرسته( کړو .دا يوه خبره تاسو وکړه چې ټولنې ۔ بالکل زۀ ډيپا رټمنټ ته ستاسو په وړاندې دا هدايات و رکوم ،چې دلته زمونږه څومره ټولنې دي ،د هغوے په مونږ حق دے .د ضرو رت مطابق کال په کال چې د هغوے د کوم Activitiesخبره وي ،د هغې يو طريقه کا ر وي، زۀ خپل ډپا رټمنټ ته وايم چې دې ټولو ټولنو سره دې خپلې رابطې هم وکړي او د دوے د کال Activitiesچې کوم ضرو ريات دي ،د هغې مطابق چې کم از کم يو يو پروګرام زۀ د کلچر ډيپا رټمنټ نه ددې ټولو ټولنو وکړم ،چې دا خبره سرته و رسي ،چې مونږه ټولنې په ايماندا رۍ سپو رټ کوو. څۀ خبرې خو داسې دي ،چې ستاسو د قرا ردادونو په حواله ما د استادانو د بهرتۍ خبره وکړه ،ستاسو د قرا رداد خبره وه .سيال صاحب دلته ډېر په مينه محبت خبره وکړه او بيا تاسو له يې چې دعوت د رکړو، نو و رکې نو ر هم شامل شوئ .د ادبي جرګو د ټولنو خبره هم د قرا رداد حصه وه .هر سکول ،هر کالج او هر دفتر ته اخبا ر رساله ممکن
ده ،د اخبا ر مشکل شته .زه دا کولے شم چې سرکا ري دفترونو ته به د پښتو اخبا ر ځي او دا به هم و رته وايم ،چې که چا له نۀ و رځي ،نو زده دې يې کړي او چې چا له و رځي ،نو هغه دې يې وايي .په سرکا ري دفترو کښې ډېرو له پښتو و رځي نۀ ،نو اول به و رته ښودل هم غواړي .دا ستاسو بالکل جائزه خبره ده او دا په سر سترګو. بل راج ولي شاه ويل ،چې ډاکټرانو ته د پښتو د اندامونو نومونه وښيئ .مونږ يو ځل دې ډاکټرانو ته ويلي وو ،چې نسخه په پښتو کښې وليکئ ،اول به ئې ليکلے نۀ شوه ،چې به يې وليکله نو بيا پرې مريض نۀ پوهېدو او مريض به چې دکاندا ر ته يووړه ،دکاندا ر پرې نۀ پوهېدو ،ځکه چې د ډاکټر په خط پوهېدل هم ډېر ګران وي نو يو بل مشکل شو .خو دا خبره بالکل ټهيک ده ،چې کم از کم دومره انتظام ضرو ر په کا ر دے ،چې که زما د داسې علقو نه خلک راځي چې هغه په انګلش پوهيږي نۀ او په پښتو کښې چې وايي ،نو هغه ډاکټر پرې نۀ پوهېږي .په هسپتال کښې دا بندوبست ضرو ر په کا ر دے چې هلته به يو داکټر دوه داسې وي ،چې د پښتو د اندامونو نومونه به و رځي ،نو چې کوم ډاکټر سره د کوم مريض واسطه وي ،دے به و رله کومک له ځي. دے دا فلنکے شے يادوي ،ټولو ډاکټرانو ته خو ښودل ګران دي ،خو په هسپتال کښې دومره بندوبست و رله د يو کس دوه کولے شو ،چې هغه به د موقعې سره علج او معالجې دپا ره په کا ر راځي. زه بخښنه غواړم ،که داسې يو خبره نيمه وي چې تاسو کړې وي او زما نه هېره شوې وي. بل پرائيوټ سکولونه تا سو ياد کړل ،په دې لړۍ کښې مونږ تړلي دي ،هغه ددې نه بهر نۀ دي .مونږه پښتانۀ خبره کوو چې مو ر په
سېځنۍ کښې کلک تړلے وي ،هغه سړے ټول عمر غيرتي وي ،خو چې کوم ترې سست پاتې وي ،هغه خو دوبا ره نۀ شي تړلے کنه .بقايا به کلک تړي ،نو اوس چې کوم سست پاتې شوي دي ،هغه خو پاتې دي ،بقايا به کلک تړو .پرائيويټ سکولونو دپا ره دا لزم ده ،چې څنګه په سرکا ري سکولونو کښې پښتو ښودلې کيږي ،هم دغه رنګ به په پرائيويټ کښې هم ښودلې کېږي او چې نۀ ښودلې کيږي د پرائيويټ سکول اجازت به و رله نۀ و رکوو او چې خفه کېږئ نۀ نو بيا به يې ځکه ښيي چې يو پښتو نۀ ښيي او ټول سکول يې بنديږي .دے خو به يې په سر کښې ښيي .د بدقسمتۍ نه اوس خو سبق ښودل کا روبا ر شوے دے ،نو چې زما پښتو په کښې نۀ وي ،هغه کا روبا ر به څنګه چليږي؟ .لهذا دا لزمه ده ،ددې دپا ره مونږ خپل قدمونه اوچت کړي دي .ګران کا ر ضرو ر دے ،ځکه چې بې مها ره اوښ دے ،قابو کول يې ډېر ګران د .پرائيويټ سکولونه اول ته پښتو ته وتړه دومره لوے د هغوے اتحاد او اتفاق دے. هغوے چې خپلو کښې راغونډ شي او تۀ و رته مخامخ کښېنې نو بيا پته لګي چې دا خو د سرکا ري سکولونو نه ډېر ) (PowerFullخلک دے .د هغوے سره خبره کول چې ګنې دے به اوس دا ټول نظام بدل کړي، داسې نۀ کيږي .خو دا ضرو ر ده چې زمونږ دا نظر کښې وه چې زۀ پرائيوېټ سکول ته پښتو بوځم او زۀ دې ځاے کښې پښتو ښيم ،نو زۀ دې طرف ته روان يم ،چې زۀ به نصاب يو کوم .زه دا بېل بېل نصاب نۀ منم ،چې په پرائيويټ سکول کښې چې څوک سبق وايي هغه به افسر وي او چې سرکا ري سکول کښې څوک وايي ،نو دے به نوکر وي. داسې نۀ ده ،بلکې دا فرق به مونږه ختموو .دا زمونږه فکري خبرې
دي ،دا زمونږه نظرياتي خبرې دي ،خو چې کوم مشکل تاته پېښ دے ،د هغه وخت سره مشکل حل کول ددې دپا ره طريقه کا ر په کا ر دے. زمونږه هم دا مرام او دا مقصد دے ،دا زمونږه د تحريک او زمونږه دا خپل سوچ دے ،چې مونږ به تفاوت ختموو .د خان او د غريب ترمېنځه دا ډبل نصاب ،دا ډبل سټينډ رډ )معيا ر( به ختموو او نېغ په نېغه به يو ) Standardمعيا ر( وي که د غريب زوے قابل وي دے به بره په کرسۍ ناست وي ،چې د خان زوے نالئق وي ،دے بۀ لندې و رته په ځمکه ناست وي .دې سيسټم ته مونږه روان يو ،خو دا ټولې خبرې په يو ځاے نۀ کيږي. ګرانو ملګرو ،تاسو د خټک صاحب )افراسياب خټک( د قرا رداد په حواله خبره وکړه چې دلته دې پښتو قومي ژبه شي .مونږ خو د پخوا نه ددې نظر خلک يو او افراسياب خټک صاحب په سينټ کښې پېش کړے دې ،خو هم زمونږ نظر دے ،ځکه يې په هغه ځاے کښې پېش کړے دے او چې چرته چرته زمونږه په رښتيا باندې وس رسي ،نو هم دغه رنګه قدمونه به ږدو .تاسو ټولو ملګرو نه زۀ يو مدد به غواړم ،چې ستاسو په نظر کښې به حکومت مضبوط وي .حکومت مضبوط نۀ وي ،حکومت ډېر عا رضي وي لکه دلته وويلے شو ډېر ښه وويلے شو ،چې نن به دا حکومت هلې ځلې وکړي ،سبا به بل حکومت راشي ،هيڅ به نۀ وي ،نو دا زمونږ بدقسمتے ضرو ر دے ،چې د سرکا ر په سطح مونږ ته دومره کومک نۀ دے چرته ميلو شوے ،خو په کا ر دا ده چې مونږه ځانونه مضبوط کړو. لکه په خپل ځان باندې ) Dependانحصا ر( کوو او واقعي چې په پښتو ژبه کښې زو ر شته .د پښتو په سکالرانو کښې زو ر شته .د پښتو په پښتو ويلو کښې زو ر شته ،په پښتو کښې زو ر شته ،ځکه ټولې دنيا
پښتو ختمول غوښتۀ خو پښتو ختمه نۀ شوه .د مخکې نه هم زياته مضبوطه شوه او مخکې لړه .زۀ خو د بدې و رځې وټوکېدم ،خلکو چې حلل کړمه نو زيات شومه .دا چې وايي پښتو زياته شوه ،ولې زياته شوه .د دنيا ضرو رت شوه ،نو زياته شوه .که په دې ځاے کښې د رېيم نړېوال جنګ نۀ وے نو دا خو د رېډيو ژبه نۀ کېده .دا خو بيا د اخبا ر ژبه نۀ کېده ،هغوے خو ځکه د رېډيو ،د اخبا ر ژبه کړه چې ما پرې وژني. هغه د خپل ضرو رت مطابق د پښتو اهميت ځان ته ګڼلے دے ،خو زما په بده و رځ کښې پښتو ترقي کړې ده. بو را به خداے په ګلو موړ کړي ماليا ره ستا نيمګړے نيت مې ژړوينه زه ددې عالمانو د زړۀ د کومې نه شکريه ادا کوم ،چې په ډېر سخت وخت کښې دوےد پښتو ژبې خدمت کړے دے .زه د اولسي خلکو شکريه ادا کوم چې په ډېر سخت وخت کښې يې د پښتو ژبې خدمت کړے دے .نن په پاکستان کښې چې فلمونه ښودلې کيږي ،نو د پښتو فلمونه زيات دي او اعتراض هم پرې زيات دے ،چې دا داسې دے ،دا داسې دے. مونږه هغې له هم يو شکل و رکوو ،د اتلسم ترميم نه پس سنسر بو رډ به صوبو ته راځي ،نو که تراوسه پښتو کږه وه که نېغه ده خو هغه فلمونو د پښتو خدمت کړے دے .که د چا خوښه وه که نۀ وه ،خو خلک به و رله تلۀ ضرو ر ،نو که د رې ټکي يې کاږه زده کول ،نو دوه خو يې نېغ هم زده ول .هسې خو هيڅ هم نۀ وو او هغه انډسټري وه او د ګټې ذ ريعه شوه نو پښتو ته پردي خلک هم راغلل ،چې زما په ثقافت يې غلط اثر کړے دے.
دغه رنګه CDسي ډي چې کوم دے ،هغه به زۀ کنټرول )قابو( کوم ،د هغې دپا ره هم سنسر بو رډ دے ،خو ددې سره سره دغه خلک هم سپو رټ کول غواړي .دلته مونږ د رحمان بابا ذکر وکړو ،د خوشحال بابا ذکر مو وکړو ،د نو رو مشرانو ذکر کوو ،نو و رسره و رسره زۀ د هغو خلکو ذکر هم کوم چې کوم په دغه دنيا کښې يې وخت تېر کړے دے .د ګلوکا رۍ د سند رغاړو په بنياد ما دلته باچا ز رين جان سره مالي مدد کړے دے .هدايت ا سند رغاړے دے ،هغ سره مې مالي مدد کړے دے .احمد ګل دے له هغه سره مې مالي مدد کړے دے ،دغسې بد رمنير دے ،دلته چې کله د افغانستان نه خلک راغلۀ نو زما غوندې ساده خلکو به ويل چې يو بد رمنير راله راکړي ،روس راته هډو څه شے نۀ دے ،ځکه چې هغه د بل بچے غر ته به اړم شو ،نو غر به نۀ وو هغه به وو .د يو ضرو رت مطابق ما دلته د بد رمنير و رځ لمانځلې ده .دا هم د خلکو په سترګو کښې اغزے وو ،چې دوے خپل فنکا ر دومره په عزت ولې لمانځي؟ دا په دې خُبنياد چې دا د دهشتګردۍ په مخ باندې هم څپېړه ده .کوم خلک چې زما ثقافت ختموي ،د هغوے په مخ هم څپېړه ده .زۀ وايم چې بد رمنير ددې خاو رې پيداوا ر وو او زۀ به و رله عزت و رکوم او زۀ به يې احترام کوم .نو پس له هغه بۀ يې نو ر خلک احترام کوي او دغه رنګه ياسمين خان ،چې زۀ به لنډو و رځو کښې د هغې و رځ لمانځم ،په څلو ر ويشتم تاسو ټول ملګري په هغې کښې ) Inviteدعوت( يئ .دا دلته ناست خلک چې راشئ او لږ يې وګو رئ .مونږ هغه کښې و رسره و رسره چې کوم پېغام و رکول غواړو ،هغه به تاسو اندازه ولګوئ ،چې مونږ د څۀ دپا ره دا کول غواړو. د هغوے هم خدمات دي ،خو ما ويل تش په مړو نۀ کېږي ،ژوندي هم و رسره يادول غواړي ،نو طا رق شاه زمونږ هغو و رځو کښې ژوندے وو،
ما و رله دلته کښې پروګرام وکړو او دې ځاے کښې مو پيسې ګو چې هغه ډېرې کمې وې ،ما و رله راغونډې کړې او د هغه ټبر له او لو ر له مې و رکړې او اوس يې هم راسره يو دوه لکه روپۍ پاتې دي .نو په څلو ريشتم تا ريخ به هغه دوه لکه روپۍ و رکوم. ګرانو ملګرو ،زه به دليپ کما ر هم ياد کړم ،چې ستاسو زړۀ به لږه هوا هم وخو ري .دليپ کما ر چې نن سبا غريب ډېر په سخته کښې دے، بيما ر دے ،دا کريډټ سائره بانو ته ځي ،هغې ډېر په ښه طريقه ساتلے دے. د هغۀ دلته يو کو ر دے او هغه کو ر ما په سرکا ري توګه بيه کړے دے .د کلچر ډيپا رټمنټ د طرف نه په د رې کروړه روپۍ او هغه کو ر به زۀ اخلم ،ددې دپا ره چې زۀ خلکو ته وښيم چې په ټول هندوستان چې څوک راج کوي او د فلمي دنيا بې تاجه بادشاه وو ،هغه ددې خړې پښتونخوا د پېښو ر اوسېدونکے وو ،چې نن په ټولو باندې راج کوي او هغه دليپ چې يوسف خان يې نوم وو Typical ،د پښتنو نوم دے ،يوسف خان او قد رت ته ګو ره سائره بانو يې و رکړې ده ،د شېر بانو په ځاے .هغه يوسف خان چې د هغه د بچپن نه واخله تر دې وخته پو رې ،چې څومره يادونه دي ،هغه به په دې کو ر کښې زۀ هم دغلته ځاے کوم او دنيا چې د هغه کتو له راځي ،و رسره به زما د پښتنو ثقافت هم ګو ري .زما دلته دا خلک به يې هم ګو ري او دې کښې يو ) Attractionکشش( وي ،خو زۀ يواځې د دليپ خبره نۀ کوم ،د راج کپو ر خبره هم کوم .داسې نۀ چې تش مسلمان ،چې په دې خاو ره هندو هم پيدا دے ،نو زۀ د هغه ثقافت به محفوظ کوم .ما د راج کپو ر کو ر، راج کپو ر لږ مالدا ره وو ،د هغه دا کو ر ډېر لوے دے .داسې محل غوندې دے. د دليپ کو ر لږ و رکوټے دے ،نو ا رزان وو او ددۀ دا ډېر لوے دے .هغه له به بندوبست کوم او ډېر په ښۀ ځاے کښې دے او ډېر ښکلے کو ر دے ،که
چېرته تاسو کتل غواړئ نو د هغه د کتو دپا ره چې دې وخت کښې هم وګو رئ ،تاسو به اندازه ولګوئ چې د هغوے رهن سهن د هغه وخت څنګه وو .که خداے کړے خېر وي ،نو چې کله د دليپ کو ر اخلم ،نو دليپ او د دليپ ټبر به راولم .د شاه رخ په کو ر کښې خپل خلک اوسي ،هغه په امن دے ،شاه رخ دې خداے لري ،هغه چې کوم دے My Name is Khanفلم چې هغه کوم جوړ کړے دے ،نو ما په لندن کښې کتو ،تاسو په خداے يقين وکړئ د سړي زړۀ غټ شي چې که هر څه وو ،خو ددې خاو رې ټچ )مينه( په کښې وو .هغه دا تاثر و رکړے دے ،چې پښتون دهشتګرد نۀ دے ،مونږ دومره خدمت به يا کړے وي يا به نۀ وي کړے ،چې په يو فلم باندې شاه رخ کوم خدمت کړے دے چې هغه دنيا ته ښودلي دي چې پښتون دهشتګرد نۀ دے ،هغه پرامن سړے دے او د دنيا سره مينه کوي .دغه مشن زمونږ د ټولو شريک دے .ددې خاو رې بچے دے ،ځکه په کښې دا غېرت او ټچ )خوند( شته دے. ګرانو ملګرو ،تاسو ددې کوششونو په حقله د اياز ذکر وکړو ،د ډي سي او صاحب .زۀ ا رادتا د هغه نوم نۀ اخلم ،خو تاسو با ر با ر اخلئ ،ځکه چې په بلوچستان کښې داسې خلک ،چې کا ر کوي دومره مشکل و رته نۀ وي ،خو زمونږ په صوبه کښې چې داسې خلک کا ر کوي ،نو لږ مشکل وي و رته .نو مونږ داسې خلک لږ اړخ ته ساتو چې کا ر کوي او فرنټ )مخ( ته نۀ وي ،ځکه چې بيا رانه داسې خلک ضائع کيږي او زمونږ په علقو کښې د داسې خلکو مخالفت زيات وي .بيا د هغې نه هغوے سروس )نوکري( نۀ شي کولے ،نو ډېر داسې محتاط قدمونه ږدو نو په دې وجه ما پرون هم هلته ذکر نۀ وو کړے خو چونکې دلته يې ذک ِر خېر وشو ،زه د هغۀ او د هغه سره د کلچر ډيپا رټمنټ دلته زما ملګري ناست دي ،د
هغوے د ټولو شکريه ادا کوم. که چېرې ستاسو او زما ترمينځه داسې يو څو خبرې شوې وي ،چې ګنې د چا په طبيعت د رنې لګېدلې وي ،زۀ ترې بخښنه غواړم .زۀ تاسو سره دا يوه وعده ضرو ر کوم ،چې يو خو د يو بل په نيت به شک نۀ کوو او دا خپل پښتانۀ به مونږ په خپله ځان د رنوو .مونږ به د يو بل قد ر په خپله جدا او په فاصله کښې يو، باندې کوو او مونږ به نظرياتي طو ر د يو بل نه خُ خو د قوم په حيث مونږ د يو بل نه جدا نۀ يو .مونږ ټول د يوې خاو رې ،د يو وينې ،د يو ثقافت وا رثان يو ،مونږ ټولو له د يو بل احترام په کا ر دے .اول په جمع د هغه مشرانو چې زمونږ نه تلي دي ،بيا هغه مشران چې مونږ کښې موجود دي او چې کوم زمونږ کشران دي ،دا ټول په کا ر دے چې مونږ د يو قوم په حيث باندې سوچ کوو .نظرياتي اختلف به په خپل ځاے وي ،خو چې قومي سوچ په کښې راځي ،نو هغې کښې بيا اختلف نۀ شته. تاسو د يو ټي وي خبره وکړه ،نو ښۀ ده چې اکبر سيال صاحب خبره وکړه چې هغه به رښتينې پښتو خلکو ته ښيي .زۀ يواځې هغه ټي وي نۀ يادوم ،هغه خو پښتو ټي وي دے ،خو ټول ټي وي ګان دې نو هغه به د پښتو عزت ښيي .په پښتو پو رې به خندا نۀ کوي ،دا نۀ چې د هغه په ډ رامه کښې به تش د نسوا ر وال پښتون وي .د غېرت علمت پښتون دے ،نو يوازې هغه د پښتو ټي وي نۀ ،بلکې ټول ټي وي ګان او فلمونو ته مونږ ددې ځاے نه دا خبره کوو ،چې د پښتون د شان مطابق به پښتون ښيي ۔د خپلو پېسو او ګټې دپا ره به هغه رنګه پښتون نۀ ښيي ،چې ستاسو پرې مقصد پو ره کيږي .دې يو څو ماتو ګوډو الفاظو سره ستاسو ددې ټولو مشرانو د زړۀ له کومي نه شکريه ادا کوم او زۀ د خپلو خوېندو چې دلته حاضرې دي ،د هغوے
شکريه ادا کوم .زۀ د خپلو کشرانو شکريه ادا کوم او ستاسو د ټولو حاضرينو شريکه ادا کوم ،چې زما دا ماتې ګوډې خبرې مو د نو رو خلکو نه زيات په صبر په تحمل سره واو رېدې. زۀ اکثر يو شعر وايم او هغه خلکو ته ګوټه شوے هم دے ،خو وايم يې ځکه چې د پښتو سره تړلے دے او تاسو وايئ چې شاعر و رسره وايئ، نو دا د رشيد باجوړي دے ،چې وايي: "مۀ مې لمبوئ خلکه مۀ مې ښخوئ خلکه" او هغه غريب چې ماته ښودلو ،نو ماته يې ويلو چې زما نوم به په کښې اخلې ،خو هغه کړۍ مانه اکثره هېره شي ،نو ځکه په سر کښې مې د رته وويل: زۀ يم پښتون زما په سر شمله کږه وتړئ پس له مرګه چې مې زنه په خاسه وتړئ دا مې د پل ر نيکه يادګا ر دے چې ژوندے پاتې شي خازې د قبر ته مې تو ره او نېزه وتړئ که په ژوندون مې پو ره نۀ شو دا ا رمان دے زما د انقلب جنډه زما په جنازه وتړئ.